په ميوه لرونکو ونو کې تغذيوي عناصرو رول1

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 32
  • اندازه فايل 111.00 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 4, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 4, 2022

په ميوه لرونکو ونو کې تغذيوي عناصرو رول1

تاريخچه:

دنولسمې ميلادي پيړى په نيمايې کې يو جرمني عالم Baron Justus Van Liebig دا واضح کړه چه تغذيوي عناصر دنبات د ژوند لپاره اساسي او ضروري دي. نوموړي دا څرګنده کړهچه يو تعداد عناصر يقيناً ضروري دي دنبات دژوند لپاره ځکه کچيرې يو نبات ته په پوره اندازه ونه رسيږي نو نبات به ډير ژرلمينځه لاړشي. نوموړي دلومړي ځل لپاره د عناصرو د قلت موضوع په نباتاتو کې اصطلاح رامينځته کړه چه هغه عناصر چه موجوديت يې په نبات کې کم وي دنبات لپاره بايد هر عنصر په مناسبه اندازه استعمال شي. او همدارنګه د تغذيوي عناصرو د ضرورت معلومول دنبات دودې لپاره يواځينى کاميابترينه طريقه دنباتي توليد ده. او همدارنګه د منځني توليد په اساس هم کولى شو چې د تغذيوي عناصرو د ضرورت اندازه د نباتو لپاره معلومه کړو چه څومره اندازه د څومره توليد لپاره اتعمال شي. او همدارنګه د تغذيوي عناصرو د استعمال طريقه او وخت په هکله معلومات ضروري دي چه کوم وخت او په کومه طريقه استعمال په خاوره کې او دا قليمې شرايطو په اساس دنبات لپاره ښه اغيزمن دي.

دميوجاتو دودې لپاره تغذيوي عناصرو ته اړتيا:

دميوجاتو دودې لپاره ضروري عناصر د هوا، محيط اوخاورې څخه د کيمياوي عناصرو د جذب تامين او د هغوى څخه په ميتابوليزم او دبوټو په وده کې ګټه اخيستل د ميوجاتو د تغذيې په ډول تعريف شوي او په دې ډول د اړتيا وړ عناصرو ته غذايې عناصر وايې. دا عناصر دودې لپاره ځکه اړين دي چه دوى د ميوه دارو بوټولاندې ضرورتونه پوره کوي.

اول: دا چه نوموړي عناصر مستقيماً د ميوه داروبوټو په ميتابوليکي کارونو کې د ميتابوليزم د يو جز په ډول ګډون کوي او يا هم دانزايمې سيستمونو د عمل لپاره ضرور دي. دوهم دا چه د يو ضروري عنصر د کموالي په صورت کې يو بوټي نشي کولى خپل ژوند ته ادامه ورکړي. دريم دا چه د هر عنصر کموالي ځانګړي اړتياوې لري او نشو کولى يو د بل پر ځاى استعمال کړو. داړتياوړ غذايې عناصرو ترکيبونه د بوټو په واسطه جذبيږي او د بوټو په داخل کې ازاديږي يا ميتابوليزه کيږي چه د ډير ميتابوليز په صورت کې په عضوي مرکباتو بدليږي. انفرادي عناصر هم شته چه د مرکباتو په ډول نه جذبيږي او د بوټي دودې لپاره ضروري دي د هغه معيارله مخې چه د عناصرو د ترکيب د ضرورت لپاره په نظر کې نيول کيږي. او همدارنګه د معدني عناصرو يو تعداد ضروري دي په ځينو نباتاتو کې او کمبود يې د ضروري عناصرو په څير په نباتاتو کې نه ليدل کيږي.

په ميوه ميوجاتو کې د تغذيوي عناصرو جذب:

هغه تغذيوي عناصر چه د غاز په شکل دي د هغوى جذب مخصوصاً د کاربن جذب يو غير فعال تعامل دى. کاربن داى اکسايد د کوچنيو سوريو پواسطه چه د پاڼو په لاندينۍ برخه کې قرار لري د پاڼو داخل ته ځان رسوي. دغه عناصر نسبتاً په زيات سرعت سره د ضيايې ترکيب په عمليه مصرفيږي ځکه نو په مشخص ډول سره د کاربن داى اکسايد غلظت د پاڼو په داخل کې د خارج څخه کم دى.

دانتشار د قانون په اساس چه غاز د غلظت محيط څخه رقيق ته داخليږي د پاڼو داخل ته حرکت کوي. په هغه سرعت چې غاغز د پاڼو په داخلي سلول کې خپريږي دضيايې ترکيب په عمليه کې هم ترې کار اخيستل کيږي په خاورو کې موجود غذايې عناصر ددوو عمليو پواسطه دريښو داخل ته حرکت کوي. يو د غير فعال جذب پوسيله چې د انتشار د عمل په څير دى او ازموسس نوميږي از موسس د يو حل شوي جسم د انتشار څخه عبارت دى چى د سلول لرونکي غشاء څخه تيريږي دغه عمليه ځکه غير فعال ګڼل کيږي چې دعناصرو د جذب لپاره هيڅ ډول انرژي ته ضرورت نلري. ولې ځيني عناصر فزيو کيمياوي دي چې د هغوى انتشار د ستونزو سره مخامخ کيږي. يا ددې عناصرو لوړ غلظت دريښې د سلولونو په داخل کې نسبت خارج ته موجود دي چې دا ډول عناصر ممکن د فعالو عمليو پوسيله جذب شي. د فعال جذب عمليې دريښو حجرو ته د عناصرو پمپ کولول لپاره انرژي ته ضرورت لري دغه عمل دايونونو د شکل په تغير او اکثراً د هايدروجن دايون په تغير او يا هم د نورو ميکانيزمونو پوسيله سرته رسيږي. دفعال جذب عمليې معمولاً انرژي ته ضرورت لري چې نوموړي انرژي معمولاً دريښو پوسيله د تنفس څخه او ياد ATP داحياء څخه لاسته راځي.

دتغذيوي عناصرو طبقه بندي:

(16) تغذيوي عناصر د نبات دودي لپاره ضروري دي چه تفصيل يې په لاندې ډول دي:

دشپاړسو تغذيوي عناصرو د جملې څخه دري عناصرچه عبارت دي له کاربن هايدروجن اواکسيجن څخه نومړي عناصرنبات په طبيعي ډول داتوموسفيردکاربن داي اکسايداو اوبو څخه اخلي. او نور (13) عناصر د خاورې څخه اخلي او هميشه لپاره د نبات د ضرورت په اساس د زيات مصرفه او کم مصرفه عناصرو په ګروپونو ويشل کيږي. چه بيا زيات مصرفه عناصر په دوه ډوله دي چه عبارت له لومړني او دوهمي عناصرو څخه. چې لومړني عناصر عبارت دي له نايتروجن، فاسفورس او پوتاشيم څخه چې په عمومي ډول په ګډو شوو سرو) کومپوسټ( کې د) 10-10-10 (په اندازه يا معادله درجې سره پيداکيږي. او لومړني عناصر په زياته اندازه په ميوه جاتو کې ګټور دي نو ځکه بايد ددوهمې او کم مصرفه عناصر په نسبت بايد زيات استعمال شي. او دوهمي عناصر عبارت دي له کلسيم، مګنيشيم او سلفر څخه. چې دي ته دابتدايې عناصرو په نسبت ميوه جات په کم مقدار سره ضرورت لري چې لويه منبع د کلسيم او مګنيشيم د خاورو د مشبوع کولو لپاره Dolomitec lime ده او همدارنګه دا عناصر په ځينو سرو کې هم موجود دي. او سلفر هم د مګنيشيم او کلسيم په شان په سرو کې موجود دي.

کم مصرفه عناصر عبارت له اوسپنه، منګانيز، زينک، مس، بوران، مولبيدينيم او کلورين څخه چې داددوهمې عناصرو څخه په کمه اندازه دنبات لپاره ضروري دي. او دا عناصر په کاپرسلفيټ، اکسايدونو، او کسي سلفيټ او همدارنګه په بوريک اسيد او امونيم مولبيديت کې پيداکيږي.

دتغيوي عناصرو رول په ميوه جاتو کې:

کاربن د ضيايې ترکيب د عمليي په وسيله د بوټي لخوا جذبيږي او د کاربوهايدريتونو په جوړولو کې ترې استفاده کيږي. مهم کاريوهايدريتونه عبارت دي له ګلوکوز، سوربيټول، فرکتوز، سکروز او نشايستي څخه. سوربيتول او سکروز د هغه کاربوهايدريتونو د جملې څخه دي چه په ميوه دارو ونو کې په زياته اندازه انتقاليږي. او همداشان نشايسته او سوربيتول په ميوه دارو ونو کې لومړني ذخيره کوونکي کاربوهايدريتونه شميرل کيږي. نشايسته کولي شي دمڼې په ميوه، پوستکي او لرګينو ريښو کې ذخيره شي چه وروسته دلاډيرې استفادې لپاره دساده کاربوهايدريستونو په شکل بوټي کې پاتې کيږي. کا ربوهايد يتونه کولي شي په نورومغلقو محصولاتو لکه دسلولي ديوال اوماليک اسيد په ترکيباتوميتابولزم شي هايدروجن د خاورې د محلول څخه د اوبو په وسيله اخيستل کيږي که څه هم اوبه خپله د يو ترکيب په ډول د دبوټي لپاره ضروري دي او همدارنګه د ضيايې ترکيب د عمليې په لړ کې اوبه په هايدروجن تجزيه کيږي او وروسته هايدروجن په عضوي مرکباتو بدليږي.

دضيايې ترکيب په دوران کې لاسته راغلي اکسيجن په همزمان ډول د تنفس لپاره کارول کيږي. کاربوهايدريتونه په عمومي ډول ددرې عناصرو کاربن، هايدروجن او اکسيجن څخه جوړ شوي او په لنډ ډول د (CHO) په شکل ښودل کيږي. ميوه داري وني کولى شي نايتروجن دنايتريت (NO3)، نايترايت (NO2) او امونيم NH4) ( په شکلونو د خاوري څخه جذب کړي وروسته نايتروجن په امينونو چې دپروتينو او انزايمونو بنيادونه دي بدليږي په ميوه دارو ونو کې نايتروجن نظر نورو غذايې عناصرو ته د ډير غلظت لرونکي دي په اټکلي ډول د 70-80 په سلو کې نايتروجن د RuBisCo رايبولوز، بيس، فاسفيټ، کربو کسيلايز (پروتين په جوړښت کې شامل دي دا هغه انزايم دى چې کلوروفيل دهري رنګداني کلوروفيل د يو ماليکول د جوړيدو لپاره د نايتروجن د څلورو اتمونو څخه ګټه اخيستل کيږي چه دغه کاربن ډاى اکسايد دهوا څخه جذبوي وروسته يې تجزيه کوي او ديوي مادې په ډول دقندونو په ترکيب کې برخه اخلي.

دشنه رنګدانه نور اخلي او اليکتروني انرژي دضيايې ترکيب د عمليي د فعالولو لپاره ازادوي نايتروجن يو متحرک عنصر دي او د هغه سطحو په لوري چه هلته ميتابوليکي فعاليت لوړ او په ډير نور کې قرار لري حرکت کوي چه په پايله کې نايتروجن دزړو او عمر خوړليو ښاخونو چې د ساقې په قاعدوي برخه کې قرار لري څخه د تاج نويو ښاخونو ته انتقاليږي زاړه او يادسيوري ښاخونه د لږ نايتروجن لرونکي دي په نتيجه کې هغه ښاخونه او پاڼې چې د کم نايتروجن لرونکي وي بې رنګه کيږي بالاخره پاڼې زيړې او غورځيږي. د فاسفورس د فاسفايټ او فاسفيت اسيد په مختلفو شکلونو جذبيږي. فاسفيټونه د استري فاسفورس پيوندونو په بڼه په ټولو مرکباتو کې ګډون کوي او يا فاسفورس د فاسفيټ په ماليکول کې زوندى کيږي او د يو منفرد ايوني عنصر په ډول د انرژي د انتقال په ډيرو تعاملونو کې ونډه اخلي په ميوه دارو ونو کې مهم فاسفيټونه عبارت دي د قندونو فاسفيټ او ادونو زين تراي فاسفيټ (ATP) څخه (ATP) زين ترای فاسفيټ داسې يو مرکب دى چې کولى شي ژوندى شي او په ادينوزين داى فاسفيټ (ADP) بدل شي چې په دى تعامل کې دپام وړ انرژي ازاديږي. د بوټو په سولولونو کې د فاسفورس ايونونه د فاسفيټونو د احيا کيدلو يا ژوندي کيدلو په لړ کې ازاديږي چې دا کار د سلولي محلول دپې ايچ د ساتلو لپاره چې په ميتابوليکي فعاليتونو کې اهميت لري او د يو بفر په عنوان په پى ايچ کې د چټکو تغيراتو چې د کيمياوي عکسل العملونو په لړ کې رامنځ ته کيږي عمل کوي. فاسفورس هم د نايتروجن په څير ډير متحرک دى او د بوټي هغه غړوته چې د ډير ميتابوليکي فعاليت لرونکي وي حرکت کوي. پوتاشيم په بوټو کې يوازې په ايوني شکل موندل کيږي پوتاشيم د هغه انزايمونو فعالونکي دي چې په ميتابوليزم، د پروتينونو او کاربوهايدريتونو په ترکيب کې کارول کيږي.

پوتاشيم په ايوني شکل په سلولي محلولونو کې يوفعال بفر دي چې عضوي تيزابونه خنثى کوي پوتاشيم ډير متحرک عنصر دي چى په اسانى سره د بوټي په تني او لرګي کې داوبو پواسطه حرکت کوي ميوې د پو تاشيم قوي مصرفونکي دي له همدي امله پوتاشيم دميوي په ښه پخولو او کيفيت کې مهم رول لري. مګنيزيم د کلوروفيل په ماليکلو کې مرکزي اتوم جوړوي چې د کمبودله امله يې د بوټي د پاڼو ضعف او کم رنګي پيداکيږي. مګنيزيم په ايوني شکل دانزايمونو فعالونکي دى او په کلوييدي ډول انزايم ته په ميتابوليکي فعاليتونو کې دا جازي ورکولو رول لري. مګنيزيم په ايوني ډول بوټي په لرګينو تنو کې حرکت کوي او ډير متحرک دى. منګانيز په ميوه داروونو کې نسبتاً په ټيټو غلظتونو کې ضرور دى او اکثراً په هغه شرايطو کې چې د خاورې پې ايچ ټيټ وي او بوټي ددغه عنصر زيات مقدار جذب کړي نوله امله يې مسموميت رامنځ ته کيږي. منګانيز د کلوروپلاست په غشاء کې مهم رول لري چې د کموالي په نتيجه کې يې د پاڼوو ده او فعاليت کموالي کوي.

کلسيم په ايوني شکل دريښي لخوا جذبيږي نوي جوړي شوي او ځواني ريښي ددغه عنصر د جذبولو لپاره ډير تمايل ښايې په همدي اساس د کلسيم جذب هغه وخت فعال وي چې دريښي وده فعاله وي کلسيم په ايوني شکل د عضوي ماليکولونو پيسې پيوسته انتقاليږي د کلسيم انتقال په لرګي کې په غير فعال ډول وي د کلسيم ايونونه د اوبو پوسيله حرکت کوي. که څه هم د کلسيم د قدرت له مخې کيداى شي د سلولي د يوالونو لخوا جذب او انتقال شي. کلسيم امکان لري د ځينو هورمونونو د کنترول لاندې د هغه تعاملاتو په لوري چې د چټک سلولي تقسيم او د سلولي ديوال دپراخه کيدو په حال کې دي هدايت شي ځکه خو ميوه د کلسيم د جذب لپاره لږتمايل لري او په بدل کې يې کلسيم د مخ پرودي پاڼو اوښاخونو لخوا په مصرف رسيږي.

دزيات مصرفه تغذيوي عناصرو رول په ميوه جاتو کې:

دنايتروجن رول: ميوه جات نايتروجن دپروتيني مرکباتو د جوړيدو لپاره استعمالوي. پروتيني مرکبونه دميوه جاتو د حجرو اساسي برخه ده. او د پروتني مرکبونه په سلو کې د 6 نه تر 8 برخو پورې نايتروجن وي. په عمومي توګه ميوه جات خپل دضرورت وړ نايتروجن دريښو دلارې له نايترو جني مرکبو څخه د امونيم او نايتريت په څير جذبوي. ځکه چې له دغو دوو شکلونو څخه بوټي په اساني استفاده کولي شي. څرنګه چې ميوه جات دپرتينو د جوړيدو په وخت کې امونيا ته اړه وي نو په ميوه جاتو کې جذب شوي نايتريت هم بايد په امونيا بدل شي. دامونيا زيات مقدار ضيايې ترکيب ته زهري وي. ددې خطر دلري کولو لپاره ميوه جات يو زياته اندازه امونيا داسپراګين او ګلوټامين په شکلونو ذخيره کوي. اووروسته د امنو اسيدونو په جوړولو کې ورڅخه کاراخلي. په ميوه جاتو کې دپروتينو د جوړيدو ترڅنګ د پروتينو تجزيه چالانوي او په دې تعامل کې پروتينو نه په امينو اسيدونو او بيا په امونيا بدليږي. ځينې وايې چې امونيا د پرتينو هم الفا او هم ګاماده. داځکه د نايتروجن ميتابوليزم په امونيا پيل او هم بيرته په امونيا ختميږي. په عمومي توګه بايد ووايو چې ميوه جات ددودې په لومړيو مرحلو کې دنايتريت او وروستيو مرحلو کې دامونيا څخه ښه استفاده کوي د ميوه جاتو د نايتروجن د تغذي له مخې کيداشي چي د نورو غذاي عناصرو د تناسب په اساس د نايتروجن اندازه و ټاکو او لوړ حاصل تر لاسه کړو. دبرابري نايتروجني تغذيې په وخت کې د ميوه جاتوشين رنګ، کلوروفيل، دپروتينو جوړيدل دميوه جاتو اوبو مصرف او د ميوه جاتو پخيدل په زړه پورې وي چې په نتيجه کې لوړ حاصل لاسته راځي. د ځينو پوهانو په نظر د درستي او مناسبي نايتروجني تغذي په وخت کې د پروتني او نورو نايتروجني مرکبونو جوړيدل ګړندي کوي، وده چټکوالي مومي، پاڼي ژرنه ژيړيږي، په ميوه جاتو کې د نايتروجن اغيزي غوره والي مومي او همدارنګه په ميوه جاتو کې د هغو پاڼو پروتينونه کوم چې د فزيالوژيکي دندو لمخې زاړي وي. تجزيه او محلول يې د ميوه جاتو نورور برخو ته ځي يعنې نايتروجن په ميوه جاتو کې د زيات حرکت لرونکي عنصر دي.

دنايتروجن د کموالي نښې: په ميوه جاتو کې د نايتروجن د کموالي نښې ډير ژر او په ساده شکل معلوميږي. چې په اوسني توليد کې يوه پيژندل شوي موضوع ده او دنايتروجني سري داستعمال سره ډير ژر لمينځه ځي. کله چې ميوه جات دنايتروجن دقلت سره مخامخ شي وده يې کمزوري کيږي او بوټي خپل اصلي غټوالي ته نه رسيږي او د کوچنيو بوټو په څير معلوميږي چې دغه ډول اغيزه د بوټي په اوږدوالي او شاوخوا نموکې اوهم د ساقو او ښانو په پنډوالي کې ليد کيږي د پاڼو وده هم کموي ځواني پاڼې نري او کوچنى شکل غوره کوي. د نايتروجن د کموالي يوه خاصه نښه داده چې هم پاڼې او هم ساقې دواړه عمودي او نيغې ولاړې وي او پاڼې د ساقو سره نښتې ښکاري. لکه څرنګه چې د نايتروجن د کموالي سره د کلوروپلاستونو او کلوروفيل جوړيدل کموالي پيداکوي نوور سره بوټي هم روښانه شين او يا ژيړ بخن شين رنګ ځانته غوره کوي. چې بيا وروسته دابرخي ژيړيږي او په اخير کې پاڼې د څوکو او څنډو څخه په وچيدو پيل کوي چې پدې وخت کې دوچې شوي نباتي برخې رنګ نسواري يا ژيړ نسواري وي. د نايتروجن د کموالي په وخت کې په زياتو ميوه جاتو کې کاربوهايدريتونه جمعه کيږي په ځينو بوټو کې انتوسيانين رنګ هم تشکيليږي چې په نتيجه کې په بوټي کې نارنجي، ژيړ او سور او يا ګلابي رنګونه ليدل کيږي چې دارنګه دروښانه شين، ژيړبخن شين او يا ژيړو رنګونو سره بايد يوځاى وي د نايتروجن د کموالي نښې د بوټو په زړو پاڼو او برخو کې لومړي د کتنې وړ دي. دا په داسې ډول چې دا برخې ژيړي او يا مړي وي. خو د بوټي ځواني برخې لاتر يوه وخته پورې شين رنګ ساتلي وي خو په منظم ډول رنګ يې روښانه شين وي دليل يې دادى چې انتقال شوي نايتروجن د عادي و دي لپاره کافي ندي او نه د کلوروفيل جوړيدنه منظمه وي چې د ساقو او ښاخونو د کمي ودې برعکس رامنځته کيږي.

د نايتروجن زياتوالى: د نايتروجن د زياتوالي په وخت کې د بوټي رنګ توربخن شين ګرځي او پاڼې پلنې او زياته شيره لري او همدارنګه دودې وخت زياتوالې مومي او زياته شنه برخه توليدوي چه بوټي ديخ سره مقاومت له لاسه ورکوي او د يخ وهنې په اثر بوټي له مينځه ځي. او د حدنه زيات نايتروجن داستعمال په صورت کې اکثراً د توليد اندازه کميږي او همدارنګه د ميوه جاتو د توليد جنسيت خرابوي او دا د زيات نايتروجن د جمع کيدو په اثر رامينځته کيږي.

د فاسفورس رول: فاسفورس هم د نايتروجن په شان د ډيرو عضوي مرکبونو په ترکيب کې برخه اخلي چې ميوه جات د خپل ضرورت وړ فاسفورس د مونو فاسفيټ (HPO4) او ډاى فاسفيټ (H2PO4) په شکل جذبوي که څه هم په ميوجاتو کې د فاسفورس اندازه د نايتروجن او پوتاشيم په نسبت کمه ده خوزيات فزيولوژيکې ارزښت لري او د ډيرو عضوي مرکبونو په ترکيب کې برخه اخلي. د ميتابوليزم زيات تعاملات ښايې د فاسفورس څخه پرته سرته ونه رسيږي. د فاسفورس اغيزي په اکثراً وختونو کې د نايتروجن د اغيزو برعکس وي. د کافي مقدار فاسفورسي تغذيې په صورت کې د حجرو ويش، ميتابوليزم، د شحمونو جوړيدل، د البومينو جوړيدل او دانرژي ليږدول منظم وي او همدارنګه د ريښو دوه، دتنو قوت، د تخمونو جوړيدل او د نورو فاسفورسي مرکبونو جوړيدل هم غوره کوي. او همدارنګه دفاسفورس عنصر غوره اندازه د ذکر شويو ټکو ترڅنګ د بوټو په وده کې چټکوالى راولي او ميوې په خپل وخت پخيږي او هم بوټي ته د چپه کيدو په مقابل کې مقاومت وربښي. او د بوټي د نورو وده اييزو برخو ترمينځ تناسب د ميوې په ګټه وي او د توليد شوي حاصل کيفيت او کيمياوي ترکيب هم په زړه پورې وي. د فاسفورس زياته برخه د حاصل اخيستول سره مصرفيږي چه داټکي بايد دسري داستعمال په وخت په نظر کې ونيسو.

دفاسفورس د کموالي نښې: د فاسفورس د کموالي نښې تقريباً په ميوه جاتو کې نسبت نايتروجن ته کمي روښانه ښکاري حتى په زياتو وختونو کې د فاسفورس په قلت اخته بوټي پداسې صورت کې چې دودي څخه مخه يې نه وي نيول شوي د نايتروجن زياتوالي او يا نارمله حالت څرنګد وي. کچيرې ددې امکان نه وي چې د فاسفورس په قلت اخته داډول بوټي دنارمل تغذيه شوو بوټو سره مقايسه کړو نو په دې وخت کې به ډير مشکله وي. چې داوپيژنو چې ايا واقعاً بوټي د فاسفورس په قلت اخته دي او که نه. نو دفاسفورس دقلت اندازه ډيره په کمه اندازه پيژندل کيږي او په سختى مشاهده کيږي. خو بيا هم د نايتروجن د کموالي په څير دفاسفورس د کموالي په اثر د بوټي دودي مخنيوي کوي او بوټي نيغ او ولاړ شکل ځانته غوره کوي. خو نايتروجن د زياتوالي سره رامنځته شوي دچپه کيدو خطر دفاسفورس په استعمال سره کموالي شو. د فاسفورس د کموالي په صورت کې پاڼې توربخنې شنې او ابى رنګه دلږ څه خال خال کرښو سره معلوميږي او دغه حالت د کموالي په لومړني مرحله کې مشاهده کيداى شي. د پاڼو وده کمه وي. او په اوله مرحله کې کلوروفيل نه زيانمن کيږي او په يوه واحده برخه د پاڼې کې کلوروفيل مقدار ډير وي او دفاسفورس د کموالي سره يوځاى په نباتاتو کې د انتوسيانين رنګونه هم ليدل کيږي.

او د پاڼې اصلي رنګ لمخې دارنګونه کيداى شي چې سوربخن، ارغواني او ګلابي وي، په دوامداره شکل د فاسفورس د کموالي په وخت کې د زړو پاڼو په ځنډو کې نصواري او يا تور رنګه نصواري حالت ليدل کيږي. او په نتيجه کې د زړو پاڼو او لويدو سبب ګرځي. دفاسفورس د کموالي نښې معمولاً اول په زړو پاڼو او برخو کې ليدل کيږي. او وده ايزي او ځوانې برخې سالمې ښکاري. البته د نارمل بوټي په نسبت دابرخي هم کمزوري وي، دپاڼو ډنډر کې د ساقو او ښاخونو پورې نښتي ښکاري، واړه او کم ګلان تشکيلوي، او ميوې مخکې د پخيدلو وخت څخه توييږي او د ميوه جاتو مقاومت ديخ په مقابل کې کموي.

دفاسفورس زياتوالى: دفاسفورس په زياتوالي سره په ځمکه کې د فاسفيت ايونونه د خاوري پورې قوي تړل کيږي. خو دفاسفورس په زيات استعمال سره دبوټي داوسپني تغذيه او انتقال کموي او پدې ترتيب بوټي داوسپنې دقلت سره مخ کيږي.

او همدارنګه د فاسفورس زيات استعمال ښايې د جستو په تغذيه کې هم ګډوډي راولي په هغه صورت کې چې د خاورې د PH مقدار زيات وي دفاسفورس د زياتوالي فزيالوژيکي اغيزې په کمزوري جذب لرونکي خاورو کې چې د جذب توان کم وي ښايې خال خال وليدل شي.

دپوتاشيم رول: پوتاشيم د نايتروجن او فاسفورس خلاف د بوټوپه عضوي ترکيب کي برخه اخلي خود پوتاشيم ايونونه ټرټولولومړي د پلازما پروتيد، پروتين او انزايمونو په شادابه کيدوکي مرسته کوي. اودجوړښت د فعاليه کيدو فعال رول لري. او پوتاشيم د ٤٠ نه د زياتو انزايمونو تعاملونه فعاله کوي په خاص ډول د لوي ماليکول لرونکي پروتينو او کاربو هايدريتونو جوړولوکې. اودپوتاشيم د کموالي په صورت کي بوټي ډير ژر مړاوي کيږي او کوږ ښکاري. پاڼي تاويوي او مخ په ښکته خوا ته ځوړندوي. د پوتاشيم

د قلت په وخت کي لومړى وده ورو او وروسته بيخي دريږي او دا ځکه چي که څه هم پوتاشيم زياتمتحرک وي خو بيا هم ددې لپاره يې دا کافي نه وي چې زړو پاڼوپوتاشيم ازاد او په ودايزمرسماتيکو برخو کي په ځوانوپاڼو کي د پوتاشيم ضرورت رفعه کوي. دودې دمخ نيوي په صورت کي ځواني پاڼي وړي او نرۍ وي. لږ وخت وروسته کله چي د موادو توليد په قوت سره بند شي دکلوروفل مقدار په واحده ساحه کي لوړ ځي نوپدي اساس کله کله په پاڼو کي نارنجي کرښې هم ليدل کيږي. او پاڼي د پيالي په څير ښکته خواته تاويږي. او د دوي د دريدو نښې لومړى زړو پاڼو په څنډو او څوکو کې ليدل کيږي اوکله کله د پاڼي منځني نسجونه هم غټيږياو د پاڼي مخ سور شکله ښکاري. څرنګه چې د پوتاشيم ايون په بوټو کي زيات متحرک وي نو دقلت نښي يي هم لومړى په زړو پاڼو کې حس کيږي. که چيرې زړې پاڼي کافي مقدار متحرک پوتاشيم ونه لري اوله بلي خوا دوه همچټکهوي نمو د کموالي په پيل کي هم ځواني برخې د پوتاشيم دکموالي نښي ښيي .

د پوتاشيم دکموالي نښې: ځواني پاڼې کوچنۍ مګر نارمل رنګ لري اودنارمل بوټي د پاڼو په شان ښکاري په لومړي سر کې نارنجي ټکي د پاڼو په څنډو کي ليدل کيږي او په پاى کي دغه ټکي د پاڼي نوروبرخوته ځي. او ټولي زړې پاڼې وچي اوغورزيږي.

د پوتاشيم زياتوالى: کچيرې په خرابو فزيکي خواصو لرونکو خاورو کې دحد نه زيات پوتاشيم استعمال شي ښايي دمالګو په زيانموي داځکه چې د پوتاشيم ايون دخاورې پورې نصبيږي او يواځي په خاصو حالاتو کي جذبيږي او هغه هم پرته لدې چي بوټي په ضرر تمام شي دبوټي اود خاوريپوتاشيم کيداى شي په غيري مستقيم ډول ضررناک تمام شي.

دمثال: په ډول ويل کيږي دکلسيم قلت چي د پوتاشيم د ايون لوړ غلظت په خاوروکي د بوران، جست، منګنيز او امونيم د ايونونو دجذب مخه نيسي او پدې ترتيب بوټي ددې عناصرو په قلت اخته کيږي. د پوتاشيم زياتوالي په اثر پاڼې وچې سرې بخني وي او مخکې د وخت نه تويږي او په ستروسو کې د پوتاشيم استعمال ميوه وروسته پخوي.

دکلسيم رول: کلسيم د بوټي دودې په ټولو مرحلو کې مهم رول لري او بايد موجود وي. کلسيم د کاربوهايدريتونو او نايتروجني مرکبونو د ميتابوليزم لپاره ضروري دي. او د بوټي وده ايز برخې د نورو برخو په پرتله زيات کلسيم لري. او همدارنګه کلسيم د حجرو په کلويدي سيستم کې زيات رول لري. او په بوټي کې په کم سراعت سره حرکت کوي او هغه هم د لاندې خوانه پورته طرف ته نو دلته د پاڼې د سرې اغيزې د پاملرنې وړندي. کلسيم د حجرو د لاميلا لپاره ضروري عنصر دي. د پروتينو او کاربوهايدريتونو استقلاب په حجرو ويش کې هم رول لري او هم د ځوانو ريښو او تخم په جوړيدو کې او همدارنګه ضيايې ترکيب کې مهم رول لري. او همدارنګه د حجرو په زياتيدو او اوږديدو کې مرسته کوي.

دکلسيم د کموالي نښې: د کلسيم د کموالي نښي لومړي د بوټي په ځوانو پاڼو کې ليدل کيږي. چې پدې خاطر وده نيول شوي وي او بوټي لنډ او بوچې کيږي. په اول وخت کې ځواني پاڼې وړې پړسيدلي او څوکې او اړخونه يې د قاشغې په څير راټولي شوي وي. د پانو څنډي غير منظمې وي د پاڼو څوکو او اړخونو څخه د منځ طرف سپينو ټکو انتشار کړي وي. او دوخت په تيريدو سره ټوله پاڼه نصواري رنگ اوړي. زړې پاڼې د عادي حالت څخه لوي او تت رنگي نښې ښکاري.

دکلسيم زياتوالي نښې: په بوټي کې د کلسيم د زياتوالي مستقمي اغيزي نه ليدل کيږي. خو کله چې د کلسيمي مالګو لوړ مقدارونه استعمال شي ددي مالګو د کلورايد او سلفيټ ايونونه ممکن زياتي بدي اغيزي وښايې. او همدارنګه د زياتې چوني داستعمال په صورت کې کيداى شي بوټي د بوران، منګنيز، اوسپنې، جستو او مسو د کموالي سبب وګرځي.

د مګنيزيم رول: مګنيزيم دکلوروفيل مرکزی اتوم دی اود ضيايی ترکيب په تعاملونو کی اوهمدارنګه د بوټی د فزيالوژيکی وظايفو لمخی دبوټی په ټول ژوند کی مهم رول لری. غذايی ترکيب برسير دنويو کاتيونونو سره يو ځای ديوشمير انزايمی تعاملونو فعاليدو کی چی خاص دانرژی په انتقال او بدلون کی برخه اخلی چی دکاربو هايدريت او نايتروجن د استقلاب انزايمونه فعالوی چی دشحمياتو په جوړښت، دپروتيونو او نيوکلوپروتينو، دفاسفورس جذب، حرکت او ويش او همدارنګه د انرژی په بدلون کی د نايتروجن نصبيدل دسلفر په موجوديت کی دشحم په زياتيدو کی مهم رول لری.

دمنګنيزيم د کموالي نښي: د مګنيشيم د کموالي نښې يواځې په خاورې کې د مګنيشيم د کم غلظت په اثر نه رامينځته کيږي بلکه په محلول کې د هايدروجن، امونيم، پوتاشيم، کلسيم او منګنيز د لوړ غلظت په وخت کې ليدل کيږي. کله چې د خاورې په محلول کې د مګنيشيم غلظت کموي د پوتاشيمي سرو دلوړ مقدار داستعمال په وخت کې د مګنيشيم جذب کم وي. او همدارنګه د امونيم سلفيټ داستعمال په وخت کې داډول اغيزې ليدل کيداى شي او منفي اغيزې ښايې. مګر نايتريت بيا د مګنيشيم په جذب مثبتي اغيزې لري. د مګنيشيم د کموالي په صورت کې دانزايمونو فعاليت کميږي او په لومړي مرحله کې په زړوپاڼو کې پيداکيږي او بيا ځوانو پاڼو ته انتقال مومي. او بلاخره وده ايزو برخو او په خاص ډول په تخم او ميوي باندې تاثير اچوي او په همدې ترتيب د کلوروفيل په تجزيه باندې ختميږي. په زړو پاڼو کې د مګنيشيم د کموالي نښې د کلوروفيل د تجزي په اثر معلوميږي مګر څرنګه چې مګنيشيم ورو حرکت کوي په همدې اساس د پاڼو په رګونو کې داوږدې مودې لپاره پاتې وي او درګونو نژدې برخې ديوڅه وخت لپاره کم رنګه شنې وي. په ځينو بوټو کې د مګنيشيم د کموالي نښې دمنګنيز د کموالي په څير وي خو د منګنيز نښي په زړو پاڼو کې نه وي بلکې په ځوانو پاڼو کې وي. دمګنيشيم د کموالي په وخت کې د کلوروفيل په سطحه نصواري او يا توربخن نصواري ټکي پيداکيږي او ددې مخه د ځينو بوټو په پاڼو کې نارنجي ژيړ، سوربخن او ارغواني رنګونه هم ليدل کيږي. د مګنيشيم د کموالي نښۍ د پاڼې د منځني برخې څخه شروع د کرښو په څير د پاڼو اړخونه او څوکو ته دوام پيداکوي. د مګنيشيم د کموالي په وخت کې زياتره نښې ژيړ رنګه ښکاري خو په ځينو بوټو کې ګلابي کرښې هم ورسره يوځاى وي چې پدې وخت کې درګونو په منځ کې ښايي د کلوروفيل دوه شکلونه وليدل شي چې يو يې د مګنيشيم د کموالي په تدريج سره په غټو ټکو بدليږي معمولاً په منيځنيو برخو کې يعنې درګونو تر منځ او د پاڼو د څوکو او اړخونو څخه د کرښي په څير د پاڼو منځ برخو ته خپريږي. دوهم د پاڼو د مينځنيو برخو څخه پيل او د کرښو په څير د پاڼو اړخونو او د څوکو په طرف دوام پيداکوي.

دمګنيزيم زياتوالي نښې: مګنيشيم لوړ غلظت ترټولو لومړي په بوټو کې د کلسيم او مګنيشيم د توازن دله منځه تللو په وخت کې زهري اغزي ښايې. په لومړي سرکې د کلسيم د قلت په مقابل کې حساس تعامل ښودونکي رښي زيانمني کيږي، په ښاخونو کې ښايې د کلسيم د قلت په څير ورته نښې پيداشي او د بوټو پاڼې ټولې تاوې شوي معلوميږي چې د تاوې شوي پاڼې وچيږي او دوچيدو وروسته توييږي.

دسلفر رول: سلفر په ميوه جاتو کې د پروتينو او امينو اسيدو په جوړيد کې ستر رول لري او دميوه جاتو لپاره ډير ضروري عنصر دي. زياتو تجربو ښودلې چې د سلفر لرونکو امينو اسيدو لږوالي په صورت کې د پروتينو بيولوژيکي ارزښت ښکته وي همدارنګه سلفر د ځينو انزايمونو د فعاليدو ويټامينونو او کو انزايمونو په جوړيد کې مهم رول لري. او په بوټو کې د شحمياتو د زياتيدو سبب ګرځي. ميوه جات د خپل ضرورت وړ سلفر له چاپيريال څخه SO4 په شکل جذبوي خو کيداى شي چې د SO2 په شکل هم د پاڼو دلارې ننوځي. د حجرو په پروتو پلازم کې يې دډاى سلفايډ رابطى زيات ارزښت لري معمولاً په بوټو کې په ارجاعي شکل موجود وي او د تنفس سره اړيکې لرونکي ريډوکسي تعاملونو کې زيات رول لري. او په بوټو کې يوه اندازه سلفر د مالګو په څير هم موجود وي.

د سلفر د کموالي نښي: د سلفر د کموالي په صورت کې بوټي د نايتروجن دقلت په څير ژيړ بخن او يا خالص ژيړ رنګ پيداکوي په همدې اساس ددواړو عنصرو دقلت نښي زياتره وخت سخته ده چې يو تر بله يې جلا کړو نو پدې وخت کې د نايتروجن او سلفر تناسب اساسي شرط دي او دا تناسب د سلفر دقلت په وخت کې د نايتروجن په ګټه او ددې سرچپه د نايتروجن دقلت په وخت کې دسلفر په طرف زياتيږي ددواړو عنصرو تر منځ تناسب په نارمل وخت کې د حاصل حساسي نقطي په نوم هم ياديږي.

دسلفر قلت د نايتروجن د قلت سره توپير لري هغه داسې چې د نايتروجن د قلت برعکس د سلفر قلت اکثراً په ځوانو پاڼو کې ليدل کيږي او پدې وخت کې د سلفر اندازه په بوټي کې د ټولو غيري عضوي سلفرو په سلو کې يوي برخې څخه لږه وي په همدې اساس د سلفر دقلت په وخت کې زړي پاڼي نه وچيږي. په بوتي کې سلفر په زياتو وختونو کې د سلفيټ په شکل انتقاليږي او دريښو څخه د ځوانو پاڼو او مراستماتيکو برخو په طرف حرکت کوي په فلويم کې هم ښه حرکت کوي. د زړو پاڼو څخه انتقال کيدونکي دسلفيټ ايونونه په ځانته شکل د ځواني برخې د نمو لپاره کافي نوي په همدې دليل ځواني برخې د پروتينو او کلوروفيل د کمښت له کبله وړي پاتې کيږي. پاڼې د سلفر دقلت په وخت کې وړې ولاړې او نړرې وي او نمو لرونکي ښاخونه هم لنډ او هم نري وي خو د ښاخونو نمو د ريښو په پرتله ډيره ښه وي. دسلفر په قلت داخته بوټو ځواني پاڼي درګونو په شمول کم رنګه شنې وي او دزيات کمښت په صورت کې دسور او ارغواني رنګ نښي هم لري. په سرکې کلوروسز درګونو په شاوخوا کې پيل او دنريو کرښو په څير ښکاري خو وروسته درګونو په امتداد په ټوله پاڼه کې ښکاري څرنګه چې سلفر په ټولو امينو اسيدو کې برخه نه اخلي نو په همدې اساس د پاڼو د مړينې سبب هم نه ګرځي بلکې انزايمي فعاليتونه کموي.

دسلفر زياتوالي نښې: په ستروسو کې د سلفر اندازه په سلو کې وچ وزن له برخې څخه ډيره شوه نو پاڼي د عادي ودې په نسبت وړي کيږي چې د سلفر د زياتوالي نښي لومړي د پاڼو د څو کو څخه پيل او وروسته د پاڼو منځ د ټکو او بيا د لوي ساحي په څير ژيړ اوړي. خلاصه دا چې د حد نه زيات حالت د سلفر د پاڼې د منځنيو او څنډوته نژدې برخو نسجونه توربخن ګرځي او اوبلن ښکاري او د پاني درګونه غونجيږي او پاڼه له مينځه ځي. او په تدريجي ډول سره پاني په کراره ژيړيږي په اخر کې ټول کلورفيل تجزيه او له مينځه ځي او درګونو د بيخ برخې سپينې ګرځي نسجونه يو بل سره ګډيږي مګر په ځينو حالتونو کې کيداى شي چې زيان مشاهده کيداى نشي مګر بوټي کمه نمو کوي. ريښي يې نصواري ګرځي او مړي کيږي. د اوسپنې دقلت په څير وروسته په بوټي کې د کلوروسزنښي ليدل کيږي چې دغه حالت د خاوې د ميخانيکي سمون سره کميداى شي.

دکم مصرفه تغذيوي عناصرو رول په ميوه جاتو کې:

دبوران رول: بوران د زياتو ميتابوليکي تعاملونو لپاره يو ضروري عنصر دي خو مستقيمي اغيزي يې لا پوره ندي روښانه شوي. بوران د انر ژي تبادله کونوکو موادو او دودې موادو په ساتلو کې زيات رول لري ددې لارې څخه د پرتينونو او هستوي تيزابو جوړيدل او د کاربوهايدريتو، ميتابوليزم، د مرستماتيکو حجرو په زياتيدو او د حجروي ديوال په همواره جوړښت کې مهم رول لري.

دبوران د کموالي نښي: د بوران کموالي په متناوب شکل ځواني پاڼي وړي او کلوروتيکي رنګ ښايې. د بندونو ترمنځ فاصله لنډه وي د څو کې پنډک اوښاخونو وچيدل ليدل کيږي، د پاڼو ډنډي او ساقې ځاي ځاي شکيدل وي د پاڼو او د پاڼو د ډنډر کو ضخامت زيات او ماتيدونکي وي، داړخونو د پنډک څخه زيات ښاخونه او څانګې انکشاف کوي او يادا چې داوږدو خت دتيريد او باراني اقليم وروسته له مينځه ځي، او کله هم د ګل د غورځيدو سبب کيږي او ميوي د غونچې شکل اختياروي، دريښو د نمو مخه نيول کيږي او کله هم زياتې فرعي ريښي توليده وي، د ريښو تارونه لنډ، ضخامت يې زيات او نصواري رنګ لري.

دبوران زياتوالي نښې: لکه څرنګه چې بوران د ټرانسفايريشن له لاري انتقاليږي نو د پاڼو څوکو، اړخونو او زړو پاڼو کې ډير بوران زيرمه کيږي په همدې اساس زيانمني اغيزي هم لومړى په همدې برخو کې مشاهده کيږي. داندازې نه زيات بوران په صورت کې د پاڼو مينځني برخې کې د کلوروسز تجمع سريع وي او مستقيماً کلوروسز ليدل کيږي چې تت رنګه او ياروښانه نصواري رنګه ټکي چې وروسته يو ځاى کيږي اووچيږي چې پاڼې غونجيږي او څوکې يې راتاويږي.

دمسو رول: داسې ويل کيږي چې د ميتابوليزم کې د مسو ارزښت د هغې ويلانس په تغير نغښتي دي يعنې د ټرانسفايريشن په عمليو او دالکترون په انتقالونکو انزايمونو د مستقيم او فعاله برخې په څير رول لري ددي برسيره د پروتينو او کاربو هايدريتو په جوړولو کې او ددحجروي لګنين په جوړيدو کې اغيزې لري او داوبو ساتلو په برخه کې هم خاص ارزښت لري.

دمسو د کموالي نښې: دا چې د مسو د کموالي په وخت کې د کموالي نښې دومره څرګندي نوي لکه د مګنيشيم، بوران او اوسپنې نوپيژاندل يې هم ګران وي دا په خاص ډول په هغه وخت کې کله چې مشابهاتو نه موجودنه وي. د مسو هغه اغيزې چې دودې او حاصل د کموالي سبب ګرځي په سختي او يا هيڅ نه پيژندل کيږي او دا يواځي په تجربوي شکل ثابتيدلى شي. د مسو ددمداره قلت په وخت کې پاڼي مړاوي کيږي او هم پاڼې تاويږي چې کله کله دا اغيزه دو چکالي په اثر هم رامنځته کيدلى شي او همدارنګه د مسو دقلت په اساس او دپانې د ډنډر کې مړينه يا وچيدل، چې پدې وخت کې پاڼې زوړندي وي او په سوزند ماننده پاڼو لرونکو بوټو کې د ښاخونو څوکې هم قاطيږي او زوړندي وي.

د مسودلږوالي په وخت کې داړخونو پنډو کونه زياته نموکوي او په دې ترتيب چې د سربرخي کې دوچيدو حالت رامنځته کيږي کله د بوران په څير نو دانښه هم په خاص ډول دمسو په نامه نشي ياديداي د مسو کموالي لومړي په ځوانو او په خاص ډول په فعاله ميتابوليکي پاڼو او برخو کې ليدل کيږي.

دمسود قلت سره د يادوشيو اغيزو زيانونو په نتيجه کې معمولاً دبوتي تکثيري برخې کې وده کوي يا په بل عبارت د ګل او ميوي په کموالي کې شدت رامنځته کوي د مسو کموالي د ميوه جاتو په توليد کې د پاملرني وړ بدلون راولي او حاصل راټيټوي.

دمسو زياتوالي نښې: دمسو قلت او زياتوالى د بوټي په وده مستقيمې اغيزې ولري چې حينې بوټي د دواپاشي په وخت کې په سلو کې 5، 0 برخې کاپرسلفيټ لرونکي محلول په مقابل کې کم حساسيت ښايي او پانې زبيښل شوي و چې ښکارې سخت زړي لرونکي ميوې دمڼو او انګورو په پرتله د زيات مقدارمسو په مقابل کې حساسي دي. پدې وخت کې د مسو د زيات غلظت ترڅنګ د محلول د تيټ PH اغيزې برخه اخلي. په همدې دليل که محيط اغيزه قلوي شي غوره به وي په انګورو او نورو ميوو کې د مسو سلفيټ د محلل سره د نباتي ساتنې لپاره دواپاشي په نتيجه کې د خاورو د مسو مقدار ډيريږي او وروسته د ا ښايي چې ناوړه اغيزي ولري. کله ېي د مسو ايون په زيات غلظت موجود وي پدې وخت کې د اوسپنې دايون حرکت او جذب کموي او پدې ترتيب په زياترو وختونو کې د بوتي په پاڼو کې د اوسپني اندازه کموي. او د اوسپنې لرونکو انزايمنو سيستم کمزوروي کوي ددې ترڅنګ په بوتي کې دمسو د ايون په ډير مقدار موجوديت کې دوه ويلانسه اوسپنه په غيرې فعاله درې ويلانسه اوسپنه بدليږي يعنې د دوه ويلانسه منګنيز په څيرز پس د مسو زياتوالى په منظم ډول د اوسپنې دقلت دنښو معني ورکوي.

که چيرې مسو اندازه د حد نه زيات شي د نورو عناصرو د زياتو اندازو په څير نښې هم ليدلى شو پدې وخت کې د زړو پاڼو په څنډو او څوکو کې سره بخن نصواري رنګه نکروتيکي نښي وي او دا د پاڼې د مينځ طرف ته انکشاف مومي. د ځوانو پاڼو رنګ تربخن شين وي. او زياتې توربخنې ريښي د مړينې سره مخامخ کيږي که د مسو اندازه ډيره زياته شي ټول بوټي له مينځه څخه ځي.

د جستو رول: جست په نباتي ميتابوليزم کې په انزايمو باندې دفلزي کمپليکس په څير اغيزه لري کله د کاربن تيزاب انهايدر اغيز و او نورو انزايمونو په فعاليتونو مثبتې اغيزې اچوي د پروتينو په ميتابوليزم کې هم رول لري.

د جستو دکموالي نښې: د د جستو دکموالي په مقابل کې تر ټولو لومړى ميوه جات په خاص ډول شفتالو، ستروس او مڼې ډير حساسې دي. د جستو د قلت نښې په سختي پيژندل کيږي او بوټي په نمو کې بيرته پاتې وي د جستو د کموالي په صورت کې د نبات قد ټيټ، او پاڼې يې وړې وي، غونچه ډوله شکل د بندنو ترمنځ فاصله د ودې د مخنيوي له کبله او دپاڼو په مينځنيو برخو کې کلورتيکي ټکي وي او موزايک ډوله ښکاري. د جستو دقلت يوه څرګنده نښه داده چې په ټوله حصالخيزي کي داګزاين لږوالى موجود وي چې په نتيجه وړې پاڼې په کمه اندازه انکشاف مومي د بوټي نمو او د بندونو ترمينځ فاصله کمه وي او نبات ټيټ قدي غونچه ډوله ښکاري چې ددې سره د ميوو کم انکشاف او توليد يو ځاى وي.

د جستو د کموالي په لومړيو مرحلو غيري منظم کلورتيکي ټکي او يا کم رنګه ټکي د پاڼو په مينځ کې ليدل کيږي چې په ځينو وختو کې د مګنيشيم او منګنيز سره غلطيږي يعنې لومړى په زړو پاڼو ټکي او وروسته په ځوانو پاڼو کې ليدل کيږي. دوخت په تيريدو سره نکروتيکي شکل غوره کوي او پاڼې مخکې له وخته تويږي او همدارنګه د جستو د کموالي په وخت کې ګل هم مخکې له وخت څخه غورځيږي او ميوه کمزوروي، وړه او وروسته پخيږي. د جستو د لږوالي په وخت کې کله چې د کاربوهايدرريتونو مخه نيول شوي وي په ونو کې د ښاخونو لرګي په ډير خراب حالت کې وي په همدې دليل د څانګو څوکې ديخنۍ په مقابل کې مقاومت نلري او ژر له مينځه ځي. خو دمسو دقلت په وخت کې په اوړي کې دونو څوکي وچيږي.

د جستو زياتوالى نښې: دجستو زهري اغيزې د مسو په شان دومره خطرناکې نه وي او همدارنګه دميوه جاتو مقاومت دجستو په مقابل کې مختلف دي په عمومي شکل دوچ وزن له مخې د 300 نه تر 500 پورې PPM پورې اندازه کې ځيني بوټي مقاومت ښايي ددې څخه د زياتې اندازې استعمال زيان رسوي اوپه کمه يا زياته اندازه حاصل کموي. د جستو زهري اغيزې په بوټو کې په زياتره وختونو کې د اوسپنې او منګنيز د قلت سره ورته او يا مشابه وي خو د شرط نده ځکه کيداى شي چې يواځې په ځوانو پاڼو کې نه وي او يا دا چې سرې نصوراي ساحې او په څنډو کې کلورسيز هم وليدل شي البته د نورو درندو فلزاتو په څير معمولا د بوټي په نمود کې وروسته پاتې وي او ژرله مينځه ځي.

داوسپني رول: د اوسپنې کموالي په وخت کې لومړى ځوانې پاڼې ژيرړرنګه شيني اوسپين رنګه ښکاري وروسته د زيات کموالي سره درګونو ترمينځ برخې ژير رنګ ځانته غوره کوي چې په ټولو حالاتو کې درګونو برخې شني وي يعنې خپله رګونه شنه وي درګونو ترمنيځ برخي ژيړې وي. ترټولو لومړي ځواني پاڼې د اوسپني په قلت اخته کيږي چي د زيات قلت په وخت کې رګونه هم ژيړيږي او پاڼه سپين رنګ ځانته غوره کوي. د اوسپنې د کموالي په صورت کې ميوه دارې ونې ګلان کم نيسي او هم يې دميوو نيولو توان کميږي. چې ميوه کافي رنګه نه اخلي او په ستروسو کې ميوه سخته وچه او دنارمل په نسبت وړه وي او کمي اوبه لري. د نورو عناصرو دقلت په خلاف د اوسپنې دکموالي په وخت کې پاڼې نه مري او ځواني پاڼې درنګ په تغير سره دوديزه موسم تر اخيره پورې په ميوه لرونکو ونو کې پاتې کيږي. په ميوه جاتو کې اکثرا ً د اوسپنې لږولى په ښاخونو کې ښکاره کيږي او نورې برخې سالمه وده کوي. د اوسپنې دکموالي ددوامداره مخنوي لپاره ضرور ده هغه عوامل چې د قلت په رامينځته کيدو کې برخه اخلي له مينځه يوسو ترڅو په ميوه جاتوکې د اوسپنې قلت محسوس نشي.

داوسپنی د کموالي نښی: د اوسپنی کموالی په وخت کی لوړی ځوانی پاڼی يړرنګه شنی او سپين رنګه ښکاری وروسته د زيات کموالی سره د رګونو ترمنځ برخه ژیړ رنګ ځانته غوره کوی چی په ټولو حالاتو کی د رګونو برخی شنی وی. یعنی خپله رګونه شنه وی د رګونو ترمنځ ژيړی وی. ترټولو لومړی ځوانی پاڼی د اوسپنی په قلت اخته کيږی چی د زيات قلت په وخت کی رګونه هم ژيړيږي او پاڼه سپین رنګ ځانته ورکوی. د اوسپنی د کموالی په صورت کی ميوه داری ونی ګلان کم نيسي او هم يی دميوو نيولو توان کميږی چی ميوه کافی رنګ نه اخلی او په ستروسو کی ميوه سخته وچه او دنارمل په نسبت وړه وی او کمی اوبه لری دنورو عناصرو دقلت په خلاف د اوسپنی د کموالی په وخت کی پاڼی نه مری او ځوانی پاڼی درنګ په تغير سره دوديز موسم تر اخره پوری په ميوه لرونکو ونو کی پاتی کيږی. په ميوه جاتو کی اکثرا ً د اوسپنی لږوالی په ښاخونو کی ښکاره کيږی او نوری برخی سالمه وده کوی. د اوسپنی د کموالی د دوامداره مخنوی لپاره ضرور ده هغه عوامل چی دقلت په رامينځتهه کيدو کی برخه اخلی له مينځه يوسو تر څو په ميوه جاتو کی د اوسپنی خلاف قلت محسوس نشی.

د اوسپنې زياتوالى نښې: د اوسپنې په زياتوالي سره پاڼې توربخني او يا ابي رنګه شکل ځانته غوره کوي او همدارنګه د پاڼو ښاخونه و د ريښو وده کمزوري وي او ريښې نصواري رنګه ځانته غوره کوي. د اوسپنې په زيات مقدار سره پرته لدې چې پاڼې خپل رنګ ته تغير ورکړي وچيږي. اوسپنې په زياتوالي سره کيداى شي د فاسفورس تړل رامينځته شي چې پدې سره بوټي د فاسفورس د قلت نښې هم ښايي.

د منګانيزرول: منګانيز د ډيرو وټامينونو او انزايمو لکه پراکسيديز، انورتيز او نورو په ترکيب کې برخه اخلي. مګنيز د اوسپنې سره يوځاى دکلوروفيل په جوړيدو او داکسيجن د زياتيدو په عمليه کې رول لري. د کلوروپلاست د جوړښت لپاره ضروري عنصر دى. د اوسپنې او نورو درندو فلزاتو په څير دکاربو هايدريت د ميتابولزم لپاره ضروري دي.

دمنګانيز دکموالي نښې: لکه څرنګه چې منګانيز په بوټو کې کم متحرک دى نو دکموالي په لومړې مرحله کې ټول پاڼه نه نيسي او دټکو په څير بې رنګي رامينځته کوي او دا ټکي د پاڼو د رنګونو تر مينځ او درګونو څخه په لرې برخو کې صورت نيسي. د منګانيز په قلت اخته حجرو کې کلورفيل تجزيه کيږي خپل شين رنګ له لاسه ورکوي اودکوچنيو رګونو ترمينځ برخو کې لومړى کم رنګه او ژيړ رنګه شنه واړه ټکي ليدل کيږي. دمنګانيز دکموالي نښې لومړى په رسيدلو ځوانو پاڼو کې زيات ليدل کيږي او پدې برخو کې پورته ذکر شوي نښې موجودې وي. د منګانيز دکموالي يوه عمومي نښه داده چې دساقو د قاعدو سره نژدې برخوپانوکې دا نښې رامنځته کيږي. کچيرې د منګانيز قلت رفعه شي نو ځوانې پاڼې شينرنګه غوره کوي. مګر دزړو پاڼو ټاکلي نښې پاتې کيږي او همدارنګه دمنګانيز دکموالي په وخت کې د پروتينو تجزيه مشاهده کيږي او د امينواسيدونه په زيات غلطت ليدل کيږي چې دغه حالت دنايتروجن د زيات استعمال سره هم ليدل کيږي.

دمنګانيز زياتوالى: دمنګانيز زياتوالى د کلوروفيل دجوړيدو مخه نيسي او د اوسپنې په ميتابوليزم کې مشکل رامينځته کوي او په نتيجه کې د اوسپنې کلورسيز ليدل کيږي. د منګانيز د زياتوالى نښې لومړى د زړو پاڼوپه څوکو او څنډو کې په نصواري رنګ سره ليدل کيږي او وروسته دپاڼو مينځ طرف ته اوږديږي او پاڼو څنډې په زياتو وختونو کې پورته طرف ته تاوې وي دمنګنيز د زياتوالي اغيزې د سليکان په استعمال سره کميږي.

د مولبيدنيم رول: د بوټي وده د کافي مقدار مولبيدنيم په صورت کې ګړندۍ وي. مولبيدنيم د نايتروجني مرکبونو په ميتابوليزم کې رول لري اونايتريتونه ارجاع کوي. او همدارنګه مولبيدنيم د نايتروجن نصبونکو مايکرو اورګانيزمونو (Rhizobium, Azoto acter) په فعاليتونو اغيزه لري او هم ښايي د ځينو ويټامينونو اندازې زياتي کړي.

دمولبيدنيم دکموالي نښې: د مولبيدنيم دکموالي په اثر پاڼې غونجي او دپيالې په څير په پورته طرف راټوليږي د پاڼو څوکې وچيږي او پاڼو مينځني برخې په غير منظم ډول زياتې غټيږي او دنارمل په نسبت بل ډول پاڼې رامينځته کيږي. دا نښې په زړو او ځوانو پاڼو کې يو ډول ليدل کيږي مګر په خاص ډول په څوانو پاڼو کې د نارمل شين رنګ ترڅنګ کيداى شي ځينې خاص رنګ لرونکي ټکي هم مشاهده شي همدارنګه کيداى شي پاڼه کم رنګه شنه او يا خاکي رنګه شنه هم وي.

د مولبيدنيم زياتوالى: د مولبيدنيم د زياتوالى زهري اغيزې د طلايي ژيړ نارنجي رنګ په څير علامې ليدل کيږي. دا علامې لومړى په ځوانو پاڼو کې وي او د زيات زهريت په وخت کې يواځې د پاڼې ډنډر کې انکشاف کوي او ورپوري پاڼه ډيره کوچنۍ وي. که څه هم زيات بوټي د مولبيد نيم په مقابل کې حساسيت نه ښايي بيا هم په قلوي خاورو کې اغيز ليدل کيږي.

دکلورين رول: کلورين د ايون د کلورايد د ايون په شکل د ريښو دليارې بوټي ته جذبيږي بلکې دپاڼو د ليارې کلورين د ماليکول په شکل اخستل کيږي او په بوټي کې په اسانۍ په هر طرف حرکت کوي او همدارنګه کلورين د بوټي د اوبو نيولو توان او ازموتيکي فشار لوړه وي. دکلورايد زياد غلظت دخاورې په محلول کې په غذايي محلول منفي اغيزې لري او دحاصل اندازه او جنسيت خرابوي.

د کلورين زهري اغيزې کوچنۍ او غړنده پاڼې او کله کله خويه پاڼې چې څندې يې سوځيدلې هم وي او دوخت نه مخکې توييږي. کلورين د ضيا يي ترکيب په وخت کې د اکسيجن په توليد کې مرسته کوي . او همدارنګه د څانګو او ريښو دڅوکو مرستيماتيکو برخو دنارمله ودې لپاره ضروري ګڼل کيږي.

دکلورين دکموالي نښې: دکلورين تغذيه دزياتو لارو څخه صورت نيسي کيداى شي چې خاورې په کافي مقدار دکلورايد ايون ولري او يا دا چې دکيمياوي سرو داسعمال په صورت کې ځمکې ته اضاقه شي او همدارنګه د باران دڅاڅکو سره يو مقدارکلورايد په خاورو کې ښايي اضافه شي. او کيداى شي يو مقدار کلورين د هوا څخه دپاڼو دلارې جذب شي په همدې اساس په ساحه کې بوټي د ډير کم مقدار د کلورين دقلت سره مخامخ شي. دکلورين دکموالي نښې لومړى په ځوانو او نمو لرونکوپاڼو کې ليدل کيږي او پاڼې دڅوکو څخه مړاوې کيدو پيل کوي رنګ يي الوځي پاڼې قوي بې رنګه نښې ښکاره کوي. او دکلورين د زيات قلت په وخت کې ميوه جاتو حاضل کم وي او ښايي د زيات قلت په وختکې په سلو کې تر 70 پورې حاصل کم شي.

دکلورين زياتوالى: د کلورين دزياتوالي نښې هم لکه د نورو عناصرو په شان د پاڼو په څوکو او اړخونو کې پيداکيږي او وروسته پاڼې وچيږي او ښکته طرف ته تاويږي. دا نښې کيداى شي د پوتاشيم د قلت او د نايتروجن د زياتوالي سره مشابه وي د حدنه زيات کلورين د استعمال دزهري اغيزو ميکانيزم لاپوره روښانه ندي او فزيولوژيکي شکل يې دپوتاشيم قلت دي او همدارنګه زيات کلورين زيات کلوروفيل له مينځه وړي.دامونيمي سرو استعمال دکلورين د زهري اغيزو په زياتيدو کې نوره هم مرسته کوي. د پوتاشيم سلفيټ سرې د کلورايدي سرو په نسبت د کلوروفيل په جوړښت کې کومک کوي اومثبتې اغيزې لري. د کلورين د کموالي برعکس د کلورين دزياتوالي په وخت کې ښايي زيات زيان وليدل شي.

نتيجه ګيري

په لنډ ډول ويلى شو چه په لومړي قدم کې د ميوه جاتو د ودې لپاره د سرې عناصر چه عبارت دي له NPK يا لومړنيو عناصرو څخه چه دميوجاتو په نارمله وده او دحاصل په لوړوالي کې مهم لرول لري. البته د ضرورت په اندازه ددې عناصرو استعمال د بوټو لپاره مهم دى. او که چيرې ددې عناصرو قلت په بوټو کې وليدل شي نو بايد ددې عناصرو لرونکي سرې بايد استعمال شي او که چيرې بوټي عاجل ضرورت ولري نو کولى شيو د سپري په شکل سرې د پاڼو په برخ کې استعمال کړو.

او همدارنګه د نورو تغذيوي عناصرو د قلت د مخنيوي لپاره هم بايد د هماغه عناصرو مربوطه سرې استعمال شي ترڅو په بوټو کې ددې عناصرو د کموالي نښې ونه ليدل شي. او همدارنکه د 16 څخه يي هر يو پخپل ځاى د ميوه دارو ونوپه فزيولوژيکي جوړښت او هم د حاصل په کيمت او جنسيت کې مهم رول لري او همدارنګه ددې عناصرو د استعمال په صورت کې بايد دغور څخه کار واخستل شي ترڅو چه د يو عنصر د زياتوالي اندازه د بل عنصر د کموالى سبب ونه ګرځي او يا هم د يو عنصر د حدنه زيات استعمال د بوټي لپاره زهري ګرځي او دبوټي ظاهري بڼه او همدارنګه دميوجاتو دحاصل دکموالي او خرابوالي سبب ګرځي. نو لازمه ده چې ضروري عناصر په مناسب وخت او د ضرورت په اندازه د ميوجاتو لپاره استعمال شي.

سپارستنی

دميوه دارو ونو لپاره بايد داسی سری استعمال شی چی په کافی اندازه ضروری عناصر ولری ترحو چی په وده ايز موسم کی يی له کمست سره مخامخ نشی باغدارانو ته بايد دسرو داندازو په هکله معلومات ورکرل شی ترحو دحد نه زيات يی استعمال نکری حکه ده حد نه زيات استعمال یو عنصر زهری خاصيت لری او همدارنگه باغدارانو ته بايد دفزيالوژيکی علايمو په هکله معلومات ورکرل شی کوم چی بوتی يی ديو عنصر دکموالی په صورت کی سايی اويا داچی که چيری په بوتی کی کومه ظاهری ستونزه وليدل شی بايد دپوه او مسلکی شخص سره يی شريکه کړي تر حو واضح شی چی داستونزه دکوم عنصرد کموالی په اساس رامنح ته شوی ده.

دزراعت وزارت بايد دباغدارانو دپوهاوی لپاره دهيواد په مختلفوبرخو کی په محلی دول کنفرانسونه داير کری ترحو باغدارانو ته دعناصرو دقلت او دهغوی دعلايمو په هکله تراينينگونه ورکری چی همدادعناصرو قلت دميوه جاتو په حاصل کی د پام ور کموالی رامنح ته کوی او هم دبوتو نمو کمزوری کيږي دسرو توليدونکی کمپنی بايد داسی سری توليد کری چی په کافی دول تول ضروری عناصر ولری همدارنگه دولت بايد دزراعت وزارت تر نظارت لاندی هيواد ته راواريدونکو سرو لپاره دقرنطين شعبه ولری چی ايا نوموړی سری کومی چی هيواد ته وار ديږی په کافی اندازه ضروری عناصر لری اوکه نه.

ماخذونه

1-مصباح، ډاکتر بابا لار، دانشګان تهران، انتشارات موسسه او چاپ 1385 .

2-شيرزاد، بازمحمد، 1363هـ ش، تل شنو پاڼو، دکابل پوهنتون، ص 30-33

3-توره کى، محمدطاهر، دخاورې حاصل خيزې او د نباتاتو تغذيه، کال 1384 هـ ش ، د ختيځ بيا روغونې موسسه د خپرونو څانګه، دننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځى

4-www.aftab.ir/fruitnutration.hotm

5-www.cyclopedia./nutrientelements.org

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply