امربامعروف او نهی عن المنکر

 

لومړی فصل

  لومړی مطلب: معروف تعريف :

 ۱-۱:معروف تعريف په لغت کی :

پيژندل شوی ته وايي او له دی وجهی چی مسلمين هغه بيا بيا عملی کوی نو د هغوی خوی او راتلونکی کيږی څکه يی پيژنی.

۲-۱:معروف تعريف په اصطلاح کی:

په شرعی اصطلاح کی هر هغه کار يا هر هغه څه چی اسلامی شريعت يي خوښوی معروف ورته وايی چه فرض،واجب،سنت او مستحب ټول پکښی شامل دی نو په معروفو سره امر کول په فرضو ، واجبو ، سنتو او مستحبو سره امر کول دی.

دوهم مطلب : منکر تعريف:

۱-۲: په لغت کی:

په لغت کی نا پيژندل شوی ته وايی ځکه چی مسلمين هغه نه تر سره کوی چی ويي پيژنی ، يا انکار شوی ته وايی څرنګه چی مسلمين د منکر امر ردوی او انکار تری کوی له همدی وجهی ورته منکر وايی.

۲-۲: منکر تعريف په اصطلاح کی:

په شرعی اصطلاح کی هر هغه څه چی شريعت يی نه خوښوی او هغه ناوړه ګڼی منکر ده لکه محرمات او مکروهات ، نو په رواه کارونو باندی امر کول معروف او له ناروا او نا مشروع کارونو څخه منع کول نهی له منکر څخه ده.

 دريم مطلب:د امر با المعروف او نهي عن المنکر حکم:

پدي خبره باندي فقهااء متفق دي چي امر باالمعروف او نهی عن المنکر د افرادو حق نه بلکه په دوي واجب دي، دوي نشي کولاي د دي وظيفي نه غاړه وغړوي او ځان ترينه وساتي نو ځکه اسلامي شريعت د دي لپاره دا کار فرض او لازم کړي دي چي ټولنه د خير او نيکي په اساس ولاړه پاتي شي او په خلکو کي فضيلت افاضل ملکات تقويه شي تر څو جرمونه او ګناهونه لږ شي حکومت، ټولنه او افراد ټول يو بل سمي لاري ته راوبولي تر څو د شراو فساد مخه ونيول شي که څه هم فقهاواء د امر با المعروف او نهي عن المنکر په وجوب متفق دي مګر د وجوب په تحديد کي يي د دوو وجهو څخه اختلاف لري.

لومړي: د واجب په صفت کي

دويم: د هغه چا په باره کي چي دا ذمه واري ور باندي دي

د واجب په صفت کي د فقهاواء اختلاف:

د وجوب د صفت په تحديد کي فقهاواء په دوو ډلو ويشل شوي دي.

لومړي ډله: دا ډله يي فرض بولي او  هر مسلمان يي حتماً يي د خپل توان او طاقت په حدودو کي سرته ورسوي، دا ډله د امر با المعروف او نهي عن المنکر فريضه د حج د فريضي غوندي چي فرض عين دي مګر په هغه چا باندي چي توان او طاقت يي لړي بلکه د حج نه يي زيات مواءکد بولي ځکه چي د حج د فريضي په اداء کولو کي توان او طاقت شرط  دي مګر د امر با المعروف او نهي عن المنکر د فريضي په اداء کولو کي توان او طاقت شرط ندي ځکه چي د امر با المعروف او نهي عن المنکر استطاعت د هميشه لپاړه موجود او د هر چا لپاړه ممکن دي.

عوام خلک کولاي شي په ځينو ښه کارو او مسائلو کي لکه لمونځ کول، روژه نيول د غلا او زنا نه ځان وژغوري د امر با المعروف او نهي عن المنکر فريضه پر ځاي کړي .

علماء کولاي شي چي د څرګندو مسائلو په باره کي د امر با المعروف او نهي عن المنکر فريضه سر ته ورسوي چي هغه هر چاته معلوم ندي.

د دي ډلي په نظر کي چي امر با المعروف او نهي عن المنکر فرض عين دي هدف يي د اسلامي امت بقااء او ملاتړ په اسلامي ټولنه کي د شر او فساد مخنيوي دي.

دويمه ډله: دا ډله جمهور فقهااء دي چي د دوي په نزد امر با المعروف او نهي عن المنکر د کفايي له جملي څخه دي لکه جهاد او غزااء چي په هر مسلمان حتمي دي خو که يو تن يي سر ته ورسوي او پر ځاي کړي د نورو له غاړي څخه ساقط کيږي او دليل يي د الله تعالي ارښاد دي : (وَلْتَکُنْ مِنْکُمْ اُمَّةً يدْعُونَ الَي الْخَيرِ وَ يأمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ ينْهَوْنَ عَنْ الْمُنْکَرِ وَ اُوْلَئکَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ  (               )).

ژباړه: او وی دی (تل) له تاسی يوه ډله چه بولی ( خلک) په طرف د خير (اسلام) او امر (حکم) کوی (خلکو ته) په معروف (نيکی) سره او منعه کوی (خلک) له منکر( بدی) نه او دغه ( آمرين با المعروف ناهين عن المنکر) هم دوی دی په مراد رسيدلی.

د دوي په نظر امر با المعروف او نهي عن المنکر فرض دي ځکه الله (جل جلا له) امر ورباندي کړي فرمايلي ئي دي چې (ولتکن) مګر فرض کفائي دي ځکه چې د (منکم) له مخي په ځينو مګر غير مشخصو کسانو باندي فرض دي نه په ټولو مسلمانانو باندي، د هغو کسانو په باره کې د فقهاواء اختلاف چې دا ذمه واري ورباندي ده ، جمهور وايي چي امر با المعروف او نهي عن المنکر د اسلامي امت په ټولو افرادو واجب دي ځکه چي الله تعالي ټول امت ته خطاب کړي فر مائي چي 🙁 کُنْتُمْ خَيرَ اُمَّةٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَااءمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ ينْهَوْنَ عَنْ الْمُنْکَرِ وَ تُوْاءمِنُونَ بِااللهِ (                )).

ژباره: يی تاسی ( ای محمدی امته!) خير (بهتر د هر هغه ) امت چه ايستلی شوی د پاره د خلکو چه حکم کوی تاسی( هر چا ته) په معروف ( نيکی) سره او منع کوی تاسی(هر څوک) له منکر (بدی) ځنی او ايمان لری په الله باندی(په دوام او ثبات سره).

مګر ځيني فقهاء وايي د امر با المعروف او نهي عن المنکر ذمه واري يواځي د هغه په غاړه ده چي توان  او طاقت ئي لري او يواځي د اسلامي امت علماواء ده نه  نور مسلمانان، د دوي دليل دا دي چي د ناپوه کسانو سره د دي خبري ډير احتمال شته دي چي د معروفنه نهي او په منکر امر وکړي، ښو ته بد او بدو ته ښه وايي، هغلته چي بايد نرمي وشي د تشدد نه کار واخلي او هغه ځاي چي هلته تينګار لازم وي هلته نرمي وکړي او احکام په معکوس شکل څرګند کړي.

د دي رائيي خاوندان هغه فقهاء دي چي امر با المعروف او نهي عن المنکر فرض کفائي بولي او وائي چي هر کله دا کار فرض کفائي دي نو که ځيني ئي پر ځاي کړي د ځينو نورو له غاړي ساقطيږي او دا رائيه په ټوله معني د دي موافق ده چي د امر با المعروف او نهي عن المنکر ذمه واري يواځي د علماواء په غاړه ده.

 

 

څلورم مطلب :د امر با المعروف او نهی عن المنکر اداری مشروعيت:

د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د مشروعيت دليل په قرآنکريم او نبوی احاديثو کی ذکر شوی دی لکه چی الله (جل جلا له)  فرمايي: (وَلْتَکُنْ مِنْکُمْ اُمَّةً يدْعُونَ الَي الْخَيرِ وَ يااءمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ ينْهَوْنَ عَنْ الْمُنْکَرِ وَ اُوْلَئکَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ  ( آل عمران ۱.۴               )).

ژباړه: او وی دی (تل) له تاسی يوه ډله چه بولی ( خلک) په طرف د خير (اسلام) او امر (حکم) کوی (خلکو ته) په معروف (نيکی) سره او منعه کوی (خلک) له منکر( بدی) نه او دغه ( آمرين با المعروف ناهين عن المنکر) هم دوی دی په مراد رسيدلی.

او بل د نبی کريم (صلی الله عليه وسلم ) د دی امر په مشروعيت باندی د لالت کوی چی حضرت ابو سعيد الخدری ( رضی الله عنه) له  نبی کريم ( صلی الله عليه وسلم) نه روايت کړی : (من راي منکراً فليغيره بيده، فان لم يستطع فبلسانه ، فان لم يستطع فبقلبه و ذالک اضعف الايمان (                )).

ژباړه: د حضرت ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه ) نه روايت دي چي رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وفرمايل : څوک چي کومه بدي وويني نو ورته پکار ده چي په لاس يي منع کړي که داسي نشو کولاي نو په ژبه دي منع کړي او که داسي يي هم نشو کولاي نو په زړه (هغه بد وګني او منع کولو هيله دي وکړي) او دا د ايمان ضعيف ترينه درجه ده.

لکه چی الله ( جل جلا له) په مبارک آيات کی فرمايلی دی : خذ العفوا و امر با المعروف و اعرض عن الجاهلين ( اعراف-۱۹۹).

ژباړه: ونيسه ( ای محمده! عادت د ) عفوه کولو او امر (حکم) وکړه په معروف (نيکو کارونو) سره او مخ وګرځوه! ( په څنګ شه!) له جاهلانو (ناپوهانو،ليونيانو) څخه.

لکه چی د ماښوم  او ليونی له لاس څخه د اورلګيت (ماچس) ساتل اړين دی نو د قمار وهونکو، شراب څښونکی،لواطت کوونکی او زنا کوونکو مخه بايد ونيسی تر څو ټولنه له دی څو مفاسدو څخه په امن کی او سالمه پاتی شی د الله تعالی په قول کی راغلی: 🙁 کُنْتُمْ خَيرَ اُمَّةٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَااءمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ ينْهَوْنَ عَنْ الْمُنْکَرِ وَ تُوْاءمِنُونَ بِااللهِ ( آل عمران – ۱۱۰             )).

ژباره: يی تاسی ( ای محمدی امته!) خير (بهتر د هر هغه ) امت چه ايستلی شوی د پاره د خلکو چه حکم کوی تاسی( هر چا ته) په معروف ( نيکی) سره او منع کوی تاسی(هر څوک) له منکر (بدی) ځنی او ايمان لری په الله باندی(په دوام او ثبات سره).

او حضرت رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلی: افضل الجهاد کلمة الحق عند السلطان الجابر.

ژباړه: غوړه جهاد د ظالم پاچا پر وړاندی د حق خبره کول دی.

 

پنځم مطلب :د امر با المعروف او نهی عن المنکر د اداری کار کوونکو صفات:

يعنی دعوت کوونکی بايد عادل او آسانی راوړونکی واوسی او خورا مهم صفت چی د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د آمرينو لپاره شرط ګنل شوی دی دا دی چی په خپله هغوی بايد په اسلامی اخلاقو او کرکټر باندی سمبال وی ځکه چی په حديث شريف کی راغلی دی :لا ينبغی للرجل ان يأمر باالمعروف و ينهی عن المنکر حتی يکون فيه خصال ثلاث رفيق بما ينهی عالم بما يأمر عدل بما ينهی .

ژباړه: د هغه چا لپاره چی امر په معروف اونهی له منکر څخه کوی مناسبه نه ده تر هغه چی دا دری خويونه په هغه کی نه وی : په امر او نهی کی له نرمی څخه کار واخلی ، په هغه څه چی امر کوی عالم وی او په نهی کی له عدل څخه کار واخلی . رسول الله  (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلی دی: يسروا و لا تعسرو ا بشروا ولا تنفروا (                        ).

ژباره: آسانی کوی سختی مه کوی ، زيړی ورکړی او متنفر کوی يی مه.

دعوت کوونکی بايد د دعوت طريقه مراعات کړی او په خپله بايد په هغه عمل وکړی د الله (جل جلا له) قول دی 🙁 يا أيهاالذين آمنوا لم تقولون ما لا تفعلون ( الصف – ۲ )).

ژباړه: ای هغه کسانو چه ايمان يی راوړی ( يعنی ای مؤمنانو) ولی وائ تاسی هغه (خبره) چه يي نه کوی.

اوهمدارنګه  په بل ځای کی فرمائي:(اتامرون الناس باالبر و تنسون انفسکم و انتم تتلون الکتاب افلا تعقلون ( البقره – ۴۴ )).

ژباړه: آيا امر کوی تاسی نورو خلکو ته په نيکی سره او هيروئ ځانونه خپل ؟ حال دا چی تاسی لولئ کتاب ( چه په کښی د قول او عمل په نه سمون ( برابری) وعيد دی ) آيا نو تاسی نه پوهيږئ ( د خپلو افعالو په بدی).

په حديث شريف کی راغلی چی د قيامت په ورځ هغه کسان چی خلک اسلام ته را دعوت کوی او په خپله  ورباندی عمل نکوی د هغوی کولمی راوځی خلکو وپوښتل دا کومه ډله ده؟ په ځواب کی يی وويل شول ،هغه کسان دی چی دعوت کوی خو په خپله ورباندی عمل نکوی .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دوهم فصل

لومړی مطلب: د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د واجبيدو مصادر:

د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د واجبيدو اصلي مصدر قرآنکريم دي د الله تعالي ارشاد دي فرمايي: (وَلْتَکُنْ مِنْکُمْ اُمَّةً يدْعُونَ الَي الْخَيرِ وَ يااءمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ ينْهَوْنَ عَنْ الْمُنْکَرِ وَ اُوْلَئکَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ  (                )).

ژباړه: او وی دی (تل) له تاسی يوه ډله چه بولی ( خلک) په طرف د خير (اسلام) او امر (حکم) کوی (خلکو ته) په معروف (نيکی) سره او منعه کوی (خلک) له منکر( بدی) نه او دغه ( آمرين با المعروف ناهين عن المنکر) هم دوی دی په مراد رسيدلی.

او په بل ځاي کي داسي فرمايي: ( والمؤمنون و المؤمنات بعضهم اوليأبعض يأمرون باالمعروف و ينهون عن المنکر و يقيمون الصلاة و يؤتون الزکات و يطيعون الله و رسوله آولئک سيرحمهم الله ان الله عزيز الحکيم (                 )).

ژباړه: او سړی مؤمنان او ښځی مؤمنانی ځينی د دوی دوستان دی د ځينو نورو ( او په ايمان کښی ټول سره يو شان دی ) حکم کوی دوی په نيکيو ( چه د الله او د رسول الله اطاعت دی) او منع کوی له بديو چه ( د الله او د رسول الله نه مخالفت دی ) او دروی ( له ټولو حقوقو سره سم ادا کوی) لمونځ او ورکوی دوی زکات او حکم منی د الله او ( حکم منی) د رسول الله دغه کسان ژر به رحم وکړی په دوی الله، بيشکه چه الله ښه غالب قوی دی (د حکمونو په جاری کولو کښی ) ښه د حکمت خاوند(چه هر کار په تدبير او مصلحت سره کوی).

او په بل ځاي کي داسي فرمايي: ( لعن الذين کفروا من بني اسرائيل علي السان داود و عيسي بن مريم ذلک بما عصو و کانو يعتدون () کانو لا يتناهون عن منکر فعلوه لبئس ما کانو يفعلون (                 )).

ژباړه : لعنت کړی شوی دی په هغو کسانو چه کافران شوی دی له بنی اسرائيلو څخه په ژبه د داود سره او ( په ژبه د )عيسی زوی د مريمی ، دا (لعنت پر دوی ) په سبب د دی ؤ چی نافرمانی يی کوله( له احکامو د الله) او وو دوی چه تيريدل به ( له حدودو د الله).() وو دوی چه يو بل به يي سره نه منع کول له هغه بد عمله چه کاوه به دوی هغه،(قسم دی ) خامخا بد وو هغه کار چه وو دوی چه کاوه به ئی.

دا ټولي معناګاني د حضرت رسول الله (صلي الله عليه وسلم) په احاديثو کي تائيد شوي چي د هغو له جملي نه يو دا چي د حضرت ابو بکر صديق (رضي الله عنه) نه روايت شوي چي په يوه خطبه کي وفرمايل: اي خلکو تاسو دا آيت لولي مګر په داسي ټوکه يي تااءويل کوي چي هغه يي صحيح تااءويل او حقيقي مدلول نه دي چي:( يا ايها الذين آمنوا عليکم انفسکم لا يضرکم من ضل ادا اهتديتم (            )).

ژباړه: ای هغو کسانو چه ايمان ئی راوړی دی ( يعنی ای مؤمنانو) لازمه  ونيسئ پر ځانونو ( اصلاح او ساتنه د ) ځانونو او نفسونو خپلو هيڅ زيان نه رسوی تاسی ته (ګمراهی د ) هغه چا چه ګمراه شوی دی کله چه په سمه صافه لاړه اوسئ تاسی.

حضرت ابو بکر صديق (رضي الله عنه) وايي چي ما د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) نه اوريدلي دي چي ويي فرمايل: (ما من قوم عملوا با المعاصي و فيهم من يقدر ان ينکر عليهم فلم يفعل لا يوشک ان يعصمهم الله بعذاب من عنده(                 )).

ژباړه: کوم وګري چي ګناه کوي او د هغوي تر منځ داسي خلک وي چي د هغوي د منع کولو توان لري او نه يي منع کوي کيداي شي چي الله تعالي په ټولو عذاب راولي.

د ابي ثعلبه الخثني نه روايت دي چي ده د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) د دي آيت تفسير پوښتنه وکړه چي:( لا يفسرکم من ضل اذا اهتديتم …) نو رسول الله (صلي الله عليه وسلم) يي په ځواب کي وفرمايل 🙁 يا آبا ثعلبه امر باالمعروف و انه عن المنکر فاذا ائت شحا مطاعا و هوي متعبا و دنيا موثره و اعجاب کل ذي راي برايه فعليک بنفسک ودع عنک العوام (             )).

ژباړه:  اي ثعلبه په نيکي حکم کوه او له بدي څخه منع کوه او کله دي چي وليدل چي بخل ډير شي او د نفس او خواهش پيروي کيږي او خلک دنيا ته په آخرت ترجيع ورکوي او هر څوک خپله راي او نظر غوړه ګني د خپل ځان غم خوري او د خلکو په اصلاح کي تر دي حده ځان مه مشغوله وه چي خپل ځان هير کړي او بل دا چي رسول الله (صلي الله عليه وسلم) فرمايلي ئي دي 🙁 لتأمرن باالمعروف و لتنهون عن المنکر او ليسلطن الله عليکم شرارکم ثم يدعو اخيارکم فلا يستجاب لهم (              )).

ژباړه: بايد په نيکي امر وکړي او له بدي څخه منع وکړي او که مو دا و نه کړي نو الله تعالي به ارومرو درباندي ستاسي بدان مسلط کړي بيا به ستاسي نيکان دعا کوي او هغه به نه قبليږي.

حسن بصري (رضي الله عنه) ويلي دي چي رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وفرمايل : (افضل شهداء امتي رجل قام الي امام جابر فامره باالمعروف و نهاه عن المنکر فقتله علي ذالک فذالک شهيد منزله في الجنة بين حمزه و جعفر(                )).

ژباړه: له غوړه شهيدانو نه زما په امت کي هغه شخص دي چي ودريږي ظالم مشر ته امر په نيکي وکړي او له بدي نه منع کړي پس ووژل شو دغه شخص په دغه وينا باندي نو د دغه شهيد مرتبه په جنت کي د حمزه او جعفر(رضي الله عنهما) په منځ کي دي.

حضرت عمر (رضي الله عنه ) ويلي دي چي ما د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) نه اوريدلي دي چي ويي فرمايل 🙁 بئس القوم قوم الا يامرون بالقسط و بئس القوم قوم لا يامرون باالمعروف و لا ينهون عن المنکر (                 )).

ژباړه: بد دي هغه قوم چي په عدل امر نه کوي او بد دي هغه قوم چي په نيکي امر نه کوي او له بدي څخه خلک نه منع کوي.

او همدارنګه د ابو سعيد الخدري ( رضي الله عنه ) نه روايت دي چي رسول الله (صلي الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي: (من راي منکراً فليغيره بيده، فان لم يستطع فبلسانه ، فان لم يستطع فبقلبه و ذالک اضعف الايمان (                 )).

ژباړه: د حضرت ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه ) نه روايت دي چي رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وفرمايل : څوک چي کومه بدي وويني نو ورته پکار ده چي په لاس يي منع کړي که داسي نشو کولاي نو په ژبه دي منع کړي او که داسي يي هم نشو کولاي نو په زړه (هغه بد وګني او منع کولو هيله دي وکړي) او دا د ايمان ضعيف ترينه درجه ده.

دوهم مطلب :د امر باالمعروف او نهي عن المنکر  شرطونه:

      ۱-۷: واجبی شرطونه:

څوک چي امر باالمعروف او نهي عن المنکر کول غواړي نوفقهاؤ  ورته ځيني  شرطونه  وضع کړي چي په لاندي ډول دي .

۱- تکليف:

هغه څوک چي امرباالمعروف اونهي عن المنکر ادا کول غواړي لومړي شرط يي دادي چي هغه به  مکلف وي يعني د واک  اختيار او ادراک خاوند وي دا  شرط دامر او نهي دوجوب له نظره ځکه لازم دي چي دا واجب پريښودل دپريښودونکي(تارک)مسؤليت ته منتهي کيږي او په غير مکلف باندي داسلامي شريعت دعاموقاعدو مطابق مسؤليت نشته دي نوله  دي  کبله چي  امرباالمعروف  اونهي  عن المنکر واجب دي نوزمه  واري  يي يواځي د مکلف په غاړه ده

که څه هم امرباالمعروف اونهي عن المنکر واجب دي او زمه واري يي هم د مکلف  په غاړه ده مګرپري اعتبار چي يو ثوابي کار دي غير مکلف يي هم کولي شي  ځکه   چي غير مکلف هم دثوابي کارونو اهل دي اودثوابي کارونونه يي منع کول روا ندي مګر که هغه په خپله تري غاړه وغړوي غړولي شي لکه د ماشوم لمونځ ، روژه……………..

په ماشوم باندي خو لمونځ،روژه فرض ندي مګرکولاي شي په ثوابي توګه لمونځ وکړي روژه ونسي اوکه دا کار په خپله ونه کړي نو ګناه هم ورباندي نشته.

نو بنا پدي امرباالمعروف اونهي عن المنکر په غير باندي واجب ندي نو حق  خو يي دي غير مکلف لري هغه حق استعمال کړي او که نه ، مثلاً  دشراب  څښونکي  شراب  توي کړي دجواري الات مات کړي اوداسي نور،که يي داکار وکړثواب يي وموند اوپدي سبب چي مکلف نه دي هيڅ څوک يي تري منع کولي نشي[1].

۲- ايمان:

هغه څوک چي دامرباالمعروف اونهي عن المنکر ادا کول غواړي دهغه لپاره دويم شرط دادي چي په اسلامي دين ايمان ولري.

ددي شرط نه معلوميږي چي دامرباالمعروف اونهي عن المنکرفريضه يواځي دمسلمان په غاړه ده اوپه غيرمسلمان باندي ذمه واري نشته

ايمان دامرباالمعروف اونهي عن المنکر لپاره ځکه شرط ګرځول شوي چي په امرباالمعروف کي ټول هغه کارونه داخل دي چي اسلامي شريعت واجب کړي  هغه که د اعمالوله جملي څخه وي اوکه عقايدو له جملي څخه اوپه نهي عن المنکر کي ټول هغه کارونه داخل دي چي اسلامي شريعت منع کړي،نوکه په غير مسلمان باندي واجب شي معني يي دا شوه چي په ده باندي دده دعقيدي نه خلاف عقيده اوعمل واجب شوي دي،

چي داکار دالهي ارشاد له مخي ناروا دي(لا اکراه فی الدين)

ژباړه: ددين په چارو کي څه زوراو مجبورل نشته.

نو پدی اساس دامرباالمعروف او نهی عن المنکر ذمه واری يواځی او يواځی دمسلمان په غاړه ده نه دبل چا په ذمه[2]

۳- توان او قدرت:

دامرباالمعروف او نهي عن المنکر دريم شرط توان اوقدرت دي که دچاسره يي توان او قدرت نه وونويواځي همدومره ورباندي واجب دي چي په زړه کي بايد دمنکرو څخه کرکه ولري.

دعجز په صورت کی ددی واجب سقوط يواځی په حسی عجز پوری مربوط نه دی  بلکه دا ويره او انديښنه هم وی چی په امرباالمعروف او نهی عن المنکر باندی دبدنه بدتره نتيجه مرتبه نشی اوپدی دوو حالوکی هم ورته دامرباالمعروف او نهی عن المنکرفريضه ساقطه ده.که واعظ پوه شو چی دده وعظ بی فايده دی يا به ووهلی شی نوپدی صورت وعظ ورباندی ندی واجب

يواځی دومره ورباندی لازم دی چی بد کار په زړه کی بد وګڼی او بدکارانو نه خپله علاقه پری کړی

مثال: که څوک دکوم تږی سره مرداری اوبه ووينی اوپه دی پوه وی که دهغواوبوڅښلونه يی وژغوری يايی اوبه اوبه توی کړی نوهغه تږی شراب څښی په دی صورت کی دهغونجسواوبو دڅښلونه دتږی منع کول ترهغه زيات بل منکرپيداکيږی چی هغه دشرابوڅښل دی ددی بل ښه مثال دابن تيميه (رح) رايه ده چی يوه ورځ دخپلو ملګرو سره دتتاريانو په يوه ډله پيښ شو چی هغوی شراب څښل دابن تيميه (رح) ملګروغوښتل دشرابو څښلو څځه يی وژغوری مګر ابن تيميه ورته وويل الله (ج) ددی لپاره شراب حرام کړی چی خلک دالله له ذکره باسی او دلمانځه دادا کولونه يی ژغوری مګر دوی دشراب څښلو له کبله دخلکودوژلو،ښکنځلو او دسرمالونو دخوړلونه ژغورل دی نو دوی پوه کړه چی شراب پريږدی او څه مه  ورته وايست.

که څوک پدی پوه شی چی وعظ يی ګټه نه کوی اودکوم ناوړی پيښی دپيښيدو ويره ورسره نه وی نو وعظ ورباندی واجب ندی خوبهتره ده چی داسلامی شعائعرواودينی احکامودڅرګندولو دپاره خلکوته وعظ امرباالمعروف اونهی عن المنکر وکړی .

په حسی عجز پوری علمی عجز هم ملحق دی يعنی په عادی شخص باندی امرباالمعروف اونهی عن المنکر يواځی په هماغومسائلوکی واجب دی چی ښکاره اومعلوم وی لکه شراب ، زنا ، غدر او داسی نور اوپه هغو موضوعاتوکی ورباندی ندی چی هغه ښکاره او څرګندنه وی ځکه دهغو دحقيقت او فقهی حکم د پيژند ګلو نه عاجز دی[3]

۴-عدالت :

      ځينی فقهادامرباالمعروف او نهی عن المنکر دواعظ لپاره عدالت شرط بولی اوددوی په نزد صحيح نه ده چی فاسق دليل يی دالله (ج) دا ارشاد دی چی (اتامرون الناس باالبر وتنسون انفسکم (                )

ژباړه: آيا امر کوی تاسی نورو خلکو ته په نيکی سره او هيروئ ځانونه خپل ؟

      اوهمدارنګه په بل ځای کی الله تعالی فرمايی( ياايهاالذين امنولم تقولون مالا تفعلون ءکبرمقتاًعندالله ان تقولون ما لا تفعلونء) (         )

      ژباړه: ای هغه کسانو چه ايمان يی راوړی ( يعنی ای مؤمنانو) ولی وائ تاسی هغه (خبره) چه يي نه کوی.() لويه ده له جهته د غضبه په نزد د الله ( دا خبره) چه وائي تاسی هغه څه چه نه ئ کوئ .[4]

دوی وايی چی بل څوک سمی لاری ته برابرول ددی فرعه ده چی هغه په خپله په سمه لاره روان وی  او څوک چی په خپله سم نه وی نو کوږ به څنګه سم کړی .

مګر دفقهاؤپه نزد راجع رايه داده چی فاسق ته د امرباالمعروف او نهی عن المنکر حق حاصل دی او دا شرط ندی چی هغه دی دګناهونو څخه معصوم وی ځکه چی که عدالت ورته شرط شی نو امرباالمعروف او نهی عن المنکر لار به وتړل شی همداوجه ده چی سعد بن جبير(رض) ويلی دی که چيری امرباالمعروف اونهی عن المنکر يواځی دهغه چاکاردی چی هغه دګناه او خطا نه مصئون وی نو هيڅ څوک به په هيڅ شی امر ونه کړی .

اوبل داچی اصلاً فاسق دګناهونو په کولو يعنی له دی کبله فاسق شوی چی ناروا کارونه يی کړی او واجب يی پريښی دی نوکه فاسق باندی امرباالمعروف او نهی عن المنکر ناروا شی معنی به يی داشی چی ديو واجب پريښودل بل واجب ورنه ساقط کړی دی اوديوناروا کار په کولوپری واجب ناروا شوی دی .

په هغودوو آيتونو کی هم چی دلومړی رائيی طرفداران ورباندی استدلال کوی داسی څه پکی نشته چی فاسق د امرباالمعروف او نهی عن المنکر څخه منع کړی  بلکه مقصوديی دادی چی انسان بايد خپل کار او عمل دخپلو خبرو او وينا مصداق وګرځوی تر څو خبريی اثر پيدا کړی[5]

۵- اجازه:

ځينی فقها دواعظ دپاره دامام ياحاکم لخوا دواعظ اجازه شرط ګرځولی ځکه دوی وايی چی امام اوحاکم ددی وظيفی دپاره غوره کسان پيدا کوی اوټاکلی شی اوکه افرادو ته پريږدی شايد فساد او فتنوته مخه شی

مګر جمهور فقها ددوی په خلاف دامام يابلی کومی ډلی اجازه شرط نه بولی او وايی چی ددی وظيفی لپاره دامام لخوا ځينوکسانوټاکل دبل چا مخه نشی نيولای.

ددوی دليل دا دی چی دامر باالمعروف او نهی عن المنکر په نصوصو کی دغه شان تخصيص ندی راغلی او دا کار يی په ټولو افرادو باندی کړی دی نو دامام لخوادځينو کسانو اختصاص هيڅ اصل او اساس نلری .

برسيره په دی دامر باالمعروف او نهی عن المنکر ذمه واری پخپله دامام اوحاکم په غاړه باندی هم پرته ده نو که اجازه شرط  وګڼل شی نو له چانه اجازه وغواړی.

وروستی رايه هماغه رايه ده چی په ټولو عصرونو کی ورباندی عمل روان دی حتی په هغو وختونو کی هم معمول وه چی خلفاء او واليانوددی کار دپاره معين کسان ټاکلی وو هيچا ته ندی ويلی شوی چی امرباالمعروف اونهی عن المنکر ستا کار ندی .

هغه کسان چی په وعظ کی دامام او حاکم اجازه شرط بولی مطلب يی ددی کار تنظيم دی نه په نورو خلکو تحريم .

که کوم بی اجازی شخص دشراب څښونکی په لاس کی دشرابو ډکه پياله ووينی او چپه يی کړی ياڅوک د زنا په فعل ونسی او ويي وژنی نو دا کارونه يی جرم نه بلکه داسلامی شريعت دصريحو نصوصو له مخی مباح او روا دی .[6]

۲-۷: استحسانی شرطونه:

د امر باالمعروف لپاره کوم خاص شرطونه او وختونه نشته ځکه امر باالمعروف نصيحت ، لارښوونه او تعليم دي او دا ټول په هر حالت کي رواه دي مګر د نهي عن المنکر او د ناوړه کار نه د چا د اړولو لپاره د ځينو خاصو شرطونو وجود ضروري دي چي په لاندي ډول تشريح کيږي.

۱: د منکر وجود:  د نهي عن المنکر لپاره شرط دي چي منکر دي موجود وي چي د منکر مو مخکي تعريف وکړ چي منکر د هر هغي ګناه نه عبارت دي چي اسلامي شريعت ناروا کړي وي يا دا چي هر څه په اسلامي شريعت کي ممتنع وي هغه منکر دي دا فرق نلړي چي د منکر فاعل مکلف وي او که نه .

د مثال په ډول څوک چي ماشوم يا ليوني په شراب څښلو وويني بايد تري منع يي کړي او شراب څښلو نه يي منع کړي او يا څوک ليوني د ليوني يا په سد ښځي سره په زنا باندي وويني ورباندي لازم دي چي تري منع يي کړي .

په نهي عن المنکر کي د غټي او وړي ګناه څه فرق او توپير نشته په حمام کي د عورت لوڅول ، پردي ښځي سره خلوت او پردو جنګو ته کتل دا ټول منکرات دي که څه هم د ماشوم لخوا وي منع يي لازم ده مګر پدي شرط  چي دي بي د اجتهاد نه معلوم وي نو هغه څه چي په اجتهاد معلوميږي او د اجتهاد مولود وي هغه د نهي محل او مورد نه وي مثلاً د حنفي مذهب خاوند نشي کولاي چي شافعي مذهب خاوند د چنګاښ د خوړلو نه وژغوري او نه د شافعي مذهب خاوند کولي شي چي د حنفي مذهب خاوند د هغي نکاح نه منع کړي چي ولي يي پکښي موجود نه وي.

۲: د منکر في الحال موجوديت: په منکر کي دا شرط دي چي في الحال موجود وي يعني ګناهګار دي د نهي عن المنکر په وخت کي د ګناه مباشر وي لکه دا چي د شرابو په څښلو کي بوخت يا د پردي  ښځي سره په خلوت کي مصروف وي او که د ګناه نه فارغ شوي وي نو نهي عن المنکر محل او مورد نلړي بلکه دغه وخت په ګناه باندي د جزاء محل او مورد پيدا کيږي او دا يعني د جزاء ورکول د عامو سلطو وظيفه ده د افرادو او پدي وخت کي دي ګناهګار ته کومه صدمه يا زيان رسول جرم ګنل کيږي مګر ګناه د مباشرت په وخت کي جرم نه بلکه نهي عن المنکر او د وجيبي اداء کول دي که ګناه في الحال واقع نه وي بلکه متوقع الوقوع وي لکه د شراب څښل لپاره محل جوړول پدي حالت کي د وعظ او نصيحت نه زيات څه لکه وهل ، ښکنځل او داسي نور افعال جرم دي بلکه که د محل خاوند د شرابو څښلو د عزم نه انکار وکړي نو وعظ او نصيحت هم ورته لازم ندي ځکه چي تر انکار وروسته هغه ته وعظ او نصيحت په مسلمان باندي بد ګماني ده.

۳: ګناه دي بي د پلټني او تجسس نه ښکاره وي د نهي عن المنکر او تغير لپاره شرط دي چي منکر بي د پلټني نه اښکاره او څرګند وي که د منکر اظهار په تجسس او پلټني پوري موقوف وي نو د منکر اښکاره کول رواه ندي د الله تعالي د ارشاد په اعتبار (يا ايها الذين آمنوا اجتنبوا کثيراً من الظن ان بعض الظن اثمٌ و لا تجسسواولا يغتب بعضکم بعضاً….(              )

ژباړه: ای هغو کسانو چه ايمان يی راوړی دی ( ای مؤمنانو ) ځان وساتی تاسی ډير له بد ګمانيو او تهمتونو نه ( په خلکو باندی) بيشکه ځينی بدګمانونه او تهمتونه ګناه ده او مه لټوی تاسی پټ عيبونه د مسلمانانو او نه دی کوی غيبت ځينی ستاسی د ځينو نورو.

او بل دا چي کورونه اواشخاص مصؤنيت لري او پخوا تر دي ګناه څرګند شوي نه وي د هغو مصؤنيت محترم دي او د مصواءنيت له منځه وړل يي رواه ندي.

حضرت رسول الله (صلي الله عليه وسلم) د خلکو د عورتونو پلټنه منع کړي حضرت معاويه (رضي الله عنه) ته يي فرمايلي دي چي ( انک ان تتبعت عورات الناس افسدتهم اوکدت تفسدهم (            )) که ته چيري د خلکو عيبونو پسي شي فاسده به يي کړي.

او بل دا چي رسول الله  (صلي الله عليه وسلم)  فرمايي ( يا معشر من امن بلسانه و لم يدخل الايمان قلبه لا تفتاب المسلمين و لا تتبعوا عوراتهم فانه من يتبع عورت اخيه المسلم يتبع الله عورته و من يتبع الله عورته يفضه و لو کان في جوف بينه(               ).

ژباړه: اي د خلکو ټولګيه، هغه څوک چي ايمان راوړي په ژبه باندي او ايمان زړه ته نه وي داخل شوي عيب دي نکوي د مسلمانانو او د غيبتو پسي دي هم نه کيږي که د خپل مسلمان ورور غيبت پسي شو نو الله (جل جلا له) به عيب پسي شي که الله (جل جلا له) د دغه شخص عيب پسي شي نو اښکاره به کړي که د خپل کور په منځ کي هم وي.

حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه ) د چا کور ته ورواوښت د کور خاوند ورته وويل : اي امير المومنين که ما يوه ګناه وکړه نو تا خو دري ګناهونه وکړه حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه ) و پوښتل چي هغه کوم دي ؟ د کور خاوند ورته وويل الله (جل جلا له) امر کړي (و لا تجسسوا و لا يفتب بعضکم الآيه) تجسس مه کوي او تا وکړ، الله (جل جلا له) فرمايلي دي : ( و اتوا البيوت من ابوابها) کورونو ته د دروازي له لاري ننوځي ، ته په ديوال راواوښتي الله (جل جلا له) فرمايلي دي 🙁 يا ايها الذين آمنوا لا تدخلو بيوتاً غير بيوتکم حتي تستانيسوا و تسلموا علي اهلها(              )).

ژباړه : ای هغه کسانو چه ايمان يی راوری وی ( يعنی ای مؤمنانو) مه ننوځی تاسی (هغو) کورونو ته چه غير وی له کورونو د تاسی تر هغه پوری چه ( اجازه وغواړی او) سره وغږيږئ ( له بهره او اذن واخلی) او سلام واچوئ په اهل د دوی ، او تا سلام نه دي اچولي حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه ) د کور خاوند وبښلو، اوتوبه يي ورباندي شرط کيښود، نو دا چي حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه )  د کور خاوند يي پريښود نه يي جزاء ورکړه او نه يي د منکر مخه ونيوله وجهه يي همدا ده چي د کور خاوند منکر عمل ورته د داخليدو نه وروسته اښکاره شوي وو او دا يي حق نه وو چي بي لاري او بي اجازي ورننوځي.

همدارنګه عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه) وايي يوه شپه زه د حضرت عمر فاروق(رضي الله عنه) سره په مدينه کي بهر شوم په لاره کي راته د چراغ ړنا ښکاره شو ور وګرځيدو چي ورنژدي شوهلته د کور دروازه تړل شوي وه او په کور کي د ننه د خلکو غږونه او ښور راته عمر (رضي الله عنه ) زه ونيولم او راته يي وويل پيژني چي دا د چا کور دي ؟ ما وويل نه، هغه وويل چي دا د ربيعت بن اميه بن خلف کور دي همدا اوس په شرابو لګيا دي ته څه پکي وايي؟ ما وويل : زه خو وايم چي موږ بايد په هغه کار ونه لړو ځکه چي الله تعالي تري منع کړي يو چي فرمايلي دي:(و لا تجسسوا…) همدا وه چي عمر (رضي الله عنه ) بيرته ستون شو او هغوي يي په خپل حال پريښودل.

د تجسس او پلټني په تحريم دا هم معلوميږي چي انسان بايد د چا کور نه غوږ بوځي(استراق السمع) و نه کړي او نه د چا خوله بوي کړي چي د شرابو بوي تري معلوم کړي ، نه د چا جامي او کور وپلټي چي څه شي يي پټ کړي ، او نه بايد څوک رپوټ وکړي چه د ګاونديانو په کور کي يي کيږدي مګر که دا سي علامي موجودي وي چي په غالب ګمان څوک په ګناهونو اسرار لري يا يي د خبر صدق غالب وي لکه د کور نه بهر بنګو د دوي وجود يا په کور کي د چيغو اوريدل يا په دي باندي يقين چي په کور کي څوک د چا سره زنا کوي او يا څوک وژني يا نور داسي حالاتو کي تجسس او پلټنه رواه ده څو د ممنوعه کارونو د مخنيوي فرصت له لاسه و نه وځي، او که د چا د کور دروازه تړلي او د ديوالونو نه يي د ننه ځان پټ کړي وي نو هلته د هغه د ګناه د څرګندولو لپاره بي اجازي ننوتل رواه ندي، مګر که ابتداء دوه تنه او په يوه رائيه يا يو تن بي د استخباري نه خبر ورکړي چي فلاني شخص په خپل کور کي ګناهونه کوي نو بي اجازي ننوتل ورته رواه دي همدارنګه هغه کور ته بي اجازي ننوتل روا دي چي د بهر نه په هغه کي کيدونکي ګناه څرګنده شوي وي لکه د شرابو بوي او نيشيي کسانو ، غال مغال(شور).

د شکل دلالت هم د آواز او بوي دلالت غوندي دي او د هغه څه دلالت چي ښکاره او څرګند وي هغه مکشوف دي مستور، موږ د هغه څه په ستر چي الله تعالي ستر کړي او دهغه څه په مخنيوي چي راته ښکاره شوي وي مامور يو ځکه چي رسول الله  (صلي الله عليه وسلم)  فرمايلي:(من اتي شئيا مني هذه القازورات فلتستر بستر الله فان من يبدلنا صفحة نقم حد الله تعالي عليه او ابد) يعني د صفحي ابداً (څرګندتيا)  درجي لري  کله به د اوريدلو ، کله به د بويولو، کله به د ليدلو او کله به د لمسولو په حواسو را ته ښکاره او څرګنديږي ځکه چي د څرګندتيا نه مطلب علم او غالب ظن دي او د دي ټولو حواسو له لاري علم يا غالب ګومان حاصليږي.

۴-: په آسانه وسيله د منکر دفع: د منکر په دفع کي شرط دي چي په هماغه طريقه دفع کړاي شي چي په هغي طريقي دفع کيداي شي او په هغي وسيله يي دفع آسانه وي نو رواه نده چي په داسي طريقه منکر دفع کړاي شي چي هغه يي د دفع کيدو نه ټيټه وي.

همدارنګه د دفع کيدو نه په زياته اندازه يي هم دفع کيدل يي رواه ندي ځکه چي د منکر د دفعي د ضرورت نه زياتي جرم ګنل کيږي مګر که د دفعي وړ وسيلي قدرت يي نه درلود نو په ټيټه وسيله يي هم دفع رواه ده.

مثلاً: که منکر کار په لاس دفع کيداي شو او دافع پدي وسيله قدرت نه درلود نو په ژبه او وينا يي دفع کوي او که په ژبه او وينا يي هم د دفع قدرت نه درلود نو بايد په زړه يي دفع کاندي يعني په زړه کي يي بد وګني او د فاعل او د فاعل سره يي ارتباط قطع کړي.

دريم مطلب:خلاف شرع امورو کی د سرکوبی حکم:

عن ابي سعيد الخدري عن رسول الله (صلي الله عليه وسلم) قال: (من راي منکراً فليغيره بيده، فان لم يستطع فبلسانه ، فان لم يستطع فبقلبه و ذالک اضعف الايمان (                 )).

ژباړه: د حضرت ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه ) نه روايت دي چي رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وفرمايل : څوک چي کومه بدي وويني نو ورته پکار ده چي په لاس يي منع کړي که داسي نشو کولاي نو په ژبه دي منع کړي او که داسي يي هم نشو کولاي نو په زړه (هغه بد وګني او منع کولو هيله دي وکړي) او دا د ايمان ضعيف ترينه درجه ده.

د دي حديث نه معلوم شو چي د خلاف شرع (بديو) خوريدو نه منع کول او د هغي د ختمولو ذمه واري چه په اهل ايمان عايد کيږي او د هغي د پوره کولو لپاره دري درجي دي.

لومړي درجه: دا ده چي هره بدي دي دطاقت په ذريعه ختم شي پدي شرط چي د بدي د ختمولو پوره طاقت ورته حاصل وي.

دويم درجه : که د بدي د ختمولو توان ورته حاصل نه وي نو بايد هغه دي د ژبي په ذريعه اداء کړي .

دريم درجه : که د ژبي په ذريعه هم د يو بدي د ختمولو همت ورته حاصل نوي نو بيا زړه سره دي هغه فريضه انجام کړي يعني يو خلاف شرع امر ليدو سره هغه  دي زړه سره بد وګني او د هغي د کوونکي خلاف دي زړه کښي د عداوت او نفرت جذبه وساتي چي دا درجه د ايمان د ټولو کمزوري درجه ګرځول شوي. د دي نه مطلب دا دي چي کله اهل د دي دري درجي پوري کمزوري شي چه هغوي د يوه بدي د دفع کولو لپاره د لاس او ژبي د طاقت نه محروم وي نو پوه دي شي چي د ايمان لپاره د ټولو نه کمزوري زمانه ده او که اهل ايمان طاقت وړ وي نو هغوي به يوه بدي د خپل قولي او فعلي طاقت په ذريعه محض قلبي نفرت او انکار باندي اکتفاء نه کوله او يا ( ذلک اضعف الايمان) نه مطلب دا دي چي کوم سري يوه بدي محض قلبي طور سره بده ګنلو باندي اکتفاء کوي نو پوه شي چي هغه اهل ايمان کښي د ټولو نه کمزوري فرد دي ، ځکه که هغه د دين لپاره طاقت وړ او قوي وي نو صرف قلبي نفرت باندي به يي اکتفاء نه کوله بلکه د لاس او ژبي په ذريعه به يي د هغي بدي د ختمولو لپاره به يي کوشش کړي واي د دي تائيد د دي حديث نه هم کيږي چه هغه کښي فرمايلي دي حضور (صلي الله عليه وسلم ) : چي بهترين جهاد د ظالم پادشاه مخکي د حق خبره کول دي او همدارنګه الله تعالي فرمايي: و لا يخافون لومة لايئم ٍ (           ) هغوي ته د چا ملامت کوونکي د ملامتي خوف نه وي.

بعضي علماء وايي چي حديث کي مخکي حکم کي ( يعني بدي د لاس په ذريعه د ختمولو) تعلق هغه اهل ايمان سره چه الله تعالي طاقت او اقتدار سره نازولي وي يعني پادشاه او حاکم وغيره نو د طاقت او اقتدار لرونکو مسلمانانو ذمه واري ده چي هغوي په خپله زور او طاقت باندي د بديو سرکوبي وکړي او د بد عملو نه صحيح لاري باندي د راوستلو کوشش وکړي.

دويم حکم کي يعني د بدي د ژبي د وعظ او تلقين په ذريعه د ختمولو تعلق د علماء ذات سره دي يعني دا د اهل علم او واعظين فريضه ده چه هغوي کومي خرابي اوويني د خپل وعظ او نصيحت په ذريعه د هغي مذمت اوکړي او عوام د تلقين او وعظ په ذريعه د هغي بدو نه منع کړي.

دريم حکم : يعني د بديو او د هغوي د کوونکو خلاف زړه کښي د نفرت جذبه نو تعلق عام مسلمانانو سره دي ، عام مسلمانانو باندي واجب دي چه هغوي د خلاف شرع امورو په ليدو سره محض د بي پروايي رويه اختيار کړي بلکه هغه زړه سره بد وګني او د هغي د کوونکو په خلاف قلبي نفرت وساتي.

بعضي نور علماء د حديث د آخري جملي مطلب دا بيان کړي دي چه دا شي يعني د يوه بدي ليدو سره محض زړه کي د هغي د بد ګنلو باندي اکتفاء کول د ايمان په مراتبو کي د ټولو نه کمزوري درجه ده که مسلمانان داسي شي وويني چي د دين له نظره د هغي بد ګنل په قطعي طور سره ثابت او ظاهر وي او هغوي هغه شي بد ونه ګنل بلکه په هغي باندي د خپل اطمينان اظهار وکړي او هغه ښه وګني نو هغه مسلمان نه پاتي کيږي بلکه کافر کيږي.

پدي خبري باندي پوهيدل هم په کار دي چي د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د نيکو يا بدو د حيثيت تابع وي يعني که يو شي پدي درجه کي وي چي د هغي اختيارول واجب وي نو د هغي د اختيارولو حکم ورکول يعني امر باالمعروف به هم واجب وي او که هغه شي مستحب وي نو امر باالمعروف به هم مستحب وي او همدارنګه که يو خلاف شرع شي د حرامو په درجه کي وي نو د هغي د منع کيدل يعني نهي عن المنکر به واجب وي او که هغه شي مکروه وي نو نهي عن المنکر به مستحب وي دي سره دا امر دي هم ذهن کي وي چه د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د فريضي په اداء کي دي خبري سره مشروط ده چي د هغي په وجه د څه فتني او فساد د پيدا کيدو خوف خو نه وي مثلاً دا ظاهروي چه فلاني سړي ته د څه نيک کار تلقين کولو په وجه فتنه راپورته کيږي يا يو سړي د خراب کار مرتکب دي که د هغي بدي نه هغه منع کړي نو د هغي نتايج به د زياتو فتني او فساد سبب ګرځي نو پدي صورت کي د امر باالمعروف او نهي عن المنکر فريضه اداء کولو قطاً ضروري ندي.

همدارنګه يو شرط دا هم دي چه امر باالمعروف او نهي عن المنکر د قبلولو ګمان هم دي که دا ګمان وي چه کوم سړي ته د نيک کار کولو تلقين اوکړي شي يا هغه د کوم بد کار نه منع شي نو هغه هغه خبره هغه ته د نيک کار حکم کول يا بد کار نه منع کول واجب نه وي البته مستحسنن ضرور دي چي د اسلام د شعايرو اظهار وشي.

اما امام نووي (رحمة الله عليه ) د دي خلاف نقل کړي وايي چي په حديث کي چي د من راي منکراً لفظ چي ذکر شوي په هغه کي د امت ټول فرد شامل دي يعني د امر باالمعروف او نهي عن المنکر فريضه ټول مسلمانانو ته اداء کول په کار دي ، خواه هغه سړي او که ښځه وي او خواه هغه آزاد او که غلام وي حتي تر دي چي فاسق هم د دي امر د اداء کولو ذمه وار دي. دي دا خبره هم واضح شو چي امر باالمعروف او نهي عن المنکر لپاره کوم خاص شرطونه نشته چي کوم سړي د څه نيک کار حکم کوونکي وي هغه خپله هم هغي نيکي باندي عامل وي او بغير د خپل عمل نه د امر باالمعروف فريضه انجامول هغي لپاره درست نه دي څنګه چي خپله خپل نفس نه د يوه نيکي باندي د عمل کولو تلقين کول يو واجب شي دي همدارنګه يو واجب امر دا هم دي چي نورو ته د نيکي تلقين وشي که هغي کښي په وجه دويم واجب ترکول قطاً جواز نلري.

دا بيله خبره ده چي کوم واجب ترک شي د هغي ګناه په هر صورت لازميږي قرآنکريم کي الله تعالي فرمايلي دي :                   ( لم تقولون ما لا تفعلون ) يعني هغه خبره ولي کوي چي خپله پري عمل نه کوي.

نو د دي آيت محمول امر باالمعروف او نهي عن المنکر تسليمولو صورت کي به دا وويل شي چي د دي آيت نه مراد ترک عمل نه منع کول او په هغي زجر او تنبيه دي نه چي نور خلک د نيکي د تلقين نه منع کول دي .يعني چي کوم سړي د نيکيو تلقين ( نصيحت) کوي او نورو ته د نيک عمل اختيارول وايي، ليکن هغه خپله هغه نيکي او نيک عمل نه اختياروي نو دا آيت کريمه داسي سړي ته خبرداري ورکوي چي دا خو صحيح ده چه ته نورو ته د نيکي او نيک عمل کولو تلقين کوي ليکن دا دير بد کار دي چي ته خپله هغه نيکي او نيک عمل نه اختياروي او آيت کريمه کي دا هيڅ ندي ثابت شوي چه کوم سړي خپله نيک عمل نه اختياروي هغه نورو ته د نيک عمل اختيارولو تلقين نشي کولاي او پدي کي شک نشته چي د نيکي تلقين کوونکي که خپله هم نيکي اختيار کړي نو د دي نه ښه خبره بله نشي کيداي ، ځکه چي کوم سړي پري عمل نه کوي هغه تلقين او نصيحت نورو باندي اثر نکوي.

امام نووي (رحمة الله عليه ) شرح مسلم کي د دي حديث په وضاحت کي ليکلي چه حديث کي د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د فريضی د اداء کولو چه کوم ترتيب ذکر شوی دی هغه د قرآن ،سنت او اجماع امت په ذريعه واجب شوی  دی او کوم سړی چی د مذکوره ترتيب مطابق دا فريضه انجام کړی او مخاطب هغه قبول کړی نو سبحان الله او که قبول يی نکړی نو هغه سړی په پوره ډول سره د خپلی ذمه واری نه سبک دوش شی ( يعنی هغه خپل فريضه پوره کړی دی) دی نه پس په هغه څه واجب شی نه پاتی کيږی.

علما‍‍‍‍‍‍ء فرمايلی دی چی د دی امر ( يعنی د نيکی حکم کولو او بدی نه منع کولو ) فرض کفايی دی او کوم سړی چی د دی فريضی د اداء کولو طاقت او قوت لړلو با وجود دا ذمه واری بغير د څه عذر نه پوره نه کړی  نو هغه  ګنهګار دی.

ليکن بعضی صورتونو کی دا امر فرض کيږی هم لکه: يو بدی داسی يو ځای کی ظاهريږی چه د يو سړی نه علاوه بل څوک پری نه پوهيږی يا د هغی د ختمولو قدرت د هغی نه پرته بل څوک ونلړی لکه خپله ښځه يا لور په يو بدی کی ليدل چی د هغی د ختمولو ذمه واری په خاص طور سره په هغه سړی باندی عايديږی.

امام نووی (رحمة الله عليه) دايی هم ليکلی چی د عدم قبوليت ګمان د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وجوب ( واجبيدل نه ساقط کوی که د چا دا ګمان چه د فلانی سړی مخکی د نيکی تلقين کول يا هغه د بد کار نه منع کول يی فايده دی ځکه چی هغه امر باالمعروف او نهي عن المنکر نه قبلوی نو پدی صورت کښی هم په هغه واجب دی چه هغی سړی ته د نيک کار کولو حکم وکړی او د بدی نه يی منع کړی او د دی خبری پروا دی هيڅ کله ونکړی چی د ده خبره منل  کيږی يا نه منل  کيږی ځکه چی وعظ او نصيحت په خپل ذات کی ډير فوائد  لړی او کله نا کله  په کلی ډول

سره اثر کوی لکه څنګه چی په قرآنکريم کی راغلی دی (فان الذکری تنفع المؤمنين (                    )).

ژباړه: بيشکه وعظ کول مؤمنين ته ګټه رسوی. او بل دا چی محض د دی ګمان په بناء چه مخاطب د تلقين او نصيحت نه څه اثر (ګته) نه اخلی خو خپلی ذمه واری نه مخ اړول هم ندی پکار بلکه د حقيقت په ايښودو سره د نيکو خوړلو او د بدی د ختمولو په کوشش کی مصروف او اوسيدل پکار دی په خلکو خو لا څه په پيغمبرانو او رسولانو باندی هم درواغ تړل شوی وو، او د هغوی وعظ او نصيحت هم نه قبليدل ، نو آيا هغی پيغمبرانو او رسولانو د حق خبری پيژندلو فريضه ترک کړی وای ، قرآنکريم چی کوم خبره د رسولانو او پيغمبرانو په باره کی فرمايلی ده هغه هر سړی باندی صادق راځی چه د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ذمه واری ګرځول شوی ده يعنی  ( و ما علی الرسول الا  البلاغ المبين (                            )).

ژباره : د رسولانو کار بس دا دی چه د الله تعالی احکام صاف صاف اورسوی او د هغی د احکامو منل  يا نه منل د نورو کار دی .

د امر باالمعروف او نهي عن المنکر فريضه يواځی حاکم او مقتدر مسلمانانو باندی ندی عائد شوی  او نه دا ضروری چی د دی  امر د انجامولو لپاره حاکم د خپل طرف نه احکام جاری کړی بلکه د دی حق عام خلکو ته هم رسيږی چه هغوی د امر باالمعروف او نهي عن المنکر کار انجام کړی هر کله چی پداسی زمانه کښی طاقت او اقتدار لرونکی مسلمانان د دی فريضی نه بالکل بی پروا شی نو بيا په خاص ‌ډول سره دعامو مسلمانانو ذمواري ګرځي چي هغوي دا کار انجام کړي اوبيا په ټولو مسلمانانو کي زياته ذمه واري  د علماء او مشايخو باندي دي ، دغسي ددي فريضي  په اداء کولو کي د خپل پخوانۍ زماني  بزرګانو به يوازي عام الناس ته د نيکو تلقين د نه کولو او هغوي د بدو نه منعه کولو باندي به يي اکتفاء نه کوله بلکي بادشاهانو ، حاکمانو او د مقتدرو مسلمانانو مخکي به يي هم د امر باالمعروف او نهي عن المنکر فريضه انجاموله .

دا هم د ياده و نه باسو چی امر باالمعروف او نهي عن المنکر هغی سړی ته کول پکار دی چه دا علم لړی چه هغه د کوم شی حکم کوی او يا د کوم شی نه منع کوی د شريعت د اعتبار نه د هغی څه حيثيت او اهميت وی څو پوری چی د هغی شيانو تعلق دی چه د هغی فرض يا واجب کيدل يا د هغی حرام کيدل داسی ظاهروی چی ټول مسلمانان هغه هغه وپيژنی لکه لمونځ ، روژه او داسی نور يا زنا او شراب او داسی نور. نو د دی شيانو په باره کی امر باالمعروف او نهي عن المنکر  عام مسلمانان هم شوق سره کولی شی ليکن کوم شيان خواه هغه قولی وی يا فعلی يا داسی وی چه د هغه باره کښی عام مسلمانانو ته پکی څه علم نوی کوم چی اجتهاد سره تعلق لری نو عوامو ته هغی کښی  دخالت ندی پکار ځکه چی د داسی شيانو نه د منع کولو يا هغه د ناجائز ګرځولو حق يواځی علماء  ته حاصل دی ، اګر که علماء ته هم داسی شيانو کی يواځی هغه شيانو اختيارولو نه منع کول پکار دی چه د هغی ممانعت متفق عليه وی مختلف فيه امورو کی منع کول ندی پکار خصوصاً د حضراتو د مسلک مطابق چه دا وايی چی هر مجتهد مصيب  ( درست پوهيدونکی ) وی خلاصه دا چی کوم خلک د امر باالمعروف او نهي عن المنکر  ذمه واری انجامول  غواړی هغوی ته په کار دی چه هغوی د دی فريضی په اداء کولو کښی د خلق نيکو ، نرمی، تهذيب او متانت  لاره اختيار کړی او هغوی دا کار يواځی د الله تعالی د رضا او خوښی په خاطر انجام کړی نه دا چی دنياوی غرض او مقصد په خاطر وکړی ، دی صورت کښی مخاطب باندی خبره هم اثر کوی او الله تعالی ورته ثواب هم عطاء کوی همدارنګه کله چی يو سړی ته نصيحت کول په کار وی نو د خلکو په وړاندی دی ته کوی بلکه په تنهايی او په پټ طور سره هغه سړی ته نصيحت او وعظ وکړی ځکه چی د خلکو په موجوديت کی چا ته نصيحت کول نصيحت نه دی بلکه فصيحت ( سپکاوی ) دی.

 

دريم فصل

لومړی مطلب: دامرباالمعروف اونهی عن المنکر نه انجامولوباندی وعيد:

وعن حذيفه ان النبی صلی الله عليه وسلم قال والذی نفسی بيده لتا مرون باالمعروف ولتنهون عن المنکر اوليوئکن الله ان يبعث عليکم عذابا من عنده ثم لتدعنه ولا يستجاب لکم         (رواه ترمذی)

حضرت حذيفه دنبی کريم (ص) نه روايت کوی ، حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل ، قسم دی په هغه پاک ذات چه دهغه لاس کی زما ساه ده تاسوبه يقيناً دامرباالمعروف او نهی عن المنکرفريضه انجاموی ياعنقريب الله تعالی به په تاسو خپل عذاب نازل کړی بيابه تاسو الله تعالی نه دعا هم غواړی خوستاسو دعا به نه قبليږی.

ددی حديث شرح په مظاهر الحق کی داسی شوی دی.

دحضور صلی الله عليه وسلم ددی ارشادنه  مطلب دادی چی پدی دواړو خبروکی به يوه خبرضروری کيږ ی  يا خوبه دامربالمعروف  اونهی عن المنکر فريضه  انجام  کوی  يايی نه   انجاموی،  او که دهغی دانجامولونه تاسي غافل وواوسي  نو الله (ج) پر تاسو باندی ډير مختلف مصيبتونه اوعذاب رانازل کړي  او په هغه وخت کي ددی سختو او مصيبتونو ددفعی لپاره الله تعالی ستاسو دعا به قبول هم نګړي که څه هم يی دالله تعالی نه يی وغاړي ،نوددی نه معلوم شو چی نور مصيبتونه او عذابو نه د دعا په برکت  ددفع کيدو احتال لری ، خو دامربالمعروف او نهی عن المنکر په پرپښودو باندی  دالله تعالی له جانب به چی کوم آفات او بلاګانی نازليژي هغه د دعاپه زريعه د دفع کيدو احتمال نلری ،ځکه چی دهغی د دفعی لپاره د عا نه قبليږی.

براز او طبرانی (رحمة الله) کتاب اوسط کښی دحضرت ابو هريره(رض)نه دا الفظ را نقل کړي دی، چی حضور(صلی الله عليه وسلم) وفرمايل . دوه خبرو کښی ديوی خبری کیدل ضروری دی يا خو به تاسی يقينا امر با لمعروف هم کوی او يقينا د نهی عن المنکر فريضه به هم انجاموی يا ددی دواړو عدم ادا په صورت کښی يقينا الله تعالی به په تاسو خراب خلک مسلط کړي او بیا به ستاسی نيکان خلک چی دهغی خرابو خلکو د فتنی او فساد ددفعی لپاره دعاکوی خو دهغوی دعا به نه قبليږی.

دوهم مطلب: د بی عمله عالم (واعظ) په باره کی وعيد:

وعن اسامه بن زيد قال قال  رسول الله (ص) يجأبالرجل يوم القيامة فيلقی فی النار فتنديق اقتابه فی النار فيطحن فيهاکطحن الحماربرحاه فيجتمع اهل النار عليه فيقولون ای فلان ما شانک اليس کنت تامرنا بالمعروف وتنهانا عن المنکر قال کنت امرکم باالمعروف ولا آتيه وانهاکم عن المنکر وآتيه ( متفق عليه )

ژباړه : حضرت اسامه بن زيد (رض) وايی رسول کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل دقيامت په ورځ به ( امرباالمعروف  او نهی عن المنکر دمقدماتو دفيصلی په وخت ) يوسړی را وستی شی چه هغه مستوجب عذاب ګرځولوسره په اور کی واچول شی ، او اور ته درسيدو سره سم دهغه کولمی به بهر را وځی او هغه به خپلی کولمی داسی ميده کوی څنګه چه دژرندی خردخپلی ژرندی په ذريعه اوړه ميده کوی يعنی څنګه چی ژرنده کی ګرځيدونکی خر دخپلی ژرندی نه چاپيره راګرځی دغسی دا سړی هم دخپلوکولمو نه چاپيره را ګرځی او هغه به دخپلو پښو لاندی سيره کوی ، نوهغه سړی ددی حالت په ليدو سره دوزخيان يعنی دهغی زمانی فاسق او فاجر خلک به دهغه نه داچاپير شی او ورته وبه وايی ای فلانيه : دا ستا څه حال دی تا خوبه موږ ته دنيک کاروتلفين اونصيحت کول اوبدکار نه به دی منع کولو،نو هغه به په جواب ورکړی ، بيشکه ما تا سوته دنيک کاروتلفين کول خوخپله به می هغه نيک کارنه کول اوتاسو به می دبدکار نه منع کولی خو خپله به هغی بد کارنه نه منع کيدم .[7]

او همدارنګه رسول الله ( ص ) دبی علمه عالم په باره کی فرمايلی دی .

وعن انس ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال رايت ليلة اسری بی رجالاً تقرض شفاههم بمقاريض من نار قلت من هؤلاء ياجبريل قال هؤلاء خطبأمن امتک يأمرون الناس باالبر وينسون انفسهم رواه فی شرح السنة والبيهقی فی شعب الايمان وفی رواية قال خطبأء من امت الذين يقولون لا يفعلون ويقرءُون کتاب الله ولا يعملون .(             )

ژباړه : دحضرت انس(رض) نه روايت دی چی رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل، ما

دمعراج په شپه ځينی خلک او ليدل چی دهغوی شونډی داور په بياتی (قيچی)پری کيدلی ماتپوس وکړ ای جبريل دا کوم خلک دی هغه وويل دا ستا امت هغه علمأ واعظ اومشايخ

دی چی خلکوته يی دنيکی تلفين کول ،خو په خپل ځان به يی هيروو،يعنی خپله به يی هيرول يعنی خپله به يی عمل نه کول ليکن نوروته يی دعمل تلقين اونصيحت کولو ، دا روايت بغوی (رح) شرح السنه کی او بيهقی (رح) شعب الايمان کی نقل کړی دی او دبيهقی يوبل روايت کی دا الفاظ هم نقل شوی دی چی حضرت جبريل جواب ورکړ چی دا خلک ستاسو د امت هغه واعظان او خطيبان دی چی هغه وايی، کوم چه خپله نکوی هغه چی په کتاب الله کی به يی لوستو ليکن عمل به يی پری نکول.

دا سزا به بی عمله علمأ،واعظين او مشايخو ته دهغوی دبدعمل په وجه ورکول کيږی ، څنګه چی الله تعالی فرمايلی دی : (اتامرون الناس باالبر و تنسون انفسکم و انتم تتلون الکتاب افلا تعقلون ( البقره – ۴۴ )).

ژباړه: آيا امر کوی تاسی نورو خلکو ته په نيکی سره او هيروئ ځانونه خپل ؟ حال دا چی تاسی لولئ کتاب ( چه په کښی د قول او عمل په نه سمون ( برابری) وعيد دی ) آيا نو تاسی نه پوهيږئ ( د خپلو افعالو په بدی).

رسول الله صلی الله عليه وسلم دبی عمله عالم په باره کی دا هم فرمايلی دی .

ويل اللجاهل مرة وويل للعالم سبع مرات : دجاهل لپاره يوه خرابی ده او بی عمله عالم لپاره اووه خرابی ده او يوبل مشهور حديث داسی فرمايلی : اسدالناس عذاباً يوم القيامة عالم لم ينفعه بعلم (      )   دقيامت په ورځ به دټولونه سخت عذاب مستحق به هغه عالم وی چی هغه دالله تعالی د علم نه ګټه نه وی رسولی .

دريم مطلب: هغه منکرات چي خلک پري عادت شوي:

دارنګه منکرات د ژوند په مراحلو کې ډير دي چي د هغو شميرل ممکن ندي ليکن هغه منکرات چي نن ورځ په مساجدو کي تر سترګو ليدل کيږي غوارم په مختصر ډول يې تشريح کړم.

۱: په لمانځه کي قبله ته مخامخ نه دريدل.

۲: آرامتيا نه احساسول يعني د لمونځ کوونکي آرامتيا نه احساسول په رکوع ،سجده او نورو رکنونو کي چي دا په خپله په نص او حديثو سره ثابت شوي چي يي باطل دي چي د هغي نه منع کول واجب دي.

۳: د مساجدو يو بل منکر په لوړ آواز باندي قراءت او په غلطه لهجه باندي لوستل دي چي د دي څخه يي زده کول واجب ،چي دغه کار د مستحباتو د انجامولو لپاره ډير لوي عبادت او ډير ښه کار دي.

۴: د مساجدو بل منکر زيات آذان کول او يو شانوالي پکي نه راوستل،په خاص ډول د سهار را ختلو نه وروسته او د هغه تکرارول د مؤذن لخوا د يو بل نه وروسته او د هغي اوږدوالي او د آذان د کلماتو نه رايستل د خپل طبعي حد نه او د هغوي غلطه تلفظ کول او همدارنګه د سيني ګرځول د حي علي الصلاة په وخت کي.

۵: يو بل منکر د هغو جامو اغوستل دي چي له ابريشمو څخه جوړ شوي وي چي کله نا کله خطيب دا جامې د سپينو جامو پر ځاي اغوندي.

۶: د مساجدو بل منکر خبري کول،قصي کول او داسي وعظ کول چي بدعت خواته نژدي وي، که خبري کوونکي په خپلو خبرو کي درواغ وويل هغه فاسق دي او د خبرو نه انکار کول واجب دي، همدارنګه  د دارنګه عالم مخنوي کول هم واجب دي، او ګدون د داسي عالم په مجلس کي جواز نلري مګر د هغي پر ضد جواز لري د الله تعالي ارشاد دي چي فرمايي: [ فَأَعْرٍضْ عَنْهُمْ حَتّي يخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيرِهِ ]

ژباړه : د هغوي نه مخ واړوه (د هغوي مجلس پريږده) تر هغه وخته پوري چي نورو خبرو ته مخ واړوي.

۷: د مساجدو بل منکر د جمعي په ورځ د راکړي او ورکړي (د بيعي) لپاره د خلکو راتوليدل دي.

   څلورم مطلب: امر بالمعروف او نهي عن المنکر باندي سستي او غفلت:

و عن النعمان بن بشر قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم مثل المدهن في حدود الله و الواقع  فيها مثل قوم استهموا سفينة فصار بعضهم في اسفلها يمرو بالماء علي الذين في اعلاها فتاذوا به فاخذ فاساً فجعل ينقروا اسفل السفينة فاتوه فقالو مالک قال تاذيتم بي و لا بدلي من الماء فان اخذوا علي يديه انجوه و نجوه انفسهم و ان ترکه اهلکوه اهلکوه انفسهم     (بخاري    ).

ژباره: حضرت نعمان بن بشر رضي الله عنه وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم اوفرمايل: د الله تعالي په مقدره حدودو کي غفلت او سستي کول او د هغه حدودو کي غورځيدونکي يعني د ګناه ارتکاب کوونکي شان د هغو خلکو پشان وي چي قرعه اچولو سره کشتي کي ناست وو، نو هغوي کي بعضي خلک د کشتي لاندي حصه کي او بعضي پاس حصه کي وي بيا کوم خلک چي د کشتي لاندي حصه کي وي هغوي چي د اوبو څښلو لپاره پورته حصي ته راشي نوهغه حصي کي ناست خلک د هغي سړي د راتلو په وجه تکليف محسوس کول شروع کړي کوم چه اوبو اخستو لپاره پورته راشي او د هغو خلکو منځ کي تيريږي نو لاندي حصي والو کي يو سړي د پورته والو تکليف او نا ګواري به ليدو سره دا وکړي چي يو تبر را واخلي او د کشتي د سطح په ماتولو شروع وکړي بيا د پورتني حصي خلک راشي او ورته ووايي چي څه شوي چي د کشتي سطح ماتوي او په کشتي کي د تولو خلکو  ژوند تباه کوي نو هغه سړي به ځواب ورکړي هر کله چي زه د اوبو راورلو لپاره پورته درځم نو ستاسو په منځ کي تيريږم چي په دي تاسو تکليف او ناګواري محسوسوي او زه د اوبو حاصلولو باندي مجبور يم خواه د هغي لپاره د کشتي د سطح ماتولو باندي اوبه راووځي په داسي حالت کي دوه صورتونه مخي ته کيداي شي يا خو دا چي د هغي سړي لاس اونيسي چه هغه هم او خپل ځان هم د هلاکت نه بچ کړي يا هغه سړي په خپل حال پړيږدي او بيا هغه هم هلاکت کي واچوي او ځان هم هلاک کړي.

د الله تعالي حدودو کي د غفلت او سستي کولو مطلب دا دي چه الله تعالي د ګناهونو کوم حد (سزاګاني) مقدر کړي دي لکه شرابي په دُرو وهل …. د هغوي د طاقت او قدرت با وجود قايم او جاري کولو کي بي پروايي او غفلت کول يا الله تعالي چه کوم  ګناهونه موجب حد ګرځولي دي لکه زنا،شراب څښل …. د هغوي مرتکبين د هغي ګناهونه منع کولو کي غفلت کول او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر فريضه انجام کولو نه منع کيدل، نو حضور (صلي الله عليه وسلم) اوفرمايل: څنګه چي کشتي کي سپور يو سړي د کشتي سطح ماتول شروع کړي او کشتي کي سواره نور خلک هغه د هغي حرکت نه منع کړي نو کشتي به د ډوبيدونه بچ شي او ټول مسافرين به صحيح او سلامت شي او که نور مسافرين هغه سړي د هغي عمل نه د منع کولو کوشش اونه کړي، نو د دي نتيجه به دا وي چي نه يواځي هغه سړي بلکه ټول مسافرين د هغي سړي د حرکت په وجه غرق او تباه به شي نو دغه رنګه که خلک يو فاسق او بد کار د هغي بدي او فسق نه يي منع کړي نو  هغوي به د هغي فاسق او بد کار د نجات او فلاح باعث هم ګرځي چي پدي سره ده خپل ځان هم او فاسق يي هم د الله تعالي د عذاب نه بچ کړي او که خلک هغه فاسق او بد کار په خپل حالت پړيږدي چه هغه د دغسي فسق او بد کاري کي مبتلاأ وي نو نه يواځي هغه فاسق او بد کار تباه او برباد شي بلکه هغه خلک به هم خپل ځان هلاک او تباهي کي مبتلاأ کړي ،هر کله چي په دنيا والو د بد عمالو او بد کارو په وجه د الله تعالي عذاب نازليږي نو په دغه عذاب يواځي بد کاران نه مبتلاأ کيږي بلکي ټول خلک مبتلاأ کيږي د الله تعالي ارشاد دي فرمايي: (و اتَّقُوْا فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذينَ ظَلَمُوْا مِنْکُمْ خَاصَّةً(           )).

ژباړه: تاسي ځان د هغي فتني نه بچ کړي چه خاص طور سره هغه خلک مبتلاأ نکړي چه هغوي ظلم کړي دي، بلکه ستاسو د سستي په وجه تاسو به هم مبتلاأ کړي.

ځينو نورو محدثينو د حديث شرح يي داسي کړي چي نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) د دي ارشاد مبارک په ذريعه د الله تعالي په حدودو کي د غفلت او سستي کوونکي تشبيه د هغي سړي سره تشبيه کړي دي چي د کشتي د پاسه په درجه کي دي او حدودو کي غورځيدونکي يي د هغي سړي سره تشبيه کړي دي چي د کشتي په لاندي درجه کي دي او د هغي حدودو (ګناهونو) کښي مستفرق کيدو سره او د هغي نه ترک کولو نه د کشتي لاندي سطحي د ماتولو عمل سره تشبيه کړي او د ګناهونو مرتکب هغي ګناهونو نه منع کيدو د کشتي سطح ماتوونکي لاس نيولو او هغه کشتي ماتولو نه منع کولو سره تعبير ورکړي او ګناهونو نه د منع کولو فائده يي د هغي ټولو خلکو فلاح او نجات سره تعبير کړي دي چه د اوبو اخيستو لپاره پورته راتلونکي منع کړي يا څوک چي د اوبو لپاړه  پورته راشي او هغوي پورته راتلو نه منع کړي شي او ګناهونو نه، نه منع کوونکي يي د هغي خلکو سره تعبير کړه چي ماتونکي په خپل حال پريږدي يعني هغه د کشتي ماتولو نه منع نکړي او سستي کوونکي يعني خلکو ګناهونو نه، نه منع کوونکو ګناه او د ګناهونو ارتکاب کوونکو انجام يي د امر سره تعبير کړه، که د کشتي د پاسه والا کشتي ماتوونکي منع نکړي نو هغه به خپل ځان هم او کشتي ماتوونکي هم هلاک او تباهي کښي اوغورځوي او اسلام يي ګويا د کشتي سره تعبير کړي چي دواړه ډلي خلک يي خپل لمن اخيستي دي. په آخر کي دا خبره ضروري دي چي په حديث کي منع کوونکي طبقه يي د جمعي صيغي سره ذکر کړي چي د هغي په ذريعه ديته اشاره وشو چي د ټولو مسلمانانو  لپاره ضروري دي چي د هغي سړي د حسب قدرت مدد وکړي چه خلک د ګناهونو او بديو نه د منع کولو فريضه انجاموي، او دغه شان د ګناه کوونکي ذکر يي د مفرد صيغي سره دي طرف  ته اشاره کوي چه د ګناه مرتکب د خپل حيثيت د اعتبار نه ناقص دي خواه د هغوي تعداد کښي هر څومره وي.

 

 

 

 

پايله

څرنکه چی زمامنوګراف د امربامعروف او نهی عن المنکر تر عنوان لاندی راټول شوی وو او زما تر څيړنی وروسته دی نتيجی ته ورسيدم چی امربالمعروف اونهي عن المنکر د اسلامی نظام يو اساسی برخه تشکيلوی او هم بايد ووايو چی امربالمعروف او نهی عن المنکر په ټولو مسلمانانو لازمی دی او داسلامی دولت لپاره امربالمعروف اونهی عن المنکر ستره او ارزښمنده شتمنی ګڼل کيږی  ځکه چی امربالمعروف او نهی عن المنکر دټولنی دخلکو داصلاح او کاميابی وسيله ده اوهم ټولنه دامربالمعروف او نهی عن المنکر تر سره کولو سره دهر ډول فسق او فساد څخه ساتل کيږی نولا زمی ده چی هر اسلامی دولت بايد د امربالعروف اونهی عن المنکر يوه خاصه او خپلواکه اداره ولری ،خو بالخصوص په موږ اوتاسوباندی لا زمی ده چی داسلامی دولت دبيا احيا لپاره د امربالمعروف اونهی عن المنکر په لاره کی نه سټړی کيدونکی هلی ځلی وکړو نو دا به زموږ اوستاسو ددنيا او آخرت دنيک بختی سبب ګرځيدلی وی ځکه پدی کی د الله جل جلاله اود رسولالله صلی عليه وسلم

 

ماخذونه

 

[1] د اسلام جنايئ تشريع اووضعي قوانين  ۴۴۴ـــــــ۴۴۵