په حيواناتو کې تکثراو انکشاف انساني خواړه

[featured_image]
Download
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • Download 3
  • File Size 3.04 MB
  • File Count 1
  • Create Date November 4, 2022
  • Last Updated November 4, 2022

په حيواناتو کې تکثراو انکشاف انساني خواړه

اول فصل Chapter (1)

په حيواناتو کي تکثر او انکشاف:

Reproduction and development animals

تکثر د ژونديو موجوداتو يوه ځانګړي خاصه ده چي د يو حجروي حيواناتو څخه بيا تر عالي حيواناتو او انسان پوري صورت نيسي. يا په بل عبارت تکثر د پروتوپلازم يو اساسي خواص دي چي په ژونديو اجسامو کي د ژوندانه ځنځير قايموي دا عمليه په مختلفو حيواناتو کي مختلفو طريقو صورت نيسي اساسآ دوه ډوله تکثر وجود لري.يو غيرزوجي تکثر دي کوم چي په يو حجروي حيواناتو (Protozoa) کي صورت نيسي. د دوه ګوني ويش يا (Binary fission) په نوم ياديږي د ډول تکثر په حقيقت کي د حجري مستقيم ويش دي. چي لومړي په هسته کي او بيا سايتوپلازم کي واقع کيږي او په نتيجه کي دوي برخي منځته راوړي .چي هره يوه برخه يي يو نوي حيوان ګڼل کيږي . دوه ګوني ويش هم په مختلفو حيواناتو په مختلفو ډولونو صورت نيسي لکه پاراميشم کي په لنډو صورت نيسي چي دا ډول ويش د مستقيم په عرضاني ويش (Transvaal Binary fission) پنوم ياديږي. په ځينو پرتوزواو کي لکه يوګلينا کي ويش په اوږدو کي صورت نيسي.کوم چي د مستقيم طوﻻني ويش (Lonitudinal B.Fission) په نوم ياديږي . په سپوروزوا کي.(پلازموديم) کي دهستي ويش په دوامداره ډول صورت نيسي اوبيا دتوليد شوو هستو دشمير سره سم تقسميږي چي داډول دو ه ګوني ويش (fission multiple-B ) په نوم ياديږي .

بل ول تکثر دزوجي تکثر(sexual Reproduition) څخه عبارت دي کوم چي ديونوع د دوه مخالفو جنسونو په واسطه صورت نيسي د دي دوه جنسونو څخه يوه نطفه (sperm ) او بله ئي تخمه (ovum) توليده وي .

هغه عمليه چي دهغي په واسطه سپرمونه توليديږي (spermatogenesis) اوهغه عمليه په کوم کي چي تخمه جوړيږي د(ogenesis) په نوم ياديږي .

د نطفي توليد:

دمذکر جنس هره خصيه (testes) دزرګونو استوانه ئي شکله تيوبونو څخه جوړه ده د دي نلونوڅخه په هر يو کي په ميلونو سپرمونه انکشاف کوي دسپرمي نلونو ديوالونه د جنس غيرو معينوحجراتو پواسطه پوښل شوي دي کوم چي د يعني د(Spermatogonesis) په نوم ياديږي. د انکشاف په وخت کي سپرمتوګونيا مايتاتيکي انقسام پواسطه نوي سپرمتوګونيا مينځته راوړي کوم چي د خصيو د ودي سبب ګرځي . اما کوم وخت چي حيوان بلوغ ته رسيږي ددي حجراتو څخه ځيني دوه مايوتيکې (Meiotic) ويش طي کوي او په نتيجه کي پاخه سپرمونه مينځته راځي چي دي عمليي ته (Spermatogenesis) وايي.پدي مرحله کي لومړي سپرماتوګونيا لويږي کوم چي پدي وخت کي د(Primary Spermatocytes) په نوم ياديږي هريو ددي سپرماتوسايتونويوه مايوتيکي عمليه طي کوي او دوه حجري منځته راوړي چي د(Secondary Spermatocytes) په نوم ياديږي کوم چي په خپل وار سره دمايوسيز دوهمه مرحله طي کوي چي په پاي کي څلور حجري منځته راوړي کوم چي په سپرماتايدو(Spernatides) په نوم ياديږي هر سپرماتائيد يوه کروي حجره وي چي ډير لږ سايتوپلازم په نوم ياديږي او دکروموزمونوشميره ئي د مورني حجري نيمائي (Haplaid) وي پدي وخت کي ځيني نور تغيرات هم منځته راځي مثلا هسته راټوليږي اوکوچني کيږي او د سپرم سر(Head) جوړوي سياتوپلازم تتيږي يواځي څوداني دګولجي اجسام (Golgibodies) په مخکي برخه کي تراکم م کوي او يو راوتلي جوړښت منځته راځي .کوم چي شايد د تخمي د حجروي پردي د سوري کولو دپاره پکار وړل کيږي دسايتو پلازم يوه برخه اوږده رشته (کلئ) منځته راوړي کومه چي د سپرم د حرکت لپاره پکاروړل کيږي . مايتوکاندريا د سر او لکئ ترمخه برخه کي ځاي نيسي او د سپرم د لکئ دضربان لپاره انرژي توليدوي پدي ډول يو وظيفوي فعال سپرم منځته راوړي چي د(Spermatozoa) په نوم ياديږي .

د تخمي توليد:

هغه کوچني حجرات چي په تخمدان کي ځاي لري د (Oogonesis) په نوم ياديږي د انکشاف په وخت کي (Oogonesis) د(Mitosis) په واسطه ويش کوي او د تخمدانونو د ودي سبب ګرځي

هر کله چي حيوان د ځواني (بلوغ) ته رسيږي او (Oogonesis) لوئيږي . دا حجرات نسبت(Primay Speatocytes)ته ډيرمقدار زيړ(yolk) لرى کوم چه دتخمى دالقاح په وخت کى دخوراکى موادوپه څيراستعماليږ په دى وخت کى ځينى نور (Morphogenetic) موادچه القاح شوى هګى انکشاف تنظيموى هم مينځ ته راځى لومړي اوو سايتونه د لومړي مايوتيکي ويش (Firstmeioticdivision) پواسطه ويشل کيږي اما دلته توليد شوي حجرات يو د بله سره مساوي نه وي بلکي يوه يي چي دوهمه اووسايت(Secondaryoocytes) نوميږي ډيره لويه او د سايتوپلازم او زيړو زياته برخه لري او بله حجره کوچنئ وي چي د قطبي جسم يا(first Polovyteorpolsrbody) په نوم ياديږي دا يوه معمولي شانته لوڅه هسته ده دوهمه اووسايت د مايوتيکي دويم ويش (Secondrymeiotic division) پواسطه ويشل کيږي دلته بيا يوه حجره کوچني وي او دوهم قطبي جسم په نوم ياديږي او بله حجره لويه وي چي (Ootid) په نوم ياديږي دوهمه پالوسايت شايد بيا ويش وکړي او دوه فالوسايتونه منځته راوړي دلته ځيني تغيرات نور هم مينځته راځي او په پاي کي (Ootid) په يوه پخه او رسيدلي تخمه (Ovum) بدليږي دري فالوسايت ټول تخريبيږي او له مينځه ځي اوس ويلاي شو چي هر لمړني اووسايت يواځي يوه تخمه (Ovum) مينځته راوړي پداسي حال کي چي هر لمړني سپرماتوسايت څلور سپرمونه توليدوي د پالوسايتو توليد يواځي ددي لپاره دي چي تخمه خپل اضافي کروموزومونه د ﻻسه ورکړي (Haploid) کيږي پداسي حال کي چي دسايتوپلازم ډيره اندازه له ځانه سره ساتي د القاح په وخت کي هپلايډ تخمه د هپلايډ سپرم سره يو ځاي کيږي او ډيپلايډ(Deploid) زايکوټ مينځته راوړي کوم چي د مورنئ

حجري په اندازه 2n کروموزم لري زايکوټ د ماتياتيکي ويش په واسطه نور حجرات ميځته راځي چي حقيقت کي د جسم هره حجره نيم مورني کروموزم او نيم پلارني کروموزم لري .

تکثر په سولنتراتا کي (Reproduction in coelenterate):

په دوه طبقه ئي حيواناتو کي لکه سولنتراتا(هايدرا) کي تکثر په غير زوجي ډول صورت نيسي کوم چي دپنډک وهلو (Budding) په نوم ياديږي پدي صورت کي دهايدرا دبيروني برخي څخه يو پنډک وده کوي بيائي خوله او (Tentecles) انکشاف کوي وروسته بيا ځان دهايدرا څخه جلا کوي او نوي هايدرا منځته راوړي داعمليه دمساعدو شرايطو لاندي دوه ورځي وخت نيسي . دهايدرا ځيني ډولونه په زوجي توګه هم تکثر کوي پدي صورت کي تخمه او نطفه يا په عين حيوان کي او يا په دوه مختلفو جنسونوکي توليديږي . په مذکر جنس کي سپرماتوزوا (Spermatozoa) په ځينو مخروطي شکله جوړښتونوکي توليديږي . چي د خصيو(Testes) په نوم ياديږي . دخصيو شمير زيات دي پداسي حال کي چي تخمه يوه لويه او کروي حجره وي او يوه لويه هسته لري کله چي تخمه انکشاف کوي په يو وخت کي ګڼ شمير سپرمونه په هغي هجوم راوړي اما يواځي يو سپرم بريالي کيږي . ترڅوچي تخمي ته ننوځي او دهغي هستي سره يو ځاي شي او القاح صورت نيسي . القاح شوي هګي پلانولا(Planula) مرحله پداسي حال کي چي والدپوري نښتي وي طي کوي .پلانولا اهداف نلري او يوقشر ترشح کوي کوم چي لاروا احاطه کوي وروسته بيا لاروا خپل ځان دوالدڅخه جلا کوي . ديولنډ وخت څخه وروسته دځوان (Poyp) په شان دپوخ څخه راوځي او مستقل ژوند غوره کوي .شکل

تکثر په پلنو چينجيانوکي (Reproducteon in planaria) :

په ټيټو درو طبقه ئي (Triploblastic) حيواناتوکي پلن چنجيان لکه پلاناريا کي تکثر په زوجي ډول صورت نيسي مګر که چيري يو پلاناريا ښه تغذيه شي او ښـه نمو وکړي په غير زوجي ډول هم تکثر کولاي شي .دپسرلي په موسم کي پلاناريا تکثري سيستم انکشاف کوي جنس تذکيري او تانيش غړي دواړه په حيوان کي موجودوي . ولي تزويج د دوه مخالفو افرادو ترمنځ صورت نيسي . هر فرديو جنسي مجراح (Cenitalpore) او يوعضلوي قضيب (Penis) لري کله چي دوه جنسه سره يوځاي شي نوهغه سپرمونه چي ګڼ شمير خصيوکي توليديږي دسپرمي نل(Spermduct) څخه دقضيپ غوټي (Penisbulb) ته انتقال مومي اوهلته قضيب دکڅوړي ترشحاتوسره يوځاي کيږي بيا دعضلاتو دانقباضاتو پواسته دقضيب په واسته دمخالف جنس په کڅوړه کي توئيږي وروسته بيا دتخمدان دنلونو(Ovoutellinduct) له لاري دمني منونکي کڅوړي (Seminal receptacte) ته ځي دا کڅوړي دوه داني دي او دتخمدانونو ترڅنګ موقيعت لري .کله چي تخمه دتخمدانونو څخه ازاديږي دسپرمونوپه واسته القاح کيږي . دزيړو حجري يو کپسول توليدوي کوم چي هګي احاطه کوي کله چي کپسول دجنس مجرا څخه خارجيږي دکپسول يوه برخه دباندي لوئيږي او لکي تشکيلوي دکومو په واسته چي کپسول دتيږو او ډبرولاندي خپل ځان محکم نښلوي جنين دانکشاف په وخت کي دزيړوڅخه تغذيه کوي .دوه دري اوني وروسته بچيان دکپسو څخه راوځي .او ځان ځاني ژوند غوره کوي بچيان دوالدينو سره بيخي ورته والي لري

تکثرپه عالى حيواناتواوانسان کى :

(Reproduction in Higher Animals and man)

دانسان په شمول ټول حيوانات خپل ژوندديوى ژوندى حجرى څه شروع کوې داحجره دنطفى اوتخمى داتحادڅه مينځ ته راځى اودزايګوټ پنوم ياديږى نطفه اوتخمه هيپلايډحجرات دى په داسى حال کى چى زاګوټ دپيلا يډ حجره ده دزيکوټ دهستى کروموزوم چى د (D N A) اوپروتينى موادو څه جوړه شويده د(D N A) پيچلى ماليکول داتومونوترتيب داسى يوامترمينځ ته راوړى کوم چه ارثى خواص دوالدينو څه متولدينوته نقلوې دحيوان انکشاف دزيگوټ مستقيم ويش په وسيله صورت نيسى اوپه يولنډ وخت کى دمولده حجراتوشمير ميلونونوته رسيږ اوپه عينى حال کى دحجراتوتفکيک اوپيژندنه صورت نيسى دشابه حجراتو څه مختلف نسجونه منځ ته راځې اومشابه نسجونه غړې او څوغړې سېستمونه او د سيستمونو مجموعه د حيوان بدن تشکيلوي چي راتلونکي به روښانه شي.

تخمې ازادېدل اوپه عالې حېوانا تو کې دالقاح عملېه .

Ovulation and fertilization in Higheranimale

گڼ شميرکثيرالحجروى حيوانات لکه انسان دوه مخالف مذکراومونث جنسونه لرې کوم چې دخاصو غړو درلودونکې وې داغړې تخمه او نطفه تولېدوې ،داډول حېوانات د(Dioecious)پنوم ېادېږې مګر ځنې نور کثېرالحجروې حېوانات ېوجنس لرې په کوم کې چه تذکر او تا نېث غړې دواړه موجودوې (تخمه اونطفه ) داډول حېوانات (Monoecious) پنوم ېادېږې ،چه اکثره چېنجېان په خاصه توګه دځمکې چنجې داصفت لرې په دې ډول حېواناتو کې که چېر ې ېو حېوان تخمه دبل فرد دنطفې پواسطه القاح شې دې ډول القاح ته (Crssfertilization)واېې.

او که چېرې دېو دحېوان تخمه دهماغه حېوان دنطفې پواسطه القاح شې دې ډول القاح ته (Self Fertilization)وېل کېږې.

(Parthenogenesis)ېوډول زوجې تکثردې په کوم کې چې تخمه دالقاح کېدو پرته انکشاف کوې اونوزاد منځ ته راوړې لکه داوبوورږه(Daphnia) اودشاتو ځنې مچې اونور .په ځېنو شمزې لرونکو کې لکه ماهېان او چنګښې دالقاح عملېه دمونث جنس څخه بېرون صورت نېسې چې داډول القاح دخارجې القاح(External Fertilzation)په نوم ېادېږې،مګر دوچې په فقاريه حېواناتو کې توخمه دسپرم پواسطه دموانث جنس دننه القاح کېږې چې دې ډول القاح ته داخلې القاح (Internalfertilization)وېل کېږې.

په ځېنو ماهېانو کې لکه (Conbazea)کې دالقاح عملېه داخلې وې اوجنېن دموانث جنس په داخل کې انکشاف کوې اما دانکشاف په وخت کې په مور هېڅ تکې نلرې بلکې دهګې دزېړو (Yolk) څخه تغذېه کوې چې دې ډول تکثر ته (Ovoviviparousbirth) واېې.اما په ټولو تې لرونکو حېواناتو کې دمور وېنې دوران په واسطه تغذېه کوې

دتولددې طرېقې ته(viviparous Birth) واېې.

په حېواناتو کې دالقاح شوې هګې جوړښت:

(The stract of fertilization egg

دغېرې فقاريه حيواناتو هګي لکه چنجېان ،بحري ستاري ،نرم تنان حشرات اونور ديومعمولي حجري څخه عبارت ده ،په کوم کې چي هسته ،سايتو پلازم دزيړوذراتاوحجرو ي پرده (عشآ)وجودلري. دخزنده ګانوهګي يوعايق چرمي پوښ لري چه دا دوچي سره پوښه توافق دي ترڅو اوبه ذخيره کړي اوريشم دتودوخي ناببره تغيراونوروچاپيريالې عواملو څخه خوندي وساتي ،دبلې خوا داپوښ ځني کوچني سورې لرې دکومودلا ري چي غازاتو تبادوله صورت نيسي.ددى پوش دننه درى ډوله خاص پردي ځاى لرى :يوه ئ باندنيى پرده ده چى دهګى زيړاوريشم احاط کوي داپرده د (chorine) پنوم ياديږ دوهمه پرده د(omnion) پنوم ياديږى کومه چه يواځى رشيم احاط کوي داپرده دمايع څخه ډکه ده چي ريشم د بيروني صدماتو نا ببره تودوخي څخه ساتي

دريمه پرده چه دمثانى شکل لرى اود(co2) او نوروموادو دزخيره ګاه په ډول کار کوي . داپرده دريشم د تنفس دنده په غاړه لري او د(Allentois) پنوم ياديږي .دالوتونکي هګي دخزنده ګانوسره توپير لري لکه چي ليدلي به مووي دالوتونکي هګي يوسخت او ماتيدونکي قشر لري کوم چي د) Ca ( څخه جوړدي د دي قشر دننه دوه پردي وجودلري چي ديوي څوکي پرته د (هوائي خاليګاه) نورو ټولوبرخوکي دقشر سره نښتي وي .په خزنده ګانو او الوتونکو کي دريشم انکشاف ديوي کوچني برخي څخه چي دودي قرص (Germinaldiec) په نوم ياديږي شروع کيږي .داساحه ديوي اليومني شبکي پواسته چي (Chalaza) نوميږي ساتل کيږي .په داسي حال کي چي ريشم هميشه مخ پورته موقيعت لري .پاتي البومين دهګي زيړ احطه کوي کوم چي دهګي دسپينو په نوم ياديږي . تي لرونکو حيواناتو هګي د الوتونکو اوخزنده ګانوڅخه ډير توپير لري . ريشم دانيون پردي دننه قرارلري اوپه هغه مايع کي چي دننه وجودلري لامبو وهي ، ددي پردي بانديني برخه د زيړو کڅوړي او النستاسيس پواسطه احاطه کيږي بانديني پرده دکورني په نوم ياديږي کوم چه دځينو جوړښتونوپواسطه درخم داخلي جدار سره تماس قايموي.

شکل

دريشم انکشاف(Development of Embryo).

په ګڼ شمير حجراتوباندي دالقاح شوي هګي يازيګوټ انقسام دتوارق يا(cleavage) په نوم ياديږي چي مختلفي مرحلي په برکي نسي .

په لومړي مرحله دهستي کروماتين موادوسره تنظميږي ،او کروموزمونه منځته راوړي ،بيا کروموزمونه دوه برابره کيږي بياويشل کيږي چه هره نيمايي برخه يي لورني حجري ته ځي کومي چي(Blastomeres) پنوم ياديږي.پلاستو ميرونه دشا ده ويش پشان يو دبل څخه جلاکيږي بلکي نښتي پاته کيږي، بيانو په پرله پسي ويش صورت نيسي اوزيګوټ دمځکني توت شکل ځانته غوره کوي ،دامرحله دمارولا(Morulla) پنوم ياديږي .

کله چه دټوټه کيدوعمليه مخکي ځي دزايګوټ په منځ کي يوه خاليګاه څرګنديږي. انکشاف په وخت کي داخاليګا ه لوېږي ترڅو چي زيګوټدربړي توپ شکل غوره کوي چه ديوال ېي يو حجروي طبقي شکل نيسي ، په دغه خاليګاه (Blastocoel) او جداري طبقه (Blas toderm) په نوم ياديږي . دا دوهمه مرحله د (Blastuda) په نوم ياديږي.

هغه حجرات چي پلاستودايو لوري ته ځاي لري دننه لوري ته تا وخوري.پلاستوشول ورو وروتغيرخوري او يوه نوي خليګاه منځته راوړي کومه چي د(Gastroloel) يا(Archentron) پنوم ياديږي .اودټولوحجراتو پواسطه احاطه شوي وي . دارکنترون دننه(Entoderm) پواسطه پوښ شوي وي دانکشاف دامرحله د(Gastrola) پنوم ياديږي اوعملي ته ئي (Gstrolation) وائي . په ساده متازول (Metazool) کي مثﻻ اسپنج او سولنتراتا دګاستورا دوه ريشمي طبقي لري .بانديني طبقه ئي (Ectoderm) او داخلي طبقه ئي (Endoderm) په نوم ياديږي لدي کبله داډله حيواناتوته دوه طبقه ئي حيوانات(Diploblastica Animals) وائي .اما په علي حيواناتوکي ددي دوه طبقو ترمنځ بله طبقه هم انکشاف کوي . کومه چي د(Mesoderm) په نوم ياديږي . لدي کبله دا ډول حيوانات دري طبقي(Triploblastic Animals) ګڼل کيږي . په مجموع کي دا دريواړه طبقي دريشمي طبقاتو (Embryonic or Germlayers) په نوم ياديږي او دحيوانا وجسم داخلي اسکليت اپيدرمس او حسي غړي لکه سترګي ،غوږونه ،او نور داکتودرم څخه انکشاف کوي . همدارنګه نوتوکارد ،يوه بخه د درمس عضلات اطراحي سيستم او دتناسلي سيستم زياته برخه محوري اسکليت ، دوراني سيستم ، حاويه او اضلاع دميزو درم څخه او دتنفس سيستم مخاطي پرده ، مثانه ،دمنځني غوږ داخلي ديوال ، دتايرايد ،پا را تايرايد او تايمس غدوات ، همدارنګه خوله ، ځګر،پانقراس ټول داندو درم څخه انکشاف کوي .

په هډوکينوکبانو کښي تکثراودهغوي تکثري سيستم:

(Reoroductionand R organs in fishes)

معتدلو ځايونو کبان دبسرلي په اخر او د دوبي په اوايلو کي او ځيني کبان لکه خالدا(Trowt) په مني کي هګي اچوي ،کبان (Dioecious) دي مذکر جنس ئي دوه خصي لري چي دنسلګيري په موسم کي غټيږي . مونث جنس يو تخمدان لري چي ښائي د دواړو تخمدانو ديو ځاي کيدو څخه منځته راغلي وي .تخمدان او خصي په جسمي خاليګاه (Coelom) کي ځاي لري ، هډوکني کبان معمولا تخم لرونکي دي اما ځيني بچيان اچوي . جنسي حجرات دتناسلي نلونو له لاري نقليږي . او د بولي جنسي سوري له لاري خارجيږي، مونث جنس په زرګونو هګي اچوي او دهغوي د پاسه د مذکر جنس په واسطه سپرمونه توئيږي او القاح عضويت څخه بيرون صورت نيسي ،دالقاح شوي هګي انکشاف په لاندي ډول صورت نيسي .شکل

پروتو پلازم دهګي يوي خواته ټوليږي کوم چي دنموئي قرص (Germinacdisc) په نوم ياديږي .پدي قرص کي انشقاق صورت نيسي توليدشوي پلاستوديم ورو ورو د زيړو (Yolk) په چار چاپيره وده کوي . جنين د يوي کتلي په توګه د پلاستو ديم په حاشيه کي ليدل کيږي کوم چي دخپل انکشاف لپاره د زيړو څخه استفاده کوي .دري څلور ورځي وروسته بچيان بيرون راوځي چي لومړي دپاتي زيړو څخه استفاده کوي وروسته بيا خپل خواړه د اوبو څخه حاصلوي .

په چنګښوکي تکثر او تکثري غړي

(Reproduction and Organs in Frogs)

چنګښي هم (Dioecious) دي چي جنسونه ئي په اسانئ سره يو د بله توپير کيداي شي. مثلا مذکر جنس د اواز کڅوړي لري او د مخکنيو پښو لومړي ګوته ئي پيړه او غوښنه موټي لري. مذکر جنس د لوبيا په شاي دوه خصي لري چي د حاويو پواسطه د بډوډو پوري نښتي وي . هره خصيه گڼ شمير نلونه لري کوم چي سپرم توليدوي او د (Saminiforoustubules) په نوم ياديږي،سپرمونه د توليد او پخيدو وروسته د نازکو نلونو پواسطه چي مرسله وو عيه (Vasaefferemtia) نوميږي او پښتوګي ته ننوځي او بيا د ځانګړو نلونو پواسطه بولي کانال (Wulfialduct) تيريږي .د بولي کانال وروستنئ څوکه پراخوالي پيدا کوي او کڅوړه مينځته راوړي چي د مني کڅوړي (Seminal vesicle) په نوم ياديږي.سپرمونه په موقتي ډول دلته تم کيږي پدي ډول د بډوډي ځيني نلونه ادرار نقلوي او هم د سپرمونو د انتقال دنده په غاړه لري.لدي کبله د جينکيو اطراحي او تناسلي سيستمونه دواړه يو ځاي د بولي جنسي سيستم (Urogenitalsystem) په نوم ياديږي.موءنث جنس دوه تخمدانونه(Ovaries) او دوه نفيري (Oviduct) لري کوم چي په پارگين (Cloaca) ختميږي .تخمدانونه د حاويو(Mesentries) په واسطه دجسمي خاليګاه په ظاهري جدار پوري وصل دي . تخمدانونه په عادي او غيري فعال حالت کي کوچني او ايرني ښکاري مګر دنسل ګيري په وخت کي دپسرلي په اوايلو کي د ګڼ شمير تخمو دموجوديت له کبله غټيږي نفيري ،سپين،پيچلي او دغدو په واسيله مجهزي وي کومي چي يو جلاتين دهګيو په ګرداګرد ترشح کوي . هګي دازادي دو وروسته دجسمي خاليګاه څخه د بطني غضلاتو حرکاتو او دهغه اهدابو په واسطه کوم چي په خاصه توګه په مونث جنس کي وجودلري نفيروته ننوځي او پارګين ته نقليږي د جوړه کيدو په وخت کي مذکرجنس دمونث جنس پر شاه کښيني او د هغي دتني پورتني برخه د خپلي غټي ګوتي په واسطه محکم نيسي په دي وخت کي د مونث جنس تخم دباندي اچوي په داسي حال کي چي مذکر جنس دهغي سربيره سپرمونه تويوي په دي توګه القاح دباندي صورت نيسي دهګيو باديني موخوته اوبه جذبوي او پړسيږي زيګوټ اول د عمودي درز په واسطه په دوه برخو ويشل کيږي او بيا په اوفقي سطحه انقساوکوي دا انقسام دماتيا تيکي انقسام يو عادي شکل دي کوم چي دمارولا شروع او په ګسترولا پاي ته رسيږي :

په خزنده ګانو کي تکثر او تکثري غړي

(Reproduction and R organsinreptilea) خزنده ګان دتناسل له مخي دکبانو او ذوحياتينو او تي لرونکو منځني حد تشکيلوي په دي حيواناتوکي القاح هميشه دا خلي صورت نيسي اما هګي دمونث عضويت څخه بيرون انکشاف کوي ځيني کشپان او ماران ترڅو چي دچاپيريال په زړه پوري شرايط تياراو اما ده شي خپلي هګي پخپل ځان کي ساتي .څرنګه چي خزنده ګان (Poikilo thermic) دي يعني دجسم تودوخه ئي تل تغير کوي نو نشي کولي چي په پخپلو هګيو کي لدي کبله دا حيوانات خپلي هګي په تاوده ريګ کي خښوي ترڅودلمر دتودوخي څخه ګټه واخلي په خزنده ګانوکي دتولد او انکشاف وخت توپيرلري زيږيدلي بچيان والدينو ته بيخي ورته وي هغه خزنده ګان چي بچي زيږه وي القاح شوي هګي ديوي نازکي پردي په واسطه پوښل شوي وي د جنين دويني عروق د زيړوکڅوړي او کوريون سر بيره وده کوي او په پاي کي د رحم او نفيرو داخلي سطحه کي د مور دويني رګونو سره اړيکي برقراره وي په دي ډول تنفس لپاره زمينه برابره وي دا جوړښت د تي لرونکو د پلاسنتاسره ورته والي لري د انکشاف دمرحلو دتکميل څخه وروسته بچي پيداکيږي .

په الوتونکوکي تناسل او تناسلي غړي .

(Reproduction and R organsinbirds)

په الوتونکوکي مذکر جنس دوه بيضوي شکله حصي لري کومي چي دافقه نلونو (Vas deferens) په واسطه په پارګين (Cloaca) کي خلاصيږي دا دافقه نلونه لري انجام (Distalend ) پراختيا مندلي اود مني کڅوړه (seminal vesicle) جوړه وي په کومه کي چي سپرمونه ذخيره کوي او دجنس مقاربت په وخت کي پارګين ته توئيږي اوله هغه ځايه دمونث جنس پارګين ته نقليږي په الوتونکوکي تناسلي غړي وجود نه لري مګر په ځينو کي لکه مرغابي يو معوج قضيب وجودلري کوم چي دپارګين بطني برخه کي نظرته راځي مونث جنس يو تخمدان لري هغه هم کيڼ خواته دښي خوا تخمدان معمولا دانکشاف په وخت کي له منځه ځي دغه يواځني تخمدان دکيڼ بډوډي تر څنګ ځاي لري هګي (تخمي )په تخمدان کي توليد او د نفيري له لاري انتقال مومي دالقاح عمليه دنفيري په پورتني برخه کي (٤١)ساعته دهګي داچولو وړاندي صورت نيسي کله چي القاح شوي هګي دنفيري له لاري تيريږي البوميني مواد او نور مواد دنفيري دجدار څخه ترشح کيږي په پاي کي هګي په دوه پردو احاطه کيږي او دهګي پوست هم جوړوي کله چي هګي واچول شي بيا دمونث جنث تر سيني لاندي ساتل کيږي (٢٢-٢) ورځي وروسته بچيان دهګي قشر ماتوي او دباندي راوځي دژوندانه په لومړي ورځو کي د هغه موادو څخه تغذيه کوي کوم چي دمور دجاګور محاطي غشا څخه ترشح او د بچي په خله کي تويول کيږي دا مواد دکوتري دشيدو (Pegin milk) په نوم ياديږي

په تي لرونکوکي تناسل اوتناسلي غړي

(Reproduction and R organsinmammalia)

دانسان په شمول ټول تي لرونکي حيوانات دوه جنس دي مذکر او مونث چي مونږ دلته دټولو تي لرونکو په استازي انسان تر څيړني لاندي نيسو تذکري غړي دقضيب (Penis) خيصي د(Testes) او دهغوي مربوط غدوات اونلونو څخه عبارت دي قضيب يو خارجي جوړښت دي چي دنفوذ قابليت لري او دمهبل (Vagona) له لاري مونث جنس ته دسپرم د وارده ولو دپاره په کار وړل کيږي چي داعمليه د(Copulation) په نوم ياديږي خيصي يا (Testes) دجنسي تذکر حجراتو منبع ده خيصي دبدن بيروني برخه کي په يوکڅوړه کي چي (Scrotalsac) نوميږي ځاي لري په ځينو شمزي لرونکوکي لکه کبان ،چنګښي،خزنده ګان او الوتونکي خيصي دتخمدانونو په شان دبدن دننه ځاي لري اما په انسان او ګڼ شمير نورو تي لرونکوکي دبدن دبانديني برخه کي لږ تودوخي ته اړتيا لري داسي معلوميږي چي دتکامل په وخت کي سپرماتوګونيا وه نشوکولاي د بدن داخلي تودوخي سره توافق پيداکړي هره خيصه ګڼ شمير تاو را تاو شوي نلونه لري کوم چي دسپرمونوتوليدونکو نلونو(Seminiforoustubules) په نوم ياديږي د انسان په هره حيصه کي د دي نلونو ټول اوږدوالي (250m) ته رسيږي د دي نلونو نني (داخلي)برخه دجنسي حجراتو څخه جوړه شوي ده کومه چي دسپرمونو دتوليد دنده په غاړه لري دا نلونه په هره دقيقه کي په زرګونو سپرمونه توليدوي سپرمونه د دي نلونو څخه يو بل پيچلي نل ته ننوځي(Epididymis) په نوم ياديږي (Epididymis) (برنج)دخيصي په کڅوړه(Scrotum) کي دننه ځاي لري او دهغه ځاي څخه د بدن خواته ادامه پيداکوي په پاي کي ديو لوي نل سره يو ځاي کيږي کوم چي دافقه نل(Vasdefferens) په نوم ياديږي دانل مخ پورته ځي مثانه چاپيره کوي په پاي کي دخاصري لګن کي ديوي کڅوړي سره وصليږي کومه چي دسپرمي کڅوړي (Seminalveside) پنوم ياديږي دا کڅوړه يو ډول مايع ترشح کوي چي دسپرم په ژوندي ساتلو کي مرسته کوي سپرمي حجرات او مايع ديو بل نل له لاري چي خپلي (Egaculatingduct) نوميږي او (Urethra) ته تيريږي او دهغه ځاي څخه دقضيب بيروني مجرا له لاري خارجيږي د يو ريترا پورتينئ برخه د يوي غدي پواسطه چاپيره شوي ده کومه چي د(Prostatejland) په نوم ياديږي. دا غده يوه ګاټه او سريښناکه ماده ترشخ کوي چي سپرمونو د حرکت د زياتوالي سبب ګرځي دا ترشحات او نطفي مايع يو ځاي د مني (Semen) په نوم ياديږي د جنسي مقاريت په وخت کي د خصيي په کڅوړه کي يو لړ ګډوډ د عضلاتو انقباضات او تقلعات امواج توليدوي او د برنج په امتداد دوام پيدا کوي په نتيجه کي سپرمونه او مني د يو ريترا له ﻻري قضيب ته تيريږي .خصيي که څه هم د سپرمونو د توليد مرکز دي مګر دا غړي سربيره پر دي هارمون هم ترشح کوي کوم چي د(Testo steron) په نوم ياديږي دا هارمون د نارينه ثانوي خواصو ته ده ورکوي لکه د اواز ډډيدل په جنسي برخه او بغلونو کي د ويښتانو شنه کيدي همدارنګه په مخ ،سينه د ويښتانو شنه کيدل او نور انسان ښځينه جنس غړي عبارت دي د يو جوړه تخمدان(Ovaries) د تخمدانونو نلونه (Ouiducts) يا (Fallopiantubes) رحم (Uterus) مهبل (Vajina) او مربوط غدوات .يو تخمدان تقريبا څلويښت زره(40000) حجرات لري کومي چي په تخمو باندي د بدليدلو قابليت لري داحجرات د تخمدان په جوړښتنو کي ځاي لري چي د(Grassian foleides) په نوم ياديږي.يو ښځينه جنس د خپل ژوند په دوران کي تقريبا څلورسوه(400) تخمي ازادوي د تخمي ازاديدل د تخمدان څخه (Ovulation) په نوم ياديږي د تخمدان نلونه (Oviducts or fallopianduct) يوه جوړه نلونه دي کوم چي تخمه انتقالوي ددي نلونو مجرا د(Ostium) نوميږي د تخمدانونو سره نږدي موقيعت لري او په انسان کي د تخمدان يوه برخه احاطه کوي کله چي تخمه ګزاري صورت ونيسي تخمي (Ostim) په مجاورت کي په جسمي خاليګاه کي ازاديږي او د اهدابو په واسطه چي د استيوم په ګرداګرد موجود وي د نلونو خواته وړل کيږي او د عضلاتود انقباض په واسطه په نل کي انتقال مومي.دنفيرو انجامونه يودبل سره يوځاي کيږي او يو عضلاتي ضحيم جوړښت جوړه وي کوم چي د (Uterus) رحم په نوم ياديږي رحم مثلثي شکل لري دبطن په پورتني برخه کي د مهبل (Vagina) سر بيره ځاي لري د رحم ضحم ديوالونه د يو محاطي نفس پواسطه پوښل شوي دي چي د(Endometriom) په نوم ياديږي رحم ديوي نازکي ګردني په واسطه دمهبل نه جداکيږي دا ګردني دعنق (Cervix) په نوم ياديږي مهبل يو تيوب دي چي د قضيب دځايولولپاره تشخيص شوي دي او د مسطح دپتيليم په واسطه پوښل شوي دي د مهبل اويو ريترا مجراح دوه نازکو او حساسو انساجو په واسطه پوښل شوي دي کوم چي د شفه (Labia)په نوم ياديږي خارجي شفه (Labiamgoria) او داخلي شونډو د(Abiaminora) په نوم ياديږي دمهبل دمجراد پاسه يو کوچني نيغ غړي ځاي لري کوم چي دبظر (Clitoris) په نوم ياديږي .داغړي دقضيب په شان حسي اعصابو څخه غني دي .دکبارت په وخت کي د پوټکي يوه نازکه پرده دمهبل او مجرا يوه برخه پوښوي کومه چي د ذفات پردي په نوم ياديږي دا پرده په لومړي جنسي قرابت کي له منځه ځي .په انسان کي

القاح ،دريشم انکشاف او زيږيدنه

(Fertilization,developmentant –Birth in human)

القاح (Fertilization):

سپرمونه دجنسي مقاريت په وخت کي د عضلاتي انقباضاتو په واسطه دبرنج او د رفقه نلونو څخه خارجيږي او دقضيب په واسطه د ننه تو ئيږي ، کومه مني چي پدغه وخت کي په مهبل کي توئيږي (400) ميلونه سپرمونه لري او دهغوي نور محتويات د فرکتوز څخه عبارت دي ، کوم چي سپرمونه دهغوي څخه انرژي ترلاسه کوي او مخاط کوم چي د سپرمونو حرکت چټک او اسانوي ، همدارنګه ځيني القلي مواد چي دهغوتيزابو دخنثي کيدو سبب ګرځي کوم چي د سپرمونو د ميتابوليزم په واسطه منځته راځي ځکه چي تيزابونه په تيزابي چاپيريال کي ژرمري او له منځه ځي .سپرمو ته د يوي ګړۍ نه کم وخت کي رحم ته او د هغه ځايه نفيروته تيريږي دالقاح عمل دنفيري په پورتنۍ برخه کي صورت نيسي . سپرمونه يوه يا دوه ورځي دالقاح قابليت لري ،اما تخمه چي ورو ورو په نفيره کي حرکت کوي د يوي ورځي لپاره د القاح قابليت ساتي ،بايد وويل شي چي د دي ميلونو سپرمونو څخه يواځي يو سپرم پدي قادريږي چي تخمه سورۍ کړي او هغي ته ننوځي او هلته د القاح عمل صورت ونيسي پاتي سپرمونه له منځه ځي او طرح کيږي .القاح شوي هګي د نفيري له لاري رحم ته ځي او عين حال کي د توارق عمليه طي کوي او خپله لومړنۍ انرژي دهغه غذائي موادو څخه حاصلوي کوم چي په هګي کي موجود وي،د ګڼ شمير تي لرونکو ريشم د يوي اونۍ په وخت کي د رحم ديوال ته نفوذ کوي او د هغه په منځ کي ځاي نيسي دا عمل د هضمي انزايم په واسطه صورت نيسي . دالقاح څخه دري اونۍ وروسته د ريشم خارجي پردي جوړيږي او د وظيفوي پلاسينتاد جوړيدو سبب ګرځي،پلاسينتا هغه موادريشم ته برابره وي چي دميتابوليزم لپاره پکار وړل کيږي .

د ريشم انکشاف (Development of Embryo) :

کله چي تخمه دنفيري په پورتني برخه کي القاح کيږي زايګوټ يو سلسله ويش وروسته د(Morula) مرحلي ته داخليږي کله چي مارولا رحم ته وليږي دهغه نرم ديوال پوري ځان نښلوي، څو ورځي وروسته غټيږي او ديوي غوټي شکل غوره کوي کوم چي د(Blastocyst) په نوم ياديږي .ددي طبقي دخارجي طبقي حجرات د(Trophoblastes) په نوم ياديږي .داحجرات دگوتو په څير ضخايم لري (villi) دکوموپواسط چه درحم دجدارسره ځان محکموى داوميدوارى په لومړنى کى پلاستوسيست په يوه دوه طبقه ئ کره انکشاف کوى چه د(Gastrula) پنوم ياديږى دگسترولاباندينى طبقى ته(Octoderm) اوداخلى طبقى ته(Endodeim) وا‌‌ئ دريشيم داحالت ددوه طبقه ئ حيواناتو(Diploblastic Animals) لکه هايدرا اومرجانوته ورته والى لري دگسترولا خارجى حجرات په ډيرشدت سره انقسام کوى اودبدن باندنى برخى لکه پوستکى ،نوکان ،ويښتان اودسترگي قرينه اوعصبى مرکزى سيستم مينځ ته راوړى:دانکشاف په وروستيومرحلوکى يوه منځنى طبقه (Mesoderm) انکشاف کوى ،ميزودرم دوه طبقى وي يوجسمى ميزودرم (Somatic mesoderm) اوبل ئ دکولموميزودرم (Stomachnic M ) کوم چى ددي دوه جداروترمينځ خاليگاه جوړوي ، دجسمى خاليگاه (Coolomic cavity) پنوم ياديږي داخلى غړى ددي خاليگاپه منځ کى منځ ته راځى لکه دزړه داخلى او خارجى عضلات ،دوينى دوران ،بډوډى ،دپوستکى داخلى برخه اوگڼ شمير مهم انساج ،پدى توگه ريشم ددرى طبقه ئ حيواناتو (Triploblastic animals) لکه چنجيان اونوروشکل ځانته غوره کوى دبلاريتوب په دوهمه اودريمه اونى کى ريشم په جنين (Fetus) تبديليږى په دى وخت کى دوينى دگونه انکشاف کوى دزيړوکڅوړه (Yolksoc) اوالنتايس د(Allen tios) دنوتار (Umblicaloord) سره وصليږي اوجوړښت جوړوي کوم چه جنين په (Omnion) کى په معلقه توگه ساتى ،اودرحم دديوال سره درگونواړيکى قايموي ، په دى وخت کى دالنتايس يوه برخه اوکوريون سره يوځاى کيږ ى اويواسفنجى جسم چه پلاسنتانوميږي مينځ ته راوړي ،داجوړښت دجنين اودمورترمينځ ديومشترک غړى په توگه دنده سرته رسوى په دي ډول چه دموراوجنين شعر يه رگونه په (Placenta) کى تيت اوپه تماس کى وي ، په کوم کى چه دموادواوگازاتودنفوذعملى پواسطه صورت نيسى :دبلاريتوب په پنځمه مياشت کى جنين په حرکت راځى چه داحرکت دهغه دعضلاتو اوهډوکو دودي دپاره ارزښت لرى ،ددي حرکت په ضمن کى جنين ورو وروخپل سرښکته خواته گرځوى دنوزاد ولادت(Child birth orparturation) دانکشاف په وخت کى دښځينه جنس رحم په کافى اندازه لويږي ترڅوچه جنين په ځان کى ځاى کړي .نوى عضلات درحم په جدار کى وده کوى اوهغه ته قوت ورکوي ترڅوچه دولادت توانا‌يئ پيداکړى ،کوم عوامل چه دولادت دشروع کيدوسبب گرځى په روښانه ډول ندى څرگندشوي مگرهغه هارمونونه چه دتحاميه غدى ، تخمدانونواوپلاسنتاڅخه ترشح کيږى ولادت ته دمور دچمتوالى سبب گرځى ،دشيدوغدوات لويږي اودشيدوتوليدته اماده کيږ‌ى :دلگن خاصري هډوکى پراخيږي ،ولادت دعضلاتو دغيرارادي انقباض پواسط شروع کيږى دردونه ورو ورو زياتيږي اوجنين ته حرکت ورکوي او دردونو په پاى کى لومړ ى دطفل سر او بيا تنه دباندي راوځي دولادت نه لږ وړاندي دجنين پرده د(Amnion)چوى اواوبه خارجيږي کوم چه دولادت داسانتياسبب گرځى کوم وخت چه دطفل سر راوځى په دي وخت کى څوپرلپسى انقباضات درحم په جدارکى صورت نيسى کوم چه ټوله وينه دپلاسنتاڅخه جنين ته تيروي کله چه تولدصورت نيسى نوم يئ دوه ځايه تړل کيږي اوبطن ته نږدي گنډى سره پرى کيږى،په دي وخت کى طفل دلومړى ځل لپاره تنفس کوي دولا دت اخرنى مرحله کى دهغوبقاياوراوتل دي کوچه دخس په نامه ياديږي گ گ خس د(Placenta) ريشمى پردي اودرحم دجداردمخروباتوڅخه عبارت دي دولادت وروسته رحم بيرته ترميميږي .مگرهيڅ کله لومړنى حالت ته نه راڅي .

دوهم فصل

عضلات Museles) (

دنسان په بدن کى دري ډوله عضلات ليدل کيږى چى عبارت دي له ښوي عضلات (Smooth musde) دزړه عضلات (Heart muscles) اواسکليټى عضلاتو(Skeleton M ) څخه عبارت دي .

(1) ښوى عضلات (Smooth muscles) دهاضمى تنفسى غړو اودرگونوژى له دي ډلي عضلاتوڅخه جوړشويدى ددي عضلاتوحجرات دماکوپه شان جوړښت لري اوپکى يوه هسته لري ښوى عضلات اړخيز(عرضانى ) رابطى نه لري اوډيرپه ورو انقباض کوي دادغير ارادي عصبى سيستم په ذريعه کنتروليږي اوڅرنگه چى حرکت يئ دانسان په واک کى نه دي نوورته دغيرارادي عضلاتو(Invo luntorymuscle) نوم هم ورکړل شويدي داعضلات په پرله پسى توگه يئ له دمى (استراخت ) څخه خوځښت کولاى شي .

(2) دزړه عضلات (Heart muscles) داعضله منشعب اواړخيز(عرضانى) رابطى لري دااړخيزى رابطى ته د درزيدو توان ورکوي ترڅووينه په شريانونوکى پمپ کړي ،ددي عضلى حرکت هم دغيرارادي اعصابوپه وسيله کنتروليږى . دزړه عضله يواځى په فقاريه حيواناتوکى ليدل کيږي او حجرى سره داسى نږدي واقع دي چه په يوه واحده عصي انگيزه (Stimuli) سره ټوله عضله منقبضه کيږي څرنگه چه ټولى رشتى يئ سره وصلى دي ، نوديوواحدپه توگه عمل کوى . ددي عضلى انقباض په سرعت سره ترسره کيږي .

(3) اسکليټى عضلات (Skeleton musdes) داعضلات دمخططوعضلاتوپه نامه هم ياديږي اوخوځښت يئ دانسان په واک کى دي ، داعضلات په هډوکوپوري وصل دي اودهډوکودخوځښت سبب گرځي اوانبساط په نتيجه کى پرسره کيږي چه دعضلاتو انقباض ته (Contraction)اواوږديدويااستراحت ته يئ (Relaxation) هم ويل کيږى .اسکليټى عضلاپه جوړه يئ شکل تنظيم شويدي چي يوه يئ دبلى په وړاندي عمل کوي . نوله دي امله هره جوړه دداسى عضلاتوته (Antagonistic) غضلات هم ويل کيږي ددي عضلاتورشتى دټول يادهيڅ دقانون (All or noneprin ciple) څخه پيروي کوي يعنى داچه يادمښه (Stimull) په وړاندي په خپل اعظمى حدانقباض کوي اوياهيڅ انقباض نه کوي ، يوه مکمله عضله ديوى کلکى رشتوي ورقى په وسيله چاپيره شوى ده چي د (Epimycium) په نامه ياديږي .

اسکليټ (Skleton)

اسکليټ دانسان اونوروشمزى لرونکو دپاره دټولو غړوښه تکيه اودبدن دکلسيم مهمه منبع ده ، له بلى خوادهډوکوانساج دوينى کلسيم په معينه اندازه ساتى اودپاراتابرايددغدى تر تاثيرلاندي دکلسيم اندازه تنظيموى دټول اسکليټ متشکله مواد اساسآ په دوه برخوويشل کيږى اوهغه غضروف اوهډوکى دي چي لومړنى مواد نرم اودوهم يئ کلک حالت لري دتولدپه اول سرکى دانسان په اسکليټ کى عضروف زيات وي خووروسته بيادعمردزياتوالى سره ،يوه اندازه غضروف په هډوکوبدليږ‌ى .دبدن په بيلوبيلوبرخوکى دغضروفوتومختلف ډولونه ځاى لري لکه دهايلين غضروف (Hyline cartilage) الاستيکى غضروف (Elastic cartilage) کى موندل کيږي اوبلاخره رشتوي غضروف دملاپه شمزيوکى (Verebra) کى موندل کيږي .هډوکى ډول ډول شکلونه لري لکه . اوږده ،لنډ، پلن اوغيرمنظم هډوکى . خواساسآ دجوړښت له نظره په دوه ډولونو ويشل کيږي يويئ کامپکت هډوکى (Compact bones) اوبل يئ اسفنجى هډوکى (Spongy bones) کامپکت هډوکى داوږدواولنډوهډوکوپه منځنى برخه کى اوهم دپلنوهډوکوداخلى اوپهرنى برخه ددي ډول څخه ترکيب شويدي .خواسفنجى هډوکى داوږدواولنډوهډوکوپه څوکو کى ځاى لري غير منظم هډوکى هم ددي ډلى څخه دي .دمطالعى دآساتولولپاره اسکليټ په دوه برخوويشل کيږ ي .چه هغه مرکزي اواطراخى اسکليټ دي

(1) مرکزي اسکليټ (Axileskleton) په مرکزى اسکليټ پوري دسردکوپړى هډوکى جمجمه دملاشمزى ،پښتى اودټټر هډوکى شامل دي

(2) دسردکوپړى هډوکى (Skull) دسرکوپړى دملادشمزيوپه سرکى ځاى لري اوله (٢٢) بيلوبيلوهډوکوڅخه جوړشوي چه ديوبل سره ددندانه دارومفصلونوپه ذريعه وصل شويدي په دي کى پورپنى اوښکتنى ژامه هم شامليږي. دسردکوپړى اصلى دنده دماغزو،باصرى،سامعى ،اوذايقى غړوساتل دي .

(3) دملاتير(دملاستنه ) دملاتيردشمزيوڅخه جوړشويدي، داشمزى داسى ديوبل سره وصل شويدي چه له يوى خواپه يوه اندازه مقاومت لري چه بدن ته تکيه شى اوله بلى خودکږيدوتوانلري .دانسان دملاشمزى (٣٣)دي چه په هغوکى (V) شمزي په ورميږکى د(Cervicale) په نوم اودولس (١٢)شمزى دملاد(سينى) په برخه کى د(Thoracic) په نوم او(٥)شمزى دملاپه برخه کى د(Lombaire) په نوم او(٥) شمزى هم سره يوځاى نښتلي اويوهډوکى يئ (Sacrum) په نوم جوړکړيدي .اوبلاخره (٤)شمزى هم په اخرى برخه کى ځاى لري چه د(Coccyx) پنوم ياديږي .

(4) دټټر(سينه ) هډوکى (Cternum) دادوږد،پلن اونرى هډوکى دي چه دصدرپه مخ کى ځاى لري اوديومايع په توگه دخارجى تصادماتومخه نيسى . ددي هډوکى دپاسنى برخى سره دولى هډوکى اووروستنى برخى سره يئ دپوښتيوهډوکى تړلى دي .

(5) پوښتى : دانحنالرونکى هډوکى دي چه په مخکنى برخه کى دټټردهډوکى سره اوپه وروستنى برخه کى دشمزيوسره وصل شويدي ، دري جوړى يئ په غير مستقيمه توگه اتصال پيداکوي اودوه جوړي دټټردهډوکى سره اتصال نه لري .

(١) اطراخى اسکليټ (Appendicularskleton)

دولي هډوکى : الف :سکپولا(Scapula) ببلک شانه:داپلن هډوکي دي چي د هريو ولي شاتني برخه کى ځاى لري اوداهډوکى کوم حقيقى پيوستون دمرکزي اسکليټ سره نه لري اوددعضلاتوپه مرسته پخپل ځاى کى کلک شويدي .

(ب) کلويکل (Clavicle) داهډوکى اودټټردهډوکى په منځ کى واقع شويدي . دااستوانه هډوکى دي اوڅوکي يئ يودبل دجهت پر خلاف انحناموندلي دي .

دلاس هډوکى :

الف :دمټ هډوکى (Humerus)

دايواوږدهډوکى دي چه سريئ نيم کروي جوړښـت لري اودولي په ژوروالى کى ځاى لري چه دمختلفو حرکتونو دپاره آزادي لري ددي هډوکي بل سر دمړوندپه هډوکو وصل شويدي .

(ب) دمړوندهډوکى : مړوندله دوه هډوکوڅخه چه راديس (Radius) اوالنا (Ulna) نوميږي تشکيل شويدي (Radius) بهرخواته دلويئ گوتي په اوږدوکى ځاى لري او (ulna) دننه خواته واقع شويدي (Radius) بهرخواته په اوږدوکى ځاى لر ي او(ulna) دننه خواته واقع شوى دي .دادواړه ديوى غشا‌ء پواسطه تړل شويدي .

دلاس بندداتو(٨) نامنظمو هډوکوڅخه جوړشويدي کوم چه دکارپل (Carpal) په نوم ياديږي .بيادلاس ورغوى دپنځو(٥) هډوکوڅخه جوړشويدي چي دميتاکارپل (Meta carpal) په نوم ياديږي دگوتوهډوکى چه ورغوي دهډوکو په پرتله لنډدي دفلانجس (Phalanges) په نوم ياديږي

دخاصري لگن (Pelvic) دابرخه په ښځينه کى دنارينه جنس په پرتله پراخه ده اوله دري هډوکو څخه جوړشويدي .يويي د(Pelvic) شاته ځاى لري چه په حقيقت کى دادملادشمزيو يوه برخه ده اودوه نورهډوکى چه يوبل ته ورته دي (Hipbone) په نامه ياديږي دادوه هډوکى په مخکينى برخى کى سره وصليږي .(Pelvic) برخه دوران وهډوپه سروولاړه ده

پښوهډوکي :الف:دورانه هډوکى (Femur) دودانه هډوکى تر ټولو هډوکوزيات اوږده دي ،پاسنى څوکه يي چه گرده ده (pelvic) په ساحه کى ځاى لري

(ب):دپنډي د برخى هډوکى : پدي برخه کى دوه هډوکى ځاى لري يويي تبيا(Tibia) اوبل يي دفيبولا (Fibula) په نامه چي ديوبل چاپير ه خوځيدلي شى . دورانه اودپنډي دهډوکوپه منيځ کى يعنى په زنگانه کى يوکوچنى هډوکى ځاى لري چه پتيلا(Patella) نوميږ ي دپښـودبندونو هډوکى دتارسل (Tarsal) په نوم ياديږي چه دلاسونو دبندونو په شان دي او ورپسى په پښوکى (Metatarsal) هډوکى ځاى لري چه دابيادلاس دورغوي دهډوکى دلاس دگوتو هډوکى ته ورته والى لري مفصل (Joint) هغه برخه چي هډوکى يودبل سره اتصال پيداکوي دمفصل په نوم ياديږي مفصلونه دمربوط هډوکود خوځښت داندازي له امله په دري ډلو ويشل کيږ ي .(١) نه خوځيدونکى (غيرمتحرک) مفصلونه : لکه دزنگانه اوگوتومفصلونه (٢)خوځيدونکى دمتحرک) مفصلونه : چه په پوره اندازه دخوځښت امکان لري

داسکليټ دندي :

١- اسکليټ بند ته مقاومت ورکوي اودبدن دپاره ښه تکيه ده

(٢)اسکليټ ساتنى دنده هم لري لکه دسرکوپړي ،ماغزه اوشمزي اودنخاع شوکى ساتنه کوي

(٣) اسکليټ دبدن بيلوبيلوبرخوته دخوځښت دتوان وربښي

(٤) په اسکليټ کى (دهډوکوپه مغزوکى ) دوينى سره کرويات توليديږي

(٥) په اسکليټ کى يعنى هډوکى دضرورت په حالت کى دبدن دضرورت وړمعدنى مالگى ورپوره کوي .اندازه وينه کى جذبيږي

،که کله هم دصفرانل بند شى په دي صورت کى دصفرا(Pigment) په وينه کى جمع کيږي اودزيړى حالت رامينځ ته کوي چه د(Jacendice) پنوم ياديږى چي پوستکى اودسترگورنگ زيړمعلوميږي

دريم فصل

د هـــاضـــمـې جــهـــاز او د هـــغــــې دنـــدې

Digestive system and there Function

هـــــــضــــــم:

هضم عبارت د غذائي موادو د مخانيکې او کيمياوي تجزئ ، تحليل او جذب څخه دى ترڅو د هغې څخه د بدن په نمو ، ودې ، ترميم او د انرژى په توليد کې کار واخيستل شي.

خولې څخه شروع او تر مقعد پورې امتداد لري چې په کې خوله، حلق، مرۍ، معده، وړې کولمې، لوئ کولمې او ضميه غدوات لکه ځګر، پانکراس او لعابيه غدوات شامل دي.

د هضمې کانال (Alimentary canal) اوږدوالى تقريباً ٣٠ فټه دى چې په لنډه توګه هرى برخى ته جلا جلا کتنه کوو.

خوله Mouth

خوله د دوه برخو څخه تشکيله شوى چې بيرونۍ برخه يي د دهليز Vestibule او داخلي برخه د خولې د حقيقي خاليګاه Proper cavity of mouth په نوم يادېږي.

دهليز (Vestibule) د خارج له خوا د شنډو Lips او رخسار (Cheeks) او د داخل له خوا د غاوښونو (Teeth) او وريو په وسيله چاپيره شوى ده.

د خولې حقيقي خاليګاه (Proper cavity of mouth) د خارج او طرفونو له خوا د وريو او غاښونو (Teeth) په وسيله او د شا له خوا په حلق (Pharynx) پورې ارتباط لري.

د خولې د پاسنۍ برخې مخکنۍ اړخ د سخت تالو (Bony Palate) او وروستنې پاسنۍ برخه يې د نرم تالو (Son palate) په نوم سره يادېږي.

د نرم تالو (Son palate) په اخرينى برخه کې يو قيف غوندې ساختمان ښکته را ځوړند دى چې د وړې ژبې ٫٫ژبۍ٫٫ (Uvula) په نوم يادېږي. او د خولې د خاليګاه په لاندې خوا کې ژبه (Langue يا Tongue) واقع ده.

الف: شنډې Lips

دوه عضلې چې د خولې بهر يې پوښلى، بهرنۍ برخه يې پوستکى (Skin) او داخل يې مخاط (Mucuos) دى. د شنډو دنده د شيانو نيول، خبرې کول، تورې ښه ادا کول او هم د ښايست او ښکلا وسيله ده.

ب: ژبه (Tongue) Langue

ژبه يوه عضلاتي عضوه ده چې ډيره برخه نې په خوله او لږه برخه يې په حلق کې واقع ده، په ذايقوي حس کې پوره رول لري. ژبه د ذايقوي حس څخه برسيره په بلع کولو، غذا ارولو راذولو خبرې کولو او د خولې په پاکولو کې رول او ارزښت لري.

(١)- شکل: ژبه

ج: غاښونه Teeth

د انسان په ژوند کې دوه ډوله غاښونه پېدا کېږي چې په لاندې او باندې ژامنو کې وجود لري، د ژوند په لومړې سر کې د شيدو د غاښونو په نوم او وروسته بيا د دايمي غاښونو په نو سره يادېږي.

١ – د شيدو غاښونه Deciduous or Milk teeth

دا غاښونه د شپږومياشتو په عمر کې شروع اوتر١٢ کلنۍ پورې دوام کوي.

د شيدو غاښونه ٢٠ دي چې په هره نيمائي ژامه کې پنځه پنځه وجود لري. دوه دوه مخکې ثنايا (Incisor) يو يو انياب (Cannin) او دوه دوه د اسياب (Molar) په نوم سره يادېږي.

٢ – دايمي يا عمري غاښونه Permanent teeth

دايمي غاښونه ٣٢ دي چې د اووه کلنۍ څخه شروع او عموماً تر زيات عمره پورې موجود وي خو په اخرينى عمر کې د خرابوالى له امله ځېني له منځه ځي په هره ژامه کې په لاندې ترتيب سره واقع دي.

الف: په هره ژامه کې څلور د ثنايا (Incisor) يعنې مخکنى غاښونه.

ب: په هره ژامه کې دوه انياب (Cannin) يعنې نيشى غاښونه.

ج: په هره ژامه کې لس د اسياب (Molar) يعنې د ژرندى غاښونه چې په دې کې دوه دوه د وړو اسيابو (Premolar) په نوم او دوه دوه د لويو اسيابو(Molar) او يو يو د عقل د غاښ په نوم سره ياد وي چې عقل غاښ د (٣٠ – ٢٠) کلو عمر کې را ښکاره کېږي.

د غاښونو ساختمان او جوړښت:

غاښ اصلاً درې برخې لري چې پاسنۍ برخه کومه چې د وريو څخه بهر وي د غاښ د تاج (Crown) په نوم سره يادېږي او لاندنۍ برخه يې د ريښې (Root) په نوم سره يادېږي د تاج او ريښې تر منځ برخه د غاړى (Neck) په نوم سره يادېږي. که چېري د غاښ طولى مقطع واخيستل شي نولاندني ساختمانونه به پکې څرګند شي.

الف: د غاښ مينا (Enamel) د غاښ پاسنى سپين اهکې کلک پوښ چې د ويني رګونه نه لري د غاښ د مينا په نوم يادېږي.

ب: د غاښ هډوکى (Dentine) دا د مينا لاندې واقع او د غاښ اصلي هډوکى بلل کېږي.

ج: د غاښ داخلي خاليګاه (Pulp Cavity) دا خاليګاه د غاښ په طول کې واقع ده چې په دې کې عصبي تارونه، د ويني رګونه او لمفاوي رګونه واقع دي. د هر غاښ ريښه د يوې سختې مادې په وسيله پوښـول شوى چې د (Cement) په نوم يادېږي.

(٢)- شکل: غـــــاښــــــونــــه.

(٥ – مخ ٩٦٠)

لعابيه غدوات Salivary Glands :

درې جوړې لعابيه غدې وجود لري چې د تحت الاذان، تحت الفک او تحت اللسان په نوم سره يادېږي.

الف: تحت الاذان (غوږونو لاندې) Parotid Gland: دا غدې د هرم په شان د غوږ د نرمى دواړو خواو ته موقعيت لري او د يو نل په وسيله چې Parotid duct نوميږي د اسياب غاښونو په منځ کې خولې ته خپل ترشح شوي لعاب داخلوي چې دا نل تقريباً (5cm) طول لري.

ب: تحت الفک ( د ژامې لاندې) :Submandibular Gland دا غدې د لاندې ژامې په لاندې خوا کې واقع دي چې د يو نل په وسيله چې د Submandibular duct په نوم سره يادېږي او (5cm) طول لري خپل ترشحات د ژبې لاندې برخي ته خارجوي.

ج: تحت اللسان ( د ژبې لاندې) Sublingual gland: دا جوړه غدې د ژبې په لاندې خوا کې واقع دي چې د وړو وړو مجراګانو په وسيله خولې ته لعاب خارجوي، دا غدې يواځې ميوکس ترشح کوي، کوم انزايم په دې کې موجود نه دې د تحت الفک ترشحاتو کې لږه اندازه تايلين (Amylase) يا (Ptyalin) انزايم موجود وي، خو د تحت الاذان په ترشحاتو کې په زياته اندازه تايلين وجود لري. لعابيه غدوات د انګورو د وږې په شان شکل لري چې د Lobules څخه جوړ شوي. په دې کې دوه ډوله ترشحي کيسې موجودې دي چې يو نوع کيسې يې د Alveoli په نوم سره ياديږي کوم چې ميوکس Mucous ترشح کوي. دويم ډول کيسې يې د Serous Alveoli په نوم سره يادېږي چې ميوکس هم ترشح کوي خو يو نوع انزايم د اميلاز هم لري کوم چې نشايسته په مالتوز ( دوه قيمته قند) باندې بدلوي.

په لاړو کې % ٩٩ اوبه، يو فيصد مالګې، يو ډول پروتين چې د Mucine په نوم ياديږي د اوبو سره تر يو ځاى کيدو وروسته Mucous جوړه وي، يو نوع انزايم چې د Lysozyme نوميږي هم ترشح کوي کوم چې د بکترياو جدار له منځه وړي او هغه ختموي.

درې واړه لعابيه غدې په ٢٤ ساعتونو کې ١٥٠٠ ملي ليتره لاړې توليده وي چې دا لاړې د خوند، بوى، احساس او فکر په وسيله ترشح کيږي.

(٣)- شکل: د لاړو غدوات:

هـضــــــم په خــــــوله کــــــي:

د غذا د هضم لومړى مرحله په خوله کې پيل کيږي، دلته غذا د غاښونو په واسطه ميده کيږي او د خولې د لاړو په واسطه نرميږي په پاى کې د ګلولې شکل اختياروي، البته د ګلولې په تشکيل کې ژبه هم رول لري.

غذا د انسان په خوله کې ١٥ – ١٨ ثانيو پورې پاتې کيږي او بلع کېږي کله چې غذا په خوله کې وي د لمس فشار او د ذايقې اخذې تنبيه کوي. د ذايقې اخذې د ژبې سربيره ځاى لري په داسې حال کې چې د لمس فشار، درد او د تودوخې اخذې د خولې په ټوله خاليګاه کې د مخاطي غشا سربيره ځاى لري د دې اخذو څخه د راوړونکو عصبي رشتو Afferent fibers په واسطه انګيزه عصبي مرکزي سيستم ته انتقال مومې چې د هغوى د عکس العمل په واسطه د سليوا، د معدې لعاب ، د پانکراس غدوات او د زدولو او تيرولو عمل تحريکيږي. چې مونږ د هرې برخـــې د هضم طــريـــقـــې در پـــېــژنـــــو.

الف: د غاښونو دندې

١ – کله چې غذا خولې ته واچول شي نو لومړى کار پرې غاښونه پېل کوي او هغه ميده کوي چې همدا فزيکې هضم بلل کېږي.

٢ – غاښونه خوراکې شيان غوڅوي، پرې کوي او ميده کوي.

٣ – غذا دې ته برابروي چې د لاړو سره مخلوط شي.

ب: د ژبې دندې

ژبه يوه حسې عضوه ده چې خوږ، مالګين، تريو او تريخ خوندونه معلومولاى شي خو د دې سره سره په هضمې سيستم کې هم دنده اجراکوي چې په لاندې توګه دي:

١ – د غذا زدولو په برخه کې مرسته کوي.

٢ – د بلع کولو سره پوره مرسته کوي.

٣ – د غذا اړولو او را اړولو کې رول لري.

٤ – خوله پاکه ساتي.

٥ – د حرارت احساس کوي.

ج: د لاړو ( لعاب) دندې

څرنګه چې لاړې موکوس او انزايم لرونکې لزجې ماده ده نو لاندې دندې سرته رسوي.

١ – بلع اسانوي.

٢ – ذايقوي پنډکونه Taste buds د خوند لپاره تحريکو.

٣ – ژبه او شونډې نرمې او تازه ساتي چې تکلم پرې وشي.

٤ – خوله او غاښونه پاک ساتي.

٥ – د بکترياو ضد عمل کوي.

٦ – خوله مرطوبه او نرمه ساتي.

٧ – لعاب د ميوسين پروتين لري تر څو غذا لغزنده (خويه) کړي او بلع اسانه شي.

٨ – لعاب يو نوع انزايم د اميلاز په نوم لري چې نشايسته په مالتوز بدلوي.

ژوول Mastication

Mastication يا زدوول (ژول) د هغه عضلاتو د انقباض په واسطه صورت نيسي کوم چې لاندې ژامې ته و پورته ژامې خوا حرکت ورکوي صورت نيسي. په دې وخت کې غاښونه د غذا څيرولو، پريکولو او ميده کولو کې مهم رول لري.

زدوول يو عمل دى چې د هغې په واسطه د غذا فزيکې تغير صورت نيسي او په عين حال کې د لاړو Saliva سره ګډيږي لعب او متشکل کيږي او د بلع کولو لپاره اماده او چمتو کيږي.

حلقوم Pharynx:

حلق په درې برخوويشل کېږي چې پورتنۍ برخه يې د پزې حلق Nasopharynx د خولې لورې ته يې د خولې حلق Oropharynx واقع دى او شاتنۍ برخې ته يې د حنجرې حلق Laryngo pharynx واقع دى چې د مرۍ او خولې تر منځ رابطوي ساختمان دى، غذا لومړى حلق او بيا مرۍ ته داخليږي. په حلق کې مخاطي طبقه Mucous layer د سليا لرونکې بشروي نسج Cilia Epithelium Tissue څخه جوړشوى دى. کله چې غذا د حلق څخه مرۍ ته داخليږي نو د حنجرې خوله Glottis په سر باندې يو سر پوښ چې د Epiglottis په نامه سره ياديږي واقع کيږي او د بلع کولو په وخت کې د حنجرې خوله بندوي تر څو غذا مرۍ ته داخله شي. که چيرې حنجره بنده نه شي نو غذا حنجرې ته ننوځي او سمدستي ټوخى پيدا کيږي چې د وچې مرۍ ته د غذا د داخليدو مخنيوى کوي.

مرۍ يا Esophagus

مرۍ يو عضلاتي ساختمان دى چې تقريباً ٢٥ سانتي متره اوږدوالى لري، د حلق څخه پېل او تر معدې پورې امتداد لري.

مرۍ د څلور، طبقو څخه جوړه شوى ده چې خارجې طبقه يې د منضم نسج ، دويمه طبقه نې عضلاتي او دريمه طبقه يې هم د منضم نسج څخه چې عصبي رشتى اودوينې رګونه لري او څلورمه طبقه مخاطي ده چې د بشروي نسج څخه جوړه شوې. کله چې مرۍ خالي وي مخاطي طبقه ګونځى لري او کله چې ډکه شي نو دا ګونځى يې له منځه ځي.

په داخل د مرۍ کې هر وخت ميوکس تر شح کيږي چې د غذا په حرکت او پرمختک کې پوره مرسته کوي. په مرۍ کې غذا د موجې حرکاتو Peristaltic movement په واسطه مخ په وړاندې ځي، کله چې يوه ګولوله غذا مخکې موج چې حرکت کوي تر شا يې بل موجې حرکت دې چې د پنډوليک په نوم يادېږي هم ورپسي وي تر څو هغه معدې ته ورسوي.

معده Stomach

معده د هضمې سيستم پراخه برخه ده چې يوه عضلاتي کڅوړه ده چې د J تورې په شان شکل لري. اوږدوالى يې تقريباً ٢٥ سانتي متره د پورته څخه په مرۍ او لاندې برخه يې په اثناعشر پورې نښتې ده ، همدا لاندې برخه يې يو بندوونکى عضله لري او د وال دنده اجراکوي چې دې وال ته Pyloric sphincter وايي،دا اسفنکترد اثناعشرمواد بيرته معدې ته نه پريږ دي.

د هر فرد معده د ګنجايش په لحاظ سره فرق لري خو اوسطاً د معدې ګنجايش د يو څخه تر يونيم ليتر پورې دى. معده په درې برخو ويشل شوى ده چې پورتنۍ برخې ته يې Fundus وايي کوم چې د Cardiac کارديک مجرا په چپ طرف کې واقع ده، منځنۍ برخه يې د Body په نوم سره يادېږي کوم چې د فندس څخه پيل او تر پېلوريک پورې واقع ده همدا برخه يې لويه او پراخه حصه تشکيلوي. دريمه او لاندينۍ برخه يې د Pylorus په نوم سره ياديږي په همدې اخرنۍ برخه کې چې کله د اثناعشر سره يو ځاى کيږي Pyloric sphincter واقع دى.

د معدې په داخل کې ډيرى ګونځى او چينونه موجود دي چې د Rogue په نوم سره ياديږي. د معدې ديوالونه يا د معدې جدار د څلورو پړکونو يا طبقو څخه جوړ شوي دي چې عبارت دي له:

١ – خارجي طبقه يا صفاقPeritoneum : چې ټوله معده يې احاطه کړى او د پردې په شان پرمعده باندې پرته ده، د معدې د ساتنې اوحفاظت دنده په غاړه لري.

٢ – Muscular layer: دويمه طبقه عضلاتي ده چې دا بيا له درې ډوله عضلاتي تارونو څخه جوړه شوى چې په خارج کې اوږده عضلاتي تارونه Longitudinal fibers په منځ کې ګردې عضلاتي رشتې Circular fibers او په داخلي برخه کې مايلي عضلاتي رشتې Oblique fibers واقع دي.

٣ – Sub Mucous Layer: دريمه طبقه يې د منضم نسج څخه جوړه شوى چې د وينې رګونه او عصبې رشتې په کې موجودې دي او د معدې تغذيي وظيفه په غاړه لري.

٤ - Mucous Layer: څلورمه طبقه يې مخاطي غشا Mucous Layer ده چې د بشروي نسج څخه جوړه شوى ده، په دې طبقه کې معدوي غدوات Gastric glands وجود لري کوم چې کيمياوي مواد ترشح کوي، معدوي غدوات په دري ډوله دي:

الف: Cardiac glands

دا غدوات د کارديک په برخه کې موجود دي او يواځي ميوکس ترشح کوي.

ب: Gastric glands يا Fondues

دا غدوات په ټوله معده کې وجود لري، د څو قسمه حجراتو څخه عبارت دي چې هر يو يې جلا جلا مواد ترشح کوي.

*- Mucous cells : ميوکس ترشح کوي.

*- Chife cells : د پروتينونو د هضم لپاره يو ډول انزايم چې د Pepsinogene په نوم ياديږي ترشح کوي، دا حجرات د Rennin او Gastric Lipase انزايمونه هم ترشح کوي.

ج: Pyloric glands يا Pylorus

دا غدوات چې د پيلوريک په برخه کې واقع دي يواځې ميوکس ترشح کوي. د پيلوريک په برخه کې د مخصوصو غذاګانو د موجوديت له کبله د Gastrin هارمون ترشح کيږي چې د معدې ترشحات زياتوي. دا هارمون د معدې د حجراتو څخه ترشح کيږي چې په معده کې HCl يا د مالګې تيزاب د (Oxyntic cells ) ترشح کوي، د دې څخه سربيره يو بل کيمياوي فکتور چې د داخلي فکتور (Castle) Intrinsic factor په نوم سره ياديږي هم ترشح کيږي کوم چې په وړو کولمو کې د Vit-B12 د جذبولو لپاره ضرورې دى.

astle factor د Vit-B12 سره يو ځاى کېږي او په معده کې د HCl څخه ساتنه کوي، ځکه HCl په Vit-B12 باندې اغيزه کوي او هغه تخريبوي، د دې فکتور په وسيله ويتامين کولمو ته رسيږي او بيا هلته مکمل جذبيږي، دې فکتور ته A.PA factor هم وايي يانې د جنيني کم خونې څخه مخنيوى کوي ځکه چې Vit-B12 د وينې په جوړولو کې خاص رول لري او دا فکتور ويتامين مــــــکمل

جذب ته برابروي.

(٤)- شکل: معده

Internet – google.com / digestive system

هضم په معده کې:

کله چې غذا معدې ته ځي هلته د څو ګړيو لپاره پاتې کيږي او ورو ورو کولمو ته ننوځي. معده کې غذا د معدوي لعاب په واسطه د کيمياوي تغيراتو لاندې راځي. چې د معدې غدوات (Pylorus, Odrpus, Fondues) په مخاطي غشا کې ځاى لري او نلونه يې د نوموړې غشا په چين خورده ګۍ کې خلاصيږي. د Fondues غدوات انزايمونه او HCl ترشح کوي په داسې حال کې چې Pylorus برخې غدوات يواځې انزايمونه ترشح کوي. معده د هضم په هکله دوه فعاليتونه سرته رسوي چې يو يې ميخانيکې او بل کيمياوي.

الف: ميخانيکې فعاليت

کله چې غذا معدې ته ورسيږي نو معده خپل موجې حرکات Peristaltic. Movement پېل کوي تر څو غذا په مکمل ډول سره د معدې د ترشحاتو Gastric juice سره مخلوط او ګډ شي.

کله چې غذا په پوره توګه د معدوي شيرې سره مخلوط يا ګډ شوه نو بيا کيمياوي عمل پرې پېل کيږي.

په هر ٢٠ ثانيو کې يو ځل په معده کې موجې حرکت صورت نيسي غذا د خپل نوعيت په اساس په معده کې وخت تيروي خو معمولاً ٥ – ٤ ساعته په معده کې پاتې کيږي. تر ټولو لومړي مواد چې له معدې څخه وځې کاربوهايدريتونه او تر ټولو اخريني مواد شحميات دي.

ب: کيمياوي عمل

کله چې غذا معدې ته داخله شي يا دا چې د هغې بوى، خوند يا حسي خيال په ذهن کې تير شي نو معده خپل کيمياوي ترشحات پېل کوي چې په هغې کې مختلف کيمياوي مواد وجود لري چې هر يو يې په لنډ ډول سره تشريح کوو-

١ – ميوکس Mucous

Mucous يوه غليظه مايع ده چې اوبه، ايونونه او څو ډوله ګلايکو پروتين لري، ګلايکو پروتين يې د پولي سکرايدونو او لږ شانته پروتين څخه تشکيل شوى. په هضمې کانال کې د ميوکس ترشح او نوعيت سره لږ شانته توپير لري خو خصوصيات يې سره ورته دي لکه

الف: ميوکس سرش ناکه غليظه مايع ده چې د غذايي ذراتو پورې ځان نښلوي او د غذا د ښويه کولو دنده سرته رسوي.

ب: ميوکس دا قدرت لري چې د هضمې کانال په جدار پورې ځان ونښلوي، هغه فرش کړي او د کانال جدار ته تخريبوونکې مواد نږدې نه پريږدي.

ج: ميوکس خوراکې ذرات لغزنده کوي او مخ په وړاندې تګ کې ورسره کومک کوي همدارنګه دمدفوع(فضله موادو)په تشکيل اودفع کې خاص رول لري

د: خپله ميوکس د هضمې انزايمونو په مقابل کې ډير مقاومت لري په همدې سبب د هضمې کانال د حفاظت او ساتنې دنده په غاړه لري.

هـ: د ميوکس ګلايکو پروتينونه امفوتريک خاصيت لري نو ځکه هم اسيد او هم قلوي خنثى کوي. همدارنګه ميوکس د باى کاربونيت ايونونه لري چې اسيد خنثى کوي. لنډه دا چې ميوکس د غذا د لغزنده کولو، د هضمې کانال د حفاظت او ساتلو او په کانال کې د زخم د منځ ته راتللو څخه مخنيوى کوي.

که چيرې د څه لاملونو په وجه معده کې ميوکس ترشح نه شي نو HCl تيزاب خپله د معدې جدارله منځه وړي چې د دې ښه مثال د معدې زخم کيدايشي.

٢ – د HCl تيزاب

جداري حجرات (Oxynti cell) تيزاب (HCl) ترشح کوي چې قوي تيزاب يعنې PH = 0.8 دي. په دې تيزابو کې د (H) هايدروجن د ايون غلظت تقريباً د وينې څخه درې ميليونه زيات دى. جداري حجرات په خپل منځ کې يو کوچنى کانالي سيستم لري چې د Canaliculi په نامه سره ياديږي. د دې کاناليکول جدار په فعال ډول سره د H+ او Cl- ايونونه ترشح کوي. چې وروسته دا دواړه ايونونه په کاناليکول کې سره يو ځاى کيږي او HCl جوړه وي.

کله چې تيزاب ترشح شول د حجرې څخه د باندې نل (Ductus) ته ځي او د هغه ځاى څخه بيا د معدې داخل ته ننوځي.

د HCl انزايم ځينې دندې په غاړه لري د مثال په توګه: د غذا په هضمولو کې کومک او مرسته کول، د غذا ضد ميکروبي کول، انتانات له منځه وړل، د هضمې انزايم Pepsinogen چې په غير فعال حالت ترشح کيږي په فعال حالت يعنې Pepsin باندې بدلول، د اوسپنې او کلسيم په جذبولو کې رول لري.

٣ – د Pepsin انزايم

د معدې اصلي حجرات Chief cell او Peptic cell څول ډوله Pepsinogen ترشح کوي چې غير فعال او د ټولو فعاليت يو شانته دى. کله چې دا HCl او مخکنى فعال Pepsin سره يو ځاى شي نو په فعال Pepsin باندې بدليږي.

د Pepsin انزايم په PH = 2 – 3 کې ښه فعاليت کوي او که PH = 5 ته پورته شي نو خپل فعاليت له لاسه ورکوي او غير فعال ګرځي. په همدې لحاظ د Pepsin د فعاليت لپاره اسيدي محيط ضروري دې چې دا محيط د HCl په وسيله برابريږي، HCl چې کله ترشح شي نو PH = 0.8 وي خو کله چې معدې ته راشي هلته د نورو ترشحاتو سره يو ځاى کيږي او PH = 2 – 3 کيږي کوم چې د Pepsin لپاره ډير مساعد محيط برابروي.

Pepsin کولاى شي د غذايي موادو هر ډول پروتين هضم کړي خصوصاً د کلاژن رشتې هضموي کومې چې نور هضمې انزايمونه هغه نه شي هضمولاى، په همدې لحاظ د راتلوونکې هضم لپاره Pepsin پروتين په وړو ټوټو ويشي ترڅو نور هضمې انزايمونه په هغې باندې په اسانۍ سره عمل وکړي.

په معده کې د پروتينونو ابتدايې هضم پېل کېږي يعنې د پروتين لوى زنځيرونه په وړو ټوټو ويشي چې بيا وروسته د پانکراس او کولمو د انزايمونو په وسيله هغه په امينو اسيدونو باندې تجزيه کيږي.

Pepsin يو فعال انزايم دى چې Protein په Polypeptide Peptone, او Protease باندې بدلوي کوم چې نسبت پروتينونو ته دواړه زنځير لرونکې دي.

٤ – رينين انزام Rennin

دا انزايم په بالغو کسانو کې کم وي خو په ماشومانو کې زيات ترشح کيږي ځکه چې دا شيـــدې په مستــو يا پـــنيــر باندې بـــدلوي يعنې په شيدو کې منحل پروتين Caseinogen په منجمد يا غير منحل پروتين Casein باندې بدلوي چې بيا په کازين باندې Pepsin اثر کوي او هغه په Peptone باندې بدلوي.

٥ – معدوي ليپاز Gastric lipase

دا نزايم د شيدو شحم په شحمې اسيدونو او ګلسرين باندې بدلوي او په نورو شحمياتو باندې د تيزابو د موجوديت په سبب اثر نه کوي.

د معدي څخه د موادو تخليه:

کله چې غذا معدې ته ورسيږي هلته د معدې د ترشحاتو سره يو ځاى کيږي ، معده د غذايي موادو د مخلوطولو لپاره مخلوطونکې امواج Mixing waves يا تنوسي موجونه Tonus waves توليد وي. دا موجونه پس له هر شل (٢٠) ثانيو څخه وروسته توليديږي او هر څومره چې معده ډکه وي دا موجونه قوي وي. تر هغې دا حرکات جاري وي چې خوراکې توکې د معدې د شيرې سره نه وي ګډ شوي. کله چې مواد ښه مخلوط شي نو سپين رنګې سوپ شکل ځانته غوره کوي چې دې سوپ ته Chymuse وايې.

کله چې مواد ښه مخلوط او کيموس تشکيل شي نو د معدې په داخل کې تقريباً 50 mmHg موجې فشار توليديږي چې دا فشار د معدې اخرينې وال يعنې Pyloric sphincter خلاصيږي او څه اندازه کميوس اثناعشر ته داخليږي.

د معدې په تخليه کې دوه عوامله رول لري چې يو يې د معدې پراخوالى د خوراکې توکو په سيله او بل د ګاسترين هارمون موجوديت دى.

الف: د خوراکې توکو حجم د معدې په تخليه باندې اثر لري هر څومره چې معده ډکه وي او زيات پراخوالى پېدا کړي نو د پيلوريک اسفنکتر په اسانۍ سره سستيږي او خوراکې توکې ورڅخه وځي.

ب: هر څومره چې مواد ښه مخلوط او نرم شي په هماغه اندازه د معدې څخه زر خارجيږي.

ج: کله چې خوراکې توکې خصوصاً غوښه معدې ته داخله شي نو د معدې په لاندنۍ برخې کې د (Gastric cell) حجرات د Gastrin. Hormone ترشح کوي چې دا هارمون څو مختلف کارونه سرته رسوي چې يو په کې د پيلوريک وال خلاصول هم دي چې کيموس ور څخه تير شي. همدارنګه ګاسترين په Cardiac sphincter باندې هم اثر کوي او هغه قوي کوي تر څو مرۍ ته غذايي مواد داخل نه شي. د دې څخه علاوه ګاسترين د معدې د اسيدي ترشحاتو د زياتوالى سبب ګرځي.

په عمومې توګه په يو شپه او ورځ کې معده دوه ليتره کيمياوي مواد ترشح کوي. د هضم څخه وروسته لږ لږ کيموس د Pyloric sphincter څخه تيريږي او اثناعشر ته ځي، اثناعشر ته ټول مواد په يو ځل نه ځي بلکې لږ لږ تر څو چې معده خالي شي.

په کيموس کې پروتينونه په پولې پيپتايد بدليږي، ويټامينونه او معدنې مالګې په خپل حالت وي، کاربوهايدريتونه پرته د لعابو د اميلاز د کار څخه په هماغه پخوانې حال وي اود شيدو د شحم څخه پرته نور شحميات په خپل حالت کې وي.

د معدې د ترشحاتو تنظيم او کنترول

د معدې ترشحات په درې ډوله تنظميږي:

١ – د اعصابو په وسيله چې مهم عصب يې واکس دى. کله چې غذا معدې ته داخله شي نو بصل النخاع د واکس په وسيله د معدې ترشحات تنظيموي.

٢ – د Gastrin Hormone په وسيله، کله چې غذا معدې ته داخله شي څه وخت وروسته د معدې په لاندينۍ برخه کې د Gastrin. Hormone هارمون ترشح کيږي چې دا هارمون د وينې له لارې د معدې جدار ته ځي او د معدې ترشحات زياتوي.

٣ – کله چې غذا معدې ته داخله شي نو معده پراخوالى پيدا کوي چې د دې پراخوالى په سبب جداري حجرات تحريک کيږي او خپل ترشحات پيل کوي.

وړې کولمې Small Intestine

په هضمې جهاز کې تر ټولو اوږده برخه وړې کولمې دي چې تقريباً ٢١ فټه اوږدوالى لري. د معدې د Pyloric sphincter څخه پيل او د غټو کولمو سره د يو وال Ileocecal Valve په وسيله ارتباط پيدا کوي.

په وړو کولمو کې د هضم او جذب عمل سرته رسيږي او د غذايي توکو ټولى اجزاوې چې د هضم وړ وي په کولمو کې د هغې هضم مکمليږي. وړې کولمې درې برخې لري چې عبارت دي له اثناعشر (Duodenum)، جيجينوم Jejunum اوايليوم Ileum څخه، درې واړه برخې په لنډ ډول سره تشريح کوؤ.

الف: اثناعشر Duodenum

اثناعشر د پيلوريک والف څخه پيل او د C په شان شکل لري تقريباً ٢٥ سانتي متره اوږدوالى لري او اثناعشر ته د پانکراس او صفرا کڅوړې مشترک ګډ نل Hepatopancreatic duct راغلى چې خوله يې اثناعشر ته را خلاصه شوى ده، دا مجرا د Duodena papillae يا Ampulla of Bill duct په نامه ياديږي چې د يو والف Sphincter of oddi په وسيله بند شوى.

د اثناعشر سره درې مهم ساختمانونه اړيکې لري چې عبارت دي له ځګر، پانکراس او صفرا کڅوړه، ځکه چې دا درې واړه کيمياوي ترشحات اثناعشر ته راځي او په هضم کې پوره رول لري.

(٥)- شکل: کوچنۍ کولمې

Internet – google.com / digestive system

هـضــــم په اثــنـــاعــشــــــــر کـــــې

کله چې غذا اثناعشر ته ننوځي په دې وخت کې د پانکراس لعاب، صفرا او د اثناعشر غدوي ترشحاتو سره يو ځاى کيږي. د هضم څخه د مخه د اثناعشر محتويات ضعيف القلي دى (PH = 7.2 – 8) دى. اما کله چې د معدې اسيد کولمو ته داخليږي دغه محتويات اسيدي کيږي. اما د صفرا د داخليدو په اثر محيط بيرته القلي کيږي، نو له دې کبله د اثناعشر د محتوياتو PH متغير يا تغيرکوونکې وي.

پانقراس يا لوزالمعدهPancreas :

پانکراس يوه غده ده چې ژيړ خاکې رنګ ، تقريباً ١٥ سانتي متره اوږدوالى لري او په افقې ډول د اثناعشرڅخه پيل تر طحال يا تورې پورې امتداد لري.

پانکراس څلور برخې لري چې سر (Head) يې د اثناعشر سره، غاړه (Neck) او Body تنه يې د غټو کولمو شاته او لکۍ (Tail) يې د طحال سره په تماس کې ده. د پانکراس په سر کې د پانکراس عمومې نل Main pancreatic duct او د صفرا نقلوونکې نل Bile duct سره يو ځاى کيږي او بيا وروسته اثناعشر ته ننوځي.

پانکراس د ډيرو لوبولونو Lobules څخه جوړ شوى چې هر لوبول يې ډيرې کڅوړې لري، همدا کڅوړې Alveoli د پانکراس شيره ترشح کوي. د هرې کڅوړې څخه يو نل او بيا دا ټول نلونه سره يو ځاى او د پانکراس مرکزي نل Main pancreatic duct ته راځي دا نل په ټوله غده کې په اوږدو واقع دى او وروسته همدا مرکزي نل د صفرا د کڅوړې د نل سره يو ځاى اثناعشر ته ننوځي.

د Alveoli په منځنۍ او داخلي برخو کې يو نوع خاص ساختمانونه چې د لانګرهانس جزيرې Islets of Langerhans په نامه سره ياديږي وجود لري چې دا جزيرې د څو ډوله حجراتو څخه جوړې شوي چې د حجرات يې Glugagon هارمون او د β حجرات يې Insolin هارمون افرازوي. کوم چې د کاربو هايدريتونو په ميتابوليزم کې خاص رول لري. پانکراس ډير کيمياوي ترشحات لري چې په لنډ ډول هغې ته اشاره کوو.

الف: Sodium Bi carbonite NaHco3

NaHco3 پانکراس ترشح کوي ترڅو د معدې د کيموس اسيدي تاثيرات ختم کړي ځکه چې خپله القلي خاصيت لري، د دې د يو ځاى والى څخه خنثى ترکيب منځ ته راځي. د کولمو او پانکراس انزايمونه په اسيدي محيط کې فعاليت نه شي کولاى.

ب: Amylase انزايم

د پانکراس اميلاز انزايم نشايسته، ګلايکوجن او نور پولي سکرايدونه پرته د سلولوز څخه هايدروليز کوي او په ډاى سکرايد باندې يې بدلوي.

ج: همدارنګه پانکراس د شحمياتو د هضم لپاره Lipase انزايم ترشح کوي کوم چې خنثى شحميات ((Fatty acid او Glycerol باندې بدلوي. د پانکراس Choles terolestera انزايم کلسترول هايدروليز کوي او Phosepho lipase انزايم Fatty acid د Phospholipidas څخه جلا کوي.

د: پانکراس د پروتينونو د هضم او تجزيې لپاره څو انزايمونه ترشح کوي چې عبارت دي له Amino peptidase , Chymotrypsin, Trypsin او Carboxy polypeptidas څخه Pepton, proteose او Polypeptidas د Trypsin او Chymotrypsin تر اثر لاندې راځي چې په ساده برخو يعنې په پيپتايدونو تجزيه شي بيا په دې پيپتايدونو باندې د Amino Peptidase او Carboxy polypeptidase انزايمونه اثر کوي او هغه په Dipeptide او امينو اسيدونو Amino acids باندې تجزيه کوي کوم چې د جذب وړتيا لري.

د پانکراس پـــروتـيــــن هــــضمونـــکې انــزايمونه Trypsinogen, Chymo Trypsinogen او Carboxy polypeptidase په غير فعال ډول ترشح او کله چې کولمو ته ورسيږي فعاليږي، که چيرې داسې نه واى نو خپله پانکراس به د دې انزايمونو هضم کړى واى.

Trypsin انــــــزايـــم نور پروتين هضموونکې انزايمونه هم فعالوي په همدې خاطر د Trypsin د غير فعال ساتلو لپاره په ترشحي حجراتو کې د Trypsinogen سره يو ځاى د ترپسين کنترول کوونکې ماده Trypsin inhibitor هم ترشح کيږي. دا ماده هم د ترشحي حجراتو په سايتوپلازم، پانکراس په اسينوسونو او هم د پانکراس په مجراګانو کې وجود لري او د ترپسين د فعاليدو څخه مخنيوى کوي. کله چې Trypsin فعال نه شي نور انزايمونه هم نه شي فعاليداى.

که چيرې پانکراس صدمه وګوري يا کوم نل يې بند شي نو ترشح شوي مواد راجمع کيږي او د Trypsin کنترول کوونکې مواد تر خپل اثر لاندې راولي او د پانکراس په هضم کې پيل کوي چې حاد پانکراتيت منځ ته راوړي او ځينې وخت دا ناروغي د انسان لپاره وژونکې هم وي.

Trypsin انزايم کله چې د پانکراس څخه اثناعشر ته داخل شي نو هلته د کولمو په جدار کې د Entrokinase انزايم وجود لري کوم چې Trypsinogen په Trypsin باندې بدلوي او فعال شکل ځان ته اختياروي، همدا تريپسين بيا نور انزايمونه وروسته Trypsin نور Trypsinogen هم فعالوي ځکه چې په کولمو کې موجود وي.

هـ: پـــــانکـــراس هـمــدارنــګه د نـــــوکلـــيک اســــيدونـــو د تــجزيې لپاره د Nuclease ( R.N.A – D.N.A) انزايمونه ترشح کوي چې دا انزايمونه نوکليک اسيدونه په نوکليوتائيدونو Nucleotides باندې بدلوي.

په عمومي توګه پانکراس په يوه شپه او ورځ کې cc ١٢٠٠ ترشحات کوي چې البته دا ترشحات يې د هارمون (انسولين او ګلوکاګون) څخه جلا کوي.

د پانکراس د ترشحاتو تنظيم او کنترول

د پانکراس ترشحات هم د معدې په شان د عصبي او هارمونې ميکانيزم په وسيله کنتروليږي.

الف: عصبي ميکانيزم

کله چې غذا د معدې څخه د اثناعشر په لورې حرکت وکړي په اثناعشر کې عصبي رشتې تحريکوي چې په نتيجه کې د واګس عصب تحريک کيږي او اسيتايل کولين Acetyl cholin ترشح کوي، دا د پانکراس حجرات تحريکوي تر څو خپل ترشحات زيات کړي چې بلاخره د پانکراس ترشحات اثناعشر ته رسيږي.

ب: هــارمــونـې ميکانـيــزم:

١ – کله چې د معدې څخه کيموس اثناعشر ته داخل شي نو PH = 4.5 وي، د وړو کولمو د اولنۍ برخې په جدار (مخاط) کې يو ډول حجرات (S cell) وجود لري چې د دې اسيدي کيموس په وسيله تحريکيږي او د Secretin H هارمون ترشح کوي، سکريټين هارمون پولي سکرايد دي چې د ٢٧ راديکاله امينو اسيدونو څخه جوړ شوي او ٣٤٠٠ ماليکول وزن لري، دا هارمون د وينې له لارې زړه ته ځي او بيا د هغه ځاى څخه پانکراس ته رسيږي. د پانکراس حجرات په خصوصي توګه د NaHCO3 ترشح کولو ته چمتو کوي که چيرې د کيموس PH = 4.5 څخه پورته شي نو د سکريټين مقدار کميږي.

NaHCO3 القلي خاصيت لري او PH = 8 دي نو د کيموس د HCl سره تعامل کوي او خنثى محيط منځ ته راځي. په دې توګه د کيموس اسيدي خاصيت ختميږي. د اثناعشر جدار د اسيدي کيموس په مقابل کې مقاومت نه لري نو ځکه د اثناعشر د جدار د حفاظت او ساتلو لپاره خنثى محيط منځ ته راځي تر څو د اثناعشر زخم پېدا نه شي.

بل د دې لپاره خنثى محيط ته ضرورت دى چې د کولمو انزايمونه په خنثى يا ضعيف قلوي محيط کې ښه فعاليت کولاى شي. د همدې دوه مقصدونو د پوره کولو لپاره د سکريټين هارمون ترشح کيږي.

٢ – کله چې د معدې څخه کيموس اثناعشر ته داخل شي او په هغې کې قندي، شحمي او پروتيني مواد وجود ولري نو د اثناعشر د مخاطي حجراتو څخه د Colecystokinin. H هارمون ترشح کيږي چې يو پولي پيپتائيدي ساختمان لري او د ٣٣ راديکاله امينو اسيدونو څخه تشکيل شوى. دا هارمون کله چې د وينې د جريان له لارې پانکراس ته ورسيږي نو هلته د هضمې انزايمونو د ترشح د زياتوالى سبب ګرځي. په خصوصي توګه هغه انزايمونه چې د قــــنــدونــو، شحمــــياتو او پروتينونو د هضم لپاره ضروري دي.

د سکريټين هارمون:

د سکريټين هارمون اصلي دنده د پانکراس څخه د NaHCO3 ترشح کول دي خو د دې څخه برسيره نورې دندې هم سرته رسوي.

الف: د پانکراس څخه په کم مقدار کې هضمې انزايمونه هم ترشح کوي.

ب: د ځګر څخه د صفرا په توليد کې خاص رول لري نو % ٨٠ د صفرا توليد زياتوي خو په صفرا کې يواځي د اوبـــــو او HCO3 د زيــاتـــوالى سبب ګرځي نه د نورو موادو.

ج: د هضمې کانال خصوصاً د کولمو په حرکاتو باندې ضعيف او کنترولي اثر لري يعنې د هضمې کانال حرکات لږ کموي.

د: د کولمو د جدار او مخاط د حفاظت او ساتنې سبب ګرځي.

هــ: د کولمو د مربوطه هضمې انزايمونو لپاره خنثى يا ضعيف قلوي محيط برابروي کوم چې پرته د دې محيط څخه کار او فعاليت نه شي کولاى.

٢ – د Colecystokinin. H دندې

کوله سيستوکنين هارمون لاندې دندې سر ته رسوي.

الف: د پانکراس څخه د هضمې انزايمونو د ترشح سبب ګرځي.

ب: د صفرا د کڅوړي د انقباض سبب ګرځي ترڅو صفرا لاندې را شي.

ج: د سکريټين عمل د قلوي موادو په ترشح کې تقويه کوي يعنې د هضم سره مرسته او کومک کوي.

د: د معــــــدې تخلـــــيه کيدل کنترولوي تر څو په کولمو کې خوراکې توکو ته کافي وخت پيدا شي.

هـ: د وړو او غټو کولمو حرکات زياتوي.

و: د انتروکينازEntrokinaseانزايم ترشح زياتوي ترڅوTrypsin فعال کړي.

ز: د Pyloric sphincter انــــقــــباضـــي قـــدرت زياتوي ترڅو د اثناعشر مواد معدې ته لاړ نه شي.

٢ – ځـــــګر (يــنــه) Liver

ځګر د درې ډوله حجراتو څخه جوړ شوى چې يو يې Paranchymal دي کوم چې يو طرف ته يې د وينې رګونه او بل طرف ته يې د صفرا نلونه واقع دي. د ځګر ټولى استقلابي دندې د دې حجراتو په واسطه سر ته رسيږي. دويم ډول يې د Kupffer حجرات دي چې د فاګسيتوسيزPhagocytosis دنده سرته رسوي او مضره اجسام بلع کوي. دريم ډول يې Mast cell دي چې د وينې د لخته کيدو ضد مواد (Heparin) ترشح کوي.

ځګر د بدن تر ټولو لويه غده ده چې په دوه لويو لوبونو ښې او چپ باندې ويشل شوي چې د ډيرو زياتو کوچنيو لوبولونو Lobules څخه جوړ شوي کوچني لوبولونه بيا د مکعبي حجراتو څخه جوړ شوي چې په ډيره اندازه ګلايکوجن او شحميات په کې ذخيره وي.

د مـــکــــعـــبي حجراتـــــو په مـــــنځ کې د وينــــې سينوزويدونه (شبکې) Blood Sinusoid وجود لري چې د دې شبکو قطر د عروق شعريه شبکو د قطر څخه زيات دى. دا رګونه د اندوتليال د حجراتو په واسطه چې يوه برخه د ريتکواندوتليال سيستم دى فرش شوى کوم چې د وينې زاړه سره کرويات په کې را جمع کيږي، دا حجرات د ډيرو نازکو رګونو په وسيله چاپيره شوي چې د صفراوي کانالونو Bile Canaliculi په نامه سره ياديږي، صفرا د همدې نلونو په وسيله راجمع کيږي او بيا د صفرا په کڅوړه کې ذخيره کيږي.

کله چې سره کرويات R.B.C اخري عمر (١٢٠) ورځو ته ورسيږي نو په تورې کې تخريبيږي چې دې تخريبوونکې سيستم ته Reticule endothelial وايې. کله چې R.B.C تخريب شي نو Hemoglobin ورڅخه جلا کيږي، بيا هيموګلوبين څخه هيم هم جلا کيږي چې د هيم اوسپنه (F+e+) د اوسپنې قطب ته ځي او د نوي سروکروياتو په توليد کې برخه اخلي .

ګلوبين د پروتين قطب ته ځي او په امينو اسيدونو باندې تجزيه کيږي. د هيم څخه چې کله اوسپنه جلا شي نو په Biliverbdin باندې بدليږي او د دې څخه وروسته بيا Bilirubin منځ ته راځي چې همدا د صفرا يوه برخه ده. د يو ګرام هيموګلوبين څخه تقريباً 40 mg بيلروبين منځ ته راځي او په سل ملي ليتره 100 ml وينه کې يو ملي ګرام 1 mg بيلروبين وجود لري، که چيرې دا مقدار د څه لاملونو په سبب د 1.5 mg څخه 2.5 mg پورې لوړ شي نو زيړي (يرقان Jaundice) منځ ته راځي.

(٦)- شکل: ځګر يا Liver

Internet – google.com / digestive system

يــــرقــــان (زيــړى) Joundice

د بيلروبين د نه خارجيدلو په وسيله منځ ته راځي. څرنګه چې يرقان Jaundice Lcteric د بيلروبين د نه دفع کيدلو په وسيله منځ ته راځي نو په دې بايد پوه شو چې بيلروبين څرنګه نه دفع کيږي. د بيلروبين نه دفع کيدل څو لاملونه لري لکه-

الف: کله چې سره کرويات ډير زيات تخريب او بيلروبين زيات توليد شي نو ځګر نه شي کولاى چې دا صفراوي کانالونو ته ورسوي نو په وينه کې د بيلروبين مقدار پورته کيږي او يرقان منځ ته راځي. د مثال په توګه کله چې ماشوم تولد شي نو د هغه په وينه کې د R.B.C تعداد ډير زيات وي چې هغه بايد کم شي. ځکه په لومړنيو ورځو د ولادت کې ماشوم ته يرقان پيدا کيږي. همدارنګه يرقان د ملاريا په وسيله هم منځ ته راځي چې د ملاريا پرازيت R.B.C تخريبوي او په نتيجه کې ور څخه بيلروبين منځ ته راځي. د دې څخه علاوه ارثي ناروغي چې يرقان هيمولايتيکHemolytic يا Acholuric په نوم سره ياديږي هم وجود لري. په دې ناروغۍ کې په دوريې شکل سره R.B.C تخريبيږي او بيلروبين منځ ته راځي چې د هغې څخه بيا يرقان پيدا کيږي.

ب: دويم ډول يرقان ته انسدادي يرقان Obstructive وايې. که چېرې د بيلروبين مقدار او توليد نارمل وي خو هغه کولمو ته نه تخليه کيږي او په داخل کې پاتې کيږي دې ته انسدادي يرقان وايې چې دا دوه ډوله دى:

١ – که چيرې ځګر عفونې يا انتانې ناروغي Hepatitis ولري کوم چې د يو ويروس په وسيله پيدا کيږي په دې ډول ناروغۍ کې صفرا د ځګر د حجراتو په وسيله صفراوي کانالونو ته نه شي رسول کيداى او بيلروبين په وينه کې پاتې کيږي او يرقان منځ ته راځي.

٢ – دويم علت د انسدادي يرقان دا دې چې د صفرا کانالونه مسدود او بند شي او صفرا کولمو ته داخله نه شي، دا هم دوه علته لري يو دا چې د صفراوي کاڼو (سنګ صفرا) په وسيله صفراوي کانالونه بند او صفرا کولمو ته بنده کړي، بل دا چې د پانکراس او صفرا د نل يو ځاى کيدو يانې د پانکراس په سر Head کې سرطان پيدا شي او د سرطان فشار په وسيله Hepatopancreatic duct بند شي اوصفراکولموته داخله نه شي چې په دې صورت کې هم يرقان منځته راځي.

د ځـــګــــر دنــــــدې

١ – ځګر د امينو اسيدونو څخه اضافي نايتروجني مواد خارجوي او نوي امينو اسيدونه جوړوي، اضافي نايتروجني مواد په يوريا باندې بدلوي چې د اطراحي سيستم له لارې طرح کيږي.

٢ – کله چې د بدن حجرات مړه شي نو د هغې نوکليک پروتين په يوريک اسيد باندې بدلوي چې د ادرار له لارې طرح کيږي.

٣ – د بدن اضافي ګلوکوز د انسولين هارمون تر اثر لاندې په ګلايکوجن باندې بدلوي او د ضرورت په وخت کې يې بيا تجزيه کوي چې د انسولين هارمون په واسطه ګلوکوز په ګلايکوجن باندې بدليږي خو د ګلايکوجن تبديلي په ګلوکوز باندې د ګلوکاګون هارمون تر اثر لاندې صورت نيسي.

٤ – ځګرذخيره شوي شحم په ګلوکوزباندې بدلوي اوبدن ته انرژي ورکوي.

٥ – د بدن د حرارت د توليد يوه لويه منبع ده ځکه چې ډير کارونه سر ته رسوي چې په هغې کې انرژي په مصرف رسيږي او حرارت توليديږي.

٦– صفرا جوړوي کوم چې د شحم په هضم او تجزيه کې مهم رول لري.

٧ – ځګر Vit – B12 ذخيره کوي کوم چې د وينې د کروياتو په توليد کې مهم فکتوردى د ضرورت په وخت کې دا (Vit – B12) د هډوکو مغز ته رسوي.

٨ – ځګر اوسپنه ذخيره کوي کوم چې د سرو کروياتو د جوړولو لپاره اصلي او مهم عنصر دى، اوسپنه هم د غذايي موادو څخه او هم د سره کروياتو د تخريب او تجزيې څخه په لاس راځي.

٩ – ځګر Vit – D, Vit – A او Vit – K هم ذخيره کوي کوم چې د بدن لپاره ډير ضروري دي.

١٠ – ځګر همدارنګه د Vit – A په جوړولو کې رول لري؛ د ګازرو او سبو څخه چې کوم ويټامينونه اومواد ځګرته ځي هغه په Vit –A باندې بديليږي.

١١ – د امينو اسيدونو څخه د وينې د پلازما اړونده پروتينونه لکه البومين Albomin،ګلوبولين Globoline، پروترومبين Prothrombine او فيبرينوجن Fibronogen هم جوړوي چې دا ټول په وينه کې مهم کارونه سرته رسوي.

١٢ – د بيرون څخه چې کوم سمي اثرات (زهري اثرات) د خوراکې توکو يا دوا څخه بدن ته راغلي وي هغه ختموي.

١٣ – په جنيني دوران کې ځګر د جنين وينه توليدوي.

١٤ – همدارنګه Heparin چې په ځګر کې جوړيږي وينې د رګونو په منځ کې وينه د لخته کيدو څخه ساتې.

صــــــــفـــــــرا Bile

کله چې په ځګر کې صفرا توليده شي بيا صفراوي نلونو په واسطه د صفرا ګڅوړې يا Gall bladder ته رسيږي او هلته ذخيره کيږي چې په کڅوړه کې تقريباً ١٢ ساعته پاتې کيداى شي چې په دې وخت کې د هغې څخه اوبه Cl , Na او نور ايونونه د کڅوړې د مخاط په واسطه جذبيږي او صفرا ټينګوي (غليظوي)، د صفرا ګڅوړه صفرا پنځه (٥) چنده غليظه کوي او کله يې د ١٨ – ١٢ چنده پورې هم غليظه کوي، په يوه ورځ کې ځګر 700 – 1200ml پورې صفرا توليدوي حال دا چې د صفرا کڅوړه 30 – 60ml پورې ګنجايش لري په همدې لحاظ صفرا کڅوړه تغليظوي.

(٧)- شکل: د صفرا کڅوړه.

Internet – google.com / digestive system

د صــــــــــــفــــرا تـــرکــــيـــب

په صفرا کې صفراوي مالګې (سوديمې او پوتاشيمې مالګې)، صفراوي رنګونه (بيلروبين او بيلرودين)، اوبه، کوليسترول، معدنې مالګې، شحمې اسيدونه او نور شامل دي چې اندازه يې په لاندې ډول ښودل شوى ده.

١ – اوبه % ٩٧

٢ – صفراوي مالګې % ٧ 0.

٣ – صفراوي پګمنټونه % ٢ 0.

٤ – کوليسترول % ٦ 0.0

٥ – معدنې مالګې % ٧ ( Na, K, Ca, Cl, HCo3) 0.

٦ – شحمې اسيدونه % ١٥0.

٧ – نور متفرقه مواد % ٢0.

په صفرا کې ډير مهم رول د صفرا مالګې لري، د ځګر حجرات په يوه ورځ کې تقريباً 0.5 gr صفراوي مالګې ترشح کوي.

صفراوي مالګې يا Bile Salts:

د انسان په صفرا کې څلور اسيدونه وجود لري چې د ځګر د Paranchymal حــجــــراتو په وسيله تـــــرشح کيږي Deoxy cholic Acid Cholic Acid, Cheno Deoxy Cholic Acid, Litho Cholic Acid, چې دا اسيـــــــدونه د پوتاشيم او سوديم سره د ځګر د حجراتو د ميتابوليزم په نتيجه کې يو ځاى کيږي او صفراوي مالګې جوړوي، لومړى دوه اسيدونه په ځګر کې، دريم او څلورم اسيد په کولمو کې د بکترياو په وسيله جوړيږي بيا ځګر ته نقليږي او د سوديم او پوتاشيم سره يو ځاى صفراوي مالګې جوړوي.

د صفراوي مالګو عمل:

په صفرا کې هيڅ ډول انزايم وجود نه لري چې غذايي مواد حل او يا يې هضم کړي خو په دوه طريقو د غذايي توکو خصوصاً د شحمياتو په هضم او جذب کې فعاليت سر ته رسوي.

١ – صفــــــــراوي مالګې د کــــولمو Lipase انزايم فعاله کوي ترڅو شحميات هضم کړي

٢ – صفراوي مالګې د پاک کوونکې موادو يا Detergent په حيث عمل کوي يانې د اوبو او شحمياتو تر منځ سطحي کشش کموي تر څو د کولمو حرکات وکولاى شي د شحمياتو دانې په وړو وړو پرچو باندې و ويشي.

صفراوي مالګې په طبعي ډول سره ميسل Micell تشکيلوي ميسلونه واړه کروي ذرات دي چې 25 A0 قطر لري او د ٤٠ – ٢٠ ماليکوله صفراوي مالګو څخه جوړ شوي دي.

صفراوي مالګې يوه استرولي هسته چې په شحمياتو کې د انحلال قابليت او يو قطب لري چې په اوبو کې د انحلال قابليت لري. کله چې د ٤٠ – ٢٠ پورې ماليکوله صفراوي مالګې سره يو ځاى شي نو يوه وړه پرچه يا يوه وړه دانه د شحم جوړوي چې په شحمياتو کې د حليدو قابليت لري، د هضم په دوران کې تراى ګليسريد، مونو ګليسريد او شحمي اسيدونه د ميسلونو په شحمي برخه کې حل کيږي او د نورو شحمياتو څخه جلا کيږي چې په دې ډول سره د شحمياتو په هضم کې صفراوي مالګې رول لري.

همدا طريقه د جامو په وينځلو کې هم صورت نيسي چې د جامو او لباسونو خيرى (چرک) د Detergent سره يو ځاى کيږي، جامې پاکې او صفا راوځي، کله چې د شحمياتو واړه واړه ذرات منځ ته راغلل نو د پانکراس ليپاز پرې اثر کوي او هغه په ګليسرين او شحمې اسيدونو باندې تجزيه کوي، د کوليسترول په هضم کې هم صفراوي مالګې لکه د نورو شحمياتو په شان کومک کوي او د کوليسترول استرهايدرولاز انزايم ته يې برابروي تر څو يې هايدروليز کړي، که چيرې صفراوي مالګې وجود و نه لري نو تقريباً % ٤٠ شحميات په فضوله موادو کې طرح کيږي چې په نتيجه کې يو شخص د شحم په ميتابوليکې کمبود باندې اخته کيږي، حال دا چې که چيرې صفراوي مالګې وجود ولري نو % ٩٧ شحميات وينې ته جذبيږي.

٣ – که چيرې صفراوي مالګې وجود و نه لري او شحميات هضم او جذب نه شي نو هغه ويټامينونه چې په شحم کې حليدونکې دي لکه A, E, D, K هم نه جذبيږي چې په نتيجه کې د دې ويټامينونو کمبود هم منځ ته راځي خصوصاً د Vit-K کمبود ډير زر واقع کيږي ځکه چې د وينې په لخته کيدونکو فکتورونو کې دا ويټامين هم شامل دى.

په کولمو کې د صفراوي مالګو جذب او بيا ځګر ته تلل:

کله چې صفرت کولمو ته ورسيږي او خپل عمل سر ته ورسوي نو صفراوي مالګې يو ځل بيا د وينې جريان ته داخليږي او % ٩٥ – ٩٠ پورې صفراوي مالګې د وړو کولمو په اخرينۍ برخه يانې Ileum کې جذبيږي، د Ileum په مخاط کې يو ډول خاص ريسپتورونه Receptors يانې قبلونکې وجود لري چې په خپل پمپې (پمپ کولو)عمل سره صفراوي مالګې وينې ته جذبوي، کله چې صفراوي مالګې وينې ته جذب شوى د وريد باب Fortalvein له لارې ځګر ته داخليږي څومره چې صفراوي مالګې ځګر ته زياتې جذب شي په هماغه اندازه صفرا زياته توليديږي، څو فيصده صفراوي مالګې چې نه دي جذب شوي هغه د مدفوع (فضله موادو) سره طرح کيږي، ځګر هر وخت دومره صفراوي مالګې نوې توليدوي څومره چې د کولون له لارې خارج ته طرح شوي وي او نورې همدا مالګې دي چې په يوه ورځ کې (١٨ – ٨) ځلې هم ځګر او کولمو تر منځ دوران کوي چې دي دوران ته د کولمو او ځګر دوران Entrohepatic Circulation وايې.

د بيلروبين جذب او طرح

بيلروبين يو زيړ شين رنګه صفراوي پګمينټ دى چې ځګر يې د سروکروياتو د تجزيه او تخريب په نتيجه ګې جوړوي. بيلروبين د حجراتو په غشا کې زر حليږي او زهري مواد دي نو په دې خاطر بايد ځګر هغه طرح او دفع کړي ترڅو د بدن حجراتو ته زيان او تاوان و نه رسوي.

کله چې په صفرا کې بيلروبين کولمو ته ورسيږي نو د بکترياګانو په وسيله په Urobilinogen باندې بدليږي کوم چې په اوبو کې فوق العاده حليدونکې دي، د دې څخه يوه برخه وينې ته بيرته جذبيږي چې دا جذب شوي اوروبينولاجن د ځګري حجراتوله خوا څخه يو ځل بيا د صفرا سره يو ځاى کولمو ته داخليږي او کومه برخه چې پاتې ده هغه د پښتورګوله لارې د ادرارسره يوځاى طرح کيږي.

د صفرا کاڼى (د صفرا تيګه) Gall Stone

مخکې مونږ دې ته اشاره وکړه چې صفرا کڅوړه صفرا غليظوي، په نورمال حالت کې هيڅ ډول مواد د صفرا په کڅوړه کې رسوب نه شي کولاى او د هغوى د حل والى او نرم والى لپاره مختلف ميکانيزمونه وجود لري او که چيرې حالت غير طبعي او غير نورمال شي نو په دې صورت کې د صفرا کڅوړه کې ځينې مواد رسوب کوي او بلاخره دا رسوب شوي مواد په سنګ صفرا يا د صفرا په تيګه (Gall Stone) باندې بدليږي، معمولاً صفراوي کاڼې يا د صفرا ډبرې دوه ډوله وي.

١ – کله کله د Ca ايونونه د صفرا په کڅوړه کې څوچنده غليظ کيږي چې د همدې زيات غلظت په نتيجه کې کلسيمې ذرې جوړيږي چې وروسته بيا لويږي.

٢ – په سلو کې ٧٥ صفراوي کاڼې د کوليسترول د نوع څخه دي. په عادي حالاتو کې کوليسترول د صفراوي مالګو اوليستين په وسيله مايع ساتل کيږي خو په غير نورمال حالاتو کې کوليسترول رسوب کوي او کاڼې جوړوي چې کيداى شي د لاندې عواملو په اثر د صفرا کاڼې Gall Stone منځ ته راشي.

١ – کله چې د صفرا څخه ډيرې اوبه کڅوړې ته جذب شي.

٢ – کله چې د صفرا څخه صفراوي مالګې اوليستين ډير جذب شي.

٣ – کله چې په صفرا کې کوليسترول له خپل حد څخه زيات ترشح شي.

٤ – دا چې د صفرا د کڅوړې مخاط التهاب پيدا کړي او په نتيجه کې د جذب حالت تغير وکړي يانې اوبه، صفراوي مالګې او نور د کوليسترولي نرم کوونکې مواد زيات جذب شي کوليسترول ډبرې په راديوګرافې کې په اسانۍ سره نه معلوميږي خو کلسيمې کاڼې په اسانۍ سره معلوميږي.

کـــــــوليسترولي ډبرې کوچنۍ وي نو د کينوډي اوکسي کــــوليک اسيد Chenode Oxy Cholic Acid په ورکولو سره له منځه ځي بايد ناروغ ته تر يو يا دوه کلونو پورې هره ورځ ٥ ، ١ – ١ پورتنى صفراوي اسيد ورکړل شي ځکه چې دا اسيد د کوليسترولي کاڼو د حل کيدو سبب کيږي ځکه چې:

١ – دا اسيدونه د صفرا مقدار زياتوي نو په نتيجه کې د کوليسترول غلظت په صفرا کې کميږي.

٢ – دا اسيدونه کوليسترول نور هم رقيق کوي.

٣ – دا اسيدونه کله چې له بيرون څخه ورکړل شي نو د ځګر څخه صفراوي اسيدونه کم ترشح کيږي چې د دې کمبود په سبب کوليسترول هم کم ترشح کيږي او بلاخره رسوب شوى کوليسترول ورسرسه له منځه ځي.

د صفرا د کڅوړې تخليه کيدل:

کله چې صفرا توليده شي نو د ذخيره کيدو لپاره صفرا کڅوړې ته ځي خو څه برخه يې لاندې ښکته کيږي او د صفرا کڅوړې ته نه ځي هغه صفرا چې کڅوړې ته نه وي تللى هغه رقيقه وي ځکه چې د صفرا کڅوړه هغه غليظه کوي.

دخوراکې توکوخصوصاًدشحمياتودهضم اوحل لپاره صفراضروري ده ځکه

١ – کله چې د معدې څخه مواد چې په هغې کې شحم وجود ولري اثناعشر ته داخل شي نو د اثناعشر جدار د Colecystokinin H هارمون ترشح کوي چې دا هارمون د وينې له لارې ځان د صفرا کڅوړې ته رسوي او د هغې د انقباض سبب ګرځي چې په نتيجه کې صفرا لاندې را توئيږي او ځان اثناعشر ته رسوي.

٢ – د واګس عصب هم تحريکيږي او ضعيف انقباض د صفرا په کڅوړه کې پيدا کوي ترڅو صفرا ښکته تويه شي.

٣ – کله چې صفرا د کڅوړې څخه راوځي نو په دې صورت کې د Oddi sphincter شليږي او صفرا اثناعشر ته داخليږي چې دا عمل د کوله سيستوکينين هارمون هم دى.

٤ – په اثناعشر کې چې حرکت منځ ته راځي او مخ په وړاندې ځي نو دا په اودي اسفنکتر باندې هم اثر کوي او هغه خلاصوي.

په هغه غذا کې چې شحم نه وي يا کم وي نو د صفرا کڅوړه لږ شانته تخليه کيږي او که چيرې په غذا کې شحميات موجود وي نو د يو ساعت په وخت کې د صفرا کڅوړه په مکمل او پوره توګه تخليه کيږي.

ب: د وړ و کولمو جيجينوم او اليوم Jejunum and Ileum:

دا دوه برخې کولمې د اثناعشر څخه پيل او تر Ileoceacal Valve پورې امتداد لري چې جيجينوم د وړو کولمو ٥/٢ برخه تشکيلوي، د دې قطر د ايليوم د قطر څخه زيات دى او اوږدوالى يې ٨ فټه دى، خو د ايليوم اوږدوالى ١٢ فټه دى، وړې کولمې د څلورو طبقو څخه جوړې شوي:

١ – خارجي طبقه چې نرۍ پرده ده چې د Mesentry په نوم سره ياديږي.

٢ – دويمه طبقه يې عضلاتي ده چې خاجي اړخ ته يې طولي عضلاتي رشتې، داخلي اړخ ته يې عضلاتي تارونه او هم مايل عضلاتي تارونه په کې ځاى لري.

٣ – دريمه طبقه يې دويمې مخاطي طبقه يا Sub Mucous ده چې په دې طبقه کې عصبي تارونه، د وينې رګونه او لمفاوي رګونه وجود لري.

٤ – څلورمه طبقه يې مخاطي Mucous ده چې د صافو عضلاتي رشتو څخه جوړه شوى او د مخاطي عضلاتو Mucous Muselaris په نامه سره ياديږي د وړو کولمو په امتداد کې ګونځې ګونځې ساختمانونه وجود لري چې د Circular folds يا Vavulae Conniventes په نامه سره ياديږي د دې دنده د غذايي موادو را حصارول او ځنډول دي ترڅو د انزايمونو او ترشحاتو سره ښه مخلوط او ګډ شي، ضمناً د جذب لپاره ورته کافي وخت هم په لاس ورځي نو په قلاره قلاره او دمه په دمه حرکت کوي ، په دې ګونځو کې ګوتې په شان ساختمانونه وجود لري چې د ويلي Villi په نوم سره ياديږي کوم چې د جذب اصلي ساختمانونه دي. په دې Villi کې د وينې رګونه او لمفاوي رګونه موجود دي، کله چې غذايي توکې د دې سره په تماس کې شي نو ضروري غذايي مواد ورڅخه ويلي جذبوي او باقي پاتې مواد په کولمو کې مخ په وړاندې حرکت کوي، د وړو کولمو په منځ کې غدوات وجود لري چې د Intestinal glands په نوم سره ياديږي کوم چې د کولمو شيره ترشح کوي او د کولمو شيره د همدې غدواتو څخه ترشح کيږي.

په وړو کولمو کې مختلف کيمياوي مواد او انزايمونه ترشح کيږي چې هغې ته په لنډه توګه سره اشاره کوو.

١ – وړې کولمې د قندونو د اخري هضم په خاطر يانې داى سکرايد په مونو سکرايد د بدلولو لپاره د سکروز لپاره سکرازSucrose انزايم ترڅو هغه په فرکتوزاوګلوکوز باندې بدل کړي اومالتوزد تجزيې لپاره Maltase انزايم چې هغه په دوه ګلوکوزونو باندې بدلوي، د لکتوز قند د تجزيې لپاره Lactase انزايم ترشح کوي ترڅوهغه په ګلوکوزاو ګلکتوز باندې بدل کړي، همدارنګه د نشايستې د تجزيې لپاره Amylase چې هغه په مالتوز باندې بدل کړي هم ترشح کوي.

1 – Sucrose Glucose + Fructose.

2 – Lactose Glucose + Glucose.

3 – Maltose Glucose + Galactose.

nC6H12O6 Amylase nH2O + [C6H10O5]n

C12H22O11 + H2O Maltase 2(C6H12O6) glucose

2(C6H10O5) + Amylase n(C12H22O11) Maltose

٢ – کوم پروتين چې په پيپتايدونو باندې بدل شوي وه خو لا تر اوسه په امينو اسيدونو Amino acid او داى پيپتايد Di Peptides باندې نه دى تجزيه شوى د هغې د تجزيې لپاره Peptidase او Erepsin انزايمونه ترشح کوي ترڅو هغه تجزيه کړي ځکه چې په هضمې سيستم کې يواځې امينواسيدونه او داى پيپتايدونه د جذب وړ دي.

٣ – څرنګه چې شحميات % ٨٠ په اثناعشر کې تجزيه کيږي نو باقي پاتې برخه يې په وړو کولمو کې د انزايمونو تر اثر لاندې راځي چې په دې کې Lipase انزايم په شحمياتو باندې اغيزه کوي او هغه په ګليسرول او شحمې اسيدونو بدلوي.

٤ – وړې کولمېMucous هم ترشح کوي چې دا د کولمو ساتنه او حفاظت کوي ځکه چې په کولمو کې داسې انزايمونه ترشح کيږي چې پروتين تجزيه کوي نو خپله کولمې هم د پروتينونو څخه جوړې شوي، په همدې لحاظ ميوکس د دې حفاظت او ساتنه کوي بل دا چې ميوکس مواد نرموي او هم يې د دې وړ ګرځوي تر څو د کولمو د ترشحاتو سره ښه مخلوط شي.

٥ – همدارنګه وړې کولمې Nuclease هم ترشح کوي چې په نوکليک اسيدونو باندې تاثير کوي چې هغه په القلي ګانو، فاسفيت ګروپ او پنتوزونو باندې بدلوي.

٦ – په وړو کولمو کې يو ډول ساختمانونه شته چې د Liberkuhn crypts په نوم سره ياديږي دا يواځې اوبه مايع ترشح کوي چې غذايي مواد لندوي تر څو د Villi له خوا جذب شي. په وړو کولمو کې امينواسيدونه، مونو سکرايدونه، شحمې تيزابونه، ويټامينونه، اوبه ، مالګې، ګليسرول او کوليسترول جذبيږي.

(٨)- شکل: ويلي . (٥ – مخ ٩٦٤)

د غذايي موادو ډيره برخه په همدې ځاى کې خپل اخرينى جذب سر ته رسوي.

د دې لپاره چې غذايي مواد ښه او پوره هضم او جذب شي نو په وړو کولمو کې شپږ ډوله حرکات صورت نيسي چې عبارت دي له :

١ – قطعه حرکت Segmentation: کوم چې مواد ښکته پورته او لاندې باندې کوي خو مواد مخکې نه ټيله کوي يواځې په خپله ساحه کې يې ښه شاربي تر څو انزايمونه ښه ورسره ګډ شي.

٢ – نوسانې حرکتPandular movement : چې په دې کې څو بندونه يا قطعې برخه اخلي او مواد ښکته او پورته مخکې او وروسته کوي تر څو ښه سره ګډ شي.

٣ – موجې يا تقلصې حرکتPeristaltic movement : مواد مخ په وړاندې بيايې لکه د مرۍ په شان.

٤ – سريع موجې حرکتRush Peristaltic movement : دا تيزموجې حرکت دى چې خوارکې توکې په سرعت يا تيزۍ سره مخ په وړاندې بيايې.

٥ – د موجې ضد حرکتAnti Peristaltic movement : په دې حرکت کې مواد بيرته شاته ټيله کيږي تر څو شاته ولاړ شي او بيا له سره ورباندې کيمياوي فعاليت صورت ونيسي او هم جذب شي.

٦ – د ويلي حرکتVilli movement : خپله د کولمو Villi ساختمانونه هم حرکت لري ترڅود موادوسره ښه په تماس کې شي اوهغه ځان ته جذب کړي.

د کــــولـــــمو د حــــرکاتــــو او تـــرشحــــاتـــو تـــنـظـــيم:

د کولمو حرکات په دوه ډوله سره تنظميږي يو يې عصبي تنظيم کوم چې په کولمو کې شبکې لري او بل يې هارمونې تنظيم دى چې په دې کې درې ډوله هارمونونه برخه اخلي او د کولمو حرکات او ترشحات تنظيموي.

١ – Peristaltin Hormone: دا هارمون د کولمو موجې حرکات تنظيموي او د کولمو د جدار څخه ترشح کيږي.

٢ – Villikinin Hormone: دا هارمون د ويلي حرکات تنظيموي.

٣ – Enterokinin Hormone: دا هــارمـــون د کولمو د ترشحاتو تنظيمونکى دى. د دې حرکاتو په وسيله لومړى هضم شوي مواد د ٤ – ٣ ساعتونو پورې غټو کولمو ته او اخرينى برخه د موادو ١٠ – ٨ ساعتونو وروسته د وړو کولمو څخه وځي.

د ايـلــيوسيــکل والــــفIleocecal sphincter دنـــــده

د ايليو سيکل والف دنده دا ده چې د غټو کولمو څخه مواد بيرته وړوکولمو ته خوشې نه کړي.د دې والف ساختمان داسې جوړشوى چې د وړوکولموڅخه په اسانۍ موادکولون ته راتلاى شي خو د کولون څخه وړو کولموته موادنه پريږدي.

کله چې غذا وخوړل شي او معدې ته ورسيږي د عصبي تحريکاتو په وسيله د ايليوسيکل والف خلاصيږي او مواد کولون ته ننوځي. کله چې په کولون کې لږ شانته پراخوالى پيدا شي نو په والف باندې اثر اچوي او هغه نور هم تينګوي چې مواد کولون ته داخل نه شي .

په يوه شپه او ورځ کې تقريباً 1500 ml مواد د ايليوسيکل د والف څخه تيريږي. د دې والف مقاومت د کيموس په مقابل کې وړو کولمو ته دا وخت په لاس ورکوي چې غذايي مواد په مکمله توګه جذب شي.

کله چې په کولون کې کوم محرک مواد پيدا شي لکه د اپنديسيت نو د ايليوسيکل والف ورسره ډير حســــــاسيت ښئي او هغه کلک بنديږي ترڅو محرک مواد وړو کولمو ته داخل نه شي.

غـــــټـــې کـــــولـــمــــې Large Intestines

غټې کولمې تقريباً پنځه فټه اوږدوالى لري چې د سيکوم څخه شروع او تر مقعده پورې امتداد لري چې په څو برخو ويشل کيږي.

الف: سيکوم يا روده کور Ceacum سيکوم د غټې کولمې لومړى برخه ده چې د وړو کولمو سره رابطه لري او د غټې کولمې د نورو برخو څخه پراخه او وسيع ده چې ٣ – ٢ انچو يا ٧٫٥ سانتي متره اوږدوالى لري . په همدې برخه کې يو ګوتې په شان ساختمان لري چې د Appendix په نوم سره ياديږي، د دې څخه ميوکس ترشح کيږي خو پوره فزيولوژي د دې وړوکې ساختمان نه دې څرګند شوى کله چې په کې خرابي پيدا شي نو د جراحي په وسيله يې قطع کوي.

ب – صعـــــــودي غټه کولمه Ascending colon: دا برخه د سيکوم څخه شروع او په ښې طرف د ګيدې مخ پورته جګه شوې او تر ځګر پورې رسيدلې چې په پورتنۍ برخه کې بيرته چپې خوا ته تاو لري چې دې ته Right colic flexure يا Right hepatic flexure وايي دا برخه ١٥ سانتي متره اوږدوالى لري.

ج – افقې غټه کولمه Transverse colon: دا برخه په افقې توګه د ګيدې د ښې خوا څخه چپې خوا ته د معدې څخه تيريږي او تر طحال يا توري پورې رسيدلې، مخ په ښکته يې خم پيدا کړى يانې مخ په لاندې تاو شوى، دې خم ته يې Lept Splenic flexure يا Left colic flexure وايي دا برخه ٥٠ سانتي متره اوږدوالى لري.

د – نزولي غټه کولمه Descending colon: د افقې غټې کولمې څخه وروسته مخ په لاندې د ګيډې چپ خوا ته لګن خاصرې برخې (Pelvic) واقع دى چې د دې اخيرينې برخه د Rectum سره نښتې دا برخه تقريبا ٤٠ سانتي متره طول يا اوږدوالى لري، په دې کې هم يو خم شته چې د Sigmoid flexure په نوم سره ياديږي.

س – ريکتوم Rectum: د غټې کولمې اخرينۍ برخې ته ريکتوم Rectum وايي چې عمودي واقع ده. دا برخه زيات پراخوالى لري، طول يې تقريباً پنځه انچه دي د Sacral د مهرو څخه شروع او تر Coccycمهري پورې رسيږي، د ريکتوم اخرينۍ برخه پراخه ده چې د Rectum Ampulla په نوم سره ياديږي.

ط – مقعد Anus: دا مجرا تقريباً ٤ سانتي متره طول لري چې د خارج پورې رسيدلې، د حلقوي صافو عضلاتو په وسيله چاپيره شوى. داخلي صافه عضله يې غير ارادي او د Internal Anal sphincter په نوم سره ياديږي يانې د مقعد داخلي اسفنکتر ورته وايي.

خارجي عضله يې چې ارادي ده د خارجي اسفنکتر په نوم سره ياديږي دا مقعدې حلقوي عضله د فضله موادو د خارجيدو کنترول کوي.

(٩)- شکل: لويې کولمې.

Internet – google.com –

digestive system

لويې يا غټې کولمې هم د څلورو طبقو څخه جوړى شوي د کومو څخه چې وړې کولمې جوړې شوي يواځي د غټو کولمو ميوکس طبقه Villi نه لري خو ګونځى په کې ښې ډيرې دي او هم د ميوکس غدوات Mucous glands په کې ډير شمير سره وجود لري.

په غټو کولمو کې چې کوم مواد داخل شي د مايع په شکل کې وي ، زياته برخه خوراکې توکې يې په وړو کولمو کې جذب شوي وي خو ځينې مواد لا په کې وجود لري لکه معدنې مالګې، ګلوکوز، اوبه او ويټامينونه چې دا مواد په غټو کولمو کې جذبيږي. د دې څخه وروسته مدفوع Faeces جامد او سخت شکل غوره کوي.

په غټو کولمو کې په ميليونونو مفيدې او ګټورې بکترياوې وجود لري چې ډير ويټامينونه سنتيز کوي لکه Vit – K او Vit – B Complex چې همدا جوړ شوي ويټامينونه بيرته د غټو کولمو د جدار په وسيله وينې ته جذبيږي.

په مدفوع (Faeces) کې هغه مواد چې د هضم وړ نه وي او بدن ته هم مفيد او ګټور نه تماميږي خارج ته طرح کيږي، غټې کولمې د خپلو حرکاتو په وسيله مواد مخ په وړاندې ټيله کوي او طرح کوي يې.

کوم مدفوع (فضوله مواد) چې طرح کيږي هغه معمولاً خړ او خاکې رنګ لري خو البته د ځينې خوراکونو سره د هغې رنګ بدليږي په دې مدفوع کې لاندې مواد شامل دي.

اوبه % ٧٠، سلولوز، مړې بکترياوې، شحميات، بشروي ريژيدلې نسج، صفراوي پګمنټونه او ميوکس.

تغـوط Defecation

کولون دوه دندې سرته رسوي چې اوله يې د اوبو، ويټامينونو او مالګو جذب دى او دويمه دنده يې د فضله موادو ذخيره کول دي تر تغوط پورې، کله چې کيموس د ايليوسيکل د والف څخه کولون ته داخل شي نو د هغې څخه اوبه، مالګې او ويټامينونه د کولون په اوله نيمايې برخه کې جذبيږي او فضله مواد مخ په وړاندې حرکت کوي تر هغې چې سګموئيد Sigmoid ته ورسيږي.

د سګموئيد او ريکتوم تر منځ وظيفوي ضعيف اسفنکتر واقع دى چې رکتوم خالي ساتي، همدارنګه سګموئيد په يوه خاصه زاويه باندې قرار لري چې فضله مواد په اسانۍ سره وړاندې نه شي تلاى. کله چې د سګموئيد څخه فضوله مواد ريکتوم ته داخل شي نو د ريکتوم د جدار عصبي رشتې تحريکيږي او په نتيجه کې د تغوط ريفلکسونه منځ ته راځي.

کله چې ريفلکسونه قوت او زياتوالى پيدا کړي نو د مقعد Anus داخلي عضله چې د صافې غير ارادي عضلى څخه عبارت ده وسعت پيدا کوي او پراخيږي، که چيرې بهرنې حالات او شرايط مساعد وي نو خارجي عضله چې ارادي ده هم خلاصيږي او تغوط صورت نيسي، خو که بهرني شرايط او حالات مساعد نه وي نو خارجي عضله مقاومت کوي چې وروسته د تغوط ريفلکسونه له منځه ځي او څه وخت وقفه منځ ته راځي. هغه کسان چې په خپله خوښه داسې ريفلکسونه دفع کوي زيات وخت قبضيت تکليف ورته پيدا کيږي.

ماشومان او روحي ناروغان پرته د کوم احساس څخه تغوط کوي ځينې کسان چې عصبي سيستم يې په لاندينى برخه کې فلج وي د هغوى تغوط هم پرته د ارادى څخه صورت نيسي.

د غــــټــــو کـــولـــمــو حـــــــرکات

١ – Haustrsl Movement: دا حرکات د وړو کولمو د اول او دويم ډول حرکاتو سره مشابه يانې مخلوط کوونکې حرکات دي ترڅو اوبه ورڅخه پوره جذب شي.

٢ – موجې حرکت Peristaltic movement: دا هم د کوچنيو کولمو په شان دى او مواد مخ په وړاندې بيايې.

٣ – ضد موجې حرکت Anti peristaltic Movement: دا ضد موجې حرکات دي که چيرې په موادو کې اوبه پاتې وي او لا جذب شوي نه وي نو دا حرکت صورت نيسي او مواد بيرته مخکې ځاى ته هدايت کوي.

٤ – Mass movement: دا حرکت د نريو کولمو د Rush Peristaltic په شان دى چې ډير سريع حرکت توليدوي، همدا حرکات د تغوط Defecation سبب ګرځي. دا حرکت په ٢ – ٤ دقيقو کې يو ځل پيدا کيږي چې د دې څخه وروسته مواد بايد طرح او خارج شي.

د هـــضـمــي پـه سـيـســتـــم کـي هـــضــــم او جــــذب

I – دقــنـدونــو هــضـــم او جـــذب

د انسان په غذايي موادو کې درې ډوله قندونه په ډيره اندازه وجود لري او د انسان څه برخه غذا تشکيلوي چې عبارت دي له –

الف: Sucrose سکروز: دا ډول قند په معمولي قندونو کې وجود لري او دا ډاى سکرايد دى چې نيغ په نيغه نه جذبيږي.

ب: دويم ډول قند عبارت د لکتوز Lactose څخه دى چې په شيدو کې وجود لري دا هم د جذب وړ نه دى.

ج: دريم ډول قند عبارت د نشايستې مواد Amylase څخه دى چې تقريباً د انساني غذا ډيره برخه تشکيلوي او دا درې قيمته قندونه دى چې د جذب وړ نه دي. د دې څخه پرته نور قندونه هم شته چې په غذا کې وجود لري لکه ګلايکوجن، اسيد لاکتيک، اسيد پرويک او نورخو د دې مقدار په غذا کې کم وي.

سلولوز هم درې قيمته قند دى خو د انسان په وجود کې د هغې د هضم لپاره کوم انزايم نه شته. درې قيمته او دوه قيمته قندونه د يو قيمته قندونو څخه جوړ شوي او کله چې څو يو قيمته قندونه سره يو ځاى کيږي نو د OH د يو مونو سکرايد څخه او د هايدورجن ايون د بل مونو سکرايد څخه سره يو ځاى کيږي او اوبه جوړوي يانې کله چې مونو سکرايدونه جوړيږي د هايدروليز Hydrolysis عمليه صورت نيسي يانې اوبه له لاسه ورکوي، کله چې درې قيمته او دوه قيمته قندونه تجزيه کيږي نوخاص انزايمونه بيا اوبه ورکوي اويوقيمته قندونه جوړوي.

په خـــــــوله کي د قـــنـدونــو هـضــــم

کله چې نشايسته Starch (Amylase) وخوړل شي او په خوله کې واچول شي نو د لعب Saliva سره مخلوطيږي چې په هغې کې د Amylase (Ptyalin) انزايم وجود لري چې دا انزايم Starch يا نشايسته په Maltose مالتوز باندې بدلوي کوم چې دوه قيمته قندونه دي.

په خوله کې يواځې څو فيصده درې قيمته قند په دوه قيمته قند باندې بدليږي ځکه چې هلته ډير وخت پرې نه تيريږي زر بلع کيږي او معدې ته ځان رسوي.

په مــعــــده کـې د قـــندونـو هـــضـــــم:

Amylase انزايم په PH = 4 کې غير فعال ګرځي نو کله چې په معده کې قندي مواد داخل شي تر يو وخته پورې اميلاز انزايم خپل فعاليت سرته رسوي او %٤٠–٣٠ قندي مواد هضميږي خو له چې غذايي مواد (قندونه) د معدې د شيرې سره مخلوط شو نو بيا اميلاز انزايم غير فعال ګرځي او د قندونو هضم په معده کې ختميږي يانې په معده کې هماغه اميلاز چې د خولې څخه راغلي قندونه يوه اندازه هضموي.

پـه وړ و کــولـــمــو کي د قـــنـدونــو هـضــــم:

کله چې کيموس د معدې څخه اثناعشر ته داخل شي نو د هغې جوس او شيرې سره مخلوطيږي. څومره نشايسته چې په کيموس کې وي تقريباً ټوله يې د Amylase - پانکراس په وسيله په مالتوز باندې بدليږي. د دې څخه وروسته ټول قندونه دوه قيمته وي او هغه د وړو کولمو د څلورو انزايمونو په وسيله په مونو سکرايد باندې بدليږي. لکه څرنګه چې مخکې کې مو دې ته اشاره وکړه چې د قندونو د تجزيې په نتيجه کې درې مهم مونو سکرايدونه منځ ته راځي چې %٨٠ يې Glucose، %١٠يې Gluctose او % ١٠ يې Fractose وي.

په کـــولمــــو کي د قــــنـدونــو جــــذب:

کله چې قندونه په وړو اجزاو يانې په مونو سکرايدونو باندې تبديل شي نو بيا د وړو کولمو د خاصو ساختمانونو (Villi) په واسطه جذبيږي، په ټولو مونو سکرايدونو کې Gluctose تر ټولو اول او زر جذبيږي د دې څخه وروسته ګلوکوز او بيا فرکتوز جذبيږي.

ډير کم مقدار قندونه د انتشار Diffusion په وسيله جذبيږي او پاتې ډيره برخه يې په فعال انتقال کې انرژي ته ضرورت وي.

ګلکتوز او ګلوکوز د يو خاص پروتيني نقلوونکې په وسيله چې له ځان سره Na هم نقلوي د حجرې داخل ته ننوځي. کله چې Na او قند په نقلوونکې کې ځاى پر ځاى شي نو هغه حرکت پيدا کوي او داخل ته ننوځي خو که د ګلوکوز مقدار په داخلي مايع کې زيات شي نو بيا د انتشار عملي په وسيله هم انتقاليږي.

فرکتوز پس له داخليدو په ګلوکوز بدليږي او بيا وينې ته ازاديږي.

II – د شـحــمـيـــاتـــو هـضــــم او جــــذب:

د انسان په غذا کې زياته برخه شحميات او خنثى شحميات تشکيلوي کوم چې په حيواني او نباتي دواړه ډوله غذا ګانو کې وجود لري.

خـنثـى شحميـات د يوې ګليسرولي هستې او درې شحمي اسيدونو څخه تشکيل شوي. د دې څخه بر سيره لږ شانته فاسفو ليپيد، کوليسترول او د کوليسترول استرونه هم په غذا کې وجود لري چې وروستني دوه شحميات اسيدونه لري چې واقعې شحم ګڼل کيږي. شحميات نظر په لرلو د اسيدونو يو د بل سره فرق لري مګر دلته مونږ دلته د غوا د شحم څخه يادونه کوو چې د ستاريک اسيد په نوم سره ياديږي او فورمول يې عبارت له C17H35 – COOH څخه، که درې ماليکوله ستاريک اسيد د ګليسرين سره يو ځاى شي نو شحم جوړوي. شحم n (شحمې اسيدونه)n + ګليسرين n

H

C17H35 – COOH H – C – OH

C17H35 – COOH + H – C – OH 3H2O + 3C17H35 – COOH

C17H35 – COOH H – C – OH

H

د شحمياتو هضم په معده کي:

په معده کې يواځي د شيدو شحم چې تراى ګليسريد دى د معدې د ليپاز په وسيله په ګليسرول او شحمي اسيدونو باندې بدليږي. خو په ډير کم مقدار صورت نيسي. کله چې د معدې څخه کيموس اثناعشر ته داخل شي نو د هغې د جدار څخه Colecystokinin هارمون ترشح کيږي. دا هارمون په يو وخت کې دوه فعاليتونه سر ته رسوي، يو دا چې د پانکراس هضمې انزايمونه زياتوي او بل دا چې د صفرا کڅوړه منقبضه کوي تر څو صفرا لاندې اثناعشر ته را تويه شي. کله چې صفرا اثناعشر ته راشي نو د شحمياتو پورې ځان نښلوي او هغه په وړو پرچو او ټوټو باندې وشي چې وروسته دا وړې پرچې د پانکراس ليپاز په ګليسرول اوشحمي اسيدونو باندې تجزيه کوي. چې ګليسرول اوفاسفوليپيدز هم د صفراوي مالګواوپانکراسي انزايمونو په وسيله په وړو پرچو باندې تجزيه کيږي.

د شحم په تجزيه او هضم کې خاص رول صفراوي مالګې لري او پرته د دې مالګو څخه د شحمياتو هضم او جذب ډير کم صورت نيسي.

د شـحـمـيــاتــــو جـــــــذب:

کله چې شحمي اسيدونه او مونو ګليسريد د صفراوي اسيدونو سره يو ځاى شي نو د کولمو د خاصو ساختمانونو (Villi) د اپيتل له خوا جذبيږي ځکه د دې اپيتل غشا ګانې د شحمياتو څخه جوړې شوي او دا غذايي شحميات په هغې کې په اسانۍ سره حل او جذبيږي. که چيرې صفراوي اسيدونه ډير او زيات وي نو % ٧٠ شحم جذبيږي او که کم وي نو بيا د % ٦٠ - % ٥٠ شحم جذبيږي.

تراى ګليسريد او داى ګليسريدونه په ډيره کمه فيصدى سره جذبيږي، کله چې شحمي اسيدونه د ويلي د اپيتل له خوا جذب شي نو په داخل د حجراتو کې د صاف اندو پلازميک ريتيکولم له خوا څخه هغه بيرته په تراى ګليسريد باندې بدليږي او د پروتيني غشا ګانو په وسيله پوښل کيږي. بيا په ويلي کې موجود Lacteal رګ ته جذبيږي او دا جذب شوي کوچنۍ ذرې د شحم چې په پروتيني پوښونو کې بند شوي د Chylomicrons په نامه سره ياديږي، وروسته دا ذرات دلنف سره يو ځاى د وينې جريان ته داخليږي.

هغه شحمي اسيدونه چې لنډ زنځير لري هغه مستقيماً وريد باب ته جذبيږي او لنف ته ځي. وروسته دا شحميات په شحمي حجراتو کې ځاى پر ځاى کيږي، د ضرورت په وخت کې بيا وينې ته راځي او بدن ور څخه د انرژي په توليد کې استفاده کوي. د شحمياتو د ذخيرې په سبب چاغي منځ ته راځي.

III – د پـــروتـيـنــونـــو هـضـــم او جــــذب:

پروتين د واړو ماليکولونو څخه جوړ شوي دي چې عبارت دي له امينو اسيدونو څخه. يا به بل عبارت د n ماليکول امينو اسيدونه پروتين جوړوي. او همدارنګه کله چې پروتين هضم شي نو د هغه محصولات هم امينو اسيدونه دي چې په خاص ډول پروتين د پروتوپلازم د جوړولو او ترميم کولو لپاره استعماليږي. امينو اسيدونه خپل اضفي ګروپ (NH2) په ځګر کې د لاسه ورکوي او د هغې له جملې څخه د O – H – C د په حجروي تنفس کې ورڅخ استفاده کيږي. غذايي پروتينونو زياته برخه غوښې، غله جات او ترکاري تشکيلوي. Gelatin د هغه ډول پروتين څخه عبارت دى چې په بدن کې ه شي جوړيداى بايد د خوراکې توکو په واسطه واخيستل شي. هغه غذاګانې چې د هګۍ، غوښې او شيدو پروتين لرونکې وي د مکملې غذا په نوم ياديږي او د دې څخه پرته غير مکملى دي. په هر پروتين کې امينو اسيدونه په خاص ترتيب سره واقع شوي دي او په خپلو کې سره پيپتايدي رابطې لري. چې د هضم په صورت کې دغه رابطې شليږي او امينو اسيدونه ازاديږي.

د امينو اسيدونو فرمول دى، که دوه ماليکوله سره يو ځاى شي داى پيپتايئد او که درې ماليکوله يو ځاى شي نو تراى پيپتايئد او که زيات ماليکولونه سره يو ځاى شي نو د پولي پيپتايئد په نوم سره ياديږي.

داى پيپتايئد H2O +

تراى پيپتايئد H2O + +

په معـــده کي د پــروتـيـنـــونــو هـضـــــم:

په معده کې د پروتينونو د هضم لپاره د Pepsin انزايم ترشح کيږي کوم چې په اسيدي محيط کې فعاليت کوي، په همدې مقصد په معده کې HCl تيزاب ترشح کيږي. تر څو Pepsin فعال کړي. دا انزايم د غذا ټول پروتينونه هضمولاى شي تر دې چې د Collagen رشتې هم هضمولاى شي کوم چې په غوښه کې وجود لري او نور انزايمونه دا نه شي حلولاى. په معده کې پروتين په مکمل ډول سره نه هضميږي بلکې % ٣٠ – ١٠ پورې پروتين هضميږي، د پروتينونو هضم په معده کې پيل کيږي.Pepsin انزايم پروتين په وړو پرچو ويشي يانې لوى زنځير په کوچنيو زنځيرونو باندې بدلوي.

Proteoses

Protein Pepsin Peptones

Polypeptides

(١٠)- شکل: د پروتين هضم

Proteose د پروتين په نسبت لنډ زنځير لري، Peptones هم کوچنى زنځير لري او ماليکولي وزن يې هم نسبت پروتين ته کم او Polypeptides خو يو زنځير وي.

د پـــروتــيـنـونـــو هـضــــم پـه اثـنـاعــشــر کي:

په اثناعشر کې د پانکراسي انزايمونو په وسيله د معدې پرچه شوي پروتينونه په نورو وړو پرچو سره ويشل کيږي او نهايي هضم ته يې برابروي Trypsin او Chymotrypsin د معدې پرچه شوي پروتينونه په کوچنيو پيپتايدونو باندې ويشي او بيا وروسته Corboxypoly Peptidese دا پيپتايدونه په امينو اسيدونو باندې ويشي او امينو اسيدونه ور څخه جلا کوي.

د پـروتـيـنـونـو هــضـــم د وړو کــولــمـو پـه دوه بـرخــو کي:

د وړو کولمو په دوه برخو کې د پروتينونو د هضم لپاره هم څو انزايمونه ترشح کيږي چې د هغه Peptides په امينو اسيدونو او Di peptide باندې ويشي کوم چې د جذب وړ دي. تقريباً په کولمو کې % ٩٠ پروتين خپل نهايي هضم مکملوي او جذب ته اماده کيږي.

د پــروتـيـنـــونــو د امـيـنـــو اســيـدونــو جـــذ ب:

تقريباً ټول پروتينونه د امينو اسيدونو په شکل وينې ته جذبيږي. خو ډير کم مقدار Di peptides او Tri peptides هم وينې ته جذبيږي، ځينې وخت د pinocytosis د عمليې په وسيله ډير کم مقدار پروتين هم جذبيږي،هر وخت چې د پروتينونو څخه امينو اسيدونه جلا کيږي سمدستي په وړو کولمو کې جذبيږي.

څرنګه چې د پروتينونو څخه امينو اسيدونه په اثناعشر او جېجينيوم کې زيات جلا کيږي نو ځکه په هماغه ساحه کې زيات جذبيږي. څومره چې د پروتينونو هضم سريع وي په هماغه اندازه يې جذب هم تيز وي. امينو اسيدونه د ګلوکوز په شان د يو نقلوونکې په وسيله نقليږي. کوم چې Na له ځان سره نقلوي. کله چې نقلوونکې د Na او امينو اسيد له خوا څخه ډک شو نو د حجرې داخل ته حرکت کوي. په حجره کې د امينو اسيدونو څخه جلا کيږي او کله چې يې غلظت زيات شو نو د انتشار په وسيله د وريد باب وينې ته جريان پيدا کوي او د ويلي د حجراتو څخه وځي.

اوبـــو او ايــونـــو جـــــذب

د کولمو د جذب ساحه تقريباً 25m2 متر مربع برابريږي چې دا ډيره پراخه ساحه تشکيلوي او په ډيره اسانۍ سره مواد په کې جذبيداى شي.

اوبه د انتشار د عمليې په وسيله د کيموس څخه د ويلي په واسطه وينې ته ننوځي. کله چې کيموس رقيق او نرى وي نو د اسموزس د عمليي په وسيله اوبه د ويلي وينې ته ننوځي. هر څومره خوراکې توکې چې په وړو کولمو کې جذبيږي په هماغه اندازه اوبه هم ور سره جذبيږي.

هر شخص په يوه ورځ کې 5 – 8g پورې سوديم (Na) مصرفوي او 20 – 30g ګرامو پورې په کولمو کې د کولمو د ترشحاتو سره هم ترشح کيږي يانې 25 – 35g پورې سوديم د وينې څخه وځي. که چيرې په اسهال کې دا سوديم دفع او ضايع شي نو بدن ته ډير زيان رسيږي او تر دې چې د مرګ ويره هم په کې شته. پورتنى مقدار سوديم بيرته په کولمو کې وينې ته جذبيږي او صرف يو ملي مايکرون په يوه ورځ کې د فضله موادو سره دفع کيږي.

د Na جذب د امينو اسيدونو او قندونو په جذب کې ډير مهم او خاص رول لري او د هغې په همکارۍ سره جذبيږي. د Na د جذب او انتقال لپاره يو نقلوونکې Carrier ضرورت دى چې د A.T.P څخه انرژي اخلي او له ځان سره امينو اسيدونه او قندونه هم نقلوي. يانې د Na جذب او انتقال فعال انتقال Active Transport دى. د دې څخه برسيره څه برخه Na د HCl او K سره معاوضه کيږي او څه مقدار يې پرته له معاوضې څخه انتقال مومې.

Cl او HCO3 هم د کيموس څخه کولمو ته جذبيږي. همدارنګه Ca په اثناعشر کې جذبيږي، د Ca جذب د پاراترومون هارمون تر اثر لاندې صورت نيسي. ځکه پاراترومون ويټامين ډي D فعالوي او هغه د Ca انتقال چټکوي.

Mg , K , Fe او P هم د فعال انتقال په وسيله په کولمو کې جذبيږي، په کولمو کې يو ظرفيتي ايونونه (Cr , K+, Na+) په اسانۍ سره جذبيږي، دوه ظرفيتي ايونونه (Ca+, Fe++) په اسانۍ نه جذبيږي او ډير کم مقدار جذبيږي په همدې لحاظ په بدن کې د دې ډير کم مقدار ته ضروت وي.

تـــهــــوع (کـانگي) Vomiting :

تهوع يا ګانګې يو حرکې عکس العمل دى چې د ريفلکس په واسطه صورت نيسي، يانې د حسي اعصابو څوکو د تنبيه په اثر نور مواد لکه Epomorphine کوم چې د وينې د دوران له ليارې مستقيماً مرکزي عصبي سيستم متاثره کوي. همدارنګه مختلف غړي لکه د ژبې شاتنۍ برخه ، حلقوم، د معدې، کولمو او بطني خاليګاه، مخاطي غشا، رحم، او نور کيداى شي چې د يوې نازکې مزي په واسطه تنبيه شي او کانګې په وجود راوړي. دې ريفلکس حالت ته Cord.R.Vomiting ويل کيږي. کانګې يوه سلسله منظم او پيچلو حرکاتو څخه عبارت دى کوم چې د کوچنيو کولمو د عضلاتو د انقباض په واسطه صورت نيسي او د کولمو محتوياتو يوه برخه معدې ته راګرځوي. لس يا شل (١٠ / ٢٠) ثانيې وروسته د معدې عضلات هم دا ډول انقباض کوي، مدخل يې خلاصيږي او د يو ذخيري په وسيله دغه محتويات د مرۍ له ليارې خولې ته توئيږي. دلته بيا د خاصو عضلاتو د انقباض په واسطه نرم کام پورته ځي او د پزې سوري ته د موادو د تيريدو مخنيوى کوي. په داسې حال کې چې حنجره د تنفس په واسطه ښکته ځي د ژبې ريښه محافظه کوي.

هغه راوړنکې اعصاب Afferent Nervues چې د کانګو مسئوليت په غاړه لري د واګس څانګه Glassopharyn geal او بعضې نور خاص اعصابو څخه عبارت دي. کوم چې د کانګو تحريکات د کانګو مرکزي عصبي سيستم ته نقلوي کوم چې په مستطيله نخاع کې Nodule obligate کې ځاى لري. وړونکې اعصاب Efferent nervures د واګس او سمپاتيک Splanohnio څخه عبارت دي کوم چې عکس العملونه معدې، کولمو، مرۍ، بطني عضلاتو او حجاب حاجز ته نقلوي. که چيرې دغه اعصاب پريکړل شي هيڅکله کانګې نه واقع کيږي.

(ب) غيرزهرى کول (Detoxification) : لکه چه دمخه يادونه وشوه چه ځگر زهرى مواديي ضرره کوي داعمليه داسى صورت نيسى چه دزهرى موادوسره نورمواد يوځاى کوي تر څودزهروغلظت کم شى اگر چه ځگر دځنى زهر ياتوپواسطه تخريب کيدى شى لکه کاربن تتراکلورايداوغيره

(ج) :(Deaminatian) ځگريوتعداد دانزايمونوپواسطه دامينواسيدونواويوريا،نايتروجن برخه په فاضله موادوبدلوي ،ديوريا دطرح کولولپاره دوينى دجر يان پواسطه امينواسيدد

پښتورگوته ځى اودامينواسيدونوهايدروجنى اوکابنى برخه يئ په اوبو اوکاربن دايئ اکسايدباندي اکسيدايزکوي ،اوکه کله دبدن اړتيازياتيږي دهغوکاربنى اوهايدروجنى برخه په يوقيمته قند،دوه قيمته قند اوبلاخره په گلايکوجن بدليږي ،دامينواسيدونوزياته اندازه نه ټوټه کيږي بلکى په هغوپروتينوترکيبيږى کوم چه دبدن لپاره دقبلولووړدي .

(د) دوينى دسروکروياتوتخريب: (Erythrocytes Detraction)

دځگرپواسطه دهيموگلوبين ماليکولونه دوينى دسروکروياتوڅخه بيليږي

اوهغه په (Heem) او(globin) (پروتين ) باندي ټوټه کوي دگلوبين برخه په امينواسيدوباندي ټوټه کيږي چه وروسته دميتابوليزم دعملى لاندي راځي اووسپنه په ځيگراوتوري کى ذخيره کيږي اود(Haem) دماليکول پاتى برخه په صباغ (Pigment) اومنرال باندى بدليږى اوکولموکى تويږي

(و): دخاموپروتينوپرکيب:(Manofacture of specialprotein)

(١) (Fibrinogen) يولخته شوى پروتين دي چي ځگرکى جوړيږي اودهغه ځايه دوينى پلازماته رسيږي .

(٢):(Albumin) دځگردمحصولاتويومنحل پروتين دي چه دوينى دپلازماغلظت اودهغه ازموتيکى فشار کنترولوي .

(ح):دگلايکوجن زخيره :

گلايکوجن دساده قندونوڅخه ترکيب اودځگرپواسطه په همدغوقندونوباندى ټوټه کيږي ،که چيرى دقنداندازه په وينه کى کم شى توپه ځگرکى يوه اندازه گلايکوجن په گلوکوزبدليږي اوکه چيرى دقنداندزه وينه کى زياته شى نو په دي حالت کى ځگرقندپه گلايکوجن بدلوي .

(ز):دويټامين A زخيره : (Vit A Stoage )

دنباتى معمولى موادومشتقات (Caratein) چه د Vit A په حيث پيژندل شويدي دځگرپه حجروکى زخيره کيږ ي اوکه چيري د(vit A ) اندازه بدن کى کمه شى نوموړى ويټامين آزاديږي .

هضمى کانال تحمل (Support of Digestivsystem)

هغه کوم تى لرونکى چه تسليخ شويدي نوليدل شويدي چه دکولمومختليفى برخى يئ دکړيوپه ډول موقيعت لري داکړى دروښانه اوباريکوموادوپه واسطه ساتل کيږي اونوموړى موادډيرقوى دي اوددي وړتيالري چه (20-25-16) پونډه وزن دانسان کولمى تحمل کړي .

په څلوروپښولرونکوحيواناتوکى دهاضمى کانال د(Mesentry) دپردوپواسطه دستون فقرات سره ځوړند دي ، په انسان کى دبطن عضلاتو تر تيبول زيات وخت په برکى نيسى ، کله چه دجاذبى قوى پواسط پردي اوعضلات ښکته خواته کش کيږ ى ،کولمى يوه زياته برخه نيسى ،معده يوه کڅوړه کى چي د(Ommentam) پنوم ياديږي ځاى لري ، دکولموپردي دوه طبقى لري يوه يئ خارجى پرده ده چه دهاضمى کانال پوښوي اود

(Peretal peretonium) پنوم ياديږي بله يئ داخلى طبقه ده چه کولمى پوښوي (Veseralperetoniam) پنوم ياديږي دادواړه پردي دوينى زيات رگونه لري ،دپردي التهاب د(peritonitist) پنوم ياديږي څرنگه چه ځنى بکترياوى د(Coelomiccavity) څخه تيريږي ځينى گډوډي مينځ ته داوړي چه په دي وخت کى بايدژر (peritonitist) تداوي شي .

دانسانانوغذايي مواد(Manis nutrial materials)

دانسانانو خوارکى مواد عبارت دي له . کاربوهايدريتونه ،پروتينونو ،شحمياتو،معدنى مالگو،ويټامينونو او رويو څخه دي دامواد په جسم کى دري مو هيمي دندي سرته ،دانرژي توليد،دجسم دحجراتو د پروتوپلازم دچاپيريال ساتنه په نارمل حالت ،اوس غواړونوموړے مواد ددندو له مخى په لنډ ډول وڅيړو.

کاربو هايدريتونه (Carbohydrates) کاربوهايدريتونه هغه عضوي مواد دي چه د کاربن ،هايدروجن اواکسجن څخه ترکيب شوي دي لکه گلوکوز(C6 H12 O6) مالتوز(C12 H22 O11) لکه چه ليدل کيږي په نوموړوموادو کي د اکسجن او هايدروجن تناسب کټ مټ په هغه ډول دي کوم چي په اوبو کي دي کاربوهايدرايتونه په حجره کي د سونګ مواد او انرژي د توليد په توګه کارکوي او په دري ډوله دي.

(الف) يوقيمته قندونه (Monosaccharides)

ددي قندونو عمومى فارمول (C6H12O6) دي په کوم کى چي د کاربن،هايدروجن او اکسيجن تناسب (١،٢،١)دي دا قندونه له (galactose)(glucose) شيدو قند او د (fructose) (ميوقند) څخه عبارت دى

(ج) څوقيمته قندونه (Poly sacharides)

ددي قندونو عمومي فارمول (C6 H10 O5)n دى چيرته چه ديو قيمته قندونو واحدات ( Monomers ) راښى کوم چي په څوقيمته قندونو کى ځاى لري ،داډول تر کيب ته (Condensation) وايئ .که چيرى يوگرام قندونه دلابراتواري شرايطولاندي وسوځول شى (4cal) کالوري توليدوي

(ب) دوه قيمته قندونه ( Disaccharides )

ددي قندونوعمومى فارمول عبارت دي له )-H2 (C6 H12 O6

(C12H22O11 ) لکه (Lactose) دشيدوقند(Maltose) داويشوقنداو Lactose دچغندروقنددي

(٢) شحميات) ( Lipids داهغه عضوى مرکبونه دي کوم چي دتيلويا وازدي پنوم ياديږي نسبت قندونوته ډيرکم دي ،له دي کبله داکسيجن سره ددي موادوتمايل ډير زيات دي ، داتمايل ديوټوټه وازدي دسوځولوپواسطه په ښه توگه تجربه کيداى شي ، وازدي دانرژي څخه غنى منبع ده ،له دي کبله دوازوزخيره کول په حقيقت کى دانرژي زيرمه ده .ځنى وازدي دکاربن،هايدروجن اواکسيجن سربيره دفاسفورس اونايتروجن عناصرلري ،که وازدي وسوځول شى يوگرام وازدي (٩) کالوري انرژى توليدوي وازدي په لاندي دوه گروپونوباندي ويشل شوي دي

مشبوع شحميات(Saturated) دوازدواجزادشحمى تيزابونواوگلسرول څخه عبارت دي په مشبوع شحمياتوکى مشبوع شحمى تيزابونه برخه لري يعنى هغه شحمى تيزابونه چه دکاربن ټول اتومونه يئ دها يدروجن پواسط اشعال شوى وي مثلا (Palmaticacid) (CH3 –(CH2 ) 14 COOH ) يوشحمي مشبوع تيزاب دي چه يوسر کى ديتايل گروپ اوبل سر کى يئ دکاربوکسيل گروپ ځاى لري ددي تيزابونو دري ماليکولونه ديوماليکول گلسرولوسره يوځاى کيږي اوماليکول مشبوع شحم جوړوي لکه

ګلسرايل ترايل پالميټ

داوازدي دکوټى په تودوخي(72F) کى په جامدشکل وي لکه دلوم وازده ،کوچ اونورچه حيوانى منبع لري اودشړشموتيل چه نباتى منبع لري

غيرمشبوع شحميات (Unsaturated fats) داشحميات دکوټى په تودوخه کى مايع شکل لري اومعمولا دتيلو(Oils) پنوم يايږي ددي ډول وازدوپه ترکيب کى غيرمشبوع شحمى تيزابونه برخه اخلى يعنى هغه شحمى تيزابونه په کوم کى چي دکاربن ټول ل اتومونه دهايدروجن پواسطه مشبوع شوي نوي

لکه(Olaicacid) CH3- (CH2)7 –HC= CH-(CH2)7 –COOH

په کوم کى چه دکاربن دوه اتومونه يواځي يواتوم هايدروجن لري ددي تيزابودري ماليکولونه ديوماليکول گلسرولوسره يوځاى کيږي يوماليکول غير مشبوع تر مينځ توپير يواځى دهايدروجن داتوم نشتوالى دي نوکه چير ي ديوکتلست (Ni) شتوالى په صورت کى دسروغوړيوڅخه دهايدروجن پوکاڼى تيرشى په جامدوغوړيوباندي بدليږي چه نوموړي عملى ته (Hydrogenation) وايئ ، اودشحمى تيزابونواوگلسرولوڅخه دشحم تشکيل اوداوبوخاجيدلوته (Hydrolysis) وايئ

(٣) پروتينونه (Proteins) پروتينونه دحيواناتودخوراکى موادودجملى څخه دي اوهروخت په حجره کى ليدل کيږي پروتينونه نيسبت قندونوته معلق اوعالى دي لکه :

يوماليکول قند شايد څلويښت اتومه اويوماليکول شحم (180) اتومونه ځاى ولري په داسى حال کى چه يوماليکول پروتين مثلا غوښه د (10'000) اتومونودرلودونکى ده ،پروتينونه دکاربن ،هايدروجن ،اواکسيجن سر بيره نايتروجن هم لري کوم چه دپروتينومهم اوضروري جزجوړوي .څنى پروتينونه سلفر،فاسفورس ،اووسپنه هم لري مثلا دوينى پروتين (هيموگلوبين ) چه ډيرمعلق فارمول لري اوپه هسته کى سلفراو وسپنه ځاى لري

پروتينونه دحجراتودودي اوترميم اساسى مواد تشکيلوي مگرنورى مهمى دندي هم لي ، يوددي دندوڅخه يئ دهارمونونواوانزايمونوډول ډول تعاملات دي ، پروتين دانرژى دتوليد لپاره هم کارکوي يوگرام پروتين څلور کالوري انرژي توليدوي دپروتينونواساسى واحدات امينواسيدونه دي.اوس تقريبا (50) ډوله امينواسيدونه پيژندل شوي دي چه په مختلفولياروسره ترکيب شوي دي اوډول ډول پروتينونه يئ جوړکړى دي نوله دي کبله دمختلفوحيواناتوحتى ديوحيوان پروتينونه ديوبل سره توپيرلري دپروتينونوحيوانى منابع عبارت دي له شيدو، غوښه ،کبان اوچرگانوهگى دي .دپروتين نباتى منابع نخود،لوبيا اونورحيوانات دي .

اوبه (Water) : دحجرى دژوندانه دمهماتوڅخه يوهم اوبه دي ، دانسان دجسم تقريبا 2:5 برخى داوبوڅخه جوړشوي دي ، هډوکى چه ډيرکلک اوډيرمتراکم دي بياهم 28 فيصده اوبه لري .هرانسان داوبودتعادل دساتلولپاره هره ورځ بايد يوگلين اوبه ترلاسه کړى دغه اندازه اوبه دډول ډول خوداکى موادو څخه پوره کولاى شي کوم چه هره ورځ يئ په مصرف رسوي ،سربيره پردي دبدن په حجراتوکى داکسيديش په اثر هم يوه اندازه اوبه توليديږي ، کومى چه دميتابوليکى اوبو(Metabohi water) پنوم ياديږي لکه

چه 55gr قند 100gr اوبه ازادوي ،داندازه په پروتينونوکى 100grکى 4ogr ته راښکته کيږي مگرکه چيري 100gr وازدي اکسدايزشى 107gr اوبه حاصليږي ،سبب يئ دادي چه اکسيجن سره زيات تمايلات لر ي .اوبه بدن کى ډول ډول دندي سرته رسوي لکه دخوراکى موادوهضم اوهايدرولايز، په بدن کى دموادو انتقال ،دخولى پواسطه دبدن دتودوخى کنترول اوهمدارنگه نور ميتابوليکى تعاملات ، لنډه داچه اوبه دزوندلپاره خوراارزښتناکه ماده ده يوانسان دغذاڅخه پرته تريوي مياشتى پوري ژوندکولاى شي اوداوبوڅخه پرته دري ،څلورو ورځوڅخه زيات ژوندنه شى کولاى .

مالگى اومعـدنى مواد(Minerals and salts)

دحيوان جسم سربيره پر ذکرشوو خوراکى موادوځنى مالگو اوځانگړو معدنى موادوته اړتيالري ، لکه سوديم ، پوتاشيم ،فاسفورس ، کلسيم ، مالگى ،ايودين او وسپنه اونور ز.سوديم اوپوتاشيم دحجراتوپه تحريک اودعضلاتوپه انقباض کي ښه رول لوبوي، کلسيم او فا سفورس دحجراتو دميتا بولزم لپاره خورامهم دي ،دامواددهډوکودودي اوفعاليت لپاره اودعضلاتو او عصبي حجراتو د ودي اوفعاليت لپاره مهم کارکوي.

همدارنګه وسپنه دويني دسروکروياتو مهم جز جوړوي.

نودمعدني مالګو طرح کيدل چه پرلپسي توګه دادرار،خولو او غايطه مواد و په اثرصورت نيسي بايد دباندي تهيه او تلافي شي ،هګي ،شيدي،پنير،غوښه او سابه ټول ددي مواد و دمنابعو څخه دي.

ويټامينونه (Vitamins) :په ١٩١١م کال کي دوه ساينس پوهانو هريو F.O Hopkins اوFunk ،معلومه کړه چه دا نسان بدن دذکرشو و.خوراکي موادو سربيره ځني توروموادوته هم ضرورت لري چه دهغو دکموالي په صورت کي کڼ شمير خوراکي موادپه مطلوبه تو ګه پکارنشي راتلاي،دغه ضروري مواد دلومړي ځل لپاره پوهاندG.Funk دويټامينونو پنوم يادکړ،ويټامينونه عضوي مواد دي چه دهغوي کم مقدار موجوديت زمونږ دورځني ژوند لپا ره ضروري دي .ځني ويټا مينونه دCoenzyme په حيث دحجري په انزيمي سيستم کي مهم رول لوبوي .لکه څرنګه چي وويل شوه دويټامينونو ډيرکم مقدار هم تا ثير کوي.مثلا دVit-B1,0.5gr دانسان دصحت لپاره روزانه ضروري دي، نوله دي امله ويټامينونه په ورځني غذاکي بايد ترلاسه شي او غيرله هغي به ډول ډول ناروغي رامنځ ته شي.هغه کوم تکلفو نه چه ويټا مينونو دکموالي په اساس باندي مينځ ته راځي په اکثره حيواناتو باندي لکه:موږکان،بيزو،او الوتونکوباندي تجزه شويدي ، ددي لپاره چه دريټامينونو څخه پرته نورټول مغدني مواد خوراکي مواد شميرل کيږي ، هغه کوم تکليفو چه دي مواد ته ورته مينځ ته راځي هغه به دويټامينونودکمبود په اثروي ،اوهغه کومي نتيجي چه لاس ته راغلي دي په انسا نانوباندي هم تطبقيږي.پخواداسي فکر کيدو چه ويټامينونه عضوي کتلستونه دي لکن وروسته معلومه شوه چه ويټامينونه انزيمونه ندي بلکي په انزيمي تعاملاتوکي رول لري،ويټامينونه په عمومي ډول په دوه ګروپونو باندي ويشل شويدي.

I:هغه ويټا مينونه چه اوبوکي منخل دي عبارت دي:Vit-C Vit-BComplex ؤ، داو يټا مينونه دغذا دپخيدو په وخت کي دغذا څخه جداکيږي او په اوبو کي حل کيږي.

II-هغه ويټامينونه دي چي وازدو کي منحل وي لکه Vit-k Vit-E Vit-D Vit-A دي .ددي لپاره چه دا ويټا مين ښه جذب شي بايد دصفرا دBile سره ګډ شي.

دځينو عمده او مهمو ويټا مينونو اغيزي بدن باندي اوارزښت يي په لاندي ډول دي .

Vit-A: Antixero ph thalic vitaminsداو يټا مين وازدو کي منخل دي ،دسابو خوړلوپه صورت کي په کولمو کي جوړ يږي خورا غني منبع يي ګازري زيړي پګمنټ Caratine ديدا پګمنټ په ګڼ شمير نباتاتو کي پيداکيږي او هرما ليکول يي په بدن کي د

(Carotenase) انزايم پواسطه په دوه ماليکولونو ويټامين (A) بدليږي ،په بدن کى دددي ويټامين دکموالى يا نشتوالى په صورت کى دسترگى قرينه وچيږي اودميکروب په وړاندي دسترګي مقاومت کميږي ، داټولي ناروغي د Xerophthalmia پنوم ياديږي دشبکوري ناروغي (Night –blandness) کومه چه دليدني زرشک (Visual purple) ورکيدو پواسطه مينځ ته راځي.داهغه کيمياوي مواد دي کوم چي دويټامين دمشتقاتو او Opsinپروتين څخه ترکيبيږي، او دکمي روښنا يي په صورت دليدني لپاره خوار مهم دي له دي کبله دهغي کمبو د صورت کي سترګي په ضعيفه روښنايي کي څه شي نشي ليدلاي.ددي ناروغي درملنه د(vit-A) پواسطه صورت نسي .ددي ويټامين نوري منا بع لکه کا هو ،کچالو ،کوچ،پيروي،ګردي ،هګي اوکب دځګر غوړي دي –داويټامين په ځګرکي ذخيره کيږي دوورځني اړتيايي (1mgr) څخه عبارت ده.

Vit-B1= Thiamin or Antinritic Vitamin

داويټامين دVit-Bcomplex لومړني ويټامين دي ،چه دکموالي په صورت کي دعصابوناروغي Beri or polyneruribis نوميږي مينځ ته راوړي ، ده ناروغي په ختيز وهيوادونو کي عموميت لري ، چيرته چه خلک دبي پوټکي وريجو څخه استفاده کوي ، ددي ناروغي غوارض داشتها کموالي ،اعصابو ضعف ،ستړ يا ،اودپښودرددي.

چه په پا ي کي فلج صورت نسي.سربيره پردي داويټامين دکاربوهايدريتودمتيا بوليزم لپاره خورامهم اوضروري دي ،ددي ويټامين منابع ګڼي ،(yeast) حبوبات،غوښه ،دهګي زيړ،شيدي اوځګردي.څرنګه چه داويټامين په بدن کي ذخيره کيږي نو بايد هره ورځ دغذا سره واخستل شي،ددي ويټامين عوارض دڅوملي ګرامه Vit-B1 دتوصي په واسطه درمان کيږي.

ويټامينVit-B2 =Riblavin =B2

ددي ويټامين نشتوالي په بدن کي دپوټکي،سترګو او شونډوکي ديوډول ټپونو دپيداکيدوسبب گرځي ،دي نادوغى ته (Cheilosis) وايئ ويټامين (B2) په خالصه توگه دخوداکى موادو اوياپه کيماوي شکل خاصليږ ي داويټامين دارجاع اوتحمض يوښه عامل دي ،رايبوقلاوين دفاسفورس داستر په شکل دکوانزايم پتوگه دگڼ شمر اکسيدايزکوونکى اوارجاع کوونکوانزايمونو سره کارکوي .

څرنگه چي حيوان نه شى کولاى نوموړى ويټامين جوړکړي نوبايددخوداکى توکو څخه حاصل شي .ديوبالغ انسان ورځنى اړتيادوه ملى گرامه ده .بډوډي ځگر،مغز،شيدي ،سابه ،غله جات اوهگى ددي ويټامين مهمى منابع دي

دp p ويټامين (Niacinor micin amide )

داهم د Vit- B کامپلکس دجملى څخه دي اوبدن د(Pellagra) په وړاندي وقايه کوي ځکه چه د(Anti pellagra) په نوم ياديږي ،ددي ناروغى غواض دجلدى ناروغى اوداعصابوخرايوالى (Dementia) څخه عبارت دي داناروغى د P P ويټامين لږاندازى دتوحى په اثردرمان کيږي .دp p ويټامين ددوومهموکوانزايمونوجزدي کوم چه تقريبا څلويښت متابوليکى تحمضى اوارجاعى تعاملات کتلايزکوي ،داويټامين په

(1973) م کال کى په ترکيبى توگه حاصل شو .مهمى منابع يئ (Yeast) دغنموتيغه ،دوريجوپوټکى ،سره غوښه شيدي ،سابه ،نخود اونوردي

ويټامين B6 : (Vit- B6 = Pyridxin)

دايټامين د(B-complex) دکورنى څخه دي ،اوپه (1938) م کال کى دبلورونوپه شکل حاصل شوي دي ددويټامين طبعى فزيکى اوکيمياوي خواص دهغه دتجارتى ويټامين سره توپير لري ،پيريداکشن اودهغه مشتقات دامينواسيدونوپه ميتابوليزم کى برخه اخلى اوپه گڼ شمير انزايمى تعاملاتوکى مهم رول لوبوي .په بدن کى ددي ويټامين کموالى دژبى دپړسوب باعث گرځي .په انسان کى ددي ويټامين کموالى دوښى کموالى اوداعصابوتشنيح مينځ ته داوړي .داويټامين په کولموکى دبکترياو په واسطه جوړيږي ددي ويټامين ورځنى اړتيا(8mgr) ده .غنى منابع يئ (yeast) ،ځگر،بډو ډي ،صويات ،شيدي ،کب ، رومى يابنجان، زيړ جوار او پالک دي

دM :ويټامين) (Vit- m = folic acid

دوهم د(B) کامپليکس ويتامينونه ددلي څخه دي ددي ويتامين کموالي د Anaemia (د ويني د سرو او سپينو کروياتو کموالي) رامينځته کوي داويټامين سبو،لوبيا او د هګئ په زيړو کي په زياته اندازه پيداکيږي.

دH ويټامين(Biothin)

په انسانانو کي ددي مټامين کموالي د پوټکي د تخريش د اشتها کموالي او ضعيفي سبب ګرځي بيوتين د هغه ګروپ انزايمونو يو جز جوړوي کوم چي د (Carboxylation) په تعاملاتو کي برخه اخلي.دا ويټامين د تي لرونکو کولمو کي د بکترياو پواسطه جوړيږي مګر که د سلفاامايد زياته اندازه درمل استعمال شي په هغه صورت کي دا بکتريا له مينځه ځي په نتيجه کي د بيوتين کموالي را منځته کوي

دB 12 ويټامين:(Vit- B12=Cyanon coba lation)

دا ويټامين د لمړي ځل لپاره د ځيګر څخه ﻻس ته راغلي دي او بدن د (Pernicious anemia) څخه ساتي .دا ويټامين د سرو کروياتو د جوړولو د پاره ضروري دي او په ځوانانو کي وده مخ په وړاندي وړي .Vit B 12 د کوبالت يو مغلق مرکب دي . ددي ويټامين کموالي د سرو کروياتود جوړښت (Erythropoisi) سبب ګرڅي په نتيجه کي (Pernicious Anemia) (شديده کم خوني مينځته راځي.ددي ويټامين منابع لکه ! شيدي ،ځيګر،بډوډي، سره غوښه او نور دي.دا ويټامين ډير فعال دي ډير کم مقدار ئي هم 1000mg هم د درمان لپاره اغيزمن دي

ويټامين C :(Vit-C=Ascarbic acid) :که چيري انسان د ډير وخت لپاره ويټامين C لرونکي خواړه ونه خوري په نتيجه کي په يو ډول ناروغئ اخته کيږي چي د (Scuroy) په نوم ياديږي.پدي وخت کي اورئ ويني کيږي ،غاښونه سستږي او بلاخره توئيږي،همدارنګه په عضلاتو،پوټکئ او مفسلونو کي د ويني جريان ښه صورت نه نيسي.هډوکي ماتيدونکي او ناتوانه کيږي،لنډه دا چي عمومي ستړيا مينځته راوړي او د ميکروبونو په وړاندي د بدن مقاومت کميږي او ددي ويټامين دوامداره نشتوالي د مرګ باعث ګرڅي دا ويټامين (1932) ميلادي کال کي په خالصه توګه حاصل شو او د (Asearbic acid) په نوم ياد شو او بازار کي خرڅيږي اسکاربيک اسيد د حجراتو په تحمض او ارجاعي تعاملاتو کي برخه اخلي او پروتيني انزايمونه فعالوي،نو لدي کبله د پروتينو د ميتابوليزم دپاره ضروري دي.ددي ويټامين ورځنئ اړتيا 50-70 mg ده البته د عضلاتي کارونو په وخت کي تودو موسمونو او ښځو بلاربتوب په وخت کي دا اړتيا زياتيږي. ويټامين(C) په بدن کي نه جوړيږي نو بايد هره ورځ د غذا له ﻻري جذب شي ددي ويټامين غني منابع کاهو،رومي،بانجان،شنه مرچ،ګازري،لبلبو ،کچالو،او د ستروس کورنئ لکه نارنج،ليمو،مالټه او نور دي Vit-D Antirachitic vitamin.

دکوچنيانو په خوارکي توکوکي د(D) ويټآمين کموالي دداسي ناروعي سبب ګرځي کمي چي Rickets په نوم ياديږي.پدي صورت کي هډوکي غلطه وده کوي،دپـښو ،لاسونو او ملا تيراوسيني هډوکي خپل شکل ته تغير ورکوي، دهډوکو کلسيم ،فاسفورس کميږي اوهډوکي نرميږي،vit-D دکلسيم او فاسفورس دميتا بوليزم دپاره مهم اوضروري دي .

ويټامين ډول ډول جوړښتونه لري له دي کبله په مختلفو اشکالو سره لکه :D4 ,D3 , D2 ,D1 اونور پيژندل شويدي. داټول ډولونه دماولا بنفش وړانګو په واسطه دحيواني sterol اودنباتي ارګاسترول څخه چه کيميا وي مواد دي پوستکي کي توليديږي . له دي کبله Vit-D کله کله دsunshinig vitamin پنوم هم ياديږي.يعني هرکله چه پدن دلمر دوړانګولاندي راشي نو

Vit_Dدهغه سترول څخه جوړيږي کوم په پوټکي کي وجودلري .دويټامين D منابع دکب دځگرغوړي هگى ،غنم اوويټامين شوى شيدوڅخه عبارت دي ،ددي ويټامين ورځنى اړتياپه ماشومانوکى 10-25 grده تر څو چي دکلسيم ميتابوليزم په ښه توګه صورت ونيسى .

دE ويټامين :Vit –E Tocopherol

د Vit-E موجوديت دنارمل تکثر لپاره خوراضروري گڼل کيږي .په غذاکى ددي ويټامين نشتوالى په خصيوکى دسپر ماتوزوا انکشاف،همدارنگه پلاريتوب ،شيدى ورکول اوداولاد دژوندپاتى کيدل په نارمل ډول غير ممکن گرځي ، هغه بارداره حيوانات چه په (E-avitaminosis) اخته وي .که څه هم دحمل نيمه لومړنى دوره يئ کومتکليف نه لري مگرپه اخرنى نيمايئ کى جنين له مينځه وړي ،اوکله کله اولادونه دپيداکيدوڅخه وروسته له مينځه ځى .ددي ويټامين دنشتوالى په حالاتوحيوان جنسى تمايلات نه ښى .مگردنوموړى ويټامين دتوحى په اثرنومړى اثر له مينځه ځى ،په نابالغوحيواناتوکى ددي ويټامين توصيه .دوخت څخه وړاندي دبلوغ سبب گرځى ،په انسانانوکى ددي ويټامين کموالى نه احساسيږي ، ځکه چه دانسان خواړه ددي څخه عبارت دي ،داويټامينونه يو(Anti oxidant) دي له دي کبله دنوروويټامينونو اوشحمى تيزابونو داکسديش دمخنوي لپاره استعماليږي .

دk ويټامين : (Vit-k Anti Hemoragic) ددي ويټامين کموالى په بدن کى دخونريزى وخت زياتوي اود کوچنى ټپ څخه هم زياته وينه ضايع کيږي .

داوټامين د پروتومين پروتين دتشکيل لپاره مهم عامل ګڼل کيږي پروتومين دويني د لخته کيدو يو ضروري عامل دي . څرنګه چي معلومه شوي ده چي (Vit-k) دجذب لپاره په کولموکي دصفرامالګي ضروري دي ددي امله دجراحي عملياتو په وخت کي د (Vit-k) د صفرامالګو سره يوځاي ناروغ ته ورکول کيږي ترڅو دزياتي خونريزۍ مخنيوي وشي د(Vit-k) په خوراکي توکو کي شته دي او هره ورځ داړتياپه اندازه نوموړي ويټامين اخستل کيږي .او که بيا هم د ويټامين کمبوت احساس شي نو بايد نوموړي (Vit-k) جذب شي.په همدي ترتيب يوه اندازه ددي ويټامين د بکترياو پواسطه په لويو کولمو کي جوړيږي د امتصاص مسله ئي هغه وخت څرګنديږي چي کولمو کي صفرا وجود ونلري،ددي ويټامين منابع سابه،پالک،ګازري،کاهو او نورو څخه عبارت دي.

څلورم فصل

دحيواناتو د ويني ددوران سيستم

ويني اړتياوي (The need for blood)

يو حجروي حيوانات لکه اميب او پراشيم کوم انتقالي سيستم اړتيا او ضرورت نه لري،ترڅو منحله غازونه انتقال کړي،ځکه دحجري سطحه ئي په هره برخه کي د اوبو دمحيط سره په تماس کي ده .په همدي ډول چي Co2 توليديږي په داخل دحجره کي په اساني سره د حجروي غشا څخه نفوذ کولاي شي .

دوه طبقه حيوانات : (Diploblastic Animals)

دوه طبقه ئي حيوانات لکه اسفنجونه ،بحري مرجانونه ،هايدرا او داسي نور حيوانات دوراني سيستم اړتيا نه لري،ځکه د هغوي هره حجره د داخل او بيرون لوري د اوبوسره په تماس کي ده په دري طبقه اي حيواناتو(TriploblasticAnimals) کي چي دچينجو څخه تر انسان پوري په بر کي نيسي د يو حجروي ،او دوه طبقه ئي حيواناتو په نسبت ئي موقف تغير کړي دي ، ځکه ددي حيواناتو د داخلي او خارجي طبقو تر مينځ منځني طبقه هم لري . په دي حيواناتو کي ډيري حجري د بدن په داخل کي داسي واقع شوي دي چي د اکسجن او کاربن دائي اکساد غازونه ئي دبدن دسطحي څخه کم نفوذ کوي او د حيواناتو اړتيا وي نشي پوره کولاي .نو ددي امله ددي حيواناتو زيات شمير لرونکي د دوراني سيستم دي چي د موادو د حمل او نقل دنده د بدن ټولوحجرو ته په غاړه لري .دوراني سيستم د لومړي ځل لپاره په چنجيوکي پيژندل شويدي .

په ځمکني چينجي کي دوراني مايع د هيموګلوبين په نوم يو تنفس (Pigment) لري چي د منحل په ډول وجودلري او دانتقال دنده تر سره کوي .که چيري د ويني رګونه کاملا تړلي وي په دي صورت کي دويني موجوديت په زرګونومترو اوږدوالي سره ممکن نه وو ،پس دويني مايع (پلازما) دتيوبونوڅخه بيرون خواته څاڅکي څاڅکي وڅڅيږي ترڅو حجري خپل اطراف اوبلن کړي .نو په دي صورت کي يومايع محيط (Lymph) په نوم ياديږي . A .D .Hasting د لومړي ځل لپاره وينه اودهغي پلازمائي زمونږ په بدن کي اوپيژندله ، دمالګو غلظت ئي دسيندونو دمالګي د غلظت سره يوشان وو او نوموړي زياته کړه که چيري (Trilion) 50 حجروتو له جملي څخه هر يوه حجره په ځانګړي ډول ژوندوکړي لکه اميب نوGlallon 2,5 اوبوته اړتيا پيداکيږي ترڅواکسيجن تهيه ، جذب او ضرور مالګي د حجراتو په واک کي ورکړي ،په داسي حال کي چي دا حجرات د دري (3 )ګلينه ويني په واسطه ژوند کولاي شي . دا اندازه د يو ميلونمي برخي د اوبو څخه ده چي د ټولو حجراتو دمستقل ژوند لپاره ضروري وي .

هغه غړي چي دويني دوران او تر کيب اداره کوي لکه زړه ، ځګر ،پښتورګي ،سږي ټول بايد په ګډه کار او فعاليت وکړي

د دوراني سيستم انکشاف The development of blood

دچينجيانو دوراني سيستم Blood system of worms

دچنجيانودوراني سيستم ديوظهري تيوب څخه عبارت دي کوم چي دسربرخه کي پنځه جوړه نبضاني نلونه سره يو ځاي کيږي اودروغجن زړه(pseudo heart) پنوم ياديړي .وينه ديزيات فشارپواسطه دظهري تيوب(ventra tube) اويوشمير نورودوراني نلونو ته کوم چي دصفاقي نلونه (partials.B.vessles) پنوم ياديږي. اودهغه ځاي څخه دخپلوڅانګوپواسطه کولمواوپوټکي ته تيتيږي .اکسجن په سطحي شعريه رګونو کي نفوذکوي او(co2) آزديږي .په داسي حال کي چي دوراکي موادو ماليکولونه دکولمو څخه شعريه رګونو ته جذبيږي ،پهدي ډول غازوته او خوارکي مواررجسم مختلفوبرخوته روران کوي.

په چنګښواوخزنده ګانوکي دويني سيستم: (Bloodsystem of frog and Reptilia:

(١)چونکښي کي دويني سيستم: چونگښه دري جوفه زړه لري کوم چي يوبطن

دوه دهليزونه اوېوه وريدې کڅوړه (venosus) لرې داجوفونه دځانگړو والونوپواسطه ديوبل څخه جداشويدي اودوينى دبيرته دانگ مخنوى کوي سربير ه پردي دواړه دهليزونه ديوديوال پواسطه يودبل څخه جداشويدي وريدى وينه دوريدى سيستم پواسطه وريدى کڅوړي ته تويږي اوبياددي کڅوړي دانضباض په اثر ښى دهليز ته راځى .له بله خوا اکسيجن لرونکى وينه دسږ وڅخه کڼ دهليزته راځى .ددواړودهليزونودغونډيدوپه اثريواځنى بطن ته تويږي ،ودوسته بيادبطن دغونډيدلوپه اثر مخروطى شريان دڅانگوله لياري پوټکى ته رسيږي اودبدن مختلفو برخوته نقليږي .ديادولووړده چى بطن کى اکسيجن لرونکى او(Co2) لرونکي وينه مشته دي . دزړه انقباض ته (Systale) اوانبساط ته (Diastole) وايئ

(٢) خزنده گانوکى دوينى سيستم : خزنده گان هم دذوحياتينو په شان دوينى دوران لري ،يواځى دومره توپيرلري چي په خزنده گانوکى سږى يواځنى غړى دي چي وينى ته اکسيجن برابروي ،په داسى حال کى چي په چنگښوکى دسږي سربيره دهغوى پوټکى هم دنفس فراخه سطحى په ځير کارکوي دچنگښواوخزنده گانودورانى سيستم ته دوه گونى غير مکمل دوران (Incomplete double) وايئ .غير مکمل ځکه چى يواځى بطن وينه پمپ کوي ،دوه گونى ځکه چى پاکه وينه په يودهليز اوناپاکه په بل دهليز کى تويږي

په تى لرونکواولوتونکوکى دوينى دورانى سيستم

(Blood system of Birds and Mammalia)

الوتونکى اوتى لرونکى نسبت چنگښواوخزنده گانوته ډير فعال دي اولويه تنه لري ،نوله دي امله ډيرى انرژي ته اړتيالري دالوتونکودبدن تودوخه تر (110F0) پوري رسيږي اودويني دوران يئ ډيرچټک دي ،ددي ژووزړه په يوه دقيقه کي څو سوه کرته وهنه کوي .دالوتونکو اوتي لرونکو زړه څلور برخي لري دوه دهليزونه اودوه بطنونه دي .

زړه ديو نري ديوال (septum) پواسطه په دوه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply

%d bloggers like this: