د حضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه پیژندنه

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 0
  • اندازه فايل 90.29 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 2, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 2, 2022

د حضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه پیژندنه

فهرست

(دحضرت عمرفاروق ) نسب اوپیدايښت.. 1

دامیرالموءمنین لقب ولي اختیارکړای شو. 3

دحضرت عمر (رضی الله تعالی عنه ) داسلام په هکله((اخبار)): 5

(((دحضرت عمر(رضی الله تعالی عنه ) هجرت))). 7

دحضرت عمررضی الله تعالی عنه دفضیلت په هکله دصحابواوسلفو علما واقوال. 8

دحضرت عمرفاروق (رضی الله تعالی عنه ) بیبانی اواولادونه. 9

دحضرت عمررضی الله تعا لی عنه کرامات.. 11

دحضرت عمررضی الله تعالی عنه ذاتی حالات اخلاق اوعادات.. 11

الهی ویره 12

ذهداوقناعت.. 13

دحضرت عمرفاروق (رضی الله تعالی عنه ) بیبانی اواولادونه. 14

دحضرت عمر (رض) توجه خپل اهل او عیال ته. 15

دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه خلافت.. 16

اقتصادی.. 17

بیت المال یاخزانه. 17

دمصارفوتولګښتونوانتیظام. 17

دلګښتونوځانګړی شعبه. 17

خوراک لباس اونورمصارف.. 18

دتنخوادتقسیم طریقه. 18

اجتماعی.. 19

دښوونی (تعلیم ). 19

دینی خدمتونه. 19

بیلابیل انتظامات.. 19

عدل اوانصاف.. 20

عامه خدمتونه. 20

مساوات پاملرنه. 21

سیاست.. 21

دټول وطن فوڅ جوړول. 21

فوڅی لوی مرکزونه. 23

دفوځ مختلفی برخی.. 23

دجنګ په فن کی پرمختګ... 24

خبررسانی اوجاسوسی.. 24

دحضرت عمر(رضی الله عنه)دځان نه وروسته خلیفه کیدونکوته وصیت کول : 25

دحضرت عمر(رضی الله عنه ) وفرمایل :-. 25

دفاروقی خلافت مهمی پیښی.. 25

دعدالت شعبه. 27

دقضاء شعبه. 27

دمحبس ایجاد. 27

دقرانکریم جمع اوترتیب کی دحضرت عمررضی الله تعالی عنه کوښښ.. 28

دقران مجیددالفاظواواعراب دحفاظت اوصحت تدبیرونه. 29

دقران مجیددتعلیم انتظام. 29

دقران مجیددتعلیم لپاره مکتبونه. 29

دبانډوپه وسیدونکوجبری بعلیم. 29

دحضرت عمر(رضی الله عنه)دځان نه وروسته خلیفه کیدونکوته وصیت کول : 29

دحضرت عمر(رضی الله عنه ) وفرمایل :-. 29

امیرالمومینین حضرت عمربن خطاب رضی الله تعالی عنهځینی ویناوی.. 30

لس څیزونه نه جوړیږی.. 31

لس څیزونه ضایعه دی.. 31

دحضرت عمر فاروق (رضی الله تعالی عنه ) دشهادت پیښه. 32

پايله. 34

ماخذونه. 35

سریزه :

الحمدلله ری العلمین والصلوة والسلام علی سیدالمرسلین وعلی اله الطاهرین وخلفایه الرشدین،

وړاندی تردی چی دخلفا راشد ینو حالات ولولواړینه ده چی دراشده خلافت په مفهوم  اومطلب پوه شو ،

دخلافت لغوی معناده ځای ناستی کیدل اودبل چاپرځای ترهغه وروسته دریدل ، دالفظ خپله خپل مفهوم اومطلب څرګندوی دی دیواصل سیودی دیوی هنداری انځوراودادواړه لفظونه خلیفه اومام دیوشخصیت دوه مختلف حیثیتونه څرګندوی ،

دخپل مخکینی نایب اوقایم په لحاظ خلیفه دی اودخپل وخت دپیرانوپه اعتبارامام اوپیشوادی .پر همدی بناخلافت اوامامت په حقیقت کی دپیغبر پرځای دریدل اوترده وروسته دامت رهبری ده ،

په اسلام کی تر نبوت وروسته لویه درجه لری، رسول الله صلی الله علیه وصلم ویلی دی: ترماوروسته زمادهدایت شویو خلفاوو پیروی وکړی ، له همدی لامله دیوخلیفه دانتخاب لپاره چی په ښکاره دهغه سیاسی اوانتظامی استعدادته کتل کیږی تردی زیات باید په هغه کی دپیغمبر دروزنی اغیزله هغه څخه دعلمی اواخلاقی فضایلواومناقبو دحاصلولواصل ته پام وشی . په اسلام کی داخلافت مسولیت دومره پراخ اونړی وال دی ، چی دټولودینی اودنیوی اهدافوپوره کیدل ترهغه لاندی کیږی خواجمالی اولنډه تشریح یی په یوه جمله کی داسی کیدای شی ،یعنی دپیغمبردنده جاری اوباقی ساتل اوله هرډول خارجی ګډوډی ، زیادت اوکمبوت څخه پاکول اووده ورکول، داجمله په یولفظ کی داسی تعبیریدای شی یعنی ددنی پلی کول،خودالفظ پخپله دومره پراخ دی چی ټولودینی اونبوی اهدافوته شاملیږی اوداسلام دپلی کولوارکان مثلا،لمونځ،روژه ،حج،زکات،امربالمعروف اونهی عن المنکر،جهاد ،قضایی چاروسمون،دحدودوپلی کول وعظ وپند ،ښوونه ،روزنه اونورټول یی په جزیاتوکی شاملیږی درسول الله صلی الله علیه وسلم سپیڅلی ژوند دهمدی اهدافوپه بشپړه ولوکی تیرشواوترده وروسته چی کوم کسان دده پرځای کښینستل هغوی هم

خپل ژوند دهمدی اهدافوبشپړه ولوته وقف کړ.حضرت عمررضی الله تعالی عنه نوم په اخیستلوسره دهغوشجاعت ،استقامت اومیړانه سړی ته وریادوی دحضرت عمررضی الله تعالی عنه پوره حال اواحوال لیکلوڅخه قلم عاجزه دی خوزه دلته دده دژوندانه په هکله لږڅه معلومات وړاندی کول غواړم الله جل جلااله دی ماته دریښتنی اوسالمومعلوماتوتوفیق راکړی.څرنګه چی دلوړوزده کړووزارت لایحه ده چی هرمحصل دتحصیلی دوری په پای کی دلیسانس دامتیازیاتواودیپلوم دلاسته راوړلولپاره یوعلمی اثرولیکی نوددی مخی دلاسته راوړلولپاره دپوهنتون دپوهنځی داړونددیپارټمینټ دیولارښوداستاد دلارښوونی لاندی موضوع ددتهیه اوارایه کولولپاره ورکول کیږی نوماته په همدی منظوردکندهارپوهنتون دشرعیاتوپوهنځی داصولودین دڅانګی دآمریت له خوا موضوع دحضرت عمردرضی الله تعالی عنه دخلافت ترعنوان لاندی دلارښودستاد رحمت الله (اعظیمی)دلارښونی لاندی راکړل شوی ده دلیکینی په جریان کی می دادعا داثبات لپاره له قرآن کریم احادیث ،حیات الصحابه ،عشره مبشره ،امیرالمومنین حضرت عمرفاروق،اوداسی نور....کتابونوڅخه استفاده کړیده دلیکنی ترتیب می په دی ډول سره دی .

دالیکنه څلورفصلونه لری ،چی لومړی فصل یی دحضرت عمر(رضی الله عنه )،،زیږیدنه،نوم ،اودنسب سلسله ده دوهم فصل دحضرت عمر(رضی الله عنه )فضیلت دریم فصل دحضرت عمر(رضی الله عنه )کورنی څلورم فصل دحضرت عمر(رضی الله عنه )دخلافت اودده تروفات پوری

 

 

Leave a Reply