اسلام او جاهلیت

        دژوند په ډ ګرچې انسان له کومو شيانو سره مخ کيږي ترهغه پورې نه شي کولى له هغوۍ سره تعامل وکړي ترڅو يې دهغې په حقيقت ، ماهيت او له هغو سره داړيکو په هکله کومه رايه ټينګه کړي نه اوسي هغه په طبيعي ډول مجبور او مکلف دى ترڅو خپله ځانګړې رايه دهغې په هکله وړاندې کړې . برابره خبره ده چې هغه رايه صحيح وي او که ناسمه هغه نه شي کولى نتيجې ته له رسيدلو نه مخته خپل درېز غوره اوېا هغه لا ره انتخاب کړي چې ګام پر ګام  ېې تعقېبول پر ده لازم وي ورځنۍ تجربې او واقعيتونه همدغه حقېقت څرګندوي چې څه وخت له يو چاسره مخ کيږي زړه مو غواړي ترڅو پوه شي داشخص څوک دى ؟ په ټولنه کې ېې مرتبه او مقام څه ده او له ده سره څه اړيکه لري ؟دغوپوښتنو ته له ځوابه پرته هيڅکله نه شو کولى له دغه شخص سره دتعامل په هکله پريکړه وکړې . البته دپورتنيو معلوماتو دنشتوالي په صورت کې مجبور ياست چې له تخمين او اټکل څخه کار واخلئ .دمسئلې دزياتې څرګندونې لپاره له هغه خوراک نه چې تاسو ېې په مصرف رسوي يومثال راوړو .هغه څه چې تاسو يې دخپل ځان لپاره دخوړو په خاطر غوره کوي له پوهې او اټکل نه وروسته مو معلومه کړې ده چې دغه خواړه ستاسې اړتيا وې بشپړوي او خوراکي توکي يې ستاسو دژوندانه دپايښت لپاره لا زم دي . په همدې توګه ډير نور شيان دي چې لرې يې غورځوې او يا ورڅخه ګټه اخلي او په ساتنه يې لاس پورې کوې دغه بيلابيل نظريات او عملي کړنلارې د هغوشيانو دحقيقت او ماهيت په هکله داختلاف څخه سرچينه نيسي . له دې نه وروسته هغه رايه چې ددې شيانو په هکله يې غوره کوي ، صحت او فساد يې ستاسې ترتګلارې پورې اړه لري .مطلب دادى چې ايا تاسو په خپله رايه کې په علم او پوهې اتکا کړې ده او که په تخمين ، وهم، او يوازې په حسي ليدنې کتنې اوداسې نورو ـــ دمثال په توګه اور ترکتنې او غور لاندې نيسو هرکله چې ديوماشوم سترګې پرې ونښلي دخپلو حواسو په ګواهۍ سره ګومان کوي چې داد لوبو ډيره ښايسته وسيله ده له همدې کبله خپل لاس ورغځوي ترڅو يې راونيسي او لوبه پرې وکړي .په همدې توګه يوبل شخص اور ويني دخپل وهم او اټکل پراساس پريکړه کوي چې په هغه کې دالوهيت او خدايې څه نښې نښانې موجودې دي او ياداچې اور دالوهيت دمظاهرو له جملې څخه دى . همدغې رايې دده په فکر او عمل اغيزه کړې ده له خپل ځان سره پريکړه کوي لا زمه يې بولې چې داور په وړاندې دعاجزۍ سر ښکته کړي .

       دريم سړى اور ويني دده ليدل له هغه ماشوم او هغه شخص نه بيلتون لري . هغه داور په حقيقت کې سوچ او په ماهيت کې يې بشپړ فکر کوي ترڅو يې ښه وپېژني تر دې را وروسته يې په صفاتو کې په څېړنې لاس پورې کوي او دې نتيجې ته رسيږي چې اور دپخلي ، سوځولو او ګرمولو لپاره پکاريږي لا زمه ده چې دده او اور ترمينځ اړيکه دې دبادار او خدمتګار په توګه وي .په همدې اساس دغه سړى له اورڅخه نه دلوبو داسبابو په توګه کار اخلي او نه يې خداى بولي بلکې د پخلي ، سوځولو او تودولو لپاره ورڅخه استفاده کوي له همدې امله دهغه ماشوم او اور پالونکي کړنلاره جاهلي ده داځکه چې په تجربې سره ثابته شوه چې دماشوم نظريه باطله ده په همدې ډول د اور پالونکي رايه چې اور دالوهيت دمظاهرو څخه بولي هم په کوم علمي تحقيق اتکا نه لرې.بلکې پر، وهم او اټکل اېښودل شوې البته دريمه تګلاره چې اور دګټې اخيستلو وسيله بولي په يو علمي اصل ولاړه ده .

         دژوند بنسټيزې پېښې او دحل لارې چارې يې

      دپورتنۍ سريزې په ذهن کې کښينولو سره مسئلې ته نوره پراختيا ورکؤو او له جزئياتو نه دکلياتو پرلوري ور درومو .هرکله چې انسان په نړۍ کې خپل ځان ويني ګوري چې دجسم او ځان څېښتن او بيلا بيل ځواکونه لري ـــ له پاسه هسک اسمان او په خپل مخکې هواره غوړيدلې ځمکه ويني او په هغې کې ډيربې شميره اريانونکي شيان او په خپل ځان کې له نورو شيانو څخه دګټې اخيستنې ځواک ګوري په همدې ډول دده په چاپېريال کې انسان ، څاوري ،نباتات ، جامدات ، مايعات او نور شيان دي چې تر ټولو پورې دده ژوند تړلى دى اوس ستاسو په وړاندې داخبره دغور وړ ده چې ددغو شيانو په وړاند ې څنګه چلند غوره کوې .

  • مخکې له دې نه چې دخپل ځان په باره کې يوه غوڅه پريکړه وکړې او خپل ماهيت اوحقيقت وپېژنې چې زه څوک او څه شى يم ايا چاته مسؤل يم او که نه ؟ خپلواک يم او که دبل چا تر سرپرستۍ لاندې يم که چېرته تابع واوسم چاته غاړه کښيږدم ؟ ايا په خپل ژوند کې څه هدف لرم او که نه ؟ که هدف ولرم نو هغه کوم دى ؟
  • په همدې توګه ايا کولى شي دخپلو ځواکونو داستعمال لپاره کوم قانون وړاندې کړي ترڅو دغې پوښتنې ته ځواب ونه وايې چې دده جسماني ځواکونه دده ملکيت دى او که دبل چا ورکړه ده .
  • ايا له ده نه څوک پوښتنه کولى شي او که نه ؟
  • دخپلو جسماني ځواکونو داستعمال لپاره به پخپله قانون جوړوي او که بل څوک به يې ورته ټاکي .
  • په همدې ډول ايا کولى شي دخپل چاپېريال داشياؤ په اړه کومه تګلاره غوره کړې په داسې حال کې چې ورته معلومه شوې نه وي چې اياپخپله ددغو شيانو څېښتن دى او که بل څوک ؟
  • پر دغو شيانو دده واک محدود دى او که غير محدود ؟
  • که چېرې محدود وي نو دحدودو ټاکونکى يې څوک دى ؟
  • ايا داسې څوک شته چې له ده سره محاسبه وکړي .
  • ايا له خپلو ځواکونو څخه دکار اخېستنې قانون به پخپله غوره کوي او که به يې بل څوک ورته انتخابوي ؟
  • ايا هغه کولى شي دهغو شيانو په باره کې چې دده په چاپېريال کې پراته دي کومه عملي کړنلاره وټاکي مخکې له دې نه چې دې نتيجې ته نه وي رسيدلى چې ايا هغه ددغو شيانو څېښتن دى او که دبل چا په ملکيت کې دي .
  • مخکې له دې نه چې دانسانيت په هکله خپل نظر څرګند کړې او په حقيقت او ماهيت يې پوه شي کولى شي دبشري نوعې دتنظيم لپاره تشکيلات او قوانين وضع کړي چې خلک دهغې پر اساس يو له بل سره معامله وکړي .
  • دبيلا بيلو وګړو ترمينځ دامتياز عناصر څه شى دي ؟.
  • د دوستۍ او دښمنۍ ديو والي او بيلتون بنسټونه کوم دي .
  • په دې ترتيب ترهغه وخته پورې چې دې نتيجې ته ونه رسيږي او دغې پوښتنې ته ځواب ونه وايې چې دنړۍ حقيقت څه او په نړۍ کې دده موقعيت څه شى دى او کومه خلا ډکوي .

هغه څه چې پورته ذکر شول له غور او فکر نه پرته په بشپړ تاکيد سره ويلى شو چې دپورتنيو چارو په اړه د رايې ورکولو نه پرته کوم چلند نه شي غوره کيدى په واقعيت کې هرانسان چې په نړۍ کې ژوند ترسره کوي دهغو مسايلو په باب په شعوري او غير شعوري توګه خپله رايه لري درايې درلودل هم دهغه لپاره ضروري ده داځکه چې هغه د رايې له درلودلو نه پرته چې هغې ته رجوع وکړي نه شي کولى دژوند په ډګر قدم کښېږدي .البته ددې خبرې معنا دانه دى چې هر شخص دهغو مسئلو په هکله په فلسفيانه توګه له غور او دقت نه وروسته خپل نظر څرګند کړې ــ دډيرو خلکو په اذهانو کې ددغو مسايلو دحل صحيح صورت وجود نلري ، يا به په اصولي توګه هغې ته متوجه شوى نه وي او نه به يې دهغې په باره کې په څه فکر لاس پورې کړی وي خو له دې سره سره هر انسان دهغو پېښو په هکله يوې مثبتې او يا منفي اجمالي رايې ته ور رسيږي ــ هغه تګلاره چې په خپل ژوند کې يې دخپل ځان لپاره غوره کوي په لا زمي توګه به دهغه درايې دغوښتنې په مطابق وي .هغه څه چې موږ دافرادو په باره کې ورڅخه يادونه وکړه دټولنو په هکله هم صدق کوي دغه ذکر شوې پوښتنې دبشري ژوند دبنسټيزو پوښتنو له جملې څخه شميرل کيږي . له همدې امله دتمدن ، فرهنګ او دټولنيز تشکيل لپاره هيڅ يوه دکار لايحه نه شي جوړيدلى ترڅو دغو پوښتنو ته ځواب نه وي ورکړى شوى .دهمدغې مفکورې په برابر به دژوند بيلا بيلې څانګې جوړښت مومي او په بشپړ ډول به ټول تمدن هغه رنګ غوره کوي څنګه چې دهغه ځواب غوښتنه وي حقيقت دادى چې په دغه مسئله کې هيڅ بدلون نه شي کيدى برابره خبره ده چې دفرد تعامل وي او که دټولنې په هرحال به هماغه نوعيت غوره کوي چې څنګه ددغو پوښتنو دځوابونو وي .تردې پورې که تاسې وغواړې ديوشخص او يايوه ټولګي کړنلاره تحليل کړې په ډيرې اسانتيا سره به څرګنده شي چې ددغې کړنلارې په تل کې ددغو بنسټيزو پوښتنو ځواب څنګه ورکولى شي داځکه چې هيڅکله کيدى نه شي ديوشخص او يادټولنيزې تګلارې نوعيت دبل څه وي او ددغو پوښتنو دځوابونو نوعيت دې بله بڼه غوره کړي دژبنۍ دعوى او واقعي رويې ترمينځ اختلاف ارو مرو کيدى شي البته ددغو پوښتنو ځوابونه چې په حقيقت کې څنګه کيږي ددې دنوعيت او عملي رويې ترمينځ هيڅکله اختلاف امکان نه لري هرکله چې په دې خبره پوه شوې دادى په بحث کې مخکې درومو دبشري ژوند بنسټيزې مسئلې چې مخکې مو ورڅخه يادونه وکړه انسان  نه شي کولى پرته له دې نه چې ديته دحل لا ره پيداکړي او خپل ژوند ته ادامه ورکړي دغه ټول مسايل په حقيقت کې دغيب ترچارو پورې اړيکه لري او ځواب يې څرګند نه دى ليکل شوى هرانسان چې نړۍ ته رادرومي په ډير لږ دقت او فکر سره يې پيداکولى نه شي او په همدې توګه ددغو پوښتنو ځوابونه دومره څرګند هم نه دي چې هر انسان يې له تدبر او فکر نه پرته حاصل کړي . له همدې امله ددغو پوښتنو دحل لپاره ټول بشريت په يوه خوله هم نه دى بلکې دتاريخ په بيلا بيلو پړاؤنو کې تل يوله بل سره اختلاف لري اوپه بيلا بيلو تګلارو سره يې ددې دحل لارې لټولې دي ــ پردې اساس څنګه کولى شو دهغو مسايلو په حل کولو بريالي شو چې په نړۍ کې يې تراوسه پورې دحل کومه لاره نه دى غوره شوې .دحل هغه لارې چې تراوسه په بيلا بيلو اشکالو او تګلارو سره په لاس راغلې څرنګه دي ؟ دحل لومړۍ لاره يې دادى چې انسان په خپلو حواسو اعتماد او بروسه وکړي او هغه څه چې په حواسو سره احساس کيږي دهغې پر اساس دهغو چارو په برخه کې خپله رايه ټينګه کړې .

    دويمه لاره دادى چې تخمېن او اټکل هم دحسي مشاهدې سره يوځاى کړى شي او نتيجه په لاس راوړل شي.

    دريمه لاره يې دادى هغه څه چې پيغمبرانو دغو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي قبول کړى شي ځکه چې پيغمبرانو ويلي دي چې دغيب پردې د دوۍ له سترګو لرې شوې او هغوۍ له خپلې اصلي او حقيقي سرچينې څخه پوهه ترلاسه کړې ده .

    په نړۍ کې ددغو مسايلو دحل په لاره کې همدغه درې لارې انتخاب شوې اوغالب اټکل دادې چې په دې هکله دحل څلورمه لاره وجود نه لري دغه درې واړه شکلونه دغه مسايل په ځانګړې ډول حل کوي او له هريوه څخه دعمل ځانګړې تګلاره په لاس راځي او داخلاقو او تمدن دجلا نظام اساس اوبنسټ ږدي چې هريو پروګرام اونظام دخپلو ځانګړتياؤ له غوښتنې سره سم څرګنديږي .دادى موږ دحل بيلا بيلې لارې چارې وړاندې کؤو او هغه تګلارې چې ددغو مسايلو دحل له بيلا بيلو تګلارو څخه په لاس رازي توضيح کؤو .

لومړۍ لار

         خالص جاهليت

    کله چې انسان په دغو مسايلو کې دخپلو حواسو په وسيله خپله رايه څرګندوي دداسې فکر غوښتنه يې دي ته اړکوي ترڅو دې نتيجې ته ورسيږي . چې دکايناتو په بشپړ نظام کې کوم هدف او مصلحت له سره شتون نه لري بلکې دنړۍ موجوده شکل په تصادفي توګه رامينځته شوی او له هدف نه پرته پرمخ درومي دغه نړۍ نه خالق لري اوکه چېرې فرضاً موجود هم وي له بشري ژوند سره يې هيڅ اړيکه نشته اونه دهغه په ژوند سلطه او واکمني لري ، انسان هم دحيواناتو له جملې څخه يو حيوان دى چې په تصادفي توګه رامينځته شوى

نه پوهيږي چې چا پيداکړى  او  پرته له کوم پيداکونکي يې دنړۍ ډګرته قدم ايښى ،په هرحال داسې پوښتنې زموږ له بحث نه بېرون دي موږ يوازې دومره پوهيږو چې انسان ځمکې ته راغلى يو لړ غرايز او غوښتنې لري هغه ځمکه چې انسان پرې استوګنه لري له  رنګارنګ اسبابو او دژوند له بې شمېره وسايلو څخه ډکه شوې ده چې کولى شي دخپلو فطري غوښتنو دپوره کولو لپاره ورڅخه ګټه واخلي دده ژوند بل هدف نلري يوازې بشري غوښتنې يې ستره غايه ده نړۍ هيڅ څېښتن نه لري انسان کولى شي کله چې وغواړي او څنګه چې وغواړي خپلې غوښتنې پوره کړي ددې چارو په سرته رسولو کې هيچاته مسؤل نه دى او نه له سره دعلم او هدايت سرچينه شته چې انسان ورڅخه دژوند قانون ترلاسه او خپله معنوي تنده پرې ماته کړي په حقيقت کې انسان پخپلو چارو کې خپلواک دى نه ورڅخه څوک پوښتنه اونه ورسره څوک حساب کولى شي انسان پخپله دقانون جوړونې دچارو مسؤل دى او دخپلو ځواکونو داستعمال اندازه پخپله ټاکي په خپل چاپېريال کې ېې چې کوم شيان دي له هغوۍ سره دتعامل په هکله به پخپله کړنلاره جوړوي .که چېرته دده لپاره دهدايت کومه سرچينه وي هغه به هم دحيواني ژوند په شان او ياد تاريخ ترخې تجربې وي . که چېرې هغه د چا په وړاندې مسؤل او ځواب ورکونکى وي خپل ځان او يا به بشري ظالمانه واکمنۍ ته وي چې دنوروخلکو په برخليک کې خپل ځان حاکم بولي، ژوند هم دنيوي بڼه لري او داعمالو نتايج نېک مرغي او بدمرغي هم يوازې په همدې ژوند پورې ارتباط لري . داچې داکار سم دى او که ناسم د منلو وړ دى او که نه ؟ ګټور دى اوکه زيانمن ټول دهماغو نتايجو په برابردې چې په دې نړۍ کې څرګنديږي .

       موږ به اوس هغه تګلاره تر څېړنې لاندې ونېسو  چې يوشخص يې ددې پورتنيو ځوابونو پربنسټ غوره کوي ترڅو يې دژوند په بيلا بيلو اړخونو کې اغېزې څرګندې کړو.

  • دانسان په فردي ژوندانه ددغې نظريې دطبيعي اغيزو له جملې څخه دادى چې هغه دژوند په ټولو اړخونوکې خپل ځان خپلواک او خپل سری ګڼي هغه چارې چې دى يې سرته رسوي دهيچا په وړاندې مسؤل نه دى او نه يې څوک مخه نيولى شي .او نه داسې څوک شته چې دده سرکښې غوښتنې کنترول کړي خپل ځان دخپلو جسماني او طبيعي ځواکونو واکمن ګڼي دژوند دهرې برخې دوسايلو په تصرف او استعمال کې خپلواک دى په.هرچا چې ېې واک ترلاسه کړ دجابرانو او ظالمانو په شان به ورسره دنوکرپه شان معامله کوي دجابرانو او دکتاتورانو په سلطه او واکمنۍ کې هيڅ باک نشته هېڅ خنډ شتون نه لري چې دهغوۍ د شخصي غوښتنو دطغيان مخه ډب کړي يوازې هغه فطري قوانين او ځينې قيودات دي چې دانسان په ټولنيز ژوند کې ضروري دي .اوهم دخپل

                                                                                                                                                           ځان او وجدان په وړاندې ملامتېا او  اخلاقي احساس له سره څه ارزښت نه لري

             دداسې عقيدې څېښتن ، ظالم ، بدعمله ، شرير، او مفسد وي چې هيڅ اعتماد پرې نه شي کيدى په فطري ډول به ځان غوښتونکى ماده پالونکى او شهوت پال وي چې په ژوند کې به دځاني او حيواني غوښتنو نه پرته بل هدف ونلري .دده په سترګو کې چې کوم شى ارزښتناک دى هغه يوازې دحيواني غوښتنو پوره کول او ځاني ګټه ده .

           ايا کيدى شي چې يوڅوک دداسې عقيدې په درلودلو سره د خپلو ګاونډيانو په درد دردمن او په بيوزلو زړه سواند او دهيواد دپرمختګ او نيکمرغۍ لپاره به خپل مال او وخت ځار کړي..؟ که چېرې دغې مسئلې ته ځغلنده نظر وکړو او دهغه عملي کړنلاره ترڅېړنې لاندې ونيسو وبه مومو چې له دې کار څخه دده هدف د دنيوي خوندونو دحاصلولو او ځانځانۍ څخه پرته بل څه نه دى داځکه چې داسې شخص دخپل قام په پرمختګ او دهغوۍ دغوښتنو په اشباع کې خپلې هيلې ويني پردې اساس کوښښ کوي چې دهغوۍد ښيګڼوپه حاصلولو کې هلې ځلې وکړې داسې انسان له يو نشنلسټ او قام پرست څخه پرته بل څه نه وي .هغه ټولنه چې له داسې خلکو څخه تشکيل شوې وي مهمې ځانګړتياوې يې په لاندې توګه دي .

١:- داچې دسياست بنسټ به يې د بشري حاکميت پر اساس اېښودل شوی وي برابره خبره ده چې دفرد حاکميت وي يادکومې کورنۍ او يادېوې خاصې طبقې او يا دعام ولس واکمني ،څرګنده خبره داده چې په داسې هيواد کې دقانون جوړولو واک دانسان په لاس کې وي هلته قوانين دخلکو دغوښتنو اوګټو پر اساس وضعه کيږي .

په همدې توګه دژوند اساسي نقشې دشخصي ګټو دپاليسى پر اساس ټاکل کېږي.دهيواد په پولو کې يې داسې خلک واک ته رسيږي چې ځواکمن ، چالاکه ، مکار ، دروغژن ، سخت زړي ،اوچې دخبيث او ناولي زړه څښتنان وي په دې توګه باطل اوظلم دقانون اوحق په بڼه تبارز  کوي .ددې په خاطر چې حق مرستندوى نه لري دباطل منګولو ته سپارل کيږي

٢:- دتمدن ټولنيز نظام به دځان پالنې او شهوت پرستۍ پر بنسټ ټينګښت مومي په داسې ټولنه کې به انسان د ځاني خوندونو او لذتونو په خاطر چې له هراخلاقي قيد څخه ازادوي پرمخ درومي   اخلاقي معيارونه له نوي سره وضع کيږي په دې ترتيب چې دجنسي لذتونو او د دنيوي سامان داسراف په وړاندې هيڅ مانع په سترګو ښکاره نه شي

٣:- په همدې توګه ادب ، هنر ، هم له دغه ذهنيت څخه ا غيز من کيږي او په خپل رنګ يې رنګوي ورځ په ورځ  بربنډتوب او فحشاء زيات والى مومي .

٤:- داقتصادي ژوند په برخه کې به فيوډالي سېستم واکمن اوځېنې وخت به يې دپانګوالې نظام پرځاى قايم وي . او ځينې مهال به کاريګر په پاڅون لاس پورې کوي اودپرولتاريا دکتاتوري به رامينځته کوي . لنډه داچې اقتصادي نظام په هيڅ صورت کې دعدالت پر اساس ولاړنه وي داځکه چې دټولنې دهر فرد تصور او مفکوره په دې څرخېږي چې نړۍ څېښتن نه لري ژوند يوازې همدغه دنيوي ژوند دى انسان دخپل واک څېښتن دى دخپلې خوښۍ سره سم  به ژوند سرته رسوي .

٥:- دهمدغه حالت او همدغه نړۍ ليد په برابر دنوي نسل دروزنې نظام ترتيبيږي پر همدې اساس نوي نسل ته په نړۍ کې دانسان مقام اوېوله بل سره د مرستې ښوونه نه ترسره کېږي په شعوري او غير شعوري توګه يې په همدغه ماده پالونکي الحادي تصور او فکر روزنه کوي په همدې ډول ددغه روزنېز نظام کړنلاره نوي نسل ته په همدې شکل دى چې هغوۍ ديته مجبور وي ترڅو دهمدغې لارې په رڼا کې خپل ژوند غوره کړې او په خپله خوښه پدغه نظام کې منحل شي .

   زه دلته په دې هڅه کې نه يم چې ددغه نظام په ځانګړي تعلېمي نظام او دهغې په نتايجو څرګندونې وکړم داځکه چې تاسو له ماڅخه ډير ښه پوهيږۍ او هغه مو تجربه کړې دي .په دغو پوهنځيو او پوهنتونونو کې چې تاسو خپله علمي ذخيره ترلاسه کوي دهمدغې نظريې پر بنسټ دي سره له دې نه چې ځينې داسلامي کالج او اسلامي پوهنتون په نومونو نومول شوې دي .ددغه نظام عملي تګلاره چې مو توضيح کړه سوچه جاهلي کړنلاره ده ددوۍ  مثال هغه ماشوم ته ورته دى چې په حسي مشاهدې تکيه کوي په اور باندې دلوبو ګومان کوي له ماشوم څخه يې دغه امتياز دى چې دماشوم اشتباه ژر ترژره دتجربې پر اساس څرګنديږي داځکه هغه اور چې دى يې د لو بو وسيله بولي ژر  تر ژره پوهيږي چې اور دلوبو آله نده .مګر بل لورته دجاهلي کړنلارې پيروان په يو دوه ورځو کې نه پوهيږي بلکې ددوۍ لپاره ډير اوږد وخت په کار دى داځکه دغه اور چې دوۍ ورسره لوبې کوي سوځول نه کوي

        حقيقت دادى چې بشريت به اوږده کلونه او پيړۍ پيړۍ په دې اور کې سوځو ېږي دوۍهغه نېشه ېې انسان ته ورته دي چې په درد نه پوهېږي. که يو څوک پيداشي او دخپل ژوند ترخو تجربو ته متوجه شي کولى شي په پراخه پيمانه دورځينې ژوند له دردناکو پېښو څخه درس واخلي .

            هغه څوک چې هره ورځ دخلکو خيانت دچار واکو زرو زياتى دقاضيانو بې عدالتي . دپانګوالو ځان غوښتنه عامه بداخلاقي ، نشنلستي او دقام پالنې استعماري جذبات او احساسات په سترګو ويني پوهيږي چې داټول دجاهلي ټولنې ثمره اونتيجه ده .دقامونو ترمينځ تلپاتي شخړې ، ګډوډي ، په ځمکه کې فساد، دکمزورو او بيچاره ؤ ملتونو ځپل او راښکيلول ټول په دې ګواهي ورکوي چې دغه دخالص اوسوچه جاهليت کړنلاره ده .چې له علم او پوهې نه په لرې واټن کې قرارلري . داهغه خبيثه او چټله مفکوره ده چې انسان يې دخپل ځان او کاينا تو په اړه لري چې له حقيقت او واقعيت نه ډير لرې موقعيت لري . که چېرې يې له واقعېت  سره سمون درلودلى نو هيڅکله به يې دغه خبيثه ثمره او ميوه نه  راوړه او نه به يې دغه خطرناکه عواقب له ځان سره درلودل .

          دويمه لار

   د ژوند دبنسټېزو مسايلو دستونزو دحل دويمه لاره دادى چې موږ اټکل او شک له مشاهدې او حس سره يوځاى کړو او له هغو څخه دخپلو چارو دستونزو په حل کولو کې کارواخلو . او خپله رايه ددې دؤو وسيلو په استناد څرګنده کړو .له دغې تګلارې څخه درې ډوله جلا جلا نظريات سرچينه نيسي چې هره يوه يې ځانګړي عملي تګلاره لري .

الف :- شرک

   ددې درې واړو نظرياتو له جملې څخه يو دادى چې نړۍ بايد خالق ، څېښتن او مدبر ولري البته يونه بلکې دګڼو خدايانو ترمينځ دنړۍ واک ويشل شوى وي دانسان نيکمرغي او بدمرغي ، برى او زيان دګڼو افرادو ترخوشالۍ او خپګان پورې ارتباط لري څوک چې دې نتيجې ته ورسيدل او دغه رايه يې دنړۍ په نظام کې دخپل ځان لپاره غوره کړه دناپوهۍ اوجهالت له امله يې د الوهيت ځواک دبيلا بيلو وګړو ترمينځ وويشلو . پردې اساس کوم شى چې ورته عجيبه څرګند شو هغه يې په الوهيت کې شريک کړ هغه عملي کړنلاره چې په دغې رايې اتکاء لري او په هغې باوري انسان يې دخپل ځان لپاره غور کوي لاندې ځانګړتياوې لري .

لومړى :- دانسان ټول ژوند داوهامو او خرافاتو محور ګرزي هغه په ډيرو شيانو کې دخپل نفسي توهم اوشک په نتيجه کې پرته له دې نه چې په کوم دليل استناد وکړي ګومان کوي چې دده په نيکمرغۍ او بدبختۍ کې به رغنده رول او اغېزه ولري . پردې اساس هغه خپل ډير ځواکونه ضايع کوي دګټو دلاس ته راوړلو او د زيان دويري له امله هغوۍ ته طمع کوي . او د، وهم او اټکل په رنځ اخته وي. په خپلو چارو کې له څېړنې څخه کار نه اخلي له همدې امله به ځينې وخت هغه وينې چې يوقبر ته مخه کوي او له هغه نه دخپلو هيلو پوره کيدل غواړي . بل ځل بيا دبت په وړاندې دعاجزۍ سر ټېټوي . بل ځل له چا سره راشه درشه لري چې پرهغه دمرستندوى او کار جوړونکې ګومان کوي دهغه دخوښۍ دلاس ته راوړلو په لار کې هلې ځلې کوي . او ځينې وخت بيا له بل شي څخه بدشاګوني ګوري دويري او يا له خطرنه دتيښتې په خاطر په خپل عزم او تصميم کې بدلون راولي دغه ټول بې کار ه افکار او کوښښونه هغه له طبيعي او فطري هلو ځلو څخه بې لارې کوي داسې لارې ته يې راکاږي چې له انساني طبېعت او فطرت سره تړون ونه لري .

دويم :- دغه رايه يوشخص د نذر او نياز اوږدو پروګر امونو ته هڅوي چې له ورځيني ژوند سره به يې هيڅ تړاؤ نه وي او نه به يې په دين کې کوم اساس او بنسټ وي دمثال په توګه دقبرونو په وړاندې قرباني او يو لړ عادات او دندې چې دبشري ژوند ډيرې هلې ځلې او کوښښونه له مينځه وړي .

   دريم :- په دغه شرک اخته وګړي چې د ، وهم او خرافاتو ښکار ګرزيدلې دهر حيله ګر

چل باز اوچالاک انسان لپاره تياره مړۍ ده چې دساده او بې عقلو انسانانو په عقل لوبې کوي . له همدې امله خلک يوسړى ګوري چې خپل ځان پادشاه بولي او دخپل نسب لړۍ لمر او سپوږمۍ او دروغژنو خدايانو ته رسوي خلک ديته مجبوروي چې ترڅو باوري واوسي چې د خدايې مقام ته رسيدلى دى او هغوۍ دده بندګان دي دهغوۍ له جملې څخه ځينې کسان ددغو خدايانو دکورونو سرپرستان او متوليان ګرزيدلي او يا ددغو بزرګانو دقبرونود منجاورۍ دنده پرمخ بيايې او خلکو ته څرګندوي چې زما او ددوۍ ترمينځ اړيکه او پيوند دى له مانه پرته هغوۍ ته نه شي رسيدلى ددوۍ له جملې څخه ځينې دکاهن او يا ديوې طريقې دشيخ او پېر په شکل څرګنديږي ، او خلکو ته په چالاکۍ او جادو ګريو لاس پورې کوي ترڅو دده دکړو وړو په ليدلو سره خلک باوري شي چې هغه ګويا دخلکو غوښتنې او مقاصد تر سره کوي چې دبل چاله وسې پوره نه دي بيا هغه دجالان او فريب ورکونکي خلک دخپل نفوذ ، امتيازاتو ، وظائفو دايره خپلو او لادونو او لمسيانو ته ورغځوي دوخت په تيريدلو سره  دغه اصل مجد او عظمت ددې کورنيو حق وګرزي چې هيڅوک يې ورڅخه نه شي اخېستلى په دې ترتيب سره دغه عقيده دبادشاهانو ، دجالانو او مکارانو په وړاندې دغلامۍ اونوکرۍ لامل ګرزي دغه دروغژن خدايان هم دهغوۍ له سادګۍ څخه استفاده کوي دخپلو غوښتنو په وړاندې ورڅخه کار اخلي ته به وايې چې بار وړونکى څاروى او ددغو دروغژنو خدايانو سورلي ده .

   څلورم :- دغه نظريه دعلومو ، فلسفې ، ادب تمدن او سياست سره سروکار نه لري او نه دهغو دروغژنو خدايانو له خوا دوۍ ته کوم هدايت او لارښوونه متصوره ده ترڅو بشريت دهغې په رڼا کې لاره ومومي او دهغوۍ نقش قدم تعقيب کړي .دانسان اړيکه له دغو دروغژنو خدايانو سره په دومره تنګه کړۍ کې محدوده ده چې دعبادت او بندګۍ څومراسم دهغوۍ دمرستې او مهربانۍ دلاس ته راوړلو په خاطر ترسره کوي البته دژوند په ډګر دکړ کيچونو دحل په خاطر انسان پخپله دنده او مسؤليت لري چې دهغې لپاره قوانين جوړ کړي او دهغې عملي کړنلاره وټاکي . کومې ټولنې چې دشرک پر بنسټ ټينګښت لري هماغې لارې ته ادامه ورکوي چې سوچه جاهلي ټولنې پرې پل ايښی او په عملي ژوندکې کږې لارې ترپښو لاندې کوي هغه چې مخکې مو ورڅخه يادونه کړې وه پر دې اساس دشرک او سوچه جاهليت تر مينځ په اخلاقو ، کړو وړو ، تمدن ، سياست ، اقتصاد ، اوټولنيز وضعيت، فرهنګ او اخلاقو کې دومره اساسي توپېرپه سترګونه ښکارې

ب:-  رهبانيت

   دويمه لار چې له حدس تخمين او مشاهدې اوحس سره يوځاى په لاس رازي دادى چې دبشر ژوند له غوښو او وينې څخه جوړ شوی دى چې انسان ته در دونه او بدبختي له ځان سره لري دانسان په بدن کې دروح وجود هغه بندي ته ورته دى چې په تياره زندان کې پروت وي دزندان دردونه دخپلو ګناهونود ارتکاب له امله تېروي چې سرته يې رسولې دي . انسان چې هرڅومره د دنيوي لذتونو او خوندونو څخه ګټه اخلي په هماغه اندازه ددنيا په ځنځيرونو کې تړل کيږي او دنيوي عذاب او دردونه يې په برخه کيږي .دنجات اوخلاصون يواځينۍ لاره يې دادى چې انسان ددنيا دټولو اسبابو څخه ګوښه کړى شي او خپلو نفساني غوښتنو ته دپاى ټکى کښيږدي . اوله دنيوي لذتونو او خوندونو څخه لرې والى غوره کړي دنفس غوښتنې ونه مني او له مادي ژوند سره هيڅ غرض ونه کړي .په داسې نفسي او روحي رياضتونو لاس پورې کړي ترڅو دوه دښمنه نفس او بدن يې له دردڅخه په ژړا او ارنګولا او له سختيو سره لاس او ګريوان شي او په دې وسيله دنفس او ځان واکمنۍ ته پر روح باندې دپاى ټکى کيښودل شي ترڅو روح پاک او سوتره پاتې شي او دنفس تيارې ورته زيان ونه رسوي او وکولاى شي چې داسمان هسکو څوکو ته دنجات لاره پيداکړي او هلته والوزي .

       له دغې نظريې څخه چې کومه عملي تګلاره په لاس رازي لاندې ځانګړتياوې لري .

لومړى :- ټولې انساني هيلې او طبيعي غوښتنې يې داوي چې له ټولنې څخه لري واوسي دفردي ژوند په لوري مخه کوي او له تمدن نه دوحشت او بربريت په لوري ګامونه اخلي ددنيا له ژوند څخه مخ اړوي او له ټولو غوښتنو څخه فاصله نيسي او په دې توګه دژوند له مکلفيتونو څخه تيښته کوي له يو پياوړي انسان څخه کمزوری او له ټولنې ګوښه شخص جوړوي چې خويونه يې سلبي بڼه غوره کوي .

دويم :- دغه فکري نظريه دالله جلت عظمتۀ پرهيزګار بندګان دې ته مجبوروي چې دخپل ځان دنجات او ددې نړۍ له دردونو څخه له خلاصون نه پرته بل هيڅ شي ته پاملرنه ونه کړي . پردې اساس هغوۍ غارونو او سمڅو ته مخه کوي چې په نتيجه کې دنړۍ دچارو واګي دداسې خلکو په لاس کې پريوزي چې دځمکې پرمخ له فساده پرته بل هدف نلري .

دريم :- ددغې مفکورې داغېزو له جملې څخه دتمدن او ابادۍ په هکله دادى چې دخلکو په مينځ کې سلبي اخلاقو ته وده ورکوي او په زړونو کې يې له ټولنې څخه دګوښه اوسيدلو احساس زياتيږي .زړه يې نااميده او عملي ځواک يې ويده دکبر جنو ظالمانو په وړاندې سرټيټي وي هرمتجاوز او ظالم کولى شي په ډيرې اسانۍ سره يې په شا وتمبوي ـ حقيقت دادى چې د رهبانيت نظريه او مفکوره يو شخص دهر ظالم او مستبد ځواک دسورلۍ وسيله جوړوي .

څلورم :- درهبانيت مفکوره دتل  لپاره له بشري فطرت سره په جنګ اخته وي چې تل په شکست او تمبولو محکوم او په پاى کې پخپله ناکاميږي له همدې امله ځينې راهبان په خپلو تمايلاتو او قلبي عواطفو پرده غوړوي او ځينې وخت بيا له مجازي پاک او سپيڅلي عشق څخه خبرې اترې کوي .ځينې نور يې بيا په هماغه غارونو او څيله ځايونو کې دداسې شهوت ناکو ناکاره چارو مرتکب ګرزي چې په يادولو سره يې دانسان بدن خوله خوله ګرزي هغوۍ بيا د دنيا دترک او زهد په جامه کې داسې کارونه ترسره کوي چې دنيا پرسته خلک يې له سرته رسولو څخه دخجالت او شرم احساس کوي .

ج:- وحدت الوجود

دريمه نظريه چې دتخمين  او مشاهدې له مينځ نه دهغو پېښو په حل کولو کې رامينځته کيږي دادى چې :انسان او هغه څه چې په کايناتو کې موجود دي په نفس الامر کې نه حقيقت لري او نه مستقل وجود بلکې واحد او لاشريک ذات دخپل وجود دظهور وسيله ګرزولې دي ــ لنډه داچې دالله پاک ذات نعوذ باالله دکايناتو په هره ذره او برخه کې حلول کړى دى  دغه نظريه په خپل تفصيل کې بيا په ګڼو نظرياتو ويشل شوې ده خو مشترکه نقطه دټولو هماغه ده چې مخکې مو دهغې وضاحت وکړ او هغه داچې ټول موجودات ديوه ذات دخارجي مظهر جيثيت لري .

            هغه لار چې انسان يې دذکر شوې نظريې پر اساس انتخابوي پدې منتج کيږي چې انسان په خپل وجود شکمن ګرزي پرته له دې نه چې کوښښ وکړي او يا دژوند په ډګر يوکار ترسره کړي هغه خپل ځان دلوبو وسيله بولي کوم چې له لرګيو جوړ شوی  وي چې دجوړونکي لاس يې په خوځښت راولي او هغه دخپلو خيا لاتو او خوبونو په ميدان کې ورک ورک وي هغه دژوند هدف نه پېژني چې سترګې ورپورې ونښلوي او نه دخپلو چارو دپرمختګ لپاره پروګرام لري ترڅو يې په ورځيني ژوند کې عملي کړي ــ بلکې هغه ګومان کوي چې يو بشپړ ذات دغه نړۍ احاطه کړې ده اووجود يې ددغې نړۍ په وجود کې جريان لري ټولې چارې هغه ته رجوع کوي او هغه دى چې څه وغواړي سرته يې رسوي او په هرشي حکم کوي . نو که چېرې هغه شى په کمال متصف وي له شکه پرته چې دده وجود به هم کامل وي . پردې اساس ښه نو دادومره کوښښونه دڅه لپاره ؟

هرکله چې لويه هستي او لوړ ذات دکمال په لوري روان دى نو دهماغه عالمګير حرکت پر اساس  چې هغه کلي وجود يې دکمال او بشپړ تيا لوړو پوړېو ته روان کړى دى په يقيني توګه دخپلو وزرونو ترمينځ دغه کوچنى وجود هم نيسي . پرته له دې نه چې دى حرکت او هلو ځلو ته اړتيا پيداکړي دکمال لوړو پوړېو ته يې رسوي ـ دى په دغه لويه هستۍ کې يوجزء دى نه پوهېږي چې دغه کل چېرته روان دى .

            ددغې نظريې عملي نتايج درهبانيت سره مشاهبت لري ښايې ځينې وخت هغه څوک چې دغه نظريه غوره کوي  دهغو وګړو له چلند سره چې دخالص جاهليت کړنلاره يې غوره کړې وي ډير نژدې والى پيداکړي داځکه چې دغه مفکوره دچارو واګی نفساني خواهشاتو ته سپاري پردې اساس په ډيرې خوښۍ سره هرچېرته چې درومي نفساني خواهشات يې بيايې هغه ګومان کوي هغه شى چې يې له ځان سره بيايې هغه کلي وجود دى پردې اساس مسؤليت دکلي وجود دى نه دده ځکه چې وجود ېې جزيې دى

         .پورته ذکر شوې درې ګونې نظريې دجاهليت محض (خالص جاهليت) په شان دي کړنلارې اوعملي پروګرامونه چې ددغو نظرياتو څخه په لاس رازي هماغه جاهلي تګلارې او پروګرامونه دي او هغه ددوو لاملونو له کبله .

١:- لومړى لامل :- هيڅ يوددغو نظرياتو څخه په علمي حقايقو ټينګښت نه لري بلکې دغه ټولې په خيالي او وهمي بنسټونو ولاړې دي چې وهم او تخمين مهيا کړې دي .

٢:- دويم لامل :- په تجربې سره ثابته شوې ده چې دغه نظريات له حقيقت او واقعيت سره سمون نه لري ــ که چېرې ېې يوه رايه هم له حقيقت سره سمه وای هيڅکله به يې ناوړه پايلې چې دهغو له امله رامينځته شوې نه رامينځته کيدلې دغه قضيه موږ ديومثال په ترځ کې څرګندؤو !که چېرته تاسې يوسړى ووينې چې په هرځل يومعين شى خوري درد يې په خيټه کې رامينځته کيږي دغې نتيجې ته رسيږي چې هغه ټاکلى شى دده له مزاج اوطبېعت سره سمون نه لري ـــ داچې دشرکي نظرياتو ، رهبانيت او وحدة الوجود په غوره کولو سره بشرله  ډيرو زيانونو سره مخامخ دى له دې نه موږ دې نتيجې ته رسيږو چې هيڅ يو له دغو ذکر شويو نظرياتو نه له حقيقت او واقعيت سره جوړښت نلري .

          دريمه لار

اسلام

         اوس دريمه لار دبشري ژوند دبنسټيزو مسئلو او ستونزو دحل وروستنى شکل ترڅيړنې لاندې نيسو د اکار هلته کيدى شي چې موږ په هغه شي ايمان او باور ولرو چې پيغمبرانو عليهم السلامو دهغو بنسټيزو مسئلو دحل په خاطر بشريت ته وړاندې کړي .موږ يې ديومثال په توګه داسې څرګندؤو!فرض کړئ تاسو يوې سيمې ته ورځې هلته نابلد ياست دهغوۍ له کليو ،لارو، تمدن او اقليمي ظروفو څخه په څه نه پوهيږې پردې اساس دهغې سيمې يوشخص ته اړتيا لري ترڅو دهغه په لارښوونه دهغې سيمې په ليدنه لاس پورې کړې . په دغه صورت کې لومړى ترهرڅه دهغه چا پلټنه کوې چې ددغې سيمې په پېژندنه کې بشپړه اشنايې ولري .بيا دهغه څېرې او حرکاتو ته پاملرنه کوې ترڅو دهغه په امانت ډاډحاصل او پرکفايت يې اعتماد وکړې . که چېرې پورتنۍ ځانګړتياوې په دغه سړي کې شتون ولري دهغه دپل او نقش تعقيبوې هرکله چې په تجربو سره درته ثابته شوه دهغو لارښوونو په رڼا کې چې هغه يې درته کوي يوکار موسرته ورسولو ښه نتيجه مو ترلاسه کړه او له هغه سړي نه ډاډه او باوري شوې چې دهغې سيمې په اړه ښه پوهه لري او تاسو يې هدف ته ورسولې په داسې حال کې چې له دغې لارې پرته بله لاره له سره شتون نه لري يوازينې لاره همدغه ده چې دبشري ژوند په بنسټېزو مسايلو کې پرې اتکاءو کړې .دادى موږ دنړۍ په مسايلو کې چې مخکې مو ورڅخه يادونه وکړه دقت کؤو فرض کړې چې نړۍ زموږ لپاره يو نااشنا کور دى دهغې له حقيقته او له هغه نظم څخه چې دهغې دمصالحو په تدبېر کې وجود لري علم او پوهه نه لرو نه پوهېږو چې په هغې باندې کوم قانون جاري دى په همدې توګه نه پوهېږو چې په نړۍ کې زموږ حيثيت څه دى ؟ او په دې نړۍ کې کومه تګلاره غوره کړو ؟ په لومړي پړاؤ کې باوري ؤو چې دکايناتو حقيقت هماغه دى چې په سترګو ښکاري او په هماغه رايه موعمل وکړ خو په نتيجه کې څرګنده شوه چې زموږ رايې صحت نه درلود او په بطلان محکومه شوه بيا نورو وسايلو ته چې له اټکل او تخمين څخه عبارت دی پناه وي وړه او هريو مو تجربه کړ خو بيا يې هم نتيجه ناسمه وه له دې نه وروسته همدغه يواځينۍ لاره پاتې کېږي ترڅو ددغې ستونزې په حل کولو کې دالله جلت عظمتۀ پيغمبرانو ته رجوع وکړو داځکه چې هغوۍ وايې دچارو له حقيقت څخه پوهه لري په همدې توګه هرڅومره چې دهغوۍ حالاتو ، کړو وړو اودهغوۍ سپيڅلي ژوندته وګورو وبه وينو چې په چارو کې امانت ، په وينا کې ريښتينولي ، باطني صفا، او له شخصي اهدافو څخه لرې والى به ددوۍ په ژوند کې مشاهده کړو . په بشپړه توګه به ومومو چې پيغمبران عليهم السلام  دعقل او پوهې له اړخه وتلي خلک ؤو په رايه او فکر کې له ټولو خلکو دلوړې مرتبې څښتنان ؤو دهغوۍ درايې په سرسري توب هيڅکله پوښتنه نه راولاړيږي . دلته يوازې دغه مسئله باقې پاتې کيږي او هغه داچې که چېرې هغو معلوماتو ته ښه ځير شو چې هغوۍ يې موږ ته له نړۍ او دبشر له حيثيت څخه څرګندوي چې ايا له حقيقت سره سمون لري ؟ ايا کوم عملي دليل له هغو سره تناقض او ضديت لري ؟دهغوۍ دتګلارو صحت په تجربې سره ثبوت ته رسيدلې او کنه ؟ په هغه صورت کې چې پدغو مسايلو کې زموږ دتحقيق او پلټنې نتيجه د ډاډ وړ وه لا زمه ده چې موږ دهغوۍ په رسالت او نبوت ايمان راوړو اودهغوۍ دلارښوونو په رڼا کې خپل عملي ژوند تنظيم کړو .

       دغه کړنلاره لکه چې مخکې مو څرګنده کړه دجاهليت دتګلارې په مقابل کې عملي لاره ده په هغه صورت کې چې يوشخص ددغه علم په وړاندې دتسليم سرښکته کړې خپله خپل سري پريږدي او دهمدغه علم پيروي غوره کړې په حقيقت کې يې دهغې کړنلارې پيروي غوره کړې ده چې اسلامي تګلاره ورته ويل کيږي .

     دکايناتو او انسان په اړه دپيغمبرانو عقيده

   پيغمبران عليهم السلام وايې دانسان په چاپېريال کې چې څومره شيان موجود دي چې په انسانانو او بې شميره موجوداتو مشتمل دي . په ناڅاپې او تصادفي توګه نه دي رامينځته شوې بلکې نړۍ دنظم څخه برخمنه ده چې الله جلت عظمتۀ پيداکړې او له عدم څخه يې دوجود ډګر ته راويستلې ده هغه يې څښتن دى او  دنړۍ ټولې چارې يوازې دهغه په واک او قدرت کې دي دايو کلي اصل دى چې دقانون جوړونې مسئله او دهغې اجزاء يوازې هغه پورې اړه لري دلته له هغه پرته واکمن پاچا دامر او نهې څېښتن له سره څوک شتون نه لري نو رځواکونه چې وينې په نړۍ کې تصرف کوي او يا دنړۍ دچارو په تنظيمولو کې يوکار پرمخ وړي . ټول يې ترواک لاندې دي هيڅوک په دغه پراخه نظام کې ددې واک نه لري چې له خپل ځانه او دهغه له اجازې پرته يوساکن جسم ته حرکت ورکړې .دالله جلت عظمتۀ په خپور ور نظام کې هيڅوک او هيڅ شى دخپل اختيار څښتن نه دى دا ددې نظام طبېعت او برخليک دى چې الله جلت عظمتۀ پرهغه اساس پيداکړی دی او انسان په دغه لويه نړۍ کې دالله (ج) رعيت دى چې خپلواکي نه لري بلکې دهغه حيثيت دنوکر اوبنده  په توګه دى پر دې اساس حق نلري چې خپل ځان ته قانون جوړ کړي او خپل مسؤليتونه او دندې پخپله ځان ته وټاکي . هغه دهيڅ شي څېښتن نه دى ترڅو دهغې دتصرف او استعمال په هکله قانون جوړ کړي بلکې دده بدن او هغه ټول ځواکونه چې ده ته ورکړل شوي دالله عزوجل ورکړه ده بشر حق نلري چې دخپلې غوښتنې او واک سره سم پرته له هيڅ رنګ قيد او شرط نه هغه استخدام کړي بلکې بايد په هغه لارو چارو ور څخه کار واخلي چې دهغه جل جلا له له خوښې سره برابروي ـ په همدې توګه انسان چې په خپل چاپېريال کې ځمکه ، غرونه ، څاروي ، اوبه ، ونې او کانونه ويني ټول دالله جلت عظمتۀ ملکيت دى په د غو شيانو کې هرڅه دالله حقيقي ملکيت او انسان يې مجازي مالک دى حق نلري چې دخپلې خوښې سره سم په کې تصرف وکړي ده ته په کار دي چې دهغه قانون پر بنسټ چې حقيقي څېښتن وضع کړی دى عمل وکړي . په دې ترتيب ټول بشريت چې په دې ارته ځمکه ژوند سرته رسوي ټول دالله عزوجل بندګان او په دغه پراخه ځمکه کې دالله (ج) درعيت حيثيت لري حق نه لري چې خپلسري اصول اساسات او قوانين وضع کړي لازمه ده چې خپل ټول معاملات دهغو قوانينو او اصولو پر بنسټ برابر کړي چې الله جلت عظمتۀ وضع کړي دي . هرڅوک حق لري چې دغه پوښتنه مطرح کړي الهي قانون څه شى دى ؟ او له کوم ځا يه يې په لاس راوړو ؟  ددغې پوښتنې په وړاندې دالله عزوجل دريښتينو پيغمبرانو ځواب داؤ الله تعالى موږ ته علم راپه برخه کړی  او موږ يې دهغه په تبليغ مکلف ګرزولي يُو نو پر تاسو لا زمه ده چې پر موږ اعتماد وکړي او زموږ پر رسالت ايمان راوړي او په دې پوه شي چې موږ ټول ستاسو دڅېښتن استازي يُو . پردې اساس له موږ نه هغه قانون واخلې او خپلې منګولې پرې ولګوې چې الله جلت عظمتۀ ستاسو دخلاصون او نجات په خاطر وضعه کړى دى .په همدې توګه پيغمبرانو څرګند ه کړې وه.

  • پرته له دې نه چې ستاسو سترګې ددې نړۍ پر منتظم اومدبر ونښلې ددغې ارتې او پراخه نړۍ بشپړ نظام له پوره تدبير او انتظام سره سم پرمخ درومي .
  • تاسو چې په خپلو زړونو کې دخپلواکۍ احساس کوي اټکل کوي چې هرڅه وغواړې په يوازې ځان يوکار غوره او يا خپل ځان دروغژنو خدايانو ته تسليم کړې او دخپل ځان دچارو واګې جابرو ، کبرجنو بادشاهانو ته وسپارې چې په ناحقه دالله په ځمکه کې په سرغړونې لاس پورې کوي .
  • تاسې وينې چې ستاسو رزق او روزي په پوره وسعت سره په هرحالت تاسو ته را درومي دالله عزوجل دنافرمانۍ سره سره دکار او کوښښ لپاره مناسب شرايط ترلاسه کوي او ژر ترژره دخپلو کړو وړو سزا نه مومې .هرڅه چې ددغوشيانو له جملې څخه په سترګو وينئ دالله عزوجل له خوا ازموينه ده ــ هرکله چې الله پاک تاسو ته عقل ، داستنباط او انتخاب ځواک او له خير او شر نه دبيلتون پوهه درپه برخه کړې ستاسو او دالله عزوجل دسپيڅلي ذات ترمنيځ يې په دغه ارته نړۍ کې دغيب پرده ايښې داځکه چې هغه غواړي تاسې  وازمايې او وګوري چې څنګه له دغو ورکړل شويو ځواکونو څخه ګټه اخلي ــ هغه تاسو ته عقل او په کارونو کې يې دانتخاب حق در په برخه کړ او يو ډول خپلواکي يې هم درسپارلې ده . له نورو مخلوقاتو سره چې دالله (ج) په پراخه نړۍ کې استوګنه لري څه معامله کوي په هغه صورت کې چې خپل حقيقت مو وپېژندلو او زړه ته مو راوستله چې تاسو ديولوى پادشاه رعيت ياست او دغه مرتبه مو په خپلې خوښې سره دخپل ځان لپاره غوره کړې ده په هغه ازموينه کې چې الله عزوجل غوښتله بري ته ورسيدلې .ددې پرعکس که چېرې تاسو داخبره له ياده وويستله چې په دې ارته نړۍ کې دهغه لوى پادشاه رعيت ياست دهغه له قوانينو او اوامرو څخه مو په سرغړونې لاس پورې کړ په ازموينه کې ناکام شوې له پښيمانتيا او زيان څخه مو پرته بل څه ترلاسه نه کړل دهمدغې ازموينې په خاطر يې په دنيوي ژوندانه کې تاسو ته يوڅه واک او اختيار درکړى او زيات مخلوقات يې ستاسو دواک په موټي کې درکړې او ترڅه وخته يې په دغه فاني نړۍ کې مهلت در په برخه کړى دى .

  له دې نه وروسته پيغمبران عليهم السلام موږ ته لارښوونه کوي چې په دنيوي ژوند کې مجازات وروستنۍ سزا نه د ه له دې امله چې نړۍ دازموينې ډګر او انسان دامتحان لپاره پيداشوى دى هغه نعمتونه چې انسان  يې په دغه فاني نړۍ کې په لاس راوړي لازمه نه ده چې دکوم نيک کار عوض وي په همد ې توګه په دې دلالت نه کوي چې ګويا الله عزوجل له دوۍ څخه راضي او خوښ دى او يا داچې څه سرته رسوي هغه ټول صحيح دي نه هيڅکله داسې نه دى په حقيقت کې دغه ټول ازمايښتونه دي چې الله پاک دهغې په وسيله خپل بندګان ازمايې .دپانګې، شتو ، اولادونو او دژوند دوسايلو لکه حکومت ، دژوند وسايل او نوکران ټول ددې په خاطر دي چې الله پاک ددې نعمتونو په وړاندې ستاسو ازموينه و اخلي چې په کومه توګه هغه په کار راولي او ورڅخه استفاده کوي .په همدې توګه په ژوندانه کې چې بشريت له کومو کړاؤنو او ستونزو سره لاس او ګريوان او سختي وررسېږي لا زمه نه دى چې دکوم بد کار او ګناه سزا اوسي بلکې امکان لري چې پر بندګانو الهي ازميښت وي لنډه داچې نړۍ دامتحان کوردى هغه نتيجې چې دلته څرګنديږي امکان نه لري چې معيارشي او ټول کارونه او لارې چارې پرهغې وسنجول شي او يادهغو لارو صحت او حقانيت پرهغې قياس کړى شي او دهغې په پريښودلو او يا ترک کولو حکم وشي ــ حقيقي معيار خو هماغه نتېجه ده چې په اخرت کې به څرګنديږي ، اخرت خو ددنيا دژوند له پاى ته رسيدلو او ددغه مهلت له تيريدلو وروسته راتلونکى دى هلته چې دبشرد ټولو کړو وړو محاسبه به صورت نيسي او په دې هکله به فيصله کيږي چې ايا په ازموينه کې بري ته ورسيدلې او که نه ؟ په اخرت کې دانسان نيکمرغي او زيان په دؤو شيانو پورې مربوط دی .

١:- ايا تاسو دالله تعالى دقدرت په بې شميره نښو نښانو کې فکر او نديښنه کړې ده او پدې مو معلومات حاصل کړی دی چې داسمان او ځمکې په مخلوقاتو کې الله تعالى دتاسو حقيقي حاکم دى او هغه لارښوونې او هدايات چې دالله عزوجل سپيڅلو پيغمبرانو له ځان سره راوړي پيژندلي مو دي او ايمان مو پرې راوړى .؟

٢:- وروسته له هغه نه چې تاسو حقيقت وپيژندلو ايا په بشپړې مينې او خوشالۍ سره مودخپلې ازادۍ سره سره دالله عزوجل حاکميت ته ځان سپارلى او دهغه په شريعت موعمل کړی دی ؟

اسلامي عقيده دقضاوت په تله کې

  دغه عقيده چې پيغمبرانو او الهي استازو دانسان اود نړۍ په اړه وړاندې کړې يو بشپړ نړۍ ليد دى چې ټول اجزاء يې يوله بل سره تړلي دي او دهغې دبيلا بيلواجزاؤ ترمېنځ پخه او ټينګه اړيکه موجوده ده .تاسو کولى شي په خپلو دوربينونو او نويو وسايلو سره دنړۍ ټولې پيښې ترکتنې لاندې ونيسي او دکايناتو دپيدايښت په عجايباتو کې هراړخيز قناعت بخښونکي دلايل په خپلو سترګو مشاهده کړې .هرهغه شى چې تاسو يې په نړۍ کې ګورئ او يايې دتجربې پر اساس پېژنې نه شي کيدى چې توجيه يې ددغې عملي نظريې پر اساس امکان ولري پردې اساس دايوه علمي نظريه ده او دغه اصطلاح او يا تعريف له هرحيثيته پرهغې صدق کوي پردې بايد داهم ورزياته کړو تراوسه پورې دتجربې او مشاهدې پر اساس ثابته شوې نه ده چې يوشى به ددې عقيدې حقيقي ضد وي او ددې عقيدې بنسټونه به ونړوي . دغه عقيده پرخپل ځای ټينګه او ثابته ده نه شوکولى هغه دمړو شويو او يا هغو عقايدو له جملې څخه وشميرو چې بنسټونه يې وراسته شوې دي (١)

(١):- دلته يې باېد له ياده ونه باسو چې د تاريخ په بيلا بيلو پړاؤنو کې له دغې عقيدې سره دعلمي نظرياتو مخالفت چې پيغمبرانو بشريت ته دسوغات په توګه راوړى پردې دلالت نه کوي چې ګويا دغه عقيده باطله او يا يې بنسټونه نړيدلي دي داځکه چې علمي نظريات يوازې حقيقتونه په بطلان محکوموي . په داسې حال کې هغه ثابت او ټينګ علمي حقايق چې وکولى شي دغه عقيده چې پيغمبرانو عليهم السلام دانسان او کايناتو په اړه وړاندې کړى په بطلان محکومه کړې له سره وجود نه لري . پردې اساس هيڅ يو عاقل انسان ته نه ښايې چې هغه دباطلو عقايدو په زمره کې وشميري . او که چېرې يې ددې خبرې جرات او ددارنګه ويناؤ ادعاء وکړه خبره به يې بې اساسه او په لجاجت بناء وي نه په کوم علمي دليل ]ــ موږچې ددې نړۍ عجايبات وېنو ټول ددغې عقيدې صحت ثابتوي په همدې توګه په دې نړې کې سم تدبير ، هماهنګي او بشپړ انسجام وجود لري . هغه نظم او ترتيب چې دکايناتو په هره برخه کې يې په سترګو وينوز موږپام دې خبرې ته راګرزوي چې يومدبر ذات په کايناتو کې موجود دی دپوهې څښتنانو ته په کار دي چې له دې نه پرته بله عقيده ونه مني دکايناتو دچارو دنظم او تدبير څخه دې نتيجې ته رسېږو چې دکايناتو نظام دواحد او لاشريک لايزال ذات له لوري وضعه شوى ــ يوازې هغه يې مدبر دى چې څه وغواړي ترسره کوي يې په همدې اساس دپوهې اوعقل څښتنانو ته په کار نه دي چې داسې نتيجه ترلاسه کړي چې دنړۍ نظام ديوه ذات څخه پرته ډير مدبرين لري .په همدې توګه هغه څه چې دکايناتو په نظام کې دحکمت څرګندونه کوي له عجايباتو څخه يې عقل حيرانيږي او موږ ته لارښوونه کوي چې دکايناتو نظام پرحکمت ايښودل شوى او ترشا يې هدف او غايه وجود لري ايا داخبره دعقل له څښتنانو سره ښايې چې ووايې دکايناتو نظام دهدف څخه برخمن نه دى .ددې مثال دماشومانو دلوبو په څېر ګرځي چې هدف يې له لوبو څخه پرته بل څه نه وي .په هغه صورت کې چې دکايناتو نظام په حقيقت کې يوه لويه نړۍ ده  او انسان دهغه جزء تشکيلوي ــ موږ له دغه لوري دغه مسئله ترغور او څېړنې لاندې نيسو په پوره ډاډ سره موږ ته څرګنديږي چې انسان نه ښايې په دغه نظام کې خپلسری او په خپلو چارو کې غيرمسؤل واوسي ــ په حقيقت کې دانسان صحيح او اصلي مرتبه په کايناتو کې دالله جلت عظمتۀ بندګي او اطاعت دى  . له همدې نقطه نظره موږ ته څرګنديږي چې همدغه عقيده دعلمي منطق او سليم عقل تمثيل کونکې ده .

که چېرې له عملي اړخه ورته وګورو کولى شو په ډيرې اسانتيا سره دهغې په مقتضا عمل وکړو داځکه چې دهمدغې عقيدې پربنسټ دژوند دهر اړخيز نظام پروګرام ټينګيدى شي په همدې توګه دغه عقيده يو صحيح او مستقل بنسټ دعلم ، ادب ، فرهنګ ، صنعت ، سياست ، مملکت ، جنګ ، سولې او دنړۍ والو اړيکو لپاره ږدي . لنډه داچې دغه عقيده دژوند دټولو اړخونو لپاره يومستقل بنياد دى چې دانسان دټولو ضروروتونو لپاره ځواب ورکونکې ده . انسان دژوند په هيڅ اړخ کې نه مجبوريږي چې ددغې عقيدې له چاپېريال څخه بيرون نورو لار ښوونو ته اړتيا پيداکړي دلته يوازې دومره پاتې ده چې موږ ددغې عقيدې عملي اغېزې او نتايج په خپلو سترګو ووينو دغه سپيڅلې عقيده يوازې دبشر فردي ژوند نه تنظيموي بلکې دحاهليت دټولو نظرياتو پر خلاف دژوند ټول اړخونه رهبري کوي . په دغې عقيدې ايمان اوباور يې په انسان  لازموي چې خپل بدني ځواکونه او دژوند ټول وسايل خپل ملکيت ونه بولي او په هغه شان ورڅخه ګټه وانه خلي چې ګويا دهغې په استعمال کې خپلواک دى بلکې هغه ته لازمه ده چې داټول شيان دواحد او لاشريک ذات ملکيت وګڼي او په هغو حدودو کې يې استعمال کړي چې الله جلت عظمتۀ ورته ټاکلې دي او هغه ټول نعمتونه چې دده په تصرف او واک کې دي دالله عزوجل امانت وبولي او په هغو کې داسې تصرف وکړي چې بشپړ باور ولري چې ددغو امانتونو له کبله به ورسره يوه ورځ دالله په نزد محاسبه وشي . په داسې حال کې چې دده داعمالو يوه ذره هم له الله تعالى څخه پټ نه دي تردې پورې چې دده زړه هوى او هوس او پټې غوښتنې .

          څرګنده ده چې يو شخص له داسې باور سره دتل لپاره دمحدود نظام په وړاندې تسليم وي هيڅکله هم دبې مهاره اوښ په څير خپلسرى ژوند نه ترسره کوي چې هيڅ شي پورې مقيد نه وي او دمخنيوي لپاره يې هيڅ خنډ شتون ونه لري . هيڅکله نه شي کيدى چې داسې انسان ظالم او خاين واوسي بلکې هغه دداسې خلکو له جملې څخه وي چې په ا مانت يې ډاډ او په لوړو اخلاقو يې بشپړ اعتماد او باور کيدى شي هغه دالهي قوانينو او اوامرو په پيروۍ کې کوم بېروني عامل ته اړنه وي بلکې دهغه په زړه کې يواخلاقي انضباط وي چې دحق لوري ته يې رهبري کوي ، دحق په اتباع او دباطل نه په لري والي کې ثابت قدم وي تردې پورې چې په ټولو حالاتو او شرايطو کې دهيڅ ملامتي کونکې له ملا متيا او دظالمانو او کبر جنو خلکو له تيري څخه دويرې احساس نه کوي .او نه شک او تردد ته په خپل زړه کې ځاى ورکوي په ټولنه کې دامانتګرو خلکو دروزنې او پالنې په خاطر چې ټولې چارې په امانت او ديانت سره پرمخ بوزي او ټولنيز درانه بارونه په اوږو واخلي په پټه اوښکاره توګه له الله تعالى څخه وويريږي بله کومه مضبوطه وسيله  په سترګو نه ښکاري .برسېره پردې دغه عقيده نه يوازې داچې ديوشخص همت اوقوت دهلو ځلو او مبارزې په لوري متوجه کوي بلکې له دې څخه لوړ دهغه کوښښونه او هلې ځلې دځانځانۍ او له نفرت اچونکې قام پرستۍ څخه پاکوي . هغه خپلې ټولې هلې ځلې دحق دپيروۍ او دسمې لارې په غوره کولو چې يوشخص لوړو اخلاقو او اهدافو ته رسوي په کار ګوماري هغه په دې پوهيږي چې عبث اوبې هدفه نه دى پيداشوى بلکې الله تعالى جلت عظمتۀ نړۍ ته دکړو وړو او مسؤليتونو دسرته رسولو لپاره راليږلى دى دهغه ژوند دشخصي اهدافو اومقاصدو دترسره کولو لپاره نه دى بلکې دژوند ستره اسره او مطلب يې دداسې چارو سرته رسول دي چې دالله پاک رضا او خوښې تر لاسه کړي او په دې يې کلک باور وي چې کومې چارې يې سرته رسولې دي ورسره به دقيقه محاسبه وشي . ايا له داسې شخص نه پرته بل داسې څوک پيداکيدى شي چې هلې ځلې يې زياتې او کارونه يې ګټور وي .؟

  هغه څه چې مخکې مو وويل څرګنديږي چې داسې عقيده داسې شخصيتونه جوړوي چې په فردي سيرت او لوړو اخلاقو کې له ده نه لوړ هيڅ په تصور کې نه راځي ــ که چېرې يې موږ ټولنيز اړخ ته وګورو وبه مومو لومړى کار چې دغه عقيده يې ترسره کوي هغه دادى چې دبشري ټولنې بنسټ ته بشپړ بدلون ور بخښي . ددې عقيدې په سيوري کې ټول بشريت دالله تعالى رعيت اوبندګان په حقوقو او مراتبو کې برابر دي . هيڅوک هيچ کورنۍ اوهيڅ پاټکۍ ، هيڅ ملت ، او هيڅ نژاد دادم په نورو او لادونو بهتري نه لري هيچاته دا  اجازه نشته چې ځينې حقوق او امتيازات خپل ځان ته اختصاص کړي اودنورو خلکو حقوق سلب کاندي ــ په دې ترتيب دغه عقيده دبشر دحاکميت او يوپربل دسلطې او واکمنۍ ټغر ورټولوي او دتولو مفاسدو ريښې له بيخه نړوي ، هغه فسادونه او زيانونه چې پادشاهۍ ، فيوډالۍ پاپائيت ، برهمنيت او اروستوکراسۍ رامينځته کړي دي له مينځه وړي . په همدې توګه دغه عقيده په قبيلوي ، نژادي ، ملي، سيمه ئيزو درنګ او وينې تعصباتو ته دپاى ټکى ږدي ټول غمونه او دښمنۍ چې په نتيجه کې يې دلکونو انسانانو وينې وبهيدلې پاى ته رسوي ځکه چې دا عقيده يې اعلانوي  

    ټوله ځمکه دالله مخلوق اوټول انسانان دآدم اولاد او دالله بندګان دي دانسان غوره والى په شرف ، نسب ، نژاد ، رنګ ، ژبې او شمتنۍ کې نه ده بلکې دشرف او لوړتيا چورليځ دالله په ويره او نيکو اخلاقو کې رانغښتى دى . دټولو خلکو وياړمن او عزتمن هغه څوک دى چې له خدايه ويريدونکى او دنيکو خويونو څېښتن وي .

           په همدې توګه ددې عقيدې په چاپېريال کې ټولنيزى اړيکې او دلوړتيا معيارونه دخلکو ترمينځ بشپړ بدلون مومي داځکه کومې چې انسان له خپل ځانه اختراع کړې او هغه يې دخلکو ترمينځ ديو والي او بيلتون معيار ټاکلى بشريت يې په بيلا بيلو برخو وويشلو او دهغوۍ ترمينځ يې خنډونه او فاصلې رامينځته کړې داځکه چې نژاد ، وطن، قام، رنګ او ژبه داسې مظاهر دي چې بدلون نه مومي هيڅکله نه شي کيدى چې يوڅوک يوه قبيله پريږدي او بلې يوې قبيلې پورې ځان وتړي البته اسلامي عقيده ددې نظريې پرخلاف ده داځکه چې دغه عقيده دالله جلت عظمتۀ بندګي او دهغه دقانون پيروي دوحدت بنسټ اودحق اوباطل دپېژندلو معيار بولي . هغه څوک چې دبندګانو بندګي پريږدي الله عزوجل خپل څښتن ، اسلام خپل قانون او دژوند تګلاره وبولي او له ټولو باطلو قوانينو څخه سرغړونه اعلان کړي هغوۍ ټول يوه ډله او يو ټولګى دی او هغه څوک چې له دوۍ سره په مخالفت لاس پورې کوي هغوۍ بله ډله ګڼل کيږي . پردې اساس بيلتونونه له مينځه درومي او يوازې په يوه شي کې اختلاف پايښت مومي چې دهغه پلې کول له کومې ستونزې نه پرته په هروخت کې اسانه بريښي داځکه چې په هر وخت کې يوشخص ته سهولت شته که وغواړي خپلې عقيدې ته تغير اودخپل ژوند نظام ته بدلون وبخښي او له يوې ډلې خپل ځان غوڅ اوبلې پورې يې وتړي . هرکله چې يوه ټولنه ددغې عقيدې پراساس اصلاح اوپرپښو ودرول شي دټولنې په روح ، ذهنيت اوټولنيز بنسټ کې بشپړ بدلون رامينځته کيږي په دغسې ټولنه کې حکومت دالله عزوجل دحاکميت پر اساس ټينګښت مومي هلته دبشر دحاکميت ټغر ټوليږي . دواکمنۍ اوقانون جوړونې صلاحيتونه يوازې دالله جلت عظمتۀ سره وي او په دغه حق کې ورسره هيڅوک شريک نه دي انسان ددغسې دولت په اداره کې خپلې چارې او دندې دالله عزوجل داوامرو پر اساس سرته رسوي ددې کار په وسيله هغه مفاسد چې دانسان دحاکميت اوقانون جوړونې څخه رامينځته کيږي له بيخه ويستل کيږ ي هغه ډيرلوى امتياز چې ددغې عقيدې پر بنسټ په پښو درول شوى نظام يې په نورو لري دادى چې دعبادت اوتقوی روح ددې دولت دنظام په رګ رګ کې جريان لري .حاکم اومحکوم ټول باور لري چې موږ ټول دالله عزوجل په پراخه پادشاهي کې قرارلرو او زموږ ټولې چارې هماغه لوى اوسپيڅلي ذات پورې مربوطې دي چې په پټو اوښکاره ؤ ټولو پوه دى . نو هرهغه څوک چې خپله دنده ترسره کوي په دې باور لري چې دالله جلت عظمتۀ دسپيڅلې ذات درضا اوخوښې لپاره يې سرته رسو ي پردې اساس دحکومت کارکونکي له پوليسو نه نيولې تر عادي افرادو ، قاضيانو او واليانو پورې ټول خپلې چارې په ديانت او صداقت سره دپينځه ګونو لمونځونو په شان عملي کوي داځکه چې دادواړه کارونه دده په نزد عبادت دي او په دواړو کې دتقوى اوله خدايه ويريدلو روح چلند لري دهيواد استوګن چې دخلافت اوحکومت دچارو لپاره څوک ټاکي هغه ستر معيار چې د دوۍ په ژوند کې يې پلټنه کوي يوازې له خدايه ويره ، صداقت ، امانت او سپيڅلتوب دى په دې ترتيب په ټولنه کې هغه څوک دچارو واګي په لاس کې اخلي او دهيواد داداره کولو لوى اودروند بار يې پر اوږو ايښودل کيږي چې اخلاق او امانت داري يې تر نورو غوره اوسي دغه عقيده دتقوى او لوړو اخلاقو روح په تمدن او ټولنيز ژوند کې خپروي ــ دځان غوښتنې اوشهوت پالنې پرځاى تقوى اوله خدايه ويره غوره او خپلې اړيکې دالهي قانون په برابر تنظيموي .

    څرنګه چې دغه قانون هغه ذات وضع کړى دى چې له  ناپوهۍ اونقصان څخه پاک اوسپيڅلى دى . هغه ذات چې په علم اوحکمت متصف دى پردې اساس دبشري فطرت په ټولو اړخونو کې هغه شيان مراعات شوې چې انسان ورته اړتيا لري دغه قانون دټولو فتنو اوبدو چارو مخه نيسي .

    په تاسف سره بايد ووايم داځاى ماته ددې اجازه نه راکوي چې زه دلته داسلام دټولنيز نظام هغه نقشه وړاندې کړم چې ددې عقيدې پر بنسټونو ټينګښت مومي ــ البته کومې څرګندونې چې مې مخکې کړې دي له هغې څخه تاسو انداه لګولى شي چې پيغمبرانو عليهم السلامو چې دکايناتو او انسانانو په هکله کوم تصور وړاندې کړى ؤ هغه په انسان کې کوم بدلون رامينځته کړ ، دهغې نتايج څه ؤ او څه وشو ه اوڅه کيدى شي ؟ بيا يوازې داخبره نه ده چې دايوه خيالي نقشه ده په حقيقت کې تاريخ ګواه دى چې ددغې عقيدې پربنسټ دتولنيز نظام تاداؤ ايښودل شوى او يو عظيم الشان رياست پرپښو دريدلى ؤ نه داسې وګړي چاليدلې اونه به وليدل شي او نه له داسې حکومته پرته بل حکومت دانسان لپاره رحمت ثابت شوى دى ــ ددې حکومت په افرادو داخلاقو ذمه وارۍ اومسؤليت احساس دومره پياوړى شوى ؤ چې يوې بانډچې ښځې څخه دزنا عمل سرته رسيدلى هغه په دې پوهيدله چې زما ددې جرم سزا پرما د تېږو اورول اووژل دي خو هغه پخپله راځي او غوښتنه کوي چې پرهغې دقتل سزا جاري کړى شي هغې ته ويل کيږي چې دماشوم تر زيږيدنې وروسته دې مراجعه وکړي له ضمانت نه پرته پريښودل کيږي دماشوم ترزيږيدنې وروسته بيا رادرومي او دسزاعملي کولو غوښتنه کوي هغې ته ويل کيږي چې هرکله دغه ماشوم دشيدو رودلو موده بشپړه کړي دحد دقيام لپاره دې راستنه شي . ترد ې وينا وروسته بيا دبانډې په لورې رهي کيږي او درضاعت دمودې ترپاى ته رسيدلو وروسته بيا پخپله دحد د قايميدلو غوښتنه کوي چې له هغې ګناه څخه يې پاکه کړي چې له دې څخه سرته رسيدلى ــ څرنګه چې په هغې حد قايميږي او په مړينه محکوميږي هغې ته درحمت دعا کولى شي هرکله چې ديو سړي له خوا ناڅاپه دا وينا په خوله رادرومي چې دابې شرمه او بې حيا ښځه وه په ځواب کې ورته وويل شوه دالله په ذات سوګند چې داسې توبه يې وکړه که چېرې دناروا محصول (ټکس) څېښتن داسې توبه ويستلې وى بخښل شوې به وى.

        داددې ټولنې دافرادو حال ؤ دحکومتي مسؤلينو اومشرانو يې داحالت ؤ چې دحکومت عوايد يې ميليونونو روپيو ته رسيدل چې خزانه يې دايران ، شام او مصر له غنايمو څخه ډکه وه ولسمشر به يې پنځوس روپۍ تنخواه اخيسته په ښار يانو کې به يې په ډيرې سختۍ سره داسې څوک پيداکيده چې دخيرات اخيستلو مستحق به ؤ .له دغې تجربې نه وروسته که چېرته دغه ډاډ په برخه نه وي چې پيغمبرانو عليهم السلامو دکايناتو دنظم په حقيقت او په هغه کې دانسان دحيثيت په اړه کومه نظريه وړاندې کړې ده هغه حق ده نو دداسې شخص داطمېنان او ډاډ په خاطر به بله کومه لاره شتون ولري ؟ داځکه چې دالله عزوجل دسپيڅلي ذات ، پرښتو او داخرت دژوندانه په سترګو ليدل خودوۍ ته په برخه کيدى نه شي ـ چې مشاهده امکان ونه لري هلته له تجربې نه لوى دصحت بل معيار نشته ددې مثال هغه ډاکټر ته ورته دى چې په رنځور کې يې دننه هيڅ نه دي کتلي چې دده دبدن په نظام کې کومه خرابتيا رامينځته شوې ده .نو بيا بيلا بيلې دواګانې ورکوي اوګوري چې دده دبدن په تيارو کې کومه دوا په صحيح نښه لګيږي او رنځ له مينځه وړي داددې خبرې غوڅ دليل دى چې په بدن کې کومه خرابتيا وه دوا ورسره مطابقت پيداکړ . په همدې توګه کله چې انساني ژوند نن له بلې نظريې سره سمون نه خوري يوازې او يوازې دپيغمبرانو تګلاره ورسره جوړښت لري دا ددې خبرې دليل دى چې دغه طرزفکر له حقيقت سره تطابق لري ـ په واقعيت کې دغه ټول کاينات دالله عزوجل سلطنت او پادشاهي ده له دې ژوند نه وروسته واقعاً بل ژوند شته چې هلته به انسان دخپل ټول ژوند حساب ورکوي .