توحید

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 13
  • اندازه فايل 374.00 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 4, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 4, 2022

توحید

اول فصل

لومړى مبحث:د توحيد پيژندنه :

الف : لغوي معني :-

توحيد په لغت کي د باب تفعيل څخه دى، وحد - يوحد- توحيداً اي جعله واحداً يعني ويې ګرځاوه( يو) .( )

نود توحيد معني شوه ايمان په الله تعالي چې شريک نه لري .( )

لکه ابو القاسم التيمي وايې چې توحيد په وزن د تفعيل مصدر دي وحد ته توحيداً يعني ګرځول د هغه ذات چې هيڅ شريک او مشابهت په خپل ذات او صفاتو کې نلري .( )

ب: د توحيد اصطلاحي معنا :

د توحيد اصطلاحي معني کې د علماؤاقوال:

توحيد په اصطلاح د اهل کلامو کښي :- يواځي کول دي د قديم د حادث نه .( )

شيخ محمد عبده وايې :دا يو علم دى چې بحث کيږي پکې د وجود دالله جل جلاله څخه او دهغه شيانو څخه چې واجب دي نفي دهغې دالله تعالي نه .( )

شيخ محمد بن صالح العتمين وايې:- يواځي والى د الله تعالي دى په هغه شيانو چې هغه خاص دي دهغه پورې .( )

ملاعلي قاري رحمه الله وايې : يو دى په ذات او يو دى په صفاتو کي او پيدا کونکى د ټولو مصنوعياتو دى .( )

علامه جرجاني وايې يواځې کول دي د ذات د الله تعالي د هر هغه شيانوڅخه چي تصور کيږي په فهم کي او چې راځي په وهم او ذهن کي او هغه وايې چي توحيد دري شيان دي .

١- معرفت د الله تعالي په ربوبيت سره .

٢- يواځې والى د ى په وحدانيت سره ا ونفي د شريکانوڅخه ده په جمله کې .( )

شيخ محمد بن عبدالوهاب وايې: چه يواځې والى دى د الله تعالي په عباداتو کي. ( )

دوهم بحث : د توحيد د ثبوت دليلونه :

توحيد اول دعوت د ى د ټولو رسولانو او همدارنګه اول منزل او اول مقام لري چي او دريږي په دي کې يوتک کوونکى. الله تعالي فرمائي:

  •           ( )

ژباړه : په تحقيق سره مونږ لېږلى وه نوح عليه سلام حپل قوم ته پس ويلي وه هغه قوم ته چې عبادت وکړئ د الله تعالي او نشته تاسو لره څوک مددګار بغير دالله تعالي نه .( )

هود عليه السلام خپل قوم ته وويل :

       ( )

ژباره:وو يل هود عليه سلام قوم حپل ته عبادت وکړئ د الله تعالي او نشته تاسو لره څوک مددګار بغير دالله تعالي نه

الله تعالي فرمائي :    •      ( )

ژباړه : په تحقيق سره مونږ ليږلى دى په هر قوم کې پيغمبر چه عبادت اوکړئ د الله تعالي او ځان اوساتۍ د عبادت د طاغوت نه يعني هر معبود بغير د الله نه.( )

الله تعالي فرمائي :

                ( )

ژباړه : او مونږه ندى ليږلى مخکې ستا نه هيڅ رسول مګر مونږ وحي کړي وه هغه ته ددي خبرې چې نشته دى بل لائق د عبادت مګر زه يم، پس زما عبادت وکړئ.( )

او همدارنګه په حديث کي راځي :

وقال النبي صلي الله عليه وسلم آمرت آن آ قاتل الناس حتي يشهدوا آن لا اله الا الله وآن محمداً رسول الله .( ) ژباړه: النبي صلي الله عليه وسلم فرمايل دي:کچيرته امر وکړى شي ماته چې جنګ اوکړم دخلقو سره تر دي پوري چي ګواهي ورکړاى شي چې نشته لايق د عبادت سواء دالله تعالي نه او محمد صلي الله عليه وسلم د الله تعالي پيغمبر او رسول دى .

نو سلفو الصالحين وايې چه اول واجب دى په ويونکى باندې چې دا کلمه ووا يي چې ﻻاله . الا ا لله محمد رسول الله (٦)

دريم مبحث: دتوحيد د علم منزلت د توحيد علم منزلت داسې حيثيت لري لکه سر چې په جسد کي لري ځکه توحيد ددين مضبوط بنياد دى، ځکه توحيد د هغه د اساسي قضيي څخه بحث کوي چي تعلق لري د انسان وجود پورې نودا افضل علم دى ، او شرافت ددي هم ډير دى ځکه شرافت د علم راځي په شرافت معلوم سره .

او فقه په علم توحيد باندي لويه پوهه ده د هغي پوهي نه چي په هغي کي فرع بيانيږي نو تر هغه وخته پوري انسان مسلمان نشي حسابېدلى تر څو پوري چي علم ونه لري په توحيد باندي داسي معرفت او علم چي اثار يې په احوالواقوالو او افعالو کي راښکاره شي يعني قولاً ، فعلاً او حالا ً موحد نشي .

د انسان حاجت علم توحيد ته د باران او لمرد رڼا نه هم زيات ضروري د ي او دي ته حاجت د بنده ګانو د هر شي نه مخکي دي .

د زړونوژوند نشته مګر په توحيد باندي دى او سعادت د انسان چې راځي په معرفت د الله باندي راځي چي خپل معبودوپيژني ، دهغه اسماء، صفات، افعال، اودهغه رسولان وپيژني په ريښتيا پيژندلو سره .( )

او په هغه باندي تا کيد وکړي او دهغي معجزات وپيژني او دالله تعالي د رسولانو د وجود حکمت وپيژني په ځمکه کي .

او په حلالو او حراموباندي پوه شي او بيا هغه اثار وپيژني چي دوي ورته پس له مرګه په مستقبل کښي ورسره مخ کېږي ، او دالله تعالي د رحمتونو نه په خپلو بندګانو باندي يو رحمت او حکمت دادى چي رسولان يې راليږلي دي ددي لپاره چي توحيد وپيژني را دعوت شي او زيرى ورکړئ هغه چاته چي ايمان يې رواړى دى پدي باندي او ويره ورکړئ مخالفينو او کافرانو ته .( )

- ب: هغه پړاوونه اومراحل چي په علم التوحيد باندي تير شوي:١: کله چي دولت د علم توحيد د خاتم النبين صلي الله عليه وسلم په لاس باندي ودريده نو علم توحيد سره کومک وشو او وچت شو په وحي باندي اواسماني تعليم باندي .

او د توحيد په امورو کي به اول اعتماد کيدلي شي په کتاب الله باندي او منهج د قرانکريم دادي چي ددي عقيدي کرل په زړونو کي او پيش کول ددغي عقيدي دي په خلکوباندي په پوره کوشش کولو سره په اسانتيا او پراختيا سره او په منطق سليم سره .

، او په همدغه طريقه رسول الله صلي الله عليه وسلم کرل کړي دي دعقيدي د توحيد په نفسونو د امت خپل کي دي لپاره چي امت نظر اصلاح کړي او فکرونه متوجه کړي اوعقلونه راويښ کړي او کوشش يې کړى دى چي خپل امت د عبادت د بتانو نه اوشرک څخه واړوي دتوحيد عقيدي ته اوزړونه يې ډک کړي په ايمان اويقين باندي او لکه څنګه چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم کوشش کړى چې په خپلو اصجابو کي داسي قائدين پيدا کړي چي دهغوي د عوامو اصلاح وکړي .

او داسي امامان پيدا کړي چي هدايت او خير غوښتونکي وي ،په حق باندي منګولي لګوي چي الله تعالي ددوي په صفت داسي فرمايلي دي :

  •  ••       ) )

ژباړه : تاسي غوره امت ئي اوويستلي ياستئ دخلکو لپاره امربه کوي په نيکۍ اوخلک منعه کوي د منکر کارونوڅخه اوپه الله به ايمان لرئ .( )

٢- بيا اختلاف سياسي او ځان پيوست کول په هغه مذاهبو،فکريو پوري او خپل عقل خړکول په هغه څه کي چي څه حاجت ورته نشته ؛ نو همدا سبب دى لپاره د عدول منهج د قرانکريم نه، او لکه څنګه چي همدا سبب دى په اړولو د ايمان کښي د پراخوالي نه ، نو دوي داسي ايمان نه پيژني چه په هغي سره تزکية د نفس او اصلاح د عمل ورباندي کيږي او په دي سره اصلاح د فرد کيږي او په دي سره حياة د امت مسلمه راځي نو دوي چي کوم ايمان زده کړى د هغه اثر دادى چي اصلي تأثير ئي په هغه مذاهبو او احزابو باندي ويشلي دى چي د خپل فکر نه جوړ شويدي؛ نو همدغه د اختلاف اوتنازع سبب ضعف دعقيدي شو، بيا دا داسي ضعف ده چي په افرادو مجتمع بلکي په يو دولت اسلامي کې هم خاص ندى بلکې يو عام ضعف دي نو اوس امة مسلمة په داسي حال کي ده چي ددينه عاجز دي چي د عقيدي په لحاظ خپل مسؤليت داخلي او خارجي رفع کړي .

اوس امت په هغه څه باندي چي د الله جل جلاله په کتاب، اونبي صلي الله عليه وسلم په سنت کښي ورته ښودلى شوي دي په هغه باقي پاتي ندي چي د امت قيادت څوک په صحيح صلاحيت سره وکړي اوهدايت وکړي هغه شعبو او قبائلوته .( )

٣-بيا ورسته دا سى خراب خلک پيدا شول چي هغوي سستى کول او عزائم ئي ضعيف شول نو دوي د عقيدي په لحاض د هغه شي سره لازم شول چي مخکنيو کوم کتابونه ليکلي ؤ د عقيدي په باره کښي او دهغي کتابونوبنا په عامو فلسفيو سره وه او دوي د هغه صرف تقليد وکړ او دوي فکر وکړ خو دبل چا په عقل باندي او خپل عقلونه يې د خپل فکر نه منع کړه نو ډيرو خپله عقيده په تقليد بناکړه ، او حال دا چې اسلام تقليد منع او بد ګڼلي دى ځکه تقليد سړى د هدايت او رشد نه منع کوي ، او قرانکريم کې په داسي جامد تقليدونو باندي رد شوى .

                        ( )

ژباړه : او کله چي وويلى شي دوي ته تابعداري د مانزل الله وکړئ نو دوي وايې، نه! مونږ تابعداري کوو، د هغه څه چې موندلي دي مونږ په هغي باندي مشران خپل اګر که مشران ددوي نه پوهيدل په هيڅ شي اونه ئي لاره موندلي وه .( )

٤- بيا الله تعالي اراده وکړه چي دا امت خپل صحيح منهج ته واپس کړئ او خپله عقيده د قران اوا حاديثو څخه راواخلي نو داسي عمل کولو ته په کتاب او سنت باندي په هغه طريقه چي سلف صالحين ورباندي وه او ددي خبري بيان يې وکړ چي يقيناً خير په اتباع کي ده او شرټول په جحود او بدعت کښي ده؛ نو په همدي اساس عقلونه د غفلت نه خلاصيږي .

او قرانکريم دعوت ورکوي نظر او فکر کولو ته په کائناتو کښي ، اوفکر کول په عجائبو د مخلوقاتو کي ، نو چې کله خاوندانو د عقلونو پدي کې فکر وکړ نو قرانکريم ورته داسي يو کتاب ښکاره شو چي په همدي سره انکشاف د حقايقو کيږي او قرانکريم په دي باندي تنبه ورکوي ، اشاره کوي دي خبرې ته چې خبره صراحتاً واقع شوې، څوارلس سوه کلونه فهم او فکر کول او نظر کول دا يو تغير عملي دي ، لکه الله تعالي فرمائي :

      ( )

ژباړه : او وايه اي محمده چي ټول ثنا او ستايني خاص الله تعالي لره دي ژر به وښائي الله تعالي تاسو ته دلايل د قدرت خپل پس وبه پيژنۍ تاسي هغه .( )

او همدارنګه په بل ايات کي راځي:

       •              ( )

ژباړه : ژر دى وبه ښايو دوي ته خپل د قدرت دليل او په نفسو ددوي کي تر هغه پوري چي ښکاره شي دوي ته، چي بيشکه دا قران حق دى ، ايا کافي ندي رب ستا بيشکه الله تعالي په هر شي شاهد حاضر او ګواه دي .( )

نو کله چي مونږ يقين لرلو چي خالق د اشياؤ حکيم دي نو اوس دا نوي علوم ددي لپاره راغلي دي چي په دي سره کشف وشي،.د هغه رازونو، باريکيواو حکمتونودي،چې انسان ترې خبريږي، نو اول دا خبره يقيني کول چي يقيناً اسمان او دهغي ستوري يو قوي نا اشنا مخلوق دى ، نو نوي علوم بيا ددي لپاره د ي چي زمونږ ايمان عميق شي پدي خبره باندي چي دا مخلوقات يو قوي خالق او قوي پيدا کوونکي لري ، چې په نا اشنا توګه پيدا کړى دى ، څومره غټ غټ ستوري څومره پراخه اسمان او بيا دهغه نظام قوت ته وګوره .

او هغه نااشنا مظبوطوال چې لکه الله تعالي فرمائي:

•                   •                                 ( )

ژباړه : بيشکه په پيدا يش د اسمانو او ځمکه کي خامخا ډير دلايل دي مؤمنانو ته اوپه پيدا کولو ستاسو کي او هغه چي خواره کړي دي الله ( په ځمکه کي) له هر قسم زنده سرونه ډير دلايل دي لپاره د هغه قوم چي يقين کوي ، او په اختلاف د شپي او ورځي کي او په هغه کي چي الله تعالي نازل کړي دي د ا سمان ( اسباب) د رزق پس ژوندي کړي پد ي سره (باران سره ) ځمکه پس له مرګه د هغي په الوځولو د بادانو کي دلايل د قدرت د ي لپاره د هغه قوم چي عقل نه کار اخلي ، دغه دلايل د قدرت د الله دي چي لولي مونږ په تاباندي په حقه سره پس په کومه خبره د قران او د دلايلو د قدرت دالله ايمان راوړي ؟( بلکه نه ئي راوړي )

په علم توحيد باندي د جهل اضرار

اول: هغه کس چي په توحيد علم نه لري داسي دى لکه يو ړوند سړى چې په دنيا کي ژوند تيروي نوپه دي نه پوهيږي چي دى د څه لپاره پيدا شوى دى او پدي هم نه پوهيږي چي دده د وجود حکمت په ځمکه څه دى د ده عمر ختم شي او په دي نه پوهيږي چي څه لپاره پيدا شوي دي ان تردي چي ددنيا ووځي! او پوه نه شي چي څه لپاره دي دنيا ته داخل شوى وه الله تعالي فرمايي:        •    ( )

ژباړه : او هغه کسان چي کافران شوي دي او نفع اخلي دوي اوخوراک کوي دوي (په دنيا کي) په شان د خوراک د چارپايانو او اور ځاي د ورتللوددوي دي .( )

دوهم :څوک چي په اخرت ايمان نلري نو دي ددنيا په ژوند دوکه دى او ټول قصد يې دا دي چي ددنيا مصلحتونه ځانته ثابت اويقيني کړي مخکي د مرګ نه په دنيا کي ګرځي او راګرځي په طمع ددنيا باندي د حلالو او حرامو تميز نه کوي صرف راجمع کول کوي دا فکر نه کوي چي بل چا پوري به ضرر پيوسته شي صرف خپل شخصي مصلحت په نظر کي نيسي چي صرف او صرف دده روح په آرام شي د اجتماع نه هم ځان جدا کوي تردي چي دخپلو زامنو په مينځ کي هم معامله مضره شي بعضي د بعضي نورو دشمنان شي په خلاف د ژوند مومن چي هغه بالکل برعکس دي ښايسته ژوند ددنيا دي د مؤمن او ښايسته ژوند د اخرت دي د مؤمن .

دريم :کله چي جهل خور شي په توحيد باندي نوعقائد خراب شي اعمال خراب شي ګناهونه ډير شي نو الله تعالي خپل عذابونه رانازل کړي په مسلمانانو باندي هغه مسلمانان چه خپل دين ئي مهمل پريښي او ضائع کړي دي الله تعالي فرمائي:

        ••        ( )

ژباړه : راښکاره شو فساد په وچه او لمده کي په سبب د هغې چې کسب کړي لاسونو دخلقو ددي لپاره چي وروڅکوي دوي ته بعضي هغه عذابونه چي دوي کړي دي ددي لپاره چي دوي راوګرځي د بد اعمالونه ښو اعمالو ته .( )

ب: دعلم توحيد اثر په ژوند باندي :

اول : موحد مؤمن چه په خپل رب او رسول باندي ايمان لري نو دى پدي خبره پوهيږي چي د څه لپاره الله جل جلاله پيدا کړى نوپه دي دنيا کي ځان په صراط مستقيم برابروي او خپل ابتداء او انتها‌ء پيژني د هغه ژوند نه چي د ګمراهۍ ژوند دى ځان ساتي الله تعالي فرمائي:

      •       ( )

ژباړه : ايا پس هر هغه څوک چې ځي نسکور په مخ خپل باندي ښه لار موندونکي دي؟ يا هغه څوک چي ځي برابر په سمه لاره باندي؟ .( )

دوهم :توحيد د خلکو زړونه جوړوي چي رب ستاسي واحد دي، کتاب يو دي، رسول مويودي، قبله مويوه ده ، او ايمان خلک په خپل مينځ کې محبت کوونکي جوړوي، سره ورونه کوي يې، لکه څنګه چي الله تعالي فرمايې:    ( )

ژباړه : بيشکه چي مومنان ټول سره ورونه دي .( ) لکه څرنګه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائي:( مثل المومنين في توادهم وتراجهيم کمثل الجسد الوحد اذا اشتکي منه عضو تداعي له سائر الجسد باالسهر والحمي ).( )

ژباړه : دمومن اجتماع په دي بنا ده چې په نېکۍ او تقوا سره افراد ځان د ګناه او زياتۍ نه ساتي هر يو کوشش کوي چي رب ته ځان کامياب کړي ،ظلم پريږدي ،د الله جل جلاله څخه وويريږي، دوکې نه ، قتل نه ، د زنا نه او رشوت څخه او دروغو ، حسد اوغيبت نه وويريږي او ددي نه ځان ساتي چي يو کس سره بد کولو نه ويريږئ، چي خامخا به دالله جل جلاله په مخامخ ودريږم .‏‏

نو کله چي مسلمانان تمسک وکړي په توحيد باندي نوالله جل جلاله هم ددي داسي وصف بيان کړى دى :

  •  ••       ( )

ژباړه : تاسي غوره امت ياستئ چي غوره شوي يې لپاره د خلکو چي حکم کوي تاسي په نيکۍ سره او منع کوي تاسي له بدۍ ځيني .( )

دريم :کله چي ايمان په خلکو کښي خور شي نو بيا ثمره داسي شي چي خلک نيک اعمال کوي دنيک اعمالوپه نتيجه کي الله جل جلاله بيا په دوي باندي دروازي د خير راخلاصي کړي او ددشمن مقابل کي ورسره مدد وکړي ،الله جل جلاله فرمائي :

 •    •              ( )

ژباړه : او که خلکو ددي کليو ايمان راوړى وى، او تقوي ئي کړې وى، نو خامخا راخلاص کړي به مو وه مونږ پردوي باندي برکتونه د اسمان له لوري اودځمکي نه ليکن نسبت ددرغو وکړ دوي نو ونيول مونږ هغوي په سبب د هغه چي دوي کول.( )

اوهمدارنګه په يو بل ايات کي راځي :

       ( )

ژباړه : که مدد وکړي تاسي له دين د الله سره نو الله به مدد وکړي تاسي سره او ثابت به کړي قدمونه ستاسي .( )

دوهم فصل

د توحيد اقســـــــــــام

١- د توحيد اقسام: په دري قسمه دى ، (١) توحيد ربوبيت (٢) توحيد الوهيت (٣)توحيد اسما‌ء وصفات ، دادري واړه بيا دوه قسمه ته رجوع کوي .( )

لکه صاحب د شرح عقيده الطحاويه ويلي دي : بيا توحيد هغه توحيد چه رسولان هغه ته رابلل شوي دي او کتابونه په هغه نازل شويدي نو هغه توحيد په دوه قسمه دي .

الف- توحيد د معرفت او اثبات ، ب- توحيد د طلب او قصد .

الف: توحيد د معرفت او اثبات :-نو دا قسم توحيد علمي خبره ده تعريف يې دادى، پيژندل د الله جل جلاله او اسماء د الله تعالي جل جلاله او صفات د الله تعالي جل جلاله نو داقسم توحيد متضمن د ي دتوحيد ربوبيت او توحيد اسماء او صفاتوپورې .

ب: توحيد دطلب اوقصد :-نودي ته توحيد د طلب او ارادي توحيد هم وايې نو داقسم توحيد متضمن د ي توحيد الوهيت پورې .

توحيد ربوبيت مرکب دى د دوه کليموڅخه (١) توحيد (٢) ربوبيت

نو ربوبيت ماخوذ دى د رب څخه او کلمه د رب په څو معني ګانو اطلاق کيږي .

اول : په معني د مالک د شي او صاحب د شي

لکه جوهري ويلي دي رب الشي معني مالک الشي او زهري وايې هر هغه څوک چې مالک شي ديو شي دى رب شو . د مثال په توګه عرب وايې رب الدابه ورب الدار.( )

دوهم :په معني د ملک سره لکه ازهري ويلي دي پدي قول د الله تعالي کي : اذکرفي عند ربک اي عند مکاد .( )

څلورم: په معني د سيد چي تابعداري يې کولى شي .( )

پنځم: په معني د تربيت سره لکه راغب اصفهاني په مفردات کي وايې رب په اصل کښي تربيت ته وايې او ددي مطلب دادي ،

رسول او موجودول د يوشي اوبيا هغي ته دده ورکول تردي چي تحاميت ته رسيږي ،لکه د مثال په توګه د بد تربيت کونکي د ده د بد تربيت دده وربيبه په معانيو سره استعماليږي .

رب مالک ته وايې تصرف کونکي ذات ته وايې او په لغت کي په سيد باندي او په هغي متصرف باندي اطلاق کيږي چې تصرف کوي د اصلاح لپاره دا ټول اطلاقات د الله جل جلاله باره کي صحيح دي .

او رب د بل چا لپاره نشي استعماليدى مګر په اضافت سره يعني په نسب سره لکه مثال په توګه رب الدار ورب الدبه ،رب کذاوکذا او مکلف رب صرف الله تعالي لپاره استعماليږي .( )

چا ويلي چي رب اسم الا عظم دالله تعالي ده رب په اصل کي تربيت ته وايې او په اصطلاح کي رسول د شي د ي کمال ته درجه په درجه بيا پد ي صفت سره الله جل جلاله موصوف کيدايې شي چه اشياء کمال او تمام ته رسوي نو پدي صفت سره الله جل جلاله موصوف شو.1 ..

شپږم: اصلاح کوونکي د شي شپږمه معني المعبود لکه شاعر ويلي دي :

ادب يبول الثعلبان براسه لقد ذلت من بالت عليه الثعالب( )

ژباړه : ايا هغه شي رب کيدلي شي يعني معبود کيدلي شي چي بولي کوي ګيدړان په سر دهغي ، نو په تحقيق سره ډير ذليله دي هغه معبودچي بولي کوي په هغي باندي ګيدړان او دا شعر يو اعرابي هغه وخت ويلي وه چي ګيدړيې وليد چي متيازي کولي، د هغه په بت باندي چې هغه بت ددغه اعرابي معبود ؤو.

توحيد ربوبيت په اصطلاح کي :-اقرار کول پدي خبره چي يقيناً الله تعالي رب ،او مالک، خالق او رازق د ى د هر شي او پدي اقرار کول چي مړه کول او ژوندي کول د الله تعالي په لاس کي دي ، الله تعالي يواځي هغه ذات ګڼي چي دعا ګاني قبلوي په وخت د مصيبت کي هغه په هر شي قادر ګڼل، خير اوشر د هغه په لاس کي ګڼل ،او پدي کي د هغه سره شريک نه پيدا کول .( )

په عربي کي لنډ تعبير ددي دادي: هوافراد الله سبحانه وتعالي باالخلق واللملک والتدبير ، پدي باندي دليل دا قول د الله تعالي دي ( الله خالق کل شي) الذي له ملک السموات والارض يدبر الامر من الاسما ء الي الارض .( )

امام شوکاني وايې: ددي ايتونو مطلب دادى چي خاص الله تعالي لره تصرف کول دي په ځمکه او اسمانونو کي چي وجود ته يې راوستي ، او دايې پيدا کړي ، او پدي ټولو کي د الله تعالي امرچليږي او الله تعالي ښه پوهيږي په مصلحتونود خپلوبنده ګانو باندي اوپه فايئدي دهغه عباداتو باندي چي بنده ګانو ته ئي مقرر کړي دي مناسبت په مابين د لغوي او اصطلاحي معني کي: هره معني لغوي درب داصادقه ده ، په الله تعالي باندي ، ځکه الله تعالي ترتيب کونکي دى د اشياؤ او نمو ورکونکى دى اشياو ته تردي چي هر شى خپل کمال ته ورسيږي په ټولو بادشاه او سيد دى اود ټول نظام تدبير کونکي او ساتونکي او رزق ورکونکي دي ، خپلوټولو زنده سروته دا مناسبت شو .

دوهم مبحث : په توحيدد ربوبيت کي شريک کول او اظهار په امت اسلامي کي :- نو د عربو مشرکان کله چي نبي صلي الله عليه وسلم مبعوث شو نو په دغه وخت کي عربو شرک په ربوبيت نه کاوه دايو نااشنا خبره ده ، لکن اوس شرک في الربوبيت په امة مسلمة کي شته دي

اول : ويره کول د پيريانو او امدادونه غوښتل دهغوي نه :

هغوي ته عطي وړل ، دهغوي په نوم ذبحي کول، دا ټول شرک في الربوبيت دي ، ځکه پديکي دا عقيده پرته ده چي جنيات تصرفات کوي ، بغير د ارادي د الله جل جلاله نه اوبغير د تدبير د الله تعالي نه او دا هغه دسيسه ده چي شيطان د خپلو اولياو په زړونو کي اچولې وه ، او هغوي

عقيده المؤمن ، ج اول ، ص ٩٥-٩٨بيا پدي باندي عمل کوي ، ددي اشاعت نشرکوي تردي چي دا بده عقيده د بعضي جاهلانو په زړونو کي ځاي شويده دلته شرک الشيطين وئيلي في ربوبيته تعالي.( )

دوهم : پاکي بيانول د بعضي صوفيو ، مشائخو او دهغوي طاعت کول بغير د اطاعت د الله تعالي نه او بغير د اطاعت د رسول الله صلي الله عليه وسلم نه بلکي په هغه اشياو کي تابعداري کوي چي الله جل جلاله او رسول صلي الله عليه وسلم ئي بد ګڼي ، او هغه اشيا ورته شريعت جوړوي چي په دين کي هغي ته بدعت ويلى شي ، او جوړوي دوي ته هغه طريقي چي باطلې طريقې دي او دشمني کوي د هدايت سره او داهل هدايت والاو سره او هغه کسانو سره هم دشمني کوي چي دعوت ورکوي هدايت طرف ته .

او دخپلوغلطو مشرانو استجابت مطلق وي په داسي طريقه چي دغه خپل مشران يې په هرڅه کي په خپل ځان قادر کړيدي ، او دا ګڼي چي دغه زمونږ په پټو او په ښکاره په هر څه پوهيږي ، او ددوي حال هغوي ته ښکاره دى او هغوي خبريږي په ټولو پټو رازونو دديو باندي نو هغوي ته ذلت ښکاره کوي ځان ورته سپک او ضعيف ښکاري .

بلکي هغو ي ته دومره حد ته تسليم شوي چي هغوي په خپل ځان او مال باندي مکمل متصوفين ګڼي نو ايا داسي خضوع ذلت ښکاره کوي ، دهغوي اطاعت کول هغوي ته پوره تسليمدل دي.( )

نو ايا دا شرک في الربوبية نه دي ايا دغه کسان چه دوي عبادتونه کوي ددوي ارباب نه دي ددوي الهه نه حسابيږي .؟

دريم :عاجزي کول هغه حکاموته چه هغه مسلمانان ندي د هغوي تابعداري کول سره ددينه چه د هغوي لخوا نه زور هم په دوي نشته او بيا هم دوي هغه حکامو لره حکم يعني فيصله کونکي ګرځوي په باطل کې او دوي په تشويش کې اچوي .

په قوانينو دکفر او کافرانو باندي حلال ورته حرامو ي حرام ورته حلالوي او دوي اطاعت کوي په ټولو دغه شيانو کښي انکار پري نه کوي او حکم ځمکي ته غورزوي نو په داسي صفاتو سره چي څوک متصف شي او قيام پري وکړي او ورباندي رضا شي او بيا لاقناعت هم وکړي او دهغي په صحت باندي دغه بلکل صحيح قوانين دي نو دا هم ښکاره شرک في الربوبية دي .( )

اطاعة کول د يوچا په معصيت د الله تعالي کښي بغير د اکراه د فيصلي کونکي نه چه هغه ورباندي څه زور هم نه وي کړي نو دا کفر دي ځکه دا فيصله کول دي بغير د ما انزل الله څخه او ددي قول لپاره شاهد صحيح حديث دي .

دعدي بن حاتم الطائي رضي الله عنه کله چه دي نصراني شوي وه په جاهليت کښي بيا ئي اسلام راوړ اودنبي صلي الله عليه وسلم نه ئي واوريده چه دا ايات لوسته چه دا ايات شريف نازل دي په باره د اهل کتابو کښي :

                          ( )

ژباړه : نيولې وه دوي (کتابيانو) عالمان خپل او عابدان خپل خدايان بي له الله او مسيح عليه سلام زوي د مريم هم په خدائي نيولي وه اود الله جل جلاله ( زوي بولې )حال دا چي امر (حکم) نه دي شوي دوي ته په تورات او انجيل کي مګر ددي چي عبادت وکړي دوي ديو معبود چي نشته هيڅ برحق معبود ، پاکي ده الله لره له هغه شي نه چه شريکوي دوي (هغه د الله سره ).( )

نو کله چي دغه ايات شريف عدي بن حاتم واوريده نو انکارئي وکړ چه مونږ خو دخپلو مشرانو عبادت ندى کړى؛ نو نبي کريم صلي الله عليه وسلم ورته وفرمائيل ايا هغوي به چي تاسي ته کوم شي حلال کړه او هغه به حرام وه يابه ئي درته يو حرام حلال کړو نو تاسي به دا نه منله نو عدي بن حاتم ووئيل چي ولي نه مونږ خو به دهغوي حلال حرام ګڼړل او حرام به مود هغوي حلالولو نه ؛ نونبي کريم صلي الله عليه وسلم چي ورته وفرمائيل چه همدغه دهغوي عبادت ده په اخير کي بايد ووايم چه دا شرک في الربوبيته دى.( )

درس او تدريس د قران او سنة نشته په قران او حديث عمل نشته اوسره ددي نه د دين مخالفينو ډير کوشش کړى اودين يې مسلمانانو ته ګډوډ کړى دى .

چه په نتيجه کي د ډيرو مسلمانانو عقائد خراب کړي دي او د اصلي مرکز نه يې لري کړي دي چه هغه مرکز دعلم او د ايمان قوت دى .

دريم مبحث : د توحيد ربوبيت خصوصيات :

(١)- توحيد الربوبيت دا دليل دي په توحيد في العبادة باندي ځکه الله تعالي مشرکان ملا مته کړي دي ، او دليل يې پري نيولي دى چې تاسي ګوري په توحيد في الوهيت کي خلل پيدا کړي دي او سره ددي نه چي تاسي اقرار کوئ په توحيد الربوبيت باندي ،لکه الله تعالي فرمائلي دي :

 ••                         •           ( )

ژباړه : الله تعالي پدي ايات کي امر کړيدى په خپل عبادت باندي او دليل يې پيش کړيدى چې الله تعالي رب العزت مستحق د عبادت دې ، دليل دادې چې الذي خلقکم ددي نه تر رزقانکم پوري اود بيادا دليل دى بطلان االوهيت باندي نوځکه الله تعالي فرمايلي دي فلا تجعلوا لله انداد او انتم تعلمون الله تعالي په وانتم تعلمون لفظ کي رد کوي په مشرکانو چي ګوره بيا اقرار هم کوي .( )

(٢)-اقرار کول د خلکو په توحيد الربوبيت باندي ، مخکي ددي نه اقرار کول ددوي په توحيد الوهيت باندى: په همدي مناسبت ابن تيميه صاحب وايې ، هر کله چي خلک پدي خبره پوهه دي پخپل حاجت او فقر باندي چي زمونږ حاجت او فقر رب ته ښکاره دي او په دي هم پوهيږي چه دا مخکني حاجت زمونږ مقدم دى د حاجت او فقر د الوهيت او معبود نه او زمونږ قصد ددفع د حاجت ضروري او عاجل دي دهغه معبود نه چې هغه مؤخر او په نيټه دي د همدي وجي نه الله رسولان راليږلي چه دعوت به يې ورکاوه عبادة دالله تعالي ته چې الله تعالي واحد لاشريک ذات دى او مقصود دى په داسي طريقي سره چه مستلزم دىد اقرار باالربوبية سره لکه الله تعالي د هغوي د حال نه خبر ورکړى :

  •        ( )

ژباړه: او قسم د ي که وپښتي ته د دوي څخه چي چا پيدا کړي دي دغه نو خامخا وبه وايې دوي (هرومرو) چي الله تعالي، پس کوم طرف ته ګرځول کيږي دغه (مشران له عبادات دالله ).( )

او همدارنګه الله جل جلاله په بل ايات کي فرمائي:

     •     ( )

ژباړه : او کله چي ورسيږي تاسي ته سختي د بحر (وېريږي د غرقيد ونه) ورک شي (له فکره ) هغه کسان چي بولي يې او عباد ت يي کوي مګر يواځي دغه ( الله جل جلاله ته ) زاري او عبادت کوي .( )

الله تعالي دوي ته خبر ورکړي چه ګوري تاسي اقرار بالربيت کوئ اوالله جل جلاله لره خپل دين خالص کوئ په دغه وخت کي چه تاسي ته څه تکليف درورسيږي نو خاص يو الله رابولۍ او خاص همغه نه بيا امداد غواړۍ بيا اعراض کوۍ اومخ اړوۍ د الله تعالي د عبادة نه په هغه وخت کي چي ددي اغراض پوره شي .

(٣)- اقرار دمشرکانو عربو په توحيد الربوبية سره او اقرار کول په انفراد والي د الله تعالي سره چه الله تعالي ټولو کارونو کې يعني پيدائيش او رزق ورکول ژوندي کول مړه کول تدبير او تصرف دا ټول يو الله کوي او په عوامو کې ددي نه هيچا انکار ندى کړى هغه کسان چه انکار کوي د يو صانع څخه چه هغه ډلي عبارة دي د شيعه ګانو او ملحدينو څخه چه اوس هم وجود لري او هغوي دا باطله عقيده لري چې دا عالم سربه خود روان دى الله تعالي ددي باطلي عقيدي والا حکاية مونږ ته داسي الفاظو سره کړى دى :

           ( )

ژباړه : او وائي (کفار) نشته ژوند مګر هم دغه ژوندون زمونږ دى په دغي دنيا کې چي مړه کيږواو ژوندي کيږو اونه موهلاک کوي مګر زمانه .( )

او همدارنګه مجوسيان هم د عالم لپاره دوه خالقان ګڼي چه يو ته خالق د خير او بل ته خالق د شرو ايي او خالق د خير ته بيا نور وايې، او خالق د شر ته ظلمت وايې، او بل نصا راى دي چې هغوي اهل الثليث والادي چې هغوي دري اله ګڼي په عالم کي، يو ته رب وايې بل ته ابن وايې او بل ته روح القد س وايې لکن دا دوه ډلې د اربابو په مابين کي دمساوات قائل نه دي اودوي نه وايې چي دا ټول سره برابر دي (مجوس) نور او ظلمت سره مساوي نه ګڼي بلکي نور د دوي په نيز اصل ازلي دى او ظلمت حادث دى اوبيا وايې چې ژر دى چې غالب شي نور په ظلمة باندي په نهاية کې .

او همدارنګه نصاري هم اقانيم ثلاثة په يوه درجه کې نه ګڼي بلکي رب ته اقنوم اول وايې اواله الاکبر ورته وايې ، حاصل دادي چې هيڅ يوه طائفه نشته دى چې هغوي دي په وجود د دوه ربونو قائل وي يا دوه اله چې سره برابروي په صفاتوکې، او( تقديري) وئيلي دي په دلائل التوحيد کي!

چه په دي کې شک نشته چې په توحيد الربوبيت کي مشرکانو انکار کړى وي يعني هغوي انکار ندي کړي بلکي هغوي اقرار کوي چه خالق يو ذات دي لکن هغوي انکارد توحيد الوهيت څخه کړى دى بيايې تردي پوري ويلي دي چې چا دالله تعالي سره غير برابر که نوپه تحقيق سره هغه شرک و که په الوهيت دالله تعالي کې اګر که الله جل جلاله واحد ګڼي په ربوبيت کي

نو توحيد دربوبيت هغه دي چې په دي کې ټول مخلوق راجمع دى مؤمن دى او که کافر او توحيد الوهيت کي بيا د مؤمن، کافر، اومشرک لاره سره جدا کيږي .( )

ځکه اقرار په ربوبيت باندي دا مسله منل شوي خبرده په نيزد مشرکينو ،او الله تعالي رسولان ددي قسم توحيد د تحقيق لپاره نه دي راليږلي او نه اسماني کتا بونودد ې څخه څه بحث کړيدى لکه څنګه بحث يې چې د توحيد في العبادة څخه کړى دى ځکه دا خو بيا تحصيل د حاصل دى او تحصيل د حاصل باطل دى .( )

ا و مصيبت دادي چه اهل کلام والا خپل عمرونه په همدي کي ختم کړل او حال دادى چې دا منل شوې قضيه ده د ټولوپه نيزد او دوي لګيادي ددې تحقيق کوي ، او کاشکي چې دوې صحيح پوهه لرلى ځکه د اهل کلامو په نيزد د توحيد ربوبيت اخري غايه او لوي مقصد او بعثت د پيغمبرانو ددوي په نيزد همدې لپاره شوى حالانکې دا نظريه غلطه ده .:(٢) څلورم مبحث:په علم توحيدباندي فطرې اونفسې دﻻئل:

الف فطرې لائل: دا مقدمه ددلائلو په دې خبره باندي ده چه الله تعالي ټول مخلوق پيدا کړي دي سره داقرار کولو د مخلوق نه په دې باندي چه الله رب العزت ددي په پيدائش کي يوازي دى نو هر يو مولود چې پيدا کيږي هغه په همدي فطرة سليمه سره پيدا کيږي لکه الله تعالي فرمائيلي دې :

           ••        :

  ( )

ژباړه : ځان برابر کړه هغه دين طرف ته چې هغه د توحيد دين دى لازم اونيسه دين دالله تعالي هغه چي پيدا کړى دى خلقو لره په هغه باندي نشته بدلون په پيدايش دالله کې دغه مضبوط اوقوي دين دي

بل ځاي کي الله جل جلاله فرمائي:

         ( )

او وويلي رسولانو خپلو قومونو ته ايا د الله جل جلاله په ذات کي تاسي شک کوئ هغه پيداکونکى دى د اسمانونو او د ځمکي .

فطرة څه ته وايې! دا هغه خوي او عادت او خلک دي چي تياروي صحيح دين منلو ته .( )

نوفطرة سليمه انسان مجبوروي چې اقرار وکړي په وجود د رب العزت باندي او ايمان په الله باندي کړل شوى دى په طبيعت د بشر کې او په شعور د هر عاقل کي او په ضمير د هر انسان کي اوپه دې عقيده چې کله د انسان زړه معظم شو او ځاي پکي ونيوه چې ټول مخلوق عاجز دى د پيدايش نه او چا ته درزق ورکولو نه او د تدبير او دملکيت نه ، نو دلالت د فطرة په وجود د خالق باندي دا مستقر او برقرار دى په هر نفس کې( برابره خبره ده که دغه نفس مؤمن وي که کافر) نو نفسونه ټول په خپل طبيعت سره دا خبره حس کوي او په دي باندي شعور لري اګر که دغه حس او شعور په بعضي اوقاتو کي لږ شانتي غائب کيږي د بعضي اسبابواو وجوهاتو په بنا باندي، الغرض نفسونه ټول په صحيح فطرة سره پيدا کيږي او د هر انسان په فطرة کي دا شته دې چې الله مالک خالق او تدبير کونکى دى او مشکل کشا ذات دى په وخت د تکليفونوکي .

لکه ددي خبري تصديق دا قول د نبي صلي الله عليه وسلم دى :

کل مولود يولدعلي الفطرة فابواه يهودانه او ينصرانه او يمجسانه .

ژباړه: هريوما شوم پيداکيږي په فطرة سليمه باندي يعني په هغه فطرت کې الله دا خبره اچولي ده چه الله رب العزت پيدا کونکي رزق ورکونکي او تدبير جوړونکي ذات دى خو بيا وروسته د هغه مور او پلار راولګيږي يهودي ترينه جوړ کړي يا ترينه نصراني جوړ کړي يا ترينه مجوسي جوړ کړي .( )

او دلته داسې نه دي ويلي چې ( مسلمانه) او يا يې مور او پلار مسلمان کړي ځکه چه اسلام موافق دى د فطرة سرهْ.

او ديته ډيرو علماؤ ترجيح ورکړي ده ډيرو سلفو چې معرفة د الله تعالي ممکن دى په فطرة باندي هم بغير د کوم دليل نه دا په دي معني باندي که يو ولد پيدا شي او دا لري وي د خلکو نه او د ده فطرة په تعليم د مور او پلار سره فاسد نه شي او ياپه هغه دلائلو باندي چي دى پکې ژوند کوې ، نو ممکنه ده چه الله تعالي په خپل صافي فطرة سره اوپيژني په خپل عقل باندي او په فکر کولو باندي .( )

اودا نظر بعينه د امام ابو حنيفه رحمه الله هم دى دهغه رايه داده چه هيچا لپاره دا عذر نشته چه هغه د الله رب العزت د وجود څخه جاهل پاتي شي او دهغه د خالقيت څخه جاهل پاتي شي ځکه وايې چې الله رب العزة دا فطرة همداسي پيدا کړي دي او بيا يې ددي فطرة د امداد لپاره فکر او عقل پيدا کړي دي چه دا خپل عقل او فکر د الله په لويو لويو مخلوقاتو کي استعمال کړي هغه مخلوقات چې خواره دي په عالم کي نو داټول مخلوقات چې خواره دي په عالم کې نو دا ټول مخلوقات دلالت کوي په وجود د رب او خالق باندي ، امام صاحب نه دا هم نقل دي چه هيڅ يو کس لره دا عذر نشته چه ما خپل رب او خالق نه دى پيژندلى ځکه هغه ته د الله جل جلاله په اسمانونو او ځمکو کي فکر کول ضروري دي او د خپل ځان په باره کي ورته هم فکر کول پکار دي او دا غټ دليل دى.( )

او دا خبره بعضي معاصرينو کتاب ليکونکو دامام صاحب د کلام نه مستنبط کړې ده چې امام صاحب وايې يقيناً اول واجب په بنده باندي نظر ، فکر او استدلال کول دي په داسي طريقه سره چې دا خبر شي معرفت د الله تعالي لره .( )

او همدارنګه امام ابوحنيفه رحمه الله دلالة د فطرت استعمال کړى دى په اثبات د علو د الله تعالي کښي هغه وايې الله تعالي رابللى شي د پورته طرف نه ، ښکته طرف ته ځکه ښکته والي د وصف د ربوبيت څخه نه دى او نه داد وصف د الوهيت څخه دى .( )

او امام صاحب استدلال کړى دى ددي حديث نه چه هغه ته حديث الجارية ويلى شي کله چي هغې جاريې نبي صلي الله عليه وسلم ته جواب ورکړو.

نبي عليه السلام ورته وفرمائيل اين الله ؟ قالت في السماء( )

نو ګوره دغه پنځه جوابه ورکوي په هغه څه چې ددي په فطرت کي دي يعني علو دالله تعالي او بيا نبي صلي الله عليه وسلم د هغي د ازادوالي حکم وکړ چه دا د غلامۍ لائق نه دى بلکې دا به ازاده وي او نبي صلي الله عليه وسلم دا اقرار وکړ چه دا مؤمنه ده نو دا دلالت د فطرة په وجود د الله تعالي باندي او په معرفة دالله تعالي باندي دي.

دا خو دلالة د فطرت وي په وجود د اله او په وجود ددي باندي:جلاله

ب :دلائل نفسې: په وجود دالله تعالي باندي داډير واضح دلالت دي ځکه دا دلا ئل تعلق لري تر نفسونو پوري او په پيدايش د نفسونو پوري او تراعضاؤ دنفسونو پوري چه اعضاء الله جل جلاله:

په کوم ترتيب سره پيدا کړي دي ، او بيا چه کوم حالات انسان ته راپيښيږي او اعضاو ددي ته په مختلف احوالو او اوقاتو کي .

نو کله چي انسان په دې اشياو کې فکر وکړي عميق فکر نه وروسته پيدا به کړي په دې کې ډير عجائبات د جوړښت د الله تعالي او نا اشنا حکمونه د الله تعالي نو دغه فکر کول انسان دي لره مجبور وي چه اعتراف وکړي چه يو قادر او حکيم ذات شته دې او تدبير کونکي اوعالم ذات شته دي د همدي وجي نه الله رب العزت خپل بندګان فکر او نظر ته رابللي دي چه تاسي ده سترګو په بصيرت سره فکر وکړي په مبداء دپيدائش کي اوپه هغه حالاتو کي چه تيريږي په دغه مخلوق باندي لکه الله تعالي فرمائي :

     ( )

ژباړه : پس فکر او نظر دي وکړې انسان چه دى د څه شي څخه پيدا شوي دي .

بل ځاي فرمائي :

            ( )

ژباړه :او بعضي د قدرة ده نښود الله تعالي څخه يوستاسي پيدائش دي دخاوري نه يعني ستاسي د اصل پيدائش چه ادم عليه سلام دي د خاوري څخه بيا پس دهغي نه تاسي بشر وګرځيدلي او په ځمکه کي ګرځي او خواره استئ نو الله رب العزة انسانان هڅولي دي فکر کولو ته په خپل نفسونو کښي چه تاسي فکر وکړي په خپلو نفسونو کي ځکه د انسان په بدن کي ډير اثار د قدرت د الله تعالي راښکاره دي او ډير حکمتونه شته، الله تعالي فرمائي :

      ( )

ژباړه : او بل د نښو د الله تعالي څخه هغه فکر کول دي ستاسو په خپلونفسونو کښي نو ايا تاسي د عقل څخه کار نه اخلي .

امام شوکاني ددي ايات نه په طريقي داستدلال سره ويلي دي! چې ستاسي په نفسونو کي ډيري نښي د قدرت د الله تعالي دي چې هغه ټولي نښي دلالت کوي په توحيد د الله تعالي باندي او دلالت کوي په صد ق درسولانو باندي چې راليږلى شوي دي .

اول الله تعالي انسان د نطفي نه جوړوي بيا د نطفي نه ټوټه دويني جوړه شي بيا ددينه کرپندى جوړ شي بيا کرپندي نه هډوکى جوړ شي او بيا نور اعضاء او غوښه او باالاخرة پکې روح واچوي اوبيا پس ددي نه الله مختلف صورتونه ورکړي مختلف رنګونه ، مختلف طبيعتونه مختلفې ژبې .ْ

نو الله تعالي په دي طريقه انسان پيدا کوي چه وينه، غوښه، هډوکي او په انسان کي د تلو راتلو درزق لاري او تنفس کول .( )

نو دا استدلال دى په پيدائش د انسان سره په وجود د خالق باندي ، او دا يو واضح دليل دى او اسانه دليل دى چې هيڅ غوټه پکې نشته ده همدي استدلال په بنا شيخ الاسلام ابن تيميه ويلي دي چې استدلال کوئ په خالق باندي د مخلوق نه دا ډير ښائسته استدلال دى او ډير مستقيم استدلال دى او دي ته طريقه ته صحيح عقل وايې ، او ديته طريقه د عقليه شرعيه هم وايې چې قران کريم دلالت کوي په دي باندي او دي طرف ته خلک رابلي او دا طريقه ورته بيانوي چې دا طريقه اختيار کړۍ نو دي ته عقلي استدلال هم ويلى شي ځکه موجوديدل دانسان په دغه کميت او کيفيت سره چي پيدا شوى د ى دا مخکي نه وه اوس الله جل جلاله وجود ورکړ د نطفي څخه يې پيدا کړى بيايې علقه ګرځولى او دا خبره صرف رسولان نه پيژني بلکه هر انسان دا علم لري چي زه په دي طريقه مولود شوى يم برابراه خبره ده که رسول خبر ورکړي او که وريې نه کړي لکن رسول دا امر کوي چي په دي طريقه ته استدلال وکړه لکه چي مخکي ذ کر شو او دا طريقه نبي صلي الله عليه وسلم بيان کړې هم ده او پخپله يې پري هم استدلال کړى دى نو دا قسم دليل شرعي دى ځکه شارع په دي سره استدلال کوي او امر کوي چي دا استدلال دي وکړاي شي او عقلي ورته ځکه وايې چې دا په عقل هم معلوميږي او عقل يې صحيح ګڼي .( )

بل دا چي سلف صالحينو ډيره توسع کړيده په استدلال کولو په اياتونو باندي او ددي سره استدلال کول په آيتونو او نښو د فطرة باندي او په آيتونواو نښو د نفسونو باندي په وجود د الله تعالى باندي نودغه رنګي استدلال يې کړى دى په هغه دلائلو باندي چه مآخوذ دي د حس څخه او دمشاهدي څخه او همدغه رنګ استدلال کول په معجزاتو باندي او د يته يې ډير زيات اعتبار ورکړى دى او د ي ته يې قوي طريقه داستدلال ويلي ده .

لکه څرنګه چي شيخ الاسلام ابن تيمه وئيلي دي.( )

او دارنګه ابن قيم وئيلي دي .( )

همدارنګه ابن الوزير اليماني وئيلي دي .( )

او بعض نورو سلفو امام شوکاني دي استدلال ته په اشاري کولو سره ويلي په تفسير ددي ايات شريف کې :

            ( )

يقيناً سبب د کفر د کافرانو هغه سرکشي کول او اعراض کول د د ليلونو د الله تعالي څخه هغه اياتونه چي هغوي ته به را تلل لکه معجزا ت د انبيا‌ؤ عليهم السلام اوهغه چې صادريدل به د الله د قدرتونو څخه ښکاره هغه قدرتونه چي هيڅ شک به پکي نه وه د هغه چا لپاره چې عقل به پکې وه چې دا کار د الله جل جلاله دى او دا کار بل څوک نشي کولي .( )

:

دريم فصل

اول مبحث: توحيد الوهيت الف: د توحيد الالوهيت لغوى معنا مخکي تيره شوي ده . توحيد الوهية مرکب دى ددوه کلمو څخه يو توحيد او هر چې لفظ د الوهيت دى نودا منسو ب دى اله ته اواله لفظ په وزن د فعال د ى په معني د مالوه سره، يعني معبود، نوهر هغه شى چې معبود ونيولى شي هغي ته اٍله ويلى شي په نيزد د نيونکي باندي او اله دا نوم ګرځولى شوى د هر معبود لپاره ، بيا د اله معني راځي عَبَدَ او داهم ويل شوى چې اله په معني د عبد راځي نو اَلَهَ او د اله دواړه په معني د عبد او عبادة سره راځي نو اٍله په معني د معبود سره راځي .( )

اَلِه په وزن د فعال دا په معني د مفعول سره راځي لکه مالوه نو مالوه په معني د معبود سره راځي لکه امام چي (فعال) وزن دي .

دا هم په معني د مفعول سره راځي يعني په معني د مؤتم به سره راځي

په همدي بناء ابن عباس رضي الله عنه به دا قرئت کاؤه.: ويذرک وءالهتک ( )

او تاله په معني د تنسک سره راځي تعبد لکه رؤبة ويلي دي .( )

لله دراالغانيات المده سجن و استرجعن من تالهي .( )

شيخ الاسلام ابن تيمه وائي ا له په معني دمالوه سره يعني هغه ذات دي چي زړونه ورسره محبت کوي او الله مستحق د ى دالوهيت او بيا دا خبره مستلزم د صفاتو کمال لره چې په الله جل جلاله کي صفات د کمال شته دي نو يواځي او يواځي الله تعالي محبوب دي او معبود لذاته دى په بل چا کي دا صفت نشي راتلى چې هغه د ي معبود او محبوب لذاته شي نو هر هغه عمل چي د الله جل جلاله اراده پرى و نشي هغه عمل باطل دى .

او عباد ة دغير او محبت دغير دا فساد واجبوي لکه الله تعالي فرمائي :

öqs9 tb%x. !$yJÍkŽÏù îpolÎ;#uä žwÎ) ª!$# $s?y‰|¡xÿs9 4 z`»ysö6Ý¡sù «!$# Éb>u‘ ĸöyèø9$# $£Jtã tbqàÿÅÁtƒ ÇËËÈ ( )

ژباړه: که چيرته په دي ځمکه او اسمان کي بل هم مثل معبود وي نو خامخا دا ځمکه او اسمان به فاسد شوى واي نو پاکي د٣ الله لره چي خاوند د عرش دى پاک دى د هغه څه نه چې دوي ورته بيانوي علي سبيل النقصان .( )

او په نيزدد اهل کلام والا اله بيا هغه ذات ته وايې چې قاد روي په اختراع اوايجادباندي نو معنادلا اله آلاالله دهغوۍپه نزدداسي ده چې نشته قادرپه اختراع باندي مګر يو الله تعالىدى په همد ي وجه احمدبن موسى الخا لي وايي!(٣)

په شرح د کلام دالتفتازاني کې که چيرته ممکن شي دوه الاهان يعني صانعان او قادران په طريق د کمال سره باالفعل يا باالقوة ، نوداوائئ تفسير دي دصفت دالوهيت په صفت دربوبيت سره او دا خطاء دي ظاهراً يعني ددي خطاء بلکل ظاهره ده ځکه اله چرته په معني د مخترع سره نه ده راغلي نه په کتاب د الله کي او نه بل چيرته په ژبه د عربو کي او نه دا چيرته د لغة امامانو چې مشهور دي دا نقل ولري نو مشهور معروف او معتبر لغوينو هم دا معني نه ده کړي .نو بيا اله په قرانکريم کي په معني د معبود سره راځي لکه الله تعالي فرمائي :

Ÿ@yèy_r& spolÎ;Fy$# $Yg»s9Î) #´‰Ïnºur ( ¨bÎ) #x‹»yd íäóÓy´s9 Ò>$yfãã ÇÎÈ ( )

ژباړه : ايا دا پيغمبر ګڼ اله په يو اله بدلوي يعني دا ټول معبودان پريدي او ديو اله عبادة لپاره او بندګې ته دعوة ورکوي نو دا خو يو عجيبه شى او خبره ده چې مونږ نه يې غوښتنه کوي نو دلته په معني د معبود سره استعمال دى بل ځاي کي الله تعالي فرمائي :

ûÍ.s!ur OßgtFø9r'y™ ô`¨B t,n=y{ ÏNºuq»yJ¡¡9$# uÚö‘F{$#ur Æä9qà)u‹s9 ª!$# 4 ö@è% OçF÷ƒuätsùr& $¨B tbqããô‰s? `ÏB Èbrߊ «!$# ÷bÎ) u’ÎTyŠ#u‘r& ª!$# AhŽÛØÎ/ ö@yd £`èd àM»xÿϱ»x. ÿ¾ÍnÎhŽàÑ ÷rr& ’ÎTyŠ#u‘r& >pyJômtÎ/ ö@yd Æèd àM»s3Å¡ôJãB ¾ÏmÏGuH÷qu‘ 4 ö@è% zÓÉ<ó¡ym ª!$# ( Ïmø‹n=tã ã@ž2uqtGtƒ tbqè=Ïj.uqtGßJø9$# ÇÌÑÈ ( )

ژباړه : که چيرته ته اي پيغمبره ددي مشرکانو څخه پوښتنه وکړي چې چا پيدا کړي اسمانونه او ځمکي نو دوي به خامخا وائي چي الله پيدا کړي د ي نو بيا ورته. و وايه خبر راکړي ماته دهغه شيانو يعني (معبودانو) چي رابلي تاسي هغوي لره سوا د الله تعالي څخه که چيرته ماته الله رب العزت د څه ضرر اراده وکړي نو ايا معبودان ستاسي دغه ضرر د الله تعالي لري کولي شي او يا دغه الله تعالي د څه رحمت او دخير اراده وکړي ماته نو ايا دغه معبودان ستاسي د رحمت د الله بندولي شي ، نو ته ورته وايه چي کافي دي زما لپاره الله تعالي او په همدي الله ته دي ځان وسپاري ځان سپارونکى

نو ګوره مشرکان په دي خبره اقرار کوي چي الله تعالي د ځمکي او اسمانونو پيدا کونکى دى او ورسره په دي خبره هم اقرار کوي چې بغير د الله تعالي څخه بل څوک رزق ، ژوندي کولو ، او مړه کولو قادر نه دى ، او سره ددي اقراره بياهم اسلام نه راوړي او نه توحيد قبلوي بلکي همغه شان مشرکان وي ، او په همدي بنا شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وائي د اهل کلام په باره کي چي ايا دوي معني د اله قدرة په اختراع باندي يعني قادر علي الاختراع چې دا معني ده او دا خبره خو معلومه ده چي مشرکان د عربو څخه چي هغوي ته پيغمبر صلي الله عليه وسلم راليږل شوي دي هغوي د نبي صلي الله عليه وسلم مخالفت نه دى کړى په دي خبره کې بلکې هغوي خو اقرار کاوه چي يقيناً الله تعالي خالق کل شئ دى تردي چه هغوي اقرار کاؤه چه الله تعالي په هر څه قادر دي لکن سره ددي نه بيا هم هغوي مشرکان حسابيدل .( )

او بيا وايې ايا نه دي مراد په اله سره قادر په اختراع باندې لکه څنګه چه متکلمينو ګمان کړي دى نو چا چې دا اقرار وکړ چي معني د لااله الاالله داده چي نشته بل اله مګر همدا يو قادر ذات مخترع ماسوا ء دنورو نه؛ نويقيناً د ګواهي وکړه چي يقيناً دلااله الاالله مطلب همدا دي نو يقيناً مشرکان اقرارکوي پدي باندي او بيا سره لدي نه مشرکان دي کما تقدم .( )

بلکې د اله معني داده چه مستحق دعبادة دې نو دا اله دى په معني د مالوه سره په معني د معبود سره توحيد دي ته ويلي شي چي عبادة د الله تعالي وکړى شي يوازي او شريک ورسره ونه ګڼل شي، اوشرک دي ته وايې چه دالله تعالي سره بل اله وګڼل شي.( )

او همدارنګه اله په لغت عربي کي نه دى راغلي مګر په معني د معبود سره ، نو اوس اله شامل دى اله حق ته چي الله تعالي دى او همدارنګه اطلاق کيداي شي په اله باطل باندي هغه چه عبادت کيداي شي ماسواء د الله تعالي څخه او د همدي نګاه نه زمحشري وايې: يا خو اله داسمايې اجناسو څخه دى لکه رجل او فرس ، نو دا يو نوم دى چې واقع کيږي په معبود حقه باندي او معبود باطل باندي بيا غلبه راغلې ده په معبود حقه کي چه الله تعالي دي .( )

نو اوس معني د اله دا شوه چه نشته دي معبود برحق مګر يو الله تعالي او دا معنا ده د لا اله الا الله او دا وايې معنا نه ده چه لاخلق ولا صانع ولا قادر علي الا اختراع الا الله ، او همدارنګه دا معنا ئي هم نه ده چي لا معبود موجود الا الله ، ځکه دا خلاف الواقع خبره ده او اوس دا خبره ډيره موندل کيږي په معبودان باطله و کې او هر چې دي معبود مستحق لپاره د عبادت؛ نو هغه يو واحد ذات د الله تعالي . دي

ب: تعريف د توحيد د الوهيت په اصطلاح کښي :

توحيد د الوهيت چې ددي نه تعبير کيداي شي په توحيد العبادة سره .( )

او يا توحيدد طلب اوقصد، نو اسماء دي ديو مسمى لپاره او په اجمالي توګه سره چې معني کوي ، دا يواځي ګڼل دي د الله جل جلاله په واضح عبارت سره بيا داسي معني کيږي دا يواځي کڼل دي دالله تعالي په افعالواو عبادو کي هغه افعال چې بندګان.يې عبادات کوي اودي په دغه افعالو سره نو دي ته توحيد الاالوهيت ويلي شي ، چې په ټولو انواعو کي د الله عبادت وکړاي شي

او کله چي د فرح يفرح څخه واخستل شي بيا په شپږ معانيو سره راځي .

(١)- الغضب والکراهة والانفة قال به زمخشري في اساس البلاغة (٢)- الندامة والملامة

(٣)-الحرص (٤)- الانکار (٥) القوة (٦)- السبقاء نو دامعاني زبيدي ذکر کړيدي ( )

يعني عبادت د الله تعالي ظاهراً او باطناً که زکات وي که صلاة وي او که صيام وي او که قرباني وي او که نذر وي محبت وي خوف وي رجاء وي توکل وي رغبة او رهبة وي دعا وي او که نو رانواع وي دا نواعو د عبادت څخه هغه عبادت چې الله تعالي په هغي عبادت باندي خپل بندګان مکلف کړيدي او دا يې ورته شريعت ګرځولى دى او دا قسم د توحيد څخه مبني دى په اخلاص د عبادت باندي الله تعالي لره يواځي چې شريک نشته دى الله لره په داسي شان سره چې هيڅ يو شى به ددغه مذکور شيانو څخه غير الله لپاره نه ګرځوي ، د الله نه به ما سواء څوک نه رابلي که هغه مقربه ملائکه وي او که هغه نبي مرسل وي ، چا چې په د غه شيانو کي يوشى د غير الله لپاره وګرځاوه نو دا کافر او مشرک بلل کيږي دا معني په تبيان کي شيخ عبد السلام رستمي کړيده ص ٨٠ اوبل چا داسې معني کړيده چې عبادة عبارت دي د اعتقاد او شعور څخه چه يقيناً د معبود لپاره سلطه غيبيه ده په علم کې او په تصرف کي بغير د احتياج نه، اسبابو ته او قدرت په نفع او ضرر باندي نو هره دعا او ثناء او تعظيم چې د هغي څخه دا عقيده پيدا کيږي نو هغي ته عبادت وايې. ( )

اقسام د عبادت دادي : (١) عبادت قولي (٢) عبادت بدني (٣) عبادت مالي دا ټول الله رب العزت لپاره ګرځول دالتوحيد الالوهيت هم دي.

الله تعالي فرمايي :

ö@è% ¨bÎ) ’ÎAŸx|¹ ’Å5Ý¡èSur y“$u‹øtxCur †ÎA$yJtBur ¬! Éb>u‘ tûüÏHs>»yèø9$# ÇÊÏËÈ Ÿw y7ƒÎŽŸ° ¼çms9 ( y7Ï9ºx‹Î/ur ßNöÏBé& O$tRr&ur ãA¨rr& tûüÏHÍ>ó¡çRùQ$# ÇÊÏÌÈ ( )

ژباړه : او وايه ته يقيناً بدني عبادت زما او مالي عبادت زما او مرګ او ژوند زما دا خاص الله لره دي چې تربيت کوونکى د مخلوق دى او شريک يې هم نشته او په همدي باندي ماته امر کړي شوى دى او زه د اول منو نکو څخه يم ، بل ځاي کي الله تعالي فرمائي :

هو الحي لا اله الا هو فادعوه مخلصين له الدين ( )

ژباړه : دا الله تعالي هميشه ژوندى ذات دى نشته دى بل اله معبود مګر همدا يو الله دى نورابولۍ دي الله لره په داسي حال کې چې خالص کونکي به ايستي هغه لره خپل دين الله جل جلاله فرمائي: !$tBur (#ÿrâÉDé& žwÎ) (#r߉ç6÷èu‹Ï9 ©!$# tûüÅÁÎ=øƒèC ã&s! tûïÏe$!$# uä!$xÿuZãm ( )

ژباړه: او معني د حنفا‌ء لکه څنګه چه امام شوکاني ويلي دي چي مائل به وي او اعراض کونکي به وي د ټولود ينونو څخه دين اسلام طرف ته ( )

نور ډير اياتونه دي د الله جل جلاله په کتاب کي چي په بندګانو يې دا واجب کړيده چه هغه به يوازي ګڼي په توحيد العبادة سره او هغه به خاص کوي په عبادت سره نه بل څوک ، لکه الله تعالي فرمائي :

$pkš‰r'¯»tƒ â¨$¨Y9$# (#r߉ç6ôã$# ãNä3­/u‘ “Ï%©!$# öNä3s)n=s{ tûïÏ%©!$#ur `ÏB öNä3Î=ö6s% öNä3ª=yès9 tbqà)­Gs? ÇËÊÈ “Ï%©!$# Ÿ@yèy_ ãNä3s9 uÚö‘F{$# $V©ºtÏù uä!$yJ¡¡9$#ur [ä!$oYÎ/ tAt“Rr&ur z`ÏB Ïä!$yJ¡¡9$# [ä!$tB ylt÷zr'sù ¾ÏmÎ/ z`ÏB ÏNºtyJ¨V9$# $]%ø—Í‘ öNä3©9 ( Ÿxsù (#qè=yèøgrB ¬! #YŠ#y‰Rr& öNçFRr&ur šcqßJn=÷ès? ÇËËÈ ( )

ژباړه : اي خلقو عبادت کوي يواځي د يو الله ستا لپاره دى هغه ذات دى چې تاسي يې پيدا کړي ياستۍ او ستاسي نه مخکي هم پيدا کړي وه ددي لپاره چه الله جل جلاله نه ويريږي الله جل جلاله هغه ذات چې ګرځولي ده ځمکه ستاسي لپاره همواره فرش او ګرځولى دى اسمان په شان د چت او راوروي د اسمان طرف نه او به چې راوباسي په سبب ددغه اوبو سره امدني د ځمکي چې دا رزق دى ستاسي نو مه ګرځوۍ د الله سره شريک او تاسي پوهيږي چي الله جل جلاله سره څوک شريکول بد کار دى الله جل جلاله فرمائي :

(#r߉ç6ôã$#ur ©!$# Ÿwur (#qä.Ύô³è@ ¾ÏmÎ/ $«ø‹x© ( ( )

د الله جل جلاله عبادت کوۍ د هغه سره څه شى مه شريکوۍ ، بل ځاي کي الله تعالي فرمائي:

‰s)s9ur $uZ÷Wyèt/ ’Îû Èe@à2 7p¨Bé& »wqߙ§‘ Âcr& (#r߉ç6ôã$# ©!$# (#qç7Ï^tGô_$#ur |Nqäó»©Ü9$# ( )

امام شوکاني في معني هذه الاية اي اترکو کل معبود دون الله والکاهن !

ژباړه : او په تحقيق سره ليږلى مونږ په هر امت کي رسول په دي خبره چې هغوي عبادة د يوالله وکړي او طاغوت نه ځان وساتي ، شوکاني ددي ايات په معني کي وايې :

ژباړه : پريدئ هر معبود سوا د الله تعالي څخه لکه شيطان، کاهن، بت پرست او هر هغه څوک چې رابلل کوي ګمراهي ته .( )

.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply