- Version
- داونلود کنید 110
- اندازه فايل 793.50 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه نوومبر 4, 2022
- وروستى آپډيټ نوومبر 4, 2022
جزا پيژندنه يا جزا شناسى
جزا شناسي (Penology) يا ( Science penitian)
مقدمه (عمومي معلومات) لومړۍ برخه اجتماعي عکس العملونه او دهغه ډولونه دويمه برخه دمجرمينو اصلاح او تربيه
اول دجزا شناسۍ تعريف دويم دجزا شناسۍ تاريخي سير درېم دجزا شناسۍ روابط نورو جنايي علومو سره
اول د جزا شناسۍ تعريف دويم د جزا شناسۍ تاريخي سير دريم د جزاشناسۍ رابطه نورو جنايي علومو سره
1.
2.
3.
4. دجزا شناسۍ روابط دحقوق جزا سره د جزا شناسۍ روابط د کرينمولوژي سره
الف : د کرينمولوژي همکاري له جزا شناسۍ سره
ب: د جزا شناسۍ همکاري له کرينمولوژي
الف : دحقوق جزا همکاري له جزا شناسۍ سره
ب : د جزا شناسۍ همکاري له حقوق جزا سره
مقدمه :
جرم د تاريخ په مختلفو دورو کې موجود و، خو کله چې جرم هميشه په هر ځاى او هر وخت کې وجود ولري نو طبعاً چې جرم پخپله نه واقع کېږي ، بلکه يوفاعل او عامل ته ضرورت لري ، چې هغه مجرم دى ، يعنې د جرم په څنګ کې مجرم هم وجود لري ، نو کله چې په يوه جامعه کې مجرمين وجود ولري نو بايد د جرم په مرتکبينو باندې اجتماعي عکس العملونه يا جزايي مويدات تطبيق شي يعنې جزا يا پاداش ورکړل شي ، په پخوا وختونو کې د مجازاتو په تطبيق کې د مجرم وضعه ، حالت او شخصيت په نظر کې نه نيول کيده ، او ټول مجرمين به يو شان او علي السويه مجازات کيدل ، او دا مجازات به په ډېر بې رحمانه شکل په مجرمينو تطبيق کيدل يعنې دې ته توجه نه کيده چې ايا مجرمين به له دې مجازاتو څخه څه پند او عبرت واخلي او يا به ددوى اصلاح سبب وګرځي او که نه خو نن ورځ چې جنايي علومو ډېر پيشرفت او انکشاف کړى ، نو دې موضوع ته ډېره توجه شوې چې جزاګانې بايد پدې خاطر په مجرمينو باندې تطبيق نشي چې ګويا مونږ دهغو څخه انتقام واخلو ، بلکه نن ورځ دې ته زياته پاملرنه شوې چې جزاګانې بايد په ډېر ښه صورت او داسې بهترين شکل تطبيق شي چې له يوې خوا جامعه حمايه شي او له بلې خوا مجرمين اصلاح او تربيه شي نو د جنايي علومو پوهانو خپله زياته پاملرنه د جزاګانو تطبيق ته ګرځولې ، ځکه همدا جزاګانې دي چې هم جامعه اصلاح کوي او هم مجرم د جرم د ارتکاب څخه منع کوي او که چيرې هغه په درست او صحي شکل تطبيق نه شي نو دغه هدفونه هيڅکله تحقق نه پيداکوي.
پدې هکله نن ورځ علماو د جزاګانو د انواعو په برخه کې او د جزاګانو دتطبيق د څرنګوالي په هکله زيات مطالعات او ليکنې کړي ، يعنې زياتې مقالې ،رسالې او کتابونه يې ليکلي او زيات سمينارونه او کنفرانسونه يې جوړ کړي دي چې بلاخره د همدې کتابونو او رسالوپه اساس يو نوى علم منځ ته راغى چې دا علم د جزاشناسۍ په نوم يادېږي.
اوس دمقدمې په اخر کې دجزا شناسۍ د علم د ښه شناخت او معرفت لپاره لومړى د جزا شناسۍ تعريف ،بيا د جزا شناسۍ تاريخي سير او وروسته د جزا شناسۍ د روابط د نورو جنايي علومو سره مطالعه کوو:
لومړى : د جزا شناسۍ تعريف:
جزا شناسۍ د جنايي علومو د جملې څخه يو ډېر نوى ځوان او بااهميته علم دى ، چې د اجتماعي عکس العملونو د ډولونو او د هغې د تطبيق د څرنګوالي څخه دمجرمينو د اصلاح او تربيې په خاطر بحث کوي.
ددې خبرې دليل چې جزا شناسي ولې د جنايي علومو د جملې څخه يو نوى او ځوان علم دى ، هغه دادى چې واقعاً دا علم يو نوى علم دى چې په پخوا وختونو کې موجود نه و او دا علم د (١٩) قرن د اوايلو څخه راپدېخوا مينځ ته راغلى ، چې په اولو وختونو کې دا علم په پوهنتونو کې دا يو مستقل علم په حيث نه مطالعه کيده ، خو وروسته د يو مستقل علم په توګه په پوهنتونونو کې تدريس شويعنې پدې اواخرو کې خاصتاً په (٢٠) پيړۍ کې د دونيا په اکثرو پوهنتونونو کې د ليسانس په دورو کې او په بعضو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ په دورو کې تدريس کېږي البته د جزا شناسۍ بعضې موضوعات لکه د جزاګانو ډولونه په نورو جنايي علومو کې څېړل کيده(لکه په حقوق جزاکي)
او دا چې مونږ د جزا شناسۍ په تعريف کې ولوستل چې جزا شناسي د جنايي علومو دجملې څخه يوبااهميته علم دى نو دا مطلب مونږ پدې دليل ثابتولى شو چې نن ورځ ټول جنايي علوم چې تعداد يې تقريباً (١٠) علومو ته رسېږي، مهمترين هدف يې مجرم اصلاح او تربيه او دجامعې دفاع او حمايه ده چې دغه دوه هدفونه هغه وخت ترسره کيداى شي چې اجتماعي عکس العلونه د مجرم د وضعې او شخصيت سره سم تعين شي چې د اجتماعي عکس العملونو درست او صحي تعينول د جزا شناسۍ پورې اړه لري ، يعنې همدا جزا شناسي ده چې مونږ ته راښايي چې په کوم ډول مجرمينو باندې کوم ډول اجتماعي عکس العملونه تطبيق شي ترڅو د مجرم د اصلاح او دجامعې د حمايې سبب وګرځي نو کله چې ددې دوه هدفونو ترسره کيدل او ته راتلل د جزا شناسۍ پورې اړه لري نو طبعاً چې دغه يو بااهميته او باارزښته علم دى.
دويم : د جزاشناسۍ تاريخي سير:
لکه څرنګه مو چې مخکې ولوستل چې د (١٩) قرن څخه مخکې په دونيا کې د جزاشناسۍ په نوم کوم علم موجود نه و ، خو د جزا شناسۍ بعضې موضوعات به په نورو جنايي علوموکې مطالعه کيدل چې بيا د (١٩) قرن په اوايلو کې دجزا شناسۍ علم د يو مستقل علم په توګه منځ ته راغى ، چې دا علم په هغې وخت کې د جزا شناسۍ د علم په نوم نه بلکه د محبس د علم په نوم يا دزندان داداري علم په نوم ياديده
دا چې ولې په ابتدا کې جزاشناسۍ د محبس د علم په نوم ياديده نظر دوه لاندې دليلونو ته:
١: په پخوا وختونو کې په مجرمينو باندې يواځې جسماني جزاګانې تطبيق کيدې ، هغه هم په ډېر شدت او بې رحمۍ سره لکه ژوندي په خاورو منډل د مجرمينو . دګرمو اوسپنو ايښودل دمجرمينو په وجود باندې دحلاجۍ څخه د مجرمينو ويستل دګرمو تيلو يا غوړيو اچول ، په مجرمينو باندې د ويلي شوو سربو اچول د مجرمينو په سرونو باندې ، ژوندى پوست کوي د مجرمينو، دمجرمينو په سترګو کې نشتروهل او بيا يې سترګې د چونې څخه ډکول ، د مجرمينو دبدن دعضو پرې کول او داسې نورې بې رحمانه جزاګانې په مجرمينو باندې تطبيق کيدى. بلاخره يو شمېر علماوو د حقوق جزا ددې وضعې په مقابل کې شديد د اعتراضونه او انتقادونه وکړل او ددې قسم جزاګانو د مضمت او غندنې په خاطر يې کتابونه وليکل ، چې ددې علماو د جملې څخه اوسولتر ، منتسکو ، بنيتان،بيکاريا ، فيرباغ او داسې نورو چې نوموړو علماوو د حقوق جزا په هکله يو لړ پيشنهادونه ارايه کړل او دې علماو د اکثرو بې رحمانه جزاګانو په عوض د حبس د جزا د تطبيق تقاضا وکړه ، چې دغه پيشنهاد بيا د ډېرو علماو د تحسين او قبول وړ وګرځيد او ددغې جزا د ښه والي په هکله د (١٨) قرن په اواخرو کې ډېر کتابونه ، رسالې او مقالې چاپ شوې او سمينارونه او کنفرانسونه داير شول چې بالاخره ددغو ليکنو په اساس خود په خوده يو علم منځ ته راغى نو ځکه دغې علم ته په پخوا وختونو کې د محبس يا د محبس دا دادارې علم ويل کېده.
٢: نن ورځ په ټولو جوامعو کې هغه جزا چې ډېره تطبيق کېږي هغه د حبس جزا ده او د بلې خوا د علماوو د نظرياتو او اعتقاداتو په اساس د مجرمينون د اصلاح لپاره د نظر نورو جزاګانو ته لکه نقدي جريمې ته د حبس جزا موثره ده نو د علماو په اعتقاد که دغسې علم ته مونږ د محبس علم ووايو نو بې ځايه به نه وي ځکه دغه جزا نن ورځ په کثرت سره په مجرمينو تطبيق کېږي.
خو دمحبس د علم اصلاح قابل د اعتراض ده نظر لاندې دلايلو ته:
اول : دا چې جزاګانې مختلف انواعو او اقسام لري لکه ااعدام، نقدي جريمه، د حقوقو صلب، داقامت منعه ، د شغل او پيشې منعه او داسې نور او د حبس جزا هم ددې جزاګانو د جملې څخه يو نوعه جزا ده نو که چيرې مونږ دا علم د محبس د علم په نوم ياد کړو دابه په دې معنى وي چې دغه نورې جزاګانې بايد په دې علم کې مطالعه نه شي حال دا چې دغه نورې جزاګانې هم پدې علم کې مطالعه کېږي.
دويم : دا چې لکه څرنګه چې پوهېږو اجتماعي عکس العملونه په دوه ډوله دي يو جزاګانې او بله امنيتي تدابير دي نو که مونږ دغې علم ته د محبس علم ووايو نو امنيتي تدابير ورڅخه خارجېږي نو نظر دغې اعتراضونو ته و چې بياوروسته د محبس د علم اصطلاح په جزاشناسۍ باندې بدله شوه او اکثرو علماوو پدې علم باندې د جزا شناسۍ نوم کېښود خو د جزاشناسۍ اصطلاح هم د اعتراض وړ ده ځکه مونږ وويل چې جزاشناسۍ د اجتماعي عکلس العملونو څخه بحث کوي چې هغه په دوه ډوله دى يو جزاګانې او بل امنيتي تدابير ، نو که مونږ دغې علم ته جزا شناسي ووايو دا به پدې معنى وي چې پدې علم کې يواځې جزاګانې مطالعه کېږي او امنيتي تدابير پکې نه مطالعه کېږي.
په هر صورت مونږ داسې فکر کوو چې که دغې علم ته د محبس دعلم نوم پرځاى د اجتماعي عکس العملونو يا جزايي مويداتو علم وويل شي نو دغه علم به د اعتراضونو څخه په امن کې شي خو نظر دې ته چې ټولو مولفينو او حقوق دانانو تراوسه پورې دغه علم د جزا شناسۍ د علم په نوم ياد کړى او مونږ هم همدا دجزاشناسۍ اصطلاح قبلوو او په خپل درس کې به د جزاشناسۍ اصطلاح پکار وړو.
درېم : د جزا شناسۍ روابط د نورو جنايي علومو سره:
نن ورځ جزاشناسۍ د يو مستقل علم په توګه پېژندل شوى دى چې دا علم د نورو جنايي علومو سره نيژدې روابط لري يعنېدغه علم د نورو جنايي علومو سره متقابله همکاري لري چې دهغې جملې نه خاصتاً د جزاشناسۍ او حقوق جزا روابط له يوې خوا او د جزاشناسۍ او کرنيمولوژي ترمنځ د بلې خوا نېژدې روابط وجود لري چې هر يو يې په جلا جلا توګه مطالعه کوو:
١ : د جزاشناسۍ روابط د حقوق جزا :
حقوق جزا هغه علم دى چې جرمي اعمال او حرکات تعريف او توصيفوي او د هغې مسولين اومرتکبين مشخص کوي او د هغوى په وړاندې لازم اجتماعي عکس العملونه پيښي کوي نو جزاشناسي د حقوق جزا سره متقابله همکاري لري پدې معنى چې د يوې خوا حقوق جزا د جزا شناسۍ سره او د بلې خوا جزاشناسي د حقوق جزا سره متقابله همکاري کوي.
الف : د حقوق جزا همکارۍ له جزا شناسۍ سره:
حقوق جزا د جزا شناسۍ سره په بعضو مواردو کې نيژدې همکاري لري ، د مثال په توګه جزا شناسي په مجرمينو باندې د اجتماعي عکس العملونو د تطبيق بهترين شکل دهغوى د اصلاح په خاطر تعينوي ، نو دغه مجرمين د حقوق جزا له خوا جزاشناسي ته معرفي کېږي او د بلې خوا په مجرمينو باندې د اجتماعي عکس العملونو د تطبيق حکم د حقوق جزا د قواعدو پرنسيپونو په اساس کېږي چې د تطبيق څرنګوال يې بيا د جزاشناسۍ پورې اړه لري نو له دې دوو نګاوڅخه مونږ د حقوق جزا همکارۍ دجزا شناسۍ سره ليدلى شو.
ب : د جزا شناسۍ همکاري له حقوق جزا سره:
په متقابله توګه جزاشناسي هم د جزا سره مرسته او همکاري کوي يعنې لکه څرنګه چې ټول جنايي علوم دهغې جملې نه جزاشناسي علاقه لري چې مجرمين اصلاح او تربيه شي او ټول جنايي علوم په تېره بيا جزاشناسي علاقه لري چې جامعه دې د مجرمينو د ضررونو او مزاحمتونو په مقابل کې حمايه شي نو دغه دوه هدفه هغه وخت ښه ترسره کېدى شي چې د اجتماعي عکس العملونه په ډېر ښه او بهترين شکل وټاکل شي او بيا تطبيق شي چې بهترينه طريقه يې مونږ ته جزا شناسي راښايي ، او جزا شناسي د حقوق جزا د اهدافو لپاره کار کوي ترڅو برارورده شي .
٢ : د کرينمولوژي روابط د جزاشناسۍ سره:
کرينمولوژي هم د يو جنايي علومو د جملې څخه دى چې په عمومي ډول دا علم د جرم علل او عوامل مطالعه کوي او دهغې د محوې او نابودۍ لپاره د حل لاره پيشنهادوي او همدارنګه کرينمولوژي دمجرمينو وضعه او شخصيت مطالعه کوي او د مجرمينو د اصلا او تربيې لپاره لازمې او مناسبې طريقې پيشنهادوي نو کرينمولوژي دجزاشناسۍ سره نيژدې روابط لري يعنې دا چې له يوې خوا کرينمولوژي د جزاشناسۍ سره او د بلې خوا جزاشناسي د کرينمولوژي سره متقابله همکاري کوي.
الف : د کرينمولوژي همکاري د جزا شناسۍ سره:
مونږ مخکې وويل چې کرينمولوژي د يوې خوا د جرم علل او عوامل مطالعه کوي او د هغې دمنځه وړلو لپاره کار کوي او د بلې خوا د مجرمينو د شخصيت او وضعې او همدارنګه د مجرمينو د اصلاح او تربيې څخه بحث کوي او جزاشناسۍ لکه څرنګه چې د اجتماعي عکس العملونو بهترين طرز او تعينوي نو دلته جزاشناسي د جزا د تطبيق په وخت کې معمولاً د کرينمولوژي معلوماتو څخه استفاده کوي يعنې جزا شناسي د جزا د تطبيق په وخت کې د کرينمولوژي د معلوماتو سره سم د مجرم وضعه او حالت په نظر کې نيسي او هم دجرم علل او عوامل په نظر کې نيسي او بيا ورباندې اجتماعي عکس العملونه په داسې شکل تطبيق کوي ترڅو د يوې خوا مجرم اصلاح او تربيه شي او د بلې خوا جامعه دفاع او حمايه شي نو دلته دکرينمولوژي همکاري د جزاشناسۍ سره په ښه توګه کيدلاى شو.
ب : د جزا شناسۍ همکاري د کرينمولوژي سره :
په متقابله توګه جزاشناسي هم د کرينمولوژي سره همکاري کوي ځکه مخکې مو ولوستل چې کرينمولوژي د مجرمينو شخصيت ، وضعه او حالت مطاله کوي او دهغې د اصلاح او تربيې لپاره ځنې فرضيې پيشنهادوي او هغه بيا د جزاشناسۍ لپاره ورکوي ترڅو هغه په عمل کې په مجرمينو باندې تطبيق کړي او د هغه مثبت والى او يا منفي والى ثابت کړي چې نتيجه يې څرنګه ده ، نو جزاشناسي بيا دغه فرضيې له ځان سره ساتي او هغه بيا په مجرمينو باندې تطبيق کوي که چيرې يې نتيجه مثبته وي نو هغه بېرته کرينمولوژي ته لېږي او د فرضيې د ښې او مثبتې نتيجې څخه ورته اطلاع ورکوي ترڅو هغوى دغې فرضيې ته نور هم انکشاف ورکړي خو که چيرې منفي وي نو پدې صورت کې هم کرينمولوژي ته اطﻻع ورکوي ترڅو هغوى د فرضيې د نامطلوب والي او نادرست والي څخه جزيي او هغه فرضيه باطل کړي يعنې په حقيقت کې جزاشناسي د کرينمولوژي لپاره د لابراتوار حيثيت لري يعنې کوم هدايات ،مشورې او لارښوونې چې کرينمولوژي يې د مجرمينو د اصلاح او تربيې پخاطر پيشنهادوي نو جزاشناسي بيا هغه د خپلو تجاربو او زده کړو سره يو ځاى په عمل کې په مجرمينو باندې امتحان کوي په هر حال د جزاشناسۍ اوکرينمولوژي همکاري دومره قريبه ده چې نن ورځ هم اکثره علماء د کرينمولوژي او جزاشناسي کتابونه په يو جلد کې ليکي يعنې د يو واحد کتاب په اوله برخه کې د کرينمولوژي موضوعات توضيح کوي او په دويمه برخه کې يې د جزاشناسۍ موضوعات او مطالب توضيح او تشريح کوي نونسبت نورو جنايي علومو ته نوموړي دوه جنايي علوم سره زيات نيژدېوالى او متقابله همکاري لري.
په هر صورت لکه څرنګه چې مونږ په مقدمه کې د جزاشناسۍ په تعريف کې ولوستل چې جزاشناسي داجتماعي عکس العملونو د تطبيق د طرز او شوى د تعين څخه دمجرمينو د اصلاح او تربيې پخاطر بحث کوي نودوى تعريف څخه معلومېږي چې د جزاشناسۍ په متم کې بايد دوه ډوله موضوعات شامل وي لومړى اجتماعي عکس العملونه او د هغې ډولونه او دويم د مجرمينو اصلاح او تربيه نو مونږ دخپل درس په لومړۍ برخه کې اجتماعي عکس العملونه او دهغې ډولونه مطالعه کوو او په دويمه برخه کې دمجرمينو اصلاح او تربيه مطالعه کوو:
جزا شناسي (Penology)
مقدمه ( عمومي معلومات ) لومړۍ برخه اجتماعي عکس العملونه او دهغې ډولونه دويمه برخه دمجرمينو اصلاح او تربيه
5. مقدمه لومړى فصل جزاګانې دويم فصل امنيتي تدابير
مقدمه لومړى بحث د جزاګانو اهداف دويم بحث د جزاګانو خصوصيات درېم بحث د جزاګانو انواع او اقسام
مقدمه لومړى پراګراف اخلاقي اهداف دويم پراګراف تنبيهي هدف درېم پراګراف اصلاحي هدف څلورم پراګراف د جامعې د حمايې او دفاع هدف
لومړۍ برخه اجتماعي عکس العملونه او دهغوى ډولونه:
اجتماعي عکس العملونه د جامعې د هغې عکس العملونو څخه عبارت دي چې معمولاً د حکم دقاطعيت څخه وروسته په مجرمينو باندې تطبيق کېږي کله چې مونږ معمولاً وايو يعنې اکثراً نو دلته استثناء لپاره ځاى پيدا شو يعنې استثناء د محکمې د حکم د قاطعيت څخه دمخه هم اجتماعي عکس العملونه تطبيق کيداى شي خو جزاګانې په هيڅ صورت سره دمحکمې د حکم د قاطعيت څخه دمخه تطبيق کيداى نشي چې اجتماعي عکس العملونه بيا په دوه ډوله دي يو جزاګانې او بل امنيتي تدابير دي چې مونږ په لومړي فصل کې جزاګانې اوپه دويم فصل کې امنيتي تدابير مطالعه کوو:
لومړى فصل : جزاګانې
مقدمه: جزاګانې د اجتماعي عکس العملونو يو ډول دى چې د محکمې د حکم د قاطعيت څخه وروسته په ټولو مسوول مجرمينو باندې د (عاقلو، بالغو ، غيرمکره) تطبيق کېږي او په غير عاقلو ، غيربالغو مجرمينو باندې امنيتي تدابير تطبيق کېږي.
ددې لپاره چې د جزاګانو په هکله زيات معلومات پيدا کړو ، نو ددوى مبحثونو په خمق کې مطالعه کوو يعنې لومړى د جزاګانو اهداف دويم د جزاګانو خصوصيات او درېم د جزاګانو انواع او اقسام مطالعه کوو:
لومړى بحث : د جزاګانو اهداف :
مقدمه :
په پخوا زمانو کې يعنې ډېر پخوا جزاګانو يواځې يو هدف لاره هغه هم يواځې دمجرمينو څخه انتقام اخېستل و ، يعنې په پخوا وختونو کې جزاګانې پدې خاطر تطبيق کيدې ترڅو دمجرمينو څخه غچ او انتقام واخېستل شي او بل هيڅ هدف د جزاګانو په تطبيق کې په نظر کې نيول کيده ، همدا علت و چې په مجرمينو باندې ډيرې بې رحمانه جزاګانې تطبيق کيدې لکه په اور کې د مجرم اچول ، ژوندى په خاورو منډل ، په سيندونو کې دمجرمينو اچول ، دګاډيو پيسې د مجرمينو تړل ، قين اوقانه کول ، دمجرمينون په سرونو باندې د ويلي شوو صربو اچول ، ژوندى پوست کوي د مجرمينو د بدن د عضوو پرې کول ، د حلاجي څخه د مجرمينو ويستل ، دمجرمينو په سترګو کې نشتر وهل ، دمجرمينو د سترګو ويستل او بيا د چونې څخه ډک ، دګرمو اوسپنو ايښودل دمجرمينو په بدن باندې .
ددې بې رحمانه جزاګانو د تطبيق علت دا و چې د هغې وخت خلک پدې عقيده و چې که هر څومره په مجرمينو باندې سختې او شديدې جزاګانې تطبيق شي نو د مجرمينو څخه به ښه انتقام واخېستل شي نو په همدې خاطر به د جزاګانو په سخت تطبيق کې افتخار موجود و ترڅو مجرمين په ښه توګه زجر او شي او ورڅخه انتقام واخېستل شي پدې معنى چې انتقام اخيستونکى به پدې ډېر افتخار او وياړ کاوه چې د جرم څخه ډېر سخت انتقام واخېست او که چيرې به انتقام اخيستونکى د جزا په تطبيق کې د ملايمت او نرمۍ څخه کارواخېسته نو دې کار دهغه په بې همتۍ ، بې شهامتۍ او بې زړه توب باندې دلالت کاوه خو خوشبختانه چې د يوې خوا د تاريخ په اوږدو کې د ديني او مذهبي قواعدو په رامنځ ته کيدو سره او دښې خوا د علماو او پوهانو دانتقادونو او اعتراضونو په وجه چې د حقوق جزا په هکله يې وکړل او په دې هکله يې ليکنې وکړې مقالې ، کتابونه او رسالې يې چاپ کړې او پدې رابطه يې سمينارونو اوکنفرانسونو داير کړل او د حقوق جزا په هکله يې يو څه پيشنهادونه ارايه کړل او د اکثرو بې رحمانه جزاګانو په عوض يې نورې جزاګانې پيشنهاد کړې چې بالاخره د جزاګانو په وضع او تطبيق کې ځنې تغيرات رامنځ ته شول او حتا د جزاګانو په اهدافو کې يوکلي تغير رامنځ ته شو خلاصه دا چې نن ورځ اکثره جزاګانې د انتقام اخېستنې په خاطر په مجرمينو نه تطبيق کېږي بلکه د جزاګانو په تطبيق کې بعضې نور لوړ او انساني اهداف په نظر کې نيول کېږي چې په عمومي ډول سره دا اهداف په څلورقسمه دي :
١ : اخلاقي هدف ٢: تنبيهي هدف ٣: اصلاحي هدف ٤: دجامعې د حمايې او دفاع هدف چې هر يو ددې هدفونو څخه مونږ په جلا جلا توګه مطالعه کوو:
لومړى پراګراف : اخلاقي هدف :
د جزاګانو دمهمترينو هدفونو د جملې څخه يو هم اخلاقي هدف دى ، د اخلاقي هدف څخه مقصد دادى چې اخلاق هميشه انسانانو ته د ښو اعمالو په کولو او د بدو اعمالو په نه کولو سره توصيه او لارښوونه کوي او لکه څرنګه چې د ځمکې پرمخ زيات موجودات وجود لري چې دهغې جملې څخه انسانان د ښه عقل ،تميز او شعور خاوندان دي چې د ښو او بدو اعمالو تفکيک سره په ښه توګه کولاى شي نو که چيرې انسانان د ښو اعمالو او حرکاتو پرځاى بد اعمال سرته ورسوي نو دا به په حقيقت کې د ټولو څخه لومړى د اخلاقي اصولو او پرنسيپونو څخه سرغړونه وي ، نو کله چې انسانان بداعمال سرته رسوي نو طبعاً چې دوى دغه بداعمال په شعوري او اګاهانه ډول سرته رسوي نو اخلاق دا ايجابوي چې هغوى بايد دغو بدو اعمالو په مقابل کې بد وګوري يا په بل عبارت اخلاق دا حکم کوي چې دا ډول اشخاص بايد مجازات شي او دخپلو بدو اعمالو په مقابل کې بدپاداش وګوري ، چې په دې اړوند يو عاميانه متل هم وجود لري چې وايي : چې بد ګرځې ، بد به پرځې نو کله چې يو څوک ښه او بد اعمال تفکيک کولاى شي او بيا هم بداعمال سرته ورسوي نو په حقيقت کې هغه اجتماعي نظم کوي ، نو ددې لپاره چې دغه مختل شوي حالت بېرته اعاده شي نو بايد پهاخلال کوونکي شخص باندې مجازات تطبيق شي نو دا چې مجرمين ولې مجازات کېږي ؟ دا پدې خاطر چې اخلاقي نظم بېرته اعاده شي.
د اخلاقي هدف د مهمترينو طرفدارانو د جملې څخه يو هم ايمانويل کانټ (Emanual kant) نومېږي چې هغه يو احماني فيلسوف دى او د يو جزايي مکتب مشر دى چې دا مکتب د مطلقه عدالت په نوم يادېږي يعنې کانټ په مطلقه توګه د عدالت غوښتونکى دى او وايي چې عدالت بايد په مطلق ډول تطبيق شي يعنې هيڅ مجرم بايد بې له جزا څخه پاتې نشي کانټ په دې هکله دومره اسرار کوي او وايي چې که چيرې په دونيا کې عدالت او صداقت له منځه ولاړ شي نو د انسانانو ژوند او حيات به بې مفهومه شي کانټ د عدالت او صداقت په اړوند په (١٨) م قرن کې اظهار د عقيدې کړى دى ، خو خوشبختانه چې د (١٨) قرن څخه قرنونه قرنونه مخکې دې موضوع ته په قران عظيم الشان کې د الاالقام په سورت کې اشاره شوې ده :
وقمت کلمت ربک صدقاً و عدلاً لامبدل لکلمته وهوالسميع العليم
ترجمه : ټولې خبرې او ويناوې ستا د پروردګار صحي ،درستې او پر انصاف سره دي او هيڅوک دهغه خبرو ته تغيرورکوونکي او بدلوونکي نه دي او هغه اوريدونکى او دانا ذات دى
د اخلاقي هدف په وړاندې کانټ دومره اسرار کوي او وايي چې هر مجرم بايد د خپل بدعمل جزا او پاداش وګوري او که دهغې جزا تطبيق نه مجرم ته او نه جامعې ته څه ګټه او مفيديت ولري ځکه کانټ وايي چې بد کوونکى بايد بدوګوري او دخپلې دغې ادعا د ثبوت او وضاحت لپاره يو مثال بيانوي : يعنې يوه افسانه (قصه) بيانوي چې هغه د متروکه جزيرې د تخيلي افسانې په نوم شهرت لري، هغه دغه تخيلي افسانه داسې بيانوي:
داسې فرضوو چې په يو ځاى کې ډېرو اوبو په منځ کې يوه جزيره پرته ده ، چې په هغې کې يو شمېر انسانان سکونت کوي البته ډېر وخت څخه راپدې خوا چې بالاخره بيا ددې جزيرې نفوس بيخي زياتېږي او نور هغوى نشي کولاى چې پدې جزيره کې ژوند وکړي يعنې پدې جزيره کې ورته نور اوسيدل مشکل شوي وي يعنې دژوند اسباب او وسايل نور مخ په خلاصيدو وي لکه دزراعت لپاره ځمکه ورته کفايتنه کوي همدارنګه دې ځاى اب وهوا او نور محيطي شرايط ددې منطقې د اتباعو لپاره کفايت نه کوي او په نهايت کې ددې ځاى (جزيرې) اوسيدونکي تصميم نيسي چې په دسته جمعي شکل سره په دغه جزيره کې سرک کوي او نورو ځايونو يا مناطقو ته په هجرت کوي او هيڅوک به پدې جزيره کې نه پاتې کېږي.
نو کانټ وايي کچيرې پدغسې يوه ټولنه کې چې خلک يې سره په مطلقه توګه جلاکېږي او هغه ټولنه ترک کوي ، نو که چيرې مخکې دترکيدو څخه يامخکې ددې څخه چې مهاجر شي او يو څوک ددې جزيرې يو بد عمل يا جرم سرته ورسوي نو پکار ده چې دغه بدکوونکى په همدې ځاى او منطقه کې خپله جزا او پاداش وګوري نو دده نظر او عقيده داسې ده چې ولو که ددغسې يوې منطقې او ټولنې خلک چې هغه په مطلق او دايمي شکل سره هغه ترکوي او ورڅخه مهاجرت کوي نو هغه مجرم شخص بايد خپله جزا وګوري سره ددې چې مجازات کول نه د مجرم لپاره او نه هم ددغې ټولنې لپاره څه ګټه او مفيديت ولري ځکه دغه ټولنه نوره د درېم ځل لپاره ويجاړېږي او نور پدې ټولنه کې څوک نه پاتې کېږي نو دده په عقيده اخلاق دا ايجابوي چې دغسې يو مجرم شخص بايد په همدغه جزيره کې دخپلو بدو اعمالو پاداش وګوري نو ځکه کانټ په مطلقه توګه دا عدالت غوښتونکى دى . په هر حال په هغه شکل چې کانټ د جزاګانو د اخلاقي هدف په اړه تاکيد کوي ، په هغې شکل نن ورځ په نظر کې نه نيول کېږي او يو څه تغيرات او بدلونونه د جزاګانو په اخلاقي هدف کې رامنځ ته شوي دي يعنې يو څه سهولت او نرمي رامنځ ته شوې خو ددې خبرې يادونه ضروري ده چې باوجود ددې چې نن ورځ اخلاقي هدف د پخوا په شان په نظر کې نه نيول کېږي مګر بيا هم تر يو حده پورې دغه اخلاقي هدف د جزاګانو په تطبيق کې نيول کېږي ،چې مونږ کولاى شو د اخلاقي هدف په نظر کې نيول په لاندې دلايلو سره واضح کړو:
لومړى : د جرايمو تصنيف په لحاظ:
نن ورځ دنړۍ په اکثرو قوانينو کې جرايم په درې برخو تقسيم شوي دي : ١: قباحات ٢: حنجات ٣: جنايات چې په دې تصنيف کې حتماً اخلاقي اصول او ملاحظات په نظر کې نيول شوي دي ، په دې معنى چې که چيرې په يو جرم کې د اخلاقي اصولو څخه په کمه اندازه سرغړونه وشي نو هغه ته قباحات ويلى شو چې جزا به يې هم کمه وي او که چيرې په يو جرم کې د اخلاقي اصولو څه په متوسطه توګه سرغړونه شوې وي ، نو بيا هغه ته جنحه ويلاى شو او د جنجې جزا به مجرم ته ورکول کېږي او که چيرې په يو جرم کې داخلاقي اصولو څخه په زياته پيمانه سرغړونه شوي وي نو هغه ته بيا جنايت ويل کېږي او سخته او سنګينه جزا مجرم ته ورکول کېږي.
دويم : دمجرمينو دتصنيف په لحاظ:
نن ورځ په عام شکل ټول مجرمين په دوه ډوله دي ، يعنې مسوول او غيرمسوول مجرمين چې مسوول مجرمين بالغ ، عاقل او غير مکره اشخاص دي او غير مسوول مجرمين غيرعاقل ، غيربالغ او مکره اشخاص دي.
نو ددې تصنيف بندۍ اساس هم اخلاقي اصول او پرنسيپونه دي يعنې مسوولو مجرمينو ته ځکه مسوول مجرمين وايي چې هغوى ازاده اراده لري يعنې ددوى اراده او نيت په جرم کې دخيل وي ياپه بل عبارت هغوى دهر څه څخه لومړى اخلاقي تقصير لري او غير مسوول مجرمين اصلاً ازاده اراده نه لري نو طبعاً چې اخلاقي تقصير هم نه لري ، نوځکه نه مجازات کېږي.
درېم : د مجرم د پخواني (ګذشت حالت ) په لحاظ :
نن ورځ د جنايي علومو د ترقۍ او انکشاف له مخې علاوه لري چې دمجرم فعلي او اينده وضعه او حالت په نظر کې نيول کېږئ دهغه پخوانى (ګذشته) حالت او وضعه هم په نظر کې نيول کېږي يعنې يوې مجرمې حادثې ته د رسيده ګۍ په وخت کې دمجرم پخوانى جرمي يا غير جرمي سوابقو ته هم توجه کېږي او په نظر کې نيول کېږي نو پدې توګه که چيرې يو مجرم مخکې يا پخوا هم کوم جرم ترسره کړى وي نو هغه د متکرر مجرم په نوم پېژندل کېږي او سخت مجازات ورته ورکول کېږي ځکه د هغه اخلاقي تقصير زيات شوى وي او برعکس که چيرې پخوانى جرمي سابقه ونه لري يعنې اخلاقي تقصير يې همدا لومړنۍ تقصير وي نو بيا يې هغسې مجازات سخت او سنګين نه وي لکه څرنګه چې د يو متکرر مجرم وي
دويم پراګراف : تنبيهي هدف :
د جزاګانو د مهمو هدفونو د جملې څخه دويم هدف تنهبيهي هدف څخه مقصد دادى چې جزاګانې د پند او عبرت سبب ګرځي يعنې هم مجرم ته او هم د جامعې نورو وګړو ته نو ددې مفهوم څخه معلومېږي چې تنبيه په دوه ډوله ده يو فردي تنبه ، او بله اجتماعي تنبه
١: فردي تنبه هغه تنبه ده چې د جزاګانو په تطبيق سره مجرم په فردي شکل سره پند او عبرت اخلي ، يعنې مجرم د جزا په تطبيق سره په اينده کې د جرم د ارتکاب څخه منعه کېږي او په اينده کې بيا کوم جرم کولو ته نه نيژدې کېږي.
٢: اجتماعي تنبه پدې معنى ده چې کله په مجرم باندې مجازات تطبيق کېږي نو دجامعې نور وګړي هم دهغې دمجازات کولو څخه پند او عبرت اخلي ، يعنې دجامعې افراد داسې فکر کوي چې که دوى هم ددغې مجرم په څېر جرمي اعمال او حرکات ترسره کړي ، نو عيناً به ددغې مجرم په څېر مجازات کړل شي نو پدې ترتيب سره دجامعې نور وګړي هم سرزنش کېږي او عبرت اخلي ځنې علماء د جزاګانو تنبيهي هدف ته د جزاګانو د مفيديت هدف هم وايي يعنې جزاګانې په مجرمينو باندې ځکه کېږي چې دا د هغوى لپاره مفيدې او موثرې تمامېږي ، مفيدې پدې معنى چې لومړى پخپله دمجرم لپاره مفيدې تمامېږي او په دويم قدم کې د جامعې لپاره هم مفيدې او موثره تمامېږي يعنې د مجرمينو لپاره ځکه مفيدې تمامېږي چې د جزاګانو په تطبيق سره مجرم اصلاح او تربيه کېږي او په اينده کې بيا جرايم نه ترسره کوي او د جامعې لپاره هم لهدوه نګاو څخه مفيدې تمامېږي .
١: کله چې په مجرم باندې جزا تطبيق کېږي نو جامعه د مجرمينو په مقابل کې حمايه کېږي يعنې جامعه د مجرمينو د ضررونو په امن کې کېږي د جزاګانو د مفيديت د هدف څخه د حقوق جزا کلاسيک مکتب زياته طرفدارى کوي چې نوموړى مکتب د (١٨) م قرن په اواخرو کې منځ ته راغلى دى د حقوق جزا کلاسيک مکتب د جزاګانو په مفيديت باندې دومره تاکيد کوي چې حتا دغې مکتب په دې هکله يو فرمول ايجاد کړى يعنې يوه وجيزه يې رامنځ ته کړې چې هغه په لاندې ډول ده:
مجرمين بايد مجازات شي ولې (نه د هغه څخه زيات چې مفيد وي ) پدې معنى چې مجرمين بايد په هغه اندازه مجازات شي چې هغه ورته مفيد او موثر واقع شي خو وروسته بيا د (١٩) م په اوايلو کې دنيو کلاسيک مکتب منځ ته راغى نو ددې مکتب سره دا تشويش پيدا شو چې داسې نه چې (مبادا) د جزاګانو دمفيديت په نامه او بهانه باندې د جزاګانو په تطبيق کې زيادت او افراط وشي نو نظر همدې تشويش ته دغې مکتب د کلاسيک د مکتب پورتنى فرمول تکميل کړ او دهغې فرمول يې يو بل فرمول وراضافه کړى يعنې مجرمين بايد مجازات شي ولې ( د هغه څخه زيات چې مفيد وي) اونه دهغه څخه زيات چې عادلانه وي ) .
ددې فرمول معنا داده چې مجرمين بايد مجازات شي خو له يوې خوا په هغه اندازه چې مفيد وي او د بلې خوا په هغه اندازه چې عادلانه ي په عمومي توګه هغه کسان چې د جزاګانو د تنبيهي هدف ياد جزاګانو دمفيديت دهدف څخه زياته طرفداري کوي ، دوى په مجرمينو باندې د سختو او شديدو جزاګانو د تطبيق طرفدار دى ، ځکه دهغوى په عقيده هرڅومره چې جزا شديده وي نو دهغې څخه هم مجرم اوهم د جامعې نور وګړي ښه پند او عبرت اخلي او برعکس که هرڅومره جزاګانې سپکې او نرمې وي نوتنبيهي هدف يې ښه نه ترسره کېږي يعنې نه مجرم او نه د جامعې نور وګړي دهغې څخه مثبت پند او عبرت اخلي
دا چې ايا د جزاګانو د تنبيهي هدف يا د مفيديت دهدف او د جزاګانو د شدت ترمنځ کومه مستقيمه رابطه او تناسب وجود لري اوکنه ؟ پدې هکله تراوسه پورې کومه قطعي نتيجه نه ده ترلاسه شوې او دا موضوع د علماو ترمنځ يو د اختلاف موضوع ده په همدې خاطر په (١٩٥٦ م) کال کې کله چې د ايټاليا د ميلان په ښار کې د اجتماع دفاع د مکتب څلورمه کنګره دايره شوه نو پدې کنګره کې فيصله وشوه چې د جزاګانو د شدت او دهغوى د تنبيهي تاثيراتو ترمنځ د يوې رابطې د پيداکولو په خاطر بايد يو سلسله علمي تحقيقات ترسره شي چې بيا وروسته د همدې کنګرې د فيصلې په اساس په بعضو هېوادونو کې لکه د امريکا په متحده ايالاتو کې ، کاناډا او فرانسې کې بعضې علمي تحقيقات ترسره شول خو متاسفانه چې دغه علمي تحقيقات يوې نهايي (مطلقې) نتيجې ته ونه رسيدل يعنې په کلي توګه داسې يوې نتيجې ته ونه رسيدل چې ايا د تنبيهي هدف او دجزاګانو دشدت ترمنځ يوه مطلقه يا نسبي رابطه وجود ولري.
په هر صورت يو شمېر علماء په دې عقيده دي چې د جزاګانو د تنبيهي هدف او دجزاګانو دشدت ترمنځ يوه مستقيمه رابطه وجود نه لري ځکه دوى وايي چې په عمل کې ليدل کېږي چې په بعضو مجرمينو باندې سره ددې چې ډيرې سختې او شديدې جزاګانې تطبيق کېږي خ بيا هم مجرمين جرايم ترسره کوي نو دوى وايي چې که چيرې د جزاګانو د تنبيقي هدف او د جزاګانو د شدت ترمنځ کومه مستقيمه رابطه موجود واي نو بايد مجرمينو د شديدو جزاګانو د تطبيق څخه وروسته هيڅکله جرايم نه واى ترسره کړى همدارنګه په عمل کې ليدل کېږي چې د جامعې ځنې افراد باوجود ددې چې په مجرمينو باندې د سختو او شديدو جزاګانو د تطبيق حالت ګوري اويايې اوري مګر هغوى بيا هم د جرمي اعمالو مرتکب ګرځي يعنې هغوى هم د مجرمينو په شان د جرم مرتکب کېږي نو بيا هم ويلاى شو چې که چيرې د جزاګانو د تنبيهي هدف او دجزاګانو د شدت ترمنځ مستقيمه رابطه موجود وي نو دجامعې افراد بايد هيڅکله د جرايمو مرتکب شوي نه واى همدارنګه د (٢٠) م قران په اوايلو کې يوانګليسي عالم چې (Arther kostler) نوميده ، هغه په (٢٥٠) تنو مجرمينو باندې چې د اعدام په جزا باندې محکوم شوى و يو لړعلمي څېړنې ترسره کړې چې ددې تحقيقاتو په نتيجه کې د (٢٥٠) تنو مجرمينو د جملې څخه (١٧٠) تنه هغه مجرمين و چې دوى هر يو د خپل محکوميت څخه د مخه يو يا څو تنه مجرمين د سختو او شدت ترمنځ يوه مستقيمه رابطه وجود نه لري.
همدارنګه نوموړى عالم پدې هکله يو حکايت يا قيصه هم بيانوي او وايي چې :
يو وخت په انګلستان کې کيسه بران ډېر زيات شول چې هميشه به په کې خلک اذيت او چور کول بلاخره دولت يو شمېر کيسه بران ونيول او په هغوى باندې د اعدام حکم صادر کړ او خلکو ته يې اعلان وکړ چې دغه کسان (کيسه بران) په فلانۍ ورځ باندې په دا ځړول کېږي او هر څوک چې وغواړي هغوى دغه صحنه ليدلاى شي نو دغه عالم وايي چې په هماغه ورځ چې يو شمېر کيسه بران په دار باندې ځړيدل او زيات شمېر خلکو دغه صحنه په خپلو سترګو ليدله ، خو متاسفانه چې په هماغه ورځ باندې چې خلک دمجرمينو داعدام کيدلو د سيل لپاره تللي و په هماغه ورځ هم د زيات شمېر کسانو جيبونه وهل شوي و او ورڅخه غوڅ شوي و نو دوى حکايت څخه په وضاحت سره معلومېږي چې د جزاګانو تنبيهي هدف د جزاګانو د شدت او سخت والي سره مستقيمه رابطه نه لري.
همدارنګه ايټالوي سيزار بيکاريا په خپل معروف کتاب کې چې د جرايمو او جزاګانو په نوم يادېږي ليکي چې دجرايمو د وقوع دمخنيوي لپاره به بهتره وي چې د جزاګانو د شدت او وضاحت پرځاى د جزاګانو د تطبيق واقعيت او ضمنيت په نظر کې ونيول شي يعنې دا چې جزاګانې بايد واقعاً او حتماً په مجرمينو باندې تطبيق شي او هيڅ مجرم دجزاګانو دتطبيق څخه په غير پاتې نشي او هيڅ مجرم بايد ونشي کړاى چې د جزا د تطبيق څخه ځان وژغوري نو پدې صورت کې که جزاګان ملايمې او نرمې هم وي نو تنبيهي اهداف به يې ډېر وي او دجرايمو د ارتکاب مخنيوي به وکړاى شي يعنې خلک به جرايمو ته نه نيژدې کېږي خو برعکس که جزاګانې هر څومره شديدې او وخيمې هم وي ، خو که د جزاګانو د تطبيق حتميت او واقعيت چيرې په نظر کې ونه نيول شي او مجرمينو ته د جزا د تطبيق څخه د ژغورلو لارې چارې موجود وي ، نو پدې صورت کې به دجزاګانو تنبهي تاثيرات هم کم وي او د جرايمو ارتکاب په مخنيوي کې به هم موثر واقع نشي او خلک به د جرايمو ارتکاب ته نور هم تشويق او ترغيب شي.
درېم پراګراف : اصلاحي هدف :
نن ورځ د جزاګانو دمهمو هدفونو دجملې نه يوهم اصلاحي هدف دى ، حتا تر دې چې د دوه مخکنيو هدفونو څخه نن ورځ دغسې هدف ته زياته توجه او پاملرنه کېږي يعنې نن ورځ حقوق پوهان پدې عقيده دي چې هغه جزاګانې بايدپه مجرمينو باندې تطبيق شي چې هغه د مجرمينو داصلاح اوتربيي سبب وګرځي همدا علت دى چې نن ورځ هم د حکم د صدور په وخت کې او هم د جزاګانو د تطبيق په وخت کې دمجرم شخصيت او د هغه د وضعه او حالت په نظر کې نيول کېږي يعنې معمولاً قاضي د مجرم د شخصيت سره سم حکم صادروي او د مجرم اصلاح او تربيه په نظر کې نيسي او همدارنګه د جزا د تطبيق په وخت کې خاصتاً د حبس د جزا د تطبيق په وخت کې د محبس اداره د مجرم شخصيت په نظر کې نيسي او د هر مجرم د شخصيتسره مناسب ورته د جزا د تطبيق څرنګوالى تعينوي نظر همدې اصلاحي هدف ته نن ورځ حقوق پوهان پدې عقيده دي چې حتا د محبس يا زندان نومونه هم بايد تغير کړي او پدې ارګانونو اوموسساتو باندې بايد داسې نومونه کيښوول شي چې هغه په مجرمينو باندې بد تاثيرات ونه غورځوي او يا په مجرمينو کې احساس د حقارت او کمي او بدبينۍ ايجاد نکړي اوځنې عقدې اوکينې ورسره پيدا نشي مثلاً ځنې حقوق پوهان پيشنهاد کوي چې محبس ته بايد پښېمان ځاى ، اصلاحي مرکز او يا درمان ځاى او داسې نور نومونه واخېستل شي په همدې توګه اصلاحي هدف په بناء نن ورځ په حقوق جزا کې اکثراً کوشش کېږي ترڅو حدالوس مجرمين د حبس د فاسد محيط څخه ليرې وساتل شي ترڅومجرمين هلته نور هم فاسد نشي ، په همدې خاطر نن ورځ په حقوق جزا کې د مجازاتو د تنفيذ طريقه او يا د مشروطه ازارۍ طريقه رايج او قبول شوې ده او نن ورځ د مجرمينو د اصلاح اوتربيې په خاطر دهمدې اصلاحي هدف په اساس حتا په بعضو مجرمينو باندې جزا تطبيق بيخي (هيڅ) لازم نه ګڼل کېږي بلکه په هغوى باندې يواځې امنيتي تدابير تطبيق کېږي لکه مجانين مجرمين شو اطفال مجرمين نيمه مجانين ،متکرر مجرمين په مخدره موادو اخته اشخاص او داسې نور.
نن ورځ په عمومي صورت سره ټولې جزاګانې په مجرمينو باندې د اصلاح هدف په خاطر تطبيق کېږي ، خو متاسفانه چې په بعضو جزاګانو کې دا هدف په نظر کې نه نيول کېږي لکه د اعدام په جزا کې ځکه مستقيماً پکې دمجرم اصلاح په نظر کې نه نيول کېږي او يواځې د جامعې اصلاح کې هدف دى.
دا نقطه هم بايد ياده شي چې کوم کسان چې د جزاګانو د اصلاحي هدف څخه زياته طرفداري کوي هغوى په مجرمينو باندې معمولاً د نرمو او ملايمو جزاګانو دتطبيق څخه طرفداري او ملاتړ کوي ځکه دوى وايي چې که چيرې په مجرمينو باندې درنې او شديدې جزاګانې تطبيق شي او اصلاحي هدف ورڅخه په اسانۍ سره ترلاسه کېږي ، نظر ددې لاندې دلايلو ته :
١: د شديدو جزاګانو په تطبيق سره شايد د مجرمينو سره ځنې عقدې کينې او حقارتونه ايجاد شي او هغه څوک چې په دوى باندې دعوه اقامه کوي نو ممکن دوى داسې فکر وکړي چې دغه اشخاص له دوى سره دشمني او حسارت کوي.
٢: امکان لري د شديدو جزاګانو په تطبيق سره مجرمينو ته ځنې صحي نيمګړتياوې او تکاليف ايجاد شي.
٣: په ځنو وختونو کې امکان لري مجرمين پخپله ځنې مريضې ګانې ، دماغي اويا روحي تکاليف ولر ي، نو د شديدو جزاګانو په تطبيق سره شايد مجرمين تلف شي ، او يا يې هم هغه پخوانۍ مريضې ګانې نورې هم زياتې اوخطرناکې شي.
څلورم پراګراف : د جامعې د حمايې او دفاع هدف :
د جزاګانو دتطبيق څلورم يا اخرينى هدف د جامعې د حمايې او دفاع هدف دى چې په حقيقت کې جزاګانې ځکه په مجرمينو باندې تطبيق کېږي چې ترڅوجامعه د مجرمينو په مقابل کې دفاع اوحمايه شي چې جامعه د جزاګانو دتطبيق په لحاظ په دوه ډولونو سره حمايه کېږي.
١: جامه په انۍ او فوري توګه د موجوده مجرمينو د ضررونو څخه حمايه کېږي ځکه هغوى د جزا په تطبيق سره تبيه کېږي او پند او عبرت اخلي.
٢: کله چې په مجرمينو باندې جزاګانې تطبيق شي نو جامعه د اينده احتمالي مجرمينو په مقابل کې حمايه کېږي امکان لري د جامعې نور وګړي په اينده کې جرايمو ته زړه ښه نه کړي ځکه د جامعې نور افراد فکر کوي چې که مونږ هم ددغو مجرمينو په څېر د جرايمو مرتکب شو نو عيناً د همدوى پشان به مجازات شو.
په حقيقت کې د جزاګانو د صلاحي هدف او د جزاګانو پواسطه د جامعې د دفاعي او حمايي د هدف ترمنځ کوم تضاد وجود نه لري يعنې امکان لريهره جزا د يوې خوا د مجرم اصلاح باعث وګرځي او هم د جامعې د حمايې او دفاع سبب وګرځي خو استثناء داسې خبره هم شته چې په هغې کې يواځې د جامعې د حمايې او دفاع هدف ترسره کېږي خو دمجرم د اصلاح هدف په کې نه ترسره کېږي لکه د اعدام جزا.
ځنې حقوق پوهان نن ورځ په دې عقيده ي چې د جزاګانو څلورم هدف چې د جامعې د حمايې او دفاع هدف دى ، هغه د جزاګانو په اهدافو کې د يو مستقل هدف په توګه وجود نه لري، په دې معنى چې د جزاګانو داهدافو دجملې څخه دوى يواځې درې هدفونه لازم ګڼي او دوى د جامعې د حمايې او دفاع هدف په تنبيهي هدف او اصلاحي هدف کې شامل بولي کله چې مجرم اصلاح او تنبه شي نو جامعه پخپله دمجرمينو په مقابل کې دفاع او حمايه کېږي.
دويم مبحث : د جزاګانو خصوصيات اومشخصات:
مقدمه لومړى پراګراف مشقتي خصوصيت دويم پراګراف تحقيري خصوصيت درېم پراګراف د معين والي خصوصيت څلورم پراګراف د غيرقابل تغير او تجديد نظر خصوصيت
جزاګانې معمولاً څلور ډوله خصوصيات لري:
مشقتي خصوصيت ، دتحقيري خصوصيت ، دمعين والي خصوصيت ، د غير قابل تغير او تجديد نظر خصوصيت ،چې هر يو يې مونږ په جلا جلا توګه مطالعه کوو:
لومړى پراګراف : مشقتي خصوصيت :
د جزاګانو د مهمو خصوصياتو د جملې څخه يو هم مشقتي خصوصيت دى ، يعنې دا چې هره جزا تر يو حده پورې د مجرم لپاره زجر او اذيت ورکوي او هيڅ يوه جزا دمجرم د خوش اينده او قابل د قبول نه ده ، دجزاګانو د مشتقي خصوصيت او د جزاګانو د اخلاقي او تنبيهي هدف تر منځ کوم تضاد او تناقص وجود نه لري بلکه ځنې حقوق پوهان عقيده لري چې د جزاګانو د اخلاقي او تنبيهي هدف او د جزاګانو د مشقتي خصوصيت ترمنځ يو مستقيم تناسب او رابطه وجود لري پدې معنى چې که هر څومره يوه جزا سخته اوشديده وي نو اخلاقي او تنبهي هدف يې په هماغه اندازه ښه ترسره کېږياو برعکس که هر څومره يوه جزا نرمه او ملايمه وي ، نو اخلاقي او تنبهي هدفونه په ښه توګه نه ترسره کېږي. خو د جزاګانو د مشقتي خصوصيت اود جزاګانو د اصلاحي هدف ترمنځ يوه مستقيمه رابطه نه بلکه يوه معکوسه رابطه وجود لري ، يعنې دا چې که د جزاګانو مشقتي جنبې زياتې وي ، نو اصلاحي جنبې به يې کمې وي او که مشقتي جنبې يې کمې وي ، نو اصلاحي جنبې به يې زياتې وي.
دويم پراګراف : تحقيري خصوصيت :
د جزاګانو دويم خصوصيت د تحقيري او رسوا کوونکي خصوصيت څخه عبارت دى يعنې هره جزا په حقيقت کې تر يوې اندازې پورې تحقيري او رسواکوونکې جنبې لري يعنې دا چې دمجرم د رسوائۍ او تحقير سبب ګرځي چې دا تحقيري جنبې په دوه ډوله دي:
١: په لومړي قدم کې مجرم خپله د خپل ځان په نسبت احساس د حقارت او بدبينۍ کوي ، او ځان ورته د نورو څخه کم او متفاوت ښکاري يعنې مجرم خپل ځان نسبت نورو ته سپک او حقير بولي.
٢: په دويم قدم کې جامعې نور وګړي هم مجرم ته د حقارت او بدبينۍ په سترګه ګوري ، يعنې دجامعې اکثره وګړي د مجرم څخه کرکه او نفرت کوي او هيڅ کومک او نېژدېوالى ورسره نه کوي
د جزاګانو تحقيري خصوصيت د جزاګانو د دوه لومړنيو هدفونو سره کوم مغايرت نه لري ، بلکه مستقيمه رابطه ورسره لري يعنې که هر څومره دجزاګانو تحقيري جنبې زياتې وي ، نو د جزاګانو اخلاقي او تنبيهي هدفونه په ښه توګه ترسره کېږي ، او برعکس که جزاګانې نرمې او ملايمې وي يعنې که تحقيري خصوصيت يې کم وي نو بيا دغه دوه هدفونه په ښه توګه ترسره کېږي ، مګر برخلاف د جزاګانو تحقيري خصوصيت د جزاګانو د اصلاحي هدف سره معکوسه رابطه لري.
په هر حال د جزاګانو د تحقيري خصوصيت په ارتباط چې کوم مهم سوال واقع کېږي هغه دادى چې ايا د جزاګانو تحقيري خصوصيت په طرف د جزاګانو د تطبيق په وخت کې وي او که دجزاګانو د تطبيق څخه به وروسته هم دغه خصوصيت دوام وکړي ؟
ددې سوال ځواب په دوه ډوله ارايه کولاى شو يو د پرنسيپ له حيثه اوبل د عمل له حيثه ( د عمل په لحاظ)
١: د پرنسيپ له حيثه : د پرنسيپ له مخې د جزاګانو د تحقيري خصوصيت دوام د جزا د تطبيق څخه وروسته وجود نه لري ،ځکه چې مجرم په حقيقت کې خپله جزا ګوري او پاداش کېږي او د جامعې په وړاندې خپل دين ادا کوي او په اينده کې هيڅ کومه پړه او ملامتيا د مجرم په غاړه نه پاتې کېږي او دجزا د تطبيق څخه وروسته د مجرم حيثيت او پرستيژ بېرته اعاده کېږي او د جامعې د نورو عادي افرادو څخه کوم تفاوت او کموالى نه لري.
٢: متاسفانه د جزاګانو د تطبيق څخه وروسته هم تحقيري خصوصيت په عمل کې ادامه پيدا کوي نظر لاندې دلايلو ته :
الف : مجرم نظر پخواني جرمي سابقې ته دخپل ځان په نسبت يو نوعه احساس دحقارت او کمي کوي
ب : د جامعې نور وګړي هم نظر جرمي سابقې ته د مجرم سره نيژدېوالى او ګډون نه کوي ، د هغه سره مرسته او کومک هم نه کوي بلکه دهغه څخه نفرت کوي .
ج : په ځنو حالاتو کې يعنې په ځنو خاصو شديدو حالاتو کې متاسفانه چې جزايي قوانين هم د تحقيري خصوصيت دوام لازم ګڼي.
د مثال په توګه د افغانستان د (١٣٥٥ ه ش) کل د جزا د قانون د (١١٣) مادې په اساس هغه کسان چې د حبس موده يې د (١٠) کلونو يا ددې مودې څخه زياته وي د حبس د مودې د تېرولو څخه راوروسته په لاندې ساحاتو کې دکارکولو حق نه لري.
١: په اردو (نظامي ساحه ) کې ٢: په دولتي ماموريت کې ٣: په وکالت کې ...
په هر صورت د تحقيري خصوصيت په اړه بايد وويل شي چې هغه کسان چې د جزاګانو د اخلاقي او تنبيهي هدف څخه زياته طرفدارى کوي ، هغوى د جزاګانو د تحقيري خصوصيت د زياتو بې طرفدارى کوي ، يعنې د هغوى په عقيده په مجرمينو باندې بايد سختې او شديدې جزاګانې تطبيق شي ترڅو هغوى ښه تحقير شي خو برعکس هغه کسان چې د جزاګانو د اصلاحي هدف طرفدار دي ، هغوى د جزاګانو د تحقيري خصوصيت د کموالي او سپکوالي څخه طرفدارى کوي ، يعنې دوى وايي چې په مجرمينو باندې بايد نرمې او ملايمې جزاګانې تطبيق شي ترڅو هغوى ښه اصلاح شي . ددې هدف د ترلاسه کيدو لپاره بايد هغه موسسات چې په هغې کې جزاګانې تطبيق کېږي دهغې کارمندان بايد په يوه اساني او هغه او د مجرم په وړاندې د مسووليت د احساس په روحيه باندې دهغوى سره برخورد وکړي او د جزا د تطبيق ځايونه بايد مناسب ځايونه اوسي او جزا بايد په دولتي کې په مجرم باندې تطبيق شي ترڅو اجتماعي روحيه پکې ژوندۍ وساتل شي نه دا چې د ګوښه ګيري ،انزوا او اجتماعي ضد روحيه په هغه کې ايجاد شي نو ددې لپاره چې مجرم د جزا د تطبيق نه وروسته ژر په جامعه جذب شي نو لازمه د چې ددې ارګانونو پرسونل مسلکي او فني اشخاص اوسي. ترڅو برخورد يې د مجرمينو سره حقيراميزه ونه اوسي بلکه انساني برخورد اوسي نو پدې نو په شايد مجرم کم احساس د حقارت وکړي او د بل کوم جرم مرتکب به ونه ګرځي.
درېم پراګراف : د جزاګانو د معين والي خصوصيت :
د جزاګانو د خصوصياتو څخه نن ورځ يو هم د جزاګانو د معين والي خصوصيت دى يعنې نن ورځ معمولاً هره جزا چې په مجرم باندې تطبيق کېږي هغه بايد د نوعيت ، کميت او اندازې په بنياد په لحاظ بلکل معينه او مشخصه وي ، چې په پخوا وختونو کې د جزاګانو د معين والي خصوصيت په نظر کې نه نيول کيده يعنې که يو عيني (يوشان) جرم به دوو کسانو کړى و ، نو قاضي کولاى شول چې يو ته زياته او بل ته کمه جزا ورکړي ، نو دا حالت ددې باعث واقع کيده چې قضاوت د جزاګانو په تطبيق کې د د سوى استفادې څخه کار واخلي ، هماغه و چې د (١٨) م قرن څخه وروسته بيا د جرايمو او جزاګانو د قانونيت پرنسيپ منځ ته راغى ، چې ددې پرنسيپ مفهوم په غيراسلامي هېوادونو کې داسې دى چې بې له قانون څخه نه جرم وجود لري او په اسلامي هېوادونو کې يې مفهوم داسې دى چې بې له اسلامي شريعيت څخه نه جرم وجود لري او نه جزا.
چې د همدې عمده پرنسيپ په اساس په حقوق جزا کې د جزاګانو د معين والي خصوصيت په نظر کې ونيول شو يعنې نن ورځ کومې جزاګانې چې په مجرمينو باندې تطبيق کېږي نو هغه بايد د شدت او وخامت تر کميت او کيفيت او بلاخره معيار او اندازې په لحاظ هم په اسلامي شريعت او هم په قانون کې بايد معيني او مشخصې دې او غيرمعيني او غير مشخصې بايدنه وي خو متاسفانه چې دجزاګانو دمعين والي خصوصيت د جزاګانو د اصلاحي هدف سره په تضاد کې واقع کېږي دليل يې دادى چې که چيرې مونږ د طب په ساحه کې وګورو ، نو يو ډاکټر ته به دا ډېره مشکله وي چې هغه دې د مريض د ښه کيدو او صحت يابۍ موده په دقيق ډول پيشيني کړاى شي نو په همدې توګه که په يو مجرم باندې د محکمې له خوا د پنځو (٥) کلونو د حبس د تيرولو په موده کې اصلاح نشي نو اياپدې صورت کې به د جامعې لپاره دا خطر او ضرر نه وي چې يو غير اصلاح شوى مجرم بېرته جامعې ته خوشي کړي؟
خو متاسفانه ددې مشکلاتو د حل لپاره يوه دقيقه دحل لاره وجود نه لري ځکه هر ډول د حل لاره دلته د جرايمو اوجزاګانو د پرنسيپ سره چې يومهم پرنسيپ دي په ټکر او تصادم کې واقع کېږي ، او يوه فرعي د حل لار چې په نظر کې نيول کېږي هغه داده چې :
نن ورځ قضاتو ته د اصلاحيت ورکړ شوى دى ، چې د مجرمينو د شخصيت او وضعې په نظر کې نيولو سره هغوى ته د حداقل او حداکثر ترمنځ جزاګانې تعين کړي ، مثلاً که چيرې جرم قباحت وي نو د (٢٤) ساعتونو څخه تر (٣) مياشتو پورې ورنه د حبس موده وټاکي.
که چيرې جرم جنجه وي نو د حبس موده ورته د (٣) مياشتو څخه تر (٥) کلونو پورې تعين کړي او که چيرې جرم يې غبايت وي نو دحبس موده ورته (٥) کلونو تر حبس ابد پورې تعين کړي.
څلورم پراګراف : د جزاګانو د نه تغير خصوصيت :
د جزاګانو خصوصيت د نه تغير خوړلو خصوصيت دى ، يعنې کله چې يوه جزا د قاضي يا محکمې لخوا حکم وشي ، نوهمدغه جزا بې له تغير او تجديد نظر څخه بايد په مجرم باندې تطبيق شي ياوجود ددې که دغه جزا مجرم ته مفيده او موثره هم نه وي ، نو برخلاف د امنيتي تدابيرو چې په وروستيو مبحثونو کې به يې مطالعه کړو د جزاګانو د تطبيق په وخت کې د يوې جزا تبديلول په بلې جزا باندې او ياپه هغې کې د تجديد نظر کولو امکان وجود نه لري ، چې دجزاګانو دا خصوصيت هم متاسفانه د جزاګانو د اصلاحي هدف سره په ټکر کې واقع کېږي ځکه دطب په ساحه کې اکثراً داسې واقع کېږي چې که چيرې يوه دوا دمريض لپاره مفيده واقع نه شي نو ډاکټر ورته د بلې دوا د استعمال هدايت کوي او يوه دوا ورته په بله دوا باندې بدلوي يعنې په لومړۍ دوا کې يو څه تجديد نظر کوي ، ددې لپاره چې مريض يې معالجه شي او دا به د يو ډاکټر لپاره ګرانه وي چې د يو مريض د صحت يابۍ او تداوۍ لپاره يواځې يو قسم دوا بې له تغير اوتجديد نظر څخه توصيه کړي.
نو په حقوق جزا کې هم بهتره به دا وي چې که چيرې يوه جزا په مجرم باندې مفيده او موثره واقع نه شي يعنې د هغه د اصلاح او تربيې سبب نشي نو ي جزا ورته په بله جزا باندې بدله کړي يعنې ښه به دا وي چې د جزاګانو په تطبيق کې د تغير او تجديد نظر امکان هم وجود ولري حال دا چې دجزاګانو د نه تغيروالي د خصوصيت په اساس دا نوعه تغير او تجديد نظر ممکن نه دى او ددې نقيصې د حل لپاره دمخکيني خصوصيت په شان متاسفانه يوه دقيقه او درسته د حل لار وجود نه لري ، دليل يې د مخکيني خصوصيت په اساس دادى چې هر ډول يو د حل لار بيا هم دجرايمو اوجزاګانو د قانونيت د پرنسيپ سره په تصادم کې واقع کېږي او دغه پرنسيپ صدمه ګوري.
د حل ځنې فرعي لارې چې په نظر کې نيول کيداى شي هغه د مجازاتو تنفيذ د تعليق د طريقې او د مشروطه ازارۍ د طريقو څخه عبارت دى .
لومړى فصل جزاګانې
لومړى مبحث دجزاګانواهداف دويم مبحث دجزاګانو خصوصيات درېم مبحث دجزاګانو انواع او اقسام
مقدمه لومړى پراګراف د جزاګانو تصنيف د شدت او له حيثه
دويم پراګراف د جزاګانو
تصنيف دخپل منځي ارتبا له حيثه
دريم پراګراف دجزاګانو تصنيف د خصوصياتو له حيثه
چې د تطبيق څخه پيدا کېږي.
درېم مبحث : د جزاګانو انواع او اقسام:
نن ورځ جزاګانې ډېر انواع او اقسام لري چې د جزاګانو دمطالعې داسانتيا لپاره ټولې جزاګانې له درېوو حيثو څخه تصنيف بندي شوي دي:
١: د جزاګانو تصنيف دشدت او وخامت له حيثه
٢: د جزاګانو تصنيف د ارتباط له حيثه
٣: د جزاګانو تصنيف د هغو معلوماتو له حيثه چې دجزاګانو دتطبيق څخه پيداکېږي
چې هر يو ددې تصنيفونو څخه مونږ په جلا جلاتوګه مطالعه کوو:
لومړى پراګراف : د جزاګانو تصنيف د شدت او خقت له حيقه:
مونږ ټولې جزاګانې دشدت په لحاظ په درې برخو ويشلاى شو قباحتي جزاګانې ، جنجوي جزاګانې او جنايتي جزاګانې چې هريو يې په بېلو ،بېلو فقرو کې مطالعه کوو:
لومړۍ فقره : د قباحتي جزاګانې:
دا هغه جزاګانې دي چې د قباحتي جرايمو په مقابل کې په مجرمينو باندې تطبيق کېږي او اندازه ددې جزاګانو د افغانستان دجزا د قانون د (٢٦) مادې په اساس په لاندې ډول ده.
د حبس جزايي د (٢٤) ساعتونو څخه تر (٣) مياشتو پورې او نقدي جريمه يې (٥٠) افغانيو څخه تر (٣٠٠٠) افغانيو پورې .
دويمه فقره : جنحوي جزاګانې :
جنحوي جزاګانې هغه جزاګانې دي چې دجنحوي جرايمو په مقابل کې په مجرمينو باندې تطبيق کېږي او اندازه ددې جزاګانو د جزا د قانون د (٢٥) مادې په اساس په لاندې ډول ده.
د حبس موده يې د (٣) مياشتو څخه زيات تر (٥) کالو پورې او نقدي جريمه يې د (٣٠٠٠) زرو څخه زياته ده .
درېمه فقره: جنايتي جزاګانې:
جنايتي جزاګانې هغه جزاګانې دي چې د جناياتو په مقابل کې په مجرمينو باندې تطبيق کېږي او اندازه ددې جزاګانو د جزا د قانون د (٢٤) مادې په اساس په لاندې ډول ده.
د حبس موده يې د (٥) کالو څخه زياته ترحبس ابد پورې او نقدي جريمه پکې نشته ، او بله جزا يې اعدام ده.
دويم پراګراف : د جزاګانو تصنيف د جزاګانو د ارتباط له حيثه :
معمولاً ټولې جزاګانې يو د بل سره ارتباط لري ، نو مونږ ټولې جزاګانې دخپل ذات البيني ارتباط له حيثه په درېوو برخو باندې ويشلاى شو اصلي جزاګانې ، تبعي جزاګانې او تکميلي جزاګانې چې هر يو يې په جلا جلا فقرو کې مطالعه کوو:
لومړۍ فقره : اصلي جزاګانې (اووه نوي يمه ماده )
اصلي جزاګانې هغه جزاګانې دي چې په مستقل او ځانګړي ډول تطبيق کېږي او دهغې د نورو جزاګانو دتطبيق پورې اړه نه لري چې اصلي جزاګانې په شپږ ډوله دي:
١: لنډ يا قصير حبس (٢٤) ساعتونو څخه تر يو کال پورې ) يو سل او دوهم ماده
٢: متوسط حبس ( د يو کال څخه زياته تر (٥) کلونو پورې ) يو سل اويوه ماده
٣: طويل حبس ( د (٥) کلونو څخه زيات تر (١٥) کلونو پورې ) سلمه ماده
٤: دايمي يا مادام العمري حبس ( چې اندازه يي معمولاً د (١٦) کلونو څخه تر (٢٠) کلونو پورې ده )نه نوي يمه ماده
٥: نقدي جريمه : يو سل او څلورمه ماده
٦: اعدام اته نوي يمه ماده
چې په طويل او دايمي حبسونو کې په مجرمينو باندې اجباري کارونه هم عملي کيداى شي حال دا چې په قصير او متوسط حبسونو کې په مجرمينو باند شاقه او اجباري کارونه نه کېږي.
دويمه فقره : تبعي جزاګانې ١١٢ ماده
تبعي جزاګانې هغه جزاګاني ديه چې په ځانګړي او مستقل ډول نه تطبيق کېږي اون ددوى تطبيق د نوور جزاګانو د تطبيق پورې اړه لري يعنې د اصلي جزاګانو په څنګ کې دغه جزاګانې خود په خوده يعنې په اتوماتيک ډول تطبيق کېږي او ددې جزاګانو د تطبيق لپاره د قاضي حکم ته ضرورت نشته ، يعنې که قاضي دخپل حکم په صدور کې دغه جزاګانې تصريح کړي اوکنه دغه جزاګانې تطبيق کيداى شي په همدې اساس دغې جزاګانو ته په پخوا وختونو کې صميموي جزاګانې ويل کيديې ، يعنې دغه جزاګانې د اصلي جزاګانو سره ضميمه دي.
دمثال په ډول د افغانستان د (١٣٥٥) ه ش کال د جزا د قانون په (١١٣) ماده کې د تبعي جزاګانو ذکر شوى دى مثلاً پدې هکله ويل شوي دي چې هغه کسان چې د لسو کلونو او يا د لسو کلونو څخه د زياتو کلونو په حبس باندې محکومېږي هغوى په بعضو وظايفو کې برخه نشي اخېستى لکه په اردو کې ، په ماموريت کې ، په وکالت کې ، په شهادت کې په وصايت او قيموميت او داسې نورو کې برخه نشي اخېستى يعنې ورڅخه محرومېږي.
درېمه فقره تکميلي جزاګانې : ١١٧ ماده:
تکميلي جزاګانې هغه جزاګانې دي چې په مستقل ډول نه تطبيق کېږي او تکميلي جزاګانې ورته ځکه وايي چې اصلي جزاګانې تکميلوي خو دا جزاګانې په اتوماتيک ډول نه تطبيق کېږي بلکه د قاضي د حکم د صدور څخه وروسته تطبيق کېږي لکه د شغل او پيشې منعه ، د طبابت څخه منعه ،يا د محکوميت نشر د اطلاعاتي وسايلو له لارې (مصادر) دمال او اورايي او داسې نور.
تبصره : د تبعي او تکميلي جزاګانو ترمنځ فرق:
د دواړو ډولو جزاګانو ترمنځ لاندې فرقونه وجود لري:
١: تبعي جزاګانې په اتوماتيک ډول بې د قاضي د حکم د صدور څخه تطبيق کيداى شي مګر تکميلي جزاګانې په اتوماتيک ډول بې د قاضي دحکم د صدور څخه نه تطبيق کېږي.
٢: د تبعي جزاګانو هدف اکثراً دمجرم زيات تعذيبول او زجرول دي او همدارنګه د جامعې څخه ښه دفاع او حمايه کول دي او د مجرم د اصلاح هدف پکې کم په نظر کې نيول کېږي ، خو په تکميلي جزاګانو کې دمجرم زجرول او دجامعې څخه دفاع او حمايه دومره په نظر کې نه نيول کېږي بلکه دمجرم اصلاح پکې په نظر کې نيول کېږي.
دريم پراګراف د جزاګانو تصنيف د صدماتو له حيثه :
په حقيقت کې د هرې جزا په تطبيق سره مجرم ته په يو ډول او بل ډول ځنې صدمات رسېږي يعنې مجرم د جزا په تطبيق کې حتماً يو ډول صدمه او ضرر رسېږي چې دا صدمات کله دمجرم جسم ته کله يې مال او واوايي ته کله يې ازادۍ ته کله يې حقوقو ته اوکله يې شغل او پيشې ته متوجه کېږي ، نو په دې توګه مونږ ټولې هغه جزاګانې چې د صدماتو له حيثه مجرم ته ورکول کېږي په لاندې ډولونو باندې ويشلى شو:
١: جسمي جزاګانې ٢: مالي جزاګانې ٣: د ازادۍ سلب کوونکي جزاګانې ٤: د ازادۍ محدودونکې جزاګانې ٥: دحقوقو سلب کوونکې جزاګانې ٦: د شغل او پيشې منعه کوونکې جزاګانې چې مونږ هر يو دوى جزاګانو څخه په جلا جلا توګه مطالعه کوو:
لومړۍ فقره : جسمي جزاګانې :
جسمي جزاګانې هغه جزاګانې دي چې صدمه يې مستقيماً دمجرم جسم ،بدن او وجود ته رسېږي په تاريخي لحاظ دا جزاګانې ډېر قدامت لري ، چې حتا تردې پورې چې په پخوا وختونو کې اصلاً نورې جزاګانې ، په مجرمينو باندې نه تطبيق کېدې ، بلکه يواځې همدا جسمي جزاګانې وې چې هغه هم په ډېر شدت او بې رحمۍ سره په مجرمينو تطبيقکيدې ، لکه تيل داغول ، ژوندي تر خاورو لاندې کول ، ژوندى پوست کول ، د عضوو پرېکول ، د مجرم په سترګو کې نشتر وهل او بياهغه دچونې څخه ډکول ، د ګرمو اوسپنو ايښودل د مجرمينو په لاسو باندې ،دمجرمينو په سرونو باندې دويلي شوو سربو اچول ، او حتا چې دمجرمينو لاس (جسد) ته به هم جسمي جزاګانې ورکول کېدې مثلاً په قرون وسطي کې به که چا کاوه نو د هغه جسد به يا په دا ځړول کيده او يابه په کوڅو کې کشول کيده چې بلاخره د يو ې خوا د اسلام مبارک دين په ظهور سره او همدارنګه د يو شمېر علماوو د نظرياتو په اساس د يوې خوا جسمي جزاګانې محدودې کړاى شوې او د بلې خوا د جسمي جزاګانو هغه پخوانى شدت او سختوالى هم کم کړاى شو چې په اوسني وخت کې جسمي جزاګانې په ځينو خاصو حالتونو له ډولونو باندې تطبيق کېږي ، چې هغه د حدودو ،قصاص اواعدام څخه عبارت دى چې ددې جملې څخه حدود او قصاص د شرعي احکامو په رڼا کې قابليت دتطبيق لري او اعدام معمولاً په تعزيري جزاګانو کې تطبيق کېږي چې د حدود او دقصاص په هکله د حقوق جزايي اسلام په مضمون کې پوره معلومات ارايه شوى دى او پدې ځاى کې يواځې د اعدام په جزاباندې بحث کوو:
اعدام :
اعدام د محکوم د حيات د سقوط څخه عبارت دى ، دمحکوم د حکمد قاطعيت څخه وروسته او د دولت د رئيس جمهور تائيد او د امضاء څخه وروسته او د افغانستان د جزا د قانون په (٩٨) ماده کې اعدام داسې تعريف شوى :
اعدام د محکوم عليه په دار ځوړندول دي دمرګ تر وخته پورې.
اعدام مختلف اشکال او ډولونه لري لکه د محکوم په دار ځړول ، د ګاز په واسطه اعدام ، د برقي چوکۍ په ذريعه اعدام د تيږو بارانولو ياويشتلو په ذريعه اعدام او داسې نور...
د اعدام جزا بايد دقصاص سره مغالطه او خلط نکړو يعنې د اعدام او قصاص جزاګانې سره له يوې خوا شباهت لري ،ځکه په دواړو کې دمحکوم حيات له منځه ځي ، خو يو د بل سره تفاوت هم لري چې هغه په لاندې ډول دي:
١: قصاص دحق العبد پورې اړه لري، او اعدام د حق الله پورې اړه لري ،يا په بل عبارت د حق العبدي دعوې په نتيجه يا خصوصي يا مدني دعوې په نتيجه کې تطبيق کېږي او اعدام د حق الله حق الکام دعوې په نتيجه کې تطبيق کېږي.
٢: قصاص د خصوصي افرادو لخوا يعنې د مقتول د ورثې لخوا تطبيق کېږي حال دا چې اعدام د دولت لخوا تطبيق کېږي
نن ورځ داعدام جزا هم طرفداران لري او هم مخالفين لري چې مونږ داعدام د جزا مخالفان او طرفداران په درې مواردو ياشرايطو کې مطالعه کوو:
الف : د انفرادي اشخاصو او علماوو په سطحه کې ب: جزايي مکتبونو په سطحه کې ج : دحقوق مقايسوي په سطحه کې يعنې د دولتونو د جزايي قوانينو دمقايسې په سطحه کې چې هر يو ددې مواردو يا سطوحو څخه مونږ په جلا جلا توګه مطالعه کوو:
الف : د انفرادي اشخاصو او علماوو په سطحه کې :
په انفرادي اشخاصو او علماو کې معمولاً پوليسان ، څارنوالان او قاضيان د اعدام د جزا د تطبيق څخه زياته طرفداري کوي ، برعکس فلاسفه ،ليکوالان ، مدافع وکيلان او ځنې حقوق دانان داعدام د جزا مخالف دي.
ب : دجزايي مکتبونو په سطحه :
دجزايي مکتبونو څخه معمولاً دعدالت مطلقه مکتب او د پورتنيو مثبت (مثبتو ) مکتب د اعدام د جزا څخه طرفداري کوي يعنې دوى مجرمين په پنځو برخو ويشلي دي :
الف : فطراً مجرمين : يعنې هغه مجرمين چې دوى ذاتاً او فطرتاً مجرمين وي ، چې پورتنى مکاتب دوى قسم مجرمينو په هکله وايي چې دوى په هيڅ (فطرتاً) صورت سره نه اصلاح کېږي او بايد اعدام شي.
ب : مجانين مجرمين : چې دا ډول مجرمين هم ډېر خطرناک مجرمين دي او بايد اعدام شي
ج: اعتباري مجرمين: يعنې هغه مجرمين دي چې هميشه جرمونه ترسره کوي او دجرايمو د ارتکاب سره يې عادت اخېستى وي بايداعدام شي
د: اتفاقي مجرمين : يعنې چې دتصادف او اتفاق له مخې يې جرم ترسره کړى وي ددې ډول مجرمينو په هکله پورتنى مکاتب وايي چې دا قسم مجرمين د اصلاح کيدو قابليت لري او بايداعدام نشي
و: هيجاني مجرمين: يعنې هغه مجرمين چې د هيجاناتو او احساساتو په اساس دجرايمو مرتکب شوي وي ددوى په هکله هم پورتنى مکاتب نظر لري چې دا ډول مجرمين داصلاح کيدو وړ دي او بايد اعدام نشي
خو برعکس بعضې مکاتب په خاصه توګه د دفاع مکتب بيا د اعدام د جزا مخالف دي ، چې نوموړى مکتب دوه شاخي لري ، چې يوه يې افراطي شاخه ده او بله يې معتدله شاخه ده ، چې د افراطي شاخې په راس کې ګراماتيکا ايټالوي قرار لري اود معتدلې شاخې په راس کې مارکس قرار لري چې دواړه شاخې دنوموړي مکتب داعدام د جزا مخالف دي
نن ورځ څلور جزايي مکتبونه فعال دي:
١ : د اجتماعي دفاع نوى ياجديد مکتب چې مشر يې مارکنسل نومېږي
٢: نيلو پراګمتيک مکتب چې مشر يې (Reymond Gassin) نومېږي
٣: نيومعاصر کلاسيک مکتب چې مشر يې (Vito ) او (Merele) نومېږي.
٤: د حقوق اسلام مکتب چې مشر يې حضرت محمد (ص) دى
ج : دمملکتونو د جزايي قوانينو په سطحه :
نن ورځ د ځنو هېوادونو جزايي قوانين د اعدام جزا قبلوي او د ځنو هېوادونو جزايي قوانين يې نه قبلوي ، مثلاً هغه هېوادونه چې د اعدام جزا نه قبلوي لکه المان ، سويس ، ايټاليا ، سوېډن ، نوى زيلانډ...
او هغه هېوادونه چې د اعدام جزا نه قبلوي، هغوى دمحبس ابد جزا قبلوي ، مګر هغه هېوادونه چې نه دحبس ابدجزا او نه هم اعدام قبلوي هغه پرتګال دى . د اعدام د جزا مغلقيت او پيچيده ګي مونږ ته هغه وخت ښه روښانه کېږي چې کله مونږ په مقايسوي شکل د هېوادونو په حقوقو کې وګورو چې په ځنو هېوادونو کې د اعدام جزا څو وارې يا څو مرتبې منل شوې او څو وارې منعى شوې ده لکه په لاندې هېوادونو کې:
شماره |
دهېواد نوم |
لغوه کيدل | دوباره قبليدل | دوباره لغوه کيدل | ملاحظات |
١ | ايټاليا | ١٨٩٩ | ١٩٣٠ | ١٩٤٧ | تراوسه لغوه |
٢ | سويډن | ١٩٢١ | ١٩٧٢ | تراوسه لغوه | |
٣ | المان | ١٩٤٩ | تراوسه لغوه | ||
٤ | نوى زيلاند | ١٩٤١ | ١٩٥٠ | ١٩٦١ | تراوسه لغوه |
٥ | سويس | ١٩٣٧ | تراوسه لغوه |
داعدام دجزا په هکله بايد ووايو چې نوموړى جز هم طرفداران لري او هم مخالفين لري چې مونږ د دواړو ډلو دلايل په جلا ،جلا ډول د مطالعې لاندې نيسو:
١ : داعدام د جزاء د طرفدارانو يا موافقينو دلايل:
د ادام دجزا طرفداران د نوموړي د تطبيق په خاطر لاندې دلايل وړاندې کوي:
١ : دغيرقابل اصلاح کيدو له حيثه :
د اعدام د جزا طرفداران پدې عقيده دي چې يو تعداد داسې مجرمين وجود لري چې هغوى اصلاً غيرقابل اصلاح دي يعنې په هيڅ صورت هغوى نه اصلاح کېږي نو بله هيڅ لار او علاج ددې داصلاح لپاره وجود نلري په غير له دې څخه چې اعدام شي ددوى د شر او فساد څخه خلاصه د اعدام د جزا طرفداران پدې عقيده دي چې ددې ډول مجرمينو مثال د بدن دداسې يوې مريضې عضوې مثال لري چې هغه غيرقابل علاج وي او د جوړېدو هيڅ امکان يې نه وي نو ددې لپاره چې ددغسې يو شخص دمريضې عضوې ميکروب د هغو نورو د وجود اندامونو ته سرايت ونه کړي نو ډاکټر دا لازم ګڼي چې هماغه مريضه او ميکروبي اندام يا عضوه بايد غوڅه او پرې کړل شي ، ترڅو د بدن د سالم عضوو ورباندې مبتلا نشي.
نو دوى وايي چې غيرقابل اصلاح مجرمين هم همداسې مثال لري ،او بايد اعدام شي ځکه کچيرې دغسې مجرمين اعدام نشي نو امکان لري چې دجامعې ډېر وګړي ورڅخه متضرر شي او پدې توګه به اجتماعي نظم هم مختل شي.
٢: د عدالت د تامين له حيثه :
داعدام د جزا د طرفدارانو په عقيده دي چې ځنې داسې مجرمين شته چې هغوى په جامعه کې ډېر شديد او وخيم ،مزحش او قضاوت اميزه جرايم ترسره کوي ، نو دوى وايي چې عدالت هغه وخت ښه برقرارېږي (تامينيږي) چې ددوى په وړاندې شديد او سخته جزا چې هغه اعدام دى بايد تطبيق شي او ددوى په عقيده داد عدالت تقاضا اوغوښتنه ده چې ددې ډول مجرمينو په حصه کې بايدد اعدام جزا تطبيق شي.
٣: د تنبهي تاثيراتو له حيثه :
د اعدام د جزا طرفداران پدې عقيده دي چې د ټولو جزاګانو څخه شديده جزا اعدام دى ،نوطبعاً چې ددې جزا تنبهي تاثيرات هم نظر نورو جزاګانو ته زيات دي يعنې ددې جزا په تطبيق سره دجامعې نور وګړي دجرايمو د ارتکاب څخه منع کېږي ځکه د جامعې نور وګړي عملاً ګوري چې که چيرې دوى هم دغسې جرايم ترسره کړي نو عيناً به ددغسې مجرمينو په شان وروسته د جرم د ارتکاب څخه اعدام شي نو طبعاً چې ددې جزا تطبيق په افرادو باندې تنبهي او ترعيني تاثيرات اچوي او په اينده کې د جرايمو ارتکاب څخه منع کېږيز
د اعدام د جزا دمخالفينو دلايل:
په متقابله توګه داعدام دجزا مخالفين هم ددغې جزا د نه تطبيق په برخه کې يو لړ دلايل لري چې هغه په لاندې ډول دي:ږ
١: د اصلاح پذيرۍ (کيدو) له حيثه:
د اعدام د جزا مخالفين عقيده لري چې هر مجرم حتا خطرناک او وخيم مجرمين هم داصلاح کيدو قابليت لري ، يعنې دوى وايي چې که چيرې لږ څه زياته توجه او پاملرنه وشي نو دهرمجرم د اصلاح کيدو لپاره غوره لارې چارې او طريقي وجود لري او دا چې ويل کېږي چې ځنې مجرمين غير قابل اصلاح دي او بايد اعدام شي دا په حقيقت کې د زيات تکليف او زحمت نه قبلول دي په ځان باندې ځکه که چيرې په مجرمينو باندې زړه ونه سوزول شي او دوى داصلاح او تربيې لپاره لارې چارې ونه لټول شي نو دا به انساني کرامت ته په سپکه سترګه کتل وي ، يعنې په مجرم ددې چې کله يو مجرم د جرم مرتکب وګرځي نو هغه دي د جامعې دنورو منافعو په نظر کې نه نيولو سره فوراً اعدام شي ، نو دا د حل لاره طبعاً چې په جامعه باندې منفي تاثيرات لري نو پدې توګه بايد د ډېر غور او دقت څخه کارواخېستل شي او هغه لارې بايد وسنجول شي چې مجرم پرې اصلاح او تربيه کېږي ولو که له هغه ډېر زحمت او تکليف برداشت کولو ته ضرورت ولري.
٤: دعدالت د ايجاباتو او غوښتنې له حيثه :
د اعدام د جزا دمخالفينو په عقيده دا درسته ده چې شديدترينو او خطرناک ترينو مجرمينو او شديده جزا ورکړل شي ، خو هرې شديدې جزا ته مونږ اعدام نه شو ويلى بلکه نورې شديدې او سختې جزاګانې لکه حبس ابد ، حبس طويل ، تبعيد ، مالي جزاګانې، د حقوقو منعه کونکې جزاګانې، د شغل او پيشې منعه کوونکې جزاګانې ، نقدي جريمه، منعه دامامت ، اجباري اقامت او داسې نورې جزاګانې هم په شديدو جزاګانو کې حسابېږي نو ددوى په عقيده که چيرې د شديدو او خطرناکو مجرمينو په وړاندې په غير داعدام څخه دغه پورتنۍ جزاګانې هم تطبيق شي نو دا به د عدالت سره کوم مغايرت ونه لري بلکه عدالت به په ښه توګه تامين شي.
٣: د تنبيهي تاثيراتو د کموالي له حيثه :
د اعدام د جزا مخالفين عقيده لري چې د اعدام د جزا تنهبيهي تاثيرات نه يواځې د نورو د جزاګانو څخه زيات نه دى بلکه ورڅخه کم هم دى ، لکه دحبس دجزا تنبهي تاثيرات نظر اعدام ته زيات تنبهي تاثيرات لري نظر لاندي دلايلو ته
الف:د انې او فوري تطبيق له حيثه :
د اعدام د جزا مخالفين عقيده لري چې داعدام جزا په ډېر کم وخت اوموده کې په ډېره بيړه او چابکۍ سره تطبيق کېږي يعنې په انۍ او فوري توګه تطبيق کېږي او زودګذر حالت لري نو پدې اساس ددغې جزا تنبيهي تاثيرات نظر دې ته چې اني او فوري شکل او بڼه لري او په کم وخت کې دجامعې د وګړو د اذهانو او فکرونو څخه وځي نو طبعاً چې تنهبيهي تاثيرات به يې هم په خلکو باندې دومره زيات نه وي ، ځکه دجامعې اکثره خلک هغه په سترګو ته ګوري او يا د اطلاعاتي وسايلو له لارې ورڅخه نه خبرېږي ، حال دا چې د حبس د جزا تطبيق ډېره موده او وخت په بر کې نيسي يعنې دغه جزا په اني او فوري توګه تطبيق کيداى شي او زدوګذر حالت نه لري نو واضحه خبره ده چې تنبيهي تاثيرات يې هم کم نه دي بلکه زيات دي
ب: دغير علني تطبيق له حيثه :
داعدام د جزا دپخوا وختونو برخلاف په اوسني وخت کې په علني شکل نه تطبيق کېږي بلکه په مخفي او سري شکل تطبيق کېږي نو پدې اساس د نوموړي جزا تنبيهي تاثيرات هم کم دي ، ځکه لکه څرنګه مو چې مخکې وويل چې دجامعې اکثره خلک دغه حادثه په خپلو سترګو نه ګوري او ورڅخه نه خبرېږي.
ج: د جزاګانو د تطبيق د حتميت او واقعيت له حيثه:
بعضې علماء لکه بيکاريا په دې عقيده دي چې د جزاګانو تنبيهي تاثيرات يواځې دجزاګانو د شدت پورې اړه نه لري بلکه ددې لپاره چې جزاګانې تنبيهي تاثيرات ولري بايد دجزاګانو د تطبيق حتميت او واقعيت په نظر کې ونيول شي يعنې دا چې جزاګانې بايد حتماً او واقعاً تطبيق شي ترڅو هيڅ مجرم دجزا د تطبيق څخه په غير پاتې نشي اوهيڅ مجرم بايد ونکړاى شي چې د جزا د تطبيق څخه ځان وژغوري نو پدې ترتيب سره که چيرې حتماً او واقعاً جزاګانې تطبيق شي نو که جزاګانې نرمې او ملايمې هم وي مګر تنبيهي تاثيرات به يې زيات وي .
د: د عملي تجربو له حيثه :
عملي تجربو دا ثابته کړې چې داعدام د جزا تنبيهي تاثيرات نسبت نورو جزاګانو ته زيات نه دى بلکه کم دى ، مثلاً يو انګليسي عالمچې ( Arthur Kostler) نوميده هغه په (٢٥٠) تنو مجرمينو باندې چې د اعدام په جزا باندې محکوم شوي و ، علمي تحقيقات ترسره کړل بالاخره ددې مجرمينو دجملې څخه (١٧٠) تنه يې هغه مجرمين و چې دوى هر يو د خپل محکوميت څخه دمخه داعدام د جزا تطبيق په خپلو سترګو ليدلى و ، مګر دوى بيا هم د جرم مرتکب ګرځيدلى و او بله ښه مثال يې دکيسه برانو داستان دى نو د دواړو مثالونو څخه معلومېږي چې داعدام د جزا تنبيهي تاثيرات لکه څرنګه چې يې طرفداران ادعا کوي زيات نه دي.
٩: د غير جبران کيدو له حيثه:
د اعدام د جزا د مخالفينو په عقيده داعدام دجزاڅخه په غير که له بلې هرې جزا کې د محکمې له خوا کومه سهوه او اشتباه شوي وي هغه د اصلاح قابليت لري او عواقب به يې هم دومره خطرناک نه وي لکه دنقدي جريمې جزا، د حبس جزا ،دحقوقو سلب کوونکي جزاګانې ، د شغل او پيشې منعه کوونکي جزاګانې...
خو برعکس داعدام جزا بيا غير قابل جبران يوه جزا ده ، يعنې که چيرې پدې جزا کې کومه سهوه او اشتباه شوي وي نو دهغې تلافي او جبران وروسته دتطبيق څخه هېڅ امکان نه لري ، نو ددوى په عقيده د اعدام د جزا د تطبيق په اړه بايد دډېر احتياط او غور څخه کارواخېستل شي.
دويمه فقره : مالي جزاګانې
مقدمه لومړى جز نقدي جريمه دويم جز ضبط درېم جز دفعاليت ګاه يا موسسې توقف يا تعليل
مالي جزاګانې هغه جزاګانې دي چې ددې جزاګانو صدمه او ضرر دمجرم جسم او وجود ته نه رسېږي بلکه ددې جزاګانو صدمه او ضرر دمجرم مال او دارايي ته رسېږي چې هغه په درې ډوله دي:
١ : نقدي جريمه ٢: ضبط ٣: د يو فعاليت ګاه توقف او تعطيل
لومړى جز نقدي جريمه:
نقدي جريمه دمحکوم عليه څخه د يو مقدار پيسو اخېستل دي وروسته دمحکمې د حکم د قاطعيت څخه يا په بل عبارت د محکمې د حکم د قاطعيت څخه وروسته دمحکوم عليه له خوا د يو مقدار پيسو تاديه کول دي د دولت خزانې ته (د جزا د قانون (١٠٥) ماده )
خو نقدي جريمه بايد د خسارې د جبران سره يو شان ونه ګڼل شي يعنې دوى دواړو جزاګانو ترمنځ له يوې خوا مشابهت وجود لري او دبلې خوا يو د بل څخه فرق لري چې مشابهت يې په لاندې ډول دى:
د نقدي جريمې او د خسارې د جبران ترمنځ دا شباهت وجود لري چې په دواړو ډولو مويداتو کې مجرم يو مقدار پيسې تاديه کوي يعنې مجرم يو مقدار پيسې د لاسه ورکوي ، خو دنقدي جريمې او دخسارې د جبران ترمنځ فرقونه هم وجود لري چې هغه په لاندې ډول دي:
١: نقدي جريمه د دولت خزانې ته سپارل کېږي ، مګر د خسارې جبران متضرر د شخص ته ورکول کېږي
٢: نقدي جريمه دجزاي دعوې په نتيجه کې منځ ته راځي مګر دخسارې جبران د مدني دعوې په نتيجه کې منځ ته راځي.
نقدي جريمه ډېر پخوانى تاريخ لري يعنې د نقدي جريمې ابتدايي شکل مونږ د روم قديم په حقوقو کې ليدلاى شو يعنې دپخواني روم په حقوقو کې يو قاعده موجوده وه چې هغې ته يې د پولي سازش يا موافقې قاعده ويله ، ددې موافقې له مخې کله به چې مجرم او يا د هغه فاميل او خپلوانو يوه اندازه پيسې يامال د مجني عليه يا متضرر شخص وايي ته ورکړي نو بيا د مجني عليه يا متضرر شخص وايي دا حق نه درلود چې د مدعي عليه يا مجرم څخه انتقام واخلي ، چې دغه موضوع نن ورځ تقريباً د خسارې جبران شکل لري چې دغه قاعده يا طرزالعمل بيا په نورو هېوادونو کې په پيشرفته شکل رايج شو مثلاً په المان کې دغې قاعدې ته نور هم انکشاف ورکړل شو پدې معنى چې کله به د مجرم د ورثې لخوا د خسارې جبران صورت ونيو ، نو د هغې يوه برخه به د دولت خزانې ته ورکول کيده او يوه برخه به يې د مجني عليه وايي ته ورکول کيده ، چې په حقيقت کې د نقدي جريمې قاعده د همدې ځاى څخه شروع شوې او اوس په نني يا پيشرفته شکل منځ ته راغلې
په هر صورت دنقدي جريمې جزا د يوې خوا مزاياوي لري ،او دبلې خوا ځنې نواقص او مصاثبت هم لري چې مونږ يې دواړه خواوې په جلا جلا توګه مطالعه کوو:
١ د نقدي جريمې شيګڼې يا مزاياوې:
١: دمنفي يا سوى تاثيراتو له حيثه :
ځنې نورې جزايي لکه حبس مجرمينو ته يعنې جسمي او عقلي تکاليف پيداکوي مګر په نقدي جريمه کې بيا دغه تکاليف مجرمينو ته پيداکېږي يعنې په محابسو کې مجرمين په ځنو مرضونو اخته کېږي اخلاقي فسادونو باندې مبتلا کېږي او منفي کولتورونه يې په محابسو کې نور هم تقويه کېږي او اجتماعي روحيه يې له منځه ځي او انزوا طلبه کېږي چې بيا په ډېر شکل کولاى شي چې په جامعه کې جذب شي
٢: د وظيفې د دوام له حيثه :
نقدي جريمه د مجرم دخپل کار او وظيفې څخه نه ګوښه کوي يعنې خپل وظايف په ع ادي ډونل ترسره کولاى شي او هيڅ ډول سلسلې يې وظيفې او کار په اجرا کې نه رامنځ ته کېږي يعنې دخپلو اقتصادي فعاليتونو څخه وروسته نه پاتې کېږي خو برعکس په نورو جزاګانو کې لکه حبس ، د حقوقو سلب ، شغل او پيسې منعه او داسې نورو جزاګانو کې مجرمين دخپلو وظايفو او اقتصادي فعاليتونو څخه منعه کېږي
٣: د جبران پذيرۍ له حيثه :
که چيرې د نقدي جريمې په ارتباط دمحکمې په حکم کې کومه سهوه او اشتباه شوي وي نو محکمه کولاى شي چې هغه په ښه توګه جبران کړي
٤: د عوايدو له مخې
نقدي جريمه ددولت لپاره لږ عايداتي منبع هم ګڼل کېږي ځکه له دې مدرک څخه يو مقدار پيسې د دولت خزانې ته داخلېږي او د دولت د خزانې دتقويې باعث ګرځي
نقدي جريمې معائيب :
نقدي جريمه يو سلسله معاييب او نواقص هم لري چې هغه په لاندې ډول دي:
١: د حصول (اخېستنې) له حيثه:
په ځنو وختونو کې د نقدي جريمې حصول د مشکلاتو سره مخامخ کېږي مثلاً کله چې نقدي جريمه په ناتوان او بې وسي شخص بندې کښودل شي نو د نقدي جريمې ورکړه د سکسګي سره مخامخ کېږي.
٢: د غيرعام والي له حيثه :
نقدي جريمه برخلاف د نورو جزاګانو په ټولو جرايمو نه تطبيق کېږي يعنې عامه جنبه نه لري.
٣: د تنبيهي تاثيراتو د عدم مساوي له حيثه :
متاسفانه د نقدي جريمې تنبيهي تاثيرات په ټولو مجرمينو باندې يو شان نه دى مثلاً امکان لري چې په غريبو او بې وسو خلکو باندې ډېر تاثير ولري خو برعکس په ثروتمندو او متمولو اشخاصو باندې بيا چندان تاثير نه لري.
٤: د جرايمو او جزاګانو د شخصي والي د پرنسيپ له حيثه :
نقدي جريمه معمولاً د جرايمو او جزاګانو د شخصي والي د پرنسيپ سره په ټکر کې واقع کېږي يعنې د نقدي جريمې د تطبيق په نتيجه کې نه يواځې مجرم بلکه د هغې ورثه او فاميل هم اقتصادي ضرر او صدمه ګوري.
دويم جز ضبط :
ضبط په حقيقت کې د مجرم د ملکيت ،مال او دارائي اخېستل دي ، چې ضبط په دوه ډوله دى:
١ : عام ضبط ٢: خاص ضبط چې هر يو يې په جلا جلا ډول مطالعه کوو:
١: عام ضبط :
عام ضبط دمجرم د عادي اموالو او داراي اخېستل دي د دولت له خوا بې له دې چې هغه اموال دجرم محصول دي يا د جرم د ارتکاب رسيدوي لکه کور ، ځمکه ،موټر او داسې نور...
٢: خاص ضبط :
خاص ضبط دمجرم د عادي اموال او دارايو اخېستل نه دي بلکه د مجرم د خاصو اموالو او دارايو اخېستل دي چې دا اموال به يا دجرم محصول وي او يا به دجرم د ارتکاب وسيله وي ، لکه د تقلبي ادويه جاتو ضبطول يا د جعلي پيسو د چاپولو د ماشين ضبطول يا د ټوپک او قاچاقو دموټرو ضبطول
دويم جز د فعاليت ګاه يا موسسې توقف او تعطيل:
د يو فعاليت ګاه يا موسسې او تعطيل هغه مالي جزا ده چې دهغې په واسطه هغه فعاليت ګاه يا موسسه چې جرمي فعاليتونه ترسره کوي متوقف کېږي مثلاً د تقلبي ادويه جاتو د جوړولو د شرکت مسدودول ،د شرابو د کارخانې مسدودول، دهغه دوکانونو مسدودول چې د شاروالۍ دمقرراتو څخه يې تخلف کړى وي او داسې نور.
درېمه فقره : د ازادۍ سلبوونکي جزاګانې:
دا هغه جزاګانې دي چې صدمه او ضرر يې مستقيماً دمجرم ازادۍ ته رسېږي ، پدې معنى چې دا جزا مجرم د ازادانه ګشت او ګذر څخه منعه کوي او د ازادۍ د نعمت څخه يې محروموي.
په حقيقت کې د ازادۍ سلبوونکي جزاګانې عبارت دي له حبس د جزاګانو څخه چې دحبس جزاګانې ډيرې پخوانۍ جزاګانې دي چې د ډېر پخوا څخه راپدېخوا په مجرمينو باندې تطبيق کېږي او صرف پخوا وختونو کې د حبس جزا د نن ورځې دوهم مهم خصوصيتونه نه لرل:
١ : په پخوا زمانو کې د حبس د جزا د اصلي جزا په حيث نه ګڼل کيده مګر نن ورځ دغه جزا د اصلي جزا په توګه ګڼل کېږي.
٢: د نن ورځې برخلاف په پخوا زمانو کې دحبس د جزا په تطبيق کې دمجرم اصلاح او تربيه په نظر کې نه نيول کيده خو نن ورځ د حبس په ټولو جزاګانو کې د مجرم اصلاح او تربيه له يوې خوا او د بلې خوا جامعې دفاع او حمايه دواړه په نظر کې نيول کېږي.
چې د حبس جزا معمولاً په دريو مواردو کې تطبيق کيده:
١: د حبس جزا د اعدام د جزا په محکومينو باندې پدې خاطر تطبيق کيد چې تر څو هغوى ونه تښتي.
٢: د حبس جزا په هغو مجرمينو باندې تطبيق کيده چې هغوى په غير د اعدام څخه په نورو جزاګانو محکوم شوي و نو د جزا د تطبيق تر وخته پورې په محبوس ساتل کېدل.
٣: د حبس جزا به په هغو اشخاصو باندې تطبيق کيده چې خپل دين به يې په معين وخت کې نه ادا کاوه ، نو ترهغه وخته پورې به حبس کيدل ترڅو به چې دهغوى ورثې دهغه مديون شخص دين ادا کړ بيا به خوشي کيده.
خو دوخت په تيريدو سره د حبس دجزاګانو په تطبيق کې هم تغيرات رامنځ ته شول ، او اوس دا جزاګانې اکثراً د مجرمينو د اصلاح اوتربيې په خاطر تطبيق کېږي ، د حبس جزا ډېر انواع او اقسام لري چې مونږ کولاى شو د حبس جزا په درې ډولو باندې تصنيف بندي کړو يعنې د جرم د شدت له حيثه د حبس د مودې او وخت له حيثه او د حبس دژريمو له حيثه چې هر يو ددتصنيفونو څخه په مختصر ډول مطالعه کوو:
لومړى تصنيف د جرم د شدت او وخامت له حيثه :
لدې حيثه دحبس جزا درې ډوله ده:
الف: قباحتي حبس: دا ډول حبس د قباحتي جرايمو په مقابل کې په مجرمينو باندې تطبيق کېږي چې موده ددې ډول حبس د (٢٤) ساعتونو څخه تر (٣) مياشتو پورې دوام کوي.
ب : جنحوي حبس: داډول حبس دجنحوي جرايمو په مقابل کې په مجرمينو باندې تطبيق کېږي چې موده ددې نوعه حبس د (٣) مياشتو څخه زياته تر (٥) کلونو پورې ده.
ج : جنايتي حبس: جنايتي حبس چې دجناياتو په مقابل کې په مجرمينو باندې تطبيق کېږي موده يې د (٥) کلونو څخه زياته ترحبس ابد يا حبس دوام پورې رسېږي.
دويم تصنيف دحبس دمودې له حيثه :
دحبس جزاګانې دمودې په اعتبار په لاندې ډولونو باندې وېشل کېږي:
الف : د قصير يا لنډ حبس چې موده يې د ٢٤ ساعتونو څخه تر يوکاله پورې ده
ب: متوسط حبس : چې موده يې د يو کال څخه تر (٥) کالو پورې ده
ج : طويل يا اوږد حبس : چې موده يې د (٥) کالو څخه زياته تر (١٥) کالو پورې ده
د: ابد حبس : چې موده يې د ١٦ کالو څخه تر (٢٠) کالو پورې ادامه پيداکوي.
دريم تصنيف د حبس د رژيمونو له حيثه :
له دې حيثه چې ايا په محبس کې مجرمين په جمعي شکل وساتل شي او که په منځوي او ځانګړې شکل او يا دا چې په مختلط شکل نو بايد ووايو چې درې ډوله دحبس رژيمونه وجود لري:
١: جمعي د حبس رژيم ٢: منځوي د حبس رژيم ٣: مختلط د حبس رژيم
خو څرنګه چې مونږ دخپل درس په دويمه برخه کې دمجرمينو د اصلاح او تربيې تر عنوان لاندې د حبس د مختلفو رژيمونو باندې مفصل بحث کوو نو فعلاً ددې مبحث دمطالعې څخه صرف نظر کوو او داموضوع وروسته درسونو کې تکرارېږي.
څلورمه فقره : د ازادۍ محدودونکى جزاګانې:
د ازادۍ محدودونکې جزاګانې دي چې دمجرمينو ازادي محدودوي ، خو فرق ددې جزاګانو دازادۍ د سلبوونکو جزاګانو سره دادى چې په هغې کې د مجرمينو ازادي بالکل سلبېږي مګر په دې ډول جزا کې دمجرم ازادي محدودېږي يعنې تحديدېږي لکه منعه د اقامت مثلاً يو شخص په يو ټاکلي ساحه يا منطقه کې جرايم ترسره کوي چې په هغې کې ورته دجرايمو دارتکاب زمينه مساعده وي نو امنيتي ارګانونه ددې لپاره چې دغه شخص دجرايمو د ارتکاب څخه منعه کړاى شي نو دمحکمې له لارې ددغې شخص اقامت په يو ټاکلې ساحه کې منعه کوي او يو بل ځاى ته يې لېږي يا لکه اجباري اقامت چې يو شخص په يو ټاکلي ځاى کې داوسيدو حق لري مثلاً په مشخصه منطقه کې په خپل کور کې يا په يو ټاکلي ايالت کې چې ژوند کوي هلته په اجباري اقامت مجبورېږي ا و بل کوم ځاى ته د وتلو حق نلري يالکه منع د ګشت وګذر په بعضو خاصو ځايونو کې مثلاً په قمارخانو کې د مخدره موادو په مرکزونو کې ، دخوش ګذار په بعضو محفلونو کې ، د سينما او ويديو په سالونونو کې او داسې نورو ځايونو کې ...
جزا شناسي (Penology)
6. لومړۍ برخه : اجتماعي عکس العملونه او دهغې ډولونه دويم برخه دمجرمينو اصلاح او تربيه
لومړى فصل : جزاګانې دويم فصل امنيتي تدابير
7. مقدمه لومړى مبحث : دامنيتي تدابيرو اهداف
دويم مبحث د امنيتي تدابيرو خصوصيات درېم مبحث د امنيتي تدابيرو انواع
مقدمه : امنيتي تدابير داجتماعي عکس العملونو يو ډول يا يوه برخه ده چې دپرنسيپ په لحاظ دمحکمې د حکم د قاطعيت څخه وروسته په ټولو مسوولو او غيرمسوولو مجرمينو باندې چې خطرناک او وخيم حالت ولري تطبيق کېږي.
دهمدې تعريف څخه معلومېږي چې دامنيتي تدابيرو او جزاګانو ترمنځ فرق وجود لري چې په لاندې ډول دى:
١: جزاګانې يواځې او يواځې په مسوولو مجرمينو باندې تطبيق کېږي خو امنيتي تدابير هم په مسولو او هم په غير مسولو مجرمينو تطبيق کېږي
٢: د جزاګانو په تطبيق کې معمولاً دمجرمينو خطرناک حالت په نظر کې نه نيول کېږي بلکه يواځې د
ارتکاب يعنې دجرم شدت او دمجرم تقصير په نظر کې نيول کېږي او هم پکې دمجرمينو دجرم ارتکاب يعنې د جرم موجوديت په نظر کې نيول کېږي.
په تاريخي لحاظ په ډېر پخوا زمانو کې امنيتي تدابير نه تطبيق کيده يعنې موجود نه وه او په مجرمينو باندې يواځې جزاګانې تطبيق کيدې او دا جزاګانې يواځې په مسوولو (عاقلو، بالغو، او غير مکره) مجرمينو نه تطبيق کيدې بلکه په غير مسولو مجرمينو (اطفالو، مجانينو او مکره) باندې هم تطبيق کيدې او دا جزاګانې حتا په حيواناتو هم تطبيق کيدې ، خو وروسته دحقوق جزا په ساحه کې ځنې اصلاحات رامنځ ته شو او د حيواناتو او اشياوو مجازات کيدل منع شول او له دې څخه وروسته دغير سمولوو مجرمينو مجازات کيدل هم منع شول ، ځکه چې هغوى اصلاً ازاده اراده نه لري. خو بهترين اصلاحات چې دحقوق جزا په ساحه کې منځ ته راغلل هغه د اسلام مبارک دين د ظهور څخه وروسته يعنې د ٧ م قرن څخه راپدېخوا وروسته له دې څخه د حقوق جزا په ساحه کې زيات حقوقي مکتبونه هم رامنځ ته شول ، خاصتاً د مکتبونه د (١٨) قرن داواخرو څخه راپدېخوا منځ ته راغلل چې دغې حقوقي مکتبونو دحقوق جزا دوضعې د بهبود لپاره زيات کوششونه او خدمتونه وکړل ددې مکتبونو دجملې څخه يو هم د عدالت مطلقه جزايي مکتب دى چې د (١٨) قرن د اواخرو څخه راپدېخوا رامنځ ته شويدى لږ څه وروسته دحقوق جزا کلاسيک مکتب رامنځ ته شو چې ددې مکتب بيانګزاران عبارت دي له : سيزار بيکاريا Beccaria ، فيرباغ المانى Feuer bach ، روسو Russeau ، نتسکو Monstesqweu او بتنام Bentham دغې مکتب دجزايي مسووليت اساس او زيربنا دانسانانو ازاده اراده وګڼله او ددې مکتب د پيروانو په عقيده هر هغه څوک چې ازاده اراده ولري نو دوى دخپلو جرمي اعمالو څخه په لومړي مرحله کې اخلاقي مسووليت لري او کله چې اخلاقي مسووليت ولري نو طبعاً په دويمه مرحله کې دوى ته جزايي مسوليت هم راجع کېږي او کله چې دا قبوله کړو چې دوى جزايي مسووليت لري نو دا ددې سبب ګرځي چې جزا ورباندې تطبيق شي چې دجزاګانو په تطبيق کې څلور اهداف لاس ته راځي چې مونږ د حقوق جزا دکلاسيک مکتب دغه نظريه د ښه پوهيدو په خاطر په يو فورمول کې ښايو:
اخلاقي مسووليت – جزايي مسووليت – دجزاتطبيق – دجزاګانو اهداف لاس ته راتلل ازاده اراده (بالغ ، عاقل ، غير مکره)
په همدې توګه دحقوق جزا کلاسيک مکتب پدې عقيده دى چې ټول هغه کسان چې ازاده اراده ونه لري (غيربالغ ، غيرعاقل او مکره) نو دغه کسان په لومړي قدم کې اخلاقي مسووليت نه لري ځکه دوى ازاده اراده نه لري ، نو کله چې اخلاقي مسوليت ونه لري نو بيا دوى جزايي مسووليت هم نه للري او کله چې جزايي مسوليت هم ونه لري نو جزا هم ورباندې نه تطبيق کېږي او کله چې جزا ورباندې تطبيق نه شي طبعاً چې دوى بې قيد او شرطه جامعې ته خوشي کېږي چې مونږ د حقوق جزا د کلاسيک دمکتب دا نظريه هم په يو فورمول کې ښايو:
دوبناء : عدم اخلاقي مسووليت – عدم جزايي مسووليت – جزا عدم تطبيق – بې قيد او شرطه خوشي کيدل
زيربناء نه موجوديت د ازادې ارادې (غيرعاقل، غيربالغ او مکره)
نو کله چې د(١٨) قرن په اواخرو کې دحقوق جزا کلاسيک دمکتب د نظريې په اساس د ازادې ارادې په خاوندانو تاکيد وشو او يو تعداد اشخاص مسوول او يو تعداد غير مسوول وګڼل شول نو دا موضوع داکثرو حقوق دانانو لخوا قبوله شوه او بيا د اکثرو محاکمو په جزايي قوانينو کې دغه موضوع درج شوه د مثال په توګه : د فرانسې د (١٨١٠) کال د ناپليون په جزايي قانون کې همدا مفکوره منعکس شوه چې په (٦٤) ماده کې مجانين غير مسوول او په (٦٥) ماده کې اطفال او په (٦٦) ماده کې مکره اشخاص غير مسوول وګڼل شول.
خو وروسته حقوق دانان ددې مفکورې په ځنو خلاو او نواقصو باندې وپوهېدل او ددغې موضوع قبليدل په جزايي قوانينو کې ځينې مشکلات رامنځ ته کړل يعنې په عمل کې وليدل شول چې هغه مجرمين چې بې قيد او شرطه خوشې کېدل نو پدې خاطر چې دهغوى جرمي خصلت او جرمي علت په له منځه نه دفع کيده نو دوباره به دجرم مرتکب ګرځېدل ، چې البته پدې ګټه ګوري کې يواځې دمکره اشخاصو بې قيد او شرطه خوشې کيدل دومره مشکلات منځ ته نه راوړل.
نو نظر همدې مشکلاتو او پرابلمونو ته وو چې حقوق دانان ددغې نظر يې د بعضو خلاو ته متوجه شول ترڅو ددې مشکلاتو دحل لپاره يو لاره پيدا کړي هماغه وو چې وروسته د يوې مودې څخه يعنې (١٩) قرن په اواخرو کې د ١٨٧٥ م کال يو بل حقوقي مکتب د پوزيتوميت (Positiveste) په نامه منځ ته راغى چې ددې مکتب موسسين درې علماء چې هر يو لامبروزو (Lambroozo) انري کوفري (Anrycfry) او ګرافايل ګروفالو (Grafaylgarofalo) دى . دې مکتب د ١٩ قرن په جريان کې د حقوق جزا په ساحه کې ډېر باارزښته تحول رامنځ ته کړ او په کم وخت کې ډېر شهرت يې لاس ته راوړ.
د پوزيتويست مکتب دحقوق جزا دکلاسيک دمکتب نظريات يعنې ټول نظريات سرچپه کړل يعنې په معکوس ډول يې واړول د پوزتيويست دمکتب په عقيده مسووليت د انسانانو د ازادې ارادې پورې اړه نه لري يا په بل عبارت د مسووليت اساس او مبدا د انسانانو ازاده اراده نه تشکيلوي او ددې مکتب په عقيده مسوليت د انسانانو دخطرناک حالت پورې اړه لري يعنې دانسانانو خطرناک حالت دمسوليت اساس تشکليلوي نو ددې مکتب په عقيده هر فرد يا شخص چې خطرناک حالت ولري يعنې اجتماعي نظم ته خطر او صدمه پېښه کړي او يا ددې يقين موجود وي چې دى په ايند ه کې دکوم جرم او خطرناک عمل مرتکب وګرځي نو دغه شخص د ټولنې په وړاندې مسووليت لري او دلته دا مهمه نه ده چې دغه شخص عاقل او بالغ دى او که غير عاقل او بالغ بلکه په دواړو صورتونو کې جامعې ته مسووليت لري او جامعه حق لري چې ددې قسم اشخاصو په مقابل کې چې هغه خطرناک حالت ولري عکس العمل وښايي ، چې د پوزستيويت د مکتب په نظر لاندې څو نقطې د يادولو وړ دي.
١: لومړى دا چې کله يو شخص خطرناک حالت ولري نو هغه د جامعې په مقابل کې مسووليت لري چې دا مسووليت يې نه اخلاقي مسووليت وي او نه جزايي مسوليت دى بلکه يو اجتماعي مسووليت دى يعنې څرنګه چې دغې شخصي جامعې ته خطر متوجه کړى نو بناً ددې شخص مسووليت هم يو اجتماعي مسووليت دى او يا دا چې دا مسووليت يو قانوني مسووليت دى يعنې دقانون له خوا دغه شخص مسوول ګڼل کېږي نه دا چې د تقصير او يا ازادې ارادې د لرلو له حيثه .
٢: د يوزيتويست د مکتب عقيده داده چې هر هغه څوک چې خطرناک حالت ولري نو جامعه بايد دهغو په مقابل کې عکس العمل وښايي خو د جامعې دا عکس العمل بايد جزايي نه وي بلکه امنيتي تدابير وي ترڅو دهغوى دتداوۍ او معالجې سبب وګرځي يعنې په خاصو مراکزو کې دتداوۍ لاندې ونيول شي ترڅو هغوى اصلاح او تربيه شي اوهمدا اجتماعي عکس العمل د امنيتي تدابيرو بايد دمجرم خطرناک حالت سره متناسب وي يعنې د مجرم دوضعې ،حالت او شخصيت سره تناسب ولري چې د مسوليت په رابطه د يوزيتويست دمکتب نظريات ديو جدول په ضمن کې ښايو:
دوبناء اجتماعي مسووليت يا قانوني مسووليت – تطبيق داجتماعي عکس العملونو (امنيتي تدابير) دامنيتي تدابيرو اهداف لاس ته راتلل – د مجرم اصلاح – د جامعې دفاع
زيربناء
خطرناک حالت
لکه څرنګه چې مخکې مو وويل دپوزيتويست مکتب په دې عقيده دى چې په ټولو مجرمينو که هغه عاقل او بالغ وي او که غير عاقل او غيربالغ وي بايد امنيتي تدابيرو ورباندې تطبيق شي خو باوجود ددې هم بيا هم په عمل کې دمسوولو مجرمينو په مقابل کې لکه د پخوا په شان جزاګانې تطبيق کيدلې او د غير مسوولو مجرمينو په مقابل کې چې پخوا په بې قيد او شرطه خوشي کيدل نو ددې مکتب دنظياتو په اساس په هغوى باندې امنيتي تدابير تطبيق کيدل او دپخوا په شان به بې قيد او شرط نه خوشې کېدل بلکه د هغوى اصلاح او تربيه به په نظر کې نيول کيده ترڅو هغوى بېرته جامعې ته د سالمو او صالحو اشخاصو په حيث تقديم او معرفي شي نه د دوباره مجرمينو يا متکرر مجرمينو په حيث.
خو لږه موده وروسته ددې مکتب په نظرياتو کې هم بعضې نواقص او معايب څرګند شول هغه دا چې په بعضو مسوولو مجرمينو باندې يواځې خالص جزاګانې تطبيق شي نو موثرې او مفيدې نه تمامېږي ځکه ددې جزاګانو د هميشني تطبيق سره نواقص حاصلوي او ورسره عادت اخلي لکه اعتباري مجرمين يا متکرر مجرمين د مخدره موادو معتادين ، نيمه مجانين.
چې بالاخره پدې روش کې هم ورو ورو تغير منځ ته راغى او نن ورځ په عمومي شکل د غير مسوولو يعنې مجانينو او اطفالو په مقابل کې چې خطرناک حالت ولري بايد امنيتي تدابير تطبيق شي خو د مسوولو مجرمينو په مقابل کې د يو تعداد په مقابل کې خالصې جزاګانې تطبيق کېږي او د يو تعداد په مقابل کې لکه متکرر مجرمين ، دمخدره موادو معتادين او نيمه مجانين په مقابل کې ياامنيتي تدابير تطبيق کېږي او يا هم جزاګانې او يا جزاګانې او امنيتي تدابير دواړه تطبيق کېږي.
البته کوم امنيتي تدابير چې د پوزيتويست مکتب دهغې غوښتنه يعنې دتطبيق غوښتنه کوي هغه د امنيتي تدابيرو په نوم نه دى ياد شوى بلکه نوموړى مکتب دا تدابير د دفاعي تدابيرو په نامه ياد کړى يعنې دجامعې د حمايي تدابير خو بياوروسته د (٢٠) قرن په اوايلو کې (١٩٠٢) م کال يوې سويسي حقوق دانې چې (Card stoos) نوميده هغه د اجتماعي تدابيرو په نوم بدل کړ او په هغې باندې يې د امنيتي تدابيرو نوم کيښود چې نن ورځ هم په همدې نوم يادېږي.
نو ددې لپاره چې مونږ دامنيتي تدابيرو په هکله لږ څه زيات معلومات حاصل کړو ، نو دامنيتي تدابيرو موضوع ددرې مباحثو په ضمن کې يعنې لومى دامنيتي تدابيرو اهداف دويم د امنيتي تدابيرو خصوصيات او مشخصات او درېم د امنيتي تدابيرو انواع مطالعه کوو،
لومړى مبحث
دامنيتي تدابيرو اهداف
مقدمه لومړى پراګراف دامنيتي تدابيرو عدم تنبيهي هدف دويم پراګراف دامنيتي تدابيرو عدم تنبيهي هدف
درېم پراګراف د امنيتي تدابيرو اصلاحي هدف
څلورم پراګراف دامنيتي تدابيرو دجامعې د صالحې او دفاع هدف
مقدمه : مونږ په جزاګانو کې ولوستل چې جزاګانې څلور هدفه لري يعنې اخلاقي هدف ، تنبيهي هدف ، اصلاحي هدف او دجامعې د حمايي هدف خو په امنيتي تدابيرو کې دجزاګانو برعکس دوه لومړني هدفونه نه لري يعنې اخلاقي هدف او تنبهي هدف په امنيتي تدابيرو کې وجود نه لري او يواځې د جزاګانو دوه اخرني هدفونه په امنيتي تدابيرو کې وجود لري او هغه تعقيبوي يعنې اصلاحي هدف او د جامعې د حمايي هدف په امنيتي تدابيرو کې وجود لري چې مونږ دغه موضوع د څلورو پراګرافونو په ضمن کې په لاندې ډول مطالعه کوو:
لومړى پراګراف : دامنيتي تدابيرو عدم اخلاقي هدف:
د جزاګانو برخلاف په امنيتي تدابيرو کې اخلاقي هدف په نظر کې نه نيول کېږي يعنې امنيتي تدابير ددې لپاره په مجرمينو تطبيق کېږي چې ګويا مجرمين اخلاقي تقصير او يا اخلاقي مسووليت لري ځکه مخکې موږ ولوستل چې د پوزيتويست مکتب موسسين اصلاً د جزايي مسووليت اساس د مجرمينو ازاده اراده او اخلاقي تقصير نه ګڼي بلکه هغوى دمجرمينو د مسووليت اساس خطرناک حالت ګڼي او ددوى په عقيده يعنې دوى پدې عقيده دي چې هر مجرم د ځينو خاصو عللو او عواملو په بناء د جرم مرتکب ګرځي نو څرنګه چې هغوى په ازاده اراده د جرم مرتکب نه ګرځي نو ددې مکتب د موسسينو په عقيده دهغوى اخلاقي تقصير هم په نظر کې نه نيول کېږي.
دا چې دامنيتي تدابيرو په تطبيق کې اخلاقي هدف په نظر کې نه نيول کېږي نو دا موضوع د ځو دلايلو په واسطه روښانه کوو.
١ : معمولاً د جزاګانو له حيثه ټول جرايم په درې کټه ګوريو باندې وېشل کېږي يعنې قباحات ، جنحات او جنايات نو پدې ثلاثه تضميم کې نرمي او ملايمي جزاګانې د قباحاتو د جرايو دى نو د قباحاتو جزاګانې هميشه نسبت جنجاتونه نرمي وي او جناحاتو دجرايمو جزاګانې تصنيف د قبول وړ نه دى . دوى وايي چې که فرضاً مونږ دغه تصنيف قبول هم کړو خو زيات امکان ددې شته چې د قباحاتو د جرم مرتکب نسبت د جنايت دجرم مرتکب نه وخيم اوخطرناک حالت ولري نو امکان لري چې د قباحات دجرم په مرتکب باندې د هغې د خطرناک حالت په نسبت نظر دجنايت دجرم مرتکب ته سخت او شديدامنيتي تدابير تطبيق شي ځکه دامنيتي تدابيرو طرفداران وايي چې بايددجرايمو تصنيف دمجرمينو وضعې (حالت) او شخصيت په نظر کې نيولو سره صورت ونيسي.
٢: د جزا له حيثه ټول مجرمين په دوه کټه ګوريو يا دوه برخو وېشل کېږي يعنې مسوول مجرمين او غير مسول مجرمين چې مسوول مجرمين عاقل ، بالغ اوغير مکره اشخاص دي او غير مسوول مجرمين غير عاقل ، غير بالغ او مکره اشخاص دي خو د امنيتي تدابيرو له حيثه داتصنيف هم قابل د قبول نه دى يعنې په امنيتي تدابيرو کې مسوول او غير مسوول هيڅ وجود نه لري.
دوى باور لري چې هر هغه خطرناک حالت ولري هغه د جامعې په مقابل کې مسووليت لري او جامعه کولاى شي چې دهغوى په مقابل کې عکس العمل وښايي لکه ولګردي چې نن ورځ په بعضو هېوادونو کې په حيث دجرم ګڼل کېږي او دغه حالت دجامعې په وړاندې يو خطرناک حالت ګڼل کېږي ځکه هميشه ددې خطر موجود وي چې ولګردان دجرايمو او قبيحو اعمالو مرتکب وګرځي نو جامعه کولاى شي چې ددغې اشخاصو په مقابل کې عکس العمل وښايي همدارنګه ګدايي معتاديت په مخدره موادو او داسې نور...
٣: د جزاګانو له حيثه دمجرم ماضي په نظر کې نيول کېږي او توجه ورته کېږي يعنې دمجرم جرمي سابقې ته مراجعه کېږي او شدت دجرم يې په نظر کې نيول کېږي او د حال زمانې سره ورته متناسبه جزا ورکول کېږي خو په امنيتي تدابيرو کې سابقه جرم په نظر کې نه نيول کېږي او شدت او وخامت د جرم يې هم چندانې په نظر کې نه نيول کېږي او که ونيول شي هغه هم ډېر کم نو هغه څه چې ډېر اهميت ورته ورکول کېږي او ډېر رول لري هغه د مجرم اينده ده چې په اينده کې مجرم د تداوۍ او معالجې لاندې ونيول شي ترڅو هغه اصلاح او تربيه شي بناً د امنيتي تدابيرو شدت او وخامت د جزاګانو د شدت او وخامت سره متناسب نه واقع کېږي بلکه دمجرم د ضعې او حالت او د هغه داينده اصلاح او تربيې سره متناسب ګرځول کېږي د امنيتي تدابيرو طرفداران وايي چې جرم يو ماضي عمل دى او په حال زمانه کې که مونږ هر څومره کوشش وکړو دهغې د وقوع څخه مخنيوى نه شو کولاى ځکه هغه عمل چې تېر شوى هغه په هيڅ صورت بېرته اول حالت ته نه راګرځي او نه جبرانېږي نو منطقي ده چې دمجرم اصلاح لپاره دهغه ماضي او سابقه بايد دومره په نظر کې ونه نيول شي ځکه دهغه تېر شوى او انجام شوى عمل زمونږ په لاس او اختيار کې نه دى بلکه هغه څه چې زمونږ په لاس او اختيار کې دى هغه پخپله مجرم دى چې بايد دهغه په فکر او خيال کې شو او دهغه داصلاح اوتربيې لپاره بايد توجه وکړو او هغه لارې چارې دهغه د اصلاح لپاره ولټوو چې هغه دده د ايندې لپاره مفيدې او ګټورې دي نو په پورتنيو درې دلايلو کې د جزاګانو په رابطه اخلاقي معيارونه او ملاحظات په نظر کې نيول کېږي او دجزا له حيثه هم دمجرم ماضي په نظر کې نيول کېږي نو پدې توګه په امنيتي تدابيرو کې اخلاقي معيارونه بالکل په نظر کې نه نيول کېږي او داخلاقي تقصير د امنيتي تدابيرو په تطبيق کې کوم رول نه لري بلکه هغه دجرم د ثبوت يوه وسيله ده.
نوټ : امنيتي تدابير بايد ددې لپاره په مجرمينو باندې تطبيق نشي چې مجرمين بايددبدو په مقابل کې بد وګوري اوددې وجيزې برعکس امنيتي تدابير يواځې او يواځې دمجرم د اصلاح او تربيې او دجامعې د حمايې او دفاع په خاطر تطبيق کېږي.
دويم پراګراف : په امنيتي تدابيرو کې عدم تنبهي هدف :
د جزاګانو برعکس په امنيتي تدابيرو کې تنبهي هدف په نظر کې نه نيول کېږي يعنې امنيتي تدابير په يو مجرم باندې ددې په خاطر نه تطبيق کېږي چې مجرم دهغې نه عبرت واخلي او نه ددې لپاره چې جامعه دهغې نه پند واخلي خو ددې پرنسيپ سره سره امنيتي تدابير لکه دجزاګانو په شان په عمل کې يو څه تنبهي تاثيرات لري دمثال په توګه کچيرې يو طفل په دارالتاديب کې يوه دوره تېره کړي وي نو وروسته له هغې چې نوموړى طفل د دارالتاديب نه خوشې کېږي نو طفل په اينده کې کوشش کوي چې د داسې يو عمل مرتکب ونه ګرځي چې هغه باعث د دارالتاديب دتللو شي يعنې بيا هېڅکله خپله اشتباه اوخطا نه تکراروي او تنبهي کېږي يادمخدره موادو په معتاد باندې چې کله امنيتي تدابير تطبيق کېږي ترڅو هغه دغه عمل پرېږدي نو کله چې دغه سړى خو شې کېږي دى په اينده کې کوشش کوي چې بيا د مخدره موادو د استعمال څخه ځان وژغوري ځکه دى فکر کوي چې ددې عمل په تکرار سره به زماسرزش هم تکرار شي خو دلته شايد دا سوال زمونږ ذهن ته راشي چې کله جزاګانې تنبهي تاثيرات ولري نو ايا ددوى ترمنځ په څه فرق وي ؟
ددې سوال په ځواب کې مونږ وايو چې د جزاګانو تنبهي تاثيراتو څخه له دوه نګاو نه فرق کوي.
١: په جزاګانو کې تنبهي تاثيرات ډېر زيات وي او په امنيتي تدابيرو کې تنبهي تاثيرات ناچيز اوکم دي.
٢: په جزاګانو کې تنبهي تاثيرات غوښتل کېږي يعنې په جزاګانو دا يو تقاضا ،غوښتنه او هدف دى چې بايد تنبهي تاثيرات ولري خو په امنيتي تدابيرو کې تنبهي تاثيرات غوښتل کېږي او هغه يو هدف اوغوښتنه نه وي خو په عمل کې خود په خو تنبهي تاثيرات منځ ته راوړي. په اخر کې بايد ووايو چې سره ددې چې امنيتي تدابير په عمل کې تنبهي تاثيرات لري خو په عمل کې هغه د اصلاحي هدف سره کوم تناقص او مغايرت نه لري يعنې دامنيتي تدابيرو د اصلاحي هدف سره مخالف نه واقع کېږي.
درېم پراګراف: د امنيتي تدابيرو اصلاحي هدف :
دامنيتي تدابيرو د مهمو اهدافو څخه يو هم اصلاحي هدف دى او په عمومي صورت امنيتي تدابير پدې خاطر په مجرمينو باندې تطبيق کېږي چې دهغوى د اصلاح او تربيې سبب وګرځي او حدالامکان کوشش کېږي چې امنيتي تدابير د هغه حالت ، وضعې او شخصيت سره تناسب ولري نو پدې اساس مونږ ويلى شو چې په عمومي توګه امنيتي تدابير دمجرمينو د اصلاح په خاطر تطبيق کېږي خو بعضې امنيتي تدابير شته چې په هغې کې نوموړى هدف په نظر کې نه نيول کېږي او په هغې کې يواځې دجامعې د دفاع اوحمايې هدف په نظر کې نيول کېږي لکه اعدام چې د امنيتي تدابيرو پلويان اصلاً د جزا دنوم سره موافق نه دي او اعدام هم امنيتي تدابير بولي يالکه تبعيد.
څلورم پراګراف : د جامعې د حمايې او د فاع هدف :
د امنيتي تدابيرو بل هدف دجامعې د حمايې او دفاع ده او امنيتي تدابير ځکه په مجرمينو تطبيق کېږي ترڅو جامعه د مجرمينو په مقابل کې دفاع او حمايه شي او په دوه شکلونو جامعه حمايه کېږي
١: د امنيتي تدابيرو د تطبيق په نتيجه کې جامعه په اني او فوري توګه د موجوده مجرمينو په مقابل کې دفاع او حمايه کېږي
٢: د امنيتي تدابيرو تطبيق دمجرمينو د اصلاح او تربيې سبب ګرځي او جامعه د اينده احتمالي متکرر مجرمينو په مقابل کې حمايه کېږي نوموړى هدف استثناء نه لري يعنې هميشه په امنيتي تدابيرو کې دجامعې دحمايې او دفاع هدف په نظر کې نيول کېږي.
دويم مبحث د امنيتي تدابيرو خصوصيات او مشخصات
8. مقدمه لومړى پراګراف د مشقتي خصوصيت نشتوالى دوم پراګراف د تحقيري خصوصيت نشتوالى
درېم پراګراف د غير معين والي خصوصيت څلورم پراګراف د تغير او تجديد نظر د قابليت خصوصيت .
مقدمه : په جزاګانو کې مونږ ولوستل چې جزاګانې څلور خصوصيتونه لري ، يعنې مشقتي خصوصيت ، تحقيري خصوصيت دمعين والي خصوصيت او دعدم تغيروالي خصوصيت ، خو دا څلور خصوصيتونه په امنيتي تدابيرو کې معکوس شکل لري يعنې د جزاګانو دوه لومړني خصوصيتونه په امنيتي تدابيرو کې نشته او دوه اخرني خصوصيتونه په امنيتي تدابيرو کې سرچپه دي په معنى چې په جزاګانو کې د معين وال خصوصيت وجود لري ، او په امنيتي تدابيرو کې دعدم معين والي خصوصيت وجود لري ، همدارنګه جزاګانې د تجديد نطر او يا د تغير والي خصوصيت نه لري مګر په امنيتي تدابيرو کې دا خصوصيت وجود لري چې مونږ دامنيتي تدابيرو دغه خصوصيات هر يو په ځانګړي توګه د څلورو پراګرافونو په ضمن کې مطالعه کوو:
لومړى پراګراف : دامنيتي تدابيرو غير مشقتي خصوصيت
د پرنسيپ په لحاظ د جزاګانو برعکس امنيتي تدابير اذيتي او مشقتي خصوصيت نه لري ، ځکه امنيتي تدابير په حقيقت کې دمجرم داصلاح او تربيه او دهغه دمعالجې او تداوۍ لپاره دى ، نه د مجرم د ازار ، تکليف او مشقت لپاره ، نو دا واضحه خبره ده چې امنيتي تدابير تکليف ورکونکى او زجر ورکونکى خصوصيت نه لري ، خو ددې پرنسيپ باوجود امنيتي تدابير په عمل کې متاسفانه يو اندازه مشقتي خصوصيت لري او د جزاګانو په شان دمجرمينو داذيت مشقت او تکليف سبب ګرځي.
خو دا چې امنيتي تدابير ولې په عمل کې مشقتي خصوصيت لري، نظر بعضو دلايلو ته کولاى شو هغه توضيح کړو:
١: لومړى دا چې بعضې امنيتي تدابير دجزاګانو سره ډېر شباهت لري ، نو طبعاً دهغې تاثيرات هم د جزاګانو سره نېژدې والى لري اود مجرمينو د مشقت او تکليف سبب ګرځي.
٢: بل منطقي او حقوقي دليل دادى چې امنيتي تدابير باوجود ددې چې دمجرم داصلاح او تربيه لپاره دى مګر هغه اجباري جنبه لري او دمحکمې د حکم په اساس تطبيق کېږي ، نو دانسانانو طبيعت او مجاز داسې دى چې هر هغه څه (شى) چې الزامي اواجباري جنبه ولري هغه نه خوښوي، ځکه دوى يو قسم ځان منحصر او تابع بولي نو اکثره اشخاص هغه نه بولي، بلکه اذيت او مشقت يې بولي خو د بلې خوا د تاسف خبره ده چې د امنيتي تدابيرو مشقتي خصوصيت دامنيتي تدابيرو داصلاحي هدف سره مغايرت او مخالفت کې واقع کېږي ، يعنې که چيرې دامنيتي تدابيرو مشقتي جنبې ډېرې وې نواصلاحي جنبې به يې برعکس کمى وياو که چيرې مشقتې جنبې د امنيتي تدابيرو کمى وي نو اصلاحي جنبې به يې ډېرې وي چې دا موضوع په جزاګانو کې هم صدق کوي يعنې په جزاګانو کې هم همداسې ده چې مونږ دا موضوع نظر لاندې درې دلايلو ته واضح کوو:
١: که چيرې دامنيتي تدابيرو مشقتي جنبې ډيرې وې نو شايد د مجرمينو سره ځنې عقدې او حقارتونه او بدبيني پيدا شي ، او په اينده کې شايد نور دمجرمينو سره ځنې عقدې او حقارتونه او بدبيني پيدا شي ، او په اينده کې شايد نور خطرناک جرمي اعمال سرته ورسوي .
٢: دوم دا چې ددې امکان هم شته چې که چيرې دامنيتي تدابيرو مشقتي جنبې ډيرې وي نو شايد دمجرمينو بعضې پخواني مريضې ګانې تجديد شي يعنې هغه مريضي ګانې چې هغوى پخوا لرلې هغه بروز وکړي او منځ ته راشي.
٣: همدارنګه کيداى شي چې دامنيتي تدابيرو دمشتقي خصوصيت په اساس مجرمينو ته بعضې نورې نوې مريضي ګانې اويا حتى تکليفونه پيدا شي خو ددې نقيصو او پرابلومونو دلرې کولو لپاره يوازينۍ دحل لاره چې وجود لري هغه داده چې دامنيتي تدابيرو د تطبيق کوونکو ارګانونو موظفين بايد مسلکي ، فني او ورزيده اشخاص اوسي ترڅو مجرمينو ته داسې تلقين کړي چې امنيتي تدابير دهغوى دمشقت او تکليف لپاره نه دي او هغوى داسې تشويق او ترغيب کړي چې امنيتي تدابير ددوى د اصلاح او تربيې او معالجې لپاره دي.
مثلاً ورته وويل شي چې دلته حقوقي ورزيده اشخاص او ډاکټران وجود لري چې ددوى د معالجې او تداوۍ لپاره کار کوي ، او يا ورته وويل شي چې دا په حقيقت کې شفاخانه ده چې د فني اشخاصو له خوا هلته مجرمين دتداوۍ لاندې نيول کېږي ترڅو هغوى اصلاح شي نو که پدې قسم مجرمين قانع کړل شي نو امکان لري چې مجرمين هغه اذيت او تکليف يا مشقت احساس نکړي او له دوى سره به عقدې او کينې خلق نشي.
دويم پراګراف : د امنيتي تدابيرو عدم تحقيري خصوصيت
امنيتي تدابير برعکس دجزاګانو د پرنسيپ په لحاظ تحقيري او رسواکونکي خصوصيت نه لري يعنې څرنګه چې امنيتي تدابير د مجرمينو د اصلاح او تربيې لپاره دي نو معمولاً د پرنسيپ په لحاظ مجرمين بايد د حقارت او تحقير احساس ونکړي او نه نور خلک د جامعې بايد دوى ته دحقارت او بدبينۍ په سترګه وګوري
خو متاسفانه په عمل کې دامنيتي تدابيرو تحقيري خصوصيت وجود لري ، يعنې په لومړي قدم کې مجرمين دخل ځان په وړاندې دحقارت اوبدبينۍ احساس کوي او ځان حقير او سپک بولي او په دويم قدم کې دجامعې نور وګړي هم دوى ته دحقارت په سترګه ګوري اوعملاً داسې زيات واقع شوي چې هغه اطفال چې د دارالتاديب کې يې وخت تېر کړى وي ، نو کله چې د هغوى څخه څوک د دارالتاديب په هکله پوښتنې کوي ، نو هغوى احساس د ناارامۍ کوي اوکوشش کوي چې په هغې هکله ډېر څه ونه وايي ، يعنې دخلکو دپوښتنو څخه ځان تېر راوړي ، همدارنګه دمخدره موادو معتادين هم پدې شرمېږي چې دوى دخپل دغې بدعمل په مقابل کې په اصلاحي موسساتو کې ساتل شوي.
په همدې توګه دا په عمل کې ليدل شوي چې هغه کسان چې په هغوى باندې امنيتي تدابير تطبيق شوي نو وروسته دخوشي کيدو څخه دهغوى خپلوانو، دوستانو او اقاربو دهغوى سره دپخوا په شان نژدېوالى نه دى کړى او علايق يې ورسره نه دى ساتلى او حتى لرېوالى يې اختيار کړى او په سپک نظر يې ورته ليدلي مثلاً که د يو چا څخه يې کور په کرايه غوښتي وي نو کراييې کور ورته په اسانۍ سره ندى پيدا شوى او يا يې که دماموريت او وظيفې غوښتنه کوي نو په اسانۍ ورته هغه نده ورکړى شوي.
نو ددې ټولو مشکلاتو علت دادى چې اصلاً امنيتي تدابير په عادي او نورمال حالت کې په اشخاصو نه تطبيق کېږي ، بلکه کله چې اشخاص او افرادو غير نورمال او خطرناک حالت ولري نو امنتي تدابير ورباندې تطبيق کېږي نو ځکه دغه اشخاص په لومړي قدم کې نظر خپل ځان ته د حقارت اوکمي احساس کوي او په دويم قدم کې دجامعې خلک هم ورته د حقارت په سترګه ګوري او فکر کوي چې دغه اشخاص د ضعيف شخصيت او کرکتر خاوندان دي يعنې نظر دهغوى جرمي سابقې ته هغوى ته د تحقير په سترګه ګوري.
د امنيتي تدابيرو تحقيري خصوصيت هم دامنيتي تدابيرو د اصلاحي هدف سره په تضاد کې واقع کېږي دا ځکه چې کيداى شي دمجرمينو سره بعضې عقدې او کينې دامنيتي تدابيرو ددغې خصوصيت دموجوديت په صورت کې پيدا شي او يا ورته ځنې مريضي ګانې شايد پيدا شي او لکه څرنګه چې د جامعې نور افراد له دوى سره نژدېوالى او همکاري نه کوي نو دوى د ځان لپاره داسې يو محيط لټوي چې هلته ددوى ځاى وشي او احساس د کمي ونکړي چې هغه به طبعاً يو جرمي محيط وي نو پدې توګه دغه اشخاص ممکن په متکرر مجرمينو بدل شي.
نو د امنيتي تدابيرو د تحقيري خصوصيت دکموالي لپاره دوه د حل لارې وجود لري چې هغه په لاندې ډول دي.
١ : د امنيتي تدابيرو د تطبيق کونکو ارګانونو پرسونل بايد فني او مسلکي اشخاص وي لکه مخکې مو چې وويل ، ترڅو وکولاى شي هغه کسان چې دامنيتي تدابيرو د تطبيق لاندې وي ، هغوى داسې تلقين اوقانع کړي چې امنيتي تدابير ددوى د تحقير او سپکاوى لپاره نه دى ، بلکه دهغوى اصلاح او تربيې لپاره دى ، نو امکان لري چې دوى احساس د حقارت ونکړي.
٢: دامنيتي تدابيرو تطبيق کونکى ارګانونه يا هغه ځاى چې دغه تدابير پکې تطبيق کېږي بايد دغه مراکز او موسسات دمحابسو څخه ډېر لرې وي ، ترڅو هغه کسان چې دامنتي تدابيرو دتطبيق لاندې دي هغوى داسې فکر ونکړي چې دا مراکز هم لکه دمحابسو په شان دي او ځان د محبوسينو سره شي ونه ګڼي ترڅو د حقارت احساس په دوى کې ايجاد نشي او په دې پوه شي چې دوى د محبوسينو سره فرق لري
درېم پراګراف : دغير معين والي خصوصيت (دامنيتي تدابيرو)
دغې موضوع ته مونږ په جزاګانو کې هم اشاره کړى وه چې دا به د يو ډاکټر لپار مشکله وي چې د مريض دتداوۍ لپاره يو معين وخت او معياد پيشبيني کړي ، نو په همدې ډول که مونږ مجرمين دمريضانو سره تشبيح کړو ، نو لکه څرنګه چې امنيتي تدابيرو دمجرينو داصلاح او تربيې لپاره په هغوى تطبيق کېږي ، نو د يو قاضي لپاره به دا مشکله وي چې د مجرمينو د اصلاح لپاره يو معين وخت تعين کړى ، ترڅو هغوى په همدغه ټاکلى وخت کې اصلاح او تربيه شي، نو د پرنسيپ په لحاظ معمولاً قاضي بايد د امنيتي تدابيرو وخت معين نکړي او د وخت او معياد له حيثه بايد په غيرمعين ډول د امنيتي تدابيرو په تطبيق باندې حکم وکړي يعنې تر هغه وخته پورې چې مجرم اصلاح او تربيه شي، ن د پرنسيپ له مخې امنيتي تدابيرو د غير معين والي خصوصيت لري ، خو دا خصوصيت ځنې معايب او نواقيص هم لري چې هغه په لاندې ډول خلاصه کولاى شو:
١ : يو دهغه معايبو څخه دادى چې دامنيتي تدابيرو د غيرمعين والي خصوصيت دجرايمو او جزاګانو د قانونيت د پرنسيپ سره متضاد واقع کېږي ، ځکه مونږ وويل چې بې له قانون څخه نه جرم وجود لري او نه جزا ، نو کله چې مونږ د يو جرم په ارتباط چاته جزا ورکوو ، نو بايد هغه جزا د وخت او زمان له حيثه ، د نوعيت او څرنګوالي له حيثه د شدت او وخامت له حيثه او بالاخره دکميت او کيفيت له حيثه بايد کاملاً معلومه او واضحه وي نو کچيرې دهغې وخت معلوم نه شي نو دا د جرايمو او جزاګانو د پرنسيپ سره په ټکر کې واقع کېږي.
٢: دوهم دا چې که چيرې دغه خصوصيت په عمل کې تطبيق شي ، نو دا به د قضاتو دخود سرۍ او سوء استفادې باعث وګرځي ، يعنې که يو تعداد مجرمين واقعاً اصلاح شوي وي نو قاضي شايد دمختلفو اغراضو او شخصي ملاحظاتو له مخې هغوى اصلاح ونه ګڼي او يا هم يو تعداد مجرمين چې اصلاً هغوى هيڅ اصلاح شوي نه وي نو شايد هغوى د ځنو اغراضو په اساس اصلاح وګڼي نو نظر دغوعيبونو ته خاصتاً د لومړي عيب دموجوديت په اساس نن ورځ بايد دامنيتي تدابيرو وخت او موده معينه او مشخصه وي خو په بعضو ممالکو کې که چيرې يو مجرم په هماغه معين وخت کې اصلاح نشي ، نو قاضي کولاى شي چې دهغه وخت تمديد کړي ، چې دغه طرزالعمل دامريکا دمتحده ايالاتو دکاستريکا ( ) په ايالت کې وجود لري ، چې دمجامنين مجرمينو په هکله يې د يو ځل لپاره دا تمديد منلى ، چې حداکثر يې بايد دپخواني مودې څخه زيات نه وې.
همدارنګه يو فرانسوي پروفيسر چې (Lerassur) نوميده ، هغه په (١٩٥٩) م کال دمجانين مجرمينو دامنيتي تدابيرو په ارتباط يوه پروژه ترتيب کړې وه ،چې په هغې کې يې دمجانين مجرمينو په وړاندې دامنيتي تدابيرو حدا کثره اندازه (١٥) کاله تعين کړي وه ، او ويلي يې و چې دغه موده د احتمال په صورت کې کيداى شي چې د دوو دفعو لپاره تمديد شي.
څلورم پراګراف : د امنيتي تدابيرو دتغير او تجديد نظر د کولو خصوصيت
لکه څرنګه مو چې دجزاګانو په مبحث کې ولوستل ، چې معمولاً د طب په ساحه کې يو طبيب نشي کولاى چې دخپل د صحت يابۍ لپاره په دقيق ډول يوازې يو قسم دوا ، يا نسخه تجويز کړي او يا دى داسې پيشبيني وکړي چې نوموړى مريض په همدې يوه نسخه او دواباندې صحت پيد کوي نو همدا علت دى چې د طب په ساحه کې چې کله يو مريض په يوه دوا جوړ نشي نو دهغې په نوعيت او مقدار کې تغير راوړي ، ترڅو مريض صحت پيدا کړي ، نو په امنيتي تدابيرو کې به هم دا د يو قاضي لپاره مشکله وي چې د مجرم د صحت يابۍ يا د هغه د معالجې او اصلاح لپاره په مطلق ډول بېد کوم تغير څخه ديو معين ډول امنيتي تدابيرو په تطبيق باندې حکم وکړي ، نو پدې اساس برعکس د جزاګانو په امنيتي تدابيرو کې د تغيروالي او تجديد نظر امکانات شته ، نو امنيتي تدابير هم قابل د تجديد نظر دى او هم قابل د تغير دى ، بناء ددې خصوصيت د موجوديت په اساس دامنيتي تدابيرو په تطبيق کې دوه روشونو څخه استفاده کېږي چې هغه په لاندې ډول توضيح کېږي .
١: په بعضې حالاتو کې په مجرم باندې د هغه د وضعې ، شخصيت او خطرناک حالت په نظر کې نيولو سره په شروع يا اول کې سخت او شديد امنيتي تدابير تطبيق کېږي ، لکه بعضې هغه امنيتي تدابير چې د جزاګانو سره شباهت او انژدېوالى لري په مجرم بادې تطبيق کېږي خو کله چې د مجرم وضع ،حالت او شخصيت وار په وار يعنې ورو ورو تغير کوي او مجرم د ښه کيد خواته نژدې کېږي ، نو هماغسې په مجرم باندې د امنيتي تدابيرو په تطبيق کې هم نرموالى ، سهولت او سپکوالى راځي ، اوکله چې هغه کاملاً اصلاح شي نو دهغې څخه وروسته بيا ورباندې امنيتي تدابير هم نه تطبيق کېږي
٢ : دويم اوس دادى چې کچيرې امنيتي تدابير په شروع کې په مجرم باندې په نرمۍ سره تطبيق شي او هغه باندې موثر واقع شي يعنې هغه اصلاح شي نو امنيتي تدابير پرې نور نه تطبيق کېږي ، خو که برعکس نرم او ملايم امنيتي تدابير په مجرم موثر واقع نشي نو وار په وار په مجرم باندې سخت او شديد امنيتي تدابير عملي کېږي ترڅو دهغې د اصلاح سبب وګرځي خو د امنتي تدابيرو داخصوصيت متاسفانه د پرنسيپ په لحاظ دجرايمو او جزاګانو دقانونيت د پرنسيپ سره متصادم واقع کېږي چې ددې تصادم دمخنيوي لپاره د امنيتي تدابيرو په هکله کومه د حل لاره وجود نه لري او دا خصوصيت دحقوق دانانو قضاتو اوعلماو لخوا منل شوى دى .
درېم مبحث د امنيتي تدابيرو ډولونه (انواع)
9.
10.
11.
12. لومړى پراګراف د امنيتي تدابيرو تصنيف دجرم د وقوع له حيثه
دويم پراګراف د امنيتي تدابيرو تصنيف ددرماني او اصلاحي جنبو له حيثه
درېم پراګراف د امنيتي تدابيرو تصنيف د صدماتو له حيثه
لومړۍ فقره : هغه امنيتي تدابير چې دجرم د وقوع څخه دمخه تطبيق کېږي دويمه فقره هغه امنيتي تدابير چې دجرم دوقوع څخه وروسته تطبيق کېږي لومړۍ فقره طرح کوونکى ياخنثى کونکى امتيتي تدابير دويمه فقره درمان کونکى او اصلاح کونکى امنيتي تدابير
امنيتي تدابير هم د جزاګانو په شان ډېر ډولونه يا اقسام لري چې مونږ کولاى شو ټول امنيتي تدابير دمطالعې دسهولت په خاطر ددرې پراګرافونو په ترڅ کې تصنيف بندي کړو ، يعنې لومړى دجرم د وقوع له حيثه ، دويم د درماني او اصلاحي جنبو له حيثه ، او درېم دصدماتو له حيثه ،چې هر يو ددې تصنيفونو څخه په جلا جلا توګه دمطالعې لاندې نيسو.
لومړى پراګراف دامنيتي تدابيرو تصنيف دجرم د وقوع له حيثه
لکه څرنګه چې په تېرو درسونو کې مطالعه کړل چې جزاګانې يواځې دجرم دوقوع څخه وروسته په مجرمينو باندې تطبيق کېږي او هېڅکله جزاګانې دجرم دوقوع څخه دمخه په تمهمينو باندې تطبيق کېداى نشي ، خو برعکس بعضې امنيتي تدابير د جرم د وقوع څخه مخکې هم تطبيق کيداى شي نو مونږ ټول امنيتي تدابير په دوه برخو ويشلاى شو يعنې هغه امنيتي تدابير چې دجرم دوقوع څخه مخکې تطبيق کېږي او بل هغه امنيتي تدابير چې دجرم دوقوع څخه وروسته تطبيق کېږي چې هر يو يې په ځانګړى ډول دمطالعې لاندې نيسو:
لومړى فقره هغه امنيتي تدابير چې د جرم دوقوع څخه دمخه تطبيق کېږي
په بعضو حالاتو کې مخکې له دې چې جرم واقع شي ، نو په هغه صورت کې چې داسې يقين پيدا شي يا داسې يوحالت موجود شي چې کچيرې دغه حالت او وضعيت دوام وکړي نو حتماً او يقيناً به يو جرم واقع شي نو پدغه شان حالت کې باوجود ددې چې جرم نه وي واقع شوى خو بيا هم امنيتي تدابير تطبيق کېږي چې په عمومي ډول دجرم دوقوع څخه دمخه په دوو حالتونو کې امنيتي تدابير تطبيق کيداى شي
١: لومړى په هغه حالت کې چې په يوه ټولنه کې دجرم د واقع کيدو لپاره شرايط مساعدوي يعنې دجرم دوقوع علل او عوامل په ټولنه کې وجود ولري ، نو پدغسې يوه ټولنه کې حقوق دانان او علما فکر کوي چې کچيرې پدې قسم حالاتو کې انتظار وويستل شي چې خلک جرايم ترسره کړي او وروسته بيا ورته جزا ورکړل شي نو دا به ديوې ټولنې دعامه نظم په وړاندې ستر خطر متوجه کړي او په ټولنه کې به بې ثباتي او هرج ومرج رامنځته کړي چې دا به په حقيقت کې دخلکو تشويقول وي دجرايمو د ارتکاب لپاره مثلاً که چيرې داسې يوه ټولنه وي چې هلته خلک د مخدره موادو په استعمال باندې معتاد وي يا په يوه ټولنه کې بيکاري او بې روزګاري ډيره وي يا په يوه ټولنه کې ګډايان ډېر زيات وي او فقر او بې سوادي زياته وي او يا هم صحي امراض ډير وي نو ددغه پورتني مختلف عوامل کيداى شي چې په اينده کې دجرايمو دارتکاب سبب وګرځي او اجتماعي نظم ته صدمه پېښه کړي ، نو غوره او بهتره به دا وي ترڅو ددغو مختلفو عواملو مخه مخکې له مخکې ونيول شي او دغه ګڼ شمېر عوامل هر څه زر له منځه ويوړل شي نو ددغو عواملو دمخنيوي دپاره بايد په ټولنه کې امنيتي تدابير تطبيق شي ترڅو دجرايمو دارتکاب زمينه مساعده نشي.
نو په دغه قسم يوه ټولنه کې چې کوم امنيتي تدابير تطبيق کېږي هغه عامه جنبه لري او په عام شکل دجرايمو علت ،علل او عوامل لمنځه وړل کېږي ځکه پورتنى عوامل چې کله په يوه ټولنه کې موجود وي نو شايد عام وګړي دجرايمو مرتکب وګرځي نو دغه ډول امنيتي تدابير قضايي جنبه نه لري .
يعنې ددې قسم امنيتي تدابيرو تطبيق لپاره دمحکمې حکم ته ضرورت نه وي ، بلکه دا قسم امنيتي تدابير د مختلفو اداري ارګانونو لخوا تطبيق کېږي مثلاً کله چې په يوه ټولنه کې بې سوادي عوامل موجود وي نو د تعليم او تربيې وزارت بايد دغه علل محوه کړي يا که په يوه ټولنه کې ګدايان او ولګردان موجود وي نو د پوليسو او جنايي ارګانونو او يامربوطه مرجعو لخوا بايد د هغوى مخنيوى وکړي او په همدې ډول که صحي امراض په يوه ټولنه کې زيات وي چې دا هم په اينده کې دجرايمو دارتکاب باعث ګرځي نو دصحت عامې وزارت بايد دغه خلا رفع کړي يعنې مريض اشخاص دتداوۍ او معالجې لاندې ونيسي او په همدې ترتيب سره نورمختلف اقتصادي او اجتماعي عوامل بايد د مربوطه ارګانونو لخوا دمينځه يوړل شي نو ددې ډول امنيتي تدابيرو مطالعه ډېره د جزاشناسۍ پورې اړه نه لري ځکه مخکې مو وويل چې دا قسم امنيتي تدابير قضايي جنبه نه لري ، نو ځکه دهغې د مطالعې څه صرف نظر کوو چې دا ډول امنيتي تدابير دوقايوي امنيتي تدابيرو په نوم يادېږي
٢: دويم حالت هغه حالت دى چې پدې حالت کې هم دجرم د ارتکاب امکانات موجود وي يعنې ددې يقين او باور موجود وي چې که دغه حالت دوام کړي نو حتماً به جرم واقع شي خو دا ډول امنيتي تدابير عامه جنبه نه لري يعنې دجرم دارتکاب عوامل عامه جنبې نه لري او بعضې او بعضې اشخاص کيداى شي چې د ځينو عواملو په بنياد د مرتکب وګرځي يعنې دغه حالت د ټولنې عامو وګړو ته متوجه نه وي بلکې يواځې ديو محدود شمېر اشخاصو ته متوجه وي يعنې که چيرې بعضې اشخاص خطر ناک حالت ولري نو شايد هغوى په اينده کې د جرايمو مرتکب شي نو پدې حالت کې يواځې په هغه مشخصو افرادو باندې دجرم د وقوع څخه دمخه امنيتي تدابير برعکس دمخکې ډول امنيتي تدابيرو قضايي صبغه لري او اداري ارګانونه نشي کولاى چې دا ډول امنيتي تدابير تطبيق کړي ځکه د عدالت دتامين له حيثه قضات ددې نوع اشخاصو دجلبولو، تحقيق کولو او ددعوې د اقامه کولو او محاکمه کولو صلاحيت لري او نسبت نورو ارګانونو ته دا وظيفه دوى ښه اجرا کولاى شي ځکه قضايي مسايل ډېر مهم او پيچيده وي او ځانته خاص مراحل او پروسيجر لري نو دا ډول امنيتي تدابير قضايي جنبه لري او د جزاشناسۍ پورې ارتباط لري چې دا امنيتي تدابير هم د وقايوي تدابيرو په نوم يادېږي
مثلاً هغه امنيتي تدابير چې د ولګردانو ، ګدايانو او د مخدره موادو په معتادينو باندې تطبيق کېږي خو دا ډول امنيتي تدابير د جرايمو او جزاګان دقانونيت د پرنسيپ سره په ټکر کې واقع کېږي ځکه جرم وجود نه لري او که چې جرم واقع شوى نه وي نو طبعاً چې مرتکب هم وجود نه لري نو دغه امنيتي تدابير بې قيد او شرطه نه تطبيق کېږي او صرف ددوه شرطونو په اساس تطبيق کيداى شي:
١: لومړى شرط دادى چې دا قسم امنيتي تدابير بايدکاملاً درماني او معالجوي جنبه ولري.
٢: دويم شرط دا چې دا ډول امنيتي تدابير بايد د اشخاصو دازادۍ دسلبولو سبب ونه ګرځي ، لکه هغه امنيتي تدابير چې دمخدره موادو په معتادينو باندې تطبيق کېږي يا هغه امنيتي تدابير چې په ګدايانو باندې او ولګردانو باندې تطبيق کېږي.
دريمه فقره : هغه امنيتي تدابيرچې دجرم دوقوع څخه وروسته تطبيق کېږي
په غير د دوه ډوله مخکنيو امنيتي تدابيرو څخه نور ټول امنيتي تدابير دجرم د وقوع څخه وروسته تطبيق کېږي يعنې د دوه مخکنيو حالتونو څخه په غير چې په بعضو خالو حالاتو کې په اجتماع يا اشخاصو باندې تطبيق کېږي نو ر ټول امنيتي تدابير دجرم د وقوع څخه وروسته په مجرمينو باندې تطبېقېږي
دويم پراګراف د امنيتي تدابيرو تصنيف د درماني او اصلاحي جنبو له حيثه
د پرنسيپ په لحاظ ټول امنيتي تدابير درماني او اصلاحي جنبې لري يعنې ټول امنيتي تدابير دمجرمينو ددرمان او اصلاح په خاطر تطبيق کېږي خو سره ددې بايد وويل شي چې په ټولو امنيتي تدابيرو کې دغه جنبې يو شان نه دي يعنې په بعضو امنيتي تدابيرو کې دا جنبې وجود لري او په بعضو کې دا جنبې وجود نه لري نو مونږ له دې حيثه ټول امنيتي تدابير په دوه برخو ويشو يعنې طرز کونکى يا خنثى کونکى امنيتي تدابير اودرمان کونکى تدابير چې هر يې مونږ په بېلو بېلو فقرو کې مطالعه کوو:
لومړۍ فقره : طردکونکى يا خنثى کونکى امنيتي تدابير :
متاسفانه بعضې امنيتي تدابير وجود لري چې هغه درماني او اصلاحي جنبې نه لري او يواځې دجامعې دحمايي او دفاع په خاطر په مجرمينو باندې تطبيق کېږي او په دې ډول امنيتي تدابيرو کې په اني اوفوري توګه (په مستقيم ډول) مجرمين دجامعې څخه طرد او لري کېږي ترڅو جامعه ددې ډول مجرمينو څخه په امان کي پاتې شي لکه اعدام ، په بعضو حالاتو کې تبعيد، دجرم د محصولاتو ضبط کول او داسې نور...
دويمه فقره : درمان کونکى او اصلاح کونکى امنيتي تدابير:
دا هغه امنيتي تدابير دي چې د لومړي فقرې د امنيتي تدابيرو معکوس دى ، يعنې هغه امنيتي تدابير چې دمجرم داصلاح او درمان باعث ګرځي چې اکثره امنيتي تدابيرهمدا جنبې لري چې ددې ډول امنيتي تدابيرو انواع ډېر زيات دي خو مهمترين يې څلور دي ١ : مواظبتي امنيتي تدابير ٢: تربيوي امنيتي تدابير ٣: معالجوي امنيتي تدابير ٤: نظارتي امنيتي تدابير چې هر يو يې په جلا جلا ډول مطالعه کوو.
١: مواظبتي امنيتي تدابير:
بعضې اشخاص لکه اطفال مجانين چې دماغي اختلالات لري يا معتادين د مخدره موادو اومشروباتو چې دوى سالم او نور مال حالت نه لري او ددې مواظبت ضروري وي نو ددې قسم اشخاصو په وړاندې مواظبتي امنيتي تطبيق کېږي ترڅو په اينده کې دجرايمو مرتکب نه شي ، نو معمولاً ددې ډول اشخاصو دمواظبت او سرپرستۍ لپاره دامنيتي ارګانونو لخوا ددوى د وارثانو سرپرستانو څخه تضمينونه اخېستل کېږي ترڅو هغسې چې لازم وي بايد ددوى مواظبت اوساتنه وکړي او کوم اشخاص چې سرپرستان ونلري نو بيا محکمه يو څوک دهغوى سرپرستۍ او مواظبت لپاره تعينوي
٢: تربيوي امنيتي تدابير:
په هره ټولنه کې بعضې اشخاص دنه لرلو له کبله مرتکب د بعضو جرايمو ګرځي ، يعنې دښې اخلاقي تربيې اجتماعي تربيې او مسلکي تربيې دنه موجوديت په اساس مرتکب دجرم ګرځي مثلاً ډريوران او طبيبان چې مسلکي تربيه ونلري يايې دجامعې دعرف اوعاداتو او شرايطو سره حرکات او برخوردونه مناسب نه وي نوددې قسم اشخاصو په وړاندې وروسته د جرم د وقوع څخه داسې امنيتي تدابير تطبيق کېږي ترڅو د هغوى هماغه خلا او ضعف چې لري يې هغ رفع شي چې دېته ته تربيوي امنيتي تدابير وايي.
٣: معالجوي امنيتي تدابير:
ځنې اشخاص په جامعه کې په اساس د بعضو مريضۍ ګانو ، دماغي اختلالانو مرتکب د جرايمو ګرځي ،لکه دمخدره موادو معتادين ، مجانين ، نيمه مجانين اوداسې نور نو ددې قسم اشخاصو په وړاندې معالجوي امنيتي تدابير تطبيق کېږي ، نو دوى په بعضو خاصو مرکزونو او موسساتو کې ساتل کېږي ترڅو دوى معالجه اوتداوي شي.
٤: نظارتي امنيتي تدابير:
ځينې مجرمين وجود لري چې د هغوى په حصه کې دا تشويش موجود وي چې که دهغوى کړه وړه ، حرکات او اعمال مستقيماً دنظارت لاندې ونه نيول شي ، نو امکان لري چې هغوى دبعضو جرايمو مرتکب وګرځي ، نو ددې قسم اشخاصو په وړاندې نظارتي امنيتي تدابير تطبيق کېږي ، يعنې ددوى حرکات يا کړه وړه د يومعين وخته پورې دنظارت لاندې نيول کېږي چې دا نظارت به يا مستقيم يا غيرمستقيم ډول وي.
دمثال په ډول دځينو مجرمينو څخه تعهد اخېستل کېږي چې کله دوى خپل ادرسونه تغيروي نو بايد دوى ذيصلاح مراجعو ته خبر ورکړي يا دا چې کله دوى يو بهرني ملک ته سفر کوي نو بايد ذيصلاح مقامات خبر کړي همدارنګه دهغو اشخاصو سره چې دوى روابط او مناسبات لري ياپه هغو ځايونو کې چې ګشت او ګذر کوي ، نو بايد ذيصلاح مقامات په جريان کې اوسي.
دريم پراګراف دامنيتي تدابيرو تصنيف دصدماتو له حيثه
امنيتي تدابير دجزاګانو برخلاف په مجرمينو باندې ددې لپاره تطبيق کېږي ، ترڅو دهغوى د اصلاح اوتربيې سبب وګرځي او دبلې خوا دجامعې د حمايې او دفاع باعث شي خو متاسفانه په عمل کې تقريباً د جزاګانو په شان امنيتي تدابير هم ځينې صدمات مجرمينو ته پېښوي چې دغه صدمات په عمل کې کله د مجرم جسم ،مال ، ازادي ، د حقوقو او بالاخره دهغه پشي او کار ته ځنې صدمات رسوي نو پدې توګه مونږ د امنيتي تدابيرو صدمات په شپږو ډولونو باندې ويشلاى شو چې هر يو به يې په جلا جلا توګه د مطالعې لاندې ونيسو.
١ : جسمي امنيتي تدابير:
دا هغه امنيتي تدابير دي چې ددې امنيتي تدابيرو صدمات د مجرم جسم ته رسېږي، لکه اعدام د اعصابو جراحي، برقي شوکونه ، چې دا صدمات کيداى شي چې ظاهري وي او يا واقعي او دوامداره وي
٢: مالي امنيتي تدابير:
دا هغه ډول امنيتي تدابير دي چې دهغې صدمات دمجرم مال او دارايي ته رسېږي، لکه ضبط، د يوې فعاليت ګاه تعطيل او داسې نور...
٣: د ازادۍ سلبونکي امنيتي تدابير:
دا هغه ډول امنيتي تدابير دي چې د هغې صدمات د مجرم ازادي او استقلال ته رسېږي يعنې د مجرم ازادي د دايم لپاره سلبوي او بعضې دموقت وخت لپاره د مجرمينو ازادي سلبوي مثلاً هغه امنيتي تدابير چې په بعضو مجانينو مجرمينو باندې په خاصو مرکزونو کې تطبيق کېږي لکه په دارالتاديب کې د يو تعداد مجرمينو ازادي سلبېږي.
٤: د ازادۍ محدودونکي امنيتي تدابير:
ددې قسم امنيتي تدابيرو صدمه دمجرم ازادۍ ته رسېږي، خو دا ډول امنيتي تدابير يوازې دمجرمينو ازادي محدودوي او بلکل يې نه سلبوي لکه منع د ګشت او ګذر په بعضو خاصو ځايونو کې، منعه د امامت ، اجباري اقامت او داسې نور...
٥: دحقوقو سلبونکى امنيتي تدابير:
ددې ډول امنيتي تدابيرو صدمه او ضرر دمجرمينو حقوقو او امتيازاتو ته رسېږي ، لکه منعه د وکالت ، د شهادت دحق څخه محروميدل، د رايې ورکولو د حق څخه محروميدل او داسې نور...
٦: د شغل او پيشې منع کونکى امنيتي تدابير:
دا هغه امنيتي تدابير دي چې صدمه يې د مجرمينو شغل او پيشې ته رسېږي مثلاً د طبابت څخه منع کيدل ، د ډرېورۍ څخه منع کيدل.
تبصره:
د جزاګانو او امنيتي تدابيرو مشابه او متبادل (مخالف) جهات :
اول د جزاګانو او امنيتي تدابيرو مشابه جهات دويم د جزاګانو او امنيتي تدابيرو مخالف جهات
جزاګانې او امنيتي تدابير چې دواړه اجتماعي مويدات يا اجتماعي عکس العلمونه بلل کېږي ، نو دواړه ډوله مويدات د يوې خوا سره مشابه جهات لري، او د بلې خا يو د بل سره مخالف جهات لري نو ددې لپاره چې مونږ دامنيتي تدابيرو او جزاګانو په مشابه او مخالفو وجوهاتو وپوهېږي نو دواړه په جلاجلا ډول مطالعه کوو:
اول : د جزاګانو او امنيتي تدابيرو مشابه وجوهات:
دجزاګانو او امنيتي تدابيرو ترمنځ بعضې مشترک اومشابه جهات وجود لري ، چې دا مشابه جهات په خاصه توګه په څلورو برخو کې مونږ ليدلاى شو چې هغه په لاندې ډول دي :
١: د جرم د وقوع له حيثه :
د پرنسيپ له حيثه دواړه اجتماعي مويدات دجرم د وقوع نه وروسته په مجرمينو باندې تطبيق کېږي خو امنيتي تدابير په بعضو خاصواسثنايي حالاتو کې د جرم د وقوع څخه دمخه هم په مجرمينو باندې تطبيق کيدلاى شي.
٢: د جزاګانو او امنيتي تدابيرو دواړو لپاره دمحکمې د حکم صدور ضروري دى ، يعنې دواړه ډوله اجتماعي مويدات دمحکمې د حکم په اساس په مجرمينو باندې تطبيق کېږي ، خو په جزاګانو کې قعطيت د محکمې د حکم ضرور دى او په امنيتي تدابيرو کې يواځې د محکمې د حکم صدور ضروري دى او قطعيت يې ضروري او لازمي نه دى.
٣: د جزايي محاکمو د اصولو له حيثه :
د دواړو ډولو اجتماعي مويداتو د تطبيق لپاره د اصول محاکمات جزايي قواعدو پرنسيپونه ضروري دي يعنې دجزايي محاکمو اصول اوقواعد په دواړو اجتماعي مويداتو کې په نظر کې نيول کېږي
٤: د جرايمو او جزاګانو د قانونيت د پرنسيپ له حيثه :
نوموړى پرنسيپ په دواړو نوعو اجتماعي عکس العملونو کې په نظر کې نيول کېږي، خو استثناً بعضې علما او حقوق دانان پدې عقيده دي چې په امنيتي تدابيرو کې دا پرنسيپ ډېر په نظر کې نه نيول کېږي.
دويم : د جزاګانو او امنيتي تدابيرو مخالف وجوهات:
مونږ کولاى شو چې دجزاګانو او امنيتي تدابيرو ترمنځ مخالف وجوهات د يو جدول په ضمن کې په لاندې ډول څرګندوو:
١: د اهدافو له حيثه
٢: د خصوصياتو له حيثه
٣: د اساس او منشاء له حيثه
٤: د ارتباط او تناسب له حيثه
٥: د زمان سره د ارتباط له حيثه
٦: د جرايمو او جزاګانو د قانونيت د پرنسيپ له حيثه
٧: د محکمې د حکم د قطعيت له حيثه
٨: دجزاګانو د نتفيذ د تعليق له حيثه
٩: د عضوې له حيثه
١٠: د مرور زمان له حيثه
١١: دمحل د تطبيق له حيثه
چې د يو جدول په ضمن کې په لاندې ډول څرګندوو:
شماره | معيادونه | جزاګانې | امنيتي تدابير |
13. ١ |
د اهدافو له حيثه | اخلاقي ، تنبهي هدف، اصلاحي هدف
د جامعې د حمايي او دفاع هدف |
د اخلاقي او تنبهي هدف نشتوالى د اصلاحي هدف او دجامعې د حمايي هدف شتوالى
|
٢ | دخصوصياتو له حيثه | دمشقتي خوصيت ، تحقيري خصوصيت ، معين والى خصوصيت او د عدم تجديد او تفسير د خصوصيت | د مشقتي خصوصيت او تحقيري خصوصيت نشتوالى او دغير معين والي او تغيروالي خصوصيت شته والى |
٣ | داساس اومنشاء له حيثه | د ازادې ارادې موجوديت | د خطر ناک حالت موجوديت |
٤ | د ارتباط او تناسب له حيثه | د اخلاقي تقصير تناسب والى د جرم د شدت او وخامت سره | دخطرناک حالت متناسب والي د مجرم د شخصيت سره |
٥ | دزمان سره د ارتباط له حيثه | د مجرم ماضي په نظر کې نيول کېږي | د مجرم مستقبل په نظر کې نيول کېږي
|
٦ | دجرايمو او جزاګانو دقانونيت د پرنسيپ له حيثه | د شديداً په نظر کې نيول کېږي | په معتدل ډول په نظر کې نيول کېږي او يا بلکل په نظر کې نه نيول کېږي |
٧ | د محکمې د حکم د قطعيت له حيثه | ضروري او حتمي بلل کېږي | غير ضروري او غير حتمي بلل کېږي |
٨ | دجزاګانو د تنفيذ د تعليق له حيثه | قابل د تطبيق بلل کېږي | غيرقابل د تطبيق بلل کېږئ |
٩ | د عضوې له حيثه | قابل د تطبيق ده | مرجح نه ده |
١٠ | د مرور زمان له حيثه | قابل د قبول او تطبيق ده | قابل د قبول نه ده |
١١ | د محل د تطبيق له حيثه | محابس (زندانونه) | اصلاحي مراکز (دارالتاديب ) او دارالمجانين |
دويمه برخه –دمجرمينو اصلاح او تربيه
مقدمه(عمومي معلومات) لمړي فصل: دلويانو مجرمينو اصلاح دوهم فصل : دکوچنيانو
او تربيه مجرمينو اصلاح او تربيه
مقدمه
مقدمه
مقدمه:
نن ورځ معمولا دمجرميت په مقابل کي مبارزه او مجادله په دوه طريقو سره کيږ ي،لومړي دجرايمو په مقابل کي مبارزه او دويم د مجرمينو په مقابل کي مبارزه چه په دواړو باندي رڼا اچوو :-
لومړي - دجرايمو په مقابل کي مبارزه او مجادله:
نن ورځ اکثره علما پدي عقيده دي چه په اکثره وخنونو يا حا لاتو کي جرم يوه اتفاقي او تصادفي پديده نوي ، بلکي ځيني علل او عوامل لري چي د جرم د ارتکاب باعث ګرځي .يعني د ځينو عللو او عواملو په اساس جرايم واقع کيږي نو په همدي لحاظ نن ورځ د حقوقو ډير علما خاصتا دکريمنو لوژي علما پدي عقيده دي چي کچيري هغه علل او عوامل چي دجرم دارتکاب باعث ګرځ ،هغه له مينځه وينوړل شي ، نو هيڅکله به جرايم باي ته ونه رسيږي او حتي چي کمبود په هم پکي رانشي .او کچيري د هر څه نه مخکي د جرم علل او عوامل واټول شي او هغه له مينځه يوړل شي نو غالبآ به جرايم هم له مينځه يوړل شي ،او لکه څرنګه چي په طبابت کي يوه وجيزه او معقوله وجود لري ،چي وقايه دمرض بهتره ده دمعالجي دمرض څخه ،نو په جنائي علومو کي هم دهر څه نه مخکي نظر د مجرمينو اصلاح او تربيه ته دجرم دوقوع مخنيوي ډير مهم او ضروري دي .نو په همدي خاطر کوشش کيږي تر څو هغه عوامل چي د جرم د ارتکاب باعث ګرڅي،لکه فقر،بيکاري،بيسوادي،اعتياد په مخدره موادو اومشروباتو باندي .ځيني امراض خاصتآ عقلي اودماغي امراض اوداسي نور مخنلف عوامل بايد له مينڅه يوړل شي او مقابل کي ئي مبارزه او مجادله وشي نو په حقيقت کي دجرايمو په وړاندي مبارزه او مجادله ديو مجرم او يو تعداد مجرمينو مقابل کي مبارزه نده بلکي دامبارزه عام شکل لري او يواڅي جرمي عللو او عواملو ته متوجه وي نه اشخاصو ته ،او همدارنګه بايد وپوهيږو چي ددي قسم جرايمو دارتکاب مخنيوي يواځي دقضائي ارګانونو پوري اړه نلري ،نو په همدي خاطر ئي مطالعه هم يواڅي دجزائي علومو ياجزاشناسي پوري نه محدوديږي نو په همدي لحاظ چي دمطالعي ساحه ئي محدوده نده مونږ ئي دډيربحث او مطالعي څخي تيريږو او دويم ډول مبارزه مطالعه کوو.
دويم: دمجرمينو په مقابل کي مبارزه او مجادله :
لکه څرنګه چي د طب په ساحه کي ددي کوشش او هلي ځلي کيږي چي امراض دي محوه او نابود شي او هغه دي له مينڅه يوړل شي .خو متآسفانه چي ددي ټولو کوششونو او هلو ځلو باوجود بيا هم امراض وجود لري او خلک په امراضو باندي اخنه کيږي او هيڅ دولتي مملکت او جامعه به نوي چي هلته اومراض موجود نوي .يعني تراوسه پوري دامراضو په مقابل کي مبارزه او مجادله په قطعي توګه نده تر سره شوي ،يعني باوجود ددي چي دامراضو په مقابل کي مبارزه او مجادله روانه ده مګر بيا هم امراض شته دي او بيخي له مينځه نه دي تللي نو داموضوع ددي ايجاب کوي چي يواځي دامراضو په مقابل کي بايد مجادله او مبارزه ونشي بلکي کوم کسان چي په امراضو اخته دي او مريضان دي هغوي هم بايد معالجه او تداوي شي ،نو په جنائي علومو کي هم موضوع په عين شکل ده يعني که هر څومره دجرايمو د مخنيوي لپاره زياته مبارزه وشي نو بيا هم جرايم وجود لري نو ددي لپاره چي جرايم له مينځه لاړشي نو بايد مجرمين هم دکتني او مطالعي لاندي ونيول شي ،چي داپه حقيقت کي اکثرآ دمجرمينو اصلاح او تربيه ده ،خو دامبارزه او مجادله بيا عام شکل نلري ،بلکي خاص شکل لري ،يعني يواځي يو مجرم يا يو تعداد مجرمينو ته متوجه ده او قضائي مقامات پوري چي زمونږموضوع هم دمجرمينو اصلاح او تر بيه ده ،نو دمجرمينو داصلاح او تربيه دموضوع د ښه پوهيدو لپاره لازمه ده چي مونږ ټول مجرمين د عمر او سن په لحاظ په دوه کټه ګوريو باندي وويشو لويان او کوچنيان مجرمين چي هر يو ئي په جلا جلا فصل کي مطالعه کوو.
لومړي فصل: دلويانو مجرمينو اصلاح او تربيه :
نن ورځ د لويانو مجرمينو اصلاح او تربيه په دوه ډوله سره تر سره کيږي يو په عادي ډول او بل په اختصاصي ډول ټول غير عادي او غيرنورمال مجرمين لکه مجانين،نيمه مجانين،په مخدره موادو معتاد مجرمين او داسي نور اصلاح او تربيه کيږي چي مونږه هر يو ددي طريقو څخه په جلا جلا توګه مطالعه کوو.
لمړي مبحث:
دلويانو مجرمينو اصلاح او تربيه په عادي ډول سره:
لکه څرنګه چي مخکي مو ورته اشاره وکړه په عادي ډول ياطريقي سره ټول هغه مجرمين چي نسبتآ نورمال او عادي شکل ولري او دوباره اصلاح او تربيه کيږي ،چي په دي طريقي سره دمجرمينو اصلاح په دوه ډوله محيطونو کي صورت نيسي يعني يو په تړلي محيط او بل په خلاص محيط کي چي مونږ دمجرمينوو اصلاح په دواړوډولومحيطو کي په پځانګړي توګه مطالعه کوو:
لومړي پراګراف : دلويانو مجرمينو اصلاح په تړلي محيط کي :
تړلي محيط د محبس يا زندان نه عبارت دي چي معمولا دقوي ديوالونو حصارونو په زريعه محدود او تړلي شوي وي چي قوي برجونه اوسپنيزي خاليګاوي(مجراګاني)قوي دروازي او قلفونه ولري او په معين ځاي کي قرار ولري او د ټاکلو محافيظينو او ساتونکو لخوا ئي محافظت اوساتنه وشي.
لکه څرنګه چي مونږ په جزاشناسي کي مختلف اقسام مطالعه کړه لکه اعدام،نقدي جريمه،منعه داقامت،منعه دشغل او پيشي ،صلب دحقوقو ،حبس او داسي نور چي ددي جزاګانو دجملي نه نن ورځ حقوق دانان په دي عقيده دي چي هغه جزاچي مجرمينوته ډيره مفيده او موثره ده هغه دحبس جزاده او دليل ئي دادي ؛ي نوري جزاګاني معمولا اني او فوري شکل لري ،يعني زور ګزرحالت لري،خود حبس جزا بيا اني او فوري شکل نلري يعني زودګذر حالت نلري بلکي مجرم پدي ډول جزا کي په يو خاص محيط او ماحول کي ديو وخت پوري ساتل کيږي او لکه څرنګه چي حبس د يو دوامداره وخت لپاره تطبيق کيږي ، نو امکان لري چي د حبس تنبهي تاثيرات هم نظر نورو جزاګانو ته په مجريمينو باندي زيات وي .
نو ددي لپاره چي مونږ د حبس د جزا په هکله يا د حبس په واسطه د مجريمينو په اصلاح او تربيه باندي ښه وپوهيږو نو داموضوع په ځلورو مبحثونو کي مطالعه کوو،يعني د حبس مختلف ريژيمونه،دحبس عمومي شرايط،دحبس تطبيق په ځينو خاصومجرمينو باند د محابسو کنترول او مراقبت اوداسي نور ...
لمړي جز: د حبس مختلف رژيمونه :
دحبس د جزاپه متعلق چي مونږ ته لومړي سوال زمونږ په ذهن کي پيداکيږي هغه دادي چي ددي لپاره چي مجرمين په محابسو کي په ښه توګه اصلاح او تربيه شي نو بهتره به وي چي مجرمين په محبس کي په يو ځائي شکل يعني په جمعي شکل وساتل شي چي نن ورځ دحبس يو ډول رژيم وجود نلري ، بلکي د حبس مختلف رژيمونه وجود لري چي بيا هر يو ددي رژيمونو څخه هم ځيني مزاياوي او نواقص لري نو ددي لپاره چي د حبس د رژيمونو په هکله زيات معلومات حاصل کړو نو ټول د حبس رژيمونه په دري برخو ويشو ،يعني جمعي دحبس رژيم،منزوي د حبس رژيم،او بلاخيره د مختلط د حبس رژيم چي هر يو ئي په جلا جلا توګه مطالعه کوو:
الف- د جمعي حبس رژيم :
جمعي يا ګد حبس رژيم هغه رژيم دي چي يو تعداد مجرمين په يو محيط او ماحول کي ،يا يو معين ځاى کي په جمعي شکل ساتل کيږي يعني په يو محيط کي سره اوسيږي ،يو څاي سره خوراک او څښاک کوي ،يو ځاي سره استراحت کوي اويو څاي سره کار کوي او يو تعداد محافظين په عمومي شکل دټولو دساتني لپاره تعين شوي دى ، او دهر فرد لپاره بيل بيل محافظين وجود نلري چي دغه د حبس رژيم ډير پخواني تاريخ لري او لومړي د حبس رژيم همدغه جمعي د حبس رژيم دي دحبس په جمعي رژيم کي د مجرمينود تفکيک لپاره يوازيني معيار چي په نظر کي نيول کيده هغه داوو چي نارينه مجرمين به په يو محل کي او اناث مجرمين په بل محيط کي ساتل کيدل چي دغه د حبس رژيم د يوې خواڅيني مزاياوي (ښيګني)لري او د بلي خوا څني معايب اونواقص هم لري چي په لمړي قدم کي ئي مزاياوي او په دوهم قدم کي ئي نواقص مطالعه کوو:
اول __ د جمعي حبس مزايآ:
دغه د حبس رژيم يو سلسله ښيګڼي لري چي مهمي ښيګڼي ئي په لاندي ډول دي :
١- داقنصادي نقطي نظره: دجمعي حبس رژيم نظر نورو حبسونو ته اقنصادي دي او کم مصرفه دي يعني ديوي خوا ددولت لپاره دغه دحبس رژيم اقتصادي تماميږي ځکه پدي رژيم کي مجرمينو ته يو قسم اعاشه (خوراک او څښاک) بندوبس کيږي او ټولوته يو قسم داستراحت څاي د کار کولو څاي تهيه کيږي او د خوراک يو قسم ظروف ورته تهيه کيږي ، او دټولو محافظت او ساتنه د يو تعداد محافظينو لخواکيږي او دبلي خوانه مجرمينو ته هم اقتصادي بڼه لري ،ځکه اکثره مجرمين پدي ډول رژيم کي يو شغل او پيشه زده کوي ،چي د خپل شغل نه هم د حبس په محيط کي کيداي شي يو څه نفعه لاس ته راوړي او هم کيداي شي چي په اينده کي د خپل شغل نه مادي استفاده وکړي .
٢-دصحي نقطي نظره :پدي قسم حبس کي مجرمين د بعضو هغو امراضو نه چي د خفګان او انزو ا څخه پيداکيږي لکه ،(TB) ،جنون او داسي نور چي مجرمين پري اخته کيږي ،نو دغه ډول امراض او مصيبتونه هم پدي ډول رژيم کي پاي ته رسيږي ،ځکه مجرمين يو ځاي کارکوي او يوځاي په دسته جمعي شکل ژوند کوي او يو د بل سره ددوستي او رفاقت اړيکي او مناسبات ټينګوي نو اکثراً احساس دانزوانه کوي.
٣- داجنماعي روحي نقطي نظېره :د حبس پدي ډول محيط کي لکه څرنګه چي مجرمين په جمعي ډول سره اوسيږي نو په دوکى اجنماعي روحيه او حساس چي انسانان ئي لري هعه روحيه او انګيزه پکي لاقوي کيږي ، ځکه مونږ مخکي وويل چي دوي سره يوځاي او سيږي ، يو څاي خوراک کوي يو څاي کار او استراحت کوي ،يعني ټولي چاري ئي په په دسته جمعي شکل صورت نيسي نو طبعاً دوي يو دبل سره تبادله دافکارو کوي او پدي توګه ئي اجتماعي روحيه او انګيزه لاپسي قوي کيږي ،او حبس د تيرولو نه وروسته د نورو عادي انسانانو په شان په جامعي کي ګډون کوي ، يعني ددويحسن معاشره ، اداب ، ناسته پاسته او ټول اجتماعي نزاکتونه ئي د جامعي د نورو وګړو په شان وي او د حبس په تيرولو سره دوي دغه روحيه دلاسه نه ورکوي .
٤-دشغل او پيشي د نقطي نظره : لکه څرنګه چي په محابسو کي د کجرمينو لپاره د کار کولو زمينه هم برابريږي ، او محبوسين کولاي شي چي مخنلف شغلونه اختيار کړي ، يعني دوي ته اسباب او وسايل د کار په لاس کي ورکول کيږي تر څو دوړي ديوي خوابيکاره پاتي نشي او بلي خوا يو کسب ا و پيشه د اينده لپاره ذده کړي چي دوي د خپل دغي کار نه هم په محبس کي يو اندازه ګټه لاس ته راوړي او هم په اينده کي دمحبس نه دباندي کولاي شي همغه کار او شغل اختيار کړي او ورنه ګټه پورته کړي .
دوهم-د جمعي حبس معاَيب :
جمعي حبس يو سلسله معايب او نواقيص هم لري چي عمده ئي په لاندي ډول دي :
١-دمجرمينو د فاسد کيدو له حيثه :په جمعي حبس کي امکان لري ځني مجرمين اتفاقي او تصادفي مجرمين ووسي ، يعني متکرر مجرمين ونه وسي نو کله چي د حبس دغه رژيم ته د اخليږي نو هلته کيداي شي چي د بعضو متکرر و حرفوي مجرمينو سره رابطه پيداکړي او د هغوي جرمي افکارواو کرکترونو څخه متآ ثر شي يعني په دوي کي هم جرمي مفکزره قوي شي او هغه اصلي کرکتر ئي فاسد شي او په اينده کي شايد دنورو جرايمو ارتکاب ته تشويق او تر غيب شي .
٢- د تنبهي تاثيراتو د کموالي له حيثه :لکه څرنګه چي پدي ډول حبس کي مجرمين د سته جمعي اوسيږ ي نو کيداشي چي مجرمين پخپلو کي سره نيک مناسبات ، ښه رويه او دوستي ډکه فضا اختيار کړي او حبس موده ورباندي ډيره سخته تيره نشي ،ځکه انسانان روحآ اجتماعي فضا خوښوي ، نو ويلاي شو چي ددي قسم حبس تنبهي تاثيرات په هم چنداني زيات او قوي نه وي ، څکه کوم درد او زجر چي مجرم ئي تحمل کوي هغه زجر پدي قسم حبس کي يو څه کم وي يعني مجرم هغه درد او زجر زيات نه احساسوي
٣- دمجرمينو دفرار له حيثه :پدي قسم حبس کي مجرمينو ته د فرار او تيښتي زمينه ښه مساعده کيدي شي ځکه مجرمين د يو محدود تعداد دمحافظينو لخوا ساتل کيږي ، نو امکان لري چي کم تعداد محافظين د مجرمينو د زيات تعداد ساتنه او محافظت په ښه توګه ونکړاي شي .
٤-دجنايت کارانو د باند او ګروپ دتشکيل حيثه :لکه څرنګه چي د يو زيات تعداد مجرمينو او سيدل په يو ځاي او محل کي ددي سبب ګرځي چي ددوي ترمينځ حسنه مناسبات ايجاد شي ، نو شايدديو مجرم کرکتر ، افکار ، او شخصيت په نورو مجرمينو باندي تاثير واچوي ، نو امکان لري چي دوي په دسته جمعي ډول په د اخل د محبس کي څيني جرمي تعهدات وکړي اوځيني جنايتي بانډونه او ګروپونه جوړکړي او بيا هم په داخل د محبس کي ځيني جنايات تر سره کړي او هم په اينده کي د محبس نه ړوتلو وروسته په جمعي او ډليز شکل څيني جنايات تر سره کړي .
٥-د حبس تر دوري وروسته دمزاحمت لحيثه : څيني وخنونه داسي هم واقع کيږي چي مجرمين د جبس د تيرولو نه وروسته د خپلو هغو تعهداتو نه چي د حبس په محيط کي ئي تر سره کړي وي سر غړونه وکړي ،يعني که يو جرم د خپل هغه تعهد نه چي د حبس په موده کي ئي کړي وي سرغړونه وکړي او بيا جرم کولو ته زړه ښه نه کړي نو کيداي شي چي د خپل متعهد بانډ او ګروپ د مزاحمت سره مخامخ شي ، يعني کله چي نوموړي متعهد شخص د بانډ سره همکاري ونکړي نو متعهد بانډددي ترس او ويري له لامله چي شايد دولتي مقاماتو ته اطلاع ورکړي او ځمونږ جنايتي پلانونه او رازونه به افشاش نو پدي قسم حلاتو کي متعهد بانډ ددي قسم اشخاصو مزا حم ګرځي او هغو يته تکليف ورکوي .
٦- دساري امراضو دانتشار لحيثه : په جمعي حبس کي لکه څرنګه چي مجرمين يو څاي سره او سيږي نو ددي امکان هم زيات وي چي که بعضي مجرمين په ساري امراضو اخته وي نوددوي مريضي ګاني شايد نورو سالمو مجرمينو ته هم سرايت وکړي او په کم وخت کي کيداي شي چي زيات مجرمين پته ساري ناروغيو اخته شي .
٧- د عدم ندامت او پښيماني لحيثه:پدي ډول حبس کي مجرمين په جمعي ډول او سيږي نو د حبس په محيط کي شايد د څينو مجرمينو سره د خپلو جرمي اعمالو نه د ندامت او پښماني روحيه پيداشي او په اينده کي داسي جرمي اعمال تر سره نکړي ، خو متاسفانه چي د حبس په جمعي رژيم کي مجرمين دغه وخت او مجال اکثراً نه پيداکوي ، ځکه پدي قسم حبس کي مجرمين زيات مصروف وي او په منځ د ډيرو محبسونو کي واقع وي نو دوي روحاً احساس د ارامي کوي چي په مينځ د يو شمير نورو همنو عانو کي قرار لري نو ددغسي يو مفکوري (ندامت) موجوديدل تر ډيره حده په دغسي محيط کي محال وي .
نو ددي قسم نواقصو د لري کولو لپاره دوه د حل لاري په نظر کي نيول کيداشي .
١-لمړي داچي کوشش وشي چي پدي قسم حبس کي تعداد د مجرمينو زيات نوي .
٢-دو هم داچي کوشش وشي چي پدي قسم حبس کي مجرمين د عمر ، تربي ، تحصيل ،اخلاقو،کرکتراو شخصيت له حيثه يوځاي کړل شي خو ددي دوه لارو د موجوديت باوجود ددي قسم معايب ډير زيات دي نو علما پدي فکر شو چي د حبس نور ډولونه هم بايد وجود ولري چي هغه د منزوي حبس رژيم دي چي په لاندي تو ګه ئي مطالعه کوو.
ب- دمنزوي حبس تاريخي سير :
منزوي حبس د لمړي ځل لپاره په (٩) ميلادي قرن کي په کليسائي محابسو کي تطبيق شو او علت ئي داو چي د کليسا پيشوايان پدي عقيده وو چي مجرمين بايد پداسي ځاي کي وساتل شي تر څو ددوي لپاره د تفکر او تعمق زمينه برابره نشي ، تر څو مجرم د خپلو جرمي اعمالو څخه ندامت او پښيماني اختيار کړي داچي منزوي حبس ولي د لومړي ځل لپاره په کليسا کي تطبيق شو ، علت ئي داوه چي د کليسا مشران پدي عقيده وه چي مجرمين بايد په منزوي شکل حبس شي تر څو دوي ښه تنبه شي او په نتيجه کي ژر اصلاح شي ، نو لکه څرنګه چي منزوي حبس په کليسائي رژيمونو کي ښه نتيجه ورکړه نو ورورو د حبس دغه رژيم په نورو عامو محابسو کي هم تقبيق شو .
مثلاً په (١٧) ميلادي قرن کي د لمړي ځل لپاره د هاليند دامستردام په ښار کي نو موړي د حبس رژيم تطبيق شو، بيا وروسته په (١٨) قرن کي په ايټاليا کي د ميلان د ښار په محبس کي دغه ډول حبس تطبيق شو ، چي ورو سته بيا په ځينو نورو هيواړونو کي هم دغه د حبس رژيم تطبيق شو ، په عمومي تو ګه د (١٨) قرن پته اواخروکي د امريکا د پنسلوانيا دايالت د فلادليفا په محبس کي دغه د حبس رژيم تطبيق شو ، نو نظر ددي ډول رژيم تطبيق ته نن ورځ دغه د حبس رژيم د پنسلوانيا ئي د حبس رژيم بلل کيږي ، خو لکه څرنګه چي نوموړي د حبس رژيم په امريکا کي تطبيق شو خو ددي ډول رژيم په تطبيق کي د انګلستان عالم (John Howard ) د نظرياتو څخه استفاده شوي ده ، چي نوموړي عالم په (١٧٢٦)م کال کي په انګلستان زيږيدلي دي او بيا په (١٧٥٥) م کال کي کله چي په پرتګال کي سخته زلزله وشوه نو (John Howard ) اراده وکړه چي ر نوموړي هيواد د لزبن د ښار اويسدونکوسره بشري مرسته وکړي ، نو هماغه وه چي نوموړي عالم ديو شمير کومکي اموالو او اشياوو سره د بحر دلاري دحرکت نيت وکړ ، خو په لاره کي د بحري غلو په واسطه دده کشتي چور شوه ، او ټول مالو نه ئي تري په غارت ويوړل اودي د فرانسي د (Brest) ښار ته وتښنيده ، چي وروسته نو موړي په همدي ښار کي بندي کيږي او د يو څه وخت په بند کي تيروي ، نو کله چي نوموړي عالم د حبس دغه مشقي حالت ګوري نودي د څان سره تصميم نيسي چي خپل ټول عمر به دحبس د تيرولو نه وروسته د محبوسينو په خدمت په لاره کي تيروي.
کله چي جان هاور د حبس څخه خلاصيږي نو ډيرو څايونو ته سفر کوي او دمحابيسو د اصلاح په خاطر ډير کتابونه ليکي او په خپلو ليکنو کي ديراصرار کوي چي په محابسو کي بايد د کار رژيم د تغذيه رژيم اماده شي او صحي وضعه د محابسو هم بايددرسته وي او نوموړي وائي بايد د محابسو په اطاقونو نو کي ازاده هوا د چليږي ، نو موړي د منزوي حبس د رژيم طرفداردي او په خپلو ليمو کي ئي هم پدي ډول حبس ډير تاکيد کړي ، چي بلاخره جان هاور د په (١٧٩٠) م کال کي د يوي مريضي په وجه چي د ( ) په نامه ياديږي خپل ژوند د لاسه ورکړل چي همدي عالم د نظرياتو په اساس دغه ډول دحبس رژيم په امريکا کي تطبيق شو چي وروسته د (١٩) قرن په جريان کي بيا دغه ډول حبس په زياتو هيوادونو کي تطبيق شو او خاصتاً پ فرانسه او بلژيک کي د غه ډول د حبس رژيم په زياته پيمانه تطبيق شو چي ددي موضوع د ښه پوهيدو لپار په لمړي د منزوي حبس تطبيق په بلژيک او بيا ووروسته به ئي په فرانسه کي مطالعه کړو.
١-دمنزوي حبس تطبيق په بلژيک کي :
په بلژيک کي د (١٨) قرن په جريان کي منزوي حبس ډير زيات تذبيق شو خو کله چي په (١٨٢٨)م کال يو ژورنالست پ نوموړي هيواد کي حبس شو او بيا وروسته ددوه کلونو څخه په (١٨٣٠)م کال کي دو باره خو شي شو نو نو موړي د ټول بلژيک د محابسو دامر په صفت مقرر شو چي نوموړي ژورنالست ديوک پنيوم نوميده ، دي و منزوي حبس طرفدار وو چي ده په خپله دوره کي دغه نوعه حبس رايج کړ ، او د بلژيک اکثره محابس ئي د منزوي حبس په سبک او اصولو باندي عيار کړل چي بلاخره نوموړي په (١٨٦٨) م کال کي مړ شو او په (١٨٧٠) م کال مي په بلژيک کمي يو مقرره يا قانون وضع شو چي پدي قانون کي دنوموړي د نظر ياتو څخه استفاده شوي وه او په تل بلژيک کي د منزوي حبس پطبيق اجباري وګڼل شو ، يعني ددغي شخص د نظرياتو په اساس قانون دغه ډول اجباري وټاکه خو وروسته د يو ي مودي څخه د منزوي حبس څيني معايب او نواقيص هم ښکاره شو نو پدي اساس د نړيوالو دوه جنګونو ترمينځ يعني د (_١٩١٨)م کال څخه تر (١٩٣٨) م کال پوري کزشش وشو چي د منزوي حبس په تطبيق کي بعضي نرمشونه او اعتدالونه رامينځ ته شي تر څو چه ددوهم جهاني جنګ څخه وروسته يعني (١٩٤٥) کال څخه راپديخوا د منزوي حبس تطبيق په طول المدت حبسونو کي بلکل ممنوع شو اويوازي په قصير المدت حبسونوکي قابل د تطبيق وګڼل شو .
٢- دمنزوي حبس تطبيق په فرانسه کي :
په فرانسه کي منزوي حبس په (١٨٤٠) م کال کي رواج شو او په (١٨٥٣) م کال کي يواځي د فرانسي په ولاياتو کي په (٤٩) محبسونو کي منزوي حبس تطبيق کيده چي جمعاً ئي (٤٤٨٥) کوچني اطاقونه ياسالولونه لرل ، خو بيا وروسته د منزوي حبس معايب ښکاره شول چي بياد (١٨٥٣) کال په اواخرو کي په فرانسه کي يوه مقرره وضع شوه چي د هغي په اساس د منزوي حبس رژيمونه ممنوع وګرځول شول ، اونه يواځي دمنزوي حبس رژيمونه بند کړي شو بلکي ټول هغه محابس چي پدي سبک جوړشوي وه هغه منعه او بند شول .
خو وروسته کله چي جرايم زيات شول نو بيا بيرته دغه مفکوره راژوندي شوه چي بايد منزوي حبس رايج شي ، نو پدي توګه په (١٨٧٥) م کال کي يو قانون وضع شو چي ددي قانون په اساس د منزوي حبس تطبيق په قصيرامدت حبسونو کي قابل د تطبيق و ګڼل شو خو په طويل المدت حبسونو کي د تطيق ونه ګڼل شو.
دمنزوي حبس مزاياوي او نواقص :
دغه نوع حبس هم مزايااو هم معايب لري چي دواړه ئي مونږ په لاندي ډول مطالعه کوو.
١-د منزوي حبس مزاياوي : منزوي حبس څيني مزاياوي لري چي هغه په لاندي ډول دي
١-دعمي فساد له حيثه :د حبس پدي ډول رژيم کي کيدي شي څيني مجرمين تصادفي مجرمين اوسي يعني متکررمجرمين ونه وسي ، نو کله چي پدي ډول د حبي رژيم کي حبس کړل شي ، نو کيداي شي دوي ډير زر اصلاح شي او دخپل جرمي عمل څخه ندامت او پښيماني ښکاره کړي ځکه پدي ډول حبس کي مجرم په انفرادي توګه ساتل کيږي او نوروخطرناکو مجرمينو سره ددي رابطه نوي ، چي ګوندي د هغوي افکار کرکتر او شخصيت ورباندي تاثير وکړي ، يعني پدي ډول حبس کي مجرمين د فساد څخه منع کيږي
٢-د بانډ يا ګروپ د عدمي موجوديت نقطي نظره: پدي ډول حبس کي لکه څرنکه چي مجرمين په انفرادي او منزوي شکل ساتل کيږي نو ددي ترس او ويره هم نه پيداکيږي چي د جمعي حبس په شان مجرمين کولاي شي په خپلو کي سره څيني جنايتي باندونه او ګروپونه جوړ کړي اوجرمي تعهدات تر سره کړي چي هم په داخل کي او هم بيرون دمحبس څخه د خپلو تعهداتو مطابق اعمال ترسره کړي نو په منزوي حبس کي يو مجرم د بل مجرم سره هيڅ نو عه رابطه او مناسبات نشي ټينګولي نو پدي توګه د بانډ يا ګروپ جوړولو زمينه هم پدي نوعه حبسونو کي ناممکنه وي .
٣- د ساري امراضو د نه سرايت د تقطي نظره :
دمنزوي حبس په رژيم کي ددي ويره هم نه وي چي د يو مجرم بل مجرم ته بعضي ساري ناروغي انتقال شي بلکه مجرمين په خپل حالت پاتي کيږي.
٤- دتنبهي تاثيراتو د نقطي نظره :
دمنزوي حبس په رژيم کي له څرنګه چي مجرمين په څانګړي توګه ساتل کيږي او د هيڅ يو شخص سره په رابطه کي نهوي پر څو د هغه سره ناسته پاسته وکړي او تبادله د افکارو صورت ونيسي نو پدي توګه مجرمين احساس د تنهائي کوي او روحاًد زيات فشار لاندي قرار لري نو پدي دليل ويلاي شو چي دغه ډول حبس په مجرمينو باندي زيات تنبهي تاثيرات لري او کيداي شي چي په دغه ډول رژيم کي مجرمين ډير ژر اصلاح او تربيه شي.
٥- دنه فرار له نقطي نظره :
په منزوي حبس کي د مجرمينو لپاره د فرار زمينه کمه مساعديږي او يا هم بلکل نه مساعديږي ځکه پدغه نوع حبس کي مجرمين په بندو اطاقونو کي د پيره دار په درلودلو سره ساتل کيږي نو د جمعي حبس برعکس پدي نوع حبس کي مجرمينو ته د فرار زمينه نه مساعديږي.
٦- دتفکر اوتعمق دنقطي نظره :
په منزوي حبس کي مجرمين په څانګړي توګه ساتل کيږي نو پدي لحاظ مجرمين د نورو خلکو سره په رابطه کي نه وي اوښه زمينه د تفکر او تعمق ورته برابره وي نو پدي توګه مجرمين د تفکراو تعمق په نتنجه کي کيداي شي د خپلو جرمي امالو څخه پښيماني ښکاره کړي او په اينده کي جرايمو ته نژدي نشي.
١- دمنزوي حبس معاُيب:
نو موړي د حبس رژيم ځيني معايب او نواقيص هم لري چه هغه په لاندي ډول دي .
١- دعدم اجتماعي روحي د نقطي د نظره:
لکه ۀرنګه چي په نوموړي رژيم کي مجرمين په انفرادي توګه ساتل کيږي اود نورو مجرمينو او اشخاصو سره په تماس کي نه وي نو امکان لري چي ددوي اجتماعي روحي ته صدمه ورسيږي دا ځکه چه مجرمين په يو تنګ او خفه محيط کي ساتل کيږ ي نو د اجتماعي مناسباتو يا نزاکتونو کومه روحيه چه مجرمينو پخوا له دي لرله کيدي شي هغه رورو له لاسه ورکړي ځکه هغه د يو وخت لپاره داجتماع څخه ګوښه کيږي او نوموړي روحيه طبعاً د مجرم څخه ضعيفه کيږي نو کله چي نوموړي مجرم دوباره جامعي ته تقديميږي نو د هغه په شخصيت او کرکتر کي او همدارنګه داجتماعي توب په خويونو کي واضح تغيرات ليدل کيږي .
٢ - دروحي او رواني او همدارنګه د عقلي او عصبي امراضو د نقطي نظره :
پدغه نوعه حبس کي کيداي سي ځيني روحي او رواني ناروغي او يا ه عقلي او عصبي ناروغي مجرمينو ته پيداشي ځکه په يو تنګ محيط کي ديو انسان ګيريدل د زيات رنځ او تکليف سبب ګرځي دا ځکه چي انسان يو اجتماعي موجود او مخلوق دي او په انفرادي توګه او سيدل د يو انسان دا پخپل ذات کي يو انسان خفه کوي او هغه دروحي فشار لاندي راولي چي په نتيجه کي ډول ډول تکاليف او امراض انسان ته لار پيداکوي.
٣- د عدمي اقتصاد د نقطي د نظره :
په منزوي حبس کي هم دولت ته او هم مجرم ته اقتصادي ضرررسيمي داځکه چي ددي دول حبس برابرول د زيات لګښت او مصرف ايجاب کوي همدارنګه مجرم ته د بيل اطاق برابرول ، هغه ته چپرکت، بستره ، خوراک او حتى د بيل محافظ برابرول د ټول د زيات مصرف ايجاب کوي او د بلي خوا مجرم ته هم غير اقتصادي تماميږي ځکه کيداي شي چي هغه څانته څني د خوراک مصارف برابرکړي يا هم پدي محيط کي ورته د کار کولو زمينه پرابره نه وي نو ځکه دواړو په ضرر تماميږي .
٤- د شغل او پيشي د نقطي نظره :
په منزوي حبس کي مجرمينو ته اکثراً د کارزمينه نه برابريږي نو مجرم نشي کولاي په دغه ډول حبس کي کزم خاص شغل او پيشه زده کړي تر څو هم په داخل د حبس کي او هم د حبس څخه د باندي د مجرم په دردوخوړل شي متا سفانه لکه څرنګه چي د منزوي حبس څخه ډيره توقوع کيده خو بيا هم دغه نوعه حبس نواقيص او معايب لري نو علما دي ته اړشول چي بعضي نورو رژيمونو ته منوجه شي چه هغه د مختلط حبس رژيمونه دي چه په لاندي توګه د هغي مطالعه شروع کوو.
ج-دمختلط حبس رژيم :
د مختلط حبس رژيم د هغه رژيم څخه عبارت دي چي پدي نوعه رژيم کي هم د جمعي او هم دمنزوي حبس څخه استفاده کيږي يعني په حقيقت کي د مختلط حبس رژيم کي هم د جمعي او هم د منزوي حبسونو د مزاياوو څخه استفاده صورت نيسي او هم کوشش کيږي چي د هغي د معايبو څخه جلو ګيري وشي چه نوموړي دحبس رژيم په دوه برخوويشو .لمړي د متناوب حبس رژيم دويم د تدريجي حبس رژيم هر يو ئي په بيلابيلا عنوانونو کي مطالعه کوو.
لمړي .دمتناوب حبس رژيم :
متناب حبس رژيم هغه حبس ته وائي چي پدي ډول حبس کي په مجرم باندي په نو بت سره کله جمعي حبس او کله منزوي حبس تطبيق کيږي مثلاً مجرمين معمولاً د شپي په منزوي شکل په سالونونو کي ساتل کيږي خو دورځي لخوا په مجرمينو باندي د حبس جمعي شکل تطبيق کيږي يعني مجرمين يو ځاي کار کوي يو څاي ډوډي خوري خو په ساکت ډول يعني بغير د خبروکولو څخه ساتل کيږي او پدي نوعه حبس کي کوشش کيږي چي ددواړو ډلو مخکينو حبسونو د مزاياوڅڅه استفاده وشي .
متناوب حبس د لومړي ځل لپاره په (١٨١٦) م کال د امريکا د نيو يارک په ښار کي د (Auburn) په محبس کي تطبيق شو چي دي ډول حبس ته د اوبيرون د حبس رژيم هم وائي .
دوهم د تدريجي حبس رژيم:
لکه د نوم څخه ئئ معلوميږي هغه ډول د حبس رژيم دي چي په تدريج سره پدي رژيم کي په محبويسنو باند ي څو مرحلي تطبيق کيږي چي معمولاً پدي رژيم کي په مجرمين باندي اوله مرحله منزوي حبس رژيم تطبيق کيږي او په دوهمه مرحله کي د متناوب حبس رژيم تطبيق کږي او بيا په دوهمه مرحله کي ليدل کيږئ چي مجرمينو وضعه څرنګه ده که چيري ددوي وضعه ښه شوي وي نو بيا په دريمه مرحله کي هغوي د مشروطه ازادي نه استفاده کوي او په څلورمه مرحله کي بيا بي قيده ابي شرطه خوشي کيږي په بعضو ممالکو کي د دغو څلورو مرحلو څڅه په غير بعضي نوري مرحلي هم تطبيق کيږي دتدريجي حبس رژيم د لومړي ځل لپاره په (١٨٤٠) م کال کي د يو نفر انګلسي لخواچي (Macconochic) ميکونيچک نوميده تطبيق شو خو وروسته دغه د حبس رژيم په مکمل ډول ديو ايرليندي ولټرواورپتن (Woltor oroffton) نوميده دغه رژيم تطبيق شو نو څکه دغه ډول حبس ته ايرلنډي دحبس رژيم هم ويل کيږي لکه څرنګه چي ليدل کيږي د تدريجي حبس رژيم دحبس د مهمو رژيمونو د جملي څخه دي او ددي حبس د مهمو مزاياو څخه يو هم دادي چي مجرم اناً او فوراً په ناګهاني ډول جامعي ته نه خوشي کيږي بلکي مجرم مخکي د خوشي کيدو څخه د اجتماعي نفطي نظره دمشکل سره نه مخامخ کيږي خو په هر صورت د مجرمينو اصلاح يواځي د حبس د رژيمونو پوري اړه نلري بلکي دنورو شيانو پوري هم تعلق پيداکوي مثلاً دهغي د جملي څخه د حبس عمومي شرايط دي چي د مجرمينو په اصلاح باندي ډير تاثير لري چي مونږ دغه موضوع په لاندي تو ګه مطالعه کوو.
دويم جز- دحبس عمومي شرايط
مقدمه:
په ډيرو پخوا زمانو کي د محابسو وضعه او شرائط ډير نا منا سب او غير قابل تحمل وه په محبس کي مناسب شرايط بلکل موجود نه وه مثلاً په محابسو کي ځيني مناسب شرايط لکه صحي مناسب شرايط ، دکار مناسب شرايط ، دسپليني شرايط ، داجتماعي روابطو مناسب شرايط ،درس او تعليمي مناسب شرايط بلکل په نظر کي نه نيول کيږ ي نو د محابسو ددي نا مساعدي وضعي په نتيجه کي يو تعداد محبوسين دي ته مجبوريدل چي په هر شکل چي امکان ولري دوي بايد فرار وکړي يو تعداد د محبوسينو به ددي نامساعدي وضعي له مخي خپل حيات دلاسه ورکوويو تعداد نور به په ځينو امراضو خاصتاً عقلي او دماغي امراضو او حتى جنون باندي مبتلا کيدل او ځينو به د حبس په موده کي په خود کشي او انتهار باندي اقدام کوو.
خلاصه داچي يو محدود تعداد کسانو به چي د حبس موده پاي ته ورسوله نو هغوي سر به بيا په آينده کي عقدي او کيني او حسدونه پيداکيدل او يا به داسي يو حالت سره مخامخ کيدل چي د هغوي صحي ، اقتصادي ،او اجتماعي وضعه بالکل ويجاړه او خرابه وه چي په نتيجه کي به هغوي بيرته په متکررو مجرمينو باندي بدليدل او يا دا چي خپل فاميل او يا جامعي بار به ګرځيده او خپله به ئي نشواي کولاي چي ځانته عادي او نورمال ژوند اختيار کړي بلاخره د محابسو دغه وضعه د حقوقدانانو او علماو لخواد غور لاندي ونيول شوه او پدي هکله ئى کتابونه وليکل چي وروسته په محابسو کي ځيني اصلاحات رامينځته شول ، خاصتاً په (١٩٥٥)م کال د ملل متحد د اجتماعي دفاع د کميسون لخوا يوه ر ساله چاپ شوه چي ددي رسالي نوم وه ( حد اقل قابل رعايت قواعد په محابسو کي)چي دا رساله په مختلفو ژبو ترجمه شوه او ملل متحد غړو هيوادونوته يوه يوه کاپي ورکړل شوه او پدي رساله کي يو سلسله مناسب شرايط د محبوسينولپاره په نظر کي نيول شوي ؤ چي هغه بايد د غړو هيوادونو لخوا مراعت شي په هر صورت نن ورځ ددي ضرورت ليدل کيږي چي د محبوسينو د ژوند په ټولو ساحاتو کي لکه د دسپليني ساحي ،صحي ساحي ،دکار ساحي ،داجتماعي روابطو ساحي ،تعليمي او صحي ساحي او ديني مناسکو د اجرا په ساحاتو کي يو سلسله خاص او مناسب شرايط په نظر کي ونيول شي چي مونږ به هر يو ددي شرايطو څخه په جلا جلا ډول مطالعه کوو.
الف – په محبس کي دسپليني شرايط :
کله چي مونږ په محابسو کي د سپليني شرايط وايو نو بايد په محابسو کي قوي دسپليني شرايط وجود ولر ، او داچي ولي په محابيسو کي قوي دسپليني شرايط موجود دي داځکه چي محبوسين د نظم او دسپليني قواعدو سره عادت واخلي او که دغه شرايط په محابسو کي وجود ونلري نو امکان لري چي محبوسين د حبس د محيط نه فرار وکړي او يا داچي ددي شرايطو په نه موجوديت کي شايد محبوسين خودکشي او يا انتهار وکړي او يا داچي ددي قواعدو دنه موجوديت په صورت کي کيداي شي چي په محبس کي د شورش او بغاوت زمينه مساعده شي يا محبوسين په داخل کي د محبس د ځينو نورو جرائمو مرتکب و ګرځي نو نظر پورتني دلايلوته د ډير پخوانه راپديخوا هميشه تر نن ورځي پوري قوي دسپلينين شرايط موجود دي خو فرق د پخواني او اوسني وخت په دي کي دي چي دسپليني شرايط په پخوا وختونوکي ډير سخت او سنګين وه خو نن ورځ علما پدي عقيده دي چي دغه شرايط دلزوم او ضرورت په اندازه وي او داندازي او ضرورت نه بايد زيات نه وي دغه دسپليني شرايط يو سلسله قواعد او نورمونه دي چي محبوسينو ته يو ځيني وجايب او مکلفيتونه راجع کوي مثلاً ددي قواعدو په اساس محبوسين بايد د اداري اوامرو اطاعت وکړي يا محبو سين محبس ته ممنوعه شيان دراوړلو څخه محبس ته خود داري وکړي مثلاً دتيښتي وسيله، د خود کشي وسيله ،ضرب او جرحي وسيله، نشه راوړونکي وسائل او داسي نور.
همدارنګه دسپليني شرايطو په اساس د محبوسينو د بودباش ځاي او محل او حتى په خپله محبوس هم تالاشي کيداي شي علاوه ددي نه دسپليني شرايط د مجرمينو دکاروخت ،دتفريح وخت ،دوستانو سره د ملاقات وخت ،دمحبوسينو د مکاتبي وخت يعني ارسال او مرسول وخت.او داسي نور وختونه تنظيموي ، دسپليني قواعد معمولاً په اوراقو کي ليکل کيږي چي دا ورقي د حبس په ديوالونو ، اطاقونو او يا هم دهليزونو کي نصب او زړيږ ي. په ځينو وختونو کي دسپليني قواعد ديوي رسالي په شکل چاپيږي او کله چي محبوسين د حبس محيط ته دلمړي ځل لپاره داخليږي نو ددغي نوعي قواعدو څخه ورته يوه نسخه ورکول کيږي ، تر څو هغه مطالعه کړي او د نوموړو دسپليني قواعدو څخه باخبره شي .
ددسپليني قواعدو په ارتباط دوه سوالونه پيداکيږي هغه داچي هغه محبوسين چي دغه قواعد ښه مراعت کوي د هغوي پاداش به څه وي او هغه محبوسين چي دغه قواعد نه مراعت کوي د هغوي پاداش به څه وي ؟
دلمړي سوال په جواب کي بايد ووايو چي هغه محبوسين چي دغه شرايط په ښه توګه مراعت کوي نو هغوي ته په تحريري ياشفاهي ډول ځيني تحسين نامي ورکول کيږي او دوي د ځينو سهولتونوڅخه مستفيد کيداي شي ، مثلاً داقاربو اودوستانو سره يي د مالا قات وخت زياتيږي ، همدارنګه کيداي شي دوي د تفريح وخت هم زيات شي او د بعضو خشره کارونو څخه چي په محبوسينو باندي دمحبس په محيط کي صورت نسي ، لکه د محبس د محيط پاکوالي چي د محبوسينو دغه ښه سلوک او بر خورد د محبس په دوسيه کي داخليږي چي د مشروطه ازادي او عفوي پ وخت کي ددغو قواعدو مراعت کول بيا ډير تاثير لري.
ددوهم سوال په جواب کي بايد ووايو شي چي برعکس هغه محبوسين چي د غه قواعد نه مراعت کوي.دټولو هغو امتيازاتو څخه چي کوم محبو سين ئي مراعت کوي ، دوي د هغي امکاناتو او امتيازاتو څخه محروم ګرځول کيږي ،مثلاًوخت د ملاقات ئي د خپلو دوستانواو اقاربو سره کميږي همدارنګه د محبس اداره کولاي شي چي پدغسي سرغړونکو محبو سينو باندي د کوټه قلفي حبس د (١٦)ورځو او شپوپوري په دوي تطبيق کړي او ياهم د اجباري کارونو لکه د محبس د محوطي پاکوا لي د نوبت څخه پرته په دوي باندي عملي کيږي او دغه مؤيدات ددوي په دوسيه کي درجيږي چي دمشروطه ازادي او عمومي عفوي په صورت کي طبعاً په محبوسينو باندي منفي تاثير غورځوي.
ب- په محبس کي صحي شرايط:
په پخوا وختونو کي لکه څرنګه چي د مجرمينو ددوباره اصلاح او تربيي مفکوره لاايجاد شوي نه وه په محا بسو کي پوره او ښه صحي شرايط په نظر کي نه نيول کيدل همداعلت ؤ چي اکثره وخت به محبو سينو د حبس د محيط څخه فرار ياتيښته کوله يا به خپل حيات د لاسه ورکاؤ او ځيني محبوسين به په بعضو خطرناکو ناروغيو لکه جنون ،عقلي او عصبي ناروغيو اخته کيدل چي حتى د حبس دمودي نه وروسته به هم دوي نشوکولاي چي په عادي او نور مال ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي چي بلآخره د محابسو ددغي نامساعدي صحي وضعي په هکله علماو او دانشمندانو لکه ،سيزاربيکاريا،ديدرو ،منتسکو شديد اعتراضونه وکړل او د مجرمينو ددو باره اصلاح او تربي مفکوره رامنځته شوه او پدي رابطه د ملل متحد سازمان عضوه هيوادونو ته توصيي وړاندي کړي په هر صورت نن ورځ په محابسو په دريو برخو يا ساحو کي صحي وضعي ته ډير پاملرنه کيږي .
لمړي :-دمحبرسينو د بودباش دمحل صحي وضعه دوهم :-پخپله د محبوسينو صحي وضعه دريم:-د بعضو صحي سرويسونو موجوديت په محابسو کي چي هر يو ئي په جلا جلا ډول مطالعه کوو.
لمړي :-دمحبو سينو دبود باش د محل صحي وضعه:
نن ورځ اکثراً تاکيد کيږي چي دمحابوسينو دبود باش ځاي ته د لمر داخليدل او هم دازاري هوا دخول بايد ممکن وي همدارنګه د محبو سينودبوباش ځاي بايد د حشرو او رطوبت ونلري علاوه لدي څخه د محبوسينو د بودوباش ځاي بايد منزوي حبس په رژيم کي ډير کوچني او تنګ نه وي .
دملل متحد هغه رساله چي د نوموړي سازمان لخواتصويب شوي ،ددي رسالي ددستوراو احکامو په اساس بايد په منزوي حبس کي دمحبوسينو ځاي يااطاق حداقل دوه متره مربع څخه کم نه وي دافغا نستان په محابسو کي د حبس د جزادتطبيق قانون (٤٤)ماده پدي مورد کي عين حکم لري.
دوهم:- د محبوسينو خپله صحي وضعه:
نن ورځ معمولاً پخپله د محبوسينو صحي وضعي ته هم توجه کيږي ، مثلاً د محبوسينو لباس داستراحت ځاي او بستري،بالـښتونه، روجائى اوداسي نور شيان بايد وخت په وخت و مينځل شي . دمحبوسينو سره ،ږيره ،اوځان هم بايد وخت په وخت ومينځل شي همدارنګه محبوسينو ته اجازه ورنکړل شي چي د سرو يښتان يي د يو معيني اندازي څخه زيات اوږده شي ، هر محبوس ته بايد په هفته کي حد اقل يو يا دوه ځلي د حمام کولو زمينه مساعده شي او هر محبوس ته بايد د محبس د محوطي په داخل کي د ورځ کي حد اقل يو ساعت هوا خوري او تفريح ورکړل شي ، علاوه لدي څخه د مريضو محبوسينو ، حامله لرونکي محبوساتو او دهغه محبوساتو لپاره چي خپلو اطفالو ته شيدي ورکو ي بايد دوي ته په محابسو کي يو خاص غذائي رژيم په دنظرکي ونيول شي .
دريم :-دصحي سرويسو نو موجوديت په محبس کي :
نن ورځ اکثراً په هر محبس کي بعضي صحي سرويسونه موجود دي چي داسرويسونه وخت په وخت دمحبس داخلي وضعه او همداشان دمحبوسينو وضعه د نژدي څخه کنترول او مراقبت لاندي نيسي مثلاُ : په هفته کي حد اقل بايد د صحي نقطي نظره د محبس د محوطي وضعه ، محبس داطاقونو وضعه، دمحبوسينو د غذائي رژيم وضعه بايد دنژدي څخه مشاهده کړي .او که احتمالاً په بصضي ځاي کي نقص او ضرر موجود وي نو بايد د محبس اداري ته خبرورکړي تر څو هغه خلا چي موجوده وي هغه رفع شي ، همداشان ددي صحي سرويسونو دوهمه وظيفه داده چي په هفته کي حداقل بايد يو محبوس معاينه شي ،چي معمولاً محبوسين په دريو موحلو کي معاينه کيږي.
لمړي مرحله:-
کله چي محبوسين د لمړي ځل لپاره د حبس محيط ته داخليږي نو مخبوس معاينه او کتل کيږي تر څو داثابته شي چي محبوس کومه ساري ناروغي اوياهم کومه بله خطرناکه مريضي ونلري او کچيري په کومه ناروغي باندي اخته وي نو د محبس د صحي سوريس لخوا د هغه معاينه او تداوي صورت نيسي تر څو د محبس په داخلي محيط کي نور محبوسين لدي سر په تکليف نشي او کچيري نوموړي سرويس د محبوس د تداوي څخه عاجز شي نو بيا نورو صحي مراکزو ته ليږل کيږي تر څو هغه صحت پيداکړي او وروسته د صحت يابئ څخه هغه شخص د محبس محيط ته ليږل کيږي .
دوهمه مرحله :-
کله چي محبوسين د حبس د محيط څخه خارجيږي نو هغو ي معاينه او کتل کيږي ا و دا پدي خاطر چي هغو ي جامعي ته تقديميږي ، يعني د حبس د محيط څخه بيرون ټولني او خپل فاميل ته داخليږي ، نو پدي خاطر چي هغه روغ او با صحته جامعي ته تقديم شي ددغسي سرويسونو لخوا معاينه کيږي ، علاوه پردي کچيري بدون دمعايني څخه خوشي شي نو ممکن دوي د څينو امراضو اخته وي نو کله چي دوي مريضي په حالت کي ټولني يا فاميل ته داخليږي ، نو شايد هم ټولنه او هم خپل فاميل ته ځيني مشکلات او تکاليف پيښ کړي .
دريمه مرحله :-
په دريمه مرحله کي محبوسين په دوران د حبس کي د معايني او کتني لاندي نيول کيږي چي محبوسين په هفته کي حد اقل يو ځل دنو موړي سرويسونو لخوا معاينه شي کچيري ددغه سرويسونو دلاري دهغه تداوي ممکن وي ، نو بيا دوي د صحي سرويسونو د هدايت په اساس کومي مناسبي شفاخاني ته انتقاليږي ،بعضي وختونه کچيري د محبوس تداوي ممکن نه وي نژدي اقاربو ته خبر ورکول کيږي او هغوي ته سپارل کيږي او ځيني هدايات او تو صيات ورته کيږي ، نو کچيري صحت پيداکړي بيرته محبس ته اتقاليږي .، همدارنګه په بعضي وختونو کي امکان لري چي يو محبوس په داخل کي د محبس کي خپل حيات دلاسه ورکړي ، پدي صورت کي د محبس اداره دوه وظيفي په غاړه لري.
لمړي: داچي د وفات شوي محبوس نژدي اقاربو ته ډير ژر خبر ورکړي
دوهم: داچي دوفات شوي محبوس جسد د هغه نژدي اقاربو ته وسپارل شي خو که چيري د محبوس نژدي اقارب پيدانشي او يا اقارب د هغه دجسد اخستلو ته حاضر نه شي نو پدي صورت کي د محبس د اداري لخواد محبوس جسد د ديني مراسمو د اجرا څخه وروسته بيا خاورو ته سپارل کيږي چي د تکفين او تجهيز ټول مصارف يي په لومړي قدم کي د محبوس د پس انداز څخه ورکول کيږي يعني معمولاً په محابسو کي د محبوسينو لپاره يوه څانګه د پس انداز خلاصيږي ، نو که چيري محبوس پس انداز سرمايه ولري نو د هماغي څخه ئي ټول مصارف تاديه کيږي ، او په دويم قدم کي کچيري محبوس پس انداز ونه لري نو پدي صورت کي يي ټول مصارف ددولت لخواتاديه کيږي .
دصحي سرويسونو په رابطه بايد ووايو چي په داخل کي د محبس بايد د غاښونو سرويس هم موجود وي ، علاوه پردي دزنانه ؤ په محبس کي بايد ولادي او نسائي سرويس هم موجود وي چي د ضرورت په وخت کي محبوسين هلته معالجه او تداوي شي که چيري يو طفل په محبس کي تولد شي د حقوقي نقطي نظره د هغه محل د تو لد بايد محبس دنه ليکل شي همدارنګه کله چي يو طفل په محبس کي تو لد کيږي نو دوه سوالونه زمونږ په ذهن کي پيداشي ،
لمړي داچي نوموړي طفل په محبس کي يو ځاي د مور سره وساتل شي او که څنګه؟
دوهم دا چي که د مور سره يو څاي وساتل شي تر کوم وخته پوري ؟
دلمړني سوال په څواب کي بايد ووايو چي ډير علما پدي عقيده دي چي ماشوم نظر ديته چي د مور موجوديت ته ډير ضرورت لري نو بايد چي د يوي مودي لپاره د مور سره اووسيږي .خوداچي تر کومي مودي لپاره دمور سره او وسيږي په مختلفو مملکتونو کي دجزائي قوانينو احکام سره متفاوت دي ، مثلاً په(١) انګلستان کي داموده (٩)مياشني(٢) په ډنمارک کي يو کال په (٣) په فرانسه کي ١٨ مياشتي (٤)په بلژيک کي دوه کاله ده (٥)په پرتګال کي دري کاله ده(٦)په هالينډ کي تر هغه وخته پوري چي ماشوم ته ډير ضرورت وي .
دپورته معيار د پوره کيدو نه وروسته طفل د هغه اقاربو ت سپارل کيږي او کچيري د طفل اخستلو ته دهغه نژدي اقارب حاظر نه شو نو دوه لاري وجود لري يوداچي طفل يو معين شخص ته سپارل کيږي او دويم داچي پرورشګاه يا نرو خيريه موسسو ته سپارل کيږي تر څو د هغه تربيه وکړي ، همدارنګه د صحي سرويسونو په هکله بايد وويل شي کچيري محبوسين د غذا دنه خوړلو اعتصاب وکړي ، نو پدي حالت کي که اعتصاب په هغه اندازه وي چي د محبوسينو حيات ته خطر وي ، نو صحي سرويسونه کولاي شي چي په اجباري توګه هغوي د غذاخوړلو ته مجبور کړي ، يا د نصيحت او تلقيناتو ته شکل هغوي د غذاخوړلو ته حاضر کړي شي او يا داچي غذائي مواد د ترزيقولو(پيچکاري)د لاري د صحي سرويسونو لخواپه محبوسينو باندي عملي کړل شي .
ج: دکار شرايط:
په حقيقت کي د کار رژيم په محابسو کي ډيره طولاني سابقه لري يعني په محابسو کي دډيري پخوازماني څخه راپدي خوا په محبوسينو باندي عملي کيږي مثلاً په قروني اوسطي کي په انګلستان کي معولاً د محبوسينو څخه دمعدنونو په استخراج کي ،او همدارنګه دبخاري کشتيو په چلولوکي استفاده کيده چي بيا ورو ورو دمحبوسينو دکار موضوع په جزائي قوانينو کي هم درج شوه او پدي دورو کي به اکثراً دتبعيد شوو اشخاصو څخه په زياتره مواردوکي کار اخستل کيده چي اکثره به په مستعمره مناطقو کي دتعميراتي اباديو په جوړولو کي دتبعيد شوو اشخاصو دکار نه استفاده کيده چي په ټولو حالاتوکي په پخواوختونو کي دمحبوسينو دکار څخه دوه هدفه په نظر کي نيول کيدل .
لومړي هدف ئي په محبوسينو باندي داضافي زجر ،ازيت ،مشقت اوزحمت تيرول ؤ.
دوهم هدف ئي داوه چي دمحبوسينو کار به ددولت لپاره عايداتي يامادي منبع گڼل کيده .
دمحبوسينو اصلاح اوتربيه به دکار په ذريعه بلکل په نظر کي نه نيول کيده خو دوخت په تيريدو سره کله چي دمحبوسينو داصلاح اوتربي مفکوره منځته راغله نودغه مفکوره دمحبوسينو دکار په ساحه کي هم په نظر کي ونيول شوه او هغه پلي شو .او پدي ترتيب سره د محبوسينو دکارپخواني اهدافو بلکل تغير پيداکړ چي نن ورځ دپخواني وخت بر خلاف دمحبوسينو دکار څخه دري هدفه په نظر کي نيول کيږي .
لمړي: دمحبوسينو اصلاح اوتربيه .
دوهم: په محبس کي دنظم اوامنيت ساتل .
دريم: اقتصادي هدف يااقتصادي مفيديت .خو په پخواني مفهوم سره نه بلکي په نوي مفهوم سره چي مونږ هريو ددي اهدافو څخه په لنډه توګه مطالعه کوؤ.
لمړي –دمحبوسينو داصلاح او تربي هدف:
نن ورځ محبوسين اکثراً داقتصاد ي مشکلاتو له مخي او دشغل او پيشي دنه لرلو يانه زده کړي له مخي د جرم مرتکب ګرځي ،يعني کله چي په يوه جامعه کي بيکاري موجوده وي ،اواقتصادي مشکلات موجود وي ، نو زياتره خلک لدي حيثه چي بيکاره دي او هيڅ شغل او پيشه نلري ،نو پدي اساس مرتکب دبعضي جرمي اعمالو مرتکب ګرځي نو کچيري محبوسين د حبس په محيط کي کوم شغل او پيشه زده کړي نو هم د حبس په محيط کي او هم د حبس نه دباندي کولاي شي چي خپل اتقصادي مشکلات په اساني سره حل کړي او په ايئنده کي بيکاره پاتي نه شي نو پدي توګه به جرم کولو ته آړ نشي.
دوهم په محبس کي دنظم او امنيت هدف:
دمحبوسينو کار په حقيقت کي په محبس کي د نظم او امنيت سبب ګرځي ،داچي ولي دکار نتيجه کي په محبس کي نظم اوامنيت ايجاديږي ؟
لمړي: داچي که محبوسين دمحبس په محيط کي په کار وګمارل شي ،يعني په کار کولو باندي مصروف او مشغول شي ، نو په خپله ددوي دفرار امکان کميږي او همدارنګه ددوي دبغاوت،شورش او جرم کولو امکان په حبس کي نه پيداکيږي .
دوهم:داچي معمولاً هغه کسان چي منظم کار کوي ،تجربو ثابته کړي ده چي نوموړي اشخاص ډير بادسپلينه،بااخلاقه ،بانزاکته او دپوهي او عقل خاوندان وي ،ځکه دوي دپروګرام او مناسبو شرانطو سره عادت اخستي وي ،نو څرنګه چي دغه اشخاص په خپل کار او وظيفه کي مصروف وي نو ددي وخت نه پيداکيږي چي دکوم جرم مرتکب شي نو طبعاً چي په حبس کي نظم او امنيت رامنځ ته کيږي داکار په محبس کي دنظم او امنيت دايجاد باعث ګرځي .
دريم:اقتصادي هدف:
نن ورځ په محبس کي په محبوسينو دکار کولو څخه اقتصادي هدف هم په نظر کي نيول کيږي خو داهدف دپخواني هدف په مفهوم ندي يعني داچي محبوسينو کار په پخواني وخت کي صرف ددولت يوه عايداتي منبع وه خو نن ورځ پدي هدف کي دواړه جانبه په نظر کي نيول کيږي يعني دمحبوسينو کار ديوخوادولت ته ګټور تماميږي ځکه دولت دمحبوسينو دکار په نتيجه کي يوه اندازه پيسي لاسته راوړي او پدي توګه ددولت بوديجه تقويه کيږي او دبلي خواکار کول دمحبوسينو لپاره هم مفيد او ګټور تماميږي ځکه چي محبوسين ددي نه علاوه چي يو شغل ذده کوي د خپل کار په نتيجه کي يوه اندازه پيسي هم لاسته راوړي په هر صورت د محبوسينو دکار په هکله دوه سوالونه مطرح کيږي .
لومړي: داچي اياکار په محبس کي يو حق دي او که يوه وجيبه ياپه بل عبارت دمحبوسينو کار بايد اختياري وي او که اجباري؟
دوهم:داچي ايا محبوسين خپل کار دمز څخه مستفيد کيداي شي او کنه او که مستفيد کيداي شي په کوه اندازه مستفيد کيږي؟
دلومړي سوال په ځواب کي بايد ووايو چي پدي هکله چي ايا محبوسينو لپاره کار کول يو حق دي يعني اختياري دي ياداچي په محبوسينو باندي کار يوه وجيبه ده يعني اجباري دي نو پدي اړه يو نظر او يوه رائيه وجود نلري بلکي مختلفي نظريه وجود لري چي مهمي په لاندي ډول دي .
لومړي نظريه:
بعضي علما پدي عقيده دي چي په محبوسينو باندي کارکول بايد د يو حق په شکل وي يعني اختياري وي او دوجيبي په شکل بايد نوي يعني اجباري بايد نه وي ځکه دا په حقيقت کي د محبوسينو فطري اوباطني ازادي يا فردي ازادي سلبوي چي دبعضو هيوادونو جزائي قوانين ددي نظريي څخه طرفداري کوي لکه :کاناډا،استراليااو اسرائيل.
دوهمه نظريه:
دانظريه دلومړي نظريه معکوسه ده پدي معنى چي کارکول په محبس کي دا يو حق ندي بلکه وجيبه ده او اجباري شکل لري نه اختياري ،چي ددي نظريي طرفداران داسي استدلال کوي چي کار دمحبوسينو د ژوند لپاره ډير مفيد دي نو بايد دايوه وجيبه وي ،چي د بعضو هيوادونو جزاُيي قوانينو داموضوع قبوله کړي لکه ،مکسيکو،برازيل،اندونيزيا.
دريمه نظريه:
دانظريه په حقيقت کي ددوه مخکينيو نظريو مخلوط دي ،يعني ددوه مخکينيو نظريو څخه يوه جوړه شوي يوه نظريه ده ،يعني ددي نظريي په اساس په محبس کي کار کول بايد د ځينو محبوسينو لپاره يو حق وي يعني اختياري شکل ولري او دځينو محبوسينو لپاره بايد يوه وجيبه وي يعني اجباري وي .چي معمولاََََ ددي نظريي په اساس کار دمحبوسينو دلاندي ډلو لپاره يو حق ګڼل کيږي او دنورو ډلو محبوسينو لپاره په حيث ديوي وجيبي ګڼل کيږي .
- دهغه مجرمينو لپاره چي دقباحت دجرم مرتکب شوي وي .
- معمولاََ دناروغانو محصينو او ضعيفو او کمزورو محبوسينو لپاره .
- دهغه کسانو لپاره چي دتوقيف په مرحله کي وي .
- دسياسي مجرمينو لپاره.
داچي ولي ددي مجرمينو لپاره کار کول يو حق دي نسبت لاندي دلاُيلو ته :
- دناروغانو کسانو لپاره کار کول ځکه يو حق دي ،چي هغوي دکار کولو توان نلري او کچيري په دوي باندي کار تحمل کړي شي نو امکان لري چي پخوانۍ ناروغي يى زياتي شي او يانوي ناروغي ورته پيداشي.
- دقباحتي مجرمينو لپاره کار کول ځکه يو حق دي چي دجرم شدت يي عادي او کم وي او دحبس موده ئي هم لنډه وي او په دي لنډه موده کي کوم شغل او پيشه هم زده کولاي او دبليخوا په دي لنډه موده کي دوي ته دکار زمينه برابرول دزياتو مصارفو ايجاب کوي بناََ دکم وخت لپاره زيات مصرف کول دا يو اقتصادي تاوان هم دي ددولت لپاره .
- هغه کسان چي دتوقيف لاندي وي دهغوي لپاره کار کول ځکه حق ګڼل کيږي چي ددوي دحبس موده هم لنډه وي او بل داچي اصلاَ ددوي جرم تثبيت شوي نوي او دواقعي مجرم حبس ئي نوي غوره کړي او امکان لري چي دجرم شدت ئي کم وي او دحبس موده ورته تعين شي .
- دسياسي مجرمينو لپاره کار کول ځکه يو حق ګڼل کيږي چي لمړي خودغه کسان دجامعي ورزيده باعلمه او باخبره خلک وي او اکثره دوي داقتصادي ضعف په لحاظ مرتکب دجرم نه ګرځي ځکه دوي ديو کسب او کمال خاوندان وي او اقتصادي مشکلات نلري نو په دي لحاظ کار کولو ته چندان ضرورت هم نلري يعني ددوي جرمي انګيزه اقتصادي منشا نلري دوهم داچي سياسي مجرمين مادتاَ دنورو مجرمينو په شان خطرناک شخصيت نلري چي ددوي دغه خطرناک شخصيت دکار کولو په ذريعه اصلاح شي دريم داچي نن ورځ معمولاَ په جزائي قوانينو کي کوشش کيږي چي دسياسي مجرمينو لپاره بعضي امتيازات او سهولتونه وجود ولري مثلاَ دورځپانو لوستل ،راډيو ګانو اوريدل او داسي نور او لکه څرنګه چي کار کول په محبس کي يو اذيت او مشقت هم دي نوکه په سياسي مجرمينو باندي کار وشي نو دابه بل ډول اذيت او مشقت وي ددوي لپاره نو پدي اساس دپورته محبوسينو لپاره کار کول اجباري نه ګڼل کيږي او که دوي په خپله وغواړي چي کار وکړي دمحبس اداره دنورو محبوسينو په شان ورته دکار زمينه برابره وي.
ددويم سوال په ځواب کي بايد وويل شي :نن ورځ پدي هکله د محبوسينو دکار کولو مزد او اجوره ورکړل شي او کنه ؟
پدي باندي دټولو علماو اتفاق دي چي دمحبوسينو دکار کول په بدل کي بايد ددوي مزد او اجوره ورکړل شي خوداچي دغه اجوره په کومه اندازه وي يعني دعادي او ازادو اشخاصو په شان ورته اجوره ورکړل شي او که دهغوي څخه په کمه اندازه ،پدي هکله ه اتفاق نظر موجود دي ،چي بايد ددوي دکار اجوره دعادي اشخاصو دکار اجوره دعادي اشخاصوڅخه کمه وي ،دليل يي دادي چي په دوي باندي يوه اندازه مصارف ددولت کيږي يعني داعاشي او اباطي مصارف ورڅخه اخستل کيږي او بل دا چي د کارزمينه ورته ددولت يا دمحبس داداري لخوابرابريږي نو ،بايد ددوي دکار داوجوري څخه هم دولت او هم دمحبس ادره يوه فيصدي واخلي دا چي په کومه اندازه ددوي اجوره دعادي اشخاصو څخه کمه وي ،پدي اړونداختلاف نظر موجود دي چي داکثرو هيوادونو جزائي قوانين ددي دست مزد داندازي دعين لپاره دجرم شدت او وخامت په نظر کي نيسي.
پدي توګه چي که جرم جنايت وي بايد د محبوس د کار داوجوري څخه ٦٠% که د جرم شدت متوسط وي يعني جرم جنحه وي د محبوس دکار څخه ٤٠% او که قباحت وي نو ٢٠% بايد وضعه شي.
دکار داجوري څخه ٤/ ١ برخه ئي د خساري دجبران لپاره کچيري د مجرم په غاړه وي ورکول کيږي او ياهم ددعوي د مصرف لپاره کچيري دمجرم په غاړه ايښودل شوي وي نو د مجرم د کار داوجوري نه ورکول کيږي او پاتي ٤/ ١ برخه به ئي د محبوس په بانکي حساب کي رسول کيږي چي بيا د محبوس دخوشي کيدو په وخت کي اندازه شوي پيسي محبوس ته ورکول کيږي او پاتي نمائي برخه داوجوري ئي محبوس ته په نقدي ډول ورکول کيږي چي محبوس کولاي شي ځانته پري يو څه شيان واخلي همدارنګه محبوس کولاي شي چي د خپلي اوجوري نيمائي يا ټوله برخه بانکي حساب ته وليږي او يا ټوله يا نيمائي برخه خپل فاميل ته وليږي .
دافغانستان د حبس د جزا دتطبيق قانون په ٣٢ ماده کي په محابسو کي دجرم شدت او وخامت ته اعتبار ندي ورکړل شوي ،بلکه د حبس څرنګوالي ته ئي اعتبار ورکول شوي ،يعني په مشقتي حبسونو کي (٣٠%) او په عادي حبسونو کي (٢٠%) دمحبوس ددست مزد څخه وضع کيږي او پاتي ټوله برخه ئي په نغدي ډول محبوس ته ورکول کيږي .
داجتماعي روابطو دساتلو شرايط
مقدمه :
نن ورځ د محبوسينو ددوباره اصلاح او تربيي لپاره يو مهمه موضوع داهم ده چي بايد کوشش وشي چي محابسو کي د محبوسينو اجتماعي روحيه ونه وژل شي ، بلکي ددوي داجتماعي روحيه بايد ژوندي وساتل شي ، تر څو وروسته د حبس د تيرولو نه په جامعه کي په آساني سره جذب شي ،نو ددي لپاره بايد لاندي څو موضوعاتو ته توجه وشي يعني د محبوسينو دملاقات موضوع ،دمحبوسينو مکاتبه ،دمحبوسينو استفاده دنشراتو څخه ،اجتماعي مددګاران ،دمحبوسينو استثنائي خروج چي هره موضوع په جلا ډول دمطالع لاندي نيسو.
اول:-دمحبوسينو دملاقات موضوع:
داجتماعي روابطو دساتلو په برخه کي نن ورځ يوه مهمه موضوع د محبوسينو د ملاقات موضوع ده ،چي داموضوع هم په انساني او بشري لحاظ اوهم د محبوسينو داجتماعي روحي دساتلو په لحاظ ډير اهميت لري دمحبوسينو دملاقات نه هدف دادي چي دوي د حبس په دوران کي د خپلو اقاربو او دوستانو سره ملاقات وکړي البته د محبس دمقرراتو په نظر کي نيولو سره ددي نه علاوه نور اشخاص هم کولاي شي چي دمحبس دمقرراتو مطابق کولاي شي چي دمحبوسينو سره ملاقات وکړي .خو دمحبوسينو دملاقات په اړه مهمه موضوع داده چي داملاقات بايد د محبس د اداري د قواعدو په چوکاټ کي ديو خاص پروګرام او تقسيم اوقات لمخي عملي شي مثلاَ :يوه معينه ورځ بيا يو معين وخت او ساعت ددوي دملاقات لپاره تعين شي او دا ملاقات بايد په داسي شکل وشي تر څو د محبوسينو لپاره دفرار او يا جرم کولو زمينه مساعده نشي ،نو په همدي اساس نن ورځ د محبوسينو د ملاقات لپار داسي شکلونه وجود لري چي هغه په لاندي ډول دي .
١- اول شکل ئي دادي چي يه بعضو هيوادونو کي د محبوسينو د ملاقات لپاره يو خاص اطاق وجود لري چي په منځ کي يي يو فلزي قوي پنجره نصب شوي وي چي وړي وړي خاني لري او داپنجره پدي خاطر وي چي د محبوس او دهغه داقاربو يا دوستانو تر منځ کوم شي تبادله نشي او په خپل کي سره تماس ونه نيسي چي دپنجري يو خواته محبوس او بلي خواته ملاقات کونکي واقع وي .
٢-دويم شکل ملاقات کولو دادي چي په اطاق کي يو لوي ميز پروت وي چي ميز يو خواته محبوس او د ميز بلي خواته ملاقات کونکي کيني او په عين وخت کي محافظين هم موجود وي ،چي داميز دوه متره عرض چي ترڅو محبوس د ملاقات کونکو سره تماس ونه نيسي او په خپلو کي سره کوم شي تبادله نکړي .
٣- دريم شکل ئي دادي چي پدي اواخرو کي رائج شوي دي او مُدرن ترين شکل دملاقات دي چي دملاقات په اطاق يا خونه کي يو روښانه او شفافه شيشه وجود لري چي يو خواته ئي محبوس او بل خواته ئي ملاقات کوونکي وي او کولاي شي چي په اساني سره يو بل وويني او دګوشي تيليفون په ذريعه يو بل سره خبري وکړي.
په هر صورت که د محبوسينوملاقات په هر شکل وي ،خو دملاقات په وخت کي بايد لاندي څو خبري په پام کي ونيول شي او هغه مراعت شي .
- ملاقات بايد محافظ په حضور کي تر سره شي .
- دملاقات په وخت کي بايد دجانبينو خبري بايد دومره او چتي او لوړي وي ترڅو محافظ يي واوري.
- دجانبينو خبري بايد په ملي او عمومي ژبو کي وي تر څو محافظ په هغي باندي پوه شي يعني په محلي او خارجي ژبه باندي بايد نه وي .
- خبري بايد اني ساده او عام فهمه وي او بايد په خبرو کي اشاري کفائي شفرونه او رمزونه نه وي .
- خبري بايد په عادي موضوعاتو باندي وي لکه دفاميل واقاربو او دوستانو او عادي ژوند په هکله نه دسياسي مساُيلو په هکله يا هغومساُيلو په هکله چي خطري وي .
دوهم:- دمحبوسينو مکاتبه:
محبوسين کولاي شي د حبس په دوران کي د خپلو اقاربو او دوستانو سره ملاقات وکړي البته د محبوسينو مکاتبه ديو منظم پلان او پروګرام له مخي ترسره کيږي او ددغه پرسيه هميشه د محبس داداري لخوا کنترول او سانسوريږي ،يعني د محبوسينو ليکونه مخکي دپوستي دتحويل نه دمحبس داداري لخوا مطالعه کيږي او هم هغه خطونه د محبوس د اقاربو لخوا ئي محبوس ته استول کيږي هغه دتسليميدو نه مخکي مطالعه کيږي.
دمحبوسينو په مکاتبه کي بايد لاندي نقاط په نظر کي ونيول شي:
- مکاتبه بايد دفاميل او عادي موضوعاتو په هکله وي نه دنورو موضوعاتو په هکله يعني دسياسي او خطرناکو موضوعاتو په هکله به نه وي .
- مکاتبه بايد پخپله ژبه وي ترڅو د محبس اداره هغه په اساني سره ولوستل شي او مکاتبه بايد په خارجي او محلي ژبو نه وي .
- په خطونو کي بايد رمزي ، شفري او کنائي کلمات وجود ونلري بلکه خط بايد ساده او سليس وي .
- مکاتبه بايد ديني ، مذهبي ،اخلاقي او ملي شرايطو او همدارنګه د جامعي د عرف او عاداتو سره مغايرت ونلري.
که چيري مکاتبه کي دغه پورتني نقاط مراعت شوي نه وي دمحبس اداره کولاي شي داسي خط محبوس او دمحبوس خط دهغه اقاربو ته ونه سپاري .
دريم:- اجتماعي مددګاران:
نن ورځ په ځينو هيوادونو کي يو شمير اشخاص داجتماعي مددګارانو په نوم په محبس کي د محبوسينو سره مرسته کوي ،دوي د جامعي باتعليمه او اهله خبره اشخاص وي او په داوطلبانه توګه خپل نوم د محبس اداري ته ورکوي او غواړي چي دمحبوسينو سره په داوطلبانه توګه مرسته وکړي.اجتماعي مددګاران هميشه دمحبوسينو سره په تماس کي وي چي دهغوي دحال احوال يعني شخصيت ،تحصيل،اقتصادي وضعي او نوروځانګړتياو څخه ځان خبروي او بيا دلاسته راغلومعلوماتو په اساس محبوسينو ته لازمي مشوري ورکوي ،معمولاَ دهمدي معلوماتو په اساس اجتماعي مددګاران کوشش کوي چي محبوسينو ته مناسب کار او وظيفه پيداکړي تر څو د محبس د خلاصيدو نه بعد هلته کار وکړي علاوه ددوي نه ځينو نور خيرخواه اشخاص او بعضي موُسسات چي دمحبوسينو سره مالي مرستي کوي نو دامرستي هم دهمدي اجتماعي مددګارانو لخوا تنظيميږي او بيا دمحبس داداري په همکاري او کومک هغوي ته توزيع کيږي .اجتماعي مددګاران د محبوسينو په ډيره نرمي او ملاُيمت سره سلوک کوي نو کله چي محبوس ګوري چي نوموړي اشخاص همدامددګاران دي چي دجرم د ارتکاب څخه وروسته ددوي سره ښه وضعه کوي نو دهغوي اعتماد ورباندي پيداکيږي او کيداي شي چي ځيني خپل پټ رازونه ورته ووايي ځکه چي د محبوسينو علاقعه ورسره پيداکيږي نظر ددوي ښه سلوک ته خودااشخاص ددي حق نلري چي د محبوسينو رازونه افشا کړي ځکه د مسلکي اسرارو دساتني په سبب دوي مجبور دي دغه اسرار او رازونه پټ کړي او که چيري ئي افشاُ کړي ن دا عمل ئي جرم ګڼل کيږي ،اجتماعي مددګاران هر وخت کولاي شي چي د محبوسينو سره ملاقات وکړي د محبس اداره هم کولاي شي چي هر وخت وغواړي اجتماعي مددګاران د محبوسينو سره دملاقات لپاره دعوت کړي ،البته د اجتماعي مدد ګارانو ملاقات قابل دسانسور ندي د مجرمينو پ عادي ملاقات کي هم شامل ندي اجتماعي مددګاران معمولآ محبرسينو ته د هغوي د اينده ژوند او موجوده وضعيت په هکله مشوري ورکوي.
څلورم :-دمحبوسينو استفاده د نشراتو څخه :
نن ورځ محبرسينو ته محابسو کي ددي اجازه ورکول کيږي تر څو د نشراتو څخه لکه راډيو،اخبار اوداسي نورو څخه استفاده وکړي او حتي بعضي هيوادونو کي د تلويزيون څخه هم استفاده کولاي شي او د همدي نشراتو څخه د استفادي يو لست محبس کي زړول شوي چي د کوم کوم شيانو څخه محبوسين استفاده کولاي شي د مطبوعاتو په چوکاټ کي .داچي ايا ټول محبوسين دنشراتو څخه استفاده کولاي شي او که يو تعداد يي کولاي شي ؟پدي هکله دوه نظريي موجودي دي چي په لاندي ډول دي :
لمړي نظريه: پدي هکله وايي چي ټول محبوسين د محبس په داخل کي د نشراتو او مطبوعاتو د استفادي لپاره چي کوم لست زواړند شوي وي ورڅخه استفاده کولاي شي .
دوهمه نظريه : پدي هکله وايي چي دنشراتو او مطبوعاتو د لست نه يوازي هغه څوک استفاده کولاي شي چيددوي په حرکاتو او سکناتو او شخصيت او برخورد کي د اصلاح علايم موجودي وي نوکولاي شي چي د زواړند شوي لست نشراتو څخه استفاده وکړي ،او داځکه چي نور محبوسين هم د اصلاح او تربي په طرف تشويق شي .
پنځم :- محبوسينو استثنائي خروج:
په ځينو وختونو کي محبوسينو ته اجازه ورکول کيږي تر څو دوي د محبس نه وؤځي او خپل مورد نظر مشکل رفع کړي .چي پلاندي حلاتو کي محبوس کولاي شي چي استثنائي خروج نه استفاده وکړي .
١ –کله چي د محبوس د فاميل نږدي اعضآوفات شوي وي نو پدي صورت کي محبوس ته استثناسره خروج اجازه ورکول کيږي .
٢-د جنسي اړيکيو د ټينګيدو پخاطر هم کولاي شي چي استثنائي خروج نه استفاده وکړي .
٣- کله چي محبوس وغواړي چي د حبس په دوران کي واده وکړي نو پدي صورت کي محبوس ته اتستثنايي خروج اجازه ورکول کيږي چي واده په مراسمو کي شرکت وکړي.
٤- کله چي محبوس په داسي ناروغي اخته وي چي په حبس کي د جوړيدو امکانات نه وي يا ډير کم وي ، نو پدي صورت کي محبوس خپل فاميل ته سپارل کيږي او محبوس د استثنائي خروج نه استفاده کولاي شي .
٥- کله چي محبوس داسي ناروغي ولري چي د محبس په داخلي کلينيکونو کي ناممکن وي نو پدي صورت کي محبوس کولاي شي د استثنائي خروج څخه استفاده وکړي .
٦- په ځينو هيوادونو کي محبوسينو ته اجازه ورکوي تر څو دوي د انتخاباتو په وخت کي د محبس نه ووځي او خپل مورد نظر کانديد ته رايه ورکړي .
٧- په محابسو کي محبوسينو ته د تعليم شرايط تحيه کيږي او دغه تعليمي پروسه د مکاتبي دلاري عملي کيږي ، او وخت په وخت دوي ته هغه مدرسين محبس ته ورځي او بيا د امتحان په وخت کي د هغوي پارچي محبس ته ورليږل کيږي او يا هم هغوي د استثنايي خروج نه په استفادي سره هغوي کولاي شي د امتحان صحني ته لاړشي.
البته پدغه ټولو حلاتو کي چي محبوس د دغي حالت نه استفاده کوي نو د محبوس نه يو قوي تضمين اخستل کيږي او بيا اجازه ورکول کيږي
ه-په محبس کي تعليمي او درسي شرايط:
نن ورځ کوشش کيږي تر څو د محبوسينو لپاره په محبس کي درسي او تعليمي مناسب شرايط هم وجود ولري ، ددي هدف لپاره نن ورځ عمدتآ محبوسين په دوؤ برخو ويشل کيږي
الف:- هغه مجرمين چي هغوي بيسواده يا کم سواده وي دوي ته د سواد اموزي کورسونه محبس کي جوړيږي
ب:- د کوچنيانو مجرمينو لپاره اکثرا په محابسو کي دابتدائي تعليماتو زمينه مساعديږي او ابتدائي مکاتبو په شان وي او کوم محبوسين چي ددي مکاتبو څخه اسناد تر لاسه کوي نو دوي کولاي شي په اينده کي په نورو مکاتبو کي باقي پاتي تعليم تر سره کړي .
نن ورځ په څينو هيوادوو کي په محابسو کي د عالي تحصيلاتو زمينه هم محبوسينو ته مساعديږي ،چي داډول تحصيل اکثرا د مکاتبي په شکل وي ،يعني وخت په وخت ورته کتابونه ليږل کيږي او ورته رهنمائي ګاني کيږي او ورڅخه پوښتني صورت نيسي او د امتحان په وخت معلمينو ته اجازه ورکول کيږي چي محبس کي د محبوسينو څخه امتحان واخلي او يا پخپله محبوسينو ته اجازه ورکول کيږي چي د استثنائي خروج نه په استفادي سره د امتحان صحني ته ولاړ شي او امتحان ورکړي .
په محبس کي دديني او مذهبي شرايطو د اجرا شرايط:
نن ورځ معمولا محبوسينو ته اجازه ورکول کيږي چي په محابسو کي خپل ديني او مذهبي مراسم اجرا کړي او همدي منظور لپاره په محابسو کي يو عالم او روحاني شخص د محبوسينو لپاره مقرريږي چي نوموړي روحاني شخص ديوي خوادمحبوسينو دديني او مذهبي مراسمو په تر سره کولو کي برخه اخلي او د بلي خوا هميشه د محبوسينو سره په تماس کي وي او هغوي ته لازمي مشوري او بعضي تلقينات ورکوي په همدي تو ګه محبوسين حق لري چي د محبس داداري څخه وغواړي چي يو روحاني شخص هغوي ته مقرر کړي او يا که روحاني شخص مقرروي نو بيا محبوسين حق لري چي روحاني شخص ملاقات لپاره وغواړي .
دريم جز: د حبس د تطبيق څرنګوالي دمجرمينو په بعضو خاصو کته ګوريو باندي:
په تيرو درسونو کي مو په لويانو مجرمينو باندي د حبس د جزادتطبيق څرنګوالي مطالعه کړ،يعني د لويانو مجرمينو اصلاح او تربيه مو په تړلو محيط کي مطالعه کړل خو دلته سول پيداکيږي چي په بعضو خاصو مجرمينو باندي به د حبس جزاپه څه شکل تطبيق کړاي شي ؟
نو بايد ووايو چي په بعضو خاصو مجرمينو باندي د حبس د جزا تطبيق نظر عادي مجرمينوو ته فرق لري او دغه تفاوت مونږ د اناثو مجرمينو ،سياسي مجرمينو او خارجي مجرمينو په برخه کي په وضاحت سره ليدلاي شو،داچي دغه موضوع مونږ په بيلا بيلو مبحثونو کي د مطالعي لاندي نيسو او په اخر کي ديوي تبصري په ترڅ کي داعدام د جزا په محکومينو په ساتنه او محافظت باندي هم بحث کوو.
اول:- د حبس دتطبيق څرنګوالي په اناثو مجرمينو باندي
داناثو مجرمينو په بخه کي شايد دري سوالونه زمونږ سره مطرح شي:
لمړي : داچي ايا اناثو مجرميت به دکميت او تعداد په لحاظ د ذکورو د مجرميت دکميت او تعداد په لحاظ زيات وي او که هغوي څخه به کم وي او يا داچي د هغوي سره په مساوي وي ؟
دويم :داچي ايا داناثو مجرمينو جزائي مسؤليت به عينآ د ذکورو مجرمينو د جزائي مسؤليت پشان وي او که د هغوي سره به تفاوت ولري؟
دريم : داچي ايا د حبس د جزا تطبيق څرنګوالي به په اناثو مجرمينو باندي عينا لکه دذکورو مجرمينو پشان وي او که دهغوي سره به تفاوت ولري؟
دلمړي سوال په جواب کي بايد ووايو چي نن ورځ ټول علما پدي عقيده دي چي په ټولو ممالکو کي د اناثو طبقه د ذکورو په تسبت د کمو جرايمو مرتکبي ګرځي ، نسبت بعضي دلائيلو ته چي لاندي دا دللائل معولا د کريمينو لوژي د بحث پوري اړه لري.
ددويم سوال په ځواب کي بايد وويلاي شي چي حقوق جزا دنارينه ؤ او اناثو د مجرمينو د جزائي مسؤليت په رابطه کوم فرق او توپيرته قائل ندي ، يعني لکه څرنګه چي ذکور جزائي مسوليت لري اناث هم په هماغه اندازه جزائي مسوليت لري ، نو لکه څرنګه چي داموضوع د حقوق جزاپوري اړه لري ، نو پدي رابطه مونږ دزيات بحث نه صرف نظر کوؤ.
خو ددر يم سوال په ځواب کي لکه څرنګه چي زمونږ ددرس سره ارتباط لري پدي هکله بايد وويل شي چي معمولا د حبس د جزا تطبيق څرنګوالي په اناثو باندي نظر ذکورو مجرمينو ته فرق کوي .مثلا : اکثرآ په محبس کي داناثو طبقه د درنو او شاقه کارونو او مشاغلو داجرانه منعه کيږي . او صرف په بعضو سپکو او ملائمو کارونو او مشاغلو باندي مکلفي ګرځول کيږي ،لکه ګنډل خياطي يا پاکۍ او صفائي کارونه ، همدارنګه اناث مجرمين د حامله ګي په مرحله کي د محبس د کارونو څخه معاف کيږي او پدي مرحله کي دوي ته يو خاص او قوي غذائي رژيم په نظر کي نيول کيږي ،همدارنګه د حمل په وخت کي کچري محبس کي نسائي او ولادي کلينيکونه وجود ونلري نو بيا د حبس نه د باندي شفاخانو ته ليږل کيږي او کومه موده چي دوي په شفاخانه کي تيروي غه موده د حبس په موره کي حسابيږي.او دلازم وخت د تيرولو نه وروسته بيرته محبس ته انتقاليږي ، داناثو مجرمينو د حمل نه وروسته دوه پرابلمونه د جزاشناسي له نظره مطرح کيږي ،
يو پخپله د اناثي پرابلم او بل د هغي دماشوم پرابلم وي ،داناثي پرابلم په هکله بايد وويل شي چي وروسته د حمل نه دوي د محبس د بعضو کارونو نه معاف کيږي او تر يوي لازمي مودي پوري هغوي ته يو خاص غذائي ؛رژيم اماده کيږي او بل برابلم د اناثي د طفل پرابلم دي چي دخپلي مور په محبس کي وساتل شي او که له هغي نه جلا؟
پدي هکله ټول علما ،حقوقدانان متفق دي چي ماشوم بايد تر يوي لازمي مودي پوري په محبس کي د مور سره وساتل شي خو دا چي داموده به څومره وي ، پدي هکله اختلاف نظر موجود د ي چي په تيرو درسونو کي موداموضوع مطالعه کړي ده.
دويم:- د حبس د جزا د تطبيق څرنګوالي په سياسي مجرمينو باندي
دسياسي مجرمينو وضعه او حالات د تاريخ په اږدوکي د مختلفو تحولاتو او تغيراتو سره مخامخ شوي دي په قرون اوسطى کي معمولا د سياسي مجرمينو په اړوند ډيره شديده مفکوره موجوده وه ، اوداسي يو طرز تفکر موجود ؤه چي سياسي مجرمين عمل د جامعي لپاره يا دولت لپاره ډير ضررونه او خطرونه متوجه کوي نو دي ډول مجرمينو ته بايد شديده جزا ورکړل شي نود همدي نظرئي او مفکوري له مخي په قرون اوسطي کي به سياسي مجرمينو ته شديدي جزاګاني ورکول کيدي لکه اعدام،او په بعضو وختونو کي دغه جزاګاني دومره شديدي وي چي صدمات به يي يواځي مجرمينو ته متوجه نه ؤ بلکه د هغه ټولو اقاربو او فاميل ته به متوجه ؤ،مثلاََ په قرون اوسطي کي به سياسي مجرمين د خپل فاميل سره تبعيد کيدل او يا به يي ټول اموال او دارائي ګاني ضبط کيدلي ،همدارنګه دامفکوره هم موجوده وه چي که سياسي مجرمين هرځاي ته ولاړ شي بايد دجزاد تطبيق څخه پاتي نه شي يعني که هرځاي ته لاړشي نو بايد بيرته راوګرڅزل شي تر څو په دوي باندي جزاتطبيق شي البته دامفکوره په ١١٧٤م کال کي موجوده وه چي د لمړي څل لپاره د انګلستان د پاچا دويم هانري اوګيوم. د سکاتليند د پاچا ترمنځ يو معاهده امضا شوه چي دوي به يو بل ته خپل شخصي د شمنان يعني سياسي مجرمين اعاده کوي ،چي داپه حقيقت کي د سياسي مجرمينو داسترداد اولينه معاهده وه.
بيا وروسته لدي نه په ١٣٠٣م کال کي يو بله معاهده پورتني معاهدي ته ورته د انګلستان د باچا (دريم اډوارد)اودفرانسي (Philipplobel ) ترمنڅ امضا شوه او دوي هم تعهد وکړ چي خپل شخصسي دشمنان به يو بل ته سپاري چي وروسته لدي نه د بعضو نورو مملکتونو ترمنځ هم دغسي معاهدي امضا شوي او بلاخره د سياسي مجرمينو اعاده او استرداد په حيث د يو پرنسيپ وګڼل شو،چي دي وضعي په قرون جديده کي هم ادامه لرله ،خو ﻻخره ورو –ورو په ١٩ق شروع کي بيا د سياسي مجرمينو په حصه کي دغي مفکوري تغيروکړ او دقرون اوسطي او قرون جديده برعکس په ١٩ پيړي کي داسي مفکوره رامنځته شوه چي د سياسي مجرمينو سر بايد په ملائيمت او نرمي سره بخورد وشي يعني په دوي باندي د نورو عادي مجرمينو پشان بايد اجتماعي عکس العملونه تطبيق شي ،داچي ولي په ١٩ق کي د سياسي مجرمينو په هکله دمفکوري تغير رامنځته شو .نظر لاندي دلايلو ته دغي تفکر تغير وکړ.
- سياسي مجرمين اکثرا لکه د نورو مجرمينو په شان پسته او اني انګيزه نلري ،بلکي دوي اساسا د جامعي دخيراومصلحت لپاره فکر کوي يعني دوي يو خير خواهانه مفکوره لري نو ځکه دوي په مورد کي پخواني مفکوري تغير وکړ.
- د١٩ق په جريان کي په ډيرو هيوادونو کي خاصتا په مستعمره هيوادونو کي پ؛بعضي نهضتونه او دازادي غوښتني رامنځته شوي چي همدي نهضتونو او جنبشونو په نتيجه کي ئي ازادي ګاني ترلاسه کړي چي دغه د مستعمره هيوادونو ازادي اخستل د همدي سياسي مجرمينو د هلو ځلو او کوششونو په نتيجه کي سرته رسيدلي يعني ددوي دکوشش او زيار په نتيجه کي بعضو مستعمره هيوادونو خپله ازادي ترلاسه کړي ده نو پدي توګه بعضي وختونه دوي د احترام وړ اشخاص ګڼل کيداي شي.
- دعملي تجربي له حيثه په عمل کي هم ليدل شوي چي يو تعداد اشخاص چي پخواد خطرناکو اشخاصو په حيث ګڼل کيدل دحالاتو او اوضاعو په تغير سره دا ثابته شوه چي هماغه خطرناک اشخاص د جامعي د ښو اشخاصو او قهرمانانو او نوميالو په حيث گڼل شويدي.
- دمناسباتو د خرابيدو له حيثه:کله چي به يو هيواد بل هيواد ته سياسي مجرمين بيرته اعاده کول نو دغه اعاده کونکي دولتونو سره داسي يو نظر او مفکوره پيداشوه چي که کوم وخت دغه کسان چي دوي ئي خپل هيواد دجزا دطبيق لپاره اعاده کوي نو شايد دغه مجرمين د حالاتو او اوضاعو په تغير سره کوم وخت د خپل هيواد په لوړ اقتدار او مرتبه کي واقع شي.نو شايد بياد اعاده کونکي هيواد سره ښه او حسنه روابط ونه ساتي نو لدي ويري نه د سياسي مجرمينو داعادي مفکوره هم له منځه لاړه .
- بشري عاطفي له حيثه: همدارنګه د بعضو هيوادونو سره د بشري او انساني نقطي نظره دامفکوره پيداشوه چي کوم هغه اشخاص چي د خپلي سياسي مفکوري نه متضررشوي وي او کومه پسته او اني انګيزه ونلري نودوي بايد دجزادتطبيق لپاره خپل مملکت ته ونه ليږل شي.
- کومو هيوادونو چي سياسي مجرمين اعاده کول هغوي سره داسي مفکوره پيداشوه چي سياسي مجرمين امکان لري دخپلي جامعي او دولت لپاره خطرناک او غيري قابل تحمل او سي مګر داعاده کونکي هيواد لپاره امکان ولري خطرناک او غير قابل تحمل ونه اوسي نو هغه مجرمين چي غير قابل تحمل او خطرناک نه وي دهغوي اعاده کول هم درست او منطقي کار ندي .
نو نظر همدي دلائلو ته بيا ورو ورو د سياسي مجرمينو په برخه کي افکارو تغير وکړ او د قرون اوسطي او قرون جديده د مفکوري برعکس د ١٩قرن راپدي خوا علما پدي عقيده شول چي سياسي مجرمين بايد د ځينو امتيازاتو او سهولتونونه برخوردارشي چي په نتيجه کي سياسي مجرمين ددوه ډوله سهولتونو او امتيازاتو وړ وګڼل شول:
الف: دسياسي مجرمينو د استرداد او اعادي منع وه ،چي په عمومي توګه ټول سياسي مجرمين غير قابل اعادي وگڼل شول يعني کچيري سياسي مجرمين يو مملکت ته پنا يوسي نو پناه وړونکي مملکت شي کولاي چي دوي د مجازاتو د تطبيق لپاره بيرته خپل مملکت ته وسپاري البته د سياسي مجرمينو د عدم اعادي په هکله په ١٨٣٤م کال کي د بلجيم او فرانسي ترکمځيوه معاهده امضا شوه او وروسته بيا د ځينو نورو هيوادونو ترمنځهم دغسي معاهدي امضاشوي چي نن ورځد سياسي مجرمينو د عدم اعادي موضوع د يو پرنسيپ په حيث ګڼل شويدي چي داموضوع په حقوق جزائي بين المللي کي په تفصيل سره مطالعه کيږي .
ب: دويم امتيازسياسي مجرمينو ته په حبس کي د جزاګانو د تطبيق په وخت کي ورکول کيږي چي مهمولا په محبس کي د جزاګانو د تطبيق په وخت کي هم سياسي مجرمين د بعضي سهولتونو اوامتيازونو څخه مستفيد کيداي شي مثلا سياسي محبوسينوته اکثرا د ورځپاڼو ،مجلو ،کتابونو دمطالعي او دراډيو د اوريدو وخت زيات ورکول کيږي هودارنګه دوي ته د نورو عادي مجرمينو په نسبت د ملاقات او مکاتبي وختونه هم زيات ورکول کيږي او په بعضو هيوادونو کي سياسي مجرمينو ته يو خاص غذائي رژيم هم په نظر کي نيول شوي وي او دوي باندي په محبس کي کار کول هم اجباري ندي خو سياسي مجرمين د محبس په کاليو يا لباس په اغوستلو مکلف دي او سياسي مجرمين په منزوي حبس کي ساتل کيږي نظر لاندي دلايلو ته :
- که سياسي مجرمين د نورو مجرمينو سره په تماس کي وي يعني کچيري وري په جکعي ډول وساتل شي نو دوي ويره او تشويش به پيداشي چي شايد وي نور مجرمين د بغاوت شورش او اختشاش لپاره جلب او تشويق کړي .
- دويم داچي په منزوي حبس کي سياسي مجرمين د يو کتاب او اثر د ليکلو لپاره يا داخبار داوريدو لپاره په کافي اندازه وخت لري او دا په حقيقت کي دوي ته يو امتياز بلل کيږي چي دوي جلا او ځانته ساتل کيږي او د بلي خوانسبت نورو عادي مجرمينو ته ددوي د ملاقات ،مکاتبي او تفريح وختونه هم زيات وي .
دريم: دحبس د جزاتطبيق څرنګوالي په خارجي مجرمينو باندي :
لکه څرنګه چي د حبس جزا په عادي مجرمينو تطبيق کيږي په خارجي مجرمينو هم تطبيق کيږي يعني د پرنسيپ په لحاظ کچيري يو خارجي په يو بيګانه هيواد کي مرتکب د جرم وګرځي نو عينا د هماغي هيواد دداخلي اتباعو په شان مجازات کيږي پدي ارتباط بايد ووايو چي په ځينو وختونو کي که يو شخص په يو هيواد کي د جرم مرتکب وګرځي او بيا يو بل هيواد فرار وکړي ،نو پدي وخت کي هغه مملکت چي په هغي کي جرم واقع شوي حق لري چي مجرم دهغي هيواد نه چي په هغه کي قرار لري وغواړي ،چي البته د مجرمينو د استرداد لپاره په حقوق جزائي بين المللي کي يو خاص طرزالعمل او پروسيجر وجودلري خو لکه څرنګه چي دغه پروسيجر يو طولاني وخت په برکي نيسي نو د متقافي دولت سره که داويره وي چي شايد ددي پروسيجر د تکميليدو پوري مجرم د متوقف فيها هيواد نه بل هيواد ته فرار وکړي نو پدي صورت کي متقافي دولت د هغه دولت نه چي مجرم پکي قرار لري کولاي شي چي ارتقاتقاضا وکړي چي مجرم فورآ د ستګير کړي تر څو هغه ددي هيواد څخه بل هيواد ته ددي مودي په دننه کي چي د استراداد پرسيجر عملي کيږي ونه تښتي .
پدي ځاي کي سوال واقع کيږي چي په دويم مملکت کي (متقافي عنه) دغه مجرم په حبس کي وساتل شي او که تو قيف خانه کي وساتل شي ؟
ددي سول په ځواب کي بايدوويل شي چي دغه مجرم بايد په تو قيف خانه کي وساتل شي يعني د استرداد د پرسيجر د تکميليدو پوري هغه بايدپه توقيف خانه کي وساتل شي او دغه موده په توقيف کي تيره کړي ددي مودي د تيرولو اطلاع بايد متقافي يا اولي دولت ته ورکړي تر څو دغه موده بيا هلته د حبس په موده کي حساب شي .
څلورم-تبصره:داعدام د محکومينو ساتنه او محافظت:
معمولا ټولي جزاګاني د محکمي د حکم د قاطيعت نه وروسته مجرمينو باند تطبيق کيږي صرف پدي تفاوت سره چي د اعدام په جزا کي علاوه دمحکمي ددري ګونو مرحلو څخه ددولت د رئيس جمهور امضاُ او موافقه هم شرط ده يعني د اعدام جزا هغه وخت قاطيعت پيداکوي ،چي ددولت د رئيس لخوا هم امضاَ او تائيد شي نو د محکمي د حکم د قاطيعت او ددولت د رئيس د تائيد پوري او ددي نه وروسته داعدام د جزا د تطبيق پوري طبعا يو اندازه وخت تيريږي ،نو ددي لپاره چي مجرم ونه تښتي نو سوال پيداکيږي چي داعدام په جزا محکوم شخص بايد په کوم ځاي کي وساتل شي .يعني په حبس کي وساتل شي او که په توقيف خانه کي اويا بل کوم ځاي کي ؟
ددي سوال په ځواب کي بايد وويل شي چي محکوم شخص بايد د محبس په محيط کي وساتل شي البته د منزوي حبس په رژيم کي بايد دغه اشخاص وساتل شي ،او ددي لپاره قوي د سپلينو شرايط په نظر کي ونيول شي ،مثلاً ددوي سره داسي وسايل او الات پري نښودل شي چي دوي ته د فرار يا خودکشي زمينه برابره شي ،لکه پل ريش ،چاقو،نشئ مواد،زهري مواد،بعضي نوري دواګاني همدارنګه د ي قسم محکومينو ته ليږل شوي پارسلونه هم نه ورکول کيږي او کچيري ورکړل شي نو ديو شديد سانسور او کنترول نه بعد ورکول کيږي همدارنګه دوي د مکاتبي او ملاقات شرايطو څخه هم استفاده کولاي شي خو پدوي باندي په محبس کي کارنه کيږي يعني د محبس د کارونو مؤظف کيږي خو د محبس د لباس په اغوستلو باند دوي مکلف ګرځول کيږي ددي نه علاوه ددوي اطاقونه او دوي خپله وخت په وخت تلاشي کيږي همدارنګه دي ډول محکومينو ته کچيري په نصوارو او سګرټو عادي وي نو د ضرورت په اندازه ورته اجازه ورکول کيږي .
څلورم پراګراف د محابسو کنترول اومراقبت :
مقدمه:
په محابسو کي د حبس د جزاتطبيق لپاره بايد يو سلسله مناسب شرايط په نظر کي ونيول شي .لکه د سپليني شرايط دکار شرايط،صحي شرايط،داجتماعي روابطو شرايطو،دتعليم او تربيه شرايط ،دديني مناسکو د اجرا شرايط او داسي نور چي په تيرو درسونو کي مو په تفصيل سره مطالعه کړل ،نو ددي شرايطو د درُست تطبيق لپاره بايد بعضي مقامات د محابسو وضع دمراقبت او نظارت لاند ونيسي نو پدي خاطر په محابسو کي دوه ډوله کنترول وجود لري يعني يو غير قضائي او بل قضائي کنترول دي چي هر يو ئي په لاندي توګه په جلا جلا ډول مطالعه کؤو.
لمړي فقره :غيرقضائي کنترول :
غيرقضائي کنترول پدي معني دي چي د محابسو د وضعي څخه مراقبت او نظارت د غير قضائي مقاماتو لخوا تر سره کيږي يعني بي د محاکمو څخه دغه کنترول تر سره کيږي ، چي دغه کنترول يا مراقبت په څلورو شکلونو سره ترسره کيداي شي :
14. دمراقبت او نظارت دکميټو په واسطه کنترول
- دسلسله مراتبو پواسطه کنترول
- دمحل د امر په واسطه کنترول
- د څارنوالي دمقاماتو پواسطه کنترول چي هر يو ئي په ځانګړي توګه مطالعه کؤو.
١- دنظارت او مراقبت د کميټو په واسطه کنترول :
په عمومي لحاظ په بعضو هيوادونو کي ځيي کميټي د مراقبت او نظارت د کميټو په نوم د محابسو وضعه او حالت کنترول کوي چي په راُس ددي کميټو کي معمولاً د محل يعني والي او په بعضي وختونو کي دلسوال واقع وي ،چي ددي کميټي په اعضاُ و کي د محل قاضيان او هغه اشخاص چي د حقوقو په علم دسترسي لري شامل وي او ضمناً هغه اشخاص چي هغوي خبر ،اګاه،صالح او خير خواه خلک وي په خپله خوښه کولاي شي چي ددي کميټي عضويت حاصل کړي ،دغه د مراقبت او نظارت کميټه وخت په وخت خپل اعضاُ (پرسونل)دمحل مربوطه محابسو ته ليږي تر څو د محابسو وضع او حالت د نژدي نه وګوري او ارزيابي ئي کړي چي دغه اعضاُ د محابسو د وضعي د څرنګوالي نه يو ګزارش تهيه کوي ،د مراقبت او نظارت د کميټي عمومي جلسه په هر کلا کي حد اقل يو ځل د اُيريږي چي پدي جلسه کي ديوي خوا ددي کميټي داعضاُو راپور او ګزارش دبراُ سي لاندي نيول کيږي او دبلي خوادمحبس مدير او يامسئول راپور پکي مطالعه کيږي ،چي ددي راپورونو د مطالعه کولو نه وروسته دغه کميټه دمربوطه موضوعاتو په هکله لازم تصاميم نيسي او ددي تصاميمو يونقل د محبس اداري ته ليږل کيږي تر څو په اينده کي هغه په نظر کي ونيسي.
٢-دسلسله مراتبو په اساس د محابسو کنترول :
دمحابسوکنترول د سلسله مراتبو په اساس هم صورت نيولي شي پدي معني چي د محابسو او زندانونو مرکزي اداره کولاي شي چي وخت په وخت مفتشين او خپل نماينده ګان محابسو ته وليږي چي دغه مفتشين او نماينده ګاه د محابسو د وضعي په رابطه يو راپور او ګزارش تهيه کوي او هغه بيا مرکزي اداري ته ليږي ،چي مرکزي اداره ددغي راپور ونو او ګزارشونو د مطالعي کولو او براُسي کولو نه وروسته د محابسو د وضعي د بهبود لپاره لازم تصاميم اختياروي او ددي تصاميمو په هکله مختلفو محابسو ته اطلاع ورکوي.
٣-د محل د آمر پواسطه کنترول:
دمحل د آمر وظيفه لري چي ترڅو وخت په وخت د خپل محل محابسو د کنترول او نظارت لاندي ونيسي چي ارتباط بايد مونږ دوه ډوله هيوادونو يود بل نه بيل کړو يو هغه هيوادونه چي په هغي کي دمراقبت او تظارت کميټي وجود ونلري نو پدي ممالکو کي خپله د محل آمر يارئيس محابسو ته ځي اودمحابسو وضعه دکنترول او مراقبت لاندي نيسي دويم هغه ممالک دي چي په هغي کي د مراقبت او نظارت کميټي موجودي وي نو لکه څرنگه چي د محل امر يارئيس په عين حال کي ددغو کميټو رئيس هم وي نو بناً د محل امر يارئيس معمولاً پخپله دغه د کنترول او مراقبت وظيفه نه اجراکوي بلکه دغه دظيفه ددي کميټي د نماينده ګانو په ذريعه اجراکوي .
٤-دڅارنوالي دمقاماتو پواسطه کنترول او مراقبت :
لکه څرنګه چي پوهيږي په عمومي صورت سره د قوانينو د تطبيق څخه د نظارت موضوع د څارنوالي په غاړه ده نو څارنوالي وجيبه لري چي وخت په وخت د خپلو نماينده ګانو په ذريعه د محابسو وضعه کنترول او مراقبت لاندي ونيسي او د محابسو د وضعي د بهبود او په محابسو کي د قوانينو تطبيق په هکله لازم تصاميم نيسي چي د محبس اداره ددغي تصاميمو په تطبيق کولو باند مجبوراو مکلف ګرځول کيږي چي دغه موضوع زمونږ د هيواد د حبس دجزا د تطبيق دقانون په (٨)ماده کي هم درج ده .
دويمه فقره قضائي کنترول:
لکه څرنګه چي د نوم څخه معلوميږي داکنترول د قضاتو او محاکمو لخوا اجراکيږي ددي ډول کنترول لپاره په ځينو هيوادونو کي خاصي محکمي وجود لري مثلاً په پرتګال کي او برازيل کي ځيني محکمي وجود لري چي د مجازاتو دتطبيق محکمي په نوم ياديږي او دظيفه يي داده چي يواځي او يواځي د جزاددرست او صحي تطبيق څخه تظارت وکړي او په ځينو هيوادنو کي د جزاد تطبيق محاکم وجود نلري ،هلته يو قاضي د جزادتطبيق قاضي په نوم وجود لري مثلاً په فرانسه کي ددي قاضي وظيفه داده چي وخت په وخت محابسو ته مراجعه وکړي او يا هم په داخل کي د محبس يو دفتر لري چي د محابسو دوضعي او حالت څخه مراقبت کوي ،دجزا د تطبيق قاضي په عيني وخت کي د جزا د تنفيذد تعليق د کميټي او پهمدي توګه د مشروطه ازادي د کميټي د رئيس هم وي ،په عمومي تو ګه په عمل کي تجربو داثابته کړي ده چي د جزاګانو د اجراقاضي ډير مفيد واقع شوي دي خو بيا هم ځينو علماؤ د جزاګانو د اجراد قاضي موجوديت باندي انتقادونه کوي او وائي چي د جزاګانو د اجراقاضي دوه صلاحيته لري چي يو يي.قضائي صلاحيت دي او بل ئي اداري صلاحيت دي .
دقضائي صلاحيت په مورد کي دوي داسي داستدلال کوي چي دا قاضي په حقيقت کي علاوه دقضائي کنترول څخه د جزاګانو د تنفيذ د تعليق رئيس او هم د مشروطه ازادي رئيس هم وي نو دي کولاي شي چي د يو قاضي په توګه د مجرمينو په وظايفو او وجائبو کي ځيني تغيرات منځته راوړي نو په هغو حالاتو کي چي دي دهمدي دوه کميټو د رئيس په توګه کار کوي په اداري لحاظ هم يو سلسله صلاحيتونه لري په خاصه توګه بيا د محابسو د نظارت ا و کنترول په هکله يو سلسله صلاحيتونه لري نو انتقاد کونکي علما پدي نظر دي چي په حقيقت کي ددي قاضي صلاحيتونه ډير وسيع دي او امکانات لري چي ددي صلاحيتونو څخه سؤ استفاده وکړي دانتقاد کونکو علماؤ د جملي څخه يو هم پرفيسر ((ميرلي)) دي چي د فرانسي د حقوق جزا او جنائي علومو پروفيسور دي او طولوس پوهنتون کي استاد دي نوموړي وايي چي د جزا داجراُ د قاضي ديو مصنوعي قمر په حيث وي چي ددوه مدارونو په شاوخوا کي څرخيږي چي يو بل ئي اداري مدار دي داوائي چي هر لحظه امکان ددي شته چي دي د خپل مدار نه ووځي يعني د خپلو صلاحيتونو څخه سؤي استفاده وکړي په همدي ترتيب سره د قضائي کنترول په ارتباط بايد وويل شي چي د کوچنيانو مجرمينو د مؤسساتو کنترول چي ددارالتائب په نامه ياديږي داطفالو قاضي لخوا تر سره کيږي يعني د اطفالو د محاکمو لخوا يا په همدي ترتيب سره ره محاکمو کي يوه شعبه دجود لري چي د تعقيب د شعبي په نوم ياديږي چي دنظارت خاني او توقيف خاني کنترول د همدي شعبي د اجراُ لخوا تر سره کيږي .
تبصره:
په تړلي محيط کي د مجرمينو ددوباره اصلاح او تربيه ګټي او نواقص :
په تړلي محيط کي د مجرمينو اصلاح اوتربيه ديو طرف ګټي لري او بل طرف ته ځيني نواقص هم لري چي هر يو ئي په جدا جدا ډول مطالعه لاندي نيسو .
اوله فقره: په تړلي محيط کي د مجرمينو اصلاح او تربيه ګټي او مزاياوي :
دحبس تړلي محيط يو سلسله مزاياوي لري چي مهمترين ئي په لاندي ډول دي .
١:-دتنبهي تاثيراتو لحيثه:
دحبس جزا زود ګزره او اني نده او شدت او وخامت له لحاظه هم يوه خفيفه او ضعيفه جزانده نو بناَ تنبهي تاَثيرات ددي حبس هم په مجرم او هم په جامعي په نورو وګړو زيات دي او برعکس بعضي جزاګاني لکه نقدي جريمه ،دحبس دجزا تنبهي تاثيرات په ټولو مجرمينو مساوي وي .
٢:-دمجرم ددوباره جرم کولو دارتکاب څخه دمخنيوي په لحاظ:
دحبس جزا په اني او فوري توګه دمجرم دبيا جرم کولو ارتکاب له منځه وړي .
٣:- دمجني عليه دانتقام اخستني دامکاناتو له منځه وړلو له حيثه :
دحبس جزا د مجني عليه يا وارثانو دانتقام اخستني امکانات له منځه وړي .
٤:- دتسکين له حيثه :
دحبس جزا په واقيعت کي د مجرم ددرد او تسکين لپاره او هم د جامعي دنورو وګړو داحساساتو او عواطفو د تسکين لپاره چي دجرم دارتکاب څخه جريحه دار شوي وي مناسبه جزا ده
٥:- دمجرم دبيا اصلاح او تربيه له حيثه:
څرنګه چي مجرم د حبس رژيم کي ديو طولاني او اوږد وخت لپاره دذيصلاح مقاماتو سره وي نو بناَ دمجرم دبيا اصلاح کيدو او تربيه کيدو لپاره لازم تدابير پيشنهاد وي پداسي حال کي چي په نورو جزاګانو لکه نقدي جريمه کي داتاَثيرات وجود نلري.
دوهمه فقره:- په تړلي محيط کي دمجرمينو اصلاح او تربيه نواقص او معايب :
په تړلي محيط کي دمجرمينوساتل يو سلسله معايب هم لري چي په لاندي ډول دي .
١- دصحي نقطي نظره :
په تړلي محيط کي د مجرمينو ساتل ديوي مودي لپاره امکان لري چي مجرمينو ته د بعضي جسمي امراضو يا عقلي او عصبي اختلالاتو دپيداکيدو سبب شي.
٢:- داقتصادي نقطي نظره :
دحبس په محيط کي کله چي يو مجرم ديوي مودي لپاره په حبس کي وي او بدون دشغل او پيشي په زندان کي زندګي تيروي ،طبعاَ دخوشي کيدو په وخت کي دنامساعدي اقتصادي وضعي سره لاس او ګريوان کيږي ، نو پدي ترتيب کچيري ونشي کړاي بعد دخوشي کيدو څخه ځان ته يو وظيفه او يا ديو مشروع عايد مدرک پيداکړي نو امکان لري چي داقتصادي او مالي مشکلاتو په اثر دخپل فاميل يا دجامعي په اوږو بار شي او يا دوباره مجرميت طرف ته تشويق شي.
٣:- داجتماعي روحي دله منځه تللو له حيثه:
څرنګه چي محبوسين زيات او کم وخت په محبس کي تيروي ،نو طبعا د هغوي اجتماعي روحيه په کلي شکل له منځه ځي او يا کامله ضعيفه کيږي او همدارنګه د انزواګيري او تنهائي روحيه په هغوي کي پيداکيږي ،نو ددغه وجوهاتو له امله بعد دخوشي کيدو څخه مجرم ديو کاراو شغل دپيداکيدو داوسيدو دځاي دپيداکيدو او هم دجامعي د نورو افرادو سره داختلاط او جذب کيدو په وخت کي د مختلفو مشکلاتو سره لاس او ګريوان وي .
٤:- په مجرمينو کي دعقدو او کينو دپيداکيدو له حيثه:
کله چي دحبس په رژيم کي ټول هغه لازم شرايط چي په تيرو درسونو کي مو ولوستل په نظر کي ونه نيول شي ،نو امکان لري چي دمجرمينو سره بعضي کيني او عقدي راپيداشي ،چي دغه عقدي او کيني امکان لري بعضي مجرمين دوباره د جرميت طرف ته تشويق کړي.
يه هر صورت هغه عمده نواقص او معايب چي په تړلي محيط کي دمجرمينو داصلاح او تربيه په ارتباط موجود ؤه نو نن ورځ هڅه او هاند کيږي چي اقلاََ بعضي مجرمين په تړلي محيط کي ونه ساتل شي بلکي ددي مجرمينو اصلاح او تربيه په غير تړلي محيط ترسره شي چي داموضوع مونږ ددوهم بحث په ضمن کي په تفصيلي ډول مطالعه کړو.
دوهم مبحث:
دمجرمينواصلاح او تربيه په غير تړلي محيط کي:
غير تړلي محيط کي لکه څرنګه چي دنوم څخه معلوميږي هغه محيط ته ويل کيږي چي برعکس د تړلي محيط وي ،يعني دحبس يازندان د محيط يو مشکل ددروازو،ديوالونو،حصارونو،برجونو،قلفونو،اوسپنيزوپنجرواو مسلحو محافظينو درلودونکي نه وي يا هغه محيط دي چي د تړلي محيط په شکل نه وي .
يا په بل عبارت: غير تړلي محيط هغه محيط څخه عبارت دي چي په غير د محبس يا زندان دمحيط څخه په نورو ټولو محيطو نو کي چي مجرمينو اصلاح او تربيه په هغي کي صورت نيسي اطلاق کيږي .چي خپله همدغي غير تړلي محيط په دري برخو تقسيم شوي .
١-خلاص يا باز محيط ٢-نيمه ازاد محيط ٣- مکمل ازاد محيط
١-په خلاص محيط کي د مجرمينو اصلاح او تربيه :
خلاص يا باز محيط دحبس دډيرو مدرن ترينو حبسونو د جملي څخه دي او نوي پيشرفته دحبس رژيم دي چي نژدي وختونو څخه راپديخوا دغه ډول د حبس رژيم رامنځته شوي دي اوپدغه دحبس رژيم کي مجرمين د حبس دمحيط څخه علاوه په يوه خاصه ساحه کي ساتل کيږي او په حقيقت کي دغه محل اوساحه يو پراخه زراعتي سيمه وي چي دهغه پراخوالي يا وسعت ئي سلهاو هکتاره ځمکو ته رسيږي چي همدي ساحي په يو طرف کي دمجرمينو دخوب لپاره داوسيدو لپاره اطاقونه هم موجود وي چي دلته دا اطاقونه برعکس د تړلي محيطونو د قوي دروازو،قوي ديوالونو ،اوسپنيزوپنجرواو مسلحو محافظينو درلودونکي نه وي بلکه دا په يو عادي شکل جوړشوي وي او په ځينو وختونو کي حتي ددوي دااطاقونه دروازي قلفونه هم نلري ،او په دغه پراخه او زراعتي سيمه کي مجرمين ژوند دعادي شرايطو په شکل ژوند کوي نو همداعلت دي چي دغه دحبس رژيم ته داعتماد دحبس رژيم هم وائي او نظر دوه دلائلو ته ديته د اعتماد د حبس رژيم وائي :
اول دليل :-دغه دحبس رژيم کي اصلاَ په مجرمينو باندي اعتماد کيږي او هغوي تقريبا ازاد پريښودل کيږي .
دوهم دليل:-پدغه دحبس رژيم کي کوشش کيږي چي دکيني او عقدي په عوض د مجرمينو اعتماد صلب شي داو اعتماد روحيه په هغوي کي تقويه شي.
په هر صورت په دغه پراخه زراعتي ساحه کي په مجرمينو باندي زراعتي کارونه ،دمالداري کارونه او بعضي ابتدائي صنعتي کارونه لکه نجاري،اهنګري کارونه ترسره کيږي او دغه محبسينو دکارونو څخه چي کوم عوايد لاسته راځي هغه څوچنده ددوي د مصارفو څخه زيات وي يعني څومره مصرف چي په محبوسينو کيږي دهغي څخه زيات مصارف لاسته راځي او علاوه ددي نه په ازاده هوا کي چي محبوسين کارکوي دهغوي دجسمي او روحي تندرستي ضمانت کوي او په نتيجه کي د مجرمينو په اصلاح او تربيه باند مثبت اغيزه لري .اوخپله همدغه د حبس رژيم محبوسينو او مجرمينو ته ښائي چي په څه شکل ددغه ازادي څخه دوي استفاده وکړي دپورته لاري څخه چي ددي محيط څخه سؤاستفاده وکړي .
پدي نوعه دحبس رژيم کي روزمره دري وخته ددوي حاضري اخستل کيږي يعني دسهار لخوا،دغرمي لخوا او دمازيګر لخوا او دغه حاضري بيدون دمحافظ څخه اخستل کيږي لکه يو مؤ ظف مامور حاضري اخلي ،دسهار لخوا دحاضري اخستلو څخه وروسته مجرمين په دسته جمعي شکل د کار ساحي ته ځي چي څو کيلو متره ددوي دخوب او استراحت داطاقونو څخه په واټن کي قرار لري ،او دوي کولاي شي چي پياده او يا په موټر کي دکار ساحي ته ځانونه ورسوي صرف دکار په ساحه کي يو تعداد مامورين ددوي مراقبت کوي او وروسته دکار څخه دوي دوباره خپلو اوطاقونو ته مراجعه کو ي او دشپي لخوا هيڅ نوعه مراقبت په دوي باندي نه وي مګر صرف حاضري اخستل کيږي او همدارنګه کولاي شي دخپلي رخصتي ورځي د خپل ذوق مطابق تيري کړي او حتي په ځيني وختونو کي يا درخصتي په ورځو کي دوي ته ځيني سرګرمي يا ساعت تيري يا تفريحي پروګرامونه ترتيب کيږي .
داعتماد دحبس رژيم چي د ډيرو مزاياوؤ درلودونکي دي د (١٩) قرن څخه راپديخوا د تطبيق لاندي نيول شوي او نن ورځ د نړي په ډيرو هيوادونو کي دغه نوعه د حبس رژيم تطبيق کيږي .
دسويس هيواد لومړني هيواد دي چي دغه نوعه زيات د حبس رژيمونه لري چي مهم ئي د ويتزويل په نوم دي چي په (١٩٩١)کال کي دتبرن په ايالت کي رامنځته شوي او داديو نفر چي دهغه دمامورينو څخه وه ((اتوکلر هاس)) نوميده چي دده په سعي او کوشش يو ه شاړه غير زراعتي ځمکه په زراعتي ځمکه بدله شوه.
په فرانسه کي هم دغه ډول دحبس رژيمونه شته چي د (١٩٤٨)کال څخه راپديخوا د تطبيق لاندي نيول شوي ،په فرانسه کي مهمترين ددغه رژيمونو (کازابندا) په نوم ياديږي چي د (کورس)په جزيره کي دي چي دفرانسي دډيرو مهمو زراعتي مؤسساتو څخه شميرل کيږي .دغه زندان د (١٨٤٠)هکتاره ځمکي دلودونکي ده چي ٢٥٠ تنه مجرمين په کي ساتل کيږي .
په فرانسه کي د کازابندا دحبس رژيم څخه علاوه نور د حبس رژيم د (اويرمنجين) په نوم چي د الزاس سره نژدي دي او همدارنګه يو بل خلاص د حبس رژيم په نوم د (Etape) چي (د اًيکس اين پرووين )په خوا کي دي .
په همدي ترتيب په ډنمارک کي (دري برخي ) يا شت دمجرمينو پدغه نوعه محيطينو او رژمونو کي ساتل کيږي ،همدارنګه په (USA) او انګلستان کي هم دغه نوعه د حبس رژيمونه موجود دي خو البته يو خبره بايد ذکر کړو چي دغه نوعه دحبس رژيم په ټولو محبسينو باندي قابل د تطبيق ندي ،خصوصاَ هغه مجرمين چي خطرناکه نظريه خاوندان وي او يا د تيښتي او يا د بيا جرم کولو ويره ورڅخه موجوده وي نو بيا دغه نوعه د حبس رژيم ورباند نه تطبيق کيږي بلکي په هغه مجرمينو باندي تطبيق کيږي چي هغوي ددي وړتيا او شائستګي ولري نو دغه نوعه محيطونو ته دمجرمينو ليږل او انتخابول ډير غور او دقت غواړي نو همدا علت دي چي دي ډول د حبس رژيم لپاره شرايط وجود لري او بعضي شرايط په نظر کي نيول کيږي .
اول جز:- دخلاص محيط لپاره د مجرمينو دانتخاب شرايط :
- دکرکتر په لحاظ :- دي ډول محيطونو ته هغه نوعه محبوسين ټاکل کيږي چي دهغوي په مورد کي کاملاَ يو اطمنان موجود وي چي دوي به په اينده کي تيښته نکوي او نه به بل جرم تر سره کوي لکه انتهار،ضرب اوجرحه او قتل او يا داسي نور .
- دسن او سال په لحاظ :-دغه محيطونو ته هغه نوعه مجرمين معرفي کيږي چي د هغوي عمرونه د ٢٨ کلونو څخه تر ٥٠ کالونو پوري وي .
- دمجزاتو دحد اقل او حد اقل په لحاظ :-کوم ډول محبوسين چي په دي حبسونو کي ساتل کيږي د هغوي مجازات د حداقل د ١٨ مياشتو څخه کم نه وي او حد اکثرئي ٥ کاله څخه زيات نه وي ځکه چي هغه هدف چي دمجرمينو اصلاح او تربيه ده لاس ته يه راځي .
- دجرم دتکرار په لحاظ:- تجربو داښودلي ده چي دمتکرر مجرمينو انتخابول دي ډول حبسونو ته مساعد او وړندي او داډول اشخاص بايد دي ډول د حبس رژيمونوته انتخاب نشي ،خاصتآ هغه ډول مجرمين چي د هغوي قبلي محکوميت د (٦) مياشتو څخه زيات نه وي ،ځکه چي دشپږو مياشتو څخه دزيات محکوميت ديو مجرم دهغه په خطرناکو عواقبو دلالت کوي .
- دجرم دنو عيت په لحاظ:- کوم ډول محبوسين چي دي ډول حبس ته تاکل کيږي هغوي بايد د قتل ،ضرب جرحي په جرمونو مرتکب شوي نه وي ځکه چي دوي شايد د حبس په رژيم کي بيا د دغه نوعه جرايمو مرتکب شي او اکثرا دغه ډول د حبس رژيمونو ته هغه ډول مجرمين ټاکل کيږي چي هغوي داموالو پر ضد جرايم تر سره کړي وي .
- دعقل او دماغي قوي په لحاظ :- مجانين مجرمين او هغه چي عقل او دماغي قوه ئي مختل شوي وي هغوي بايد دي ډول دحبس رژيم ته ونه ټاکل شي.
دوهم جز :-په خلاص محيط د مجرمينو داصلاح او تربيه ښيګني او نواقص .
الف:- په خلاص محيط کي دمجرمينو داصلاح او تربي مزاياوي.
- داقتصاد ي نقطي لحاظه : -داعتماد د حبس رژيم د تړلي محيط دحبس رژيم په نسبت ډير اقتصادي دي يعني يو طرف دمحافظينو او پرسونل مصارف او هم د تجهيزاتو اولوازمو مصارف لحيثه او بل طرفه ددي نو عه د حبس رژيم عوايد چي دزراعتي محصولاتو او حيواني توليداتو لکه غوښه او شيدي څخه لاس ته راځي دڅوچنده مصارفو څخه زيات دي . د(Casafianda) دحبس رژيم عوايد په کال کي ٢ ميليونه فرانکه ته رسيږي چي صرف دمالداري د سيستم څخه يعني د غوښي او شيدو خرڅلاو څخه يي لاسته راغلي دي حال داچي په تړلي د حبس رژيم کي دغه نوعه عايد وجود نلري.
- صحي لحاظه:- طبعي ده چي په ازاده هواکي ژوند کول د جسمي او روحي تندرستي او سلامتيا ضامنت کوي چي دمجرمينو په اصلاح او تربيه کي مثبته اغيزه لري.
- داجتماع سره د توافق په لحاظ :- دغه محيط دازاد محيط سره شباهت لري يعني يو مشابه محيط دي نو مخکي ددي څخه چي دغه مجرمين ازاد شي دوي داجتماع په شکل يو توافق په خپلو منځونو کي حاصل کړي وي نو همدا دليل دي چي يه اينده کي د شغل او پيشي دپيداکولو ياداقامت او سرپناه د پيداکولو په وخت کي او هم دجامعي سره د توافق په صورت کي د مشکلاتو سره نه مخامخ کيږي .
- دحسدونو او عقدو دپيداکولو له حيثه :-چون داعتماد دحبس رژيم داعتماد دروحي په اساس اودمجرمينو دبيا اصلاح او تربيه لپاره منځته راغلي نو مجرمين نسبت تړلي محيط کي احساس دحقارت او بدبيني نکوي او ددوي سره حسدونه او عقدونه نه پيداکيږي او مجرمين فکر کوي چي داهم يو ازاد محيط دي او مونږ بآندي اعتماد شوي نو ځکه ورسره حسد او عقدي نه پيداکيږي .
ب:-په خلاص محيط کي دمجرمينو داصلاح او تربيه معايب او نواقص:
- دفرار له حيثه:- طبعي ده چي داعتماد د حبس په رژيم کي نسبت تړلي دحبس رژيم ته د فرار يا تيښتي زمينه ډيره مساعده کيږي او يو څه چي ډير عجيب دي هغه دادي چي داعتماد دحبس رژيم کي نسبت دتړلي د حبس رژيم ته د فرار قضئي ډيري کمي وي . څرنګه چي د فرانسي د کازابيندا د حبس رژيم چي په (١٩٤٨) کال کي تاسيس شوي په اولو شپږو کالونو کي ١٧ دفرار قضئي په ١٩٦٥ کي تنها يوه د فرار قضيه او په ١٩٧٠ کي هيڅ يوه قضيه د فرار نه وه نو دغه عدمي فرار د محبوسينو داداعتماد دروحي ايجادول او دمسؤليت د احساس ورکولو ثمره ده مجرمينو ته يعني دغه مجرمين وائي کچيرته دفرار په وخت کي يا وروسته د ستګير شو نو هم به ددغه داعتماد دحبس درژيم دامتيازاتو څخه محروم شو او هم به وروسته دډيرو سختو او شديدو جزاګانو مستوجيب شو.
- بيرونو محيط سره د تماس له حيثه :- داعتماد دحبس رژيم کي مجرمين لپاره دازمينه مساعده وي چي د بيروني محيط سره يا دجامعي دنورو وګړو سره تماس ونيسي چي دغه تماس هم دمجرمينو او هم دجامعي نورو وګړو لپاره ډير بد عواقب لري .نو دغه نقيصي درفع کولو لپاره نن ورځ کوشش کيږي ترڅو دغه ډول محابس دشهري او سکوني ساحو څخه لري تاسيس شي څرنګه چي د کارابيندا حبس د سکوني او شهري ساحو څخه تقريبا په ٧٦ کيلو متري کي قرار لري او د Oermingen دحبس رژيم د سکوني مناطقو څخه په همدي واټن کي قرار لري .
- دتنبهي او ترغيبي تاثيراتو دکموالي له حيثه :-څرنګه چي د خلاص محيط دحبس رژيم ډير شديد او زجر ورکونکي ندي ،نو ظاهرا داسي تصور کيږي چي ددغه حبس تنبهي او ترغيبي تاثيرات به هم په مجرم او هم دجامعي په نورو خلکو کي کم وي ،مګر په عمل کي داسي نده ځکه ديو طرف څخه مجرمين پدي پوهيږي چي دسختي او شديدي جزا مستحق دي او که ددوي په مورد کي دغه داعتماد د حبس رژيم تطبيق شوي نو داددوي سره يو نوعه همکاري ده او مساعدت دي نو بناَ په تنبهي او ترغيبي تاثيرات په مجرمينو باقي پاتي کيږي ،او همدارنګه د جامعي نور افرادو په صحيح او دقيقه توګه دا موضوع درک کوي او په هيڅ صورت سره متيقين کولاي نشي چي د جرم دارتکاب په صورت کي مونږ دعين حبس رژيم څخه يعني داعتماد د حبس رژيم څخه برخورد داره شو نو دغه د حبس رژيم په نورو خلکو هم خپل تنبهي او ترغيبي تاثيرات نه کوي .
مګر په هر حال داطبعا داعتماد رژيم تنبهي او ترغيبي تاثيرات نسبت د تړلي محيط دحبس رژيم ته کمه وي .
دوهم پراګراف :- دمجرمينو اصلاح اوتربيه په نيمه ازاد محيط:
دجزاشناسي په اساس ازاد محيط هغه محيط ته وائي چي ټول عادي او نورمال اشخاص په هغي کي زنده ګي کوي ،دمجرمينو اصلاح او تربيه په نيمه ازاد محيط کي پدي معني ده چي مجرمين دخپل حبس په دوران کي بعضي وخت په تړلي يا د حبس په محيط کي وي او بعضي وخت ازاد محيط کي تيروي ،پدي ډول د حبس رژيم کي محبوسين معمولاَ دورځي لخوا د خپلو مشاغلو او کارونو د ترسره کولو لپاره خارج د محبس څخه وي يعني په ازاد محيط کي وي او بعد درسمياتو څخه بيرته محبس ته راځي او هلته شپه تيروي او همدارنګه د رخصتي ورځي چي په هغي کي کار او رسميات نه وي هم په محبس کي تيروي.
داهم بايد له ياده ونه باسو چي پدي نژدي وخت کي يعني د(١٩٦٣) کال څخه راپديخوا په بلجيم کي يوه بله نوعه دنيمه ازاد دحبس رژيم د محرمينو داصلاح او تربيه لپاره عملي کيږي چي دهفتي داخري ورځو درخصتيو دحبس درژيم په نامه ياديږي چي په دي ډول د حبس رژيم کي د محبوسين په ټولو عادي او رسمي ورځو کي هم دشپي او هم دورځي لخوا د محبس څخه بيرون په ازادمحيط کي تيروي او صرف د هفتي داخري ورځو دخصتي په محبس کي تيروي ،په بلژيک کي معمولاَ مجرمين بايد دشنبي د ورځي د غرمي د٢ بجو څخه تر دوشنبي دورځي د سهار تر شپږو ٦ بجو پوري په محبس کي وي او همدارنګه نوري ټولي د رخصتي هم په محبس کي تيري کړي او بيدون ددي ورځو څخه نوري ورځي او وختونه مجرم کولاي شي چي دمحبس څخه بيرون تير کړي .
په هر صورت دنيمه ازاد دحبس رژيم په دوه طريقو په مجرمينو باند ي تطبيق کيږي .
- دغه نوعه د حبس رژيم د تدريجي د حبس رژيم په مرحله کي په نظر کي نيول کيږي يعني دمتناوب د حبس رژيم څخه وروسته اودمشروطه ازادي څخه مخکي تطبيق کيږي .
- دغه ډول دحبس رژيم په مستقل ډول په مجرمينو تطبيق کيږي يعني ياد محبس د جزا دشروع څخه تطبيق کيږي او يا په محبس کي دمجرم ديو څه وخت تيرولو څخه وروسته تطبيق کيږي .
معمولاَ دنيمه ازاد دحبس رژيم ددريم شکل تطبيق په قصيرالمدت حبسونو معايب او نواقص دمفاد او ګټي څخه زيات وي يعني ددغه نوعه د حبس رژيم تطبيق د مجرميمنو داصلاح اوتربيه په ځاي دهغوي دلا فاسد کيدو باعث کيږي .
خبره چي بايد ذکر کړو هغه داده چي لوي او ستر مشکل په نيمه ازاد حبسونو کي دمجرمينو دانتخاب موضوع ده ،نو خطرناک مجرمين چي دجرايمو وقوع چي يا دفرار ويره ورڅخه امکان لري ددي نوعه د حبس لپاره بايد انتخاب نشي.
نيمه ازاد دحبس رژيم ديو طرف څخه معايب لري او د يو طرف څخه مزاياوي لري چي هر يو جدا جدا دمطالعه لاندي نيسو.
اول جز :-دنيمه ازاد حبس رژيم مزاياوي په لاندي ډول دي.
- دشغل او پيشي په لحاظ:-څرنګه چي په دغه نوعه دحبس رژيم کي مجرمين کولاي شي چي دورځي لخوا خپل کارونه ترسره کړي .نو مجرمين خپل شغل او پيشه دلاسه نه ورکوي او نه هم د هغوي په شغل او پيشه باندي کوم سستګي واقع کيږي.
- داجتماع سره توافق په لحاظ :-په دغه نوعه دحبس رژيم کي د مجرم اجتماعي روحيه دمنځه نه ځي او نه هم انزوا طلبي روحيه پکي ايجاديږي .
- دصحي نقطي له نظره :-پدغه نوعه دحبس رژيم کي بعضي عقلي او دماغي ناروغي چي دانزوا څخه منځته راځي مجرم ته نه واقع کيږي .
- داقتصادي نقطي له نظره:-په دغه نوعه د حبس رژيم کي د يو طرفه مجرم خپل شغل او پيشه دلاسه نه ورکوي او د بلي خوا څخه کولاي شي مجرم د شغل او پيشي څخه يو څه اندازه مزد او اجوره لاسته راوړي .
دوهم جز :دنيمه ازاد د حبس رژيم معايب او نواقص:
- دتنبهي او ترغيبي تاثيراتو د کموالي له حيثه : ويل کيږي چي ددغه نوعه دحبس رژيم تنبهي تاثيرات هم په مجرم او دجامعي په نورو وګړو باندي کم وي مګر نن ورځ دغه خبره قابل دقبول نده ځکه چي ديو طرفه مجرمين دغه خبره په دقيقه توګه درک کوي چي دوي دسختي او شديدي جزامستحق دي مګر دغه يو نوعه مساعدت او کومک دي ددوي سره چي ددي رژيم څخه استفاده کوي ،او مجرمين هم پدي يوهيږي که دوي دنورو او نوي جرايمو مرتکب شي نو امکان لري چي ددي رژيم څخه بيا استفاده ونکړي اودغه خبره دجامعي نورو وګړي هم درک کوي نو دجامعي و ګړي هم يو څه تنبه کيدلاي شي .
- دفرار له حيثه :- ظاهراََ داسي تصور کيږي چي ددي مجرمينو لپاره دفرار زمينه ډيره مساعده ده مګر په عمل کي فرار پدي نوعه د حبس رژيم کي زيات ندي ،نظر لاندي دلايلو ته .
- مجرمين ويريږي کچيرته دوي فرار وکړي او دوباره دستګير شي نو سخته او شديده جزا به ورکړل شي او ددي نوعه د حبس رژيم څخه بيا استفاده هم نشي کولاي .
- معمولاَ مجرمين په هغه وخت فرار کوي چي هغوي د مشقت او تکليف سره مخ وي مګر پدي نوعه رژيم د مشکلاتو سره زيات نه مخ کيږي نو ځکه تيښته نکوي .
- ددي نوعه د حبس رژيم لپاره هر نوعه مجرمين او اشخاص نه انتخاب کيږي مګر هغه کسان انتخاب کيږي چي خطرناکه جرمي مفکوره ونلري نو بناَ دهغوي دفرار احتمال هم کم وي .
- دجامعي دنورو وګړوسره دتماس له حيثه :- پدغه نوعه دحبس رژيم کي محبوسين کولاي شي چي په اساني او سهولت دجامعي نورو وګړو سره تماس ونيسي چي دغه تماس کولاي شي په مجرمينو باندي لاندي منفي اغيزي ولري.
- دغه تماس په واسطه کيدلاي شي چي دمجرم جرمي مفکوره دجامعي نورو وګړو ته انتقال پيدا کړي .
- امکان لري چي مجرمين د جامعي دنورو وګړو پواسطه فرار ته تشويق شي چي مخکي ورسره د فرار يا تيښتي مفکوره نه ؤه.
- کله کله داسي امکان لري چي دجامعي نور وګړي ددي محبوسينو پواسطه دهغه مجرمينو سره تماس ونيسي چي دنيمه ازاد حبس رژيم څخه استفاده نکوي .مثلاَ ددي محبوسينو پواسطه کولاي شي چي ټول مجرمين فرار ته تشويق شي او يا ځيني ممنوعه وسايل هغه مجرمين ته انتقال کړي .
دوهمه فقره:دمجازاتو دتنفيذد تعليق حالت
دمجازاتو دتنفيذ تعليق هم په ازاد محيط کي د مجرمينو داصلاح او تربي لپاره يوه لاره او طريقه ده ، دمجازاتو دتنفيذ تعليق حالت پدي معني چي محکمي دحکم دقاطيعت څخه وروسته هر کله چي په يو مجرم کي دمجازاتو دتنفيذ تعليق شرايط موجود وي ،يعني ديو طرف ځخه د شخص مجازات شديد او طولاني نه وي بلکه په قانون کي مجازات پيش بيني شوي وي او دبل طرف څخه دمجرم شخصيت ،روش،رفتار او کرکتر هم دقناعت وړ وي يعني دبعدي جرايمو وقوع احتمال او تصور په مجرم کي نه وي او دغه د جزاګانو د تنفيذ تعليق د مجرمينو لپاره دقناعت وړ او مفيد وي نو محکمه دنوموړي مجرم جزا دتعليق په حالت کي اعلانوي او په تعويق باندي غورځوي او په همدي موده کي د مجرم وضع ليدل کيږي کچيرته پدي موده کي دبل جرم مرتکب وګرځي نو دنوي جرم مجازات او دپخواني جرم مجازات يوځاي کيږي او دمجرم دشديدي جزا مستحق ګرځي يعني د مجرم حالت دمشدده حالت په حيث نيول کيږي او د متکرر مجرم په حيث پيژندل کيږي او بر خلاف که نوموړي مجرم پدغه موده کي کوم نوي جرم ونکړي نو مجرم د هغه سزا څخه چي محکمي ورته حکم کړي وه د هغه څخه بلکل معاف کيږي او حتي نه تنها هغه قبلي او پخواني جزا په نوموړي مجرم نه تطبيقيږي بلکه قبلي محکوميت ئي هم په مکمل ډول دمنځه څي او داسي ګڼل کيږي چي نوموړي شخص مخکي کوم جرم ندي کړي ،نو بنا قبلي محکوميت د نوموړي مجرم په جنائي سجل کي نه ثبت کيږي البته د قبلي محکوميت له منځه تلل پدي کي دي کچيرته دغه مجرم دمجازاتو دتنفيذ تعليق څخه وروسته دکوم نوي جرم مرتکب وګرڅي نو دغه نوي جرم په حيث د تکرار د جرم نه پيژندل کيږي يعني دمتکرر مجرم په حيث نه پيژندل کيږي او مشدده حالت لاندي نه راځي .دمجازاتو دتنفيذ تعليق منطق پدي کي دي چي نن ورځ علما پدي نظراو عقيده دي چي مجرمين داصلاح اوتربي لپاره ويره او ډار دمجازاتو دامهمه او بهتره ده دمجازاتو د تطبيق او اجرا څخه په همدي لحاظ په زياتو مواردوکي اشخاص په جرمي اعمالو لاس نه پوري کوي ځکه چي مجازاتو څخه ويريږي اما اکثره ليدل شوي کله چي په مجرم باندي مجازات تطبيق شي نو مجرم ويره او ډار د جرم دمجازاتو څخه دمنځه څي او مجرم د جزا د تطبيق سره يوه نوعه عادت اخلي نو بنا په اينده کي يه سهولت سره دنورو جرايمو مرتکب کيږي .
دمجازاتو د تنفيذ او تعليق حالت په دوه ډوله دي .
١- ساده تعليق ٢- ازمايشي يا امتحاني تعليق چي هر يو په جلا ډول مطالعه کوو.
١- ساده تعليق:
ساده تعليق پدي معني چي په مجرم باندي د يو معين وخت لپاره جزا په تعليق او تعويق اچول کيږي اوهيڅ نوعه امنيتي تدابير د مجرم داصلاح او تربيه لپاره په نظر کي نه نيول کيږي .
٢- ازمايشي يا امتحاني تعليق
پدي ډول تعليق کي نه يواځي دمجرم جزا په تعليق کي کيږي بلکي د مجرم دبيا داصلاح او تربيي او هم ددوباره جرايمو دارتکاب څخه د مخنيوي پخاطر يو سلسله امنيتي تدابير هم په مجرم باندي تطبيق کيږي چي دغه نوعه امنيتي تدابير په دري ډوله دي .
الف-نضارتي امنيتي تدابير
داتدابير داسي دي چي دجزاګانو دتعليق په حالت کي د مجرم رفتار ،تماس دنوروخلکو سره، شغل او پيشه، اقامت او سکونت ،دمجرم مسافرتونه اونور دذيصلاح مقاماتو لخوا دمراقبت لاندي نيول کيږي او ددي موضوعاتو په ارتباط مجرم وقتا په وقتا دذيصلاح مقاماتو لخوا احضار کيدلاي شي .
ب-تعاوني امنيتي تدابير
تعاوني امنيتي تدابير پدي معني چي دجزاګانو د تعليق په حالت کي دذيصلاح مقاماتو لخوا د مجرم سره بعضي کومکونه صورت نيسي او هم ورته رهنمائي او هدايت کيږي ،مثلا مجرم ته دشغل او پيشي د پيداکولو او داوسيدو دځاي او سرپنا دپيداکولو لپاره مساعدت او همکاري کيږي .
ج-امنيتي تدابير دمثبتو او منفي مکلفيتونو په شکل
داپدي معني چي يو سلسله مثبت او منفي مکلفيتونه په مجرم باندي ايښودل کيږي او مجرم مکلف دي چي دارعايت کړي .
مثبت مکلفيتونه پدي معني چي مجرم د بعضي امورو په اجرا باندي واداره کيږي لکه دسواد اموزي دکورسونو په تعقيب ،يا په شفاخانو کي د معالجي او تداوي لپاره بستر او يا معالجي لپاره د بعضي برقي شوکونو قبلول او داسي نور .
او منفي مکلفيتونه پدي معني چي مجرم دبعضي امورو څخه منع کيږي لکه دبعضي مجرمينو سره تماس دالکولو مشروباتو اومخدره مواردو داستعمال څخه منع دميخانو او قمار خانو اونورو فاسدو ځاينو ته تګ او يا د بعضي کارونو په کولو ممانعت لکه دريوري او داسي نور .
بايد ذکر کړو چي زمونږ دهيواد د جزاقانون په (١٦١) ماده کي دجزاګانو دتنفيذ دتعليق حالت دهغه حبسونوپه باره کي چي ددوه کالو څخه زيات نه وي او (٢٤٠٠٠) افغانيو څخه زيات نه وي په نظر کي نيول شوي .
نو دلته زمونږ دجزاقانون پدي مورد کي يو سلسله ابهامات او انتقادات لري .
١- څرنګه چي دذکر شوي مادي دمتن څخه استنباط کيږي چي زمونږ دهيواد په جزائي قانون کي ساده تعليق حالت په نظر کي نيول شوي پداسي حال کي چي مجرمينو داصلاح او تربي لپاره ازمايشي تعليق حالت ډير موثر دي نو بنا پدي اړه زمونږ په قانون کي خلا موجوده ده .
٢-څرنګه چي دمادي په متن کي ليدل شوي چي زمونږ په هيواد کي نه تنها د حبس د جزا لپاره دجزا ګانو دتعليق حالت په نظر کي نيول شوي بلکه د نقدي جريمي لپاره تعليق هم په نظر کي نيول شوي حال داچي د جزاګانو دتنفيذ او تعليق هدف دمجرم لري ساتل دي دحبس د محيط څخه او هم د مجرم دفاسد کيدو مخنيوي دي دمحبس په محيط کي چي دنورو مجرمينو سره دتماس څخه پيداکيږي چي په حقيقت کي داموضوع په نقدي جرايمو کي صدق نکوي او موثره هم نده ،دجزاګانو دتنفيذ دتعليق موده دهيوادونو په جزائي قوانينو کي فرق کوي زمونږ دهيواد دجزا قانون د (١٦٢) مادي په اساس د مجازاتو دتنفيذ د تعليق حالت (٣) کاله په نظر کي نيول شوي .
دجزاګانو دتنفيذ تعليق نواقص نلري مګر مهمترين مزاياوي په لاندي ډول دي .
١- دمجرم دفاسد کيدومخنيوي لحيثه :
دمجازاتو دتنفيذ تعليق دمجرم دفاسد کيدو مخنيوي کوي .
٢-دمجرم داجتماعي روحي دساتلو له حيٍثه :
دمجازاتو د تنفيذ دتعليق په حالت کي څرنګه چي مجرم د محبس په محيط کي نه ساتل کيږي نو بنا په مجرم کي دانزوا او اجتماعي ضد مفکوره نه ايجاديږي بلکه مجرم خپله اجتماعي روحيه ساتي او دمجازاتو دتنفيذ دتعليق څخه وروسته پدي اړه دکوم مشکل سره نه مواجه کيږي .
٣- دشغل او پيشي دساتلو لحيثه :
څرنګه چي د مجازاتو د تنفيذ دتعليق په حالت کي مجرم په محبس کي نه ساتل کيږي نو بناپه عادي او نورمال ډول کولاي شي چي خپل شغل او پيشه وساتي او دهغه په شغل او پيشه کي کومه سستګي نه واقع کيږي .
٤-نيک روش او رفتار ته دمجرم د تشويقولو لحيثه:
دمجازاتو دتنفيذ او تعليق مجرم نيک روش او کارونو ته تشويقوي ځکه مجرم ددي څخه ويريږي که چيرته بيا دکوم زشت او جرمي عمل مرتکب شي دمجازاتو دتنفيذ تعليق لغوه کيږي او داول او دوهم جرم مجازات هم ورباندي تطبيق کيږي نو دغيرمشروع اعمالو په ارتکاب لاس نه پوري کوي او کوشش کوي تر څو نيک رفتار او روش او دقناعت وړ کرکتر ولري نو دمجازاتو دتنفيذ دتعليق څخه وروسته نيک روش او رفتار په مجرم کي په عادي شکل پاتي کيږي .
نو دهمدي مزاياوؤ په اساس دمجازاتو دتنفيذ تعليق نن ورځ دډيرو حقوقدانانو علماؤ او قضائي مقاماتو توجه ځانته رااړولي ده او عمومي تمايل ديته دي چي د مجرمينو داصلاح او تربي لپاره دي شيوي او روش څخه استفاده صورت ونيسي .
نو په عمل کي بعضي جنائي احصائيو داښودلي چي دجزاګانو دتنفيذ دتعليق حالت څخه نن سبا زياته استفاده کيږي مثلا په فرانسه کي چي پدي کلونو کي کومه احصائيه اخستل شوي په لاندي ډول ده .
په ١٩٦٠ کال کي ٢١٦٥نفره
په ١٩٦١ کال کي ٢٧٣٠نفره
يه ١٩٧٤ کال کي ١٥٩٦٧ نفره
دمجازاتو دتنفيذ دتعليق څخه استفاده کړيده .
دريمه فقره- مشروطه ازادي
مشروطه ازادي هم په ازاد محيط کي د مجرمينو داصلاح او تربي لاره او طريقه ده مشروطه ازادي پداسي شکل ده چي مجرم خپله دجزا يوه برخه په محبس کي تيروي او ديو مودت څخه وروسته کچيرته يو مجرم دلازمو شرايطو درلودونکي وي نو باقيمانده جزا څخه معاف او خوشي کيږي اما باقيمانده حبس چي مجرم يي ازاد محيط کي تيروي په مجرم باندي يو سلسله امنيتي تدابير تطبيق کيږي چي عبارت دي له نضارتي امنيتي تدابير،تعاوني او کومکونکي امنيتي تدابيراوامنيتي تدابير د مثبتواو منفي مکلفيتونو په شکل چي داټول اجباري حبس لري او د تطبيق طريقه ئي په هماغه شکل ده چي دمجازاتو دتنفيذ تعليق کي موولوستل.
مشروطه ازادي په وخت کي نوموړي مجرم دامنيتي تدابيرو لاندي قرار لري نو هر کله چي پدغه جريان کي دنوي جرم مرتکب شي مشروطه ازادي قطع کيږي او دوباره محبس ته ليږل کيږي داول جرم باقيمانده جزا او د دوهم جرم جزا په مجرم تطبيق کيږي مګر که دمشروطه ازادي په وخت کي د کوم جرم مرتکب ونه ګرځي او په موفقانه توګه ئي تيره کړي نو دجزاګانو دتنفيذ تعليق برعکس نوموړي محکوميت ئي دمنځه نه ځي او دبعدي او نوي جرايمو په مرتکب کيدو دمتکررو مجرمينو په قطار کي حسابيږي مجرم بيدون دقيد او شرطه دمشروطه ازادي څخه استفاده نشي کولاي بلکه يو سلسله شرائط لري چي په لاندي ډول دي .
١- مجرم بايد حتما يو قيمت يا يوه برخه د جزا په حبس کي تيره کړي وي چي دغه مقدار د هيوادونو په قوانينو کي په مختلف ډول سره پيش بيني شوي دي مثلا دفرانسي دجزا په قانون کي د ابتدائي مجرمينو لپاره دغه وخت نيم حبس ټاکل شوي متکررو مجرمينو لپاره (٣/٢) حصه د حبس معياد او د حبس ابد دمحکومينو لپاره ١٥ کاله په نظر کي نيول شوي .
ځمونږ دهيواد دجزائي قانون د ټول حبس ٤/٣ حصه پيش بيني کړي ده .
٢-دمجرم روش رفتار او کرکتر د حبس دجريان په وخت کي دذيصلاح مقاماتو لخوا د قناعت وړ تثبيت شي ،ددي لپاره چي د مجرم کرکتر اورفتار څرنګه تثبيت شي په بعضي هيوادونو کي هرمحبوس يوه دياداش کتابچه لري چي پدي کتابچه کي دذيصلاح مقاماتو لخوا وخت په وخت دمجرم رفتار او کرکتر دمختلفو ابعادو او جهتونو څخه مطالعه او ارزيابي کيږي او دهغي مطابق بيا مجرم ته نمري ورکول کيږي او بيا ديو وخت څخه بعد ددغه نمرو اوسط اخستل کيږي او که دنمراتو اوسط قوي وي نو بيا د مشروطه ازادي څخه مستفيد کيدلاي شي او بيدون ددي څخه استفاده نشي کولاي .
داهم بايد دياده ونه باسو چي په مشروطه ازادي کي د جرم نوعيت او هم د مجرم شخصيت يعني مجرم ابتدائي دي او که متکرر داپه نظر کي نه نيول کيږي بلکه بيدون دهغه محبوسينو څخه چي لنډحبسونو باندي محکوم شوي نو ر ټول ددي مشروطه ازادي څخه مشتفيد کيدلاي شي .
داهم بايد ذکر کړو چي مشروطه ازادي ،دازادي سلبونکو امنيتي تدابيرو باندي نه تطبيق کيږي لکه په دارالتاديب کي داطفالو ساتل يا نور ځکه چي دغه امنيتي تدابير هر وخت قابل تغير او قابل د تجديد دي نو ځکه دمشروطه ازادي ضرورت پدي کي نشته.
مشروطه ازادي معايب او نواقص نلري خو يو سلسله مهمترين مزاياوي په لاندي ډول دي .
١- دمجرم دوباره اماده کول داجتماعي زنده ګي لپاره:
يعني مخکي لدي څخه چي مجرم په مطلق شکل ازاد شي نو په مشروطه ډول جامعي ته وړاندي کيږي او امنيتي تدابير ورباندي تطبيق کيږي چي په تدريج سره دخپلي عادي زنده ګي سره عادت اخلي او دهغي لپاره اماده کيږي چي وروسته دمشکلاتو سره نه مخامخ کيږي .
٢- دمجرم تشويقول نيک رفتار اوروش ته :
مجرم ددي له ويري چي بيا دکوم جرم مرتکب ونګرځي نو بيا په دسختي او شديدي جزا مستحق شي او مشروطه ازادي هم لغوه شي نو ځکه نيک رفتار او روش اختياروي چي په اينده کي بيا ددي سره يو عادت اخلي او دجرايمو دارتکاب څخه مخنيوي کيږي .
نو دهمدي مزاياؤو په نظرکي نيولو سره نن ورځ د مشروطه ازادي څخه ډير مفيد او مؤثر نتائج لاسته راغلي نو د همدي وجي بعضي علما سفارش کوي چې په اږدوحبسونو کي بايد مشروطه ازدي حتمآ په نظر کي ونيول شي البته مشروطه ازادي په لنډ حبسونو کي نه تطبيق کيږي ځکه چي کومه مثبته نتيجه ورڅخه لاسته نشي راتلاي .
تبصره-
دمشروطه ازادي او جزاګانو تنفيذ دتعليق حالت ترمنځ توپير:
١- په مشروطه ازادي کي مجرم بايد حتما يو قسمت يا يوه برخه په حبس کي تيره کړي وي ولي د جزاګانو د تنفيذتعليق کي مجرم مخکي د حبس د جزا د تطبيق څخه خوشي کيږي .
٢-مشروطه ازادي معمولا په طويل المدت حبسونو کي تطبيق کيږي ولي دمجازاتو دتنفيذپه تعليق کي برعکس ددي دي يعني په قصير المدت حبسونو کي تطبيق کيږي .
٣- مشروطه ازادي تنها د حبس په جزاګانو کي تطبيق کيږي ولي دجزاګانو دتنفيذپه تعليق حالت بيدون د حبس له جزا څخه دبعضي هيوادونو په جزائي قوانينو کي چي زمونږ هيواد هم پکي دي په نورو جزاګانو کي لکه نقدي جرايمو کي هم تطبيق کيږي .
٤- دجزاګانو دتنفيذ دتعليق په حالت کي کچيري موفقانه وي دمجرم قبلي محکوميت دمنځه ځي ،ولي په مشروطه ازادي کي که موفقانه هم وي دمجرم قبلي محکوميت په هيڅ صورت دمنځه نه ځي .
څلورمه فقره -کومک او همکاري دخوشي شوي محبوسينو سره :
دپرنسيپ له لحاظه هغه محکومين چي خپله جزائي تيره کړي وي نو په حقيقت کي دوي خپل دين او قرض د جامعي په وړاندي ادا کړي دي او تر سره شوي جرايمو په ارتباط نور هيڅ کوم مسؤليت نلري بلکه د جامعي د نورو عادي افردو په څير ګڼل کيږي .
نو ديو طرف د دوي قبلي جرايمو په رابطه جامعه دامکلفيت نلري چي اوس هم په يو سلسله تدابيرو و لوکه دکومک او معاونت په شکل هم وي د هغوي په مورد کي اتخاذکړي اونه حق لري چي دارنګه تدابير په هغوي تحميل کړي او هغوي ددي تدابيرو قبلولو ته مجبور کړي .او بل طرفه څنګه چي مو مخکي وويل نوموړي محکومينو دجزا په تيرولو خپل دين دجامعي په وړاندي اداکړي نو دغه محکومين مکلف او مجبور ندي چي دغه کومکونه ومني او نه ددي حق لري چي دغه ديو مسلم حق په شکل د جامعي څخه وغواړي .اما باوجود ددي پرنسيپ څخه په عمل کي ددي ضرورت ايجاديږي هغه محبوسين چي د حبس څخه خوشي کيږي اکثريت دوي د خوراک ،پوشاک،صحت ،عايداو شغل او پيشي لحيثه فاقد او د مشکلاتو سره مخ وي او هم دوي خپله اجتماعي روحيه دلاسه ورکړي وي .نو نوي خوشي شوي محبوسين نشي کولاي چي په کم او لږ وخت کي او په سهولت سره د ځان لپاره يو وظيفه شغل او يا يو مدرک دعايد پيداکړي او په اساني سره جامعه کي جذب شي ،خاصتا ټول افراد اوحتى موسسات او شعبات هم ددي نوي خوشي شوي محبوسينو څخه نفرت لري او د دوي د جرمي سابقي په نظرکي نيولوسره حاظرندي چي دوي ته شغل او پيشه ورکړي .او په دوي اعتماد وکړي او يا د دوي د مشکلاتو د حل لپاره ورسره کومک وکړي .نو ددي ځاي څخه امکان لري چي دوي د دوباره جرايمو مرتکب شي .
نو ددي ځاي څخه ضرور ده چي ددي ډول اشخاصو سره کومک او معاونيت وشي چي دغه کومک او همکاري ددي ډول اشخاصو سره دډيرو پخوا وختونو څخه شروع ده .يعني يوه طولاني ريښه لري چي د دوهم نړيوال جنګ تر ختم پوري دغه کومکونه د محبوسينو سره د خصوصي افرادو او مؤسساتو پواسطه صورت نيوه او دولت صرف دوي تشويقول .اما دغه کومکونه د يو طرف څخه ناچيز او ناکافي ؤه او د بل طرف غيرمنظم ؤه .نو بنا چه د(١٩٤٥) کال څخه وروسته دولتونو دغه وظيفه په مستقيم ډول په خپلو اوږو واخسته .
نن ورځ دولتونه د نوي خوشي شوو محبوسينو سره کومک او همکاري په دوه طريقو عملي کوي .
١-د خوشي شوي محبوسينو سره د کومک او همکاري کميټي .
٢- داعاشي او اباتي موقتي مراکز .
١- تعاوني او کومکي کميټي د خوشي شوي محبوسينو سره
نن ورځ دنړي په اکثرو هيوادونو کي تعاوني او کومکي کميټي ايجاد شوي چي په مختلفو ساحاتو کي د خوشي شوي محبوسينو سره معاونت او همکاري کوي .دغه کميټي د يو طرف څخه وظيفه لري چي هغه محکومين چي دمشروطه ازادي څخه استفاده کوي دهغوي نظارت او مراقبت وکړي او بل طرف نه د هغه زندانيانو سره چي په قطعي توګه ازاد وي همکاري وکړي او دهغوي لپاره شغل او پيشه پيداکړي .
يو تعداد صادق او نيکو کاره او خير خواه اشخاص ددي کميټي اعضاُ وي چي په خپله خوښه او په داوطلبانه ډول دلوي څارندوال په تاُيد ددي کميټي عضويت حاصلوي او د جزا تطبيق قاضي ددي کميټو رياست په غاړه لري.
معمولاً هر محبوس مخکي د خوشي کيدو څخه ددغه کومک او همکاري څخه خبرول کيږي او د قطعي خروج او اجازي ورقه کي د نژدي تعاوني اوکومکي کميټي ادرس هم ذکر کيږي .
نو نوي ازاد شوي محبوس کولاي شي چي دي کميټي ته مراجعه وکړي او دشغل او پيشي په پيداکولو کي دوي سره مرسته وکړي .البته تعاوني کميټي ټول هغه کومکونه چي دنورو خصوصي افرادو لخوا د محبوسينو سره صورت نيسي تنظيم او هماهنګ کوي .
همدارنګه اجتماعي مددګاران د حبس په جريان کي او خاصتاً د حبس په اخري مراحلو کي کوشش کوي چي دمحبوسينو لپاره د شغل اوپيشه برابره کړي تر څو د خوشي کيدو څخه ورسته هلته مشغول شي .
٢- داعاشي او اباطي موقتي مراکز د خوشي شوو محبوسينو سره
د خوشي شوو محبوسينو سره کومک او همکاري په منظور نن ورځ په بعضي هيوادونو کي د اعاشي او اباطي موقتي مراکز وجود لري چي دغه دخوشي شوي محبوسينو سره تر يو وخت لپاره د اعاشي او اباطي کومک کوي تر څو دوي ته فرصت په لاس ورشي او څان ته يو شغل او پيشه پيداکړي .
خوشي شوي محبوس پدي مراکزو کي د طبي او سيکالوژي معايناتو لاندي نيول کيږي او هم په داخل يا خارج مراکزو کي په کارونو باندي ګمارل کيږي .په هر حال اقامت پدي مراکزو کي مؤقتي وي چي د (٦) شپږو مياشتو څخه تجاوز نکوي او پدي مدت کي د محبوس د اجتماعي کيدو او د شغل او پيشي او يا د حمل داقامت دپيداکيدو لپاره ددغه وخت څخه اعظمي استفاده کيږي .
معمولاً داعاشي او اباطي مراکز رسمي او دولتي مؤسسات وي ولي بعضي وخت خصوصي مؤسسات هم دغه ډول فعاليت او خدمت سرته رسولي شي.
په اخر کي بايد وويل شي چي کومک او همکاري د خوشي شوي محبوس سره که د شخصي مؤسساتو لخواوي او که درسمي او دولتي مؤسساتو لخوا اجباري او الزامي جنبه او صيغه نلري بلکه ازاد شوي محبوس ددي قبلولو او يا ردولو کي مطلق اختيار او واک لري .
نو له همدي ځايه څخه دغه کومکونه هغه وخت تحقق پيداکوي چي خپله د خوشي شوي محبوس لخوا مطالبه وشي او هغه ئي قبول کړي .
په هر حال دغه کومکونه په محبوس تحميل کيدلاي نشي مګر حد اقل د محبوس لپاره پيشنهاد کيدالاي شي په اخر کي بايد وويل شي چي ځمونږ په هيواد کي تر اوسه پدغه شکل تعاوني او کومکي کميټي او يا د اعاشي او اباطي کميټي چي دمجرميت په کولو او تقليل او د جرايمو د تکرار د مخنيوي لپاره مهم نقش لوبولاي شي وجود نلري .اميد دي چي دي مساًلي ته توجه وشي.
دويمه برخه - د لويانومجرمينو اصلاح او تربيي اختصاصي طريقي
څرنګه چي مو مطالعه کړل د لويانو ،عاقل،عادي او نورمال مجرمين په عادي ډول اکثره د جزاګانو پواسطه اصلاح او تربيه کيږي اما لويان غير عاقل او غير نورمال او غير عادي مجرمين لکه مجانين ،نيمه مجانين مجرمين په مخدره موادو معتاد مجرمين په الکولي مشروباتومعتاد مجرمين او متکرر مجرمين په عادي طريقو نه بلکي په اختصاصي طريقو معمولاً دامنيتي تدابيرو په واسطه اصلاح او تربيه کيږي البته د داسي پروګرامونو دوخت دکموالي او محدوديت له امله مونږ نشو کولاي تر څو ټولي اختصاصي طريقي توضيح کړو.دهغي دجملي څخه د مثال په شکل په دوه بيلو بيلو برخو کي لمړي د مجانينو مجرمينو اصلاح او تربيه او هغي په تعقيب دنيمه مجانينو مجرمينو داصلاح اوتربيه طريقي د مطالعي لاندي نيسو .
لمړي مبحث - دمجانينو مجرمينو داصلاح او تربيه طريقي
نن ورځ په عمومي ډول کولاي شو چي دعقلي او دماغي قووله حيثه ټول مجرمين په دريوکټه ګوريو باندي تقسيم کړو .
١-سالم العقله مجرمين
داډول مجرمين دنور مال دماغي او عقلي قوي لرونکي دي چي دهغي په واسطه ښه او بد اعمال په بشپړ ډول تفکيک کولاي شي او خپلو اعمالو بشپړ مسؤليت لري .
٢- مجانين مجرمين
دهغو مجرمينو څخه عبارت دي چي د سالم العقله مجرمينو برعکس د هغوي عقلي اودماغي قوه په مکمل ډول مختله شوي تردي حده چي هغوي په کلي توګه د مشروع او غير مشروع اعمالو ترمنځ تفکيک او تميز نشي کولاي داډول مجرمين د عقلي اودماغي قوي د اختلال او د جرمي او غير جرمي اعمالو څخه کاملاً غير مسؤل وي .
٣- نيمه مجانين مجرمين
نيمه مجانين مجرمين هغو مجرمينو کسانو ته ويل کيږي چي دعقلي او دماغي قوي د څرګندوالي له حيثه د مجانينو مجرمينو او سالم العقله مجرمينو په منځ کي قرار لري .يعني د هغوي عقلي او دماغي قوه نه تر دي حده سالمه ده چي ښه او بد اعمال کاملاً تفکيک کړاي شي او د سالم العقله مجرمينو په شان د خپلو جرمي اعمالو څخه کاملاً مسؤل وپيژندل شي او نه د هغوي دماغي او عقلي قوي تردي حده مختل شوي چي د هغوي دمجانينو مجرمينو په شان د ښه او بدو اعمالو ترمنځ تفکيک نشي کړاي .او عيناً د مجانينو مجرمينو په شان د خپلو جرمي اعمالو څخه غير مسؤل وپيژندل شي .
دمجرمينو ددي دريو کټه ګوريو د جملي څخه داولي کټه ګوري داصلاح او تربيه زمونږ دبحث دموضوع سره تړاو او ارتباط نلري او دمجرمينو داصلاح اوتربيي په عادي طريقو پوري ارتباط لري چي مخکي مطالعه شو.
اما د دويمي او دريمي کټه ګوريو داصلاح او تربيه مستقيما د بحث په موضوع پوري ارتباط لري چي د هغي جملي څخه د نيمه مجانينو مجرمينو داصلاح او تربي څرنګوالي به ددويم مبحث په اوږدوکي مطالعه شي .مونږ پدي ځاي کي ددي مبحث په ضمن کي لومړي د مجانينو مجرمينو داصلاح او تربي څرنګوالي د نظرڅخه تيرؤ.
د مجانينو مجرمينو اصلاح او تربي دمشکل برخلاف چي پدي ورستيو يعني د (١٩)قرن څخه راپدي خوا د توتجه وړګرځيدلي دمجانينو مجرمينو داصلاح او تربي مشکل په نهايت کي يو قديمي مشکل دي ځکه جنون دنهايت قديمي زمانو څخه راپديخوا پيژندل شوي او دتوجه وړ ګرځيدلي.
دموضوع دښه وضاحت لپاره به بهتره وي تر څو مجانينو مجرمينو د اصلاح اوتربيه دڅرنګوالي تاريخي سير په مختلفو دوروکي په مختصره توګه مطالعه کوو.
دقرون اولى په ابتدا کي داچي د جرمي عمل په ارتکاب کي د ارادي په نقش پوهه موجوده نوه نو پدي اساس په هغه وخت کي به چي د يومجرم نه يو جرمي عمل واقع شو نو دهغه عمل دوقوع عامل په لټول کيده او تر پيداکيدو څخه وروسته په محاکمه او مجازت کيده .نو بناً هغه وخت نه يوازي انسان محاکمه او مجازات کيده بلکي حيوانات او شيان هم د محاکمي او مجازات کيدو څخه په امن کي نه ؤمثلاً دقتل په يوه حادثه کي که عامل به انسان ،حيوان او يا دوني کومه شاخه وه نو انسان ،حيوان او دوني شاخه به يو شان قابل دمحکمي او مجازاتو ګڼل کيده.
په همدي ترتيب د انسانانو په منځ کي د سن او عمر او يا د عقلي او دماغي وضعيت له مخي کوچني تفکيک او توپير په نظرکي نه نيول کيده بلکي لويان او کوچنيان مجرمين .سالم العقله مجرمين او مجانين مجرمين به يو شان محاکمه او مجازات کيدل .بناً څرنګه چي ليدل کيږي هغه وخت مجانين مجرمين د سالم العقله مجرمينو په شان د خپلو جرمي اعمالو څخه کاملاً مسؤل ګڼل کيدل او عيناً د سالم العقله مجرمينو په شان مجازات کيدل او دمجانينو مجرمينو د اصلاح اوتربيه په برخه کي کوم بل ډول کوچني تدبير او تجويز هم په نظر کي نه نيول کيده . اما وروسته دقرون اولى په اواخروکي د پخواني يونان ،روم په حقوقو کي د جرمي اعمالو په ارتکاب کي دارادي نقش او رول ته فوق العاده اهميت ورکول کيږي .يعني دامفکوره منځ ته راځي چي جزائي مسؤليت مستقيماً په جرمي عمل کي د ارادي په ذيدخيلوالي پوري اړه لري .بناً که په يوعمل کي اراده دخيله نه وي نو مونږ نشوکولاي ترڅو ددي عمل عامل مجازات کړو .ددي مفکوري په اساس د لومړي ځل لپاره حيوانات او اشياً داراده نه لري د حقوق جزا د تطبيق د ساحي څخه بيرون کړاي شول .او دحقوق جزا د تطبيق ساحه په انسانانو پوري محدوده اومنحصره وګڼل شوه د انسانانو د جملي څخه اطفال او مجانين چي ازاده اراده نلري نو پدي اساس هغوي غير مسؤل او غير قابل مجازات وپيژندل شول جزائي مسؤليت او مجازات يوازي عاقلو اوبالغو مجرمينو ته متوجه وګڼل شو پدي توګه ليدل کيږي چي په پخواني يونان او پخواني روم کي دمجانينو مجرمينو دعدمي جزائي مسؤليت پرنسيپ قبول شوي دي .
په پخواني يونان کي ارسطو عقيده درلوده چي مونږ نشو کولاي مجانين مجرمينو ته جزائي مسؤليت نسبت ورکړو ځکه هغوي د عقل او پوهي څخه محرم دي يعني د هغو اراده په جرمي عمل کي دخيله نده .
افلاطون پدي اړه دارسطو په نسبت بښه وړاندي ږدي يعني نه يوازي داچي مجانين مجرمين غير مسؤل دي بلکي دلومړي ځل لپاره د هغوي داصلاح ، تربيه او معالجي موضوع مطرح کوي څرنګه چي نوموړي عقيده درلوده دامجرم اکثره وخت مريض وي ځکه څوک چي کوم جرمي عمل سرته رسوي هغه په خپله خوښه او کامل دغبت سرته نه رسوي ټولنه بايد دهغوي د معالجي ،اصلاح او تيربيه اود جرمي لاري څخه دراګرځيدو لپاره سعي او کوشش وکړي .
پدي توګه څرنګه چي ليدل کيږي افلاطون په عمومي صورت ټول مجرمين ناروغان ګڼي او سپارښتنه کوي تر څو هغوي معالجه ،تربيه او اصلاح شي .مجانين مجرمين چي واقعاً او په ښکاره توګه ناروغان دي دافلاطون په نظر يقيناً په طريق اولى قابل د معالجي ،تداوي او داصلاح او تربيه دي .
په قرون اوسطى کي (٤٧٦-١٤٥٣) م کالو په اوايلو کي يعني د روم دامپراطوري د سقوط څخه وروسته په (٤٧٦) ميلادي کال کي دنورو زياتو ساحو په شان د حقوق جزا ساحه هم دانقراض او پاشل کيدو په لور مخه کړه .څرنګه چي دمجانينومجرمينو د عدمي جزائي مسؤليت پرنسيپ چي د قرون اولى په اواخرو کي د پخواني يونان او پخواني روم په حقوقو کي منل شوي ؤ دويم ځل لپاره دمنځه ځي او دلومړنيو بشري ټولنو په شان نه يوازي مجانين او اطفال د عاقلو او بالغو اشخاصو په شان مجازات کيږي بلکي دحيواناتو او اشياؤ محاکمه او مجازات هم دقبول وړ ګرځي .
څرنګه چي ليدل کيږي د قرون اوسطى په اوايلو کي د مجانينو مجرمينو داصلاح او تربيه په اړه ډيره کمه توجه هم صورت نه نيسي ،بلکي مجانين مجرمين عيناً د عادي مجرمينو په شان مجازات کيږي .اما وروسته د قرون اوسطى په جريان کي آهسته آهسته د مجانينو مجرمينو د عدمي جزائي مسؤليت پرنسيپ دوباره دقبول وړګنل کيږي داپرنسيپ په قرون جديده (١٤٥٣-١٧٨٩)م تائيديږي په هر صورت بايد يادونه وکړو سره دي چي دمجانينو مجرمينو د عدمي حزائي مسؤليت پرنسيپ په قرون اوسطى او قرون جديده کي اکثره مجانين مجرمين عيناً دعادي او سالم العقله مجرمينو په شان محاکمه او مجازات کيدل او هغوي د اصلاح او تربيه په اړه ډير کم اقدامات هم صورت نه نيسي .
په حاضر عصريعني (١٨)م قرن په اواخرو او د(١٩)م قرن په اوايلو کي د حقوق جزا کلاسيک مکتب هم دانسانانو ازاده اراده د جزائي مسؤليت داساس په حيث قبلوي .پدي معني چي ازادي ارادي لرونکي اشخاص يعني عاقل او بالغ او غير مکره اشخاص د خپلو جرمي اعمالو څخه کاملاً مسؤل دي او دمجازاتو مستوجب ګڼل کيږي اما برعکس دازادي ارادي نه لرونکي اشخاص يعني مجانين ،اطفال او مکره اشخاص د خپلو جرمي اعمالو څخه کاملاً غير مسؤل او غير قابل مجازات پيژندل شوي .بايد يادونه وکړو چي دنورو غيرو مسؤلو اشخاصو په څنګ کي دمجانينو مجرمينو دعدمي جزائي مسؤليت پرنسيپ په ځانګړي ډول د (١٩) م قرن څخه راپدي خوا نړي داکثروهيوادونو په جزائي قوانينو کي منعکس شوي .دمثال په توګه دناپيليون دوخت دفرانسي (١٨١٠)جزائي کود په ٦٤ ماده کي د مجانينو مجرمينو دعدمي جزائي مسؤليت دپرنسيپ په اساس دمحکمي په وړاندي به چي کله ثابته شوه چي متهم شخص د جرمي عمل د ارتکاب پر وخت جنون درلوده نو موړي به ئي کاملاً غير مسؤل ګانه دهغه په مجازات کولو به ئي حکم نه کولو بلکي نوموړي به يي بيدون د قيد او شرط څخه خوشي کاوه اما د مجانينو مجرمينو سره د داډول چلند وخيم عواقب ډير ضر څرګند شول پدي معني چه ددي ډول مجرمينو دبي قيد او شرط څخه خوشي کولو کي په حقيقت کي د هغوي د جرمي عمل دارتکاب اصلي عوامل چي جنون وه نه مرفوع کيده .
بناً دخوشي کيدو څخه به وروسته هغوي ډير زر دنويو جرايمو په ارتکاب لاس پوري کاوه او په نتيجه کي په متکررمجرمينو باندي بدليدل .
ددي نقيضي په نظر کي نيولو له امله نن ورڅ معمولاً مجانين مجرمين ددي باوجود چي غير مسؤل او غير قابل مجازات ګڼل کيږي .اما هغوي بيدون دقيد او شرط څخه نه خوشي کيږي بلکي دهغوي له جملي څخه چي خطرناک حالت ولري اودنويوجرايمو د ارتکاب خطر د هغوي څخه متصور وي دقاضي د حکم په اساس په اختصاصي صحي موسساتو کي کي دامنيتي تدابيرو د تطبيق لاندي نيول کيږي .
تر څو پدي ترتيب د يوي خوا هغوي معالجه او تداوي شي او دبليخوا دهغوي دنويو جرايمو دارتکاب مخنيوي وشي دامطلب په کو شکل چي تو ضيح شو د فرانسي د جزائي مقدماتي کود د پروژي په ٤٠ ماده کي پيشبيني او قبول شوي په همدي ترتيب ددي باوجود چي د افغانستان ١٣٣٥ هش کال د جزائي قانون (٦٧)مادي مجانين مجرمين غير مسؤل او غير قابل مجازات ګڼلي دي اما دياد شوي قانون (١٢٣)ماده ددي ډول مجرمينو د معالجي او تداوي امکانات په لاندي ډول پيشبيني کړي دي .
١- محکمه کولاي شي چي محکوم عليه د عقلي او دماغي ناروغيو روغتونو نواو يا نورو صحي مرکزونو ته چي ددولت لخوا پدي منظور تخصيص شوي د هغوي د صحي وضعيت د اهتمام لپاره حکم وکړي .
٢- پدي صورت کي دمجرمينو موده د (٦)مياشتو څخه کميداي نشي .
٣-دروغتون او نورو صحي مرکزونو اداري مکلفي دي چي د محکوم به دصحي وضعيت راپور د معالجوي داکټرانو او د نظر اخستلو څخه وروسته په هرو شپږو مياشتو کي محکمي ته وړاندي کړي .محکمه کولاي شي د وړاندي شوي راپور په اساس دهغوي داخراج حکم وکړي .
٤- محکمه کولاي شي د څارنوال او ذيصلاح شخص په غوښتنه اودمعالجي داکتران دموافقي په اساس په روغتونو اويا نورو صحي مرکزونو کي دمحکوم عليه دپاتي کيدو حکم وکړي .
دويم مبحث
دنيمه مجانينو مجرمينو اصلاح او تربيه
دنيمه مجانيومجرمينو مشکلات يعني د يوي خوا د هغوي د جزائي مسؤليت څرنګوالي او د بلي خوا د هغوي د اصلاح او تربيه موضوع د جنائي حقوقو د مهمو او پيچيده مشکلاتو څخه ګڼل کيږي .
دامشکل ځکه مهم ګڼل کيږي چي نن ورځ معمولاً جنائي احصائي داڅرګنده کړي چي مجرمينو په منځ کي نيمه مجانينو مجرمينو شميره فوق العاده زياته ده څرنګه چي د هغوي دشمير په اړه فرانسو عالم دوکتور مارشي عقيده لرله چي په عمومي صورت په مجوع کي دټولو زندانيانو يو پر څلورمه برخه همدا مجرمين تشکيلوي .
دبلي خوا نيمه مجانين مجرمين اکثراً عادي مجرمين نه وي بلکي هغوي د ډيرو خطرناکو مجرمينو د جملي څخه شميرل کيږي پدي اړه مشهور فرانسوي کريمنو لوګ (ژان پيناتل)عقيده لرله چي تقريباً (%٩٠) متکرر مجرمين نيمه مجانين تشکيلوي په همدي ترتيب دامشکل ځکه مغلق او پيچيده دي چي ددي ډول مجرمينو د جزائي مسؤليت دتعين او دهغوي داصلاح اوتربيه لپاره ديوي معقولي او مطلوبي لاري پيداکول ځرنګه چي ددي بحث په مطالبه کي به مونږ ته واضح شي اسانه اوساده کار ندي
په هر صورت د ي مهم ،مغلق او پيچيده مشکل تقريباً د(١٩) قرن ترنيمائي پوري د حقوقو زده کونکو او پوهانو توجه ځانته جلب کړي نه وه . بلکي هغه وخت ددي ډول مجريمنوسره عينادنورمال اوسالم العقله مجرمينوپه شان برخورد صورت نيونه ځکه چي دډير وپخوازمانوڅخه راپدي خوادجنايي حقوقوپه ساحه کي دعقلي اودماغي وضيعيت له مخي ټول مجرمين يوازي په دوه برخوويشل کيدل ١- سالم العقله مجرمين ٢- مجانين مجرم
١-سالم العقله مجرمين :
دمجرمينوهغي ډلي ته ويل کيږي چي دهغويي دماغي اوعقلي وضيعيت سالم اونورمال وي جرمي اوغيري جرمي اعمال کاملا يودبله څخه تفکيک کړاي شي داډول مجرمين لدي امله چي دسالمي اوازادي ارادي په اساس پداسي حال کي چي دخپلواعمالوجرمي ماهيت په ښه توګه درک کولاي شي دجرايمومرتکب ګرځي دجذايي نقطي نظره عامل مسؤل اودمجازاتودتطبيق مستوجب شميرل کيږي
٢- مجانين مجرمين :
برعکس مجانين مجرمين هغو مجرمينوته ويل کيږي چي دهغوي دماغي اوعقلي قوه سالمه اونور ماله نه وي بلکي تردي اندازي مختل اوغيري نورمال وي چي هغوي نشي کولاي جرمي اوغيري جرمي اعمال يوله بله څخه تميزاوتفکيک کړي
داډول مجرمين لدي امله چي ازاده اراده نلري اوهغوي پرجرمي اعمالوکي دهغوي واقعي اوسالمه اراده دخيله نه وي بنآ هغوي دخپلو جرمي اعمالوڅخه کوم اخلاقي اوجذاي مسؤليت نلري بلکي کاملا غيري مسؤل ګڼل کيږي اوپه هغوي باندي جزانه تطبيق کيږي
په (١٩) قرن کي داحقيقت په ثبوت ورسيد چي ددي دوه ګټه ګوريويعني دسالم العقله مجرمينو اومجانينو مجرمينويا دعقلي معلولينو يوه بله لويه دسته يا ډله هم قرارلري چي دنيمه مجانينو مجرمينويا دعقلي معلولينوپه نوم ياديږي البته داډول مجرمين ددماغي وضيعت له مخي ددوه يادوشويوګټه ګوريوپه نسبت يومنڅني اووسطي حالت لري .پدي معني چي دهغوي دماغي اوعقلي حالت اووضيعيت نه دسالم العقله مجرمينو په شان کاملا عادي اونورمال دي اونه دمجانينومجرمينوپه شان کاملا عادي اونورمال دي اونه دمجانينومجرمينوپه شان تردي حده مختل دي چي دجرمي اوغيري جرمي اعمالوترمنڅ فرق ونشي کړاي ولي دهغوي دماغي اختلالت دمجرميت لوري ته دهغوي په سوق کولوکي کاملا بي تاثيره ندي
په هرحال دهغوي ددماغي وضيعت ترپيژندل کيدووروسته کله چي نيمه مجانين مجرمين ددمجرمينوددويادوشويوګټه ګوريوپه منڅ کي دمجرمينوديوي مستقلي ګټه ګوري په توګه وپيژندل شول
دجذاي نقطه نظره څخه مهم سوال چي په (١٩) قرن کي دهغوي په اړه مطرح شو عبارت ددي څخه دادي چي ددي ډول مجرمينوسره څه ډول معامله صورت ونيسي يا په بل عبارت دهغوي جذاي مسؤليت ځرنګه تثبيت کړاشي اودهغوي د اصلاحي اوتربي لپاره ځه ډول اقدامات په پام کي ونيول شي ددي ډول پوښتنو دڅواب لپاره د(١٩) قرن څخه ترنن پوري دحقوق پوهانواوکريمنولوګانولخوادحل مختلفي لاري پيشنيهادشوي چي مونږدهغي جملي څخه مهمتريني دمطالعي لاندي نيسو
لمړي دحل لاره:
د(١٩)قرن په اوايلوکي نيمه مجانينومجرمينوپه موردکي دامفکوره منځ ته راغله اوهغه داچي ددي ډول مجرمينودماغي اوعقلي قوه دمجانينوپه شان کاملا دمنځه نده تللي ترڅوجرمي اعمايوله بل څخه تفکيک نشي کړاي بنا آداډول مجرمين بايد دسالم العقله مجرمينوپه شان کاملا مسؤل وګڼل شي اوعادي مجازات دي پري تطبيق شي . اماطبعي ده چې ددې حل لارې څخه کومه مثبته نتيجه لاس ته رانغله.ځکه چې دعادي مجازاتوتطبيق ددې ډول مجرمينو داصلاح،تربيې اومعالجې باعث ونه ګرځيده بلکې دهغوۍ دماغي اختلالات يې نورهم جرايموپه ارتکاب لاس پورې کاوه اوپه متکررو مجريمينو به بدليدل.
دبل لوري پدې ډول مريضو مجريمينو باندې دعادي مجازاتو تطبيق خاصتاً هغه وخت چې مجازاتوبه شديدشکل درلودهم به يې په خپله قاضيانو اوهم دټولنې نورووګړوته شوک اوټکان ورکاوه.اودهغوۍ بشري عواطف اواحساسات به يې جريمه دارکول.
بناً ددې نقيصوپه لرلو ددې ضرورت احساس شوترڅو دنيمه مجانينو مجرمينولپاره دحل کومه بله لاره ولټول شي چې دادى مونږ داموضوع په لاندې ډول مطالعه کوو.
دويمه د حل لاره:
دحل دالار دلمړۍ حل لارې معکوس شکل لري.پدې چې دلمړۍ حل لارې دمعايبو دجبيره کولو په منظور قضاتوخاصتاً په هغومواردوکې چې دمجرم ارتکابي عمل به دشديدو مجازانولکه اعدام دتطبيق وړ ګڼل کيده نوهغوۍ به دبشري عواطفو اواحساساتودتاثير لاندې راتلل اوداډول مجرمين به يې په عدم تطبيق باندې يې حکم صادراوه.
اما طبيعي ده چې دارويش هم مطلوب نه ؤه اودڅو نگاؤ څخه دانتقاد وړدي.
١- دعدالت دعدم تطبيق له حيثه:-
پدې معنى چه داخلاقي اوجزايي تقصير اومسؤليت لرونکي مجرمين به بيدون دمجازاتو باقي پاتې کيدل.
٢- دنويو جرايمو دارتکاب له حيثه:-
دخطرناکو مجرمينو خوشې کول بې دمعالجې اومجازاتو پداسې حال کې دهغوۍ دجرايمو دارتکاب اصلي علت دماغي اوعقلي اختلالات وي.طبيعي ده چې دنويو جرايمو دارتکاب موجب ګرځي.
٣- دعامه ذهنيت دجريمه دار کيدوله حيثه:-
دمجرمينو عدم مجازات طبيعي ده چه دعامه ذهنيت دجريمه دار کيدو سبب کيږي اودخلکو اعتماد دټولنې دعدالت په اړه کميږي.
٤- دمجني عليه اودهغه دکورنۍ درضايت دنه حاصليدو له حيثه:-
ددې حل لارې دتطبيق په وسيله طبيعي ده چې دمجنى عليه اودنوموړي دکورني درداورنج نه تسکين کيږي.نوپدې اساس هغوۍ به دمجرم څخه په خصوصي ډول دانتقام په اخيستلو لاس پورې کوي.
پدې اساس نسبت هغو نواقصو ته چه په دويمي حل لارې کې موجودؤه لازمه وگڼل شوه ترڅو ددې حل لارې دتطبيق څخه صرف نظر وشي. اودريمه دحل لاره ولټول شي.چې دادي په لاندې ډول ددې نوې حل لارې په تشريح اوڅيړلوپيل کوو.
دريمه دحل لاره:
ددريمې حل لارې په اساس څرنګه چې نيمه مجانين مجرمين ددماغي وضيعت له مخې دسالم العقله مجريمينو چې بشپړمسؤليت لري اودمجانينومجرمينو چې جزائي مسؤليت نلري په منځ کې قرار نيسي.
دهغوۍ جزائي مسؤليت هم نيم ووسي .پدې معنى چې قضات بايد دهغوۍ ددماغي وضعيت په نظر کې نيولو مخففه حالت په هغوۍ تطبيق کړي.اوپدې توګه دهغوۍ مسؤليت اوجزا اندازې ته تخفيف ورکړي دادحل لاره چې داکتر لخوا پيشنيهاد شوې د(١٩)م قرن دنيمايي څخه راپدې خوا دعمل په ساحه کې معمول اومستداوله شوه.
دنړۍ داکثرو هيوادونو جزايي قوانينو اوقضائي اويو دهغې څخه پيروي وکړه .لکه څنګه چې دناروې د١٩٠٢م کال جزائي قانون،دترکيې د١٩٢٦م کال جزائي قانون،ديونان د١٩٥٠م قانون،دانګلستان د١٩٥٧م کال جزائي قانون اودنړۍ داکثرو هيوادونو جزائي قوانينو همدا دحل لاره پيشنيهاد کړې، بايد يادونه وکړو چې زمونږ دهيواد د ١٣٥٥ه ش کال جزا يي قانون چي فعلاً هم نافذ دي د٦٧مادي په دويم بندکي همدادحل لاره پشنهاد کړي.
په هر صورت دنيمه مسؤليت يا مخففه مسؤليت دا دحل لاره سره ددي.چي ظاهراً منطقي معلوميږي او خاصتاً په ١٩ قرن کي لکه څنکه چي مخکي هم يادونه وشوه بهترينه دحل لاره شميرل کيده .نن ورځ په شلم قرن کي د قناعت وړ نه بريښي حتى پدي اړه ويلاي شو چي نه يوازي د قناعت وړندي بلکي د هغي نتايج د راتلونکو دلايلو په اساس وخيم او نامطلوب هم دي .
١- دمخخفه حالت قبلول او نيمه مجانينو مجرمينو د جزائي مسؤليت کموالي په حقيقت کي معمولاً ددي باعث ګرځي تر څو پدي ډول مجرمين باندي د لنډي مودي حبسونه تطبيق شي .اما داډول حبسونه پدي مجرمينو باندي معالجوي تاثيرات لري اونه تنبهي او اصلاحي .بلکي دا ډول مجرمين په محبس کي دنورو مجرمينو سره تماس له امله ممکن د دماغي دضعيت او هم د مجرميت د روحي په لحاظ ناروغ ترين او خطرناک ترين حالت غوره کړي .چي پدي توګه ممکن هغوي په نژدي راتلونکي کي په متکرر مجرمينو بدل شي .
٢-دبلي خوا په زندان کي د نيمه مجانينو مجرمينو تماس د عادي مجرمينو سره ممکن دعادي مجرمينو په وضعيت باندي منفي او بد ناثيرات وارد کړي په هر صورت ددي ټول نيمګړتياؤ د موجوديت سره سره بيا هم ددي اړتيا وليدل شوه تر څو ددي ډول مجرمينو په اړه يوه بله د حل لاره ولټول شي .
چي دادي ددي حل لاري څرنګوالي په لاندي ډول مطالعه کوو.
څلورمه دحل لاره :
هغو وخيمونتايجو ته په پام سره چه په دريمه حل لاره کي موجود ؤ او په شلم قرن کي دامنيتي تدبيرونو د تطبيق دمعمول کيدو او متداول کيدو دزياتوالي په نظر کي نيولو سره بلاخره شلم قرن کي دامفکوره منځته راغله چي بهتره به وي تر څو ددي ډول مجرمينو په مورد کي مخففه حالت چي د لنډ حبس د تطبيق باعث ګرځي په نظر کي ونه نيول شي بلکي په هغوي باندي بايد د عادي حبس مجازات اوامنيتي تدبيرونه دواړه په يو وخت کي يو په بل پسي تطبيق شي.
پدي معني چي يا لمړي مجازات او وروسته امنيتي تدبيرونه او يا برعکس لمړي امنيتي تدبيرونه او بيا مجازات ورباندي تطبيق شي .
ځکه دمجازاتو تطبيق د هغوي داخلاقو او جزائي مسؤليت په منظور او دامنيتي تدبيرونو عمل کيدل دهغوي د اصلاح او معالجي لپاره صورت نيسي .
دهمدي مفکوري په اساس د فرانسي د(١٩٣٤)م کال د جزائي کود پروژي په دريمي او اومي مادو کي همدا دحل لاري پيشبيني کړي ده .
که څه هم دا د حل لاره په نسبي ډول بهتره او علمي معلوميږي اما که عميقاً په هغي کي غور اودقت وشي . دهغي عدمي معقوليت به ځرګند اوواضح شي .ځکه که ددي مفکوري په ا ساس قبوله کړو چي لومړي بايد مجرم مجازات شي او بيا ورباندي امنيتي تدبيرونه تطبيق شي .پس ايا دابه غير منطقي نه وي چي عين مجرم يو ځل دعادي او سالم انسان په حيث مجازات کړو .او بيا د يو مريض په صفت د نوموړي دمعالجي او تداوي په منظور اقدام وکړو.ددي څخه علاوه ايا د جزا د تطبيق له امله به دمجرم د ماغي وضعيت وخيم ترنشي.تردي حده چي ممکن وروسته به دنوموړي معالجه او تداوي هم غير ممکن وي .
په همدي ترتيب که په نظر کي ونيول شي چي لمړي بايد په مجرم امنيتي تدبيرونه او بيا جزاتطبيق شي پدي حالت کي به ددي رويش عدمي معقوليت د لومړني رويش څخه کم نه وي .ځکه دابه لومړي دانساني عواطفو او احساساتو خلاف وي چي يو مريض لومړي تداوي او معالجه شي اوبيا په فوري توګه مجازات شي .علاوه پدي حالت کي به دمجازاتو د تطبيق له امله غالبا د صحت يابۍ څخه وروسته د مجرم پخواني مريضي به دوباره اعاده شي او په دي ترتيب به ټول هغه کوششونه چي په لومړي مرحله کي د مجرم د معالجي او تداوي لپاره صورت نيولي ؤ بيځايه لاړ شي .
په هر حال د څلورمي حل لاري د عيبونو په نظر کي نيولو ددي اړتياوليدل شوه تر څو د حل بله لاره ولټول شي چي دا د حل لاره په لاندي ډول توضيح او څيړل شوي .
پنځمه د حل لاره:
بلاخره بهترينه او اخرترينه لاره چي د نيمه مجانينو مجرمينو د جزائي مشکل د حل په منظور پيشنهاد کيداي شي ددي څخه عبارت ده چي بايد په نيمه مجانينو مجرمينو باندي يو واحد اجتماعي عکس العمل چي په عين وخت کي هم جزائي خصوصيت او هم معالجوي خصوصيت ولري تطبيق شي .داډول اجتماعي عکس العمل په اختصاصي مؤسساتو کي چي د نيمه روغتونو او نيمه زندان په شکل وي اومعمولاً ددي هدف په منظور تاسيس شوي وي تطبيق کيږي . ددي ډول اجتماعي عکس العملونو په واسطه مجرم په عين وخت هم دمجازاتو او هم معالجه او تداوي کيږي چي پدي ترتـيب مجرم به دخوشي کيدو څخه وروسته د صحي وضعيت له حيثه يو سالم شخص ا دخطرناک حالت دلرلو له حيثه به يو اصلاح شوي او تنبه شوي شخص وي پدي معني چي نوموړي به د خپل بعدي اجتماعي ژوند لپاره اماده او په راتلونکي کي به هيڅ ډول نوي جرمي عمل مرتکب نشي .
په حقيقت کي د همدي حل لاري د مزاياوو په نظر کي نيولو له امله په حاضر عصر کي د دوکتورينو دساحي څخه علاوه د جزايي قوانينو تمايل دهمدي لاري د منلو او تطبيق لپاره موجود دي .
لکه څنګه چي د بلژيک دهيواد د (١٩٣٠) م کال د اپريل نهمه مشهور قانون چي د (اجتماعي دفاع)د قانون په نوم ياديږي دنيمه مجانينو مجرمينو د مشکل په اړه همدا د حل لاره قبوله کړي چي په عمل کي ډير مفيد او ګټور نتايج په ځانګړي ډول د متکررومجرمينو د شمير دکموالي او تقليل له حيثه د همدي حل لاري څخه په لاس راغلي.
په همدي ترتيب د فرانسي په هيواد کي دجزايي قانون پروژه چي په (١٩٣٧)م کال کي د دوه تنو سناتورانو هر يو ښاغلي لسبون او ښاغلي کمبوليف لخوا د سنا مجلس ته پيشنهاد شوه .همداد حل لاره ئي پيش بيني کړي وه چي البته داپروژه دنفاذ حالت ته رانغله .همدارنګه د جزا قانون بله مقدماتي پروژه چي په (١٩٥٩) م کال د فرانسي په هيواد کي د عقلي معلولينو مجرمينو په اړه نهيه شوي وه تر اوسه نده نافذه شوي همدا دحل لاي ئي په نظر کي نيولي وه .ددي څخه علاوه د فرانسي دجزائي کود اخرينه پروژه چي پدي وروستيو يعني په (١٩٧٨)م کال کي تسويد شوي په خپلو (٣٦)مادي په دويم بند کي د عقلي معلولينو مجرمينو يانيمه مجانينو مجرمينو د جزائي مشکل د حل په منظور دريمه د حل لاره يعني د جزائي مسؤليت د تخفيف طريقه چي په حقيقت کي د ١٩ قرن يوه دحل لاره ده او ممکن ډير وخيم او منفي نتايج هم ولري پدي معني چي د هغي د تطبيق پواسطه ممکن دامجرمين په متکررو مجرمينو بدل شي قبوله کړي ده، پدي اساس کله چي زمونږ دهيواد د جزا په قانون کي د جزائي مسؤليت د تخفيف د حل لاري په عوض پنځمه او اخري دحل لاره چي په حقيقت کي مفيده او مدرنه دحل لاره ده .ددي ډول مجرمينو دجزائي مشکل په مورد کي قبوله کړاي شي په يقيني توګه نتيجه به يي ګټوره او رضايت بخشه وي .
دويم فصل
دکوچنيانو مجرمينو اصلاح او تربيه
په عمومي صورت کوچنيان هغه چاته ويل کيږي چي اتلس کلني عمرته نه وي رسيدلي څرنګه چي مو مخه دمجانينو مجرمينو داصلاح او تربي موضوع مطالعه کړه .په پخوانيو او قديمي دوروکي دکوچنيانو مجرمينوو داصلاح او تربي په اړه ډيره کمه توجه هم نوه بلکي هغه وخت کوچنيان مجرمين عيناً د لويانو مجرمينو په شان مجازات کيدل . ولي دوخت په تيريدلو له يويخوا د هغو اصلاحاتو په نظرکي نيولو چي دحقوقي جزا په وضعيت وارد شول او د بليخوا د جرمي اعمالو په ارتکاب کي دارادي په نقش او رول باندي پوهان او علما پوه شول .
باالاخره کوچنينان مجرمين چي عيناً د مجانينو مجرمينو ازاده اراده نلري د مجانينو مجرمينو په شان غير مسؤل او غير قابل مجازات وګنل شول او دهيوادونو جزائي قوانينو هم دا پرنسيپ قبول کړ .
ولي په همدي حال کي دکوچنيانو مجرمينو عدمي جزائي مسؤليت او د هغوي عدمي مجازات په هيڅ صورت پدي معني ندي چي کوچنيان مجرمين بايد بيدون د قيد او شرط څخه خوشي کړي شي .ځکه بيدون د قيد او شرط څخه د خوشي کولو په صورت کي داچي دهغوي جرمي علل او عوامل نه مرفوع کيږي نو بناً هغوي په يقيني توګه دوباره د جرمي حرکاتو او اعمالو مرتکب ګرځي .او په متکررو مجرمينو باندي بدليږي .او واقيعت له همدي امله ده چي نن ورځ کوچنيان مجرمين بيدون د قيد او شرط څخه نه خوشي کيږي .بلکي د ټاکلي مودي لپاره په اختصاصي مؤسساتو معمولاً په دارالتاديب کي ساتل کيږي او دامنيتي تدابيرو د تطبيق لاندي نيول کيږي . پدي ډول مؤسساتو کي سعي او کوشش کيږي تر څو ديويخوا دهغوي عدمي جرمي علل او عوامل مرفوع شي او دبلي خوادهغوي تعليمي او تربيتي موضوع ته هم توجه صورت ونيسي .
مهمه پوښته چي پدي ارتباط مطرح کيږي ددي څخه عبارت ده چي ايا کوم ډول امنيتي تدبيرونه په کوچنيانو مجرمينو تطبيق شي تر څو دهغوي اصلاح او تربيي سبب شي .
په ځواب کي بايد وويل شي پدي اړه په عمومي صورت هر ماشوم (طفل) بايد په جوداګانه ډول دقيقاً مطالعه او معاينه شي دنوموړي دوضعيت او شخصيت په نظرکي نيولو يعني د نوموړي فيزيکي حالت او رواني ،اخلاقي او اجتماعي وضعيت سره سم په نوموړي لازم امنيتي تدابير تطبيق کيږي .
په دارالتاديبونو کي د امنيتي تدابيرو د ښه تطبيق په منظور اطفال د سن ،تحصلي سوي،استعدادو،کرکتر او شخصيت له مخي په مختلفو کټه ګوريو ويشل کيږي او هره کټه ګوري د معينو او مشخصو امنيتي تدابيرو د تطبيق لاندي نيول کيږي .
داطفالو محکوميت د هغوي په جنائي دفترونو کي نه مطالعه کيږي اما د موضوع خلاصه د هغوي په مخصوصو کارتونوکي ساتل کيږي تر څو د جرم د تکرار پروخت او يا هغه وخت چه يو ډول امنيتي تدابير په بل ډول امنيتي تدابيرو تبديل شي ورڅخه استفاده وکړي شي .
همدارنګه د کوچنيانو مجرمينو د راپور دوسيه او جنائي کارت په خاص ډول ساتل کيږي د طفل دوالدينو او ياد ذيصلاح اشخاصو او دجرم دبرسي کونکو لکه څارندوي ،څارنوال او قاضي څخه علاوه د بل هيڅ شخص په اختيار کي نشي ورکول کيداي ترڅو د ماشوم راتلونکي حيثيت اووقار ته صدمه ونه رسيږي .
بايد يادونه وکړو چي په ځينو هيوادونو کي لکه فرانسه علاوه ددي څخه چي مجانينو مجرمينو اصلاح او تربيه په اختصاصي مؤسساتو کي صورت نيسي د ځوانو مجرمينو داصلاح او تربيه لپاره هم د نويو او مدرنو رويشونو څخه استفاده کيږي .
د کوچنيانو مجرمينو داصلاح او تربي تر ټولو مهم ترينه او جديد ترينه طريقه په خلاص محيط کي يا خلاصو محبوسونو کي د هغوي د اصلاح او تربيه څخه عبارت ده چي دمخي مو د هغوي نمونه دلويانو مجرمينو په مورد کي مطالعه کړه.
په فرانسه کي ددي ډول محبوسونو د جملي څخه مهمترين يي د (اويرمنجين) خلاص محبس دي .
پدي محبس کي معمولاً د حبس د حزا هغه محکومين چي د (١٨-٢٨) کلونو ترمنځ عمر ولري ساتل کيږي.
پدي ډول څرنګه چي ليدل کيږي د(اويرمنجين) په محبس کي معمولاً ځوان مجرمين اصلاح او تربيه کيږي د(اويرمنجين) په محبس کي ناساز ګاره اطفال څلور لاندني مرحلي تيروي .
١- دبرسي اوازمايش مرحله :
پدي مرحله کي د محکومينو څخه هر يو په يو اطاق کي چي کافي اسانتياوي يعني دخوب تخت ،مرکز ګرمي ،دلاس پريمنځلوځاي اوداوسپني د پنجرو نه لرونکي کړکي او داسي نور ولري .په منزوي ډول ساتل کيږي پدي مرحله کي د ماشومانو ساتلو موده يواځي شپږ هفتي دي سره ددي چي ماشومانو پدي مرحله کي په منزوي اومنفرد ډول ژوند کوي او هغوي په خپلو درسي صنفونو کي او همدارنګه په دسته جمعي ډول شرکت کوي .
پدي مرحله کي دماشومانو دساتلو موده شپږ هفتي وي چي پدي موده کي دماشومانو روحيه وضع اوحالت د مختلفو جهتونو له مخي ازمايش کيږي او برسي کيږي .څرنګه چي پدي موده کي دزندان مربي د زندان مدير دزندان روحاني او اجتماعي کومک کونکي او بلاخره د مجازاتو د اجرا قاضي په منظم ډول د ماشومانو سره ملاقات کوي او دهغوي په اړه خپلي برسي ګاني او ارزيابي ګاني لاسته راوړي .
٢- دتربيت مرحله:
د اولي مرحلي د شپږو اونيو د مودي په پائي کي ناساز ګاره ماشومان په مختلفو تربيتي ګروپونو ويشل کيږي او هر ګروپ ديومربي ترنظارت لاندي د سته جمعي ژوند پيلوي .
داچي پدي دوره کي دماشومانو د خوب اطاقونه سره ددي چي منفرد او منزوي وي اما د خوړنځاي او عمومي صالون څخه په مرسته جمعي ډول استفاده کوي .همدارنګه دروځي لخوا هغوي په درسي ،ورزشي او دکار د زده کړي په چاروکي په دسته جمعي ډول برخه اخلي.
پدي مرحله کي زندانيان د خپل استعداد له مخي چي په لمړي مرحله کي د برسي او ازمايش لاندي په نتيجه کي ثبت شوي وي په مختلفو حرفوي کار نو کي لکه عمومي ميخانيک ،فلزکاري ،ساختماني اوداسي نور کي شامليږي .
دا مرحله هم شپږ اونۍ په برکي نيسي ددي مرحلي په پاي کي که مجازاتو دتطبيق قاضي د هغوي د اصلاح او تربي نښي او علايم ثابت کړي دريمي مرحلي ته دهغوي دداخليدو اجازه ورکوي .
٣-داعتماد مرحله:
پدي مرحله کي محبوسين دزندانيانو په يوه مخصوصه ودانۍ کي ژوند کوي پدي ودانۍ کي دزندانيانو څخه هر يو د ساده اومناسب فرش لرونکي انفرادي اطاق لري د کافي غذا څخه استفاده کوي يوه کوچني باغچه اومزرعه هم دهغوي په اختيار کي ورکول کيږي .چي د هغوي ساتنه او کرنه په خپله د زندانيانو يا محبوسينو په غاړه وي .
زندانيانود تعطيل پر مهال او همدارنګه دهفتي په اخره رخصتي کي يعني د شنبي د ورځي د غرمي څخه وروسته او د يکشنبي په ورځو دراډيو يي او تلويزيوني خپرونو څخه استفاده کوي .
ددي څخه علاوه هغوي هره مياشت يو ځلي د خپلو مربيانو او څارونکو سره يوځاي د ګرځيدو اوهوا خوري په منظور د وداني څخه بيرون وځي .همدارنګه هغوي کولاي شي په ځينو مواردو کي د محل او سيمي د ټيمونو سره سپورتي سيالۍ تر سره کړي .
بايد يادونه وکړو چي اعتماد مرحلي د زندانيانو د جملي څخه هغه کسان چي له يوي خوا د حرفو ي او دکار زده کړي په ازموينه کي چي د کار وزارت لخوا اخيستل کيږي بريالي شوي وي او د بلي خوا هغوي د ځان څخه ښه وړتيا ښودلي وي يعني د اصلاح او تربي زياتره علايم په هغوي کي څرګند شوي وي د مجرمينو د تصنيف د کميسون د مساعد نظر او تصويب په اساس څلورمي مرحلي ته داخليږي .
٤- دنيمه ازادي مرحله:
پدي مرحله کي هر زنداني د زندان څخه بهر په يو کور کي د خپلي کورنۍ او مربيانو څخه ديو تن مربي تر تظارت لاندي ژوند کوي او دښار د کارخانو او فابريکو څخه په يوه کي ګمارل کيږي نوموړي زندانيان هره ورځ سهار ديو ازاد کار ګر په توګه بيدون د کوم څارونکي او محافظ څخه د خپل کار محل ته ځي او دشپي بيرته خپل کورته راګرځي .ددي مرحلي د پاي ته رسيدو څخه وروسته باالاخره زندانيان په کامل او مطلق ډول ازاديږي بايد يادونه وکړو چي داډول زندانيان په کامل او مطلق ډول تر خوشي کيدو وروسته په هغو کارخانو او فابريکو کي چي دمخه د نيمه ازادي د دوران پر مهال پکي په کار بوخت وه خپل کار ته دوام ورکوي .
اما که په هغه ځاي کي د کار ددوام سره علاقه ونلري پدي صورت کي د نوموړي اجتماعي کومک کونکي يا مددګاران کوشش کوي تر څو دنوموړي لپاره په هغه محل کي چي تر خوشي کيدو وروسته هلته ژوند اختياروي مناسب شغل او کار پيدا کوي بايد يادونه وکړو چي د زندانيانو له جملي څخه هغه کسان چي په نتيجه کي ښه روش، او رفتار، نيک کرکتر دکار سره علاقه او د خپل اصلاح او تربي په مورد کي سعي او کوشش دا څلور مرحلي سرته ورسوي د خپل بعدي ژوند لپاره کاملاً اماده کيږي او په يقيني توګه د کاملي او مطلقي ازادي وروسته به د خپل عادي او نور مال ژوند دچارو پرمخ بيولو کي د مشکلاتو سره مخ نه شي په پاي کي د کوچنيانو د مجرمينو داصلاح او تربيه په ارتباط د يادولو وړ ده چي زمونږ په هيواد کي د څوانو مجرمينو اصلاح او تربي په مورد کي متاسفانه نوي او مدرن مرکزونه او مؤسسات .
مثلاً ،خلاص محبسونه چي په ځينو هيوادونوکي موجود دي او مونږ هغه مطالعه کړل وجود نلري .بناً اميد او هيله لرو چي په راتلونکي کي ددي ډول مرکزونو او مؤسساتو دايجاد امکاناتو په مورد کي غور او مطالعه صورت ونيسي.
ددي څخه علاوه په دارالتاديبونوکي د کوچنيانو مجرمينو داصلاح او تربيي په مورد بايد يادونه وکړو چي مونږ په هيواد کي په (١٣٤٦ه ش ) کال د دارالتاديبونو دقانون دانفاذ نه وروسته په همدي کال د کابل په ښار کي يو دارالتاديب ايجادشو دمالي او بوديجي دمشکلاتو له وجي يي په (١٣٤٩هش) کال په فعاليت پيل وکړ له هغه مهاله تر نن ورځي پوري عملاً همدا يو دارالتاديب مونږ دهيواد د کابل په شار کي وجود لري چي ناسازګاره کوچني هلکان او انجوني په هغه کي ساتل کيږي .
بناً دکابل ښار څخه علاوه د هيواد په نورو ولايتونو کي دکوچنيانو مجرمينو داصلاح او تربي لپاره د دارالتاديبونو د جوړولو اړتيا ليدل کيږي .
: دوهمه فقره:دمجازاتو دتنفيذ تعليق

څلورمه فقره -کومک او همکاري دخوشي شوو محبوسينو سره :

١-د خوشي شوو محبوسينو سره د کومک او همکاري کميټي .
٢- داعاشي او اباتي موقتي مراکز .
1- د خوشي شوو محبوسينو سره د کومک او همکاري کميټي :

آااپتنسپت