- Version
- داونلود کنید 59
- اندازه فايل 105.94 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه اکتوبر 6, 2022
- وروستى آپډيټ اکتوبر 6, 2022
شخميات
سريزه
دلوړو زده کړو وزازت د لايحې سره سم کوم محصل چې له پوهنتون څخه فارغيږي نو د يو لارښود استاد تر لارښوونې لاندې د سيمينار په نوم يوه ټاکلې موضوع ورکول کيږي تر څو نوموړې موضوع په لوړو او علمي معيارونو ترتيب او په نوموړې موضوع کې يو سيمينار ورکړي، ما هم په همدې ترتيب د قدرمن لارښوونه د شحمياتو تر سر ليک لاندې يو موضوع ترتيب کړه، او غواړم په دغه موضوع کې سيمينار ورکړم اوله خپلې موضوع څخه دفاع وکړم.
دغه موضوع چې د شحمياتو مختلف ډولونه پکې تشريح شوې او دمختلفو اخذليکونو په استفاده او دقدرمن استاد په خاصه لارښونه په څو پاڼو کې ترتيب شويې که څه هم دامرکبات ډيرپيچلي موضوع ده چې د غه موضوع په کلي ډول بس نده بايد چې په دې برخه کې زيات څه وليکل شوي خو زه د خپلې محدودې له امله په همدې بسنه کوم هيله ده چې په علمي توګه ترې ګټه واخيستل شي.
دا چې دغه موضوع په ريښتيا هم ډيره پيچلې موضوع ده خو سره ددې هم زه په دې وتوانيدم چې دغه موضوع په دې اندازه برابره کړم، او دا به داسې وګنم چې دخپل لارښود استاد ځانګړي مرسته او لارښوونه وه نو زه د خپل لارښود استاد پوهنيار څخه بيا يونړۍ مننه کوم ځکه له مايې هيڅ ډول مرسته ونه سپموه ، همدارنګه د څخه هم مننه کوم چې له ماسره يې دمونوګراف په کمپوز کې مرسته کړي په هر ځاي کې چې وي خوشحاله او بريالي ژوند دې ولري.
په درنښت
شحميات (Lipids).
د Lipos یوناني کلیمي څخه اخیستل شوي چي معنا یی شحم دې او دا کلیمه ورته د R.Bloor ) W. (لخوا استعمال شوي چي دIUPAC لخوا هم تائېد شوې دې. لیپیدونه یو گروپ غیر متجانس مرکبات دي او د شحمي تیزابو پورې مربوط دي چی لاندې مشترک خواص لري:
- په اوبو کې نسبتاٌ غیر منحل دي.
- په غیر قطبې محلولاتو (Non polar solvent) کې لکه ایتر(Eater) بنزین(Benzene) او کلوروفارم(Chloroform) چی د شحمي محلاتو یا عضوی محلاتو په نوم هم یادیږې حلیږې.
د شحمياتو په ټولگی کې غوړي ،تیل ،موم او نور مرکبات شامل دي.
- د ژوندیو موجوداتو په واسطه په مصرف رسیږې. د انرژی ښه منبع او یوه ښه غذا ده. په شحمو کې منحل ویـټامینونه او ضروری شحمي تیزابونه کوم چی په شحمو کې موجود وی وجود ته داخلیږی. شحمي مواد په خاصه توگه په شحمي انساجو کې زیات دی. د شحمو ترکېب له پروتین سره د لیپو پروتین (Lipoprotein) په نوم یادیږې.
: Lipoprotein د فعال حجروي موادو څخه عبارت دې چی په حجروی غشا ،سایتوپلازم او مایتوکاندریا کې موندل کېږي. شحميات د شکرو په شان د کاربن هایدروجن او اکسیجن څخه ترکېب شویدي. د پروتین او شکرو څخه زیاته انرژی لري. چی یو گرام انرژی مساوی ده د (9,3) کالوری سره. دا ځکه چی په شحمياتو کې د شکرو په نسبت زیات هایدروجن او لږ اکسیجن موجود دی.
د پورته څرگندونو له مخې شحميات په لاندې ډول تعریف کولای شو:
Lipids: د بیولوژیکې موادو له هغه برخې څخه عبارت دې چي د (Non polar solvent) په واسطه د خلاصه کېدو وړ دی.
شحميات د شحمي تیزابو ایسترونه دی د مختلفو الکولو سره چی په دوه ډوله دی:
- حقیقي شحميات
- غیر حقیقي شحميات
۱ــ حقیقي شحميات
دا شحميات د هغه شحمياتو څخه عبارت دي چی د glycerol او Fatty acid د یو ځای کېدو څخه جوړ شوي وي.
O |
O CH2__OH CH2__O__C__R
3R__C__OH + CH__OH CH__O__C__R’ + 3H2O
CH2__OH CH2__O__C__R’’
یا دا شحميات د هغه شحمياتو یا هغه موادو څخه عبارت دی چی د یو مالیکول گلیسرول او د یو مالیکول، دوه مالیکول او یا درې مالیکول شحمي تیزابو څخه جوړ شوي وي. حقیقی شحميات په درې ډوله دي:
1__ Mono glycerides. 2__ Di glycerides. 3__ Triglycerides.
- که چیری یو مالیکول شحمي اسید د یو مالیکول گلیسرول سره تعامل وکړي مونوگلسراید(Mono glycerides) جوړوی او یو مالیکول اوبه خارجوي لکه:
O
CH2__OH O
CH3__ (CH2)12__C__OH + CH__OH CH3__ (CH2)12__C+H2O
CH2__OH O
CH2
CH__OH
CH2__OH
- که چیری دوه مالیکوله شحمي اسیدونه د یو مالیکول گلیسرول سره تعامل وکړی ډای گلسراید لاسته راځي او دوه مالېکوله اوبه خارجوي. لکه:
O CH2__OH O
2CH3__C__OH + CH__OH CH3__C__O__CH2 + 2H2O
CH2__OH O
CH__O__C__CH3
CH2__OH
- که چیری درې مالیکوله شحمي تیزابونه د یو مالیکول گلیسرول سره تعامل وکړی په نتیجه کې ترای گلسراید جوړوي او درې مالیکوله اوبه خارجوي لکه:
O
O CH2__OH CH2__O__C__CH3
O
3CH3__C__OH + CH__OH CH__O__C__CH3+ 3H2O
O
CH2__OH CH2__O__C__CH3
2_ غیر حقیقي شحميات
غیر حقیقي شحميات په لاندې ډول دی:
الف: فاسفو لیپیدونه: فاسفولیپیدونه هغه شحميات دي چی د هغوی په کېمیاوې ترکېب کې گلیسرول، شحمي تیزابونه، فاسفوریک اسید او نایتروجن لرونکي او یا نور عضوې مرکبات موجود وې. د فاسفولیبیدونو له جملی څخه لاندې مرکبات ډیر مهم دي:
1: لیسیتین (Lecithin): د لیسیتنونو په جوړښت کې یو مالیکول گلیسرول، دوه مالیکوله شحمي تیزابونه، یو مالیکول فاسفوریک اسید او یو مالیکول کولین شامل دي چی فورمول یی عبارت دې له:
O
CH2__O__C__R
O
R__C__O__CH
O OH CH3
CH2__O__P__O__CH2__CH2__N__CH3
OH CH3
لیسیتین یو فاسفو لیپید دی چی په حیواني او نباتي انساجو لکه ماغزه، عصبې انساجو کې پرته د شحمي انساجو څخه لیدل کېږي.
2: سیفالین (Cephaline) :دا مرکب د گلیسرول، شحمي تیزابو، فاسفوریک اسید، ایتانول امین یا سیرین څخه ترکېب شویدی. سیفالین د خپلو قلوي موادو د درلودلو له امله لیسیتین سره فرق لري.
O
O CH2__O__C__R
R__C__O__CH
O
CH2__O__P__O__CH2__CH2__NH2
OH
: 3سفینگو لیپیدونه: دا هغه لیپیدونه دي چی ددی په ترکېب کې سفینگوزيین شامل او گلیسرول شامل نه وي او په دوه مهمو گروپونو تقسیم شوې دي:
الف: سفینگومایلین (Spheingumyelines)
دا مرکب د سفینگوسین، شحمي تیزابو، فاسفوریک اسید او کولین څخه ترکېب شوی دی. د فوسفولیبیدونو او گلیسرائدونو سره فرق لري او یوازینی فرق یی دا دی چی په یخو ایترو او الکولو کي نه حلیږي مگر په کلوروفارم، بنزین او گرمو الکولو کې حلیږي. سفینگومایلین په مغزو او عصبي انساجو کې پیداکېږي چی فرمول یی په لاندې ډول دی:
CH3__ (CH2)12__CH CH__CH__OH
O
CH3__ (CH2)22__C__NH__CH
CH2__O O…+H
P OH CH3
O O__CH2__CH2__N__CH3
CH3
سفینگو مایلین امفوتریک مواد دي چی د تعامل په محیط کې د قلوی په مقابل کې تیزابي خاصیت او د تیزابو په مقابل کې قلوې خاصیت غوره کوي.
ب: سریبروسایدونه: ) (Cerebrosides
سری برو سایدونه د سفینگوسین شحمي تیزابو او شکرو څخه ترکېب شوي دي مگر ددی په ترکېب کې فاسفوریک اسید شامل نه دي. سری برو سایدونه په دماغې انساجو خصوصاً د هغې په هغه سپینه ماده (White matter) ، سپینو کرویاتو، د فوق الکلیه په غده او سږو کې موجود دي. د ټولو نه زیات په مغز کې موجود دي چی ددی له کبله د سري برو سایدونو په نوم یادیږي. په ایترو کې نه حلیږي مگر په اسیتون، جوش الکولو، بنزین او کلوروفارم کې حل کېږي چی فرمول یې په لاندې ډول دي:
ب: گلایکولیپیدونه: دا هغه شحميات دي چی خپل ترکېب کې شکرې لري.
ج: سلفو لیپیدونه: دا هغه شحميات دي چی د شکرو سره یی سلفوریک اسید وصل شوې وې.
شحمي اسیدونه (Fatty acids)
شحمي اسیدونه د شحم (Fatts) د هایدرولیز څخه په لاس راځی. په طبیعت کې په ازاد ډول کم پیدا کېږي مگر د ایسترو په شکل ډیر پیدا کېږي چی د لاندې خواصو درلودونکې دې:
1__ په عمومي توگه مونوکاربوکسلیک اسیدونه دي.
2__ اکثراٌ د کاربونو شمیر یې جفت وې دلیل یې دا دی چی دوې ټول د دوه کاربن لرونکو واحدونو(Acetyl radical) څخه ترکېب شوي دي. د طاق کاربن لرونکو Pelargonic شمیر یی په طبیعت کې کم پیدا کېږي او د کاربن د اتومو شمیر یی (۹) دی.
3__ مشبوع او غیر مشبوع شکلونه لري. غیر مشبوع شحمي اسیدونه دوه یا زیاتی دوه گونی رابطې لري. دوه ایزی رابطې په عمومې ډول د کاربوکسیل د گروپ او نهم کاربن په منځ کې نه لیدل کېږي.
شحمي اسیدونه په دوه گروپونو ویشل شوې دي:
الف: مشبوع شحمي اسیدونه
ب: غیر مشبوع شحمي اسیدونه
الف: مشبوع شحمي اسیدونه
مشبوع شحمي اسیدونه د شحمي اسیدونو له جملې څخه دي چی په حیواني غوړيو او نباتي تیلو کې لکه د زیتون په تېلو، بادامو په تېلو او داسې نورو تېلو کې پیدا کېږي. عمومی فرمول ئې ( CnH2n+1 COOH) دی او ددې په جوړښت کې هیڅ دوه گونی رابطه موجوده نده.
د یو شمیر شحمي اسیدونو نومونه د هغوی له فرمولونو څخه اخیستل شوي دي چی کېمیاوی خواص ئې د کاربوکسیل گروپ(Hydrophilic) او پارافین (Hidrophorbic) بقیو پورې اړه لري. ددی گروپ زیات غړي په اوبو کې غیر منحل مگر په (Non polar solvent) لکه ایتر، بنزین، کلوروفارم او داسی نورو کې په اسانۍ حلیږی.
د مشبوع شحمي اسیدونو د هایدروکاربنو ځنځیر چی څومره اوږدیږي په هماغه اندازه ئې د جوش او ویلې کېدو نقطې لوړیږي. هغه شمیر مشبوع شحمي اسیدونه چی د کاربنو شمیر ئې د لسو څخه کم وی د کوټې په تودوخه کې مایع او هغه چی د کاربنو شمیر ئې د لسو څخه زیات وی یعنی اوږده ځنځیرونه ولري جامد شکل لري.د یو شمیر مشبوع شحمي اسیدونو نومونه او فرمولونه په لاندې جدول کې دي:
جوړښتیز فرمول | مالیکولی فرمول | معمولی نوم | شماره |
CH3 _ COOH | C2H4O2 | Acetic acid | 1 |
CH3_CH2_COOH | C3H6O2 | Propionic acid | 2 |
CH3_(CH2)4_COOH | C6H12O2 | Caproic acid | 3 |
CH3_(CH2)6_COOH | C8H16O2 | Caprylic acid | 4 |
CH3_(CH2)7_COOH | C9H18O2 | Pelargonic acid | 5 |
CH3_(CH2)14_COOH | C16H32O2 | Palm tic acid | 6 |
CH3_(CH2)18_COOH | C20H40O2 | Archaic acid | 7 |
ب: غیر مشبوع شحمي اسیدونه
غیر مشبوع شحمي اسیدونه هغه اسیدونه دي چی د دوه ایزو اړیکو درلودونکې وی. په دغو شحمي اسیدونو کې د یوې او یا زیاتو دوه ایزو اړیکو شتوالی ددې گروپ د مرکباتو په ځینو خواصو کې د کتني وړ تغیرات راولی یعنی د ویلی کېدو نقطه ئې خورا ټیټیږي او انحلالیت ئې په شحمي حلاتو کې زیاتیږي. غیر مشبوع شحمي اسیدونه ټول د کوټې په حرارت کې مایع شکل اختیاروی.دغه تیزابونه د غیر مشبوعیت او د جفت رابطې په نظر کې نیولو سره په لاندې گروپونو باندې ویشل شوي دي:
الف: هغه غیر مشبوع شحمي اسیدونه چی د یوې جفته اړیکې لرونکي دي:
ددی گروپ عمومې فرمول (CnH2n- 1 COOH) دی او غوره مثالونه ئې اولیک اسید او پالمیتولیک اسید دي چی فرمولونه ئې په لاندې ډول دي:
CH3_(CH2)7_CH10=CH9_(CH2)87_COOH :__ Oleic acid
CH3_(CH2)5_CH=CH_(CH2)7_C00H:__ Palmitoleic acid
اولیک اسید او پالمیتولیک اسید تقریباٌ په ټولو شحمياتو کې موندل کېږي او جفته اړیکه د ( ) د تورې په واسطه ښودل کېږي.
ب: هغه غیر مشبوع شحمي اسیدونه چی د څو جفته اړیکو درلودونکې وې:
دا غیر مشبوع شحمي اسیدونه په لاندې برخو ویشل شوي دي:
1__ دوه جفته اړیکې لرونکې غیر مشبوع شحمي تیزابونه: ددي ډلې عمومی فرمول (CnH2n-3 COOH) او غوره مثال ئې لینولیک اسید دی چی فرمول ئي په لاندې ډول دي:
Linoleic acid
CH3_(CH2)4_CH13=CH12_CH211_CH10=CH9_(CH2)78_COOH:__
لینولیک اسید په چارمغز او پیسته کې پیدا کېږي.
2__ دری جفته اړیکې لرونکي غیر مشبوع شحمي تیزابونه: ددی ډلی عمومی فرمول (CnH2n-5 COOH) دی او غوره مثال ئي لینولینیک اسید دی کوم چی فرمول ئې په لاندې ډول دی:
CH3_(CH2)4_CH13=CH12_CH211_CH10_CH9_CH28_CH7=CH6_(CH25)4_COOH linolenic acid
لینولینیک اسید د کتان په دانو کې پیداکېږي.
3__ څلور جفته اړیکې درلودونکې غیر مشبوع شحمي اسیدونه:ددی ډلی عمومی فرمول(CnH2n-7 COOH) دي او غوره مثال ئې اراچیدونیک اسید دی چی فرمول ئي په لاندې ډول دی: CH3_(CH2)4_CH15=CH14_CH213_CH12=CH211_CH210=CH9_CH28_CH7_CH6=CH5_(CH)3_COOH
Arachidonic acid
دغه تیزاب د لینولینیک اسید او لینولیتیک اسید سره یو ځای د چارمغزو په تېلو کې پیداکېږي. د یو شمیرغيرمشبوع شحمي اسیدونو فرمولونه او نومونه په لاندې جدول کې دي:
جوړښتیز فرمول | معمولی نوم | شماره |
CH3_(CH2)5_CH=CH9_(CH2)7_COOH | Palmitoleic acid | 1 |
CH3_(CH2)7_CH=CH9_(CH2)7_COOH | Oleicacid | 2 |
CH3_(CH2)7_CH=CH9_(CH2)7_COOH | Elaidic acid | 3 |
CH3_(CH2)5_CH=CH9_(CH2)9_COOH | Vaccenic acid | 4 |
CH3_(CH2)4_CH13=CH12_CH2_CH10=CH9_(CH2)7_COOH | Linoleic acid | 5 |
په هره اندازه چی د جفته رابطو شمیر په شحمي اسیدونو کې زیاتیږي په هماغه اندازه ئې د ویلی کېدو نقطه ټیټیږی چی په لاندې جدول کې روښانه لیدل کېږي:
M.P.C | Double bonds | Name | شماره |
70Cο | 0 | Stearic acid | 1 |
14Cο | 1 | Oceic acid | 2 |
-5Cο | 2 | Linoleic acid | 3 |
-110Cο | 3 | Linolenic acid | 4 |
لینولیک اسید او لینولینیک اسید په ځینو نباتي تېلو، د کتان دانو په تېلو کې پیدا کېږي.
تی لرونکې حیوانات پورتني دواړه اسیدونه نشې ترکېبولی د بدن احتیاج باید د باندنۍ منبع څخه پوره کړي په همدې لحاظ دا ضروري شحمي اسیدونه د ویټامین (F) په نوم یادیږي چی باید د غذائې موادو له لارې واخیستل شي.
ضروري مشبوع او غیر مشبوع شحمي اسیدونه
ضروري مشبوع شحمي اسیدونه: دا هغه شحمي اسیدونه دی چی د انسانانو او حیواناتو په خوراک کې زیات اهمیت لري او په داخل د عضویت کې نه جوړیږي. باید د خارج څخه د غذا په واسطه واخیستل شي په همدې لحاظ د ضروروي مشبوع شحمي اسیدونو په نوم یادیږي دا ځکه چې دوي د ودي او نمو مهم عاملين ګڼل کیږي چې مثالونه ئې په لاندې ډول دي:
1__ Lauric acid: __ CH3_ (CH2)10_COOH:___ C=12
2__ palmitic acid: __ CH3_ (CH2)14_COOH:___ C=16
3__ staric acid: __ CH3_ (CH2)16_COOH :___ C=18
ضروري غیر مشبوع شحمي اسیدونه: دا هغه شحمي اسیدونه دی چی په خپل جوړښت کې (2.3.4) جفته اړیکې لري او په عضویت کې د ویټامین رول لري او د حیواناتو په خوراک کې زیات اهمیت لري. په داخل د عضویت کې نه جوریږي په همدې لحاظ د ضروري غیر مشبوع شحمي اسیدونو په نوم یادیږي.مثالونه ئې په لاندې ډول دي:
1__ Linoleic acid: _
CH3_ (CH2)4_CH=CH_CH2_CH=CH_ (CH2)7_COOH:____ C = 18
2__ Linolenic acid: _
_CH3_CH2_CH=CH_CH2_CH=CH_CH2_CH=CH_(CH2)7_COOH:_C=18
3__ Arachidonic acid:_ CH3_(CH2)4_CH=CH_CH2_CH=CH_CH2_CH=CH_CH2_CH=CH_(CH)3_COOH :C=20
د شحمي اسیدونو نوم ایښودنه (Nomenculature)
د شحمي اسیدونو د نوم ایښودلو لپاره یوازینئ لار داسې ده چی اول د کاربن اتومونه شمیرو بیا وروسته د هایدروکاربن د نوم په اخر کې د (e) توری د (oic)وروستاړې پواسطه تعویض کؤ. پدی ترتیب د مربوطه شحمي اسید نوم لاسته راځی چی د نوم ایښودنی دغه سیستم د (geneva system) په نوم یادیږي.
د مشبوع شحمي اسیدونو د نوم ایښودنې لپاره اول د کاربن اتومونه شمیرو او بیا د هایدروکاربن د نوم د ( e) پر ځای (oic) وروستاړی تبدیلؤ او بیا د اسید کلیمه ورزیاتؤ لکه څرنگه چی په لاندې مثالونو کې لیدل کېږي:
1__ hexanoic acid :_ C6H12O2
2__ octanoic acid:_ C8H16O2
چی معمولی نومونه ئې (caproic acid) او (caprylic acid) دي.
د غیر مشبوع شحمي اسیدونو د نوم ایښودنې لپاره اول د کاربن اتومونه شمیرو بیا وروسته د هایدروکاربن د نوم د (e) توری په (enoic) وروستاړي تبدیلؤ او د اسید کلیمه ورزیاتؤ لکه په لاندې مثالونو کې چی لیدل کېږي:
1__ hexadecenoic acid:_ C16H30O2
2__ octadecenoic acid:_ C18H34O2
چی معمولی نومونه ئې (palmitoleic acid) او (oleic acid) دي.
د شحمي اسیدونو تعاملات
Etherification: د شحمي اسیدونو مهمترین تعاملات دهغوی د کاربوکسیل او جفته رابطې پورې مربوط دي. د کاربوکسیل غوره تعامل ایستریفیکېشن دی چی په هغه کې یو مالیکول اسید د یو مالکول الکولو سره تعامل کوي یو مالیکول ایستر او اوبه جوړوې.
O O
R__C__OH + HO__R’ R__C__O__R’ + H2O
د ایستریفیکېشن تعامل ډیر ورو دی لیکن د حرارت او یا د هایدروجن د ایونو په علاوه کولو سره چټکېږي.
د جفته اړیکې تعاملات
د جفته اړیکې د تعاملاتو په ډله کې د هایدروجن یا هلوجن علاوه کول او اکسدیشن شامل دي.
هایدروجنیشن (hydrogenation):__ غیر مشبوع شحمي اسیدونه د هایدروجن په علاوه کېدو د یو کتلست (Pt,Ni) په موجودیت کې په مشبوع شحمي اسیدونو بدلیږي لکه: CH3_(CH2)4_CH=CH_CH2_CH=CH_(CH2)7_COOH+H2
CH3_ (CH2)16_COOH
Linolic acid Staric acid (غیر مشبوع شحمي اسید)
د دې تعامل پواسطه غیر مشبوع مایع غوړي په جامدو غوړو بدلیږی.
اکسدیشن (oxidation):_ د قوي اکسیدانتونو په اثر لکه پوتاشیم پرمنگنیت KMnO4)) په قلوی محیط کې غیر مشبوع شحمي اسیدونه د جفته اړیکې په برخه کې قطع کوي او په مشبوع اسیدونو باندې تبدیلیږي چی د حاصل شؤ اسیدونو مالیکولي وزن د اکسدیشن شوي غیر مشبوع شحمي اسید څخه کم وي.
د اکسیجن نصب د غیر مشبوع اسید په ځنځیر باندې د جفته اړیکې موقعیت تعینوي لکه په لاندې تعامل کې:
CH3__ (CH2)7__CH10 CH9__ (CH2)7__COOH
O2 |
CH3__ (CH2)7__COOH HOOC__ (CH2)7__COOH
د شحمياتو د تشخیص لپاره تحلیلي میتودونه
د لیپیدونو د تشخیص لپاره د ذوبان نقطه، د جامد کېدو تودوخه او د انکسار ضریب په نظر کې نیول کېږي. لیپیدونو د تشخیص لپاره لاندې کېمیاوي تجارب په کار وړل کېږي.
۱ـــــ د تصبن عدد (saponification number) :ــ
د تصبن عدد عبارت دې د پوتاشیم هایدروکساید د ملی ګرام له شمیر څخه چی د یو ګرام غوړیو یا تیلو د شحمي اسیدو د خنثی کولو لپاره مصرف شوې وي. یا په بل عبارت د ملې ګرام KOH څخه عبارت دی چی یو ګرام شحم یا تېل په صابون تبدیلوې. نوموړی نمبر د غوړیو یا تېلو د مالیکولي وزن سره معکوس تناسب لري.
۲ــــ د اسید نمبر Acid number) ):
د پوتاشیم هایدرواکساید د ملي ګرام شمیر څخه عبارت دی چی د یو ګرام ازادو شحمي تیزابو د غوړیو یا تیلو د خنثی کولو لپاره په مصرف رسیږی. د اسید دعدد د تعينولو سره د خنثی کېدلو Rancidityاندازه معلومیږی هر څومره چی د اسید عدد لوړ وي په هماغه اندازه Rancidity زیات وي.
۳ـــ ایوډین نمبر(iodine number)
د ایودین عدد د هغه مقدار ایودین ګرام څخه عبارت دی چی د سلو ګرامو غوړیو په واسطه جذب شي. ددې تعامل پواسطه د غیر مشبوع شحمي اسیدونو د غیر مشبوعیت درجه اټکل کېږي.
غیر مشبوع شحمي اسیدونه ایودین او نور هلوجنونه په خپلو غیر مشبوع برخو کې جذبوي او مشبوع هلوجن لرونکې مشتقات جوړوي. دا تعامل د کوټې په حرارت کې د اسیتیک اسیدو یا میتانولو په موجودیت کې صورت نیسې چی ایودین جذبوې او ایودین عدد تشکېلوې. د مشبوع شحمي اسیدونو د ایودین نمبر صفر دی ځکه چی د ایودین د جذب لپاره دوه ایزې اړیکې شتوالی نه لري.
۴ـــــ د پولینسیک نمبر(polensk number)
د پولینسیک عدد د پوتاشیم هایدرواکساید د ملي لیتر د نورمال شمیر څخه عبارت دې چی د غیر منحل شحمي تیزابو د پنځه ګرام شحم(هغه تیزابونه چی د اوبو د بخارونو د تقطیر پواسطه فرار نه کوې) خنثی کوې.
۵ــــ reichert meissl number:
دا عدد عبارت دی له 0.1 Nقلوی محلول د ملې لیتر څخه دی چی د منحلو او تیارو شحمي اسیدونو د خنثی کولو لپاره چی د پنځه ګرامه غوړیو څخه لاسته راځې مصرف شی. د منحلو او تیارو شحمي اسیدونو د انداره کولو لپاره ددې عدد څخه استفاده کېږي. ددې مقصد لپاره د غوړیو معین مقدار صابون کوي او وروسته جوړ شوی صابون د سلفوریک اسید په واسطه ټوټه کوي. ازاد شوی شحمي اسیدونه د بخار د تقطیر په واسطه جلا کوې او وروسته يې د یو ستندرد قلوی پواسطه تیتریشن کوې.
۶ــــ اسیتیل نمبر Acety Number
داعدد د پوتاشیم هایدرواکساید د ملې ګرام شمیر څخه عبارت دی چی د هغو شحمي اسیدونو د خنثی کولو لپاره چی د تصبن د یو ګرام شحم لپاره چی په هغه کې اسیتیلیشن صورت نیولای وي په مصرف رسیږي.
ترای ګلیسرایدونه یا خنثی شحميات
شحميات د ګلیسرایدو او شحمي اسیدونو ایسترونه دي، که یو ګلیسراید د کوټې په حرارت کې جامد وې غوړې ورته ویل کېږي. او که مایع وې نو تیل ورته ویل کېږې، سره ددی چی د غوړیو او تیلو تر منځ کوم فرق موجود نه دې خو باید وویل شی چی د اوږدو ځنځیرو شحمي اسیدو موجودیت په یو ګلیسراید کې د ویلې کېدو نقطه پورته کوي په داسی حال کې چی د لنډو ځنځیرو او غیر مشبوع شحمي اسیدنو شتوالی په ګلیسرایدو کې د ویلی کېدو نقطه ټیټوي. په غوړیو او تیلو کې ګلیسرایدونه په دوه ډوله دي:
۱ـــ ساده ګلیسرایدونه( simple glycerides)
۲ـــ مخلوط کلیسرایدونه( mixed glycerides)
ساده ګلیسرایدونه:ــ که د یو ګلیسراید په یو مالیکول کې ټول شحمي اسیدونه یو ډول وې د ساده ګلیسرایدونو په نوم یادیږي. لکه:
O O
α CH2__O__C__C17H35 α CH21__O__C__R
O O
β CH___O__C__C17H35 β CH2__O___C__R
O O
α’ CH2__O__C__C17H35 α’ CH23__O__C__R
۲ـــ مخلوط ګلیسرایدونه:ــ که چیرې د یو ګلیسراید په یو مالیکول کې مختلفو شحمي اسیدونو برخه اخیستې وې د مخلوطو ګلیسرایدونو په نوم یادیږي. لکه:
O O
α CH21__O__C__R1 α CH2__O__C__C17H33
O O
β CH2__O__C__R2 β CH__O___C__C17H35
O O
α’CH23__O__C__R3 α’ CH2__O__C__C15H31
هغه ترای ګلیسرایدونه چی په هغوې کې ټول شحمي اسیدونه یو شان وی غیر متناظر کاربن نه لرې، او هغه ترای ګلیسرایدونه چی په هغوې کې ټول شحمي اسیدونه سره ورته نه وي غیر متناظر کاربن لري.
متناظر کاربن: د هغه کاربن څخه عبارت دی چی دوه، درې او یا څلور واړه ظرفیتونه ئې یو شان وي. لکه(CH4)
غیر متناظر کاربن: د هغه کاربن څخه عبارت دی چی ټول ظرفیتونه ئې مختلف وي.
H
Cl-C-H
OH
د ګلیسرایدو تعاملات:
۱ـــ هایدرولايز:ـــ
اوبه یوازې کولای شی چی په عادې حرارت کې د ډیرې اوږدې مودې وروسته غوړې هایدرولائز کړي. لېکن د لوړ فشار، حرارت او تیزابي محیط په موجودیت کې د هایدرولائز عمل چټکېږي او په شحمي اسیدونو او ګلیسرول ټوټه کېږي. تعامل ئې په لاندې ډول دې.
O
CH2__O__C__R
O CH2__OH
CH___O__C__R + 3H2O 3R__COOH__ + CH__OH
O CH2__OH
CH2__O__C__R
۲ـــــ Saponification :
کله چی شحميات د یو قوي قلوي لکه سودیم هایدرواکساید یا پوتاشیم هایدرواکساید په موجودیت کې وایشول شي په ګلیسرول او د شحمي اسیدو په مالګو ټوټه کېږي. څرنګه چی په اوبو کې غیر منحل لېکن په ګرمو الکولو کې حلیږي، نو د الکولو په علاوه کېدو دا عملیه په چټکۍ سره پر مخ ځی. تعامل ئې په لاندې ډول دی:
O
CH2__O__C__C17H35
O CH2__OH
CH___O__C__C17H35 + 3KOH 3C17H35COOK + CH__OH
O CH2__OH
CH2__O__C__C17H35
ګلیسرول (glycerol) :
ګلیسرول د اوبېز محیط څخه د تقطیر په واسطه جلا کېږي. خوږ خوند لري، په اوبو او ایتایل الکولو کې په هر نسبت حلیږي مګر په ایترو کې غیر منحل دی.د عضوي او غیر عضوي تیزابو سره ایستر جوړوي. د عضوي ایسترو مثال ئې ترای ګلیسرایدونه دي او د غیر عضوي ایسترونه ئي چی د قندونو او لیپیدونو په استقلاب کې بین البیني موادو له جملې څخه دي، خورا مهم دي او لاندې ساختمان لري.
OH O
H O CH2__OH O CH2__O P
H__C__O__P__OH CH___OH + P OH H2O+CH__OH OH
H__C__OH OH CH2__OH O H OH CH2_OH
H__C__OH
H
د تصبن عدد:
د تصبن عدد عبارت د پوتاشیم هایدرواکساید د ملی ګرام له شمیر څخه دې چی د یو ګرام غوړیو یا تیلو د شحمي اسیدو د خنثی کولو لپاره مصرف شوی وی.
د غوړیو او تیلو بنفشی اکسدیشن یا آټو اکسدیشن
هغه شحميات چی غیر مشبوع شحمي اسیدونه ولري د ځینو شرایطو په لړ کې لکه رطوبت، رڼا، حرارت،اکسیجن او د ځینې کتلستونو په موجودیت کې د داسې یو تعامل سره مخامخ کېږي چی د (auto axidation) یا بنفشې اکسدیشن په نوم یادیږي او شحميات د (Ranciditification) یا د تروه کېدو د عمل سره مخامخ کېږي. د شحمياتو خوند او بوی خرابیږي. برسیره پردې پراکساید ګروپونه هم پکې تولیدیږي کوم چی په شحم کې منحل ویټامینونه تخریبوي.
بنفشې اکسدیشن په دوه ډوله دی:
۱ــ (Hydrolytic)
۲ــ (Oxidative)
۱ــ Hydrolytic Rancidity:ـــ هایدرولاتیک تروه کېدل د ځینو بکتریاؤ د لایپیز انزایم له کبله منځته راځي. د دې انزایم پواسطه شحميات ټوټه کېږي، شحمي اسیدونه ازادیږي، شحمونه بد بوی او نا خوښه خوند پیدا کوي. دا ډول تروه کېدل د نوموړو شحمي اسیدو له کبله رامنځته کېږي، دا ډول تروه کېدل په هغه شحمياتو کې چی د لنډو ځنځیرونو شحمي اسیدونه ولري پیدا کېږي. لکه کوچ چی مالیکولی کتله ئې کمه ده. ددی قسم تروه کېدو څخه مخنیوی د بکتریاد نشوڼا څخه ممانعت کول او د حفظ الصحی د قوانینو د رعایت کولو سره کېږي.
۲ـــ Oxidative Rancidity :
ټول هغه محصولات چی شحميات لري د اکېسدیتیف د تروه کېدو سره مخامخ کېږي چی علت ئې د غیر مشبوع شحمي اسیدو بنفشی اکسدیشن دی. هایدروجن پر اکساید د دوه ایزی اړیکې په الفا موقعیت کې جوړیږی. حاصل شوي محصولات تیار الدیهایدونه، کېتونونه او د لنډ ځنځیر لرونکې اسیدونه دي.
مشبوع شحميات او اسیدونه اکسدیشن نه مني ځکه چی جفته رابطه نه لري. ددی اکسدیشن په پرمختګ کې ځنی عوامل مرسته کوي چی هغه عبارت دی له: حرارت، رڼا او همدارنګه ځنی فلزاتو ايونونه لکه: Fe++ , Cu++ , Co++ , او Ni په اکسدیتیف تروه کېدو کې هم اغیزه لري.
انتي اکسیدایتونه:ــ Antioxisants
هغه مواد چی د شحمياتو د بنفشی اکسیدیشن څخه مخنیوی کوي د انتي اکسیدایتونو په نوم یادیږي. تروه شوي شحميات بر سیره پر دې چی بد بوی او نا خوښه خوند لري د خوراکې موادو په ځینو مهمو موادو باندی لکه: ویټامین (A) ویټامین (E) Caroten او ضروري شحمي اسیدونو باندې ډیره بده اغیزه لري، نو انتي اکسیدانتونه لمړنې مواد دي چی د بنفشی اکسدیشن یا د غوړیو د خرابیدو څخه مخنیوی کوي. ویټامین (E) یو طبیعی انتي اکسیدانت دی چی په شحمياتو کې د علاوه کېدو په صورت کې د هغوی د تروه کېدو څخه مخنیوی کوي.
Pyrrogallol, Hydrroqionone, gallic acid, او catechol هم د اکسدیشن ضد خواص لري. ځینې مواد د انتي اکسیدانتونو عمل زیاتوې خو په خپله انتي اکسیدانتونه ندي، دا ډول مواد د synergists په نوم یادیږي. په دې جمله کې سیتریک اسید، ویټامین سي، تانیک اسید، سفالین او فاسفوریک اسید شامل دي.
پلازمالوجینونه: (plasmaloges)
پلازمالوجینونه د سفالین او لیستین سره مشابه دي یواځې یو توپیر ددوی په منځ کې موجود دی چی په پلازمالوجینونو کې د الفا او بیتا په موقعیت کې د شحمي اسیدونو د یوې بقیې په عوض د شحمي الدیهایدو یوه بقیه موجوده ده.
پلازما لوجینونه په درې ډولو ویشل شوې دي:
1__ phosphatidal ethnolamine
2__ phosphatidal serine
3__ phosphatidal choline
پلازما لوجینونه په طبیعت کې زیات تیت شوي دي. په مغزو، عضلاتو او عصبې انساجو کې پیداکېږي. د مغزو تقریباٌ لس سلنه برخه فاسفولیپیدونو تشکېل کړیده چی فرمول ئې په لاندې ډول دې:
CH2__O
CH__R
O O
R__C__O__CH
O
CH2__O__P__O__CH2__CH2__NH2
OH
ګانګلیوسایدونه (Gangliosides)
ګانګلیوسایدونه د ګلایکو لیپیدونو یو ډول دي چی په عصبې انساجو، ماغزو، تورې او د سروکرویاتو په غشاؤ کې پیداکېږي.
د ګانګلیوسایدونو مهم ساختماني اجزا عبارت دي له: سفینګوزین، شحمي اسیدونو د (۲۲) کاربن لرونکو څخه تر (۲۴) کاربن لرونکو پوری، دوه مالیکول ګلوکوز، دوه مالیکول ګلکتوز، یو مالیکول ګلکتوز امین او یو مالیکول سيالیک اسید د (N-Acetal, Neuraminic acid) په شکل څخه دې چی فرمول ئې په لاندې ډول دې:
CH3 CH3(CH2)12 CH
H
C O O
H_C_OH CH
HN H_C_OH COOH
H2_C_OH
H H OH H C OH
H -H
OH H O O
CH2__OH HO__CH2 R__C__NH CH
HO__CH2 H
HO H o H H O H O
OH H O H O OH H
O H H H H OH O_CH2
H H HN__C__CH3 O H
Gangliosides
سټيرايدونه sterides
سټيرايدونه دهغه مرکباتوڅخه عبارت دي چې د سايکلو پنتان پرهايدروفينانيترين (Cyclo Pentane perhydro phenanthren) اساسي هستې لرونکې دي. نباتي سټرايدونه معمولاً له موم سره يوځاي پيداکيږي.
(Steride)
د سايکلوپنتان پرهايدرو فينانترين هسته په يو شمير مرکباتوکې لکه کولسترول، ستريولونو ، صفراوي اسيدونو ،نارينه اوښځينه جنسي هورمونونو، د محفظه غدې قشري هورمونونو ، فوق الکليه غده او يو شمير دواګانو کې موجود دي.
(Cyclo pentane perhydro phenan thren)
کولسترول (Cheolesterol)
ډير مهم استرول چې په حيواناتو کې پيداکيږي هغه کوليسترول دي چې په ټولو حيواناتي حجراتو کې ليدل کيږي. کولسترول د لومړي ځل لپاره په صفراوي ډبرو (تيږو) کې پيژندل شوي دي. کولسترول په طبعت کې زيات پيداکيږي چې مخصوصاً په عصبي انساجو ، فوق الکليه غده ، صفراوي تيږو، دماغزو او پوستکي کې پيداکيږي.
د انسانانو په هر 100Cm3 وينه کې د 150mg څخه تر 250mg پورې کولسترول موجود دي.
استرولونه په نباتاتو کې هم پيداکيږي چې عبارت دي له ارګوسترول چې په خميرمايه کې پيداکيږي او استيک استرول دي چې په سوډا (Soda) کې پيداکيږي.
مونونه (Waxes)
مونونه مخصوص استرونه دي چې د تيزابو او ځنځيري الکولو ديو ځاي کيدو څخه لاس ته راځي. په طبعت کې مونونه دځينو حشراتو د افرازاتو په څير او د حيواناتو د پوستکې او په همدې ترتيب د نباتاتو په پاڼو او ميوو کې د يو ساتونکې پوښ په شان خورا زيات پيداکيږي.
مومونه په اوبو کې غير منحل دي ليکن په شحمي محللاتو کې حليږي. د غوړيو په شان په اساني نه هايدروليز کيږي. او هغه انزايمونه چې ليپيدونه ټوټه کوي په مومونو کومه اغيزه نه لري. ځينې مومونه صنعتي ارزښت لري چې بوټانو رنګ، ورنسو، شمع او داسې نورو کې استعماليږي.
الکولونه Alchols
هغه الکولونه چې په ليپيدونو کې موجود دي ګليسيرول، کلسترول، يو شمير هغه الکولونه چې دهغوي ماليکولي وزن ډير لوړ دي لکه (C16 H33 OH) Cetyl چې په موم کې زيات پيد اکيږي څخه عبارت دي.
هغه عضوي مرکبونه چې پر خپل ماليکولي ترکيب کې OH- وظيفوي ګروپ ولري. د الکولو په نوم ياديږي.
الکول يوه عربي کليمه ده چې معني يي د شرابو جوهر دي، دالکولو عمومي فرمول R-OH دي، چې R کيداي شي د الکايل پاتيشوني نارمل او يا منشعب ځنځير لرلو سره الکينيل ،الکاينيل (د دوه ګوونې او يا دري ګونې اړيکې لرونکي ) اروماتيک کړۍ او داسې نور دي. بيلګې يي په لاندې ډول دي.
Allyl alcohol
CH3-CH2-OH
Ethyl alcohol
ګټور او مضر غوړي
مونږ ټول تر يوې اندازې پورې غوړيوته اړتيا لرو. ګټور غوړي Omega-3 شحمي اسيدونه او Omega-6 شحمي اسيدونه دي. د Omega-3 بډايه سرچينه ډيرکبان دي. او د Omega-6 بډايه سرچينه زيتون، ځينې حبوبات، د نباتي غوړيو ځينې ډولونه او نور دي ،دا ډول شحميات د بدن د رګونو لپاره ګټور دي او دغه راز په وينه کې د ګټورو کولسترولونو (High density Lipoprotein HDL) کچه لوړوي،مضر غوړي دمشبوع يا سختو غوړو په نوم هم ياديږي. دا ډول غوړي په حيواني محصولاتوکې پيداکيږي. لکه سره غوښه ، کوچ، پنير،وازده اوداسي نور.
په پروسس شوو غذايي موادو کې له مشبوع يا سختو غوړيو څخه په پراخه پيمانه کار اخستل کيږي ، نو بايد ددې ډول غذايي موادو په خوراک کې له احتياط څخه کار واخستل شي مضر غوړي په وينه کې د مضر کولسترولونو (Low Density Lipoproteiu LDL) کچه لوړوي. مضر غوړي په بدن کې دزړه د ناروغي اودوينې د رګونودبنديدو لامل ګرځي چې دمړينې د ډيرو مهمو عواملو څخه شميرل کيږي. دغوړيوپه استعمال کې بايد له ډيرپام او احتياط څخه کار واخيستل شي.
غوړيوته د بدن اړتيا
لويان بايد د اړتيا وړ انرژي په سلوکې د11 څخه لږ دسختو غوړيو څخه تر لاسه کړي، چې دا د نارينه لپاره په ورځ کې د 30grڅخه لږ اوپه ښځو کې د 20gr څخه زيات نه وي. دغه راز د 5 کلنۍڅخه تر 10کلنو ماشومانو ورځني اړتيا بايد د 20gr څخه زيات نه وي.
دوړو ماشومانو لپاره کومه اندازه نه ده ټاکل شوي. ځکه جې نوي زيږيدلي ماشومان تر دوه کلنۍ پوري دلويانو په پرتله د ودې په موخه ډيرو غوړو ته اړتيا لري ،خو تر دوه کلنۍ څخه وروسته بايد ماشومانوته يواځي هغه شيدې ورکړل شي چې 1% غوړ ولري.
په ټولنه کې ډير وګړي د خپلې انرژي 13.3% برخه د سختو غوړيو څخه برابروي چې دا د نورمالې اندازې څخه ډيره زياته ده. که چيرې 100gr خواړه په خپل ترکيب کې 20gr غوړ ولري د لوړې کچې لرونکې خواړه بلل کيږي. او که چيرې 100gr خواړه په خپل ترکيب کې 3gr غوړ ولري د ټيټې کچې غوړ لرونکې خواړه بلل کيږي. په خوړو کې د شحمياتو زياتوالی د چاغي لامل کيږي، چې چاغې په خپله د ډيرو روغتيايي خطري فکتورونو د مينځ ته راتلو لامل ګرځي، په خوړوکې د سختو يا مشبوع غوړيو زيات کارول د زړه او دماغ دبيلابيلو ناروغیو دمنځته راتلو سبب ګرځي.
د شحمياتو غذايي ارزښت
علمي څيړنو ښودلي ده چې دپخوانيو انسانانو د خوړو مجموعي انرژي په سلو کې څلويښت (40%) برخې د شحمياتو په واسطه برابريده. کوم وخت چې انسانان په دې وپوهيدل چې ډير شحمي خوراک دهغوی دصحت لپاره خطرناک دي نو دهغه وخت ځخه وروسته دشحم انداره دانسانانو په خوړو کې په تدريج سره ښکته راغله اوس تقريباً د انسانانو د خوړو دمجموعي انرژي څخه په سلوکې شل (20%) برخې د شحمياتو په واسطه برابريږي.
شحميات د انسان په بدن کې لاندې دندې ترسره کوي.
- شحم د حيواناتو په نسجونوکې حجروي غشاء جوړوي.
- شحم د حيواناتو په نسجونو کې د انرژي غني منبع دي.
- شحم بعضي منحل ويټامينونه هم لري چې هغوي د حيواناتو د صحت لپاره ډير مهم دي.
- په نباتي شحمياتوکې هم غير مشبوع شحمي تيزابونه موجود دي چې هغوي هم دحيواناتو په صحت او توليد کې مهم رول لري.
- د يوې اندازې شحم شتوالی د حيواناتو په خوړوکې د هغوي وده چټکوي.
- شحم د حيواناتو د بدن لپاره انرژي توليدوي يو ګرام شحم څخه 4Cal کالوري انرژي توليديږي.
دشحمياتو دکموالي په وخت کې حيوانات په لاندې ناروغيو اخته کيږي
- د حيواناتو جنسي فعاليتونه کميږي ، دا امکان شته چې د ويټامين A اويا د ويټامين E د کموالي په سبب هم وي.
- د شحم دکموالي په وخت کې بچي د حيواناتو په رحم کې بيرته د حيواناتو وينې ته جذبيږي.
- د وينې Capillary انساج خپل ارتجاعي خاصيت دلاسه ورکوي، او دډير لږ فشار په واسطه چوي.
- حجروي غشاء خپل خاصيتونه د لاسه ورکوي، اود حجراتو څخه زيات مواد خارجيږي.
- د فبرين پروتين هم خپل خاصيت د لاسه ورکوي، او په محلل کې په اساني حليږي.
- د حيواناتو په حجروکې مايتوکاندريا د خپل عادي حالت څخه لويږي.
- د شحمياتو د کموالي په وخت کې د فاسفورايليشن عمليه هم د حيواناتو په مايتوکاندريا کې په ښه توګه نه تر سره کيږي.
نتيجه ګيري
شحميات په شحمي تيزابو پورې اړوند مرکبات دي چې په اوبوکې نسبتاً غير منحل او په عضوي محللاتو لکه ايتر،بنزين او کلوروفارم کې حل کيږي.شحمي مواد په خاصه توګه په شحمي انساجو کې زيات پيداکيږي لکه دپوستکي لاندې او دپښتورګو د پاسه، شحميات شکرو په څير د کاربن، هايدروجن، او اکسجن څخه ترکيب شوي دي.چې دپروتين او شکرو څخه زياته انرژي توليدوي.
د حيواناتو او نباتاتو په بدن کې حقيقي اومغلق شحميات په زياته اندازه پيداکيږي، په حقيقي شحمياتوکې مونوسکرايدونه ،داي سکرايدونه او تراي سکرايدونه شامل دي، اوپه غير حقيقي شحمياتوکې فاسفولپيډونه، ګلايکوليپيد اوسلفوليپيډونه شامل دي. په فاسفوليپيډونوکې ليسين،سفالين، او سفنګوليپيډونه ډير مهم دي. چې په سفنګوليپيدونو کې سفنګومايلين او سري بروسايدونه شامل دي، چې په دماغي انساجو، سپينو کروياتو او سږو کې پيداکيږي. شحمي اسيدونه د شحمو دهايدروليز څخه په لاس راځي چې په طبيعت کې په ازاد ډول کم پيداکيږي، چې په مشبوع اوغير مشبوع شحمي اسيدونه ويشل شوي دي. مشبوع شحمي اسيدونه په حيوانی اونباتي غوړيوکې پيداکيږي اوهيڅ دوه ګونې رابطه نه لري. غير مشبوع شحمي اسيدونه هغه دي جې د دوه ايزې اړيکې درلودونکې وي. چې ټول د کوټې په تودوخه کې مايع شکل اختيار وي، او د جفته اړيکي په نظرکې نيولو سره په مختلفو برخو ويشل شوي دي.
ضروري مشبوع او غيرمشبوع شحمي اسيدونه د حيواناتو او انسانانو په خوراک کې زيات اهميت لري، په داخل د غضويت کې نه جوړيږي بايد د خارج څخه دغذا په واسطه واخستل شي. د شحمي اسيدونو دنوم ايښودنې ل پاره د (GenevaSustm) څخه کار اخيستل کيږي. د شحمي اسيدونو په تعاملاتو کې ايسترفيکيشن او دجفته اړيکې تعاملات شامل دی، دشحمياتو د پيژندنې لپاره د تصبن عدد ، اسيد نمبر ، ايودين نمبر او داسې نور تحليلي ميتودونوڅخه ګټه اخيستل کيږي. تراي ګلسرايدونه د ګليسرولو او شحمي اسيدونو استرونه دي او په دوه ډوله ګليسرايدونه ( ساده ګليسرايدونه او مخلوط ګليسرايدونه) موجود دي.
د غوړيو او تيلو بنفشي (Oxidative) اکسديشن د رطوبت ،رڼا ، تودوخه او ځينې نورو کتلستونو په موجوديت کې رامينځ ته کيږي چې په دوه ډوله هايدورلايتيک او اکسي ديتيف ، هايدورلايتيک تروه کيدل د ځينې بکترياوو لايپز له کبله وي او د اکسي ديتيف تروه کيدل د غير مشبوع شحمي اسيدونو له کبله وي. انتي اکسي دانتونه هغه مواد دي چې د بي نفشي اکسديشن څخه مخنوي کوي، پلازمالو جينونو په مغزو او عضلاتو او عصبي انساجو کې پيداکيږي، ګانګليوسايدونه په سرو کروياتو،توري او په عصبي انساجو کې پيداکيږي ،سټرايدونه د سايکلو پنتان پرهايدروفينانترين اساسي هستې درلودونکې دي.
کوليسترول ډير مهم استرول دي چې په ټولو حيواني حجراتو کې ليدل کيږي خوصوصاً په عصبي انساجو، فوق الکليه غده ،صفراوي تيږو او نورو کې پيداکيږي. مومونه مخصوص استرونه دي چې د تيزابو او ځنځيري الکولو د يو ځاي کيدو څخه لاس ته راځي. هغه الکولونه چې په ليپيدونو کې موجود دي له ګليسرول ، کولسترول او د زيات ماليکولي وزن لرونکو الکولو څخه عبارت دي ، ګټور غوړ په وينه کې ګټور کولسترولونه زياتوي او مضر غوړ په وينه کې مضر کولسترولونه زياتوي . لويان د بدن انرژي په سلو کې 11% د غوړيو څخه تر لاسه کړي ، د پنځو کلونو څخه تر لس کلونو پورې ماشومان بايد د خپل بدن انرژي په سلو کې شل د غوړيو څخه تر لاسه کړي او د کوچنيو ماشومانو لپاره کومه اندازه نه ده ټاکل شوې .
د شحمياتو د يو ګرام د سوځيدو څخه په بدن کې 9.3Cal تودوخه لاس ته راځي او د غذايي موادو يوه برخه تشکيلوي نو په همدې اساس غذايي ارزښت لری.