- Version
- داونلود کنید 43
- اندازه فايل 41.57 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه اپریل 7, 2019
- وروستى آپډيټ اپریل 7, 2019
پروتین اودهغه ډولونه
پروتین مغلق او پیچلی کیمیا وی مرکبات دی چی په ترکیب کی ئی هایدروجن ،اکسیجن ،کاربن ،نایتروجن اوځینی وخت سلفر اوفاسفورس هم وی ،ددی عناصرودترکیب څخه دپروتین ساختمانی واحدامینواسید جوړیږی
دپروتین ډولونه
۱ : ساده پروتین (simple protin ):
هغه پروتین دی چی امینو اسید ونه اوامونیا دتجزی چخه پلاس راځی اوپه شپږ ډوله دی لکه
- البومین albomine : په اوبو او مالګین محلول کی حس کیږی په هګی ،دوینی سیروم اوشیدوکی موجود وی
- ګلوبولین globuline :پدی کی فیبرینوجن .ګاماګلوبولین دوینی دعضلاتو میوزینmyosin .دهګی ګلوبولین اودشیدو دری ډوله پروتین دی چی لاکتو ګلوبولین نومیږی .
- پروتامینprotamine: پدی کی نایتروجن زیات دی او په هستوی اسیدونه N.A او R.N.A کی وی .
- هیستون Hisdtones : داپروتین سلفر لری .دتیموس په غده اوسپینو کریواتو کی وجودلری ،اومرکب پروتین ورڅخه جوړیږی .
- سکلروپروتین Sclero proten: په تیزابو، القلی او اوبو کی غیر منحل دی،دهډوکی کولاجن او دعضلاتو پروتین دهمدی څخه دی،کراتین ئی په ویښتانو ،نوکانواوپوستکی کی وجودلری .
- نباتی پروتین planteprotin : په ابو اوالکوکی غیرمنحل خوپه تیزاب اوالقلی کی منحل دی،پرولامین اوګلوتیلنونه دی چی په غنمو کی موجود دی
دوهم: مرکب پروتینConjugated Protein : په مرکب پروتین کی یوساده پروتین او یوه غیر پروتینی ماده چی پروستیتک نومیږی موجوده وی .مرکب پروتین په څوډوله دی چی عبارت دی له :
- کرومو پروتین Chromo protein : پدی مرکب کی ساده پروتین ګلوبین اودوه فلزی عناصرشامل دی که ګلوبولین داوسپنی سره یو ځای شی .دهیمو ګلوبین H .B مرکب پروتین جوړوی چی په سروکریواتو کی مهم رول لری.که د اوسپنی پرځای مس Cu ورسره یو ځای شی دهیمو سیانین C په نامه یادیږی چی دملخ په وینه کی وی، ددی څخه برسیره په تنفسی انزایمونو کی هم همدا استعما شویدی
- نیکلو پروتین Nucleoproteine: پدی کی نکلولیک اسیداوهیستون اوپروتامین دی یعنی هستوی اسیدونه پدی کی شامل دی ځکه هغوی پروتینی پوښ لری
- فسفو پروتین phosphoprotein: پدی کی فسفوریک اسید اوساده پروتین دی ، پدی ګروپ کی دمعدی pepsin انزایم ،دشیدو کازین اودهګی دژیړو وینلین دی.
- ګلیکو پروتین glyloprotion: قنداوساده پروتین سره یو ځای شوی، چی مثالونه ئی دلعا بو اولاړو پروتین میوسین mucine اومکوپروتین mucoparotein دی مرکب mucine پروتین په مخاطی تر شحاتو ، دپوستکی په حجرو، ترشحی غرواتو ،تناسلی اوبولی جهاز اوپه مفصلونو اوبندونو کی وجود لری چی ښویه اولشم دی .
- لیپو پروتین lipoproteins: پد کی ساده پروتین اوشحم ګډ وی ددی مثال اذاد کلسترول ، ترای ګلسراید او فاسفو لپید دی .
لکه څنګه چی مووویل پروتین دH2 ,O2, N2 اوهمدارنگه فاسفورس اوسلفر دترکیب څخه منځ ته راځی پورتنی عناصرپه خاص ترکیب سره یو ځای کیږی اوامینو اسیدونه منځ ته راوړی اودامینو اسیدونو عمومی فورمول دادی
NH2
R COOH
H
یعنی په پروتین دکاربوکسیل ګروپ COOH ،دامین ګروپ NH2 اودعضوی راډیکال R موجود وی .حیوانات په خپله پروتین نشی تولیدولای نو هغوی باید پروتینی مواد له نباتات اونور حیواناتو څخه پلاس راوړی ،
الف :پروتین دمختلفو کارونو اهدفو لپاره استعمالیږی چی ځینی پکی ډیرمهم هم دی
- دپروتینونو څخه زیات کار دبدن په نمو اووده کی اخیستل کیږی
- دبدن په ترمیم بیارغونه کی مهم رول لـــــــــــــــــــــــــری .
- زیات بلکه ټول انزایمونه پروتینی جوړښت لری چی په بدن کی یی اهمیت دهیچا څخه پټ ندی .
- دځینو خاصوکارونو لپاره لکه ازموتیکی فشاردوینی لخته کیدل هم دپرتینی موادو څخه صورت نه نیسی لکه البومین ، ګلوبولین ،فیبرینوجن .
- زیات بلکه ټول انتیباډی پروتینی جوړښت لری چی دبدن څخه دفاع کوی
- پروتین انرژی هم تولیدولای شی خوددی لپاره ورڅخه ډیر کم کاراخیستل کیږی
ب: دپروتینونو مهمی منابع
دپروتینونو مهمی منابع ډیر زیاتی دی اود نړی په هره برخه کی پریمانه پیداکیږی ځکه چی دی ته ډیره اړتیاده مهم حیوانی پروتینی منابع دادی هرډول غوښی لبنیات پنیر هګی چی دادی حیوانی منابع په نامه یادیږی پدی ټولوکی ډیرمهم شی شیدی اوهګی دی چی دانسان دبدن ټول ضروری امینواسیدونه لری اودمکملی غزاComplete Food په نامه سره یادیږی .
پروتین نسبت قندونوته په سختی اوځنډ سره هضمیږی اوزیات وخت نیسی ،که یوګرام پروتین اکسدایزشی نو څلور کالوری انرژی تولیدوی