- Version
- داونلود کنید 102
- اندازه فايل 112.00 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 22, 2021
- وروستى آپډيټ فبروري 22, 2021
پاڼه
پاڼه د تني يا ښاښونو جانبي او بيروني نمو ده چي هموار او پلن شکل لري او په بيخ کي غوزه لري پاڼي معمولاً د بندونو څخه وده کوي او شين رنګ لري پاڼه يو مهم نموي غړي ده کوم چي نبات لپاره غذايي مواد تهيه کوي . د غذايي موادو زخيره د پاڼو د وظيفي نه شمير کيږي . همدارنګه زياته سطخه يي د اوبو د تبخير لپاره ګڼل شوي ده د اوبو تبخير د نبات څخه ډير مهم نقش لري .
اول : د ريښواو پاڼو ترمنځ د اوبو انتقال د خاوري څخه د کيمياوي عناصرو انتقال او غذايي موادو جذب کي مهم رول لري .
دوهم : د حرارتي انرژي دفع او حرارت کنټرول د پاڼي شني مادي د کلوروفيل په واسطه چي نوري انرژي جذب د پاڼي ضيايي ترکيب عمليه اجرا کوي . نباتات د فوتو سنتز ظرفيت له نظره په دوه پرخو ويشل شوي ده .
١ – هغه نباتات چي د فوتو سنتيز اولني محصول په هغه کي څلور کاربوني اسيدونه دي .
٢ - هغه نبات چي دري کاربوني دي لکه عنم ، وربشي او دوه مشيمه يي او څلور کاربوني نپاتاتو ظرفيت د فوتو سنتيز له نظره دري کاربوني نباتاتو ته زيات دي او د توليد له نظره نظر نورو ته زيات غذايي موادو توليده وي . په هغه صورت کي چي نور عوامل يي مشاعد وي .
د پاڼي ډولونه (Types of leave)
١ – بذري پاڼي (Cotyledonary leave
د ا هغه پاڼي دي چي د جنين په محور کي قرار لري او لومړنې پاڼي دي چي ذخيره وي مواد لري او نبات سره تر هغه کومک کوي تر څو چي نبات خود کفا شي .
٢ – معمولي شني پاني (Foliage leaves)
شني پاڼي پلني وي او په طبعي ډول د ونو په ښاخونو کي توسعه پيدا کوي او د فوتوسنتيزيز مهم ترين ځاي بلل کيږي . په اکثره نباتاتوکي لومړي ډلي يعني فروفايل (Propylls) نوم ورکړل شوي د ي.
٣ – فلسي پاڼي (Scale leaves)
دا پاڼي وچي کاغذي يا اوبه لرونکي وي او په سپين قهوي يا زيړ رنګ پيدا کيږي او اکثره د جوانو په مخ د فلس په شکل يا د ځمکي لاندي ساقو پر نخ او يا لکه د پياز د جواني پر مخ قرار لري نو په دي اساس حفاظتي يا ذخيروي نقش لري .
٤ – براکتي پاني (Bract leaves)
دا پاڼي وړي او د ګل يا ګلچي لاندي توسع مندلي دا پاڼي لرونکي ساختمانونه که چي د برکتا او کاسبرګ يا د ګل کاسي تر منځ قرار ولري (Bracteale) په نوم ياديږي دا پاڼي د فوتوسنتيز عملنه اجرا کولاي شي او د ګل د استحکام سبب ګرځي.
٥ – ګل پاني (Floral leaves) : کاسبرګ ، ګل برګ او برګچه ټولو تغير شکل کړي د ګل پاڼي په نوم ياديږي .
د پاڼي اجزاء (Part of leave)
يوه نورماله پاڼه لاندي اجزاوي يا برخي لري .
الف – د پاڼي بيخ (leaf base) :
دا هغه برخه ده چي د تني سره وصل وي په زياتو نباتاتو کي د پاني بيخ د يو پوخ (sheath) شکل ځانته غوره کوي کله يوه برخه کله ټوله د تني سره نښتي وي دا ډول پوښ لرونکي پاڼي په مشيمي نباتاتو کي ډير واقع کيږي لکه وښو او کيله کي د کيلي د نبات ټوله تنه د پاڼو د پوښونو (sheaths) څخه جوړ شوي دي په دوه مشيمي نباتاتو کي د پاڼي بيخ ډډ يا پنډوي چي د (pulvinus) يه نوم يادږي .
ب – د پاڼي ډنډر کي يا لکۍ : (Petiole)
پيټول د پاڼي ډنډر کي ته ويل کيږي چي د پاڼي تيغه (Leafb lade) د زيات لمر لپاره برابري وي کومي پاڼي چي پيټول نه لري د سيسل (Sessile) په نوم ياديږي . او کومي پاني چي پيټول لري ورته پيټول (Petiole) ويل کيږي .
ج – د پاڼي تيغه (Leafblade) : د پاڼي شنه پلنه برخه ده چي په منځ کي يو اضلي رګ (Midrib) لري چي پاني په اوږدو سره په دوه مساوي برخو ويشي چي د هغي خخه نوم اطرافي رګونه بيل شوي دي او له هغوي خخه بيا نور کوچني رګونه جدا شوي دي . تيغه د پاڼي ډيره مهمه برخه ده ځکه چي دا غذا جوړولو مرکز دي .
Duration of leaf : پاڼي د خپل موجوديت او د ژوند په لحاظ مختلفي دي ځيني پاڼي د پيدا کيدو څخه وروسته ډير ژر او په لنډه موده کي تويږي چي دا ډول پاڼي د (caduceus) په نوم ياديږي . که چيري پاڼي د يو موسم لپاره پاتي شي او په ژمي کي ورژيږي نو دي ډول پاڼو ته (Deciducos) ويل کيږي . او که پاڼي د يو کال څخه زياتي شي او څو کلونو لپاره پاتي شي نو پدي صورت کي (Evergreen) په نوم ياديږي .
Dorsiventral leaf : هغه پلني پاڼي دي چي د پاڼي تيغه افقي حالت لري او د پاڼي پورتني سطحه د هغي لاندي سطحي څخه ځليدونکي او ډيره شنه وي او په د اخلي جوړښت کي هم سره تو پير لري . لکه د دوه مشيمي نباتاتو پاڼي .
Lsobilateral leaf : کله چي پاڼي عموداً پورته خواته دريدلي وي لکه په اکثرو يو مشيمي نباتاتو کي دي ډول پاڼو ته (Isobilateral) ويل کيږي . ددي پاڼو دواړه اړخونه مساوي ورته شکل او ساختمان لري او د رنګ شکل او جوړښت يي يو شان وي .
Centric leaf : کله چي پاڼي لوله يي شکل ولري لکه په پيازو کي نو د (Centric leaf) په نوم ياديږي . چي دا ډول پاڼي هري خواته مساوي جلا رنګ لري .
د پاڼي څوکه (Apex)
که چير د پاڼي څوکه ګول شکل ولري د (abuts) او که تيره شکل ولري د (acute) په نوم ياديږي لکه په چيني ګلاب کي او که چير څوکه يو دم رااوږده شوي وي نو د (acuminate) په نوم ياديږي لکه په پيپل کي . او که چيري په تدريج سره اوږده تيره څوکه ولري نو ورته (cuspidate) لکه په خرما کي . هر کله که (obtrse) ډوله څوکي يو څه ورننوتي مريداره وي په ابي کاهو کي نو د (retuse) په نوم ياديږي .
د پاڼي څنډي (leaf margin)
کله چي د پاڼي څنډي يو رنګه او همواري وي نو د (entire) په نوم ياديږي او که چير موجداره وي نو د (sinuate) په نوم ياديږي او که څنډي د اري غاښونو يا داندانونو په څير وي چي هغه هم د څوکي خواته ميلان لري لکه په چينايي ګلاب او عادي ګلاب کي ورته (serrate) وايي او که چير دنداني د پاڼي دواړو خواو ته قايمه زاويه جوړه کړي وي لکه په خټکي او د اوبو په زنبق کي نو د (dentate) په نوم ياديږي . او که چيري نوموړي د نداني پخي او ګول وي ورته (erenate) وايي . کله چي څنډي اغزي ډول دنداني ولري Spinous)) په نوم ياديږي .
د پاني سطحه (Leaf surface)
د پاڼي شکل او ساختمان له مخي په لاندي نومونو ياديږي .
١ – Glabraus : هغه پاڼي دي چي ښويه د ويښتانو او هستو ټيټو څخه پاکي وي .
٢ – Raugh : هغه پاڼي د چي د هغوي سطحه زږه وي .
٣ – Glutinous : هغه پاڼي دي چي د پاڼي سطحه سريښناک مواد ولري .
٤ – Gluneous : هغه پاڼو ته ويل کيږي چي شنه او ځليدونکي سطحه ولري .
٥ – Spiny : هغه پاڼو ته ويل کيږي چي سطحه يي اغزي ولري .
٦- hairy : هغو پاڼو ته ويل کيږي چي سطحه په ويښتانو پټه وي .
د پاڼي شکل (Sheep of leaf)
١ –Acicular : هغو پاڼو ته ويل کيږي چي اوږده نرۍ پايپ ډوله يا استواني شکل ولري . لکه کاج . پياز او داسي نور ..
٢ – linerar : اوږدي نري او پلني پاڼوته ويل کيږي . لکه په ډيرو واښه ډوله نباتاتو کي
٣ – Ovate : کله چي پاڼه د هګۍ شکل ولري چي د څوکي څخه بيخ کي پلنه وي لکه په چينايي ګلاب کي چي ددي شکل معکوس ته (ovate) ويل کيږي .لکه په محلي بادام کي .
٤ – Oblong : هغه پاڼو ته واي چي تيغ څه ناڅه مستطيل شکل لري . لکه کاهو او داسي نور .
٥ – Orbicular : پلني او مدوري تيغي لرونکي پاني دي . لکه په کيله کي .
٦ – Cardate : هغو پاڼو ته ويل کيږي چي تيغه يي د زړه شکل ولري .
٧ - Obligue: هغو پاڼو ته ويل کيږي چي د پاڼو دواړه نمايي سره مساوي نه وي . لکه په هندي کارک کي .
د پاڼي رګبندي (Venation)
رګونه سخت ساختمانونه دي چي د پاني د ډنډرکي او يا (midrib) څخه راخوريږي او د پاني په تيغه کي د څنډو خواته تيت :کيږي . هغو په اصل کي انتقالي کانالونه چي (vascular bundiles) دي چي د هغي د لاري اوبه او په اوبو کي حل شو ي مالګي د پاڼي نورو برخو ته رسول کيږي . او جوړه شوي غذا د هغو ي د لاري د نبات نورو برخو ته رسول کيږي چي همدارنګه د پاڼي د پلن ساتلو لپاره هم دنده اجرا کوي د رګونو ترتيب په پاڼه کي د (venation) په نوم ياديږي د رګبندي دوه عمومي ډولونه شته چي يو يي جال ماننده (reticulat) او بل يي موازي (parallel) نوميږي چي لومړي حالت يي په دوه مشيمي او دوهم حالت يي په يو مشيمي نباتاتوکي ليدل کيږي . د پاڼي رګبندي په عمومي ډول په دوه ډولونو ويشل شوي ده .
الف – جال ډوله رګبندي (Reticulat venation) :
پدي ډول رګبندي کي يو يا ډير عمده رګونه موجود دي چي د هغي څخه واړه رګونه خواره شوي وي او د جال شکل يي اختيار کړي .
ب – موازي رګبندي (Parallel venation) :
په دي ډول دګبندي کي ډير رګونه په مساوي ډول په موازي توګه د پاڼي څوکي او يا حاشيو خواته غزيدلي وي .
د پاڼي اناتومي
ذ پاڼي داخلي مايکروسکوپي برخه په عرضي ټوټو په قايمه زايوه سره د هغه پلنه برخه شکول کيږي او بيا په څرګنده توګه ليدل کيږ ي کومي ټوټي چي په دي ډول سره قطع کيږي په دي ډول قطع کولو سره څو مشخصي برخي د پاڼي په منځ کي ليدل کيږي . پاڼه دوه ډوله اجزاوي لري يوه يي خارجي برخه جي د (epidermis) او بله منځني برخه (mesophyll) ده mesophyll په دوه برخو ويشل شوي . پورتني برخه يي ميزوفيل ته (Palasad mesophyll) او لاندني برخه ميزوفيل ته (Spongy mesophyll) ويل کيږي همدارنګ د پاڼي رګونه يا (veins) او يا (vescular tissue) د اسفيجي ميزوفيل په ټولو برخو کي وجود لري .
الف – پورتني اپيدرمس (Upper epidermis)
پورتني اپيدرمس د يو ي واحدي طبقي چي کم او زيات مستطيل شکل لري جوړ شوي پورتني برخي اپيدرمس يوه بي رنګه پيړه پرده لري چي د کيوتين (Cutin) څخه جوړ شوي دي چي نه پريږدي اوبه داخل خواته نفوس و کري او د انساجو د وچيدو مخنوي کوي او د خارجي صدماتو په مقابل کي محافظت کو ي د څوانو حجرو اپيدرمس برخه ابي رنګ لري او کلوروفيل نه درلودونکي وي .
ب – لاندني اپيدرمس (Lower epidermis):
لاندني اپيدرمس هم د يو واحدي طبقي د حجراتو څخه جوړ شوي او لرونکي د يو تعداد ستوماتا دي چي هر يو ستوماتا د (gurad cells) په ذريعه احاطه شوي دي او لرونکي د کلوروپلاست وي د هري ستوماتا په داخل کي يو لوي سوري وجود لري (stomatcaity) په نوم ياديږي او يا تنفوسي سوري ورته ويل کيږي . په ﻻندي اپيدرمس کي د ستواماتا موجوديت کي د ګازاتو تبادله او د اوبو د تبخير لپاره شرايط مساعده کوي .
Gurad cells : هغه حجرات دي چي ستوماتا بندوي او خلاصوي دا حجري د کلورو پلاست لرونکي دي چي ستوماتا په دواړو غاړو کي موقعيت لري . په مجموعي توګه ستوماتاوي د شپي له طرفه بندي وي او دورځي له طرفه خلاصي وي د (Co2) غلظت د ستوماتا په بنديدو خلاصيدو باندي تاثير اچوي کله چي د (CO2) غلظت د (0.03%) څخه زيات شي نو ستوماتا يي بندي شي او کله چي د (0.03%) څخه کم شي نو ستوماتاوي خلاصي شي . چي دا وظيفه د ګارد سيل په واسطه سرته رسيږي . د غازاتو تبادله د پاڼي داخل او د پاڼي څخه بهرته د ستوماتا له لاري صورت نيسي کله چي پاڼه غذا جوړوي نو (CO2) ستوماتا ته داخيليږي او اکسيجن خارجيږي .
اپيدرمي ويښتان
په مختلفو انواعو د نباتاتوکي د اپيدرم ويښتان په ذريعه پوښل شوي ممکن دي وي چي دا ويښتان په پورتني او لاندني اپيدرمس پر مخ قرار لري او د يو سلولوز او يا سلولي مرکب ساختمان وي د اويښتان په مختلفو نباتاتو کي د مړو حجرو او د ژونديو حجرو غدو او يا غيري غدو ، فلس ، پاپيله او يا ميلي نرم دولونه پيدا کيږي د نباتاتو په ټولو برخو کي پيدا کيږي او ممکن د ژوند تر پايه پيدا کيږي او يا ډير ژر د بين ولاړ شي . ددي ويښتانو عمال په مختلفو ډولونو دي مثلاً کولاي شو يچي اوبه او مالګي ، شات nectar او مسپﻻژ mucilage ترپين سريښناکه مواد او هضمونکي انزايمونه توليده وي بعضي او به او مالګي جذبوي بعضي ويښتان د کيتيکل او موم سر ه يو ځاي کيږي د شديد نور څخه د نبات حفاظت کوي او بعضي له دوي څخه ښايسسته ترينه اناتومي يپاتاتو ته وربښي .
سلوي يا (Stomata
ﻻندني او پورتني اپيدرمس يو تعداد سوري درولودونکي دي چي دا سوري د ستوماتا (stomata) په نوم ياديږي . دا کوچني سوري د اپيدرمس د دوو حجرو ترمنځ تغير شکل کړي او د لوبيا شکل يي غوره کړي چي د محافظوي حجرو (Guard sell) په نوم ياديږ . برخلاف د معمولي اپيدرمي محافظوي حجري د فلوروپلاست درلودونکي دي لدي امله يي شين رنګ غوره کړي خلاصيدل او بنديدل د سوريو د ګازاتو تبادله د اتموسفير د داخلي انساجو تر منځ منظمه وي چي دا تبادله د فوتوسنتيز عملي لپاره ضروري ده د سوريو خلاصيدل او بنديد ل دري فکتورونه کيداي شي لکه د اوبو کموالي د کاربن ډاي اکسايد زياتوالي د حرارت زيات والي او نور کيداي شي . دا خلاصيدل او بنديدل د يو نبات نوعي پوري هم اړه لري لکه په دوه مشيمي نباتاتو کي لمده برخه ټوله ورځ خلاصه او يا ټوله ورځ تړلي وي او په ځمکني توت کي په جز د دري ساعتو کي خلاصه او نوره ټوله شپه تړلي وي کدو ، پياز ددي تمايل لري چي هر وخت خلاصه وي . هغه غلي لکه غنم وربشي ټوله شپه تړلي وي او د ورځي تر يو حده خلاصه وي .
ميزوفيل (Mesophyll)
پورتني اپيدرمس او لاندني اپدرمس تر منځ فاصلي ته ميزوفيل ويل کيږي . ميزوفيل په دوه برخو ويشل شوي .
١ – پورتني برخي ميزوفيل (Palasad mesophll) .
٢ – لاندني برخي ميزوفيل (Spongy mesophyll) .
١ – د پورتني برخي ميزوفيل د يو يا دوه طبقو څخه جوړ شو ي چي د سلندر ماننده ډوله شکل لري . حجرات د کلوروپلاست چي د پاڼي برني برخي ته يي شين رنګ ورکړي جي لاندني برخه يي ضعيفه وي او وظيفه د دغه حجراتو غذا جوړونه ده .
٢ – لاندني برخي ميزوفيل ډير نامنظم شکل لږ څه متراکم دي د حجره تر منځ فضا ډيره زياته ده چي دا فضا د لاندني ميزوفيل حجراتو سره مستقيماً ارتباط د پاڼي لاندني برخي سوريو سره لري لدي کبله د ميزوفيل هره حجره کولاي شي چي اکسيجن او کاربن ډاي اکسايد اتمو سفير ته خارج کړي او يا يي د اتمو سفير څخه واخلي .
رګونه (The Veins)
د پاڼي په عرضي مقطع کي ساختمانونه په واضح ډول ليدل کيږي . رګونه په ټول نبات کي امتداد لري يعني د ريښونه نيولي تر پاڼو پوري . رګونه د پاڼي په جوړښت کي ستره ونډه لري رګونه د موادو د معدني موادو د غذا په انتقال کي او د پاڼي د ستحکام او مقاومت کي عمل کوي رګونه په کلي ډول محدود او پاڼي ته دموادو انتقال په غاړه لري . بعضي رګونه منشعب او بعضي طولاني دي هر رګ دوه ډوله انتقالي انساجو څخه جوړ شوي دي چي زايلم Xylem او فلويم يا Phloem په نوم ياديږي ز
چي زايلم او فلويم د لوله مانده حجراتو څخه جوړ شوي دي . زايلم پاسني اپيدرمس کي او فلويم په لاندني اپيدرمس کي موقعيت لري . زايلم وظيفه انتقال د اوبو او منرالي موادو د هغو ي ويشل مختلفو برخو ته او نبات استوار ساتي فلويم وظيفه د غذايي موادو انتقال يعني د کاربو هايدرتونو رسول مختلفو برخوته او زخيره ګاو ته هر يو دي د يو علاف يا پوښ پواسطه پوښل شوي چي د Bundle sheet په نوم ياديږي .
دپاڼي فزيالوژيکي وظيفه :
بعضي فزيالوژيکي وظايف دټولوحجراتولپاره چې په هرځاي کې وي يوشان وي چې دهغه وظيفوڅخه دغذاجوړول ، تنفس ، دغازاتوتبادله داتوموسفير سره اوداوبوتبخير ممکن ذکرکړو ځکه چې پاڼه ټوله دژونديو حجراتوڅخه تشکيل شوي ده اوټول وظايفوته ادامه ورکوي هغه و ظايف په دوو برخوويشل شوي دي .
اول - عادي يا اپتدايې وظايف : په دې کې لاندې دندې شاملي دي
الف - دغذايې موادوجوړول .
ب - تعرق کول يا داوبوځايه کول.
ج - تنفس يا دګازاتوتبادله .
پاڼي دټولووظايفوداجراکولو برسيره بعضي وظايف په شدت سره اجراکوي چې دهغي د جملي څخه دغذايې موادوجوړونه اوداوبوتعرق مشخص کولي شو .
الف دغذايې موادوجوړول Manufacturing of food .
دپاڼولومړنۍ دندي دورځي له پلوه دغذا ( قند ناشيستي ) جوړول دي پاڼي دکلوپلاس په مرسته د هوا دCO2 اودخاوري د اوبو اومعدني موادوڅخه غذاجوړوي پاڼي دپورتني سطحه کې ډير ژور شين رنګ اويوه زياته اندازه کلوروپلاست لري اود لمررڼاپه هغه باندې مخامخ لويږي اودغذاجوړولولپاره کافي اندازه انرژي تحيه کوي موږکولي شو چې پورتني مفهوم په لاندې معادله کې په خلص ډول سره واضح کړو
دغذاجوړوني په واسطه يواځي دنه چې غذاجوړيږي بلکي چې دژوند اساس تشکيلوي هم ددې عملي په واسطه ازاديږي اود ژونديو موجوداتو داستفادي وړ ورګرځي شنه نباتات په کال کې (900) ميلونه ټنه اکسيجن توليدوي که چيرته ضيايې ترکيب نه واي نونړۍ اواتومسفيربه داکسيجن کمبودسره مخ شي هغه انرژي چې دضيايې ترکيب په واسطه په نباتاتوکې ذخيره کيږي هغه قندي مواد دضيايې ترکيب په واسطه په نباتاتوکې جوړيږي کيداشي په نوروعضوي موادوباندې لکه: نشايسته ، سلولوز ، اوپروتين باندې تبديل شي هغه عضوي مواد چې دضيايې ترکيب په نتجه کې منځته راځي دRespiration په واسطه Oxidized کيږي چې په نتجه کې انرژي توليديږي
هغه انرژي چې په قندونوکې ذخيره کيږي درڼاڅخه لاسته راځي تقريباً 3% نوري انرژي (Light Energy) کومه چې پاڼي ته رارسيږي په قندونوکې ذخيره کيږي اوباقي 97% دوباره منعکس کيږي اويا دپاڼي دتبخير اتوسبب کيږي اوياد پاڼي دحرارت دزياتوالي سبب کيږي په حقيقت کې ډيرکم مقدار دلمرانرژي کومه چې دنباتاتوپه واسطه ذخيره کيږي دنباتاتواوحيواناتونړۍ ژوندۍ ساتي دکوموپه واسطه چې زمونږ موټري اوماشين الات حرکت کوي ، زمونږ کورونه ګرميږي که چيرته دلمرانرژي دشنونباتاتوپه واسطه ذخيره نه شي نباتات به وده ونه کړي ، حيوانات به دخپل ځايه حرکت ونه کړي ، اومغزونه په سوچ اوفکرونو کې شي .
ب - داوبوځايه کول :Evaporation of water :
داوبواضافي برخه دريښوپه واسطه جزبيږي دورځي لخوا دپاڼودسوريودلاري تبخيرکيږي دشپي له پلوه په ځينوبوټوکې اضافي اوبه دمايع په شکل دپاڼي درګونودڅوکوڅخه خارجيږي .
ج - تنفس يا دګازاتوتبادله :Interchange of water
دپاڼي لاندينۍ سطحي څخه دغازاتوتبادله داتموسفيرسره په منظمه توګه صورت نيسي دغازاتوتبادله دپاڼي دکوچنيو سوريوله لاري چې Stomata نوميږي اومعمولاً دورځي له پلوه خلاصي وي صورت نيسي دغازاتوتبادله د دوه هدفونو لپاره صورت نيسي تنفس په ټولوحجروکې داخستلواودورکولواوبله دغذاجوړول دي يواځي په شنوحجروکې د په جذبولو اودپه ازادولوسره کيږي .
دوهم- ثانوي يا محصوص وضايف :ددي وظيفي په لاندې ډول دي
الف = داوبواوغذايې موادوذخيره کول
ب - دپورته تللووظيفه
ج - ديفاعي ميکانيزم
د - جسماني تکثر
الف - دغذايې موادواود اوبوذخيره : Storage of food in water :
دپيازو، اوهوږي ، اونورنباتاتوغوښيني سليکونه داوبواغذايوه برخه دراتلونکي استعمال لپاره ذخيره کول دي دصحرايې نباتاتوغوښيني پاڼي هم يومقداراوبه اوغذاهميشه په خپلوپاڼوکې ذ خيره کوي .
ب - دپورته تللووظيفه يا غټ کيدل :
. په بعضونباتاتوکې پاڼي په کلي شکل اويا يوه حيصه يې دسلندرپه شکل شاخونه ياپرته له شاخونويې شکل تعيرکوي اوتقريباً مارپيچ شکل ځانته عوره کوي . چې دTendrils په نوم ياديږي . اودغه ساختمان دنباتاتوسره کومک کوي يعني دنباتاتوپه غټ کيدوکې مرسته کوي . يا په Climbing کې په وحشي وخت کې Wild pea(Lathyrus) صفحه کاملاً په Tendrils بدليږي اوپه شيرين وخت کې په Sweet(Pisunsativun) صرف برګچي په ساقه بدليږي . په بعضي نباتاتوکې پاڼي په Climbing hook چنګکونوباندې تغيرشکل کوي .
ج - ديفاعي ميکانيزم :
. په بعضي نباتاتوکې پاڼي په کلي ډول يا لږه حصه په لوله يې يانقطه يي شکل چې دسپينس Spines يا اغزيوپه نوم ياديږي تغيرکوي چې دغه جوړښتونه د ديفاعي غړوپه حيث وظيفه اجراکوي دخيواناتو او وخشي نباتاتوپه وړانددې
د - جسماني تکثر: :Vegtetivepropagation
په بعضونباتاتوکې لکه Bryophyllun يا Sprout leaf plant او Bogonia (Elephant earplant) چې دپاڼوپه سريې جسماني تکثرلپاره پنډکونه توليديږي .
هغه عوامل چې دفوتوسنتيزيز په عمليه تاثراچوي :
ددي لپاره چې لوړحاصلات لاسته راوړوبايد داسي شرايط رامنځته کړو چې دفوتوسنتيزيز دعملي لپاره مناسب دي که چيرته نورشرايط يوشان وي نوهرڅومره چې دپاڼي سطحه پراخه وي په همغه اندازه دفوتوسنتيزيز عمليه سريع و ي . پورتني عوامل په لاندې ډول دي
- رڼــــا يا (Light) :- هرڅومره چې رڼازياتيږي په همغه اندازه دفوتوسنتيزيز اندازه زياتيږي ترڅوچې يومعين حد ته ورسيږي کله چې يومعين خط ته ورسيږي نوبيا دفوتوسنتيزيز په اندازه ډيرتاثراچوي درڼا اندازه دفوتوسنتيزيز دعملي داندازي دزياتوالي په هکله نظرSpeciees سره توپيرلري . دمثال په ډول هغه نباتات چې په سيوري کې وده کوي دهغه لپاره زياته رڼاپکارده نظرهغه نباتاتوته کم چې په ازاده ساحه کې وده کوي په همدې اندازه دغذاجوړوني اندازه هم ددوي دواړوډولونوسره توپيرلري د ورځي لنډوالي او اوږدوالي هم د غذاجوړوني په اندازه تاثيراچوي هرڅومره چې ورځي لنډي وي په هغه اندازه غذا کمه جوړيږي اوکله چې ورځي اوږديږي دغذاجوړوني اندازه زياتيږي .
- حرارت:درجه (Temperature) : که چيرته د رڼا اندازه نورماله وي او نور شرايط يي برابر وي د فوتوسنتيزيز اندازه د حرارت په واسطه هم متاثره کيږي . په ټيټ حرارت کي دا عمليه ډيره کمه وي او يا بيخي موجوده نه وي . چي دا هم د نباتاتو انواعو پوري اړه لري البته کله چي حرارت ډير لوړ شي نو په تدريجي ډول د فوتوسنتيزيز عمليه هم کميږي .
- اوبه (Water) : په خاورو کي د اوبو کموالي د فوتوسنتيزيز په عمليه باندي تاثير لري او د هغي اندازه کميږي کله چي د اوبو مقدار په خاوره کي کم شي نو د نباتاتو پاڼي غونجيږي . چي په نتيجه کي د غونجو پاڼو د فوتوسنتيزيز اندازه نظر خړوبه پاڼو ته کميږي کله چي نبات ته دوباره اوبه ورکړل شي نو پاڼي بيرته غغړيږي خو د فوتوسنتيزيز عمليه دوه يا دري ورځي وروسته بيرته نورمال حالت ته راځي.
- کاربن ډاي اکسايډ (Carbon dioxide) : کله چي نور ټول شرايط لکه رڼا ، حرارت او اوبه برابري وي کاربن ډاي اکسايډ مقدر هم په خپل نوبت سره تاثير لري . لکه چي تاسي ته معلومه ده په هوا کي يواځي (0.03%) فيصده کاربن ډاي اکسايډ (78%) نايتروجن او (21%) اکسيجن موجود دي نو له د ي امله په هوا کي د (CO2) مقدرا کم دي . نو د هغي اثر هم د فوتوسنتيزيز په عمليه ژر احساس کيږي سره له دي هغه مقدار (CO2) چي په فوتوسنتيزيز د عملي په نتيجه کي استعماليږي په يو تعادل کي قرار لري کوم چي اتومو سفير ته د لرګيو د سوځيدو ، د تيلو سوځيدو ، د سکرو د سوځيدو او داسي نورو عمليو په واسطه ازاديږي .
تبــــــــــــــخير
په اتلسمه پيړۍ کي (Stephen) داسي وويل چي نباتات د حيواناتو په مقياسه څو ځلي زيات مصرف لري د محاسبي له مخي د افتاب فرست يو نبات چي په يوه شپه او ورځ کي د (17) انسانانو په اندازه اوبه مصرفوي او په نباتاتو کي (90%) اوبه د ريشو له لياري جذبوي او د بخاراتو په شکل يي هوا ته منتشر کوي . چي دغه پروسه د تبخير په نوم ياديږي .
تبخير : عبارت دي د اوبو د بخاراتو منتشر کيدل د مختلفو برخو د نباتاتو څخه چي د نباتاتو پاڼو په واسطه صورت نيسي .
د تباتو انواع د اوبو تبخيرپه ليتر
غنم 75%
رومي بانجان 125%
جوار 206%
کچالو 95%
بايد ويل شي چي د غنمو يو ټن وچو موادو لاسته راوړلو لپاره (300) ټنه اوبه په مصرف رسيږ ي . همدارنګ د (17) ټنه غنمو او د دانو او د وښو دلاسته راوړولو لپاره (4800) ټنه اوبه په مصرف رسيږي .
سټيشن يو روسي عالم راپور له مخي په شوروي اتحاد کي د مڼي يوه ونه چي پنځه ديرش کاله عمر لري د يو فصل په نمو کي (26.5) ټنه اوبه او يا (205) ټنه اوبه تبخير کوي . ولي دومره زياتي اوبه تبخير کوي ؟
نباتات ددي سوال په جواب کي دا وايي . يعني د پاڼي عمده وظيفه ضائي ترکيب دي چي د نباتاتو ټولو برخو لپاره خواړه جوړه وي او ضائي ترکيب لپاره انرژي د لمر روښنايي ته جوړه وي . نو په دي اساس نباتات سطحه لمر خواته وي چي نور د ضائي ترکيب ډير زيات مهم جز دي همدارنګ کلوروپلاستونه د قندونو جوړه ولو لپاره (CO2) ته ضرورت لري .
چي همدارنګ (CO2) د نباتاتو په شاوخوا موجود دي اما دي لپاره چي دا ګاز د نبات داخل ته ننوځي او په ضائي ترکيب کي برخه واخلي او په دي توګه بيا محلول د انتشار حرکت تر سره کوي او حجروي غشاء چي (CO2) ګاز لپاره غيري قبول نفوذ وي نو په دي اساس د کاربن ډاي اکسايد ګاز د حجراتو د سطحي سره مطوب شي او همدارنګ په غازاتو کي يو ډول ساختمانونه شته چي د کاربن ډاي اکسايد ګاز ذخيره او محدود کوي . يا په بل عبارت (CO2) اخيستل او د ضائي ترکيب لپاره د اوبو تبخير لپاره يو بل سره ارتباط لري .
د پاڼي غورځيدل (Leaf fall)
په اوړو کي پاڼي قعال ژوند لري او ډيري تازه وي چي يو زيات مقدار غذا د (CO2) او معدني موادو د رڼا په موجوديت کي جوړيږي . چي يو مقدرا ددي غذا د نبات دايمي برخو ته انتقال مومي تر څو مخکي له دي څخه چي پاڼه وغورځيږي دغه غذا په نباتاتو کي باقي پاتي کيږي . مخکي له دي څخه چي پاڼه وغورځيږي د پاڼي فيټول (Petiol) يا ډنډرکي په بيخ کي يوه طبقه جوړيږي چي د (Seperation layer) په نوم سره ياديږي . په مني کي د فيټول په بيخ کي حجري پنډيږي او کيمياوي تغيرات پکي صورت نيسي د حجروي ديوال مواد په جلاتين کتله باندي بدليږ ي د کومو په نتيجه کي چي د جدايي طبقه تنظيم کونکي حجري نه شي اداره کولاي په دي وخت کي پاڼه يواځي د انتقادي انساجو په واسطه محکمه شوي وي کوم چي ډير ضعيف ارتباط ساتلي شي کله چي لږه د باد چپه راشي پاڼه غورزيږي .
پاڼه دوه عمده ډولونه لري
١ – ساده پاڼه (Simple leaves) : ساده پاڼه هغه پاڼو ته وايي چي پاڼه يوه تيغه ولري . د ساده پاڼي څنډي به يا همواري وي پيوسته او تړلي وي او يا په مختلفو اندازو سره شليدلي وي .
٢ – مرکبي پاڼي (Compound leaves) : هغه پاڼو ته واي په کومو کي چي تيغه په يو شمير وړو پاڼو باندي ويشل شوي وي چي هغي ته (Leaf lets) واي په دي صورت کي د پاڼو پلي (Lobes) د بيلو پاڼو په څير ښکاري او په حقيقت کي هغه د پاڼي د تيغي بيلي بيلي برخي دي . (Leaf lets) کيداي شي چي يو له بله جلا او ازادي وي او يا يو له بل سره په يو بند کي تړلي وي چي ورته (Articulated) ويل کيږي . چي جانبي غوزي د ساده او مرکبو پاڼو په محور کي واقع دي او د مرکبو پاڼو د پليو (Leaflets) په محورونو کي هيڅکله جانبي غوزي نه ليدل کيږي د مرکبو پاڼو څوکي پنډک او (Termilal bud) نه لري او د مرکبو پاڼو ډنډر (Rachis) هيڅکله بندونه نه لري مرکبي پاڼي په دوه ډوله دي .
١ – Pinnately compound leaf : هغو پاڼو ته واي چي (Rachis) داوړو څنګونو کي يو شمير برګچي ولري او يو د بل مخامخ واقع وي .
٢ – Palmately compound leaf : دا هغي ډول پاڼو ته ويل کيږي چي پاڼي د فيټول (Petiol) په سره کي له يو نقطي څخه رامنځ ته شوي وي .
پر ساقه باندي د پاڼي ترتيب
که چيري ساقي د يو بند (Node) د پاسه يوه پاڼه واقع شي نو د ي ترتيب ته د متناوب (Anternate) په نامه او که چيري يو بند د پاسه دوه پاڼي واقع شي دي ترتيب ته د متقابل (Opposite) په نامه که چير ي دري يا له دري څخه زياتي پاڼي د يو بند د پاسه واقع شي نو دا ترتيب د منطبق (Whorled) په نامه ياديږي .
منطبق (Whorled)
متقابل (Opposite)
متناوب (Alternat)
نتيجه کيري يا لنډيز
څرنګه چي د نباتاتو د پاڼو اناتومي او فزيالوژي مطالعي څخه دي نتيجي ته ورسيدو چي د نباتاتو غړ ي يوه سلسله معلق او پيچيلي بيلوژيکي او کيمياوي تعاملات سرته رسوي چي دغه تعاملات د نباتاتو هر يو غړي د اناتوميکي ساختمان په اساس سرته رسوي چي ددي تعاملاتو په نتيجه کي د نباتاتو نمو ، تنفس ، ضائي ترکيب د غذاي موادو او د اوبو انتقال ، توليد مثل ، توافق د محيط سره ، عکسلعمل د محيطي شرايطو او نورو فعاليتونو په مقابل کي منځ ته راځي ، هر غړي د نبات خپل محسوس فزييالوژيکي واظايفو له مخي سرته رسوي . بس د نبتاتو د فزيالوژي يوه اساسي رشته د بيالوژي ده . د نباتاتو فزيالوژي عبارت دي له د نباتاتو د غړو د وظايفو د مطالعي څخه او ټول فعاليتونه چي د نباتاتو په غړو کي سرته رسيږي بحث کوي . له دي ټولو واظايفو له غړو څڅه ما پاڼه او د هغي وظايف تر څيړني لاندي نيولي دي پاڼه يوه اساسي او حياتي وظيفه د نباتاتو په ژند کي تر سره کوي يعني نباتاتو دژوند لپاره مهمه ده . پاڼه د مختلفو پيګمنټونو په لرلو سره او نوري انرژي په استفادي سره خام مواد کاربن ډاي اکسايد او اوبه د ضائي ترکيب په عمليه کي قندي مواد جوړه وي چي په دي عمليه کي نوري انرژي په کيمياوي انرژي بدليږي . او وروسته تشکيل شوي مواد د فزيالوژيکي قعاليتونو په واسطه ترينه استفاده کيږي . او په نتيجه کي نباتات د تخم د تشکيل پروسه ، توليدي مثل او د ميوي تشکيل تر سره کوي .
چي له دي تخمونو او ميونه انسان د غذايي موادو او د انرژي د توليد لپاره تري استفاده کو ي . همدارنګ د بعضي نباتاتو د پاڼو څخه مستقيماً استفاده کو ي . نو په دي اساس نه تنها په نباتاتو کي بلکي په بشري ژوند کي عمده نقش لري بس مونږ بايد محيطي عوامل ، حشرات او هغه مرضونه چي پاڼه زيانمنه کوي تري نه مخنوي وکړو .