د لمانـځه اهمیت په اسلام کی

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 0
  • اندازه فايل 96.35 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 2, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 2, 2022

د لمانـځه اهمیت په اسلام کی

فــــهــــرســــــت

  1. لومړي فصل.. 2
  2. دلمانځه اهميت په اسلام کې.. 2

دلمانځه تعريف.. 2

  1. دلمانځه ثبوت په قرآن کريم سره.. 3
  2. دلمانځه فرضيت دامت په اجماع سره :.. 4
  3. دلمانځه دفرضيت تاريخ:.. 4
  4. دلمانځه ديني ګټي.. 6
  5. دلمانځه شحصي ګټې.. 7
  6. دلمانځه ټولنيزې ګټې.. 9
  7. دوهم فصل.. 11
  8. دمواقيت اوصلاة لغوي اواصطلاحي معناگاني.. 11
  9. دلمانځه اقسام.. 13
  10. دريم فصل.. 15
  11. دقران کريم دنصوصوله مخي دلمانځه وختونه.. 15
  12. داحاديثوله مخي دلمونځونو وختونه اوپه دي اړه دفقهاؤ نظريات.. 18
  13. دجمعي اواخترونو دلمونځونو وختونه.. 25
  14. څلورم فصل.. 27
  15. هغه اوقات چي لمونځ کول پکي داحاديثوله مخي مکروه دي.. 27
  16. دفقهاء له نظره دلمانځه اوقات.. 28
  17. په مکروه وختونوکي دلمونځ کولو په اړه س دفقهاوو نظريات.. 32
  18. دوهم مبحث:دمقتديانو دمدرک، لاحق،مسبوق احکام:.. 35
  19. دريم مطلب: مسبوق به لمونځ څنګه پوره کوي؟.. 36
  20. خاتمه.. 39
  21. مراجع او مصادر. 40

 

 

 

لومړي فصل

دلمانځه اهميت په اسلام کې

دلمانځه تعريف

لمونځ په لعت کي دوعا ته وايي يعني هغه دعاء،چي به خير ويل کيږي لکه څرنګه چي الله فرمايي  Èe@|¹uröNÎgø‹n=tæ(¨bÎ)y7s?4qn=|¹Ö`s3y™öNçl°;3ª!$#urìì‹ÏJy™íOŠÎ=tæÇÊÉÌÈ[1]

ژباړه : اي محمده ته مومنانو ته دعا وکړي يعني دوي ته بلنه ورکړه په خير سره ، چي ستا بلنه ورکول دوي ده آرام تو هوسا ژوند ورپه برخه کوي چي ايمان راوړل دي .لاکن ځيني علماء لمونځ په معنيد رحمت سره ترجمه کوي خو ديادوني وړ هغه کوم تحقيق چي دلمانځه دلفظ اړوند داوسني وخت علما‌ء محققين او خصوصاً دمدرسو استادان او محققين په دي اړوند تحقيق کوي دوي وايي چي  ( صلاة) دلغوي معنا په لحاظ په څلورو معناګانو راعلي دي

۱په هغه وخت کي جي نسبت د ( صلاة) خداي ته وشي په معني د رخت دي.

۲ په هغه وخت کب چي نسبت د(صلاة) عامو مومنانو ته وشي په معنا د مففرت راځي.

۳ په هغه وخت کي چي نسبت د (صلاة ) حضرت محمد ته وشي په مغنا د درود دي.

۴په هغه وخت کي چي نسبت د (صلاة) حيواناتو لکه ځناور او مرغانو ته وشي په دمغنا د تسبح او تحليل دراځي

لمونځ په اصطلاح ي کي: دفقهي علماوو په اصطلاح کي لمونځ هغه خاص قولو نه او فعلونه دي، چي به تکبر تحريمه سره پيل او به سلام ګرځولو سره پاي ته رسيږي .

 

 

 

 

 

دلمانځه ثبوت په قرآن کريم سره

لمونځ په قرآن کريم او دحضرت پيعمبر حديثو او علماوو په اجماع سره ثابت دي و څکه لمونځ داسلام داساسي او مهمو بيناوو څخه دي، بل داسي عمل نشته جي په اسلام کي ورته دومره زيات پيوسته داغلي ، لکه الله چي فرمايي     (ان الصلوة تنهي عن الفحشآء والمکر ولذکر الله اکبر)[2]

ژباړه : په تحقيق سره لمونځ انسان دبدو او ناوړو اعمالو څخه ژعوري او دالله يادول لو ي او عوره عمل دي .

او په ځينو ځاينو کي يي د زکات سره متصل ياد کړي ، لکه  چي فرمايي:  واقيمو الصلوة واتوالذکوة([3]۲)

ژباړه : تاسپ لمونځو نه قايم کړي او زکاتونه پخپل وخت دټولو شرطونو سره برابر .

همدارنګه يي په ځينو نو رو ځايونو کي دصبر سره يادکړي دي لکه چي فرمايي (وستعينو ا بالصببر والصلوة واينا لکبيرة الا علي الحشعين ،[4])

ژباړه : تاسي  کمک وغواړي په صبر او لمونځه سره پ تحقيق سره دغه لمونځ لو ي او دروند باره دي، مګر نه په هغه مومنان جي خشوع او عاجزي کوي او دالله تعالي او امروته يي عاړه ايښي وي او همدارنګه په خينو ځايونو کي د (بر ) د نيکو عملونو سره ياد شوي ، لکه څرنګه چي الله فرمايي : قد افلح المو منون الذين هم في صلاتهم خشعون [5])

ژباړه: په تحقيق سره دخلاصون او بري موندونکي دي مومنان ،هغه کسان چي پخپلو لمونځونو کي عاجزي کونکي وي .

دلمانځه ثبوت په حديثو سره : زيات داسي حديثونه ذکر شويدي چي دلمانځه ثبوت او يا فرضيت تري څرګنږي ، لکه حضرت عبدالله ابن عمر پدي اړوند حديث نقل کړي او فرمايي :عن النبي قال: (بني اسلام علي خمس :شهادة ان لا له الا الله وان محمد الرسول الله واقام الصوة وايتاء الذکوة صوم الرمضان وحج البيت من الستسطاع اليه سبيلاه )متفق عليه ([6]) حضرت عبدالله ابن عمر د رسول څخه نقل کړيدي چي وايي فرمايي اسلام په پينځو شيانو بناء دي : شاهدي اداکول پدي سره چي هيڅ لايق او مستحق دعبادت سواء د الله نشته او محمد دهغه راستول شوي رسول دي دلمانځه ادا کول ، دزکات ورکول ، دروژي نيول او دبيت الل شريف حج کول دي هغه چاته چي دلاري د تګ او راتګ توان ولري

دلمانځه فرضيت دامت په اجماع سره :

له دري ګونو دلايلو څخه چي دلمانځه ثبوت ورباندي کيږي دعلماوو اجماع ده ،ځکه چي علماء هم پدي اتفاق لري چي په يوه شپه او ورځ کي پينځه وخته لمونځ فرض شوي دي .[7]

دلمانځه دفرضيت تاريخ:

دلمانځه د فرضيت د وخت په اړوند زيات نظرونه او محتلف قولونه موجود دي ، لاکن هغه مختار او عوره مفتي به قول د فقهي علماوو په نظر دادي چي لمونځ د (ليلة الا سراء ) د معراج په شبه د هجرت  څخه پينځه کاله مخکي فرض شوي دي ، چي عام تاريخ پوهان هم يدي نظر دي چي لمونځ د فرضيت تاريخ په نبوي حديثونو همدغه مفتي په قول ثابت دي لکه حضرت رسول فرمايي : فرضت الصلوة علي النبي  الصلات ليلة الاسري به خمسين ثم نقصت حتي جعلت خمسا ثم نودي  يا محمد انه لا يبدل القول لديه و اتک بهذا الخمسته خمسين [8])

حضرت انس نقل کوي چي فرمايي په رسول الله د معراج په شپه پنځوس لمونځونه فرض شول ، بيا وروسته کم شول آن تر دي چي پينځه لمونځونه ته ورسيدل او بيا وويل شول ، اي محمد ه نه تعير کيږي دخداي ج يو قول او تا ته په دعه پينځوسو  لمونځو نو د پنځو نو اجر درکول کيږي د دغه حديث د مفهوم څخه معلو مبږي چي لمونځ د معراج په شپه فرض شوي دي ، لاکن بيا هم علماء پدي اړون محتلف نظرونه لري .

داحنافو علماوو نظر

داحنافو علماوو نظر دا ددي چي لمونځ د معراج په شپه د شنبي ورځ اوولسم د روژي يو نيم کال د هجرت څخه مخکي فرض شوي .

۲ــ حافظ ابن هجر:

دحافظ ابن حجر نظر پدې اړوند دادي چي وايي : لمونځ په اوويشتم د رجب  فرض شوي دي او همدغه نظر اړوند دادي علماوو هم تاييد کړي دي ، چي لمونځ يه هر عاقل بالغ او مسلمان باندي فرض دي نو کله چي لس کلنۍ ته ورسيږي ، دنه کولو په حال کي بايد ووهل شي ، بيا هم په يو ه شپه او ورځ کي پر يو ه مسلمان  عاقل بالغ باندي پينځه المونځونه فرض شوي دي او پدي کي دعلماوو هيڅ اختلاف نشته بلکي پرته له هغه فرض شو يو لمونځونو نو ر نه لازميږي ، مګر هغه وخت چي يو شحص پخپل ځان باندې نذر کړي وي ،له دعو پسنځو لمونځونو څخه نه کميږي او نه زياتيږي([9])

ځکه په دي اړوند دحضرت مغاذ خديث دي چي کله رسوالله يمن ته وليږل او ورته ويي چي (اخبر هم ان الله تعالي فرض عليهم خمس صلوة فيي کل يو م و ليلته)[10]

يعني ته خبرورکړه مسلمانانو ته چي په تحقيق سره دالله په يو شپه او ورځ کي پرتاسې وخته لمونځ فرض کوي دي . دهمدې دليل پر ساس يي تغين د عدم هم وشو

دلمانځه دفرضيت خکونه

د لمانځه د فرضيت حکمتونه زيات بيان شوي دي ، چي به حتصر ډول ورته اشاره کوو :

د( شهادتين ) د کليمو څخه وروسته په دوهم قدم لوي او دروند مسوليت  لمونځ دي ، ځکه يو شمير حد يثونه پکي داعلي دي چي له هغي جملي څخه دحضرت جابر حديث دي ، چي فرمايي : عن جابر عن رسول الله قال بين الرجل ړ بين الکفر ترک الصلوة([11])

ژباړه :حضرت جابر  درسولالله څخه روايت کوي چي رسول الله فرمايي مطلب دل چي اويوکس دکفر او اسلام تر منځ تو پير په لمانځه سره دي . د پورته خديث خکميي مفهوم داسي راځي هغه څوک جي لمونځ کوي هغه ته مسلمان ويل کيږي او هغه څوک چي لمونځ يي پريښي وي ددي حديث څخه يي کفر ثابيتيږي ، پر دې سربيره بياهم پدي اړوند د علماوو نظزونه زيات تفاوت لري چي په راتلونکو مطالبو به روښانه شي .همدارنګه لمونځ دالله دنفمتونو دشکر اداء کول دي ، چي علماوو يي زياتيفائدي بيان کړيدي مثلآ لکه اجتماعي ،شخصي ، ديني چي په راتلونکي کي به ان شاء الله هر يو له دي فايدو څخ په مفصل ډول بيان کړو:

دلمانځه ديني ګټي

دلمانځه له زيات شمير ګټو څخه ديني ګټي دي ، ځکه چي لمونځ دالله او بنده تر منځ د نژدۍ  والي او پيوستون اړيکي دي. هغه خوند او لذت چي د الله او بندهه ترمنځ په لمانځه کي دي ، په نور شيانو کي نشته . په همدي ډول دالله د ربوبيت اظهار ، هغه ته دژوندانه چارو سپارل ، درحمتونو اوميد او د  ديانت لاره ده ،ځکه چي عبادت دکاميابۍ ، رسته ګارۍ او د ګناهونو توييدل دي ، همدعه راز خداي  دلمانځه د ديني فايدي په اړوند فرمايي:

قد افلح المومنون هم في صلاتهم خاشغون[12])

ژباړه : په تحقيق سره کامياب او لاره موندونکي مومنان هغه کسان دي چي دوي په لمونځونو کي تو اضع او عاجزي کوي ږ

دلمانځه د ديني ګټو په اړوند زيات شمير حديثونه بيان شوي دي . دبيلکي په ډول يو جديث ذکر کوو تر څو موضو ع ورباندي روښانه شي .

[عن ابي هريره قال قال رسول الله اراييتم لو ان نهرا في باب احد کم يغتسل فيه کل يوم حمس مرة هل يبقي من درنه شي ء ؟قالو الا يبقي من درنه شي ء قال فکذالک مثل صلاة خمس يمح الله بهن الخطايا]([13])

ژباړه : آيا تاسي خبرياست که چيري د يو سړي په دروازه کي جاري کښتي روان وي ، پدي لښني کي په يوه سبه او ورځ پينځه ځله عسل کوي آيا کومه چتلي به د دي سړي په وجود کي پاتي شي ؟

صحابه کرتمو ورته وويل نه ! د دي سړي په وجود کي به هيڅ چټلي پاتي نشي ، بيا رسول الله وفرمايل ، چي : همد ارنګه پينځه د زياتو لمونځو نو دي ،

څوک يي جي آداک کړي د لمانځه کوونکي په وجود کي به چټلي پاتي  نشي او ګناهونه به ي ټول په همدغه لمانځه له منځه ولاړشي.

بالاخره په نتيجه کي دا خبره معلومه شوه چي د لمانځه دزياتو ګټو څخه يوه د يني ګټه ده په همدي کټې سره ګنا هونه به منځه ځي او ذالله په نزد دې شحص نوره مرتبه لوړيږي([14]

 

دلمانځه شحصي ګټې

داچي دلمانځه ګټي د اسلامي فقهي علماوو زياتي بيان کړي بلکي ټولو علماوو هروډول ګتي ذکر کړي چي دهغي شمير ګټي دي، دلمانځه په شخصي ګتوسره دالله او بنده ترمنځ نږ والي راځي ،څرنکه چۍ په دي اړوند فرمايي (وما خلقت الجن والانس الا ليعبدون )[15]

ژباړه :ما ندي پيدا کړي پيريان او نسان ، مګر دعبادت لپاره مي پيدا کړي دي

دا چي په لمونځ کولو کي دنفس  او ازادي تقويه  لمونځ کوونکي ته غيرت پيداکيږي ، له دنيا څخه يي زړه پورته کيږي ، هغه کومي غوښتني چي د انسان دي که دنفساني ړي لکه مال ،دولت ، قدرت ، چوکي ،دا ټول دلمانځه په دريعي  سره د انسان له زړه څخه ليري کيږي ،

دګمراهي شيطاني وسوسو او عولولو څخه  دلمانځه په ذريعي سره انسان خوندي پاتي کيږي  ،همدارنګه په بل ځاي کي د مو ضوع اړوند فرمايي( واستعنو باالصبر والصلوة وانها لکبيرة الا علي الخاشعين)[16]

 ژباړه: تاسې کمک وغواړي په صبراولمانځه سره،په تحقيق سره لمونځ چې دي لوي اودرنده بار دي مګر نه پر عاجزي کوونکو مومنان باندي ، بلکي پر هغوي ټار او پيټي نه جوړيږ ي او دالله په اطاعت دوي نور هم خوند اخلي.

همدارنګه راز په لمانځه کي نفسي او روحي آرامي انسان ته حاصليږي او دعفلت څخه ليريوالي راځي ،

همدارنګه د رسول لله څخه نقل راعلي چي فرمايي : زما د دنيا له شيانو څخه دوه شيان ډير خوښ دي ، چي يو ښځي  خپلي ميرمني او بل خوشبويي  يعني عطري شيان دي او زما لپاره دسترګو يخوالي لمونځ دي ، د سترکو يخوالي کناينه له او ښکو تو يولو څخه ده . په يو بل حديث کي دي ته هم اشاره شويده چي که چير ي يه لمانځه کي د سترګو څخه اوښکو لاړي شي ، خو غير د اواز پورته کولو څخه وي لمونځ نه فاسديږي ، ضروري ده چي لمونځ بايد داسې د زړه په حضور سره وشي ، چي سترګو پکي يخې ته  په همدي دول په يو بل حديث کي هم دې موضو ع اشاره ده لکه په کوم وخت کي به چي رسول الله خفګان او يا پر يشاني داعله نور رسول الله به حضرت بلال ته وويل ، چي خوشحاله کړه مونږ په لمانځه  سره اي بلاله ! همدارنګه دلمانځه لپاره د دين علماوو زيات زيات زيار ايستلي ، ليکنې يي پکي کړي  او زياتي ګټي ورته بيان کړ ې دي ، مثلا لکه يوه انسان ته انسانست  ښودل دا واقعي خبره ده چي انسانست او اخلاق انسان ته په لمانځه کي ښودل کيږي ، ځکه دلمانځه څخه لوي د راز ځاي بل دانسان لپاره نشته ، ځکه په بل هيڅ داسي عمل کي دالله سره دومره په خفي او پټه اندازه راز نشته ، بلکي دلمانځه د ارکانو اوشرطونو څخه يي اقتباس کيږي . دانسان زړه دالله سره تړلي وي دهغه له پلوه ورته هدايت کيږي صحيح او نيغي لاري ته برابريږي .

خود دې حديث د مضمون په رڼا کي مولانا محمد زکريا کاند هلوي  ليکي وايي : لمونځ دالله لو ي رحمت دي ، په هروخت کي چي يو سړي  دپريشاني او خفګان يره مخامخ شي ، هر چاته چي دخداي رخمت مخامخ وي ،نو آيا دا سړي به بيا پريشانۍ او خفګان کي پاتي وي ؟ بلکي هيڅکله نه .

همدارنګه مولانا زکريا صاحب ديو حديث مضمون نقل کوي چي :(په هر وخت کي به جي سخت او تنده باد ولګيده ،خضرت رسول الله به جماعت ته تشريف يو ي لمونځ به يي شروع کړ تر څو باد ته بند شوي د مسجد څخه همدعه راز د موضوغ اړوند ايوه بل حديث په مضمون کي ليکي دلومړنيو پيغبرانو هم دل عادت و ، چي کله به يريشاني ورباندي راغله ، دوي به هم مسجد ته تلل، هغه خفګان يا پريشاني به چي پري راغلې وه ، هغه به په لمانځه سره ليرې کوله .

همدارنګه حضرت ابن عباس  يوه ورځ په سفر راوان ؤ په لاره کي خبره شوه چي زوي يي وفات شوي پراوښ سپورؤ ، له هغه داکښته شو او دوه دکعته لمونځ يي وکړ لکه څرنګه چي الله ماته امر کړي ؤ،لمونځ دانسان دټولو امورو لپاره وقار، سکون او زړه ته اطمينان   پري حاصليږي([17])

 

دلمانځه ټولنيزې ګټې

يوه له هغو ګټو څخه چي دلمانځه لپاره علماوو ذکر کړي ،هغه ټولنيزې ګټي دي :آيا په ټولنه کي لمونځ څه اثر لري؟ هغه تا‌‌ ثيرات چي په لمانځه سره مرتب کيږي هغه دټولني دخلکو په نفسونو کي داسلامي عقيدې يووالي او ټنګښت او د همدې عقيدې تقويه ده .

همدارنکه داحتماعي يا ټولنيزو چارو تنظيم ،ترتيب ،د اسلامي عقيدې او فکر يووالي د ټولنيزو اړيکو ټنکښت او يو دبل احوالو څخه ځان خبرول دي ؛ ځکه چي انسان د يوه جسد په مثال سره دي.کله چي دانسان يو اندام مريض شي ،ټول جسد دهغه په درد او نالښت وي . بناء په همدې اساس لمونځ هم په ټولنيزو چارو کي زياته همکاري لري ، لکه څرنګه چي دوکتور وهبه يي دتعريف په ډول بيانوي وايي :لمونځ دالله او بنده تر منځ دپيوستون تړون دي. له همدې کبله انسان ته دزړه نرموالي پيرا کيږي . کله چي د زړه د نرم والي آثار پرې مرتب شول ، نو بيا په ټولنيزو چارو کي انسان يو بل سره همکاري، بالاخره په نتيجه کي اسلامي عقيده او روحيه د ټولني په خلکو کي قوت پيدا کوي .

همداراز  دحماعت د لنمانځه هم زياته يادونه شوي ده چې دهغه شميرڅخه ديوه قوي صفت جوړول او په ټولنه کي دټولو غړيو په علي السويه ډول ژوند کول دي دتوحيد دکلمي يووالي په عامه چارو کيدټولني دعړيو په شرعي چارو کي دامير په پيروي ازموينه ده، په هغو چارو کي چي په هغه سره الله خوښ وي او هغه اساسي عمده هدف جي دالله درضايت سبب ګرځي ([18])

مسلمانان په همدي نښه او علامه سره پيژندل کيږي او د دوي ترمنځ اړيکي، بلکي معرفت او پيژندګلوي راځي يو بل دمعلوملاتو څخه استفاده کوي او دښو اخلاقو څخه يي عبرت او پند اخلي دبې وزلو مسکينانو داحوال څخه ځان خبروي [19]

نو بناء په همدې اساس دمسجد تاسيس دهم پدې هدف سره شوي ،چي مسلمانان يو دبل له امورو څخه  ځانونه خبرکړي، شرعي چاري پکي اجراء شي لکه دجماعت لمونځ ،عوت او تبليغ ،امرباامعروف او نهي عن المنکر ، دقرآن کريم د احکامو بيان ، هغه شرعي خلاوې او نقصانونه چي په خلکو وي لاښوونه ورته وکړل شي تر څو هغه اصلاح کړي.

پد اړوند زيات حديثونه بيان شوي ، چي دهغو څخه د يوه حديث مضمون  راخلو چي حضرت پيغمبر فرمايي :(يو مومن دبل مومن لپاره داسې مثا! لري لکه ټولنې او يا کورونه چي ځيني ي ځيني نور تقويه ، يو بل سره تړل شو ي وي او يو پربل محکم وي)

بالاخره دې نتيجي ته رسيږو ،چي په ټولو اعمالو کي يوازي او يوازي لمونځ دي چي دټولني په خلکو کي زيات اثرلري[20]۱)

همدارنګه مولانا محمد زکريا کاندهلوي په خپل کتاب فضائل اعمال کي د يو حديث مضون دشمارې په طرز سره ليکي او دلمانځه ټولنيزې ګټي داسې بيانوي:

۱لمونځ دکفر او اسلام تر منځ يوه پرده ده .

۲لمونځ دمسلمان علامه يا نښه ده .

۳ لمونځ شيطان له منځه ليري کوي اوانسان دشيطان څخه خلاصوي.

۴ لمونځ دمومن نور دي .

۵لمونځ بهترين جهاد دي.

۶- په هغه وخت کي چي انسان په لمانځ کي داخل شي الله هغه ته زيات متوجه وي.

۷- په هغه وخت کي چي يو انسان لمونځ وکړي او وروسته دلمانځه څخه د الله څخه خپل حاجت وغواړي هغه يي حاجت پوره کوي .

۸ الله دسجدي ځايونه (تندي) له اوره په امان کړي دي .

۹-په هغه وخت کي چي يو آفت له آسمانه څخه راکښته شي، الله لمونځ کوونکي ځيني ساتي او پر دې سربيره نوري ګټي هم زياتي دي جي پخپل وار سره علماوو بيان کړي ، کيداي شي داکفايت وکړي او دپوهنې علاقه برونکيو لپاره دخستګي سبب ونه ګرځي[21]

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دوهم فصل

دمواقيت اوصلاة لغوي اواصطلاحي معناگاني

مواقيت الصلاة : اضافي ترکيب دي چي دمضاف اومضاف اليه تعرفونه يي په

 لاندي ډول دي

۱ـ مواقيت دميقات جمع ده اودوخت په معني دي؛او وخت داسي پيژندل شوي:

(الوقت مقدار من الدهرمعروف)ژباړه: وخت دزماني يوه ټاکلي برخه ده.نومفهوم يي داشوچي وخت ديوفعل دترسره کيدلولپاره ټاکلي شوي زماني ته وايي ،اوکله کله دهغي وعدي په معني هم راځيچي وخت ورته ټاکل شوي وي مثال يي دادي:

وقت الله للصلواة،اي حدد الله لها وقتا)الله پاک  دلمانځه لپاره وخت ټاکلي دي ،اويا داچي وقت الفلان) اي بين له مقدارالمرة )فلانکي ته يي وخت معين کړ،معني داچي دوخت اندازه يي ورته معلومه کړه اوکله چي يي لمانځه ته اضافت وشي نوبيا دوخت په معني سره وي

ميقات:مصدرميمي دي له فعل مثال څخه اخستل شوي دي دلفظ وصول داسي دي :وقت ،يقت،وقتا،وميقاتا،قياس شوي دي په باب دوعد ،يعد،وعدا،وميعادا[22].

۲- صلاة :په لغت کي ددعا  او دعاي خير په معني سره دي،الله فرمايي Èe@|¹uröNÎgø‹n=tæ(¨bÎ)y7s?4qn=|¹Ö`s3y™öNçl°;3ª!$#urìì‹ÏJy™íOŠÎ=tæÇÊÉÌÈسورة توبه)[23]

 ژباړه: دنيکي دعا ورته وکړه ځکه چي ستا دعا ددوي لپاره هغوي ته سکون اوارام دي

ځيني وايي چي صلاة په اصل کي دتعظيم په معني دي

که چيرته دصلاة دي معناګانو ته ځيرشونووبه ګوروچي يوبل ته ورتوالي لري اوهغه داچي لمونځ داسي يو عبادت دي چي مسلمانان دهغي په کولوسره له يوه اړخه درب العزت تعظيم کوي ،اوله بله اړخه هغه په دعاګانومشتمل دي.[24]

۲-اودشريعت په اصطلاح کي .صلاة دهغوخاصوافعالو اقوالوڅخه عبارت دي چي په ځانګړووختونوکي په جداګانه شرايطوسره په تکبيرتحريمه سره شروع اوپه سلام سره ختميږي

دمسلمانانوپه ژبوباندي چي کله دلمونځ (صلاة) ياد وشي ، نودهغوي ذهنونه سمد ستي دلمانځه هغه خاصوافعالو اواقوالوته ولاشي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دلمانځه اقسام

فرض لمونځ

داپه ډاکه ده چي دجمعي دورځي څخه په نوروورځوکي فرض لمونځونه (۱۷) رکعتونه دي ،اودجمعي دټولي ورځي رکعتونه (۱۵)دي.دغه لمنځونه په دي شمير درکعتونوسره دالله په کتاب،درسول الله صلي الله عليه وسلم په سنتواودامت په اجماع سره ثابت دي

۲ــ سنت رواتب

دفرض لمنځونوڅخه پرته نورلمنځونه هم شته دي چي په احاديثوکي اودفقي په کتابونوکي يي ذکرشوي دي ،دهغي له جملي څخه يوقسم لمنځونه په (سنت رواتب سره نومول شوي دي .

دغه لمنځونه دفرض لمنځونوڅخه وړاندي اوورسته اداکولاي شي چي په لادي ترتيب سره ذکرشوي دي.

دوه رکعته دسهار د برض لمانځه څخه مخکي . څلوررکعته دماسپخين د برض لمانځه څخه مخکي، اودوه وروسته .دوه رکعته دماښام د فرض لمانځه څخه وروسته

اودوه رکعته دماسختن د فرض لمانځه څخه ورسته چي ددي ټولوشمير

۱۲رکعتونه دي ،په دي اړه يي په صحيح احاديثو کي فضيلت ذکرشو

۳ــ وتر

دوترو دلمانځه وخت دماسختن دلمانځه څخه وروسته ترصبح صادق پوري دي .ددغه لمونځ په حکم کي اختلاف دي چي سنت دي اوکه واجب دي .امام ابوحنيفه رحمه الله يي واجب بولي ،اونور ائمه ورته رحمهم الله ورته سنت وايي.

دوترودرکعتونوپه شميراوطريقه کي هم دمذاهبو ترمينځ يوڅه اختلاف شته دي داحنافورايه داده چي دوترولمونځ دري رکعته دي په دوه قاعدو اويوسلام  سره.

قيام اليل يادتهجدولمونخ:

دنورونوافلو په پرتله دغه لمونځ خاص امتيازلري دشپي دخوب ديوي برخي څخه وروسته اداکيږي کمه اندازه يي (۲)رکعته اوزياته اندازه يي (۱۲)رکعته ده ابراهيم بن ادهم رحمه الله وايي

انګاه که خبريافتم ازملک نيم شب +ماملک نيم روزبه يک جونمي خورم.

صلاة تراويح:

دايومسنون عمل دي داحنافوپه نيز باندي شل رکعته دي  په جماعت سره اداکيږي

۶ـ دڅاښت لمونځ:

دغه لمونځ ته په عربي ژبه (صلاة الضحي )واي ،تردولسو(۱۲)رکعتوپوري کيداي شي،اوددي څخه کم هم اداکيــدلاي شي.

۷ـ دکوچني اولوي اختر لمنځونه

دکوچني اولوي اخترلمنځونه واجب دي،چيرته چي د جمعي لمونځ صحيح کيږي،نوپه هغي ځاي کي داخترونولمنځونه هم جائز دي.

۸ــ داستخاري لمونځ: ۹ــ دحاجت لمونځ : ۱۰ـ صلاة تسبيح يا دتسبيح لمونځ : ۱۱ــ دتوبي لمونځ،

۱۲ـ دکسوف او خسوف  يعني د لمرا وسپوږمي دتندر نيوني يا توريد لــولمونځ،

۱۳ـ د تحية المسجد لمونځ : ۱۴ـ تحية الوضوء لمونځ : ۱۵ـ دجنازي لمونځ : ۱۶ـ  عام نوافل چي دشپي او ورځي په اکثره وختونو کي کيداي شي.

ددغو ټولو لمنځونودرکعتونو شمير او کيفيتونه داسلامي فقي کتابونواومذاهبو په ډاګه کړي دي اوپه پوره وضاحت اوتفصيل سره ورباندي بحث کړيدي . که وګورو چي د لمنځونوپه ټولو اقساموکي دهريو لپاره دخت ټاکل شويدي اوهمداراز د کراهيت وختونه يي هم په ګوته شويدي

 

 

 

 

 

 

 

دريم فصل

دقران کريم دنصوصوله مخي دلمانځه وختونه

دقران کريم په يوشمير اياتونوکي دلمانځه داهميت ترڅنګ د هغي وختونه هم په ګوته شويدي چي دادوخت په اهميت باندي دلالت کوي چي ګويا وخت دلمانځه لپاره ډير مهم دي ، اودهرلمانځه لپاره خپل وخت دي الله تعالئ فرمايي (¨bÎ)no4qn=¢Á9$#ôMtR%x.’n?tãšúüÏZÏB÷sßJø9$#$Y7»tFÏ.$Y?qè%öq¨BÇÊÉÌÈ)[25]

ژباړه :  لمونځ په خيل وخت سره فرض کړيشويدي  ،لکن په اسلامي معاشره کي نن سبا په دي اړه سستي اوتکاسل کيږي ،ځني خلک خوداسي دي چي دلمانځه دوخت هغه حدوداواندازه نه پيژني ، اوځني خلک يي دخپل وخت څخه مخکي اوياوروسته اداکوي .

په راتلونکو کرښوکي به مونږ هغه اياتونه  په ګوته کړو کوم چي کوم چي دلمنځونو وختونه صراحتا اويا اشارة راپه ګوته کوي .

الله تعالي فرمايي*y#n=sƒmú.`ÏBöNÏdω÷èt/ì#ù=yz(#qãã$|Êr&no4qn=¢Á9$#(#qãèt7¨?$#urÏNºuqpk¤9$#(t$öq|¡sùtböqs)ù=tƒ$†‹xîÇÎÒÈ[26]

ژباړه : پس دوي پسي راغلل نا اهله اوناکاره نائبان (خليفه ګان )  چي لمنځونه يي برباد اوضايع کړل اودخپلو نفسونوخواهشاتو پسي ولاړل ،نو دخپلي سرکشي  کولوسزاسره به مخ شي.

مفتي محمد شفيع رحمه الله ذکرکوي چي د جمهورو مفسرينو په نيز لکه :عبدالله بن مسعود،نخعي ،قاسم ،ابراهم ،مجاهد ، اونورو په نيز د لمانځه دضا يع کيدلو څخه مراد له خپل وخت څخه وروسته کول اوناوخته کول دي .اوبعضي وايي چي دلمانځه دضايع کيدلو څخه مطلب دادي چي دلمانځه په ادابو اوشرايطو کي کوتاهي کول دي چي دوخت خبره هم په کي داخله ده [27] دغه قول عبد الرحمان بن جوزي رحمه الله په زاد المسير کي ذکر کړيدي[28] همدارنګه امام شوکاني رحمه الله پخپل کتاب فتح القدير کي دزياتوعلماؤو اقوال رانقلوي او وايي پدي ايات کي دلمانځه دضايع کيدلو څخه مراد په خپل وخت کي نه اداکول دي [29]اوعبد الحق بن عطيه المتوفي السنه (۵۵۴) په  المحرر الوجيز کي داسي ذکرکړيدي چي دلمانځه دضياع کولو څخه مراد دلمنځونو دوختونوضياع کول ديدوي وايي اضاعو اصلاة : اي اضاعو اوقاتها[30]

کوموامامانوچي د (اضاعوالصلاة ) څخه  دغه ذکرشوي معني اخستي ده نوداستشهاد لپاره يي دسورة معارج دغه ايات ذکر کړي دي(وهم علي صلاتهم يحافظون)ژباړه : اودوي دخپلو لمنځونو ساتنه کوي ،يعني په خپلو وختونو کي يي اداکوي .اوکه( داضاعو الصلاة )څخه مراد ترک الصلاة شي ،نوترک دلمانځه دځينو احا ديثو په بنا باندي کفر دي[31]

۲ـ( حافظوعلي الصلواة والصلاة الوسطي وقومو الله قانتين[32] د دي ايات په تفسير کي علماء وايي :اي داوموعلي اوقاتها [33] تاسي دهغي په وختونو باندي هميشوالي وکړي ،امام القرطبي رحمه الله وايي :حافظواخطاب لجميع الامه ، والاية امر بالمحافظة علي اقامة الصلاة في اوقاتها بجميع شروطها[34] د(حافظو) معني ده وساتي ټول امت ته خطاب دي ،نوپه دي ايات کي امر شوي دي په خپلو وختونوکي دلمنځونو داداکولوسره دټولو شرايطو،اودلمانځه دساتني څخه مراد دلمنځونو اداکول دي په خپلو

 وختونوکي (والمحافظة عليها ادائها بوقته[35]ا

ددي موضوع دزيات وضاحت لپاره دامناسب بولو چي  چي دمحمد علي الصديقي الکاندهلوي السيالکوټي تقرير وړاندي کړو :هغه ليکلي دي چي پنځه وخته لمونځ خو په داسي تواتر سره ثابت دي چي دهيڅ شک اوشبهي ګنجايش پکي نشته دي .

علما‌ؤوله دغه ايت څخه پنځه وخته لمونځ ثابت کړي دي ځکه چي صلواة جمع ده او دجمعي اطلاق په دريوباندي هم کيږي :   صلاة وسطي ورڅخه خارج هم شي نوبيا هم صلاة جمعه پاتي ده ،اودغه ايت مدني دي ،چي هغه مهال دپنځه وخته لمنځونودفرضيت حکم نازل شدي وه .په ذکر شوي ايت (حافظو علي الصلواة )کي دلمنځونو دپابندي ،ساتني ،اوپه هغي باندي دهميشوالي حکم شوي دي ،اوپه لفظ دمحافظت کي دبربادي او ضياع څخه دژغورني معني پرته ده، اوپدي لفظ کي وسعت اوپراخي پرته ده

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

داحاديثوله مخي دلمونځونو وختونه اوپه دي اړه دفقهاؤ نظريات

که څوک داحاديثو کتابونوته مراجعه وکړي، نو ورته  ثابته به شي چي دلمونځونو دوختونو اوله اوآخره حصه تعين شوي اوداوقاتودتحديد لپاره درسول الله صلي الله عليه وسلم ډير احاديث ذکر دي، ددي احاديثو له جملي څخه دجبرائيل امين مشهور حديث دي چي داحاديثوپه کتابونوکي دجابر، ابن عباس، ابوهريره اونوروصحابه کرامورضي الله عنهم څخه روايت دي.

۱-عن جابر بن عبدالله رضي الله عنه ان النبي صلي الله عليه وسلم جاءه جبريل عليه السلام فقال له قم فصل فصلي الظهر حين زالت الشمس، ثم جاءه العصر فقال قم فصل فصلي العصر حين صار ظل کل شئ مثله، ثم جاءه المغرب فقال قم فصل فصلي المغرب حين وجبت الشمس، ثم جا‌ءه العشاء فقال قم فصل فصلي العشاء حين غاب الشفق، ثم جاءه الفجر فصلي الفجرحين برق الفجر وحرم الطعام علي الصائم، ثم جاءه من الغد للظهر فقال قم فصله فصلي الظهر حين صار ظل کل شئ مثله، ثم جاءه العصر فقال قم فصله فصلي العصر حين صار ظل کل شيوظ مثليه ، ثم جاءه المغرب وقتا واحدا لم يزل عنه، ثم جاءه العشاء حين ذهب نصف الليل اوقال ثلث الليل فصلي العشاء، ثم جاءه حين اسفر جدافقال قم فصله فصلي الفجر ثم قال مابين هذين الوقتين وقت[36]

ژباړه: له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روايت دي دي وايي چي پيغمبر صلي الله عليه وسلم ته جبرائيل امين راغي نو ورته يي وويل پورته شه اولمونځ وکړه، نو دماسپښين لمونځ يي اداکړ کله چي زوال وشو ، بيا ورته مازديګر راغي اوورته يي وويل پورته شه لمونځ وکړه نو لمونځ د مازديګر يي وکړ کله چي ورسيد سيوري دهر شي دوه چنده ته ، بيا ماښام ورته راغي ورته يي وويل پورته شه اولمونځ وکړه دماښام نودماښام لمونځ يي اداکړ، کله چي لمر پريواته، بيا ورته ماسخوتن راغي ورته يي وويل، پورته شه اولمونځ وکړه نو دماسخوتن لمونځ يي اداکړ کله چي شفق غائب شو ، بيا ورته دسباپه وخت کي راغي نو دسبا لمونځ يي وکړ کله چي سبا راوخوت هغه مهال چي په روژه دار طعام حراميږي، بيا سبا ورته راغي دماسپښين لمانځه لپاره ورته يي وويل پورته شه لمونځ اداکړه پس ادايي کړدماسپخين لمونځ کله چي ورسيد سيوري دهر شي يو مثل ته بيا ورته مازديګر راغي اوورته يي وويل پورته شه لمونځ وکړه پس لمونځ دمازديګر يي وکړ کله چي ورسيد سيوري دهر شي خپل دوه چنده ته بيا ورته ماښام راغي پّ يوه وخت کي اوهمغه پروني وخت کي يي ورته دماښام لمونځ اداکړ چي دي که تغير نه راځي، بيا ورته ماخوستن راغي کله چي نيمائي شپه تيره شوي وه يا دريمه برخه دشپي تيره شوي وه نو دماسخوتن لمونځ يي اداکړ، بيا ورته راغي کله چي ښه په سبا کي ښه رڼا يي شوي وه ورته يي وويل پورته شه لمونځ وکړه نو دسبا لمونځ يي اړاکړلو بيا يي ورته وويل په مينځ ددي دوو وختونو کي دلمانځ وخت دي.

دپورتنيو احاديثو په اړه دمحدثينو نظريات په لاندي توګه دي:

۱:امام بخاري رحمه الله ويلي دي چي دمواقيتو دتعين اوتحديد پّه اړه پورتني حديث اصح دي چي روايت شوي دي[37]

۲:دغه حديث دڅوصحابه کرامورضي الله عنهم څخه داحايثو ډيرو امامانو په خپلوکتابونو کي روايت کړي دي اوپه ځينوروايتونو کي ددي تصريح شوي ده چي په دغواوقاتو کي جبرائيل امين رصول الله صلي الله عليه وسلم ته امامت کړيدي[38]

۳: ذکر شوي حديث ته شيخ محمد ناصر الدين الالباني هم صحيح ويلي دي.[39]

۴: دجبرائيل امين لخوا پيغمبرصلي الله عليه وسلم ته په جمعه لمونځونه ورکول اودوختونو تحديث اواول اواخريي ورته ښودل دلمانځه دوختونو اهميت په ډاګه کوي.

داچي معين وخت دلمانځه لپآره خورا زيات ضروري دي نو پّه دي اړه به سره يوڅه نور هم وګورو، پّه يو حديث شريف کي راځي چي عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له پيغمبر صلي الله عليه وسلم څخه يو حديث نقلوي چي فرمايي: افضل الاعمال الصلاة علي وقتها[40].

ژباړه: په اعمالو کي ډير په زړه پوري لمونځ کول دي په اول وخت کي.

خومتأسفانه چي اکثروعوامو بلکه دبعضي په دين پوهه خلکوهم داعادت جوړشوي دي چي چندان دوختونو اهتمام نه کوي، اولمونځونه په اواخروداوقاتو کي سرته رسوي، الله وفقنا لما تحبه وترضاه.

۲-عن عبد الله بن عمرورضي الله عنه أن النبي صلي الله عليه وسلم قال: وقت الظهر اذازالت الشمس وکان ظل الرجل کطوله مالم يحضر العصر ووقت العصر مالم تصفر الشمس ووقت صلاة المغرب مالم يغب الشفق، ووقت صلاة العشاء الي نصف الليل الاوسط، ووقت صلاة الصبح من طلوع الفجر مالم تطلع الشمس فاذا اطلعت الشمس فامسک عن الصلاة فانها تطلع بين قرني الشيطان[41]

ژباړه: دعبدالله بن عمرو رضي الله عنه څخه روايت دي چي پيغمبر عليه السلام فرمايلي دي: دماسپخين دلمانځه وخت هغه دي چي کله لمر زائله شي سيوري دسړي دهغه دخپل قد په اندازه اودمازديګر وخت لاداخل نه وي اووخت دمازديګر دلمانځه تر هغي دي چي لمر نه وي زيړ شوي، اووخت دماښام لمانځه ترهغي پوري دي ترڅو چي شفق[42]

 غائب شوي نه وي، اووخت دماسخوتن لمانځه دشفق له پريوتوڅخه شروع تر اول نيمائي برخي دشپي پوري دي، اودسهار دلمانځه وخت دراختلودسباڅخه کيږي تر راختلو دلمر پوري، بيا کله چي لمر راوخت نو نو له لمونځ څخه لاس واخله ځکه لمر دشيطان ددووښکرونوپّه مينځ کي راځيژي.

په پورتني احاديثو کي دپنځه وخته لمونځونو داوقاتو حديد راپه ګوټه شوي دي، خو بيا چي خبره بيخي روښانه شي نو نبي اکرم صلي الله عليه وسلم دهر لمانځ لپآره هم په خصوصي توګه ارشادات ذکر کړي دي چي په لاندي کرښو کي يي ذکر کوو:

۱-عن أنس رضي الله عنه قال کان النبي صلي الله عليه وسلم اذااشتد البرد بکر بالصلاة واذااشتد الحر ابردبالصلاة.[43]

ژباړه: دحضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دي دي وايي چي دپيغمبر صلي الله عليه وسلم عادت مبارک وو چي کله به يخني زياته شوه نو دماسښخين لمونځ به يي دوخته کاوه اوکله به چي ګرمي زياته شوه بيايي دماسپخين لمونّ ناوخته اوپه کلاره کاوه.

۲-عن ابي سعيد رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم: ابردوابالظهر فان شدة الحر من فيح جهنم[44]

ژباړه: دابي سعيد رضي الله عنه څخه روايت دي وايي چي پيغمر صلي الله عليه وسلم فمايلي دي: دګرمي په موسم کي دماسپخين لمونځ وروسته وکړي يعني په اداء کي يي ډيره عجله اوتيزي مه کوي بيشکه سختوالي اوډيروالي دګرمي داد تاوواوبړاس دجهنم څخه دي. په بخاري شريف، مسلم شريف اوداحاديثو په نورو کتابونو کي په دغه معني ډيراحاديث موجود دي.[45]

اوس داخبره ده چي ديخوالي اندازه څومره ده؟ په دي اړه علامه ابن حجر رحمه الله وايي: په دي خبره کي دعلماؤ اختلاف دي، څوک وايي چي دزوالي(فئ) دسيوري څخه علاوه يو ذراع ياګز ته ورسيږي، ځيني وايي چي دانسان دقد څلورمي برخي يادريمي برخي يانيمايي ته ورسيږي.

 اونوراقوال هم پهّ کي شته، لکن دقواعدو له مخي دغه کار داحوالو اختلاف سره تړاولري خو په دي شرط چي تر اخره پوري ونه غزول شي.[46]

دمازديګردلمانځه اول اواخر وخت مخکنيو دوو احاديثو کي ذکر شو خو داهميت اوځانګړتياؤله پلوه داحاديثونموني به يي په مخ کي کيږدو:

عن ابي هريرة رضي الله عنه أن النبي صلي الله عليه وسلم قال: من ادرک رکعة من العصر قبل تغرب الشمس فقد ادرک العصر[47]

ژباړه: دأبوهريره رضي الله عنه نه روايت دي دي وايي چي پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: چاچي دمازديګر لمان يورکعت وموند وړاندي دلمر دپريوتوڅخه نو ده دمازديګر لمونځ وموند.

بايد واضحه شي چي مسنون وخت دلمر دزيړوالي سره ختميږي البته دکولو جواز يي تر پريوتوپوري شته خو مکروه دي.

عن أنس رضي الله عنه قال سمعت رسول الله صلي الله عليه وسلم يقول: تلک صلاة المنافق يجلس يرقب الشمس حتي اذکانت بين قرني الشيطان قام فنقرها اربعا، لايذکر الله الا قليلا[48].

ژباړه: دحضرت أنس رضي الله عنه څخه روايت دي وايي چي ما دپيغمبر صلي الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چي فرمايل به يي : دادمنافق لمونځ دي چي کښيني دلمر څارنه کوي تر هغي چي کله دشيطان ددووښکرونو تر مينځ شي يعني پريوتلو ته قريب شي پورته شي څلور ټونګي ووهي، الله پاک ډير کم يادوي.

امام نووي رحمه الله فرمايي: دمسلم شريف  پّه شرحه کي چي زمونږ دمذهب ملګري وايي چي دمازديګر دلمانځه لپآره پنځه وختونه دي ۱- دفضيلت وخت.۲- داختياروخت.۳- دجوازبلاکراهيت.۴- دجواز مع الکراهيت وخت.۵- دعذروخت.

تشريح: دفضيلت وخت يي اول وخت دي ، داختيار وخت يي داول وخت څخه شروع تر دوه چندي دسيوري ، دجواز مع الکراهية وخت دلمر زيړوالي دوخت دي. که څوک جمع بين الصلاتين کوي يعني دماسپخين اومازديګر لمونځ يو ځاي کوي دباران يا سفر دعذر له امله نو که دغه وختونوکي اوداسي نورو داداء حکم لري اوکه لمر پيووت نو بيا اداء نه بلکه قضاء ده.[49]

همداراز دوريځي په ورځ دمازديګر په لمانځه کي مخکي والي راغلي دي، په يوه حديث شريف کي راغلي دي چي ديوي غزا په موقع پيغمبر صلي الله عليه وسلم وفرمايل: بکروابالصلاة في يوم الغيم فانه من فاتته صلاة العصر فقد حبط عمله[50].

ژباړه: دوريځي په ورځ دمازديګر په لمانځه کي چابکي کوي وختي يي اداء کوي ځکه له چا څخه چي دمازديګر لمونځ فوت شو نو عمل يي برباد شو.

امام ابن القيم رحمه الله وايي: ترک په دوه قسمه دي يو داچي بالکل لمونځ ونکړي نو داکار ټول عمل له منځه وړي دوهم داچي په کومه معلومه ورځ ترک دصلاة وشي، نو داتر ک دهمدي ورځي عمل له منځه وړي.[51]

همدارنګه دماښام لمانځه په باره کي هم دپيغمبر صلي الله عليه وسلم څخه احاديث نقل شوي دي له هغي جملي څخه دسائب بن يزيد روايت دي چي امام احمد اوامام طبراني په المعجم الکبير کي په صحيح سند سره ذکر کړي دي، هغه وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم: فرمايلي دي لاتزال امتي علي الفطرة ما صلوا المغرب قبل طلوع النجوم.[52] زماامت به دفطرت اودين په لاره وي ترڅو چي هغوي دماښام لمونځ مخکي دستوروله راختلو اداکړي . امام النووي رحمه الله دمسلم شريف په شرحه کي وايي: زمونږ دمحقيقينوملګرو په نزد راجحه داده چي دماښام دلمانځه وروسته والي دشفق تر پريوتوپوري جواز لري ، اودلمر دپريوتوڅخه دشفق تر پريوتوپوري چي په هر وخت کي وکړاي شي نو هغه يي اول وخت دي.

په تاخير سره څوک نه ګنهګاريږي داصحيح خبره ده که څه هم تعجيل پکي داحاديثو له مخي مستحب دي[53]

همدارنګه رسول الله صلي الله عليه وسلم دماخوستن لمانځه دهغه وخت په اړه چي په کي فضيلت دي ارشاد ذکر کړي دي : عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم لولاأن أشق علي امتي لامرتهم أن يؤخرواالعشاء الي ثلث الليل اونصفه.[54]

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دي هغه وايي چي پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: که زه نه ويريدلي چي سختي به راولم په خپل امت نو امر به موورته کړي واي چي دماخوستن دشپي لمنځونه ددريمي برخي يا نيمايي پوري وروسته کړي نو لدي حديث شريف څخه دماسخوتن دلمانځه وروسته والي ددريمي برخي دشپي يا نيمايي پوري مستحب معلوميږي چي پهّ دي اړه نور روايتونه هم شته دي.

دسهار دلمانځه وخت: دسهار دلمانځه وخت له صبح صادق څخه دلمر ترراختلوپوري دي، داستحباب اوافضليت په اړه يي راجح داده چي په اول وخت کي اداء شي کوم چي پّه لاندي حديث کي ورته اشاره هم شوي ده:

عن عائشة رضي الله عنها قالت کن نساء مؤمنات يشهدن مع النبي صلي الله عليه وسلم صلاة الفجر متلفقات بمروطهن ينقلبن الي بيوتهن حين يقضين الصلاة لا يعرفن احد من الغلس[55].

 ترجمه: عائشه رضي الله عنها فرمايي: يو څومؤمني ښځي وي چي درسول الله صلي الله عليه وسلم امامت ته به دسهار په لمانځه کي په داسي حال کي حاضريدلي چي ځانونه به يي په ټکړوسره پټ کړي وه کله به چي لمونځ اداشو خپلوکورونو ته واپس شوي چي دتياري له کبله به چانه پيژندلي .

اوکوم حديث شريف کي چي داسفار يا رڼايي ذکر راغلي دي نو دهغي دوه مطلبه کيداي شي.

۱: په سبا کي ښه تحقيق کوي، ترڅو ثابته شي چي واقعا سبا راختلي دي اوهسي په ګمان عمل مه کوي.

۲: يا دسهار لمانځه هغي وروستي برخي ته اشاره ده په دي معني چي اوږد قرائت له تياري شروع اوآن تر ښي روښنايي پوري ورسيږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دجمعي اواخترونو دلمونځونو وختونه

۱- دجمعي دلمانځه وخت:

دنبي عليه الصلاة والسلام دمبارکواحاديثوله مخي دجمعي دلمانځه وخت دماسپخين دلمانځه وخت دي، اودادجمهورو صابه وو اوتابعينو خبره ده دلائل يي هغه روايتونه دي چي په دي اړه وارد شوي دي:

امام بخاري په ترجمة الباب کي وايي: وقت الجمعة اذازالت الشمس: دجمعي وخت هغه مهال دي کله چي لمر زائل شي ورپسي داحديث ذکر کوي عن أنس رضي الله عنه أن النبي صلي الله عليه وسلم کان يصلي الجمعة حين تميل الشمس.[56]

له حضرت أنس رضي اله عنه څخه روايت دي هغه وايي پيغمبر صلي الله عليه وسلم چي لمونځ به يي کاوه دجمعي مبارکي کله چي به لمر مائله شو ..

امام شافعي رحمة الله عليه وايي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم به دهري جمعي لمونځ له زوال څخه وروسته کولو چي همداطريقه دابوبکرالصديق، عمر، عثمان، اونورورضي الله عنهم وه.[57]

ابو محمد بن حزم رحمه الله وايي چي دجمعي دلمانځه وخت دماسپخين دلمانځه وخت دي.[58]

۲-داخترونو دلمانځه وختونه:

داخترونو دلمونځونو وخت دلمر راختلو څخه چي يوه نيزه راپورته شي شروع اوتر زواله پوري دوام کوي علماء لاندي حديث ددليل په شکل وړاندي کوي:

عن جندب رضي الله عنه قال: کان النبي صلي الله عليه وسلم يصلي بنا الفطر والشمس علي قيد رمحين والاضحي علي قيد رمح.

ترجمه: له حضرت جندب رضي الله عنه څخه روايت دي دي وايي: وو پيغمبر صلي الله عليه وسلم لمونځ به يي کولو مونږ ته دکوچني اختر اولمر به دوه نيزي رااوچت شوي وو.

اودلوي اخترپه ورځ به لمرديوي نيزي په اندازه راوچت شوي ووه .

فوائد:

۱-امام شوکاني رحمه الله ويلي دي چي داخترونو دلمانځه پّه باره کي پورتني ډير په زړه پوري حديث دي چي وارد شوي دي [59].

۲- پّه حديث شريف کي دلوي اختر په لمانځه کي تعجيل اودکوچني اختر پّ لمانځه کي تأخير ته اشاره شوي ده.

۳- په لوي اختر کي تلوار پّه دي منظور غوره دي ترڅو دقرباني لپاره وخت زيات شي او کوچني اختر کي تأجيل له دي امله په کار دي ترڅو دمسلمانانو لپاره وخت زيات شي چي دلمانځه څخه وړاندي وړاندي خپله غاړه خلاصه کړي ځکه چي دلمانځ څخه وروسته صدقة الفطر نه حسابيږي بلکه هغه له عادي صدقاتو څخه يوه صدقه ګرځي.

نوله دلوي اختر په تلوار کي اودکوچني اختر په وروسته والي کي حکمت همدادي چي دهريوه دهغي خپلي مشخصي وظيفي لپاره وخت پراخه شي، چي په واړه کي سرسايه اوپه لوي کي قرباني ده، اوداواقعا چي مطلوب کادي اومراعات يي همدغسي ضرور اوپر ځاي عمل دي په دي مسئله کي کوم اختلاف نشته اوټول أئمة پري اتفاق لري.

۴-وايي چي رمح عبارت دي له دري متروڅخه اورمحين عبارت دي له شپږ متروڅخه.[60]

نوټ: که قرآنکريم اودرسول الله صلي الله عليه وسلم احاديث تر غور لاندي ونيول شي نو دتراويحو، وترو، اودڅاښت لمونځونووختونه هم ورڅخه په ډاګه اوجوت دي

 

 

 

 

 

 

 

څلورم فصل

هغه اوقات چي لمونځ کول پکي داحاديثوله مخي مکروه دي

عن أبي سعيد رضي الله عنه أي النبي صلي الله عيه وسلم قال: لاصلاة بعد صلاة العصر حتي تغرب الشمس ولاصلاة بعد صلاة الفجر حتي تطلع الشمس.۲۶

ترجمه: له حضرت سعيد رضي الله عنه څخه روايت دي بيشکه پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايل دي: دمازديکر دلمانځه نه وروسته بل لمونځ نشته تر هغي چي لمرولويږي .

وعن عقبة بن عامر رضي الله عنه قال: ثلاث ساعات نهانا رسول الله صلي الله عليه وسلم أن نصلي فيهن وأن نقبرفيهن موتانا حين تطلع الشمس بازغة حتي ترتفع، وحين يقوم قايم الظهيرة حتي تزول الشمس، وحين تضيف الشمس للغروب[61]

ترجمه: له حضرت عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روايت دي دي وايي : په دي وختونو کي پيغمبر صلي الله عليه وسلم مونږ له لمانځه څخه منع کړي يو اوهمداراز دمړودفن کولو څخه يي هم منعه کړي يو کله چي لمر ښکاره راوخيژي تر دي چي ښه راپورته شي، اوکله چي ټکنده غرمه يعني نصف النهار شي تر زوال پوري، اوکله چي لمر پريوتلوته مائله اقريب شي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دفقهاء له نظره دلمانځه اوقات

پټه دي نه وي چي ځيني اوقات اتفاقي دي په دي معني چي دټولو آئموو ورباندي اتفاق دي اوځيني اختلافي دي .

په دي خودټولو اتفاق دي چي دهر لمانځه اول اواخروختونه کوم چي احاديثو کي ذکر دي هغه هر يو دلمانځ وخت دي، خو دځينو لمونځونو دوخت په اوله اوآخره برخه کي دتعين په اړه يو څه اندازه اختلاف شته، همداراز دفضيلت اواستحباب په اړه هم يوڅه جزوي مشکل موجود دي خو په نفس جواز کي همه واړه ياټول متفق دي.

۱:- دسهار دلمانځه وخت:

له صبح صادق شروع آن تر راختلودلمر پوري په دي کي خو اتفاق دي اما داحنافوپه نزد دنارينه وو لپاره مستحب داده چه دسبا لمونځ پّه داسي وخت کي اداء شي چي رڼاراخپره اودمسنون مرتل قرائت سره کم نه کم ۶۰-۴۰ اياتونه ولوستل شي اودفساد په صورت کي اودس اواعاده کي تحقيق ومومي، دوي دالاندي حديث دليل نيسي چي داحاديثو ډيروکتابونو راخيستي دي.

(اسفروبالفجرفانه اعظم للاجر[62]

ترجمه: دسهار لمانځه په اداکولو کي دسپينوالي اورڼايي کوښښ کوي ځکه چي داداجر اوثواب دزياتوالي سبب دي.

په دي سره جمع زياتيږي اودجمع زياتيدوسره اجر زياتيږي، او په کوم شي کي چي اجر زياتيږي دهغي کول په کار دي بله داچي دسهار لمانځه څخه وروسته دلمر خاته پوري کښيناستلو اوبيا نفلو کولو ته هم وخت لږ پاتي کيږي نو که څوک دغه کار کول غواړي نو بيا به وخت کم وي اوپه حرج کي به نه واقع کيږي، والله اعلم.

خود زنانولپاره دحجاب مراعاتولو په منظور په تياره غلس کي لمونځ کول دسهار غوره دي لکه چي په مزدلفه کي دستر درعايت په منظور دحجاجولپاره په غلس يعني تياره کي مونځ کول غوره دي.[63]

لکن دنوروامامانوپه نزد په اول وخت کي لمونځ کول مستحب دي، دابي مسعود انصاري رضي الله عنه څخه روايت نقل شوي: أن النبي صلي الله عليه وسلم صلاة الصبح مرة بغلس ثم صلي مرة اخري فاسفربها، ثم کانت صلاته بذلک التغليس حتي مات ولم يسفر.[64]

ترجمه: رسول الله صلي الله عليه وسلم يو کرتي دسبالمونځ په تياره کي اداکړ اوبيايي بل ځل په رڼايي کي آداکړ بيا له دي وروسته دسهار لمونځ به يي په تياره کي کاوه ان تر دي چي وفات شو، خوبيا يي هنڅکله هم په رڼايي کي ونکړ.

په دي اړوند دحضرت عائشي رضي الله عنها حديث دسهارلمانځه په بحث کي هم تير شو[65]

همدارنګه په يوه حديث شريف کي راغلي دي چي دنبي کريم عليه السلام څخه پوښتنه وشوه چي په اعمالو کي کوم عمل غوره دي هغه وفرمايل: الصلاة في اول وقتها.[66]۴۴ ترجمه: لمونځ کول په اول وخت کي نو د دوي په نزد په لمونځ کول په اول وخت کي مستحب دي اوپه احاديثو کي چي دسهار لمونځ له اول وخت څخه وروستوالي راغلي هغه په جواز باندي حمل دي.

۲: - دماسپيښين لمونځ

ددي لمانځه په اول وخت کي اختلاف نشته په اتفاق سره چي له زوال څخه شروع کيږي خو په اخر وخت کي يي اختلاف دب امام ابوحنيفة رحمة الله عليه آخر وخت تردوه چندي دسيوري پوري بولي په دي اړه مومخکي اقوال اونظريات ذکر کړل.[67]

اوداچي په عباداتوکي بناء په احتياط ده نو احتياط په دي کي دي چي په يوه چندي عمل وشي اوله ډيرتأخير څخه جدي ژغورنه وشي اوجمهورعلماؤ هم يو چند ته ترجيح ورکړي ده.[68]

دګرمي په موسم کي دعلماؤ اتفاق دي چي ابراد يايخوالي يعني دماسپيخين لمانځه لږ وروسته کول مستحب دي خو دومره تأخير نه چي دوه چندي ته ورسيږي اوپه ابراد کي په دوه چندي باندي هيڅ چاهم اتفاق نه دي کړي دابراد په اړه ددي ليکني په موده کي مودعلامه ابن حجر رحمه الله قول ذکر کړ هغه وايي: د في الزوال نه وروسته چي ديو ګزپه اندازه وخت تير شي يا دانسان دقد څلورمه دريمه يانيمايي برخي په اندازه..

۳: - دمازديګر لمونځ

کله چي دجمهورورحمهم الله اوامام ابوحنيفة رحمه الله ترمنځ دماسپيښين په اخر وخت کي اختلاف دي نو طبيعي ده چي ددي تأثير به خامخا دمازديګر په اول وخت پريوځي نوله همدي کبله دامام ابوحنيفة رحمه الله په نزد دمازديګر اول وخت داشياو دسيورودوه چندي څخه شروع کيږي اودجمهوروپه نزدديوچند څخه پيل کيږي ترلمر پريوتوپوري اوپه اخري وخت کي يي دټولواتفاق دي[69]

اودوريځي په ورځ يي داستحباب خبره تيره شوه.

همداراز دفضيلت، اختيار، جواز مع الکراهية، جوازبغيرالکراهية، اودعذر دوختونوپه اړه هم مخکي ذکر وشوهلته دي ورته مراجعه وشي.

۴: دماښام دلمانځه وخت

دماښام وخت په اتفاق دجمهوروسره دلمردپريوتوڅخه شروع کيږي اودشفق پريوتو پوري دوام کوي اودليل يي داحديث شريف دي وقت المغرب ما لم يغب الشفق[70]

ترجمه: وخت دماښام تر هغي دي چي ترڅوشفق نه وي پريوتي.

په شفق کي اختلاف دي صاحبين، حنابله اوشوافع وايي چي شفق سوروالي ته وايي اودليل يي قول دعبدالله بن عمررضي الله عنهما دي چي فرمايي الشفق الحمرة[71]

ترجمه: شفق سوروالي دي.

اودجمهورومذهب راجخ اومفتي به قول دي اومحققينو داحنافوهم دجمهورومذهب ته رجوع کړي اوامام صاحب ابوحنيفة رح شفق هغه سپينوالي ته وايي چي وروسته دسوروالي څخه راځي اود دواړوشفقينوترمنځ تقريبا دولس دقيقي توپيردي.[72]

 چي څلوررکعته لمونځ په کي اداشي مطلب داچي د دوي په نزد دماښام وخت تنګ دي اود ډير څه کولوګنجائش په کي نشته اودليل يي هغه دجبرائيل امين دامامت حديث شريف دي چي په دواړوشواروزوکي يي دماښام وخت لمونځ په يوه وخت کي کړي دي نو که دماښام لپاره هم لکه دنورووختونو غوندي اخري وخت واي نو دماښام لمونځ به يي ورته په دوووختونوکي اداء کړي واي.

خوکله ددوي په جواب کي ويل کيږي چي جبرائيل عليه السلام دفضيلت دوخت بيان کړي اودجواز وخت په اړه کوم چي دفقهاؤ دنزاع مورد دي څه نه دي موندلي. [73]

۵: ماخوستن دوخت په اړه

دماسخوتن دلمانځه وخت دټولو مذاهبو اواحنافو په مفتي به قول سره دشفق احمردپريوتوڅخه شروع تر صبح صادق پوري دي البته مختار وخت دماسخوتن لپاره تر دريمي برخي يا نيمايي دشپي پوري دي او تر دغه وخت پوري ځنډکول يي افضل اومستحب هم دي.[74]

ددي ټولو لمونځونو وختونولپاره دفضيلت وختونه ابن حزم په خپل کتاب المحلي کي ليکلي دي دټولولمونځونواداء کول په اولو وختونوکي افضل اومستحب دي البته دماسخوتن لمونځ بايد ورڅخه مستثني دي په دي لمونځ کي تر ثلث الليل اويانصف الليل تاخير مستحب اوافضل دي په هغه صورت کي چي په خلکونه سختيږي اوکه په مسلمانانودشوارتماميده بيايي مخکي کول غوره دي همدغسي دماسپخين لمونځ دګرمي په موسم کي وروسته کول غوره دي.

دلمانځه په اول وخت کي داداءکولو لپاره لاندي نصوص ذکر شوي دي:

وسارعواالي مغفرة من ربکم:[75]

ژباړه: دالله تعالي دبخښني سبب طرف ته تلوار وکړي، والسابقون السابقون اولئک المقربون فيجنات النعيم:[76]دغه کسان چه مخکي کيدونکي دي يعني په اعمالو کي دوي به په اخرت کي هم مخکي وي دوي مقربين اوالله تعالي ته نژدي خلک دي چي دنعمتونوپه جنتونوکي به وي.

عن ابن مسعود رضي الله عنه قال سالت رسول الله صلي الله عليه وسلم أي العمل أفضل؟ قال الصلاة في اول وقتها.[77] ابن مسعود رضي الله عنه وايي ما درسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي کوم يو عمل بهتر دي؟ هغه وفرمايل : په اول وخت کي دلمانځه ادءکول دي[78]

له دي څخه په ګوته کيږي چي دلمونځ لپاره کومه استثناء نه وي راغلي په اول وخت کي يي کول افضل اومستحب دي اوپه دي هکله نور احاديث هم وارد شوي دي اوامام شافعي رحمه الله دماسخوتن په شمول په ټولو لمونځونو کي تلوارکول سنت بولي،[79]  دمالکيانوپه نزد دماښام وخت همدومره دي چي فقط اودس، سترعورت، اذان، اقامت، اوپنځه رکعته لمونځ پکي اداشي.

په هغه ځايونو، ښارونو اوبانډوکي چي دورځي اوشپي حساب يي دنورو سيمو په څير نه دي له نظام الاوقات څخه بايد کارواخستل شي دهغه ځاي خلګ دي دګاونډيو ځايونه په شان اودهغوي په څير خپل مشکل حل کوي نن ورځ دوختونو مشکل په ساعتونوسره حل شوي دي ځکه چي دنړيوالو لپاره معياري وخت دبريطاني دګرينويچ وخت دي چي دټولوساعتونو ورسره سرخوري اوکه هر څوک دوخت معلومات غواړي نو دشواروز اوقات ورڅخه په ګوته کولاي شي

 

 

 

 

 

 

 

په مکروه وختونوکي دلمونځ کولو په اړه س دفقهاوو نظريات

هغه وختونه چي لمونځ کول پکي مکروه ګڼل شوي پنخه دي.

۱ـ دسهار دلما دلمانځه څخه وروسته ترهغي چي لمريوه نيزه راوخيژي

۲- دلمرراختلو وخت ترڅولمرديوي نيزي په اندازه راپورته اوکم نه کم شل دقيقي تيري شي.

۳- داستوا وخت ترڅوزوال شي اودماسپخين دلمانځه وخت داخل شي.

۴- دلمر دپريوتلو اوغروب وخت.

۵- دمازيګردلمانځه دوخت څخه وروسته ترڅولمر راوخيژي.

په پورتنيو وختونوکي لمونځ کول منع دي، اودنهي حکمت ته يي مخکي اشاره شوي وه،

اوداچي نهي تحريمي ده اوکه تنزيهي په دي اړه فقهاء اختلاف لري اوداچي کوم قسم لمونځ پکي مکروه دي نو دهغي بيان په لاندي ډول دي:

الف: دلمر راختلو لمرپريوتلو اواستواء په حالت کي داحنافو په نزد هر قسم لمونځ مکروه دي په کراهيت تحريمي سره که هغه فرض وي او که نفل وي واجب وي يا قضائي وي يا دجنازي وي ان دتلاوت دسجدي اوسجده سهوي پوري دليل يي په دغه وخت دلمونځ څخه دنهي عموم دي مګر که دهمدي ورځي دمازديګر لمونځ تأخير شو نو دلمرپريوتو وخت پوري کولاي شي اودفرضو قضاء پکي ځکه صحيح نه دي چي هغه کامل فرض لمونځ دي نو ناقصه اداء يي صحيح نه دي.

ب: په دغي نورو دواړو وختونو سهار اومازديګر لمانځه څخه وروسته کي احناف وايي چي نفل پکي مکروه تحريمي دي اګر که هغه دسهار لمانځه سنت هم وي چي له فرضو څخه وړاندي نوي شوي همداسي حکم دتحية المسجد نذرانه لمونځ دطواف دوه رکعته اويا دهغو نفلو قضاء چي فاسد کړي يي وي هم دي.

خو دفوت شوي لمونځ قضاء دوترو قضاء سجده تلاوت اودجنازي لمونځ پّ پورتنيو دواړووختونو کي بلاکراهيت روادي البته په قضايي لمانځ اداء کولو کي داضروري ده چي په داسي وخت کي اداء شي چي لمر نه وي تغير شوي اوکه لمر تغير شوي وي بيا نه ده صحيح ځکه چي دلمر دتغير وخت کي لمونځ مکروه دي ولو که دمازديګر لمانځه څخه مخکي هم وي.

مالکيان رحمهم الله وايي په دغه دري وختونو کي دلمرپريوتلو اواستواء کي دفرض لمونځ قضايي دجنازي لمونځ نذري نفلي لمونځ اوهغه نفل چي فاسد شوي وي روادي اونور عام نوافل په کي حرام دي اوورسته دسبا دراختلو اودمازديګرلمانځه څخه تر څوچي لمر نه وي راختلي اوماښام نه وي داخل شوي نوافل مکروه تنزيهي دي مګردجنازي لمونځ دتلاوت سجده دسبايي لمانځه نه اودمازديګرلمانځه نه وروسته ترڅوچي لمر زيړوالي نه وي کړي روادي.

شوافع رحمهم الله وايي په اولو دريو وختونولمرخاته لمر پريواته استواء کي لمونځ کول مکروه تحريمي دي[80] اودسهار لمانځه اودمازديګر لمانځه نه وروسته مکروه تنزيهي دي خو دوي بعضي حالات استثناء کړي دي چي هغه په لاندي ډول دي:

۱: دوي وايي چي دجمعي په ورځ داستواء په وخت کي هم لمونځ بي له کراهيته جائز دي اودليل يي هغه حديث شريف دي چي امام بيهقي اوابوداؤد نقل کړي: کان رسول الله صلي الله عليه وسلم ينهي عن الصلاة نصف النهار الا يوم الجمعة[81]: ؤؤرسول الله صلي الله عليه وسلم چي دنيمايي ورځي وخت کي يي دلمانځه اداء کولو څخه منعه کوله، په استثناء دجمعي ورځ څخه.

۲: په دغو وختونوکي دمکي مکرمي په حرم شريف کي لمونځ کول بي له کراهيته روادي اودليل يي داحديث شريف دي: يابن عبد مناف لا تمنعوا احد اطاف بهذاالبيت وصلي اية ساعة شاء من ليل اونهار:[82] اي دعبدمناف کورني په هيڅ ساعت دشپي اوياورځي کي په دي کور يعني بيت الله شريف کي له طواف اولمانځه څخه مه منعه کوي.

۳: هغه لمونځونه چي دسبب والا وي اوسبب يي وروسته کيدلي نه شي لکه فوت شوي لمونځ دکسوف لمونځ تحية المسجد تحية الوضوء سجده دشکر اوکه سبب يي وروسته وي لکه د استخاري لمونځ يا داحرام دوه رکعته نو بيا دهغو لمونځونو غوندي نه کيږي چي اسباب ولري حنابله رحمهم الله وايي: چه ټولو مکروه اوقاتو کي دفوت شوي لمونځ قضايي ، اونذرانه لمونځونه جائز دي البته دجنازي لمونځ په کي جائز نه دي اعاده په مسجد کي په جمعي سره وي ياانفرادي جائز ده. دسبا اومازديګر لمونځونو څخه وروسته دجنازي لمونځ روادي چه دادجمهورو نظريه ده.

دپورتنيو لمونځونو نه پرته نور نقلي لمونځونه برابره خبره ده چه اسباب ولري لکه تحية المسجد وغيره باقي ونه لري په دغو پنځومکروه اوقاتو کي ناروادي اودليل يي عامه نهي ده اودمازديګر لمانځه څخه وروسته دنبي عليه السلام لمونځ کول دهغه خصوصيت وو.

که دجمعي په ورځ دخطبي په مهال څوک مسجد ته راشي نو تحية المسجد لمونځ ورته روادي اودليل يي هماغه حديث شريف دي چي په سند کي يي مقال هم شته: أن النبي صلي الله عليه وسلم نهي عن الصلاة نصف النهار الا يوم الجمعة.

دمنهي عنها اوقاتو نهي عامه ده په مکه مکرمه کي وي اوکه په بل ځاي کي وي دارنګه دراتبه سنتوقضاء وروسته دمازديګر لمانځه څخه بناء په صحيح قول:

اودسهار دسنتوقضاء وروسته دفرضوڅخه کيدلا ي شي اګر که دامام احمد رحمه الله په نظر بهتره داده چي دڅاښت په مهال يي قضاء راوړل شي.

دماښام دلمانځه څخه وړاندي دشوافعو په نزد دوه رکعته لمونځ مستحب دي اما احناف اومالکيان يي مکروه بولي.

مالکيان، حنابله اواحناف د اخترونو دلمونځونو څخه مخکي اوورسته نفل کول ناروابولي، اما شوافع يي صرف دامام لپاره مکروه بولي اوبس.

دفرض لمانځه لپاره چي اقامت ؤشي له دي وروسته دسبا سنت کول احناف جائز اوجمهور يي ناجائز بولي. دجمهورو دليل دادي: اذااقيمت الصلاة فلا صلاة الاالمکتوبة[83]: يعني کله چي دلمونځ لپاره اقامت ؤشي بيا دهغه فرض لمونځ څخه سوابل لمونځ نشته.

داچي دلمانځه لپاره نظام الاوقات يو مهم کار دي دفقهاؤ په پورتني تفصيل کي مو وليدل چي هغوي په څومره جديت اوپاملرني سره دمکروه اوغير مکروه اوقاتو په اړه دنصوصو په رڼا کي خپلي څرګندوي کړي دي الله تعالي دي هغوي ته جزاء خير ورکړی

دوهم مبحث:دمقتديانو دمدرک، لاحق،مسبوق احکام:

لمړي: مدرک هغه مقتدي ته وايي چه دامام سره داول نه تر آخره پوري په لمانځه کي شريک پاتي شي.

دوهم لاحق:هغه مقتدي ته وايي جه دشروع نه خو دامام سره په جماعت کي شريک شوي وي لکن په منځ کي داودس ماتيدواويا اوده کيدو په وجه سره دده نه يورکعت يادوه رکعته تللي وي.

دريم مسبوق: هغه چاته وايي چه داول يادوه ياددي څخه زيات رکعاتونو دتللو څخه وروسته په جماعت کي شريک شوي وي.

 

دوهم مطلب: لاحق به څنګه لمونځ پوره کوي؟

که يو شخص دامام سره لمونځ کوي اوپه منځ کي دده اودس مات شو نو هغه دي دجماعت نه ووځي اودچاسره دي خبري نه کوي خپل اودس دي اوکړي بيادي دامام سره په لمونځ کي شامل شي خپل لمونځ دي پوره کړي که چيرته دي په رکوع کي يااولني سجده کي وواواودس يي مات شونو دارکعت يي بيکاره شو نو بيا دوباره راغي دهغه ځايه دي رکعت شروع کړي دکوم ځايه چه دوباره راغلي وودهغه ځايه دي شروع کړي دکوم ځايه چه پريښئ وواوتللي وو که داودس لپاره په تلوار تلوکي دومره وخت تير شو چه جمع ختمه شوه بيادي ټول لمونځ يواځي دغه شان پوره کړي څه قسم چه دامام سره سره پوره کولو  (۱)

دوهم: که چيرته امام بي اودسه شو نو ده ته په کار دي چه په خپل ځاي باندي بل څوک امام کړي اوبيا دي اودس کولو ته لاړشي اودس دي اوکړي اوبيادي په جماعت کي شامل شي امام چه کله دخپل ځان په ځاي بل ځوک امام کړي اوبيا دي دوباره راشي نو بيا به مقتدي وي ده چه څوک امام جوړکړي دي هغه بيا في الحال نه شي لري کولاي .

دريم: دلاحق کوم لمونځ چه داودس وغيره کولو په وجه پاتي شوي دي هغه به خپل پاتي[84]لمونځ دغسي کوي څرنګه چه به يي امام سره کولو په دي کي دغسي قرآن وغيره نه لولي څه قسم يي چه مسبوق وايي بلکي څومره وخت کي چه په سورت فاتحه لوستلو کي لګيږي دومره وخت دي چپ ولاړوي بيا دي رکوع اوسجده وکړي البته د رکوع اوسجدي وغيره دعاګاني دي لولي دلاحق مسئله نازکه ده ددي وجهي نه کوم خلک چه دلاحق دمسئلي نه واقف نه وي دهغوي لپاره غوره داده چه په داسي صورت کي سلام وګرځوي اوخپل لمونځ مات کړي اودس اوکړي وبيا خپل لمونځ اوکړي.

څلورم: که چيرته په لمانځه کي څوک ليوني شي ياپري بيهوشي راشي يا غسل ضرورت پيښ شي نو لمونځ يي فاسدشو.

دريم مطلب: مسبوق به لمونځ څنګه پوره کوي؟

مسبوق ته په کار دي چه لمړي دي هغه رکعتونه چه دامام سره يي موندلي دي پوره کړي بيا چه امام سلام وګرځوي نوودي دريږي اوخپل تللي رکعتونه به پوره کړي دلمانځه په پوره کولو کي به هغه ترتيب ساتي کوم ترتيب سره چه ترينه تللي دي.

لمړي: مثلا دوه رکعتي دسبا لمونځ اوپرهغي کي ترينه يورکعت لاړشي کله چه امام سلام وګرځوي نو دي دي پاڅيږي لکه څرنګه چې په اولني رکعت کي سوره فاتحه اوبل سوره لوستلي شي دغه شان دي پوره کړي قاعده دي وکړي اوخپل سلام دي وګرځوي اوکه دوه رکعتونه ترينه تللي وونو داولني رکعت په شان دي په دهم رکعت کي سورت فاتحه اوبل سوره ولولي اوسلام دي وګرځوي .

دوهم: که چيرته لمونځ دوه رکعتي نه وي بلکي څلوررکعتي وي مثلا ماسخوتن، ماسپخين، مازديګرلمونځونه وي نو که دوه رکعته ترينه تللي وو نو په هغه ترتيب دي اداکړي کوم چې مخکي بيان شويدي يعني سوره فاتحه اويوسوره دي ولولي لکن که دري رکعتونه ترينه تللي وي نو دودريدونه وروسته دي داولني رکعت په شان سوره فاتحه اوبل سوره ولولي ځکه چه يورکعت يي دامام سره کړي دي اودادده دوهم رکعت دي اوپه دويم رکعت باندي کيښناستل هم واجب دي په دي قعده کي دتشهد ويلونه پس دي پاڅيږي په دريم رکعت کي دي هم سوره فاتحه اوبل سوره ولولي چه قرآن لوستلو په اعتبار سره دادده دويم رکعت دي اودامام سره دموندلي رکعت سره دادريم دي دهمدي وجي نه په دي کي سجدي نه پس نه کيني بلکه دڅلورم رکعت لپاره دي ودريږي په څلورم رکعت کي دي يوازي سوره فاتحه ولولي.

دريم: که چيرته دالمونځ دري رکعتي وي مثلا دماښام په لمانځه کي تري دوه رکعته تللي دي نو دپاڅيدونه پس دي فاتحه اوسوره ووايي رکوع اوسجده دي وکړي سلام دي وګرځوي ولي چه دقرآن لوستلوپه اعتبار سره دادده دوهم رکعت وو اودرکعتونو په اعتبار سره دادده دريم رکعت دي دارکعت دي داسي وکړي لکه څرنګه چه دفرضواولني رکعت کيږي په دي کي دي فاتحه اويوسوره ولولي بيا دي کښيني تشهد اودعادي ولولي اوسلام دي وګرځوي ددي مطلب داشو چه که دماسپخين يا دماښام يا ماسختن ترينه دري ياڅلور رکعته لاړشي نو دابه دري ځله کښيني يوځل دامام سره اودوه ځلي دي دخپل لمونځ دپوره کولو په خاطر، که دماښام ترينه يو يادوه رکعته لاړشي نو دي به په دري واړورکعتونو کي ديو رکعت تللو په صورت کي دوه ځله دامام سره اويوځل به په خپله کښيني اوددوه رکعتونو تللو په صورت کي يوځل دامام سره اودوه ځله په خپله کيناستل دي.

څلورم: مسبوق ته په کار دي چه هغه دامام سره سلام ونه ګرځوي که چيري دي يوطرف ته سلام ګرځولي وو اوورته يادشو چه زمانه خولمونځ تللي دي نوودي دريږي اوخپل لمونځ دي پوره کړي اوکه دواړه طرف ته سلام يي ګرځولي وو يادسلام ګرځولونه پس دڅه وخته پوري نه بلکي دهغي نه وروسته ورته ياد شو ياورته چاياد کړل فورا دي پاڅيږي خپل لمونځ دي پوره کړي اوسجده سهوه دي وکړي داچه هغه صورت کي چه ده دونيوي خبري اتري نه وي کړي اوکه چيري دونيوي خبري اتري کړي وي خپل لمونځ دي بيرته دسره وکړي.

 

 

 

خاتمه

هغه نتائج اومعلومات چي دبحث په ليکلو لاس ته راغلي په لاندي ډول دي:

۱: دمسلمانانوپه اتفاق سره دلمونځونو پنځه وختونو ته په قرآن کريم کي اشاره شوي اوتفصيل يي دپيغمبر صلي الله عليه وسلم څخه په تواتر سره قولا اوعملا ثابت دي چي دشک اوشبهي يو فيصد ګنچائش هم په کي نشته.

۲: دپنځګونو لمونځو نو داوقاتو اهميت ددي څخه راپه ګوته کيږي چي داوقاتود تحديث لپاره جبرائيل عليه السلام راغي اوپيغمبر صلي الله عليه وسلم ته يي عمل ښوونه وکړه اولکه چي دبعضو احاديثو څخه يي دامامت خبره په ډاګه ده خورا دپام وړ مسئله ده.

۳: دوختونو معلومولو په نظام کي څه ډير حکمتونه شته چي ځينو ته مونږ وړاندي اشاره وکړه.

۴: دوختونو معلومولوپه اړه که څه جزي اختلاف شته هغه هم دفضيلت او استحباب خبره ده.

۵: په اسلامي شريعت کي دتحقيق اوپلټني وروسته داجوتيږي چي دپنځه وخته لمونځونو څخه پرته دنورو لمونځونو وختونو ته هم قرآنکريم مبارکو احاديثو اومجتهدينو دتحديد اوتعين اشاره کړيده.

له يوي خوالمونځ: اودهغي دوختونو تحديد په شريعت کي له نورو ټولو عباداتوڅخه پرمخ تللي اوخورازيات اهم عبادت دي خو بلي خواته که وګورو دنن زماني مسلمانان په دي اړه ډير زيات غفلت کي واقع دي، نو پوهانوته په کارده چي دليک ، لوست اودعوت له طريقي دخلګواصلاح وکړي ترڅو لمونځ دپوره پاملرني وړوګرځي

ومن الله التوفيق

 

 

مراجع او مصادر

۱:- القرآن الکريم

۲: - البخاري ، محمد بن إسماعيل أبو عبدالله ،  صحيح البخاري ، عدد الأجزاء: 9 ، الناشر: دار طوق النجا ة ، الطبعة: الأولى، 1422هـ

۳:- مسلم بن الحجاج أبو الحسن القشيري النيسابوري، المسند الصحيح مسلم ، عدد الأجزاء: 5 ، الناشر: دار إحياء التراث العربي - بيروت

۴:- النسائي ، أبو عبد الرحمن أحمد بن شعيب بن علي الخراساني ، السنن الصغرى للنسائي ، عدد الأجزاء: 8 ، الناشر: مكتب المطبوعات الإسلامية – حلب ، الطبعة: الثانية، 1406 - 1986

۵ :-  أبو داود، سليمان بن الأشعث بن إسحاق بن بشير السِّجِسْتاني ، سنن أبي داود ، عدد الأجزاء: 4 ، المكتبة العصرية، صيدا - بيروت

۶ : - الدارمي ، محمد عبد الله بن عبد الرحمن بن الفضل بن بَهرام ، (سنن الدارمي) ، عدد الأجزاء: 4 ، الناشر: دار المغني للنشر والتوزيع، المملكة العربية السعودية ، الطبعة: الأولى، 1412 هـ - 2000 م

۷ :- أبو عبد الله ، أحمد بن محمد بن حنبل الشيباني ، مسند الإمام أحمد بن حنبل ، مکتبه مؤسسة الرسالة ، الطبعة: الأولى، 1421 هـ - 2001 م

۸: - النيسابوري ، أبو بكر محمد بن إسحاق بن خزيمة بن المغيرة بن صالح بن بكر ، صحيح ابن خزيمة ، عدد الأجزاء: 4 ، الناشر: المكتب الإسلامي - بيروت

۹ : - ، أبو حاتم، محمد بن حبان بن أحمد بن حبان بن معاذ بن مَعْبدَ، التميمي ، صحيح ابن حبان ، عدد الأجزاء: 18 ، الناشر: مؤسسة الرسالة – بيروت ، الطبعة: الثانية، 1414 – 1993 ،

۱۰:-  ابن ماجة أبو عبد الله محمد بن يزيد القزويني ، سنن ابن ماجه ، عدد الأجزاء: 2 ، دار إحياء الكتب العربية - فيصل عيسى البابي الحلبي

۱۱ : - الطبراني ، : سليمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي الشامي ، المعجم الكبيرللطبراني ، عدد الأجزاء:25 ، مكتبة ابن تيمية – القاهرة ، الطبعة: الثانية

۱۲: -  أبو بكر البيهقي ، أحمد بن الحسين بن علي بن موسى الخُسْرَوْجِردي الخراساني ، السنن الكبرى ، الناشر: دار الكتب العلمية، بيروت – لبنات ، الطبعة: الثالثة، 1424 هـ - 2003 م

۱۳ :- أبو بكر البيهقي ، أحمد بن الحسين بن علي بن موسى الخُسْرَوْجِردي الخراساني، شعب الإيمان ، عدد الأجزاء:  14 ، الطبعة: الأولى، 1423 هـ -  مكتبة الرشد للنشر والتوزيع بالرياض بالتعاون مع الدار السلفية ببومباي بالهند

۱۴ :- شمس الأئمة ، محمد بن أحمد بن أبي سهل  السرخسي ، المبسوط ، عدد الأجزاء: 30 ، الناشر: دار المعرفة – بيروت ، تاريخ النشر: 1414هـ-1993م

۱۵ :- المَرْوَزِي ، أبو عبد الله محمد بن نصر بن الحجاج ،: تعظيم قدر الصلاة ، عدد الأجزاء: 2 ، مكتبة الدار - المدينة المنورة ، الطبعة: الأولى، 1406

۱۶: - المنذري، عبد العظيم بن عبد القوي بن عبد الله، أبو محمد، زكي الدين ، الترغيب والترهيب من الحديث الشريف  ، عدد الأجزاء:4  ، الناشر: دار الكتب العلمية - بيروت ، الطبعة: الأولى، 1417

۱۷:- علمی ، الحاج ملا عنایت الله ، دينی او اخلاقی لارښوونی ، صحاف نشراتی موسسه ، ۱۳۸۸

۱۸ :- اصلاحی ، مولانا محمد یوسف ، په اسلام کی د ژوندانه آداب ، پيغام خپرندوی مرکز ، ۱۴۲۹ هـ ق

[1]سورة  توبه ايات ۱۰۳

[2]- سورة عنکبوت ايات ۴۵

[3]- سورة البقره ايات ۱۱۰

[4]- سورة البقره ايات ۴۵

[5]- سورة المومنون ايات ۱

[6]- الحسين ابن مسعود مشکواة المصابيح لومړي ټوک ۱۲مخ اکرميه کتابتون پيښوردچاپ کال ۱۳۶۹هـ ش

[7]- وهبه الزحيلي، الفقه الاسلامي وادلته لمړي ټوک ۴۹۷مخ حقانيه پيښور ب ،ت

[8]- متفق عليه محمد بن علي شوکاني ، نيل الاوطار،لمړي ټوک ۳۶۱مخ ،دارالجيل بيروت دچاپ کال ۱۹۷۳

[9]- وهبه الزحيلي، الفقه الاسلامي وادلته لمړي ټوک   ۴۹۹مخ حقانيه پيښور ب ،ت

[10]- دامام صنعاني ، سبل السلام لمړي ټوک ۱۲۰ مخ بيروت دارالغته ،ب،ت

[11]- متفق عليه لحسين مشکواة المصابيح لومړي ټوک ۶۱مخ اکرميه کتابتون پيښوردچاپ کال ۱۳۶۹هـ ش

[12]- سورة المومنون ايات ۱

[13]- متفق عليه لحسين مشکواة المصابيح لومړي ټوک ۶۰ مخ اکرميه کتابتون پيښوردچاپ کال ۱۳۶۹هـ ش

[14]- وهبه الزحيلي، الفقه الاسلامي وادلته لمړي ټوک  ۵۰۰مخ حقانيه پيښور ب ،ت

[15]- سورة الذاريات۵۶

[16]- سورم البقره ايات ۴۵

[17]- مولانا زکريا کاندهلوي فضائل الاعمال لمړي ټوک ۱۳مخ ،پيمان اکاډمي پيښوردچاپ کال ۱۹۸۷

[18] - وهبه الزحيلي، الفقه الاسلامي وادلته لمړي ټوک۵۰۱مخ حقانيه پيښور ب ،ت

[19]- وهبه الزحيلي، الفقه الاسلامي وادلته لمړي ټوک  ۵۰۱مخ حقانيه پيښور ب ،ت

[20]- لمړي ټوني مرجع لومړي ټوک۵۰۱مخ

[21]- مولانا زکريا کاندهلوي فضائل الاعمال لمړي ټوک ۲۶-۲۷مخونه ،پيمان اکاډمي پيښوردچاپ کال ۱۹۸۷

[22]وګوره لسان العرب لابن منظور،ج۳/۱۵/ص۳۶۱/چاپ اومعجم الوسيط ،ج/۲ص۱۴۸چاپ.

[23]- سورة توبه ايات (۱۰۳)

[24]وګوره :النهايه في غريب الحديث ولاثر .ابن الاثير.ج۳/ص۴.چاپ:دارالحياءالتراث الربي لبنان بيروت .

[25]- سورة النساء ايات (۱۰۳)

[26]ـ ـ سورة مريم ايت ۵۹

 

[27]- (معارف القران،۶/۴۴،چاپ ررباني بک ډپودهلي.

[28]ـ زاد المسير عبدالرحمان بن الجوزي ،تحقيق احمد شمس الدين ،۵/ ۱۸۱چاپ حقانيه پشاور

[29]ـفتح القدير ۳/ ۳۹۳، چاپ دارالفکر ۱۴۰۳ه ق

[30]ـالمحرر الوجيز ،تحقيق عبد السلام عبد الشافي .۴/ ۲۲.چاپ

[31]- دارالمکتب العلميه .بيروت الطبعة الاولي ۱۴۲۲ه ق

 

[32]ــ سورة بقره ايت  ۲۳۸

[33]ـ محاسن التاويل ،جمال الدين القاسمي،تحقيق محمد فواد عبد لباقي ۱/ ۵۷۷اومړني جاپ ۱۴۱۵ه ق

[34]ـ الجامع الاحکام القران ،۳/ ۲۰۸

[35]ـ تغسير الکريم الرحمان ، ۱/ ۱۲۲،عبد الرحمان السعيدي ، جميعة احيا، التراث الاسلامي ، الطبعة الاولي  ۱۴۱۸ه ق

[36] وګوره سنن الترميذي،ج،۱ص۱۸۶،سنن النسائي،ج۱ص۲۵۵،صحيح ابن ماجه،ج۲ص۱۶۸

[37]ـ وګوره سنن الترميذي،ج۱ص۱۸۸،فقه السنة ،سيدسابق،ج۱ص۹۸

[38]- سنن  النسائي،ج۱ص۲۰۰،مستدرک الحاکم ج۱ص۳۰۶،صحيح ابن حزيمه ،ج۱ص۱۶۸

[39]- اروا‌ء الغليل في تخريج احاديث منارالسبيل،الابانيج۱ص۲۶۸ـ ۲۷۰،جاپ:المکتب الاسلامي.

[40]- سنن الترميذي ،ج۱ص۲۱۴،باب ماجا‌‌ء في وقت الاول من الفضل،ومستدرک الحاکم ،ج۱ص۳۰۰ـ۳۰۲

[41]- رواه المسلم ،کتاب المواقيت ج۱ص۲۴۶

[42]­ ـ شفق دامام صاحب په نيز له سوروالي وروسته سپينوالي دي اوديارانواوامام شافعي صاحب په نيز سوروالي ته وايي اوپه دي کي يو روايت له امام صاحب څخه هم شته اودخريوه لپاره خپل دلايل دي فانظرهناک

[43]-ګوره فقه السنه ،سيدسابق،ج۱ص۱۹۹،حواله يي په بخاري ورکړيده.

[44]- وګوري،صحييح البخاري ،کتاب المواقيت ،باب الابرادبا لظهرج۱ص۲۱۸-۲۱۶

[45]- بخاري کتاب المواقيت ،ج۱ص۱۳۷-۱۳۵،مسلم کتاب المواقيت ، ج۱ص۲۱۸-۲۱۶

[46]- فتح الباري شرح صحيح البخاري ،ج۲ص۱۶دلمانځه دوختونوبحث اواحاديث.

[47]- وګوري بخاري ،باب من ادرک رکعة من العصرج۱ص۱۳۹،سنن ابي داود ج۱ص۱۱۲،حديث شماره ۴۱۲

[48]- سنن الترميذي ،ج۱ص۲۰۰،سنن ابي داودج۱ص۱۱۳

[49]- فقه السنه ج۱ص۱۰۰سيدسابق

[50]- سنن ابن ماجه ،باب ميقات الصلاة الغيم،ج۱ص۲۲۷رقم الحديث ۹۴

[51]- فقه السنه ،ک۱ص۱۰۰

[52]- مجمع الزوائد منبع الفوائد،ابويکرالهيثمي،يقول الموالف ،ورجاله موثوقون ج۱ص۳۱۰

[53]- وګوري ،فقه السنه ج۱ص۱۰۱

[54]- سنن الترميذي ،ج۱ص۲۰۹،رفم الحديث۶۷،سنن ابن ماجه۲۲۶،رقم الحديث ،۶۹۱

[55]- بخاري کتاب المواقيت،باب وقت الفجرج۱ص۴۴،مسلم ،باب استحباب التکبيربالبح في اول وقتها وهوالتغليس ج۱ص۲۷۵

[56]- بخاري وباب وقت الجمعة اذازالت الشمس،ج۱ص۲۱۷،مسلم ،باب صلاة الجمعة حين تزول الشمس،ج۱ص۳۴۱-۳۴۲،سننابي داودج۱ص۱۰۸۴،سنن الترميذي ج۲ص۱۳۳

[57]- فقه السنه وسيد سابق ج۱ص۳۰۴

[58]- المحلي با لاثار ج۳ص۲۴۴،نيل الاوطارشوکاني ج۳ص۳۰۶،چاپ دار احياء التراث العربي بيروت لبنان

[59]- سنن البکري امام بيهقي ج۵ص۵۹،چاپ دارالفکر

[60]- - سنن البکري امام بيهقي ج۳ص۵۹،چاپ دارالفکر

[61]- بخاري ج۱ص۱۴۶ مسلم ج۱ص۳۳۰،سننالترميذي ج۱ص۲۲۷،وسنن النسائي ج۱ص۲۷۷

[62]- وګوره سنن الترميذي ،ج۱ص۱۹۴ حديث نمبر۱۵۴،هغه ويلي دي چي داحديث حسن اوصحيح دي سنن ابي داود ج۱ص۱۱۵حديث نمبر۴۲۴اوسنن النسائي ج۱ص۲۷۲

[63]- وګوره الفقه الاتسلامي وادلته،دکتوروهبه الزحيلي ج۱ص۵۱۲.چاپ:دار الفکر،الطبعة الثالثة ۱۴۰۹ه ق

[64]- سنن ابي داود فيحديث طويل رقم ۳۹۴،ج۱ص۱۰۸،وسنن البکري ج ۲ص ۴۹،وفقه السنه ج۱ص۱۰۴

[65]- ددي ليکني مخ وکوره

[66]- سنن کبري چ۲ص۲۵۲،سنن ابي داود ج۱ص۱۱۶،رقم حديث ۴۲۶،نيل الاوطار ج۱ص۲۰۱۲

[67]-ددي ليکني مخ وګوره

[68]-وګوره الفقه الاسلامي وادلته ،ج۱ص۵۰۸

[69]- الفقه الاسلامي وادلته  ج۱ص۴۰۹،سبل السلام ج۱ص۱۶۴ دمسلم په حواله

[70]- وګوره سبل السلام ج۱ص۱۷۶،ددارقطني اوصحيح ابن خزيمه په حواله

[71][71]- الفقه الاسلامي وادلته ،ج۱ص۵۱۰-۵۱۱

[72]- سبل السلام ،ج۱ص۱۶۴،دمسلم په حواله

[73]- الفقه الاسلامي وادلته ،ج۱ص۵۱۱

[74]- وګوره :فقه السنه ج۱ص ۱۰۲-۵۱۲

[75]- سورة  ال عمران ايت ۱۳۳

[76]- سورة  الواقعه ايت ۱۰-۱۲

[77]- المستدرک الحاکم،ج۱ص۱۸۸

[78]- وګوره المحلي بالاثار،ابن حزم ،ج۲ص۲۱۵

[79]- الفقه الاسلامي وادلته ،ج۱ص۵۱۵

[80]- مکروه تحريمي حرامو ته نژدي دي،اومکروه تنزيهي مباحوته

[81]- وکوري سيل السلام ج۱ص۱۷۴-۱۷۵،دحديث سند ضعيف ښودل شويدي

[82]- سبل السلام ج۱ص۱۷۵

[83]- وکوري کالفقه الاسلامي وادلته ،ج۱ص۵۱۹-۵۳۱

۱نجیب الله ندوي رح اسلامي فقه ۸۱ ---۸۵ طبع تاج کتب خانه محله جنګي قصه خواني پیښور

Leave a Reply