قيامت علامې

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 9
  • اندازه فايل 660.00 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 2, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 2, 2022

قيامت علامې

 

لمړی فصل

قيامت پېژندنه

لمړي مبحث :د اشراط الساعة لغوي او اصطلاحي تعريف

پدې مبحث کې به موږ د قيامت معنی ، قيامت به کله راځې او د قيامت دري ګونې معناوي وپېژنو،راځو خپل لمړې مطلب د اشراط الساعة يا په پښتو کې د قيامت د علامو په تعريف شروع کوو.

اول مطلب : تعريف اشراط الساعة يا د قيامت علامي :

معنی الشرط: هو العلامة، جمعه اشراط،ومنه شُرط السلطان، وهم نخبة اصحابه الذين يقدمهم علی غيرهم من جنده، ومنه: الاشراط الذي يشترطه الناس بعضهم علی بعض،فالشرط علامةٌ علی المشروط[1]

شرط د علامې معنی ورکوي ،جمعه يې اشراط دي ، او له دې جملې څخه:شرط السلطان،يعنې د پاچا (خاص) ملګري چې له نورو لښکرو څخه برتر(لوړوالی) لري،او همدارنګه الاشراط،يعنی شرط ايښودل، چې خلګ يې يو په بل باندې ايږدي، په دي اساس شرط د مشروط لپاره علامه شوه.

معنی الساعة:هي جزءٌ من اجزاء الليل والنهار، جمعها: ساعات وساع، ولليل والنهارمعاً اربع وعشرون ساعة.والمراد بالساعة:الوقت الذي تقوم فيه القيامة[2]

ساعت په لغت کې: دشپې يا ورځې يوې برخې ته ساعت ويل کېږي،او جمعه يې په عربې ژبه کې ساعات دي،شپه او ورځ څلورويشت ساعته ده. او مراد د ساعت څخه دلته هغه وخت دي چې قيامت په کې قائمېږي.

دوهم مطلب:د اشراط الساعة اصطلاحي تعريف:

د قيامت هغه علامی دي چې د قيامت څخه مخکې پيښيږي او د قيامت په نږديوالي دلالت کوي .

ځني وايې : اشراط الساعة هغه کوچنيو علامو ته ويل کېږي چې د قيامت د پيل کېدو  د مخه راڅرګنديږي او خلګ تري انکار کوي

ځني نور وايې : اشراط الساعة د قيامت د پيښو څخه علاوه ځني نور شيان دي چې د قيامت د پيلېدو څخه د مخه رامنځ ته کېږي.[3]

دريم مطلب :د قيامت د نږديوالي په اړه دلايل :

لمړي له قران کريم څخه:

د قيامت د رانږد کېدو په اړه ډير زيات آياتونه دي چې په لاندي ډول يي تر څيړني لاندي نيسو:

۱ : اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُعْرِضُونَ[4]

ژباړه :د خلګو لپاره د دوي د عملونو د حساب وخت رانيږدي شو، او دوي په غفلت کی مخ اړونکې دي [5]

۲ : أَتَى أَمْرُ اللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ [6]

ژباړه : د الله حکم راغئ ، نو  تاسو ددې لپاره تلوار مه کوئ،هغه پاک دي او دهغه شيانو څخه ډير لوړ دي چې دوی ئې ورسره شريکوۍ[7]

۳ : اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ () وَإِنْ يَرَوْا آَيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ ()[8]

ژباړه : قيامت رانږدي شو او سپوږمي و چاوديده ، او که چېري کومه معجزه وګوري نو مخونه واړوي او وايي چې دا جاري سحر دي [9].

۴ : اللَّهُ الَّذِي أَنْزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ () يَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا وَالَّذِينَ آَمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ أَلَا إِنَّ الَّذِينَ يُمَارُونَ فِي السَّاعَةِ لَفِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ()[10]

ژباړه : الله (ج) په حقه کتاب نازل کړي دي او تله  يي هم راليږلي ده ، او ته څه خبر يي شايد چې قيامت رانږدي وي ، بيړه پري هغه کسان کوي چې ايمان پري نه لري او هغه کسان چې ايمان يي راوړي دي له هغي ( قيامت ) څخه ويريدونکې دي او پوهيږي چې قيامت حق دي خبردار هغه کسان چې د قيامت په اړه جکړي کوي په لري ګمراهې کې پراته دي [11].

۵ : وَقَالُوا أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا () قُلْ كُونُوا حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا () أَوْ خَلْقًا مِمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ فَسَيَقُولُونَ مَنْ يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُءُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا ()[12]

ژباړه : او هغوي وويل چې کله مونږ هډوکې او ذره ذره شو ايا موږ به بيا له سره نوي پيدا کولي شو ، ورته ووايه ( په ځواب کې ) چې تيږي شي او يآ اوسپنې او يا کوم بل داسې شي چې ستاسې په زړونو کې سخت معلومېږي ، نو وبه وايي چې څوک به مو بيا راژوندي کوي ، ورته ووايه هغه الله چې اول ځل يي پيدا کړي وي ، نو خپل سرونه به وخوځوي او له تا څخه به پوښتنه وکړي چې دا به نو څه وخت وي؟ نو ته ورته په ځواب کې ووايه ښايي  چې رانږدې به وي.[13]

۶ : يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا ()[14]

ژباړه : اي پيغمبره ! ) خلګ له تا څخه د قيامت په اړه پوښتنه کوي ، ورته ووايه چې دهغه پوهه او علم خو يواځي الله سره دي ، او ته څه خبر يې ډېره ممکنه ده چې قيامت بيخي رانږدې وي[15]

‍۷ :  فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا () إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا () وَنَرَاهُ قَرِيبًا ()[16]

ژباړه : نو ته (( د کافرانو خبرې )) په حوصله برداشت کوه ، بېشکه هغوي (( دا عذاب )) لېري ګڼي او موږ يې نږدي وينو[17]

دوهم:د نبوی احاديثو څخه

دقران کريم د ايتونو سربېره د نبي کريم (صل الله عليه وسلم)  ويناوي ( حديث) هم د قيامت د نږديوالي په اړه موجود او تر موږ پوري رارسيدلې دي موږ يې د نموني په ډول دلته راوړو لکه څرنګه چې په بخاري شريف کې د حضرت انس (رض) څخه روايت دي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  خپله د شهادت او منځني ګوتي سره يو ځاي کړې او بيا يې وفرمايل: قَالِ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - « بُعِثْتُ أَنَا وَالسَّاعَةَ كَهَاتَيْنِ » [18]

ژباړه : زه او قيامت داسي راليږل شوي يو .

او نبي کريم (صل الله عليه وسلم)  په همدي اړه په بل حديث شريف کې فرمايې : حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ حَدَّثَنَا لَيْثٌ عَنْ نَافِعٍ عَنِ ابْنِ عُمَرَ - رضى الله عنهما - عَنْ رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ « إِنَّمَا أَجَلُكُمْ فِى أَجَلِ مَنْ خَلاَ مِنَ الأُمَمِ مَا بَيْنَ صَلاَةِ الْعَصْرِ إِلَى مَغْرِبِ الشَّمْسِ[19]

ژباړه :  ابن عمر (رض) د رسول الله (صل الله عليه وسلم)  څخه روايت کوي: نبي (صل الله عليه وسلم)  و فرمايل:د پخوانيو امتونو په نسبت ستاسو موده (وخت) داسي دي لکه د مازديګر له لمانځه څخه تر لمر پريوتو  پوري .

دا حديثونه پدي دلالت کوي چې د دنيا پاتی وخت د تير وخت په مقايسه باندی ډير کم دی . خو د تير شوی وخت اندازه يوازی يو الله (ج) ته معلومه ده ، د نبي (ع) څخه پدي اړه کوم صحيح حديث نه دي راغلي تر څو استدلال پري وشي ، او د پاتی مودی اندازه د تيری مودي د اندازی څخه  معلومه شی  خو دا څرګنده ده چی پاتی موده د تيری مودی په مقايسه ډيره کمه ده [20]

دريم مطلب :د قيامت د واقع کېدو وخت :

په دي اړه  الله (ج) په قران کريم کې فرمايلي دي : يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَا إِلَّا هُوَ ثَقُلَتْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةً يَسْأَلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِيٌّ عَنْهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ[21]

ژباړه : دا خلګ له تا ( نبي کريم صل الله عليه وسلم) څخه د قيامت په اړه پوښتنه کوي چې کله به واقع کېږي؟  ته (صل الله عليه وسلم ) ورته ووايه چې دهغه  علم يواځي زما دپالونکې سره دي ، هغه به په خپل وخت باندې بي له  الله (جل جلاله ) څخه بل څوک ظاهر نکړي ، په اسمانونو او ځمکو کې به يوه درنه ( پيښه ) وي ، په تاسې باندې به ناڅاپه راشي ، له تا څخه داسې پوښتنه کوي لکه تايې چې تحقيق کړي وي ، ورته ووايه چې بيشکه ( د قيامت) علم يواځې د الله (جل جلاله ) سره دي مګر زياتره خلګ نه پوهيږي.[22]

همدارنګه الله (جل جلاله ) د همدي مبارک کتاب په بل ځاي کې فرمايې : يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ[23]

ژباړه : ( اي پيغمبره ! ) خلګ له تا څخه د قيامت په اړه پوښتنه کوي ، ورته ووايه چې د هغه پوهه او علم خو يواځې د الله (جل جلاله ) سره دي.[24]

او په سورة (طه) کې فرمايې : إِنَّ السَّاعَةَ آَتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى [25]     بيشکه قيامت راتلونکې دي ، ددې لپاره يې پټ ساتم چې هر شخص ته د هغه څه بدله ورکړل شي چې کوښښ يې کړي وي[26]

ابوهريره (رض) روايت کړي دي چې : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ - رضى الله عنه - أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - كَانَ يَوْمًا بَارِزًا لِلنَّاسِ إِذْ أَتَاهُ رَجُلٌ يَمْشِى فَقَالََ....... يَا رَسُولَ اللَّهِ مَتَى السَّاعَةُ قَالَ « مَا الْمَسْئُولُ عَنْهَا بِأَعْلَمَ مِنَ السَّائِلِ ، وَلَكِنْ سَأُحَدِّثُكَ عَنْ أَشْرَاطِهَا إِذَا وَلَدَتِ الْمَرْأَةُ رَبَّتَهَا ، فَذَاكَ مِنْ أَشْرَاطِهَا ، وَإِذَا كَانَ الْحُفَاةُ الْعُرَاةُ رُءُوسَ النَّاسِ فَذَاكَ مِنْ أَشْرَاطِهَا فِى خَمْسٍ لا يَعْلَمُهُنَّ إِلاَّ اللَّهُ ( إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِى الأَرْحَامِ ) [27]

يوه ورځ رسول الله (ص ) د خلګو په منځ کې ناست ؤ ، يو سړي راغي او پوښتنه يې وکړه   اي د الله رسوله قيامت به کله راځي؟ رسول (صل الله عليه وسلم)  ورته وفرمايل : زه پدي اړه له تا څخه ډير نه پوهيږم ، مګر د قيامت يو څه نښي درته وايم ، کله چې يوه وينځه خپله باداره وزيږوي ، او وګوري چې لوڅ او پايلوچ خلګ به دخلګو سردارن شي ، نو دا د قيامت نښي دي ، او د قيامت پوهه خو د هغه پنځو شيانو له جملي څخه دي چې بيله الله (ج) څخه يې بل هيچا ته معلومات نشته بيا رسول الله (صل الله عليه وسلم)  دا آيت کريمه تلاوت کړ : إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ [28]

ژباړه : بېشکه د قيامت پوهه يواځې د الله سره ده ، همهغه باران راوروي ، او پوهيږي چې په رحمونو کې څه دي ، او هيڅ نفس پدې نه پوهېږي چې سبا به څه کوي او نه کوم نفس پدې پوهېږي چې په کومه ځمکه (په کوم ځآي ) کې به مړ کېږي[29]

څلورم مطلب :دقيامت معناوي :

قيامت دری معناوي لری چې په لاندی ډول دی

۱ : کوچنی قيامت  ۲: منځنی قيامت ۳ : لوی قيامت چې هر يو به د ايتونو او حديثونو په رڼا کې وڅېړو.

په مشکاة شريف کې په کتاب الفتن کې ( فقد قامت قيامته ) تر لفظ لاندې راغلي دي : ((القيامة ثلاث :  الف : صغری : هي موت کل انسان ، باء : ووسطی : وهي موت اهل قرن ، جيم : وهي احياء الموتی للجزاء.[30]

الف : کوچني قيامت : يعني د انسان مرګ ، څوک چی مړ شي نو قيامت يې شروع شي ځکه چې دی د آخرت عالم ته داخل شي .

باء : منځني قيامت : يعني د يوي پيړي د خلګو مړينه ، دليل يې د عائشي (رض) حديث دي چې فرمايي : عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الأَعْرَابِ جُفَاةً يَأْتُونَ النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم - فَيَسْأَلُونَهُ مَتَى السَّاعَةُ ، فَكَانَ يَنْظُرُ إِلَى أَصْغَرِهِمْ فَيَقُولُ « إِنْ يَعِشْ هَذَا لاَ يُدْرِكْهُ الْهَرَمُ حَتَّى تَقُومَ عَلَيْكُمْ سَاعَتُكُمْ[31] اعراب به چې کله نبي کريم (صل الله عليه وسلم)  ته راغلل دا پوښتنه به يې کوله ، قيامت کله دي؟ نبي کريم (صل الله عليه وسلم)  به ترټولو کوچني انسان ته وکتل او وبه يې فرمايل : که چېرته دا ژوندي پاته شي ، دده تر سپين ږيرتوب د مخه به ستاسو قيامت پيل شي ، مطلب يې د مخاطبينو مرګ دي .

جيم : لوي قيامت : د مرګ څخه وروسته د حساب او کتاب لپاره د مړو بيا را ژوندي کېدل ، په قران کريم کې چې په کوم ځای کې د ( الساعة ) لفظ راغلي مطلب تري لوي قيامت دي ، لکه الله (ج) چې فرمايي : يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ[32]

ای محمده! دا خلګ ستا څخه د قيامت د((نيټۍ)) په هکله پوښتنه کوي[33]

په بل ځای کې فرمايې : اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ[34]  قيامت رانږدي شو او سپوږمۍ وچودله[35]

الله (ج) په قران عظيم الشان کی لوی او کوچني قيامت دواړه ذکر کړي دي ، کله يي دواړه په يو سورت کی ذکر کړی دي  لکه د الواقعه په سورت کی، چی په پيل کې يې د لوي قيامت ذکر راغلي : إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ () لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ () خَافِضَةٌ رَافِعَةٌ () إِذَا رُجَّتِ الْأَرْضُ رَجًّا () وَبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا () فَكَانَتْ هَبَاءً مُنْبَثًّا () وَكُنْتُمْ أَزْوَاجًا ثَلَاثَةً[36]

کله چې قيامت پيل شي ، هيڅوک به يې درواغ ونه ګڼی ، د قيامت په ورځ به د الله دښمنان  د دوزخ اسفل السافلين ، او د الله دوستان به د جنت لوړو مقاماتو ته ورسيږی ، کله چې ځمکه سخته ولړزوله شي ، او غرونه د ګرد او غبار په شان ذری ذری شي ، نو – ای خلګو- تاسو به دری ډلی شي[37]

د همدی مبارک سورت په پای کی د کوچني قيامت يعني مرګ ذکر راغلي دي

الله (ج) فرمايې : فَلَوْلَا إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ () وَأَنْتُمْ حِينَئِذٍ تَنْظُرُونَ () وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْكُمْ وَلَكِنْ لَا تُبْصِرُونَ[38]

کله چې د مړ کېدونکې انسان روح غاړی ( مرۍ ) ته راورسيږی ، او دغه کس ته موږ له تاسو څخه ډير نږدی يو ، خو تاسو موږ نه وينئ[39]

د القيامة په سورت کې هم د دواړو قيامتو نو ذکر راغلي دي ، الله تعالی فرمايې :    لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ[40]  چی دا لوی قيامت دي ، بيا يې د مرګ يادونه کړي چې فرمايي: كَلَّا إِذَا بَلَغَتِ التَّرَاقِيَ[41] چې دا کوچني قيامت دی .

په قران عظيم الشان کی دي ته ورته ډير آيتونه شته چې په ليکلو يې دلته ځاي تنګيږي[42]

 

 

دوهم مبحث د  قيامت نومونه اوډولونه ئې

لمړي مطلب : د قيامت نومونه :

د قيامت نومونه زيات دي ځکه شان يې لوړ دي ، ځکه عرب چې يو شی غټ ګڼې نو  دهغه لپاره بي شمېره نومونه ايږدي لکه  څرنګه چې پيژندل شوي ده  د زمری لپاره تقريبا شپته نومونه دي نو له همدي وجې د قيامت ورځ يوه ډېره ويرونکې او ستره ورځ ده نو نومونه او صفتونه يې زيات دي نو له همدي امله الله تعالی په خپل کتاب قران عظيم الشان کې په زياتو نومونه سره ياده کړي چې موږ به ئې د خپل وس او طاقت په اندازه د قران عظيم الشان د ايتونو په رڼا کې بيان کړو

۱ :الساعة: إِنَّ السَّاعَةَ لَآَتِيَةٌ لَا رَيْبَ فِيهَا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ[43]

۲ :يوم القيامة: كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ[44]

۳ :يوم البعث: وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالْإِيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِلَى يَوْمِ الْبَعْثِ فَهَذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ[45]

۴ :يوم الدين: مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ[46]

۵ :يوم الحسرة: وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ[47]

۶ :يوم التناد: وَيَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ يَوْمَ التَّنَادِ[48]

۷ :يوم الفصل: هَذَا يَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ[49]

۸ :يوم الجمع: وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآَنًا عَرَبِيًّا لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ[50]

۹ :يوم الحساب: هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوْمِ الْحِسَابِ[51]

۱۰ :يوم الوعيد: وَنُفِخَ فِي الصُّورِ ذَلِكَ يَوْمُ الْوَعِيدِ[52]

۱۱ :يوم الخلود: ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُلُودِ[53]

۱۲ :يوم  الخروج: يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ[54]

13 :يوم عظيم: قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ[55]

14 :يوم  اليم: أَنْ لَا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ أَلِيمٍ[56]

او داسي نور زيات نومونه لري لکه الحاقة، واقعة ، الطامة الکبری......چې د ټولو د ذکر کولو توان ئې زموږ د مات قلم تر وس وتلې خبره ده  همدومره کفايت کوي ددې څخه معلومېږي چې دا څومره سخته ورځ الله تعالی دي په موږ مسلمانانو اسانه کړي

دوهم مطلب :د قيامت د علامو ډولونه

د قيامت علامې په دوه ډوله دي

اول : کوچني علامي :

هغه علامو ته ويل کېږی چې د قيامت د پيليدو څخه ډير مخکې پيښيږي او پيښيدنه ئې عادي خبره وي ، لکه د علم له منځه تلل او د جهالت خپريدل ، د شرابو څښل ، د لوړو تعميرونو په جوړولو کې سيالي ، او داسی نور .....

کېداي شي ددي علامو ځيني ئي د  غټو علامو د پيښيدو سره په يو وخت يا تر هغو وروسته رامنځ ته شي .

دوهم : غټی علامي :

هغه غټو پيښو ته ويل کېږی چې د قيامت پيليدو ته نږدي پيښيږي ، او غير عادی پيښي وي ، لکه د دجال راوتل د عيسی (عليه السلام) را کښته کېدل د اسمان څخه و کعبي شريفی ته .، د ياجوج او ماجوج راوتل ، د لوديځ لخوا څخه د لمر راختل[57]

ځني علماؤ د قيامت علامې د راڅرګنديدو له مخي په دريو ډولو ويشلي دي.

اول : يو ډول هغه دي چې پخوا ښکاره شوي او له منځه تللي دي .

دوهم : هغه ډول دي چې ښکاره شوي او اوس هم دوام لري

دريم : هغه ډول دي چې تر اوسه نه دي ښکاره شوی

لمړي او دوهم ډول د قيامت د کوچنيو علامو د جملي څخه دی،او په دريم ډول کې غټې علامې او ځني کوچنی علامې شاملې دي.

 

 

 

 

 

 

 

دوهم فصل

د قيامت کوچنی علامي چې په قران او حديثو کې راغلي

او ل مبحث : د مال په باره کې .

دا مبحث مي د مال په باره کې تعين کړ چې دغه مبحث په شپږو مطالبو باندي مشتمل دي هر يو د قران او احاديثو په استدلال سره ذکر کوم ځکه چې اوس په ټوله نړي کې د مال زياتوالي اوج ته رسيدلي او هر ســـړي کوښښ کوي چې له مشــــــروع او غير مشــــــروع لاري څخه مال لاس ته راوړي نو ددي په خاطر مي اول مبحث همدي ته ځانګـــــړي کړ .

اول مطلب :  دمال زياتو الي او دصدقي څخه استغناء .

د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  وفرمايل :لاتقوم الساعة حتي يکثر فيکم المال فيفيض حتي يهم رب المال من يعلبه منه صدقة و يدعي اليه الر جل فيقول لاارب لي فيه ([58])

قيامت تر هغه پوري نه راځي چې په تاسو کې مال دومره ډير شوي نه وي چې خاوند به يي دصدقي په توګه خلګو ته وړيا عرضه کوي ،سړي به يي اخيستلو ته راغوښتل کېږي خو هغه به وايي زه حاجت ورته   نه لرم .

د ابوموسي اشعري څخه روايت دي چې نبي عليه السلام فرمايلي : لَيَأْتِيَنَّ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ يَطُوفُ الرَّجُلُ فِيهِ بِالصَّدَقَةِ مِنَ الذَّهَبِ ثُمَّ لاَ يَجِدُ أَحَدًا يَأْخُذُهَا مِنْهُ ([59])

 

خلګو به داسي وخت راشي چې يو سړي به خلګو ته سره زر د خيرا ت په ډول ورکوي خو هيڅوک به نه مومي چې هغه تري واخلي . نبي عليه السلام په بل حديث کې فرمايي چې الله تعالي به دي امت ته د مخکې خزاني ورپه برخه کړي او دامت پاچاهي به يي د مخکې شرق او غرب ته ورسيږي او په بل ځاي کې نبي عليه السلام فرمايي : وَإِنِّى قَدْ أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ أَوْ مَفَاتِيحَ الأَرْضِ ([60])

ما ته دمځکې د خزانو کلي ګاني ، ياد مځکې کلي ګاني راکړي شوي دي

حافظ ابن حجر وايي کېداي شي چې د مال پريښود څخه او له هغه نه استغنا د اخرت د اور لګيدو او په حشر باندي د خلګو د مصروف کېدو په سبب وي هيڅوک به هم مال ته تو جه نه کوي بلکه تر خپلي وسي به کوښښ کو ي چې بارسپک کړي ([61])

د حافظ ابن حجر نو موړي خبره ددي معني نه لري چې له مال نه دي د استغنا ء لپاره بل سبب نه وي بلکه د مهدي او عيسي عليه السلام په وخت کې هم د مال زياتوالي پيښيږي په دي اساس له مال څخه استغناء به په دوو وختونو کې د مختلفو سببونو په اثررامنځ ته کېږي .

دوهم مطلب : دسوداګري زياتوالي :

د قيامت له علامو څخه يو هم د تجارت زياتوالي او په خلګو يي رواج موندل دي تر دي چې ښځي به  دنارينو سره په کې برخه واخلي . عبدالله بن مسعود د نبي عليه السلام څخه روايت کوي چې هغه فرمايي : إِنَّ بَيْنَ يَدَىِ السَّاعَةِ تَسْلِيمَ الْخَاصَّةِ وَفُشُوَّ التِّجَارَةِ حَتَّى تُعِينَ الْمَرْأَةُ زَوْجَهَا عَلِى التِّجَارَةِ ([62])

د قيامت څخه مخکې به په خاصو خلګو باندي سلام اچول رواج شي او تجارت به ډير رواج ومومي تر دي چې ښځه به دميړه سره په تجارت کې برخه اخلي

دعمرو بن تغلب رضي الله څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي : ان من اشراط الساعة ان يفشوالمال ويکثر و تفشو التجارة ([63])

دمال زياتوالي او تجارت رواج مو ندل د قيامت له علامو څخه دي دارښتيا شو ه تجارت زيات شو ښځو هم په کې برخه واخيسته خلګو د مال په ټولو لو کې سيالي شروع کړه نبي (ص) په خپلو احاديثو کې دا بيان کړي چې هغه پخپل امت باندي د فقر بيچاره ګي څخه ويره نه لري بلکه هغه فرمايي: فَوَاللَّهِ مَا الْفَقْرَ أَخْشَى عَلَيْكُمْ. وَلَكِنِّى أَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُبْسَطَ الدُّنْيَا عَلَيْكُمْ كَمَا بُسِطَتْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَتَنَافَسُوهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا وَتُهْلِكَكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُمْ ([64])

قسم په الله دي چې زه په تاسو باندي دفقر څخه ويره نه لرم بلکه زه دا ويره لرم چې دپخوا نيو امتونو په شان به تاسو ته ددنيا دروازي پرانيستل شي او تاسو به دهغو ي په شان ددنيا په راټولولو کې سيالي وکړي بالاخرة به تاسو هم لکه دپخوانيو په شان هلاک کړي

په يوه بل روايت همدي باب کې راغلي چې مال به تاسو  داسي مشغول کړي لکه هغوي يي چې مشغول کړل کله چې تاسو دفارس او روم ملکونه فتحه کړي او خزاني يي ترلاسه کړي تاسو به څوک ياست؟ عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه وويل هغسي به يو چې الله تعالي راته امر کړي رسول صلي الله عليه واله وسلم  وفرمايل يا بلکې  تاسو به په دنياوي چارو کې سيالي وکړي بيا به يو د بل سره حسد وکړي بيا  به يو بل ته شا وګرځوي او تر منځ به مو کېنه او بغض پيدا شي يايي دي ته ورته ويناوکړه ([65])

اسلامي امت ته په دنيايي چارو کې دسيالي انجام ددين کمزوري د هلاکت کندي ته غورځيدل او د يووالي ختميدل دي دغه کار پخو انيو ته هم پيښ شوي وو او اوس هم پيښيدونکې دي .

دريم مطلب : امانت ضايع کېدل :

د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي : اذ ا ضيعت الآمانة فانتظر الساعة :قال کېف اضاعتها يا رسول الله ؟ قال : اذا آسند الامر الی غير اهله فانتظر الساعة ([66])

کله چې امانت ضايع شي نو دقيامت په انتظار او سه درسول الله صلي الله عليه واله وسلم څخه پوښتنه وشوه چې د امانت ضايع کېدل څنګه وي ؟ هغه وفرمايل :کله چې نااهله خلګو ته کار وسپارل شي نو د قيامت په انتظار اوسه همدارنګه نبي عليه السلام د انسانانو له زړونو څخه دامانت دله منځه تللو څرنګوالي بيان کړي چې په زړونو کې به يي له اثر څخه علاوه نور هيڅ نه پاتي کېږي .

حضرت حذيفه رضي الله عنه وايي : رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  موږ ته دوه حديثونه وويل چې دلومړي حديث رښتينتوب ما پخپله وليد  او دوهم حديث منتظر يم رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  مونږته وويل امانت دخلګو دزړونو په تل کې ايښودل شوي هغوي لومړي دقران څخه زده کړل او بيايي دسنتو څخه زده کړل بيا نبي عليه السلام موږته د امانت دپورته والي (له منځه وړلو ) په هکله وفرمايل : سړي به ويده شي او امانت به يي له زړه څخه واخستل شي  خو دداغ په شان اثر به يي په زړه کې پاته وي بيا به ويده شي او امانت به يي له زړه څخه واخستل شي او دتڼاکې په شان اثر به په کې پاته شي لکه سکروټه چې په پښه ورغړوي او پښه تڼاکې شي او تڼاکې او به واخلي او وپړسيږي خو په منځ کې يي څه نه وي خلک به خرڅونه او اخيستنه کوي خو امانت کار به نه پيداکوي اوويل کېږي به چې فلاني قوم يو دشړشم دداني هومره ايمان هم نه وي حذيفة وايي ما به يو وخت د هرچا سره راکړه ورکړه (اخيستنه او خرڅونه )کوله خو پروا مي نه کوله ځکه که معامله کوونکې به مسلمان وو، اسلام به هغه د خيانت څخه منعه کاوه ،او که هغه به مسيحي وو نو دخيانت په صورت کې به حاکم زما حق ماته راسپاره خونن ورځ زه غير له فلاني څخه بل چاسره راکړه ورکړه نه کوم له دي حديث څخه په واضحه توګه معلوميږ ي چې امانت داري به دخلګو له زړونو څخه پورته کېږي داسي چې امين سړي به خيانت کار شي خيانت هغه سړي کوي چې په زړه کې يي دالله ويره نه وي ايمان يي کمزوري اودخائنانوسره ناسته ولاړه کوي نو دي هم خائن شي ځکه څوک چې چاسره اوسي په خوي دهغوشي.

دامانت ضايع کېدو له ډولونو څخه يو هم دخلګو دچارو لکه امانت ،خلافت قضاء او نورو مهمو وظيفو سپارل نااهله او بي کفايته خلګو ته دي چې په سمه تو ګه يي پرمخ نشي بيولائ ځکه چې داد خلګو دحقوقو ضايع کول او دهغو د ګټونه پالل او دهغو ي په زړونو کې داور بلول اوپه منځ کې يي دفتنو اچول دي([67]) .

کله چې ولس مشر امانت خيانت کړي نو تر لاس لاندي خلک به ضرورهمداسي کوي ځکه چې کشر دمشر پيروي نه کوي په دي اساس دولس مشر سموالي در عيت سموالي دي او دهغه ناسمولي درعيت ناسموالي دي نااهله اوبي کفايته کسانو ته د وظيفو سپارل ددي واضحه دليل دي چې خلک خپل دين ته هيڅ ارزښت نه ورکوي ځکه کېداي شي هغوي خپله ولس مشري داسي چاته وسپاري چې ددين هيڅ پروا نه لري او دابه هله وي چې جهل غالب او علم دخلګو نه پورته شي له دي کبله دغي نقطي ته په اشاري امام بخاري دابوهريره نوموړي حديث دعلم په کتاب کې ذ کر کړي دي ([68])

حافظ ابن حجر دنوموړي حديث په هکله وايي :په صحيح بخاري کې دکتاب العلم سره ددي حديث مناسبت دادي چې دجهل دغلبي او دعلم دپورته کېدو (له منځه تللو ) په وخت کې به نااهله کسانو ته دقدرت واګي سپارل کېږي چې داد قيامت دعلامو له جملي څخه دي ([69])

نبي کريم صلي الله عليه واله وسلم  ويلي دي چې :غولونکې کلونه به راشي او چاري به په کې سرچپه شي صادق سړي به درواغجن او دروغجن به صادق، امين به خائن ، او خائن به امين بلل کېږي ([70])

څلورم مطلب : دبخل زياتوالي :

بخل يو داسي بد شي دي چې د هغي په وجه باندي  دوي کورني په منځ کې صله رحمي قطع کېږي جګړي پيدا کېږي نور ډير فسادونه پکې دي چې څه حد ئي نشته ابوهريرة څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي :من اشراط الساعة ان يظهر الشح ([71])

دبخل زياتوالي دقيامت له علامو څخه دي.

همدارنګه ابوهريرة د نبي عليه السلام څخه روايت کړي چې هغه فرمايلي دي : يَتَقَارَبُ الزَّمَانُ ، وَيَنْقُصُ الْعَمَلُ ، وَيُلْقَى الشُّحُّ ([72])

زمانه رالنډيږي او عمل کميږي او په زړونو کې به بخل پيدا شي .

دمعاويه رضي الله عنه څخه روايت دي چې ما درسول الله صلي الله عليه واله وسلم  څخه اوريدلي دي چې فرمايل يي :لايزداد الامر الاشدة ولايزداد الناس الاشحا ([73])

حالات لاپسي بدتر کېږي او خلک لازيات بخيلان کېږي .

بخل ناوړه صفت دي اسلام تري منعه کړي ، او دايي بيان کړي چې څوک د دي ناوړه صفت څخه ځان وساتي هغه کامياب او دفلاح خاوند دي .

 

لکه الله تعالي چې فرمايي وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ([74])

ژباړه : او څوک چې وساتل شو د حرص د نفس خپل څخه نو همدا کسان دوي کامياب دي([75])

دجابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي: اتقوا الظلم فان الظلم ظلمات يوم القيامة واتقواالشح فان الشح اهلک من کان قبلکم حملهم علی ان سفکوا دماءهم واســـــــــتحلوا محارمهم ([76])

د ظلم څخه ځان وساتي ،ځکه ددنيا دظلم نتيجه په آخرت کې توري تياري دي او دبخل څخه ځان وساتي ځکه له تاسو څخه پخواني امتونه د بخل په سبب هلاک شول بخل هغوي دي ته وهڅول چې يو دبل ويني تويي کړي او نږدي خپلواني محرمي ښځي حلالي وګڼي .

قاضي عياض وايي : کېداي شي دا هلاکت هماغه دنيايي هلاکت وي چې په حديث کې بيان شوي چې دوي به په دنيا کې يو دبل ويني تويي کړي خو دا احتمال قوي ښکاري چې دا دي د اخرت هلاکېدل وي او کېدا ي شي چې په دنيا او اخرت دواړو کې هلاکېدل وي ([77])

پنځم مطلب : دتعميرونو په لوړولو کې سيالي :

دغه علامه نبوي عصر ته په نږدي وخت کې راښکاره شوه او وروسته يي انتشار وموند دفتوحاتو په سبب د مسلمانانو په مخ ددنيا دروازي پرانستل شوي مالونه ورسره ډير شو او دډيرو دنيا ته ميلان پيدا شو  نو ځکه يي دتعميرونو په جوړولو او کورونو په نقاشي کې سيالي وکړه هغوي د پخوانيو امتو نو په مرض اخته شو چې هغه دمال راټولول او په غير شرعي لاروکې يي مصرفول دي تر دي چې دښتو اوسيدونکې شپانه او هغوي ته ورته محتاج او نادره خلک دنورو په شان مالداره شو او د لوړو تعميرونو په جوړولو کې يي سيالي شروع کړه داټول د رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  دهغه حديث تصديق دي چې بخاري او مسلم د ابوهريره څخه روايت کړي په هغه کې  راغلي کله چې جبرائيل عليه السلام د نبي عليه السلام نه دقيامت دنيټي پوښتنه وکړه هغه تري ناخبري وښودل خو ورته يي وويل چې و لکن ساحدثک عن اشراطها فذکر فيها واذا تطاول رعا ءالبهم في البنيان فذاک من اشراطها ([78])

لکن زه به دي د قيامت له علامو څخه خبر کړم (په دي ترڅ کې وويل )دقيامت يوه علامه داده چې شپانه د تعميرونو په جوړولو کې سيالي شروع کړي دمسلم په يو روايت کې راغلي : وان تري الحفاة العراة العالة رعاء الشاة يتطاولون في البنيان ([79])

کله چې دي وليدل چې لڅی پښي(پايلوچ) ابله خوار شپانه (ميږي څرونکې ) دتعميرونو په جوړولو کې سيالي کوي امام احمد دعبدالله بن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړي چې جبرائيل عليه السلام درسول الله صلي الله عليه واله وسلم  څخه پوښتنه وکړه : يارسول الله ومن اصحاب الشاء والحفاة الجياع العاله ؟ قال : العرب ([80])

اي رسول الله! داد پسونو خاوندان او پښي ابله او وږي تږي څوک دي ؟ هغه وفرمايل عرب دي.

امام بخاري د ابوهريرة څخه روايت کوي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي : لاتقوم السا عة....حتي يتطاول الناس في البنيان ([81])

قيامت تر هغه پوري نه راځي چې تر څو خلګ دتعمير په جوړولو کې سيالي نه وي کړي حافظ ابن حجر وائي : د (التطاول في البنيان ) معني دا ده چې هر کور جوړونکې غواړي چې کور يي دبل د کور څخه لوړ وي او دا احتمال هم لري چې مطلب تر ي په نقاشي او ښايسته کولو کې سيالي وي يا له دي څخه هم اعم ددي کارونو زياته برخه څرګنده شوي او لا په زياتيدو ده ([82])

په نني زمانه کې دابلکل څرګنده شوه خلګو دتعميرونو په لويوالي، جګوالي، نقاشي او ښايسته والي کې سيالي وکړه بلکه داسي لوړ لوړ تعميرونه يې جوړکړل چې دامريکې او نورې نړي لوړ پوړو تعميرونو ته ورته والي لري .بس اوس فکر وکړه چې ايا داټولې علامي نه دي موجودي شوي مونږخپله داسي خلګ ليدلي دي چې شپونکېان وه،غريب خلګ وه،جامي او څپلکې به ورته نه پيدا کېدي اوس ديو کور په ځاي يي بي شماره کورونه ولاړدي .

شپږم مطلب : دمسجدونو په ښايسته کولو کې سيالي :

دقيامت له علامو څخه يوه هم د مسجدونو نقاشي کول او په هغه باندي افتخار دي احمد د انس څخه روايت کړي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي : لاتقوم الساعة حتي يتباهي الناس في المساجد ([83])

(قيامت تر هغو پوري نه راځي تر څو خلګو په مسجد ونو باندي افتخار نه وي کړي ) داعلامه هم نن موجوده شوي ده مسجدونه دفخر لپاره په چندو باندي جوړوي .

او دنسائي او ابن خزيمه په روايت کې راغلي چې : من اشراط الساعة ان يتباهي الناس في المساجد ([84])

په مسجدونو باندي افتخارکول دقيامت له علامو څخه دي امام بخاري وائي انس رضي الله عنه وويل (يَتَبَاهَوْنَ بِهَا ، ثُمَّ لاَ يَعْمُرُونَهَا إِلاَّ قَلِيلاً) په جوړولو به ئي افتخارکوي خو عبادت به په کې ډير کم کوي نو په مساجدو باندي دافتخارمعنی داده چې د هغي نقاشي ته ډير پام وکړي .

ابن عباس وائي : تُزَخْرِفُنَّهَا كَمَا زَخْرَفَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى ([85])

تاسو به مساجد هغسي نقاشي کړي لکه يهود او نصاراچې خپلي عبادت خاني په ګلونو او قسماقسم رنګونو باندي نقاشي کولي حضرت عمر بن الخطاب (رض) دمسجد له نقاشي څخه منعه کړي ځکه چې داکاردلمونځ کوونکې پام له لمانځه څخه بلي خوا ته اړوي هغه چې کله مسجد نبوي دبيا وداني (تجديد )امر وکړ ويي ويل : أَكِنَّ النَّاسَ مِنَ الْمَطَرِ ، وَإِيَّاكَ أَنْ تُحَمِّرَ أَوْ تُصَفِّرَ ، فَتَفْتِنَ النَّاسَ ([86])

داسي يي جوړکړه چې خلک دباران نه وساتي او پام کوه سوريازيړ رنګ په کې استعمال نه کړي چې خلک به په فتنه کې واچوي الله تعالی دي په حضرت عمر رضي الله عنه رحم وکړي خلګو دهغه په وصيت عمل ونه کړ دمسجدونو په جوړولو کې يي نه داچې په سور او ژيړ رنګ اکتفاء ونه کړه بلکه مسجدونه يي د ګلدوزي ټوکرپه شان نقاشي کړل پاچاهانو او خلفاوودمسجدونو په جوړولو کې سيالي شروع کړه اود تعجب وړکارونه يي وکړل چې تر اوسه پوري په ځينو ځايونو لکه شام،مصر، مراکش،  اندلس او نوروځايونو کې دهغوي په لاس جوړ شوي مسجدونه شته په نقاشي او رنګينه کولوکې يو دبل سره سيالي کوي په دي کې هيڅ شک نشته چې د مساجدو نقاشي او ښايسته کول داسراف او بي ځايه مصرف علامه ده ځکه مسجد په اطاعت او ذکر سره آباديږي او ددي کارلپاره همدومره کافي ده چې مسجد داسي جوړشي چې خلک دګرمي او يخني او باران څخه وساتي د مسجدونو په نقاشي او دقران کريم په ښـا يسته کولو کې سخت وعيد راغلي دي ابوالدرداء وايي : اذا ذوقتم مساجدکم وحليتم مصاحفکم فالدمار عليکم ([87])

کله چې تاسو خپل مسجدونه نقاشي او قران کريمونه مو ښايسته کړي نو تاسو به هلاک شي ([88])

محمد المنادی وائي دمسجدونو نقاشي او دقران کريم ښايسته کول ممنوع کاردي ځکه چې داکار د لمونځ کوونکې زړه دخشوع او حضورنه مشغولوي دامام شافعي په مذهب کې دمسجدونوڅه چې دکعبي نقاشي هم په سرو او سپينو زرو باندي مطلقة حرامه ده او په نوروشيانو باندي مکروه ده([89])

دوهم مبحث :دفتني په باره کې

اول مطلب : دفتنو پيداکېدل :

فتنه په عربي ژبه کې ابتلاء او امتحان ته وايي او زياتره په هغه شيانو کې استعماليږي چې دانسان ښه نه ايسيږي خو دغه لفظ وروسته هر ناوړه کار يا ناوړه نتيجي لرونکې شي لکه ګناه ،کفر ، قتل .سوزونه او نورولپاره اسـتعمال شو ([90])

دنبي عليه السلام خبرداري کړي چې دقيامت له علامو څخه يوه هم دغټوعټو فتنو راپاريدل دي چې په نتيجه کې به يي حق دباطل سره ګډوډ شي او ايمان به ولړزوي تر دي چې سړي به سهار مومن وي او ماښام به کافر يابه ماښام مومن وي سهار به کافر کله چې کومه فتنه راوپاريږي مومن به وايي دامي هلاکونکې وه نوموړي فتنه به ختمه شي بله به راوپاريږي بيا به وائي دافتنه مي هلاکونکې ده دا د قيامت دشروع کېدو پوري به دفتنو د راپايدني لړي ، همداسي دوام لري دابوموسي اشعري څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي إِنَّ بَيْنَ يَدَىِ السَّاعَةِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ يُصْبِحُ الرَّجُلُ فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُمْسِى كَافِرًا وَيُمْسِى مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا الْقَاعِدُ فِيهَا خَيْرٌ مِنَ الْقَائِمِ وَالْمَاشِى فِيهَا خَيْرٌ مِنَ السَّاعِى فَكَسِّرُوا قِسِيَّكُمْ وَقَطِّعُوا أَوْتَارَكُمْ وَاضْرِبُوا سُيُوفَكُمْ بِالْحِجَارَةِ فَإِنْ دُخِلَ - يَعْنِى عَلَى أَحَدٍ مِنْكُمْ - فَلْيَكُنْ كَخَيْرِ ابْنَىْ آدَمَ ([91])

دقيامت څخه مخکې به دتورۍ شپې په شان دفتنو لړي رامنځته شي سهار به سړي مومن او ماښام به کافر او يابه ماښام مومن او سهاربه کافر ناست په کې له ولاړنه ښه وي او ولاړ له روان نه او روان له منډي وهونکې نه ښه وي نو کله چې دغه فتني وي تاسو خپلي خنجري ماتي کړي او ليندي مو غوڅي کړي او توري مو به تيږه ووهي که څوک کورته دشر په نيت درننوت نو دادم عليه السلام دښه ځوي په شان دريځ اختيارکړه يعني مظلوم اوسه نه ظالم .

دنبي عليه السلام دښځي بي بي ام سلمي څخه روايت دي چې وائي نبي عليه السلام يوه شپه ويريدلي له خوبه راپاڅيد او ويي ويل : سبحان الله  الله تعالي څومره خزاني راښکته کړي او څومره فتني راکوزي کړي شوي دي بيايي خپلو بيبيانو ته په اشاره کې وفرمايل په کوټو کې ويدي ښځي څوک راويښوي تر څو لمونځ وکړي کېداي شي په دنيا کې ځيني پټي ښځي په اخرت کې بربنډي وي([92])

دعبدالله بن عمروبن العاص څخه روايت دي چې وايي درسول الله صلي الله عليه واله وسلم  داعي غږکړ چې دجماعت لمانځه ته حاضر شي موږ رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  ته ورټول شوهغه وفرمايل له ماڅخه مخکې چې څه پيغمبران وو دهغو دهر يوه دا فرض ووچې خپل امت ته دخير ټولې لاري وښي اودشر له ټولو لارو څخه يي خبردا رکړي ددي امت  دلومړي زماني خلګ به دعافيت او سلامتيا څخه برخمن وي خو  اخرنيو ته به يي مصيبتونه او داسي چاري ورپيښي شي چې تاسو به يي بدي ګڼي .

داسي فتني به راوپاريږي چې لومړني به د وروستي په نسبت نرمه او خفيفه وي بيا به بله فتنه راوپاريږي او مومن سړي به وايي دامي هلاکوونکې ده دا څوک چې د دوزخ له اور څخه ژغورنه ا و جنت ته داخليدل غواړي نو په الله او د اخرت  په ورځ باندي دايمان سره دي مړشي([93])

دفتنو په هکله احاديث ډير زيات دي ځکه چې نبي عليه السلام خپل امت دفتنو څخه خبردار کړي امر يي کړي چې له هغو څخه پناه وغواړي همدارنګه هغه ددي آګاهي کړي ده چې ددي امت اخرني خلک به  د داسي مصيبتونو اوغټوفتنو سره مخامخ شي چې دخلاصون يواځيني لار يي په الله او داخرت په ورځ باندي ايمان درلودل او مسلمانانو دټولګي سره يوځاي کېدل دي چې هغه اهل سنت دي ولو که لږهم وي او دفتنو ځيني لريوالي او له هغو څخه پناه غوښتل دي ځکه نبي عليه السلام فرمايلي : تَعَوَّذُوا بِاللَّهِ مِنَ الْفِتَنِ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ([94])

له الله تعالي څخه دښکاره او پټو فتنو پناه وغواړي

دوهم مطلب :ددرواغجنو پيغمبرانو څرګنديدل :

دقيامت له ښکاره شوو علامو څخه يوه هم دهغو درواغجنو څرګنديدل دي چې دپيغمبري دعوې کوي چې شمير يي ديرشو ته رسيږي دهغوي ځيني دنبي عليه السلام اواصحابوپه وخت کې څرګند شول او لړي يي دوام لري په نبوي احاديثو کې دبيان شوي شميري څخه مطلب هر درواغجن پيغمبر نه دي ځکه چې هغوي له شمير څخه وتلي دي بلکه مطلب يي هغه درواغجن پيغمبران دي چې پياوړي وي او پيروان ولري او خلګو ترمنځ شهرت ومومي ([95])

دابوهريره څخه روايت دي چې نبي عليه السلام وفرمايل : لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُبْعَثَ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ قَرِيبٌ مِنْ ثَلاَثِينَ كُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنَّهُ رَسُولُ اللَّهِ ([96])

قيامت به تر هغه پوري نه راځي چې نږدي ديرش دروغجن دجالان راڅرګند نه شي دهغوي هريو به دپيغمبري دعوي کوي .دثوبان رضي الله عنه څخه روايت دي چې وايي رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  وفرمايل : لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَلْحَقَ قَبَائِلُ مِنْ أُمَّتِى بِالْمُشْرِكِينَ وَحَتَّى تَعْبُدَ قَبَائِلُ مِنْ أُمَّتِى الأَوْثَانَ وَإِنَّهُ سَيَكُونُ فِى أُمَّتِى كَذَّابُونَ ثَلاَثُونَ كُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنَّهُ نَبِىٌّ وَأَنَا خَاتَمُ النَّبِيِّينَ لاَ نَبِىَّ بَعْدِى ([97])

قيامت به تر هغه پوري نه راځي چې زما دامت ځيني قبيلي دمشرکانو سره يو ځاي شوي نه وي او دبتانو عبادات يي نه وي کړي او زما په امت کې به ديرش درواغجن وي هريو به دپيغمبري دعوي کوي او زه خاتم النبيين يم زماڅخه وروسته بل پيغمبر نشته .

ددي دجالانو په هکله ډير احاديث راغلي په ځينو احاديثو کې لکه دثوبان په حديث کې راغلي چې دهغو شمير يقينا ديرش دي او په ځينو نورواحاديثو کې لکه دصحيحينو په حديث کې راغلي چې دهغو شمير نږدي ديرش دي کېداي شي د ثوبان په روايت کې کموالي له پامه غورځول شوي وي ([98])

ددغو ديرشو درواغجنو له جملي څخه يو هم مسيلمه کذاب وه هغه دنبي عليه السلام دژوند په اخر وخت کې دپيغمبري دعوه وکړه رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  هغه ته ليک واستاوه او هغه يي مسيلمه کذاب ونوماوه دهغه پيروان ډير زيات شول او مسلمانانو ته دغټ شرمصدر وګرځيدل بالاخره هغه دابوبکر صديق دخلافت په دوران کې ديمامي په مشهوره جګړه کې ووژل شو همدارنګه بل درواغجن په يمن کې اسودعنسي ووچې دپيغمبري دعوا يي وکړه او صحابووهغه دنبي عليه السلام دوفات څخه مخکې ووژاه همدارنګه يوه ښځه چې سجاح نو ميده دپيغمبري دعوي يي وکړه او مسيلمه هغه په نکاح کړه خو دمسيلمه د وژل کېدو څخه وروسته هغه بيرته اسلام ته راواوښته همدارنګه بل درواغجن طلحه بن خويلد الاسدي وو چې دپيغمبري دعوه يي وکړه خو وروسته يي تو به وايسته او بيرته اسلام ته راوګړځيد بل درواغجن مختارد ابو عبيد الثقفي ځوي ووهغه لومړي داهل بيتو سره دمحبت او دحضرت حسين دقاتلانو دقصاص خبره مطرح کړه ډيرپيروان يي پيدا کړل او دعبيدالله بن زبير دخلافت په اول کې يي کوفه ونيوله وروسته هغه شيطان ګمراه کړاودنبوت دعوي يي وکړه او ويل يي چې جبرائيل ورته وحي راوړي([99])

داچې د مختاره دجالانو له ډلي څخه دي ددي يو قوي دليل دادي چې امام ابوداود دجالانو په هکله د ابوهريره دحديث څخه وروسته ليکې چې ابراهيم النخعي دعبيده السلماني څخه پوښتنه وکړه چې ايا مختار دنوموړو له ډلي څخه دي ؟ عبيده ځواب ورکړدايي له مشرانو څخه دي ([100])

بل درواغجن حارث الکذاب وو هغه دعبدالملک بن مروان په خلافت کې څرګند شو او ووژل شو همدارنګه دعباسيانو په خلافت کې هم څو کسانو دپيغمبري دعوي وکړه ([101])

په اوسني زمانه کې په هند کې مرزا غلام احمد قادياني دپيغمبري دعوه وکړه او ويي ويل چې هغه مسيح منتظر دي او عيسي عليه السلام په اسمان کې ژوندي نه دي هغه داسي نوري باطلي دعواګاني هم وکړي او خلک يي ترشا ودريدل البته علماؤ د هغه درواغ بيان او دهغه ټولي دعواګاني يي ردکړي ددي درواغجنو پيغمبرانو لړي به همداسي دوام لري تر څو يي اخرني ړوند درواغجن دجال راڅرګند شي امام احمد دسمره بن جندب رضي الله عنه څخه روايت کړي چې د رسول صلي الله عليه واله وسلم  په زمانه کې لمر کسوف وينو هغه په خپله خطبه کې داسي وفرمايل (وانه والله لاتقوم الساعة حتي يخرج ثلاثون کذابا اخرهم الاعور الدجال ([102])

قسم دي تر هغه پوري قيامت نه راځي چې ديرش درواغجن راونه ووزي چې اخرني به يي ړونددروغجن دجال وي ددي درواغجنو په ډله کې څلور ښځي هم دي حذيفه رضي الله عنه وايي نبي عليه السلام فرمايلي دي :في امتي کذابون و دجالون سبعة وعشرون منهم اربع نسوة واني خاتم النبيين لانبي بعدي ([103])

زما په امت کې اوه ويشت درواغجن او دجالان دي چې له هغي جملي څخه څلور ښځي دي او زه خاتم النبيين يم زما نه وروسته بل پيغمبر نشته .

دريم مطلب : دپخوانيو امتونو دتګلاري تعقيبول :

دغټو فتنو له جملي څخه يوه هم دپخوانيو امتونو (يهودو او نصارا وو )تګلاره تعقيبول او تقليد دي ځيني مسلمان دکفارو تقليد کوي او دهغوي اخلاق خپلوي دادنبي عليه السلام حديث دهغه تصديق کوي چې امام بخاري د ابوهريره څخه روايت کړي : لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَأْخُذَ أُمَّتِى مَا أَخَذَ الأُمَمَ وَالْقُرُونَ قَبْلَهَا شِبْراً بِشِبْرٍ وَذِرَاعاً بِذِرَاعٍ ». قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ كَمَا فَعَلَتْ فَارِسُ وَالرُّومُ قَالَ « وَهَلِ النَّاسُ إِلاَّ أُولَئِكَ ([104])

قيامت تر هغو پوري نه راځي چې زما امت دپخوانيو امتونو تګلاره لويشت په لويشت او ګز په ګز نه وي تعقيب کړي رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  ته وويل شول لکه فارسيان او روميان ؟هغه وفرمايل نور نو څوک ؟

دابو سعيد الخدري په روايت کې راغلي چې (قلنا يا رسول الله اليهود والنصاري دي ؟ قال فمن([105])

موږ وويل اي رسول الله ايا يهود او نصاري ؟هغه وفرمايل :نورڅوک ؟ ابن بطال وايي نبي (ع) ددي خبر داري کړي چې امت به يي دپخوانيو امتونو په څير دمحدثاتو (دنو ي پيداشوي شيانو )او بدعتونو او نفسي خواهشاتو پيروي کوي رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  په ډيرو احاديثو کې خبرداري  ورکړي چې وروسته (راتلونکې) خلک به لابدتر وي او قيامت په بدو خلګو شروع  کېږي او دين به دځينو خاصو خلګو په منځ کې پاتي وي .

ابن حجر وايي اکثره شيان چې نبي عليه السلام دهغو خبرداري ورکړي پيښ شوي دي او پاتي نور به هم پيښ شي ([106])

په اوسني وخت کې ډير مسلمانان دشرق او غرب دکفارو تقليد او دهغوۍ پيښې کوي زموږ نارينه دهغوۍ دنارينوو او ښځي مو دهغوي دښځو پيښيي کوي .

او دهغوۍ تر تآثير لاندي راغلي حتی ځيني مسلمانان خو په دي کار کې له اسلام څخه ووتل او داسي فکر يي وکړ چې د ترقي او تمدن يواځيني لاره دقران او سنتو په پريښودلو کې ده خو چا چې په رښتيا اسلام وپيژانده هغه پوهيږي چې مسلمانان په دي وروستيو وختو کې څومره ددين څخه لېري او داسلامي عقيدي څخه منحرف شوي دي هغوي ته داسلام نوم پاتي دي او بس ځکه هغوي دکفارو قوانيين تطبيقوي او دشريعت څخه لاس په سر شوي دي دنبي عليه السلام دا حديث چې وايي تاسو (مسلمانان )به لويشت په لويشت او ګزپه ګز دهغوي پيروي کوي حتی که هغوي دکربوړي سوري ته ننوځي نو تاسو به ورپسي ننوځي .

امام نووي وايي : دلويشتي ،ګزاو سوري نه مطلب دهغوي سره کلک موافقت دي او دا شيان يي دمثال په ډول ذکر کړيدي او مراد يي دهغوي سره په ګناه او مخالفت کې يو شانته والي دي نه په کفر کې داد نبي عليه السلام لپاره يوه ښکاره معجزه ده ځکه څه چې يي ويلي هغه پيښ شول([107])

فتني له شميره وتلي دښځو فتنه دمال فتنه نفسي خواهشات منصب پرستي رياست مشر توب داټولي هغه فتني دي چې کېداي شي انسان دهلاکت کندي ته وغورځوي .

څلورم مطلب : د ظالمانو دملا تړو زياتوالي :

امام احمد دابوامامه رضي الله عنه څخه روايت کړي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي : يَكُونُ فِى هَذِهِ الأُمَّةِ فِى آخِرِ الزَّمَانِ رِجَالٌ - أَوْ قَالَ يَخْرُجُ رِجَالٌ مِنْ هَذِهِ الأُمَّةِ فِى آخِرِ الزَّمَانِ - مَعَهُمْ أَسْيَاطٌ كَأَنَّهَا أَذْنَابُ الْبَقَرِ يَغْدُونَ فِى سَخَطِ اللَّهِ وَيَرُوحُونَ فِى غَضَبِهِ ([108])

په دي امت کې به په اخره زمانه کې داسي خلک وي ياداچې په اخره زمانه کې به په دي امت کې داسي خلک راپيدا کېږي چې دهغوي سره به دغوايانو دلکېو په څير قمچېيني وي هغوي باندي به سهار او ماښآم دالله قهراو غضب وي.

دطبراني په روايت کې راغلي چې حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بن عَيَّاشٍ، عَنْ شُرَحْبِيلَ بن مُسْلِمٍ، عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمْ، يَقُولُ: سَيَكُونُ فِي آخِرِ الزَّمَانِ شَرَطَةٌ، يَغْدُونَ فِي غَضِبِ اللَّهِ، وَيَرُوحُونَ فِي سَخَطِ اللَّهِ، فَإِيَّاكَ أَنْ تَكُونَ مِنْ بِطَانَتِهِمْ ([109])

په اخره زمانه کې به پوليس وي هغوي به سهاراو ماښام دالله په قهر او غضب اخته وي پام کوه چې ته دهغوي ملګرتيا ونه کړي دغه طا ئفه خلک چې په مسلمانانو به مسلطه وي او په ناحقه به يي ځوروي نبي (ع)دوزخيان بللي دي امام مسلم دابوهريره څخه روايت کوي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي : صِنْفَانِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ لَمْ أَرَهُمَا قَوْمٌ مَعَهُمْ سِيَاطٌ كَأَذْنَابِ الْبَقَرِ يَضْرِبُونَ بِهَا النَّاسَ ([110])

دوه ډلي دوزخيان دي چې مانه دي ليدلي يوه ډله هغه خلک دي چې هغوي سره به دغوايانو دلکېو په شان قمچېني وي او خلک به پري وهي امام نووي وايي : داحديث  دنبي عليه السلام دمعجزاتو څخه دي ځکه څه چې يي ويلي وو هغسي پيښ شول نن دقمچېنو خاوندان دامني دقومنداني پوليس دي ([111])

نبي عليه السلام ابوهريره ته داسي فرمايلي وه : إِنْ طَالَتْ بِكَ مُدَّةٌ أَوْشَكْتَ أَنْ تَرَى قَوْمًا يَغْدُونَ فِى سَخَطِ اللَّهِ وَيَرُوحُونَ فِى لَعْنَتِهِ فِى أَيْدِيهِمْ مِثْلُ أَذْنَابِ الْبَقَرِ ([112])  که چېرته دي عمر اوږد شو کېداي شي داسي يوه ډله خلک وګوري چې هغوي به سهار دالله په غضب آو مآښآم به دآلله په لعنت کې تيروي دهغوي په لاسونو کې بۀ دغوايانو دلکېو په څير قمچېني وي .عبدالله بن عباس رضي الله عنه وايي رسول الله ص ١ فرمايلي : يکو ن عليکم امرا هم شرا من المجوس ([113])

په تاسي باندي به دمجوسو (آتش پرستو )نه بدتر خلک حاکمان وي .

پنځم مطلب : دعلم له منځه تلل او جهل خپريدل :

دقيامت دعلامو څخه يوه هم دعلم له منځه تلل او دجهل خپريدل دي دانس بن مالک څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي : من اشراط الساعة ان يرفع العلم ويثبت الجهل ([114])

دقيامت دعلامو څخه يوه هم دعلم له منځه تلل او په ځاي يي دجهل او ناپوهي خپريدل دي شقيق بن سلمه وايي : زه دعبدالله بن مسعود او ابو موسي اشعري سره ناست وم هغوي وويل رسول

الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي : إِنَّ بَيْنَ يَدَىِ السَّاعَةِ لأَيَّامًا يَنْزِلُ فِيهَا الْجَهْلُ ، وَيُرْفَعُ فِيهَا الْعِلْمُ ([115])

دقيامت داسي ورځي راتلونکې دي چې جهل او ناپوهي به په کې راکوزه شي او علم به له منځه ولاړشي.

دابوهريره څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي يَتَقَارَبُ الزَّمَانُ وَيُقْبَضُ الْعِلْمُ وَتَظْهَرُ الْفِتَنُ وَيُلْقَى الشُّحُّ وَيَكْثُرُ الْهَرْجُ ([116])

زمانه به رالنډه او علم به له منځه ولاړشي فتني به راوپاريږي او بخل به خپور شي او قتل به زيات شي

ابن بطال وايي :په دي نبوي حديث کې مو دقيامت ټولي بيان شوي علامي په ستر ګو وليد لي علم کم او جهل زيات شو په زړونو کې بخل پيداشو فتني خپري شوي او قتل زيات شو ([117])

حافظ ابن حجر دابن بطال خبره داسي کوي : ماته داسي ښکاري هغه څه چې هغه په ستر ګو ليدلي هغه ديادو شوو شيانو زياتوالي و،او دهغو مقابل طر ف هم وجود درلود خو له حديث څخه مراد دنوموړو شيانو استحکام د ي داسي چې دهغوي په مقابل کې دپام وړ څه موجود نه وي په دي خاطريي دعلم له منځه تللوتعبيرکړي دي چې مطلق جهل به پاتي کېږي خو داديوي ډلي علماؤ دموجوديت سره څه تعارض نه لري .ځکه چې هغوي به دنوموړو په منځ کې ناڅرګنده وي ([118])

دعلم دله منځه تللو سبب دعلماؤ مړينه ده عبدالله بن عمروبن العاص دنبي عليه السلام څخه روايت کوي چې هغه فرمايلي دي : إِنَّ اللَّهَ لاَ يَقْبِضُ الْعِلْمَ انْتِزَاعًا ، يَنْتَزِعُهُ مِنَ الْعِبَادِ ، وَلَكِنْ يَقْبِضُ الْعِلْمَ بِقَبْضِ الْعُلَمَاءِ ، حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِمًا ، اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوسًا جُهَّالاً فَسُئِلُوا ، فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ ، فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا ([119])

الله تعالي علم داسي له منځه څخه نه وړي چې دخلګو له زړونو يي محوه کړي بلکه دعلماؤ دمړيني په اثر يي له منځه وړي تر دي چې هيڅ عالم پاتي نشي او خلک جاهلان اوناپوهان خپل مشران وټاکې دهغوي څخه چې دکومي مسئلي پوښتنه وشي هغوي په بي علمي فتوی ورکړي نو هم پخپله او هم نور خلک  ګمراه کړي .

امام نووي وايي : ددي حديث څخه داسي معلوميږي چې په تيرو شويو احاديثو کې دعلم دمطلق له منځه تللو څخه مطلب دعلماؤ له زړونو څخه دعلم محوه کېدل نه دي بلکه معني يي داده چې

علماء مړه شي او خلک جاهلان مشران وټاکې چې دخپلو جهالتونو او ناپوهيو په اساس به حکم کوي نو هم پخپله ګمراه شي او هم نورخلک ګمراه کړي ([120])

په تيرو شويو احاديثو کې دعلم څخه مقصد دقران او حديث علم دي چې هغه دانبياوو عليهم السلام ميراث دي ځکه علماء دانبياوو وارثان دي او د هغوي په مړينه علم هم له منځه ځي اونبوي طريقي پريښودل کېږي او بدعتونه راڅرګنديږي او جهل خپريږي څرنګه چې دنيايي علم لا په زياتيدو دي نو ځکه هغه دحديثود مراد څخه به په بي علمي فتوی ورکوي نو هم به خپله او هم نور خلک ګمراه کړي .

ګمراهي د دين څخه دناخبرتيا په صورت کې رامنځ ته کېږي رښتياني علماءهغه دي چې په خپل علم عمل کوي او امت ته دحق او هدايت لار ښيي دعلم سره چې عمل نه وي ګټه نه لري بلکه دبدبختي سبب ګرځي دبخاري په يوه روايت کې راغلي چې (وينقص العمل ) ([121])

عمل به کم شي .

حافظ ذهبي د يو تعداد علماؤ دنومونو دذکر کولو څخه وروسته ليکې هغوي ته ډير لږ علم په بر خه شوي وو خونن ورځ بيخي لږ او په کمو خلګو کې پاتي دي او په هغه لږ علم باندي عمل کوونکې بيا بيخي لږ دي حسبنا الله ونعم الوکېل ([122])

د امام ذهبي په وخت کې چې دعلم حالت داسي وو نو دا وايه چې زموږ د زماني به څه حال وي ځکه څومره چې دنبوت له زماني څخه وخت زيات تيريږي هغومره علم کميږي او جهل زياتيږي ځکه صحابه کرام ددي امت تر ټولو پوه خلګ وه، بيا تابعين او بيا تبع تابعين چې هغوي دبهترينو پيړيو او سيدونکې وو لکه په حديث کې چې راغلي : خير الناس قرني ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم ([123])

بهترين خلک زما دزماني خلک دي يعني صحابه ورپسي بهترين خلک هغه دي چې له دوۍ وروسته راځي يعني تابعين اوورپسي بهترين خلک هغه دي چې دهغوي څخه وروسته راځي (تبع تابعين ).

دعلم کموالي او د جهل زياتوالي دوام لري او داسي وخت به راشي چې خلک به د اسلام فرائض نه پيژني  حضرت حذيفه دنبي عليه السلام څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل :

(يَدْرُسُ الإِسْلاَمُ كَمَا يَدْرُسُ وَشْىُ الثَّوْبِ حَتَّى لاَ يُدْرَى مَا صِيَامٌ وَلاَ صَلاَةٌ وَلاَ نُسُكٌ وَلاَ صَدَقَةٌ وَلَيُسْرَى عَلَى كِتَابِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ فِى لَيْلَةٍ فَلاَ يَبْقَى فِى الأَرْضِ مِنْهُ آيَةٌ وَتَبْقَى طَوَائِفُ مِنَ النَّاسِ الشَّيْخُ الْكَبِيرُ وَالْعَجُوزُ يَقُولُونَ أَدْرَكْنَا آبَاءَنَا عَلَى هَذِهِ الْكَلِمَةِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ فَنَحْنُ نَقُولُهَا ([124])

داسلام دين به داسي محوه کېږي لکه څرنګه چې دجامي داغونه محوه کېږي څوک به روژه لمونځ حج او زکا ت نه پيژني دالله تعالي کتاب به په يوه شپه کې له دنيا څخه راټول شي يو ايت به يي هم پاتي نه شي سپين ږيري سړي او سپين سري ښځي به وايي زموږ پلرونو به لااله الاالله ويله نو موږ يي هم وايو .

صلة بن زفر ([125]) حذيفة ته وويل په داسي حال کې چې  هغو ي روژه  لمونځ ، حج ، او زکات نه پيژني نو د لااله الا الله ويل به هغو ي ته څه ګټه وکړي ؟ حذيفة تري مخ واړوه  هغه خپله پوښتنه دري ځله تکرار کړه  دري واړه ځله حذيفة تري مخ واړواه په دريم ځل کې يي ورته وويل د توحيد کلمه يي ددوزخ د اورڅخه ژغوري .

عبدالله بن مسعود وايي : قران کريم به ستاسو له منځه دشپي يووړل شي دخلګو له زړونو څخه به محوه شي په مځکه کې به يي هيڅ اثر نه وي ([126])

ابن تيمية وايي : په اخره زمانه کې به قران کريم دزړونو او کتابونو څخه محوه شي په زړونو کې به يو ه کلمه هم پاتي نشي ([127])

له دي څخه غټه خبره داچې په ځمکه کې به دالله نوم څوک په خوله نه اخلي انس رضي الله دنبي عليه السلام څخه روايت کړي چې هغه فرمايلي دي :لاتقوم الساعة حتي لايقال في الارض الله ([128])

قيامت به قائم نه شئ تر څو پوری چې ويل کېږي الله

ابن کثير وايي : ددي حديث معني په دوه ډوله شوي :

لومړي:معني يي داده چې هيڅوک به منکر ته منکر نه وايي او په بدکار اخته به څوک تري نه منعه کوي نبي عليه السلام  ددي حالت تعبير کړي چې الله الله به څوک نه وايي لکه دعبدالله بن عمرو رضي الله عنه په حديث کې چې راغلي : فَيَبْقَى فِيهَا عَجَاجَةٌ لاَ يَعْرِفُونَ مَعْرُوفاً وَلاَ يُنْكِرُونَ مُنْكَراً ([129])

په ځمکه کې به احمقان او لو پران پاتي شي هغو ۍ به معروف نه پيژني او منکر ته به منکرنه وائي.

دويم : په ځمکه کې به دالله ذکر ختم شي او نو م به يي څوک نه پيژني دا به د زماني دفساد او دانساني نوعي دله منځه تللو او دکفر او فسق او ګناه د ډيروالي وخت وي ([130])

دريم مبحث : د خلګو په اړه

اول مطلب : دديني احکامو له پامه غورځول :

دقيامت له علامو څخه يو ه هم ديني احکامو څخه بي تو جهي  او نه پاملرنه ده

د ابن مسعود څخه روايت دي چې وايي ماد رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  څخه اوريدلي چې فرمايل يي : ان من اشراط الساعة ان يمر الرجل بالمسجد لا يصلي فيه رکعتين ([131])

دقيامت له علامو څخه يوه داده چې سړي به په مسجد کې تيريږي  خو دوه رکعته لمو نځ به پکې نه کو ي.

په يو بل روايت کې راځي چې :ان يمر الرجل بالمسجد فلايصلي فيه ([132])

سړي به په مسجد تيريږي خو لمونځ به په کې نه کوي .

دعبدالله بن مسعودرضي الله عنه څخه روايت دي چې وايي : لاتقوم الساعة حتي تتخذ المساجد طرقا ([133])

دقيامت تر هغو پوري نه راځي چې تر څو چې له مسجدونو څخه دلارو په تو ګه کار وانه خستل شي دانس رضي الله عنه په يوه روايت کې چې له نبي عليه السلام څخه يي روايت کړي راغلي چې : ان من امارت الساعة ان تتخذ المساجد طرقا ([134])

دقيامت له علامو څخه يوه هم له مسجدونو څخه دلارو جوړول دي :

دمسجدونو درناوي د دين د شعائروڅخه دي او د ايمان او پرهيزګاري نښه ده لکه الله تعالي فرمايي : ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ ([135])

ژباړه : او چا چې تعظيم او کړلو دخاصو نښو چې الله تعالي مقرر کړي دي نو يقينا دا تعظيم د زړونو دي ([136])

نبي عليه السلام فرمايلي دي : فاذا دخل احد کم المسجد فلا يجلس حتي يرکع رکعتين ([137])

کله چې ستاسو کوم يو مسجد ته داخليږي نو ترڅو چې دوه رکعته لمونځ يي نه وي کړي نه دي کښيني تر ټولو بد خولاداچې نن ورځ په اسلامي هيوادونو او هغو هيوادونو کې چې دکفارو تر لاس لاندي دي مسجدونه دعبادت او ذکر په ځاي د کفارو لپاره دسياحت او تفريح په ځايونو بدل شوي دي .

دوهم مطلب : دناحقه شاهدي زياتوالي او حقي شاهدي پټول :

عبدالله بن مسعود څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي د ي: بين يدي الساعة وشها دة الزور وکتمان شهادة الحق ([138])

دقيامت دورځي څخه به مخکې ناحقه شاهدي ويل او حقه شاهدي پټول رواج شي ناحقه شاهدي داده چې قصدا په درواغو شاهدي ورکړي څرنګه چې دناحقي شاهدي په سبب حق باطل کېږي دغسي دحقي شاهدي پټول هم دحق د باطل کېدو سبب ګرځي الله تعالي فرمايي : وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آَثِمٌ قَلْبُهُ ([139])

ژباړه : او مه پټوي ګواهي او کوم سړي چې يي پټه کړي نو بيشکه ګناه ګاردي زړه دده ([140])

ابوبکر رضي الله عنه وايي موږ درسول الله صلي الله عليه واله وسلم  سره ناست وو هغه وفرمايل : أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ » . ثَلاَثًا . قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ . قَالَ « الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ ، وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ » . وَجَلَسَ وَكَانَ مُتَّكِئًا فَقَالَ « أَلاَ وَقَوْلُ الزُّورِ » . قَالَ فَمَا زَالَ يُكَرِّرُهَا حَتَّى قُلْنَا لَيْتَهُ سَكَتَ ([141])

ايا په غټوګناهګانو کې تر ټولو غټي ګناه څخه خبر درکړم ؟دري ځلي يي داخبره تکرار کړه اصحابو وويل ولي نه يا رسول الله ويي فرمايل د الله تعالي سره شرک، دمور او پلار عقوق (نافرماني او نارضايت ) او ناحقه شاهدي هغه تکېه کړي وه بيا کښيناست او دا خبر ه يي څو ځله تکرار کړه تر دي چې موږ وويل کاشکې چې چوپ شوي واي نن ورځ دناحقي شاهدي ويل او حقي شاهدي پټول ډير زيات شوي او څرنګه  چې دا ډير خطرناک کارد ي نو ځکه نبي عليه السلام دشرک او عقوق سره يو ځاي ذکر کړي ناحقه شاهدي دايمان دکمزوري او له الله څخه دنه ويري دليل دي او دظلم زياتي او په مال او ناموس کې دخلګو دحقوقو دضايع کېدو سبب ګرځي .

دريم مطلب : دښځو زياتو الي او دنارينووکموالي :

دانس رضي الله عنه څخه روايت دي چې ويل يي زه به تاسو ته دنبي عليه السلام يو حديث درواوروم چې زماڅخه وروسته يي درته څوک نشي اورولاي مادرسول الله صلي الله عليه وسلم څخه اوريدلي چې فرمايلي يي دي : من اشراط الساعة ان يقل العلم ويظهر الجهل وليظهر الزنا وتکثر النساء ويقل الرجال حتي يکون لخمسين امراة القيم الواحد ([142])

دقيامت له علامو څخه دعلم کموالي  دجهل او ناپوهي زياتوالي دزنا زياتوالي دښځو زياتوالي او دنارينه وو کموالي دي تر دي حده پوري يو سړي به دپنځوسو ښځو سرپرستي کوي ځني وايي چې دښځو د ډيروالي سبب دفتنو او جګړو زياتوالي دي چې دنارينوو دمړيني سبب ګرځي ځکه هغوي دجنګ خلک دي نه ښځي ([143])

ځيني نور وايي : سبب يي دمسلمانانو په لاس ډير ي فتني او کاميابي دي چې په نتيجه کې وينځي ډيريږي او يوسړي به څو وينځي لري .

حافظ ابن حجر وايي : زه په دي کې ترديد لرم ځکه د ابومو سی اشعري په حديث کې راغلي چې : من قلة الرجال وکثرة النساء ([144])

له دي څخه دامعلوميږي چې دادقيامت دنږدي کېدو خالصه علامه ده نه کوم بل سبب داسي چې الله تعالي به په اخره زمانه کې دهلکانو پيدايښت کم او دښځو پيدايښت به زيات کړ ي داچې دښځو زياتوالي دي دقيامت علامه وي دجهل دخپريدو او علم دکميدو سره ډير ښه اړخ لګوي([145])

زه وايم : دښځو دډيروالي او د نارينه دکموالي سبب کېداي شي هغه څه وي چې ابن حجر ويلي او کېداي شي بل څه وي لکه دفتنو پاريدل چې دجګړي سبب ګرځي ځکه دامام مسلم په روايت کې راغلي چې دښځو دزياتوالي او دنارينوو دکموالي سبب دنارينوو مړينه اودښځو پاتي کېدنه ده او نارينه غالبا په جګړو کې وژل کېږي دحديث لفظ دادي : ويذهب الرجال وتبقي النساء حتي يکون لخمسين امراة قيم واحد ([146])

سړي به ځي او ښځي به پاتي کېږي تر دي حده چې دپنځوسو ښځو سرپرستي به يو سړي کوي دپنځوسو څخه مطلب کټ مټ همدا شمير نه دي بلکه ډيروالي مطلب دي ([147])

ځکه يو دابومو سی اشعري په روايت کې راغلي :  وير ي الرجل الواحد يتبعه اربعون امراة يلزن به([148])

سړي به ليدل کېږي چې څلويښت ښځي به پسي رواني وي او پناه به وروړي

څلورم مطلب: دښځو بربنډ لباس :

دقيامت له علامو څخه يوه هم دشرعي آدآبو له چوکاټ څخه دښځو وتل دي داسي جامي به اغوندي چې عورت يي نه پټوي  دښايست لوازم ، ويښتان او دبدن هغه ځايونه به ښکاره کوي چې پټول يي واجب دي عبدالله بن عمر رضي الله عنه وايي مادرسول الله صلي الله عليه واله وسلم  څخه اوريدلي دي چې فرمايل يي : سَيَكُونُ فِى آخِرِ أُمَّتِى رِجَالٌ يَرْكَبُونَ عَلَى السُّرُوجٍ كَأَشْبَاهِ الرِّجَالِ يَنْزِلُونَ عَلَى أَبْوَابِ الْمَسَاجِدِ نِسَاؤُهُمْ كَاسِيَاتٌ عَارِيَاتٌ عَلَى رُءُوسِهِمْ كَأَسْنِمَةِ الْبُخْتِ الْعِجَافِ الْعَنُوهُنَّ فَإِنَّهُنَّ مَلْعُونَاتٌ لَوْ كَانَتْ وَرَاءَكُمْ أُمَّةٌ مِنَ الأُمَمِ لَخَدَمْنَ نِسَاؤُكُمْ نِسَاءَهُمْ كَمَا يَخْدُمْنَكُمْ نِسَاءُ الأُمَمِ قَبْلَكُمْ ([149])

زما د امت په اخرينو کې به داسي سړي وي چې مسجد ته دتګ په وخت کې به په داسي زينونو باندي سپريږي لکه د اس يا اوښ زين ښځي به يي  پټي بربنډي وي او دسرونو ويښتان به يي په لوړوالي او ميلان کې داسي وي لکه دخراساني ډنګرو اوښآنو بوکان لعنت پري ووايي ځکه هغوي ملعوني دي که له تاسو څخه وروسته بل امت واي نو ستاسو ښځو به دهغو دښځو داسي خدمت کاوه لکه دپخوانيو امتونو ښځي چې ستاسو خدمت کوي .

د امام حاکم په روايت کې راغلي چې : سيکون في اخر هذه الامة رجال يرکبون علی المياثرحتي ياتو ا ابواب مساجدهم نساءوهم  کا سيات عاريات ([150])

ددي امت په اخره کې به داسي سړي وي چې په وريښمينو غټو زينونو باندي به سپريږي او مسجدونو ته به ځي ښځي به يي پټي بربنډي وي .

دابوهريره څخه روايت دي چې رسول الله فرمايلي دي : صِنْفَانِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ لَمْ أَرَهُمَا قَوْمٌ مَعَهُمْ سِيَاطٌ كَأَذْنَابِ الْبَقَرِ يَضْرِبُونَ بِهَا النَّاسَ وَنِسَاءٌ كَاسِيَاتٌ عَارِيَاتٌ مُمِيلاَتٌ مَائِلاَتٌ رُءُوسُهُنَّ كَأَسْنِمَةِ الْبُخْتِ الْمَائِلَةِ لاَ يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ وَلاَ يَجِدْنَ رِيحَهَا وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ كَذَا وَكَذَا  ([151])

دوه ډلي دوزخيان دي  چې ليدلي مي نه دي يوه ډله هغه خلک دي چې هغوي سره به دغوايانو دلکېو په شان قمچېني وي او خلک به پري وهي بله ډله هغه ښځي دي چې پټي بربنډي وي خلک به ځانته راجلبوي سرونه به يي دخراساني او ښانو دبوکانو يعني کوب پشان جګ او مائل و ي داښځي جنت ته نه شي داخليداي او نه يي خوشبويي موندلاي شي حال داچې دجنت خوشبويي دلري مسافي نه محسوس کېږي.

دابوهريره څخه روايت دي چې رسول الله (ص)فرمايلې دي: من اشراط الساعة ان تظهر ثياب تلبسها نساء کاسيات عاريات([152])

دقيامت له علامو څخه يوه داده چې داسي جامي به پيدا شي چې ښځي به يي اغوندي او په کې به پټي بربنډي وي.

دا احاديث له نبوي معجزاتو څخه دي ځکه هغه څه چې په دي احاديثو کې بيان شوي پخوا لا رامنځته شوي او په او سني وخت کې خورا زيات شوي دي دنبي (ع) دغه ښځي بربنډي بللي دي ځکه هغوي سره له دي چې جامي اغوندي خو بيا هم هغوي بربنډي دي ځکه دهغوي جامي دنريوالي او شفافيت له امله دستر (پټوالي ) وظيفه نه ترسره کوي په اوسني عصر کې د اکثرو ښځو جامي دغسي دي ([153])

ځيني وايي دپټو بربنډونه مطلب دادي چې هغوي بدن پټوي خو ټکري (پړوني ) په ځان پوري کلک تاووي جامي داسي تنګي جوړوي چې اندامونه يي بيل بيل ښکاري سينه يي مخکې وتلي وي  او کوناټي شاته يا دبدن ځيني برخي ښکاره کوي له دي کبله په اخرت کې سزا ورکول کېږي ([154])

نبي عليه السلام ددغو ښځو څوصفتونه بيان کړي پټي بربنډي ناز او نخري کوونکې او سرونه يي دخراساني اوښانو دبوکانو په شان مائل دي داټول صفتونه نن ورځ دسر په ستر ګو ليدل کېږي ته به وايي ګواکې نبي عليه السلام دا    اوسني حالت په سترګو ويني او موږ ته يي بيانوي نن ورځ د ښځو د ويښتانو د جوړولو لپاره خاص ځايونه جوړشوي چې آرايشګاه بلل کېږي او اکثره نايان په کې نارينه وي هغوي ډيري زياتي پيسي اخلي د ويښتو جوړول خولاپريږده ځيني ښځي په هغو طبيعي ويښتو چې الله ورکړي اکتفاء نه کوي بلکه مصنوعي ويښتان په خپل سر لګوي تر څو زيات نرم ،ځلا لرونکې او ښايسته شي او نارينه ځانته راجلب کړي ([155])

پنځم مطلب : د نا اهله  خلګو مشری:

دقيامت دعلامو څخه يوه هم دحقائقو معکوس کېدل  او دحالاتو بدلون دي داسي چې دخلګو چاري به نااهله جاهلانو او رذيلانو ته وسپارل شي کم اصله خلک به سرلوړي اود قدرت خاوندان شي او اصيل او سيال خلک به دقدرت څخه ګوښه کړاي شي نن ورځ حالات همداشان دي ډير مشران او اهل العقد ته غوره شوي کسان ناصالحه او له نورو څخه بي علمه وي، سره له دي چې په کار خو داده چې دا ټولي وظيفي دينداره او تقوا داره خلګو ته وسپارل شي ځکه هغوي بهتر او غوره خلک دي الله تعالي فرمايي  : ان اکرمکم عندالله اتقکم ([156])

ژباړه : يقينا ډير عزتمند ستاسو دالله تعالي په نزد ډير تقوي داردي ([157])

له دي کبله نبي عليه السلام هغه خلک واليان او چارواکې ټاکل چې له نورو څخه به ښه او پوه وو همدارنګه دخلفاءراشدينو دکردار ډيري بيلګي شته يو له هغو څخه دحذيفه حديث دي چې نبي عليه السلام دنجران خلګو ته وويل : لابعثن اليکم رجلا امينا حق امين فاستشرف لها اصحاب النبي صلي الله عليه واله وسلم  فبعث ابا عبيدة ([158])

زه به تاسو ته يو امين سړي دروليږم چې په رښتيا هم امين دي صحابووهر يوه دا  آرزو درلوده نبي عليه السلام ابوعبيدة بن الجراح ورواستاوه داچې دکم اصلو خلګو سر لوړي او قدرت ته رسيدنه دقيامت دعلامو څخه ده په دي هکله به ځيني نبوي احاديث بيان کړم د ابوهريره څخه روايت دي چې نبي عليه السلام فرمايلي دي : انها ستاتي علي الناس سنون حذائمه يصدق فيها الکاذب ويکذب فيها الصادق و يوتمن فيها الخائن ويخون فيها الامين وينطق فيها الرويبضة قيل وماالرويبضة ؟ قال التفيه يتکلم في امر العامة ([159])

په خلګو باندي به غولو ونکې کلونه راشي درواغجن به صادق او صادق به درواغجن ګڼل کېږي خائن به امين او امين به خائن ګڼل کېږي او کم عقله او احمق خلک به په لويو چاروکې غږيږي دجبرائيل عليه السلام په اوږده حديث کې چې د ايمان او اسلام او احسان په باره کې دي راغلي چې: ولکن ساحدثک عن اشراطها واذا کانت العراة الحفاة رؤس الناس فذاک من اشراطها ([160])

زه به دي دقيامت له علاموڅخه خبر کړم کله چې بربنډه اوپښي ابله دخلګو واکداران شي دادقيامت علامه ده .

دعمربن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول صلي الله عليه وسلم  وفرمايل : من أشراط الساعة أن يغلب على الدنيا لكع بن لكع فخير الناس يومئذ مؤمن بين كريمين ([161])

دقيامت له علامو څخه يوه داده چې په دنيا کې وجاهت او ددنياي نعمتونو څخه برخورداري  دکم عقلواو ناپوهانو خلګو په برخه شي په هغه وخت کې به بهترين سړي هغه مومن وي چې د اصيل مور او پلار څخه زيږيدلي وي .

لکع : په عربي ژبه کې مريي ته ويل کېږي او حماقت او د بد صفت په معنی استعمال شوي چې بخيل او لئيم ته ويل کېږي او ماشوم ته هم ويل کېږي خو که غټ سړي ته لکع وويل شي مطلب تري کم عقله او ناپوه دي ([162])

په صحيح حديث کې راغلي : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ - رضى الله عنه - قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - اذا اسند الامر الي غير اهله  فانتظر الساعة ([163])

کله چې دخلګو چاري نااهله او بي کفايته خلګو ته وسپارل شي نو دقيامت انتظار کوي د ابوهريره څخه روايت دي چې وايي : ان من اشراط الساعة ان يعلو التحوت الوعول أكذلك يا عبد الله بن مسعود سمعته من حبي قال نعم ورب الكعبة قلنا وما التحوت قال فسول الرجال وأهل البيوت الغامضة يرفعون فوق صالحيهم والوعول أهل البيوت الصالحة ([164])

دقيامت له علامو څخه يوه داده چې کم اصله او بي نسبه خلک به په اصيلو او سيالو خلګو باندي او چت شي او عبدالله بن مسعوده! ايا تا دنبي عليه السلام څخه همداسي  اوريدلي وو؟ هغه وويل هو ،دکعبي په رب مي دي قسم وي موږ پوښتنه وکړه چې (تحو ت )يعني څه ؟ ويي ويل کم اصله او بي نسبه خلک چې په سيالو خلګو باندي اوچت شي او (وعول )دسيالو کورنيو خلک دي .

حذيفه بن اليمان وايي نبي عليه السلام فرمايي :لاتقوم الساعة حتي يکو ن اسعد الناس بالدنيا لکع بن لکع ([165])

قيامت تر هغو پوري نه راځي چې کم عقله او ناپوه سړي له ټولو نه په دنيا زيات خوشحاله نه شي .

حذيفه په يوه بل روايت کې دنبي عليه السلام څخه دامانت دپورته کېدو په هکله داسي روايت کوي چې : حتي يقال للرجل ما اجلده مااظرفه ما اعقله وما في قلبه مثقال حبة من خردل من ايمان ([166])

تر دي چې ديوه سړي په هکله به ويل کېږي چې : صبر اوثبات لري ډير خوش طبعيت او ډير هوښياردي حال داچې دهغه په زړه کې به دشړشم دداني هومره ايمان هم نه وي.

مسلمانان په اوسني زمانه کې بالکل همداسي دي ګوري به يوسړي ته چې دپوره عقل او ښو اخلاق او نورو ښو صفاتو نسبت کېږي حال داچې هغه به تر ټولو فاسق او بي دينه او خائن وي او کېداي شي دمسلمانانو دښمن هم وي او اسلام دتخريب لپاره به کارکوي .

شپږم مطلب : دناڅاپي مرګ زياتوالي :

دانس بن مالک رضي الله عنه په هغه حديث کې چې نبي عليه السلام نه يي روايت کړي راغلي چې هغه وفرمايل : ان من امارت الساعة ان يظهر موت الفجاة ([167])

دقيامت له علامو څخه يوه هم دناڅاپي مرګ زياتوالي دي نن ورځ دناڅاپي مرګ پيښي ډير ي زياتي شوي سړي به جوړ اوروغ وي اوناڅاپه به مړ شي دي ډول مرګ ته په اوسني وخت کې (سکته قلب ) وايي عاقل ته په کارده چې ځانته متوجه شي او دناڅاپه مرګ دمخه الله تعالي ته رجوع وکړي امام بخاري رحمة الله عليه به ويل :

اغنتم في الفـــــــراغ فضل رکوع                               فعسی ان يکو ن موتک بغته

کم صحيح رايت من غير مقم                               ذهبت نفســــه الصحيحه فلته

دوزګارتيا په وخت کې دوه رکعته لمونځ غنيمت وګڼۀ کېداي شي ناڅاپه مړشي ډير روغ خلک مي وليدل چې مرض يي نه درلود اوناڅاپه مړه شول

ابن حجر وايي : دتعجب ځاي دادي چې امام بخاري هم په ناڅاپي يا هغه ته ورته مرګ باندي مړشو ([168])

مطلب داشو چې دا ا ميد او تمنا د مرګ چې کوي نو دبي ديني ، فسق او فجور دزياتيدو په وجه به يي نه کوي بلکه خپل مصيبتو نه او تکليفونه به پري ډير وي دي وجه څخه حديث شريف کې منعه راغلي ده چې دمرګ تمنا مه کوي دمصيبت په وجه ليکن قيامت ته نږدي به خلق داسي کوي لکه نن هم داسي شته بعض ځان وژني او قتل کوي او بعض ځان ته اور اچوي دمصيبتونو آو دزړه د تنګيدو په وجه او بعض په وسله  ځآن وژني خودکشي کوي .

اووم مطلب : دخلګو ترمنځ د ناپيژند ګلوي خپريدل :

حذيفه وايي : له رسول الله صلي الله عليه وسلم  څخه دقيامت پوښتنه وشوه  هغه وفرمايل :علمها عند ربي لايجليها لوقتها الاهو ولکن اخبرکم بمشاد يطيها ومايکو ن بين يديها ان بين يديها فتنة وهرجا قالو يارسول الله الفتنه قد عرفنا ها فالهر ج ما هو ؟ قال بلسان الحبشة القتل ويلقي بين الناس التناکر فلا يکاد احد ان يعرف احد ([169])

دقيامت علم الله لره دي هغه به يي په خپل وخت ښکاره کوي خو زه به تاسو ته دقيامت له علامو او له هغه څخه مخکې چې څه پيښيږي خبر درکړم دقيامت څخه مخکې به فتنه او هرج پيښ شي صحابوو وويل فتنه مو وپيژندله هرج څه ته وايي ؟ ويي فرمايل دحبشو په ژبه کې قتل ته وايي او دخلګو ترمنځ به ناپيژندګلوي خپره شي ډير کم سړي به بل پيژني .

کله چې دخلګو تر منځ مصيبتونه اوجګړي پيښي شي  او کله چې ماديات په خلګو غلبه وکړي اوهريو په خپلو شخصي ګټومصروف شي دنوروګټي او حقوق له پامه وغورځوي هغه وخت کرغيړنه ځان ځاني منځ ته راشي انسان به دخپلو نفسي خواهشاتو  په چوکاټ کې له منځه ولاړشي ايماني ورورلي به وجود نه لري چې دالله په خاطر سره خلک مينه او محبت وکړئ اويوبل ته دخيرخواهي او تقوي په اساس سره لاسونه ورکړي طبراني دمحمد بن سوقة څخه روايت کړي چې وايي :زه نعيم بن ابي هند ته ورغلم هغه ماته يو ليک راوښود چې په کې ليکلي شوي وو دابوعبيدة بن الجراح اومعاذ بن جبل له طرفه عمر بن الخطاب ته السلام عليکم په ليک کې راغلي وو چې: موږ به داسي ويل چې ددي  امت خلګ به په اخره زمانه کې په ظاهره وروڼه او په باطن کې دښمنان وي بيايي دعمر بن الخطاب ځواب ليکلي وو چې په کې راغلي وو تاسو زه له دي څخه وويرولم چې ددي امت خلګ به په اخره زمانه کې په ظاهره وروڼه او په باطن کې دښمنان وي خوتاسو له هغو خلګو څخه نه ياست ونه اوس دهغو خلګو وخت دي هغه وخت به په خلګو کې رغبت او ويره پيداشي خلک به يو بل سره فقط د دنيايي ګټوپه خاطر چال چلند کوي .

اتم مطلب : دسختي بلا له کبله د مرګ هيله :

دابوهريره څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  وفرمايل : لاتقوم الساعة حتي يمرالرجل بقبر الرجل فيقول ياليتني مکانه ([170])

قيامت ترهغو پوري نه راځي چې داسي وخت رانه شي چې يو سړي به دبل په قبر تيريږي او وايي به کاشکې زه په دي قبر کې وايي .

دابوهريره په بل حديث کې راغلي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  وفرمايل :والذي نفسي بيده لاتذهب الدنيا حتي يمر الرجل علي القبر فيتمرغ عليه ويقول ياليتني کنت مکان صاحب هذا القبر وليس به الدين  الاالبلاء( [171])

قسم په هغه ذات چې زماروح يي په لاس کې دي دنيا ترهغو نه ورانيږي چې يو سړي به په يو قبر باندي دتيريدو په وخت ځان پري وغورځوي او وايي به کاشکې زه ددي قبر دخاوندپه ځاي واي هغه به د دينداري په وجه نه بلکه دسختي بلا له امله به دا  آرزو لري

دمرگ آرزو دفتنو دزياتيدو او دحالاتو دبدلون او دشرعي احکامو دتبديل په نتيجه کې رامنځته کېږي که څه هم داسي حالات تراوسه نه دي پيښ شوي خو خامخا پيښيدونکې دي .

عبدالله بن مسعود وايي :په تاسو باندي به داسي وخت راشي که مرګ په کې خرڅيداي نو اخيستي به مو واي لکه شاعرچې وايي :

وهذا العيش مالاخير فيه      الاموت يباع فاشتريه ([172])

په دي ژوند کې خير او فايده نشته ، ايا مرګ خرڅيږي چې يي واخلم .

حافظ عبدالرحيم عراقي وايي : داضرورنه ده چې بلا او مصيبت دي په هرځاي او هر وخت کې وي او ټول خلک دي پري اخته وي بلکه که ځيني خلک په ځينو ځايونو او وختونو کې داډول حالت سره مخامخ شي دحديث دتصديق لپاره کافي دي .په هر يوه باندي دتيريدو په وخت کې ددي ډول ارزو څخه داڅرګنديږي چې خلک دحالاتو دخرابوالي له امله په ډيره تنګسه کې دي ځکه کله کله سړي دمرګ ا رزو کوي بي له دي چې دزنکدن حالت راپه زړه کړي خو کله چې مړي او قبرونه په سترګو ويني طبيعت يي خراب او دمرګ له آرزونه ورته نفرت پيداشي خو دلته سخت مصيبت او تنګسه دقبرووحشت ناک حالت تري هيروي اود مرګ آرزوکوي دعه آرزودهغه بل حديث سره څه ټکر نه لري چې په هغه کې دمرګ د آرزو څخه منعه شويده ځکه دا حديث دحالاتو بيان کوي نه دشرعي حکم بيان([173])

نبي عليه السلام داهم ويلي چې په خلګو باندي به داسي سختي او تکليف راشي چې ددجال د راوتلو ارزو به کوي دحذيفة څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  فرمايلي دي : يأتي على الناس زمان يتمنون فيه الدجال" قلت: يا رسول الله بأبي وأمي مم ذاك؟ قال: "مما يلقون من العناء والعناء ([174])

په خلګو باندي به داسي وخت راشي چې ددجال دراوتلو ارزو به کوي ماوويل يارسول الله مور او پلار مي ستا څخه ځار شه ولي دا ارزو کوي ؟وئي وفرمايل :دسخت تکليف له امله .

نهم مطلب :دښو خلګو له منځه تلل :

دقيامت له علامو څخه يوه هم دښو خلګو مړه کېدل او دغوره خلګوکمي او دبدو خلګو زياتي دي تردي چې غير له بدونه نور څوک پاته نه شي نو هغه وخت به قيامت پيل کېږي دعبدالله بن عمروڅخه روايت دي چې رسول الله فرمايلي دي :لاتقوم الساعة حتي ياخذ الله شريطته من اهل الارض فيبقي فيها عجاجة لايعرفون معروفا ولاينکرون منکرا([175])

قيامت ترهغو پوري نه راځي تر څو چې الله تعالي دينداره او دخير کسان نه وي مړه کړي دهغوي څخه وروسته به په ځمکه کې ارذال ا و بي خيره کسان پاتي شي هغوي به نه معروف پيژني او نه به له منکرو څخه اجتناب کوي دابه هماغه وخت وي چې دځمکې څخه دعلم ټغر ټول شي او جاهلان فتوی ته وګمارل شي خلګو ته به غلطي فتواګاني ورکوي عمروبن شعيب دخپل پلارڅخه او پلاريي دخپل نيکه څخه او هغه دنبي عليه السلام څخه روايت کوي چې رسول الله صلي الله عليه واله وسلم  وفرمايل :ياتي علي الناس زمان يغربلون فيه  غربلة يبقی منهم حثالة قد مرجت عهودهم واماناتهم واختلفوافکانو هکذا وشبک بين آصآبعه ([176])

په خلګو باندي به داسي وخت راشي چې چاڼ به کړي شي صالح او نيک خلک به له منځه ولاړشي او بد اوبيکاره خلک به پاتي شي هغو ي به نه دعهد او پيمان پابند وي او نه به امانت ادا کو ي په هغو ي کې به اختلاف پيداشي او په خپلو منځو کې به سره ونښلي کله چې ګناه او فساد زيات شي ، امربالمعروف او نهي عن المنکر ترک کړاي شي داسي چې نيک او صالح  منکرشيان وويني اوخلک تري منعه نه کړي هغه وخت به الهي عذاب په نيکو او بدو ټولو نازل او ټول به پري اخته شي لکه په حديث کې چې راغلي کله چې دنبي عليه السلام نه پوښتنه وشوه چې : انهلک وفينا الصالحون ؟ قال نعم .اذا کثر الخبث ([177])

ايا زمونږپه منځ کې به صالح او ښه خلک وي او موږبه هلاک کېږو ؟ ويي فرمايل هو کله چې خبث (بدي ) زيات شي .

څلورم مبحث :دکبيره ګناهونوښکاره کېدل

بايدمونږاوتاسودکبيره اوصغيره ګناهونو د دواړوڅخه ځانونه وساتوڅنګه چې په قرآن کريم اوحديث نبوى کى يي ذکرراغلى دى چې صغيره ګناه مونځ اودس اوداسى نورعمل صالح سره الله تعالى بښي  اوکبيره ګناه بغيردتوبى استغفار څخه الله تعالى نه بښی ،لکه څرنګه چې دکبيره ګناهونوزياتوالى په ټولنه کښى پيداشوي دى اوهيڅوک ورته توجه هم نه کوي له همدى کبله خلک په فتنوکښى واقع کېږى لکه دشرابوڅښل چې يوعادى شى ګرځيدلى دى.

اول مطلب:د(زنا)خپريدل

په انسانانوکې دزناخپريدل اوډيروالى نبي عليه السلام دقيامت دعلاموڅخه ګڼلى، دغه علامه نن ورځ ښه څرګنده شوي ده دانس څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلى دي (ان من اشراط الساعة (فذکرفيها)ويظهرالزنا)([178])

دقيامت له علاموڅخه يوه هم دزناخپريدل دي.

دابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلى دي (سياتي على الناس سنوات خداعات (فذکرالحديث وفيه)وتشيع فيهاالفاحشة)([179])

په خلګوباندى به غولوونکې کلونه راشي،هغه په دي ترڅ کې دفحشاء خپريدل په ګوته کړل لدي نه هم بدتردزنا حلال ګڼل دي،دابومالک اشعري څخه روايت دي چې هغه دنبي عليه السلام څخه اوريدلى چې هغه وفرمايل 🙁 لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِى أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْمَعَازِفَ)([180])

زماپه امت کې به داسي خلک وي چې هغوي به زنااو وريښمينى جامى اغوستل اودموسيقي اوريدل حلال ګڼي.

په آخره زمانه کې کله چې مؤمنان ختم شي،نو شريرخلک پاتى شي،هغوي به لکه دخروپه شان يوپه بل سپريږي،

لکه دنواس بن سمعان په حديث کې چې راغلى دي(ويبقى شرارالناس يتهارجون فيهاتهارج الحمرفعليهم تقوم الساعة)([181])

شريراوبدترين خلک به پاتى شي،هغوي به لکه دخروپه شان يوپه بل سپريږي اوقيامت به په دغسي خلګوباندي پيل کېږى.

ابوهريره رضي الله عنه دنبي عليه السلام څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل (والذي نفسى بيده لاتغنىى هذه الامة حتى يقوم الرجل الى المراة فيفترشهافى الطريق،فيکون خيارهم يومئذ من يقول:لو واريتهاوراء الحائط)([182])

قسم په هغه ذات چې زماروح يي په لاس کې دي،دا امت به ترهغوپوري له منځه نه ځى چې داسي وخت نه وي راغلى چى يوسړي به دبيګانه ښځي سره دلاري په سرزناکوي په هغه وخت کې به ښه سړي هغه وي چې زناکارته ووايي:که دديوال ترشايي پناه کړي.

امام قرطبي د(المفهم)مؤلف دانس په حديث باندي داسي ليکنه کړي دغه حديث دنبوت يوه علامه ده،ځکه هغه دځينوشيانودپيښيدوخبره کړى وه په اوسنى زمانه کې دپخواپه نسبت نوموړي شيان ډيرزيات څرګندشوي([183])

که داډول پيښي دامام قرطبى په وخت کې پيښيدي،نوزموږپه اوسني وخت کې خودالازياتى دي،ځکه چې جهل ډيرغالب شوي،اوپه خلګوکې فسادخپورشوي دي

دوهم مطلب :دربا(سود)خپريدل

دقيامت له علامو څخه يوهم دخلګوترمنځ درباخپريدل اودحرامو بي پروا خوړل دي،عبدالله بن مسعودرضي الله عنه دنبي عليه السلام څخه روايت کړي چې هغه فرمايلى دي(بين يدي الساعة يظهرالربا)([184])

قيامت څخه مخکې به رباخپريږي.

دابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلى :(ليا تين على الناس زمان لايبالي المرء بما اخذالمال امن الحلال ام من حرام)([185])

په خلګوباندي به داسى وخت راشي چې سړي به داهيڅ باک نه ګڼى چې له کومى لاري يي مال ترلاسه کړ،دحلالو څخه که دحراموڅخه.

په اوسنۍ زمانه کې په ډيرومسلمانانوباندي داحديث تطبيقيږي ،ځکه ډيرزيات يي دحلالى ګټي خيال نه ساتى،مطلب يي دمال جمع کول دي له حلالووي که حرامو،نن ورځ په اکثروتجارتى معاملاتوکې ربارواج لري،ځکه بانکونه د ربا تعامل کوي،اواکثره خلک دبانکونوسره دمعاملى په بلاکې لويدلى دي.

دريم مطلب :شراب زيات څښل اوحلال ګڼل

دقيامت دعلاموڅخه يوه هم په اسلامي امت کې دشرابوڅخل اوهغه په نورونومونوسره نومول دي،اوله دي نه بدتره دهغه حلال ګڼل دي دانس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دي چې وايي:مادنبى عليه السلام څخه اوريدلى چې ويل يي (من اشراط الساعة ويشرب الخمر)([186])

دقيامت له علامونه يوه هم دشرابوڅښل دي.

دعباده بن صامت رضي الله عنه څخه روايت دي چې نبي عليه السلام فرمايلى دي:(ليستحلن طائفة من امتي الخمرباسم يسمونهااياه)([187])

زمادامت يوه ډله به دشراب حلال ګڼى اوپه بل نوم به يي نوموي:شراب په ډيرونومونو نومول شوي لکه روحي مشروبات ،اوداسي نورنومونه په دي امت کې دشرابوڅښلو،اودهغه دحلال ګڼلو،اوپه بل نوم نومولوپه هکله ډيراحاديث راغلى دي.

قاضي ابوبکربن العربى دشرابوحلال ګڼل په دوه ډوله تفسيرکړى،

لومړي:داسي اعتقادلرل چې شراب حلال دي.

دويم داچې دشرابوڅښل ورته دومره ساده خبره ښکاري اوڅه باک په کې نه وينى،لکه حلال چې خوري،هغه وايي چې داسي خلک يي وليدل اوتري يي واوريدل چې داډول کارکوي)([188])

داسي خلک زموږ په زمانه کې ډيرزيات دي،ځکه ځيني خلک دشرابوپه څښلواخته شوي،اوله دي نه بدتره داچې په ځيني اسلامي هيوادونوکې په ښکاره خرڅيږي اوڅښل کېږي،اونشه يي موادپه داسي پراخه پيمانه رواج لري چې ساري نه لري،داټول دغټ خطر،اولوي فساد بد زيري له ځانه سره لري.

 

 

څلورم مطلب :دموسيقى سامانونو راوتل اوحلال ګڼل.

دسهل بن سعدرضي الله عنه څخه روايت دي چې نبى عليه السلام فرمايلي دي:(سيکون في آخرالزمان خسف وقذف ومسخ ،قيل :ومتى ذالک يارسول الله ؟قال:اذا اظهرت المعازف والقينات )([189])

په آخره زمانه کې به خسف اوتيږى وريدل اومسخ پيښ شي،درسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې دابه کله وي؟هغه وفرمايل:کله چې موسيقى آلات اوډمي راپيداشي.

ددي علامي زياته برخه په پخوانيوزمانوکې هم موجوده وه اوپه اوسنى زمانه کې دموسيقى آلات په پراخه پيمانه خپاره شوي،اوډمان اوډمي له حده زيات ډيرشوي دي،چې په حديث کې ورته دقينات )ويل شوي دي.

له دي نه بدتره داچې ډيرموسيقي حلال ګڼى،حال داچې هغوي ته دمسخ اوتيږو وريدلواوخسف ګواښ شوي دي،لکه په تيرحديث کې چې راغلى،اولکه امام بخاري چې په خپل صحيح کې ويلى:(وقال هشام بن عمادحدثناصدقة بن خالدحدثناعبدالرحمن بن يزيدبن جابرحدثناعطية بن قيس الکلابي حدثنا عبدالرحمن بن غنم الاشعري قال:حدثني ابوعامر-اوابومالک الاشعري والله ماکذبني سمع النبي صلى الله عليه وسلم يقول :ليکونن من امتي اقوام يستحلون الحروالحريروالخمروالمعاذف،ولينزلن اقوام الى جنب علم يروح عليهم بسارحة لهم ،ياتيهم –تعني الفقيرالحاجة فيقولوا:ارجع الينا غدا فيبيتهم الله ،ويضع العلم ،ويمسخ آخرين قردة وخنازيرالى يوم القيامة)([190])

زماپه امت کې به داسي خلک وي چې هغوي به زنا،وريښمينى جامي،اوشراب څښل اوموسيقى حلاله ګڼى،اود رمو دخاوندانو يوه ډله به ديوه غره ترڅنګه اوسيږي،يو مسکېن به ورته راشي اوڅه به تري وغواړي دوي به ورته وايي سبا راشه،الله تعالى به دغه ډله دشپى هلاکه،اوغر به نسکورکړي،دمرګ څخه بچ شوي کسان اونوربه دقيامت تر ورځي پوري بيزګاني اوخنزيران کړي.

پنځم مطلب :دقتل زياتوالى:

دابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:(لاتقوم الساعة حتى يکثرالهرج قالوا:وماالهرج يارسول الله ؟قال القتل القتل )([191])

قيامت ترهغوپوري نه راځي چې هرج ډيرنه شي،صحابه ووپوښتنه وکړه يارسول الله هرج څه شي دي؟ويي فرمايل قتل دي،قتل دي:

وفى رواية عن ابن مسعود (بين يدي الساعة ايام الهرج يزول فيهاالعلم ويظهرفيها الجهل قال ابوموسى والهرج القتل بلسان الحبشة)([192])

دابن مسعودپه روايت کې راغلى دي دقيامت نه مخکې به دهرج ورځې وي،علم به له منځه ولاړشي،اوجهل به خپورشي ابوموسي وايي :هرج دحبشوپه ژبه کې قتل ته وايي.

ابوموسى اشعري دنبي عليه السلام څخه روايت کړي چې فرمايلي دي:ان بين يدي الساعة الهرج قالووماالهرج ؟قال القتل قالوا اکثر مما نقتل انالنقتل کل عام اکثر من سبعين الفا،قال انه ليس بقتلکم المشرکېن ولکن قتل بعضکم بعضا قالوومعناعقولنايومئذ قال انه لتنزع عقول اهل ذلک الزمان ويخلف له هبا‌ء من الناس يحب اکثرهم انهم على شي ء وليسوا على شيء)([193])

دقيامت څخه مخکې هرج پيښيدونکې دي،صحابووپوښتنه وکړه چې هرج څه شي دي ؟ويي فرمايل:قتل دي ،صحابوو ويل ددي اوسنى وژني څخه هم زياته ؟موږپه يوه کال کې تر اويازره زيات وژنو:ويي فرمايل ستاسوپه لاس دمشرکانو وژنه،بلکه داچې پخپلومنځوکې يوبل ووژنى صحابوو وويل آياهغه وخت به زموږ په سرکې عقل وي ؟ويي فرمايل دهغه وخت داکثروخلګوعقلونه به تري سلب شي،اوکم عقله خلک به پاتي شي ،دهغوي زيات به دافکرکوي چې دوي يوڅه دي،خوهيڅ به هم نه وي:دابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي :(والذي نفسي بيده لاتذهب الدنياحتى ياتي على الناس يوم لايدري القاتل فيهم قتل ولاالمقتول فيهم قتل فقيل کېف يکون ذلک قال الهرج القاتل والمقتول في النار)([194])

قسم مي په هغه ذات دي چې زماروح يي په لاس کې دي،دادنياترهغونه ختميږي چې داسي يوه ورځ رانه شي چې قاتل به نه پوهيږي چې ولى يي قتل وکړ،اومقتول به نه پوهيږى چې په څه ووژل شو،پوښتنه وشوه :دابه څنګه پيښيږى؟ويي فرمايل :ګډوډي به وي،قاتل اومقتول به دواړه په دوزخ کې وي: په دي حديثونوکې چې نبي عليه السلام څه بيان کړي ،ځيني يي پيښ شوي دي،دصحابووپه وخت کې دحضرت عثمان (رض)د وژل کېدو څخه وروسته دمسلمانانوترمنځ جګړه پښه شوه،بياپه ځينوځايونو او وختونوکې دنوروځايونواووختونوپه نسبت ډيري جګړي پيښي شوي،چې دنوموړو زياتوجګړو اسباب نامعلومه دي،په وروستنيوپيړيوکې په نړى کې ډيري تباه کونکې جګړي پيښي شوي،اوپه زرګونوخلګوپه کې خپل ژوندله لاسه ورکړ،په نتيجه کې دخلګوترمنځ داسى فتني رامنځ ته شوي چې يوه بل ئې وواژه، بى له دي همدارنګه د ډله ايزي وژني اوتباهى عصري جنګي وسلي دقتل په  زياتوالى کې مهم رول لري، دګډوډي اوکم عقلى له امله انسان يو بى ارزښته شي شو،ګورو چې دڅارويوپه شان ذبح کېږي،کله چې فتنى راپورته شي قاتل به مقتول وژنى خونه به پوهيږى چې ولى اوپه څه يي وواژه،بلکه موږ وينوچې دګډوډى په سبب ځيني خلک د ډيرعادي شي په سر بل وژني،چې دا د نبي عليه السلام دهغي وينا تصديق کوى چې مخکې بيان شوه (تنزع عقول اکثرذلک الزمان)

دالله تعالى څخه پاکې غواړو،اوله هغه څخه دپټو اوښکاره فتنوڅخه پناه غواړو.

په حديث کې راغلي چې : دا امت مرحوم امت دي،اوپه آخرت کې ورلره عذاب نشته ،الله تعالى يي عذاب په دنياکې په فتنو، زلزلو،اوقتل کې ګرځولى دي ابوبردة دابوموسى اشعري ځوى وايي:زه د زياد دواکميني په دوران کې په بازارکې ولاړوم چې ناڅاپه مي په تعجب سره يولاس په بل وواهه ،يو انصاري سړي چې پلاريي صحابى وو ماته يي وويل:څه شي ته تعجب وړي يي ؟ ماورته وويل :زه دي ته تعجب وړي يم چې ديوقوم خلک چې دين يي يو،پيغمبريي يو،دعوت يي يو،اوحج يي يودي،او يو ځاي غزا کوي،مادخپل پلارڅخه اوريدلى چې ويل يي
مادنبي عليه السلام څخه اوريدلى چې فرمايل يي : إن أمتي أمة مرحومة ليس عليها في الآخرة حساب و لا عذاب إنما عذابها في القتل و الزلازل و الفتن ([195])

زما امت مرحوم امت دي،په هغه باندي په آخرت کې حساب اوعذاب نشته عذاب يي په دنيا کې وژنه زلزلى اوفتنى دي.

ابوموسى په يوبل روايت کې راغلى چې 🙁 إِنَّ أُمَّتِي أُمَّةٌ مَرْحُومَةٌ لَيْسَ عَلَيْهَا فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ إِنَّمَا عَذَابُهَا فِي الدُّنْيَا : الْقَتْلُ وَالْبَلاَبِلُ وَالزَّلاَزِلُ.)([196])

زماامت مرحوم امت دي،په هغه باندي په آخرت کې عذاب نشته ،عذاب يي په دنيا کې وژنه،غمونه اوناخوالى اوزلزى دي.

شپږم مطلب : په اسلامي امت کې دشرک خپريدل.

دا د هغو علامو څخه ده چې مخکې ښکاره شوي اولاپه زياتيدو ده ،په دي امت کې شرک پيښ شوى اوډيرخلک دمشرکانو په کتارکې ودريدل،دبتانوعبادت يي کړي،اوپه قبرونو يي زيارتونه جوړکړي،اوهغي ته عبادت کوي،هغو ته دتبرک په خاطرځي اوښکلوى يي او درناوى يي کوي،نذرونه وروړي ،هلته ميلي کوي،نن ډير زيارتونه دجاهليت دزماني دلالت اوعزى اومنات په شان ګرځيدلى،بلکې له هغي څخه هم بدتر، دثوبان څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلى دي:(واذاوضع السيف في امتي لم يرفع عنهاالى يوم القيامة ولاتقوم الساعة حتى تلحق قبائل من امتي بالمشرکېن وحتى تعبدقبائل من امتي الاوثان)([197])

کله چې زماپه امت کې دتوري ګوزار يعنى خپل منځي وژنه پيل شي،بيا به ترقيامته پوري نه ودريږي،اوقيامت به ترهغوپوري نه راځي چې زماد امت ځيني قبيلي (ډلى)دمشرکانوسره يوځاي شوي نه وي،اوترڅوچې زما امت دځينوقبيلو د بتانو عبادت نه وي کړي.

دابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلى دي 🙁 لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَضْطَرِبَ أَلَيَاتُ نِسَاءِ دَوْسٍ عَلَى ذِى الْخَلَصَةِ » . وَذُو الْخَلَصَةَ طَاغِيَةُ دَوْسٍ الَّتِى كَانُوا يَعْبُدُونَ فِى الْجَاهِلِيَّةِ)([198])

قيامت ترهغه پوري نه رياځې د دوس دقبيلى ښځو دذوالخلصة دبت شاوخوا ته طواف نه وي کړي.

تراوسه پوري په ځينوملکونوکې دشرک بيلګي (نمونى)شته،چې دا د نبي عليه السلام دهغه حديث تصديق دي چې فرمايلى:( لاَ يَذْهَبُ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ حَتَّى تُعْبَدَ اللاَّتُ وَالْعُزَّى ». فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنْ كُنْتُ لأَظُنُّ حِينَ أَنْزَلَ اللَّهُ (هُوَ الَّذِى أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) أَنَّ ذَلِكَ تَامًّا قَالَ « إِنَّهُ سَيَكُونُ مِنْ ذَلِكَ مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ يَبْعَثُ اللَّهُ رِيحًا طَيِّبَةً فَتَوَفَّى كُلَّ مَنْ فِى قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةِ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ فَيَبْقَى مَنْ لاَ خَيْرَ فِيهِ فَيَرْجِعُونَ إِلَى دِينِ آبَائِهِمْ)([199])

دشپى او ورځي دا نظام به ترهغو پوري دوام لري چې دلات اوعزى عبادت نه وي شوي،عائشي(رضی) وويل يارسول الله صلي الله عليه وسلم ماګمان کاوه چې الله تعالى ددي آيت هُوَ الَّذِى أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ)    دنزول څخه وروسته به خلک بيرته کفرته نه ګرځي نبي عليه السلام وفرمايل :ترکومه چې الله غوښتى وي دابه همداسي وي بيا الله تعالى يو ښه شمال (باد)راليږي چې دهرهغه چاپه زړه کې چې دشړشم دداني هومره ايمان هم وي دهغه روح به اخلى،وروسته به هغه څوک پاتى کېږي چې هيڅ خيرپه کې نه وي،اوهغوي به خپل پلرني دين ته بيرته ګرځي .

شرک ډيرمظاهرلرى،شرک فقط دتيږو ،ونو اوقبرونو عبادت نه دي،بلکه طاغوتان الله ته سيالان ګرځول چې ددوي په وضعه شوي قانون حکم وکړي،اودالله تعالى قانون پريږدي ،داټول شرک دي،ځکه دوي ځان دالله تعالى سره نورخدايان ګرځولي لکه الله تعالى چې فرمايي:( وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ) ([200])

يعنى اهل کتاب (يهودواونصاروو)خپل علماء اوعبادت کوونکې په خدايي ومنل هغوي به ورته له ځانه دحلالواوحرامواحکام جاري کول ،اوپيروانوبه يي پري عمل کاوه :([201])

که چېرته حلالول اوحرامول شرک وي،نودهغه خلګ به څه وايي چې داسلام دين يي شاته غورځولى،او الحادي مذهبونه لکه علمانيت (سيکولرزم)کمونيستى ،اشتراکېت ،اوقوميت يي انتخاب کړى اوبياهم دعوى لري چې هغوي مسلمانان دي.

اووم مطلب :په تکبرتلل.

دقيامت دعلاموڅخه يوه علامه په تکبرتګ دي اوهمدغه قسم تګ خصوصا په اوسنى وخت کښى دشتمنواوبډايه خلګوله خواسرته رسيږى دغسى دتکبرتګ ددښمن دجنګ په صفونوکښى جائزدى اوبل ځاى کښى په هيڅ صورت سره جايزنه دي نولهذاهرمسلمان ته پکارده چې له دغسى تګ څخه  ځان وساتي اوهميشه دالله تعالى څخه ويره په زړه کښي ولري اوهميشه داپه ذهن کښى ولرى چې الله ته ورتګ شته دي اوقيامت راتلونکى دى يواځى دانه چې دتکبرتګ دالله تعالى داوامروڅخه نافرمانى کول دي بلکه ددي پشان دهرقسم بدو افعالوڅخه چې دالله تعالى دخشم سبب ګرځى اجتناب وشي.

په تکبرتګ باندي الله تعالى سخت رد کړيدى اوفرمايي 🙁 وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا)([202])

ژباړه :اومه ګرځه ته په ځمکه کښى په دى حال چه خاوند دخيال (اوتکبراوسى)بيشکه چه ته له سره به څيرى نه کړى ځمکه (په دربولوپښوسره له کبره)اوله سرمه ونه رسيږى (سرونو)دغروته دپه جګولو(وچتولو)دسرسره له ډيرى نخرى له جهته داوږدوالى.([203])

وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا  ،مراد دمشى مرحاڅخه تکبرکول دي ليکن اثرئي په ظاهرکښى ښکاره کېدل ډيرقبيح دي-اومومنانوپه صفت کښى په سورة فرقان ٦٣ کښى مشى هونا راغلى ده اوددى نوره تشريح په سورة لقمان ١٩ ايت کښى شته  اوپه مشى مرحاکښى رقص اوګډاکول هم داخل دى اوتفسيرقرطبى کښى دهغى ډيره بدى بيان کړى ده – اوهغه پيران چه په وخت دذکرکښى رقص اوګډاکوى په هغوى باندى سخت ردکړيدى وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا )([204]) ژباړه :حاصل دادى چه لوئى خود دروندوالى اودقوت دوجى نه وى يادغټ والى اوددنګوالى دوجى نه وى نوچه داول په وجه ځمکه نه شى شلولى او د دويم په وجه دغرونوسرته نشى رسيدلى يعنى انسان کښى  دادواړه صفته نشته نوتکبرولى کوى- دا رنګ ته عاجزي دهغه کارڅخه چه نورخلق ترينه هم عاجزدى چه دادوه ذکرکړى شوى کارونه دى- نوتکبرپه خلګوباندى ولى کوى:([205])

دعبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دي:لايدخل الجنة من کان فى قلبه مثقال ذرة من کبر،فقال رجل :ان الرجل يحب ان يکون ثوبه حسناونعله حسنه ؟قال ان الله جميل ويحب الجمال ،الکبربطرالحق وغمطه الناس،([206])

نبي صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دي دچاپه زړه کښى چې ديو زرې برابرکبر وي جنت ته به نه ځى يوسړى عرض اوکړو يارسول الله ځينى خلګ داخوښوى چې جامه ئي ښائسته وي پايزارئې ښائسته وى. نبي صلى الله عليه وسلم وفرمائيل .بېشکه الله ښائسته دي او ښائسته شي خوښوي کبرخو دحق خبرى څخه انکارکول اوخلق سپک کڼل دى.

بطرالحق معنى ده حق څخه انکارکول اوحق خبرى ويونکى ته واپس کول (يعنى نه منل)اوغمط الناس خلګ سپک ګڼل اوځان لوئ ګڼل دي.

دحارث ابن وهب رضى الله عڅخه روايت دي .قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول الااخبرکم باهل النار؟کل عتل جواظ مستکبر،([207])

حارث بن وهب رضي الله عنه وايي مادنبي صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلى دي نبى صلى الله عليه وسلم فرمائيلى آياتاسوته ونۀ ښيم چې دوزخيان څوک دى ؟هرنافرمانه سرکښ اوځان لوئ ګڼونکى دوزخى دى.په حديث کښى دعياض بن حمار رضي الله عنه څخه روايت دي چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دي.(ان الله تعالى اوحى الى ان تواضعوا حتى لايبغى احد على احد ولا يفخراحد على احد،([208])

نبي صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى بيشکه ماته الله تعالى حکم کړى دي چې تاسو (ټول مسلمانان) تواضع اختيارکوئ ،خاکسارى کوئ چې هيڅوک په چا زياتى ونه کړى،او نه څوک دچاڅخه ځان لوي وګڼي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دريم فصل

د قيامت لويې علامي چې په قران او حديث کې راغلې

په احاديثو کی راغلی دی خو د ترتيب په اړه يی علماء په يوه خوله ندی ، نو لهمدې امله ما په خپل کتاب کی په داسی ډول راوړ لکه څرنګه چې په نورو کتابونو کی راوړی دی  ځکه چی په ډيرو کتابو کی  په همدی ډول راغلی دی  نو زه هم په همدی ډول ئی راوړم حذيفه بن اسيد غفاری (رض) فرمايې : عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ أَسِيدٍ الْغِفَارِىِّ قَالَ اطَّلَعَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- عَلَيْنَا وَنَحْنُ نَتَذَاكَرُ فَقَالَ « مَا تَذَاكَرُونَ ».

قَالُوا نَذْكُرُ السَّاعَةَ. قَالَ « إِنَّهَا لَنْ تَقُومَ حَتَّى تَرَوْنَ قَبْلَهَا عَشْرَ آيَاتٍ ». فَذَكَرَ الدُّخَانَ وَالدَّجَّالَ وَالدَّابَّةَ وَطُلُوعَ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا وَنُزُولَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ –(عليه السلام)- وَيَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ وَثَلاَثَةَ خُسُوفٍ خَسْفٌ بِالْمَشْرِقِ وَخَسْفٌ بِالْمَغْرِبِ وَخَسْفٌ بِجَزِيرَةِ الْعَرَبِ وَآخِرُ ذَلِكَ نَارٌ تَخْرُجُ مِنَ الْيَمَنِ تَطْرُدُ النَّاسَ إِلَى مَحْشَرِهِمْ.[209]

ژباړه : رسول الله (صل الله عليه وسلم)  تشريف راوړ او موږ خبرې کولې نو رسول الله (صل الله عليه وسلم)  پوښتنه وکړه چې څه خبرې کوئ؟ نو خلګوورته وويل چې د قيامت په اړه مو خبرې کولې نو رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل : قيامت به هيڅکله تر هغې پورې قايم نشي چې ترڅو تاسې مخکې لس نښې وګورئ ـ بيا نبي کريم (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل : (هغه نښې دادي ) لوګی ، دجال ، دابة الارض ، له لويديځ څخه د لمر راختل ، د عيسی بن مريم راکښته کېدل ، ياجوج ماجوج ، په دريو ځايونو کې ( د خلګو ) په ځمکه ننوتل : په ختيځ ، لويديځ او جزيرة العرب کې. او په اخر کې به داسې يو اور د يمن له اړخه راووځي چې خلګ به د محشر د ډګر په لور وشړي

لمړی مبحث د حضرت امام مهدي راښکاره کېدل :

لمړي مطلب:د حضرت امام مهدي نسب

زموږ د پيغمبر حضرت محمد (صل الله عليه وسلم)  د مبارکی بي بي او د مسلمانانو د مور حضرت ام سلمه (رضی) فرمايې : چې ما د حضرت محمد (صل الله عليه وسلم)  څخه اورېدلي دي چې فرمايل به ئې : عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ قَالَتْ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « الْمَهْدِىُّ مِنْ عِتْرَتِى مِنْ وَلَدِ فَاطِمَةَ » [210]  مهدی زما له کورنی څخه دی او ( زما د لور ) فاطمی (رضی) له اولاد څخه دی ،

له عبد الله (رض) څخه روايت دی چی رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل : عن عبد الله  : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال " لو لم يبق من الدنيا إلا يوم " قال زائدة في حديثه " لطول الله ذلك اليوم " ثم اتفقوا " حتى يبعث [ الله ] فيه رجلا مني " أو " من أهل بيتي يواطىء اسمه اسمي واسم أبيه اسم أبي[211]

عبدالله (رض) د نبی کریم (صل الله عليه وسلم)  څخه روايت کوی چې نبی کريم (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل : که چېرې په دنيا کې يوه ورځ هم باقي پاتې شي نو الله (ج) به ئې دومره اوږده کړي چې زما له کورنۍ یا زما له اهل بيت څخه به یو تن ( د امام په توګه ) راوليږې چې نوم به يې زما د نوم په شان او د پلار نوم ئی هم زما د پلار په شان وي .

دوهم مطلب:د امام مهدي امامت:

جابربن عبدالله (رض) فرمايې چې له رسول الله (صل الله عليه وسلم)  څخه مې اورېدلي دي : چې فرمايل: جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ يَقُولُ سَمِعْتُ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِى يُقَاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ - قَالَ - فَيَنْزِلُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ -صلى الله عليه وسلم- فَيَقُولُ أَمِيرُهُمْ تَعَالَ صَلِّ لَنَا. فَيَقُولُ لاَ. إِنَّ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ أُمَرَاءُ. تَكْرِمَةَ اللَّهِ هَذِهِ الأُمَّةَ[212]

زما له امت څخه يوه ډله به هميشه د حق لپاره جنګېږي ، دا ډله به تر قيامته پورې غالبه وي ، کله چې عيسی بن مريم ( له اسمان څخه راکښته شي نو د مسلمانانو امير به عيسی (ع) ته ووايي : تشريف راوړۍ او موږ ته لمونځ راکړۍ ، نو عيسی (ع) به ورته په ځواب کې ووايي چې : نه ، تاسې پخپله په خپل منځ کې يو د بل اميران ياستۍ ، دا ددې امت لپاره د الله (ج) لخوا ورکړل شوی اعزاز دي.

له ابوهريره (رض) څخه روايت دي چې د الله رسول (صل الله عليه وسلم)  فرمايلې دي : أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « كَيْفَ أَنْتُمْ إِذَا نَزَلَ ابْنُ مَرْيَمَ فِيكُمْ وَإِمَامُكُمْ مِنْكُمْ » [213]

ستاسې به هغه وخت څه حال وي چې کله د سهار د لمانځه په وخت عيسی (ع) په  تاسې کې راکښته شي او ستاسې امام همدا ستاسې له ډلې څخه وي .

دريم مطلب:د حضرت امام مهدي د مخالف لښکر په ځمکه کې ننوتل :

ام المؤمنين حضرت حفصه (رضی)  فرمايې :چې ما د رسول الله (صل الله عليه وسلم)  اوريدلې دی چې وفرمايل : حَفْصَةُ أَنَّهَا سَمِعَتِ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « لَيَؤُمَّنَّ هَذَا الْبَيْتَ جَيْشٌ يَغْزُونَهُ حَتَّى إِذَا كَانُوا بِبَيْدَاءَ مِنَ الأَرْضِ يُخْسَفُ بِأَوْسَطِهِمْ وَيُنَادِى أَوَّلُهُمْ آخِرَهُمْ ثُمَّ يُخْسَفُ بِهِمْ فَلاَ يَبْقَى إِلاَّ الشَّرِيدُ الَّذِى يُخْبِرُ عَنْهُمْ[214]

ژباړه : يو لښکر به په کعبه شريفه د حملې اراده وکړي او د بيداء سيمې ته به راورسيږي ، نو لومړی به د دې لښکر منځنۍ برخه په ځمکه کې ډوبه شي ، لومړۍ برخه به وروستۍ برخې ته أوازوکړي ، بيا به هغوی هم په ځمکه کې ډوب کړی شي ، نو په هغوی کې به هيڅوک پاتې نشي ، بې له هغه قاصد څخه چې (بېرته به راوګرځي ) او خلګ به خبر کړي .

دوهم مبحث : ددجال راوتل او دهغه بدۍ

لمړي مطلب : د دجال د پيداکېدو څخه مخکې جنګونه:

يو وخت په کوفه کې سور باد شو ، يو سړی عبدالله بن مسعود (رض) ته راغی او ورته ئې وويل : آی عبدالله بن مسعود! قيامت راغی – نو عبدالله بن مسعود (رض) تکېه وهلې وه  را پورته شو (راکښېناست) او ورته يې وفرمايل : قَالَ هَاجَتْ رِيحٌ حَمْرَاءُ بِالْكُوفَةِ فَجَاءَ رَجُلٌ لَيْسَ لَهُ هِجِّيرَى إِلاَّ يَا عَبْدَ اللَّهِ بْنَ مَسْعُودٍ جَاءَتِ السَّاعَةُ. قَالَ فَقَعَدَ وَكَانَ مُتَّكِئًا فَقَالَ إِنَّ السَّاعَةَ لاَ تَقُومُ حَتَّى لاَ يُقْسَمَ مِيرَاثٌ وَلاَ يُفْرَحَ بِغَنِيمَةٍ. ثُمَّ قَالَ بِيَدِهِ هَكَذَا - وَنَحَّاهَا نَحْوَ الشَّأْمِ - فَقَالَ عَدُوٌّ يَجْمَعُونَ لأَهْلِ الإِسْلاَمِ وَيَجْمَعُ لَهُمْ أَهْلُ الإِسْلاَمِ. قُلْتُ الرُّومَ تَعْنِى قَالَ نَعَمْ وَتَكُونُ عِنْدَ ذَاكُمُ الْقِتَالِ رَدَّةٌ شَدِيدَةٌ فَيَشْتَرِطُ الْمُسْلِمُونَ شُرْطَةً لِلْمَوْتِ لاَ تَرْجِعُ إِلاَّ غَالِبَةً فَيَقْتَتِلُونَ حَتَّى يَحْجُزَ بَيْنَهُمُ اللَّيْلُ فَيَفِىءُ هَؤُلاَءِ وَهَؤُلاَءِ كُلٌّ غَيْرُ غَالِبٍ وَتَفْنَى الشُّرْطَةُ ثُمَّ يَشْتَرِطُ الْمُسْلِمُونَ شُرْطَةً لِلْمَوْتِ لاَ تَرْجِعُ إِلاَّ غَالِبَةً فَيَقْتَتِلُونَ حَتَّى يَحْجُزَ بَيْنَهُمُ اللَّيْلُ فَيَفِىءُ هَؤُلاَءِ وَهَؤُلاَءِ كُلٌّ غَيْرُ غَالِبٍ وَتَفْنَى الشُّرْطَةُ ثُمَّ يَشْتَرِطُ الْمُسْلِمُونَ شُرْطَةً لِلْمَوْتِ لاَ تَرْجِعُ إِلاَّ غَالِبَةً فَيَقْتَتِلُونَ حَتَّى يُمْسُوا فَيَفِىءُ هَؤُلاَءِ وَهَؤُلاَءِ كُلٌّ غَيْرُ غَالِبٍ وَتَفْنَى الشُّرْطَةُ فَإِذَا كَانَ يَوْمُ الرَّابِعِ نَهَدَ إِلَيْهِمْ بَقِيَّةُ أَهْلِ الإِسْلاَمِ فَيَجْعَلُ اللَّهُ الدَّبْرَةَ عَلَيْهِمْ فَيَقْتُلُونَ مَقْتَلَةً - إِمَّا قَالَ لاَ يُرَى مِثْلُهَا وَإِمَّا قَالَ لَمْ يُرَ مِثْلُهَا - حَتَّى إِنَّ الطَّائِرَ لَيَمُرُّ بِجَنَبَاتِهِمْ فَمَا يُخَلِّفُهُمْ حَتَّى يَخِرَّ مَيْتًا فَيَتَعَادُّ بَنُو الأَبِ كَانُوا مِائَةً فَلاَ يَجِدُونَهُ بَقِىَ مِنْهُمْ إِلاَّ الرَّجُلُ الْوَاحِدُ فَبِأَىِّ غَنِيمَةٍ يُفْرَحُ أَوْ أَىُّ مِيرَاثٍ يُقَاسَمُ فَبَيْنَمَا هُمْ كَذَلِكَ إِذْ سَمِعُوا بِبَأْسٍ هُوَ أَكْبَرُ مِنْ ذَلِكَ فَجَاءَهُمُ الصَّرِيخُ إِنَّ الدَّجَّالَ قَدْ خَلَفَهُمْ فِى ذَرَارِيِّهِمْ فَيَرْفُضُونَ مَا فِى أَيْدِيهِمْ وَيُقْبِلُونَ فَيَبْعَثُونَ عَشَرَةَ فَوَارِسَ طَلِيعَةً. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنِّى لأَعْرِفُ أَسْمَاءَهُمْ وَأَسْمَاءَ آبَائِهِمْ وَأَلْوَانَ خُيُولِهِمْ هُمْ خَيْرُ فَوَارِسَ عَلَى ظَهْرِ الأَرْضِ يَوْمَئِذٍ أَوْ مِنْ خَيْرِ فَوَارِسَ عَلَى ظَهْرِ الأَرْضِ يَوْمَئِذٍ »[215]

ژباړه : قيامت به تر هغې پورې رانشي چې تر څو د ميراث ويشل ختم نشي او تر څو چې د غنيمت د مال په لاسته راوړلو خوشحالی پاتې نشي  بيا يې د شام په لور په خپل لاس اشاره وکړه او ويې فرمايل : دښمنان به د مسلمانانو په ضد او مسلمانان به د خپل دښمن په ضد پدې ځای کې سره راټول شي ( راوي وايې چې ) ما وويل : ستاسې مطلب رومی دښمن دی ؟ نو ويې فرمايل : بلې ! بيا به په هغه وخت کې ډېره سخته جګړه پيل شي ، د مسلمانانو يو، لښکر به په مرګ باندې بيعت وکړي او وبه وايې چې بې له برلاسه کېدو به بېرته ونه ګرځېږو ـ تر هغې پورې به وجنګېږي ، چې شپه يې تر منځه شي ، او دواړه لښکرې به بې له کومې غلبې بېرته وګرځي ، (له مسلمانانو څخه ) چې کوم لښکر د جنګ لپاره مخکې شوی ؤ هغه به بيخي له منځه ولاړ شي ، بيا به په دوهمه ورځ ) د مسلمانانو يو لښکر په مرګ باندې بيعت وکړي ( او تصميم به ونيسي ) چې بې له فتحېبه بېرته نه ګرځي ، تر دې چې شپه به يې تر منځه شي ، او دواړه لښکرې ( مسلمانان او روميان ) به بې له فتحې بيرته وګرځي ، او ( له مسلمانانو څخه چې ) کوم لښکر د جنګ لپاره وروړاندې شوی وي ، هغه به بيخي له منځه ولاړ شي ،بيا به (دريمه ورځ ) مسلمانان د مرګ او فتحې په شرط وروځي او تر ماښامه به وجنګېږي ، بيا به هم دواړه لښکرې بې له فتحې بيرته وګرځي ، او کوم کشان ( چې له مسلماننو څخه ) د جنګ لپاره وړاندې وتلې وي ، هغوی به بيخي له منځه ولاړ شي ، بيا به په څلورمه ورځ پاتې مسلمانان د روميانو په لور وروړاندې شي ، او الله تعالی به د هغوی په ذريعه دښمن مغلوب کړي ، او داسې جنګ به وکړي چې داسې جنګ به چانه وي ليدلی ، تر دې چې مرغه به يې په تنو ګرځي،خو ترهغې پورې به د هغوی له تنو څخه مخکې نشي چې تر څو مړ شي او راوغورځېږي (يا د بدبويۍ له امله او يا د مړو د زياتوالي له امله) ، که د يو کس سل زامن وي نو د بېرته راګرځېدلو په مهال به په هغوی کې يواځې يو پاتې وي ، نو په کوم غنيمت به خوشحالی وشي او کوم ميراث به وويشل شي ؟ دوی به لا پدې حالت کې وي چې لدې څخه به يوه لويه خبره واوري ،يو اواز کوونکی (شيطان)به اواز وکړي چې دجال ستاسې اهل او عيال ته رارسېدلی دی ،نو دا خلګ به هر څه هملته پرېږدي او دهغه په لور به ور روان شي او لس شهسواران به د تفتيش لپاره ولېږي ، نبی کريم (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل : ( زه د هغوی او د هغوی دپلرونو نومونه او دهغوی داسونو رنګونه ډېر ښه پېژنم ، دا شهسواران به په هغه ورځ د ځمکې تر ټولو بهتر شهسواران وي او يا رسوالله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل چې : هغوی به پدې ورځ د ځمکې په سر په ټولو سورو کې بهتر وي .

دوهم مطلب: د دجال راوتل او پيروان ئې :

ابو بکر صديق (رض) فرمايې چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل : عَنْ أَبِى بَكْرٍ الصِّدِّيقِ قَالَ حَدَّثَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « الدَّجَّالُ يَخْرُجُ مِنْ أَرْضٍ بِالْمَشْرِقِ يُقَالُ لَهَا خُرَاسَانُ يَتْبَعُهُ أَقْوَامٌ كَأَنَّ وُجُوهَهُمُ الْمَجَانُّ الْمُطْرَقَةُ[216]

ژباړه : دجال به د ختيځ له لورې له هغه ځايه راوځي چې ورته خراسان ويل کېږي ، ډېر قومونه به ورسره وي چې مخونه به يې د پلنو او پېړو ډالونو په څېر وي .

حضرت انس بن مالک (رض)  فرمايې چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: يَتْبَعُ الدَّجَّالَ مِنْ يَهُودِ أَصْبَهَانَ سَبْعُونَ أَلْفًا عَلَيْهِمُ الطَّيَالِسَةُ[217]

ژباړه : د اصفهان اويا زره يهودان چې تور څادرونه به يې اغوستي وي د دجال ملګرتيا به کوي .

دريم مطلب: د دجال بدي او د هغه وژنه

ابو سعيد خدري (رض) فرمايې چې رسوالله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: أَنَّ أَبَا سَعِيدٍ الْخُدْرِىَّ قَالَ حَدَّثَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَوْمًا حَدِيثًا طَوِيلاً عَنِ الدَّجَّالِ فَكَانَ فِيمَا حَدَّثَنَا قَالَ « يَأْتِى وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْهِ أَنْ يَدْخُلَ نِقَابَ الْمَدِينَةِ فَيَنْتَهِى إِلَى بَعْضِ السِّبَاخِ الَّتِى تَلِى الْمَدِينَةَ فَيَخْرُجُ إِلَيْهِ يَوْمَئِذٍ رَجُلٌ هُوَ خَيْرُ النَّاسِ - أَوْ مِنْ خَيْرِ النَّاسِ - فَيَقُولُ لَهُ أَشْهَدُ أَنَّكَ الدَّجَّالُ الَّذِى حَدَّثَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- حَدِيثَهُ فَيَقُولُ الدَّجَّالُ أَرَأَيْتُمْ إِنْ قَتَلْتُ هَذَا ثُمَّ أَحْيَيْتُهُ أَتَشُكُّونَ فِى الأَمْرِ فَيَقُولُونَ لاَ. قَالَ فَيَقْتُلُهُ ثُمَّ يُحْيِيهِ فَيَقُولُ حِينَ يُحْيِيهِ وَاللَّهِ مَا كُنْتُ فِيكَ قَطُّ أَشَدَّ بَصِيرَةً مِنِّى الآنَ - قَالَ - فَيُرِيدُ الدَّجَّالُ أَنْ يَقْتُلَهُ فَلاَ يُسَلَّطُ عَلَيْهِ[218]

ژباړه : لدي کبله چې په دجال مدينې ته ننوتل حرام دي نو هغه به له مدينې څخه د باندي په يو ځمکه کې قرارګاه ونيسي ، په هغه وخت کې به د مدينې تر ټولو بهتر (غوره ) سړی دجال ته ورشي او ورته به ووايې : زه شاهدۍ ورکوم چې ته هماغه دجال يې چې موږ ته يې په اړه رسول الله (صل الله عليه وسلم)  ويلې دي دجال (به خلګو ته ) ووايې : که چېرې زه دا سړی ووژنم او بېرته يې ژوندی کړم ستاسې به زما په الوهيت کې کوم شک پاتې شي ؟ خلګ به ووايې : نه  دجال به هغه ووژني او بيا به يې ژوندی کړي نو سړی به وايې : په الله قسم ! اوس خو زما يقين نور هم پوخ شو چې ته دجال يې دجال به غواړي چې هغه بيا ووژني خو وژلی به يې نشي

د رسول الله (صل الله عليه وسلم)  ازاد کړل شوي غلام ثوبان (رض) فرمايې چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل:

عَنْ ثَوْبَانَ مَوْلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَام[219]

ژباړه : زما د امت دوه ډلې به الله تعالی (ج) له اور څخه محفوظې ساتې ، يوه هغه ډله چې د هندوستان په ضد به جهاد کوي او دوهمه هغه ډله چې د عيسی بن مريم عليهما السلام سره يو ځای ( د دجال په ضد ) جهاد کوي .

نواس بن سمعان (رض) فرمايې چې رسوالله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل :

إِذْ بَعَثَ اللَّهُ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ فَيَنْزِلُ عِنْدَ الْمَنَارَةِ الْبَيْضَاءِ شَرْقِىَّ دِمَشْقَ بَيْنَ مَهْرُودَتَيْنِ وَاضِعًا كَفَّيْهِ عَلَى أَجْنِحَةِ مَلَكَيْنِ إِذَا طَأْطَأَ رَأَسَهُ قَطَرَ وَإِذَا رَفَعَهُ تَحَدَّرَ مِنْهُ جُمَانٌ كَاللُّؤْلُؤِ فَلاَ يَحِلُّ لِكَافِرٍ يَجِدُ رِيحَ نَفَسِهِ إِلاَّ مَاتَ وَنَفَسُهُ يَنْتَهِى حَيْثُ يَنْتَهِى طَرْفُهُ فَيَطْلُبُهُ حَتَّى يُدْرِكَهُ بِبَابِ لُدٍّ فَيَقْتُلُهُ[220]

پدې وخت کې به الله (ج) د دمشق د ښار په ختيځ کې د سپينې منارې سره په زېړو جامو کې عيسی (ع) راکښته کړي ، لاسونه به يې د دوه ملائکو په وزرونو باندې ايښې وي ، کله چې سر ښکته کړی نو د اوبو څاڅکې به ترې وڅڅيږی او کله چې سر راپورته کړي نو د ملغلرو  په څېر به ترې (خولې ) را توي شي کوم کافر چې د عيسی (ع) د تنفس شمال حس کړي نو مړ به شي ، او د هغه تنفس به تر هغه ځايه رسېږي ، تر کومه ځايه چې د هغه نظر (د سترګو ديد) کار کوي ـ عيسی (ع) به د دجال په  لټه کی وی او د (لد ) په دروازه کې به ئې ونيسي او وبه يې وژني

دريم مبحث : حضرت عيسی (ع)

 

د قيامت د لويو علامو څخه يوه هم د حضرت عيسی (ع) مځکې ته راښکته کېدل دي ، کله چې د دجال بدي او فساد ځمکه په سر واخلي نو په همدي وخت کې به الله تعالی (ج) حضرت عيسی (ع) مځکې ته راواستوي  د قران کريم او نبوي احاديثو په رڼا کې به يې انشاء الله وڅيړو.

لمړي مطلب : دقران کريم په رڼا کې

د الله (ج) وينا ده چې فرمايی وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ (61)

او بېشکه دغه  (عيسی (ع)  ) خامخا علامه (نښه ) ده د پاره د قيامت( په اعتبار د نزول ) پس شک مه کوئ تاسی په (راتلو) د قيامت کښی او متابعت وکړئ زما ( په توحيد کښی ) دغه لاره ده سمه برابره ( چې نه پری ګمراه کېږی هيڅوک)

تفسير : يعني د حضرت مسيح عليه السلام اول ځلی راتلل خو خاص د بنی اسرائيلو لپاره يوه د قدرت نښه وه چې بی له پلاره پيدا شو ، او عجيبی او غريبی معجزی ئی ورښکاره کړی ، او د ده دوهم ځلې راتګ به د قيامت له نښو (علامو ) څخه وي، د ده له نزوله به خلګ معلوم کړی چې قيامت بيخی نږدی رارسيدلی دي [221]

عبدالله بن عباس ( رض) دهمدې ايت په تفسير کې فرمايي : أخبرنا محمد بن الحسن بن الخليل ، قال : حدثنا هشام بن عمار ، قال : حدثنا الوليد بن مسلم ، قال : حدثنا شيبان بن عبد الرحمن ، عن عاصم ، عن أبي رزين ، عن أبي يحيى مولى ابن عفراء ، عن ابن عباس ، عن النبي صلى الله عليه وسلم في قوله : ( وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ ) قال نزول عيسی بن مريم عليهما السلام من قبل يوم القيامة )[222] بيشکه هغه د قيامت يوه علامه ده يعنې عيسی (ع) به له قيامت څخه مخکې رانازلېږي

وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا () بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا () وَإِنْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا[223]

او ويلو دوی ( داسی چې ) بيشکه وژلی دی موږ مسيح عيسی زوی د مريمی رسول د الله (په ګومان) حال داچې نه ؤ وژلې دوی دغه (عيسی واقعا نه په دار کړی ؤ ) ( يقينا) وليکن مشتبه کړی شو ( دغه وژلي شوی په دار وهلی شوی په عيسی سره ) دوی ته ،او بيشکه هغه کسان چې اختلاف کړی دی دوي په (حق ) د عيسی کښی خامخا په شک کښی دی په (شان ) د ده کښی نشته دوی ته په (شان) د ده کښی هيڅ علم مګر تش متابعت د ګومان (خپل) او يقيني (خبره ) داده چې هغوی (عيسی(ع) ) ندی وژلی بلکی الله تعالی خپل لور ته پورته کړی دی او الله تعالی غالب او دلوی حکمت څښتن دی .اوهيڅ يو اهل کتاب ندی مګر له خپل مرګ څخه مخکې به په هغه (عيسی (ع) ) باندې خامخا ايمان راوړي و دقيامت په ورځ به هغه پرې شاهد وي [224].

اصلی خبره چې دلته زموږ دقيامت د علامو سره سمون خوری هغه داچې تفسير کابلی د سورة النساء د ۱۵۹ ايت په تفسير کی کړی ده فرمايې: حضرت عيسی عليه السلام په اسمان کی ژوندی موجود دی کله چې (دجال پيدا شی ) نو هغه وخت به عيسی عليه السلام بيا دغی ځمکی ته تشريف راوړی او (دجال) به ووژنی ،  يهودان او نصرانيان به په ده باندی صحيح ايمان راوړی چې بېشکه عيسی (ع) ژوندی دی ، مړ شوی نه دی او دقيامت په ورځ کښی به حضرت عيسی عليه السلام د دوی دغه ټول اعمال او حالات اظهاروی چې يهودانو زما تکذيب او مخالفت کاوه او نصرانيانو ماته د الله (ج) زوی ويل[225]

دوهم مطلب د عيسی(ع) راښکته کېدل

پدی برخه کې به په دی پوه شو چې عيسی (ع) به چېری ځمکی ته راښکته کېږی څه ډول څېره به لری او کوم مهم کارونه به کوی  . راځو خپل مطلب د حضرت نواس بن سمعان (رض) په مبارک حديث باندې پيل کوو  دی مبارک روايت کوی چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل :  إِذْ بَعَثَ اللَّهُ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ فَيَنْزِلُ عِنْدَ الْمَنَارَةِ الْبَيْضَاءِ شَرْقِىَّ دِمَشْقَ بَيْنَ مَهْرُودَتَيْنِ وَاضِعًا كَفَّيْهِ عَلَى أَجْنِحَةِ مَلَكَيْنِ إِذَا طَأْطَأَ رَأَسَهُ قَطَرَ وَإِذَا رَفَعَهُ تَحَدَّرَ مِنْهُ جُمَانٌ كَاللُّؤْلُؤِ فَلاَ يَحِلُّ لِكَافِرٍ يَجِدُ رِيحَ نَفَسِهِ إِلاَّ مَاتَ وَنَفَسُهُ يَنْتَهِى حَيْثُ يَنْتَهِى طَرْفُهُ فَيَطْلُبُهُ حَتَّى يُدْرِكَهُ بِبَابِ لُدٍّ فَيَقْتُلُهُ[226]

پدې وخت کې به الله (ج) د دمشق د ښار په ختيځ کې د سپينې منارې سره په زېړو جامو کې عيسی (ع) راکښته کړي ، لاسونه به يې د دوه ملائکو په وزرونو باندې ايښې وي ، کله چې سر ښکته کړی نو د اوبو څاڅکې به ترې وڅڅيږی او کله چې سر راپورته کړي نو د ملغلرو  په څېر به ترې (خولې ) را توي شي کوم کافر چې د عيسی (ع) د تنفس شمال حس کړي نو مړ به شي ، او د هغه تنفس به تر هغه ځايه رسېږي ، تر کومه ځايه چې د هغه نظر (د سترګو ديد) کار کوي ـ عيسی (ع) به د دجال په  لټه کی وی او د لد  ( په فلسطين کې د يو ځای نوم دی )په دروازه کې به ئې ونيسي او وبه يې وژني.

د حضرت عيسی (ع) د مبارکی څېری په اړه عبدالله بن عمر(رض) د رسول الله (صل الله عليه وسلم)  څخه روايت کوي چې نبی کريم (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل : بَيْنَمَا أَنَا نَائِمٌ أَطُوفُ بِالْكَعْبَةِ ، فَإِذَا رَجُلٌ آدَمُ سَبْطُ الشَّعَرِ ، يُهَادَى بَيْنَ رَجُلَيْنِ ، يَنْطِفُ رَأْسُهُ مَاءً أَوْ يُهَرَاقُ رَأْسُهُ مَاءً فَقُلْتُ مَنْ هَذَا قَالُوا ابْنُ مَرْيَمَ[227]

يو ځلې مې په خوب کې د کعبې طواف کاوه يو سړی مې وليد چې غنم رنګه ؤ ، او د سر ويښته يې ښوی وو او له سر څخه يې اوبه څڅېدلې ، نو ما وويل : دا څوک دی ؟ زما سره موجودو خلګو وويل : دا عيسی بن مريم دی .

د حضرت عيسی (ع)د لمړی لمانځه په اړه حضرت جابر بن عبدالله (رض) فرمايې چې نبی کريم (صل الله عليه وسلم)  څخه يې اورېدلي دی :

لاَ تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِى يُقَاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ - قَالَ - فَيَنْزِلُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ -صلى الله عليه وسلم- فَيَقُولُ أَمِيرُهُمْ تَعَالَ صَلِّ لَنَا. فَيَقُولُ لاَ. إِنَّ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ أُمَرَاءُ. تَكْرِمَةَ اللَّهِ هَذِهِ الأُمَّةَ [228]

زما له امت څخه يوه ډله به هميشه د حق لپاره جنګېږي ، دا ډله به تر قيامته پورې غالبه وي ، کله چې عيسی بن مريم ( له اسمان څخه راکښته شي نو د مسلمانانو امير به عيسی (ع) ته ووايي : تشريف راوړۍ او موږ ته لمونځ راکړۍ ، نو عيسی (ع) به ورته په ځواب کې ووايي چې : نه ، تاسې پخپله په خپل منځ کې يو د بل اميران ياستۍ ، دا ددې امت لپاره د الله (ج) لخوا ورکړل شوی اعزاز دي.

د حضرت عيسی (ع) د کارونو څخه يو هم د صليب ماتول د خنزير وژل اوداسی نور چې له ابو هريره (رض) څخه روايت دی چې رسول الله ( ص) وفرمايل : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « وَاللَّهِ لَيَنْزِلَنَّ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا عَادِلاً فَلَيَكْسِرَنَّ الصَّلِيبَ وَلَيَقْتُلَنَّ الْخِنْزِيرَ وَلَيَضَعَنَّ الْجِزْيَةَ وَلَتُتْرَكَنَّ الْقِلاَصُ فَلاَ يُسْعَى عَلَيْهَا وَلَتَذْهَبَنَّ الشَّحْنَاءُ وَالتَّبَاغُضُ وَالتَّحَاسُدُ وَلَيَدْعُوَنَّ إِلَى الْمَالِ فَلاَ يَقْبَلُهُ أَحَدٌ[229]

په  الله (ج) قسم ! عيسی بن مريم به راشي ، حکومت به وکړي ، عدل او انصاف به قائم کړي ، صليب به مات کړي ، جزيه به نه اخلي ، ځوان اوښ به خوشې کړی شي ، په هغه باندې به څوک کار نه کوي ، د خلګو له زړونو څخه به کېنه ، بعض او حسد ولاړ شي ، عيسی (ع) به خلګ مال ته راوبلي خو څوک به يې نه اخلي .

دريم مطلب : د عيسی (ع) حکومت او موده يې

 

پدې مطلب کې به په دی وپوهيږو چې دا به د خوشحالی دور وی او حضرت عيسی (ع) به څومره وخت حکومت وکړی او د همدې مطلب شروع د حضرت ابوهريره (رض) په مبارک حديث باندی کوو عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : يَنْزِلُ ابْنُ مَرْيَمَ إِمَامًا عَادِلاً ، وَحَكَمًا مُقْسِطًا ، فَيَكْسِرُ الصَّلِيبَ ، وَيَقْتُلُ الْخِنْزِيرَ ، وَيُرْجِعُ السَّلْمَ ، وَيَتَّخِذُ السُّيُوفَ مَنَاجِلَ ، وَتَذْهَبُ حُمَةُ كُلِّ ذَاتِ حُمَةٍ ، وَتُنْزِلُ السَّمَاءُ رِزْقَهَا ، وَتُخْرِجُ الأَرْضُ بَرَكَتَهَا ، حَتَّى يَلْعَبَ الصَّبِيُّ بِالثُّعْبَانِ ، فَلاَ يَضُرُّهُ ، وَيُرَاعِي الْغَنَمَ الذِّئْبُ ، فَلاَ يَضُرُّهَا ، وَيُرَاعِي الأَسَدُ الْبَقَرَ ، فَلاَ يَضُرُّهَا[230]

ابو هريره (رض) روايت کوی چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل : عيسی بن مريم عليهما السلام به حاکم او عادل راښکته شي، صليب به مات کړي ، خنزير به ووژني ، سوله به راوګرځوی ، تورې به لرونه وي ( يعني خلګ به په کښتونو کې مشغول شي ) دهر زهرجن شي زهر به له منځه ولاړ شي ، اسمان به خپل رزق راښکته کړي، او ځمکه به خپل برکت راوباسي ، تر دې چې ماشومان به له مارانو سره لوبي ( بازی) کوی مګر مار به ورته څه ضرر نه رسوي او مېږې به د ليوه سره څرېږي ، خو څه ضرر به ورته نه رسوي او زمری به د غوا سره څري خو هغه ته به څه ضرر نه رسوی .

حضرت عيسی (ع) به حج کوي پدی اړه ابوهريره (رض) فرمايی ما د رسول الله (صل الله عليه وسلم)  څخه اوريدلې دی چې وئې فرمايل: سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ ، يَقُولُ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ ، لَيُهِلَّنَّ ابْنُ مَرْيَمَ بِفَجِّ الرَّوْحَاءِ ، حَاجًّا أَوْ مُعْتَمِرًا ، أَوْ لَيَثْنِيَنَّهُمَا[231]

او قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس( بی لاکېف) کې دی! عيسی بن مريم عليهما السلام به د روحا له درې څخه د حج يا عمرې او يا د حج قران لپاره لبيک ووايې.

د حضرت عيسی (ع) د حکومت وخت به اووه کاله وي پدي اړه  حضرت عبدالله بن عمر (رض) فرمايې چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل : فَيَبْعَثُ اللَّهُ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ كَأَنَّهُ عُرْوَةُ بْنُ مَسْعُودٍ فَيَطْلُبُهُ فَيُهْلِكُهُ ثُمَّ يَمْكُثُ النَّاسُ سَبْعَ سِنِينَ لَيْسَ بَيْنَ اثْنَيْنِ عَدَاوَةٌ[232]

بيا به الله تعالی عيسی بن مريم عليهما السلام راولېږي، ګويا چې هغه عروه بن مسعود (يو صحابی) دی. او دجال به ولټوي او وبه يې وژني، بيا به خلګ تر اووه کالو پورې پداسې حال کې وي چې د دوه کسانو تر منځ به دښمني نه وي

څلورم مبحث: ياجوج ماجوج

د دې دمخه چې خپلې موضوع ته داخل شم  غواړم يو ځل د دوی په اړه چې لمړنې پاچا(ذوالقرنين څه کړي چې يادونه يې په قران کريم کې راغلې بيان کړم .

الله(ج) د دوي او ذوالقرنين په اړه داسي فرمايلې دی : قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا () قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا () آَتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ حَتَّى إِذَا سَاوَى بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انْفُخُوا حَتَّى إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آَتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا () فَمَا اسْطَاعُوا أَنْ يَظْهَرُوهُ وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا () قَالَ هَذَا رَحْمَةٌ مِنْ رَبِّي فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّاءَ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقًّا ()[233]

هغوی وويل ای ذوالقرنين! بېشکه ياجوج او ماجوج په ځمکه کې فساد کوونکې دي، نو ايا موږ تاته څه لګښت برابر کړو تر څو زموږ او ددوی تر منځ ديوال جوړ کړې ـ هغه ځواب ورکړ چې ماته چې خپل رب په واک کې څه راکړي دي هغه بهتر دي ، تاسې يوازې په قوت او طاقت باندې زما مرسته وکړئ، زه ستاسې او دهغوی تر منځ يو ديوال جوړوم تاسې ماته د اوسپنې تختې راوړئ ـ تر دې چې کله يې د دواړو غرونو ترمنځ ديوال برابر کړ نو حکم يې وکړ چې تيز اور بل کړئ، تردې چې کله يې د اوسپنې هغه تختې بالکل د اور په شان وګرځولې نو ويې ويل ماته ويلي شوي مس راوړئ (چې پرې وائچوم) نو نه به په هغوی کې پر دېوال د ختلو طاقت وي او نه به پدې کې سوری کولای شي ـ ويې ويل دا ټوله زما د رب مهربانې ده ، نو کله چې زما د رب وعده راشي نو دړې وړې به يې کړي بې شکه زما د رب وعده حقه ده .

 

 

لمړي مطلب:ياجوج او ماجوج به ديوال سوری کوي

پدي اړه د حضرت ابوهريره (رض) هغه حديث مبارک چې د رسول اکرم (صل الله عليه وسلم)  څخه يې روايت کړي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  فرمايې : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ يَحْفِرُونَ كُلَّ يَوْمٍ حَتَّى إِذَا كَادُوا يَرَوْنَ شُعَاعَ الشَّمْسِ قَالَ الَّذِى عَلَيْهِمُ ارْجِعُوا فَسَنَحْفِرُهُ غَدًا. فَيُعِيدُهُ اللَّهُ أَشَدَّ مَا كَانَ حَتَّى إِذَا بَلَغَتْ مُدَّتُهُمْ وَأَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَهُمْ عَلَى النَّاسِ حَفَرُوا حَتَّى إِذَا كَادُوا يَرَوْنَ شُعَاعَ الشَّمْسِ قَالَ الَّذِى عَلَيْهِمُ ارْجِعُوا فَسَتَحْفِرُونَهُ غَدًا إِنْ شَاءَ اللَّهُ تَعَالَى وَاسْتَثْنَوْا فَيَعُودُونَ إِلَيْهِ وَهُوَ كَهَيْئَتِهِ حِينَ تَرَكُوهُ فَيَحْفِرُونَهُ وَيَخْرُجُونَ عَلَى النَّاسِ فَيَنْشِفُونَ الْمَاءَ وَيَتَحَصَّنُ النَّاسُ مِنْهُمْ فِى حُصُونِهِمْ[234]

بېشکه ياجوج او ماجوج هره ورځ دېوال کني، تردې چې د لمر وړانګې لوېدلو ته نږدې شي ( مازديګر ناوخته شي) نو دهغوي مشر به ووايي: لاړ شئ ، نور به سبا وکنو، نو الله تعالی به هغه ديوال له مخکې نه زيات مضبوط کړي ـ تر دې چې کله دهغوي موده پوره شي او الله تعالی يې د خوشې کولو اراده وکړی نو يوه ورځ به دېوال وکني تردې چې کله د لمر وړانګې وګوري نو مشر به يې ووايې : ځئ ولاړ شئ، پاتې به بله ورځ انشاء الله وکنو ، سبا چې کله راشي نو دېوال به هماغسې کنلی پاتې وي ، ځومره چې دوی پرېښی وي ، بيا به دا نورهم وکني او په خلګو به راووزی ټولې اوبه به وڅښي او خلګ به له دوی څخه د ځان ژغورنې لپاره په خپلو کلاګانو کې بند شي.

زينب بنت جحش (رضي) فرمايي چې يوه ورځ رسول اکرم (صل الله عليه وسلم)  وارخطا د هغهې خواته راغې او ويې فرمايل : أَنَّ زَيْنَبَ بِنْتَ جَحْشٍ زَوْجَ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَتْ خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَوْمًا فَزِعًا مُحْمَرًّا وَجْهُهُ يَقُولُ « لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ فُتِحَ الْيَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ ». وَحَلَّقَ بِإِصْبَعِهِ الإِبْهَامِ وَالَّتِى تَلِيهَا

لا اله الا الله، عرب به له هغه شر څخه تباه کېږي چې رانږدې شوی دی ، نن ياجوج او ماجوج په دېوال کې دومره سوری کړی دی ، او نبي کريم(صل الله عليه وسلم)  خپله بټه ګوته او د شهادت ګوتي سره يو ځای کړي او اشاره يې وکړه

دوهم مطلب: د ياجوج او ماجوج حمله او فساد

الله (ج) په قران کريم کې د ياجوج او ماجوج د راوتلو په اړه په سورة انبياء کې داسې فرمايې: حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُمْ مِنْ كُلِّ حَدَبٍ يَنْسِلُونَ () وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَإِذَا هِيَ شَاخِصَةٌ أَبْصَارُ الَّذِينَ كَفَرُوا يَا وَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا بَلْ كُنَّا ظَالِمِينَ ()[235]

کله چې ياجوج او ماجوج پرانستل شي نو له هر لوړ ځای څخه به رامنډی کړي ، په هغه وخت کې به د رښتونې ژمنې (قيامت) د پوره کېدلو وخت رانېږدې شي ، په هغه  وخت کې به د کافرانو سترګې نېغې پاتې شې او وبه وايې چې افسوس! موږ لدې حال څخه ناخبره وو بلکه موږ ظالمان وو .

حضرت نواس بن سمعان (رض) فرمايې چې رسول اکرم (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: فَبَيْنَمَا هُوَ كَذَلِكَ إِذْ أَوْحَى اللَّهُ إِلَى عِيسَى إِنِّى قَدْ أَخْرَجْتُ عِبَادًا لِى لاَ يَدَانِ لأَحَدٍ بِقِتَالِهِمْ فَحَرِّزْ عِبَادِى إِلَى الطُّورِ. وَيَبْعَثُ اللَّهُ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ وَهُمْ مِنْ كُلِّ حَدَبٍ يَنْسِلُونَ فَيَمُرُّ أَوَائِلُهُمْ عَلَى بُحَيْرَةِ طَبَرِيَّةَ فَيَشْرَبُونَ مَا فِيهَا وَيَمُرُّ آخِرُهُمْ فَيَقُولُونَ لَقَدْ كَانَ بِهَذِهِ مَرَّةً مَاءٌ.[236]

پدي وخت کې به الله تعالی عيسی (ع) ته وحې راولېږي چې ما خپل داسې بندګان رائيستلي دي چې دهغوی سره د جنګ طاقت هېڅوک نلري، لدې کبله ته زما (مسلمانان) بندګان کوه طور ته بوزه ، نو الله تعالی به ياجوج او ماجوج راوباسي چې له هر لوړ ځای څخه به منډې راوهي د هغوی لومړۍ برخه چې کله د طبريه په بحيرې باندې تيره شي نو ټولې اوبه به وڅښي ، بيا به دهغوی وروستۍ برخه راشي نو وبه وايې: پدې ځای کې هم کله اوبه وی.

دريم مطلب:دياجوج او ماجوج هلاکت

ياجوج او ماجوج چې په ځمکه کې به تر اخره حده پوري فساد وکړی په ځمکه چې هر څه وي هغه به ختم کړي ان تردي چې اسمان ته به هم غشې وغورزوي ( د دوي په اند) چې د اسمان اوسيدونکې هم ختم کړي، الله تعالی به د هغوی غشی په وينو لړلی ورته رښکته کړي چې دا خبره هم امام مسلم(رح) په خپل کتاب ، کتاب الفتن کې را اخيستې ده .

اوس راځو خپل مطلب ته چې د ياجوج او ماجوج هلاکت (له منځه وړل دي) پدي اړه حضرت نواس بن سمعان (رض) فرمايي چې رسول اکرم (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: فَيَرْغَبُ نَبِىُّ اللَّهِ عِيسَى وَأَصْحَابُهُ فَيُرْسِلُ اللَّهُ عَلَيْهُمُ النَّغَفَ فِى رِقَابِهِمْ فَيُصْبِحُونَ فَرْسَى كَمَوْتِ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ يَهْبِطُ نَبِىُّ اللَّهِ عِيسَى وَأَصْحَابُهُ إِلَى الأَرْضِ فَلاَ يَجِدُونَ فِى الأَرْضِ مَوْضِعَ شِبْرٍ إِلاَّ مَلأَهُ زَهَمُهُمْ وَنَتْنُهُمْ فَيَرْغَبُ نَبِىُّ اللَّهِ عِيسَى وَأَصْحَابُهُ إِلَى اللَّهِ فَيُرْسِلُ اللَّهُ طَيْرًا كَأَعْنَاقِ الْبُخْتِ فَتَحْمِلُهُمْ فَتَطْرَحُهُمْ حَيْثُ شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ يُرْسِلُ اللَّهُ مَطَرًا لاَ يَكُنُّ مِنْهُ بَيْتُ مَدَرٍ وَلاَ وَبَرٍ فَيَغْسِلُ الأَرْضَ حَتَّى يَتْرُكَهَا كَالزَّلَفَةِ ثُمَّ يُقَالُ لِلأَرْضِ أَنْبِتِى ثَمَرَتَكِ وَرُدِّى بَرَكَتَكِ.

فَيَوْمَئِذٍ تَأْكُلُ الْعِصَابَةُ مِنَ الرُّمَّانَةِ وَيَسْتَظِلُّونَ بِقِحْفِهَا وَيُبَارَكُ فِى الرِّسْلِ حَتَّى أَنَّ اللِّقْحَةَ مِنَ الإِبِلِ لَتَكْفِى الْفِئَامَ مِنَ النَّاسِ وَاللِّقْحَةَ مِنَ الْبَقَرِ لَتَكْفِى الْقَبِيلَةَ مِنَ النَّاسِ وَاللِّقْحَةَ مِنَ الْغَنَمِ لَتَكْفِى الْفَخِذَ مِنَ النَّاسِ فَبَيْنَمَا هُمْ كَذَلِكَ إِذْ بَعَثَ اللَّهُ رِيحًا طَيِّبَةً فَتَأْخُذُهُمْ تَحْتَ آبَاطِهِمْ فَتَقْبِضُ رُوحَ كُلِّ مُؤْمِنٍ وَكُلِّ مُسْلِمٍ وَيَبْقَى شِرَارُ النَّاسِ يَتَهَارَجُونَ فِيهَا تَهَارُجَ الْحُمُرِ فَعَلَيْهِمْ تَقُومُ السَّاعَةُ[237]

بيا به د الله نبي عيسی (ع) او دهغه ملګري الله ته دعا وکړي نو الله تعالی به دهغوی (ياجوج او ماجوج) په څټونو کې چېنجي پيدا کړي هغوی به په يو وخت کې د يو نفس په څېر هلاک کړي ، بيا به د الله تعالی نبي عيسی (ع) او دهغه ملګري ځمکې ته راښکته شي، خو په ځمکه کې به هر ځای چربۍ او بدبويي خپره وي، بيا به عيسی(ع) او دهغه ملګري دعا وکړي نو الله تعالی به د تختي اوښانو د ګردنونو په څېر مرغان راولېږي چې له هغه ځای څخه به يې ټول کړي او لېري ځای ته به يې يوسي،کوم ځای ته چې ورته الله حکم کړي وي، بيا به الله تعالی باران راو اوروي چې هر د خاورې او خيمې کورته به ورسېږي او دهغې په ذريعه به الله تعالی ځمکه داسې پاکه کړي لکه حوض يا باغ (اويا ښکلې ښځه) بيا به ځمکې ته حکم وشي چې خپلې ميوې رازرغونې کړه او خپل برکتونه راوباسه ـ په هغه ورځ به يو انار ټوله ډله خوړلي شي، او دهغه (انار) له پوستکې څخه به د سايې لپآره ګټه اخلي، د يوې شيدې ورکوونکې اوښې شيدې به د څو ډلو لپاره بس وي، او د يوې شيدې ورکوونکې غوا سيدې به د يوې قبيلې لپاره بس وي او د يوې شيدې ورکوونکې مېږې شيدې به د يوې کورنۍ لپاره بس وي ، خلګ به پهمدې حال کې وي چې الله تعالی به يو پاکېزه شمال راولېږي چې د دوي د تخرګونو لاندې به تاثيروکړي او هر مؤمن او مسلمان به وفات شي، بيا به يواځې بدترين خلګ پاتې شي چې د خرونوپه څېر به يو له بل سره زنا کوي( د خرو په څېر به بې له کومې حيا د خلګو په وړاندې زنا کوي) او په همغوي باندې به قيامت قآئم شي.

پنځم مبحث:دري خسفونه

لمړی مطلب: د خسف معنی:

خسف عربی لفظ دي،  عربان وايې چې( خسف المکان يخسف خسوفا) يعني مځکې ته وردننه او په کې ورک شو[238]

الله تعالی(ج) د قارون په هکله فرمايې: فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ[239] يعني موږ هغه له کوره سره په مځکه کې ننه ايست

په احاديثو کې د قيامت د غټو علامو په ترڅ کې د دريو خسفونو يادونه شوي ده چې په دوهم مطلب کې به په وضاحت سره وڅېړل شې

دوهم مطلب:په ختيځ،لوديځ او جزيره عرب کې خسف

د حذيفه بن اسيدغفاري(رض)  څخه روايت دي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: إِنَّهَا لَنْ تَقُومَ حَتَّى تَرَوْنَ قَبْلَهَا عَشْرَ آيَاتٍ....... وَثَلاَثَةَ خُسُوفٍ خَسْفٌ بِالْمَشْرِقِ وَخَسْفٌ بِالْمَغْرِبِ وَخَسْفٌ بِجَزِيرَةِ الْعَرَبِ وَآخِرُ ذَلِكَ نَارٌ تَخْرُجُ مِنَ الْيَمَنِ تَطْرُدُ النَّاسَ إِلَى مَحْشَرِهِمْ[240]

قيامت به تر هغه پوري نه راځې چې مخکې تري لس نښانې(علامې) ونه ګوري..... چې له هغې جملې ) دري ځايونو کې(دخلګو) په ځمکه ننوتل، په ختيځ، لوديځ او جزيرة العرب کې او په اخرکې به داسې يو اور د يمن له خوا راووځې چې خلګ به د محشر د ډګر په لور وشړي.

دريم مطلب:ايادا خسفونه واقع شوي دي؟

 

وهذه الخسوفات الثلاثة لم تقع بعدُ؛کغيرها من الاشراط الکبری التي لم يظهرشيءُ منها، وان کان بعض العلماء يری انها قد وقعت کما ذهب الی ذلک الشريف البرزنجي ولکن الصحيح انه لم يحدث شيء منها الی الان، وانما وقع بعض الخسوفات فی اماکن متفرقة، وفی ازمان متباعدة، وذلک من اشراط الساعة الصغری. اما هذه الخسوفات الثلاثة؛ فتکون عظيمة وعامة لاماکن کثيرة من الارض فی مشارقها ومغربها وفی جزيرة العرب. قال ابن حجر: وقد وجد الخسف في مواضع، ولکن يحتمل ان يکون المراد بالخسوف الثلاثة قدراً زائداً علی ما وُجد، کان يکون اعظم منه مکاناً او قدراً[241]

د قيامت د نورو غټو علامو په شان دا دري خسفونه هم لاپيښ شوي نه دي، که څه هم ځيني علماء لکه شريف برزنجی په دي نظر دي چې دا خسفونه واقع شوي دي ، خو صحيح خبره دا ده چې دغه خسفونه تر اوسه ندي واقع شوي . هو د مځکې په ځينو برخو کې ځينې خسفونه پيښ شوي، خو هغه د قيامت د کوچنيو علامو له جملې څخه دي خو دا دري خسفونه به ډيرلوي،سرتاسري او د مځکې په ختيځ او لويديځ او د عربو په جزيره کې وي ابن حجر وايې: په ځينو ځايونو کې خسفونه پيښ شوي دي، خو کېدای شي په دی دريو خسفونو کې د پخوانيو خسفونو په نسبت يو څه زياتوالی مراد وي، داسی چې د ځاي يا اندازي په لحاظ تر پخوانيو ستر وي.

 

 

 

 

 

شپږم مبحث: دود

د قيامت د غټو علامو څخه يو هم دود دي چې په اخره زمانه کې به راښکاره شي چې په قران او حديث سره ثابت دي .

لمړي مطلب:د دود په اړه قرانې دلائل

الله تعالی په قران عظيم الشان کې فرمايې: فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاءُ بِدُخَانٍ مُبِينٍ () يَغْشَى النَّاسَ هَذَا عَذَابٌ أَلِيمٌ ()[242]

يعني اي محمده! دي کفارو ته د هغی ورځی په انتظار اوسه چې په اسمان کې به يو ښکاره دود راپيدا شي او ټول خلګ به پټ کړي، دا دردناک عذاب دی.

دوهم مطلب: د دود په اړه نبوي احاديث

د دود په اړه به پدی مطلب کې څه احاديث راوړ چې شروع به ئې د حضرت ابوهريره (رض) په حديث وکړو چې فرمايې رسول الله(صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « بَادِرُوا بِالأَعْمَالِ سِتًّا طُلُوعَ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا أَوِ الدُّخَانَ أَوِ الدَّجَّالَ أَوِ الدَّابَّةَ أَوْ خَاصَّةَ أَحَدِكُمْ أَوْ أَمْرَ الْعَامَّةِ[243]

د شپږو نښو له ښکاره کېدلو څخه وړاندې د نيکو اعمالو په کولو کې چالاکې وکړئ: له لويديځ څخه د لمرراختل، دلوګي راوتل، د دجال راڅرګندېدل، د ځناور راوتل، انفرادي عذاب او اجتماعی عذاب

دريم مطلب: د دريو شيانو خبرداري

د ابو مالک اشعري (رض) څخه  چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  فرمايلي دي: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:"إنَّ رَبَّكُمْ أنْذَرَكُمْ ثَلاثا: الدُّخانُ يَأْخُذ المُؤْمِنَ كالزَّكْمَةِ، ويَأْخُذُ الكَافِرَ فَيَنْتَفِخَ حتى يَخْرُجَ مِنْ كُلّ مَسْمَعٍ مِنْهُ[244]

الله تعالی مو د دري شيانو څخه خبرداره کوی او ويروي مو: يو له هغو څخه يو دود دي چې مؤمن ته به تري د زکام غوندي حالت پيښيږي او کافر به تري داسي پړسيږي چې د وجود له هر مسام نه به يي راووځې

 

 

اووم مبحث: د لوديځ له خوا څخه د لمر راختل

د قيامت د لويو علامو څخه يو هم د لمر راختل د هغه ځايه څخه چې اوس هلته لويږي (سرچپه) الله پاک دي موږ ته امان راکړي دا هغه ورځې دی چې بيا ايمان راوړل ګټه نه لري او د توبې دروازی تړل شوي وي

لمړي مطلب:ايمان نه قبليدل

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا فَإِذَا طَلَعَتْ مِنْ مَغْرِبِهَا آمَنَ النَّاسُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ [245] فَيَوْمَئِذٍ لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِى إِيمَانِهَا خَيْرًا[246]

قيامت به تر هغې پوري قائم نه شي چې ترڅو د لوديځ له لوري لمر راوخېژي، کله چې لمر د لوديځ له خوا راوخېژي نو ټول خلګ به ايمان راوړي خو په هغه ورځ کې چاته ايمان راوړل ګټه نه لري ،چې له مخکی څخه يي ايمان نه وي راوړي، او که څوک مؤمن وي صالخ عمل تري نه قبليږي،که پخوايي صالح عمل نه وي کړي.

له ابو موسی (رض) څخه روايت دي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِىءُ النَّهَارِ وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِىءُ اللَّيْلِ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا[247]

بېشکه الله (ج) دشپې له خوا لاس غوړوي ترڅو د ورځې ګناه کوونکې توبه وباسي او په ورځ کې لاس غوړوي تر څو د شپې ګناه کوونکې توبه وباسي (دابه تر هغې پورې جاري وي)تر څو چې لمر له لويديځ څخه راوخېژي.

دوهم مطلب: لمر چېري ځي؟

جليل القدره صحابي حضرت ابوذر (رض) فرمايې: زه مسجد ته ننوتلم نو رسول الله (صل الله عليه وسلم)  په مسجد کې ؤ،کله چې لمر لويدلو نو رسول الله(صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: يَا أَبَا ذَرٍّ هَلْ تَدْرِى أَيْنَ تَذْهَبُ هَذِهِ ». قَالَ قُلْتُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ.

قَالَ « فَإِنَّهَا تَذْهَبُ فَتَسْتَأْذِنُ فِى السُّجُودِ فَيُؤْذَنُ لَهَا وَكَأَنَّهَا قَدْ قِيلَ لَهَا ارْجِعِى مِنْ حَيْثُ جِئْتِ فَتَطْلُعُ مِنْ مَغْرِبِهَا[248]

ابو ذره! ته پوهېږي چې دا لمر چېرته ځې؟ ما وويل: الله او دهغه رسول ښه پوهېږي، رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: هغه(دعرشدلاندې)ځې،او د سجدې اجازه غواړي،نو اجازه ورته کېږي، يو ځل به ورته وويل شي: له کومه ځايه چې راغلې يې هم هغه ځاي ته بېرته وګرزه، نو له لويديځ څخه به راوخېژي

دريم مطلب:د توبې دروازه

د حضرت صفوان بن عسال(رض)څخه روايت دي چې رسول اکرم (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: أَنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ جَعَلَ بِالْمَغْرِبِ بَابًا مَسِيرَةُ عَرْضِهِ سَبْعُونَ عَامًا لِلتَّوْبَةِ ، لاَ يُغْلَقُ مَا لَمْ تَطْلُعِ الشَّمْسُ مِنْ قِبَلِهِ ، وَذَلِكَ قَوْلُ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ : {يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا}[249]

الله(ج) په لويديځ کې د توبې لپاره يوه دروازه جوړه کړې ده چې پلنوالی يې د اوياکاله د تګ په اندازه دي، تر هغې پورې به بنده نه شي چې تر څو لمرد لويديځ څخه راوخيژي، بيا رسول الله (صل الله عليه وسلم)  دا ايت کريمه ولوستلوچې: په کومه ورځ چې ستا  د رب نښې راشي نو چا چې مخکې ايمان نه وي راوړی پدې وخت کې به ورته د ايمان راوړل څه ګټه ونه رسوي.

اتم مبحث:دابة الارض

دابة الارض ( څاروي) دا هم د قيامت د لويو علامو څخه دي چې کله يوه لويه علامه راښکاره شي پرلپسي به نوري هم ښکاره شي .

لمړی مطلب:د قران په رڼا کې دابة الارض

الله (ج) د دابة الارض په اړه په خپل کتاب قران عظيم الشان کې فرمايې: وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآَيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ[250]

کله چې په هغوی باندې دعذاب وعده ثابته شي نو موږ به ورته له ځمکې څخه يو ځناور راوباسو چې ورسره به خبرې کوي،لدې کبله چې خلګ زموږ په اياتونو باندې يقين نه ساتي.

فهذه الاية الکريمة جاء فيها ذکر خروج الدابة ، وان ذلک يکون عندفساد الناس، وترکهم اوامرالله، وتبديلهم الدين الحق، يخرج الله لهم دابة من الارض، فتکلم الناس علی ذلک[251]

په دي مبارک آيت کې د مځکې څاروي د راوتلو خبره بيان شوي،په خلګو کې دفساد دزياتوالی،او دالله تعالی د اوامرو څخه د سرغړونی، او دحق دين د تبديلونی په صورت کی به الله تعالی يو مځکنۍ څاروي راپيدا کړي چې خلګو ته به دغه واقعيتونه بيانوي.

دوهم مطلب:د احاديثو په رڼا کې دابة الارض

حضرت عبدالله بن عمرو (رض) فرمايی چې د رسول الله (صل الله عليه وسلم)  څخه مې يو حديث اورېدلې دي چې تر اوسه مې په يآد دي: رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ حَفِظْتُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- حَدِيثًا لَمْ أَنْسَهُ بَعْدُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « إِنَّ أَوَّلَ الآيَاتِ خُرُوجًا طُلُوعُ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا وَخُرُوجُ الدَّابَّةِ عَلَى النَّاسِ ضُحًى وَأَيُّهُمَا مَا كَانَتْ قَبْلَ صَاحِبَتِهَا فَالأُخْرَى عَلَى إِثْرِهَا قَرِيبًا[252]

د قيامت له نښانو څخه لومړۍ نښه داده چې لمر به د لويديځ لخوا راوخيژي،بيا به د څاښت په وخت په خلګو کې يو ځناور راووځې،په هغه ورځو کې چې کومه يوه اول ښکاره شوه دوهمه به ورپسې سمدلاسه راښکاره کېږي.

دريم مطلب: د خلګو په تنديانو به ټاپې لګوي

په دي اړه ډير قولونه دي چې دا به څه ډول وي يو قول چې سنن ترميذی را اخيستی دا چې د سلميان (ع) خاتم اود موسی (ع) عصا (لکړه ) به ورسره وي .نورچې څنګه شکل به يې وي پدي باندې يوازی الله تعالی علم لري موږ يې هم مجمل پريږدو ځکه په ډيرو احاديثو کې هم يواځې دابة الارض راغلي. اوس راځو خپل مطلب د حضرت ابو امامه(رض) په حديث مبارک باندې شروع کوو.

تَخْرُجُ الدَّابَّةُ فَتَسِمُ النَّاسَ عَلَى خَرَاطِيمِهِمْ ، ثُمَّ يَغْمُرُونَ فِيكُمْ حَتَّى يَشْتَرِيَ الرَّجُلُ الْبَعِيرَ فَيَقُولُ : مِمَّنْ اشْتَرَيْتَهُ ؟ فَيَقُولُ : اشْتَرَيْتُهُ مِنْ أَحَدِ الْمُخَطَّمِينَ[253]

يو ځناور به (له مځکې څخه) راووزي،چې د خلګو په تنديو به نښې لګوي، او(نښه دار) خلګ به ډېر زيات شي، تر دې چې يو سړی به اوښ واخلي نو پوښتنه به وکړي چې له چانه دې واخست؟ نو هغه به ورته ځواب ورکړي چې: له يو نښه دار نه مې اخيستي دي.

 

 

 

 

 

 

 

نهم مبحث: د اور راوتل

دا نو هغه وخت دي چې نور نو د الله (ج) فيصله پوره شي او دحشر  لورته د خلګو ټيل وهل دي او دا د قيامت د لويو نښو(علامو)څخه چې په احاديثو سره ثابت دي چې دا به اخرني علامه وي .

اول مطلب: د اور د راوتلو ځاي

د حضرت حذيفه بن اسيد الغفاری (رض) څخه روايت دي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: إِنَّهَا لَنْ تَقُومَ حَتَّى تَرَوْنَ قَبْلَهَا عَشْرَ آيَاتٍ....... وَآخِرُ ذَلِكَ نَارٌ تَخْرُجُ مِنَ الْيَمَنِ تَطْرُدُ النَّاسَ إِلَى مَحْشَرِهِمْ[254]

قيامت به هيڅکله قائم نه شي چې تر څو تاسې لس نښي ونه ګورئ.........او وئې فرمايل: ترټولو وروسته به له يمن څخه اور راووزی چې خلګ به د محشر لور ته شړي.

عن سالم بن عبد الله عن أبيه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ستخرج نار من حضرموت أو من نحو حضرموت قبل يوم القيامة تحشر الناس قالوا يا رسول الله فما تأمرنا ؟ قال عليكم بالشام[255]

د قيامت څخه مخکې به له حضر موت او ياد حضر موت له بحر څخه يو اور راووزي،چې خلګ به راټولوي، صحابه کرامو (رضي الله عنهم) پوښتنه وکړه: ای د الله رسوله! تاسې موږ ته دهغه وخت لپاره څه حکم کوئ؟ نو رسول الله (صل الله عليه وسلم) وفرمايل:تاسې په شام کې هستوګنه غوره کړي.

دوهم مطلب:دخلګو حشر په دريو ډلو کې وي

دا چې څرنګه به دا اور خلګ راټولوي او څو ډلې به وي دا به د ابو هريره د حديث په رڼا کې وڅېړو راځو ددې مطلب پيل د حضرت ابوهريره (رض) په حديث کوو: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ - رضى الله عنه - عَنِ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ « يُحْشَرُ النَّاسُ عَلَى ثَلاَثِ طَرَائِقَ ، رَاغِبِينَ رَاهِبِينَ وَاثْنَانِ عَلَى بَعِيرٍ ، وَثَلاَثَةٌ عَلَى بَعِيرٍ ، وَأَرْبَعَةٌ عَلَى بَعِيرٍ ، وَعَشَرَةٌ عَلَى بَعِيرٍ وَيَحْشُرُ بَقِيَّتَهُمُ النَّارُ ، تَقِيلُ مَعَهُمْ حَيْثُ قَالُوا ، وَتَبِيتُ مَعَهُمْ حَيْثُ بَاتُوا ، وَتُصْبِحُ مَعَهُمْ حَيْثُ أَصْبَحُوا ، وَتُمْسِى مَعَهُمْ حَيْثُ أَمْسَوْا[256]

د ابو هريره (رض) څخه روايت دي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل:د خلګو حشربه په دري دلو کې وي،( اوله ډله) خلګ به حشر ته ميلان لرونکې او ويريدونکې وي (دوهمه ډله)په يوه اوښ باندې به دوه کسان سواره وي،په يو اوښ باندې درې کسان سواره وي، په يوه اوښ باندې به څلور کسان سواره وي، اوپه کوم يو باندې به لس کسان وي، او پاتې خلګ به اور راټولوي(دا دريمه ډله د مشرکانو ده) کله چې دوي قيلوله کوي نو اور به هم ورته ولاړ وي، کله چې چېرته شپه تېروي نو اور به هم ورسره هملته ولاړ وي، کله چې سبا کړي نو اور به هم ورسره هملته په سهارکې موجود وي او کله چې ماښام کړي نو اور به هم ورسره د ماښام په وخت موجود وي.

دريم مطلب:د دنيا حشر به کوم ځای وي

تردې مطلب لاندې چې کومه خبره کېږي هغه د دنيا دحشر په باره کې ده ، نه هغه حشرچې په اخرت کې د بيا راژوندي کېدواو د قبرونو څخه د راپورته کېدو وروسته حشر هغه د قيامت د ورځې وروسته خبره ده دلته يوازی موږ د قيامت د لويو علامو(نښو) څخه بحث کوو.

دصحيحو حديثونو  له مخي لکه د اور د راوتلو په حديث کې چې نبي کريم (صل الله عليه وسلم)  امر کړئ (قال عليكم بالشام) تاسو شام ته ولاړ شې او بل  دا مُعَاوِيَةَ الْبَهْزِيِّ په حديث کې راغلې چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)  وفرمايل: هَاهُنَا تُحْشَرُونَ . هَاهُنَا تُحْشَرُونَ . هَاهُنَا تُحْشَرُونَ . ، ثَلاَثًا ، رُكْبَانًا وَمُشَاةً ، وَعَلَى وُجُوهِكُمْ......... قَالَ ابْنُ أَبِي بُكَيْرٍ : فَأَشَارَ بِيَدِهِ إِلَى الشَّامِ فَقَالَ : إِلَى هَاهُنَا تُحْشَرُونَ.[257]

دغه ځاي ته به سپاره ،پياده، او پړمخی راجمعه کېږي( دا خبره يې دري واره تکرار کړه) ابن ابی بکېر وايې: په لاس مبارک باندې يې د شام خواته اشاره وکړه او وئې فرمايل دغه ځاي ته به راجمع کېږي.

خپله موضوع په همدي دوو حديثو سره خلاصه کوم نو ددې حديثونو څخه دا څرګنديږي چې د دنيا محشر( د خلګو د راټلوولو ځاي) شام دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پايله

 

د قيامت علامی تر عنوان لاندی ليکنه کې لمړی د قيامت پېژندنه وشوه ( لغتا، اصطلاحا ، د قيامت د راتګ په اړه ځنی ايآتونه او احاديث د بلګۍ په ډول راوړل شوی ، بيا وروسته د قيامت د علامو ډولونه بيان شول چې کوچنی علامی او لويې علامی دی چې کوچنې علامی د اوسنی وخت په نظر کې نېولو سره ترتيب شوی وی چې لمړی د مال په باره کې دوهم د فتنو په باره کې، دريم د خلګو په باره کې او څلورم د لويو ګناهونو د ښکاره کېدو په باره کې . بيا وروسته د لويو علامو بيان وشو چې په (  ) مبحثه کې خلاصه شوی چې لمړی يې د حضرت مهدی (رح) په باره کې دوهم د دجال په باره کې ، دريم د عيسی (ع) په باره کې ،څلورم د ياجوج او ماجوج په باره کې ، پنځم دری خسفونه  ، شپږم  دود په باره کې  ، اوم د لوديځ لخوا د لمر د راختلو په باره کې ، اتم  د دابة الارض او نهم د اخری اور په باره کې چې خلګ به د محشر ځاي ته بيايې

 

نو ددی موضوع ( دقيامت علامی ) په ترڅ کی موږ دی نتيجی ته رسيږو

قيامت خامخا راتلونکی دی او ډير زيات نږدی دی  او همدارنګه چې د قيامت ځنې علامی تېری شوی او ځنی  يې به په راتلونکی کې څرګندی شی

مهدي اخر الزمان په مکه معظمه کی  راپيدا کېږی او خلګ به ورسره بيعت کوی

د خلګو د ګمراه کولو لپاره به دجال راپيدا شی

عيسی (عليه السلام) به د جال ووژنی

يو اور به پيدا شی او خلګ به محشر ته شړی

ددنيا محشر شام دی

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ماخذونه

قران کريم .

ابن الاثير،مجدالدين المبارک:النهايه في غريب الحديث ،دارالفکر،طبعةثانيه،١٣٩٩ هجري.

ابن حجر العسقلاني:فتح الباري شرح البخاری. مکتبة  ادارات البحوث العلمية والافتا الرياض .

ابن خزيمة الامام ابي بکر محمد بن اسحاق تحقيق محمد مصطفي الاعظمي:صحيح ابن خزيمه ،المکتبة الاسلامي بيروت ،الطبعة الاولي،١٣٩١ هجري

ابو الفضل ابن منظور: لسان العرب ، طبع: دارالفکر ودار صادر،بيروت.

الالباني  محمد ناصر الدين:صحيح الجامع الصغير المکتبة الاسلامي بيروت الطبعة الاول ١٣٨٨ هجري .

البخاري،محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة :صحيح البخاري ، دار ابن كثير ، اليمامة – بيروت، الطبعة الثالثة ، 1407 – 1987.

الترمذی،أبو عيسى:مشکاة المصابيح ، طبعة الأولي ۱۴۳۱ هـ  مکتبة البشري .

التو يجري، شيخ حمود بن عبدالله :اتحاق الجماعة بما جاء في الفتن والملاحم واشراط الساعة طبع مطابع الرياض  الطبعة  الاولي.

السجستاني الامام ابي داود تحقيق عبدارحمن محمد عثمان :سنن ابي داود سنن ابي داود مع شرحه عون المعبود دارالفکر    الناشر المکتبة السلفية الطبعة الثالثه ١٣٩٩.

الذهبي اللامام شمش الدين محمد بن احمد تصحيح عبدالرحمن بن يحيي المعلمي:تذکرة الحفاظ داراحياءالعربي بيروت.

آلقرويي اللآمآم محمد بن يزيد تحقيق محمد فولآد عبدآلبآفي:سنن ابن مآجه سنن ابن مآجه دآرآلترآث آلعربی.

القرطبي، امام محمد بن احمد:قرطبي تذکرة ، التذکرة في احوال الموتی وامور الاخرة، المکتبة السلفية المدينه المنوره .

القرضاوي،دکتو ريوسف :الحلال والحرام في الاسلام المکتبه الاسلامي بيروت الطبعة الثانيْة عشرة ١٣٩٨ هجري.

النيسابوري،حاکم :مستدرک الحاکم ،المستدرک علي الصحيحن مع تلخيصه للذهبي،دار الکتاب العربي بيروت.

النيسابوري، أبو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري: الجامع الصحيح المسمى صحيح مسلم ، دار الجيل بيروت، عدد الأجزاء : ثمانية أحزاء في أربع مجلدات

النووي محي الدين يحيي بن شرف: شرح النووي علي صحيح مسلم طبع دارالفکر بيروت .

المناوي محمد بن عبدالروف: فيض القدير فيض القدير شرح الجامع الصغير دار المعرفة بيروت الطبعة الثانية ١٣٩١ هجري

الوابل،يوسف بن عبدالله بن يوسف: اشراط الساعة   ، مکتبه دارابن الجوزی ، د چاپ کال  ۱۴۰۴ هـ ق .

الهيشمي، حافظ نور الدين:مجمع الزوائد ومنبع الفوايد ، دارالکاتب بيروت المطبعة الثانية ١٩٦٧ م .

ډاکټر محمد دين : تعليم القران پښتو ټکی په ټکی او روانه ترجمه، تاج کمپنی .

سنن النسائي بشرح السيوطي وحاشية السندي، أبو عبد الرحمن أحمد بن شعيب النسائي، دار المعرفة ببيروت، الطبعة :      الخامسة 1420هـ، عدد الأجزاء : 8 في اربع مجلدات،

سنن ابن ماجه، محمد بن يزيد أبو عبدالله القزويني، الناشر : دار الفكر – بيروت

سليمان بن الأشعث أبو داود السجستاني الأزدي ،سنن أبي داود،الناشر : دار الفكر،عدد الأجزاء : ۴

سنن الترمذي، محمد بن عيسى أبو عيسى الترمذي السلمي، الناشر : دار إحياء التراث العربي – بيروت، عدد الأجزاء : ۵، الطبعة الثانية، ۱۹۹۸ م ،

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

فهرست

سرليک                                                                                              صفحه

لمړی فصل قيامت پېژندنه.. 1

لمړي مبحث :د اشراط الساعة لغوي او اصطلاحي تعريف.. 1

اول مطلب : تعريف اشراط الساعة يا د قيامت علامي :.. 1

دريم مطلب :د قيامت د نږديوالي په اړه دلايل :.. 2

دريم مطلب :د قيامت د واقع کېدو وخت :.. 4

څلورم مطلب :دقيامت معناوي :.. 5

دوهم مبحث د  قيامت نومونه اوډولونه ئې.. 7

لمړي مطلب : د قيامت نومونه :.. 7

دوهم مطلب :د قيامت د علامو ډولونه.. 8

دوهم فصل د قيامت کوچنی علامي چې په قران او حديثو کې راغلي.. 9

او ل مبحث : د مال په باره کې ... 9

اول مطلب :  دمال زياتو الي او دصدقي څخه استغناء ... 9

دوهم مطلب : دسوداګري زياتوالي :.. 10

دريم مطلب : امانت ضايع کېدل :.. 11

څلورم مطلب : دبخل زياتوالي :.. 12

پنځم مطلب : دتعميرونو په لوړولو کې سيالي :.. 13

شپږم مطلب : دمسجدونو په ښايسته کولو کې سيالي :.. 15

دوهم مبحث :دفتني په باره کې.. 16

اول مطلب : دفتنو پيداکېدل :.. 16

دوهم مطلب :ددرواغجنو پيغمبرانو څرګنديدل :.. 17

دريم مطلب : دپخوانيو امتونو دتګلاري تعقيبول :.. 19

څلورم مطلب : د ظالمانو دملا تړو زياتوالي :.. 21

پنځم مطلب : دعلم له منځه تلل او جهل خپريدل :.. 22

دريم مبحث : د خلګو په اړه.. 25

اول مطلب : دديني احکامو له پامه غورځول :.. 25

دوهم مطلب : دناحقه شاهدي زياتوالي او حقي شاهدي پټول :.. 26

دريم مطلب : دښځو زياتو الي او دنارينووکموالي :.. 26

څلورم مطلب: دښځو بربنډ لباس :.. 28

پنځم مطلب : د نا اهله  خلګو مشری:.. 29

شپږم مطلب : دناڅاپي مرګ زياتوالي :.. 31

اووم مطلب : دخلګو ترمنځ د ناپيژند ګلوي خپريدل :.. 32

اتم مطلب : دسختي بلا له کبله د مرګ هيله :.. 33

نهم مطلب :دښو خلګو له منځه تلل :.. 34

څلورم مبحث :دکبيره ګناهونوښکاره کېدل.. 35

اول مطلب:د(زنا)خپريدل.. 35

دوهم مطلب :دربا(سود)خپريدل.. 36

دريم مطلب :شراب زيات څښل اوحلال ګڼل.. 37

څلورم مطلب :دموسيقى سامانونو راوتل اوحلال ګڼل... 38

پنځم مطلب :دقتل زياتوالى:.. 38

شپږم مطلب : په اسلامي امت کې دشرک خپريدل... 40

اووم مطلب :په تکبرتلل... 42

دريم فصل د قيامت لويې علامي چې په قران او حديث کې راغلې.. 44

لمړی مبحث د حضرت امام مهدي راښکاره کېدل :.. 44

لمړي مطلب:د حضرت امام مهدي نسب.. 44

دوهم مطلب:د امام مهدي امامت:.. 45

دريم مطلب:د حضرت امام مهدي د مخالف لښکر په ځمکه کې ننوتل :   45

دوهم مبحث : ددجال راوتل او دهغه بدۍ.. 46

لمړي مطلب : د دجال د پيداکېدو څخه مخکې جنګونه:.. 46

دوهم مطلب: د دجال راوتل او پيروان ئې :.. 47

دريم مطلب: د دجال بدي او د هغه وژنه.. 48

دريم مبحث : حضرت عيسی (ع).. 49

لمړي مطلب : دقران کريم په رڼا کې.. 49

دوهم مطلب د عيسی(ع) راښکته کېدل.. 50

دريم مطلب : د عيسی (ع) حکومت او موده يې.. 52

څلورم مبحث: ياجوج ماجوج.. 53

لمړي مطلب:ياجوج او ماجوج به ديوال سوری کوي.. 54

دوهم مطلب: د ياجوج او ماجوج حمله او فساد.. 54

دريم مطلب:دياجوج او ماجوج هلاکت.. 55

پنځم مبحث:دري خسفونه.. 56

لمړی مطلب: د خسف معنی:.. 56

دوهم مطلب:په ختيځ،لوديځ او جزيره عرب کې خسف.. 57

دريم مطلب:ايادا خسفونه واقع شوي دي؟.. 57

شپږم مبحث: دود.. 58

لمړي مطلب:د دود په اړه قرانې دلائل.. 58

دوهم مطلب: د دود په اړه نبوي احاديث.. 58

دريم مطلب: د دريو شيانو خبرداري.. 58

اووم مبحث: د لوديځ له خوا څخه د لمر راختل.. 59

لمړي مطلب:ايمان نه قبليدل.. 59

دوهم مطلب: لمر چېري ځي؟.. 59

دريم مطلب:د توبې دروازه.. 60

اتم مبحث:دابة الارض.. 60

لمړی مطلب:د قران په رڼا کې دابة الارض.. 60

دوهم مطلب:د احاديثو په رڼا کې دابة الارض.. 61

دريم مطلب: د خلګو په تنديانو به ټاپې لګوي.. 61

نهم مبحث: د اور راوتل.. 62

اول مطلب: د اور د راوتلو ځاي.. 62

دوهم مطلب:دخلګو حشر په دريو ډلو کې وي.. 62

دريم مطلب:د دنيا حشر به کوم ځای وي.. 63

پايله.. 64

ماخذونه.. 65

 

 

[1]  ابو الفضل ابن منظور: لسان العرب ، طبع: دارالفکر ودار صادر،بيروت(۷ جلد/۳۲۹-۳۳۰ )

[2]  لسان العرب (۸ جلد/۱۶۹ صفحه)

[3] الوابل یوسف بن عبدالله بن یوسف: اشراط الساعة   ، مکتبه دارابن الجوزی ، د چاپ کال  ۱۴۰۴ هـ ق  ۱ جلد ۷۴ صفحه

[4]  سورة الانبياء ( ۱ ايت )

[5]  ډاکټر محمد دين : تعليم القران پښتو ټکی په ټکی او روانه ترجمه، تاج کمپنی ،جلد اول صفحه ۵۱۳

[6]  سورة النحل ( ۱ ايت )

[7]  تعليم القران ،جلد اول  صفحه ۴۲۵

[8]  سورة القمر  ( ۱، ۲ ايتونه )

 [9] تعليم القران ، جلد اول  صفحه ۸۴۳

[10]  سورة  الشوري  (۱۷ ،۱۸ ايتونه )

[11]  تعليم القران، جلد اول صفحه ۷۷۴

[12]  سورة بني اسرائيل  ( ۴۹ – ۵۱ )

[13]  تعليم القران جلد اول صفحه ۴۵۷

[14]  سورة الاحزاب ( ۶۳  ايت )

[15]  تعليم القران جلد اول صفحه ۶۸۱

[16]  سورة المعارج ( ۵ – ۷ ايتونه )

[17]  تعليم القران جلد اول صفحه ۹۰۷

[18] الترمذی ،أبو عيسى:مشکاة المصابيح ، طبعة الأولي ۱۴۳۱ هـ  مکتبة البشري جلد۴ صفحة ۲۸۱

[19]  البخاري ، محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة :صحيح البخاري ، دار ابن كثير ، اليمامة – بيروت، الطبعة الثالثة ، 1407 - 1987 ،جلد ۳  صفحه ۱۲۷۴

[20] ابن الاثير ،مجدالدين المبارک:النهايه في غريب الحديث دارالفکرطبعه ثانيه ١٣٩٩ هجري  اول جلد ۱۹۵ صفحه

[21]  سورة الاعراف ( ۱۸۷ ايت )

[22]  تعليم القران ، اول جلد ۲۷۷

[23]  سورة الاحزاب  ( ۶۳ ايت )

[24]  تعليم القران، جلد اول صفحه ۶۸۱

[25]  سورة  طه   ( ۱۵ ايت )

[26]  تعليم القران،جلد اول صفحه ۴۹۸

[27]  صحيح البخاري ، جلد ۶ صفحه ۱۲

[28]  سورة لقمان  ( ۳۴ ايت )

[29]  تعليم القران جلد اول صفحه ۶۶۷

[30]  مشکاة المصابیح ،جلد ۴ صفحه ۲۸۱

[31]  صحیح البخاری ۵ جلد ۲۳۸۷ صفحه

[32]  سورة الاحزاب ( ۶۳ ایت )

[33]  تعليم القران جلد اول صفحه ۶۸۸

[34]  سورة القمر ( ۱ ایت )

[35]  تعليم القران جلد اول صفحه ۸۴۳

[36]  سورة الواقعة ( ۱ ـ ۷ ایتونه )

[37]  تعليم القران جلد اول  صفحه ۸۵۲

[38]  سورة الواقعة ( ۸۳ – ۸۵ ایتونه )

[39]  تعليم القران جلد اول صفحه

[40]  سورة القيامة ( ۱ ایت )

[41]  سورة القيامة ( ۲۶ ایت )

[42]  اشراط الساعة اول جلد ۵۳ صفحه

[43]  سورة غافر (۵۹ ایت)

[44]  سورة البقرة ( ۱۱۳ ايت)

[45]  سورة الروم (۵۶ ايت)

[46]  سورة الفاتحه( ۴ ايت)

[47]  سورة مريم (۳۹ ایت)

[48]  سورة غافر (۳۲ ايت)

[49]  سورة الصافات (۲۱ ايت)

[50]  سورة الشوری (۷  ايت  )

[51]  سورة  ص ( ۵۳ ايت)

[52] سورة ق ( ۲۰ ايت)

[53] سورة ق  (۳۴ ايت)

[54] سورة ق (۵۰ ايت)

[55] سورة الانعام (۱۵ ايت)

[56] سورة هود (۲۶ ايت)

[57]  وګوري اشراط الساعة اول جلد ۷۷ صفحه

[58] صحيح البخاري ،ج٨ص٠١

[59] النيسابوري، أبو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري: الجامع الصحيح المسمى صحيح مسلم ، دار الجيل بيروت، عدد الأجزاء : ثمانية أحزاء في أربع مجلدات،ج٢ ص ٧٠٠

[60] صحيح مسلم ،ج٤ص ١٧٩٥

[61] ابن حجر العسقلاني فتح الباري شرح البخاری. مکتبة  ادارات البحوث العلمية والافتا الرياض .ج ١٣ ص ٨٨

[62] النيساپوري حاکم :مستدرک الحاکم ج٤ ص ٤٤٥ المستدرک علي الصحيحن مع تلخيصه للذهبي،دار الکتاب العربي بيروت مسند امام احمد ج٥ ص ٣٣٣

[63] نسايي  الامام احمد بن شعيب:سنن النسايي مع شرح الحافظ السيوطي،المطبعة المعرية بالازهر ،الطبعة الاولي ، ١٣٤٨ هجري ج ٧  ص ٢٤٢

[64] صحيح البخاري ،ج٤ ص٦٣

[65] صحيح مسلم ،ج٤ ص ٢٢٧٤

[66]صحيح البخاري ج٧ ص ١٨٨-١٨٩

[67] فتح ا لباري ج٤ ص ٤٤

[68] فتح الباري ج١١ ص ١٤٣

[69] صحيح البخاري ج٧ ص ١٨٤

[70] مسند امام احمد ج١٥ ص ٣٧

[71] الهيشمي  حافظ نور الدين:مجمع الزوائد ومنبع الفوايد ، دارالکاتب بيروت المطبعة الثانية ١٩٦٧ م ،ج٧ ص ٣٢٧

[72] صحيح البخاري ج٨ ص ٨٩

[73] مجمع الزوائد ج ٨ ص ٤

[74] سورت الحشر آيت ٩ التغابن ١٦

[75] تعليم القران  جلد اول صفحه ۸۷۳

[76] صحيح مسلم ج٤ ص ٩٩٦

[77] النووي محي الدين يحيي بن شرف: شرح النووي علي صحيح مسلم طبع دارالفکر بيروت ، ج١٦ ص ١٣٤

[78] صحيح البخاري ج١ ص ١٨ صحيح مسلم ج١ ص ٣٨

[79] مسند امام احمد ج٤ ص ٣٣٢-٣٣٤

[80]مسند امام احمد ج٤ ص ٣٣٢-٣٤ ا

[81] صحيح البخاري ج٨ ص ١٠١

[82] فتح الباري ج١٣ ص ٨٨

[83] مسند امام احمد ج٣ ص ١٣٤

[84] سنن النسائي ج٢ ص ٣٢

[85] صحيح البخاري ج١ ص ١١٥

[86] صحيح البخاري ج١ ص ١١٥

[87] الالباني  محمد ناصر الدين:صحيح الجامع الصغير المکتبة الاسلامي بيروت الطبعة الاول ١٣٣٨٨ هجري ج ١ ص ٢٢٠

[88] ا المناوي  محمد بن عبدالروف:اعلام الاعلام قاموس تر اجم الخير الدين الزر کلي طبع دارالعلم للملابين بيروت الطبعةالربعة ١٩٧٩ م ،ج٢ ص ٢٠٤

[89] المناوي محمد بن عبدالروف: فيض القدير فيض القدير شرح الجامع الصغير دار المعرفة بيروت الطبعة الثانية ١٣٩١ هجري ،ج ١ ص ٣٦٧

[90] لسان العرب ج١٣ ص ٣١٧ فتح الباري ج١٣ ص ٣ النهاية دابن اثير ج٣ ص ٤١٠

[91] السجستاني الامام ابي داود تحقيق عبدارحمن محمد عثمان :سنن ابي داود سنن ابي داود مع شرحه عون المعبود دارالفکر الناشر المکتبة السلفية الطبعة الثالثه ١٣٩٩ج٤ ص ٤٥٧

[92] صحيح البخاري ج٨ ص ٩٠

[93] صحيح مسلم ج٣ ص ١٤٧٢ .١٤٧٣

[94] صحيح مسلم ج٤ص ٢٢٢٨

[95] فتح الباري ج٦ ص ٦١٧

[96] صحيح البخاري ج٤ ص ١٧٨ صحيح مسلم ج٤ ص ٢٢٤٠

[97] سنن ابي داود عون المعبود ج١١ ص ٣٢٤

[98] فتح الباري ج١٣ ص ٨٧

[99] فتح االباري ج٤ ص ٦١٧

[100] سنن ابي داود ج٤ ص ٥٠٧

[101] فتح الباري ج٦ ص ٦١٧

[102] مسند امام احمد ج٥ ص ١٦

[103] مسند امام احمد ج٥ص ٣٩٦

[104] صحيح البخاري ج٨ ص ١٥١

[105] صحيح البخاري جلد ٨ ص ١٥١

[106] فتح الباري ج١٣ص ٣٠١

[107] شرح نووي ج١٦ ص ٢١٩-٢٢٠

[108] مسند امام احمد ج٥ ص ٢٥٠

[109] التو يجري للشيخ حمود بن عبدالله :اتحاق الجماعة بما جاء في الفتن والملاحم واشراط الساعة طبع مطابع الرياض  الطبعة الاولي ١٣٩٤ هـ، ج١ ص ٥٠٧

[110] صحيح مسلم ج٤ ص ٤١٩٢

[111] شرح النووي ج١٧ ص ١٩٠

[112] صحيح مسلم ج٤ ص ٤١٩٣

[113] مجمع الزوائد ج٥ص ٢٣٥

[114] صحيح البخاري ج١ ص ٢٨ /صحيح مسلم ج٤ ص ٢٠٥٦

[115] صحيح البخاري ج٨ ص ٨٩

[116] صحيح مسلم ج٤ص ٢٠٧٥

[117] فتح الباري ج١٣ ص ١٦ شرح ابن بطال ج١٠ ص ١١-١٢

[118] فتح الباري ج١٣ ص ١٦

[119] صحيح البخاري ج١ ص ٣٤

[120] شرح نووي  المنهاج  ج١٦ ص ٢٢٣ -- ٢٢٤

[121] صحيح البخاري ج٧ ص ٨٢

[122] الذهبي اللامام شمش الدين محمد بن احمد تصحيح عبدالرحمن بن يحيي المعلمي:تذکرة الحفاظ داراحياءالتراث العربي بيروت ، ج٣ ص ١٠٣١

[123] صحيح مسلم ج٤ ص ١٩٦٢

[124] آلقرويي اللآمآم محمد بن يزيد تحقيق محمد فولآد عبدآلبآفي:سنن ابن مآجه سنن ابن مآجه دآرآلترآث آلعرپي ، ج٢ ص ١٣٤٤ –١٣٤٥

[125] ابن حجر العسقلاني صلة بن زفردعبس دقبيلي څخه دي او دکوفي او سيدونکې ووتابعي دي: تهذيب التعذيب للحافظ مطبعة مجلس دائرة المعارف العثمانية حيدراباد الهند الطبعة الاولي ١٣٢٥  هجري ،ج٤ ص ٤٣٧

[126] مجمع الزوائد ج٧ ص  ٣٢٩ -٣٣٠

[127] شيخ الاسلام احمد ابن تيمية جمع الشيخ عبدالرحمن بن قاسم مجموع فتاوي دابن تيمية مجموع الفتاوي مطا بع الدار العربية بيروت تصوير الطبعة الاولي . ج٣  ص ٩٨ ١٩٩

[128] صحيح مسلم ج١ ص ١٣١

[129] مسند امام احمد ج١١ ص ١٨١- ١٨٢

[130] النهاية الفتن والملا حم ج١ ص ١٨٦

[131] ابن خزيمة للامام ابي بکر محمد بن اسحاق تخقيق محمد مصطفي الاعظمي:صحيح ابن خزيمه  المکتبة الاسلامي بيروت الطبعة الاولي١٣٩١ هجري ، ج٢ ص ٢٨٣ -٢٨٤

[132] مجمع الفوائد ج٧ ص ٣٢٧

[133] الطيالسي ابي داود للشيخ احمد بن عبدالرحمن:منحة المعبود في تر تيب مسند الناشر المکتبة الاسلامية بيروت الطبعة الثانية ١٤٠٠ هجري ، ج٢ ص ٢١٢

[134] منحة المعبود ج ٢ ص ٢١

[135] سورت الحج ايت ٣٢

[136]احسن  الکلام تفسير ج٤ ص ١٣٩

[137] صحيح مسلم ج ١ ص ٤٩٥

[138] مسند امام احمد ج ٥ ص ٣٣٣

[139] سورت البقره ايت ٢٨٣

[140] مفتي اعظم پاکستان حضرت مولانا مفتي محمد شفیع:تفسير معارف القران پښتو تاليف تاج کتب خانه محله جنګي پيښور ښار ، ج٣ ص ٧٨٩

[141] صحيح البخاري ج٣ ص ١٥٢

[142] صحيح البخاري ج١ ص ٢٨ وصحيح مسلم ج٤ ص ٢٠٥٦

[143] القرطبي للامام محمد بن احمد:قرطبي تذکرة ص ٢٣٩ التذکرة في احوال الموتی وامور الاخرة المکتبة السلفية المدينه المنوره شرح النووي ج٧ ص ٩٦ – ٩٧ قتح الباري ج١ ص ١٧٩

[144] صحيح مسلم ج٢ ص ٧٠٠

[145] فتح الباري ج١ ص ١٧٩

[146] صحيح مسلم ج٤  ص ٢٠٥٦

[147] فتح الباري ج١ ص ١٧٧

[148] صحيح مسلم ج٢ ص ٧٠٠

[149] مسند  امام احمد ج١٢ ص ٣٦

[150]  مستدرک حاکم ج٤ ص ٤٣٦

[151] صحيح مسلم ج٤ ص ٢١٩٢

[152] مجمع زوائد ج٧ ص ٣٢٧

[153]  القرضاوي للدکتو ريوسف :الحلال والحرام في الاسلام المکتبه الاسلامي بيروت االطبعة الثانيْة عشرة ١٣٩٨ هجري ،ج ۱  ص ٢٣

[154] شرح النووي ج١٧ ص ١٩٠

[155] الحلال والحرام في الاسلام ص ٨٤

[156] سورت الحجرات ايت ١٣

[157] احسن الکلام تفسير ج٨ ص ١٠٢

[158] صحيح البخاري ج٨ ص ١٣٤

[159] مسند امام احمد ج١٥ ص ٣٧ -٣٨

[160] صحيح مسلم ج١ ص ٣٧

[161] مجمع الزوابد ج٧ ص ٣٢٥

[162] النهاية دابن الاثير ج٤ ص ٢٦٨

[163] صحيح البخاري ج٧ ص ١٨٨

[164] مجمع الزوائد ج٧ ص ٣٢٧

[165] مسند اامام احمد ج٥ ص ٣٨٩

[166] صحيح البخاري ج٧ ص ١٨٩

[167] مجمع الزوائد ج٧ ص ٣٢٥

[168] ابن  حجر العسقلاني :هدي الساری ادارات ابحوث العلميه والافتاءالرياض ،ج ۱ ص ٣٨١

[169] مسند امام احمد ج٥ ص ٣٨٩

[170] صحيح مسلم ج٤ ص ٢٢٣١

[171] صحيح مسلم ج٤ ص ٢٢٣١

[172] المناوي محمدبن عبدالروف:فيض القدير ،شرح الجامع الصغير دارالمعرفة بيروت الطبعةالثانية ١٣٩١ هجري ، ج٦ ص ٤١٨

[173] فيض القدير  ج٦ ص ٤١٨ او فتح الباري ج١٣ص ٧٥-٧٦

[174]  مجمع الزوائد ج٧ ص ٢٨٤ - ٢٨٥

[175] مسند امام احمد ج١١ص ٤٣٥

[176] مسندا مام احمد ج١٢ ص ١٢ مستدرک الحاکم ج٤ ص ٤٣٥

[177] صحيح البخاري ج٨ص ٨٨

[178] صحيح البخاري ج ٥ ص ٢٣٥

[179] مستدرک الحاکم ج ٤ ص ٥١٢

[180] صحيح البخاري کتاب الاشربة  ج ١ ص ٢٣٤

[181] صحيح مسلم ج ٤ ص ٢٢٥٥

[182] ابويعلى مسند ج ١١ ص٤٣

[183] فتح البارى ج ١ ص ١٧٩

[184] المنذري الحا فظ عبدالعظيم بن عبدالقوي:الترغيب والترهيب ، تصحيح مصطفى محمد عمارة ، دار احياء التراث العربي، بيروت الطبعة الثانية ١٣٨٨ هجرى ، ج ٣ ص ٩

[185] صحيح البخارى ج ٣ ص ١١

[186] صحيح مسلم ج ٤ ص ٢٠٥٦

[187] مسندامام احمد ج ٥ ص ٣١٨ اوسنن ابن ماجه ج٢ ص ١١٢٣

[188] فتح الباري ج ١٠ ص ٥١

[189] سنن ابن ماجه ج ٢ ص ١٣٥٠ ،مجمع الزوائد ج٨ ص ١٠

[190] صحيح البخارى ج٦ ص ٢٤

[191] صحيح مسلم ج ٤ ص ٢٢١٥

[192] صحيح البخاري ج ٨ ص ٨٩

[193] مسند امام احمد ج٤ ص٤١٤ سنن ابن ماجه ج ٢ ص ٣٠٩

[194] صحيح مسلم ج ٤ ص ٢٢٣١-٢٢٣٢

[195] مستدرک الحاکم ج ٤ ص ٢٥٣

[196] مسندامام احمد ج ٤ ص ٤١٠

[197] سنن ابي داود،عون المعبود ج ١١ ص ٣٢٢-٣٢٤

[198] صحيح البخاري ج ٨ ص ١٠٠

[199] صحيح مسلم ، ج ٤ ص ٢٢٣٠

[200] سورة التوبة آيت  ٣

[201] تفسيرابن کثيرج ٤ ص ٧٧ ،للحافظ ابن کثير،تحقيق ،محمدابراهيم البنا وآخرون ،دارالشعب القاهرة

[202] دبنى اسرائيل سورت آيت ٣٧

[203] کابلى تفسير ج ١ ص ١٦٢٥

[204] سورة بنى اسرائيل (۳۷ ايت).

[205] داحسن کلام تفسير ج ٥ ص ٥٥٧

[206] صحيح مسلم ج ٢ ص ٢٠٩

[207] صحسح البخارى ج ٤ ص ١٨٧٠

[208] صحيح مسلم ج ٨ ص ١٦٠

[209] صحيح مسلم جلد۸ صفحه۱۷۸

[210]  سليمان بن الأشعث أبو داود السجستاني الأزدي ،سنن أبي داود،الناشر : دار الفكر،عدد الأجزاء : 4   ، ۲ جلد ۵۰۹ صفحه

[211]  سنن أبي داود ۲ جلد  ۵۰۸ صفحه

[212]  صحيح مسلم ، ۱ جلد ۷۳  صفحه

[213]  صحيح مسلم ، ۱ جلد ۹۴ صفحه

[214]  صحيح مسلم ،أبو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري،الناشر : دار الجيل بيروت + دار الأفاق الجديدة ـ بيروت ، ۸ جلد ۱۶۷ صفحه

[215]  صحيح مسلم ،۸ جلد ، ۱۷۷ صفحه

[216]  سنن الترمذي، محمد بن عيسى أبو عيسى الترمذي السلمي، الناشر : دار إحياء التراث العربي – بيروت، عدد الأجزاء : ۵، الطبعة الثانية، ۱۹۹۸ م ، ۴ جلد ، ابواب الفتن ،باب ما جاء من این یخرج الدجال، صفحه ۵۰۹

[217] صحيح مسلم، کتاب الفتن ، ۸ جلد ، ۲۰۷ صفحه

[218] صحيح مسلم،کتاب الفتن ، باب صفة الدجال ، ۸ جلد ، ۱۹۹ صفحه

[219]  سنن النسائي بشرح السيوطي وحاشية السندي، أبو عبد الرحمن أحمد بن شعيب النسائي، دار المعرفة ببيروت، الطبعة : الخامسة 1420هـ، عدد الأجزاء : 8 في اربع مجلدات، ۶ جلد ، ۳۵۰ صفحه

[220] صحيح مسلم،کتاب الفتن،باب ذکر الدجال ، ۸ جلد ، ۱۹۷ صفحه

[221]  تفسیر کابلی، ناشر لمجمع خادم الحرمين الشریفين الملک فهد لطباعة المصحف الشريف ،ص.ب ۳۵۶۱ – المدينة المنورة ، ۲ جلد ۱۰۷۹ صفحه

[222]  البستي محمد بن حبان بن أحمد أبو حاتم التميمي :صحيح ابن حبان ، ،الناشر : مؤسسة الرسالة – بيروت ،الطبعة الثانية ، 1414 – 1993،عدد الأجزاء : ۲۸ ، ۲۸ جلد ، ۱۷۶ صفحه

[223]  سورة النساء (۱۵۷ ـ۱۵۹  ايات)

[224] تفسير کابلی ۱ جلد ۵۶۲ ـ۵۶۴ صفحات

[225]  تفسير کابلی ، جلد اول  صفحه ۵۶۴

[226]  صحيح مسلم ، ۸ جلد ، ۱۹۷ صفحه

[227]  صحيح البخاري ، (جلد ۳/ صفحه ۱۲۷۰)

[228]  صحيح مسلم ، ۱ جلد ۷۳ ، ۹۵ صفحه

[229]  صحيح مسلم ، ۱ جلد ۷۳ ، ۹۴ صفحه

[230]  الشيباني أبو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد:مسند أحمد بن حنبل، ، الناشر : عالم الكتب – بيروت، الطبعة : الأولى ، 1419هـ ـ 1998 م، عدد الأجزاء : ۶، (جلد ۲/ صفحه ۴۸۲)

[231]  مسند أحمد بن حنبل،(جلد ۲ / صفحه ۲۴۰)

[232]  صحيح مسلم ، ۲۳ ( ۸ جلد /۲۰۱ صفحه)

[233]  سورة الکهف (۹۴- ۹۸ ایات)

[234]  سنن ابن ماجه، محمد بن يزيد أبو عبدالله القزويني، الناشر : دار الفكر – بيروت،۳۳ باب فتنة الدجال وخروج الدابة ،(۱۲ جلد / ۲۴۹ صفحه)

[235]  سورة الانبياء ( ۹۶- ۹۷ ایات)

[236]  صحيح مسلم ( ۸ جلد /۱۹۷ صفحه

[237]  صحيح مسلم ۸ جلد /۱۹۷ صفحه)

[238]  ترتيب القاموس المحيط (۲جلد /۵۵ صفحه) او لسان العرب  (۹جلد/ ۶۷ صفحه

[239]  سورة القصص (۸۱ ایت)

[240]  صحيح مسلم۸ جلد /۱۷۸ صفحه)

[241]  اشراط الساعة  ( جلد اول / صفحه ۳۸۲ )

[242]  سورة الدخان (۱۰-۱۱ ایت)

[243]  صحيح مسلم (۸ جلد/۲۰۷ صفحه)

[244]  الدمشقي أبو الفداء إسماعيل بن عمر بن كثير القرشي:تفسير ابن کثير ،  الناشر : دار طيبة للنشر والتوزيع ،الطبعة : الثانية 1420هـ - 1999 م ،عدد الأجزاء : 8 ( ۷ جلد/ ۲۴۹ صفحه)

[245]  صحيح مسلم،۷۴ جلد ۱ / صفحه۹۵ )

[246]  سورة الانعام (۱۵۸ ایت)

[247]  صحيح مسلم جلد ۸ / صفحه۹۹ )

[248]  صحيح مسلم جلد ۱ / صفحه۹۶)

[249]  مسند احمد( جلد۴ / ۲۴۱ )

[250]  سورة النمل (۸۲ ايت)

[251]  اشراط الساعة (جلد۱ / صفحه۴۰۳ )

[252]  صحيح مسلم،۲۳ ،(۸جلد/ ۲۰۲ صفحه )

[253]  مسند أحمد - (جلد ۵ / صفحه ۲۶۸)

[254]  صحيح مسلم،.(۸ جلد/ ۱۷۸ صفحه)

[255]  سنن الترمذي - (جلد 4 / صفحه 498)

[256]  البخاري أبو عبد الله محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة :صحيح البخاری ، ، ،الطبعة الثانية ۱۴۳۰ هـ ق  ناشر،توزیع و طباعة: دارالافاق العربية، (جلد ۱ صفحه۱۲۹۰)

[257]  مسند احمد .۲۰۲۵۸ شمارة الحديث(المجلد الربع /الصفحة اربع مائة سبع واربعون)

Leave a Reply