په اسلام کې د ماشومانو حقوق

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 0
  • اندازه فايل 507.00 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 2, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 2, 2022

په اسلام کې د ماشومانو حقوق

                                                لمړي  فصل

                                      دطفوليت په وخت کي تربيه

                                               اسلامي واده

دمخه تر دي چي داولاد دروزني او تربيي دمسايلو په اړه څه ووايولازمه ده چي دواده او دهغه  ادابوته يوه لنډه کتنه وکړو ځکه چي نيک او صالح اولادونه دمطلوبه ښه او غوره واده ثمره دي (ومن آيته ان خلق لکم من انفسکم ازواجالتسکنوا اليها وجعل بينکم مودة ورحمة ان في ذالک لايات لقوم يتفکرون ) ۱  او يوه له نښو دقدرت اوعظمت دپروردګارڅخه داده چي ستاسو له جنس څخه يي تاسي ته دژوند ملګري پيداکړي ، چي دهغوي تر څنګ ارام وکړي او ستاسي تر منځ يي مينه او محبت واچاوه مسلماً چي په دي برخه کي دحق په قدرت او عظمت نښي او دلايل شته دي دهغو وګړو لپاره چي فکر وکړي پدي مبارک ايت کي واده او اولادونه دنعمت په توګه ياد سوي دي .

نبي کريم ص فرمايي 🙁 الدنيا متاع وخيرمتاعها المراة الصالحة ) ۲

ژباړه : دنيا ديومال په څير او مرتبه کي ده او دهغي ښه او غوره مال نيکه او صالحه ښځه ده

                                          دژوند دملګري ټاکنه

د اسلام دين واده ته په اهميت ورکولو سره هر يو نارينه او ښځي ته واک ور کړي دي چي دخپل ژوند دملګري په ټاکلو او غوره کولو کي لازم غور او دقت وکړي پدي برخه کي بايد له بيړني کړني څخه ځان وژغوري اوديوبل تر بشپړي پيژندني وروسته دي د واده  اوکورني جوړوني اقدام وکړي .

                                             دټاکني بنسټ

لمړي څه چي انسان يي بايد په مقابل لوري کي ورته پاملرنه وکړي ديانت (دينداري )او تقوا ده . نبي کريم ص فر مايلي دي : ( تنکح المراة لاربع لما لها ولحسبها و لجمالها ولدينها فاظفربذات الدين تربت يداک ) ۳                                                                                                                [1]

له ښځي سره په څلورو انګيزو واده کيږي  ١- دمال په سبب ٢- دشرافت اونسب په سبب ٣- دښکلا اوجمال په سبب ٤- ددينداري اوتقوا په سبب . نو تاسي بايد دينداري ته لومړي توب ورکړي چي سعادت او نيک بختي ته رسيږي .

                                        دپيدايښت په وخت کي

همدا چي او لاد وزيږيد هلک وي که نجلي مناسبه ده چي دوستان اوخپلوان داولاد خاوند ته مبارکي ورکړي او داولاد لپاره دخير دعا وکړي په تاسف سره بايد ووايو چي په ډيرو سيمو کښي اوس هم دجاهليت ددوري دخويونو او دودونو نښي او نښاني سته چي دنجلي زيږيدني ته اهميت نه ورکوي اوکورني ته دنجلي دزيږیدني ډيره لږ مبارکي وايي پداسي حال کي چي مشخصه او معلومه نده چي دانسان لپاره هلک دخير او برکت سبب ګرځي که نجلي . په هرحال دزوکړي له امله مبارکي ويل دقرآن کريم په ايات کي ثابت دي له هغي جملي څخه پريښتو د يحيي ع دزوکړي له امله حضرت ذکريا ع ته زيري او مبارکي ورکړيده ( فنادته الملايکة وهو قائم يصلي في المحراب ان الله يبشرک بيحيي ) ۱

ژباړه : پس پرښتوهغه ته ږغ وکړپداسي حال کي چي هغه په عبادت ځاي کي په لمانځه بوخت ووچي خداي ج تا ته يحيي باندي زيري در کوي دزيږيدني په وخت کي مبارکي ورکول دکورنيوتر منځ داړيکودټينګښت اوډيرښت سبب ګرځي .

ډير داسي هم کيږي دنوروپه خوښي کي ګډون نه کول او بي تفاوتي ښودل دناوړه تفاهم او دزړونودبداوي لامل وګرځي .

                              دزیږیدلونه مخکی د ماشوم حقوق
ماشومان په اسلام کی د دنیا وی ژوند ښکلا او ګلان دی ،دوی د سترګو خواږه او د زړونو ارام دی ،د راتلونکی ورځی هغه ځوانان دی چی اسلامی نړی ټول امیدونه په دوی پوری تړلی دی .
ماشومتوب د انسان د ژوندانه د مرحلو نه لمړی مرحله ده ، چی د زیږیدو سره پیل او ځوانی ته په رسیدو سره پای ته رسیږی،
کله چی د انسان عقل بشپړ بدن یی قوی او د توپیر کولو صلاحیت پیدا کړی ، نو په اسلامی اوامرو باندی مکلف شی ، له کومه نه چی د ماشومتوب مرحله یوه مهمه او اساسی مرحله ده په

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت ال عمران ۳۹ ایت

شخصیت جوړونه کی د یو فرد ،هم له مثبت او منفی اړخ نه، چی تړاو لری د هغه اهتمام سره چی ماشوم ته په نوموړی دوره کی کیږی ، داسلام مبارک دین هم راغی تر څوماشومانو ته د هغوی حقوق څرګند کړی ، له کومونه چی امکان دی دسترګو پیټول نشته ، او داهر څه څوارلس سوه کاله وړاندی داسلام د مبارک دین له خوا وضع شوی دی
ا و دا هغه مهم حقوق دی چی اسلام ماشوم ته ورکړی ،او دهغه د ژوند هری مرحلی ته یی قوانین او مقررات په نظر کی نیولی دی ،لکه څرنګه چی اسلام د هغه د ژوند هری مرحلی ته دمور په نس کی ، د شودو رولو ،ماشومتوب ،نیمچه ځوانی او دځوانی او بل اخره چی د سړی توب مرحلی ته رسیږی اهمیت ورکړی ،او دا هر څه ددی لپاره تر څو وکولای شی چی ټولنی ته د چارو د سمون لپاره پوه، مدبره ، متفکره او غښتلی اشخاص وړاندی کړی .
د ماشوم په روزنه کی تر ټولو ستر دوره هغه دوره ده کومه چی دمور او پلار په خوا کی تیره وی ،نو ځکه خو اسلام دیوی نکمرغی کورنی په جوړولو اصرار کوی ، کومه چی د یو پرهیزګاره خاوند او نیک عمله ښځی نه منځ ته راتلای شی، نو په همدی اساس رسول پاک د نیک عمله ښځو سره د واده کولو امر کړی دی ، په یو حدیث کی چی مخکی هم ذکرسو رازی چی تاسو د ښځو سره د نکاح لپاره څلور شیان په نظر کی وساتی د هغی مال ، نسب ، ښایست او دین ، خو په انتخاب کی یی زیات اهمیت دین ته ورکړی
دزیږیدلونه ورسته د ماشوم حقوق
اسلام ځینی احکام وضع کړی چی هغه د ماشوم د ولادت سره تړلی دی ، او هغه عبارت دی له :
په ولادت یی خوشالیدل
دماشوم په زیږیدولو خوشالیدل او زیری ورکول یو مستحب کار دی ، او په دی برخه کی باید د نارینه او ښځینه ماشوم تر منځ توپیر ونشی

دچا په کور کې چی انجلی وزیږی باید سپکه ونه ګڼله سی او نه باید هلک ته دهغی په مقابل کې لوړوالی ورکړه سی داځکه چی دا زموږ دمقدس دین خلاف عمل دی او دجاهلیت دزمانی یوخرافاتی دود دی .
په غوږکی یی اذان کول
همدارنکه ویل شوی چی اذان باید په ښی غوږ او اقامت په کین غوږ کی وشی ، او اذان او اقامت ویل د ماشوم په غوږ کی ځنی کټی لری چی ابن القیم په دی هکله داسی ویلی ، اول هغه څه چی یو ماشوم اوری هغه د الله (ج) لوی والی او د شهادت کلیمه ده چی انسان پری ایمان ته دا خلیږی ، نو ویلی شو چی دا یو شعار دی اسلام ته د دا خلیدو لپاره او همدارنکه دماشوم ساتل دی له شیطانه
د حلق لندول
او دماشوم د حقوقونه یو هم د هغه د حلق لندول دی په خرما باندی ،او خرما باید ښه میده شی تر څو چی یی حلق پری لوند شی ، او دا کار باید د یو نیک عمله سړی په لاس انجام شی ګټه یی داده چی ماشوم دمور دتیوڅخه شیدو رودلوته اماده کیږی .
د ماشوم د وریښتانو خریل
مستحب ده چي دنوي زيږيدلي ماشوم وریښتان په اوومه ورځ وخرییل شی او د ویښتانو په اندازه باید سپین زر په صدقه کی ورکړل شی چی د ا صحی او اجتماعی ګټی لری ، صحی ګټی یی دادی چی د سر د ویښتانو سوری به یی خلاص ، تکلیف به تر لری شی ، اوبل دا چی د ویښتو لری کول به د ماشوم د ویښتانو د قوت سبب شی ، او په اجتماعی کټو کی باید وویل شی چی د ویښتانو په اندازه د سپینو زرو صدقه ورکول د ټولنی په فقیرانو کی هم یو نوع خوشحالی رامنځ ته کوی .
دښه نوم ټاکل
دماشوم د حقوقونه یو هم د ښه نوم ټاکل دی چي دا هم بايد دزيږيدو پر اوومه ورځ ورباندي کښيښودل سي اوپر پلار اومور واجب دی چی ماشوم ته ښه نوم انتخاب کړی تر څو په ټولنه کی په همغه نامه وپیژندل شی ، نو د نوم په ټاکنه کی باید ټول اسلامی ارزښتونه په نظر کی و نیول شی ، نوم باید ښه معنی ولری او د قران او سنتو نه اخیستل شوی وی ، او دداسی نومونود ایښودلونه چی پکی د انسان شخصیت ته سپکاوی کیږی ډډه وشی داځکه چي نبي کريم ص فرمايي (تدعون يوم القيامه باسمائکم واسماء ابا‌کم فاحسنو اسما‌کم )   ۱                                         نبي کريم ص فرمايي : تاسي ته دقيامت په ورځ په خپلو نومونواودخپلوپلرونو په نومونوږغ کيږي نو تاسي ښه نومونه کښيږدي .
عقیقه کول
د ماشو د ولادت نه ورسته دهغه یو بل حق عقیقه ده ، د عقیقی معنی د پسه حلالول دی د ولادت په اوومه ورځ، او حکم یی سنت موکد دی  خداي ج اولاد چي يولوي نعمت دي والدينو ته يي ورکوي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-  سنن ابی داود دوهم جلد صفه ۷۰۵

 

نوپردوي لازمه ده چي ددغه نعمت شکر ادا کړي او دا یو نوع خوشحالی ده د ماشوم په ولادت باندی .

                     دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی

په قرآنکریم کی وماشوم ته پرشیدوورکولوباندی ټینګارسوی دی :
(والوالدات یرضعن اولادهن حولین کاملین لمن ارادان یتم الرضاعة)  ۱
ژباړه:اومیندې (مور) دی شیدې ورکوی اولادخپل ته دوه کاله پوره دا(حکم) دهغه چالپاره دی چې اراده ولری ددې چې پوره کړی (نیټه د) تی ورکولو.
تفسیر: دتي ورکول دمورپرذمه واجب دی:
دا ځکه چې دتي ورکول دمورپه ذمه باندی دیانتاًواجب دی، دڅه ضداوخفګان په وجه بې له عذره که تی نه ورکوئ نوګناهکاره به وی ترڅوچې په نکاح کښې وی، دخپل خاوندنه دتي ورکولو په مقابل کی بدله یامزدوری نشی اخیستلای.:
اوکه دماشوم دڅه کمزورۍ اویابل عذرله کبله وماشوم ته شیدې ورکولای شی څه ګناه نشته، ددوه نیموکلونوڅخه وروسته وماشوم ته شیدې ورکول دعلماءپه اتفاق سره حرامې دي.
اوهمدارنګه په بل ځای کی الله ج فر مایی:
(ووصیناالانسان بوالدیه حملته امه وهناً علی وهن ٍ وفصله فی عامین ان اشکرلی ولوالدیک الی المصیر) ۲
ژباړه:اوموږانسان ته دخپل موراوپلارپه حق پیژندنې ټینګارکړیدی دهغه موردکمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کي هغه رااخیستی په خپله ګیډه کی ئې وساته اودوه کلونه ئې په تي ورکولوولګیده (له همدې کبله موږهغه ته نصیحت وکړ) چې زماشکروکړه اودخپل موراوپلارشکرپرځای کړه ، همدازمالوری ته ستاراتګ دی.
او همدارنګه بل ځای په قرآن عزیزکی الله جل جلاله فرمایی:

(ووصیناالانسان بوالدیه احساناً حملته امه کرهاً ووضعتهُ کرهاً وحمله وفصله ثلثون شهراً) ۳

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت البقره- ۲۳۳ ایت ۲-  سورت لقمان: ۱۴ ایت ۳- سورت الاحقاف :۱۵  ایت

ژباړه: اوانسان ته مولارښوونه وکړه چې له خپل موراوپلارسره ښه وکړئ، مورئې هغه په خوارۍ په خپل (نس کی) بارکړاوهغه ئې په سختۍ وزیږاوه اوپه نس کی دهغه دبارولواوله تي څخه دهغه دبیلولوموده دیرش میاشتې ده
تفسیر: په دې ایات شریف کی دحمل اوتي ورکولونیټه ۳۰ میاشتی ټاکل شویده، نوپه دې کی دوه کاله دتي ورکولونیټه ده، اوشپږمیاشتی دحمل کمه موده ده، یعنی ترشپږمیاشتوپه کمه موده کی ماشوم نشی پوره کیدلای اوپه عام ډول سره دحمل نېټه ۹ میاشتی ده، دحضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کي دیوې ښځې ماشوم په شپږومیاشتوکی پیداشو، حضرت عثمان رضی الله عنه وویل چې داناجایزحمل دی اودسزاورکولوامرئې وکړی، کله چې حضرت علی کرم الله وجهه خبرشو نوحضرت عثمان رضی الله عنه ئې دسزاورکولوڅخه منع کړاوورته ئې وویل چې په قرآن کریم کی دحمل اوتي ورکول نېټه ۳۰ میاشتې ده اوبیاپه بل ځای کی دتي ورکولونېټه ۲۴ میاشتې ده اوپاتی ۶ میاشتې دحمل دی، حضرت عثمان رضی الله عنه دده استدلال قبول کړ اودخپل حکم څخه ئې لاس واخیستی  ۱
په اوس وخت کی عصري ښځې وخپلوماشومانوته شیدې نه ورکوی اودوی داخیال کوی چې دایوزوړرواج دی، اوداانساني طریقه نه بلکې یو حیواني دوددی، چې دادجهالت اومسکینۍ نخښه ده اوبل داچې داانسان کمزوری کوی، ښکلائې ضایع کوی، دمخ نورئې له منځه وړی، ژرئې زړوی، اوداسی نوربې هوده اوپوچ خیالونه وهی، خوپه اسلام اوساینس دواړو کی دمورشیدې دماشوم نه یواځی جسماني غذا بلکې ذهني اوروحي غذاهم ده، دموردهریوه څاڅکی شیدوسره وماشوم ته روغتیا، پاکوالی، ښه احساسات، لوړامیدونه اواخلاق القاح کیږی؛ شیدې دموروماشوم ترمنځ یوښکلی روحي، اخلاقي اودمینې اولورینې نه ډک تارغزوی، دموراوماشوم دزړونوترمنځ یوداسی سپیڅلې اوروښانه اړیکه شنه کوی چې معیارئې ريښتنولی اودمینې لوړاحساسات دی اوبس.
دمورشیدې دماشوم لپاره یوالهی نعمت اوبې بیلګې تحفه ده، دادماشوم لپاره ترټولوغوره غذااوهم دواده، لومړی داچې دمورشیدې وماشوم ته ښه وده ورکوی اودوهم داچې دهغه بدن دناروغیوپه

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-  تفسیرمعارف القرآن، ۹ټوک، مخ ۲۳، ۲۴

مقابل کی مقاومت کوی؛ په نړۍ کی چې په هره اندازه سره ترټولوښه کمپنۍ پوډری شیدې جوړوی اوکه داشیدې په هرقیمت سره وی دمورشیدې تردې ټولوغوره دی، دمورپرشیدوباندی هره ورځ نوې نوې څیړنې کیږی، په انګلیسی ژبه کی یوه اصطلاح کارول کیږی اووایی چی (Breast is best) دتی شیدې ترټولوښه دی،
د شیدو ورکولو د مودی پوره کول
او دماشومانو د حقوقونه یو هم د شیدو د ورکولو د مودی پوره کول دی ، او د شیدو ورکول د انسان په جسمی جوړښت کی خورا اهمیت لری ، نو په همدی اساس یو مور باید پوره دوه کاله خپل اولاد ته شیدی ورکړی ، او سنی طب هم دا ثابته کړی چی دوه کاله د شیدو ورکول دماشوم په فیزیکی او دماغی جوړښت خورا اهمیت لری
د شيدو د رودلو په مرحله کې باید په ماشوم باندې قران واوریدل سی او ماشوم باید له قران سره عادت کړه سی ترڅو قرآن ته مخه کړي او له قرآن سره روږدى شي، په دې وخت کې کولى شي خپل ماشوم ته يوه راديو واخلي او تلاوت ورته په مناسب غږ ږدئ او په همدې يې مصروفوئ، بيا چې کله تاسې څه کار کوئ ماشوم مو پريږدئ څو له هماغې راديو سره سات تيري وکړي، لکه څنګه چې پوهان توصيه کوي، چې په دې وخت کې بايد دا په ماشوم باندې ډير تکرار شي، ځکه دا د ماشوم په باطنې عقل باندې ژوره اغيزه لري

                                           د ماشوم سنتول
او دماشوم له حقوقونه یو هم د هغه سنتول دی ، چی د ا مر په صریح ډول سره په احادیثو کی ثابت شوی ،او حکمت په دی کار کی دا دی چی پاکوالی رامنځ ته کوی ،په سرطان مرض دی اخته کیدو امکان کموی ، د سلسل بول مرض مخنیوی کوی اونورډير حکمتونه لري .

 

 

 

 

 

 

 

                                                دوهم فصل

                                         دمور اوپلار ذمه داري

                      مور اوپلار دي چې له ماشوم څخه مسلمان جوړوي

والدين د خپل اولاد لپاره هميشه مربيان وي ليكن په ماشومتوب كي دغه مسئوليت لږ څه زيات وي ، د ماشومتوب مرحله په دوه برخو ويشل كيږي اوله مرحله د وړوكتوب او دويمه مرحله كله چي د شعور مرحلي ته ورسيږي ، ليكن اوله مرحله يعني د ماشومتوب مرحله د ماشوم د تربيت لپاره ډيره مهمه ده كه چيرته په ماشومتوب كښي د اولاد صحيح روزنه وشي او هغي ته تهذيب او اخلاق ورزده كړاي شي نو د ژوند تر پايه به د هغي مثبت اثرات وي ،او كه چيري خداي مكړه د ماشوم سمه روزنه ونشي نو دا به د هغي د ټول ژوند د تباهي سبب وګرځي.

لكه يو شاعر چي وايى :
اراني انسى ما تعلمت في الكبر و لست بناس ما تعلمت في الصغر
ژباړه:كوم علم چي ما په غټوالي كي زده كړي هغه رانه نه هيريږي او كوم مي چي په وړوكوالي كي زده كړي هغه به هيڅكله هم له ما څخه هير نشي.
د انسان د ښو او بدو اخلاقو د زده كړي اساسي وخت هم همدغه دي
كه چيرته مونږ په كوچنيوالي كه د ماشومانو صحيح اسلامي روزنه وكړو نو هغه به زمونږ لپاره د دنيا او اخرت تر ټولو ستره سرمايه وي او كه د دي بر عكس په يو خراب او غير اسلامي او غير اخلاقي چاپيريال كي د هغوي روزنه وشي نو د هغوي پر ژوندانه به ډيره بده اغيزه وكړي لكه څرنګه چي مونږ په خپل چاپيريال كي ګورو چي په ډير كوچنيانو په ډير كم عمري كي په ډيرو ناوړو عادتونو عادي كيږي لكه سندري ويل كنځاوي كول او داسي نور ناوړه عادتونه نو نتيجه دا شوه چي والدينو ته پكار ده چي خپلو اولادونو ته يو صحيح او اسلامي چاپيريال مهيا كړي او په اسلامي طريقه د هغوي روزنه وكړي

                                        له ماشومانو سره مينه
يو ځوان چې ترڅو پورې دځوانۍ مرحلې ته رسيږي په ډيرو مرحلو تيريږي هره يوه يې له بلې مهمه ده، خو ترټولو زياته مهمه مرحله دماشومتوب مرحله ده. داسې مرحله ده چې ماشوم پكې دژوندانه په اسرارو پوهيږي، صحيح او غلط پيژني، سم او ناسم سره بيلوي، او په هغه څه روږدی كيږي چې وروښودل شي.
له همدې لحاظه دماشومتوب مرحله يوه خطرناكه مرحله هم ده، سلفو صالحينو به دخپلو ماشومانو روزنې ته له وړكتوبه پاملرنه كوله، دخير لوري ته به يې سوق كول او له بدو به يې منع كول، او صالح او متقي ښوونكي به يې ورته غوره كول.
خو دماشومانو په روزنه كې دټولو قدوه او اسوه، دبشريت ستر لارښود محمد صلى الله عليه وسلم دى، دماشومانو به يې په ښه توګه روزنه كوله، ماشوم ته به هيڅ نه غوسه كيده، كه به يې كوم كار غلط كړ پرته له رټلو به يې د صحيح لورى وروښوده، او كه به يې صحيح كار وكړ دعا به يې ورته وكړه.
وايي يو سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى ويې ليدل چې پيغمبر عليه السلام، حسن مچې كوي، سړي وويل: آيا تاسو خپل ماشومان ښكلوئ؟!، رسول عليه السلام وويل: هو. سړي وويل: زما لس زامن دي، تر اوسه مې يو هم نه دى مچې کړى. نو رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته وکتل او بيا يې وفرمايل: (من لايرحم لا يرحم) څوك چې په بل چا زړه سوى او شفقت ونه كړي، په ده به زړه ونه سوزل شي او شفقت به ورباندې ونه شي.  ۱
كله به چې دبشريت ستر لارښود جمع وركوله او دكوم ماشوم ژړا به يې ترغوږ شوه نو لمونځ به يې رالنډ كړ، ترڅو كه چيرته مور يې په لمانځه كې وي چې خپل ماشوم بچی ته ورشي

په هغه وخت كې به ښځو هم په جمع لمونځ كاوه
دادرسول عليه السلام، له ماشوم سره دتعامل او چلندبیلګی وی
يو ځل حسين دزكات له خرماوو يوه خرما راواخيسته، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: (تو كړه تو کړه، ايا ته خبر نه يې چې مونږ ته ذكات حلال نه دى) ۲
وروڼو په نبوي سيرت كې داسې بې شميره مثالونه پيدا كيږي چې نبي عليه السلام دماشومانو په سالمه روزنه، او له هغوى سره په ښه چال چلند توصيه كوي، خو دا يو څو مثالونه مې په دې هيله

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-  صحیح مسلم ۴ جلد صفحه ۱۸۰۸ ۲- سیرت النبی پښتوصفحه ۱۹۸ بحواله ریاض الصالحین .

وړاندې كړل چې له خپلو ماشومانو سره داسې چلند وکړو او دهغوى روزنې ته داسې پاملرنه وکو

لكه څنګه چې زمونږ پيغمبر محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ورته پاملرنه كوله.
د الله جل جلاله درود او سلام دې وي په دغه مبارك، رحيم او مشفق نبي او پيغمبر باندې.

                  د اولادونو روزنی ته پام لرنه نکول او دهغه نا وړه پایلی

نن صبا له هری خواداولاد دنافرمانی ناری سوری وهل کیږی او زیاتره میندی او پلرونه دخپل اولاد دنافرمانی څخه سرټکوی . مگر دهغه نافرمانیو دعواملو او اسبابو په هکله هیڅ سوچ نکوی که چیری ښه په غور سره فکر وکړو عادلانه او منصفانه قضاوت وکړو نو دی ټکی ته به متو جه شو چه ډیری دا نافرمانی دناوړه روزنی پایلی دی . داولادونو د زیاترو ناوړه کارونو لا مل دموراوپلاربی خبری ده . که چیری مو اوپلار په ماشومتوب کی خپلو اولادونو ته پام لرنه کړی وای او هغوی ته ئی سا لمه روزنه ور کړی وای هیڅکله به داولادونو له ناوړه چلند او نا فرمانی سره نوو مخامخ شوی .
چه له بده مرغه نن صبا داناروغی ډیره زیاته خوره شوی او تقریبآ ډیری کورنی پری اخته دی چه ددی نا وړه ناروغی اصلی عا ملین کورنی دی .
نن صبا لیدل کیږی چه زمونږ نوی زلمیان ډیری په ناوړه کارونو روږدی دی او مورپلار اونوردکورنی غړی یی هم مخنیوی نشی کولای چه یوه ښه اوغوره بیلګه له هندی اونوروبهرنیو سریالونو اوډراموڅخه تقلید کول دی که له یوه زلمی څخه داسلامی نړی دنومیالیو یاپه بله وینا دستورو پوښتنه وکړی نوډیرسوړ ځواب درکوی خوکله چه خبره  فلمی ستورو ته راشی بیانو تر خپلو دوستانو هم ورته ښه مالوم او ټوله بیوګرافی یی درته څرګندوی چه دا ډیره د افسوس خبره ده چه مونږپه نوم مسلمانان یو او په عمل کی هیڅ نشته که مونږ څومره داسلام د مومبارک دین له احکامو اواوامرو څخه سرغړونه وکړو هغومره به په مشکلاتو ګرفتار شو خو که موږ داسلام مبارک دین ټول احکام او اوامر په ځان عملی کړو نو باور وکړی چه مونږ به په ژوند کی بریالی وو او هیچ ډول مشکل سره به نه مخامخ کیږو.
او زه له ټو لو درنو اوعزتمندو میندو پلرونواو مشرانو څخه دا هیله کوم چه خپل اولادونه دعلم او پو هی په ګا ڼو سنګار کړی تر څو په راتلونکی کی وکولای شی ددښمن مقابله وکړی او اسلام وطن اومسلمانانووروڼو ته دخدمت جو ګه شی او که نه په دنیا او آخرت کی به همدا پلرونه میندی او مشران مسؤل وی
دلته د بیلګی په ډول یوه ښکلی او په زړه پوری قصه ذکر کوو :
د حضرت عمر (رض) په وخت کی یو سړی دخپل زوی سره د حضرت عمر(رض) حضور ته راغی او دخپل زوی څخه ئی سر وټکا وه او وئی ویل چه زما زوی زما اطا عت نکوی . حضرت عمر(رض) دهغه زوی ته مخ واړاوه او ورته وئی ویل :- آیا ته دخدای(ج)څخه نه شر میږی چه دپلارامر نه پر ځای کوی حال دا چه پلار په سړی څو مره حقونه لری .دهغه سړی زوی حضرت عمر (رض) ته مخ وا ړاوه او وئی ویل آیا او لاد هم پر مور او پلار حق لری ؟
حضرت عمر(رض) وفرمایل هو ولی نه داولاد حق پر مور او پلار دادی چه دنیک عمله ښځی سره واده وکړی ترڅو په را تلونکی کی هغوی ته عیب نوی ، خپل اولاد ته ښه او اسلامی نو مونه خوښ کړی او خپل او لاد ته قرآنکریم ور زده کړی .
دهغه سړی زوی وویل ای امیر المؤمنینه په خدای(ج) قسم چه لدی یو هم پلار له ما سره ندی کړی زما مور دیوه مجوسی نوکره وه چه پلار می له هغی سر ه واده کړی دی، اوپلار می پرما باندی تور ګونګټ نوم ایښی دی او بل داچه یو کلمه ئی هم له قرآنکریم څخه ماته نه ده را ښو دلی
حضرت عمر(رض) دهغه پلار ته مخ وا ړاوه او وئی ویل ته را غلی یی او له خپل زوی څخه سر ټکوی او دهغه له نا فرمانی څخه شکایت کوی خو تا مخکی له دی چه ستا زوی ستا نا فرمانی وکړی تا نا فر مانی کړیده او مخکی له دی چه هغه له تاسره نا وړه چلند وکړی تا له هغه سره نا وړه چلند کړی دی .۱

                                داولاد ترمنځ د عدل سلوک

په اسلام کې د اولاد تر منځ د عدالت او مساوات ساتلو ډیر تأکيد شوي دی د رسو ل الله صلی الله عليه وسلم هدايت فرمايې چې د اولادونو ترمنځ په ورکړه راکړه کې د ټولو سره په انصاف او

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- په اسلام کی داولاد روزنه. ۹۸ مخ بحواله نورالسراج

 

برابری سلوک کول پکار دي داسې نه چې يو ښه پالل کيږي او بل محروم وي يو دا چې دا د عدل تقاضاده کوم چې الله ج ورباندې راضي کيږي او بل داچې پدې کې حکمت او مصلحت دادی چې که يو پالل کپږي او بل محروم وي نو د هغوی ترمنځ به کينه او بغض منځ ته راشي چې کينه او بعض نيکی له منځه وړي او بل چې که له يو سره ښه سلوک او ښه پالنه کيږي او له بل سره هسی نه کيږي نو پداسې کولو سره به خامخا د اولاد په زړه کې د خپل پلار پر وړاندی شکايت پيدا کيږي چې بلاخره به يې پایلی بدی وي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې :

عَنْ النُّعْمَان بْنَ بَشِيرٍ رَضِي اللَّه عَنْهمَا قال: أَعْطَانِي أَبِي عَطِيَّةً، فَقَالَتْ عَمْرَةُ بِنْتُ رَوَاحَةَ: لا أَرْضَى حَتَّى تُشْهِدَ رَسُولَ اللَّهِ ص، فَأَتَى رَسُولَ اللَّهِ ص فَقَالَ: إِنِّي أَعْطَيْتُ ابْنِي مِنْ عَمْرَةَ بِنْتِ رَوَاحَةَ عَطِيَّةً، فَأَمَرَتْنِي أَنْ أُشْهِدَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: «أَعْطَيْتَ سَائِرَ وَلَدِكَ مِثْلَ هَذَا»؟ قَالَ: لا قَالَ: «فَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْدِلُوا بَيْنَ أَوْلادِكُمْ» قَالَ: فَرَجَعَ فَرَدَّ عَطِيَّتَهُ. ۱

ژباړه : نعمان بن بشير رضي الله عنهما وايې پلار مې ماته يو شي هديه کړل ، عمرة بنت رواحه (مور مې) وويل ترهغه به  راضی نه شم ترڅو چې رسول الله ص ورباندې شاهد شوی نه وي ، پس پلار مې رسول الله ص  ته ورغی ورته ویې ویل زوی مې چې له رواحه نه دی يو شی مې ورته هیديه کړ مګر مور یې داتأکيد کړی چې رسول الله به شاهد نيسی .

رسو ل الله ص  وفرمایل ايا تا ټولو زامنو ته همدا ډول هديه ورکړي ده هغی وویل نه رسول الله ص وفرمايل له خدای ج څخه وويريږه او د زامنو تر منځ عدالت سره رفتار وکړه ورسته مې پلار وګرځید او هديه يې واپس واخيسته د نجلی دزېږېدو پر وخت هم دومره خوشحاله شی لکه دهلک د زېږېدو پر وخت چې خوشحاله وی ،هلک وي که نجلی دواړه دخدای ( ج) بښنه ده ،او الله ( ج) غوره پوهیږی چې ستاسو لپاره نجلی غوره ده که هلک .

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- صحيح البخارى دوهم جلد صفه ۹۱۴

                                                 دريم فصل

                                              روحاني تربيت

                      دماشوم دروزني دوه مرکزه دي یو کور او بل ټولنه

مخکې له دې چې د ماشومانو په ارواپوهنه خبري وکړوغواړم په عمومې ارواپوهنه باندي رڼا واچوم په دې اړه دارواپوهانو له خوابیلا بیل تعریفونه وړاندي شوې دي ،خو ترټولو غوره او منل شوی تعریف يې دادی چې ارواپوهنه هغه پوهه او علم دی چې دژوند دبیلا بیلو اړخونوڅیړنه کوي چې دژوند دا اړخونه عبارت دي له کړه وړه ، خبري کول ،او آن خوراک کول .
یا په بله مانا اروا پوهنې ته د کړو وړو یا سلوک پيژندنې پوهه ویل کیږي ،د کړو وړو څخه موخه دلته دری برخي دي ،خویونه ، کړنې او غبرګون ، چې ددغو دریو واړو برخو څیړنه ددې علم کار دی.
اوس را ځو دماشومانو ارواپوهني ته ، دا چې د انساني ژوند پیل له ماشوموالی شیروع کیږي نو د ماشوم والی ارواپوهنه هم ډیر زیات اهمیت لري ، د ماشوم والی اروا پوهنه عبارت له هغه علم او پوهي څخه ده چې د ماشوم ټولنیزه وده ،عاطفه شخصیت ، او هوش تر څیړني لاندي نیسې ،دا هغه څه دي چې د یوه انسان داروايې شخصیت د پوره والي لامل ګرځې ..

اوهمدارنګه اروايې ناروغۍ د ګوتو په شمیر ناروغۍ نه دي چې څوک پرې رڼا واچوي
په ښوونځي کې له ستونزو څخه پيل، په کور کې له مور او پلار سره جنګ جګړي له خویندو  وروڼو سره تاوتریخوالی ، په ټولنه کې نا اشنا کارونه کول ،ناوړه کارونه لکه غلا ، دروغ ویل... دشپې د خوب ستونزي لکه ویره ، په بستر کې میتیازي کول ، په خوب کې خبري کول ... عادتونه ، لکه نوکان ژوول ، دنجونو په څير ویښتان پریښودل ، نڅا او ګډا کول ، سترګوته رنګونه ورکول ، شونډي سرې کول ،اویا هغه نجونې چې د هلکانو په څير خویونه کوې لکه ، دهلکانو جامې په تن کول ، د هلکانو په څير کړه وړه زده کول ، دا هغه ستونزي دي چې دماشوموالي له عمر څخه نیولي بیا دژوند په هره مرحله کې را منځ ته کیدای شي او ژوند تریخوالی شي .

اودا هم باید وويل سي چې افغاني میندي او پلرونه دماشومانو په روزنه کې لکه څنګه چې ښايې هومره خپل مسئولیت نه پيژني ، زیاتره په دې اند دي او وايې چې دژوند ټولې اړتیاوي يې ورته برابري کړي دي نورڅه ورته وکړي په افغانستان کې د مور شتون د ماشوم لپاره په نشت حساب دی ،او مور دلته کوم ارزښت نه لري ، اوددغه ارزښت په له منځه تللوکې هم میندي او هم پلرونه لاس لرې، په دې ډول چې کله یوه ماشوم کوم ناسم کار کوې نو مور ورته وايي ( که ته بیا دا کار وکړې نو زه به دي پلار ته ووایم )یا( پلار خو به دي راشي ) دلته مور ماشوم ته ښيې چې زه هیڅ هم نه یم او نه هم کوم ارزښت لرم همدا لامل دی چې زموږ په ټولنه کې دسړیو سترګه له ښځو نه سوزي .
پلرونه د ښځو ارزښت په دې ډول له منځه وړي چې له کور څخه وځي ، نو میرمن ته وايې که ماشومانو څه ورانی وکړ بیا ما ته حال راکړه او یا ماشومانو ته وايې وهلکه مور مو په عذاب نه کړئ  دلته ماشوم ته د مور د بې ارزښتۍ انګیزه ورکوله کیږي برعکس ورته ویل کیږي چې مور مو په عذاب کړئ .

اوس به راشو اصلې خبري ته، مور هومره د خپلو اولادونو په روزنه کې ارزښت لري څومره چې يې پلار لري ، که چیرته د مور ارزښت د ماشومانو له روزني لیري کړو نو دا پدې مانا ده چې ماشوم به لوی شي خو داروايې پلوه نیمګړی ، او د ښځو په وړاندې به هغه خوی خپل کړې لکه څرنګه چې يې پلار لري ( مور مو په عذاب نه کړئ ) ښځي بیچاره ګانې په څه کې دي .

اوبله خبره دا ده چې هره کړنه یا پيښه چې په کورنۍ کې تر سره کیږي د هغې اغیز او تاثیر د ماشوم په ژوند باندې وي ، یو ډینمارکی ارواپوه وايې : څه چې په کورنۍ کې ترسره کیږي ماشومانو هماغه کوې یاني تاوتریخوالی ، وهل ، ډبول ، ښکنځلې کول ، دورغ ویل ... دا ټول هغه څه دې چې ماشومان يې له نورو څخه زده کوي . که چیری په یوه کور کې پلار تل خپله میرمن وهې نو دلته ماشومان دا زده کوې چې ښځه دوهلو لپاره ده ، اونجونې دا زده کوي چي په کورکې کوم ځای نه لري او د پلار په وړاندي دپردیوالي احساس کوي ،او مور چې د تاوتریخوالي قربانې ده نشي کولای دخپلو ماشومانو احساسات درک او وساتې . نو همدا لامل دی چې لورګانې د پریدیتوب احساس ددرلودلو له مخې هڅه کوي چې یو څوک ومومي چې ورسره دزړه درد ،احساس او رازونه شریک کړي . په داسي کورنیو کې ښځي په دې روحیه را لویږي چې د سړي څخه ویره لري زیاتره دا ډول ښځې په لوړ عمر کې د فشار ، اروايې ستونزو او راز راز ناروغیو سره مخ کیږي . زیاتره دا ډول ښځې چې د انږور(انګور) څښتنانې شي نوخپله هغه غصه چې په ماشوم والي کې په دوی کې پټه وه په خپلوانږورګانو باندي سړه وې، او لدې لاري خپل احساس اراموې او یا هم خپل اولادونه د مرګ تر حده وهي اوکه چيري له سره فکر وکړوچي له خپلوميرمنو سره بايد څنګه ژوند وکړودا ډيره مهمه ده خومتائسفانه

چې په افغانستان کې میندې او پلرونه یوازي دماشومانو په راوړلو باندي ښه پوهیږي نه په ساتلو
دوی د ماشوم ساتل په ښو جامو ، ښه خوړو ، کور او موټر کې ګڼې یانې د ماشوم اړتیاوي اوغوښتني نشي بیلولی ،ګوره دا پوښتنه هیچا هم له ځان څخه نه ده کړې چې ولي يې زوی غل دی ؟ ولي يې زوی بدمعاش دی ؟ ولې يې زوی ناوړه کارونه کوي ؟ مثلاً يو سړی یا ښځه د سپي ، زرکي،اوچرګانو ، په ساتنه کې څومره ستونزي ګالې تر څو یې ژووی داسي را لوی شي چې ددوی په خوله هر څه وکړي مګر هیڅ پلار د خپل ماشوم لپاره وخت نه لري ، یو څوک د خپل دوست د خبرو او بي ځایه خبرو د اورېدو لپاره ساعتونه ،ساعتونه وخت لري مګر د خپل اولاد لپاره د یوې خبري داوریدو حوصله نه لري ، او که چیرته له خپل اولاد سره خبري کوي نو په داسي انداز او ډول يې کوي لکه په جنګ چې ورسره بوخت وي (کښینه )،(سړی شه)،( څو پلا مې درته ویلي دي ) یا(په خبره نه پوهیږي) نو بیا داسي ماشومان هغسی را لویږي چې څه ډول یوه بي څوکه او بي سرنوشته ونه په ځنګل کې را لویږي.
له بده مرغه په افغانستان کې مور او پلار دیکتاتور ، وهونکي ، بادار ، حاکم ، ظالم تعریف کیږي ، او اولاد مظلوم بیچاره ، غلام ، بي څوکه ، بي ځواکه ... تر څو چې دغه واټن له منځه نه وي تللی نو ماشومان به همداسي را لویږي او هیڅکله به په افغانستان کې دو هلو ډبولو جرمونو غلاوو وژنو سلسله پای ونه مومې ، میندو او پلرونو ته په کار ده چې د خپلو اولادونو سره د یوه دوست په ډول راشه درشه ولري دهغوی احساساتو ته د قدر په سترګه وګوري او هغه کړني چې مور او پلار يې نه غواړي د هغوی په اولادونو کې راشي نو هغه کړنې دي پخپله نه تر سره کوي او په کور کې دي دمشر،کشر، حاکم ، محکوم ، ظالم ، او مظلوم خبري له منځه یوسي .

اوهمدارنګه دافغانستان په ليري پرتو سیمو اوسیدونکي ماشومان نسبت هغو ماشومانو ته چې په ښار کې ژوند کوې زیاتي روحې نیمګړتیاوي لري داځکه چې د لیرو پرتو سیمو زیاتره میندي او پلرونه نالوستي دي  او دماشومانوحقوق ترپښو لاندي کوي  په ښاري سیمو کې زیاتره خلک لوستي دي ، او تر یو څه اندازې پوري دماشومانوپه احساساتو باندي برلاسی لري، خو بیا هم ستونزه په ټولنیز ډول سره ستره ده چې په څیړلو يې کیدای شي یو کتاب خبري وشي.

د ماشوم د هوښیارتوب او زکاوت په وړاندې دټولنې او چاپیریال اغیزډیر زیات دی،د ماشوم د شخصیت د روزلو دوه ښوونځي دي،یو يې کورنۍ ده او بل يې ټولنه،اوټولنه بیا دوه برخې لري، یو يې عملې ښوونځی یا مکتب دی ،اوبل په خپله دټولنې وګړي دي چې دا ټول د ماشوم د زکاوت، هڅوني اولاسته راوړنو کې پوره ونډه لري.خو په افغانستان کی بیاهم له بده مرغه برعکس هم ټولنه ،اوهم عملې ښوونځي د ماشوم دزکاوت په وژلو کې ستر رول لري،او نه پریږدي چې ماشوم د خپل ورکړل شوي استعداد څخه په طبعې ډول ګټه اوچته کړي، په دې برخه کې موږ ډیر زیات عملي مثالونه لرو ،له موراو پلار، خپلو خپلوانو څخه نیولي د ښوونځي تر ادارې پوري یا په اګاهانه ډول یا به په ناخود اګاه ډول سره لګیادي دماشوم استعداد وژني ،که د افغانستان د ښوونځیو روان بهیر ته وکتل سي نو ډیر کم په سترګو کیږي چې یو څوک پکې د زکاوت څښتن وي هغه هم د خدای په فضل او کرم پاتې وي، نور د زیاترو استعدادونه وژل شوي وي . علمې ا و ادبي ناستي ولاړي د ماشوم دذهن په پرمختګ اوروزنه کې ډیره ستره ونډه لري خو له بده مرغه موږ په افغانستان کې دماشومانو لپاره نه ځانګړي پروګرامونه شته او نه هم ورته د ښوونځي چاپيریال هاغسی برابر دی ،که موږاوتاسو وګورو ښوونځي ډیر ناسم جوړښت لري ، له وړکتون څخه نیولي تر دولسم ټولګۍ پوري ټول په یوه تعمیر کې وي .چې دا حالت پخپله یو ناروین دی،علمي او ادبي ناستي پاستي خو لا لیري خبره ده ،که چیرته ماشومانو ته د ساعت تیرولو پروګرام ،چکرونه ، میلې او نور پروګرامونه برابر شي نو دوی به ډیر زیات ښه وروزل شي زیاتره ماشومان غواړي له خپل ماشوم والي او کوچنیتوب څخه خوند واخلي ،او دا کار زیاتره وخت هله تر سره کیږي، چې نوموړی ازادي واخلي او ازادي زموږ په ټولنه کې یو ماشوم هغه مهال ترلاسه کولای شي چې د چا کره میلمه لاړ شي،دغه ازادي خوند لري او ماشوم نه غواړي چې دا خوند او ازادي له لاسه ورکړي هغه په دې پوهیږي چې که کور ته لاړ شي نو بیا د غلامۍ ډک ژوند (چوپ شه)،(غلی شه )،(منډې مه وهه) ،( ارام کینه) پيل کیږي نو کله چې دا حالت له لاسه ورکوي طبعي ده چې غبرګون به ښيې نو په دې حالت کې مور ته په کار ده چې ماشوم درک کړې چې ولي نه غواړې کور ته لاړ شي ،او دماشوم احساساتو ته ځواب ورکړې ترڅو ماشوم خپل ځان دمورپه وجود کې حس کړي د بلګې په ډول يومور بايد خپل ماشوم دميلمه له کوره پدي ډول راولي(زړګیه نن دي دلته ډیري لوبي وکړې او لا تراوسه هم ستړی نه يې)،(زړه دې نه غواړي چې کور ته لاړشې ځکه په کور کې داډول لوبي نه شې کولای )،(خو باید کور ته لاړ شو ځکه چې ناوخته دی)یا(زړګیه نن دې له شامحمد سره ډیري لوبي وکړې او زړه دي نه کیږي چې ته له شامحمد څخه لیري شې او غواړې چې له ده سره تر ډیره لوبې وکړې خو باید لاړ شو ناوخته دی) ،داسي نوري ډیري خبري دي چې په هغه کې د ماشوم احساسات را نغاړلي وي، کولای شي ماشوم دې ته برابر کړې چي له مور سره روان شي . خو خبري باید پرته له غصې امر، حکم او دیکتاتورۍ څخه وي  ځيني وختونه ماشومان له پلرونو څخه دلوبو دشيانوغوښتنه کوي په داسی حال کي چې پلار يې دومره پيسې نه لري چې ورته یې رانیسې دلته یوسوال پیداکیږی ،نوپه دې مهال يې پلا ر ته څه کول په کار دې چې نه سیخ سوځیدلی وې او نه کباب څنګه کولای شي چې خپل ماشوم دخپل توان برابر توکو باندي خوشحاله اوراضې کړي ؟  ځواب : ډیر کله داسي کیږي چې ماشومان داسي څه غواړي چې اخستل یا رانیول يې د پلار له وسه او توانه وتلي خبره وي پلار باید د خپل ماشوم له اروا او احساس څخه خبري وکړي ترڅودیوه دپلار ستونزه (دپيسو نشتوالی درک کړې )دبیلګې په ډول (زويه ستا زړه کیږي چې زه درته دا واخلم ، خو نن له ما سره دومره روپۍ دې چې زه پرې ایله بیله د کور سودا واخلم) یا،(زوي جانه په دې دوکان کې ستا داټول څیزونه خوښیږي خو زه ورته د اوس لپاره روپۍ نه لرم ) یا لورجانې( زه پوهیږم چې دا ستا خوښ دی او باید ته دا ولرې ،زه شرط پوري کوم چې دا به درته اخلم خو نن راسره روپۍ نشته) ،یادي ورته نوري داسي جملې اوخبري وکړې چې په هغو کې ماشوم ته کواښ ،تلاش ، رټنه او پيغور نه وي که د جرم کوونکې ماشوم دوره را وسپړله شي نو دوی زیاتره له هغو کورنیو سره تړاو لري چې په ماشوموالي کې له خپلو ارواحې روزني څخه بې برخي وو، او مور و پلار يې ظالمان تیرشوي وي، او یا مجرمان وو ، ترکومه چې د افغانستان د قومندانانو،مشرانواو زورواکوخبره ده ،دا ټول اروايې ستونزي لري، او دا ستونزي دوی آن له ماشوموالي څخه له ځان سره درلودلې دي دايوروحي ناروغي ده چې په دې ناروغۍ باندي دا مهال زموږ زیاتره پولیس اخته دي ، ددې ټولو ناروغیو اصلي سرچینه دماشوموالي ستونزي دي چې په وروسته عمر کې را برسیره کیږي.

خوله بده مرغه په افغانستان کې د ماشومانو اروا پوهنی لپاره تر اوسه پوري هیڅ هم نه دي شوي یوازي دمصور ټولنه ده چې یو څه کیسې يې د ماشومانو لپاره چاپ کړي دي، مګر په ټولنیز ډول په دې برخه کې هیڅ هم نه دي شوي ، دلته په اصل کې د پوهني روان بهیر ناسم دی دا ښوونکي د ارواپوهني له انده د دې وړ نه دي چې ماشومانو ته درس ورکړي ، میندي او پلرونه د ماشوم د روزلو وړتیا نه لري او نه پرې پوهیږي چې ماشوم څنګه وروزل شي ،همدا لامل دی چې زموږ ملت نژدې  ۹۹فیصده خلک اروايې ستونزي لري چي له امله يې ټول هیواد له یوه بلا غمونو سره مخ دی لکه: غلا ، وهل ، وژل ، ټکول ، جنګ پسي جنګ ، رشوت ، اداري فساد ، یاني لنډه يې دا چې هر ناولتوب چې په دې ټولنه کې لیدل کیږي تړاو يې د اروايې ناروغیو سره دی ، او ددغه ډول کړنو کونکي هغه کسان دي چې دوی اصل کې خپل هویت ورک کړی دی او اوس اوس ددغه ډول کړنو په ترسره کولو سره غواړي خپل هویت جوت کړي او خپله اروا ارامه کړي چي داسي کړني انسان له بشريت څخه ليري کوي اودځنګل په قانون کي يي داخلوي ..

                  څرنګه کولای شو له لمانځه سره د اولادونو مینه پیداکړو

دالیکنه هغه مور او پلارته ده چي غواړي خپل او اولادونه له وړوکتوب څخه د لمانځه پابند کړي زمونږ اولادونه زمونږ دجسم برخي او د زړونو میوې دي او هغوی په سالم فطرت باندي دنیا ته سترګي روڼوي خو وروسته یې چاپیریال او د هغوی په خواوشاکي اوسیدونکي انسانان په هغه سمت رهبري کوي کوم چي هغوی د ځان لپاره خوښ کړی وی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

عن أبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه  ال قال النبي صلى الله عليه وسلم كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ على الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أو يُنَصِّرَانِهِ أو يُمَجِّسَانِهِ كَمَثَلِ الْبَهِيمَةِ تُنْتَجُ الْبَهِيمَةَ هل تَرَى فيها جَدْعَاءَ.  ۱

له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هرنوی زېږېدلی ماشوم په روغ فطرت سره زېږي خو وروسته یې بیا خپل مور اوپلار یهودي ګرزوي او یایې نصراني ګرزوي او یا یې مجوسي ګرزوي لکه څاروی چي څاروی زېږوي آیا د هغه یوطرف پرې شوی وي؟

کله چي د ماشوم والدین مسلمان وي او چاپیریال اسلامي وي ضرور هغه ما وم سمه تربیه تر لاسه کوي او که هغوی خدا ناکرده بې دینه او چاپیریال غیر اسلامي وي نو بیا د ماشوم تربیه هم په هماغه شکل کیږي کوم چي یې تربیت کوونکي په هماغه کرښه روان وي .

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- صحيح البخاري اول جلد صفه    ۴۵۶

خو مسلمان مور او پلار تل هڅه کوي چي اولادونه یې روغ تربیه شي اوله وړکتوبه د اسلام د

احکامو پابند شي او که وغواړو چي خبر له سره پیل کړو نو لمونځ د اسلام ړومبی رکن دی چي که هغه ودرول شي ټول دین یې سمیږي او که العیاذ بالله لمونځ وران شي نو دانسان دین او اخلاق ورانیږي په دې اساس دې موضوع ته د والدینو پام را اړوو چي خپل اولادونه له وړوکتوبه د لمانځه په پابندي سره د ادا کولو معتاد جوړ کړي ، په تیره زمانه کي چي به کله اولادونو د لمانځه پابندي نه کوله نو والدینو به هغوی وهل او ټکول خو اوس د وخت له بدلیدلو سر ه د تربیې اسلوب هم تغیر خوړلی دی مونږ به په دې بحث کي هغه ګټوري لاري چاري چي د تربیې متخصصینو وړاندي کړي دي او تجربې مفیدي ثابتي کړي دي وڅیړو کیدای شي هغه والدین چي په دې هکله له ستونځو سره مخامخ دي ورڅخه ښه استفاده وکړي

دا هم ضروري نه ده چي هغه څه چي په دې بحث کي دي په عین شکل تطبیق کړي والدین باید ددې بحث د لارښوونو ترڅنګ خپل کورنی چاپیریال او د ماشوم عمر او کیفیت په نظر کي ونیسي او له دې بحث څخه په استفادې سره د هغه د تربیې لپاره سنجیده ګامونه واخلي

له الله تعالی څخه غواړو چي ددې بحث هغوی ته ګټه ورسیږي او دا عمل د خپلي رضا لپاره قبول کړي .

مونږ ولې ددې لپاره هڅه کوو چي زمونږ اولادونه پنځه وخته لمونځ په پابندي سره ادا کړي ؟

لومړی : دا ځکه چي د لمانځه درول د الله تعالی حکم دی او لمونځ د اسلام بنیادي عنصر دی او د اسلام معناده د الله تعالی اوامرو ته تسلیمیدل او د هغه له محرماتو څخه ځان ساتل .

الله تعالی فرمایې :

(وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلواةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّح ْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى) ۱

ژباړه :او دخپل کور والوته په لمانځه کولو سره حکم کوه او په لمانځه باندي ټینګ شه مونږ له تا

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-  سورت طه ۱۳۲ ایت

 

څخه رزق نه غواړو مونږ تاته رزق درکوو او وروستی انجام د پرهیزګاري لپاره دی .
دوهم : داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

عن عَمْرِو بن شُعَيْبٍ عن أبيه عن جَدِّهِ قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عليها وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في الْمَضَاجِعِ .  ۱

ژباړه :عمروبن شعیب رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپلو اولادونو ته د لمانځه حکم کوۍ کله چي هغوی د اوو کلونو شول او د لمانځه په پرېښودلو یې وهۍکله چي هغوی د لسو کلونو شول او د خوب ځایونه یې یو له بل څخه بیل کړۍ .

درېیم : ددې لپاره چي والدین بریء الذمه شي او هغوی خپل مسؤولیت سرته ورسوي او د ګناه له دایرې څخه ووزي ځکه چي فقهاء وایې چي که د یو چا تر تربیت لاندي یو ماشوم او یا یتیم وي او په لمونځ کولو حکم ورته ونکړي نو عقاب یې ماشوم ته نه بلکه ده ته متوجه ده ځکه چي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د حکم مخالفت یې کړی دی چي ماشوم یې د لمانځه په کولو نه دی مکلف کړی .

څلورم : ځکه چي لمونځ د بنده او پروردګار تر مینځ یوه د وصل کړۍ ده که مونږ په خپلو اولادونو باندي له مصیبتونو او مرضونو څخه وېرېږو او د هغوی د بهتره ژوند د تأمین لپاره هڅي کوو ولي له الله تعالی سره د هغوی د نژدې کولو هڅي نه کووو؟ د هغوی ژوند به څرنګه تأمین شي چي له الله تعالی سره یې تعلق شکیدلی وي، اوکه مونږ هغوی وینو چي له الله تعالی سره یې مینه او تعلق دی څومره زمونږ زړونه ورباندي خوشحاله کیږي او سترګي مو ورباندي یخيږي .

پنځم : که مونږ په خپلو اولادونو ددنیا له مصېبتونو او مشکلاتو څخه وېرېږو ولي په هغوی باندي د آخرت له هغه اور څخه نه وېرېږو چي اوربل یې انسانان او ډبري دي ؟

شپږم : ځکه چي لمونځ رڼا ده او د احادیثو له مخي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سنن ابی داود اول جلد صفحه  ۱۸۷

او مونږ باید د هغه لارښووني د زړه په غوږونو واورو

(وجُعلت قرة عيني في الصلاة )  ۱  زما سترګي په لمانځه یخيږي .

رأس الأمر الإسلام و عموده الصلاة  .۲  ژباړه:د چارو سر اسلام دی او د اسلام ستني لمونځ دی .

اووم : زمونږ اولادونه زمونږ په غاړه کي د الله تعالی امانت دي چي الله تعالی هغوی مونږ ته راکړي دي او زمونږ یوازینۍ هیله داده چي هغوی نېکان وي او دنیوي او اخروي ژوند یې نیکمرغه شي .

اتم : اولادونه زمونږ هغه رعیت دی چي الله تعالی به له مونږ څخه د قیامت په ورځ د هغوی پوښتنه کوي .

نهم : ددې لپاره چي زمونږ اولادونه د کفارو اومنافقینو له ډلي څخه بېل شي رسول ا له صلی الله علیه وسلم فرمایې

(العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة ، فمن تركها فقدكفر)  ۳

هغه تعهد چي مونږ او دوی بیلوي هغه لمونځ دی چاچي پرېښودلو نو په تحقیق سره کافر شولو .

ليس بين العبد وبين الكفر إلا ترك الصلاة . ۴

د بنده او کفر تر مینځ فاصله د لمانځه په پرېښودلو سره ده .

       څرنګه کولای شوهغه ستونځي چي ورسره مخامخ کیږو مقابله یې وکړو؟

دا یو آسانه کار نه دی چي خپل اولادونه د لمانځه پابند کړوځکه چي مونږ له یوه انسان سره تعامل

کوو او د چا په خبره اوړه نه خمیره کوو په انګلیسي ژبه کي یو متل دی وایې : که آس ویالي ته

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سنن النسائي  دوهم جلد صفحه ۷۴    ۲- مسند احمد پنځم جلد صفحه  ۲۳۷    ۳-  سنن النسائي اول جلد صفحه ۲۵۰                   .۴-  سنن النسائي اول جلد صفحه ۲۵۱

په بیولو مجبور کړې ولاړ خو به شي لیکن د اوبو په څښلویې نه شې مجبور کولای ، یوه صالح شخص خپله میرمنه د لمانځه په نه کولو وهله او هغې ورته ویل چي ورباندي ودروې خو به مي ته لیکن وایې به یې څوک، رېښتیا هم دا کار محنت غواړي او په حقیقت کي جهاد دی کېدای شي دا لاندي کرښی له مونږ سره په دې مورد کي مرسته وکړي .

لومړی : څومره چي مونږ ماشوم د عمر په ابتدایې مرحله کي یعني وختي هغه په لمانځه ودروو هغومره به مونږ ته آسانه وي .

دوهم : لومړی ماشوم زیاته پاملرنه غواړي او څومره چي هغه ښه تربیه کړو زمونږ لپاره ګټوره ده ځکه چي نور ماشومان د هغه په قدم درومي او هغه خپلو وروڼو او خویندو ته تر مور او پلار زیات نژدې وي او مشر ماشوم چي څه کوي کشران هم د هغه په نقش قدم درومي .

درېیم : په دې کار کي باید زمونږ نیت یوازي د الله تعالی رضا او دهغه اخروي اجروثواب وي  هغه وخت به د الله تعالی تو فیق راسره وي او زمونږ هڅي به ګړندۍ او زیار به مو ثمر بخش وي

څلورم : مونږ د هغوی روزني ته همېشنی پام وکړو داسي نه چي دوه ورځي خو ډېر مخلص یو او درېیمه ورځ مو په بله خوا مخه نېولي وي زم ونږ یوازینی فکر باید د هغوی د رزق په هکله نه وي بلکه لمانځه او دالله تعالی عبادت ته د هغوی بلل زمونږ د و ځنیو مسؤولیتونو اوچارو په مقدمه کي وي دا ځکه چي د رزق رسوونکی الله تعالی دی او په دې مو باید عقیده وي چي انسان تر هغه وخته نه مري ترڅو چي یې رزق پوره شوی نه وي او روزي د انسان تلاش کوي او که انسان ورڅخه تښتي هم خو رزق ورپسي منډي وهي .

پنځم : الله تعالی ته هروخت عاجزي کول او په دعا کي د هغه مرسته غوښتل ځکه که د الله تعالی مرسته راسره نه وي مونږ که هرڅومره کوشش وکړو خو فایده نه رسوي الله تعالی فرمایې

(إنك لا تهدي من أحببت ولكن الله يهدي من يشاء ) ۱  ته هغه څوک په سمه لاره نه شې روانولای چي ستا خوښ وي خبره داده چي الله تعالی چي چاته یې خوښه وي لارښوونه کوي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت القصص ۵۶ ایت

ځکه چي د انبیاوو پلار ابراهیم علیه السلام دادعاکوله

(رب اجعلني مقيم الصلاة و من ذريتي ربنا وتقبل دعاء ) ۱

اې الله(ج) ما پر لمانځه ټینګ کړی اوزما اولاد هم اې زمونږ پروردګاره او دعا مو قبوله کړه .

بل له دې وجهي چي مونږ خپلو آرزوګانو او هیلوته په خپل زیار سره نه شو رسیدلای بلکه د الله تعالی په توفیق سره به زمونږ هیلي پوره کیږي په دې اساس په مونږ لازمه ده چي په دعا غوښتلو کي بشپړه عاجزي او اخلاص وکړو چي الله تعالی زمونږ مرسته وکړي او مونږ ددعا له قبولیت څخه مأیوس نه شو او زمونږ دعا ګاني باید په مسنون طریقه سره وي چي په ابتداء کي یې هم د الله تعالی حمدوثنا او په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درود ویل وي او بیا دالله تعالی په پاکو نومو اسماء الله الحسنی سره دعاپیل کړو او چي کله مو دعا وکړه او خپلي غوښتني مو الله تعالی ته وړاندي کړې بیا په پای کي هم د الله تعالی حمدوثنا او درود ووایو زمونږ دعا به قبول تیا ته نژدې وي او ان شاء الله تعالی ژر به قبوله سی . .

شپږم : کله هم باید دالله تعالی له رحمت څخه مأیوس نشو ځکه چي مونږ ته نه ده معلومه چي کله به د الله تعالی رحمت رارسیږي . دا د الله تعالی قوانین دي او د الله قوانین نه بدلیږي .

موسې علیه السلام وچ آسمان ته کتلوچي وورېځ په کي نه وه او د خپل قوم لپاره یې له الله تعالی څخه باران غوښتلو الله تعالی ورته وویل چي ډبره په لکړه ووهه ډبره یې ووهله دوولس چینې ورڅخه راووتلې .

زکریا علیه السلام د زوی د غوښتلو دعا کوله خو الله تعالی په داسي حال کي زوی ورکړ چي دی سپین ږیری وو او ښځه یې وچه وه .

مریم علیها السلام د عیسی علیه السلام مور د عیسی علیه السلام د ولادت په وخت کي ډېره پرېشانه وه او د خپل قوم له ظلم او پیغور څخه وېرېدله چي میړه یې نه وو او زوی یې پیدا شو دا یوه خارق العاده پیښه وه خو الله تعالی له تورونو څخه د هغې دنجات لپاره عیسی علیه السلام په

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱ -  سورت ابراهیم ۴۰ ایت

زانګو کي د وړوکتوب په لومړۍ مرحله کي وغږولو او د خپلي مور د رېښتینوالي او پاکي او دخپل نبوت شهادت یې ورکړ .

په دې توګه والدین هم باید د خپل تربیوي پرله پسې زیار اودعاګانو ترڅنګ په دې پوخ یقین وساتي چي که یې نیت خاص د الله تعالی د رضا لپاره وي الله تعالی به د هغوی د اولادونو د هدایت لپاره اسباب برابروي که ژر وي اوکه لیري ، والدین په دې مکلف دي چي د اولادونو تربیې ته بشپړ پام واړوي او په الله تعالی اعتماد وکړي داسي نه وي لکه ځیني کسان چي اولادونو ته یې شاکړي وي او وایې چي هدایت د الله تعالی له خوا ده په دې کي څه شک نشته خو الله تعالی والدین د اولاد په سمه تربیه مکلف کړي دي او که هغوی بې لاري شي الله تعالی به د قیامت په ورځ له والدینو څخه د هغوی د بې لاري کیدلو په هکله پوښتنه کوي .اوکه والدین د خپلو اولادونو په تربیه کي مخلص او حریص وي الله تعالی به هغوی ته هم د خپلو هڅو او کوشش اجر او ثواب ورکوي ځکه چي الله تعالی د نیکوکارانو اعمال او د هغوی اجروثواب نه ضایع کوي .

الله ته خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته فر مایې :

(هو الذى أيدك بنصره وبالمؤمنين وألف بين قلوبهم لو أنفقت ما فى الارض جميعا ما  لفت بين قلوبهم ولاكن الله ألف بينهم ) ۱

ژباړه :الله تعالی هغه ذات دی چي په خپل نصرت او په مسلمانانو سره یې ستا ملاتړ وکړ او د هغوی په زړونو کي یې د یو اوبل مینه واچو له که په زمکه کي موجود وسایل ټول تا په کار اچولي او په دې لاره کي د لګولي وای هم د هغوی په زړونو کي دیو اوبل مینه نه شوای وراچولای دا خو الله تعالی وو چي د هغوی په زړونو کي یې مینه واچوله .

(إنك لا تهدي من أحببت ولكن الله يهدي من يشاء ) ۲

ته هغه څوک په سمه لاره نه شې روانولای چي ستا خوښ وي خبره داده چي الله تعالی چي چاته یې خوښه وي هغه ته لارښوونه کوي .

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت آلانفال ۶۲- ۶۳ ایاتونه   ۲-  سورت القصص ۵۶ ایت

سره له دې چي هرڅه الله تعالی کوي او بنده د الله تعالی بې توفیقه هیڅ نشي کولای خو بیا هم په دې بل آیت کریمه کي هغه په بل شان مخاطب ګرزوي او ورته فرمایې :

(يا أيها الرسول بلغ ما أنزل إليك من ربك وإ ن لم تفعل فما بلغت رسالته) ۱

اې رسوله هغه څه چي د الله تعالی له خوا تاته نازل شوي دي هغه انسانانو ته ورسوه او که ته داسي ونکړې نو د الله تعالی رسالت د نه دی رسولی .

تشریح : سره له دې چي د هرڅه کوونکی الله تعالی دی او الله تعالی په قرآنکریم کي په وار وار دا فرمایې چي الله تعالی کافرانوته هدایت نه کوي خو بیا هم خپل رسول صلی الله علیه وسلم کافرانو ته ددې دین په رسولو مکلف ګرزوي او ورته وایې چي دا زما کار دی چي زه هغوی ته هدایت کوم او که یې نه کوم خو ته دالله تعالی پیغام کفاروته ورسوه او که داسي ونکړي نو هغه مکلفیت چي الله تعالی ستا په ذمه اچولی دی هغه دی نه دی بشپړ کړی .

                  داولادونو په لمانځه د پابند کولو لپاره مینه که تازینه ؟

اول : ځکه چي الله (ج) فرمایې :(اُدعُ إلى سبيل ربك بالحكمةِ والموعظةِ الح سَنة)   ۲

رابوله خلګ ستا د پروردګار لاري ته په زیاته پوهنه (هوښیاري) او په ښه نصیحت کولو سره .

دوهم : ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :عن عَائِشَةَ عن ا نبي صلى الله عليه وسلم قال إِنَّ الرِّفْقَ لَا يَكُونُ في شَيْءٍ إلا زَانَهُ ولا يُنْزَعُ من شَيْءٍ إلا شَانَهُ  ۳

عائشة  ضي الله تعالي عنها روايت كوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم و فرمایل : په  رېښتیاسره نرمي او لطافت چي په هرڅه کي وي هغه کار ښایسته کوي او له هرشي څخه چي نرمي او لطافت ووتلو هغه کار بد نما او عیب جن کوي .

بل دا چي زمونږ اصلي هدف دادی چي زمونږ اولادونه له لمانځه سره مینه پیدا کړي او د ډنډې اخیستلو او د اولادونو د وهلو او ټکولونتیجه داوي چي هغوی له والدینو څخه په کرکي کولو او

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت المائدة ۶۷ ایت  ۲- سورت النحل ۱۲۵ایت   ۳-  صحيح مسلم  جلد ۴ صفحه ۲۰۰۴

ددښمني په اخیستلو مجبوره کوي او بل پښتانه وایې غوټه چي په لاس خلاصیږي خولې ته یې د

وړلو ضرورت نشته . په عاقلانه طور په مینه هغوی لمانځه ته د رابللو له لا ي د هغوی له لمانځه سره مینه پیدا کیږي او د لمانځه مینه د هغوی زړونو ته ننوزي او د هغوی په فکر کي ځای نیسي او دویني له جریان سره سم د لمانځه مینه هم د هغوی په رګونو کي خوځښت پیل کوي او بیا له هغوی سره د لمانځه دومره بې کچه مینه پیدا کیږي چي په ټول ژوند کي نه ورڅخه غافل کیږي او که هغوی بالعکس د تخویف او وېرولو له لاري په لمونځ کولو مجبوره شي د والدینو په نظر به هغوی لمونځ کوي خو دا هم کیدای شي چي په مردارو جاموکي او بې اودسه یې وکړي چي ګناه به یې دجانبینو په غاړه وي همدا راز هغوی کیدای شي تر هغه وخته د وېري له وجهي د لمانځه پابند شي چي د ډنډې سیوری ور باندي پروت وي او که له دې ویري څخه ووزي ممکن ده هغوی خدا ناکرده بیرته بې لمانځي ته پناه یوسي بناء ډنډه مؤثره طریقه نه ده .

درېیم : که والدین خپل اولادونه په مینه سره د لمانځه لور ته دعوت کوي دا مینه په خپل څنګ کي هغوی ته د والدینو عاطفه او ترحم هم الهام کوي چي هغوی په دې پوهوي چي د والدینو له هغوی سره څومره زیاته مینه ده او زړه یې ورباندي سوځي او هم مونږ ته په کار ده چي د هغوی دتربیې ترڅنګ په هغوی ترحم او زړسوی وکړو  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې

عن عبد اللَّهِ بن عَمْرٍو يَبْلُغُ بِهِ النبي صلى الله عليه وسلم الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمْ الرَّحْمَنُ ارْح َمُوا أَهْلَ الأرض يَرْحَمْكُمْ من في السَّمَاءِ .  ۱

ژباړه :له عبد الله بن عمرو رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله ع یه وسلم وفرمایل : الله تعالی په هغه چا رحمت اوروي څوک چي په نورو ترحم کوي نو تاسي په هغه چا ترحم او زړسوی وکړۍ څوک چي په زمکه کي دي په تاسو به هغه څوک ترحم وکړي چي په آسمانونو کي دي .

په دې اساس مونږ ته په کار ده چي د اولادونو په تربیه کولو او هغوی ته د اسلامي آدابو په ښودلو کي په هغوی ترحم وکړو او له نرمي او لطافت څخه کار واخلو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-  سنن أبي داود دوهم جلد صفحه ۷۰۳

څلورم : وېرول او ډنډه اخیستل د اولادونو او ماشومانو په وړو نازکو زړونو کي وېره پیدا کوي کله چي هغوی له مونږ څخه ووېرېدل نو بیا به زمونږ په موجودیت کي لکه چي مخکي مو وویل لمونځونه کوي او چي مونږ نه یو نه به یې کوي او دا د وېرولوطریقه له هغي تربیې سره څرګند تضاد لري کوم چي م ونږ غواړو د هغوی په زړونو کي د الله تعالی وېره او تقوی پیداشي او هغوی په خپلو ټولو ښکاره او پټو کړو وړو کي الله تعالی د خپلو اعمالو مراقب او نګران احساس کړي او ددې ویري نتیجه به له دې څخه پرته بله نه وي چي د هغوی په زړونو کي عقدې پیدا کړي او بلآخره په ړندو لارو روان شي چي انجام به یې ګمراهي او انحراف وي .

      د ما شوم د بلوغ مرحله (سن المراهقة) تر ټولو حساسه او نازکه مرحله ده

د عمر په دې مرحله کي ما شوم زیات ضدي وي او چي کله د یوه کار حکم ورته وشي انکار کوي او اوامرو ته په مشکل سره غاړه ږدي او له دې سره مینه لري چي خپل موجودیت اثبات کړي ، کله ناکله خو یوازي ددې لپاره هم له اوامرو څخه سرغړونه او مخالفت کوي چي مونږ ته خپل شخصیت معرفي کړي او خپل انساني کرامت ثابت کړي سره له دې چي هغه د خپل کوګل په دننه کي په دې باور وي چي هغه په غلطه ده خو هغه ددې په وجه په خپله غلطي ټینګیږي چي څوک دا فکر ونکړي چي د بل په وینا یې له غلطي څخه لاس واخیست ځکه خو په کار ده چي هغه تر فشار او تهدید لاندي نکړو ځکه چي دا څه ګټوره نتیجه نه ورکوي بلکه نور یې هم بې لاري کوي او چي څومره زمونږ فشار په هغه باندي زیاتیږي په هماغه اندازه هغه په قوت سره په غلطي باندي ټینګار کوي غوره لاره داده چي هغه څه وایې په ډېر اهتمام سره غوږ ورته ونیسو او د هغه په ستونځو ځان پوه کړو او په حکمت ورسره چلند وکړو کومي د حل لاري چي مونږ وړاندي کوودا یو تدرېجي پروګرام دی چي لږ تر لږه دریو میاشتو ته اړتیالري او بیا به که د الله تعالی توفیق را سره وي هغه نتایج لاس ته راوړو کوم چي زمونږ د تربیې هدف وي .

لومړۍ مرحله :

دا مرحله کموزیات دریو هفتو ته اړتیا لري په دې وخت کي مونږ باید له ماشوم سره د لمانځه په هکله له خبرو څخه بالکل لاس واخلو او هیڅ د لمانځه په هکله له هغه سره نه صراحتاً او نه اشارتاً مشغول شو دا کار له دې سره ورته والی لري لکه ډاکټر چي نسخه ورته لیکلي وي او هغه ورباندي خورو ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې (لکل داء دواء) د هر رنځ لپاره علاج شته ، هر ماشوم د عمر په دې مرحله کي په ضد او عناد او سرکشي داسي اخته کیږي لکه د ژمي په یخو شپو کي چي هغه ژر ژر په زکام اخته کیږي .

مربي او یا والدین باید په دې پوه وي چي هغوی د یوه مشکل درملنه کوي او یو انساني ضمیر تربیه کوي او که په دې مرحله کي د ماشوم د ذهني ستونځو علاج ونه شي بیا الله تعالی خبر دی چي خبره به کوم ځای ته ورسیږي. نو له صبر کولو او په الله تعالی له توکل کولو او په هغه باندي له ټینګي عقیدې څخه پرته بله چاره نسته.

بیرته د علاج خواته راګرځو تر دریو هفتو مونږ له هغه سره د لمانځه په هکله خبري نه کوو تر څو د ماشوم له ذهن څخه د لمانځه په هکله زمونږ د ټینګار تلوسه هیره شي ددې لپاره چي هغه څه هوسا شي او بیرته هغه علاقه چي د والدینو او اولاد تر مینځ ده را ژوندۍ شي او له هغه سره د والدینو په مینه د هغه اعتماد برحال شي او هغه په دې پوه شي چي د والدینو او د هغه تر مینځ کومه اختلافي مسأله نشته او والدینو چي کومه کرکه درلودله هغه له غلطیو سره وه نه د ده له شخصیت سره .

هغه رنجش چي دده او والدینو تر مینځ د لمانځه په سر داختلاف په وجه موجود وو هغه آغزن سیم ته ورته وو چي دده په مور او پلار را تاو وو کله چي به هم هغه ور نژدې کیدلو ور باندي خوږېدلو به او چي کله به هم له والدینو سره مخامخ کيدلو او یا به یې خبري و سره کولې ذهني تکلیف به ورته پیښیدی ، دهمدغو دریو هفتو د سکوت په دوران کي مونږ غواړو هغه اغزن سیم بیرته لیري کړو کوم چي یې د والدینو او ماشوم تر مینځ فاصله جوړه کړي وه .

دوهمه مرحله :

دا مرحله د پټي خولې اجراءات دي او له دریو هفتو څخه تر یوې میاشتي پوري وخت ته ضرورت لري چي په بر کي یې ونیسي ، په دې مرحله کي مونږ هغه ته هیڅ ډول خبري نه کوو خو یو څو مقصودي کارونه کوود مثال په توګه : چیری چي ماشوم زیات کښیني او یا بیده کیږي هلته د لمانځه غالۍ (قالین) قصداً اچوو او چي کله دلمانځه وخت رانژدې شولوآواز کوو چي دلمانځه غالۍ چېري ده چي لمونځ ورباندي وکړم ؟

همدا راز والدین کولای شي له هغه څخه وخت ناوخته پوښتنه وکړي مثلاً : زویه اذان شوی دی ؟ ستا ساعت څو بجې دی او لمانځه ته څومره وخت پاته ده ؟ زویه ما لمونځ وکړ او که نه ؟ په دغو شپو ورځو کي مي لمونځ زیات هېرېږي ؟ کله چي دا عمل له دوو څخه تر دریو هفتو پوري دوام وکړي ماشوم په ذهني توګه هوسا کېږي او هغه فشار چي مونږ ورباندي اچولو هغه یې له ذهن څخه وزي په دې وخت کي والدین درېیمي مرحلې ته انتقال کوي.

درېیمه مرحله :

کله کله هغه ته بلنه ورکړه چي له تاسره هغه ځای ته او یا مسجد ته ولاړ شي چېرته دیني درس او یا تبلیغ کېږي خو دا دعوت باید تل نه وي تر څو هغه دا یو طبیعي او تصادفي کار وبولي او هغه داسي فکر وکړي چي ته یې ملګرتیا ته ضرو ت لرې نه داچي غواړې هغه درس ته بوزې اوداسي مثلاً ورته ووایې چي : زویه نن مي بدن څه درد کوي او ستومانه یم خو په مسجد کي تبلیغ کېږي ته له ماسره ولاړ شه چي که په تکلیف کېدلم نو ته به راته حاضر یې که هغه انکار وکړي ټینګار مه ورباندي کوه خوبل وخت بیا داسي هڅه وکړه .

د یوه دیني تقریر کېسټه راوړه او ورته ووایه چي راشه زویه دا کېسټ واورو که خپل موټر لري هغه په یوه معقوله پلمه له ځان سر ه په موټر کي کېنوه او چي روان شوې دا کېسټ ولګوه او په ډېره توجه سره هغه ته غوږونیسه چي کله پای ته ورسېدله که زوی وي او که لور د هغه کېسټ د محتویاتو په هکله پوښتنه ځیني وکړه او د هغه رایې ته متوجه شه او هغوی پرېږده چي په خپله خوښه د هغې په هکله خپله رایه درته ښکاره کړي همدا راز کېدای شي له هغوی سره ددین په هکله پوښتني پیدا شي او غواړي مجلس اوږد کړي ته دهغوی پوښتنو ته د هغوی د ذهنیت موافق ځوابونه وایه .

مونږ باید له یوې مرحلې څخه ژر بلي مرحلې ته انتقال ونکړو او تلوار مو باید نه وي تر څو چي مخګینۍ مرحله په بري سره پای ته نه وي رسېدلي دوهمي مرحلې ته ولاړ نه شو ځکه چي دلته زمونږ هدف د هغه فاصلو را لنډول او ختمول دی کوم چي د اولاد او والدینو تر مینځ او داولاد او دین تر مینځ یې بېلتون راوستی دی .

دا کارهغو میکروب وژونکیو کپسولونو ته ور ته دی کوم چي یې مونږ رنځور ته ورکوو مونږ باید د ډاکټر نسخه بشپړه په ناروغ وخورو او بیا یې د جوړېدلو هیلي وساتو په همدغه مرحله کي مونږ هیڅ باید له ماشوم سره د لمانځه په هکله مشغول نه شو او که کله څه ووایو بېرته یې باید علاج له سره پیل کړو او له هغه ساعته د هغه د مهلت لپاره ړومبۍ ورځ وټاکو تر څو د هغه خپل داخلي قناعت پیدا شي او بیا به ګورې چي څومره دا ستراتېژي کامیابه ده او هغه ورځ به لېري نه وي چي هغوی به په ډېره مینه خپل لمونځونه کوي بلکه داسي وخت به هم راشي چي والدین به یې د لمانځه له اوږدولو څخه شکایت کوي .

که هغوی لمونځ په بېړه باندي کوي او یاخشوع او خضوع په کي نه وي او یا د لمانځه د ارکانو تعدیل نه کوي والدینو ته په کار ده چي په دې مرحله کي سترګي ورباندي پټي کړي او څه ورته ونه وایې .

تل له الله تعالی څخه مرسته او توفیق غواړه او خپه کېږه مه همدا راز خپلو اولادونو ته دعا کوه او ښېرا او بد دعا مه ورته کوه او په دې یقین وساته چي هر کار وخت ته ضرورت لري او یو کار هم په بېړه باندي نه کېږي هرڅه به په مرور د وخت روغ شي ان شاء الله تعالی .

د عمر په دې مرحله کي ماشوم هرڅه ژر هېروي که مونږ د هغوی مزاج او طبیعت په پام کي ونیسو او په نرمي او پراخه سینه د هغوی د عمر له دې مرحلې سره تعامل وکړو زیاته ممکنه ده هغه پخپله خوښه د استقامت لاري ته راوګرزي .

والدین څرنګه کولای شي د خپلو اولادونو لپاره له خپلو ځانونو څخه د نیکو اعمالو یوه ښه نمونه جوړه کړي ؟

په دې برخه کي کولای شو له لاندي کرښو څخه استفاده وکړو :

والدین د جمعې په ورځ دواړه باید اودسونه وکړي او تر لمانځه مخکي سنتونه ادا کړي او بیا قرآنکریمونه دواړه ور واخلي او د سورة الکهف تلاوت وکړي او استغفار او په رسول الله صلی الله علیه وسلم درودونه ووایې په داسي حال کي چي د هغوی ماشومان دا واړه ګلان یې په خواوشاکي ورته ناست وي او ورته ګوري ترڅو هغوی هم په همدې شکل وده وکړي او په راتلونکي کي هغوی هم له تاسي سره په همدغه عبادتونو کي ګډون وکړي

 

پدی هکله دنبی کریم ص یو حدیث دی چی فرمایی : .عن بن عُمَرَ قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَا تَتَّخِذُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا . ۱

ژباړه :له ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول ا له صلی الله علیه وسلم وفرمایل : له خپلو کورونو څخه قبرونه مه جوړوۍ .

په بل ځای کی فرمایی .

عن زَيْدِ بن خَالِدٍ الجهني قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم  اَ تَتَّخِذُوا بُيُوتَكُمْ قُبُوراً صَلُّوا فيها .۲

ژباړه :له زید بن خالد الجهني  ضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خپل کورونه هدېرې مه جوړوۍ لمونځونه په کي کوۍ .

فقهاء هم وایې چي د سنتونو او نوافلو د ادا کولو لپاره غوره او بهتره ځای کورونه دي ، ددې یو سترحکمت هم دادی چي په کورونو کي موجود انسانان هم ور څخه ددیانتداري الهام آخلي او دا دنوي نسل په ت بیه او روزنه مهم رول لري .

والدین هڅه باید وکړي چي د اخترونو لمونځونو ته خپل اولادونه هم له ځان سره ملګري کړي تر څو لمونځ د هغوی له کوچنیو زړونو سره تعلق پیدا کړي .

                                     زمونږ ماشومان او مسجدونه

لکه څرنګه چي شین بوټی بې له رېښو څخه نه شین کېږي همدا راز د ماشوم جسمي او عقلي وده تر هغه وخته ناشوني ده چي هغوی ته حرکت ورنکړو هغه نشي کولای د ژوندانه په اسرارو او د هغي نړۍ او چاپېریال چي هغه یې په غېږ کي ژوند کوي په حالاتو تر هغه وخته خبر شي چي ترڅو مونږ هغوی د همدغي نړۍ په ګوښو او کوڅو کي نه وي ګرزولي ، الله تعالی د انسان په خټه کي د معلوماتو د لاس ته راوړلو او استطلاع مینه اېښي ده هغه بالفطرت تل کوشش کوي چي

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

.۱-  سنن ابن ماجه جلد ۴ صفحه  ۳۵۶    ۲-  مسند أحمد بن حنبل جلد ۴  صفحه ۱۱۶

ددې نړۍ په هرڅه ځان خبر کړي همدا راز دا فطري ځانګړتیا په ماشوم کي د لوی په نسبت زیاته

وي ، په دې اساس مونږ ماشومان باید مسجد ته له تګ کولو څخه د لمونځ کوونکیو د نه مزاحم کېدلو په وجه منع نکړو همدا راز داسي هم باید نه وي چي هغوی په مسجد کي نارې وهي او یالوبي کوي تر څو خلګ ورڅخه په تکلیف شي او یا د مساجدو بې ادبي وشي ، مونږ باید هغوی ته د مسجد آداب وروښیو او له ځان سره یې مسجد ته ملګري کړو زمونږدین د اعتدال دی او د هغوی له ځان سره په ملګري کولو کي د هغوی له مسجد سره مینه پیدا کېږي هلته ګڼ شمېر انسانان ویني چي د الله تعالی عبادت کوي او یوه ډله نور مسلمانان ویني چي د قرآنکریم په تلاوت مشغول دي او شرعا کوم نصوص نه دي راغلي چي ماشومان له مسجد څخه منع کوي هغه حدیثونه چي مخکي مونږ د امامة بنت زینب رضي الله تعالی عنها په متعلق ذکر کړل په دې دلالت کوي چي مسجد ته د ماشومانو په بېولو کوم شرعي ممانعت نشته او که یې والدین او یا اقارب د ځان ملګري کړي جواز لري ،او په دې باندي ستر دیني، اخلاقي او تربیوي فواید مرتب دي .

او دا هم باید ووایو چي د ټولو کاروونو روغوونکی الله تعالی دی او مونږ باید په هرڅه کي د هغه توفیق او مرسته وغواړو او هغه ته په هرمشکل کي د عاجزي لاسونه پورته کړو او خپلو اولادونو ته دا لاندي دعا چي له مسنونه دعا ګانو څخه مو را اېستلي ده وکړو.

اللهم إني أسألك بأسمائك الحسنى و صفاتك العلى و أسألك بكل اسم سميت به نفسك او أنزلته في كتابك أواستأثرت به في علم الغيب عندك و أسألك باسمك الأعظم الذي اذا دعيت به أجبت واذا سئلت به أعطيت ان تتقبل عملي وتستجيب دعائي هذارب اجعلني مقيم الصلاة ومن ذريتي  بنا وتقبَّل دعاء يا حي ياقيوم برحمتك أستغيث أصلح لأولادي شأنهم كله ولا تكلهم إلى أنفسهم طرفة عين ، ولا أقل من ذلك اللهم اهدهم لصالح الأعمال وال هواء والأخلاق ، فإنه لا يهدي لصالحها إلا أنت، واصرف عنهم سيئها لا يصرف سيئها إلا أنت اللهم إني أسالك لهم الهدى والتقى وا عفاف والغِنَى اللهم طهِّر بناتي وبنات المسلمين بما طهَّرت به مريم، واعصِم أولادي وأولاد المسلمين بما عصِمتَ به يوسف اللهم اجعل الصلاة أحب إليهم من الماء البارد على الظمأ، إنك على كل شيء قدير وبالإجابة جدير، يا نعم المولى ونعم النصير. وصل اللهم على سيدنا و قدوتنا محمد واله وصحبه وسلم تسليماكثيرا وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين  .  ۱

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ۱- منتخبی دوعاګانی ۲۳ صفحه

                                    څلورم فصل

                                                اخلاقي تربيت

                                         د تربيې اسلامي بنيادونه
د اولادونو د تربيې کار د موروپلار اصلي مسئوليت دی. په قرآن کريم کې ارشاد دی چې:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً) ۱
ای مومنانو خپل ځانونه او کورنۍ له اور نه وژغورئ.

د اولاد په اړه پلان جوړونه او د هغوی د راتلونکي لپاره هڅې او هاند يو فطري عمل دی. د هر موروپلار دا هيله وي چې د هغوی اولاد له کاميابۍ او سرلوړۍ سره يو لوړ مقام تر لاسه کړي. خو يوازې د دنياوي کاميابۍ تصور دغه هيله او ټولې هڅې يوازې دې فاني نړۍ پورې محدودوي په داسې حال کې چې دنياوي کاميابي او سرلوړي هم يقيني نه وي. د مومن د ذات يوه يوه شېبه د الله تعالی د خوښۍ لپاره وقف وي. په همدې ډول د هغه د اولاد پورې اړونده پلانونه او غوښتنې هم بايد د الله تعالی د رضا او خوښۍ د ترلاسه کولو په خاطر وي. د دنيا د محدودې کاميابۍ بر عکس چې کله الله تعالی خپلو بنده ګانو ته د کاميابۍ پراخه تصور ورکوي، هلته نو د کاميابۍ د تلپاتي تصور د پېژندلو په خاطر د يوه ځانګړي ذهني بلوغ غوښتنه هم کوي د کوم اړيکې چې د ايمان له دولت او له خدايه ويريدونکي زړه سره وي. د کاميابۍ دغه تصور چې په قرآن کې ځای پر ځای موجود دی د اولاد د تربيې نه بېلېدونکی جز دی. په نوي عصر کې چې کله طاغوتي ځواکونو په خپله مشرۍ غواړي له هر لوري په اسلامي امت کې فتنې او فساد راولاړ کړی هلته پر اسلامي منهج د نوي نسل تربيه يو داسې مهم مسئوليت دی چې په بېړنيو بنيادونو يې احساس اړين دی. اسلامي تاريخ زمونږ په وړاندې د حضرت علي، معاذ، معوذ، او مصعب بن عمير رضي الله عنهم په څېر تنکيو ځوانانو صحابه کرامو مثالونه ږدي. بل طرف ته د تورزن او بهادر تنکي ځوان محمد بن قاسم په څېر سپه سالار هم ددې تاريخ برخه ده چې د خپلې تنکۍ ځوانۍ په دور کې يې په اسلامي تاريخ کې نه هيريدونکي نقشونه پرېښې دي. خو نن دغه عمر ته د لوبو

ورځې ويل کيږي او د ضايع کولو ترغيب يې ورکول کيږي. او په دې ډول د اسلامي امت يوه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت التحریم ۶ ایت

 

قيمتي پانګه ددې مادي دنيا قرباني کيږي چې له خسارې پرته بله لاسته راوړنه نه لري

                                    د اولاد په تربيه کې د حيا عنصر

اولاد له موروپلار سره د الله تعالی يو امانت دی، د الله تعالی ددې لطيف او له ښکلي ژونده ډک او معصوم نعمت د ترلاسه کولو په خاطر پېغمبرانو هم خپله خپله التجا الله رب العزت ته د دعا په بڼه وړاندې کړې ده. حضرت ذکريا عليه السلام د صالح اولاد په خاطر دعا کړې چې د آل عمران په سورت کې په لاندې ډول موجوده ده:
(رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ ) ۱
ای زما ربه! ماته له خپل در نه پاکيزه اولاد راکړه، بېشکه ته د هر چا دعاګانې اورې.
حضرت ابراهيم عليه السلام په دغو لفظونو خپل رب ته وويل:
(رَبِّ هَبْ لِي مِنْ الصَّالِحِينَ)  ۲
ای زما ربه ماته يو صالح ځوی راکړه.
د حضرت ابراهيم عليه السلام دغه دعا د يوه پاک زړه، نېک، صالح او د امت د امام لپاره وه، د حضرت اسمعيل عليه السلام فرمانبرداري، د الله تعالی اطاعت او د قربانۍ جذبه د لارې داسې نښه ده چې د اسلامي امت لپاره د اولادونو د تربيې په خاطر مثالي نمونه ده...

د حيا تصور:
په اسلام کې د حيا تصور د شخصيت يو مهم جز او بنيادي اخلاقي صفت دی. د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی چې: د هر دين يو اخلاق وي او زمونږ د دين ممتاز اخلاق حيا کول دي.

د اولاد د اخلاقي تربيې يو مهم عنصر د حيا تصور دی. د ټولنې مزبوتوالی دداسې اخلاقو او کردارونو درلودونکو پورې تړلی چې کردار يې د شرم او حيا بېلګه وي. کله چې ګرده ټولنه د بې حيا او فحش منظرو څخه ډکه وي، څلورو خواو ته بې هوده لوحې، فحش رسالې، اخبارونه، او پوسټرې انبار وي، او پر سړکونو، کورونو، مجلسونو او محفلونو شيطاني يرغلونه وي، د خلکو خبرې او حتی پر ګرځنده تليفونونو لېږدېدونکي پيغامونه هم د فحش ويلو په منګولو کې ايسار

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت اٰل عمران ۳۸ ایت   ۲-  سورت الصافات  ۱۰۰  ایت

 

وي. په دغسې حالت کې په اولاد کې د حيا تصور پيدا کول او له لومړيه د اولاد د مزاج برخه

ګرځول د موروپلار او مربي مهمه وجيبه ده کله چې غواړو د حيا تصور د مزاج برخه و ګرځوو نو اړينه ده چې احتياطي تدبيرونه او د پرهېزګارۍ اصول خپل شي. تر څو بې حيايۍ ته د نزدې کوونکو شيانو څخه هم ژغورنه  شي اولادونو ته بایدپه ماشومتوب کی د حيا احساس ورکړئ.

په خبرو اترو کې حيا:
اولاد چې کله ښکلي او د مينې لفظونه وايي نو څومره ښه لګيږي! که هغو ته پاک او ښه لفظونه زده کړای شي نو څومره به ښه معلوميږي. خو که هغه سپکه ژبه، کنځلې، عبث سندرې، د تلويزيونونو او فلمونو سپکې خبرې ادا کړي نو په غوږونو به څومره بدې لګيږي. ورو ورو دغه الفاظ چې په معصوميت او نادانۍ کې ادا کيږي د اولادونو د خبرو اترو برخه ګرځي. او هغوی بيا له دغو چټي خبرو څخه خوند اخلي. په عمومي ډول تر ۵ کلونو پورې د نويو زيږېدلو کوچنيانو په اړه دا فکر موجود وي چې کوچنيان نادان دي، او هر ډول خبرې، فحش ويل، سپکې ټوکې او نورې بې شرمۍ پروا نه کوي. په داسې حال کې چې دا ټولې خبرې له کوچنيوالې په ذهن کې کښیني او ورو ورو د شخصيت برخه ګرځيږي. په دې ډول چې د حيا په تصور کوم بيخونده ګوزار کيږي هغه له همغه لومړيه اولاد ته د بې حيايئ ترغيب دی چې اولاد بېباکه کوي.

ددې لپاره چې ژبه پاکه وساتل شي نو د غير اخلاقي خبرو، ناوړه الفاظو، کنځلو، غېبت او دروغو څخه ځان ساتل ډېر مهم دي د ژبې ساتل په اصل کې د ژبې پاک ساتل دي. اولاد مشهور الفاظ له خپل چاپېرياله زده کوي. د کور د لويانو پر ژبو بداخلاقۍ، چټي خبرې، او فحش ويل اولاد په دغسې ګندګيو ورغورځوي او په دې ډول اولاد ددې خبروسره عادي کيږي.

کله چې هلکان او نجونې د شعور عمر ته ورسيږي نو ددې وينا ورته ډېره اړينه ده چې ښځې به له سړو او سړي به له ښځو سره خوږې، مينه ناکې او نازکه لهجه کې خبرې نه کوي. کله چې اولاد خپله مور ويني چې له دکاندار سره ډېره خوږېږي، يا پلار ګوري چې له کومې ښځې سره پرته له تميزه خوږېږي نو تنکی ځوان د لهجې دغه تبديلي او الفاظ خپلوي او په دې ډول يې د اخلاقو برخه ګڼي.
د همدې لپاره کله چې ددې موقع راځي چې د اولادونو په مخ کې راکړه ورکړه او يا د سړي او ښځې تر منځ خبرې اترې کيږي نو ددې تاکيد دې وشي چې له دکاندار څخه د هدف تر لاسه کولو په موخه په ناز خبرې او مينه په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي. ډرېور، ملازم، دکاندار، او استادانو سره د خبرو کولو وړ طريقه او مناسبه لهجه د حيا مهمه برخه ده، هغه چې د زړه بېمارۍ او بدنيتۍ کوم شک په کې نه وي، ددې تاکيد په احزاب سورت کې داسې راغلی دی:
(إِنْ اتَّقَيْتُنَّ فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَعْرُوفاً )  ۱
ژباړه : که له الله تعالی نه ويرېږئ نو په نرمۍ خبرې مه کوئ چې د کوم مريض زړه لرونکي طمع درته پيدا نه شي او سمې خبرې وکړئ.
تر بلوغت وروسته د قرآنکريم په دې ايت عمل هغه وخت اسانيږي چې له کوچنيوالي پرې عادت شي. لدی امله له داسې خبرو د ځان او نورو ساتل چې ايماني حالت تباه کوي او شيطاني اغېزې لري د يوه پرله پسې تربيت غوښتنه کوي.

په لباس کې حيا:
لباس د الله تعالی له نعمتونو يو نعمت دی، او د حيا له مظاهرو يو مظهر لباس هم دی. په دې اړه له اولادونو سره بېحده بې پروايي کيږي. د اولادونو د کالو بدلول، لمبول، او ډایپر بدلولو په څېر ټول کارونه د خلکو په شتون کې تر سره کيږي داسې چې د غټانو او کوچنيانو شتون په کې له پامه غورځول کيږي.

په ځينو کورونو کې اولادونه لوڅ لپړ ګرځي. دغسې کوچني اولادونه په بربنډ حالت کې لامبل شرم نه ګڼي. په کوچنيوالي کې د بې لستوڼو او خلاصې غاړې کميس اغوستل او زنګونو پورې لوڅېدل يو عام عمل ګڼل کيږي. فقها ليکي چې: له څلورو کلونو کم عمره نارينه او ښځينه اولادونو جسم د ستر په حکم کې نه رآځي، کله چې هغوی له څلورو کلونو غټيږي نو مستور جسم يې شرم ګاه او د هغه اطراف دي، کله چې بالغ شي نو ستر يې د بالغو وګړو په څېر ګرځي. خو اولادونه چې د کوچنيوالي پر پردې عادي شي نو هغومره به ښه وي .

له همدې امله د کالو بدلولو پر مهال داسې ځای بايد انتخاب شي چې هلته هيڅوک نه ليدل کيږي،

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورة الاحزاب ۳۳ـ۳۲ ایاتونه

تردې وروسته چې کله اولاد په خپله جامې بدلوي نود همدغسې کولو هدايت کول ورته په کار دي.

که اولاد له لومړيه د جسم پټولو او ساتنې عادت نه شي نو له همغه کوچنيوالي بې حيا او بد سترګی ګرځي. کوم اولاد ته چې مونږ د خپل شوق پوره کولو په موخه مغربي لباس اغوندو په کوم کې چې له همغه لومړيه د يوه معصوم اولاد د تاثر پر ځای د بې حيا هلک يا نجلۍ تصور پټ وي، دا حالت کتونکو ته هم ددې معصوم کوچني په دننه کې د ماشوموالي معصوميت پر ځای د هلک يا نجلۍ د لټون موقع په لاس ورکوي. په راتلونکې ورځ ورځپاڼو کې زړه ځورونکي خبرونه راځي چې وحشي صفته خلکو ماشومان د خپل هوس نښه ګرځولي دي! د حيا پالنه هغه وخت ممکنه وي چې کله د کوچني په له مينې ډک زړه کې دې پالنې ته د پرمختګ موقع ورکول شي. د فطري حيا ختمولو پر ځای هغه بايد زياته کړای شي تر څو حيا د اولاد د شخصيت حتمي برخه وګرځي. له همدې امله بايد په اولاد کې د داسې سړو او ښځو د لباس په ليدو چې حيا په کې نه وي د نفرت او نا خوښۍ جذبه بيدار کړای شي. داسې ګوډيانې چې لباس يې د اسلامي لباس له لحاظه مناسب نه وي مه راوړئ، او اولادونو ته د هغه لامل هم بيان کړئ چې د هغه لباس د الله تعالی د ښوول شويو طريقو سره سم نه دی.

په ورځني ژوند کې حيا:
حاکم او ابوداود له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوی :

عن عَمْرِو بن شُعَيْبٍ عن أبيه عن جَدِّهِ قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عليها وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في الْمَضَاجِعِ . ۱

عمرو رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپلو اولادونو ته د لمانځه حکم کوۍ کله چي هغوی د اوو کلونو شول او د لمانځه په پرېښودلو یې وهۍکله چي هغوی د لسو کلونو شول او د خوب ځایونه یې یو له بل څخه بیل کړۍ .

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-  سنن أبي داود ،اول جلد صفحه ۱۷۸

څه هم داخبره زما پدی پای لیک کی تکرارده خولدی له دې نص څخه دا پايله راووځي چې مور

وپلار پر دې شرعاً مکلف دي چې کله اولادونه د لسو کلونو شي نو بايد بسترې يې له دې امله سره جلا کړي چې هسې نه بلوغت ته تر رسېدو مخکې پرې شيطان زورور شي او د هغوی جذبو ته شيطاني رنګ ورکړي. همدا رانګه د داسې خلوت چاپېريال رامنځته کول چې د تره اولاد په کې په بې تکلفه چاپېريال کې سره اوسيږي، يا د داسې طرز او انداز خيال نه ساتل چې په کې نامحرمه خپلوان له اولادونو سره ډېر بې تکلفه نه وي په راتلونکي کې د مفاسدو لار اسانوي. که (احتياط له علاجه غوره دی) اصول خپل کړای شي نو له همغه لومړيه يو داسې مزاج رامنځته کيږي کوم چې اسلامي حدودو ته پابند وي. که نه يوه خاص عمر ته په رسېدو په زور او زبر دستۍ سره په اولاد کې بغاوت او بدخويي پيدا کيږي او هغه خپل ځان ته د يوه قيدي تصور کوي

دمورثی صفاتو انتقال

څرنګه چی نن ورځ روښانه ده څنګه چې اولادونه په جسمي توګه له خپلو پلرونو او ميندو څخه ځانګړتياوې په ميراث وړي، په معنوي او روحي حالتونو کې هم ددوي خواص په ارث وړي.
دبيلګې په توګه که چيرې مور او پلار زړور،پاک لمنې ، دينداره او د کلکې ارادې خاوندان وي نو خپلو اولادونو ته ددغه صفاتو په ليږدولو کې ډيره ونډه لري او برعکس که چيرې مور او پلار ډارن،ناولې،سست اراده او بې بندوباره وي نو پرته له شک څخه چې په خپلو اولادونو کې به هم دغه صفتونو ته لاره هواره وي.
د قران عظيم الشان په سورت نوح کي نوح (ع) دخپل ګنهکاره قوم په هکله داسې ښيرا وکړه:

وقال نوح رب لاتذرعلي الارض من الکفرين دياراً  (٢٦) انک ان تذرهم يضلوا عبادک ولايلدوا الافاجراً کفارًا. ۱
ژباړه : پروردګاره! له دوي څخه يو هم دځمکي په سر ژوندۍ مه پريږده ،ځکه چې که هغوي ژوندې پريږدي نو بنده ګان دې ګمراه کوي او پرته له فاجر او کافر نسل څخه بل څه نه رامينځ ته کوي. دغه آيت د وراثت قانو ن ته اشاره کوي چې ناوړه پلار او مور د ناپاک اولاد د رامينځ ته

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت نوح  ۲۶ – ۲۷ ایاتونه

 

کيدو لامل ګرځي يعني اولاد له خپل مور او پلار څخه نيکمرغي او بدبختي په ميراث وړي.
په پايله کې دا چې د وراثت قانون د اسلامي او علمي اصولو له ډلې څخه دي چې که پر ناسم بنسټ وي نو دګناه لورې ته د ميل مهمه زمينه برابروي لکه څنګه چی .
واده او دکورنۍ جوړول د ټولنې او کورنۍ له بنسټيزو غوښتنو څخه شميرل کيږي داسلام سپيڅلي دين هم پدې هکله ډيره جدی سپارښتنه کړي ده .
داسلام په سپيڅلي دين کې ډير تاکيد شوي دي چې د ميرمنې په غوره کولو کې يو لړ امور رعايت کړي . ښه ميرمن د نيکو اولادونو دروزلو له پاره لاره برابروي او بايد پوه شو چې ناصالحه ميرمنې دګناه او انحراف له زمينه برابرونکو څخه شميرل کيږي.
همدرانګه يو کس د پيغمبر (ص) حضورته راغي او د نکاح په هکله يې مشوره ورڅخه وغوښته نبي کريم ص وفرمايل : ( تنکح المراة لاربع لما لها ولحسبها و لجمالها ولدينها فاظفربذات الدين تربت يداک )  ۱

له ښځي سره په څلورو انګيزو واده کيږي  ١- دمال په سبب ٢- دشرافت اونسب په سبب ٣- دښکلا اوجمال په سبب ٤- ددينداري اوتقوا په سبب . نو تاسي بايد دينداري ته لومړي توب ورکړي چي سعادت او نيک بختي ته رسيږي .
داسلام د سپيڅلي دين له لارښونوڅخه داده چې اولادونه دمستقيمي لارې پربنسټ وروزل شي اوکه چيرې په ناسمه توګه يې روزنه وشي نو ګناه کولو ته لاره هواروي او اسلام په دې هکله ډير تاکيد کړي دي.
هماغه شان چې ماليار يا باغبان يو نيالګۍ کينيوي او ورته لازمه د ه تر څو د هغې په روزنه کې کوشش وکړي او هغه له هر ډول زيانونو څخه وژغوري تر څو يوه پرثمره ونه شي ، پلار اومور هم بايد د خپل اولاد په روزنه کې کوښښ وکړي ځکه چې ډيره لږه نه پاملرنه د انحراف لامل ګرځيدلي شي.
له واده څخه وروسته هيڅ څيز د خاوند ،اولادونو او کور څخه ميرمنې ته مهم ندي او که چيرې دکورميرمن دغه دري ستر مسووليتونه په بشپړه او سمه توګه ترسره کړي نو د ګډ ژوندانه ټولې

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- صحیح المسلم څلورم  جلد صفحه ۱۷۵

ستونزې به يې هواري شي او هوسا ژوند به ولري.که چيرې دغه دري مسووليتونه په سمه توګه ترسره شي نو د اولادونو د ښووني او روزني په برخه کې به ستر ګام اخيستل شوي وي. خاوند ته هم لازمه ده ترڅودتوان تربريده له خپلې ميرمنې سره ددغه مسووليتونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
که څه هم مور اوپلار دواړه د اولادونو په روزلو کې مسووليت لري خو د مور مسووليت په دې برخه دروند دي، ځکه چې هغه اولادونو ته ډيره نژدي وي او له هغوي سره ډير سرو کار لري.
مور،پلار او ښوونکي بايد ماشوم ته تل احترام وکړي او دهغوي غرور و نه ټکوي . يا په بله وينا له ټولو هغه موضوعاتو څخه چې په ماشوم کې د کمۍ احساس رامينځ ته کوي ډډه وکړي . همدارنګه په لويانو کې هم دا خبره بايد په پآم کې ونيول شي ترڅو خلک دکمۍ او حقارت احساس و نه کړي که نه نو دعقدې له مخې ګناه او انحراف ته لاره هواروي.
پايله دا چې انسان نبايد تحقير او خوار وشميرل شي ځکه دا کار د عقدې درامينځ ته کيدو لامل ګرځي او دا عقده ګناه ته لاره هواروي.
پيغمبر (ص) او امامانو د ماشومانو په روزنه کې کله هم د ماشوم شخصيت نه ماتوه بلکه هغې ته يې خاص احترام کاوه او دهغه شخصيت يې نور هم پياوړي کاوه.

داسلام ټول بشریت ته داپیغام دی چې دخپلو اولادونو ترمينځ تبيعض مه کوي،ددوي ترمينځ مساوات ټينګ کړي او له هغوي سره په نيکۍ خبري وکړي ،په هغوي بد نوم مه ايږدي او هغوي په بدو لقبونو باندې مه يادوي د اولادونو عفت ساتنې ته بشپړه پاملرنه وکړی.
د مور او پلار له مهمو دندو څخه داده ترڅو د خپلو ماشومانو پاک لمنۍ ته پوره پاملرنه وکړي
الله د بالغو اولادونو په هکله فرمايي ( واذا بلغ الاطفال منکم الحلم فلیستئذ نوا کما استئذن الذین من قبلهم کذلک یبین الله لکم ) ۱
ژباړه:او کله چې ستاسو اولادونه دبلوغ سن ته ورسيږي بايد(په هر وخت کې دمور او پلار اطاق ته دننوتو په وخت کې) اجازه واخلي لکه څرنګه چې له دوي څخه ترمخه کسانو اجازه اخيسته.
دا دستور مور اوپلار ته متوجه دي او هغوي بايد دغه احکام خپلو ماشومانو،هلکانو او نجونو ته

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت نور ۵۹ ایت

ور زدګړي.او دغه مواردو ته نه پاملرنه ځيني وخت ددې لامل ګرځي د اخلاقي فساد ،رواني

ناروغيو او جنسي ککړتياوو ته لاره هواروي او دهغې لامل ګرځي. او همدارنګه یوبله موضوع چی ډیره مهمه ده هغه داده چی دیتیمانودمالونودخوړلو څخه باید ځان هر مسلمان وساتی ځکه چی
الله ج فرمایی ( ان الذین یاکلون اموال الالیتمی ظلما انما یاکلون فی بطو نهم ناراً وسیصلون سعیرا  )  ۱
ژباړه: هغه کسان چې ديتيمانو حق په ظلم او ستم سره خوري همغه ددوزخ اور خوري او ډير زر ددوزخ په اور کې  سوزيږي.
په يوه روايت کې راغلي دي چې موسي (ع) يو کس وليد چې سخت ژاړي او زارۍ کوي او لاسونه يې آسمان ته پورته کړي دي او ډير په خشوع او عاجزۍ سره دعا کوي. دخداي (ج) له لوري نوموړي ته وحي وشوه چې که هرڅه وکړي دعايي نه قبليږي ځکه چې په خيټه کې يې حرام دي او هم یی په شا او کورکې يې حرام دي.

                             دخلاقی تربیی لپاره ابتدایی مرحله
له بده مرغه هر څومره چې ابتدايي عمر د تربيې له اړخه مهم دی همغومره له سترګو غورځول کيږي. د نوي تحقيق سره سم د اولاد د شخصيت جوړونې ۸۰ سلنه په لومړنيو شپږو کلونو کې بشپړيږي. پاتې ټول ژوند ددغه شپږکلنې تربيې د محاسنو انځور وي. په دغه عمر کې چې مزاج، عادت، او ذوق و شوق هر طرف ته لاړ شي همغه طرف ته د اولاد رجحان هم ځي. په دغه عمر کې د عادت جوړول اسان هم دی او اړين هم. اسلام چې د اصلاح کومه فطري طريقه ښايي هغه هم پر عادت راټوله ده. په اسلام کې د کوچني اولاد د تربيې په خاطر پر تلقين برسېره د عادت جوړونې د فطري طريقې غوره کولو ښوونه شوې ده. په لومړني عمر کې د اولاد د زده کړې وړتيا تر ټولو ډېره وي. د امام غزالي په وينا ددې عمر اولاد د يوې پاکې او سپېڅلې ملغلرې په څېر وي، نو ځکه که هغه د ښو کارونو عادي وګرځول شي نو هغه به په همدې حالت کې وده وکړي. اولاد چې کله پيدا کيږي نو فطرطاً سليم او پر توحيد زيږيږي. په قرآن کريم کې الله ج فرمایی : (فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ) ۲

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت النسا  ۱۰  ایت    ۲- سورت الروم ۳۰ ایت

د الله په فطرت قايم اوسېږه هغه چې الله تعالی پرې ټول خلک پيدا کړي دي، د الله تعالی په خلق کې تبديلي نه شته.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

عن أبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه  ال قال النبي صلى الله عليه وسلم كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ على الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أو يُنَصِّرَانِهِ أو يُمَجِّسَانِهِ كَمَثَلِ الْبَهِيمَةِ تُنْتَجُ الْبَهِيمَةَ هل تَرَى فيها جَدْعَاءَ .۱

له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هرنوی زېږېدلی ماشوم په روغ فطرت سره زېږي خو وروسته یې بیا خپل مور اوپلار یهودي ګرزوي او یایې نصراني ګرزوي او یا یې مجوسي ګرزوي لکه څاروی چي څاروی زېږوي آیا د هغه یوطرف پرې شوی وي؟

چاپیريال د اولاد پاک فطرت تبديلوي. نو ځکه په اسلامي حوالو سره اولاد لپاره د شاوخوا وګړو او چاپېريال دواړو پاک ساتل ډېر ضروري دي. ځکه چې پر شخصيت تر ميراثي اغېزو ډېر د چاپېريال تربيه اثر غورځوي. ويل کيږي چې عادتونه ۳۰ سلنه ميراثي او پاتې ۷۰ سلنه له چاپېرياله جوړيږي. د اولاد د تربيې اړخونه خو هر اړخيز او پراخه دي خو د هغه مهم جز د حيا تصور دی. ددې ليکنې موخه دا ده چې همدې اړخ ته د موروپلار او مربيانو پاملرنه راواړول شي، تر څو د اسلامي ټولنې کمزورېدونکو ارزښتونو ته مو توجه راوګرځي.
د درواغو پايله ماشومانو ته

بايد کوښښ وکړه سي چي ماشومانو ته درواغ ونه وايي اونه دهغوي سره ددرواغو وعدي وکړي,والدين

اوهغوي ته له ځانه جوړې شوې کړنې ونه ښيي ، ستاسې ماشومان بايد ستاسې اصليت او رښتينی حالت وويني او وپېژني

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-  صحيح البخاري اول جلد صفه  ۴۵۶

والدين بايدپه خپلې هرې خبرې عمل وکړي او له دې لارې به ماشومان دا هم زده کړي، چې د ښه ژوند کولو په لپار يوازې فکر او خبرې کول نه؛ بلکې عمل کول ضروري دی.

د دروغ ويلو او ريا کارۍ او ځا ن ښودنې کارونه د کورنيو په ماشومانو کې د وېرې او رټنې بدي پايلي ډېروي

دا ځکه که ماشوم ته درواغ وويل سي نو ددي درواغو په تکرار سره په مرور دزمان ماشوم دخپل مشرانو په رښتيا هم باور نکوي او هره خبره يي درواغ ورته معلوميږي نوبايد ددي مخنيوي له سره وسي او همدارنګه بايد له ماشومانوسره داسي وعدي هم ونکړه سي چي دهغو په پوره کولوکي والدين پر شا راسي .

                    که چیری دماشومانواخلاقی تربیی ته پاملرنه ونسی ؟
يو له هغه زمينه برابرونکو فکتورونو څخه چې دګناه لورته دانسان په سوق کولو کې رغنده رول لري دکورنۍ دچال چلند بد او ناوړه اړخونه دي. حال دا چې دکورنۍ ښه او مثبت اړخونه له ګناه څخه په مخنيوي کې ډيرې ښې اغيزې درلودلي شي.
د اسلام سپيڅلي دين چې يو ډير جامع او جوړونکي دين دي ددې له پاره چې د کورنۍ بنسټ پر سمه توګه کيښودل شي او زيږنده يې هم سالمه او روغه وي نوله هماغه لومړيو څخه يې يو لړ لارښونې کړي دي چې که چيرې په سمه توګه عملي شي ډيرې غوره او روښانه پايلې به رامينځ ته کړي اوکه چیری پاملرنه ورته ونسی ډیری ناوړه پایلی به ولری داځکه چی ماشومان دیوی ټولنی اساس دی که اساس ناوړه وی نو ټولنه به فاسد ه کړی چی پایلی یی نن موږ او تاسی وینو چی ښه مثال یی زموږ ستاسی خپله  افغاني ټولنه ده.

 

 

 

 

 

                                                 پنځم فصل

                                         دانجونواخلاقي روزنه

دنجونو روزنه او پالنه بایدپه ډېر اخلاص او دېنی احساس سره وسی او په بدل کې يې باید له الله  ( ج) څخه دجنت هیله ولرو

حضرت نبی صلی الله علېه وسلم فرمايې :

وعن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " من آوى يتيما إلى طعامه وشرابه أوجب الله له الجنة البتة إلا أن يعمل ذنبا لا يغفر . ومن عال ثلاث بنات أو مثلهن من الأخوات فأدبهن ورحمهن حتى يغنيهن الله أوجب الله له الجنة " . فقال رجل : يا رسول الله واثنتين ؟ قال : " واثنتين " حتى قالوا : أو واحدة ؟ لقال : واحدة " ومن أذهب الله بكريمتيه وجبت له الجنة " قيل : يا رسول الله وما كريمتاه ؟ قال : " عيناه . ۱

: کوم سړی چې د درېو لوڼو ېا درېو خوندو پالنه وکړه هغوي ته خورک اوڅښاک ورکړي،هغوی ته يې ضروري ښوونه او روزنه زده کړه او په مهربانی چلن يې ورسره وکړ آن تر دی چه خدای ( ج) هغوی بی نېازه کړي ،نو دداسې سړی لپاره خدای ( ج) جنت واجب کړ،پر دی خبرو ېو سړی ووېل که دوی وی نو نبی صلی الله علېه وسلم ووېل دوه نجونو دپالنی همدا بدله ده حضرت ابن عباس ( رض) فرمايې که خلکو د ېوی نجلی په اړه پوښتنه کړی وای نو نبی صلی الله علېه وسلم همدا زېری ورکاوه

نجلی سپکه مه ګڼی او نه هلک ته پر نجلی عزت ورکوی له دواړو سره ېو شان چلن کوی په دی  اړه الله (ج) فرمایی : لله ملک السموات والارض یهب لمن یشاء اناثاویهب لمن یشاءالذکور اویزوجهم ذکرانا واناثا ویجعل من یشاء عقیما انه علیم قدیر ۲

ژباړه :دځمکو او اسمانونومالکیت اوحاکمیت دالله (ج) دی هرڅه چی وغواړی پیداکوی یی هرچاته چی وغواړی نجونی ورکوی اوهر چاته چی وغواړی هلکان ورکوی اویا داچی دواړه ورکوی اوهر څه چی وغواړی شنډوی یی (عقیم کوی) یی هغه پوځواکمن اوتوانا دی .

                                              اسلامی حجاب

موږبايد خپل ماشوماني لوڼي خويندي ټول له ماشومتوب څخه په حجاب عادت کړودا ځکه که

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-  مشکاة دوهم جلد کتاب الاداب باب الاسلام صفحه ٧٨   .۲- سورت الشوری ۵۰ ایت

داسلام هرحکم ته ښه پام وشي دومره حکمتونه اوارزښتونه به پکې وي چه په ليکلو يې کتابونه

ډ کيږی دښځی په اسلامې حجاب کې هم بې شميره حکمتونه اوګټی نغښتې دي چه څوټکو ته  يې په سرسري ډول اشاره کوو.

دحجاب مفهوم او هدف

اسلامی اخلاق دانسانی فطرت سره موافق دي دهرسالم فطرت غوښتنه داوي چه زما بی بی به يواځې له ماسره مينه لري له بيګانه خلکوسره به مينه اورابطه نه کوي او هيڅ څوک به زما بی بی ته نظر هم نه کوي  .

همدارنګه دښځې دسالم فطرت غوښتنه هم همدا وي چه زه بايد يوننګيالی اوغيرتی خاوند ولرم داسې چه يواځی له ماسره مينه اورابطه ولري ،له پردی ښځی سره هيڅ مينه اورابطه ونه لري .

اسلام دانسان دسالم فطرت موافق اخلاق وړاندې کړي داسې چه دنظرساتل له نامحرمو اودنامحرمو اوبيګانه سره ټول مستقيم اوغيری مستقيم روابط دنرله پردی ښځی سره او دښځی له پردی سړی سره حرام اعلان کړي دي .

اسلام ديوی پاکدامنه ټولنی غوښتونکې دي

اسلام دفحاشت اوزنا سخت مخالف دي اوهغه وسايل چه زناته دنږيديوالې سبب ګرځی هم منعه اعلان شوی لکه بی حجابې، هرډول فاحش تبليغات اوبی شرمه اوفاحشی خبری .

اسلام دانسانيت اوسړيتوب لپاره داسې اخلاق وړاندی کړي چه په هغه سره واقعاً يوه رښتنې انسانې ټولنه رامنځه ته کيږي انسان هغه وخت خپل شرافت او انسانيت ساتلی شي چه حيا ولري کله چه انسان بی حياشي نوبيا تريوحيوان هم بتره ځناور ورڅخه جوړ شي ځکه په حيواناتوکې هم څه قوانين شته  خودابي حيا انسان کې هغه حيوانی قوانين هم نه وي نوحيا دانسان دشرافت ساتنه کوي په بي حجابی  سره بي حيايې رامنځ ته کيږي چه اول ديدن بيا خبري بيا راشه درشه  اوبيا---- نور نور څه ترې پيداکيږي .

دښځی دحجاب حکمت

څرنګه چه مهم شی سړی له خلکوپټ ساتی اوهغه دخلکولپاره په لارو اوکوڅوکې نه ږدي ،ښځه خوپه اسلام کې مور ده ناموس دی خدای مکړه که دچا موراوناموس ته په سپک نظروکتل شي څومره بده خبره ده نودښځی حجاب حکمت دادی چه خداي مه کړه دکوم ناولې اوفاسق انسان لخوا ضرر ورته ونه رسې ،طبعی خبره ده چه په هره ټولنه کې ښه اوبدخلک شته ، نوکله چه مسلمانه ښځه په حجاب کې  وي دناولېو اوفاسقو انسانانو بدنظر اوتمه له منځه ځی .

                                  داسلامی حجاب په اړه الهی فرمان

له نامحرمودسترګودنظرحجاب :

سړي به له بيګانه ښځوخپل نظرساتي اوښځې به له بيګانه سړيو خپل نظر ساتي قول د الله (ج) دی چی فرمایی  : (يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنّ ) ژباړه : پټې کړئ له نامحرمو څخه  سترګې خپلې.

دټول بدن پټولو حجاب  :

(وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ)  ۱

ژباړه :   او ووايه ای محمده ص  ايماندارو ښځو ته چه پټی کړی (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی او ښه ټينګ دی وساتې ځای د حيا سترونه (دمحرماتوپه مقابل کې ) اونه دی ښکاره کوی زينت ښايست (اوځای د ښايست خپل ) مګر هغه چه ښکاريږي له (دغه ښايست څخه په وخت د کسب کار کې ) او ښايې چه وادی چوی ټکري خپل پر ګريوانو(سينه يا ټټر ) .

دټولوفقهاوو په نزد دښځی ستر په لمانځه ،حج اود محرماتو په مقابل کې دټول بدن پټول بغيرله مخ ،لاسونه اوپښی بغيرله ښنګرو مګر دنامحرمو په مقابل يا دضرورت په وخت کې له کور څخه دوتلوپه وخت کې  دمخ په شمول دټول بدن پټول ضروري دي

لاندې آيت شريف ښه واضح دليل  دی :

(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا) ۲

ژباړه : ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي اوښځو  دنورو مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو څخه دغه (پټول دبدن ) نژدی دي دې ته چې وبه پيژندی شي دوی (چی اصلی دي ) پس ايذاء به ونشي رسولی دوی ته اودی الله (ج) ښه بښونکی ډير رحم کوونکی ).

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت النور ۳۱ ایت   ۲- سورت الاحزاب ۵۹ ایت

کابلی تفسير چاپ مدينه منوره په تفسير ددی آيت کې ليکلې دي چې ورسته ددی ايت له نزول

مسلمانانوښځو به خپل مخونه ياڅيره اوټول بدن په خپلو ټکريوياڅادرونو سره پټول اوبيا به دباندې داسې وتلې چه يواځی به د دوی يوه سترګه ښکاريده چې په هغه په لاره تلې شوې .

ددی نه معلومه اوثابته شوه چه دفتنی اوفساد په وخت کې دمخ يا څيری پټول ضرور دي .

شيخ الاسلام ابن تيمية (رح ) په خپل کتاب مجموعة رسائل فی الحجاب والسفور کې هم کټ مټ دکابلی تفسير خبره ليکې چه کله دغه آيت نازل شو ( يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ ) ۱

ژباړه : ای نبی ص ووایه خپلوبیبیانواوخپلو لوڼوته اومیرمنو دنورومومنانو ته .

مسلمانی ښځی دجلباب په اغستلو مکلفې شوې. نوکه دمخ پټول نه وای ددي حکم واضاحت ته څه ضرورت ؤ ؟

دپښوحجاب :

(َلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ)  ۲

(نه دي وهی ) پښی خپلی دپاره ددی چه معلوم کړشی هغه څيزونه چه پټوی دوی له زينت اوښايست خپل.

دحجاب مراعات په خبرو کی :

(إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا)  ۳

په ويلو کې نرمی مه کوئ پس ( که پسته خبره تاسی وکړه ) نوطمع کښې به پريوځی هغه څوک چه په زړه کښې رنځ وي ( دنفاق اوبدکاری ) او ووايئ تاسی خبره ښه ( ځيږه ) .

دحجاب شرطونه

حجاب بايد ټول بدن پټ کړی

مسلمانو ښځو ته خدای (ج) داسې حکم کوي (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ) ۴

جلباب همغه اوږده جامه ده چه ټول بدن پټوي .

نتيجه دا شوه چه شرعی حجاب  بايد ټول بدن پټ کړی .

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱-  سورت الاحزاب  ۵۹ ایت تفسیرکابلی  ۲- سورت النور ۳۱ ایت  ۳-سورت الاحزاب۳۲ایت   ۴- سورت الاحزاب ۵۹ ایت

دحجاب مطلب دبدن ستر دی داسې کومه پرده چه هغه بدن پټ نشی کړای تر پردی لاندی ويښتان ، جامي او نور ښکاري هغه ته حجاب نشو ويلای .

دحجاب هدف دادی چه دښځی زينت اوښايست پټ کړی نوداسی پرده چه هغه دښځی زينت ته خلک جلبولای شی حجاب نه بلل کيږی

حجاب بايد پراخه وی تنګ نه وي ترڅو دبدن لوړی  تيټی برخي اودفتنې ځايونه ښکاره نسی اودښځی جامی بايد په عطرو نه وي لړلي

چه په نامحرمويې بوی ولګي ترڅو دخلکو دجلب سبب شي ځکه داعمل حرام دي

او همدارنګه دښځی جامی بايد دنر له جامي سره هيڅ مشابهت ونه لری

ځکه چه په جامه کې دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت  له ښځی سره حرام دی .

                               داسلام په منځنيوپيړيوکي دنجونوروزنه

دعلامه ابوالحسن ندوی مور پخپل کتاب (حسن المعاشره) کی دنجونودروزنی په اړه داسی لیکلی دی  په تیرو وختونو  کی دا دود وو چی نجونی به په کور کی روزل کیدلی هغوی ته به یی ښی او غوره ویناوی ور ښو دلی دقران کریم دسورتوپه زده کړه کی به یی ډیر تا کید کاوه وروربه یی شرعی احکام ورته تلقینول وروسته به یی آداب معاشرت ور زده کوی روزونکو به له نصیحت څخه وروسته څارنه کوله چی نجونی عمل پری کوی که نه ؟

له ماشومتوب څخه به یی دهغوی په عفت اوحیا باندی ټینګار او تاکید کاوه دنجونو اوهلکانوځایونه به یوله بل څخه بیل اوجلاوه دبی حجابی احتمال اصلاً وجود نه درلود ان داچی دبی ګانه ښځولپاره هم ډیره مشکله وه چی له هغوی سره ووینی یوازی دکورنی مشرانی ښځی لکه مور مشره خور به له هغوی سره تللی به یی داخلاقو اولاسی کارونو په اړه خبری کولی او زده کړه به یی ورکوله حیا اوعفت به یی هغوی ته دیوغوره خوی او خصلت په نږم مطرح کاوه اودعفت پر خلاف دهر ډول خلاف کارپه هکله به یی اخطار ورکاوه هغوی ته به یی دا ویل چی له کوموکسانوڅخه باید ستر وکړی دهمدغی ښوونی او روزنی نتیجه وه چی نجونی به خپلو اکا ګانو. ماماګانو اوحتی دایی ګانوته به هم بی حجابه نه راتلی هیڅ هلک به بی له اجازی کورته نسو ننوتلای داکا دزامنو دعمه زامنو سره په لیدنه کتنه کی به یی هم ډیر احتیاط کاوه دکورنی ځوانان چی به شرعی محرم نه وه کورته به یی تګ راتګ نه کاوه نجونو به خپلی لیکنی له خپلو محرم کسانوپرته بل هیڅ چاته نښودلی دکورنی سرپرستان اومشرانو به څارنه کوله چی نجونی پرته له قرآن اونورو دینی کتابونوڅخه پرته نور کتابونه په لاس کی وانخلی .        

                                              شپږم فصل

                                              تعليمي روزنه
دتعليمي روزنې په لاره کې بايد خپل ټول کوښښونه په کارواچول سي ،په لومړی سر کې بايد اولاد ته ددېن ضروري  ښوونه ورزده کړشي ځکه دځان رب ( ج) او مور پلار پيژندل قدر او احترام ،اخلاق ،ادب او سړېتوب ېوازې او ېوازې ددېن په علومو کې زده کيږي ،داسې نه چې دانګرېزي او کمبوتر ټول کورسونه خلاص کړي خو دلمانځه دکولو په طرېقه لا خبر هم نه وي ،پام کوی!  هغه اولاد چی ددېنی احکامو قرآن او سېرت نبی ( ص) څخه هېڅ خبرهم نه وي  يواځی د نورو علومو په زده کړه  له هغی څخه بغېر له ېوه کبرجن ،دمور اوپلار څخه باغی او دېن او هېواد ته بې وفا انسان بل څه نه جوړېږي ،نو ورسته له دی چه دحق دېن په ضروري  ښوونه سمبال کړ شي بېا که دنړی هر علم حاصل کړي  نو نور علی نور به شي .قرآنکريم پدې اړه داسې لارښوونه کوي : (ياَأيّهَاالَّذِينَ امَنوا قواأَنفسَكم وَأهلِكم نَاراً) ۱

ژباړه : ای مؤمنانو خپل ځانونه اوخپل کور او اولاد د دوزخ له اوره وژغورئ .

نوموږبایدخپلواولادو ته دلمانځه په اړه دنبی کرېم صلی الله علېه وسلم ددی لارښوونې مطابق چه فرمايې :

عن عَمْرِو بن شُعَيْبٍ عن أبيه عن جَدِّهِ قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عليها وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في الْمَضَاجِعِ ۲

عمرو رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپلو اولادونو ته د لمانځه حکم کوۍ کله چي هغوی د اوو کلونو شول او د لمانځه په پرېښودلو یې وهۍکله چي هغوی د لسو کلونو شول او د خوب ځایونه یې یو له بل څخه بیل کړۍ .

داسې نه چه تر لمر ختلو پوری بيده پاتې وي پدی قصد چه مه کوه خوب يې پوره شي که په رښتيا له اولاد سره مينه کوي له اوره د دوزخ نجات ورکړي ،حضرت يعقوب ( ع) ديوسف ( ع) په ورکه ډير ذيات ژړل له ده څخه پو ښتنه وشوه ای دخدای ( ج)  رسوله دومره ولې ژاړی ددنيا دوی ورځی ژوند خو به تير شي په آخرت کې به له خپل زوی سره ووينی ،يعقوب ( ع) ورته وويل رښتيا ده چه

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت التحریم ۶ ایت     ۲- سنن أبي داود ،اول جلد صفحه ۱۷۸

 

په آخرت به سره وينو ،ولی زه په دی ژاړم چه زوی مې وړوکی راڅخه جلا شوی داسې نه چه بی دينه شي نو بيا به دايمی را څخه جلا شي  دا دماشوم حق دی تر څو په یو داسی کورنی کی لوی شی چی اساس یی په اسلامی اصولو ولاړ وی ، تر څو اسلام یی په زړه کی ځای ونیسی ،چی لوی شی نو په اسلام مین او د اسلامی تعلیماتو مطابق خپل ژوند پر مخ بوزی ، نو په همدی اساس په اسلامی شریعت کی دی سالمی تربیی ته زیاته پاملرنه شوی .
د یو سالمی اسلامی تربیی په زریعه مونږ کولای شو چی یو ماشوم له هغه ګواښونونه وساتو چی د اسلام د مبارک دین د دښمنانو له خوا په راتلونکی کی ورسره مواجه کیږی او دا هم یوه یقینی خبره ده چی د اسلام دښمنان هم د خپل ټولو امکاناتو سره زیار باسی تر څو زمونږ نوی نسل د اسلامی اصولونه لری وساتی او ګمراه یی کړی ،چی په دی برخه کی یو اځی سالمه اسلامی تربیه کولای شی چی زمونږ د راتلونکی نسل د ګمراه کیدو مخه ونیسی او هغوی په اسلامی اصولو ثابت وسا تی ..

Top of Form 1دددذدذړ دماشوم روزنه بايد دقرآن ترسيوري لاندي وسي
ماشوم بايد د قرآن تر سيوري لاندې وروزل سې او روژه د قراني ماشوم روزلو لپاره ترټولو لوي او ښه فرصت ده.
په پيل کې بايد يو څه په نظر کې ونيول سي، هغه دا چې په هر کار کې بايد اخلاص، صبر او جد و جهد، همېشنى استقامت پيل کړو ترڅو د خپل کار ښه ثمره ترلاسه کړو… د دې لپاره ښه وسايل لاندېني مرحلي دي:
لمړۍ مرحله (جنين) :
کله چې ماشوم د خپلې مور په ګېډه کې وي، مور د ماشوم د روزلو لپاره ډير څه کولى شي، ځکه ماشوم چې کله د مور په ګيډه کې شپږو مياشتو ته ورسي، غږونه اوريداى شي او په اوومه مياشت کې د غږونو ترمنځ توپير کولى شي، نو کله چې مور ډير تلاوت کوي يا يې اوري دا د مور په ګيډه کې د ماشوم اړيکه ټينګوي او کله چې ماشوم وزيږي بيا د هغه علاقه له قرآن سره ډيره وي او د قرآن اوريدل ورته خوند ورکوي. بله دا چې کله چې د ماشوم مور په اوچت غږ د قرآن تلاوت کوي، دا تلاوت ماشوم ته يو ډول نفسي اطمنان ورکوي او جنين د مور په غيږ کې په تلاوت باندې د آرامۍ او د اطمنان احساس کوي او ماشوم له قران او د قران له اوريدو سره مينه پيدا کوي..

دوهمه مرحله (له يو کلنۍ څخه تر درې کلنۍ پورې) :
ماشوم په دې مرحله کې داسې وي، چې هرڅه تقليد کوي، ځکه بايد په دې وخت کې مور ډيره هڅه په دې وکړي چې هرکله د ماشوم په وړاندې قرآن تلاوت کړي، له ځانه سره ماشوم په لمونځ کې شريک کړي، په دې مرحله کې ماشوم خپل چاپيريال ته ګوري نور چې هرڅه کوي دې يې هم غواړي هماغسې وکړي، نو مور بايد په دې مرحله کې خپل اولاد ته داسې وښيي چې دوې قرآن ته ډير احترام لري او په ډيره درنه سترګه ورته ګوري، ماشوم ته بايد دا وروښودل شي چې دا کتاب ډير لوړ کتاب دې او موږ ورته ډير احترام لرو. که چيرته مور په پخلنځى کې هم له ځان سره قران تلاوت کوي او يا يې اوري، ماشوم ته دا احساس ورکوي چې مور يې له دې کتاب سره ډيره مينه لري.

دريمه مرحله (له درې کلنۍ څخه تر شپږ کلنۍ):
د ماشوم په شخصيت جوړونه کې دا مرحله ډيره موثره او اغيزمنه ده، دا يوه داسې مرحله ده چې د ماشوم شخصيت پکې جوړيږي او خپل د شوق او پاملرنې وخت يې همدا دى، دا له قرآن سره د ماشوم د اړيکو پيدا کولو يوه ډيره مهمه مرحله ده، ځکه خو بايد دې مرحلې ته ډيره پاملرنه وشي، په دې مرحله کې بايد ماشوم ته د نورو په وړاندې ځنې جايزې هم ورکړل شي، ترڅو لا ډير وهڅيږي او د فخر احساس وکړي، کله چې ماشوم له دغه وخت څخه د قرآن په حفظ او زده کړې پيل وکړي، قرآن يې له وينې او غوښې سره يوځاى کيږي.
په دې وخت کې بايد مور کوښښ وکړي چې خپل ماشوم په کوم دار الحفاظ کې داخل کړي او د قرآن د زده کړي او حفظ لپاره ورته د عمر مناسب کومه آله واخستل شي (لکه ايم پي تري) ترڅو د قران زده کړه ورته آسانه شي.
په دې وخت کې مو ماشوم ته د قرآن ځنې معناوې تشريح کړي، خو په دې کې محتاط اوسئ چې په ماشوم باندې دا په فشار ترسره نکړئ، په ماشومانو کې د حفظ او زده کړي قابليتونه فرق لري او همدارنګه په دې وخت کې مو ماشوم ته د خداې د کلام آداب هم وروښيئ او ورته ووايې چې په ځمکه يې کښينږدي، بل څه د قرآن له پاسه کښينږدي، تکيه به پرې نه کوي او داسې نور له قرآن سره آداب.

 

څلورمه مرحله (له اووه کلنۍ څخه تر دولس کلنۍ پورې) :
پخوانيو مراحلو ته بايد په دې وخت کې نور پرمختګ هم ورکړل شي. په دې وخت کې بايد د ماشوم اړيکه له قرآنی حلقاتو سره ډيره شي.
مهمه داده چې پلار ماشوم ته يو داسې د فخر احساس ورکړي کله چې ماشوم قرآن حفظ کوي، بايد پلار ماشوم ته د نورو په وړاندې جوايز ورکړي او هغه ته دا احساس ورکړي چې تا د قرآن يوه برخه حفظه کړه ځکه دې جوايز ترلاسه کړل، نور بايد ماشوم ته قرآن لږ لږ تشريح هم شي او د قرآن د حفظ او زده کړي ارزښت په اړه ورته وويل شي

والدين بايد په يوه رايه وي داولاد په اسلامي تربيه کي

لمړی : داډيره ضروري ده چي مور اوپلار دواړه د اولاد په تربیه او پالنه کي باید په یوه رایه وي او د هغوی تر مینځ اتفاق موجود وي او دواړه لوري ددې لپاره یو ټاکلی سیاست ولري تر څو ماشوم د پاڼ او پړانګ تر مینځ رانشي او په  ذهني تشویش اخته نه شي چي په نتیجه کی به یې ټولي هلي ځلي عبث ولاړي شي که پلار زوی ته نصیحت وکړي او دلمانځه په هکله خبري ورته وکړي مور یې هم باید ملاتړ وکړي او چي کله پلار نه وي هغه خبري ورته تکرار کړي چي پلار  ده  ته وایې او په ډېره خوږه مورنۍ مینه د هغه خبري په دماغ کي ورپېچکاري کړي او که یې مور په کوم کار او یا دلمانځه په نه کولو زوی وترټي کله چي پلار ورباندي خبر شي خپل ماشوم ته دا ووایې چي مور دي ښه درته وایې د هغې خبره منه په دې کي ستا ددنیا او اخرت خیر دی داسي نه وي چي زړه ورباندي وسوځي او خوشاله یې کړي ترڅو له هغه سره دا سوچ پیدا نه شي چي د مور ترټل یې بې ځایه وو ځکه خو یې پلار بېرته خوشاله کوي .

دوهم : که ماشوم یو نېک کار وکړي باید سمدستي یوانعام ورکړ شي که هغه د مثال په توګه یوه ورځ ټول لمونځونه په اول وخت کي وکړي باید ماخوستن د پلار اویا مور له خوا هغه ته یو انعام ورکړل سی او هغه وپوهول شي چي دا یې څومره ښه کار کړی دی بله ورځ بیا په خپله هغه تکراروي تر څو هغه نېک کار د هغه په خټه کي ځای ونیسي او ماشوم ته انعام ورکول باید فوري او سمدستي وي او تشه دروغجنه وعده نه وي ځکه ماشوم  یي ژر هېروي تر څو ماشوم پوه شي چي دایې د افعالو نتیجه ده .

 

درېیم : د ماشومتوب مرحله له دریو څخه نیولي تر پنځو کلونو پوري ده چي په دې مرحله کي ماشوم د خپل ځان په هکله د استقلال احساس کوي او هم داراز د عمر په دې مرحله کي له دې سره مینه لري چي د نورو پېښې او تقلید وکړي ، که له والدینو څخه کوم یو په لمانځه درېږي ماشوم ورځي او خواته یې درېږي او هغه هم ورسره خپل حرکات اجراء کوي که هغه زمونږ پېښې کوي او مونږ ورته ووایو چي ورځه خپلي لوبي وکړه ته لا اوس وړوکی یې او په لمانځه نه یې درېدلی دا به ستره غلطي وي ، مونږ باید هغوی پرېږدو چي په خپل فطرت سره اوپه خپله خوښه سره چي څرنګه یې زړه وي هغسي زمونږ د لمانځه پېښې وکړي په همدې توګه که هغه زمونږ په خوا کي رکوع او سجده کوي او بیا منډه واخلي او لوبي وکړي او یا لاس ټکوي او یا خبري کوي مونږ باید څه ورته ونه وایو او تبصره ورباندي ونکړوهغوی د عمر په دې مرحله کي کېدای شي د لمونځ کوونکي مخي ته تېرشي او یالوبي وکړي او یا نعرې وهي او یا په لمونځ کوونکي سپرېږي خو باید ونه ترټل شي او نه پوري وهل شي او په مینه باید کېنول شي ځکه چی نبی کریم ص دا کار د جماعت په لمانځه کي کړی دی په هرصورت خوکه  مونږیی په غېږ کي نه را آخلو خو باید دکې هم ورنکړو. خو امام نووي داسی فرمایی چي که ماشوم په لمانځه کي څوک را واخلي اوکوم ښکاره نجاست ورباندي نه وي پروا نلري دده متن مستقیم رانقلوو:

وأن ثياب الصبيان وأجسادهم طاهرة حتى تتحقق نجاستها وأن ا فعل القليل لا يبطل الصلاة وأن الأفعال اذا تعددت ولم تتوال بل تفرقت لا تبطل الصلاة وفيه تواضع مع الصبيان وسائر الضعفة ورحمتهم وملاطفتهم وقوله رأيت النبي صلى الله عليه وسلم يؤم الناس وأم امة على عاتقة هذا يدل لمذهب الشافعي رحمه الله تعالى ومن وافقه أنه يجوز حمل الصبي والصبية وغيرهما من الح يوان الطاهر في صلاة الفرض وصلاة النفل ويجوز ذلك للامام والمأموم والمنفردوحمله أصحاب مالك رضي الله عنه على النافلة ومنعوا جواز ذلك في الفريضة وهذا التأويل فاسد لأن قوله يؤم الناس صريح أو كالصريح في أنه كان في الف يضة وادعى بعض المالكية أنه منسوخ وبعضهم أنه خاص بالنبي صلى الله عليه وسلم وبعضهم أنه كان لضرورة وكل هذه الدعاوى باطلة ومردودة فانه لا دليل عليها ولا ضرورة اليها بل الحديث صحيح صريح في جواز ذلك وليس فيه ما يخالف قواعد الشرع لأن الآدمي طاهر وما في جوفه من النجاسة معفو عنه لكونه في معدته وثياب الاطفال وأجسادهم على الطهارة ودلائل الشرع متظاهرة على هذا والافعال في الص اة لا تبطلها اذا قلت أو تفرقت وفعل النبي صلى الله عليه وسلم هذا بيانا للجواز وتنبيها به على هذه القواعد التي ذكرتها.۱

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

.۱- شرح النووي على صحيح مسلم جلد ۵ صفحه ۳۲

همدارازپه دې عمر کي ماشوم ته باید سورة الفاتحة او معوذتین ور یاد کړل شي .

د ماشوم د عمر دوهمه مرحله له پنځو کلونو څخه تر اوو کلونو پوري ده په دې مرحله کي باید ماشوم ته د هغه د پوهني مطابق په پستو او خوږو خبرود الله تعالی نعمتونه او احسانونه ور وپېژندل شي او هغوی وپوهول شي چي الله تعالی له خپلو بندګانو سره څومره مینه لري او په هغو یې څومره زیاته مهرباني او رحمت پېرزو دی دا کار د ماشوم په زړه کي د الله تعالی مینه پیدا کوي او هغه د الله تعالی د رضاکولو لور ته تشویق کوي خو د عمر په دې مرحله کي د والدینو زیاتي خبري باید د الله تعالی د ذات او د هغه د قدرت او صفاتو په هکله باید وي او هغوی ته دا ور وپېژندل شي چي د الله تعالی په عبادت کي زیات خوند اولذت دی او د الله تعالی عبادت د انسان په ژوند مستقیمي اغېزې لري ، په دې وخت کي والدینو ته په کار ده چي د خپل ماشوم لپاره په خپلو کړو وړو کي یوه ښه نمونه وړاندي کړي ځکه ماشوم د هغوی تقلید کوي او والدین باید یوه ښه قدوه وي د مثال په توګه که والدین پنځه وخته لمونځ په اول وخت کي بې تکلیفه او په شوق سره ادا کوي او ما وم ورته ګوري هغه دا فکر کوي چي دا څومره ښه کارده چي د هغه مور او پلار یې کوي او د هغه هم مینه ورسره پیدا کېږي ، لمونځ باید د یوه عادت په شکل نه بلکه د عبادت په شکل هغه ته ور وپېژندل شي او د لمانځه په هکله د رسول الله ص ی الله قول وفعل او د صحابه کرامو قصې ورته بیان کړلی شي همدا راز د عمر په دې مرحله کي ماشوم د قصو او نکلونو له آورېدلو سره مینه لري هغوی ته باید د اسراء او معراج قصه او همدا راز د انبیاوو  صې وکړلی شي تر څو اسلامي فرهنګ او عقیده د هغوی په ذهنونو کي ځای ونیسي .

یوشی چي باید مونږ یې په پام کي ونیسو هغه داده چي د عمر په دې دواړومرحلو کي ماشوم تهدید نه شي ونه ترټل شي وهل خو لا په خپل ځای دی او اود هرښه کار په تېره بیا د لمانځه لپاره تشویق او ترغیب کړل شي .

په عمومي توګه د ژمي په موسم کي کېدای شي ماشوم له یخو اوبو څخه د تښتي په وجه لمونځ پرېږدي په کار داده چي تل تودې اوبه د هغه د اوداسه لپاره برابري کړلي شي ترڅو لمونځ ورڅخه پاته نه شي .

ماشوم ته د لمانځه د تمرین د ورکولو لپاره باید یو ځانګړی سیاست په کار واچوو چي هغه په تدریج سره د هغه د اداکولو جوګه شي ، مثلاً دیو څه وخت لپاره هغه یوازي د سهار لمانځه ته راپورته کړو چي کله یې هغه عادت جوړشي د ماسپښین لمونځ ورباندي شروع کړو په همدې شکل کرارکرارهغه په ټولو لمونځونو عادت کړو کله چي په دې عادت شول بیا ددې تمرین ورکړو چي په اول وخت کي یې ادا کړي چي کله یې دا هم عادت جوړ شي بیا دسنتونو دادا کولو تمرین ورپیل کړو او هغه هم په تدریجي شکل ترڅو یې په مینه سره اداکړي او په ټولو سنتونو سره عادت شي .

په دې وخت کي له هر تمرین سره هغه ته باید یو انعام وټاکل شي ضروري نه ده چي هغه نقدي وي بيا که هغه شی انعام ورکړل شي چي هغه زیاته مینه ورسره لري او تل یې یادوي لکه نوي جامې یا ساعت او یا پلاستیکي موټر او د نجونو لپاره پلاستیکي لوښی او د لوبو شیان .

دا هم باید هغوی ته وښیو چي د لمانځه ادا کولوته ګړندیتوب جنت ته ګړندیتوب دی او دلمانځه په بدل کي الله تعالی مسلمان ته جنت ورکوي او جنت هغه ښایسته استوګنځای دی چي مثال يي نسته .

همداراز د عمر په دې مرحله کي ماشوم ته د پاکي او صفایې ځیني احکام ور وښودل شي لکه د اودس وچول استنجاء وهل او بیت الخلاء ته د تګ  ادب او له نجاست څخه د خپل بدن او کالیو پاک ساتل او د اوداسه تعلق له لمانځه سره او د هغه اجر او ثواب .

ماشوم ته د اوداسه ورښوول او عملاً د هغه په حضور کي اودس کول چي هغه تا وویني چي څرنګه اودس کوې دا یو سنت عمل دی او صحابه کرامو به هم داسي کول .

بل د عمر هغه مرحله ده چي د اوو کلونو او لسوکلونو په مینځ کي ده دا هغه مرحله ده چي په عام طور د لمانځه په وړاندي په ماشوم کي سستي راځي او پابندي یې زیاته نه کوي ولوکه هغوی تر دې مخکي د لمانځه پابند وي خو دا دهغوی د سرکشي مرحله ده په دې وخت کي له هغه سره په حکمت او هوښیاري سره چلند په کار ده او باید مستقیماً پوښتنه ورڅخه ونه شي چي د مازدیګر لمونځ د کړی دی ؟ ځکه چي هغه کېدای شي له لمانځه څخه د تېښتي  پاره درته دروغ ووایې چي هو نو بیا به نارې وهې چي چېرته د وکړ او چا ولیدلې ؟ او یا به هم داسي غوږ کوڼ اچوې او هغه به بې لمانځه پاته وي ښه داده چي دوه درې ځلي ووایې راځۍ د لمانځه وخت دی که هغه ووایې چي ما د مور په خونه کي وکړ ورته ووایه چي یواځی د مور په خونه کي برکت اچوې راځه زما په خونه کي یې هم وکړه چي هلته هم برکت پیداشي ځکه چي په هرځای کي چي لمونځ کېږي هلته ملایکه راځي او په هغه ځای کي برکت وي هغه د مور په خونه کي چي ده کوم لمونځ کړی دی هغه به نفل شي او دا خبري ورته په نرمه خندا او خوږه لهجه سره وکړو که مونږ داسي وکړو هغه بل ځل دروغ نه وایې او تل به ستاسي په حضور کي لمونځ کوي ځکه چي هغه پوهېږي چي که یې لمونځ کړی هم وي خو دوهم ځل یې بېرته والدین ورباندي کوي او ضمنا یې دا عقیده جوړېږي چي د لمانځه په ځایونو کي الله تعالی برکت اچوي او ملایکه هلته راځي .

د عمر په دې مرحله کي ماشوم د لمانځه په کولو ډېر ښه ښکاري او والدینو ته دهغه  خاصیت ډېر خوند ورکوي او لمونځ یې ټول عیبونه پټوي ، په دې مرحله کي ماشوم ته د لمانځه او اوداسه ټول احکام باید وروښودل شي او په هغه طریقه لمونځ ور وښوول شي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دی همدا راز ځیني مأثوره دعاګاني او اذکار چي له لمانځه وروسته یې ویل سنت وي هغه ته وریاد کړلی شي .

په دې مرحله کي هغه باید په دې پوه کړو چي په پابندي سره پنځه وخته لمونځ ادا کړي او که د یوه عذر په وجه ورڅخه قضا شي باید راویې ګرزوي چي کله د لمانځه پابند شي باید ددې تمرین ورکړل شي چي څرنګه اذان واوري فوراً ولاړ شي او د لمانځه تیاري پیل کړي او ځنډ ونکړي .

همدا ر از د عمر په دې مرحله کي ماشوم باید په خپل مور او پلار کي د لمانځه په هکله د هغوی د وېښتابه حس درک کړي مثلا که ماشوم د وېده کېدلو لپاره اجازه وغواړي باید پلار یې بې له تردد څخه ورته ووایې چي د ماخوستن لمانځه ته لږ وخت پاته ده راځه چي په یوځای لمونځ وکړو بیا به وېده شې .

مولاناصاحب اشرف علی تهانوی رحمة الله به هر وخت که به مېلمه وو او که به نه ووددې لپاره چي د ماخوستن لمونځ له چا څخه پاته نه شي د ډوډۍ خوړل د ماخوستن له  مانځه څخه وروسته ته ځنډوله او که به هرڅومره مونږ د وړوکتوب په وخت کي وږي وو خو هغه به همدا ویل چي د ماخوستن لمانځه ته لږ وخت پاته ده چي لمونځ وکړو بیابه ډوډۍ خورو او بیا دا د هغه په ژوندکي زمونږ عادت جوړ شوی ووداځکه که د ماخوستن ډوډۍ تر لمانځه مخکي وخوړله شي د انسان بدن سست کېږي او خوب یې وړي او که لمونځ کوي هم خو په مطلوب شکل یې نشي کولای .

همداراز که ماشوم د لوبو لپاره د وتلو اجازه وغواړي او د لمانځه وخت نژدې وي هغه ته باید ووایو چي د مازدیګر د لمانځه وخت نژدې ده راځه چي لمونځ وکړو بیا به لوبو ته ولاړ شې او زه به مو هم د لوبو ننداره وکړم .

که هغوی د خپلو خپلوانو د ملاقات لپاره تلل غواړي او د ماښام وخت نژدې وي هغوی ته باید ووایو چي دماښام لمونځونه مو وکړل بیا به د هغوی کور ته ولاړ شو .

همدا راز د هغوی په مخ کي چي له چا سره د یو کار او لیدني وعده کوو هغه په لمانځه پوري وتړو د مثال په توګه : د مازدیګر په لمانځه کي به سره ووینو ، د ماښام له لمانځه وروسته به درشم ، د ماخوستن له لمانځه وروسته به ستا ضرورت پوره کړم همدا راز که مونږ د یوچا د راتګ په انتظار یو او ماشوم موله مونږ څخه پوښتنه وکړي چي کله به راځي باید ورته ووایو چي مثلا د ماښام له لمانځه څخه وروسته به راځي ، که له هرڅه سره د  مانځه یادونه کېږي اولادونه مو ضرور دې ته متوجه کېږي چي لمونځ د اهمیت وړ دی ځکه چي زمونږ والدین یې په هرڅه کي یادوي او زیات خیال یې ساتي .

که له اولادونو څخه کوم یو ناروغ شي هم باید ورته ووایو چي له وس سره سم خپل لمونځ وکړي ترڅو چي په دې احساس لوی شي چي لمونځ په هیڅ شکل پرېښوول نه دی په کار او د لمونځ په پ ېښوولو کي کوم عذر نشته که په سفر باندي یو هغوی ته باید ووایو چي د قصر لمونځ وکړي او ددې په حکمت یې پوه کړو چي اسلام د رحمت دین دی څرنګه چي په سفر کي ستوماني وي په دې وجه الله تعالی په خپلو بندګانو قصر واجب کړی دی او دا د الله تعالی په خپلو بندګانو باندي یو ستر رحمت دی .

هغوی باید ددې جرأت ولري چي خپل همزولي او ملګري هم مسجد ته ورسره ملګري کړي او که په تلیفوني خبرو ورسره لګیا وي او جماعت درېږي باید ورته ووایې چي د جماعت د درېدلو وخت دی او تلیفون د فوراً بندکړي او که کوم ملګری یې لمونځ نه کوي نو هغه ته د هم د لمانځه ترغیب ورکوي او په ځان د ددې شکرکاږي چي لمونځ کوي .

همدا راز خپل اولادونه وروسته له دې چي د فرض لمانځه پابند شي د نفلونو په کولو هم عادت کړو .

که مونږ له هغوی څخه د حساب پوښتنه کوو نو هم مثالونه یې لمونځونه باید ذکر کړو لکه یوه سړي دوه رکعته لمونځ وکړ او بیا یې څلور رکعته د ماسپښین وکړل مجموع یې څو رکعته شولو؟ او که ماشوم لوی وي بیا داسي پوښتنه ورڅخه وکړو چي : د یوه سړي د کور او مسجد تر مېنځ ۵۰۰ م تره فاصله ده هغه په یوه ګام کي ۴۰ سنتیمتره وهي نو مسجد ته به په څو ګامونه آخلي چي ورسېږي او چي الله تعالی په هر قدم لس نېکي انسان ته لیکي مجموع څو نېکیوي جوړېږي ؟

هغه کېسټي او وېډیو فلمونه چي لمونځ او دلمانځه ارکان په کي ښوول کېږي اوشریعت یې کتل روا بللي وي هغوی ته راوړو چي ویې ګو ی تر څو ورڅخه فایده واخلي .

او هرڅه چي له لسو کلونو څخه وروسته د وهلو مسأله ده زما په نظر که تر دې عمره پوري د والدینو د تفاهم او تعاون له مخي د ماشوم نګراني او تربیت په دې  ډول  وشي چي مونږ ورته اشارې وکړې دې ته به اړتیا پیدا نه شي چي هغه له لسو کلونو څخه وروسته ووهي او که چاره نه وه او بیا هم ماشوم د لمانځه پابندي نه کوي نو بیا د یې په داسي شکل ووهي چي عیب په کي جوړ نکړي په مخ د یې نه وهي او د نورو په مخ کي د یې هم نه وهي او د کاوړ په وخت کي د یې هم نه وهي ځکه چي د اولا د له وهلو څخه مقصد دهغه اصلاح ده او د هغه توهین او سزا او یا د مشکلاتو اېجادول نه دی که مربي او یا والدین په دې پوه شي چي مشکلات یې په وهلو زیاتېږي او نور یې هم له لمانځه څخه کرکه ډېرېږي او یا له کور څخه تېښتي ته مجبوره کېږي او د فاسقانو او منحرفو انسانانو په منګولو کي لوېږي نو بیا د وهل پرېږدي او بله طریقه چي په لاندي کرښو کي به ذکر شي خپله کړي .

دا هم باید په پام کي وساتوچي دلمونځ په پابندي سره ادا کول هم د نورو هغو ښو صفتونو په شان دی چي مونږ یې د خپلو اولادونو لپاره خپلول غواړو لیکن د لمانځه په هکله مونږ ځکه جدي یو چي دا په دیني لحاظ د اولیت مقام لري او د لمانځه په هکله بې پروایې هغه حساسه موضوع ده چي نشو کولای په هیڅ صورت یې له پام څخه وغورځوو او په هرشکل چي وي باید اولادونه تعقیب کړو دلته هغه حدیث چي مخکي مو ذکر کړلو یو ځل بیا ذکر کوو:

عن عَمْرِو بن شُعَيْبٍ عن أبيه عن جَدِّهِ قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عليها وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في الْمَضَاجِعِ. ۱

عمرو رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپلو

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سنن أبي داود ،اول جلد صفحه ۱۷۸

اولادونو ته د لمانځه حکم کوۍ کله چي هغوی د اوو کلونو شول او د لمانځه په پرېښودلو یې وهۍکله چي هغوی د لسو کلونو شول او د خوب ځایونه یې یو له بل څخه بیل کړۍ په دې روایت کی صرف یوټکی چي دلته یې ذکر کوو هغه دا دی چي  دا راښیي چي د پلانګذاري له مخي او په تدریجي شکل او لادونو ته لمونځ ور وښیو یعني له اوو کلونو څخه نیولي تر لسم کال پوري ددې دریو کلونو په دوران کي مونږ هغوی ته د لمانځه په هکله بشپړ معلومات او د لمانځه اهمیت او په دنیا او آخرت کي د هغه ګټي ور وښیولکه مخکي چي مونږ د تدریجي ښووني کیفیت ذکر کړلو له هغه څخه کار واخیستل شي .که د ما شوم په لمانځه عادت کول لسم کال ته پرېښودل شي نو بیا والدین زیات وخت ته ضرورت لري تر څو هغه په مطلوب شکل سره د لمانځه په اداکولو معتاد کړي دا ځکه چي د لسو کالو ماشوم له نفسیاتي او فکري لحاظه د اوو کلونو له ماشوم سره توپېر لري په دې صورت کي والدین صبر زغم او له حکمت څخه کار اخیستني ته ضرورت لري نه داچي هغوي له بېړي او غصې څخه کار واخلي .د ماشوم د عمر په لس کلنه مرحله کي مونږ ته په کار ده چي د هغه طرز تفکر او د هغه احساس په پام کي ونیسو او د هغه د ستونځو او مشکلاتو احساس وکړو او له هغه سره یې په حل کي مرسته وکړو داسي نه وي چي هغه دا فکر وکړي چي زمونږ ټوله توجه یوازي د هغه لمانځه ته ده او هغه او د هغه خیالات مونږ ته څه اهمیت نلري، هغه په خپل ځان د راچارپېره نړۍ په هکله فکر وهي او پوهېږي چي دوه یا درې کاله ورو سته د هغه په ژوند کي نوي تحولات را روان دي ، د عمر په دې مرحله کي هغه ته لوبي تر هرڅه زیات ارزښت لري ځکه خو هغه له لمونځ کولو څخه غافل کېږي او کله ناکله هغه په دې اساس ضد کوي چي دا په هغه باندي تپل شوی کار دی چي هغه تر ذهني فشار لاندي راولي مونږ باید په هغه پسي داسي شله نشو چي کله مو هم سترګي ورباندي ولګېدلې د لمانځه پوښتنه ځیني کوو .

په دې هم باید پوه یو چي هغه لا اوس هم د مکلفیت مرحلې ته نه دی رسېدلی او په دې عمر کي هغه ته د لمانځه د کولو حکم یوازي د تمرین او د هغه دعادت کولو لپاره دی نه د مکلفیت په وجه ، که له هغه څخه مونږ د هغه د ستونځو او مشکلاتو په هکله پوښتني وکړو کوم چی دی د عمر په دې مرحله کي ورسره لاس او ګر ېوان دی دا به زمونږ او د هغه اړیکي نوري هم نژدې کړي او هغه به دا محسوس کړي چي مونږ یې یوه امانتداره تکیه یو او په مونږ به د هغه اعتماد نور هم زیات شي چي په نتیجه کي به بیا زمونږ هر حکم که د لمانځه په هکله وي او که دنورو تربیوي لارښوونو په هکله وي په اهتمام سره په خپل فکر کي یادداشت کوي .

اووم فصل

دماشوم دبي لاري اسباب او علاج يي

                                        د بې حيايۍ محرکات
د اولاد د نېکې او صالحې تربيې لپاره اسلام ټول هغه محرکات هم ړنګوي چې جذبات پاروي او د نفس د زورورېدو لامل ګرځي.

  تلويزيون:
د بې حيايۍ يو غټ محرک تلويزيون دی. ماديت پالنې، نفسانيت، او بې هدفه ژوند خواته د مايلولو دغه مهمه وسيله له همغه لومړي عمره زهرجنې اغېزې لري او ټول ژوند احاطه کوي. په تلويزيون کې د ښځې د تقدس پر پايمالولو او هغه د بازار د جنس په توګه وړاندې کولو سره د سړي په ذهن کې دا تصور رامنځته کيږي چې ښځه د مزې اخېستلو شی دی، او د ښځې په ذهن کې دا تصور راسخيږي چې نوموړې د سينګارولو شی دی.

د اولاد ذهن له لومړي عمره د تلويزيون په جادو ګريو کې داسې سره راښکېل کيږې چې هغه ته د ژوند بېلګه يوازې او يوازې په تلويزيون کې ښودل کېدونکی ژوند وي. له سندرو سره مينه، د بې حيايۍ له منظرو څخه مزه اخېستل، او فاحشې ټوکې د شخصيت برخه جوړيږي. او سنجيدګي، غور او فکر په شان عادتونه کله هم پرمختګ نه کوي ، د غور، فکر او تدبر څخه خالي ذهنونه به څرنګه د خپل رب سترتوب بيان کړي؟ له همدې امله دغسې اولادونه بيا تل پر اسلام د کمترۍ احساس کوي.

د کارټون په نوم د عجيب الخلقت کردارونو سره زړه راښکون، هغه د اتل (هیرو) په بڼه وړاندې کول، او بيا د غير معمولي طاقت لرونکي څښتن ښودل د اولاد ذهن د الله تعالی له طاقت او وحدانيت له تصور څخه خالي کوي. کله چې د اولاد په ذهن کې د کارټون داسې منظرې تېريږي چې هغه يو اتل دی، د بې پنا طاقت څښتن دی، شکست نه منونکی دی، او هغه ته مرګ نه راځي، نو د هغه په ذهن کې به کوم تصوير جوړيږي؟ ددې اندازه لګول ذرې قدره مشکل نه دي.
له ماشومتوبه د روپيو د لالچ او د ماديت پالنې تصور په ورکولو سره د داسې شيطاني ذهن تيارول چې وروسته بيا د دجالي قوتونو تر تاثير لاندې وي د ننۍ رسنۍ کار دی. فلم او سېنما ټول د هغه څانګې دي. تلوېزيون نن هر کور ته رسېدلی او د هغه له زهرو هيڅوک محفوظ نه دی. له همدې امله د هغه د خطرناکتوبه خبرېدل ډېر اړين دي. د تلويزيون پردې ته د وخت د تېرېدو ايماني زيان دا دی چې ټول شخصيت پر هغه منهج تعميريږي چې د شيطاني قوتونو مقصد دی. له دې سره په څنګ کې نورې اغېزې هم لري لکه له ذهني توازنه محرومېدل، له تعليمي سرګرميو څخه زړه بدي کېدل او تېښته، د مطالعې شوق او ذوق نه پيدا کېدل، همېشه غير سنجيده اوسېدل، او غير نورمال فعاليتونه شامل دي نور نو پدی هکله تاسو ښه قضاوت کولای سی .

انټر نیټ:
انټرنېټ د اوسني دور له مهم ترينو اړتياوڅخه دی.

د تعليمي او څېړنيزو کارونو لپاره يې استعمال ناچاره دی، خو دغه ايجاد د تنکيو ځوانانو په طبقه کې د بې حيايۍ فحاشۍ وسيله هم ده. په عام ډول تلويزيونونه د کورونو په ښکاره او پرانېستي ځای کې ايښودل کيږي خو کمپيوټر همېشه د کور په کوم کونج او خلوت چاپېريال کې ايښی وي. کوښښ وکړئ چې کمپيوټر د کور په څرګند ځای کې کېدئ کوم ځای ته چې هر وخت تله راتله کېږي. له اولادونو سره د اعتماد رشته ودروئ او له هغوی سره په کمپيوټر او انټرنېټ کې د بوختياو په اړه د خيالاتو د تبادلې له ليارې يو بل خبر ساتئ. د انټر نېټ کاري وختونه وټاکئ، ورسره ورسره د هغه استعمال د کوم ښه کتاب د مطالعې له شرط سره هم وتړئ تر څو د مطالعې عادت هم په خپل حال پاته شي. د انټر نېټ او کمپيوټر پر بوختياو بايد موروپلار د جاسوسيت پر ځای په خپلو اولادونو د دوستانو په څېر نظر ولري. خو که له کومو کارونو په سختۍ سره د مخنيوي اړتيا وي نو هلته بې ځايه نرمي، معامله نوره هم خرابوي، هغه سملاسي حل هم کړئ او پاملرنه هم ورته وکړئ. د کمپيوټر له کارونې سره دومر بلديت حتماً ترلاسه کړئ چې اولادونه تاسو ورسره نابلده ونه ګڼي. د لويديزې ټولنې يو تصور محرميت (Privacy) هم دی، اولادونه له دغه تصوره وژغورئ ځکه همدغه د ګناهونو جرړه ده. ګرځنده تليفون او انټرنېټ هغه دوه زهرجنې وسلې دي چې محرميت ورته د (څه چې دې زړه غواړه کوه يې!) اصول ورکوي. په دې سلسله کې د دغو دواړو شيانو استعمال د بيخي اړتيا پر مهال استعماله پورې محدود کړئ او خپله يې هم د تفرېحي استعمال څخه اجتناب وکړئ.

 

 

ګډ (مخلوط) مجلسونه:
ګډو مجلسونو نه مراد هغه مراسم يا مېلمستياوې دي چې په کې نارينه او ښځينه په ګډې ناستې کې خبرې اترې کوي او تر منځ يې د بې تکلفۍ او بې پرده ګۍ عام حالت موجود وي. دغسې محفلونه له همغه لومړيه د اولاد په بې حيا کولو کې مرسته کوي. د کورنۍ له کومو وګړو چې د پردې حکم په قرآن او حديث کې شته د هغه مکمل اهتمام کول، د محرم او نامحرم د حدودو قايمول، او په کتنو او ملاقاتونو کې د پردې د اصولو او ضوابطو احترام کول اړين دي. د (تره، ماما، او ترور د لور يا ځوی) په نامه اولادونو ته د خور يا ورور ويل دومره بې تکلفه شوي دي چې ټول اسلامي حدود پرې تر پښو لاندې شوي دي. په دغسې حالاتو کې اولادونه د اسلامي اخلاقو پابندول، او د پردې له ارزښت، غرض او موخې او همداراز د پردې د ټولنيزو ګټو څخه يې په عقلي ډول قانع کول اړين دي تر څو هغوی د حجاب او ستر ايماني غوښتنې پوره کړي.

له موسيقۍ او فحش کتابګوټو مخنيوی:
د ذهني ودې، سنجيدګۍ او د فکر و تدبر د ژورو لپاره د مطالعې شوق بې حده اړين دی. ددغه شوق د پرمختيا لپاره ضروري ده چې اولادونو ته د هغوی له ذهني سطحې سره سم د کتابونو او رسايلو د مطالعې وينا وشي. له مطالعې سره تر عادتېدو وروسته اولادونو ته د مطالعې د ذوق پيدا کېدو تربيه ورکړئ او د ګټه ورو، او باهدفه کتابونو د انتخاب په اړه ورته ووايئ تر څو د مطالعې مقصد تر لاسه شي او دا يوازې يو ذهني لذت ونه ګرځي. اکثره په اولادونو کې دا رجحان پيدا کيږي چې هغه د چا له لارښوونې پرته د مطالعې شوق اختيار کړي. خو وروسته بيا دا شوق د انتهايي ذليل ذوق پر مظاهرو تبديليږي. فحش کتابګوټي، بې مقصده کتابونه، او بې معنی کيسې چې له اخلاق سوځوونکو خبرو ډکې وي د هغوی ذهنونه تيتوي او ټول شخصيت يې د همدې ګندګۍ شاوخوا ګرځي. دا حقيقت دی چې له کتل کېدونکي شي څخه لوستل کېدونکی شی ډېر موثر وي، نو په دې توګه په خيالاتو، تصوراتو، او خبرو اترو کې د شيطانيت اغېز څرګند نظر ته راځي چې د همدې کتابونو مقصد وي. نو ځکه ګټه ورو کتابونو ته د اولادونو مايلول د موروپلار کار دی.

 

 

دماشومانودرټلو څخه بايد ځان وژغورل سي:

دکوچنېانو له رټلو په هغوی له ظلم ځان وساتی ،اوتل له اولاد سره مېنه شفقت اونرمی کوی .

عن أبي هريرة أن الأقرع بن حابس أبصر النبي صلى الله عليه و سلم يقبل الحسن فقال إن لي عشرة من الولد ما قبلت واحدا منهم : فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم إنه من لايرحم لا يرحم) ۱

ژباړه : له ابی هریره څخه روایت دی اقرغ ابن حابس( رض) نبی صلی الله علېه وسلم په خدمت کې حاضر شو دامهال حضرت محمد صلی الله علېه وسلم له حضرت حسن (رض) سره مېنه کوله ،اقرغ چه اولېده حېران شو، ووېل يا رسول الله تاسې هم له کوچنېانو سره مېنه کوی ،زما خو لس ځامن دي مګر ما خو هېڅکله له ېوه سره هم مېنه نه ده کړی نبی صلی الله علېه وسلم دهغه په لور وکتل او ويې فرماېل چی خدای( ج) ستا له زړه رحمت او مهربانی اېستلی وي نو زه څه کولای شم .

په کور کی رټل هم دماشوم لپاره تاوانی دی اوډیر والدین دا عادت لری که په کور کی ماشوم کوم خبره وکړی دوی یی ور رد کړی او که په خپله خوښه کوم کار وکړی هم یی ملامتوی چی پایله داسی چی دماشوم پرځان باندی باور ختم سی اوپه کور کی بی زړه اوځان دنوروپه پرتله سپک ګڼی چی ګوندی دهیڅ کار وړندی دغه کار ماشوم دی ته اړکی چی خپل ټول وخت دباندی تیرکړی او په آینده کی بی لاری سی والدینوته ددی خبری احساس پکاردی چی پدی ډول چلند سره ماشوم دکورڅخه زړه توری کیږی اوکه په کور کی دماشوم لپاره مینه وی نو هیڅ کله بی لاری ته نه مایل کیږی او په پای کی بسنه به داوی چی والدین دماشوم دفطری اړتیا په تسکین سربیره ددوی جذبات په پام کی ونیسی او بی ځایه ډیره مینه اوبی ځایه سختی دواړه دماشوم لپاره هلاکت  دی په مناسبه مینه او خوا خوږی سره دماشوم سمه روزنه کیدلای سی او که موږ دماشوم په جذباتی ژوند کی توازن راوستلای سو نونه به له ماشوم څخه بی لاری توب راڅرګند سی اونه به دکورنی لپاره دپریشانی لامل وګرځی .

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- صحیح المسلم ،۴ جلد ، صفحه ۱۸۰۸

ښې خبرې:
د ښو دوستانو انتخابول او د هغوی صحبت اختيارول د ځان سم ساتلو يوه مهمه وسيله ده. دوستان د انسان پر شخصيت حتماً اغېز غورځوي. له همدې امله په حديث کې د دوستانو د انتخابولو په سلسله کې هم لارښوونې شته چې (انسان د خپل دوست پر دين وي). د ښه صحبت اجتماعيت هغه بنسټ دی چې اسلام يې په اختيارلو تاکيد کړی دی. اولادونو ته د ښه دوست پيدا کولو ترغيب ورکړئ، هغوی ته په تفصيل ووايئ چې ښه دوست چاته وايي، د هغه کردار بايد څرنګه وي، او هغه څه کوي؟ تر څو هغه خپل انتخاب د اسلامي معيار سره سم جوړ کړي او څوک يې چې دوستان دي هغه ارزيابي کړي. په دې ضمن کې موروپلار بايد د اولادونو له دوستانو سره راشه درشه او ملاقات، او د هغوی کورونو ته تګ راتګ ضرور ولري تر څو د دوستانو د کورونو چاپېريال او د هغوی عادتونه او خصلتونه ورمعلوم شي. دوستانو ته هم په خپل کور کې د راټولېدو موقع ورکوئ او ورسره دوستانه رويه خپله کړئ تر څو د دوستانو اخلاقي حالت هم درست وي او خپل اولادونه هم سرلوړي وي ښه خبره دا ده چې اولادونه له داسې اجتماعيت سره وتړئ چې له همغه لومړيه د صحت مندانه بوختياو په وسيله د اولادونو اخلاق او کردار سموي. فارغ وختونه خپله قيمتي متاع وګڼئ، که موروپلار خپلو ځانونو او اولادونو ته هم ددې وختونو ګټه ور استعمال ورزده کړي نو د اسلامي امت دغه ګرانبيه پانګه به د باطل په رنګ کې له رنګېدو بچ شي.

ګټورې او زړه راښکونکې بوختياوې:
ويل کيږي چې فارغ ماغزه د شيطان کور وي. کله چې د کولو لپاره ګټور کار نه وي، نو انسان خپلې وړتياوې په بې کاره کارونو کې په مصرفولو سره ضايع کوي. اولادونه په فارغ وخت کې ګټورو او زړه راښکونکو کارونو ته مايل او اسانتياوې ورته برابرې کړئ. باغواني، کيسه ليکنه، د مختلفو ځايونو انځورونه راټولول او ورڅخه البوم تيارول، د مهمو تاريخونو اخبارونه راټولول، په يوه ځانګړې موضوع ليکنې راجمعه کول، رنګونه، د بيت بازۍ سيالي، ويناګانې کول، د کوچنيانو مشاعره کول، د احاديثو او ايتونو اورول، د کيسه ويلو سيالي کول، او پاکې لطيفې اورول ګټورې بوختياوې دي. جينکو ته مختلف هنرونه لکه خياطي، ګلدوزي، او لاسي کارونه ورزده کول چې سبا ورځ يې هم په کار راشي. غرض دا چې اولادونو ته د داسې بوختياو په واسطه د وخت استعمال وښايئ چې پرې له تلويزيونونو، کارټونونو او فلمونو څخه لېرې پاتې شي. په دې ډول د اولادونو ذهني وده هم کيږي او ذوق يې هم غوړيږي. د جسماني بوختياو انتخاب د موسم، ځای او جنس په نظر کې نيولو سره کېدای شي. زامنو ته په ځانګړي توګه کراټې، لامبو، اسپ سورېدنه او داسې نورې موقعې ورکړئ.

له اولادونو سره ريښتينی تعلق:
پورته يادې شوې چارې داسې دي چې که اختيار هم شي او له اولادونو سره د موروپلار اړيکې دوستانه نه وي نو دا ټولې هڅې خوشې ځي. د موروپلار کوښښ دا وي چې د تربيې ټول کارونه دې بل کوم نفر تر سره کړي او هغوی دې بيخي فارغ وي. په دغسې حالت کې که اولاد د الله تعالی د رحمت له مخې نېک او صالح شي نو امتياز يې د موروپلار پر سينې لګېږي او کله له بده مرغه معامله ددې برعکس شي نو په ژړا ژړا وايي چې مونږ خو ډېر کوښښ کړی وو خو افسوس زمونږ پر برخه! د همدې لپاره اړينه ده چې له اولادونو سره دوستي وشي، هغوی خپله صدقه جاريه وګڼل شي، د هغوی لپاره خپل کاري وختونه ترتيب کړای شي په کوم کې چې د موروپلار او اولادونو تر منځ تعلق جوړ شي نه چې ټوله رشته د تعلقاتو پر بنياد چليږي. که شاوخوا سترګې وغړوئ نو د موروپلار او اولادونو تر منځ د تعلقاتو رشته وي په کوم کې چې د تعلق هيڅ جوش نه وي. په کوچنيواله کې موروپلار خپله دنده همدا ګڼي چې د ښه خوراک، بهترين پوښاک، او تعليمي اسانتياو په برابرولو سره دهغوی مسئوليت پوره کيږي. او په غټوالي کې بيا همدا فصل د خپلو اولادونو له لاسه ريبي او خوري يې په کوم کې چې اولادونو ته همدا تربيه ورکول شوي وي چې د موروپلار خدمت د همدې مادي حده پورې محدود وي. د خپلو اولادونو د زړه خبرو د اورېدو عادت جوړ کړئ، د هغوی ورځني کارونه د هغول خولې واورئ چې په کې د هغوی د ښوونځي احوال او د دوستانو رويه، او د هغوی احمقانه حرکتونه هم شامل وي. په غلطو خبرو د سملاسي غبرګون پر ځای يې په مناسب وخت کې د اصلاح کوښښ وکړئ. دا هغه عوامل دي چې له امله يې د موروپلار او اولادونو په منځ کې د دوستۍ رشته قايميږي. د عمر په نازکه مرحله کې چې اولادونه له خپل موروپلاره په پټه کومې بوختياوې غوره کوي، د هغه له نيمايي ډېر لامل له خپلو اولادونو څخه په ذهني توګه د موروپلار لېری والی دی. بې ځايه سختي، هر وخت لعن او طعن، او له حده اووښتې مينه د اولادونو د بې لارې کېدو لامل ګرځي. تعلق، رشته قايمه هم ساتي او مزبوته هم. د همدې لپاره له خپلو اولادونو سره تعلق وساتئ ځکه چې اولادونه په اخرت کې ستاسو د نجات باعث ګرځي او د امت پانګه هم ده

 

نیک اولاد یو ستر نعمت دي:

اولاد د الله تعالي يو ډير ستر نعمت دي ليكن په دى شرط چي نيك او صالح وي همدغه وجه ده چي پيغمبرانو هم د الله تعالي څخه د دغي ستر نعمت غوښتنه كړي ، څرنګه چي په قران كريم كي هم مونږ ته يو ستره دعا راښودل شوي چي ابراهيم عليه السلام له خپل رب څخه غوښتي: (رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ )  1   ژباړه:اي الله ما ته نيك اولاد را په برخه كړي.
او په همدغه ځاي كښي د سپين ږيري زكريا عليه السلام ذكر هم دي چي د خپل رب څخه يى د اولاد غوښتنه ګړي الله تعالي په ال عمران سورت كي فرمائي :

(هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ )    2   ژباړه: زكريا عليه السلام د خپل رب څخه دعا وكړه چي اي زما ربه ما ته نيك اولاد را په برخه كړه بيشكه ته د دعا اوريدونكي يي.
همدا راز د عباد الرحمن د صفاتو نه يو دا هم دي چي هغوي د الله تعالي نه د نيك اولاد غوښتنه كوي الله تعالي فرمائي:( رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ )   3

ژباړه: اي الله مونږ ته زمونږ د ښځو او اولادونو څخه د سترګو يخوالي را په برخه كړي.

نيك اولاد صدقه جاريه:
صالح اولاد د الله تعالي هغه تلپاتي نعمت دي چي د انسان د مرګ څخه وروسته هم د مغفرت او بخښني سبب ګرځي لكه په حديث شريف كش چي راځي(اذا مات الانسان انقطع عنه عمله الا من ثلاث: صدقة جارية او علم ينتفع به او ولد صالح يدعوا له) 4

ژباړه: كله چي انسان مړ شي د هغه د عملونو سلسله هم ختمه شي مګر دري شيان داسي دي چي د هغه ته فائده رسوي چه هغه صدقه جاريه او يا هغه علم چي ورڅخه ګټه اخيستل كيږي او يا نيك اولاد چي پس له مرګه تل دهغه لپاره دعا كوي، نو د دي حديث څخه دا خبره په ډاګه شوه چي ځيني داسي عملونه شته چي ګټه يي انسان ته د مرګ څخه وروسته هم رسيږي چي يو د دغي عملونو څخه نيك او صالح اولاد هم دي چي خپل مور او پلار ته د هغوي د مرګ څخه وروسته د مغفرت او بخښني دعا كوي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱- سورت الصافات ۱۰۰ ایت    ۲- آل عمران ۳۸ ایت    ۳- سورت الفرقان ۷۴ ایت    ۴-  ترمیذی دوهم جلد  صفحه ۳۸۹
د اولاد د دغي سعادت د لاس ته راوړلو لپاره ځيني مسئوليتونه دي چي والدين يي بايد پر غاړه واخلي تر څو دغه ستر سعادت ور په برخه شي او دغه ستر مسئوليت دا دي چي والدين خپل اولاد د اسلام په اصولو تربيه كړي او د اسلام ستر نعمت د هغوي په لمنو كي واچوي ځكه مسلمان سره تر ټولو ستر نعمت اسلام دي .
د مسلمانو والدينو تر ټولو ستر وظيفه دا ده چي خپل اولاد ته ديني لارښونه وكړي او هغوي ته ديني چاپيريال برابر كړي ، او بيا دا خو يو روښانه حقيقت دي چي اسلام داسي يو دين دي چي په كښي د ژوندانه ټول اداب او طريقي موجودي دي نو بيا دا د هر مسلمان لومړني وظيفه ده چي دغه اسلامي طريقي او اداب د خپل ژوند لارښود جوړ كړي او خپلو اولادونو ته هم دا وروښيي چي دغه تعليمات د خپل ژوند په هر اړخ كي پلي كړي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پایله

په پای کی خپل مونوګراف داسی خلاصه کوم چی الله ج انساني نفس ښکلي او برابر خلق کړي دي اودوه ډوله استعدادونه يي ورکړي دي يودخير اوبل دبد کاري هغه نفس دکاميابی لار موندلی ده چي دخير استعداد يي تزکيه اوشيرازه وي ناکامه نفس هغه دي چي خپله يي دبد لاري لار غوره کړي وي او په تیارو کی ورک وی نو داسلامی ښووني او روزني موخه داسوه ترڅودماشومانوپه سپيڅلي استعدادونو کي مثبت بدلون راسي اوکوم حقوق چي لري داسلام په چوکاټ کی ترلاسه يي کړي ترڅو زموږماشومان دخيرپرته بد ونه پيژني دماشومانوسالمه روزنه دراتلونکي ټولني سپيڅلتيا ده نوکله چي ماشوم دزده کړي مرحلي ته دننه سي دښوونکو دنده مشخصه شوي ده چی هغه دماشوم سالمه وده اوروزنه ده دمورغيږاوکورني چاپيريال دماشومانودودي اوزده کړي لمړني محيط تشکيلوي بله مرحله دماشومانو دزده کړي مرحله ده چی ماشوم پدي مرحله کي دکور دچاپيريال برسيره دمکتب دچاپيريال سره هم اشنا کيږي دماشومانودروزني په هکله که څه هم ډيري ليکني په مختلفوژبوسوي دي خودپخوانيواو اوسنيوپوهانو دتجربواوتوصيوبرخه دوالد ينواوښوونکولپاره دلاري څراغ ګرځيداي سي هيله ده چي ميندي ،پلرونه اوښاغلي ښوونکي زما لدي څوکرښوچي ماسره ترتيب کړي دي په لوستلوسره له تجربو څخه يي څنګه چي لازمه ده ګټه واخلي اومطلوبه نتيجه تر لاسه کړي اودخيرپه دعا کي مو هير نکړي .

ستاسو ورور

محمد نعیم (دوست)

دکندهار پوهنتون دشرعیاتوپوهنځی

داسلامی تعلیماتودڅانګی دڅلورم کال محصل

 

 

 

 

 

 

 

ماخذونه

۱- سرفراز مولوی جانباز ، قرآن کریم ټکی په ټکی  اوروانه پښتوترجمه، رفعت خپرندویه ټولنه چاپ کال ۱۳۸۶

۲- البخاري محمد بن إسماعيل أبو عبدالله الجعفي، الكتاب صحيح البخاري  الجامع الصحيح المختصر،

عدد الأجزاء : ۶، الناشر : دار ابن كثير ، اليمامة – بيروت الطبعة الثالثة ، ۱۴۰۷ -۱۹۸۷

۳1- مسلم بن الحجاج أبو الحسين القشيري النيسابوري، الكتاب : صحيح مسلم، عدد الأجزاء :۵
الناشر : دار إحياء التراث العربي – بيروت تحقيق : محمد فؤاد عبد الباقي

۴- أبو داود سليمان بن الأشعث بن شداد بن عمرو، الأزدي ، السجستاني الكتاب : سنن أبى داود
عدد الاجزاء : ۴  الناشر : موقع وزارة الأوقاف المصرية http://www.islamic-council.com

۵- ابن ماجه أبوعبد الله محمد بن يزيد القزويني، وماجة اسم أبيه يزيد، الكتاب : سنن ابن ماجه
عددالاجزاء ۳ ،الناشر : موقع وزارة الأوقاف المصرية http://www.islamic-council.com

۶- الترمذى محمد بن عيسى بن سَوْرة بن موسى بن الضحاك، أبو عيسى،الكتاب : سنن الترمذى
عدد الاجزاء ۴ ،الناشر : موقع وزارة الأوقاف المصرية http://www.islamic-council.com

۷- النسائي أبو عبد الرحمن أحمد بن شعيب بن علي الخراساني،الكتاب : سنن النَسائي ،عدد الاجزا ۴ ،

الناشر: موقع وزارة الأوقاف المصرية http://www.islamic-council.com

۸- الخطيب التبريزي محمد بن عبد الله ،الکتاب: مشكاة المصابيح ـ التبریزی، عدد الأجزاء۳
الناشر : المكتب الإسلامي – بيروت الطبعة : الثالثة - 1405 - 1985تحقيق : تحقيق محمد ناصر الدين الألباني

 

۹- مولانا قاسمی محمد قاسم، ژباړه سید محی الدین هاشمی ، داولاد روزنه دکورنیو لارښود،

میهن خپرندویه ټولنه ،چاپ کال ۳۹۱۳۷۸

 

۱۰- تهانوی مولانا اشرف علی ،ژباړه: امانی استاد امان الله،په اسلام کی داولاد روزنه،

خاورخپرندویه ټولنه، چاپ کال ۱۳۸۷

 

۱۱- سعد محمد عیسی، دماشومانوروزنه داسلام اوغربی پوهانوله نظره،دانش خپرندویه ټولنه ،چاپ کال ۱۳۸۹

 

۱۲- ګلزار احمد،ژباړه :فرید احمد، دماشومانو ښوونه اوروزنه، مومند خپرندویه ټولنه ،چاپ کال ۱۳۹۰

 

۱۳- مبارکپوری صفی الرحمن ژباړه :سلطان محمود صلاح، الرحیق المختوم پښتوترجمه ، مذهبی خپرندویه ټولنه کاسی روډ کوټه ،چاپ کال ۱۳۸۷

 

۱۴- www.benawa.com

 

۱۵- www.tolafghan.com

 

۱۶- http://eslahonline.net

 

۱۷- مفتی محمد شفیع، معارف القرآن پښتوتفسیر،تعداد جلد ۱۰ ،تاج خپرندویه ټولنه .چاپ کال :۱۳۷۶

 

۱۸- دیوبندی مولانا محمودحسن، عثمانی شبیر احمد، پښتو ژباړه:دافغانستان دستروعلماووټولګی،

تفسیر کابلی پښتو،خپرندویه ټولنه مجمع خادم حرمین شریفین مدینه منوره ،چاپ کال ۱۴۱۴ هه

 

۱- سورت الروم ٢١ ايت  ۲- صحیح المسلم څلورم  جلد صفحه ۱۷۸  ۳- صحیح المسلم څلورم  جلد صفحه ۱۷۵

Leave a Reply