دشفاعت پيژندنه

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 0
  • اندازه فايل 141.25 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 2, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 2, 2022

دشفاعت پيژندنه

دلوړو رده کړو وزارت

کندهار پوهنتون

شرعياتو پوهنځي

 

دليسانس ددورې پايليک

 

 

 

 

دشفاعت پيژندنه

 

 

 

لارښود استاذ: ضياء الرحمن(مشک عالم زي)

راټولونــــــکي: زکريا(زاهد)

څــــــــــانـــــــګه: اسلامي تعليمات

۱۳۹۲ هـ ش کال

 

 

 

 

 

?

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

تقريظ

دشرعياتوپوهنځي قدرمن مقام ته!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

قدرمنو:داچې زه دمحترم ( زکريا ) ( زاهد )) د ( حيات خان ) زوي دشرعياتوپوهنځي(اسلامي تعليماتو )د څانګې د۱۳۹۲ ه ل کال فارغ دمونوګراف داعلمي موضوع چې د( دشفاعت پيژندنه ) ترعنوان لاندي ليکلي د لارښود استاد په صفت تعين شوي وم ليکنه يې داسي ارزوم.

۱- نوموړي ورور داليکنه په روانه پښتوژبه کړي تر زياته حده يې دپښتو دګرامري اصولو مراعت کړي.

۲- دعلمي معتبرو مأخذونو او سرچينوڅخه يې استفاده کړي .

۳- دموضوع په اړه يې صحيح معلومات اوراجح نظرونه راټول کړي چې دمونوګراف دمو ضوع دليکني په اړه کافي بلل کيږي .

نوموړي تل له ماسره دموضوع په اړه مشورې کړي او په ورين تندي يې زما نيوکې قبولي کړي،زه يې ليکنه دليسانس ددورې څخه دفراغت دشرط په توګه مثبته ارزوم اوپه راتلونکې کې ورته دالله جل جلاله له ستر دربار څخه دلازياتو برياوو غوښتونکي يم.

 

والسلام

ضياءالرحمن(مشک عالم زي)

دشرعياتوپوهنځي دعلمي کادر غړي.

 

 

 

 

الف

 

 

 

 

 

سريزه

الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين ولا عدوان إلا على الظالمين كالمبتدعة والمشركين وأشهد أن لا إله إلا الله وحده ولا شريك له إله الأولين والآخرين وقيوم السماوات والأرضين وأشهد أن محمدا عبده ورسوله وخيرته من خلقه أجمعين

 اللهم صل على محمد وعلى آل محمد وأصحابه ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين وسلم تسليما كثيرا

وبعد:

مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا وَمَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُنْ لَهُ كِفْلٌ مِنْهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُقِيتًا

(عَنْ أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : خُيِّرْتُ بَيْنَ الشَّفَاعَةِ ، وَبَيْنَ أَنْ يَدْخُلَ نِصْفُ أُمَّتِي الْجَنَّةَ ، فَاخْتَرْتُ الشَّفَاعَةَ ، لأَنَّهَا أَعَمُّ وَأَكْفَى ، أَتُرَوْنَهَا لِلْمُتَّقِينَ ؟ لاَ ، وَلَكِنَّهَا لِلْمُذْنِبِينَ ، الْخَطَّائِينَ الْمُتَلَوِّثِينَ)([1])

وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا:ژباړه که تاسو وغواړئ دالله نعمتونه حساب کړئ نيي سئ حساب ولاي . که لږ فکر وکړو يوازي دانسان په وجود کي دالله تعالي نعمتونه له شمير څخه بهر دي، لاسونه پښې، سترګي، غوږونه، خوله او داسي نور دالله هغه نعمتونه دي چي په عدم مجوديت کي يې انسان ديوې لويي محرومئ احساس کوي، همدارنګه لمر، سپوږمۍ، اسمان، غرونه، سندونه، حيوانان، نباتات او داسي نور هغه ستر نعمتونه دي چي انسان ته په ورځني ژوند کي له حده زياته هوساينه ورکوي، ددې مادي نعمتونو اخوا بي شمير زيات معنوي نعمتونه هم سته چي له تفصيل څخه يي ډډه کوو او همدار نګه ددنيا دنعمتونو په مقابل کي اخروي نعمتونه شته چي له دنياوي نعمتونو څخه ډير غوره دي لکه له جهنم څخه خلاصون، جنت ته داخليدل او هلته په جنت کي په باغونو، يخو سايو، پاکو ابو، ډول ډول ميوو او داسي نورو څخه برخمن کيدل، اما جنت ته تګ او له جهنم څخه ژغورنه ساده خبره نده، قوي ايمان، نيک اعمال غواړي او دهغو خطاګانو په بدله کي چي له انسان څخه دايمان سره سره شوي وي له جهنم څخه خلاصون دالله له فضل پرته ممکن ندي، دالله تعالي فضل پرخپلو بندګانو مختلف شکلونه لري يو له هغو څخه شفاعت دي، چي په صحيحو احاديثو او اياتونو سره ثابت دي، او مختلف ډولونه لري لکه د الله تعالي، نبي کريم صلي الله عليه وسلم، ملائکو، انبياؤ، شهدانو، ...نورو شفاعت.

دشفاعت مهمه او اړينه موضوع مو په دري فصلونو کي را خلاصه کړې ده چي لومړي فصل دشفاعت دپيژندني،  اثباتيه دلائلواو حکمتونو لپاره ځانګړي سوي دي، په دوهم فصل کي دشفاعت ډولونه دي او وروستي فصل دشفاعت دشرطونو او ځايونو(دشفاعت ځايونو) لرونکي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ج

 

دموضوعاتو فهرست

موضوع                                                                                                                                صفحه

 

لومړي فصل: دشفاعت تعريف، داثبات دلايل او حکمت يي...................۱

لومړي مبحث: دشفاعت لغوي او اصطلاحي تعريف.............................۱

دوهم مبحث: د شفاعت د اثبات دلايل...............................................۳

دريم مبحث: دشفاعت حکمت........................................................۱۸

دوهم فصل: دشفاعت ډولونه.........................................................۲۹

لومړي مبحث: معلوم شفاعت........................................................۳۳

دوهم مبحث: د اعمالو شفاعت......................................................۵۱

دريم فصل: د شفاعت شروط او مواضع..........................................۵۵

لومړي مبحث: د شفاعت شرطونه..................................................۵۵

دوهم مبحث: دشفاعت ځايونه......................................................۶۴

پايله........................................................................................۷۲

مأخذونه..................................................................................۷۳

 

 

 

 

د

 

 

 

اول فصل:

 

 

 

دشفاعت تعريف،داثبات دلايل اوحکمت ئي

اول مبحث :دشفاعت تعريف (لغوي اواصطلاحي)

اول مطلب :دشفاعت لغوي تعريف

شفاعت په لغت کي دشفع مصدر دي اوپه اعدادوکي جمع يا جفت ته ويل کيږي.([2])

الشفع دطاق خلاف دي ېعني دجفت په معني دي لکه الله تعالي چي فرمايې: (وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ). ([3])ژباړه: او قسم دي په جفت او تاق باندي.([4])

شفاعت ديوي واسطي ېايوي وسيلې له لارې غوښتنه  کول دي.([5])

امام رازي رحمة الله عليه  شفاعت داسي تعريف کړي شفاعت دې ته وايې چې يو څوک ديو چاڅخه دهبي غوښتنه وکړي اوهغه دده لپاره دحاجت غوښتنه وکړي.([6])

دحاجت غوښتنکي ېو کس وي اوهغه دوهم کس چې دده څخه غوښتنه کوي هغه چې ورسره يو ځاي شي نو دواړه شفعاء ځيني جوړشي يعني جفت ځيني جوړ شي اوهمدارنګه دشفاعت بله لغوي معني دعاء هم ده لکه الله جل جلاله چې فرمايې:

(مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِه)([7]).

بله معني ېي هم مرسته ده لکه چې ويل کيږ( فلان يشفع لي)يعني فلاني زما مرسته وکړه.

دوهم مطلب :دشفاعت اصطلاحي تعريف

شفاعت په اصطلاح کښي علماؤ په مختلفوډولونو تعريف کړي دي:

ابن الاثير رحمة الله عليه فرمايې دګناه اوجرم څخه دورتيريدلو سوال ته شفاعت وايې.

الجرجاني رحمة الله عليه فرمايې له هغه چا څخه دتجاوز اوبخښني غوښتنه کول دچاپه حق کښي چې جنايت اوظلم شوي وي  شفاعت ورته وايي.([8])

ابن تيميه رحمه الله وايې ديو چامرسته کول دخير په کار کښي هغه چې الله تعالي اودهغه رسول صلي الله عليه وسلم يې خوښوي اودهغه چاڅخه ضرر رفع کول څوک چې ددفع کولو حقدار وي.([9])

دشفاعت په پورتنيو تعريفونو کې يوازي حسنه شفاعت ذکر شوي دي اوسيئه شفاعت څخه غفلت شوي دي په داسي حال کي چي شفاعت دخير اوشر دواړوکارونو کي راځي لکه الله تعالي فرمايې: (مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا وَمَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُنْ لَهُ كِفْلٌ مِنْهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُقِيتًا ([10])

ژباړه: څوک چې دنيکي شفاعت کوي هغه به دنيکۍ برخه اخلي او څوک چې دبدۍ شفاعت کوي هغه به دبدۍ برخه اخلي او الله تعال په هر شي باندي قدرت لري([11])

ممکن دپورتنيو تعريفونو څخه آخروي شفاعت وي چه هغه يوازي حسنه شفاعت دي نو آخروي شفاعت داسي تعريفوو دالله څخه دمحتاج شخص لپاره نفع غوښتل اوياهم دضرردفع کول دي.

دوهم مبحث :دشفاعت داثبات دلايل :

اول مطلب :دشفاعت نقلي دلائل:-.

اول: هغه آياتونه چې موضوع يې دشفاعت په لفظ باندي ذکر کړي د ه په لاندي ډولونو باندي ويشل کيږي.

الف: هغه آياتونه چې شفاعت يې يوازي تر الله تعالي پوري خاص کړي دي اودالله تعالي څخه پرته يې له نورو څخه نفي کړي دي لکه پلار، ورور اوداسي نور ،الله تعالي فرمايې: (وَأَنْذِرْ بِهِ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْ يُحْشَرُوا إِلَى رَبِّهِمْ لَيْسَ لَهُمْ مِنْ دُونِهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ)([12]).
ژباړه: او هغه خلک ددې قران په زريعه خبردار کړه کوم چي ددې خبري نه ويريږي چي دوئ به دالله په وړاندي راجمع کړاي شي او دالله تعالي پرته به ددوئ دوست او شفاعت کونکي هيڅوک نه وي نو په کار ده چې دوئ پرهيزګاره شي.([13])

بل ځاي الله تعالي فرمايې: (وَذَكِّرْ بِهِ أَنْ تُبْسَلَ نَفْسٌ بِمَا كَسَبَتْ لَيْسَ لَهَا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ)([14])

ژباړه: اوددې قران په زريعه ورته نصيحت کوه چې هيڅوک دعملونو ازار کي داسي راګير نشي چې  بيا دالله تعالي پرته يې هيڅوک ملګري يا شفيع ونلري.([15]).

اوهمدارنګه الله تعالي فرمايې : (قُلْ لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)([16])

ژباړه:ته ورته ووايه چې شفاعت ټول دالله تعالي په اختيار کي دي داسمانونو او دځمکي بادشاهي يوازي دهغه ده او بيا به تاسو ټول هغه ته ورګرځئ.([17])

دلته چې دالله تعالي څخه پرته دنوروو لپاره دشفاعت نفي ذکر شوي دي مراد ځيني هغه بوتان اوخدايان دي چې مشرکانو له الله تعالي سره شريک کړي دي اوداد قيامت په ورځ باندي دمؤمنانو اوملائکو دشفاعت نفي نه کوي ځکه چې هغه دالله تعالي په اجازه باندي دي لکه الله تعالي فرمايې: (مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِه)([18])

ژباړه: څوک دي چې دهغه په دربار کي بي له اجازي شفاعت وکړي؟ يعني هيڅ څوک يي نه شي کولاي.([19]).

ب: هغه آياتونه چې دبعض مخلوق لپاره شفاعت تري ثابتيږي دالله تعالي ځيني مخلوقاتوته دقيامت په ورځ باندي دشفاعت کولو حق ورکوي البته په دوه شرطونو سره

۱: دالله تعالي په اجازه ۲: دالله تعالي په رضاء: لکه الله تعالي فرمايې: (مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِه)([20])

ژباړه: څوک دي چې دهغه په دربار کي بي له اجازي شفاعت وکړي([21]).

اوهمدارنګه بل ځاي فرمايې(مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ أَفَلَا تَذَكَّرُون)([22]).

ژباړه: دده په وړاندي هيڅوک شفاعت نشي کولاي مګر له هغه وروسته چي هغه ددې اجازه ورکړي ، همدغه الله ستاسو رب دي هم دده عبادت کوئ ايا تاسو غور نکوئ([23])

اوهمدارنګه بل ځاي فرمايې 🙁يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُمْ مِنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ)([24])

ژباړه: هغه ته معلوم دي هرڅه چې دده په وړاندي دي او هرڅه چې ترېنه شاته دي او هغوئ دچا شفاعت هم نشي کولاي پرته له هغه چا چې الله تعالي تري راضي وي او هغوئ هميشه دالله تعلي له هيبت نه په ويره کي وي.([25])

په پورته آياتونو کي دالله تعالي جل جلاله، کبريا، عزت اوتصرف يعني دالله تعالي پرته هيڅ څوک دشفاعت مالک کيداي نه شي ترڅوچې د الله تعالي جل جلاله امر نوي صادر شوي اودملک الناس موافقه نه وي حاصله شوي لکه چې الله تعالي فرمايې(لَا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا)([26])

ژباړه: دشفاعت اختيار به هيچاته نوي پرته دهغه چانه چې له الله تعالي څخه يې اجازه اخستي وي.([27])

په پورته آيات کښي دعهد کلمه دشاهدي په معني ده يعني هغه چاته شفاعت فائده نه کوي څوک چې داهل توحيد څخه نه وي.

امام رازي رحمة الله عليه په خپل تفسير کښي دپورتني آيت په اړه فرمايې: داآيت کريمه داهل الکبائر( دلوي ګناه مرتکبينو) لپاره دشفاعت دليل دي ځکه چې الله تعالي جل جلاله دشفاعت تر نفي وروسته وايې : (إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا) دشفاعت مستحق نه دي مګر هغه کسان چې الله جل جلاله سره يې دتوحيد اورسالت عهد کړي وي نو دالازميږي چې دوي دي هم په شفاعت کي داخل وي([28])

اوهمدارنګه بل ځاي کي فرمايې(يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْل)([29]).

ژباړه: په دغه ورځ به شفاعت چا ته فائده نکوي خو هغه چا ته به يې کوي چې الله تعالي اجازه ورکړي وي او دهغه په اړه يې خبره خوښه کړي وي.([30])

اوبل ځاي کي فرمايې(وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُون)([31]). ژباړه: او دوئ چې له الله تعالي پرته دکومو معبودانو عبادت کوي هغوئ ته دشفاعت کولو هيڅ اختيار نشته خو چا چې دحق خبري اقرار کړي وي او په هغه يقين لرلي وي([32])

بل ځاي کي الله تعالي جل جلاله فرمايې : (كَمْ مِنْ مَلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِنْ بَعْدِ أَنْ يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَرْضَى )[33].

ژباړه:او په اسمانو کي ډيري پرشتي دي چې دهغوئ شفاعت هيڅ په کار راتللي نشي پرته له دي څخه چې الله تعالي چاته اجازه وکړي او دهغه رضا وي.([34])

په پورتنيو آياتونو کي هيڅ تعارض نشته لومړي دشفاعت مطلق نفي شوي ده اووروسته مومنان ورڅخه مستثني شوي دي.

ج: هغه آياتونه چې مطلق شفاعت په کښي نفي شوي دي ېاهم دقيامت په ورځ اوياهم خاص ډلي پوري اړه لري لکه الله تعالي جل جلاله فرمايې:(وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ)([35]).

ژباړه:او ځان دهغه ورځي له عذاب څخه وژغورئ چې هيڅوک به دبل چا هيڅ په کار نه راشي او نه به دچا شفاعت قبلولاي شي او نه به دچاڅخه څه معاوضه اخستلي شي او نه به دهغوئ مرسته کولاي شي([36]).

اوبل ځاي کي فرمايې(وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنْفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُون)([37]).

ژباړه:او له هغي ورځي نه وويريږئ چې هيڅ بنده به دبل بنده په کار نه راځي او نه به دهغه نه څه بدله قبلولاي شي نه به هغه ته شفاعت فائده رسولاي شي او نه به دهغوئ هيڅ ډول مرسته کيداي شي([38])

دپورتنيو آياتونو څخه دامعلوميږي چې دالله تعالي اراده او مراد دمصيبت څخه دخلکو ويرونه اوډار دي اويو قوي ترغيب دي دتوبي طرف  ته ځکه کله چې انسان پردي عقيده وي چې له مرګ وروسته هيڅ لاسته نه شي راوړلاي اونه يې هم څوک شفاعت اومرسته کولاي شي اونه هم دګناه په مقابل کي فديه ورکولاي شي اوپه دي پوره باور ي وي چې دالله  تعالي داطاعت پرته بله هيڅ دخلاصون لاره نشته نو حتما به دالله تعالي داطاعت او ښو کارونو په لټه وي.

همدارنګه الله تعالي دکافرانو په حق کي  شفاعت مطلقا نفي کړي لکه چې الله تعالي فرمايې : (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُون) ([39]).

ژباړه: اې مؤمنانو موږ چې کوم مال درکړي دي له هغه څخه خيراتونه ورکړي مخکي له دي چې داسي ورځ راشي چې نه په کښي دمالونو خرڅول او رانيول کيږي اونه به دوستي پالل کيږي او نه به شفاعت کيږي او ظالمان هم هغه خلک دي چې کفر يې غوره کړي دي([40]).

په پورتني آيت کي دالله تعالي داقول 🙁 ولاخلة ولاشفاعة): په دي قول کي الله تعالي مطلق شفاعت نفي کړي دي اودشفاعت تر نفي وروسته يې داقول ذکر کړي دي : (وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُون)  داپردې دلالت کوي چې دانفي ېوازي تر کفارو پوري خاص ده  نو په همدي اساس باندي له پورتني ايت څخه دافهم اخيستل کيږي چې دمؤمنانو لپاره شفاعت ثابت دي([41]).

بل دالله تعالي داقول : (فَهَلْ لَنَا مِنْ شُفَعَاءَ فَيَشْفَعُوا لَنَا أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ قَدْ خَسِرُوا أَنْفُسَهُم) ([42]).

ژباړه: نو ايا اوس موږ لپاره څوک شفاعت کونکي شته چې زموږ شفاعت وکړي يا موږ بيرته دنيا ته واستول شو چي دمخکني عمل بدل عملونه وکړو يقينا دي خلکو خپل ځانونه په نقصان کي واچول.([43])

همدارنګه دالله تعالي داقول (فَمَا لَنَا مِنْ شَافِعِين)([44]).

ژباړه اوس هيڅوک زموږ شفاعت کونکي نشته، داهغه کسان دي چي ددوي لپاره هيڅ شفاعت نشته اونه هم شفاعت کونکي ګټه ورته رسو لاي شي ځکه چي دوۍ اهل عهد نه دي  يعني دالله تعالي دتوحيد عهدنه لري په خلص ډول باندي ويلاي شو چي که هر څوک دهغوي شفاعت وکړي ګټه نه ورته کوي ځکه چي الله تعالي وايې: (فَمَا تَنْفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِين)([45]).

ژباړه :نو داسي خلکو ته به دشفاعت کونکو شفاعت هيڅ فائده ونکړي.([46])

علامه زمخشري رحمة الله عليه فرمايې: ددي قول په اړه که چيري ټول شفاعت کوونکي ملائکي ، انبياء اونور دکافرانو لپاره شفاعت وغواړي نو ګټه به ورته ونه کړي ځکه چي شفاعت دهغه چا لپاره دي چې الله تعالي رضا دهغوي لپاره وي مګر کفاروته الله په قهر وي.([47])

د : هغه اياتونه چي په دنيا اوآخرت کي شفاعت ځيني ثابتيږي لکه چي الله تعالي فرمايې 🙁 مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا وَمَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُنْ لَهُ كِفْلٌ مِنْهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُقِيتًا)([48]).

ژباړه: څوک چي دنيکۍ شفاعت کوي هغه به دنيکۍ برخه اخلي ، څوک چي دبدۍ شفاعت کوي هغه به دبدۍ برخه اخلي او الله تعالي پر هرشي باندي قدرت لري، ([49])

دپورتني آيت مراد اوتقاضاء داده چي څوک دهر کار هڅه اوکوښښ کوي نو دهماغه نتيجه ورباندي مرتب کيږي که يې د خير شفاعت ، سپارښتنه او ياهم بله نيکي کړي وي نو دخير او ښيګڼي بدله به ومومي او که يې دشر چاري تر سره کړي وي هم به يې بدله وويني البته سزا او بد انجام به ئي وي .

دوهم :هغه آياتونه چي دشفاعت معني ورپکښي وي چې داهم په دوه ډوله دي.

الف: هغه آياتونه چي شفاعت نفي کوي لکه دالله تعالي داقول: (وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّار)([50]).

ژباړه :او چاچي له الله  تعالي  پرته نور شريکان نيولي دي(او دا وايې) موږ ځکه ددوي عبادت کوو چي الله تعالي ته مو نږدې کړي، بيشکه يوه ورځ به راشي هرکله چي الله  تعالي د دهغي خبري فيصله وکړي په کومه کې چي دوي جګړه کول الله تعالي داسي سړي ته سمه لار نه ښايې چي درواغجن او انکار کونکي وي.([51])

دانفي دکافرانو لپاره ده چي په مخکي آياتونو کښي يي پوره تفصيل تير شو.

ب: هغه آياتونه چي دشفاعت کوونکو دشفاعت ثبوت تري څرګنديږي لکه دالله تعالي داقول : (عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا)([52]).

ژباړه:هيله ده چي ستا رب به تاته په مقام محمود کي ځاي درکړي.([53])

جمهور مفسرين لکه طبري،علامه زمخشري،رازي،سيوطي رحمهم الله اوداسي نور په دي نظر دي چي پورتني آيت کي مراد دمقام محمود څخه شفاعت دي چي په خپل ځاي کي به پري پوره بحث وکړو په دي اړه دالله تعالي داقول  بس بولو:(وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى)([54]).

ژباړه:او ډير ژر به الله تعالي دومره څه درکړي چي راضي به شي.([55])

په قرآن کريم کي دشفاعت په اړه باندي عامه يادونه شوي ده دشفاعت کوونکو اوشفعاؤ صنفونه اوډلي نه دي سره بيلي شوي له همدي امله سوال کوونکي سوال کوي، چي په کوموګناهونو  کي شفاعت کيږي؟  دشفاعت ډولونه کوم دي؟ اوشفاعت کوونکي څوک دي په جواب کي وايو قرآن کريم مسائل په اجمالي ډول بيانوي، دشفاعت آياتونه هم دهمدي جملي څخه دي چي دمقصد اوهدف آياتونه يې په اجمالي ډول بيان کړي دي ترڅو دډبرو اولرګيو عبادت کوونکو ته وښيې چي په دي کي فکر وکړي چي دغه ډبري نه په دنيا اونه هم په آخرت کښي تاسوته ګټه رسولاي شي اومؤمنانو ته ددي آياتونو خطاب دادي چي نيک اعمال وکړي.

دوهم مطلب :دشفاعت عقلي دلائل:

داهل السنة والجماعت په مذهب کي شفاعت عقلا هم جائز دي([56]) سالم عقل دقيامت په ورځ باندي دشفاعت نظريه نه  ردوي ځکه انسان چي هر څومره په لوي اووړو ګناهونو بار وي الله تعالي ته راشي اوزړه يې سالم وي اودشرک څخه پاک وي کيداي شي چي دالله تعالي عفوه کي شامل شي لکه چي الله تعالي فرمايې:( إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ)([57]).

ژباړه:الله دشرک بخښنه نکوي ، او له دي څخه وړي ګناوي که يې خوښه شي معافوي يي.([58])

لکه چي دالله تعالي عفوه ګناه کارانو لره وي همداپه قطعي نصوصو باندي ثابت دي لکه          دالله تعالي داقول: (وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِمَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى)([59]).

ژباړه: او زه به حتما هغه څوک وبخښم چې توبه وکړي او ايمان راوړي او نيک عمل وکړي او بيا پر سمه لار قائم پاته شي.([60])

اودالله تعالي داقول : (وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُون)([61]).

ژباړه: او الله  تعالي  داسي ذات دي چي دخپلو بندګانو توبي قبلوي ، ګناهونه ورته معافوي او تاسو چي څه کوئ په هغه باندي خبر وي.([62])

نو ولي د شفاعت پرواقع کيدو باندي اعتراض کيږي؟  ايا شفاعت دالهي رحمت دمظاهرو څخه مظهرنه دي؟  داهل حق مذهب دادي چې شفاعت حق دي اوله بخښني څخه منکرين دشفاعت څخه انکار کوي هغه څوک چي په دعاباندي دالله  تعالي  څخه عفوه اوبخښنه جائز بولي نو شفاعت منع نه بولي اودشفاعت دمنع کوونکو څخه هغه هم دي چي شفاعت له دي امله منع کوي چې دادبخښني لپاره يو لاره ده، دانظر په جهل کي ترټولو هغه وروستۍ درجه ده او له هغه چاسره نه ښايې چې لږ علم هم ولري([63])، دشفاعت معني دانه ده چي دعباداتو اواعمالو ثواب يا بدله دې له دي امله هدر کيږي چې دقيامت په ورځ پر شفاعت دتوکل کوونکي اوعبادت کوونکي تر منځ فرق نشته قطعا داسي نه ده الله تعالي فرمايې(وَنُودُوا أَنتِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ)([64]).

ژباړه:او يو اواز به ورته وشي چي دا جنت تاسو ته دخپلو نيکو عملونو په سبب درکړل شوي دي.([65])

له بل لوري ېوازي عمل هيڅ سړي جنت ته نه داخلوي لکه چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايې:( عن الزهري عن أبيه قال :قال رسول الله صلى الله عليه و سلم مامنكم من أحد يدخله عمله الجنة فقال بعضهم ولا أنت يارسول الله قال ولا أنا إلا أن يتغمدني الله برحمته)([66])

ژباړه:زهري روايت کوي دخپل پلار څخه هغه درسول صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي رسول الله فرمايې: ستاسو څخه هيڅ يو دهغه عمل جنت ته نشي داخلولاي، ځينو صحابه کرامووپوښتل: اې دالله رسوله تاهم نشي داخلولاي؟رسول صلي الله عليه وسلم وفرمايل: زه هم ، مګر دالله رحمت به ما پټ کړي.

دنصوصو تر منځ توافق څنګه راتلاي شي دعمل لپاره دوه اړخه دي يو اړخ اداکول دي اوبل اړخ دبدلي اوجزاء دي.

ستادعمل تر سره کول تاجنت نشي رسولاي ستا اعمال دالله  تعالي  په وړاندي دخشوع اوخضوع لاره اودالله  تعالي  امر ته غاړه ايښودنه ده اوالله تعالي دهغو اعمالو په بدله کي تاجنت ته داخل کړي.

اما دالله تعالي ددي قول په اړه (وَنُودُوا أَنتِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ)([67]).

ژباړه:او يو اواز به ورته وشي چي دا جنت تاسو ته دخپلو نيکو عملونو په سبب درکړل شوي دي.([68]).

امام ابن کثير رحمة الله عليه فرمايې: ستاسو هر نيک عمل دالله تعالي جل جلاله په رحمت کې دداخليدو سبب دي اوهيڅ څوک دهغه په عمل سره جنت ته نه داخليږي بلکي دالله تعالي په فضل سره به داخليږي اوپه جنت کي بيا درجي داعمالو په تناسب سره حاصليږي. ([69])

شارع په دنيا کي خلک شفاعت ته هڅولي دي لکه چي امام بخاري دابوموسي الاشعري رضي الله عنه څخه روايت کوي . چې فرمايلي يي دي(حَدَّثَنَا أَبُو بُرْدَةَ بْنُ أَبِي مُوسَى ، عَنْ أَبِيهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم إِذَا جَاءَهُ السَّائِلُ ، أَوْ طُلِبَتْ إِلَيْهِ حَاجَةٌ قَالَ اشْفَعُوا تُؤْجَرُوا وَيَقْضِي اللَّهُ عَلَى لِسَانِ نَبِيِّهِ صلى الله عليه وسلم مَا شَاءَ.) ([70])

ژباړه:موږ ته حديث بيان کړيدي ابوبرده بن ابي موسي دي دخپل پلارڅخه روايت کوي دي  وائي چه رسول صلي الله عليه وسلم ته به کله سوال کونکي راغي اويابه ئي تري څه حاجت طلب کړل شو،نوهغه صلي الله عليه وسلم به ويل :شفاعت او سپارښتنه وکړئ تاسو ته به اجر درکړل شي او الله  تعالي  به دخپل نبي پر ژبه دخپلي خوښي مطابق فيصلي کوي.

نولکه چي شفاعت ددنيا په فاني مسائلو اوله مينځه تلوونکو مصالحو کي جايز دي نوڅنګه به دآخرت په دايمي اوابدي ژوند کي جائز نه وي؟ لکه چي نبي کريم عليه السلام دخپل امت لپاره په شفاعت په دعااواستغفارپه دنياکي وو همداډول به دقيامت په ورځ باندي الله تعالي دده په دعا اووسيله باندي شفاعت قبلوي اوقبليږي لکه په صحيح حديث کي چي راغلي دي (سَمِعْتُ عَبْدَ اللهِ بْنَ عُمَرَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم إِنَّ الشَّمْسَ تَدْنُو يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَتَّى يَبْلُغَ الْعَرَقُ نِصْفَ الأُذُنِ فَبَيْنَا هُمْ كَذَلِكَ اسْتَغَاثُوا بِآدَمَ ثُمَّ بِمُوسَى ثُمَّ بِمُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم وَزَادَ عَبْدُ اللهِ ، فَيَشْفَعُ لِيُقْضَى بَيْنَ الْخَلْقِ فَيَمْشِي حَتَّى يَأْخُذَ بِحَلْقَةِ الْبَابِ فَيَوْمَئِذٍ يَبْعَثُهُ اللَّهُ مَقَامًا مَحْمُودًا يَحْمَدُهُ أَهْلُ الْجَمْعِ كُلُّهُمْ.)([71])

ژباړه:دعبدالله بن عمرڅخه روايت دي دي وائي:چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: لمر به دقيامت په ورځ رانژدې کيږي تر داسي اندازې چي دغوږونو نيمايې ته به دبدن خوله ورسيږي خلک به همداسي وي چي له  آدم عليه السلام به مرسته وغواړي بيا به له موسي او وروسته به له محمد صلي الله عليه وسلم څخه مرسته وغواړي، عبدالله دا هم زياتونه کړي) نو هغه به شفاعت وکړي تر څو دخلکو په منځ کي قضا‌ء شروع شي نو ولاړ به شي او ديوي دروازي کړي به ونيسي نو په همدغه ورځ به الله تعالي هغه مقام محمود ته پورته کړي.

ټول مسلمانان علماء اوعوام دشفاعت پر جواز په عقلي اونقلي دلائلو باندي قائل دي اوداخوښوي چي الله تعالي دقيامت په ورځ دشفاعت کوونکو شفاعت ورقبول کړي اوله دي څخه هيڅ منکر نه دي پرته له هغو بدعتيانو څخه چي شفاعت يې دلاندي اياتونو څخه په منحرف تأويل باندي فهمولي دي دوي دالله تعالي داقول داسي تحريف کوي،

(فَمَا تَنْفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِينَ)([72]) ژباړه: نو هغوئ ته به دشفاعت کونکو شفاعت هيڅ ګټه ونه رسوي.([73])

له پورتني تحويل څخه دانتيجه اخيستل کيږي چي پرجهل اونفسي خواهشاتو ولاړه رايه ده ځکه چي پورتني آيت تثبيت کوي اونفي نکوي داله هغو خطاء ګانو څخه ده چي ديو آيت دمستقل تفسيرپه نتيجه کي منځ ته راځي مخکي اووروسته يې نه کتل کيږي دغسي تفسير دقرآن کريم دروح اوحلاوت وژل دي مخکي ايت دهغو مجرمانو څخه يادونه کوي چي دقيامت ورځ راتلونکي نه بولي لمونځ نکوي...(مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ (42) قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ (43) وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ (44) وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ (45) وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ (46) حَتَّى أَتَانَا الْيَقِينُ (47) فَمَا تَنْفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِينَ (48))([74])

ژباړه:تاسو کومي خبري دوزخ ته راورسولاست ؟ هغوئ به ووايې موږ لمونځ کونکي نه وو ، مسکنانو ته به مو خوراک نه ورکاوه ، له بي هدفانو سره به موږ هم په بي فائدي کارونو بوخت وو  او دقيامت ورځ مو درواغ بلله تردي چي مرګ راته راغي نو داسي خلکو ته به دشفاعت کونکو شفاعت هيڅ فائده ونکړي .([75])

يعني کوم کسان چي دپورتنيوصفاتو لرونکي وي شفاعت هغوۍ ته ګټه نه رسوي اوڅوک چي له الله تعالي څخه کافر شو دهغه مخ اورته دي اوهميشه به هلته وي. ([76])

دريم مبحث :دشفاعت حکمت

په مخکي بحث کې مونږ ته معلومه شوه چي دشفاعت څخه مراد واسطه کيدل اورحمت اومغفرت طلب دي دبنده له طرفه دغه شفاعت کوونکي به په ورځ دقيامت مختلف انواع وي بعضي له دغو شفاعت کوونکو څخه به داسي وي چي دخپل بادار الله جل جلاله په مخکي به دريږي اودخپل اهل اوامت شفاعت به کوي.

نودغه کس به دريږي دالله جل جلاله په مخکي په داسي حال کي چي الله لره به ډيره زياته عاجزي کوي نو پس له دي څخه به ددواړو جهانونو مالک دشفاعت کولو اجازه وکړي اويابه شفاعت په دي قسم سره وي چي جبار ذات به نداء يعني آواز کوي!اي فلان ولاړشه شفاعت وکړه دغه اواز هر شفاعت کوونکي ته شامل دي هيڅ يو شفاعت کوونکي ددي طاقت نلري چي شفاعت وکړي مګر که کوي يې هم دالله جل جلاله په ا‌ذن اوپه رضاء سره به وي

لکه داقو  ل  د  الله تعالي : : يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا([77])

ژباړه:په دغه ورځ به شفاعت چاته فائد ونه رسوي خوهغه چاته چي الله تعالي ورته اجازه وکړي اودهغه په اړه ئي خبره خوښه شي([78])

په دې هکله ابن تيمية رحمة الله عليه وايې: الله جل جلاله واحد اولاشريک  دي نو شفاعت به ونکړي دالله په نزد هيڅوک شفاعت نشي کولاي مګر شفاعت کولاي شي دالله جل جلاله په اجازه سره دقيامت په ورځ ټول امور ټولي چاري يوازي اويوازي ديو الله جل جلاله په بلا کيف لاس کي دي په هيڅ وجه دوجوهوسره الله جل جلاله لره شريک نشته له همدي جهته په همدي مورد نفي دشريک کوي په ايت الکرسي کي دالله جل جلاله دوحدانيت ثبوت دي الله تعالي فرمايې: (لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِه([79])

ژباړه: څه چې په اسمانونو اوځمکوکي دي دهغه دي څوک دي چي دهغه پروړاندي دهغه له اجازي پرته شفاعت وکړي؟.([80])

دشفاعت کوونکوسردار حضرت محمد صلي الله عليه وسلم چي کله دقيامت په ورځ په سجده پريوزي اودالله جل جلاله په حمد ويلو شروع وکړي نو ده ته به وويل شي دالله تعالي له طرفه خپل سر راپورته کړه له سجدي نه  اي محمد صلي الله عليه وسلم اوخبره وکړه ستاخبره زه اورم اوغوښتنه وکړه ستا غوښتنه قبلوم اوشفاعت وکړه ستا شفاعت دالله جل جلاله په نزد مقبول دي.

پس ټول امور يوازي اويوازي يو الله تعالي لره دي الله تعالي فرمايې: إِنَّ الْأَمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ([81])

ژباړه: بيشکه تصرف دټولو امورو په دغه ورځ دقيامت کي يوازي يو الله جل جلاله لره دي

اوهمدارنګه الله تعالي خپل رسول صلي الله عليه وسلم ته فرمايې : لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ ([82])

ژباړه: اي پيغمبره دهغوۍ فيصله ستا په لاس کې نه ده ، که دالله تعالي خوښه وي نو توبه به يي قبوله کړي، که نه عذاب به ورکړي، ولي چې هغوۍ په ځان زياتي کوي([83]).

اوهمدارنګه الله تعالي فرمايې 🙁 أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ)

ژباړه: پوه شي چي دنړي پيدايښت اوتدبير دالله تعالي په امر دي .

کله چي ما ذون فيها يعني هغه شفاعت چي الله تعالي جل جلاله له طرفه اجازه دشفاعت وشي ثابت شو نو الله جل جلاله هغه ذات دي چي مهرباني کوي په اهل اخلاص والا خلکو اوهمدارنګه چي اهل دتوحيد وي نو الله تعالي جل جلاله دغه اهل داخلاص اواهل دتوحيد ته بخښنه کوي دشفاعت کوونکو ددعاء په وسيله هغه کسان چي الله تعالي جل جلاله ورته دشفاعت اجازه کړي وي.([84])

الله پاک هغه ذات دي چي اجازه يي ورکړي ده خپل بنده ته دشفاعت اوالله تعالي خارق دبندګانو دافعالو دي الله  تعالي  هغه ذات دي چي بنده ته يې دتوبي توفيق ورکړي اوبيا يې دغه توبه تري قبوله کړه الله  تعالي  هغه ذات دي چي خپل بنده ته يې دعمل توفيق ورکړي بيا يې دهغه عمل ثواب ورکړ اوالله  تعالي  هغه ذات دي چي خپل بنده ته يي ددعاء توفيق ورکړي بيايې دغه دعاء تري قبوله کړه اودغه ټول داهل سنت  والجماعة داصولو سره برابردي ځکه اهل سنت والجماعة په قدر سره ايمان لري اوالله جل جلاله دهر شي پيداکوونکي دي.([85])

نو شفاعت دڅه لپاره دي:

اول: ثابته خبره  ده چي الله تعالي شافع ته دشفاعت توفيق ورکوي په ثبوت دشفاعت سره اوشافع هغه څوک دي چي خپل شفاعتګر مختاره کوي کله چي مشفوع له اهل عهد څخه وي ددي ژوندي مثال: لکه :شهيد چي دخپل اهل نه داوياووتنو شفاعت کوي الله جل جلاله هغه ذات دي چي شهيد ته يې اجازه دشفاعت کړي اوداثابته ده شهيد شفاعت کوي اوکه چيري دالله جلا جلاله اذن نه واي شهيد هيڅکله نشواي کولاي چي شفاعت وکړي اوهغه کسان چي دشفاعت لپاره غوره کيږي هغه شافعين دي چي غوره کوي يې خوپه دي شرط چي مشفوع له: هغه څوک چي شفاعت يې کيږي.به داهل التوحيد څخه وي.([86])

دوهم: صحيح خبره ده چي شفاعت دالله تعالي جل جلاله رحمت اومغفرت دي ددي معني له څووجوهو څخه ښکاره کيږي:

اوله وجه: دشافع اکرام: الله جل جلاله چي کله چاته اراده وکړي يو شخص ته دشفاعت نو الله جل جلاله نداء اواواز کوي دخلګو پر سر باندي اواجازه کوي دعالمانو امام چي شفاعت وکړي دهر چالپاره يې چي خوښه يې شي نو آيا دغه اکرام نه دي؟

بلي هو غټ اکرام دي لکن تر دغه به بل غټ اکرام څه وي اوهمدارنګه استنباط کيږي له بعضي نصوصو څخه چي دشفاعت په مورد ډير تفاوت موجود دي په منازل درتبو کي اودرجو کي په دنيا اوپه ژوند داخرت کي په دي هکله الله تعالي جل جلاله فرمايې:(إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ )([87])

ژباړه:درياد کړه چي کله پرښتو وويل مريمي الله جل جلاله تاته له خپل اړخه ديو کليمي دباعظمته وجود زيري درکوي چي نوم يې مسيح دعيسي دمريمي زوي دي په دنيا اوآخرت کي به دشخصيت خاوند اوابرو من وي اوله الهي مقربانو نژدي (بندګانو)دي.([88])

اوهمدارنګه الله تعالي فرمايې: (انْظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلًا)([89])

ژباړه: وګوره چي ځينو ته موپه دنيا کي دهغوي دهلو ځلو له امله پر ځينو نورو باندي فضيلت ورکړي دي اودآخرت درجي اوفضيلتونه به تر دي هم ډير وي .([90])

اوهمدارنګه دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  دغه قول ) عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم الحسن و الحسين سيدا شباب أهل الجنة([91] )

عن جابر رضي الله عنه : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : سيد الشهداء حمزة([92])

ژباړه:حسن او حسين دجنتي ځوانانو سرداران دي ، حمزه دشهيدانو سردار دي.

له دغه نصوصو څخه معلوميږي چي په جنت کي متفاوت درجي دي دغه درجي په سبب دتفاوت دنيکيو سره ورکول کيږي څوک چي ډير نيک کاره وي هغه ته به جنت کي عالي مرتبي ورکول کيږي اودچاچي دنيکي درجي کمي وي هغه ته به کمه درجه ورکول کيږي اوپه دغه جنت کي مختلف خلګ دي بعضي سرداران دي اوبعضي مخور خلګ دي.

تفسير ابن کثير ددغه آيت شريف په مورد داسي وايې : وجيها في الدنيا والاخرة: يعني دمسيح عيسي ابن مريم ته به مخورتوب اولويت مرتبه وي دالله تعالي په نزد په سبب ددي سره چي الله تعالي جل جلاله ورته شريعت وحي کړي اوپه عيسي ابن مريم يې کتاب نازل کړي دي اوله دي څخه غير نور دالله تعالي احسانات اوپه آخرت کي به دالله تعالي په نزد اودالله تعالي جل جلاله په اجازه به شفاعت کوي.([93])

پدي سره داقصد نه کول کيږي چي ټول شفاعت سردارانو لره دي شفاعتګرداکرام په وجهه شفاعت کولاي شي اودشفاعت په مورد کي داضروري خبره نه ده چي دغه کس به مخور اوياسيد وي په خپل مقام کي له دي جملي څخه دمؤمنانو شفاعت دي خپلو وروڼو لره له حضرت عباس رضي الله عنه څخه يو مرفوع حديث روايت دي:(عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ مَا مِنْ رَجُلٍ مُسْلِمٍ يَمُوتُ فَيَقُومُ عَلَى جَنَازَتِهِ أَرْبَعُونَ رَجُلًا لَا يُشْرِكُونَ بِاللَّهِ شَيْئًا إِلَّا شَفَّعَهُمْ اللَّهُ فِيهِ).([94])

ژباړه: له عبدالله بن عباس رضي الله عنه  څخه روايت دي دي وائي ماله نبي کريم صلي الله عليه وسلم واوريدل چي ويل ئي :کله چي يو مسلمان کس مړ شي اودده په جنازه کښي ۴۰ تنه داسي خلګ شرکت وکړي چي له الله تعالي جل جلاله سره يې شريک نه وي نيولي ددوي په شرکت سره به الله تعالي جل جلاله دده شفاعت وکړي.

دغه رنګه شفاعت دشفاعت اکرام نه دي اونه مخورتوب اونه سرداري شفاعت دي لکن دغه شفاعت دهغه اکرام په هکله دي چي دوي غاړه ايښي اسلام لره همدارنګه شافع شفاعت کولاي شي دخپل زړه دپاکوالي په وجه اودغه شفاعت دابي طالب لپاره امام البخاري اونورو په خپلو کتابونو کي روايت کړي دي (حَدَّثَنَا الْعَبَّاسُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم مَا أَغْنَيْتَ عَنْ عَمِّكَ فَإِنَّهُ كَانَ يَحُوطُكَ وَيَغْضَبُ لَكَ قَالَ هُوَ فِي ضَحْضَاحٍ مِنْ نَارٍ وَلَوْلاَ أَنَا لَكَانَ فِي الدَّرَكِ الأسْفَلِ مِنَ النَّار). ([95])

ژباړه:موږته حديث بيان کړي دي عباس بن عبدالمطلب ،رضي الله عنه ،ما نبي کريم صلي الله عليه وسلم ته وويل: تا له خپل اکا څخه هيڅ شي دفع نکړ، هغه له تاڅخه چاپيروو( دښمنان يې درڅخه دفع کول او ستا لپاره نورو)ته په قهر کي دي، نبي صلي الله عليه وسلم  ورته وويل هغه داور په لوړه حيسه کي دي که چيري زه نه واي نو هغه به داور په هغه کښتني او ټيټه برخه کي واي.

دوهمه وجه: مسلمان ته په دي باندي توفيق ورکړي چي ته په دنيا کي نيک عمل وکړي ځکه چې الله تعالي جل جلاله په هر آن اوپه هر وخت کي په خپلو بندګانو عالم دي حتي تر دي اندازي  پوري عالم دي چي ستا سو په خپلو نفسونو دومره علم نلري لکه الله تعالي چي ستاسي دنفسونو په هکله لري کله چي مسلمان په دي پوه شو چي دلته ثواب دي اودلته عذاب دي په معلوم وخت اوزمان کي نو دغه په تاکيد سره معلومه خبره ده چي دي به ګرځي ؤ نيک عمل ته اودبد عمل څخه به ځان ژغوري کله چي مسلمان عقيده دارنګه جوړه شوه دثواب اوعذاب په هکله باندي نو عاقل انسان چالاکي اوبيړه کوي نيک عمل ته اوځان ساتي له ګناهونو څخه الله جل جلاله مونږ ته خبر راکوي دقرآن اوسنت له لاري چي دلته شفاعت دي په بعضي اعمالو کي اوبعضي امور ددنيا کښي اودغه امورو مسلمان هڅوي وعمل صالح لره اودډيرو ګناهونو څخه اجتناب کوي نو په هر صغيره اوکبيره ګناه باندي جزا ورکول کيږي دقيامت په ورځ .

په دي هکله الله تعالي جل جلاله داسي فرمايې: فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (7) وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (8)([96])

ژباړه: نو څوک چي ديوي ذري په اندازه ښه کار وکړي وه به يې ګوري اوڅوک چي ديوي ذري په اندازه بدکار وکړي وه به يې ګوري .([97])

له همدي جهته شفاعت مسلمان هڅوي ؤ نيک عمل ته اونيکو کارونو ته اوپه همدي شکل نور زيات مثالونه لکه دښځي پرتربيه باندي صبراوداسي نور

خودجاهليت په وخت کي به‌ئي په ژوندني لورګاني په خاورو منډلي له دي ويرې څخه چي که دغه لويه شي زماڅخه به نفقه غواړي

اودچاپه کورکي به چي انجلي وه عار اوشرم به ګڼل کيده دجاهليت دخلګو دزجر په هکله الله تعالي داشان فرمايې : وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ: ([98])

ژباړه: اومه وژنئ اولاد خپل دمفلسۍ دلاسه.([99])

دجاهليت په زمانه کي لور حقيره حسابيدله اوعار اوشرم به ؤ هغه چاته چي په کور کي به يې لور وه لکن کله چي دعدل اومساوات دين راغلي چي داسلام مقدس دين څخه عبارت دي نو ښځي ته يې خپل کامل حقوق ورکړل طبعي خبره ده چي ډير لوي اجر اوثواب دي هغه چاته چي دخپلي لور تربيه کوي اوددي هغه ځانګړتياوي چې دنورو څخه جلا وي هغه پوره کوي په يو صحيح حديث کي راځي (عن عائشة قالت : دخلت على امرأة معها ابنتان لها فاطعمتها تمرة فشقتها بينهما ولم تأكل منها شيئا فدخلت على رسول الله صلى الله عليه و سلم فذكرت له ذلك فقال من ابتلى من البنات بشيء فأحسن صحبتهن كن له سترا من النار)([100])

ژباړه:عائشه وايي زه پر يوه ښځه ورغلم چي دوي لوڼي يي وي ما هغي ته يوه خرما ورکړه هغي دخپلو دوو لوڼو په منځ کي نيمي کړه او خپله يې هيڅ ونه خوړه، زه ورسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورغلم او هغه ته مي ددي يادونه وکړه هغه صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي دخپلو لورګانو په هکله وازمويل شي نو ښه مجلس اوصحبت دخپلو لورګانو سره پرده ګرځي له اور ددوزخ څخه.

همداشان دي مسئلي ته ورته دشهيد مثال: بشري نفس مرګ دخپل ځان لپاره بد ګڼي په حديث قدسي کي راغلي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:إِنَّ اللهَ قَالَ:مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ وَمَا تَرَدَّدْتُ عَنْ شَيْءٍ أَنَا فَاعِلُهُ تَرَدُّدِي عَنْ نَفْسِ الْمُؤْمِنِ يَكْرَهُ الْمَوْتَ وَأَنَا أَكْرَهُ مَسَاءَتَهُ([101])

ژباړه: له ابوهريره څخه روايت دي هغه وايې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالي وايې څوک چې زماله متقي دوست سره عداوت کوي زماجنګ ورسره اعلان دي ځکه چې زه ممانعت کوم له دي څخه چه څوک يومسلمان نفس په قتل رسوي ،انسان مرګ بدګڼي اوزه دمرګ ګناه بده ګڼم.

اوددي په مقابل معلومه ده چي اسلام خلګ باعث کوي په قرباني ورکولو سره په خپل نفس اومال باندي دالله تعالي جل جلاله په لاره کي الله تعالي جل جلاله فرمايې:

(إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ)([102])

ژباړه:بشکه الله تعالى دمومنانوځانونه اوددوي مال دولت په دي بدله کښي په بيعه اخستي دي چه دوي ته به جنت ورکول کيږي([103])

نو څرنګه به انسان خپل قيمتي نفس قرباني کړي؟

جواب: هغه وخت چي ددغه مسلمان دآخرت سره مينه اورغبت پيداشي په دي وخت کي دغه کس دخپل نفس قرباني ته وړاندي کيږي اودانسان طبيعت دي په محبت کولو دخير سره دداسي يو جنګ کوونکي اوقاتل تصور چي جنګ سخت وي اوددوي په صفونو کي دتورو وهلو شروع وي نو په دي وخت کي دغه کس ته چي دالله تعالي جل جلاله په لاره کي جهاد کوي شيطان ورته راځي اوداآرزويې په زړه کي وراچوي چه الله تعالي جل جلاله ډير ژر ستا مفغرت وکړي ځکه چي دتوبي دروازه خلاصه ده اودجنګ نه وتښته اوبيا وروسته الله جل جلاله لره توبه وباسه اوجنګ خوستا په تاوان دي په دي وخت کي مجاهد لره شيطان دده زامن ورپه ياد کړي اودده کور اواهل ورپه يادوي اوورته وايې چي خپل ځان ته نجات ورکړه دغه وسواس دشيطان مسلمان ته په ميدان دجنګ کي پيداکيږي نو آيا په دي وخت کي ثابت قدمي ته احتياج نشته؟.

نوددي نه وروسته دثابت قدمي اودحق اواز وشي چي الله تعالي فرمايې :وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ([104])

ژباړه: اي پيغمبره صلي الله عليه وسلم دالله جل جلاله په لاره کې وژل شوي مړه مه ګڼي بلکي ژوندي دي اودخپل پالونکي په نزد ورته روزي ورکول کيږي.([105])

اودالله تعالي په نزد باندي دشهيد لپاره شپږ خصلتونه دي اوهمدارنګه دشهيد بورهمور اوکونډه ښځه اويتيمان زامن نو ددغه مصيبت په وجه عزت ددوئ ډير غټ دي( سَمِعْتُ أَبَا الدَّرْدَاءِ يَقُولُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم يُشَفَّعُ الشَّهِيدُ فِى سَبْعِينَ مِنْ أَهْلِ بَيْتِهِ)([106])

ژباړه:ماله ابادردا څخه واريدل چې ويل ئي : چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل:  شهيد دخپلي کورني څخه داويا نفرو شفاعت کوي

ډيره ځليدونکي خبره ده چي شفاعت مسلمان د صالح عمل لورته هڅوي.

دريمه وجه: هغه کسان چي ددوي شفاعت کيږي په هغوي باندي الله تعالي جل جلاله رحمت دي ځکه چي الله جل جلاله رحمن، رحيم، رؤف، حنان، کريم اوعفو کوونکي اومغفرت کوونکي دي څرګند خبره ده چي ژربه الله تعالي په خپلو بندګانو باندي فضل اوکرم  وکړي په پراخه رحمت اودغه مکرما ت مختلف شکلونه لري لکه اعمال صالحه اوډير اطاعت دالله تعالي جل جلاله ځکه الله تعالي وروي فيض اورحمت دخپلو بندګانو ددرجوپه نسبت دچاچي درجي لوړي وي اويا تحقيق اوثبوت دميني له خپلو مسلمانانو وروڼو سره په شفاعت کولو کي چي شفاعت يې کوي دالله تعالي جل جلاله په خپل فضل اوکرم سره([107])

 

 

دوهم فصل :

دشفاعت ډولونه:

دزماني په اعتبار سره شفاعت په دوه قسمه دي:

اول: دنيوي شفاعت. دوهم: اخروي شفاعت.

اول دنيوي :په دنيوي شفاعت کي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم   ډير احاديث راغلي دي چي دغه شفاعت په دنيا کي تر نبي کريم صلي الله عليه وسلم   پوري خاص کړل شوي دي دخپل امت په برخه کښي مثلا: لکه استسقاء اوخپل امت  ته دعاکول اودنبي کريم صلي الله عليه وسلم  په خپل مبارک ژوند کي خپل امت ته دالله تعالي جل جلاله له طرفه دمغفرت اودنصرت غوښتنه چي له دي جملي څخه نبي کريم صلي الله عليه وسلم  دړانده کس لپاره دعا کړي ده.([108])

اوپه دي باره کي ډير آثار راغلي دي چي له دي جملي نه دبعضو مسلمانانو شفاعت غوښتل دي دبعضونورو مسلمانانو لپاره لکه دغه قول دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  چي فرمايې:( حَدَّثَنَا أَبُو بُرْدَةَ بْنُ أَبِي مُوسَى ، عَنْ أَبِيهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم إِذَا جَاءَهُ السَّائِلُ ، أَوْ طُلِبَتْ إِلَيْهِ حَاجَةٌ قَالَ:اشْفَعُوا تُؤْجَرُوا وَيَقْضِي اللَّهُ عَلَى لِسَانِ نَبِيِّهِ صلى الله عليه وسلم مَا شَاءَ.) ([109])

ژباړه: موږ ته حديث بيان کړيدي ابوبرده بن ابي موسي دي دخپل پلارڅخه روايت کوي دي  وائي چه رسول صلي الله عليه وسلم ته به کله سوال کونکي راغي اويابه ئي تري څه حاجت طلب کړل شو،نوهغه صلي الله عليه وسلم به ويل شفاعت او سپارښتنه وکړئ، تاسو ته به اجر درکړل شي او الله  تعالي  به دخپل نبي پر ژبه دخپلي خوښي مطابق فيصلي کوي.

همداسي نور احاديث هم شته اودغه داسي شفاعت دي چي يوهم له اهل قبله و ورڅخه انکار نه کوي.

ددنيوي شفاعت لپاره يو اوږد بحث ته ضرورت دي نو داغوره ګڼم چي په دغه بحث اکتفاء وکړو اوپه دوهم قسم به شروع وکو چي عبارت له اخروي شفاعت څخه دي.

دوهم آخروي شفاعت:

اخروي شفاعت تر معيني زماني پوري محدود نه دي بلکه دمسلمان دوفات څخه شروع دي بيا ترآخري نتيجي پوري چي هغه به يا دخول وي جنت ته اويا به نغوذباالله داخليدل وي دوزخ ته اوياپه بل عبارت سره: دآخروي شفاعت موده چي ده دانسان له وفات کيدو اودنبي کريم صلي الله عليه وسلم  دشفاعت څخه شروع بيا تر شفاعت دشفاعت کووکو پوري دهر چاچي درجي لوړي وي هغه به په آخر ت کي شفاعت کولاي شي خلګ ياپه بله اصطلاح ګناهکار خلګ به دالله تعالي په امر سره جنت ته داخلوي اوداورمستحق به له اورڅخه راباسي.

اخروي شفاعت بياپردوه قسمه دي:

منفي شفاعت: مثبت شفاعت:

۱: منفي شفاعت: داهغه شفاعت ته ويل کيږي چي په مطلق ډول قرآن کريم نفي کړي وي لکه څرنګه چي الله تعالي فرمايې)يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّةٌ وَلاَ شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ([110])(

ژباړه:اي مؤمنانو موږ چي کوم مال متاع درکړي دهغه نه خيراتونه ورکړي  وړاندي ددي نه چه هغه ورځ راشي چي نه به پکښي دمال بيعه کيږي نه به دوستي پالل کيږي اونه به شفاعت چليږي اوظالمان هم هغه خلګ دي چه کفر ئي غوره کړي دي([111])

اوهمدارنګه قرآن کريم دهغه چاپه هکله هم شفاعت نفي کړي چي هغه عبارت دي له جاهلينو ددغه امت څخه([112])

دغه پورته آيت شريف اخبار اواګاهي ورکوي هغه کسانو ته چي مشرکان دي نه به وي دوي لره په دغه ورځ يعني دقيامت په ورځ يو نژدي دوست اونه يې ورور وي اونه يې پلار وي اونه يې داسي ملګري وي چي دوي ته ګټه ورسوي اونه به په دغه مشرکانو کي يو شفاعت کوونکي وي چي يو دبل شفاعت وکړي بلکه پر دغو مشرکانو به په ورځ دقيامت کي ټول دخير اسباب قطع وي. ([113])

۲: مثبت شفاعت:

داشفاعت هغه شفاعت دي چي ثابت دي په قرآن اوسنت سره اوداشفاعت دالله تعالي په دربار کي قبول دي.

دغه شفاعت داهل توحيد لپاره دي يعني هغه څوک چي دلااله الاالله محمد رسول الله کلمه يې ويلي وي اوتصديق يې پري کړي وي لکن ګناهکار وي اوداشفاعت تر دوو شرطونو پوري مشروط دي.

۱: اذن: داذن څخه مطلب دالله تعالي اجازه ده هغه چاته چي دي شفاعت کوي.

۲:رضاء: درضاء څخه مطلب هم دالله تعالي راضي کيدل دي له هغه چاڅخه چي شفاعت کوي يعني څوک چي دالله تعالي په وړاندي شفاعت کوي معلومه خبره ده چي الله تعالي به دهغه کس څخه راضي وي.

ددغه دوه شرطونوڅخه داذن دشرط  لپاره دالله تعالي داقول : مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ([114]) ژباړه: څوک دي ؟ چي دهغه په دربارکي بي له اجازي شفاعت وکړي([115])

 

اوهمدارنګه درضاء لپاره داآيت کريمه : يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا([116])

ژباړه:په دغه ورځ به شفاعت چاته فائده ونه رسوي  خوهغه چاته چي الله تعالي ورته اجازه وکړي اودهغه په اړه ئي خبره خوښه شي([117])

ابن الاوسي رحمه الله وايې: مثبت شفاعت هغه دي چي وروسته له اجازي دالله تعالي څخه شروع کيږي دي وايې مثبت شفاعت دالله  تعالي  له اجازي کولو وروسته صورت نيسي دقيامت په ورځ ، اوشفاعت نه کيږي مګر دهغه چاپه حق کي کيږي چي دالله تعالي رضاء پکښي وي اودغه شفاعت له توحيد څخه دي اودهغه چالپاره دي چي داهل توحيد څخه وي يعني په يوه الله تعالي يي ايمان اوعقيده وي هرهغه څوک چي مخلص موحد وي له هر چاڅخه اميد قطع کوي اويو الله تعالي ته يې رجوع کړي وي نو لکه څرنګه چي دغه کس موحد وو نو دقيامت په ورځ به هم بي له الله جل جلاله څخه دده لپاره بل دوست اوشفاعت کوونکي نه وي([118])

داهل حق مسلمانان په دغه نوع شفاعت باندي متفق دي اوله دغه شفاعت څخه خوارج اومعتزله انکار کوي نواوس راځواصل موضوع ته اوهغه دا چې مثبت شفاعت په دوه ډوله دي، اول معلوم شفاعت اودوهم داعمالو شفاعت چې هر يو به يې په جلاجلا مبحثونو کې په تفصيلي ډول وڅيړو:

 

 

اول مبحث :معلوم شفاعت :

معلوم شفاعت په شپږ ډوله دي چې هريو يې په جلا، جلا مطلب کي دمطالعي لاندي نيسو.

اول مطلب :دانبياؤ شفاعت

۱ :درسول الله صلى الله عليه وسلم شفاعت

الف:  يوه ډله به دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  په شفاعت سره بي له حساب جنت ته داخل شي:

له هغه وروسته چي الله تعالي دشفاعت اجازه وکړي الله تعالي به خپل پيغمبرته ووايې (عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ أَدْخِلْ مِنْ أُمَّتِكَ مَنْ لاَ حِسَابَ عَلَيْهِمْ مِنَ الْبَابِ الأَيْمَنِ مِنْ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ وَهُمْ شُرَكَاءُ النَّاسِ فِيمَا سِوَى ذَلِكَ مِنَ الأَبْوَابِ) ([119])

ژباړه :داخل کړه ستا له امت څخه هغه کسان چي حساب ورسره نه کيږي دجنت له راسته دروازي څخه او دوئ په پاته نورو دروازو کي له خلکو سره شريکان دي.

داهغه شفاعت دي چي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم سره دهغه وعده شوي ده لکه چي نبي کريم فرمايې (حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ زِيَادٍ الأَلْهَانِيُّ ، قَالَ : سَمِعْتُ أَبَا أُمَامَةَ الْبَاهِلِيَّ ، يَقُولُ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ، يَقُولُ : وعَدَنِي رَبِّي سُبْحَانَهُ أَنْ يُدْخِلَ الْجَنَّةَ مِنْ أُمَّتِي سَبْعِينَ أَلْفًا ، لاَ حِسَابَ عَلَيْهِمْ ، وَلاَ عَذَابَ ، مَعَ كُلِّ أَلْفٍ سَبْعُونَ أَلْفًا ، وَثَلاَثُ حَثَيَاتٍ مِنْ حَثَيَاتِ رَبِّي عَزَّ وَجَلَّ) ([120])

ژباړه :موږته حديث بيان کړي دي محمدبن زيادالآلهاني دي وائي چې ماواوريدل له آباآمامة الباهلي څخه چې ويل ئي :ماله نبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې ويل ئي : زما رب ماته وعده راکړې ده چي زما دامت (۷۰۰۰۰) کسه به جنت ته داخلوي، له هغوي سره به نه حساب وي او نه به عذاب ورکول کيږي، او له هرو زرو کسانو سره به اويا زره کسان وي ،اودالله  تعالي لخوا ورته دري درجي اوکرامتونه دي اويادالله  تعالي لخواورته دري غټ نورونه دي .

دادنبي کريم صلي الله عليه وسلم دآمت څخه يو خاصه ډله ده چي بي له حساب څخه به حنت ته ځي چي پدي به هم و نه پوهيږي چي حساب څنګه کيږي امام بخاري اومام مسلم پدي اړه دابوهريره  رضي الله عنه څخه روايت کوي

(حَدَّثَنِي سَعِيدُ بْنُ الْمُسَيَّبِ أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مِنْ أُمَّتِي زُمْرَةٌ هِيَ سَبْعُونَ أَلْفًا تُضِيءُ وُجُوهُهُمْ إِضَاءَةَ الْقَمَرِ فَقَامَ عُكَاشَةُ بْنُ مِحْصَنٍ الأَسَدِيُّ يَرْفَعُ نَمِرَةً عَلَيْهِ قَالَ ادْعُ اللَّهَ لِي يَا رَسُولَ اللهِ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ ، فَقَالَ : اللَّهُمَّ اجْعَلْهُ مِنْهُمْ ثُمَّ قَامَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللهِ ادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ سَبَقَكَ عُكَاشَةُ) ([121])

ژباړه :ماته حديث بيان کړي دي سعيدبن المسيب هغه له ابا هريرة رضي الله عنه څخه روايت کوي چې ويې وويل :ماله رسول صلي الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې ويل ئي:  زما له امت څخه به يوه ډله جنت ته داخليږي، هغه به اويا زره کسيزه وي، مخونه به يي دسپوږمۍ په څير ځليږي، نو عکاشه ولاړ سو او ويي ويل اې دالله رسول ماته دعا وکړه چي الله ما دهغوئ څخه حساب کړي، نورسول الله صلي الله عليه وسلم وويل: اې الله دي له هغوئ څخه وګرځوه، بيا بل سړي ولاړ سو او ويي ويل :اې دالله رسول ماته دعا وکړه چي الله مي له هغوئ څخه وګرځوي، نو رسول الله ورته وويل: له تا څخه عکاشه مخکي سو.

همدارنګه دواړه شيخانو دانس څخه هم روايت کړي دي(حَدَّثَنَا ابْنُ عَبَّاسٍ قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : عُرِضَتْ عَلَيَّ الأُمَمُ فَأَخَذَ النَّبِيُّ يَمُرُّ مَعَهُ الأُمَّةُ وَالنَّبِيُّ يَمُرُّ مَعَهُ النَّفَرُ وَالنَّبِيُّ يَمُرُّ مَعَهُ الْعَشَرَةُ وَالنَّبِيُّ يَمُرُّ مَعَهُ الْخَمْسَةُ وَالنَّبِيُّ يَمُرُّ وَحْدَهُ فَنَظَرْتُ فَإِذَا سَوَادٌ كَثِيرٌ قُلْتُ يَا جِبْرِيلُ هَؤُلاَءِ أُمَّتِي قَالَ : لاََ وَلَكِنِ انْظُرْ إِلَى الأُفُقِ فَنَظَرْتُ فَإِذَا سَوَادٌ كَثِيرٌ قَالَ هَؤُلاَءِ أُمَّتُكَ وَهَؤُلاَءِ سَبْعُونَ أَلْفًا قُدَّامَهُمْ لاَ حِسَابَ عَلَيْهِمْ ، وَلاَ عَذَابَ قُلْتُ وَلِمَ قَالَ كَانُوا لاَ يَكْتَوُونَ ، وَلاَ يَسْتَرْقُونَ ، وَلاَ يَتَطَيَّرُونَ ، وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ فَقَامَ إِلَيْه عُكَّاشَةُ بْنُ مِحْصَنٍ فَقَالَ ادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ قَالَ اللَّهُمَّ اجْعَلْهُ مِنْهُمْ ثُمَّ قَامَ إِلَيْهِ رَجُلٌ آخَرُ قَالَ ادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنِي مِنْهُمْ قَالَ سَبَقَكَ بِهَا عُكَّاشَةُ)([122])

ژباړه :موږته حديث بيان کړي دي ابن عباس رضي الله عنه :چې رسول صلي الله عليه وسلم وفرمايل : ماته امتونه راوړاندي سول، له يوه نبي سره به يو امت وو او له بل نبي سره به يوه ډلګۍ وه او يو نبي به تيرېدي له هغه سره به لس کسه وه او بل نبي به تيرېدي پنځه کسه به ورسره وه او بل نبي به داسي تيرېدي چي يوازي به وو نو ما وکتل چي يو لوي شمير دخلکو دي، ما جبريل ته وويل: دا زما امت دي؟ راته ويي ويل نه، مګر وګوره هغه کنارې ته نو ما وکتل چي ګورم يوه زيات توروالي (لويه ډله) ډله ده، راته ويې ويل دا ستا امت دي او دا اويا زره (۷۰۰۰۰) کسان دي چي دوي به په دخول دجنت کي لمړني وي نه حساب ورسره کيږي او نه عذاب ورکول کيږي ما ورته وويل: ولي؟ راته ويې ويل  دوئ نه داغونه لګولي دي او نه يي له خلکو څخه ددم کولو غوښتنه کړې ده او نه يې هم کرکه او بد فالي کړې ده او پر خپل رب يي هميشه توکل کوي، نوعکاشه ور ولاړ سو او ويې ويل له الله څخه وغواړه چي ماله هغوئ څخه کي، ويي ويل اې الله دي له هغوئ څخه وګرځوه ، او بيا يو بل سړي ورولاړ سو او ويي ويل ما ته دعا وکړه چي الله مي له هغوئ وګرځوي  ورته ويې ويل له تا څخه عکاشه مخکي سو.

: داحديث په متعدده الفاظوباندي راغلي دي اوهمدارنګه پدي الفاظو باندي هم راغلي دي (( عرضت علي الأمم )) امام ترمذي اوامام النسايې پدي الفاظو حديث راخيستي دي (لما آسري با النبي جعل يمر بالنبي ومعه الواحد.....))ده

ايا دغه اسرأ هغه مکي اسرأ ده که دوهمه مدني اسرأ ده؟

حافظ ابن حجر رحمه الله ددي سوال جواب کړي دي دادوهمه مدني اسرأ ده چي په مدينه منوره کي واقع شوي ده مديني اسرأ دمکي اسرأ څخه جلا وه هغه واقعات چي په مکي اسرا کي پيښ شوي دي په مدني اسرا کي ندي پيښ شوي لکه داسمانونو دروازي يو په يو خلاص يدل اوياله انبياءعليهم السلام   سره ملا قات اودموسي عليه السلام  سره ليدل دلمانځه د فرضيت په اړه بلکي په مدني اسرا کي له دي پرته نوري ډيري خبري وي نبي کريم صلي الله عليه وسلم داسرا واقعات څه په مکي کي وليدل اوڅه ئي په مدني کي وليدل خو زياته حصه يې په خوبونو کي وليدل([123])

خودنبي داقول چي (يونبي به تيريدي يوآمت به ورسره وو، له بله سره به يوه ډله، دبله سره به لس کسه وو اوله بله سره به يو هم نه وو يعني دهر پيغمبر سره دهغه آمت شمير ددعوت دقبلونکو په تعداد باندي وو يعني څومره کسانو به چي دخپل پيغمبر دعوت منلي وو  او ځيني خوداسي پيغمبران هم وو چي قومونه يې هلاک شول اوځيني خوله يو او يا دوه کسانو سره نجات ومندي.او دنبي سوال دجبرايل څخه دغه به زما آمت وي دادنبي صلي الله عليه وسلم  حرص وو چي دهغه امت تر ټولو امتو نو زيات وي لکه سوال کونکي سوال کوي ايا نبي خپل امت نه پيژندي په داسي حال کي چي هغوي دپيژنولو علامي لري لکه داوداسه اندامونه به يې رڼاکوي اوځليږي به داهغه علامي دي جي دنوروامتونو څخه دنبي صلي الله عليه وسلم  امت جلا کيږي.

نبي صلي الله عليه وسلم  به دجبرايل څخه پوښتنه وکړي اوجبرايل به جواب ورکړي خوکله چي دي امت ته ورنژدي شي نوبيا به يې نبي صلي الله عليه وسلم  له خپلو علامو څخه وپيژني. ([124])

دهغو (۷۰)زرو کسانو چي بيله حسابه به جنت ته داخليږي دا لاندي صفاتو لرونکي دي ۱- لايکتون: يعني داغونه به يې نه وي لګولي ۲- ولايسترقون: اونه يې دخلګو څخه ددم کولو غوښتنه کړي وي ۳- ولا يتطيرون :اونه يې هم کرک اوبد پالي کړي وي ۴- اوپر خپل رب باندي يې هميشه توکل کړي وي.

ابن تيمية رحمه الله وايې لايرقون غلط بولي البته روايت يې غلط بولي ځکه چي جبرايل نبي صلي الله عليه وسلم  دم کړي وو نبي صلي الله عليه وسلم  صحابه دم کړي وو اوهغوي ته يې دم کولو اجازه ورکړي وه اودپورتني روايت جواب داسي کوي چي په هغه کي دلايرقون لفظ سعيد بن منصوراظافه کړي دي([125])

ب :دنبي کريم صلي الله عليه وسلم شفاعت دهغو خلګوپه اړه چي جهنم ورته واجب شوي وي:

امام مسلم په خپل سند باندي دحذيفه بن يمان اوابوهريرة څخه روايت کوي(عَنْ حُذَيْفَةَ قَال : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم: يَجْمَعُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى النَّاسَ فَيَقُومُ الْمُؤْمِنُونَ حَتَّى تُزْلَفَ لَهُمْ الْجَنَّةُ فَيَأْتُونَ آدَمَ فَيَقُولُونَ يَا أَبَانَا اسْتَفْتِحْ لَنَا الْجَنَّةَ فَيَقُولُ وَهَلْ أَخْرَجَكُمْ مِنْ الْجَنَّةِ إِلَّا خَطِيئَةُ أَبِيكُمْ آدَمَ لَسْتُ بِصَاحِبِ ذَلِكَ اذْهَبُوا إِلَى ابْنِي إِبْرَاهِيمَ خَلِيلِ اللَّهِ قَالَ فَيَقُولُ إِبْرَاهِيمُ لَسْتُ بِصَاحِبِ ذَلِكَ إِنَّمَا كُنْتُ خَلِيلًا مِنْ وَرَاءَ وَرَاءَ اعْمِدُوا إِلَى مُوسَى صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الَّذِي كَلَّمَهُ اللَّهُ تَكْلِيمًا فَيَأْتُونَ مُوسَى صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَيَقُولُ لَسْتُ بِصَاحِبِ ذَلِكَ اذْهَبُوا إِلَى عِيسَى كَلِمَةِ اللَّهِ وَرُوحِهِ فَيَقُولُ عِيسَى صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَسْتُ بِصَاحِبِ ذَلِكَ فَيَأْتُونَ مُحَمَّدًا صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَيَقُومُ فَيُؤْذَنُ لَهُ وَتُرْسَلُ الْأَمَانَةُ وَالرَّحِمُ فَتَقُومَانِ جَنَبَتَيْ الصِّرَاطِ يَمِينًا وَشِمَالًا فَيَمُرُّ أَوَّلُكُمْ كَالْبَرْقِ قَالَ قُلْتُ بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي أَيُّ شَيْءٍ كَمَرِّ الْبَرْقِ قَالَ أَلَمْ تَرَوْا إِلَى الْبَرْقِ كَيْفَ يَمُرُّ وَيَرْجِعُ فِي طَرْفَةِ عَيْنٍ ثُمَّ كَمَرِّ الرِّيحِ ثُمَّ كَمَرِّ الطَّيْرِ وَشَدِّ الرِّجَالِ تَجْرِي بِهِمْ أَعْمَالُهُمْ وَنَبِيُّكُمْ قَائِمٌ عَلَى الصِّرَاطِ يَقُولُ رَبِّ سَلِّمْ سَلِّمْ حَتَّى تَعْجِزَ أَعْمَالُ الْعِبَادِ حَتَّى يَجِيءَ الرَّجُلُ فَلَا يَسْتَطِيعُ السَّيْرَ إِلَّا زَحْفًا قَالَ وَفِي حَافَتَيْ الصِّرَاطِ كَلَالِيبُ مُعَلَّقَةٌ مَأْمُورَةٌ بِأَخْذِ مَنْ أُمِرَتْ بِهِ فَمَخْدُوشٌ نَاجٍ وَمَكْدُوسٌ فِي النَّارِ وَالَّذِي نَفْسُ أَبِي هُرَيْرَةَ بِيَدِهِ إِنَّ قَعْرَ جَهَنَّمَ لَسَبْعُونَ خَرِيفًا)([126])

ژباړه : دخذيفه (رضي الله عنه ) څخه روايت دي چه رسول الله فرما يلي دي الله تعا لي به دقيامت په ورځ خلګ راجمع کړي، مسلمانان به ولاړوي تردي پوري چه جنت به دهغوي خواله راوستل شي، بيابه هغه آدم (عليه السلام ) ته راغونډ شي ، اووايي به بابا موږته د جنت دروازه خلاصه کړه هغه به ووايي چه دجنت نه تاسو رايستلي چا ياست ، زما ګناتاسو دجنت څخه رايستلي ياست ، نونن زه داکارنشم کولاي ،البته تاسي زما زوي ابراهيم (عليه السلام ) ته ولاړشي ابراهيم (عليه السلام ) به ووايي زه داکار نشمه کولاي زه دالله ( تعالي ) دوست وم وروسته وروسته ( يعني زما دالله ( تعالي ) سره دومره نژدي والي نه دي راغلي چه څه پرده به نه وه بلکي دوه حجابونه به وه نه ماد هغه سره بيله واسطه خبري کړي د ي اونه مي هغه ليدلي دي ) تاسوموسي (عليه السلام ) ته ورشي چه دهغه سره الله تعالي خبري کړي دي هغوي به دموسي (عليه السلام ) خواله راشي هغه به ووايي زه ددي لايق نه وم تاسو عيسي (عليه السلام ) ته لاړشي چه هغه دالله کليمه اوروح دي عيسي (عليه السلام ) به ووايي دازما کارنه دي بيابه هغه ټول دمحمد (صلي الله عليه وسلم ) وخواته راشي هغه به ولاړوي اواجازه به ورکول شي، امانت اوصله رحمي واستول شي ، هغه به دپل صراط نه راسته اوچپه طرفونوته ودريږي نوستاسو به لومړي بنده په دي شان پريوزي لکه برق ،هغه وفرمايل تاسو برق نه دي ليدلي هغه څنګه تيريږي اوبيرته څنګه رازي ،بيا لکه څنګه چه هواځي بيا لکه مرغه چه آلوزي بيا لکه سړي چه منډه وهي دخپل اعمالوپه موافقه اوستاسو پيغمبر به په پل صراط باندي والاړوي ،هغه به وايي چه يا الله  تعالي  ويي ساتي ويي ساتي ، تردي پوري چه داعمالو وزن به کم شي (ښه عملونووالابه تيرشي او هغه خلګ به پاته شي چه دهغوي نيک عملونه کم وي هغوي ته به تيريدل ګران وي) اويوسړي به راشي هغه به تلاي نه شي مګر راکښل کيږي به اودهغه پل دواړوطرفوته به چنګکان رازړيږي هغه ته به حکم وشي هغوي به رانه شي بيابه بعضي بنده ګان په ښويدلوښويدلوخلاصون وموندي اوبعضي به پړمخي په جهنم کي وغورځول شي ، قسم دي په هغه ذات باندي چه آبوهريرة روح دهغه په لاس کي دي چه دجهنم اوږد والي داويا کلونو لارده.

پورتني حديث ددي ډول شفاعت لپاره يو صريح اوښکاره دليل دي خو ابن القيم  وايې ما تراوسه ددي ډول شفاعت لپاره کوم حديث نه دي موندلي

اوله حديث څخه داسي معلوميږي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم  دځينو هغو خلګو چي عمل يې ډير مناسب نه وي څه کمي ياسستي پکښي وي نو نبي کريم صلي الله عليه وسلم  دخپل رب څخه دهغوي لپاره شفاعت کوي وايې ((اللهم سليم سليم)) که چيري دغه شخص نجات مندونکو څخه وي نو الله تعالي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  دعا دهغوي په حق کي قبول کړي اوکه چيري دنجات مندونکو څخه نه وو نو بيا به جهنم ته دلويدلو څخه وروسته يادنبي کريم صلي الله عليه وسلم  په شفاعت اويادخپلي سزا په تيريدلو باندي دجهنم څخه راووځي([127])

ج:  دجنتيانو لپاره دجنت ددرجو  دلوړيدلو شفاعت :

ددي ډول شفاعت څخه ډير علماوو يادونه نه ده کړي اونه يې هم دشفاعت په اقساموکي شميرلي دي پرته له لږ علماوو کرامو څخه هغوي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  په دي قول باندي استناد کړي دي((أنا اول شفيع في الجنة)) حافظ ابن حجر ددي څخه انکار کړي دي نودي وايې چي په پورتني حديث استناد کيدلاي نشي داواضح او ښکاره خبره ده چي ددي ډول شفاعت لپاره کوم استناد نشته اوهغه چي ځينو علماوو ذکر کړي دي هغه په خپل ځاي کي نه دي کارول شوي ځکه چي هغه حديث به مقام محمود پوري اړه لري اودمقام محمود دشفاعت په اړه باندي هغه حديث هم دلالت کوي  چي امام مسلم دانس رضي الله عنه  څخه روايت کړي دي([128])

د:  ځيني جهمنميان دنبي کريم په شفاعت دجهنم څخه راووځي :

څوک چي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  دامت څخه په داسي حالت کي وفات شي چي هيڅکله دکبيره ګناه مرتکب شوي نه وي خو که وي هم تو به  يې هم ورباندي ايستلي وي داهغه کسان دي چي له اوله سره به جنت داخليږي او هيڅ عذاب به ونه ويني او دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  دامت هغه کسان چي جهنم ته لويږي دکبيره ګناهونو مرتکب دي چي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  شفاعت ددوي لپاره دي ده انس رضي الله عنه  څخه په يو صحيح روايت کي دشفاعت دغه  ډول ثابت دي (عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ : شفاعتي لأهل الكبائر من أمتي )([129])

ژباړه:له أنس بن مالک هغه له نبي کريم صلي الله عليه وسلم روايت کوي چې ويي فرمايل :  زما شفاعت زما دامت دکبيره ګناهونو دمرتکيبينو لپاره دي.

دشفاعت داډول دهغو جهنميانو لپاره دي چي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  دامت څخه وي يعني دتوحيد دکلمي ويونکي وي لکه چي ددي حديث ظاهر همداسي دي داد نبي کريم صلي الله عليه وسلم  دلوي رحمتونو اوشفقتونو څخه دي دادالله تعالي خاص عزت دي چي د نبي کريم صلي الله عليه وسلم  وامت يې ورکړي دي چي هر څومره يو مؤمن دشرک پرته نور اعمال وکړي دالله تعالي اراده دهغه په اړه دعفوي ده لکه چې فرمايې (( ان الله لا يغفران يشرک به ويغفر مادون ذلک لمن يشاء ومن يشرک با لله فقد افتري اثماً عظيماٌ)) ([130])

ژباړه : الله  تعالي  دشرک بخښنه نکوي ، او له دي څخه وړي ګناوي که يې خوښه شي معافوي يي اوچاچې دالله  تعالي سره شريک جوړکړ نو هغه ډيرغټ دروغ جوړکړ اولويه ګناه ئي وکړه.([131])

دمسلمانانو لويه ډله ددي ډول شفاعت اقرار کوي امام ابو حنيفه رحمه الله وايې زموږ نبي کريم صلي الله عليه وسلم شفاعت دهر جنتي حق دي که څه هم دکبيره ګناهونو مرتکب وي ([132])

امام الطبري رحمه الله په دي اړه صراحت کوي چي الله تعالي ډيرو هغو مؤمنانو ته چي دکبيره ګناهو مرتکب وي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  په شفاعت باندي بخښه کوي دليل يې دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  داقول دي (( شفاعتي الأهل الکباير من أمتي )).

ابن تيمية رحمه الله وايې پدي باندي صحابه وو، تابعينو،تبعي تابعينو او دامت امامانو اتفاق کړي دي يوازي اهل بدعت لکه خوارج، معتزله اوداسي نور په دي کي منازعه لري .

داهغه شفاعت دي چي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  ددو انتخابونو په مينځ کي خوښ کړي دي لکه چي دابو موسي الاشعري په حديث کي چي راځي (عَنْ أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : خُيِّرْتُ بَيْنَ الشَّفَاعَةِ ، وَبَيْنَ أَنْ يَدْخُلَ نِصْفُ أُمَّتِي الْجَنَّةَ ، فَاخْتَرْتُ الشَّفَاعَةَ ، لأَنَّهَا أَعَمُّ وَأَكْفَى ، أَتُرَوْنَهَا لِلْمُتَّقِينَ ؟ لاَ ، وَلَكِنَّهَا لِلْمُذْنِبِينَ ، الْخَطَّائِينَ الْمُتَلَوِّثِينَ)([133])

ژباړه :له أبي موسي الأ شعري څخه روايت دي :چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل : ماته اختيار راکړل شو چي زه خپل نيم امت جنت ته داخل کړم او يا داچي شفاعت وکړم نو ما شفاعت اختيار کړ، ځکه چي دا عام دي او کفايت کوي، ايا دا دمتقيانو لپاره دي؟ نه ، بلکي دا د ګناهکارانو لپاره دي ، هغه خطا کاران او په ګناه ککړکسان.

اودعوف بن مالک په حديث کي راځي (عن عوف بن مالك الأشجعي قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم :أ تَانِي آتٍ مِنْ عِنْدِ رَبِّي فَخَيَّرَنِي بَيْنَ أَنْ يُدْخِلَ نِصْفَ أُمَّتِي الجَنَّةَ وَبَيْنَ الشَّفَاعَةِ ، فَاخْتَرْتُ الشَّفَاعَةَ ، وَهِيَ لِمَنْ مَاتَ لاَ يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا)([134])

ژباړه :له عوف بن مالک الأشجعي څخه روايت دي :چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل : زما درب له طرفه يو راتلونکي راغلي او ماته يې اختيار راکړ چي زه خپل نيم امت جنت ته داخل کړم او يا داچي شفاعت وکړم نو ما شفاعت اختيار کړ، او داشفاعت به دهغه چا لپاره وي چي له الله  تعالي  سره يې هيڅ شريک نوي نيولي.

امام النوي رحمه الله وايې پورتني حديث څخه شفقت پرخپل امت باندي اودخپل امت مصلحتونه اوګټي ترداسي حد مراعت کول چي خپل ددعاقبليدل ورته ځنډوي

دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  په شفاعت سره به جهنميان په مختلفو وختونو اوموقع ګانو کي راوستل شي يوځلي به الله تعالي ورته ووايې  ستا شفاعت مي دجماعت څخه دپاته کيدونکو په حق کي قبول کړي اووروسته به ورته ووايې ستا شفاعت مي دشراب خوړونکو په حق کي قبول کړي اوداسي نورزيات.

دادجهنم څخه درايستل کيدونکو پر افضليت اومرتبو باندي دلالت کوي لکه دانس رضي الله عنه  په حديث کي راځي (عَنْ أَنَسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : يَخْرُجُ مِنَ النَّارِ مَنْ قَالَ : لاَإِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَفِي قَلْبِهِ وَزْنُ شَعِيرَةٍ مِنْ خَيْرٍ ، وَيَخْرُجُ مِنَ النَّارِ مَنْ قَالَ : لاََ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَفِي قَلْبِهِ وَزْنُ بُرَّةٍ مِنْ خَيْرٍ ، وَيَخْرُجُ مِنَ النَّارِ مَنْ قَالَ : لاََ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَفِي قَلْبِهِ وَزْنُ ذَرَّةٍ مِنْ خَيْرٍ) ([135])

ژباړه : أنس رضي الله عنه له نبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې ويي فرمايل : له اور څخه هغه کسان وزي چي وايي: لا اله الا الله ، او په زړه کي يي دوربشي په اندازه خير وي، او له اور څخه هغه څوک وزي چي لا اله الاالله يې ويلي وي او په زړه کي يي دماش دادني په اندازه خير وي او له اور څخه هغه کسان وزي چي لا اله الا الله يي ويلي وي او په زړه کي يي يوه زره خير وي.

شفاعت په هره لحظه کي به رسول الله درحمن تر عــرش لانــدي پر ســجده کيــږي اووايې     به (( اشفع وهکذا)) ..........

۲:دنوروانبياء عليهم الصلاة والسلام شفاعت:

نورانبيا دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  په څير شفاعت کوي البته دشفاعت دټولو هغو ډولونو چي دنبي کريم صلي الله عليه وسلم  دپاره ثابت دي اختيارنلري لکه چي په صحيح حديثو نو کي راغلي دي (عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ:قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم:فَيَقُولُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ شَفَعَتِ الْمَلاَئِكَةُ وَشَفَعَ النَّبِيُّونَ وَشَفَعَ الْمُؤْمِنُونَ وَلَمْ يَبْقَ إِلاَّ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ([136])

ژباړه: له ابي سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله وفرمايل: الله تعالي به ووايې ملائکو شفاعت وکړ، انبياؤ شفاعت وکړاو مؤمنانو شفاعت وکړ اوله ارحم الراحمين ذات پرته بل څوک پاته نسو.

اودحذيفه په حديث کي راځي:(عَنْ حُذَيْفَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:فَيَقُولُ إِبْرَاهِيمُ : يَا رَبِّ حَرَّقْتَ بَنِيَّ ، فَيَقُولُ : أَخْرِجُوا مِنَ النَّارِ مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ ذَرَّةٌ أَوْ شَعِيرَةٌ مِنْ إِيمَانٍ )([137])

ژباړه : حذيفه رضي الله عنه له نبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي ابراهيم عليه السلام به ووايي اې ربه زما اولاد دي وسوځئ نو(الله) به ورته ووايې وباسئ له اور څځه هغه څوک چي په زړه کي يې زره او يا داوربشي په اندازه ايمان وي .

هغه ځايونه چي انبيا پکښي شفاعت کوي يوله هغوي څخه صراط دي لکه چي په صحيح حديثو نو ثابت دي له ابوهريرة څخه روايت دي:[138]( عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ :وَيُضْرَبُ جِسْرُ جَهَنَّمَ قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : فَأَكُونُ أَوَّلَ مَنْ يُجِيزُ وَدُعَاءُ الرُّسُلِ يَوْمَئِذٍ اللَّهُمَّ سَلِّمْ سَلِّمْ)([139])

ژباړه :له ابوهريرة رضي الله عنه  دجهنم پل ووهل سي(له جهنم څخه به تيريدل شروع وسي)، رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: نو زه به اول کس يم چي اجازه ورکول کيږي(دشفاعت کولو لپاره)، او دانبياؤ دعا به په دغه ورځ دا وي چي الهم سلم سلم اې الله په سلامتيا مي تير کړه.

اوبل ځاي دهغو خلګو شفاعت کول دي چي دشفاعت حقدار وي خو جهنم ته داخل شوي وي دانبيا عليهم السلام په شفاعت سره به يې الله تعالي راوباسي لکه دحذيفه حديث چي مخکي تيره شوه.

اوهمدارنګه دابو سعيدپه حديث کي راځي(عن أبي سعيد قال: سمعت أبا سعيد يقول: سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم:......ثم يشفع الأنبياء في كل من كان يشهد أن لا إله الا الله مخلصا فيخرجونهم منها.....)([140])
ژباړه: له ابي سعيد الخدري  رضي الله عنه روايت دي هغه وايې ما له اباسعيد رضي الله عنه څخه واوريدل او هغه وايې ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه واوريدل وروسته به انبياء دهر هغه چا شفاعت کوي چي په اخلاص سره يي لا اله الا الله ويلي وي نو هغه به له جهنم څخه راوباسي.

دوهم مطلب :دملائکو (عليهم الصلاة والسلام) شفاعت:

ملائکه هم دقيامت په ورځ باندي دنورو شفاعت کوونکو په څير باندي شفاعت کوي، چي دا په قراني نصوصو او نبوي صحيح سنتو باندي ثابت دي، لکه چي الله تعالي فرمايې(الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ) : ([141])

ژباړه: هغه پرښتي چي عرش پورته کوي او هغه پرښتي چي دعرش په چاپير کي دي ټولي دخپل پالونکي له ستايني سره دهغه پاکي څرګندوي او پرهغه ايمان لري او مؤمنانو ته بخښنه غواړي او وايې اې زموږ پالونکي ستا رحمت او علم پر هرڅه خپور دي نو هغه کسان وبخښه چي توبه يې ايستلې او ستا پر لار روان دي او ددوزخ له اور څخه يې وساتي ([142]).

او بل ځاي داسي فرمايې (كَمْ مِنْ مَلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِنْ بَعْدِ أَنْ يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَرْضَى):([143])

ژباړه: او په اسمانونوکي ډيري پرښتي دي چي سپارښت او شفاعت يې نه قبليږي  خودهغو کسانو په حق کي قبليږي چي الله  تعالي  يې اجازه ورکړي وي او دالله  تعالي  خوښ وي([144]).... او داسي نور اياتونه .

په لومړي ايات کريمه کي استغفار ددعاء او شفاعت له انواعو څخه يوه نوع ده دګناه ګارانو لپاره، او په دوهم ايات کريمه کي دملائکو شفاعت کول دالله تعالي داجازي څخه وروسته دچا لپاره چي يې خوښه شي او ترينه راضي وي نو ملائکه ومؤمنانو ته زيري ورکوي.

په يوه مرفوع حديث کي له أبي سعيد الخدري (رض) څخه داسي روايت دي : (عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ:قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم:فَيَقُولُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ شَفَعَتِ الْمَلاَئِكَةُ وَشَفَعَ النَّبِيُّونَ وَشَفَعَ الْمُؤْمِنُون....)([145])  ژباړه: له ابي سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم  وفرمايل:  الله رب العزت به ووايې : ملائکو شفاعت وکړ، انبياؤ شفاعت وکړ، او مؤمنانو شفاعت وکړ....

همدارنګه په يوه بل حديث کي أبي بکر (رض) له نبي (ص) نه داسي روايت کوي: (أبا بكرة عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : يحمل الناس على الصراط يوم القيامة فتقادع بهم جنبة الصراط تقادع الفراش في النار قال فينجى الله تبارك وتعالى برحمته من يشاء قال ثم يؤذن للملائكة والنبيين والشهداء أن يشفعوا فيشفعون ويخرجون ويشفعون ويخرجون ويشفعون ويخرجون...)([146])

ژباړه : ابوبکر الصديق له نبي کريم څخه روايت کوي ، نبي کريم صلي الله عليه وسلم  وفرمايل: خلک به دقيامت په ورځ پر صراط تيرول کيږي ،يوپه بل پسي به مړه کيږي دلاري  اړخ کي لکه وژل کيدل دپتګانويوپه بل پسي يعني څوک چې په ګناه کي يوله بل سره معنوت کوي نو په عذاب کي هم يو په بل پسي وي، الله تعالي به په خپل رحمت سره هغه چاته نجات ورکړي چي دالله  تعالي  خوښه سي ، بيا نبي صلي الله عليه وسلم  وويل وروسته به ملائکو، انبياؤ او شهيدانو ته اجازه ورکړي چي شفاعت وکړي ، نو هغوئ به شفاعت کوي او خلک به له جهنم څخه راايستل کيږي ، هغوئ به شفاعت کوي او خلک به را ايستل کيږي او هغوئ به شفاعت کوي او خلک به راايستل کيږي.

ټول نصوص په دي باندي دلالت کوي چي دملائکو شفاعت به وي د موحدينو(هغه کسان چي دالله تعالي په وحدانيت باندي ايمان ولري) په رايستلو کي له اوره څخه، امام رازي په خپل تفسير کي دالله تعالي ددي قول په اړه فرمايې (وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا) ([147]) ،( او استغفار په معني دمغفرت غوښتني دي او مغفرت يوازي دګناه درژيدو لپاره وي، دزياتي نفع غوښتلو ته استغفارنه وائي، نو داپه دي باندي دليل دي چي دوي به دبخښني غوښتنه کوي دټول ايمان لروونکو لپاره نو دا زموږ لپاره ددي دليل دي ټول هغه مؤمنان چي دکبيره ګناه لرونکي وي دهغوي لپاره داشفاعت کول واجب دي...)

او داکار يوڅه مشکل دي، چي آيا ملائکه به لومړي شفاعت کوي او که حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم ) ؟

ځيني نصوص پدي باندي دي چي اول به شفاعت دملائکو وي لکه چي مخکي هم تير شول ((عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ:قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم:فَيَقُولُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ شَفَعَتِ الْمَلاَئِكَةُ وَشَفَعَ النَّبِيُّونَ وَشَفَعَ الْمُؤْمِنُون....)([148])  ژباړه: له ابي سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم  وفرمايل: الله رب العزت به ووايې : ملائکو شفاعت وکړ، انبياؤ شفاعت وکړ، او مؤمنانو شفاعت وکړ....) ، اوهمدارنګه حاکم له ابن مسعود (رضي الله عنه ) نه روايت کوي (...أول شافع جبريل (روح القدس))

ژباړه : اول شفاعت کوونکي به جبرائيل (روح القدس) وي.

او نور نصوص بيا پدي باندي دلالت کوي چي لمړي شفاعت کوونکي به زموږ نبي محمد (صلي الله عليه وسلم ) وي لکه شفاعت په ورځ دمحشر او داسي نور.

ددوي په منځ کي حافظ ابن حجر داسي جمع کړيده: دوي به ټول شفاعت کوونکي وي او نبي (صلي الله عليه وسلم ) به له دوي نه په دي کښي مخکي وي.

مصنف وائي :چي رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) به په ځينو شفاعتونو کي لومړي شفاعت کوونکي وي، او ملائکه به بيا په نورو کي لومړي وي، مثلاً رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) به لومړي شفاعت کوونکي وي په محشر، په پل صراط باندي او په جنت کي، او ملائکه به لومړي شفاعت کوونکي وي په اهل الناروالاو کي.([149]) والله أعلم.

دريم مطلب :دشهيدانو شفاعت:

زياتو احاديثو دشهيدانو دشفاعت په اړه باندي څرګندوني کړيدي:

امام احمد په خپل مسند کي داسي حديث راوړيدي ، أبي بکر (رضي الله عنه ) له نبي (صلي الله عليه وسلم ) نه روايت کړيدي (.عن أبي بكر الصديق رضي الله عنه قال..ثم يقال ادعوا الشهداء فيشفعون لمن أرادوا وقال فإذا فعلت الشهداء ذلك قال يقول الله عز و جل أنا أرحم الراحمين ادخلوا جنتي من كان لا يشرك بي شيئا)([150])

ژباړه:له ابوبکررضي الله عنه څخه روايت دي چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل:  وروسته به شهيدان راوبلل شي دوي به شفاعت کوي دهغه چا چي خوښه يې وي اووه يې فرمايل: کله چي شهيدانو داکار وکړ بيا به الله تعالي وفرمايې زه زيات رحم کوونکي يم له ټولو رحم کوونکو نه داخل شي وجنت هغه څوک چي دالله  تعالي  سره ئي شريک نه وي نيولي.

همدارنګه له ده نه په بل سند سره هم روايت دي: (سمعت أبا بكرة عن النبي صلى الله عليه و سلم قال...ثم يؤذن للملائکة والنبيېن والشهداء أن يشفعوا فيشفعون...)([151])

ژباړه :ابي بکر (رضي الله عنه) له نبي (صلي الله عليه وسلم ) نه روايت کوي چي وه يې فرمايل: وروسته به اجازه ورکړل شي ملائکو ته اوبيا نبيانو ته او بيا شهيدانو ته چي شفاعت وکړي اودوي به شفاعت وکړي.

له المقداد بن معديکرب (رضي الله عنه ) نه مرفوع حديث روايت دي فرمايې (عن المقدام بن معد يكرب قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم للشهيد عند الله ست خصال يغفر له في أول دفعة ويرى مقعده من الجنة ويجار من عذاب القبر ويأمن من الفزع الأكبر ويوضع على رأسه تاج الوقار الياقوتة منها خير من الدنيا وما فيها ويزوج اثنتين وسبعين زوجة من الحور  العين  ويشفع في سبعين من أقاربه)([152])

ژباړه :له مقدام بن معديکرب رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل:  شهيد دالله تعالي په وړاندي شپږ امتيازات لري :له اول څاڅکي ويني سره يې الله تعالي ټول ګناهونه بخښي ،په جنت کي خپل ځاي ويني،دمحشردورځي دخوف اوتشويش څخه په امن وي،په سر باندي يې دعزت تاج ايښودل کيږي چي هغه به له داسي ياقوت څخه جوړوي چي د دي دنيا د ټولو شيانو څخه به غوره وي، دوه اويا حوري به په نکاح ورکول کيږي او دخپلو اويا کسه قريبانو شفاعت به کوي.

له أبي الدرداء (رضي الله عنه ) نه مرفوع حديث نقل دي فرمايې : (سَمِعْتُ أَبَا الدَّرْدَاءِ يَقُولُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- : « يُشَفَّعُ الشَّهِيدُ فِى سَبْعِينَ مِنْ أَهْلِ بَيْتِهِ)([153])

ژباړه : ابادرداء رضي الله عنه  فرمايي ماد نبي صلي الله عليه وسلم  څخه واوريدل چي ويل يي: چي شهيد به دخپلي کورني د(۷۰) نفرو شفاعت کوي.

 

 

څلورم مطلب :دمؤمنانو شفاعت:

دمؤمنانو شفاعت په صحيح حديث شريف سره ثابت دي ،(أبي سعيد الخدري (رضي الله عنه ) عن النبي(صلي الله عليه وسلم ) ... فَمَا أَنْتُمْ بِأَشَدَّ لِى مُنَاشَدَةً فِى الْحَقِّ ، قَدْ تَبَيَّنَ لَكُمْ مِنَ الْمُؤْمِنِ يَوْمَئِذٍ لِلْجَبَّارِ ، وَإِذَا رَأَوْا أَنَّهُمْ قَدْ نَجَوْا فِى إِخْوَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِخْوَانُنَا كَانُوا يُصَلُّونَ مَعَنَا وَيَصُومُونَ مَعَنَا وَيَعْمَلُونَ مَعَنَا . فَيَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى اذْهَبُوا فَمَنْ وَجَدْتُمْ فِى قَلْبِهِ مِثْقَالَ دِينَارٍ مِنْ إِيمَانٍ فَأَخْرِجُوهُ . وَيُحَرِّمُ اللَّهُ صُوَرَهُمْ عَلَى النَّارِ ، فَيَأْتُونَهُمْ وَبَعْضُهُمْ قَدْ غَابَ فِى النَّارِ إِلَى قَدَمِهِ وَإِلَى أَنْصَافِ سَاقَيْهِ ، فَيُخْرِجُونَ مَنْ عَرَفُوا ، ثُمَّ يَعُودُونَ فَيَقُولُ اذْهَبُوا فَمَنْ وَجَدْتُمْ فِى قَلْبِهِ مِثْقَالَ نِصْفِ دِينَارٍ فَأَخْرِجُوهُ . فَيُخْرِجُونَ مَنْ عَرَفُوا ، ثُمَّ يَعُودُونَ فَيَقُولُ اذْهَبُوا فَمَنْ وَجَدْتُمْ فِى قَلْبِهِ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ مِنْ إِيمَانٍ فَأَخْرِجُوهُ . فَيُخْرِجُونَ مَنْ عَرَفُوا » . قَالَ أَبُو سَعِيدٍ فَإِنْ لَمْ تُصَدِّقُونِى فَاقْرَءُوا ( إِنَّ اللَّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِنْ تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا )([154]) « فَيَشْفَعُ النَّبِيُّونَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَالْمُؤْمِنُونَ فَيَقُولُ الْجَبَّارُ بَقِيَتْ شَفَاعَتِى...»([155])

ژباړه: ابو سعيد الخدري له نبي (صلي الله عليه وسلم ) نه روايت کوئ چي وفرمايل: نه        تا سي له ما څخه په حق سخت نه ياست، تاسو ته په دغه ورځ (قيامت په ورځ) له جبار ذات سره دمؤمنانو مقام معلوم دي، کله چي هغه خپل ځانونه کامياب او خلاص وويني دوي دخپلو وروڼو په نجات کي وايې: اې زموږ ربه زموږ وروڼه دي چي زموږ سره به يې لمونځ کاوه، زموږ سره به يې روژه نيوله، او زموږ سره به يې عملونه (نيک) کول، نو الله تعالي به ورته وفرمايې «ولاړ شي هر هغه څوک چي مو داسي څوک  پيدا کړي چي په زړه کښي يې ديوه مثقال دينار په اندازه سره هم ايمان وي هغه راوباسي او الله تعالي به يې په صورتونو باندي اور حرام کړي ،دوي به راشي چي ځيني به تر پښو او ځيني به ترنيمايې پوري په اور کي پټ وي نو دوي به هر هغه څوک چي پيژني يې هغه به له اوره راباسي ،او بيا به (الله تعالي) ته وروګرځيږي او هغه بيا ورته وفرمايې: لاړشي چي داسي څوک مو پيدا کړي چي په زړه کښي يې دنيم مثقال دينار په اندازه سره هم ايمان پيدا کړي هم يې راوباسي بيا به دوي لاړشي څوک يې وپيژندل هغه به له اوره څخه راوباسي، بيابه مؤمنان ورشي او الله تعالي به ورته وفرمايې:  لاړشي چي دچا په زړه کښي ديوه مثقال ذري په اندازه سره هم ايمان وي راوباسي دوي به بيا هغه څوک چي داسي وي او وپيژني هغه به راوباسي . ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه ) فرمايې : که تاسي مارښتوني نه ګڼي نو زه به داايت کريمه تلاوت کړم (بيشکه الله تعالي په هيڅ چاباندي ديوه مثقال ذري په اندازه سره هم ظلم نه کوي که څه هم دهغه نيکي له دي نه هم کم وي) شفاعت به کوي انبياء ،ملائکه اومؤمنان بيا به جبار ذات فرمايې: چي اوس نو زما شفاعت باقي دي...»

نومؤمنان به دخپلو هغو وروڼو چي جهنم ته لويدلي وي دهغوي شفاعت به غواړي دالله تعالي په وړاندي باندي، دوي به له الله تعالي نه دخپلو وروڼواو ملګرو په حق کي شفاعت کوي.

داقول ، چي راوباسي هغه څوک چي تاسي يې پيژني مقصد ترينه اجازه ده درايستلو او زيري درايستلو نه دي، ځکه چي هغه خو دملائکو وظيفه ده. نو له دي خبري نه دامعلوميږي چي شفاعت به محدود وي ،يوازي به هغه کسان رايستل کيږي چي پيژني يې نه داچي چاته يې اراده وي هغه به راباسي مثلاً دزيد درايستلو اراده يې وي ولي الله تعالي ونه غواړي نو الله تعالي يې مخ وربد کړي او په اور کي پټ کړي ،چي بيا يې پيژندلاي نه شي او له اوره يې نه شي رايستلي ولي دچا درايستلو اراده چي الله تعالي کړي  وي نو دهغه مخ به تازه او وپيژندل کيږي.لکه چي امام مسلم په دي سند سره روايت کوئ:

(حَدَّثَنَا جَابِرُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ قَوْمًا يُخْرَجُونَ مِنَ النَّارِ يَحْتَرِقُونَ فِيهَا إِلاَّ دَارَاتِ وُجُوهِهِمْ حَتَّى يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ)([156])

ژباړه: له جابربن عبدالله (رضي الله عنه ) نه مرفوع روايت دي چي فرمايې:يو ډله چي په اور کي به سوځول کيږي له اوره راوځي په داسي حال کي چي مخونه به يې صاف او سم وي اوجنت ته به داخليږي.

پنځم مطلب :دزماني شفاعت:

ځيني ورځي له نورو نه فرق لري چي بعضي ورځي له بعضو نه فضيلت لري ، چه په دي ورځو کي دجمعي ورځي خاصي دي لکه په دي حديث مبارک کي:(عن عبد الله بن عمرو قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ما من مسلم يموت يوم الجمعة أو ليلة الجمعة إلا وقاه الله فتنة القبر)([157])

ژباړه: عبدالله بن عمروبن العاص له نبي (صلي الله عليه وسلم ) نه روايت کوي فرمايې: يو مسلمان دجمعي په ورځ باندي نه مړکيږي مګر داچي الله تعالي به يې دقبر له فتني (تکليف او عذاب) نه په آمان کړي.

هغه څوک چي له مسلمانانو نه په دي مبارکه ورځ کي وفات شي نو الله تعالي به يې دقبر له عذاب نه وساتي، الله تعالي پري خپل رحمتونه اوروي اوعفوه ورته کوي.

داحديث مبارک دقبر د سوال کولو له حديث سره معارض نه دي بلکه په پورتني حديث مبارک سره دغه حديث دسوال خاص کرځي او په دي ځاي کي دقياس او رائ لپاره هيڅ ځاي نشته، نو لازمه ده چي تسليم او انقياد وکړو له رسول الله صلي الله عليه وسلم  ددي حديث نه او بس.

 

شپږم مطلب :الهي شفاعت:

بعضي الفاظ په نبوي احاديثو کي راوارد شويدي چي داسي ځيني معلوميږي چي الهي شفاعت هم شته ولي په ځينو کي خو په صراحت سره راوارد شويدي چي فرمايې: (عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ: فَيَشْفَعُ النَّبِيُّونَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَالْمُؤْمِنُونَ فَيَقُولُ الْجَبَّارُ بَقِيَتْ شَفَاعَتِى . فَيَقْبِضُ قَبْضَةً مِنَ النَّارِ فَيُخْرِجُ أَقْوَامًا قَدِ امْتُحِشُوا ، فَيُلْقَوْنَ فِى نَهَرٍ بِأَفْوَاهِ الْجَنَّةِ...).([158])

ژباړه: دأبي سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل:  شفاعت به وکړي انبياء، ملائکي او مومنان بيا به جبارذات وفرمايې: چي اوس نو زما شفاعت پاته شو چي ځيني ډلي به له اوره څخه راوباسي او هغه به تور او سوځلي وي بيا به يې دجنت په خوله کي په اوبو کي واچوي (وبه يې لمبوي)...

امام مسلم له انس بن مالک نه مرفوعاً حديث روايت کوي چي فرمايې: (عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « يَخْرُجُ مِنَ النَّارِ أَرْبَعَةٌ فَيُعْرَضُونَ عَلَى اللَّهِ فَيَلْتَفِتُ أَحَدُهُمْ فَيَقُولُ أَىْ رَبِّ إِذْ أَخْرَجْتَنِى مِنْهَا فَلاَ تُعِدْنِى فِيهَا. فَيُنْجِيهِ اللَّهُ مِنْهَا »([159])

ژباړه:دأنس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل:  له اوره به څلور کسان راووځي او الله تعالي ته به وړاندي شي چي الله تعالي ته به يوه له دوي نه راپيش او وايې به : اي ربه که ته مالدي نه (اوره) اوباسي نو بيامي مه وراچوه نو الله تعالي به له هغه نه ورته نجات ورکړي.

په يو بل صحيح حديث کي چي امام مسلم روايت کړيدي فرمايې (عن أبي سعيد الخدري أن ناسا في زمن رسول الله صلى الله عليه و سلم قالوا: فيقول الله عز و جل شفعت الملائكة وشفع النبيون وشفع المؤمنون ولم يبق إلا أرحم الراحمين فيقبض قبضة من النار فيخرج منها قوما لم يعملوا خيرا قط...)([160])

ژباړه: ملائکه شفاعت وکړي، انبياء شفاعت وکړي،مؤمنان شفاعت وکړي او هيڅ څوک نه شي پاته مګريو ارحم الراحمين چي ځيني داسي ډلي به له اوره څخه راوباسي چي هغوئ به هيڅ کوم دخير کار نه وي کړي...

چي په دي حديث مبارک کي درحمت لفظ دالهي عفوي ومعني ته ډير نژدي دي.

دوهم مبحث :داعمالوشفاعت

اول مطلب :دقران کريم شفاعت:

امام احمد په دي سند سره روايت کوي ، (عن عبد الله بن عمرو ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة يقول الصيام أي رب منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعني فيه ويقول القرآن منعته النوم بالليل فشفعني فيه قال فيشفعان)([161])

ژباړه: له عبدالله بن عمروبن العاص روايت دي چه هغه له نبي (صلي الله عليه وسلم ) نه روايت کوي چي ويې فرمايل: روژه او قرآن دواړه دقيامت په ورځ باندي دبنده لپاره شفاعت کوي(دالله تعالي په وړاندي) ، روژه به ورته وايې: اي ربه دغه کس مادورځي له خوانه له خوراک او شهواتو نه منع کړي وو ته زما شفاعت دده په اړوند باندي قبول کړه، قران به ورته وايې: مادي دشپي له خوب نه منع کړي وو ته زما شفاعت دده په اړه باندي قبول کړي ،دواړه به شفاعت کوي.

همدارنګه امام مسلم په دي سند سره روايت کوي ( حدثني أبو أمامة الباهلي قال

 : سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول اقرؤوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعا لأصحابه اقرؤوا الزهراوين...)([162])

ژباړه: امامة (رضي الله عنه) له نبي (صلي الله عليه وسلم ) نه روايت کوي فرمايې( تاسي قران واياست ځکه چه هغه دقيامت په ورځ باندي دخپل صاحب لپاره شفاعت کوي تاسي لولي زهراوين(بقره او آل عمران سورتونه).

داحديث موږ ته داراښئ چي قرآن به دقيامت په ورځ باندي دخپل صاحب (خاوند) لپاره شفاعت کوي مګر دشفاعت کولو ځاي يې نه دي راته ښودلي چي په کوم ځاي کي به شفاعت کوي، په پل صراط باندي؟ دحساب په وخت کي؟ دجنت لپاره؟ او که له اوره دراوتلو لپاره؟ مګر دقران هغه زيات ځاي چي شفاعت به کوي هغه دحساب ميدان دي چي دعبدالله بن عمروبن العاص حديث يې راته بيانوي چي مخکي تير شو.

ولي دلته نور احاديث هم شته چي موږ ته داراښئ چي قران به دخپل خاوند لپاره په جنت کي شفاعت کوي، چه هلته به دده درجي او مقام اوچتوي.

لکه چي ابي داود پدي سند سره روايت کوي،(عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « يُقَالُ لِصَاحِبِ الْقُرْآنِ اقْرَأْ وَارْتَقِ وَرَتِّلْ كَمَا كُنْتَ تُرَتِّلُ فِى الدُّنْيَا فَإِنَّ مَنْزِلَكَ عِنْدَ آخِرِ آيَةٍ تَقْرَؤُهَا) ([163])

ژباړه : له عبدالله بن عمروبن العاص (رضي الله عنه) نه روايت دي چي هغه له نبي (صلي الله عليه وسلم ) نه روايت کوي وايې هغه وفرمايل: دقران خاوند ته به وويل شي چي وايه (قران) په نرمي او منظم ډول سره لکه څنګه چي دي په دنيا کي په منظم ډول سره وايه نو ستا درجي به پورته کيږي ترآخير ايات تر ويلو پوري.

دوهم مطلب :دروژي شفاعت

په يوه قدسي حديث کي الله تعالي داسي فرمايې: (أَنَّهُ سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ - رضى الله عنه - يَقُولُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلاَّ الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِى وَأَنَا أَجْزِى بِهِ).([164])

ژباړه:ابوهريره رضي الله عنه دنبي عليه السلام څخه فرمايي چي نبي عليه السلام دالله جل جلاله څخه داسي رانقلوي: ټول اعمال د بني آدم لپاره په خپله وي مګر روژه زما لپاره ده او دهغي أجربه هم زه ورکوم.

نو روژه دغه لاندي مقامونه لري:

اول :- پټ او باطني عمل دي، داله رياء څخه ليري عمل دي، لکه چي نورو اعمالو ته رياء داخليږي ولي روژي ته نه داخليږي ځکه په دي عمل باندي هيڅ څوک نه خبريږي مګر يوازي الله تعالي نو أجر يې هم الله تعالي ورکوي.

دوهم:- داچي الله تعالي فرمايې چي ددي أجربه زه ورکوم، يعني ددي عمل دثواب اونيکي په مقدار باندي يوازي زه خبريم ، ولي دنورو عباداتو په أجر باندي نورانسانان هم خبر وي لکه دثواب مقدار چي ټاکل شوي وي چه له لس نه تراووه سوه يازيات پوري او يوازي روژه ده چي دهغي دثواب مقدار يوازي الله تعالي ته معلوم دي او هغه يې بدله ورکوي.

دروژي دفضيلت او دهغي دشفاعت په اړه چي دقيامت په ورځ به يې کوي زيات شمير احاديث روايت شويدي چي له دي جملي څخه دځينو يادونه په لاندي ډول سره کوو:

: (عن عبد الله بن عمرو ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة يقول الصيام أي رب منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعني فيه ويقول القرآن منعته النوم بالليل فشفعني فيه قال فيشفعان) ([165])

ژباړه: له عبدالله بن عمروالعاص (رضي الله عنه ) هغه له نبي (صلي الله عليه وسلم ) نه روايت کوي فرمايې چي رسول الله صلي الله عليه وسلم  وفرمايل : روژه او قران دواړه دقيامت په ورځ باندي دبنده لپاره شفاعت کوي، روژه وايې :اي ربه دغه (بنده) ما له خوراک اوشهواتو نه دورځي په جريان کي منع کړي ؤ زما شفاعت دده په حق کي قبول کړه ، او قران به ورته وايې ما دغه (بنده) له خوب نه دشپي په جريان کي منع کړيؤ زما شفاعت دده په اړه باندي قبول کړه ،دواړه به شفاعت کوي.

بخاري هم داسي روايت کوي، (عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ : الصِّيَامُ جُنَّةٌ فَلاَ يَرْفُثْ ، وَلاَ يَجْهَلْ وَإِنِ امْرُؤٌ قَاتَلَهُ أَوْ شَاتَمَهُ فَلْيَقُلْ إِنِّي صَائِمٌ مَرَّتَيْنِ...)([166])

ژباړه:  له ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: روژه سفر دي، نه لمس وي او نه پکښي جاهلانه کارونه وي او کله چي يو شخص (له روژاتي سره) جنګ کوي  او يا ښکنځل ورته کوي نو دي دي ورته  دوه ځله ووايې زه روژه داره يم .

نو خلاصه خبره داده چي روژه به دالله تعالي  په وړاندي ولاړه وي او دخپل صاحب لپاره به شفاعت کوي او له هغه سره به مناقشه کوي  (البته دابه دالله تعالي په اجازه سره وي) ددغه بنده لپاره او له ده نه به دفاع کوي او ترهغه وخت پوري به نه ځي ترڅو چي خپل صاحب يې له باب الريان (چي دادروازه يوازي دروژه دارو لپاره ده) جنت ته نه وي داخل کړي.

 

 

دريم فصل

دشفاعت شروط اومواضع

اول مبحث :دشفاعت شرطونه:

دشفاعت لپاره اهل العلم درب العزت جل جلاله ددي قول په اساس دوه شرطونه ذکر کړي دي لکه چي الله تعالي فرمايې:( وَكَمْ مِنْ مَلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِنْ بَعْدِ أَنْ يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَرْضَى)([167])

ژباړه: اوپه آسمانونو کي ډيري پريښتي دي چيدهغوي سپارښت هيڅ په کارراتلاي نشي  خو الله تعالي جل جلاله ورته دهغه چالپاره دسپارښت اجازه ورکوي چي وړيې بولي اوويې غواړي اوتري خوښ وي([168])

اويا دالله تعالي داقول چي فرمايې: يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا([169])

ژباړه: په هغه ورځ دهيڅ چاشفاعت ګټه نه لري خو هغه چي رحمان خداي ورته اجازه کړي وي اودهغه خبره يې خوښه شي ([170])

اوداسي نور آياتونه اودغه عام دي بلکي کوم خاصوالي نه لري نو همدادوه شرطو نه دادي چي الرضي (رضاء)، الاذن (اجازه) اوپه دي باره کي زيات نبوي اثار چي همدغه شرطونه تري ثابتيږي.

 

 

اول مطلب:اجازه:

دغه شرط په الله جل جلاله پوري اړه لري اودغه اجازه دشفاعت په حالت کي دذوالجلال رب له طرفه ورکړه اوبخشش دي اوداامکان نه لري چي هيڅ يو مخلوق دي په خپل منزل اوځاي کي ديو شخص شفاعت وکړي مګر داچي الله تعالي جل جلاله تر اجازي يي وروسته شفاعت کوي نو همدا دده لپاره  يو بخشش دي لکه الله تعالي فرمايې: مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّابِإِذْنِهِ([171])

ژباړه: څوک دي چي دهغه په وړاندي دهغه له اجازي پرته شفاعت وکړي.([172])

نو بيشکه الله جل جلاله هغه ذات دي چي شفاعت ته دشفاعت کولو اوشفاعت کيدونکي ته دشفاعت کيدو اجازه ورکړي اوشفاعت کول يې دده دخوښي مطابق په هر وخت کي رواکړي

ابن تيمية رحمه الله  دالله تعالي جل جلاله په دي قول کي چي فرمايې: يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا ([173])

ژباړه: په هغه ورځ دهيڅ چاشفاعت ګټه نه کوي خو چي رحمان ذات ورته اجازه کړي وي اودهغه خبره يې خوښه شي.([174])

اوپه دي کي دوه قوله دي  يعني ځيني علماء وايې چي شفاعت ګټه نه رسوي مګر داچي الله رحمان ذات ورته اجازه وکړي نو همدا هغه شخص دي چي شفاعت ګټه ورته رسوي اوداهغه دي کوم چي دمفسرينو دډلي څخه ځينو يادونه کړي ده اونورو علماء يې يادونه نه ده کړي ځکه چي دوي دانه وايې چي : (لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ)نو دااجازه ګټه نه لري اونه ګټه تري اخيستل کيداي شي مګر داچي دوي ته اجازه سوي وي اوهمدا الله تعالي جل جلاله چي کله اجازه ومشفوع له(يعني چي شفاعت ورته کيږي) ته ورکړي  نو شفاعت کوونکي ته هم اجازه ورکړي نو دغه اجازه مطلق اجازه ده په خلاف ددي چي مشفوع له ته دي اجازه ورکړل شي بلکي يوازي شافع يعني شفاعت کوونکي ته اجازه ورکول کيږي اوپه الله تعالي دالازمه نه ده چي مشفوع له ته دي اجازه ورکړي نو په دي سره نو دغه خاصه اجازه بلل کيږي اوابن تيمية رحمة الله عليه دکلام نه دافهم اخلو چي دالله  تعالي  له طرفه اجازه يوازي موږ ووايو چي اجازه يوازي دشافع لپاره ده نو دذهن ددي شک دليري کيدو په خاطر چي شافع به دتشرک شفاعت وکړي نو قول دقرآن په دي آيت سره رد دي: لَا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا ([175])

 ژباړه: هغوي به دشفاعت واک نه لري خو هغه چي له رحمان سره يې ژمنه کړي وي([176])

مګر ابن تيمية رحمة الله عليه پدي قول سره اراده دانه ده چي دالله تعالي جل جلاله اجازه دمشفوع له لپاره دشفاعت کيدو اجازه بلکي ددي برعکس دي دالله تعالي داقول (يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا) چي ددي څخه دوه نوعي استخراج کيږي.

۱: چاته چي رحما ن جل جلاله له طرفه اجازه ورکړل شي چي شفاعت کوونکي تري مراد دي.

۲: اوچاته چي درحمان جل جلاله له طرفه اجازه ورکړل شي اوتري راضي شي مشفوع له تري مراد دي اودامشفوع له لپاره ګټه داده چي الله جل جلاله دي دعذاب څخه خلاصوي اودشافع لپاره  يې ګټه داده چي دده شفاعت قبلوي اودشفاعت په قبلولو سره يې عزت کيږي اوثواب ورکول کيږي

اوالله تعالي جل جلاله يوازي دي اودهيڅ يوه شفاعت نه کوي

اودده داجازي ماسوا هيڅوک شفاعت نه شي کولاي نوځکه ټول امور يوازي الله تعالي لره دي اودالله تعالي جل جلاله سره په وجود کي هيڅ شريک نشته په دي چي الله تعالي جل جلاله دشريک وجود په اړه اية الکرسي کي کوم چي دتوحيد ثبوت په کي راغلي نفي کړي دي لکه چي الله تعالي فرمايې(لَهُمَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ)([177])

ژباړه:داسمانونو اودزمکي ټول څيزونه دهغه دي  څوک دي دهغه   په درباکي بي له اجازي شفاعت وکړي([178])

اودغه اجازه دالله  تعالي  له طرفه پدي لفظ سره چي: قم فاشفع: يعني ولاړ شه اوشفاعت وکړه اويا دشفاعت اجازه په منصوصي ډول وي لکه (عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَمُوتُ فَيَقُومُ عَلَى جَنَازَتِهِ أَرْبَعُونَ رَجُلاً لاَ يُشْرِكُونَ بِاللَّهِ شَيْئًا إِلاَّ شُفِّعُوا فِيهِ)([179])

ژباړه:دابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دي چي ما دنبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه واوريدل: هر هغه مسلمان چي مري اودهغه پر جنازه څلويښت داسي کسان ودريږي چي دالله جل جلاله سره هيڅ شي شريک نه کړي نو الله جل جلاله به ددوي شفاعت دده په حق کي قبول کړي.

ابن تيمية(رح)اذن پردوه برخوويشلي دي([180])

الف: اجازه په معني دخالق اوميشة والي لکه الله تعالي فرمايې :وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِاللَّهِ([181])ژباړه: اودوي دالله  تعالي  دحکم نه بغيرهيچاته هم ضررنشي رسولي([182])

ب:اذن داباحت او اجازي په معني دي لکه الله  تعالي  فرمايې (( يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا (45) وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا))([183])

ژباړه :اي پيغمبره موږته يوداسي رسول ليږلي چه ګواه هم ئي اوزيري ورکوونکي هم اوويرونکي هم ئي اودالله  تعالي  طرف ته دهغه په حکم رابلونکي هم ئي اويوه روښانه ډيوه ئي([184])

اوهمدارنګه الله تعالي فرمايې ((مَا قَطَعْتُم مِّن لِّينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَى أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ))([185])

ژباړه :تاسوچه دقجوروکومي اوني پريکړي ياموپه جرړوباندي مضبوطي ولاړي وساتلي نودادالله  تعالي  په حکم وو چه نافرمانه خلک رسواکړي([186])

نودغه اياتونه داذن لپاره اباحت په بر کي نيسي او دالله تعالي له طرفه ده ته اجازه ده او دفاعل څخه دالله  تعالي  دقضأ او مشيت سره سره ګناه او تکليفونه ليري کوي.

نوځکه شفاعت دالله  تعالي  په اجازه کي دي او په الله تعالي قسم چي دشفا عت اجازه بغير دمسلمانانو څخه بل چاته نه ده ورکول شوي ځکه چي دوي دالله تعالي درحمت مستحق دي اوهغه کسان چي دالله  تعالي  سره شريک نيسي دشفاعت کولو اهليت نه لري اونه ملائکو اونه نوروته دشفاعت کولو اجازه  شته مګر چي اجازه ورته ورکړل شي ([187])

 

 

دوهم مطلب :رضأ:

لکه الله تعالي چي فرمايې ((يَوْمَئِذٍ لاَّ تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلاَّ مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلاً))([188])

ژباړه : په دغه ورځ به شفاعت چاته فائد ونه رسوي خوهغه چاته چي الله تعالي ورته اجازه وکړي اودهغه په اړه ئي خبره خوښه شي([189])

او همداشرط په شفاعت کونکي پوري اړه لري پدي توګه چي شفاعت کونکي دي دالله تعلي څخه را ضي وي او طبري تفسير دالله په دي قول کي وايې : مِنْ مَلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِنْ بَعْدِ أَنْ يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَرْضَى )([190])

ژباړه:او په اسمانو کي ډيري پرشتي دي چي دهغوئ شفاعت هيڅ په کار راتللي نشي پرته له دي څخه چي الله تعالي چاته اجازه وکړي او دهغه رضا وي.([191])

ددوي شفاعت دالله تعالي په وړاندي چي دچا دپاره شفاعت کوي کومه ګټه نه رسوي مګر ګټه رسوي پدي توګه چي دالله  تعالي  تر اجازي وروسته دوي شفاعت وکړي اوتري راضي وي او ووا‌ئي چي وروسته له دي چي هغه ملائکي چي ددوي شفاعت کوي ددوي څخه الله  تعالي  راضي شي نو شفاعت ‌ئي کو ي نوپدي وخت کي ددي ملا ئکي شفاعت ګټه ورته رسوي([192])

نورضأ درسول صلي الله عليه وسلم  پداسي توګه چي رب الجليل دشفاعت کونکي څخه  راضي شي نو دهيڅ يوه مخلوق لپاره حق نشته چي دالله  تعالي  تر رضأ مخکي دي دهيڅ چا شفاعت وکړي ([193])

شيخ عبدالرحمن حنبکه الميداني وا‌ئي (چي دقيامت په ورځ دهيڅ چا شفاعت ګټه نه رسوي مګر نه دهغه چا شفا عت چي درحمن ذات له طرفه دشفا عت اجازه ورته وشي اوالله  تعالي  ځني راضي شي ځکه دده شفاعت هغه وخت ګټه رسوي کله چي يې الله  تعالي  قبو ل کړي([194])

او درضأ شرط اراده پوري وتړل شو چي پدي کي دهدايت او ارشاد فائده ده دغه چي الله تعالي فرمايې (لمن يشأ ) نو مکلف پدي کي  هغه شکمن دي چهدالله په مشيت نه پوهيږي نوبيايې وويل چي (ويرضي) ددي لپاره چي پوه شي داشفاعت دعبادت کونکي او شکر ګزاره لپاره دي اودښمن کوونکي کافر لپاره ندي.

پدي اړه الله تعالي فرمايې ((إِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ وَإِنْ تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ))([195])

ژباړه :که چري تاسوناشکري کوي نوالله  تعالي  تاسونه بي پروادي اوهغه خپلوبندګانولپاره کفرنه خښوي اوکه چري تاسوشکروباسي نوهغه به درڅخه راضي شي([196])

داداسي ده لکه الله تعالي چي فرمايې(لمن يشأ) او بيا فرمايې (وَيَرْضَى) چي دابيان د لمن يشأ لپاره بيان دي.

اوځني درضأ څخه دامطلب اخلي چي دشفاعت کيدونکي والا څخه الله  تعالي  راضي شي لکه الله تعالي چي فرمايې ((يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلا يَشْفَعُونَ إِلاَّ لِمَنِ ارْتَضَى وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ)) ([197])

ژباړه :هغه ته معلوم دي هرڅه چه دده په وړاندي دي اوهرڅه چه دده شاته دي اوهغوي دچاشفاعت هم نشي کولاي سيوادهغه چانه دچانه چه الله تعالي راضي وي اوهغوي ټول دالله  تعالي  دهيبت نه هميشه په ويره وي([198]) .

دريم مطلب: عهد،ميثاق،وعد ه:

موږ په هغه خبره نه يو ولاړ چي هغه عهد هم دشفاعت دشرطونو څخه يو شرط بولي بلکي موږ پدي ښه کړي ده چي د (اذن اورضي) څخه نور شرطونه دشفاعت لپاره نشته صرف په ضمني ډول په څنګ کي يې ورسره ذکر کوو.

اودعهد شرط په کتاب الله کي ليکلي شوي دي لکه چي الله تعالي فرمايې ((لا يَمْلِكُونَ الشَّفَاعَةَ إِلاَّ مَنِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا)) ([199])

ژباړه : دشفاعت اختيار به هيچاته نوي پرته دهغه چانه چي له الله تعالي څخه يې اجازه اخستي وي([200])

او ابن عباس  دعهد داسي تفسير کړي دي چي د لا اله الا الله شاهد ي ورکول دي او دالله تعالي طر ف ته ورګر ځيدل دي او قوت دي او دالله  تعالي  څخه بل چاته اميدنه لرل دي ([201] )

او تقدير دي ته وايې چي ګناه ګاره بنده ګان دشفاعت مستحقين اولا يق نه دي مګر نه داچي دوي دي اهل عهد والا وي اودا عهد توحيد او نبوت دي چي په دي باندي ملبس واوسي([202])

او همدا دطاعتو نو دترغيب يو ډول دي مګر نور ډير ښکاره نصوص شته چي شفاعت شته دهغه چا دپاره چي څوک مړشي پداسي توګه چي دالله  تعالي  پر وحدانيت قايل وي که څه هم يې هيڅ نيک عمل نه وي کړي لکه الله تعالي چي فر مايې(إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ عَظِيمًايُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا)([203])

ژباړه :الله  تعالي  دشرک بخښنه نکوي ، او له دي څخه وړي ګناوي که يې خوښه شي معافوي اوچاچه الله  تعالي  سره شريک جوړکړونوهغه ډيرغټ دروغ جوړکړل اولويه ګناه ئي وکړه([204])

اوډير ګټور اثار دشفاعت لپاره دعهد شرط په اړوند راغلي دي اورسول الله صلي الله عليه وسلم  به هم خپل اکا ابو طالب ته په لا اله الاالله ويلو باندي ټينګار کوي تر څو رسول الله صلي الله عليه وسلم پدي وتوانيــږي چي دده لپاره شفاعت وکړي نو ځکه دا پدي باندي دليل وګرځول شو .

نوکه چيري عهد عمل صالح وبولو نو بيا دخپل اکا لپاره دنبي صلي الله عليه وسلم  شفاعت کول امکان نه درلودي نو ولي بيا نبي کريم صلي الله عليه وسلم شفاعت په دغو دوو شفاعتونو باندي وتړي که چيري عهد دشفاعت لپاره شرط نه وايې نو هغه څوک چي موافقت پرشاهدي دالله  تعالي  دواحدانيت وکړي  نو الله  تعالي  به يې بخښه او مغفرت دده لپاره وکړي([205])

امام فخر رازي (رحمة الله عليه) يې پر صحت استدلال کړي دي چي عهد يعني (لا إله إلا الله، محمد رسول الله) دڅو وجوهاتو څخه دي([206])

اوله وجه : دالله تعالي داقول چي (إِلاَّ مَنِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا) چي داا نکار دي دثبوت لپاره اودغه قول يوازي يو عهد افاده کوي نو واجب شول چي دايو عهد هغه دي چي دشفاعت افاده کوي هغه ايمان دي چي وايې (لا إله إلا الله)

دوهمه وجه : دمفسيرينو ځني ټولي دالله تعالي ددي قول په تفسير کي فرمايې (يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُواْ نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُواْ بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ)([207])

ژباړه :اي ديعقوب اولادي زماهغه احسانات رايادکړي کوم چه ماپه تاسوکړيدي اوزما وعده پوره کړي چه زه هم تاسوسره شوي وعده پوره کړم اوصرف هم زمانه ويريږي([208])

چي دا دايمان عهد دي پدي دليل سره چي دعهد لفظ مجمل دي او که چيري دا قول دالله  تعالي  ورپسي کړو

(وَآمِنُواْ بِمَا أَنزَلْتُ مُصَدِّقاً لِّمَا مَعَكُمْ)([209])

ژباړه :اوپه هغه کتاب باندي ايمان راوړي کوم چه ماستاسودکتابونوپه تصديق کښي نازل کړي دي([210])

 

دريمه وجه : هغه اولين عهد چي واقع شوي دي دالله تعالي ددي قول په اساس ( الست بريکم قالوا بلي )

اوپه حقيقت کي دا قول چي ( لااله الاالله ) دي چي همدا د عهد لفظ پردي حمل کيــږي.

نو خلا صه يا لنديز داسي شوچي اذن يا اجازه دشفاعت دالله تعالي له طرفه او رضأ دشفاعت کيدونکي لپاره ده او عهد مستحق کيدل دي دشفاعت کيدونکي لپاره ددي شفاعت لپاره په دي چي نوموړي شفاعت کيدونکي به داهل تو حيد والا څخه وي ([211])

دوهم مبحث: دشفاعت ځايونه :

هغه ځايونه چي شفاعت پکښي جائز دي شپــږ دي.

اول مطلب : دمرګ په وخت کښي شفاعت:

يعني هغه څوک چي مړ کيــږي دهغه لپاره شفاعت پدي وخت کي شفاعت ددعا په شکل دي داپر دوه ډوله دي.

اول ډول : الشفا عة عندا لا ختيار: داهغه حالت دي چي روح ددنيا څخه عالم برزخ پر لوري انتقاليږي ددي وخت شفاعت د اخروي شفاعتونو لومړني قسم دي.

لکه دابوهريرة (رضي الله عنه ) په حديث کي چي راغلي : عن النبي صلي الله عليه وسلم لَقوا مَوْتَاكُمْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، فَإِنَّهُ مَنْ كَانَ آخِرُ كَلِمَتِهِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ عِنْدَ الْمَوْتِ ، دَخَلَ الْجَنَّةَ يَوْمًا مِنَ الدَّهْرِ ، وَإِنْ أَصَابَهُ قَبْلَ ذَلِكَ مَا أَصَابَهُ.([212])

 

ژباړه :ابوهريره رضي الله عنه دنبي عليه السلام څخه روايت کړي دي چي نبي عليه السلام وفرمايل: مړيو ته مو د لا اله الاالله تلقين ورکړئ ځکه دهرچاچي اخري خبره دمرګ په وخت کي لا اله الاالله وي دزماني په يوه ورځ به جنت داخل سي، او هغه چي مخکي ورته رسيدلي دي وروسته به ورته ونه رسيږي.

داهغه شفاعت دي چي يو مؤمن دبل مسلمان په حق کي د توحيد دکليمي لپاره  ئي کوي اوپه نتيجه کي ددايمي جهنم څخه انسان خلا صيــږي که څه هم جهنم ته داخل شي خودايمي به نه وي پکښي.

دوهم دول : له مرګه څخه وروسته اوددفن کيدو څخه مخکي شفاعت:

داهغه شفاعت دي چي دلمانځه پروخت کول کيږي لکه چي پر يو مسلمان باندي دمسلمانانو يو ټولي دجنازي لمونځ وکړي او اراده يې داوي چي دمړي شفاعت الله تعالي وکړي نو الله تعالي شفاعت قبلوي اوپه صحيح حديث کي راځي (عَنْ عَائِشَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ :مَا مِنْ مَيِّتٍ يُصَلِّى عَلَيْهِ أُمَّةٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ يَبْلُغُونَ أَنْ يَكُونُوا مِائَةً يَشْفَعُونَ إِلاَّ شُفِّعُوا فِيهِ) ([213]) .

ژباړه :دعائشي رضي الله عنها څخه روايت دي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: هيڅ داسي يو مړي له مسلمانانو نسته چي يوه سل کسيزه ډله دجنازې لمونځ ورباندي وکړي او له الله  تعالي  څخه شفاعت ورته وغواړې نو الله تعالي به يي شفاعت قبول کړي.

اوممکن داسي هم وشي چي مړي په قبرکي وي اودجنازي لمونځ ورباندي کيږي نوپدي وخت کي دشفاعت ځاي قبردي

دوهم مطلب: په قبر کي شفاعت :

(عن عبد الله بن عمرو قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: ما مِنْ مُسْلِمٍ يَمُوتُ يَوْمَ الْجُمُعَةِ أَوْ لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ إِلاَّ وَقَاهُ اللَّهُ فِتْنَةَ الْقَبْرِ) ([214])

ژباړه :دعبد الله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل:  يو مسلمان به مړ نشي په ورځ دجمعي اويا په شپه دجمعي باندي مګر چي الله تعالي ده ته دقبر دفتني څخه نجات ورکړي.

دريم مطلب: دحشرپه وخت کي شفاعت:

داهغه شفاعت دي چي ډير حديث يې په تائيد کي راغلي دي يو له هغوي څخه دابوهريره رضي الله عنه حديث دي(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ أُتِيَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: أَنَا سَيِّدُ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ، وَهَلْ تَدْرُونَ مِمَّ ذَلِكَ يُجْمَعُ النَّاسُ الأَوَّلِينَ وَالآخِرِينَ فِى صَعِيدٍ وَاحِدٍ ، يُسْمِعُهُمُ الدَّاعِى ، وَيَنْفُذُهُمُ الْبَصَرُ ، وَتَدْنُو الشَّمْسُ ، فَيَبْلُغُ الن ِنَ الْغَمِّ وَالْكَرْبِ مَا لاَ يُطِيقُونَ وَلاَ يَحْتَمِلُونَ فَيَقُولُ النَّاسُ أَلاَ تَرَوْنَ مَا قَدْ بَلَغَكُمْ أَلاَ تَنْظُرُونَ مَنْ يَشْفَعُ لَكُمْ إِلَى رَبِّكُمْ فَيَقُولُ بَعْضُ النَّاسِ لِبَعْضٍ عَلَيْكُمْ بِآدَمَ فَيَأْتُونَ آدَمَ عليه السلام فَيَقُولُونَ لَهُ أَنْتَ أَبُو الْبَشَرِ خَلَقَكَ اللَّهُ بِيَدِهِ . وَنَفَخَ فِيكَ مِنْ رُوحِهِ ، وَأَمَرَ الْمَلاَئِكَةَ فَسَجَدُوا لَكَ ، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ ، أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ أَلاَ تَرَى إِلَى مَا قَدْ بَلَغَنَا فَيَقُولُ آدَمُ إِنَّ رَبِّى قَدْ غَضِبَ الْيَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ ، وَإِنَّهُ نَهَانِى عَنِ الشَّجَرَةِ فَعَصَيْتُهُ ، نَفْسِى نَفْسِى نَفْسِى ، اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِى ، اذْهَبُوا إِلَى نُوحٍ ، فَيَأْتُونَ نُوحًا فَيَقُولُونَ يَا نُوحُ إِنَّكَ أَنْتَ أَوَّلُ الرُّسُلِ إِلَى أَهْلِ الأَرْضِ ، وَقَدْ سَمَّاكَ اللَّهُ عَبْدًا شَكُورًا اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ ، أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ فَيَقُولُ إِنَّ رَبِّى عَزَّ وَجَلَّ قَدْ غَضِبَ الْيَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ ، وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ ، وَإِنَّهُ قَدْ كَانَتْ لِى دَعْوَةٌ دَعَوْتُهَا عَلَى قَوْمِى نَفْسِى نَفْسِى نَفْسِى اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِى ، اذْهَبُوا إِلَى إِبْرَاهِيمَ ، فَيَأْتُونَ إِبْرَاهِيمَ ، فَيَقُولُونَ يَا إِبْرَاهِيمُ ، أَنْتَ نَبِىُّ اللَّهِ وَخَلِيلُهُ مِنْ أَهْلِ الأَرْضِ اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ فَيَقُولُ لَهُمْ إِنَّ رَبِّى قَدْ غَضِبَ الْيَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ ، وَإِنِّى قَدْ كُنْتُ كَذَبْتُ ثَلاَثَ كَذَبَاتٍ - فَذَكَرَهُنَّ أَبُو حَيَّانَ فِى الْحَدِيثِ - نَفْسِى نَفْسِى نَفْسِى ، اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِى اذْهَبُوا إِلَى مُوسَى ، فَيَأْتُونَ مُوسَى ، فَيَقُولُونَ يَا مُوسَى أَنْتَ رَسُولُ اللَّهِ ، فَضَّلَكَ اللَّهُ بِرِسَالَتِهِ وَبِكَلاَمِهِ عَلَى النَّاسِ ، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ فَيَقُولُ إِنَّ رَبِّى قَدْ غَضِبَ الْيَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ ، وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ ، وَإِنِّى قَدْ قَتَلْتُ نَفْسًا لَمْ أُومَرْ بِقَتْلِهَا ، نَفْسِى نَفْسِى نَفْسِى ، اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِى ، اذْهَبُوا إِلَى عِيسَى ، فَيَأْتُونَ عِيسَى فَيَقُولُونَ يَا عِيسَى أَنْتَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ ، وَكَلَّمْتَ النَّاسَ فِى الْمَهْدِ صَبِيًّا اشْفَعْ لَنَا أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ فَيَقُولُ عِيسَى إِنَّ رَبِّى قَدْ غَضِبَ الْيَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ ، وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ - وَلَمْ يَذْكُرْ ذَنْبًا - نَفْسِى نَفْسِى نَفْسِى ، اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِى اذْهَبُوا إِلَى مُحَمَّدٍ - صلى الله عليه وسلم - فَيَأْتُونَ مُحَمَّدًا - صلى الله عليه وسلم - فَيَقُولُونَ يَا مُحَمَّدُ أَنْتَ رَسُولُ اللَّهِ وَخَاتَمُ الأَنْبِيَاءِ ، وَقَدْ غَفَرَ اللَّهُ لَكَ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ ، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ فَأَنْطَلِقُ فَآتِى تَحْتَ الْعَرْشِ ، فَأَقَعُ سَاجِدًا لِرَبِّى عَزَّ وَجَلَّ ثُمَّ يَفْتَحُ اللَّهُ عَلَىَّ مِنْ مَحَامِدِهِ وَحُسْنِ الثَّنَاءِ عَلَيْهِ شَيْئًا لَمْ يَفْتَحْهُ عَلَى أَحَدٍ قَبْلِى ثُمَّ يُقَالُ يَا مُحَمَّدُ ارْفَعْ رَأْسَكَ ، سَلْ تُعْطَهْ ، وَاشْفَعْ تُشَفَّعْ ، فَأَرْفَعُ رَأْسِى ، فَأَقُولُ أُمَّتِى يَا رَبِّ ، أُمَّتِى يَا رَبِّ فَيُقَالُ يَا مُحَمَّدُ أَدْخِلْ مِنْ أُمَّتِكَ مَنْ لاَ حِسَابَ عَلَيْهِمْ مِنَ الْبَابِ الأَيْمَنِ مِنْ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ وَهُمْ شُرَكَاءُ النَّاسِ فِيمَا سِوَى ذَلِكَ مِنَ الأَبْوَابِ ، ثُمَّ قَالَ وَالَّذِى نَفْسِى بِيَدِهِ إِنَّ مَا بَيْنَ الْمِصْرَاعَيْنِ مِنْ مَصَارِيعِ الْجَنَّةِ كَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَحِمْيَرَ ، أَوْ كَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَبُصْرَى ») ([215])

ژباړه: دابوهريره(رضي الله عنه) څخه روايت دي وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل زه به په ورځ دقيامت دخلګو سرداريم آيا تاسو ته معلومه ده چي ولي  به زه سردار يم؟ الله جل جلاله به مخکني اووروستني ټول په يوه ځاي کښي راغونډ کوي ځيني کسان به نوروته ووايي تاسي دغه خپل حال ته نه ګوري؟ ايا تاسي کوم حالت ته رسيدلي ياست؟ ددي انتظار نه باسي چي څوک ستاسي شفاعت څښتن تعالي جل جلاله ته وکړي؟ ځيني کسان به نورو ته ووايي خپل پلار آدم عليه السلام ته ورشي، بيا به هغه ته ورشي ورته وبه وايي اي ادم عليه السلام چه دټول بشريت پلاريي خپل رب ته زمونږ شفاعت وکړه ته دازمونږ حالت نه ويني؟ ته دانه ويني چي مونږ کوم حالت ته رسيدلي يو؟ آدم عليه السلام به ووايي زمارب داسي يوه ورځ په قهر شوي چي نه وړاندي داسي په قهر شوي وواونه به وروسته داسي په قهر شي، زه يي دوني دخورک څخه منع کړي وم مګر نافرماني مي وکړه، بل چاته لاړشي، نوح عليه السلام ته ورشي، بيا به نوح عليه السلام ته به راشي اوورته به ووايي اي نوح عليه السلام ته په ځمکه کي لومړي رسول وي، الله جل جلاله درته شاکره بنده ويلي دي، زمونږ شفاعت خپل رب ته وکړه، ته دازمونږ حال نه ويني؟ مونږ کوم حالت ته رسيدلي يو؟ نوح عليه السلام به ووايي زما رب نن ورځ داسي په قهر شوي دي چي نه مخکي داسي په قهر شوي وو اونه به وروسته داسي په قهر شي ماخپل قوم ته ښيرا کړي وه، زه دخپل نفس، نفس، نفس نجات غواړم، بل چاته ورشي، ابراهيم ته ورشي بيا به ابراهيم عليه السلام ته راشي ورته وه به وايي اي ابراهيم ته دالله جل جلاله پيغمبر اوخليل يي ته زمونږ حال نه ګوري؟ مونږ کوم حال ته رسيدلي يو؟ هغه به ووايي چي زما رب نن داسي په قهر شوي دي چي نه مخکي داسي په قهر شوي وو اونه به وروسته په قهر شي بيا به هغه خپل دروغ ذکر کړي، وروسته به ووايي دخپل نفس، نفس، نفس نجات غواړم بل چاته ورشي يعني موسي عليه السلام ته ورشي بيا به موسي عليه السلام ته راشي هغه ته به ووايي اي موسي عليه السلام ته دالله جل جلاله رسول يي الله جل جلاله ته په رسالت اختيار کړي يي زمونږ شفاعت خپل رب ته وکړه ته زمونږحال نه ګوري؟ مونږ کوم حالت ته رسيدلي يو؟ موسي عليه السلام به ورته ووايي زما رب نن داسي په قهر شوي دي چي نه مخکي داسي په قهر شوي وو اونه به وروسته داسي په قهر شي مايو نفر وژلي دي چي دوژلو امر يي راته نه ووشوي زه دخپل نفس، نفس، نفس نجات غواړم بل چاته ورشي (عيسي) عليه السلام ته ورشي بيا به عيسي عليه السلام ته راشي اوورته به ووايي اي عيسي عليه السلامه ته دالله جل جلاله رسول يي په کلمه دروح سره يي دمريم څخه پيداکړي يي، په وړکتوب کښي دي دخلګو سره خبري کړي دي خپل رب ته دي زمونږ شفاعت وکړه، ته زمونږ حالت نه ګوري؟ زمونږ حالت کوم ځاي ته رسيدلي دي؟ عيسي عليه السلام به ووايي زما رب داسي په قهر دي چي نه مخکي داسي په قهرشوي وو اونه به وروسته داسي په قهر شي دده ګناه نه ده ذکرشوي چي هغه څه ګناه کړي ده دي به ورته ووايي محمد صلي الله عليه وسلم ته ورشي بيا به محمد صلي الله عليه وسلم ته ورشي  ورته وه به وايي اي محمده! صلي الله عليه وسلم ته دالله جل جلاله رسول يي اودپيغمبرانو وروستي پيغمبر يي الله جل جلاله درته مخکني اوورستني ټول ګناهونه بخښلي دي زمونږ شفاعت خپل رب ته وکړه زمونږ حال نه ويني؟ مونږ کوم حال ته رسيدلي يو؟ رسول صلي الله عليه وسلم وايي زه به لاړشم دعرش لاندي به الله جل جلاله ته پرسجده پريوزم، بيا به الله جل جلاله پرما باندي رحم وکړي زما نيکي به ذکر کړي هيڅ چات به اجازه نه وکوي ماته به ووايي اي محمده! صلي الله عليه وسلم خپل سره اوچت کړه اوغوښتنه دي وکړه شفاعت وکړه ستا شفاعت منل کيږي زه به ووايم اي زما ربه زما امتيان هلاک شول اي ربه زما امتيان هلا ک شول ، بيا به راته ووايي دامت څخه دي هغه کسان جنت ته دښي دروازي څخه داخل کړه چه حساب پري نه شته، بيارسول الله صلي الله عليه وسلم وويل :زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما نفس دهغه په لاس کي دي ديوي دروازي ددوو پلو ترمنځ دومره فاصله ده لکه دمکي اوحمير تر منځ چي ده، يا دمکي اوبصري ترمنځ چي ده.

چي دي ته شفاعت عظمي هم وايې چي دنبي صلي الله عليه وسلم  شفاعت به هر فرد ته ورسيږي او دالله تعالي په اجازه به دنبي صلي الله عليه وسلم  تر شفاعت وروسته حساب شروع شي .

څلورم مطلب: دصراط څخه دتيريدو په وخت کي شفاعت:

دصراط دشفاعت دتايېد لپاره ډير زيات حديثونه شته دهغوي له جملي څخه(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم :وَيُضْرَبُ الصِّرَاطُ بَيْنَ ظَهْرَىْ جَهَنَّمَ ، فَأَكُونُ أَنَا وَأُمَّتِى أَوَّلَ مَنْ يُجِيزُهَا) ([216])

ژباړه:دأبورهريره رضي الله عنه څخه رويت دي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل:  دجهنم پر شا به پل کښيښودل سي نو زه او زما امت به لومړني يو چي پر پل باندي دتيريدو اجازه ورکول کيږي.

اوپه يو بل روايت کي راځي(عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَال:قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم: ثم يضرب الجسر على جهنم وتحل الشفاعة ويقولون اللهم سلم سلم) ([217])

ژباړه : اوهمدارنګه دأبي سعيد خدري څخه روايت دي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: وروسته به پر جهنم باندي پل کښيښودل سي او شفاعت ته به اجازه ورکړل سي او دوئ به وايي اې الله سلامتيا سلامتيا.

اوهغه حديث چي امام احمد په خپل مسند کي دانس څخه نقل کړي دي هم دصراط څخه دتيريدو په وخت کي دشفاعت شاهد دي (عن أنس قال حدثني نبي الله صلى الله عليه و سلم : اني لقائم أنتظر أمتي تعبر على الصراط إذ جاءني عيسى فقال هذه الأنبياء قد جاءتك يا محمد يشتكون أو قال يجتمعون إليك ويدعون الله عز و جل أن يفرق جمع الأمم إلى حيث يشاء الله لغم ما هم فيه والخلق ملجمون في العرق) ([218])

 

ژباړه :له انس رضي الله عنه څخه روايت دي وايي چي دالله  تعالي  نبي صلي الله عليه وسلم  وفرمايل: زه پر(پل) باندي چي عبارت له صراط څخه دي ولاړ يم دخپل امت انتظار کوم، په دي وخت کي ماته عيسي عليه السلام راغلي او راته ويې ويل: اې محمد صلي الله عليه وسلم دا انبياء عليهم السلام  دي تاته راغلي دي او شکايت درته کوي، او يا ويې ويل تاته راجمع سوي دي او له الله  تعالي  څخه غواړي چي دا امتونه سره جلا کړي څنګه چي دالله  تعالي  خوښه وي، او دهغه غم له امله چي له خلکو سره دي خلک به په خلو کي غرق وي .

پنځم مطلب: دجنت سره شفاعت:

داشفاعت پر څلور ډوله دي:

اول ډول : دحساب څخه مخکي شفاعت: (عن محمد بن زياد الألهاني قال سمعت أبا أمامة يقول : سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول وَعَدَنِي رَبِّي أَنْ يُدْخِلَ الجَنَّةَ مِنْ أُمَّتِي سَبْعِينَ أَلْفًا لاَ حِسَابَ عَلَيْهِمْ وَلاَ عَذَابَ مَعَ كُلِّ أَلْفٍ سَبْعُونَ أَلْفًا وَثَلاَثُ حَثَيَاتٍ مِنْ حَثَيَاتِهِ)([219])

ژباړه : له محمد بن زياد الالهاني څخه روايت دي وايي ما له اباأمامة څخه واوريدل چي ويل يې ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم اوريدلي دي چي فرمايل يې: زما رب ماته وعده راکړې ده چي زما دامت (۷۰۰۰۰) اويا زره کسان به بي حسابه جنت ته داخلوي او هيڅ عذاب به ورنکړل سي او له هرو زرو کسانو سره به او يازره کسان جنت ته داخليږي اودالله  تعالي لخواورته دري درجي اوکرامتونه دي.

دوهم ډول: دحساب څخه وروسته شفاعت : يعني کله چي حساب خلا ص شي اوخلک دجنت طرف ته روان شي کله چي دروازي ته ورسيږي تر هغه وخت به چاته دننوتلو اجازه نه وي ترڅو چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم شفاعت نه وي کړي لکه چي په حديث شريف کي راځي (قَالَ أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ قَالَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- أَنَا أَوَّلُ شَفِيعٍ فِي الْجَنَّةِ لَمْ يُصَدَّقْ نَبِيٌّ مِنْ الْأَنْبِيَاءِ مَا صُدِّقْتُ وَإِنَّ مِنْ الْأَنْبِيَاءِ نَبِيًّا مَا يُصَدِّقُهُ مِنْ أُمَّتِهِ إِلَّا رَجُلٌ وَاحِدٌ) ([220])

ژباړه : أنس بن مالک رضي الله عنه وويل چي نبي عليه السلام وفرمايل: زه به اول شفاعت کونکي يم په جنت کي زما په څير دهيڅ پيغمبر تصديق ندي شوي، او له انبياؤ څخه داسي نبي هم سته چي له امت څخه يې له يوه شخص پرته هيڅ يوه تصديق ندي کړئ.

دريم ډول شفاعت: دجنت په درجوکي دپورته کيدولو لپاره شفاعت: پدي اړه باندي کوم سند نشته که څه هم ډير اهل علم ددي شفاعت يادونه کوي اويوازي معتزله ئي نه مني([221])

څلورم ډول شفاعت: دهغه چاپه حق کي شفاعت کول چي ښه اوبد يې سره مساوي شي:

شپږم مطلب:له جهنم سره شفاعت:

الف: اورته دداخليدوڅخه مخکي شفاعت: داشفاعت دهغو خلګو په اړه دي چي جهنم ورته واجب شوي دي ددوي په حق کي به شفاعت وشي او جهنم ته به داخل نشي ابن القيم جوزي وايې دي ‌ډول شفاعت په اړه هيڅ حديث نشته([222])

اوحافظ ابن حجر العسقلاني([223]) ددي ډول شفاعت لپاره دغه حديث دليل نيولي دي(عَنْ حُذَيْفَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم:.... وَنَبِيُّكُمْ قَائِمٌ عَلَى الصِّرَاطِ يَقُولُ رَبِّ سَلِّمْ سَلِّمْ حَتَّى تَعْجِزَ أَعْمَالُ الْعِبَادِ) ([224])

ژباړه: له حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دي هغه وايي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: او ستاسو نبي عليه السلام به پر صراط ولاړ وي او وايې به: اې ربه سلم سلم(سلامتيا، سلامتيا) تر داسي حده چي

ب: جهنم ته تر داخليدو وروسته دبعضو جهنميانو درايستلو لپاره شفاعت: داهغه شفاعت دي چي جهنم ته تر داخليدو وروسته صورت نيسي. ځيني وايې دټاکلي مودي ترتيريدلو وروسته شفاعت ته وايې چي دايوازي داهل توحيد په حق دي په دي اړه حديث شته يوله هغو څخه دعمران ابن حصين حديث دي(حَدَّثَنَا عِمْرَانُ بْنُ حُصَيْنٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : يَخْرُجُ قَوْمٌ مِنَ النَّارِ بِشَفَاعَةِ مُحَمَّدٍ فَيَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَيُسَمَّوْنَ الْجَهَنَّمِينَ) ([225])

ژباړه :موږ ته عمران بن حصين رضي الله عنهما له نبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه حديث بيان کړ، رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: يوه ډله به له اوره دمحمد صلي الله عليه وسلم په شفاعت ووزي،  جنت ته به داخل سي او په جنميانو به ونمول سي.

ج: جهنم ته تر داخليدلو وروسته دعذاب دکميدو لو شفاعت: دغه شفاعت دنبي کريم صلي الله عليه وسلم له طرفه دهغه داکا ابو طالب په حق کي خاص دي لکه چي دهغه مخ ته دابوطالب يادونه وشول نو داسي ئي وويل (عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم وَذُكِرَ عِنْدَهُ عَمُّهُ فَقَالَ لَعَلَّهُ تَنْفَعُهُ شَفَاعَتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُجْعَلُ فِي ضَحْضَاحٍ مِنَ النَّارِ يَبْلُغُ كَعْبَيْهِ يَغْلِي مِنْهُ أُمُّ دِمَاغِهِ) ([226])

ژباړه :له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دي هغه وايي ما له نبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه واوريدل کله چي هغه ته دهغه صلي الله عليه وسلم داکا يادونه وسوه، هغه صلي الله عليه وسلم وويل: :کيداي سي دقيامت په ورځ زما شفاعت ګټه ورته ورسوي، هغه به داور لوړي برخي ته پورته کړل سي او تر بجلکو پوري به په اور کي وي او له دي اور څخه به يي دماغ جوش کوي او خوټيږي به.

 

 

 

پايله

ددي مونوګراف دليکلو په نتيجه کښي دي پايلي ته ورسيدلو :

۱:شفاعت په قرانکريم او احاديثو سره ثابت دي.

۲: که يومسلمان دګناه مرتکب شي اوتوبه وباسي نوالله  تعالي ورته بخښنه کوي.

۳: الله  تعالي خپل رسول صلي الله عليه وسلم ته اجازه ورکړي ده چي ته خپل نصف امت په جنت کي غواړي اوکه شفاعت کوي نو نبي کريم صلي الله عليه وسلم شفاعت اختيار کړ.

۴:  څوک چي دلااله الاالله محمد رسول الله کلمه ووايي هيڅ دخير کار يي نه وي کړي الله جل جلاله به دنبي کريم صلي الله عليه وسلم په شفاعت باندي دجهنم څخه راوباسي.

۵: دحشر پر ميدان باندي حساب شروع کيدل دنبي کريم صلي الله عليه وسلم په غوښتنه باندي کيږي اوالله تعالي به دبندګانو سره حساب شروع کړي.

۶: په شفاعت کوونکو کي لومړي کس نبي کريم صلي الله عليه وسلم دي وروسته نور انبياء عليهم السلام، ملائکه عليهم السلام، شهيدان، مؤمنان اوداسي نور.

۷: الله جل جلاله ډير مهربانه زيات دي هغه نه غواړي چي دهغه بندګان دي په اور کښي وسوځيږي.

۸: نبي کريم صلي الله عليه وسلم ډير په خپل امت باندي مهربانه دي هغه به هميشه دالله جل جلاله څخه دخپل امت دخلاصون دعاء کول.

۹: دټولو پيغمبرانو څخه وروسته به خلګ نبي کريم صلي الله عليه وسلم ته دشفاعت لپاره راشي .

۱۰: څوک چي دجمعي په شپه يا ورځ باندي مړشي دقبر دفتنو څخه به الله تعالي نجات ورکړي .

۱۱: کله چي په جهنم باندي پل کيښودل شي لومړني کسان  چي پرهغه باندي تيريږي هغه به نبي کريم صلي الله عليه وسلم اودهغه امت وي .

 

 

 

ماخذونه

۱: قران کريم.

2: ابن تيمية، تقي الدين احمدبن عبدالحليم، مجموع الفتاوي، مجموعه جلدونه:۳۷، چاپ کال:۱۴۲۶هـ ق، خپروننکي درالکتب العلمية، بيروت لبنان ، چاپ وار: دوهم .

3: بخاري، محمدبن اسماعيل ،صحيح البخاري ،  تحقيق:خليل مأمون شيحا، چاپ کال: ۱۴۲۸هـ ق، خپرونکي: دارالمعارفه، بيروت لبنان، چاپ وار:۲ .

4: ترمذي، محمدبن عيسي ، سنن الترمذي ،  تحقيق: محمد ناصرالدين الالباني، دچاپ کال ۱۴۲۹.هـ.ق، مکتبة المعارف الرياض عربستان، دوهم چاپ.

5: دمشقي، علي بن محمد،شرح العقيدة الطحاويه، دچاپ کال (نشته)،خپرونکي:المکتبة الحقانية پشاور پاکستان،دچاپ وار(نشته.

6: داکتر محمد الدين ، تعليم القران پښتو اسانه ټکي په ټکي او روانه ترجمه، خپرونکي:  تاج کمپنۍ

7: سلمي، محمد بن عيسى أبو عيسى ، الجامع الصحيح سنن الترمذي،  الناشر : دار إحياء التراث العربي – بيروت، تحقيق : أحمد محمد شاكر وآخرون ، عدد الأجزاء : 5

8: سجستاني، ابوداودسليمان بن الاشعث، سنن ابي داود ، مجموعه جلدونه ۴، خپرونکي: دارالکتاب العربي بيروت لبنان

9: طبري،محمد بن جريربن کثير، تفسير الطبري ، تحقيق: بشارعواد معروف، مجموعه جلدونه ۷، دچاپ کال ۱۴۲۳.هـ.ق، مؤسسة الرسالة بېروت لبنان، اول چاپ.

10: طبراني، أبو القاسم سليمان بن أحمد، المعجم الأوسط – الطبراني ،الناشر : دار الحرمين - القاهرة ، 1415،تحقيق : طارق بن عوض الله بن محمد ,‏عبد المحسن بن إبراهيم الحسيني،عدد الأجزاء : 10

11: عسقلاني، احمدبن علي بن حجر،فتح الباري  ،ټول جلدونه:۱۴، دچاپ کال(نشته) خپرونکي : قديمي کتب خانه کراچي پاکستان، دچاپ وار(نشته) .

12: فارسي، علاء الدين ،صحيح ابن حبان ، مجموعه جلدونه:۶،دچاپ کال:۱۴۱۷ه.ق،خپرونکي: دارالفکربيروت لبنان،دچاپ وار: اول

13: قرشي، اسماعيل بن کثير،تفسير قران العظيم(ابن کثير) ،  ټول جلدونه:۶، چاپ کال نشته، خپرونکي، المکتبة الحقانية، پيښور پاکستان، چاپ وار(نشته).

14: قزو يني، ابي عبدالله محمد بن يزيد، سنن ابن ماجه ،  مجموعه جلدونه ۴، دچاپ کال ۱۴۱۹.هـ.ق، دارالمعرفة بيروت لبنان، اول چاپ.

15: کوفي، ابي حنيفه النعمان بن ثابت،الفقه الاکبر ،  دچاپ کال :نشته، خپرونکي: المکتبة الحقا نية پشاور پاکستان،دچاپ وار: نشته.

16: مسند احمدبن حنبل،المحقق:محمدعبدالقادر عطا،مجموعه جلدونه ۱۲،دچاپ کال ۲۰۰۸م،خپرونکي : دارالکتب العلمية  بيروت لبنان، دچاپ وار : اول.

17: مهدي ، عبدالقادر مصطفي عبدالرزاق،الشفاعة في الحديث النبوي ، چاپ کال (۱۴۲۶) خپرونکي: دار الکتب العلمية ، بيروت لبنان، اول چاپ.

18: نسائي، ابي عبدالرحمن احمدبن شعيب ،سنن النسائي ، دچاپ کال ۲۰۰۹.م، دارالکتب العاميه بيروت لبنان، دوهم چاپ.

19: نووي ، محي الدين ،شرح صحيح مسلم ، مجموعه جلدونه :۱۸، چاپ کال نشته، خپرونکي :داراحياء التراث عربي، بيروت لبنان، دچاپ وار: دوهم .

20:   نيسابوري ، مسلم بن الحجاج،صحيح مسلم ، دچاپ کال :۲۰۰۸م،خپرونکي: دارالکتب العلمية بيروت لبنان، دچاپ وار : پنځم.

21: نيسابوري، محمد بن عبدالله أبو عبدالله الحاكم، المستدرك على الصحيحين، الناشر : دار الكتب العلمية – بيروت، الطبعة الأولى ، 1411 – 1990، تحقيق : مصطفى عبد القادر عطاعدد الأجزاء : 4

 

 

 

[1]سنن ابن ماجه، ج ۴، ص ۷۳۳،دحديث نمبر: ۴۳۱۱.

 

 

 

 

 

 

 

ب

[2]: الشفاعة في الحديث النبوي ، عبدالقادر مصطفي عبدالرزاق،المهدي، چاپ کال (۱۴۲۶) خپرونکي: دار الکتب العلمية ، بيروت لبنان، اول چاپ، ص:۲۳

[3]: الفجر ايت شميره(۳)

[4]ډاکټر محمد الدين ، تعليم القران پښتو اسانه ټکي په ټکي او روانه ترجمه، خپرونکي:  تاج کمپنۍ .

[5]الشفاعة في الحديث النبوي، ص:۲۳

[6]الشفاعة في الحديث النبوي، ص:۲۳

 

[7]: : البقره/ ۲۵۵ آيت

[8]الشفاعة في الحديث، ص: ۲۴

[9]: مجموع الفتاوي،تقي الدين احمدبن عبدالحليم،ابن تيمية،  مجموعه جلدونه:۳۷، چاپ کال:۱۴۲۶هـ ق، خپروننکي درالکتب العلمية، بيروت لبنان ، چاپ وار: دوهم ، جلد:۷، ص:۴۶

[10]سورة النساء، ايت : ۸۵

[11]: تعليم القران، ايت شميره (النساې ۸۵)

[12]: الانعام/۵۱

[13]:تعليم القران، پښتو تزجمه، ص:۲۱۲

[14]الاانعام/۰۷

[15]: تعليم القران، پښتو تزجمه،ص:۲۱۶.

[16]:الزم/ ۴۴

[17]تعليم القران، ص:۷۳۹

[18]: البقرة/ ۲۵۵

[19]تعليم القران، ص:۶۶

[20]: البقرة/ ۲۵۵

[21]تعليم القران، ص:۶۶

[22]: يونس/۳

[23]:تعليم القران/ص: ۳۳۰

[24]الانبياء/ ۲۸

[25]:تعليم القران/ ص:۵۱۶

[26]: مريم/ ۸۷

[27]تعليم اقران/ص:۴۹۶

[28]: تفسير قران العظيم(ابن کثير) ،اسماعيل بن کثير، القرشي،  ټول جلدونه:۶، چاپ کال نشته، خپرونکي، المکتبة الحقانية، پيښور پاکستان، چاپ وار(نشته)،ج:۴ ، صفحه:۳۰۱

[29]: طه/۱۰۹

[30]:تعليم القران /ص:۵۰۹

[31]: الزخرف/۸۶

[32]:تعليم اقران/ ص:۷۹۰

[33]: النجم ۲۶

[34]تعليم القران، ص:۸۴۰

[35]: البقرة /۴۸

[36]:تعليم اقران، ص:۱۲

[37]البقرة /۱۲۳

[38]:تعليم القران، ص:۲۹

[39]: البقرة /۲۵۴

[40]: تعليم القران، ص:۶۵

[41]:الشفاعة في الحديث، ص: ۲۹

[42]: الاعراف /۵۳

[43]:تعليم القران، ص:۲۴۹

[44]: الشعراء: ۱۰۰

[45]: المدثر /۴۸

: ۹۲۱. تعليم الفران ، ص [46]

[47]الشفاعة في حديث النبوي کتاب ،ص:۲۸.

[48]: النساء ۸۵

[49]تعليم الفران ، ص:۱۴۴

[50]: الزمر ۳

[51]تعليم القران، ص:۷۳۱

[52]: الاسراء ۷۹

[53]تعليم القران، ص:۴۶۲

[54]الضحي/۵

[55]تعليم القران،ص: ۹۵۰.

[56]:شرح صحيح مسلم، محي الدين ،النووي ، مجموعه جلدونه :۱۸، چاپ کال نشته، خپرونکي :داراحياء التراث عربي، بيروت لبنان، دچاپ وار: دوهم ، ج:۳، ص:۳۵

[57]: النساء /۴۸

[58]تعليم القران،ص:۱۳۶.

[59]: طه/۸۲

[60]:تعليم القران ، ص: ۵۰۵

[61]: الشوري/۲۵

[62]:تعليم القران، ص:۷۷۵

[63]: فتح الباري  احمدبن علي بن حجر، العسقلاني،ټول جلدونه:۱۴، دچاپ کال(نشته) خپرونکي : قديمي کتب خانه کراچي پاکستان، دچاپ وار(نشته) ج:۱۱، ص:۵۲۰

[64]الاعراف ۴۳

[65]:تعليم القران ، ص:۲۴۷

[66]:  المعجم الأوسط الطبراني ،أبو القاسم سليمان بن أحمد الطبراني،الناشر : دار الحرمين - القاهرة ، 1415،تحقيق : طارق بن عوض الله بن محمد ,‏عبد المحسن بن إبراهيم الحسيني،عدد الأجزاء : 10

[67]الاعراف ۴۳

[68]:تعليم القران ، ص:۲۴۷

[69].: تفسير قران العظيم(ابن کثير) ، ج:۳، ص:۱۵۷.

[70] صحيح البخاري،محمدبن اسماعيل،بخاري،  تحقيق:خليل مأمون شيحا، چاپ کال: ۱۴۲۸هـ ق، خپرونکي: دارالمعارفه، بيروت لبنان، چاپ وار:۲، ص:۴۰۰، دحديث شميره:۱۴۳۲

[71]:صحيح بخاري، حديث شميره:۱۴۶۵،ج:۲ ص:۱۵۳

[72]المدثر ۴۸

: تعليم القران ص ۹۲۱.[73]

[74]:المدثر

:  تعليم القران ص ۹۲۱[75]

[76]: تفسير ابن کثير، ج:۶، ص۳۴۸

[77]سورة طه آيت نمبر: ۱۰۹

[78]تعليم القران ص: ۵۰۹

[79]سورة البقره آيت نمبر: ۲۵۵

[80]تعليم القران ص:۶۵

[81]سورة ال عمران آيت نمبر: ۱۵۴

[82]سورة ال عمران آيت نمبر:۱۲۸

[83]تعليم القرآن ص ۱۰۴

[84]الشفاعة في الحديث النبوي ص:۴۱

[85] شرح العقيدة الطحاويه،علي بن محمد،الدمشقي، دچاپ کال (نشته)،خپرونکي:المکتبة الحقانية پشاور پاکستان،دچاپ وار(نشته)،ص: ۲۳۴

[86]الشفاعة في الحديث النبوي ص:۴۲

[87]سورة ال عمران آيت نمبر: ۴۵

[88]تعليم القران ص: ۸۷

[89]سورة الاسرأ آيت نمبر:۲۱

[90]تعليم القران ص: ۴۵۲

[91]:الكتاب : الجامع الصحيح سنن الترمذي، المؤلف : محمد بن عيسى أبو عيسى الترمذي السلمي، الناشر : دار إحياء التراث العربي بيروت، تحقيق : أحمد محمد شاكر وآخرون ، عدد الأجزاء : 5

[92]:الكتاب : المستدرك على الصحيحين، المؤلف : محمد بن عبدالله أبو عبدالله الحاكم النيسابوري، الناشر : دار الكتب العلمية بيروت، الطبعة الأولى ، 1411 1990، تحقيق : مصطفى عبد القادر عطاعدد الأجزاء : 4

[93]تفسير القران العظيم ج:۲ص: ۲۹

[94]صحيح مسلم ،مسلم بن الحجاج،النيسابوري،دچاپ کال :۲۰۰۸م،خپرونکي: دارالکتب العلمية بيروت لبنان، دچاپ وار : پنځم،  ص ۳۴۰، دحديث شميره: ۹۴۸.

[95] ،صحيح البخاري ،ص: ۹۷۵،دحديث شميره ۳۸۸۳.

[96]سورة الزلزلة ايت نمبر:٧٨

[97]تعليم القران ص: ٩٥٤

[98]سورة الانعام ايت نمبر:١٥١

[99]: تعليم القرآن، ص ۲۳۵.

[100]مسند احمدبن حنبل،المحقق:محمدعبدالقادر عطا،مجموعه جلدونه ۱۲،دچاپ کال ۲۰۰۸م،خپرونکي : دارالکتب العلمية  بيروت لبنان، دچاپ وار : اول، ج ۱۰، ص ۳۶۲، دحديث شميره: ۲۶۰۷۴.

[101]صحيح البخاري، ص ۱۵۹۷،ذحديث شميره:۶۵۰۲.

[102]سورة  التوبه ايت نمبر: ١١١

[103] تعليم القران، ص: ۳۲۵

[104]سورِة ال عمران ايت نمبر: ١٦٩

[105]تعليم القران،ص: ١١٣

[106]سنن ابي داود ، ابوداودسليمان بن الاشعث، السجستاني، مجموعه جلدونه ۴، خپرونکي: دارالکتاب العربي بيروت لبنان ،ج ۲،ص ۳۲۲، دحديث شميره ۲۵۲۴.

[107]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۴۵

[108]هغه ړوند صحابي چي نبي کريم صل الله عليه وسلم هغه ته دعا کړي وه عثمان بن مظعون دي.

[109] صحيح البخاري، ص:۴۰۰، دحديث شميره:۱۴۳۲

[110]سورة البقره آيت نمبر :۲۵۴

[111]تعليم القران ص:۶۵

[112]الشفاعة في الحديث النبوي ص:۴۰

[113]تفسير القران العظيم ج:۱ص:۶۰۳

[114] سورة البقره آيت نمبر:۲۵۵

[115]تعليم القران ص: ۶۶

[116]سورة طه آيت نمبر: ۱۰۹

[117]تعليم القران ص: ۵۰۹

[118]: الشفاعة فې الحديث النبوي ص: ۴۰

[119]سنن الترمذي، محمدبن عيسي ،الترمذي،  تحقيق: محمد ناصرالدين الالباني، دچاپ کال ۱۴۲۹.هـ.ق، مکتبة المعارف الرياض عربستان، دوهم چاپ،ص۵۴۸،دحديث شميره:۲۴۳۴دحديث يوه برخه .

[120]  سنن ابن ماجه ،ابي عبدالله محمد بن يزيد،القزيني،  مجموعه جلدونه ۴، دچاپ کال ۱۴۱۹.هـ.ق، دارالمعرفة بيروت لبنان، اول چاپ، ج ۴ ص ۷۲۵ ، دحديث نمبر ۴۲۸۶.

 

[121]صحيح البخاري،ص۱۴۶۶،دحديث شميره ۵۸۱۱.

[122].صحيح البخاري،ص۱۶۰۵،دحديث شميره: ۶۵۴۱

[123]فتح الباري،ج ۱۱، ص ۴۹۶.

[124]فتح الباري،ج ۱۱، ص ۴۹۷.

[125]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۸۵

[126]صحيح مسلم،ص۹۷،دحديث شميره  ۱۹۵ .

[127]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۹۰

[128]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۹۹

[129]۲۴۳۷. سنن الترمذي،ص۵۴۹،دحديث شميره

[130]سورة النسا ايت : ۴۸

[131]تعليم القران،ص:۱۳۶.

[132]  الفقه الاکبر،ابي حنيفه النعمان بن ثابت،الکوفي،  دچاپ کال :نشته، خپرونکي: المکتبة الحقا نية پشاور پاکستان،دچاپ وار: نشته، ص: ۱۶۰.

[133]سنن ابن ماجه، ج ۴، ص ۷۳۳،دحديث نمبر: ۴۳۱۱.

[134]۲۴۴۱. سنن الترمذي،ص۵۵۰،دحديث شميره

[135] ۴۴.صحيح البخاري،ص۸۲،دحديث شميره

[136]صحيح مسلم،ص ۸۸، دحديث شميره ۱۸۲.

[137]صحيح ابن حبان، علاء الدين،الفارسي، مجموعه جلدونه:۶،دچاپ کال:۱۴۱۷ه.ق،خپرونکي: دارالفکربيروت لبنان،دچاپ وار: اول ،ج۶،ص ۴۲۰.

 

[139] ۶۵۷۳.صحيح البخاري،ص۱۶۱۰،دحديث شميره

[140]مسنداحمدبن حنبل، ج۳، ص ۱۱، دحديث شميره: ۱۱۰۹۶.

[141]: غافر -۷

[142]تعليم القران،ص ۷۴۶.

[143]: النجم –۲۶

[144]تعليم القران،ص ۸۴۱.

[145]:صحيح مسلم،ص ۸۸، دحديث شميره ۱۸۲.

[146]: مسند احمد،حديث شميره(۲۴۳۷)

[147]: غافر

[148]:صحيح مسلم،ص ۸۸، دحديث شميره ۱۸۲.

 

[149]الشفاعة في الحديث النبوي،ص ۱۰۶.

[150]مسندامام احمد بن حنبل، ج ۱، ص: ۵۷

[151]مسند احمد،ج ۳،ص ۴۳،حديث شميره(۲۰۴۵۷)

[152]:سنن ترمذي، حديث شميره(۱۶۶۳)

[153]سنن ابي داود، حديث شميره(۲۵۲۴)

[154]سورة النسآ ايت: ۴۰.

[155]صحيح البخاري ، ص ۱۷۹۴، حديث شميره(۷۴۳۹)

[156] صحيح مسلم ،ص :۱۲۲.

[157]:سنن ترمذي، حديث شميره (۱۰۷۴)

[158]:صحيح البخاري، حديث شميره (۷۴۳۹)

:.صحيح مسلم،ص ۱۲۳. [159]

[160] ۱۸۳.صحيح مسلم ، حديث شميره

[161]مسند احمد ، حديث شميره (۶۶۲۶)

[162]صحيح مسلم، حديث شميره:   ۸۰۴

[163]سنن ابي داود، حديث شميره (۱۴۶۶)

[164]: صحيح البخاري، حديث شميره (۱۹۰۴)

[165]:مسند امام احمد ، حيث شميره(۶۶۲۶)

[166]صحيح البخاري، حديث شميره (۱۸۹۴)

[167]سورة النجم ايت نمبر: ۲۶

[168]تعليم القران،ص: ۸۴۰

[169]سورة طه ايت نمبر: ۱۰۹

[170]تعليم القران،ص: ۵۰۹

[171]سورة البقره:۲۵۵.

[172]تعليم القران،ص: ۶۶

[173]طه ايت نمبر: ۱۰۹سورة

[174]تعليم القران،ص: ۵۰۹

[175]سورة مريم ايت نمبر: ۸۷

[176]تعليم القران،ص: ۴۹۶

[177]سورة البقره ايت نمبر: ۲۵۵

[178]تعليم القران،ص: ۶۵

[179]سنن ابي داود،ج ۳،ص ۱۷۵، دحديث شميره ۳۱۷۲.

[180]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۴۷

[181]سورة البقره ايت نمبر: ۱۰۲

[182]تعليم القران،ص: ۲۴

[183]سورة الاحزاب ايت نمبر: ۴۵،۴۶

[184]تعليم القران ،ص:۶۷۶

[185]سورة الحشرايت نمبر:۵

[186]تعليم القران ،ص:۸۷۱

[187]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۴۸

[188]سورة طه ايت نمبر: ۱۰۹

[189]تعليم القران ص: ۵۰۹

[190]سورة النجم ايت نمبر: ۲۶

[191]تعليم القران ،ص:۸۴۰

[192]تفسير الطبري: محمد بن جريربن کثيرالطبري، تحقيق: بشارعواد معروف، مجموعه جلدونه ۷، دچاپ کال ۱۴۲۳.هـ.ق، مؤسسة الرسالة بېروت لبنان، اول چاپ، ج ۷ ص۱۴۹.

 

[193]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۴۸

[194]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۴۸

[195]سورة الزمر ايت نمبر: ۷

[196]تعليم القران ،ص:۷۳۲

[197]نمبر: ۲۸سورة الانبيأايت

[198]تعليم القران ،ص:۵۱۶

[199]سورة مريم ايت نمبر:۸۷

[200]تعليم اقران/ص:۴۹۶

[201]تفسيرالقران العظيم،ج۴،ص:۳۰۱

[202]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۴۹

[203]سورة النسأايت نمبر:۴۸

[204]تعليم القران ،ص:۱۳۶

[205]الشفاعة في الحديث النبوي،ص۵۰

[206]الشفاعة في الحديث النبوي،ص۵۰

[207]سورة البقره ايت نمبر: ۴۰

[208]تعليم القران ،ص:۱۰

[209]سورة البقره ايت نمبر: ۴۱

[210]تعليم القران ،ص:۱۱

[211]الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۵۱

[212] صحيح ابن حبان، ج۴،ص۳.

[213]سنن النسائي: ابي عبدالرحمن احمدبن شعيب النسائي، دچاپ کال ۲۰۰۹.م، دارالکتب العاميه بيروت لبنان، دوهم چاپ، ص ۳۳۶، حديث نمبر۱۹۸۸

[214]  سنن الترمذي ، ص ۲۵۴ ، حديث نمبر۱۰۷۴.

 

[215]صحيح البخاري،ص۱۱۸۳،دحديث شميره ۴۷۱۲.

[216]صحيح البخاري،ص۱۷۹۳،دحديث شميره ۷۴۳۷.

[217]صحيح مسلم،ص۸۸،دحديث شميره۳۰۲.

[218] مسنداحمد بن حنبل،ج ۳، ص ۱۷۸.

[219].سنن الترمذي،ص۵۴۹،دحديث شميره:۲۴۳۷

[220]صحيح مسلم،ص۹۸،دحديث شميره۱۹۶.

[221]شرح صحيح مسلم، ج۳، ص ۳۶.

[222].الشفاعة في الحديث النبوي،ص: ۵۴

[223]فتح الباري،ج ۱۱، ص ۵۲۲.

[224]صحيح مسلم،ص۹۷،دحديث شميره  ۱۹۵ .

[225]سنن ابي داود ، ج ۴، ص ۳۷۹، دحديث شميره  ۴۷۴۲.

[226]صحيح البخاري،ص۱۶۰۸،دحديث شميره ۶۵۶۴.

Leave a Reply