اوبه د يو محلل په توګه

        سريزه

   د ښوونى او روزنې پوهنځي دکيميا او بيولوژي څانګي محصلين دلوړو زدکړو وزارت د ﻻيخي له مخې د څلورم ټولګۍ د اتم سمستر په پيل کي يوه موضوع د سيمينار له پاره اخلي او دسمستر په پاۍ کي دهغه څخه د فاع کوى.

چې ماته هم د پوهنځي د ديپارتمنت دهدايت سره سم او د محترم استاد پوهندوى سيد جمال الدين  ”  سيدي  ” د موافقي او څارنې ﻻندي  اوبه د يو محلل په حيث تر سرليک ﻻندي موضوع را کړل شوه او په هغه باندي مي عملاً کار پيل کړه د دي علمي رسالى په ترتيب او ليکلو کي د مختلفو داخلي او بهرنيو علمي  اخځليکونو څخه ګټه اخستل شوي ده او ډيره هڅه مي کړي ده چي زيات ګټور او په زړه پوري مطالب راټول کړم

څرنګه چي اوبه د ژوندانه د داوم لپاره ضروري او حتمي دي چي بي له اوبو څخه ژوند نه کيدونکي دي  د انساند بدن نږدي 70%  وزن اوبه جوړوي او نباتات له هغه څخه زياتي اوبه لري د مثال په ډول  . د کاهو او هندواڼي په سلو کي نږدي 95%  وزن د اوبو څخه جوړشوي دي يو سړي بي د اوبو څخه يو څو  ورځي ژوندي  پاتي کيدي شي او له هغه څخه وروسته مرى اوبه د انسان د بدن  د ودي  په مختليفو مرحلو کي ډير مهم رول لوبوي  د ځمکي په بدلولو او اړولو کي هم اوبه څرګنده برخه لري او اوبه د منطقي د شنه والى او تازه والى  لامل ګرځي  او بي د اوبو څخه ځايونه وچ او بي کرلو پاتي کيږي  .   او اوبه په کيمياوي تعاملات و کي د تل لپاره مهم او زيات اهميت لرونکي دي او زياتره کيمياوي تعاملونه د اوبو  شته والى په صورت کي سرته رسيږي

نو څرنګه چي د دغه موضوع کي د اوبو اهميت او دهغه د استعماليدو ځايونه مانه ډير باارزښته ښکاره شو نو تر دغه غنوان لاندي مي راټول کړه  څرنګه چي دا زما لومړني ليکنه ده که په جملو او کليماتو کي زما څخه  تيرونه او اشتبا شوي وي  مغذرت غواړم  او اخر کي د خپل لارښود استاذ څخه ډير خوښ يم چي ما   سره ئي د نوموړي موضوع  په ترتيب کولو کي يي  نه ستړي کيدونکي  خلي ځلي کړي دي نو د محترم استاذ پوهندوىسيدجمال الدين”سيدي” څخه ډيره زياته او زړه د کومي مننه کوم . اود ديپارتمنت نورو استاذانو څخه هم مننه کوم چه ماته ئي ﻻزيمي مشوري راکړي دي  دلوي خدا‌‌‌‌ئ څخه ورته اجر عظيم عوښتنه کوم

                                                       په درنښت

.                                          نورحسن    ” امين يار”

                   دښوزنې او روزنې پوهنځي د کيميا او بيولوژي

                              دڅانګې د څلورو ټولګي محصل

داوبو طبعى حالت

اوبه هغه ماده ده چي په ځمکه کي په زياته پيمانه وجود لري تقريبآ دځمکى