- Version
- داونلود کنید 129
- اندازه فايل 104.00 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه اکتوبر 26, 2022
- وروستى آپډيټ اکتوبر 26, 2022
سهامي شرکتونه
دسهامي شرکت پيژندنه
سهامي شرکت پيژندنه دهغه دتاريخچي بررسي اوخصوصياتودڅيړني پوري تړلي ده٠چي هڅه کووددي شرکت دپيژندني له لاري څخه اړونده دقانونګزاري بدلون اودهغه حقوقي ماهيت او حقوقي شخصيت پراړه پلټني دمطالعولاندي ونيسو٠
١ـ سهامي شرکت تعريف٠
سهامي شرکت هغه شرکت ده چي کم ترکم دري تنه پکي ګډون وکړي اوپرهغه کي سرمايه پرمساوي برخوويشل کيږي٠ اودبرخودخاوندانومسوليت دهغوي دپيسواندازي اوبرخي پوري تړاو لري٠ د (١٣١١ )دتجارتي قانون ته صراحت ورکوي ٠ چي سهامي شرکت هغه شرکت دي چي دتجارتي امورولپاره جوړيږي٠ د(١٣٤٧ ) دفرانسي قانون د (٢١ )مادي لاحي مطابق د (١٩٦٦ )د قانون تابعت سره دتجارتي شرکتونوپه هکله دا اړتيا لغوه شوي
اوروښانه شوي ده چي سهامي شرکتونه تجارتي شرکتونه ګڼل کيږي کچيرته دهغه دعملياتوموضوع تجارتي ترقي هم نوي (٢ )دوهمي مادي مطابق په سهامي شرکت کي دسرمايه خاوندانوته(دبرخي خاوند) (يابرخه لرونکي) ويل کيږي هغه کسان چي دهغوي سهمونه په خاص ډول غټوشرکتونوکي اويا په هغه شرکتونوکي چي دقيمتي بورس پاڼي
( اوراق بهادار) لري لاس په لاس کيږي اوسهامي شرکتونه دبا مسشوريته محدود شرکت څخه بيلوي
سهامي شرکتونه په دوه ډوله دي
١ –عام سهامي شرکتونه
٢-خاص سهامي شرکتونه
١-عام سهامي شرکتونه هغه شرکتونه دي چي دهغوي بنسټ ايښودونکي دشرکت دسرمايي يوه برخه پر خلکو داسهامو دخرسولوله لاري برابروي .
٢-خاص سهامي شرکتونه هغه شرکتونه دي چي دهغوي ټوله پانګه دبنسټ ايښودو پرمهال دبنسټ ايښودونکي لخوا برابريږي (٥٤ماده ١٣٤٧قانون لايحه )
سهامي شرکت تاريخچه
ترهغه ځايه چي دسهامي شرکت دحقوقو دتاريخچي اونړي غټوهيوادونوپراځي پوهي اوبدلون زموږ په هيواد کي تاثير پريښي ده ښه به وي چي لمړي دقانون ګزاري بدلون په پرديوهيوادونوکي په لنډه توګه بيان کړواو وروسته دايران هيواد دسهامي شرکت تاريخچه ته ورشو
لمړي مبحث ٠ سهامي شرکت په تطبيقي حقوقوکښي٠
دقانون جوړني کتنه اوبررسي په پرمختللوهيوادونوکښي لکه
،فرانسه،انګلستان،امريکا،المان ،او داسي نوراړونده مقرراتو يو لوي تحول اوبد لون په سهامي شرکتونوګي ښاي
دقانون جوړوني واضع په فرانسه کي
په فرانسه کي دشرکت دپانګي دتقسيم(ويش)فکرپه مساوي برخوډيرپخواني فکروه ولي لمړي دپانګي مساوي برخي ددي ښودونکي وه ٠ چي هرګډونوال څوپه سلو کي دشرکت پانګه په واک کي لري داقطعات هغه وخت چي بيدون دشريکانو څخه دانتقال وړشول په خاصه توګه په اتلسمه پيړي کي دسهم عنوان يي پيداکړو٠ او وروسته دفرانسي دتجارت په قانون کي سهامي شرکت په دوه ډوله کړاي شو٠
هغه شرکتونه چي دهغوي درامينځته کيدو لپاره ددولت اجازه لازمه نه وه٠ اوکه هغوڅخه دمختلط سهامي شرکتونو تعبير کيده . ولي شريکا نو په مابين کي داسي کسان وه چي ددريم کس په وړاندي تضميني مسوليت درلود اوهغه شرکتونه چي دهغوي دتاسيس لپاره دحکو مت لخوا ځانګړي اجازه ضروري وه په سهامي بي نومه شرکتونو معروف شول لمړي ځل لپاره دفرانسي دتجارت قانون دګډونوالو مسوليت په سهامي شرکت کي دهغوي راوړنو پوري خاص شول بدون له دي څخه چي اړتيا وي چي دامر دي په اساس نام کي قيدشي هغه امرچي په هغه وخت کي ورته اړتيا وه دفرانسي دتجارت دقانون دتصويب څخه تراوسه دسهامي دشرکتونوپوري اړونده مقرارت دبياکتني اوتفسير لاندي راغلي دي د ژويه ٢٤مادي (١٨٦٧)کال قانون دسهامي شرکتونو لپاره دولت څخه
جواز لغوشوه چي دکارلوي برياليتوب دارنګه شرکتونو دتجارتي کړنو سبب شواوپه نوروهيوادونو کي دسهامي شرکتونودازادي موجونه وليدل شول لکه. فرانسه، دفرانسي څخه وروسته انګلستان،اسپانيا ،(١٨٦٩) المان(١٨٧٠) بلژيک(١٨٧٣)اتيالياپه (١٨٨٢ )کي دتجارت نړي دسهامي شرکتونولپاره ددولت څخه دجوازدلزوم دلغوي غوښتونکي شول ٠ مهمترين بدلون چي وروسته فرانسي په قانون جوړونه کي مينځته راغلي داوه چي په (١٨٩٣)کال کي اوت په لمړي قانون کي چي دهغه په موجب سهامي شرکت تجارتي وګڼل شو٠
چي حتي غيري تجاري کړني هم سرته رسولي ٠ دمارس څلورم قانون (١٩٤٣)چي دهغه په موجب داداري هيت ريس اجازه پيدا کړي چي دشرکت عامل مدير په حيث دنده اجرا کړي اوپه همدي وخت کي د شرکت مديران په هغو مواردو دشرکت دپورونو ورکړي مسول وګنل شو
اونور قوانين چي دسختو شرايطودرلودونکي وه لکه دپورونو د اوراقو دانتشار او دعمومي مجامع جوړول اواداره دپورو داوراقو بدلوولو په برخواودپانګي کمښت اوزياتوالي کي برابري اوتساوي منځته راوستنه ددي مقرراتو مجموعه دفرانسي په (١٩٦٦)کال قانون کي درج شوي ده چي دهغه هيواد اوسني قانون جوړونه تشکيلوي دسهامي شرکت دکتني پر مهال هر ځاي چي اړتيا پيدا شي دغه مقرراتو ته به اشاره وکړو ددي نکتي او يا ټکي يادونه ضروري ده چي (١٩٦٧)کال مارس په (٢٣)تاريخ داجرايي آيين نامي په اساس چي دهغه (٣٤)مادي په موجب دفرانسي اساسي قانون تنظيم شو٠(١٩٦٦)دقانون مکمل او پوره کوي٠
دنوروهيوادونودقانون جوړوني حالت
١-انګلستان- داتلسمي پيړي په اوږدوکي ) companies ) دتجارتي شرکتونوبنسټ دنوي کاپيټليزم دنظري په پراخ والي سره پيل شو په لمړيو کي کمپني او شرکتونه پر خاصه توګه لوي کمپني فقط دبادشاه يا دپارلمان دقانون په فرمان سره جو ړيدلي په (١٨٤٤)کال کي تصميم ونيول شوچي دشرکت جوړول او دحقوقي شخصيت ورکړه هغه ته فقط د شرکت نامي په ثبتولو سره تحقيق پيدا کړي کمپني په دوه برخوويشل کيږي ٠ ١- نامحدوده بامسوليته کمپني – چي په هغه کي دګډونوالو شخصي مسوليت وجود لري
٢ – محدوده بامسوليته کمپني– هغه کمپني ته وايي چي دهغه بنسټ د(١٨٥٥) کال قانون په اساس ايښودل شوي ولي په عمل کي فقط محدودبامسوليته شرکتونه د استفادي وړ ګرځي کڅه هم پانګه پر هغوي کي برخو ويشل کيږي ٠ او مسوليت له نظره ګډونوال او نور ډير اړخونه زمونږسهامي شرکتونو ته ورته دي اوداشرکتونه خپله په دوه برخو ويشل کيږي٠
١ – عام سهامي شرکتونه –هغه شرکتونه چي دهغه بنسټ ايښودونکي دپانګي دجوړولو لپاره ټولو ته وړانديز کوي ٠
٢ –خاص سهامي شرکتونه – هغه شرکتونه دي چي دا کار ورته منع دي او دهغو برخه بل چاته دليږدولو وړنده او هغه دخاص سهامي شرکتونوپه نوم ياديږي٠
په انګلستان کي د سهامي شرکتونو پوري اړوندمقررات د فرانسي غوندي په وار وار دبيا جوړوني او بدلون لاند ي راغلي يو دهغه قانون جوړوني څخه پدي هيوادکي عبارت ده د شرکتونو اجباري ثبت اود تجارت د وزارت نظارت دهغه په جوړونه کي او کار ډول دهغه اخيرني عمده اصلاحات ددي هيواد په قانون جوړونه کي په کال (١٩٨٩)مربوط کيږي چي په هغه کي قانون دcompanies act ) )) په نوم باندي تصويب شوي دا قانون دنوي قواعدواو ټولو قواعدو مضمن دي که له (١٨٦٢)کال څخه وروسته د سهامي شرکتونو په اړوند وضع شوي دي په مجموع کي داګلستان حقوق ډير دبرخه وا لو د حق په خبر باندي تاکيد کوي په واقعت سره دقانون ګزاري فکر داده چي برخوال دشرکت دوضع څخه په خبر تيا سره د شرکت لپاره
ګډونوال تبعه جوړيدلي شي ٠ دسهامي شرکت الزاميت د حقوقي شخصيت دلاس ته راوړلو لپاره او همدارنګه داداري کنترول دشرکت په جوړونه کي چي هغه ته اشاره وکړه په همدي برخه کي ده ٠
امريکا – په امريکا کي هم لکه انګلستان سهامي شرکتونه جي هغوي په corporations سره تعبير کيږي حقوقي شخسيت نشي موندلي مګر تر هغه چي اساس نامه يي ثبت کړاي شي د امريکا په حقوقو کي برخوال ته د شرکت په اداره کي له ډيرو اذاديو څخه برخوداردي که څه هم د اداري جوړول د سهامي شرکتونو د ايالاتو دحقو قو پوري ټړلي ده فدرالي حکومت د سرمايه دارانو دملاټړ لپاره داسي قوانين رامنځته کړي جي د هغه په موجب سره (د قيمتي ورقو او برسو کميسون ) په نوم کميسون ته پراخ واک ورکړي شوي دي تر هغه چي خپاره شوي اطلاعات د مهمو شرکتونو برسي او د شرکتونو د کار طرز د اسهامو د خاوندانو په رايګري کي کنترول کړي ددي کميسون تصاميم د آ يين نامي په صفت دي او دشر کتونو لپاره لازم الا جرا دي
المان . د المان په (١٨٩٧) د تجارت په قانون کي مندرج مقررات د سهامي شرکتونو په اړ ه د فرانسي د تجارت د قانون مقرراتو ته ډير نږديوالي لري ولي د بيلا بيلو اقتصادي بحرانونو په واسطه بعدي قوانينو د ښه رهبريت په اړ خ کي د شرکتونو د کار طرز په داسي ډول سره جوړ شوي چي دشرکت مديران نسبت برخوالو ته ډير واک په لاس کي لري په ريښتيا سره دا حالات د ژانو په ٣٠ د مهم قانون ١٩٣٧ په ٣٣٤ مادي سره سم پيل شو چي سهامي شرکتونو ته ځانګړي شوي وه دا قانون د نوي شپږم قانون په ١٩٦٥ په تصويب سره ٤١٠ مادو کي بدلون وموند چي ددي سره د نطار هيت
او د هغه ملاتړ چي ددي سره د سهامدارانو د حقوقو څخه او په ځانګړي ډول سره د الزامي قواعدو په وضع هغوي ته د خبرتيا په اړوند زيات شو د المان د حقوقو مهمه ځانګړ تيا د شرکت دکارکونکو د خالت د هغوي د امورو په اداره کي ده لکه چي کارکونکي پلاوي د اسهامو د خاوندانو د پلاوي سره غاړه
په غاړه د نظارت په هيت کي حضور لري دا حالات يو وخت فقط د فولادسازي اود زيرمو د شرکتونو پوري اړه درلوده نن ورځ ټولو هغو شرکتونو ته چي له دو زره څخه ډير کارګرانو ته په خدمت کي اجازه ورکړ شوي ده د ١٩٧٦ څلورم قانون
سويس .
ددي هيواد ١٩٣٦ کال د دسمبر د نيټي د تجارتي شرکتونو په هکله د المان د قانون په اساس ترتيب شو ي دي په دي تفاوت سره چي دشرکتونو په اداره کي سهم لرونکي ته زياته اذادي منل شوي ده د ليکل شوي قانون اصلاح او ترتيب په پلان کي نوي مثايل په نظرکي نيول شوي چي هغه په لاندي توګه دي د ثابتي پانګي د ضرورت د له منځه وړل د شرکت په تشکيل کي دشرکت د نماينده ګي په هکله د قواعدو د مقرراتو اصلاح او تعديل کول د شرکت په امورو باندي نظارت او د حسابونو ثبت کنترول او بلاخيره د اقليت سهم لرونکي د حقوقو جدي حمايت کول
دويم فصل
په نورو هيوادونو کي
په نورو هيوادونو کي لکه بلژيک ، هليند، ايټاليا ، هسپانيه ،او په پرتګال کي وضعيت تقريبآ د تيرو هيوادونو په شان دي پدي هيوادونو کي حقوق د سهامي شرکتو نو په هکله د تير قرن نه تر اوسه پوري هميشه په تغير کي دي د بلژيک هيواد حقو ق د فرانسي د حقوقو په اساس دي او دهغي په تغير او تحول سره تغير کړي
د ايټاليا . هيواد حقوق هم د فرانسي هيواد د ١٨٦٧ کال د قانون په اساس ترتيب شو ي وه او وروسته اصلاح شو
په هليند کي د ١٩٧١ کال قانون چي ددي هيواد د ١٩٧٤ کال د مدني قانون ددويم کتاب موضوع ده د سهامدارانو ازادي او صلاحيت په مجموعه عمومي کي د تصميم نيولو لپاره محدود شوي ده او د شرکت د سرنويشت په خاطر د کار ګرانو نظارت لپاره دهيت په نامه د هيايت بازرسان منځته شوي چي ددي هيت عضاوي د مجموعه عمومي او د شرکت دکارګرانو د مشترکي شورا په پيشنهاد سره انتخاب کيږي پدي وروستيو کالونو کي په هسپانيه او پرتګال کي هم د سهامي شرکتونو د قانون ګذاري په هکله ډيره توجه شوي ده هسپا نيا اخيرني قا نو ن ١٩٨٩ کا ل قانون دي چي د هغي يوه ځا نګړتياداوه چي د حد اقل پا نګي وړاندوينه ١٠ ميلونه بزتاس (د هسپا نيه پولي وا حد ) د شر کت د تشکيل لپا ره ده دنړي په نورهيوادونوکي هم په همدي کچه ده چي په حقيقت کي دډيرو هيوادونو قوانين دمتذکره هيوادونو دقوانينوپه اساس منځته شوي دي اوداکارددي عقايدو رښتنوالي څرګندونکي دي چي دهرهيواد دسهامي شرکتونو حقوق اوهمدارنګه ددي قاعدي څخه نه مستثنادي اونه مستثناکيدي شي
دايران دحقوقوپه اساس سهامي شرکتونه
مخکي لدي نه چي دايران داسهامي شرکتونو دحقوقو دټول خصوصيات تر برسي لاندي ونيسو دهغي تاريخچه ترمطالعي لاندي نيسو
دقاونينوتاريخچه دسهامي شرکتونو په هکله
که څه هم يوه برخه ١٣٠٣او١١٣٠٤کال دتجارتي قانون دسهامي شرکتونو مقرارتوته اختصاص شوي ده اوسني قانون چي په هغه کي دسهامي شرکتونو په هکله مقرارت نسبتاً په جامع شکل سره وړاندي شو د ١٣١١دتجارت قانون ؤه ددي قانون لمړي مبحث ٢١مادي مخالف ٩٣دي ډول شرکت ته اختصاص شوي ؤه په دي قانون کي دفرانسي دوخت دقانون ګزاري څخه ددولت نه دسهامي شرکت دتاسيس لپاره دجوازاخيستلو په هکله تاکيد نه وه شوي اودشرکت تاسيس په ازادانه ډول سره په نظرکي نيول شوي وه ٠ او دهغي په ٢١ماده کي ليکل شوي وه چي شرکت دتجارتي کارونو لپاره تشکيل کيږي هغه امرچي دټولو شرکتونو په هکله يي صدق کوه پدي قانون کي دحداقل نقدي پانګي وړانوينه نوه شوي چي دا امر ددي باعث شو چي خلک محدودالمسوليت شرکتونودتشکيل پرځاي سهامي شرکتونو ته مخ وګرځوي او په حقيقت کي مشکلات رامنځته کړي همدارنګه د١٣١١کال دتجارت قانون پذيره نويسي په هکله دتاسيس کوونکو اسهام رژيم او قرض سندونه دخاصو قوانينو وړاندوينه نوه شوي ددي قانون عمده شکلونه داوه په بل عبارت چي دسهامي شرکتونو په هکله که لوي وي او يا کوچني يوډول مقررات وه په بل عبارت سره هغه سهامي شرکتونه چه سهم لرونکي پکي کم وه او دفاميل دکورني شکل درلوده او هغه سهامي شرکتونه چه په زرګونوسهم لرونکي يي درلودل دحقوقو له لحاظه يوډول مقرات چه تطبيق کيده او داکارپه ايران کي دسهامي شرکتونو دتوسعي او دانکشاف په جريان کښي دډيرو بدو استفادي باعث شوو چه ډير وخت دبحث لاندي وه او متعدد کميتونه دنوي قوانينو دتصويب لپاره ځيني مجازاتونه دي ددقيقو اطلاعيو دشتوالي په اساس ددغه ډول مسايلو تحليل امکان نلري او مونږ هم دهغي څخه تيريږو په هر حال د ١٣٤٧ قانوني لايحه ديوه باارزښته مزيت لرونکي ده چه په هغي ک دځيني عملياتو په اړه چه دشرکت حيات په اړوند چه تجارت دقانون د ١٣١١ بحث کي نو موړي موضوع مبهم پاتي شوي وه پديکي ورته اشاره شوي ده مثلاً دعمليات دشرکت دسرمايي تغيرات دشرکت بدلون اودشرکت تصفيه ديادوني وړدي چه دغه لايحه بي عيبه او بي فايدي ده په هر حال لکه څرنګه چه دغه ايرادد دا هريو به په خپل ځاي کي تربحث لاندي ونيسوبي ګټي به نه وي چي دهغي دکلي ايرادداتوته اشاره وکړو ٠
لمړي داچي دسهامي شرکت تشکيل دکنترول پوري اړوند قوانين په خپلو ټولو کوششونو نواع دشدت سره دنوي ضعف دتشکيل قانون سره چي دشرکت دتشکيل لپاره دهغي ثبت دشرکتونوثبت په اداره کي ضروري نه ده ګنلي ځيني کيږي پدي ترتيب سره ليدل کيږي قانون ګزاري په ځينو مواردو کي ځيني مقررات پيش بيني کړي چي فرانسي په (١٩٦٦)قانون کي چي د (١٣٤٧)قانون لايحه دهغي څخه اخيستل شوي دي منطق وجود لري لاکن پدي لايحه کي دپوهيدلو وړنده حقيقت کي سهامي شرکتونه کيدي شي بيدون له دي نه چي ثبت شي تشکيل شي٠ ولي شرکت شريکان نشي کولي چي دشرکت دسرمايي څخه استفاده وکړي ليکن ترهغه پوري چي شرکت په ثبت رسول شوي وي ٠
(١٧ او ٢٠ مادو او ١٣٤٧ )قانوني لايحه ) دوهم لکه څرنګه چي سهامي عام شرکت د سرمايي اندازه حداقل دخاص سهامي شرکت په اندازه زياته وي ددغه لايحي مقررات په داسي يو ډول سره تدويق شوي چي بيدون توجه داهميت دشرکت دفعاليت شريکان کولي شي چي هر نوعه سهامي شرکت انتخاب کړي) پداسي حال کي کله څرنګه چه په عمل کي معلوم شوي چي پيچلي مقررات دسهامي عام شرکتونه په ارطباط دحدودو فعاليتونو لپاره مناسب ندي او په دغسي مواردو کي دشرکت په اړوند تصميمات په عمومي مجمع کي نه اخيسل کيزي او شريکان دمجمع عمومي تشکيل پر ځاي دصورت مجلس په جوړونه او دشريکانو په امضاګانو بسنه کوي
دريم_ داچه ددوينا په ځينو هيوادونو کي د عام شرکتونوتجزيه دبعضي اقتصادي سياستونو داجراکولو لپاره يوه مناسبه وسيله ده پداسي حال کي چه ١٣٤٧ قانوني لايحه کښي دغه حقوقي وسايلوته چندان توجوع نوه شوي پورته ذکر شوي دمواردو مجموعه دي بيان ګردي چه دحقوقو تحول دشرکتونو رابط په لنډه موده کي ضروري دي پداسي حال کي چه دايران قانون ګزاري ١٣٤٧ کال نه راپه ديخوا بيا تر اوسه پوري کوچني تغير هم ندي کړي ٠ لکه څرنګه مووويل په دغه کتاب کي په هر هغه ځاي کي لازمه او ضروري وه لکه تغير اواصلاح کي ورپاندي رڼا واچوو نو بنا لازمه ده چه ددغه نقطي يادونه وکړو که چيري وشي نونه بايد دشرکت مستخدمان نقش دشرکت په اداره کي له نظره ولويږي هغه نقطه چي فعلي قانون ګزاري دهغي په مورد کي چپتيااختيار کړي ده٠
دسهامي شرکتونوحقوقي ماهيت
په دي ځاي کي سوال داده چي سهامي شرکتونه جنبيي قرارداد لري او يا تاسيسي په سوداګري قانون کي سهامي شرکتونه دهر څه نه مخکي يوقرارداد دي او په (١٣٤٧)قانوني لايحه کي دغه رقم ډير تغير ندي کړي په حقيقت کي اول دسهامي شرکتونو تاسيس ددولت له خوا دجوازاخستلو ضرورت نه ليدل کيږي ٠
بناءً دحقوقي رژيم حا کم دشرکت په بطلان هماغه دعام رژيم قراردادونه دي اګرکه قانون ګزاري د(١٧٠)مواردو نه بعد په (١٣٤٧) قانوني لايحه کي دسهامي شرکت بطﻻن لپاره يو خاص حقوقي رژيم مقرر کړيدي دامر په دي معنا ندي چه دسهامي شرکتونو په شکل کي د عامو مقرراتو دنه رعايت کولو په صورت کي به شرکت با طل نه وي
په حقيقت کي سهامي شرکتونه علاوه دځينو خاصو مقرراتونه چي په ١٣٤٧ قانوني ﻻيحه کي درج شويدي بايد مقرراتو ا و قراردادونو د ګډون تابع هم وي ٠
ثالثاًدايران په حقوقو کي دفرانسي دهيواد اودنورو هيوادونو دحقوقو برخلاف دسهامي شرکتونو تاسيس د شرکتونو دثبت په اداره کي ثبت کولوته ضرورت نه لري او هرکله چه شرکه دهغه دتاسيس په اړوند اراده وکړي ١٧ مادي کښي مندرج مقرراتو او د ١٣٤٧ کال ٢٠ قانوني لايحه رعايت کړي نو شرکت به تشکيل شي همدارنګه سهامي شرکتونه کاملاً دشرکا و دقراردادونو تابع ندي با لخصوص په ١٣٤٧ قانوني لايحه کښي چه دهغي دتا سيس په اړونده تا کيد شوي دي په حقيقت کي اولاً مونږ نشو کولا يي چه دشرکت په قرار دارکي په ازادانه ډول ديو حقوقي شخص حقوقي وضعت تعين کړو دغه امر صرف دعام سهامي شرکت په مورد صدق کوي څنګه کيدلاشي چه په سل ګونو يا زرګونو شريکان ولري ثا نياً شريکان کولي شي دکثرکت او دعمومي مجامع په چوکاټ کښي داساسنامي شرايطوته تغير ورکوي او دټولو شريکانو دارادي دجمع کوولو لپاره ضرورت ندي ٠ثالثاًًدشرکت مديران دشرکت دساده وکيل په توګه نه ياديږي بلکه داهغه نمايندګان دي چي دريم سړي په مقابل کي دلازمواختياراتوته دشرکت ديوځاي کوولوداتحادپه اړوند برخورداردي په دي شرط چي دهغوي تصميمونه او اقدامات دشرکت دموضوع په اړوند وي ٠ (١١٨ مادي او ١٣٤٧قانوني ﻻيحه)
رابعاًهغه اشخاص چي په يوشرکت کي دا خليږي يقيناًهغوي يو بل نه پيژني او هره لحظه امکان لري چي په شرکت کي داخپل حقوق او سهمونه نوروته انتقال کړي٠
بناًپدي اساس اګر له هغه اشخاص چي دشرکت قرارداد منعقد کوي او يا ديو شرکت دتاسيس څخه وروسته هغي ته داخليږي په خپل شوق سره دغه کارته تن ورکوه دشرکت په حيات کي چندان نقش نلري او شرکت دخپل حيات ته دادامه ورکولولپاره ډير دهغه مقرراتو تابع دي چه قانون ګزاري وضع کړيدي او هغه شرطونه چي شريکان يي په اساسنامه کي درج کړي وي٠
دغه امر په هغه وخت کي صدق کوي چي تر څودغه وينا تاييدکړي چي دسهامي شرکتونوحقوقي حيات يو خصيصه موندونکي ماشين دي په حقيقت شرکت دحيات ادامه دهغه مقرراتو درعايت پوري تړلي کومه چي دقانون ګزاري له خوا وضع شوي قانون جوړونکي دسهامي شرکتونو دتشکيل او هغي دکاري طرزلپاره نوي مقررات وضع کړي چي دشرکت دنماينده ګانو او سهم لرونکو ازادي محدوده وي٠
دسهامي شرکتونو حقوقي شخصيت
دشرکت دشخصيت حقوقي استقلال (ازادي)
دسهامي شرکتونو حقوقي شخصيت لکه څرنګه چه هريو شرکت مستقل دشريکانو دشخصيت څخه دي پدي تفاوت سره چي دهغي دحقوقي شخصيت ازادي دشريکانو دشخصيت ډير دنورو شريکانو څخه دي په حقيقت کي که چيري په نورو شرکتونو کي با لخصوص په شخصي شرکتونو کښي که چيري دشريکانو لپاره کوم حوادث پيښيږي دشرکت په حيات کي موثرتمامييږي په سهامي شرکتونوکي دغه وضع په بل ډول دي دبيلګي په ډول فوت يادشريکانو حجر چه په تضامني شرکتونوکي دشرکت د احتمالي اغلال سبب کيږي دسهامي شرکتونو په موجوديت کوم تاثير نلري دسهامي شرکتونو داستقلال حقوقي شخصيت دهغي دقدرت ښکاروندي دي دشريکانو په مقابل کي بالخصوص د اقليت دشريکانو په مقابل کي اوپه اکثره مواردوکي دشريکانو تصمم دشرکت په سر نوشت کوم دملا حظي وړ تاثير نلري نتيجه داچه سهامي شرکت داچه سهامي شرکت دنوم له مخي مرکز (اقامتګاه) تابعت اودسرمايي له مخي ځيني خصوصيات لري چي ددي په اساس نوموړي شرکتونو ځخه په لوړه درجه کي قررارلري٠
دشرکت دشخصيت حقوقي اثار
الف.- دشرکت نوم
سهامي شرکتونه ديوخاص نوم لرونکي وي چي دهغي موسسات ياتاسيس کوونکي هغه په ازادانه ډول انتخابوي ٠
په حقيقت کي که چيري نوموړي شرکت په بي نومه توګه هم مسميَ شوي وي نو دهغي علت به داوه چي قانون ګزاري دبيلګي په توګه دتضامني شرکتونو په خلاف دهغي په اړه کوم خاص تکليف ندي ايستي چي دهغي شريکان دهغي دنوم دتعين په اړه کوم خاص اصول رعايت کړي دسهامي شرکتونو نوم کيداي شي ديوي خاصي منطقي څخه چي هغي ته فعليت کوي اخيستل شوي وي ٠
لکه دلرستان سهامي شرکت دهغي شرکت چي په دغه برخه کي فعليت کوي يا کيدي شي چي دشرکت دفعاليت موضوع په اړوند انتخاب شوي وي ٠
لکه دسنګتراشي سهامي شرکت دهغي شرکت لپاره چي سنګتراشي دندي په غاړه لري يا کيداي شي چي نوم اختيار ي وي ٠ او هغه الزامات چي قانون ګزاري هغه پيشبيني کړي هغه داسنادو په مورد ١- په عام سهامي شرکتونو کي (عام سهامي شرکت )
٢ – په خاص سهامي شرکتونوکي (خاص سهامي سرکتونه ) بايد دشرکت دنوم څخه مخکي اويا وروسته دهغي نه تغير دفاصلي دشرکت دنوم سره دشرکت په ټولو اوراقو اطلاعيو اوخبرونو کي بايد په روښانه او ليکل شوي ډول سره قيد شي ((٤مادي تبصره و ١٣٤٧ قانوني ﻻيحه )) دفرانسي په (١٩٦٦ ) قانون کي دنوموړي قاعدي څخه تيروتني په صورت کي يا دنوموړي جريمه يواځي دشرکت په مديرانوتطبيق کوﻻي شو ٠
مونږپه قانون کي داسي مواد نه دي پيشبيني شوي او په نوموړي تبصره کي د درج شوي مقرراتو دنه رعايت کوولو په صورت کي کوم ډول تغير ي مجازات په نظر کي ندي نيول شوي٠
ب- دشرکت اقامتګاه .- دشهامي شرکت اصلي مرکز دهغي اقامتګاه وي دشرکت اصلي مرکز بايد په اساسنامه کي قيدشي (( ٤ماده ٨ ماده او ١٣٤٧ قانونﻻيحه )) دنوموړي مرکز انتقال ديوځاي څخه بل ځاي ته
نتيجه ګيري:
څر نګه چي دهيواد د ډيراقتصادي پرمختګ او ترقي دملي اقتصاد او يو شمير نور سکتورونه او اورګانونه فعا ليت کوي چي د هغي جملي څخه سهامي شرکتونه هم ديادوني وړبولم سهامي شرکتونه هغه شرکتونه دي چي ددڅوکسانوپه يوځاي کيدوڅخه رامينځ ته کيږي چي نوموړي شرکتونه داسهامو په برخه کي فعاليت کوي چي اسهام پخپله دسوداګريزو معاملاتو کي اسانتيا رامينځته کوي ٠ چي له دي لاري څخه اشخاص او افراد دضرورت وړ پانګه لاسته راوړي اونوموړي پانګه يا سرمايي باندي پانګونه کوي چي له دي لاري څخه عايد لاسته راوړي اودعايد په رامينځته کيدوسره دخلکود ژوند سطحه لوړيږي او خلک دنورو اسانتياو اونورو نوښتونو پلټنه کوي يعني د سهامي شرکتونه ديو هيواد په اقتصادي پرمختګ کي مثبت رول لوبوي دسهامي شرکتونو په واسطه په اقتصادي فعاليتونو کي تيزوالي رامينځته کيږي چي همدغه تيزوالي يو پر بل مثبت تاثير ات لري چي هغه عبارت دي له
په حاصلاتو کي زياتوالي ، دکارويش رامنځته کيدل ، چي دا هم په ملي اقتصاد مثبت تاثيرات لري
وړانديزونه
١ - لکه څنګه چي زمونږګران وطن افغانستان په اقتصادي لحاظه ډير وروسته پاتي دي نوزمادافغانستان ددولت څخه داهيله ده چي داخلي پانګوال تشويق کړي چي په داخل کي پانګه اچونه وکړي او مختلف شرکتونه ايجاد کړي .
٢-دشرکتونو د تاسيس څخه وروسته دحکومت له خوا تر نظارت لاندي و نيول شي ،تر څو د هغوي فعاليتونو د هيواد دخلکو په تاوان نه وي.
٣- دشرکتونو دتاسيس د محل په وخت کي حکومتونه بايد خپل کومکونه د تاسيس کوونکو ته زيات کړي او دهغي ټولي ستونزي حل کړي .
٤- او همدارنګه دشرکتونو لپاره مالي منابع د مختلفو شعبو څخه لاسته راوړي ،تر څو شرکتونه خپل فعاليتونه پرمخ بوځي .
٥- د يو هيواد په ټولو ساحو کي بايد شرکتونه تاسيس شي تر څو د هيواد ټول خلک له دي قايدي واخلي
په درنښت
ماخذونه :
١- اميګني،ربعه ،شرکت هاي تجارتي جلد دوهم ،تهران ،١٣٨٣
٢- سبحاني ،ګلاب شاه ،لکچرنوټ ،دوهم ټولګي دوهم سمستر .
٣- کاتبي ،حسينقلي ،حقوق تجارت ،تهران .
٤- نورش ،ايرج ،اصول حسابداري ،جلد دوهم ،تهران ،١٣٧٤ .
٥ دايران هيواد انترنيتي سايت